ند زما زو 0۷ جدو). غان) حا رح ن (ياح 00165 ٩۳0٨666 ځانګړ نې / سس يسوي پا دکتاپ وم: زماژوند اوجدو جهد لیکوال: عپدالعُقار ځا باچا ځانغ څپرندوی: 2 افغانْستَان د کلثور ودې ټولنه- چرمئي لړ: ‎0۰٢(‏ ‎٨‏ ۰ وا چاپشمېر:ن ١٠٠٠ټوه‏ چاپکال: ‎١ ٨۸‏ ال ډيژاينګر: حاچي محمد عمرځپل ‏چاېځی ‎. . ‏لسا‎ . . . ٤: ‏د دانش خپرندویې ټولنې تخنیکي څانگه پېښور‎ ۹ 2:2364 313/۱5 22000 ‏.0ه‎ ‏ښر شر یړن‎ ١٢:٣١ ‏دلا‎ ١ل‎ ٠٩ ‏ایض‎ 0٩0165 ٩٨66 لړلیک 00165 ٩۳0٨666 شيخ الهند صاحب او سندهي صاحب.. وړومبی واده.. اګره کې د مسلم لیګ جلسه... کلي وطن کې تعليم او تبلِیغ. بونیر کې د پرنیانو سازش مومندو ته د حاچی صاحب هجر د سوات د باچاه ۍ کشاله.... وباء د ړومبي ټېر مرګ.. د دوهم واده تیاری او بیا ګرفتارر رهايي او دوهم واده.... دهلي کې د خلافت کميټي جلسه 00165 ٩۳0٨666 باجوړ ته واپسي. ‎٣٠‏ ٩"ا١دګڅدلللگلگطگګګګ#ل«٩‏ ھ ‏ -یھ٠ھھھ‏ ۴ سس40 4 دی ر کې د خالونو مدرسه. د اتماتزو ازاد سکول ‎١٧۹٩١‏ ع او انجمن 00165 ٩۳0٨666 لاهور کې د کاتګرس جلسه ‎۱٢٩١‏ ‏دورې... ‏مغز کې جلصه او یوه قامي پرېکړو- اتمانزو کې لویه جلسه او مشاعره. -. ګجرات جېل او کانګرس سره تړون ګرفتاري سنه ‎۱٣٩١‏ ع.... ګجرات جېل. ‎7٨‏ د هندوستان دوره..... رورس وطن ته واپسي.... 3 د پنجاب د پښتنی علاقو دوره زمونږ کار او د پېرنګي سازشونه.. ۴۴ ۹ ۴ ۴ 00165 ٩۳0٨666 دیوي داس سره دوره سا بابړه کې ډرامه او زمونږکمزوري ملګري ‎۴٣.‏ ‏د پرنګیانو د جبراو تشدد زیاتوالی. ‎٢‏ وس د دیوید اس ګاندهي د سرحد دوره... .. ۴۷۸ د راونډ ټېيل کانفرانس ورځو کې د جرګې مشرانو کې اختلاف. ۳- تګ. شمله کې مصروفیت. فارن سکتر او هوم سکتر سره لیدل.......- ۴۸۴ .. ۴۸۲ ۴۸٨۸. ۴ سا ۵۰۳... : ډېره اسماعیل خان ته تګ.... --- ‎٠‏ ‏اتمانزو ته واپسی د احمد شاه معامله و د ډېرو دوره 1 ‎٢‏ ړا د سرحد لويه جرګه ۵اد۵ د ترنګزو حاجي صاحب او خدايي خدمتګاري . .۵۴۸ د ځلیلو مومندو دوره ماڼګیانو بانډه. اورمړ خالصه. ون مخ .. ۵۵1 کټ نا "ون .۵۷۳ رون لاټ سره لیدل عامه ګرفتاري او تشدد. هزارې باغ جېل کښې ۸ 00165 ٩۳0٨666 زما په صوبه سرحد او پنجاب بندیز ړل خښلزخخخخخزاسسسح٣ص٣ص۹١سسصسضسسشس‏ ۸ سا په سرحد زما بند یز .... انډیاکانګرس کمېتۍاجلاس. سابرمتي جېل..... واردې ته تګ د خپل اولاد سره ملاقات.... .- نتخبا و انګرس ورکنګ کمېټۍۍ مونږواردا او سېواګرام کې د کانګرس وزارتونه. بنارس. ډیلی. ګجرات. کاټیاواړ.. د هندوستان د مسلمانانو دپاره فکر.. د بلوچستان دوره... د خدايي خدمتګارو ړومبی وزارت د خدايي خدمتګارو وزارت. زمونږ وزیران او پېرنګیان... ۴۸ ۵۳ د ګاندهي جې دوره. وزارتونه او خدايي خدمتګا : وزارتونه مات شول د خدايي خدمتګارو غورځې پرځې. قبایلو ته د خدايي خدمتګارو وفدونه. د هندوستان پرېږدئ تحریک 00165 ٩۳0٨666 د جواهرلال بیان. د جواهرلال په بیان عکس العمل. انټرم حکومت..... د قبايلي علاقې او جواهرلال ‎٠‏ ‏.۷۵۳ ‎۰-٠‏ صو -گ ‎۸٠‏ ‏زه بهار کې..... ‎٠‏ ‏د تقسیم اعلان.. - ده د ورکنګ کمېټۍ اجلاس رف د کانګرس اومونټ بیټن سازش.. ‎۷۸٧.۰‏ ‏د کانګرس بېوفایی.. ‎۸٣‏ ۷۸۸٨۰ یاد ګیرنه.... 0٩0165 ٩0 زما ژوند او جد و جهد د خپرندویې ټولنې يادښت ددې کتاب د بیا جاپ اړتیا ستونزمنو مبارزو په اړه د هغه 'زما ژوند او جد و جهد" هغه اثر دی. چې موږ ته لومړی لاس كره او خورا مهم معلومات راکوي. دغه اثر ډېر کلونه وړاندې په افغانستان کې چاپ شو او پښتونخوا« کې ګڼ مينه وال پيدا کړل. د زياتې اړتيا له مخې دغه کتاب په پښتونخوا کې بیا بیا چاپ شو. د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې سږ کال پتېيلې ده چې د باچا خان او عدم تشد د په اړه په جرمني کې يو نړيوال سيمينار ور کړي. ددغه سيمينار لپاره د سیمینار کارډلې له ځينو درنو پوهانو سره تر مشورې وروسته پرېکړه وکړه. چې د نورو کتابونو په لړ کې د بابا دغه مهم اثر هم يو ځل بيا چاپ کړي. ددې کار لاملونه دا وو: بنبننک٨١‏ )څ)پ)پسی متسس 1/1/1/.001200151166.016 (0007165 زما ژوند او جد و جهد ‎١‏ موږ په پښتونخوا کې "د پاچا ځان مرک ز' له لوري ددغه اثر د هغه کمپیوټري کمپوز شوي متن له مخې دغه کتاب چاپوو. چې لومړی ځل به د کتاب د چاپ په څخګ کې د کمپوز شوي متن د استفادې سیمه د اړتيا په وخت کې انټرنيټي ویبپاڼو ته هم پراځه کړای شي. په دې توګه 'د پاچا ځان مرک ز' څخه مننه کوو. چې زموږ په غوښتنه يې دغه متن د چاپ لپاره راوسپاره. دغه راز له ښاغلي اسدالله دانش ساپي څخه منندوی يو. چې په دې برخه کې يې پوره هلې ځلې ‏ وکړې. ‎٢‏ موږهيله کوو. چې دغه اثر به د چاپ او صحافت له پلوه هم په ښه او په زړه پورې بڼه وړاندې شي او د کتاب د منځپانګې د ارزښت په څنګ کې به يې چاپ هم ښکلی وي. ‏د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه خوښه ده. چې په دغه لوی او سپېڅلي ملي کار کې د ګام اخيستلو جوګه کېږي او د فخر افغان دغه مهم اثر پل ولس ته يو ځل بيا د لوسستلوء پرې فكر کولو او د لارې د مسشال ګرځولو لپاره ډالۍ کوي. ‏په درناوي د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ۸م د اکتوبر لسمه جرمني. د کولن ښار ‎091 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد ۱ : 1 آ دا لیکنه د بابا په غوښتنه ددې کتاب د لومړي چاپ لپاره ' لیکل شوې وه؛ خو د هغه وخت د ځینو ملحوظاتو له أ امله چاپ نه شوه د بابا د ژوند کتاب د اشنغر د ځانانو په يوه درنه کورنئ کښې يو ماشوم وزېږېد. چه بيا یې وروسته د لندن په منارو زلزله راوستله. ماشوم لوبېده. لویېده او ځوانئ ته ورسېد. په هاغه وخت مستقل مزاجه. متحسس او متجسس ځوان او د ښو عواطفو خاوند و. په هره ناوړه پېښه. ناوړه خبره او ناوړه کار به ځپه کېده. د ځپل زړه خپګان به يې نه پټاوه او عکس العمل به يې هم ښوده. په هره خبره کښې به يې ځبره پيدا کوله او خبرې يې پرې کولې. څومره چه لويېده هومره يې د فکر او نظر ساحه پراځېدله. ورو ورو د 'ځان' او '"ځخان" له محدودو حدودو څځه ووت. د پوهانو. عالمانو. لیکوالو. شاعرانو وطنپالو سره یې پېژندګلوي وشو د اولس په ټولنيزو روابطو. د وطن په پېښو او د جهان په حالاتو یې غور او فکر کاوه. په هغه مهال. پښتانه د دنيا د دزياترو قومونو نه. وروسته پاته وو. بې علمي او بې سوادي وه. قوم خپلو کښې يو تربله سره اړم و. ته ما وهه او زه تا. يو به د بل په خوشحالئ او عزت خپه کېده. يو د بل د تباهئ او ذلت نه به يې خوند آخيسته. په ګوندیو. تربګنيو او بدبينو کښې سره ورک وو. د مرګونوء ح ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد و جهد 11 خونونو او قتلونو پورونه. د یوه نسل نه بل ته او د بل نه بل ته پاته کېدل. خلک ددغو بدبینیو په بد حالئ کښې د تشدد او تجاوز په اورونسو وریتېدل. په زړونو او ذهنونو باندې. خرافاتو تسلط موندلی و. د ژوند کاروبار ته د چا دومره پام نه و په هغه زمانه کښې. د پېرنګي په بادشاهئ کښې لمر نه ډوبېده. پښتون» د يوه ملت په حيث. د انګرېزانو د استعمار په زنځیرونو کښې ښکېل و. او د اسارت د ذلت او حقارت شپې ورځې یې تېرولې. په دغه تپه تياره ماحول کښې. ځوان عبدالغفار خانء وروسته له يو څه ټولنيزو تجربو او تفکر څخه. د خلکو د خدمت لپاره ملا وتړله. کلي په کلي. حجره په حجره او جومات په جومات وګرځېد او ځلکو سره يې پراځه رابطه او مفاهمه پيل کړه په دې ګرځېدو راګرځېدو. هلو ځلو او غورځو پرځو کښې. په ځپله هم ورځ په ورځ پخېده او د فکر او عمل له مخه يې کال په کال او مرحله په مرحله پرمختګ کاوه. ځپلو سهوو او د نورو اشتباهاتو ته متوجه کېده. پر نورو تنقيد کاوه او پر ځان تنقيد يې اورېده... او داسې مرحلې ته ورسېد چه د الله پاک سره يې ژمنه وکړه چه د ژوند تر پايه پورې به د هغه د مخلوق ځدمت کوي. په غرو او درو. په کليو او ښارونو. د خپل تاريخي هېواد په لر او بر کښې. خپلو خلکو پسې وګرځېد. زندانونو ته ولاړ. نظر بندئ يې تېرې کړې. پښتئ يې ماتې شوې. مګر پښتو يې لاټینګه شوه په قام کښې يې داسې ډېر په وطن مين کسان هم 0٩016 ٩٨66 .زما ژوند او جد و جهد پيدا کړل. هغوی ورسره ودرېدل. زندانونه او محرومیتونه يې وګالل. د سفرونو او دورو زحمتونه يې ومنل. د مالونو او شتو تاوانونه يې وزغمل او ځپل سرونه او مالونه يې د قربانئ دپاره وړاندې کړل. ددې تکل د تعهد په توګه د 'خدأيي خدمتګار' تر بیرغ لاندې راټول شول. ددې ټولنیز سیاسي حرکت رهبر ځان عبدالغفار ځان و چه: د ځوانئ د دوران له جذباتي انفرادي خدمتونو نه نيولې بيا تر 'انجمن اصلاح افاغنه' پورې او د 'خدايي خدمتګارئ" له تاسیس نه نيولې تر اوسه پورې د ځپل قوم او وطن په غم کښې دی او ورته په مينه. اخلاص. همدردئ او پېرزوینې خدمت کوي. چه ددغو خدمتونو د نمانځنې په توګه. پښتنو ورته «فخر افغان لقب ورکړی دی او يا «باچا خان يې بولي. هندیانو د قدردانئ له مخه د سرحد ګاندهي بللی دی. مونږ ورته «بابا وایو. مګر» دی... دی وايي: زه مو بابا نه یم. باباګانو خوړلي يئ.. زه ستاسو خدمتګار يم. زه له تاسو نه څه نه غواړم زه خدایي خدمتګار يم. تاسو نه هم دا غواړم» چه تاسې هم د خدای دپاره. بې له کومې طمعې او توقع نه د خدای د مخلوق خدمت وکړئ... خدای خو خدمت ته ضرورت نه لري. د هغه خدمت د هغه د مخلوق خدمت دی. دا کتاب چه د بابا د ژوند کتاب دی. تاسې له دې خبرو سره اشنا کوي. دا کتاب پخپله د بابا تالیف دی. د هغه سوانحعمري ده. د هغه سرګذشت دی. د هغه سترګو ليدلي 0٩0165 ٩066 زما ژوند او جد وجهد حالات دي. واقعات دي. تاريخ دی. د خپل وخت د ټولنې ښودنه ده. د ملي او اجتماعي مبارزو تصوير او تف سیر دی. هغه مبارزې چه پخپله بابا روانې کړي. پخپله يې د هغه لارښودنه کړې ده او پخپله یې پکښې عملي برخ هآخيستې ده. په دې کتاب کښې د تاريځ او سیاست تجربې دي او د لوړو اخلاقتو. خودئ. ځود درائ. خود شناسئ. پاکئ. صفایئ. استقلالء صبر. زغم حوصلې. متانت. همت ننګ اوغيرت د عبرت وړ درسونه دي. په دې کتاب کښې د انسانانو د لوړوالي او مناعت يا د هغو د پستئ او د نائت کیسې دي. دا کتاب د تاریخ يو ښه فصل او ښه باب دی. د هغه تاریځ چه په هغه کښې. انساني ټولنه. د سرمایې د ظلم او ستم لاندې. د استعمار د ښامار په منګولو کښېوځي او د ځان د خلاصون لپاره هلې ځلې كوي او په دې هلو ځلو کښې شرقي اولسونه ډېرې قربانئ ورکوي. په دې کتاب کښې د پښتون اولس او ورسره د هند د نیمې وچې د اولسونو د سرنوشت د بدلون په بهير کښې. د کتاب د ليکوال برځه د هغه جد و جهد. د هغه قضاوت او د فکر رجحانات ښه څرګند ېږي. لکه چه ورته اشاره وشوه. زمونږ د زمانې د تاریخ مهم شاخص د يورپي استعمارګرانو یرغلونه او د شرقي اولسونو له خواء د هغو سره ډغرې وهل دي. چه په تاریخ کښې 'د ملي آزادئ جنبشونه' بلل شوي دي. کیسه داسې ده چه کله په یورپ کښې سرمایه ډېره شوه. صنعت. "کت تت زما ژونداو جد و جهد : ماشین او تخنیک د بې رحمو پانګوالو د ثروت د زياتولو وسیله وګرځېدله. بيا نو د هغو په مغزو کښې. د جهانګیرئ خیال پيدا شو او دې سره د امپريالېزم دوران پيل شو. د استعماري یرغلونو په نتیجه کښې » بې وسه او بې دفاع او په عین حال کښې بې علمه او بې اتفاقه مشرقي ملتونه. یو په بل پسې د استعمار منګولو ته ورغلل. هغوی له دوی څخه. ملي آ زادي واخيستله او په پراخ مټ يې په زبېښاک یا استثمار | و استحصال لاس پورې کړ. مشرقي ملتونه‌هم. د ځپلو خواخوږو خیرخواهانو. ملي شخصيتونو. وطنپالو عالمانو او پوهانو په نارو سورو ورو ورو راویښ او متحد شوو او په جد و جهد يې لاس پورې کړ په دې لړ کښې. د افغانستان خلکو. په دريو لويو او بې شمېرو وړو جګړو کښې » وکړی شو چه د انګرېزانو تبري ګر | و استعمارګر قوتونه د افغانستان له موجوده ساحې څخه وشړي. تر دې وروسته آخوا پاته اولسونو د آزادئ مبارزو ته په مېړانه دوام ورکړ. د هغوی حوصله يو په دوه زیاته شوه او د هغه د نیمې وچې په ټولو برخو کښې. د آزادئ مبارزو ورځ په ورځ قوت او انجام وموند .په دې مبارزو کښې پښتنو ډېره ستره برخ ه آخيستې ده. په پښتنو کښې بيداري. ژوند او حرکت. د بابا په کوښښونو پيدا شوی دی. د بابا په هلو ځُلو. هلته "انجمن اصلاح افاغنه" جوړ شو. 'پښتون" مجله خپره شوه. د 'خدايي خدمتګار" حزب جوړ او فعال شو. خدايي خدمتګار د هند له ملي کانګرس سره ملګری شو. دې ملګرتیا سره» د کانګرس په غوښتنو او فعالیتونو کښې جدت او سرعت پيدا او د ریفورمېستي مطالبو پر ځای د ملي از زادئ غوښتنه پکښې جدي شوه. په پښتنو. . خدايي خدمتګارو | و کانګرس کښې زيات ټینګار. ٢ ‏آتګٌهک‎ ۴9 9 999 زما ژوند او جد و جهد رښتینولي او انتظام د بابا د حرکت برکت دی سره ددې. بابا پخپله. هر وخت په قار وي او وايي چه پښتنو زما خبره نه ده منلې. زما په ډېرو هلو ځلو یې ځان نه دی پوه کړی او زما په ویناوو یې علم نه دی کړی. په دې خبره بابا حق په جانب دی. تر اوسه لا مونږهغسې دنيا نه ده جوړه کړې چه هغه د بابا د خدايي خدمتګارئ له اجتماعي مفکورې سره په سلو کښې سل برابره وي. هلته ظلم. ستم تشدد نفرتء بدبيني. کینه» ګوندي. تربګني. تعرض. تجاوز. ناداري او ناداني نه وي او ټوله ټوله مینه. محبت. وروري. برابري» پېرزوینه رواداري او همکاري وي. مونږ لا هغسې دنیا نه ده جوړه کړې چه هلته د بابا خبره: "که څه پوره وي او که سپوره وي د ټولو دپاره دې یو شان وي مونږ لا هغسې دنيا نه ده جوړه کړې چه هلته د هېچا امتياز په هېچا نه وي او افتخار د خلکو په خدمت وي... مګر بيا هم بابا خپله غاړه خلاصه کړې ده. بابا خپلو بچو ته د خدمت فکر ورکړی دی. د بابا په لارښوونه. خدایی خدمتګار. د هند د ملی کانګرس سره يو ځای. د هند د ملي آزادئ جنبش کاميابئ ته رسولی دی. او استعمارګره انګرېزان يې د هند له پراخې خاورې څخه اېستلي دي. دا خو په تاریخ کښې ستره کامیابي ده. مګر د پښتنو دپاره. تر دې ستره کاميابي به دا وي چه د بابا د ارمانونو او تعليماتو مطابقء خپله بېرته پاته شوې دنياء په يو والي. اتفاق. اتحاد. مينه. محبت. ورورولئ. عزیزولئ او انصاف باندې ښکلې او ودانه کړي. -۷-ھهضتبتبت ګت نن تت زما ژوند او جد و جهد زما په نظر. ددغسې دنیا د جوړېدو د هيله مندو کسانو دپاره د بابا ددې افتوبيوګرافئ لوستل. پر هغې ځان پوهول او د بابا له تجربو او تعلیماتو څخه کار اخیستل بي بې اندازې ګټور کار دی. زه دغه کتاب ښیم» چه هغه یوازې د یو چا د شخصي تمایلاتو په بنياد شخصي ياد داش شتونه. نه. بلکه د پښتنو او سیمې د تاريخ د یو لوی شخصيت د ملی او انسانی کارنامو او د خدایی خدمتګارئ د نظریې او عمل د اړخونو د ښودلو یوه روښانه هینداره ده. که ددې کتاب د صوري او معنوي ښېګڼو په باره کښې. د همدې کتاب په اندازه ولیکل شي. بیا به یې حق ادا نه شي. ځکه چه دا : عمل آئینه' ده او زمونږ لیکنه به 'د نظر منظره" وي. چه بې له شکه. هغه تر دې زر ځله بهتره ده. نو ځکه زه له تاسو ګرانو لوستونکو نه رخصت آخلم او موقع درکوم چه بابا د هغه د سرګزشت او افکارو په هینداره کښې وپېژنئ او ترې استفاده او استفاضه وکړئ... د هغه 'زما ژوند او جد و جهد" کتاب ولولئ او د هغه په هینداره کښې خپل ژوند او جد و جهد ته پام واړوئ... په همدې هیله والسلام ستاسو خدمتګار عبدالله بختانۍ کابل ښار- خیرخانه ۱ هش ۱۹۸۳م کال ط 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد د باجا خان مرکز پیغام په جرمني کې 'د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه" زموږٍ د لروبر د ادبئ او کلتوري ټولنو په زړه پورې د يو داسې روایت بختوره برخه ده چې اوس يې د یوې فعالې ادارې شکل اختيار کړی دی. .مرم ملګری زرین انځور او د هغه په رنګ نور ملګري چې د هغوی فکرونه د خپل ادب او کلتور. د فني توان او ژوند- ژواک د پرمختګ د جذبو نه ډک او پٌر معمور دي او د روحونو مرغان یې په مساپرۍ کې هم د خپل پښتون وطن په غرونو» پولو- پټو. ونو- غنو او ګلکڅونو او ګل میرو الوځي را الوځي. ددې وطن. قام او ولس د ژوند- ژواک او حوادثو نه وړي دا ټول تجربات د زړونو په وینو کې ډوب کړي او رنګ کړي. موږ ته واپس د ژوند د ډاډګېرنې په خاطر رالېږي او مو په هر مشکل کې د ژوند او فن. تاریخ م او کللتور د خوږو او ترځو سره بلد او فعالیت ته لمسولي او تکړه تيار ساتي. په مساپرۍ کې د خپل قام. ولس او وطن نه لرې دغه ژوند بښونکي نران ملګري د خپلو احساساتو د آيينو په داسې مجلسونو کې د وطن د زخمونو او د قام او ولس د دردونسو داسې تصويرونه تراشي» چې نه يوازې زموږ مخونه پکې ښکاري؛ بلکې زموږ روحونه هم پکې نند اره کېږي!! د پیر روښان. خوشال خان او فخر افغان باچا خان د فکري روایت او فني شتمنۍ دغه امانتګر پوهان. دانشوران او مدبرین خلک په تياره تياره وځتونو کې موږ ته هم او لکه د کرددانو په ټوله نړۍ شیندلی شوي وطنوالو ته هم د نظر د اور اورکو. د زړونو د داغونو شغلې راغورځوي او لکه د اسمان د برېښنا زموږ د وطن او تورو تیرو يِ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد تر منځه فاصلې غوڅوي. د تاریخ په دې موړ. چې بدنصیبو زموږٍ نه د اور لمبې چاپېره کړې دي دغو خلکو زموږ تاريځء کلتورء ژبه او ادب را اخيستي دي. زموږ حال د ماضي سره تړي او ماضي مو د سپرلي سپرلي مستقبل سره اشنا کوي. دغه خلک عام خلک نه دي. دا زموږ ددې تريځ تريخ ماحول او وينې وينې چاپېرچل د ترجمانۍ هغه دردېدلي او 'سره زر شوي" فنکاران استاذان دي. چې د سباني تاریخ په روڼ جبین به لکه د سرو زرو د ټیکونو خُلېږي او ددې خاورې د راتلونکیو نسلونو نه به پرې د فکر و نظر د ګلونو سره سره د عقيدت او روح غمي او لالونه هم شیندي. د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې دغه پښتانه ښاغلي. . چې د خپلې ټولنې له خوا څومره اکر کوي. دا په اصل کې که د ټول لر و بر د شوي کار نه زيات نه وي ؛ نو کم به هم ترې نه وي. د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په تېرو څو کلونو کې سل کتابونه چاپ ته سپارلي دي. دغه سل کتابونهء چې د علم و ادب د څومره موضوعاتو سره تعلق کېدای شي. پههغو موضوعاتو لیکلی شوي کتابونه دي. د لر و بر او وطن نه بهر د بې حسابه پښتنو په ذات تي او اجتماعي لایبرېريو کې دغه کتابونه نه يوازې د کتابتونونو د زېب و زینت باعث شوي دي. په لویه پیمانه ترې خلکو پوره پوره ګټې هم کړې دي. ددغو خلکو نظر د لوی خوشال په قول. لوی دی: لکه باز په لوی لوی ښکار زما نظر دی ګونګی نه یمه چې نیسم باد خورکې د ټولنې دغه د لوی نظر او رسا فکر خاوندان د خپلې کليزې په مناسبت د تېر کال د سلو کتابونو دپاسه ړومبی ۶٢۸۳٢۳--ت‏ ھت ھت زما ژوند او جد و جهد کتاب د لوی فخر افغان باچا ځان «خود نوشت زما ژوند او جد و جهد چاپ کول غواړي. زه د باچا خان د رسالې 'پښتون' د چيف ايډیټر په حيث ددغو لوی ځيالو ملګرو روانو کارونو او رښتینو فعالو جذبو ته تبریک وايم او طمع لرم». چې هغوی به نه يوازې دغه کار او عمل په همدې رفتار جاري وساتي. ولې دې ته به داسې شکل و صورت ورکړي. چې هم دا کار او عمل د يو ماډل «سمبول په طور په ټولو پښتنو کې يوه پېژندګلو ولري. زموږ دعاګانې او فکري. نظري. فني او روحاني مرستې به تل هغوی ته په هره لار؛ لکه د سترګو د ګلونو غوړېدلی وي. ژوندۍ دې وي پښتو ژبه. تل دې وي پښتون قام. ښاد او آباد او سلامت دې وي پښتون وطن؛ء غني دې وي پښتون کلتور» پښتون ادب او ژوندی قلم. سياله دې وي زموږ د ژوند هره غمجنه مرحله او هره د خوشحالۍ د ډکو ګلو څانګه د نړۍ د ټولو قامونو او ولسونو سره. زه تاکيداً په جرمني د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د ملګريو دغه کار او زيار ته شاباسی وايم او خپل قلم او جذبې ورته لوګی کوم» سترګې يې وا مه خله چې هم دغه زموږ د توجه او امیدونو مرکزونه دي. په درناوي رحمت شاه سایل باچا خان مرکزء پښتون مجله - پېښور ٠۰٠۸ ‏ستمر.‎ ۸ 0٩0165 ٧0 زما ژوند او جد و جهد مننه فخر افغان خځان عبدالغفار خان ‎)۱۹۸۸-٨۸٨١(«‏ د پښتون نېشنل ازم» د عدم تشدد د فلسفې او د خدائي خدمتګار تحریک باني د پښتون سياست د اسمان هغه ځلنده ستورے دے چې د روڼ فکر پلوشې به ئې تر ابده تتې نۀ شي. د عدم تشدد دې مبلغ خپل ټول عمر د پښتنو په خدمت کښې تېر کړے وۀ او په ځپل رسا فکر» بې پناه ذهانت او ژور بصیرت ئې پښتانۀ د خپل فطرت خلاف د عدم تشد د په لاره روان کړي وو. دوي د پېرنګي د غلامۍ نه د پښتنو د خلاصولو سره سره په پښتنو کښې د قامولۍ. امن او ورورولۍ دپاره يوه داسې مبارزه کړې ده چې د پښتنو په تاریخ کښې ئې مشال نۀ شي موندے. باچا ځان د پښتنو د ببدارولو. هغوي د علم په کالو د ښائسته کولو. د هغوي نه د تربګنو. دښسمنو او غلطو رسمونو رواجونو د لرې کولو دپاره يو داسې جدوجهد کړے دے چې په برصغیر کښې د بل هیڅ يو سیاسي مشر نصیب : ‎٢٢ ٢ ٢"‏ تم زما ژوند او جد وجهد شوے نۀ دے. ‏موجوده وخت کښې چې عالمي امن د يوې لویې خطرې سره مخ دے. ټوله دنيا د دهشت ګردۍ په لُومه کښې ښکېل ده خصوصاً د پښتنو په سيمه د فساد اور لګېدلے دے او د بې ګناه او بې خطا پښتنو وينه لکه د اوبو بهېږي. په داسې وخت کښې د عدم تشده د علمبردا رباچاخان راڼڼۀ فکرونه خلقو ته رسول او د دۀ د ژوند او جدوجهد نه اولس خبرول د نور کله نه زيات ضروري شوي دي. دا د ډير شکر او مننې مقام دے چې په جرمني کښې مييشته پښتنو وروڼو د دې احساس وكړو او اراده ئې وکړه چې د باچا ځان کتاب «زما ژوند او جدوجهد» چاپ کړي او پښتون بچي بچي ته ئې ورسوي چې هغوي د خپل سیاسي قهرمان باچا ځان د روښانه فکرونو نه خبر شي او د موجوده صورت حال مقابله په ښه طريقه وکړې شي ‏باچا خان ټرسټ د دې ښاغليو دې اقدام ته په درنه سترګه ګوري او ډېره ستائنه‌ئې کوي چې په ډېر ښۀ او مناسب وخت کښې ئې د دې کتاب چاپ کولو فېصله وکړه. الله دې توفيق ورکړي چې د پښتنو خدمت هم دغسې جاري وساتي. آمین ‏ځلان مومند ډائرېکټر مېډیا سېل باچا ځان ټرسټ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد شروع کوم په نامه د خدای"" چې بښونکی او مهربان دی زه د هشنغر په اتمانزو نومي کلي کې په کال ‎٢٧٨٨٨٤‏ کې پيدا شوی یم هغه وخت د پيدایش د نېټې د لیکلو رواج نه و او نه څوک په ليک او لوست پوهېدل نو زما د پيدا کېدو نېټه چا لیکلې نه وه»خو دا چې زه وايم چې په کال ‎٠۰‏ کې پیدا شوی يم. د دې نه وایم چې خدای دې زما مور وبخښي ماته ويل چې«ستا د ورور ډاکټر خانصاحب واده چې و ته د یوولسو کالو وې» او د ډاکټرصاحب واده په دسمبر ‎٧١١١‏ کې شوى و نو ځکه زه وايم چې زه په ‎١۱٨٨۰‏ کې پيدا شوی يم. زه د مور او پلار کشر زوی وم. د ټولو نه مشره زمونږٍ خور وه. ورپسې ډاکټر خانصاحب و. بيا مې بله ځور وه. بيا زه وم. د کشر اولاد سره قدرتي د مور او پلار مینه زیاته وي او ورته ډېر خوږ اونيازبين وي. زه مور او پلار ته ډېر ګران وم د خدای قدرت داسې و چې د ټولو نه مخکې زما مشره ځور مړه شوه. بيا ډاکټر خانصاحب شهید شو. بيا مې بله ځور مړه شوه. زه د ټولو نه وروستو وم او روستو پاتې شوم. د اتمانزو کلی د پېښور نه شل میله لرې شمال ځتیز ته د هشنغر په مینځ کې د سوات او باجوړ د سیند په غاړه لمرخاته ته پروت دی. زما تعلق محمدزي قبيلې سره دی او هشنغر چې د ابازونه را واخلې تر نوښاره پورې دی. په دې کې محمدزي اباد دي. دا ډېر ښکلی سر سبز او اباد ملک دی او دا د پښتنو د رورولۍ په تقسیم کې نورو روڼو مونږ له پخپله خوښه راکړی و. زما نيا يوسفزۍ وه. د صوابۍ د مرغز کلي وه او نيکه مې محمدزی و چې د هشنغرو د ب- 1 سسس نن ‎٧٩٨666‏ 0016 زما ژوند او جد و جهد اتمانزو کلي و.نیکه مې لوی خان و.دا قدرتي خبره ده چې د محمدزو او یوسفزو شریک اولاد ډېر لایق او قابل وي.جینکۍ یې د هلکانو نه زياتې ذهینې وي. زما درې نمسۍ ډاکټرانې دي نورې نمسۍ مې څوک ايم. اې. څوک بي. اې دي او یوه لور مې ده هغه بي. اې. بي.ټي ده. یو کشر زوی مې عبدالعلي چېززه ورته ‌لالي واي د اکسفورډ ايم اې دی. دوه مې نور زامن دي مشر عبدالغني دی چې هغه مې د تروء کمسټري د تعليم دپاره امریکې ته لېږلی و. خو چې زه پېرنګیانو په ‎١۱‏ کال کې جېل ته ولېږٍلم او زما جاتداد يې هم ګډوډ کړو نو هغه د پیسو د نشت په وجه تعلیم سرته ونه رسولو او واپس راغی. بل عبدالولي دی چې سيئر کمبریج يې پاس کړو. دی ډېر ذهین لایق او قابل دی .دی يوروپ له تعلیم له لاړ نه شوء ولې چې زه جېلخانې ته لاړم نو دی هم د تعلیم نه پاتې شو. عجیبه خبره دا ده چې زه هم شاهي قيدي(81501151 97۸71) وم ډاکټر خانصاحب او قاضي صاحب هم وو. د هغوی ىچو له يې د تعليم دپاره وظيفه او د کور دپاره خرڅ ورکولو او دا د شاهي قيدي( 28156111 57۸71) سره رعايت نه دی. د هغه قانوني حق دی. خو زما زامنو ته يې نه ورکولو. زما یو زوی یوسفزۍ کړېده. بل مومنده کړېده او دریم پارسيپارسڼه» کړې ده. زما لور په کشمیري واده ده. زما څلور نمسۍ په یوسفزو کې واده دي. دوه په خټکو کې او یوه په پنجاب کې په پنجابي واده ده. مونږ ځپل اولاد په دولت پسې نه ورکوو. په شرافت. قابلیت او لیاقت پسې يې ورکوو. مونږ ځپل اولاد بغېر د هغوی د خوښې چا له نه ورکوو. ټول هشنغر ښکلې او ښېرازه سیمه ده. درځړو او اتمانزو د سیند و" ند د٢‏ زما ژوند او جد وجهد په بله غاړه چې د زوړ ښار نښانې را څرګندې شوې دي. دغه رځړو سره د سیند نه پورې غاړه د شیخانو ډېرۍ سره د ګندهارا تهذیب او دور نه مخکې اثار دي.دغه ښار ته يې پشکلاوتي وې.دا نوم د برسنډو د کمر او ګلونو پورې تړلی دی. لوی تجارتي او ثقافتي مرکز و. دا موجوده سیند چې اوس د رځړو او شیخانو ډېرۍ تر مینځه بهېږي دا په هغه زمانه کې د ډېرۍ نه قبلې غاړې ته بهېدلو او دا ټول زوړ ښار تر دې رځړو پورې غزېدلی و. د دې ځای اوسېدونکي پښتانه ووء خو بوديسټ وو. بودايي مذهب له دې ځايه د سوات او ګلګت په لاره تبت او چین ته تللی او خور شوی دی او د بده مت څلورمه مذهبي غونډه هم په دې ځای کې شوې وه. د ښکاره شوو اثارو د فن او صنعت نه معلومېږي چې په دې علاقه کې صنعت. تجارت. زراعت او علم ډېره ترقي کړې وه. دا ښار یوازې د ګندهارا سیاسي مرکز نه بلکې د ايشيا د زياتو برخو تجارتي. صنعتي او علمي مرکز و. د اټک او مارګلې په لاره یې د هندوستان سره. د سوات او ګلګت په لاره د کشمیر او تبت او چین سره. د دیر او چترال او بدخشان په لاره د مرکزي ايشيا او له هغه ځايه یورپ سره. د کابل. کندهار او سیستان په لاره یې د اېران. عراق. ترکشې او شام سره تعلق لرلو. د تجارتي مالونو لویه منډهي وه. د علومو زانګو وه. زما مور ډېره زړه سواندې. پوهه. نېک سیرته او خوش خلقه ښځه وه زمونږ د زمیندارۍ لوی کور و. زمونږ ډېرې غواء مېښې وې. هره ورځ به د خوا او شا غریبانان خلک په شوملو مستو پسې مونږ کره راتلل او مور به مې په روڼ تندي د هغوی سره ستړي مه شي کول. ها زما ژوند او جد و جهد شوملې او ماسته به یې ورکول او هر ماښام به يې د دوی دپاره بېله کټوۍ پخوله. کورنۍ: زما د پلار بهرام خان نوم و. د کلي ځان و او په مشر ځان مشهور و. دی د نورو ځانانو په شان نه و په کلي کې د ده هومره جاتداد د چا نه وء خو دی داسې نه ښکارېده لکه ځان. پوه او زيږ پښتون و »په چا یې زیاتی نه کولو او نه یې مظلومان د بل چا زور زياتي ته پرېښودل. که د ده سره به چا زیاتی وکړو هغه به يې په صبر برداشت کولو او د بدل جذبه یې په زړه کې نه ساتله.روڼو او تربورانو ورسره ډېر زياتی کړی و.د ده وس کېده چې بدل ورنه واخلي.خو د بدل په ځای به یې وبخښل بلکې احسان او ښېګړه به یې ورسره کوله. مونځ ګذار. پرهېزګار او سوله دوست سړی و. د صبر او زغم خاوند وء کله چې به حجرې له نابلده مسافر راغلل چې هېڅوک به يې نه پېژندل پلار به مې ورله پخپله ډوډۍ ور وړله نوکران به وو ځو ده به پخپله د ډوډۍ شکور رااخستی و او د انګولي لوښي به يې په لاس کې را اخستي وو او ويل به یې دا د خدای مېلمانه دي په کار دي چې زه يې پخپله خدمت وکړم اکثر به داسې وشو چې مېلمانه به ژمې کې شپې له راغلل نو چې سحر به ورله نوکر چای وړه نو خبر به يې راوړو چې مېلمانه نشته. تللي دي او بړستن يې هم د ځان سره وړې ده. د نورو خانانو په شان حاکم پرست نه و .د حاکمانو سره یې تعلق نه ساته او نه يې د دوی خدمتونه کول. زما د نيکه هم دغه حال و. زما د نیکه سیف الله خان نوم و. کله چې پېرنګیانو د بونیر د نیولو په غرض په بونیر حمله وکړه او د سورکاوۍ غزا وه نور ځانان د فرنګې ملګري وو او سیف الله خان بابا د قام مرستې له ورغی دا رنګې زما غور يس مچ ۳څ۲۳٨څجبپ‏ ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد وجهد . نیکه عبیدالله خان بابا ازاد خیال پیاوړی او منلی مشر و چې د هغه وخت د درانو حاکم سلطان محمد ځان طلايي د لاسه پهانسي شو. د درانو حکومت د عیاشۍ په خپل قام د زور زياتي. د کورني اختلافونو او جنګونو په وجه ختم شو. او د دوی نه وروسته د سکهانو حکومت راغی. درانو چې واورېدل سکهان را روان دي شپه په شپه کابل ته وتښتېدل او پښتانه یې سکهانو ته پرېښودل. تاربخي پس منظر: یا هغه وخت وچې کله بابر د پښتنو د بې وقوفۍ او خود غرضۍ اود اېرانيانو د امداد او لمسون په وجه د ابراهيم لودي نه د هند بادشاهۍ تخت او تاج واخستو. شېرشاه سوري را پاڅېدو او د بابر د زوی همایون نه یې د پښتنو حکومت بېرته واخستو. ډیلی يۍ ونیو همایون وتښتېدو او د اېران دربار ته یې پناه يوړه او هلته اېرانيانو د پښتنو د کمزوري کېدو موقعې له ساتلی و. شېرشاه د پښتنو جنډه په کلکته ودروله او شېرشاه چې د ملک د ابادۍ له پاره د صنعتتجارت او زراعت کومې منصوبې جوړې کړې وې په هغې د مغلو د اکبر پاچا نوم وشو.دا د اکبر د ماغ نن وو د شېرشاه دماغ وو. یا هغه وخت و چې کله په پښتنو د اېرانیانو حکومت و پښتانه به يې سپکول او سپک به یې ګڼل. په کندهار کې میرویس ځان نیکه را پورته شو پښتانه یې د اېران د غلامۍ نه ازاد کړل او د پښتنو بېرغ يې په اصفهان ودرولو. يا هغه وخت و چې پښتانه نادر افشار ریزمریز کړي وو. چې نادر افشار مړ کړی شو نو د پښتنو لويه جرګه په کندهار کې را غونډه شوه او د ډېر غور نه وروسته يې د احمدشاه مسا : 4٢٨٨٨٢ ٧۷ ‏زما ژونداو جد و جهد‎ ‏بابا په مشرۍ دعاء خير وکړه.‎ احمدشاه بابا را پورته شو اېرانيانو ته يې شکست ورکړو او د پښتنو د حکومت بنياد يې کېښود. يوازې پښتونخوا نه بلکې ټول هندوستان یې د هغه وخت د مغلي حکومت د ظلمونو نه خلاص کړو. دې وخت کې انګرېزان هندوستان له نوي راغلي وو چې احمدشاه بابا ډیلی واخست نو د انګرېزانو د تګ ودو نه خبر شو او اراده يې وکړه چې انګرېزان هم د هندوستان نه وباسم. انګرېزان چې په دې پوه شول د اېران دربار ته يې سفیر ولېږلو او اېرانيان يې را پورته کړل چې په افغانستان حمله وکړي. احمدشاه بابا چې د دې سازش نه خبر شُو د انګرېزانو د مخنیوي کار يې پرېښود او په مخه افغانستان ته را روان شو چې جېلم ته را ورسېد د جېلم د سیند په غاړه ودرېدو او د پښتنو ټول خېلونه او قبیلې چې ورسره وې هغوی ته يې وويل چې له دې ځايه تر امو دریابه پورې ستاسو ملک پښتونخوا دی او یا دغه وخت و چې د درانو د عیاشۍ» بې تدبیرۍ په خلکو د زور زیاتي. کورني اختلافونو او جنګونو په سبب پښتانه دومره پرېوتل چې خپل کور کې د سکهانو د مقابلې نه وو. هغه د پلار نیکه ګټې خو پرېږده ځپله ځاوره ترې سکهانو لاندې کړه او په دوی کې دومره څوک نه وو چې پخپله څاوره او ناموس يې ننګ او غيرت کړی وی. د سکهانو د زور او ظلم په مقابله کې يې سر اوچت کړی وى او د پښتنو عزت او عظمت يې د دې ظلم نه بچ کړی وی. د سکهانو ډېر ظالمانه حکومت و. زما د مور د اړځه نیکه محمد دین ځان به مونږ ته دا خبره کوله چې یوه ورځ زه د شولګرې نه راتلم او په سیند را پورې وتم چې په دې کې یو سکه راغی ما ته يې اشارت وکړو چې را وګرځه او ما په شا پورې باسه. محمد دین نیکه ورته ووې چې زه ‎۷۹٨‏ ھت تک تت تت زما ژوند او جد و جهد 1 ‏تاباري يم خو سکه مجبور کړی دی. او چې سکه يې په شا را سور کړی دی. او د اوبو مینځ ته رسېدلی نو ټوپونه کړي يې دي او سکه يې د اوبو په مینځ کې غورځولی دی او دی ترې تلی دی. ‏د هندوستان د هغه سر نه سید احمد بریلوي او اسمعيل شهيد په دوی یعنې په پښتنو باندې ننګ او غېرت کوي او د سکهانو د مقابلې دپاره د پښتنو ځاورې ته راځي. د هغه وخت د حکومت افغانستان له طرفه د ده سره مرسته ونه شوه بلکې یار محمد خان له خوا ورسره جګړه وشوه لکه څنګه چې د پښتو د دې زړې چار بیتې نه څرګندیږي ‏روان شو یار محمد سید اوباسي د پنجتاره سید له بری ورکړې الهيي پرودردګاره ‏د دې علاقو د پښتنو همدردي د سيد صاحب سره وه. ده غوښتل چې ملک کې شریعت نافذ کړي او د شرعي قانون سره سم د خوراو لور ولور بند کړي او په میراث کې ښځُو له هم شرعي برځه ورکړي. او ځینې غلط رسم او رواج اصلاح کړي. په ځانانو او ملايانو د دې خبرو بد اثر وشو .شور زوږ یې جوړ کړو چې یوسکهلاړو او بل سکه راغی.د پښتنو او مسلمانانو په دې همدردانو يې د وهابی فتوا ولګوله. په پښتنو کې قومي اوسیاسي شعور نه و نو د بریلوي صاحب او د ده د ډلې په ضد را پورته شول څه يې ووژل او څه يې په اباسیند هزارې ته پورې وېستل.د هزارې ځېنې مسلمانانو په ځای د دې چې د بریلوي صاحب مرسته وکړي سکهانو ته یې مخبري وکړه. سکهان راغلل او باقیمانده هلته د سکهانو له لاسه تالا ترغه شول. سید صاحب او اسماعیل صاحب بالاکوټ کې شهيدان شول څومره د ٢ ٢ ‏نف فد‎ --۸٢٢ زما ژونداو جد وجهد افسوس خبره ده چې سید صاحب د پښتنو په ښځو تنګ وکړو او بې ننګه پښتنو دوی سره ننګ ونه کړو. چې سيد صاحب سکهان د پښتنو د ځاورې نه ویستل نو د افغانستان حکومت سید صاحب ته وویل چې اوس دا ملک مونږ ته پرېږده. قصه داسې وه چې د تهکال ارباب بهرام خان چې د سید صاحب مرید و. هغه به کال په کال د روژې په میاشت کې بريلي ته تللو د قران پاک ختم او تراويح به یې هلته د سید صاحب سره کولې. پخوا د حمل و نقل ذریعې هم نه وې. په اسونو روان و چې ګوجرانوالې له راغلی دی نو تړی شوی دی. په لاره کې کوهي و. ښځې ور له اوبو له راغلې وې. دی چې کوهې ته ورنزدې شو نو د لاس په اشاره يې د ښځو نه اوبه وغوښتې چې دې ښځُو منګې ډک کړل نورې ټولې لاړې او دوه ښځې پاتې شوې نو ده له يې اوبه يوړلې چې ده له يې اوبه ورکړې نو په ژړا شوې او ورته يې وويل چې مونږ پښتنې يو او سکهانو په زور راوستې يو. او دوه دوه بچي مو هم پيدا شوي دي. ارباب چې بریلي ته ورسیدو نو هغه ډېر زهير و. سید صاحب تر نه پوښتنه وکړه چې دا ته ولې زهیر یې. هغه ورته د ګوجرانوالې دا ټوله واقعه بيان کړه. نو سید صاحب د جمعې په ورځ په منبر وخوت دا قصه یې بيان کړه او د جهاد اعلان یې وکړو. زه دلته تاريخ نه بيانوم صرف دا خبره ښکاره کوم چې د دې څه وجه ده چې پښتنو لوی لوی حکومتونه جوړولی شولء خو ټینګولی يې نه شولء د دې وجه دا وه چې په پښتنو کې اجتماعي ژوند. قومیت او اتفاق نه و که څه هم پښتنو کې به داسې وخت په وخت لوی لوی او قابل سیاستدانان پيدا شول. لوی لوی سلطنتونه به یې قايم کړلء خو کله به چې ده سر په کفن کې ونغښتو په پاتې کسانو کې به یې د قامولۍ مینه او اتفاق پس ککګض کچ ‎۷/021٨‏ ده هل ‏زما ژوند او جد وجهد او د اهلیت جذبه نه وه. ‏د دولت او اقتدار ګټلو دپاره به یو بل ته اړم شول. په عوامو کې به هم د قامولۍ احساس نه و چې مشران يې غلطې لارې ته نه پرېښودلې یا یې خود غرضه او ناپوهه مشرانو له موقع نه ورکولی. په پوهو. لايقوء بې غرضو او خدمتګارو مشرانو.را غونډېدلی او خپل حکومت یې ټینګ ساتلی. په عوامو کې د قامولۍ او ملیټ د جذبې د نشتوالي له کبله به په دوی د خودغرضو مشرانو اثر وشو اوبې اتفاقي او ځانه جنګي به عامه شوه خپل طاقت به یې پخپلو کې یو په بل ختم کړو. دښمنان خو به د موقع په طمع ناست وو. موقع به يې ومونده بادشاهي او حکومت به يې ور نه واخستو دوی به يې غرونو ته وشړل. دښمنانو به د دوی په ابادو مزې چرچې شروع کړې او دوی به غرونو رغونو کې سر وهلي در په در ګرځېدل. څو چې به يې بیا توبه قبوله شوه. او د خدای رحم به پرې وشو لایق او پوه سړي به په کې پيدا شول. بيا به یې دښمنان له وطنه وشړل او له نوي سره به يې په ابادۍ ګوتې پورې کړې. ‏د سکهانو نه پس د پېرنګيانو دور راغی» پیرنګي پخپله خو د سمندر د غاړې راغلی وو. ولې دا ورته معلومه وه چې د هندوستان د تاریخ ټولې حملې د قطب نه شوې دي. او د خپل برطانوي هندوستان سلطنت د ساتلو دپاره هغه د پښتنو ځاورې ته راپورې وتلو چې په هغه درو لارو او سیندونو قبضه وکړي چې په کومو د بهر نه حملې شوې دي. ‏د فوجي حکمت عملۍ نه علاوه هغه د دې سیمې سیاسي حالاتو ته هم توجه وکړه هغه ولیدل چې دلته هم هغه پاليسي روانه وه کومه چې د هغه نه مخکې مختلفو حاکمانو ازمایلې وه. حقیقت دا دی چې جسسنشسممسسس سن 1/000/.001200151766.06 0001651 زما ژونداو جد و جهد کله مغلو د پښتنو سره جنګونه وکړل او چې کله شهنشاه اکبر د پښتنو د لاسه اول په ځیبر بيا په کړپه او په اخره چې يې کله د بوثیر په کړاکړ کې د خپل پوځ سره سره خپل لوی وزیر بیربل هم مړ شُو نو بیا اکبر راغی پښتنو ته د اباسین نه پورې یې د اټک قلا جوړه کړه. سره د خپلو وزیرانو کېناست چې په دې خبره سوچ وکړي چې پښتون خو یې په جنګ ونه وهلی شُو اوس به یې په کومه وسله وهي.چنانچې د ډېر غور او فکر نه پس په دې نتیجه ورسېدو چې پښتون دوه خاصيته لري. یو پښتون من حيث القوم مسلمان دی او د اسلام سره لوی عقیدت لري. دویم انساني کمزوري یعنی د دولت سره مینه لري. نو د دې په رڼا کې هغه يوه داسې پاليسي وضع کړه چې داسې عالمان. ملایان. او پیران پيدا کړي چې د هغوی په ذريعه د اسلام د څادرد لاندې خپل سیاسي غرضونه سر کړي او دويمه دا چې د پښتنو د نیاوي مشران. ملکان او خانان د دولت او نوکرو په زور په بيعه واخلي. هم په دې سلسله کې مونږ وکتل چې د اخون درویزه او هغه په شان نورو ډېرو ديني مشرانو د مغلو په وينا او ښودنه د پښتنو د قامي او ولسي تحریک د مخنيوي دپاره د پير روښان غوندې باعمله عالم او سوچه مسلمان باندې د مغلو دپاره د کفر فتوې ولګولې. پېرنګي دا وليدل چې همدغه پاليسي د مغلو نه پس درانيانو خپله کړه او د هغوی نه په ورائت کې سکهانو ته پاتې شوه. پیرنګي چونکه د شلمې صدۍ د تعلیم یافته او ساینسي دور پيداواروو نو ده هم د شهنشاه اکبر هغه مجربه نسځه خپله کړه او کوشش يې داو چې يو خوا د پښتنو ديني مشران د خپل سیاسي غرض دپاره استعمال کړي او بل خوا د هغوی دنياوي مشران په دولت او 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد منصبونو واخلي. ولې ډېره د تعجب خبره دا ده چې هغه اسلام چې کوم مغل مسلمان د خپل مسلمان ورور د غلامولو دپاره استعمالولو هم هغه اسلام نن دې اېمان خرڅو ملايانو. عالمانو او پیرانو د کافر پیرنګي د سیاسي اغراضو او مقاصدو دپاره استعمالوو. د پښتنو خویونه او دودونه: سره ددې کله چې پیرنګی راغی زما یاد شي چې په پښتنو کې ډېر ښه ښه خویونه او خصلتونه لا موجود وو په دروغو به ځان ورته بد ښکارېده. ورورولي عزیزولي به یې ښه پالله. يو په بل اعتماد و. په یو بل به یې ننګ کولو. راشه درشه وه. مینه محبت و. که د یوبل سره یې څه اختلاف هم و. په سپکه به یې نه یادول داسې نه و.لکه دا اوس په خوله يوه او په زړه بله. ژوند بالکل ساده او بې تکلفه و. په ناسته ولاړه کې ډېره ټیټه پیټه نه وه. جامې ساده او د وطن جوړې وې.د خپل وطن شډله خامتا يې د بل په اطلس نه ورکوله د خامتا لوی لوی خلکې او کمیسونه او پرتوګونه به يې اغوستل.د وطن جوړې پڼې او څپلۍ به یې په پښو کولې. ټوپۍ او د خامتا پګړۍ به یې په سرولې. ښځو به د رنګينه خامتا جامې او مشروبي"' پرتوګونه يې اغوستل» ځوراک هم ساده و.د ساده خوراک په وجه د خلکو صحتونه ښه وو دومره کمزوري نه وو. مسالې نه وې. چای نه وېء سود کولء شراب څښل او زنا یې ډېر بد ګڼل. که به پوه شول چې څوک دا کارونه کوي نو د هغه سره به چا خپلولي نه کوله. خور» لور به چا نه ورکوله. اخلاقاً دومره پرېوتي نه وو لکه اوس چې دي. د چا " مشروبي: د خپل کلي کور جولا به یو رخت جوړولو چې هغې ته به یې مشروبې ویل. دد. پسښستا ‎۱١١‏ 4٢٨٨٨٢ ‏زما ژوند او جد وجهد‎ چې به زورور مېلمه راغی نو چرګ به یې ورله حلال کړو. د غوړو نه ډکه ښوروا به یې جوړه کړه. دغواوو. مېښو زېړ غوړي به وو. سرې سرې پستې پړسېدلې. خمبيره ډوډۍ به وې. مازیګر به په بټ د جوارو نینې کېدلې ګوړه به ورسره خلکو خوړله. په ډوډۍ کې به د امیر او غريب فرق نه و. ټولو به په یوتالي او یو ځای کې ډوډۍ خوړله. څرنګه چې پوښاک او خوراک ساده وو دغسې د ناستې ځایونه او کورونه هم ساده وو. یوه لویه کوټه به وه ټول کوربانه به یو ځای ویده کېدل او چې مېلمه به راغی نو د کلي په شریکه حجره کې به څملاستو د اکثرو خلکو کورونه په دغه شان وو او چې کوم سړی په دوی کې لوی سړی و. یا به ځان و نو د هغه په کور کې به د کوټې سره یو ځای يو منډو او ډېوډۍ وه او د مېلمنو دپاره به بېله حجره هم وه. دا اوچتې اوچتې ماڼۍ او سپینې سپینې بنګلې نه وې ځو هغه خوشحالي او اسودګي چې په هغه ساده ژوند کې وه. نن په دې ښکلو ښکلو بنګلو کې او په دې خوندورو ځوراکونو کې او ډولۍ جامو کې نشته مرضونه ډېر نه وو. نر او ښځې په بدن سالم او تکړه وو. جینکو او هلکانو به یو ځای لوبې کولې لوی لوی به وو. د شپې تر ناوځته به يې لوبې کولې» یو بل ته به يې د خور او ورور په نظر کتلء اخلاقاً ډېر اوچت وو. د لوبو ډېر رواج و. قسم قسم لوبې به وې. د پښتنو په لوبو کې د هر قسم پريکټس «سپورټ ځيال ساتلی شوی و.د منډو خیال په کې و .د بار اوچتولو او وړلو خيال په کې و .د سا اخستلو خیال په کې و .د شپې ګرځېدلو په شپه کې د ځان پټولو د مخالف فریق د لټولو ځيال په کې و او همدا وجه وه چې د دوی صحتونه ښه او ډېر ښايسته وو اګر چې په لوبو کې به دريم ګړی نه وو. مګر بيا هم لوبغاړو به یو بل سره ټګي نه کوله. سسا ومصڅ٨000۲7۲۳۹‏ زما ژوند او جد و جهد د پېرنگي اثرات: د پېرنګي د راتلو نه وړاندې د پښتنو د تعلیم څه خاص انتظام نه وء هر چا به تعليم نه کاوه. صرف د ملايانو زامنو به د لمانځه اوداسه. روژې سرسایې. حج او قربانۍ. زکات او صدقاتو او د دغه شان مسئلو تعلیم کولو دا هم د امامتۍ له پاره لوستل به یې زده وو. ليکل به يې نه وو زده او د دغه تعلیم طريقه هم دغسې وه چې ملا صاحب به په جماعت کې ناست و.د امامتۍ سره به یې هلکانو ته درس هم ورکاوه.مور او پلار به چې وغوښتل چې پخپل اولاد تعلیم وکړي نو جماعت له به یې بوتلو او د ملاصاحب سره به يې په سبق کېناوه ملا صاحب به ورته سيپاره شروع کړه.مور او پلار به یې د خپل وس سره سمه شیريني ووېشله او چې یوه سیپاره به خلاصه شوه نو ملا صاحب له به یې شکرانه ورکړه او د بلې په شروع کې به بيا شیريني ووېشلې شوه د ملاصاحب د تعلیم ورکولو په بدل کې څه خاصه تنخواه نه وه. د استاذانو به د ځپلو شاګردانو سره ډېره مینه وه. د خپلو بچو په شان به یې ګڼل. شاګردانو به‌هم استاذ د پلارنه کم نه ګڼلو. استاذ به د سبق معنا شاګردانو ته نه ښودله هغوی غریبان څه ملامت وو هغوی يې پخپله هم په معنی نه پوهېدل نو شاګردانو ته به یې څه ښودلي وو. زمونږ د جماعت اخون هلکانو ته سبق ښودلو. یو هلک ته یې چې سبق ښوو نو ورته په غصه شو ورته وويل«ان الذين کفروا خربیشویه» نو شاګرد هم وويل «ان الذین کفرو خربيشويه» دا چې مون واورېدل نو ډېر مو وځندل نوهغه شاګرد ته په غصه شو مونږٍ ورته ووې چې د دې هلک څه قصور دی ته چې څه وائې هغه يې هم ۱١ ‏دودننننننن‎ 0016/۳0٨۱ زما ژونداو جد و جهد وایی. پېرنګيانو د هندوستان د خلکو د تعلیم دپاره په نوې طريقه سکولونه جوړ کړې وو ځو د پښتنو د پاره يې تش په نامه د کمې درجې سکولونه جوړ کړې وو. چرته به په یونیم لوی کلي کې پرايمريابتدايي» سکول و .په هغې کې به هم څه دومره هلکان نه داخلېدل.نور هندوستان له يې ابتدايي تعليم په مورنۍ ژبه کې ورکولو. خو يو پښتون بدقسمته قام له يې تعليم په پردۍ ژبه کې ورکولو.د دې دپاسه يې ملايان ورپسې لمسولي وو چې که دا قام تعلیم وکړي ستاسو قدر به کم شي او بازار به مو سوړ شي » بيدار شئ چې د پښتنو بچي درنه علم ونه کړي. ملایانو به پراپيګنډه کوله چې پښتو دوزځي ژبه ده | و دوزځ کې به پښتو ویلی شي. د ملا صاحب نه هېچا دا پوښتنه نه کوله چې هلکه ته د دوزخ نه کله راغلی یې او کوم دوزخي دا خبرې تا ته رسولې دي. ملایانو به دا هم ويل چې څوک د مدرسې سبق ووايي نو اووه پېړۍ يې په دوزخ کېږي او دا سندره به یې ویله: سبق د مردرسې وی دپاره د پیسې وی جنت کې به یې ځای نه وي په دوزخ کې به ګسي وهي ملایانو وخلک د انګرېز په سکولونو کې د تعلیم نه منع کول ځو پخپله یې هم هېڅ انتظام نه کولو او عجیبه خبره خو دا ده چې ملایانو د دین په نامه خلک له علمه پاتې کول. حالانکه اسلام داسې دین دی چې علم يې په نرو او ښځو فرض کړی دی. خو مونږ داسې بد قسمته ۱٩۴ ‏نن‎ ۳۶ ت-تکتتت تت تت زما ژوند او جد وجهد . قوم يو چې د اسلام په نامه دعلم نه پاتې شُو .همدا وجوهات وو چې پښتانه د ټولې دنيا د قومونو نه په علم کې وروسته پاتې شول او نتیجه یې دا شوه چې يوازې علم څه چې هر څیز کې د دنیا نه وروسته پاتې شُو او څومره د افسوس خبره ده چې یو وخت د پښتنو څاوره د دنیا د خلکو دپاره د علم مرکز و.دلته په هغه وخت کې چې یوروپ د انسانیت د تور دور نه تېرېده د پښتنو په دې ځاوره لوئې لوئې درسګاهې او یونیورسټۍ وې چې چاپېره ملکونه يې د علم په رڼا روښانه کول. د لرې لرې وطنونو نه به خلک د علم د زده کړې دپاره زمونږ وطن ته راتلل او د اسلام په نوم نن د دنيا د ټولو قومونو نه په علم کې وروسته پاتې کړی شول. زما د موراو پلار اولاد نه پائېده نو دوی په ډېرو زيارتونو.باباګانو. ملايانو باندې ګرځېدلي وو. هغوی ورته ویلي وو چې خدای پاک به زوی درکړي او چې زوی مو وشي نو غوږ به یې سوری کوئ او د سرو زرو والۍ به په کې اچوئ او بل به تر اوو کالو پورې کال په کال د سپینو زرو اوږۍ ورته په غاړه کې اچوئ او چې د اوو کالو پوره شي نو بيا به ترې دا اوپۍ او دا والۍ وباسئ او د خدای په رضا به یې ورکوئ. زما نیازیین توب: زه د مور پلار کشری زوی وم او کشری اولاد په مور پلارډېر ګران وي. او ورسره یې ډېره مینه اومحبت وي. اونازبین وي. زه هم مور او پلار ته ډېر نازبين وم او زما دې نازبینتوب ما ته هم ډېر نقصان رسولی و او زما مور له یې ډېر تکلیف ورکړی و٠‏ ما چې به ۱۵ 00-999۹ ٢ ‏لل‎ 0م رهم زما ژوند او جد و جهد ويل که دوی به منل خو ښه او که به یې نه منل او د منلو به نه و نو زه به بیا به ځمکه رغړېدم او په چغو چغو به مې ژړل او تر هغې پورې به مې ژړل او رغړېدم چې تر څو به زما مور زما خبره منلې نه وه. دغه شان ټوله ورځې به مې په غرمو منډې وهلې دا راته چا نه ويل چې په غرمو مه ګرځه او که به یې راته وویل نو ما منله کله. اکثر به په دې غرمو ګرځېدلو زما سترګې خُوږ شوې. د شپې او ورځې به نا ارامه وم» مور به مې هم د ځانه سره نا ارامه کړې وه. شپه او ورځې به مې پرې خپله زانګو زنګوله او چې مور به مې ډېره ستړې او تنګه شوه او خدمتګاره به یې راته زانګو ته کېنوله نو ما به چغې کړې نو هغه به راغله شپه او ورغ مې هغه نا ارامه کړې وه او زما زانګوبه يې زنګوله. هغې به راته ووې چې يه بچیه! دا زه دې په څه مصیبت کې اچولې يم چې لږه شېبه درنه اخوا شم نو ته بیا چغې کړې ارام ته ما نه پرېږدې. نو ما به ورته وویل چې زه څه وکړم زه خو ړنددېږم. زمونږ به ډېره غُله کېدله. کندوان به ډک وو چې نوې غله به را ولګېدله نو بيا به مو هغه زړه غله خرڅوله. زمونږ د کور سره يوه درام او کیوسنګ هټۍ وه دا دواړه وروڼه وو ما به ټوله ورځ د دې کندوانو نه غله دې هټۍ ته زغلوله .په هغه وخت کې به په هټو کې د دې قسم څیزونه نه وو لکه نن يې چې مونږ وینو. زيات نه زيات به په کې املوک. غوزان. چڼې او منچې وې او ماسپښین نه پس به يې باټینګڼ او پکوړې تلولې مور به را له دوه درې ځله په ورځ کې په جولۍ کې غله را کوله لیکن په هغې به زما تسلي چېرته وه. اکشر به مې د هغې نه په پټه دانې د کندوانو نه هم وړلې اوکتل به مې چې مور به مې اوا دې خوا شوه نو ما به په یوه منډه هټۍ ته ځان رساوه. کله نا کله چې به د مور راته فکر شو نو اواز به یې را باندې وکه چې « نه ع م٥921‏ دنه زما ژوند او جد و جهد به ځې» او ما به پښو له ښه زور ورکه لیکن د دې نه زیات به يې راته څه ويل نه. زه ځو مور ته ډېر ګران او نازبین وم. زه ځو پخپل سود او زیان ښو او بدو نه پوهېدم او دا خو ما سره مور ښه نه کول ځکه دې کار په ما کې د غلا عادت پېدا کاوه. زما مور له په کار و چې زه یې د دې عمل نه منع کولی او زه یې پوهولی چې بچیه دا کار خو بد دی او ته باید دا بد کار ونه کړې ته چې څه غواړې هغه خو زه درکوم. زه يې باید پوه کړی وی او د دې عمل نه یې توبه ګار کړی وی ځکه د مور غېږٍ ځو د انسان اوله او ډېره مهمه مدرسه ده. ولي را ته کيسه کوله چې زه په لندن کې سهار د ځپله مکانه را ووتم چې ګورم نو یوه ډېره ښکلې مڼه د ونې نه راپرېوتې ده یو ماشوم هلته ولاړ دی ما ورته اشاره وکړه چې واخله(: 1۵ نو هغه راته ګوته وخوځوله چې نه. دا زما نه ده(076 6 ه1 )3 ,)هغه خو ماشوم و. دا ورته چا ښودلي و؟ دا ورته مور. په ماشوم والي کې چې څه عادتونه په بچو کې پيداشي نو چې بيا غټ شي نو هم په کې وي او په ډېره مشکله د هغو بدو عادتونو نه خلاصېدی شي. زه چې به د شپې د مور سره اوده وم نو په شپه کې به چې را ويښ شوم نو به مې وژړل او چې نه به چپ کېدم نو مور به راته ويل چې هغه دۍ بو راغی هغه دی پېرۍ راغی نو دا زما په ذهن کې تر اوسه پورې د «بۍ او«پېري دا وېره پرته ده حالانکه چې زه په دې خبره پوه يم چې نه «بو شته او نه بلا شته. زمونږٍ يوه لویه کوټه وه. مونږ ټول به په هغې کې څُملاستو زه ښايسته لوی وم»ځو يوازې څملاستی نه شوم د مور سره به څملاستم ځکه چې زه به يوازې وم نو په ما به خپسه راتله زه چې بيا ښار ته د سبق له پاره لاړم نو چې بابا به مې ښار ته ٧۷ 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد راغی په ما به اځتر و ځکه بيا د هغه سره څُملاستم. د کیسو ډېر شوقمن وم او داسې ذهن مې و چې هر قسم اوږده او لنډه قصه به مې د چا نه واورېده بیا به هغه زما زده وه. ما ته اوس هم د ماشوم توب کیسې يادې دي. زمونږ په کوټه کې یوه د وکانچه«څوتره وه د دې دوکانچې په مینځ کې به نغري وو په هغې به هم پخلی کېده او هم به یې کوټه تودوله د دې نغرو يوې ځواته به پوزکي غوړېدلي وو لیمڅي به پرې د پاڅه پراته وو. يوې خواته به زنانه ناستې وې او بلې خواته به نارینه کېناستل. چې د ډوډۍ وخت به شو نو زنانه و به مونږ ته ډوډۍ واچوله او چې مونږ به اوڅوړله نو بيا به هغوی ځوړه. په هغه وخت کې نارينه و د زنانه و سره ډوډۍ نه ځوړه او دا ورته معيوب کار ښکارېده او ښځُو هم د نارینه و سره ډوډۍ نه خوړه په ژمي کې به مونږ اکثر غټې وریژې خوړلې. هغه زمانه کې چاینه وې سحر وختي به چې پاڅېدو نو وریژې به تيارې وې هغه به مو خوړې. دې وريژو سره به مو سوچه غوړي.اچار.شربت او کله قورت خوړل.په اوړي کې به چې سهار پاڅېدو نو أکثر به مو په مستو شکره واچوله. د جوارو سره ډوډۍ به مو په مستو کې ماته کړه وبه مو خوړه. او چې کله به سبق ته تلم نو مور به راله د غنمو په ډوډۍ کوچ او شکره پورې کړل او هغه به مو بيا ځوړل. لیکن دا خوراک د عامو پښتنو نه و.دا د هغو خلکو و چې خانان وو .غریبانانو به سړه ډوډۍ او شوملې خوړلې. زما د مور سره د مېښو ساتلو ډېر شوق و. اکشر به يې پخپله د هغې خسمانه کوله او اکثر به يې ورته پخپل لاس واښه اچول او بوتاوه به يې ورله جوړوله. د ماسپښين به يې ماته پيروی او شوده ٠ ‏نز‎ "٢ زما ژونداو جد و جهد راکول ښځې په پېروي باندې ډېرې مېنې وي چا له یې نه ورکوي او پرې ځپه کېږي. ولې چې بيا په کوچو کې نقصان راځي.خو زه ورته نازبین وم او ماله به يې راکول او زما د مور چې به هر شی په ځوله خوږ ولګېد نو ماله به یې را کاوه او که زه به نه وم راله به يې ساته. چې کله به مې د پلار سره ډوډۍ ځوړله او چرګ به مو پوخ کړی و نو هر چا له به يوهډوکی ورکاوه.خو بابا به مې ماله خپله برخه هم راکړه. زمونږ ددې کوټې سره زمونږ یو ښکلی منډو هم و او ورسره يوه ډېوډۍ چې په هغې کې د بستو بېټک هم و. زمونږ په دې کوټه کې لوی لوی کندوان هم وو چې په یو کې به جوار او په بل کې به غنم وو .په همدې کوټه کې به ومان وو چې په یو کې وریژې په بل کې مۍ او بل کې شکره او ګوړه. اوږه. مرچکي به پراته وو او همدې ځومانو سره به د غوړو ټيمان هم وو.چې د روژې مياشت به راغله نو زمونږ ډېره مالداري وه او ډېر پۍ به وو. مور به مې اکثر پېشمني کې کیر«شیربرنج) پخوو .هغه به ډېر خوند ناک و او د پېشمني به یې یو غټ پیروی نیولی و .هغه پیروی زما ډېر خوښ و او ډېر مزېدار به و نو زه خو ماشوم وم روژې په مانه اوړېدې.خو د دې پیروي د خاطره به مې هره شپه ويل چې ما به پېشمني ته پاڅوئ. زه به پشمنی د خوبه نه پاڅېدم مور به مې ويل چې مونږ تا کېنوو او ته نه راویښېږې بېرته څملې او وده شې.زه به یې په ډېر زور پاڅولم او چې کله به یې پانه څولم نو چې سحر به را ویښ شوم نو ډېره لويه ژړا او انګولا به مې جوړه کړه. بد به باو 0001651 ۸۸١/0/.001200151166.0) ‏سا‎ زما ژوند او جد و جهد سکول ته تگ او هغه وخت ابتدايي تعلیم» د پېښور سکول» د کلي ماحول» مشن های سکول زما استاد وگرم صيب» اخترونه او مېلې» د امامانو میاشت کلي کلویغي» سخات خيرات» يوه لطیفه واده ښادي د یوې پېغلې کیسه ابتدايي تعليم: د خوش قسمتۍ نه زما پلار سره د دې چې متقي مسلمان و ځو روشنفکره سړی و. هغه د ملايانو د پراپېګنډې هېڅ پروا ونه کړه اومونږ دواړه وروڼه یې په سکول کې داځل کړو. پلار می زه او محبت خان چې زما د ک شر تره زوی و او زما همزولی و او پلار یې مړ شوی ود کلي په جماعت کې د اسماعیل استاذ سره سبق ته کېنولو.زما د سبق په ناسته زما مور او پلارډېر خوشحاله شول او ډېرې شېرينۍ يې ووېشلې. د اسماعیل استاذ نه مې قران ختم کړو .مور او پلار مې ډېره خوشحالي وکړه شېريني يې ووېشله او استاذ له یې ډېره شکرانه ورکړه. خو زه په قران پوه نه شوم. زمونږ کلي کې يو پرايمري سکول و.ځو زما مشر ورور خانصاحب دغه وخت کې د پېښور په سکول کې سبق ویلو.زه هغه د سبق دپاره پېښور ته بوتلم او په هغه سکول کې يې زه هم داځل کړم چې ده په کې سبق ویلو ولې چې په دغه وخت کې د کلو حالت ډېر سمیسسسيسسمسمياممس : ‎٢‏ تک تت تت زما ژوند او جد و جهد : ‏خراب و.پرې جنبې. دښمنۍ او تربګنۍ وې. جنګونه او قتلونه وو د ‏دروغو دعوې او مقدمې وې. ‏د پېښور سکول: ‏دغو ورځو کې پېرنګيانو د «جرګې سیسټم په نامه د پښتنو په کورنۍ چارو کې لاس وهلو دپاره یو مخصوص نظام جاري کړی و چې د پښتنو د روایتي قامي جرګو سره یې سمون نه ځوړ.اکثر به بې ګناه خلک قيد شو او ګنهګار به خلاص شو او نارینه ځو پرېږده چې زمونږ ښځې یې هم قچرو ته راوښکلې په ملک کې ډېر ګړبړی و او دا ټول دې جرګې سیسټم؛نظام پيدا کړی و.انصاف نه ویو شریف سړي دپاره دلته ژوند ډېر ګران و. که زه په داسې ماحول کې کلي کې پاتې شوی وی نو د مالګې په کان کې به زه هم مالګه شوی وی.ما ته که په دې تلو کې یو طرف ته فايده ورسېده نو بل خوا می تعليمي تاوان وکړلو.د پرايمري پورې تعليم مې په دې سکول کې وکړو ما ته د پېښور د سکول نه د خپل کلي سکول ښه و. ځکه چې د تعلیم ذریعه خو په دواړو کې اردو وه خو په اتمانزو کې به د سکول استاذ پښتون و.مونږه به یې په پښتو باندې پوهولی شو او په پېښور کې د سکول استاذ د پنجاب و.هغه له پښتو نه ورتله او یو شپږ کلن اووه کلن ماشوم ته دا ډېره ګرانه شي چې په یو وخت هم پردۍ ژبه زده کړي او هم په هغه ژبه کې علم زده کړي.بله دا وه چ په پېښور کې زه د ډاکټر صاحب سره وم او د ډاکټر صاحب پخپله هم د لوبو سره شوق و او زه به یې هم د لوبو نه نه منع کولم» او د ماشومانو خو تعلیم او سبق ته ډډه نه لګيږي د لوبو سره شوق لري.زما هم سبق ته ډېره ډډه نه لګېده او د لوبو سره مې شوق و په سکول کې به د فټبال او کرکټ لوبې ‏فسپب د 011۷ 0007165(/ ٧//۸١/۸/. 6001200131166: ‏مس‎ زما ژوند او جد و جهد کېدې ډاکټر صاحب د کرکټ د ټيم کپتان و. زه په لوبو کې د نورو نه وړاندې وم. زما په ورزش کې د لامبو سره هم ډېر شوق و.په کلي کې چې به وم مور به مې په څوکۍ ساتلم چې سین له لاړ نه شم هسې نه چې سیند مې یوسي ما به مې د مور سترګې څارلې چې موقع به مې بيا مونده نو په منډه به سیند ته لاړم. د مور اندېښنه مې بې ځايه نه وه.زه دوه کرته سیند وړی وم. او دواړه کرته به د سیند په غاړه څوک ولاړ و زه به یې وکلم. زه چې په میونسېپل بورډ سکول کې وم زما په مدرسه کې د هغو خلکو د بچو سره تعلق پيدا شو او لوبې به مې ورسره کولې چا چې به د مدرسې صفايي کوله او خلکو به ورته بنګيان او چوړيان ويل او خلکو به زه د دوی سره د لوبو نه منع کولم» خو زه نه منع کېدم نو په دې وجه به يې ماته هم ښه نه کتل. خو ما د دې پروا نه کوله.د ډاکټر صاحب د خلکو سره راشه درشه هم ډېره وه ماته به يې توجه نه وه چې امتحان ته به میاشت دوه پاتې شوې نو هله به ډاکټر صاحب پخپله هم کو شش شروع کړو او په ما به يې هم زورولګولو د دغې میاشتې دوو په کوشش خو به زه په امتحان کې پاس شوم خو کمزوری به وم. د ډاکټر صاحب ناسته ولاړه په دې وخت کې د دوه سرو د غلام سرورځان د تهکال. ارباب جمعه ځان د چارسدې. پردل خان او د قاضي ځېلو ميا محمد زمان سره وه. دوی په ما ډېر مهرباني او شفقت لرلو او ما هم د دوی ډېر قدر او عزت کولو.دغه شان د ښار شیخ صاحب او حافظ جې زرګر او بشیر زرګر سره یې ښه تعلقات وو. ثسين جان ځان زما د سکول ملګری و. ځو دی زما نه یو جماعت مځخکې و او د دغه وت نه زما او دده پېژند ګلوي شوې ده. دی د غلام سرورځان په سر پرستۍ کې و.زما او دده تعلق مينه او محبت د ٢6۹ا0اا‏ نن لن نن زما ژوند او جد و جهد وړوکوالي نه تر مرګه پورې و. زما ورور خانصاحب چې کله لسم جماعت پاس کړو کلي ته راغی او زه یې د ځان سره کلي ته راوستم او د چوټۍ«رخصتۍۍ په ورځو کې یې د کلي په مدرسه کې داخل کړم. سحر به مدرسې له تلم او مازیګر به کورته راتلم. د کلي ماحو ل‌ يوه ورځ د مدرسې نه راووتلم ګورم چې يو لوی جلوس را روان دی. يو سړی مخکې دی او ځانان او ملکان ورپسې دي. خواوشا عوام هم ورپسې دي. د جلوس له مینځه زما یو تربور چې هغه زمونږ ملک و.ماته اشاره کوي او لاس په تندي ږدي خو زه يې په مطلب پوه-نه شوم او د جلوس په تماشا يم چې جلوس تېر شو او کورته راغلم څه شېبه وروسته زما هغه تربور مونږ کره راغی نو ماته یې ډېرې خبرې وکړې چې سره د تعلیمه ته دومره نالایقه یې چې ما درته اشاره کوله چې صاحب ته سلام وکړه تأ زما په اشاره هم سلام ونه کړ.ما ورته وويل چې دا څوک و نو ده راته وويل چې دا تاڼه دارصاحب و. ما ورته وویل چې ما څه پېژانده ده راته وویل چې اوس خو دې وپېژانده اینده پام کوه. په دغه وځت کې د پېرنګيانو د حکومت ډېر زيات رعپ او دبدبه وه. او خلکو به تاڼه دار هم د ملک لوی حاکم ګاڼه. يوه ورځ دا ملک صاحب راغی زه په کلي کې وم ما ته يې وويل چې اسسټنټ کمشنر سره زه یوې موقع له ځم ته هم را سره لا شه. زه هم ورسره لاړم. مون دواړه په اسونو سواره شو چې د چارسدې تحصیل ته ورغلو اسسټنټ کمشنر هم راغی په اس سور و. لاړو هغه موقع مو ولیده چې بېرته راغلو او د یو بل نه رخصتېدو نو ما په اس سوراسسټنټ سښنس- )1/1/0/:001200100660 00011651 زما ژوند او جد و جهد کمشنر ته د یوه بل نه د رخصتېدو په وخت لاس ورکړ نو چې مونږ را روان شو دی ماته ډېر په غصه شو او ماته یې وويل چې تا له په کاروو چې د اس نه کوز شوی وی او هغه له دې لاس ورکړی وی. زمونږ د ترناو سره خوا کې د زراعتي تجرباتي فارم مشر یو انګرېز و. مسټر براون یې نوم و .دغه وخت کې زه د تعلیم نه خلاص شوی وم او ماسره د زراعت ډېر شوق و.زه به هم کله نا کله فارم ته تللم او دی زما ډېر دوست شو.يوه شپه زما مېمله شو چې ډوډۍ مو وخوړه د ګپ شپ نه پس دی رخصتېده ناوخته وما ورسره سړي کول چې وئې رسوي. ځای د اتمانزو د نهر بنګله تقریبا زمونږ د ځايه یو ميل لرې وه نو ده ماته وویل چې ماته د سړو حاجت نشته بس يو سړی دې ما سره لاټین واخلي چې خلک زما ټوپۍ وویني نو ماته بيا څوک څه ویلی نه شي. زمونږ په کلي کې يوه کونډه ښځه وه یو زوی يې و .هغه پولیس نیولی و .د پولیس لوی کپتان کلي ته راغلی و.خلک ورته ورتلل دا کوڼده هم ځبره شوه د خلکو سره دا هم ورغله هغه وخت چې به پېرنګي کوم ځای ته تللو د لرې لرې ځایونو خلک به چې خبرېدل لیدو ته به يې راغونډېدل. دې کونډې ورته د ځپل زوی په باره کې عرض کړی دی هغه تاڼه دار را غوښتی دی پوښتنه يې ترې کړې دهء بوډۍ ته یې ویلي دي چې زوی به دې خلاص شي بوډۍ ورته په دعا لاس پورې کړی دی چې خدای دې تاټه دار کړه.نو هغه وخت تاڼه دار خلکو ته ډېر لوی افسر ښکارېده کپتان سوټ اچولی و بوډۍ چې کتلي څادر یې په اوږه نشته ورته یې ویلي دي زويه ته خو څادر هم نه لرې ما کره ډېره ښه خامتا پرته ده که دې خوښه وي يو څادر به درله راوړم.د پولیس اختيارات هم زیات ووکه به یې وهل او که به يې تړل ۴ 00071651 1۸٨/1/.0012600151166 ‏متسس‎ زما ژوند او جد و جهد او که به یې پرانستل چا ترې پوښتنه نه کوله ګناهګار به یې پرېښود او بې ګناه به یې را ايسار کړ چا ورته دومره نه شو ویلی چې په مخ دې څو سترګې دي د تاڼه دار په دوستۍ او اشنايۍ به لويو لويو ځانانو او ملکانو فخر کاوه او د تاڼه دار په دوستۍ به يې غریب خلک ځورول او ځوړل.د سودم یو لوی مخوریز ځان و عجب ځان نومېده د تاڼه دار سره یې په څه شي خبره اړولې وه تاڼه دار په ناروا مقدمه کې ښکېل کړ او پهانسي شو. د پېرنګيانو د ظلم او زياتي په مقابله کې به کله نا کله د ځینو غیرتيانو غیرت په جوش راغی او پرې ور وبه یې دانګل.زمونږ د کلي یو خان . عبدالحمید ځان نومېده د هغه مشر ورورعمر ځان د پولیس سره راز باز لرو او د خپل کشر ورور په سپکولو پسې يې تاڼه دار راوستی و. خدای دې پښتون ته دبدۍ وس نه ورکوي او چې وس ومومي لکه د لړم د بچو ځپله مور خوري. د عبدالحمید ځان هسې هم د تاڼه دار سره چې رام داس نومېده او د پنجاب هندو و او ډېر ظالم او بډي خور سړی و. نه لګېده او نه يې پخپله د پولیس سره ناسته ولاړه خوښېده د عبدالحميد خان او د ورور يې حجره شریکه وه عبدالحميد ځان دوی أوده دي چې ورور يې تاڼه دار پرې وروځېژاوه.تاڼه دار دروازه ورټکولې ده عبدالحميد ځان د خوبه را ویښ شوی دی غږ یې کړی دی چې څوک یې تاڼه دار ورته ویلي دي چې رام داس يم هغه ورته ور پرانیستی دی تاڼه دار د ورننوتو سره پرې چغه وښکلې ده چې ونه خوځېږې ځان ورته سر را پورته کړی دی چې تاڼه دار صاحب مونږ معاف کړه.دومره خبره تاڼه دار خپله بې عزتي ګڼلې ده او پرې غړمبېدلی دی د ځان خو هسې هم ورته زړه ډک و.ټوپک یې ورته را اړولی دی او ویشتی يې دی.د ده او د پوليسو ۲۵ ر11 0007165( ۸/۸1//.00120015166:016 زما ژوند او جد و جهد ډزي شوې. دی هم ولګېده. رام داس مر نه و زخمي و. خو خپله ساه یې بنده کړې وه. هسې نه چې خلک ووايي چې ژوندی دی مړ يې کړ ئرښتیا غبره داده چې ظالمان بهادرآن نه وي ډېر بزدله او بیمانه وي. بهادر سړی هېچېرې په چا ظلم نه کوي. د شپې رپوټ وشو مجسټریټ راغی.سهار مونږ خبر شو د پېښې ځای ته ورغلو ډېر خلک هلته را جمع شوي وو. ځکه چې د تاڼه دار سره مقابله لویه خبره وه هر څوک راتلل چې پخپلو سترګو حالات وويني خان قید شو ځو د تاڼه دارانو سرته هم عقل راغی. دغسې نور واقعات هم کېدل د تنګي اجون حان .چې تحصیلدا ار ورته سپکې سپورې کړې وې تحصيلدار یې تښتولۍ و و. دغه مقابلږ ې انفرادي وې. که شه هم دغه مقابلو قوم ژوندی ساتلی دی خو په دی ې طريقه کامسابي حاصلېدۍ نه شي د کاميابۍ دپاره اجتماعي تحریک او قرباني په کار وي نو د چا په زړه کې چې دا قسم جذبات او احساس پيد اکېږي هغوی له په کار دي چې په قام وګرځي او ځان سره د دې قسم د احساس خارندان ملګري پيدا کړي او په ګډه د ظلم» زياتي او بې عزتۍ مقابله وکړي چې په قام کې داسې ډله پيدا شي او قوم تنظيم کړي نو کاميابي حاصلېدی شي او هغه قام بيا څوک غلام ساتلی نه شي.د انفرادي او اجتماعي حرکت يو فرق دا دی چې حکومتونه انفرادي حرکتونه خاموش کولی او ختمولی شي. همدا وجه ده چې په انفراديت کې وېره او ترس هم ډېر وي او حکومت اجتماعي حرکتونه وژلی نه شي»ځکه چې وېره په کې نه وي. ډېر انفرادي حرکتونه چې ډېرو غښتلو پښتنو يې رهبري کوله. مغلو انګرېزانو او پاکستان ځاموش او ختم کړل مګر خدايي خدمتګار تحریک چې اجتماعي تحریک و.نه د پېرنګيانو ظلمونو. وژلو. سعام.٥٥1‏ 0124۱ ص./١٧٧۸ ‎٥۵٥‏ نه زما ژوند او جد وجهد وهلو. ټکولو. قیدولوء بې ابه کولوء فریبونوء دسیسو ختم کړ او نه د پاکستان د دوه د ې رش کالو ظلمونو . شرمولو. وژلو . جائداد ضبطولو . قیدولو . پرمټونو او لالچونو ختم کړ.په پښتنو کې ډېر لوی لوی پاچاهان او مشران پيدا شوي دي او تېر شوي. خو هېچا په پښتنو کې اجتماعي ژوند او د اجتماعي ژوند فکر نه دی پیدا کړی. اولنی تحریک د خدايي ځدمتګار تحریک دی چې اجتماعي ژوند او فکر یې په کې پيدا کړو. مشن سکول: ما چې د پنځم جماعت امتحان ورکړو اوشپږم ته پاس شوم خانصاحب د لسم نه یولسم ته پاس شُو. زمونږ په ټوله صوبه کې کالج نه و »په دغه کال په مشن سکول کې یوولسم پرانستل شوی و نو زما ورور ځانصحاب په مشن سکول کې په یوولسم کې داخل شُو. او زه يې هم د مشن سکول په شپږم کې داځل کړم تر کومې پورې چې مونږ بورډ سکول کې وو په ښار کې اوسېدو او چې په مشن سکول کې داخل شُو نو د مشن سکول په بورډنګ کې چې په چوڼۍ کې و اوسېدو.د دې ځای هوا صافه او پاکه وه د صحت د پاره ښه وه.د فټبال.کرکټ او ټینس ميدانونه يې لرل. دوه بورډنګونه يې لرل. يو د مسلمانانو او بل د هندوانو و ځو مونږ ته يې د بورډنګونو نه بېل ځای راکړو.زما د تره زوی او زما همځولي مهابت ځان هم په کلي کې پنځم جماعت پاس کړی و او د سبق دپاره دلته راغلی و او مونږ سره یو ځای و. په بورډنګ کې ډېر هلکان وو پښتانه وو او د صوابۍ د تحصیل وو. څوک لوی څوک واړه ځو ډېر شریف هلکان وو زمونږ او د دوی د س چ- 91م ردصم زما ژوند او جد و جهد وروڼو په شان ګوزاره وه. زمونږ بورډنګ په چوڼۍ کې او سکول مو په ښار کې و. د دې سکول سبق نسبتاً د بورډنګ سکول نه ښه و. د ښوونې طريقه یې هم ښه وه استاذان یې هم ښه وو او د هلکانو سره یې ډېر کوشش کاوه. زما استاذ: زمونږ بورډنګ ته مخامخ د پرنسېپل چې مسټر هور نومېده بنګله وه په هغې کې زمونږ هېډماسټر وګرم صاحب او د هغه ورور ډاکټر وګرم صاحب چې په مشن هسپتال کې وو اوسېدل. دا دواړه وروڼه د انګلستان د یو لوی سړي زامن وو. دواړه یې مشن ته بخښلي وو. په کومه مینه او اخلاص چې دې دواړو وروڼو د خلکو خدمت کاوه زه یې بيان نه شم کولی. زه هغه وخت وړوکی وم»ځو څه نه څه په دې خبرو پوهېدم. مسټر وګرم به چې کومه تنخواه اخيستله د هغې نه به يې زمونږ بې وزلو پښتنو هلکانو ته وظیفې ورکولې. يوه ورځ زما پښه ګزک شوې وه ډاکټر وګرم خبر شو . راغی زه يې خپلې بنګلې ته بوتللم اوبه یې ګرمې کړې زما پښه یې ووینځله او بيا یې زما په پښه پټۍ ولګوله. رښتیا خبره ځو داده چې زمونږ د رسول"' په قول ږخیرالداس من ينفع الناس» باندې دوی عمل کړی دی. وايه زمونږ چې ناس یعنې د خدای مخلوق خو پرېږده د پل قام» ورور او عزیز خدمت کولو ته تيار نه يُو. خدمت خو لاپرېږده په اور کې رانه ولاړ وي او ځکه خو خدای خوار او ذلیل کړي يُو.ما کې چې د انسانیت. قوم پرستۍ. ورورۍ» عزیز ولۍ او وطن دوستۍ او د خدای د مخلوق د خدمت کومه جذبه پيد اشوې ده په هغې کې زما د دې استاذ وګرم ډېر لاس دی. ما به دا فکر کوو چې دوی د کوم ځای نه راغلي دي زمونږ د مس سسسس1/1/1/.00120015116601# 00011651 زما ژونداو جد و جهد قامه نه دي زمونږ په مذهب نه دي دلته راغلي دي او زمونږ د بچو خدمت کوي او غریبانو ته د خپلې ګېډې برخه ورکوي او زمونږ ځپل وطن دی. زمونږ ځپل بچي دي. زمونږ ځپل قوم دی او مونږ د هغوی دپاره هېڅ نه کوو بيا به مې دې خپل قوم او ملک طرفته ځيال لاړ نو ما به دې ته ډېر فکر کاوه چې زمونږ خانان نوابان. ملايان او تعلیم یافته خلک سره د دې چې مونږ یو قوم» يو روڼه او یو مذهب يو خو دا جذبه را کې نشته چې د دې ځپل غريب قوم د بچو سره امداد وکړو. په مشن سکول کې نیمه ګنټه د انجيل د درس دپاره وه«وال ډي ګریو» نومي یو پیرنګی و هغه به راته د انجیل درس وایه او وعظ به یې هم راته کاوه. زه وړوکی وم په دې خبرو دومره نه پوهېدم ځو ثمين جان خان زما نه یو جماعت مخکې و هغه پرې پوهېدو ماته به یې ويل چې زه د «وال ډي ګریو» وعظ ته غوږ نه نيسم په غوږو کې ګوتې ږدم ځکه چې په ما تاثیر کوي هسې نه چې بل څه چل را باندې وشي. کلیوالې لوبې. زه د وړوکوالي نه کفایت شعاره وم او د ځپل خرڅ د پیسو نه به مې بچت کاوه همدا وجه ده چې ما پخپل ټول عمر کې د چا نه قرض نه دی غوښتی او نه چاته محتاج شوی يم. خلکو زما نه قرضونه اخيستي دي چې ډېرو رانه ځوړلي دي او زما د ورور ځانصاحب مټ لر ارت و. د ګرمۍ په چوټيانو کې به استاذانو ډېر کار راکاوه خو چې زمونږ به کلي ته پښې ورسېدې. بيا به مونږ وو او لوبې به وي. زمونږ به هم درس ته ډډه نه لګېده اومه او نه هم راته چا نه ویل. د لوبو سره د خلکو شوق هم ډېر و .قسماقسم لوبې او ساعت تېرۍ انس دس۹۹سس۹سست زما ژوند او جد و جهد ۱ ِّ"- وې حجرې به د خلکو نه ډ کې وې په حجرو کې به تتي کېده پټه کونجکه به د شپې په حجرو کې کېده. لونډان به د شپې په حجرو کې څملاستل او د واده خاوندان په کورونو کې ويده کېدل. په حجرو کې به ترناوځته ځوانان په لوبو او ګپ شپ لګياوو دومره کارونه او مصروفیت نه و. ژوند ډېر پیچیده نه و. غودغرضي نه وه. صفاء سوتره ژوند و. په اخترونو کې به لویه خوشحالي وه. خلکو به د یوبل کره د خوراک څیزونه لېږٍل. د زانګلو دپاره به د برګو لوی لوی ټالونه او باړي چغونه وو. ښځو به په کورونو کې ټالونه اچولي وو او یا به یې باڼي چغونه اېښي وو چې د ګوړوګاڼۍ به خلاصې شوې.اینډي او کبډي به شروع شوې. ځای په ځای به کبډي کېده ځوانانو به په کې زورونه ازمېيل. زمونږ په کلي کې به کال په کال زوروره کبډي کېده او د لرې لرې علاقو ځوانانو به په کې برخه اخيسته او خپل زور او پهلواني به یې ښودله. په زرګونو تماش ګیر به ورته راتلل. زمونږ د کلي ځانان به دوه ډلې شُو. یو داسې سړی به یې منصف کړ چې د چا پره به یې نه کوله ګیر چاپیر به خلک ناست وو او په مینځ کې به د کبډي ميدان و. د یوې پرې نه به یو ځوان را پورته شُو په ميدان کې به وګرځېده د بلې پرې نه به چې چا ځان کې د هغه د مقابلې طاقت لیده ورته به راپورته شو کشتي به د منصف په اجازه شروع شوه د کومې پرې پهلوان چې به بریالی شُو د هغې پرې زلميان به راغلل خپل پهلوان به يې په اوږو کړ. په ميدان کې به يې وګرځاوه او خپل ځای ته به يې ورساوه او خانانو به ورله انعام ورکړ او د دې پرې خلکو به په هغه بله پره باندې« الا الا» چغې ووېستې په دې سلسله کې يوه واقعه زما ياده شي چې داسې يوې کبډي له یو زلمی د اتمانزو را پاڅېدو هغه پسې س77 )م وو ۍی )ه0100 م.٧٧٧٧‏ ده ٥ه‏ زما ژونداو جد و جهد ۷ د مقابلې دپاره د دواوې یو زلمی را پورته شُوء لکه چې د هغه وخت قاعده وه هر یو کبډمار به خپل خپل پیر یا زيارت را یادوه. دوی چې خپل خپل باباګانو ته مخ واړوو او سلامونه یې اوکړل. نو منځه ګړي دواوه وال کبډمار ته ويل چې ستا بابا چې په دې سیندونو راپورې ووځي. نو اتمانزو وال به درله کار خلاص کړی وې ولې چې د هغه باباګان د کبډي ډاګ ته نژدې وو. او و شوه همدغسې دواوه وال را أوپرزېد .کله به يو هم ونه پرزېده او دواړه به ستړي شو منصف به ورغی او خلاص به یې کړل. کله نا کله به په لوبو کې جنګ هم وشو. نورې لوبې هم وي لکه انګۍ. شرنګۍ. لنډي مارۍ. پټ پټاڼی. بنګړيواتي. ګیټکه. پټه کونجکه. چیندرو او نور.په حجرو کې تاشونه هم کېدل د غوزانو لوبې هم کېدې. ما سره د دې ټولو لوبو شوق و او کولې مې او نورو نه به مې ګټلې. د کوم شي سره چې به مې شوق و په هغې کې به ماهر وم» نو ځکه په لوبو کې ماهر وم او چې د سبق سره مې شوق نه و په هغې کې مې خوند نه و او په سبق کې مې چې د حساب جومټرۍ او تاريځ سره شوق و .په هغې کې تکړه وم او د نورو مضمونونو سره مې شوق نه و. په هغو کې کمزوری وم أو د نه شوق وجه همدا وه چې د دې مضمونونو ابتدايي زده کړه ما په ښار کې د پنجابي استاذ نه په پردۍ ژبه کې کړې وه. ښه مې نه وه زده کړې ځکه به مې ورته ډډه هم نه لګېده په حجرو کې به پوچ لوبه هم کېده او د لوبې په ګټلو به شرط هم لګېده. کومه ډله چې به پړه شوه هغې به چای. ډوډۍ. مېوه يا ګني چې په څه شي به شرط اېښودل شوی و راوړل.اکثر به شرط په چایو تړل کېده.ځکه چې چای نوی څېز و د خلکو به خوښېده بابا به مې د چایو یوه عجیبه قصه راته کوله چې مدرسې ته یو افسر راغلی و.شاه بازخان «زمونږ د کلي لوی خانزۍ 0٩06 ٠ ‏زما ژوند او جد وجهد‎ چای راوړه یوه پياله یې ماته هم راکړه هغه وخت شنې چای رواج وې»ء په بلغمي پیالیو کې به څکل کېدې. ما سره میر افضل ځانزمونږ یو میرنی تره ئی ناست و ما خپله پیاله هغه له ورکړه ورته مې وويل چې توده ده هغه زما په خبره پوه نه شو یو ځل یې په سر واړوله ټوله ځوله يې وسوزيده ولې چې هغه وخت چا چای نه پېژانده او رواج ډېر لږو. اخترونه او مېلې: په اخترونو کې به لوئې لوئې مېلې لګېدلې په زرګونو خلک به په کې جمع کېدل. نېزه بازي به په کې کېده. اتڼونه به اچول کېده. ډمان به ګډېدلء د جوارۍ ډیس به کېده او خلک به په زانګوګانو کې ځنګېدل. سازیان به وو د سورلۍ دپاره به د لرګو اسونه وو. څوک به په | وښانو سواره وو. څوک به په اسونو. ځانان به زورور ګڼلی شو. ډېر خلک به ورپسې وو. اکثرو ځانانو به په دغه ورځ د ځپل چم ګاونډ خلک د ځان سره بېول. په کباپونو او قتلمو او مېټایانو به یې مړول. دا په ځانانو. د غریبانو خلکو یو قلنګ غوندې و. کله نا کله به په مېله کې جنګ وشو او ځېنې وخت به د انفراديت نه جنګ اجتماعي شکل اختيار کړ نو بيا به د ګنهګار او بې ګناه فرق نه کېده. یو ځل داسې وشو چې زه وړوکی وم او د نصرو مېلې ته تلی وم په مېله کې زمونږ د کلي د ځانانو او د پړانګو د ځانانو جنګ وشو د جنګ نه پس هغوی خو د مېلې نه پښې سپکې کړې او ووتل مونږیې خبر نه کړو. په داسې موقع خلک تل خپل کليوال خبروي او د مېلې نه یې وباسي. پړانګ کلی د مېلې ځای ته ډېر نزدې و او په یوه چغه مېلې ته راورسېدل د رارسېدو سره يې په مونږ برید وکړ» زمونږ نوکرانو و څه مقابله ورسره وکړه. خو مونږ لږ وو او هغوی ټول کلی نس پمس 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد و. زه وړوکی وم په اسپه سور وم چې دا خلک مونږ ته را نزدې شولء درځړو عبادت کاکا زر زر زه په غېږ کې را واخیستم او د اسپې نه يې را اوچت کړم» خو چې څنګه یې زه را اوچت کړم د پړانګو یو سړي لوی ډانګ اسپې له را خلاص کړو او په زين ولګېدو که د عبادت کاکا همت نه وی او زه یې نه وی را پورته کړی خدای زده که زه د هغې ګوزاره ژوندی پاتې شوی وی. په دې جنګ کې ډېر کسان زخمیان شول او زمونږ په نوکرانو کې خو روغ نه و پاتې.دا مېله به د چارسدې تحصیل سره د اختر په دریمه ورځ لګېده او د نصرو مېله به يې ورته ويله په دې مېله کې به ډېره زوروره نیزه بازي کېدله. د لرې لرې ځایونو نه به شوقیان ښه ساتلي اسونه او نېزه بازان راتلل. لوبه به په ډېر جوش وخروش روانه شوه نېزه بازانو کې یو تر بله د سیالۍ او رقابت مقابله وه او په تماشګیرو کې هم جوش و خروش و. د داسې لوبو نه په خلکو کې د مېړانې» شجاعت او ټینګار جذبات قوي کېدل. د شوقدرشعبان المعظم) میاشت چې به وخته. خلکو به ډېرې خوشحالۍ کولې خصوصاً هلکان جینکۍ به په کوڅو کې اخوا دې خوا زغاستل خوشحالۍ به يې کولې د دې میاشتې په پنځلسمه (۱۵امه به شوقدر و. د شوقدر په شپه به هم لویه مېله جوړه وه. ښځو او جونو به په کورونو کې ټوټکۍ. چو ړچوړۍ. ماتابۍ او پټاخۍ خلاصولې او هلکانو او نارینه و به بهر دوه ډلې جوړې کړې بڼسونه او ښکرونه به یې ډک کړي وو یو په بل به یې خلاصول. کله به یې يوه ډله په مخه کړه او کله بلهء کله به شتۍ او اورډنډۍ اسمان ته ويشتې.کومو ځلکو چې به ښکرونه خلاصول هغوی به د څُرمنو جامې اغوستې وې چې اور پرې تاثیر ډېر نه کاوه. خندا به وه 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد خوشحالي به وه مستي به وه او ځینو مذهبي خلکو به په دې شپه دا کارونه ښه نه ګڼل په عبادت به یې شپه روڼوله او نورو ته به یې هم دا ويل چې په دې شپه عبادت ډېر ثواب لري. خو چا به ورته ډېر غوږ نه اېښوده.دا د پښتنو د قوت نښې نښانې وې چې څومره د پرنګي د غلامۍ پړی مضبوطېده هماغومره د پښتنو جذبې مړاوې کېدلې. د امامانو میاشت: لکه څنګه چې مونږ د خوشحالۍ اخترونه لرل دغسې مونږ د غم او خپګان ورځې شپې هم لرلې.د امامانو میاشت يعنې محرم د مسلمانانو یو شریک یادګار دی. زمونږ مسلمانانو ته په دې کې یو لوی درس او سبق پروت دی.د اسلام پیغمبر صلی الله عليه وسلم په مدینه کې د جمهوریت يوه روښانه ډېوه بله کړېوه. زه دا منم چې دغه جمهوريت يوازې د مدینې د ښارو او د مسلمانانو و.یعنې د مسلمانانو مشر او د رسول صلی الله عليه وسلم خلفاء او جانشینان به د صحابه په رایه ګیرۍ منتځب کېدل. په ټوله دنیا کې تياره وه مګر په مدينه منوره کې د دېموکراسۍ ډېوه بله شوه او دا ډېوه هم د حضرت عمر رضي الله عنه پورې بله وه او کله چې د هغه د مرګ نه پس په مسلمانانو کې د پیسې او اقتدار شوق پيدا شو. دغه ډېوه مړه شوه او تر اوسه پورې مړه ده. یورپ چې په تياره کې پروت و هلته هغوی بله کړه. هغوی پرې روښانه شول او مسلمانانو چې هغه مړه کړې ده.تر اوسه پورې يې بله نه کړی شوه او نن چې څومره د مسلمانانو ملکونه دي په هغې کې دیموکراسي «جمهوریت نشته څه وخت چې اقتدار د بني اميه خاندان ته په لاس ورغی معاويه را پاڅېدو د مسلمانانو هغه حالت يې هم ختم خت 1 ۴ ‎٢‏ تت تت زما ژوند او جد وجهد که معاويه په ځپل ژوند د اقتدار او پيسو په زور د ځپل مرګ نه وروسته ځپل زوی يزيد ته د مسلمانانو نه بیعت واخيست چې د مسلمانانو امير به وي.د اسلامي خلافت دېموکراسۍ او قومي حکومت د تاسیس دپاره پيغمبر صلی الله عليه وسلم او د هغه اصحابو ډېرې هلې ځلې او جدوجهد کړی و .ډېرې قربانۍ يې ورکړې وې. ډېر زحمتونه یې ګاللي وو او هغه بنې اميه په دغسې چل ول له مینځه یوړل نو ځکه که نورهر څوک چپ پاتې کېدی شو. حضرت حسین؟ چپ نه شو پاتې کېدی. دا مونږ مسلمانانو ته د ظالم او مستبد حکمران د مقابلې درس راکوي. ‏محرم ته پښتانه د امامانو میاشت وايي. دا میاشت د غم او خپګان میاشت ده خصوصاً په اولو لسو«۰٠‏ ورځو کې به چا ښادي. خوشحالي. خنداء ټوکه ټکاله نه کوله. د حسنينو په اروا او د خدای په نامه به خلکو شربتونه وېشل. لوی لوی ځیراتونه به یې کول. ښځو به په کورونو کې او نارینه و به په حجرو کې جنګنامې لوستې او خلکو به ورته ژړل اوښکې توئېدل به يې ډېر ثواب ګڼلء د شپې به ښځو په کورونو کې وېرکاوه هلکانو او جینکو به په دې لسو ورځو کې خیراتي دانې غونډولې او په لسمه ورځ به یې د جمع شوې غلې نه خیرات کاوه. په لسمه ورځ به نر او ښځې هدیرو ته تلل په قبرونو به يې د امام حسین د تندې دیادولو په نسبت اوبه اچولې . ماښام به هر چا د ځپل حيثيت سره سم خيرات کاوه او دې ته به يې د حسنینو خیرات وايه او د شپې په ویرونو کې به یې دا ستاینې کولې «حسنه څوک به دې ژاړې اوی وی حسنه در زلالی» او بیا به یې سینې وهلې او ژړا انګولا به یې کوله. ‏مون پښتانه د حسین؟ ډېر قدر او عزت کوو او په مونږ ډېرګران ‎۳۵ 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد دی ځکه چې دی د رسول الله صلی الله علیه وسلم نمسی و او په هغه ډېر ګران و نو ځکه په مونږ هم ډېر ګران دی. بله دا چې امام حسین هم د حق او جمهوريت دپاره پاڅېدلی و او مونږهم د خپل حق او جمهوریت دپاره را پاڅېدلي يُو هغه هم مظلوم و .مونږ هم مظلومان يو .هغه هم د ظلم سره د مقابلې دپاره را اوچت شوى و او مونږهم د ظلم سره د مقابلې دپاره را پورته شوي يُو.هغه هم مسلمانانو ته د جمهوریت حق ګاټه او مون هم مسلمانانو ته جمهوریت ګټو. هغه هم د امن دپاره کار کاوه او مونږ هم د امن دپاره کار کوو. کلی کلویغې: زمونږ روغ رنځور. زمونږ غم ښادي او زمونږٍ مړی ژوندی ډېر له اخلاصه ډک او مینې محبت مظهر و ځو په رسمونو رواجونو کې ډوب چې څوک به رنځور شو ځپلو خپلوانو او دوستانو به یې پوښتنه کوله يوازې خپلوانو او دوستانو نه بلکې.د کلي او ولس عاموخلکو به یې تپوس کاوه او که به مریض سخت شو نو بيا خو به ورته نژدې کسان شپه او ورځ ناست وو. د صحت د پاره به يې ورته دعاګانې کولې. خیراتونه به یې کول. د علاج دپاره څه خاص انتظام نه و د هر مرض دپاره بېل بېل بابا و. او د هر بابا د زيارت بېله بېله طريقه وه ان چې د باباګانو د قبرونو څاورې به ځورده ګڼلی شوه او د مرضونو دپاره علاج ګڼل کېده. د باباګانو او زيارتونو نه علاوه د ملا صاحب. پاچا صاحب او میا صاحب دم دعا او تعويذ د علاج طريقه وه. د یوناني طب حکيمان هم وو تجربه کار ووء سپین سرو ښځو به نظر ماتو.سپين ږیرو به د مقامي بوټو او داروګانو په ذريعه علاج کوو. نايانو به د دانو او زځمونو علاج او مرهم پټۍ کوله ځو ډېره نمم٢۹٠)ښښیت‏ يسا ‎٢ ۳٢-٨‏ ھک کت تت تت زما ژوند او جد و جهد مخه زيارتونو او باباګانو ته وه. او چې څوک به مړ شو نو په هغه ورځ به د کندي خلک خپل کار ته نه تلل او که مړی به مخوریز سړی و نو ټول کلی به خپل کاروبار پرېښود او د مړي د ګور او کفن د خدمت او غم دپاره به د مړي ځای ته را غونډ شول. نارینه به په حجره يا جومات کې ناست وو. او ښځې به په کور کې غونډې شوې» مړی ته به چې څومره ښځې راتلې ټولې به ویر او ژړا کې شریکېدلې او نارینه و کې به يوازې د مړي نژدې کسان او دوستانو ژړل. مړی به کټ کې پروت و چې څه وخت به يې لمباوه نارینه به ورغلل او کټ به يې ‎٣‏ ‏په دې وخت کې به د ښځُو د ژړا انګولا شور زوږ پورته شُو په زوره زوره به یې ویر کاوه مخونه به یې وهل او په ویر کې به يې مړی ستایه چې مړی به یې په تخته واچاوه نو خپلوانو او دوستانو به یې په تخته روپۍ اچولې. دغه روپۍ به د ملا وې د لمبولو نه وروسته به یې کفن ورکړ په کټ کې به یې اېښی و. خپلوانو او دوستانو ته به یې مخ وښوده بیا به جنازه اوچته شوه خلک به جنازې پسې روان وو.ء او خلکو به د جنازې کټ په څلورو کسو په اوږه کړی و. او وار په وار به خلکو یو دبل نه جنازه اخیسته او دمه به یې ورکوله هدیرې ته به یې ورساوه په اوار ميدان کې به جنازه کېښودل شوه اواز به وشو چې جنازه تياره ده د چا چې به اودس و او جنازه به یې کولهء صفونه به یې جوړ کړل د جنازې مونځ به وشو دعا به وشوه خلک به راتلل او د مړي مخ به يې کتلو. ملايانو به د سخات دپاره دايره جوړه کړه کېناستل به . ‏سخات به د مړي د حيثیت په اند ازه و . که به موړ شتمن خان او ‎--------- ٧ 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد مخوریز سړی و. سخات به یې ډېر و او مېله به پرې جوړه وه ملایان به ډېر و. که به غریب سړی و سخات به یې کم و ملایان به هم کم وو او که به سخات نه و ملايان به هم نه وو.ګوړه.صابون. پټکی. قران شريفونه او روپۍ به په مینځ کې کېښودل شوې مشر ملا صاحب به اول د مړي د وارث نه د مړي د ګناهونو د کفارې دپاره دا څیزونه د صدقې او سخات په توګه ځان ته قبول کړل بيا به يې يو بل ته په همدې طریقه بخښل او یو به د بل نه قبلول. ملايانو به دغه ټول مال یو ځل ځانته قبول کړ او با به یې خوا کې ملا صاحب ته وبخښه چې دوره به وشوه نو بیا به یې د سخات په وېشلو شروع وکړه. ما ته به دسخات ګرځولو مراسم شاډوله ښکارېده پردی مال يو بل ته بخښي خدای او قام ته دوکه ورکوي. زه د عربو په ټولو ملکونو کې ګرځېدلی يم. ما هلته حتی په مکه معظمه. مدينه منوره.نجف او کربلا کې هم چېرې دا د سخات او خيرات طريقه نه ده ليدلې حال دا چې هلته دا طريقه ده چې مړی اوشي. خلک خبر شي. بيا جنازه جومات ته راوړي هلته یې جنازه اوشي د دعا نه پس وارثان خپل مړی د ښخولو دپاره مقبرې ته یوسي او نور مسلمانان ځواره شي.دا اسلام خو مونږ ته د عربستان نه راغلی دی.خو خبره دا ده چې دا قسم عادتونه په مونږ کې خودغرضو خلکو پيدا کړل په اسلام کې دا څیزونه نشته بله دا چې دا دومره مال بل ته څرنګې بخښې او چې سړی ناداره او محتاجه هم وي. بله دا چې سړی مړ شي د هغه عملنامه خو بنده شي دا خیرات او سخات به څنګه د هغه په حسناتو کې ليکل کېږي. یو سړی حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راځځي عرض کوي چې يا رسول الله زما پلار مړ دی او له هغه نه دوه کوټې له کجورو نه ډکې پاتې دي هغه ورپسې ځیراتوم رسول ال ‌صلی الله سسس٩م۹-سممست‏ پيسښست 0٩016 ٩٨6 ‏ا‎ زما ژونداو جد و جهد عليه وسلم ورته وايي که ستا پلار پخپل ژوندانه د دې کجورو نه دوه دانې د خدای په رضا ورکړې وی د دې دوه کوټو نه یې ثواب زيات و. د ګناه او ثواب په حقیقت د بې عمله علماوو په وجه څوک پوه-نه شول.د خلکو په مغزو کې ملایانو دا کېنولې ده چې ګوندې خدای هم د دنیا د پادشاهانو په شان دی چې هغه ته د ټېکس او ډالۍ ضرورت دی. دوی په دې فکر نه کوي چې خدای بې نیازه دی هېڅ شی او هېچا ته محتاج نه دی. که ځیراتونه دي که زکات دی که صدقات دي. که لمونځ دی. که روژه ده . که حج دی دا ټول زمونږ د ښېګړې دپاره دي که ښه کوي هم د ځان دې دي او که بد کوې هم د ځان دې دي. که ښه کوې دنیا به دې هم اباده وي او په اخرت کې به دې هم په کار شي او که بد کوې په دنيا کې به ذليل. حقیر او خوار يې او په اخر کې به درته عذاب وي. زما د ملایانو سره ډېر تعلق و ما به يې ډېر قدر اوعزت کاوه او همېشه به مې ورسره په دغسې خبرو بحث او تبادل خيال کاوه او دا به مې ورته ويل چې د ځیراتونو او سخاتونو دا طريقه په اسلام کې ښه نه ده. اسلام چې ځيراتونه او زکاتونه واجب کړي او لازم کړي دي په هغې کې لوی راز دی. دا چې زمونږ خوږ رسول"' وايي چې «صدقه بلا رد کوي» دا بلا تاسو پېژنئ دا ځو د غريب او امير ترمینځ نفرت نه بلا ولاړیږي. نو چې شتمن خلک د بېوزلو پوښتنه وکړي د هغوی سره د مصیبت په وخت کې مرسته وکړي نو د غریبانو د ځپلو امیرانو سره مینه محبت پيدا شي او د بلا مخه ونیول شي او چې امیر د غریب هېڅ پوښتنه نه کوي. غريب په مصیبت کې وي او امیر په عشرت کې وي نو د غريب په زړه کې تېریږي چې وطن څو خدای مونږٍ ټولو ته شریک راکړی دی. دا څنګه زه په مصیبت کې مس--ا چ سسښسسسس 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجید ژوند تېروم او دا بل چې زما ورور عزیز دی زما په شان سړی دی. دی ولې په عیش عشرت کې دی د ده په زړه کې غوټه پيدا ش شي او ورو ورو یې زړه امیرانو ته پړسیږي تر څو چې بلا ورته جوړه شي ګورئ د رسول لص په وخت کې به د هر څه نه مخکې د قرض د ادا کولو غم خوړل کېده. رسول ۳ تر هغه وخته پورې د مړي جنازه نه کوله چې تر څو پورې به د مړي په ذمه قرض خلاص شوی نه و. او که د مړي وارثان به ناداره او غریبان و او د مړي قرض به يې نشو ادا کولی نو بيا به رسول الله ‎٢‏ نورو مسلمانانو ته وویل چې چنده ټوله کړئ او د ده دا قرض خلاص کړئ نو چې قرض به خلاص شو نو هله به یې جنازه کوله. بيا به نور تکفین تجهيز کېده او نن بالکل اړولې خبره ده چې د کوم مړي د وارثانو د مخه نه کېږي نو هغوی يې لا جائداد ګاڼه کوي لا په سود رقم اخلي خو مړي پسې سخات ضرور کوي او يوازې ځو د مړي ځيرات او سخات نه دی د پیرانو پير صاحب یوولسمه ده د کاکا صاحب شکرانه ده. د سيدانو .مياګانو ‎١‏ و صاحبزاده ګانو نذرانې او شکران نې دي که دا ټول خیراتونه په قومي ښېګړو لګېدی تن به مونږ هم د٥‏ دنيا د ترقي يافته قومونو په قطار کې ولاړ وی. د سخات او خيرات دپاره مونږ په سود او ګاڼه (ګروي قرض اخلو چې زمونږ دا رسم پوره شي. زه یو کال د اوړي د ګرمیو تېرولو دپاره کوه مري ته تللی وم هلته را باندې یو څو کسه ملايان چې زما دوستان وو را پېښ شول مازیګر مې د سیل صفا دپاره له ځانه سره را واېستل ګرځېدو ګرځېدو يوې بنګلې ته ودرېدو. ما ملایانو ته مخ را واړوه چې دا بنګله څنګه بنګله ده؟ دوی وې ډېره ښکلې ده ما وې دا شنه چمنونه او د ګلونو باغچه يې څنګه ده؟دوی ويل چې ډېر ښايسته چمن او ښايسته ګلونه دي او ډېره ح۳-۳۶---ھت ھت تت زما ژونداو جد وجید ‎٢٢7‏ 1 مزېداره باغچه ده ماوې هغه ماشومان چې په کې لوبې کوي دا څنګه دي دوی وویل ډېر پیمخي او ګلالي ماشومان دي ماورته وویل هغه موټر چې ډرېور یې صفا کوي دا وینئ. ويل يې هو ډېر ښه موټر دی. ما وې هغه چې په کرسۍ ورته ناست دی جاموته يې وګورئ څنګه دي. دوی وې ډېرې ډولۍ جامې يې اغوستې دي ما ويل دا سړی پېژنئ چې څوک دی؟ دوی وویل چې څوک دی؟ ما ورته وویل چې دا د پېرنګيانو ملا دی چې قوم يې په بنګله کې اوسي ملا یې هم په بنګله کې اوسي چې قوم یې په ګېډه موړ وي ملا يې هم په ګېډه موړ وي چې قوم یې په جامه پټ دی ملا یې هم په جامه پټ دی چې قوم یې په موټر کې ګرځي ملا يې هم په موټر کې ګرځي او زمونږ چې د قوم د هستوګنې کوډله نشته تاسو هم جوماتو کې اوسېږئ. او چې په ګېډه ماړه نه یو تاسو هم دروازه په دروازه ګرځئ چې«وظیفه راوړئ خدای مو وبخښه». چې سخات به ووېشل شو بيا به نو ملايانو پرې مسئلې کولې زمونږ په کلي کې مړی شوی و. يو ملاصاحب مسئلو ته ودرېد او دا مسئله یې وکړه چې یو سړی ډېر بدعمله او بد چلنده و سود خوروء جوارګر و. خوني و زاني و. غل و. ډاکه مار و. او هېڅ ښه کار یې په عمر کې نه وکړی. صرف د هرې جمعې په شپه به يې اووه ډوډۍ د خدای په نامه جومات ته لېږلې دا سړی مړ شو زامنو. ښځو او پس ماندګانو یې ورپسې ډېر ویر وکړ او دا به یې وویل چې د ده به په قبر کې څه حال وي. اخر یوه شپه خپل یو زوی ته په خوب کې راغلی دی او ورته یې ویلي دي چې تاسو زما غم مه کوئ. زه ډېر په رام او مزو چرچو کې یم. زوی ترې پوښتنه کړې ده چې پلاره ته څر ډېر بدعمله وې پلار یې ورته وویل چې ټیک ده. خو مورته مو معلومه ده چې ما ۶٢۸۳٢۳--ت‏ ھت ھت زما ژوند او جد و جهد به د هرې جمعې په شپه اووه ډوډۍ خيرات ورکولې هغه ډوډۍ مې دلته په کار شوې. څه وخت مو چې زه ښخ کړم او تاسو را نه لاړئ نکیر منکر راغلل او زما نه یې پوښتنې شروع کړې چې:«من ربک. و مادینک» ما جواب نه شو ورکولی نو ګورزونه يې را پسې را اوچت کړل چې را خلاصول یې را باندې چې په دې کې دوه ډوډۍ را پيدا شوې او ورته مخې ته شوې او زه یې بچ کړم او چې نکیر منکر لاړل زما د قبر په څلورو کونجونو کې سوري وشول او د هر سوري نه به د دوزځ لمبه را ننوته نو څلور ډوډۍ راغلي او هره یوه یو یو سوري ته ډال شوه او د لمبو مخه یې ونيوه او دا یوه زما خدمت کوي. بيا يې ووې چي په خیرات کې ډېر ډېر ثوابونه دي او ما د دي مسئلې ثواب د دې مړي په اروا بخښلی دی. ما ته دا مسئله عجیبه ښکاره شوه ماوې د دې خو دا مطلب شو چې هره بد عملي کوه. زور ظلم کوه خو اووه ډوډۍ خيرات ورکوه نو مزې کوه. د سخات نه پس به با نور خیراتونه شروع شو هر ماښام به د مړي په اروا ځیرات کېده. ترجمعې پورې به بيا هره جمعه ځیرات کيده تر څلوېښت ورځو پورې. په څلوېښتمه ورځ به بيا لوی ځيرات وشو او بيا ورپسې د کال ځیرات دی. په دغه طريقه به زمونږ د قام په کال کې په لکونو روپۍ خرڅېدلې که دا په یو بیت المال کې جمع کېدی او په قامي کارونو او غریبو لګېدی قام ته به یې څومره فايده رسېده؟ یوه لطیفه: یوه ورځ زه په حجره کې ناست وم چې زمونږ د امام صاحب زوی راغی. ما ته یې ووې چې زه واده کوم ما سره څه امداد وکړه. ما ورته ۴٢ ۳-۳ تت تت زب ژوند او جد و جهد ورې زه همېشه وینم چې د مړي په سخات کې ته د ډېر مال مالک شې که تا ته ضرورت وي نو بل ته یې ولې بخښې هغه راته په جچواب کې ووې چې دومره مال هېڅوک د زړه نه نه بخښي مونږ يې له وېرې .. بل ته بخښو او بله دا چې زمونږ یقین وي چې مونږ ته یې څوک نه راکوي.راکول خو پرېږده وبه مو وهي. ما ورته ووې چې وهل په کې نه وي او مال هم ستا کېدی شي نو بیا؟ ده راته وویل نو بیا خو به يې زه هېچا ته ور نه کړم ماوې رښتیا وائې ته تيار یې هغه ووې چې بالکل رښتیا وایم. او بالکل تيار یم نو ماورته وويل چې نن زما د تره لور «ړه ده ډېر سخات یې دی» ستا واده پرې ښه کېږي په دایره کې کېنه چې ستا وار شي او سخات دې ځان ته قبول کړ بل ته يې مه بخښه ووایه چي زما ضرورت دی بل ته یې نه شم بخښلی. ده ووې دا خو به ز: رکړم ماته به يې څوک راکړي؟ د شموزوخان دی هسې نه چې بې عزته مې کړي ما ورته ووې چې زه به دې شاته ولاړ يم څوک دې بې 7 زته کولی نه شي. وې چې ستا امداد راسره وي نو بيا ځو زه د چا پروا نه کوم. زما او د ده په همدې فیصله وشوه چې روانېده ما ورته ورې چې پام کوه دا خبره دې چا ته له خولې نه ونه وځي چې جنازه وشوه او سخات ته ملايان په دوره کې کېناستل ده دې وا اخوا وکتل چې زه يې وليدم لاړ په دوره کې کېناست کله چې د سخات بخښنه اخيستنه شروع شوه. زه ورو غوندې راغلم د ده په شا ودرېدم چې څه وخت ده ته سخات وبخښل شو او ده واخیست د ده رنګ تک زېړ شو او ماته يې وروسته وکتل او وې ويل چې ماته د دې مال ضرورت دی زه یې بل چا ته نه بخښم. د ملایانو د هلې ګولې څه اراده و:. خو زه ور مخکې شوم او د هغوی نه مې تپوس وکړو چې ملايانو صاحبانو شریعت په دې باره کې څه وايي؟ دوی وول چې شریعت ده -00۳۴۲۳۲٣۳۹-۳-٧ اپپ٢٢٤٢٢٢نب‎ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد . ته حق ورکوي چې. بل ته یې بخښي او که پخپله یې اخلي نو ما هغه ته اشاره وکړه چې« مولانا اوچتوه یې» د ګوړو د بوجیو د پاسه نغدې روپۍ پرتې وې هغه مې را واخستې او ورمې کړې او ما وې دا ګوړه هم اوچته کړه. ګوړه یې هم اوچته کړه . قران شریفونه او پټکي پاتې شو. هغه ملایانو تالا کړل. ملایان هک پک پاتې شول. وروسته يې بيا د مړي خاوند ته ويل چې د مړي سره احسان ونه شو. هغه ملا چې بله ورځ ګوړه منډيي ته وړې ده چې خرڅه يې کړي د شموزوخان صاحب ورپسې ورغلی دی او ګوړه یې په زور ورنه بېرته اخیستې ده. د شریعت په وړاندې خو دا پردی مال و دوی ته یې اخیستنه جایزه نه وه. و د دوی په شریعت څه کار وو. زمونږ کلي کې یو سړی و. هغه به ويل چې اسلام اسلام نشته هسې ګونګوسي دي چې د ملايانو دا عمل وي د مقتدیانو به څه حال وي. څه موده خو ملايانو د سخات د دایرې نه لاس واخیست بيا یې پخپلو کې جرګه کړې ده. که مونږ دا کار پرېږدو د! دومره موده مو دا کار کړی دی تو د عوامو توجه به رانه وګرځي وايي به چې داملایان نه پوهېدل او عبدالغفار پوهېږي نوبيا یې د سخات طريقه د پخوا په شان شروع کړه او په کوم ملا چې به يې لږ غوندې شک راغی په دوره کې به یې نه پرېښوده. په دې کې د ملایانو. غریبانو څه قصور نشته مونږ قام پخپله ګرم يُوء چا ته چې د دین او مذهب ټول واک اواختيار ورسپارو او د تعلیم او تربئې غم یې نه کوو دروازه په دروازه «وظیفه راوړئ خدای مو وبخښه» وايي. د دومره لوئې ذمه وارۍ د پاره په دې طریقه ځپل دیني استاذ تربيه کوو. دا زمونږ خپله ګناه ده حقيقت دا دی چې کله مونره مسلمانان شو نو بعضې هغه د هندوانو د وخت رسمونهء ّ۴ 7------ تا زما ژوند او جد وجهد رواجونه موتږ پرې نښودل او کله څنګه چې هغوی د ژوند د مختلفو شعبو دپار بپلېبېلې ډلې ټاکلې وې. هغه هم په هغه شکل کې سونږ جارې اوساتلې. ځکه چې دلته چې اسلام راغۍ نو هغه د مذهب تبليغ په لار رانغی د سیاست تورې په لار راغی نو مونږه د مذهب د حقيقت نه چا خبر نه کړو او لا تر اوسه پورې خبر نه يو. دا د کاسټ سیسټم روايتېعنعنوي اثرات دي چې يوه ډله به د مذهب د خدمت دپاره وي يوه ډله به حکومت کوي. يوه ډله به تجارت کوي او يوه ډله به عام خدمتونه کوي. دا په اسلام کې نشته بلکه په اسلام کې علم په هر مسلمان او مسلمانې باندې فرض دی. زمونږ د ملايانو د دنيايي علومو او سیاست ځوا ته توجه نشته او زمونږ د دولتمنو خلکو د ديني علومو خواته توجه نشته نو ځکه مونږ په دنيا هم ځوار يو او اخرت به مو هم خوار وي. يوازې ځو دا نه د داسې ملايانو د لاسه مون ته نور هم ډېر نقصانونه رسېدلي دي. په مونږ کې چې د کار او خدمت سړی پيدا شوی دی. دوی پرې یا د وهابي فتوه لګولې ده یا د هندو يا د کافراو په دې نومونو يې له خدمته پاتې کړې دي. نه يې پخپله د خلکو خدمت کړی دی او نه یې بل ورته پرېښی دی. بې کاره او بې کسبه لمونځ ادا کوه او ډوډۍ ځوره. واده ښادی: زمونږ ښادۍ ډېرې خوندورې د خوشحالۍ نه ډکې وې چې هلک به زلمی شو نو مور او پلار به یې ورته د پلې خوښې چنغله لټوله د هلک او جینۍ نه چا پوښتنه نه کوله او نه د هغوی خوښې ته چا کتل. خویندې میندې به وګرځېدې کومه کورنۍ او جينۍ چې به يې خوښ 0-۳۴ -0-12 اتستمس٧٧سښسښ٨‎ ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژونداو جد وجهد نا شول. د جینۍ د مور سره به خبرې وشوي د مور په ذريعه به پلار شم خبر شُو چې دواړه به راضي شول نو د هلک له کوره به څه ښځې لاړې او ګُوټ به یې وکړ. بيا به د کوژدنې ترتيب ونیول شو. په دې وخت کې زمونږ خلکو که ځانان که غریبانان وو ټولو د ځور او لور په سر هر چا د خپل حیشیت په اندازه ولور اخسته.د نابالغو جینکو کول أ:. ورکول هم رواج و. تر دې چې د تي پورې ماشومانو کوژدنې بب کېدې. کله نا کله به داسې هم وشُو چې نه به هلک پيدا شوى و او نه به جینۍ زېږېدلې وه چې مېندو او پلرونو به یې سره وعده وکړه چې. د یو مورو پلار زوی وشو او د دې بلې خوا لور وشوه هغه به یې یو له بله سره ورکولې. دا قسم جینۍ بيا بل هېچا کولی نه شوه هلک جينۍ که به په وړوکوالي نامزد شوي وو چې کله به لوی شو که د هغوی به یو بل خوښ نه و نو هم د يوه بل نه خلاصېدلی نه شُوء خو چې د واده بندوبست به شروع شُو نو د خپلوخپلوانو او کلي مالت جینکۍ به لا د واده نه خو څو ورځې مځکې د هلک کاله ته را غونډېدې. ټنګ ټکور به یې کاوه. د شپې چې به د کاره وزګارې شوې نو راجمع به شوې د منګي اومجمې سره به یې ښکلې ښکلې مصرۍ ویلې زما د جینکو دا ټنګ ټکور ډېر خوښېده: ادونه به د هر چا د ځپل توان او طاقت سره سم وو. د ځانانو په ودونو کې به ډنګ ډونګ او دوم دام زیات وو. ډېرې ورځې به پولاوونه پخېدل ځپلوخپلوانو او دوستانو به ډېرې اچولې وې. کور به د ښځو نه ډک و او حجرې به د سړونه ډکې وې.جنجونه به وو د هر چا جنج به بېل و ټوپک او غربېنونه به خلاصېدل ډمې به هم په کې ګډېډې او خلکو به ورله روپۍ ورکولې اکثر به نېزه بازي هم کېدله. د نېزه بازۍ دپاره به خلکو ښه ښه اسونه ساتل او د نېزو پرکټس به يې کاوه د نېزه بازۍ په موګي به ورته ‏غ-؛--- ۶٢۸۳٢۳--ت‏ ھت ھت زما ژونداو جد و جهد روپۍ اېښودل کېدې چې چا به موګی يووړو. هغه روپۍ به د هغه شوې د واده ورځ به مقرره وه چې هغه ورځ به شوه نو چې د سحر ډوډۍ به وخوړل شوه که د ناوې کور به لرې و.خلک به د ډوډۍ ځوړلو سره سم روان شو او که د ناوې کور به نزدې و نو خلک به مازپښین ور روانېدل. ښځو به ځان ته بېل ټنګ ټکور چو ړکړی و. سازیانو به ورته په کوڅه کې ساز غږاوه او ډول سورنی به یې ورته وهل او ښځې به د ننه کور کې ورته ګډېدې چې سبا به يې ډولۍ راوړله په دې شپه به ښځې په جمع روانې شوې نکریزې به یې په سر وې مشالونه به ورسره وو. شمعې به په کې بلېدې لوی لوی مشالونه به یې جوړ کړي وو. سپین پړک به و. په لاره به یې سندرې ویلې د دوی د حفاظت دپاره به څو کسه سړي مخکې او څو کسه وروسته روان وو چې د ناوې کورته به ورسېدې اول به يې نکریزې وګډولې او بيا به يې هغه نکریزې هغه جینۍ ته په لاسو او پښو پورې کړې.ناوې به د څو ورځو نه په ګوټ کې ناسته وه. همزولې به ترې چاپېره وې. ښځې به ترې واپس کلې ته راغلې سبا له به نر او ښځې په ورا او جنج لاړل ښځې به د نه ورغلې او نارینه به بهر په حجره کې کېناستل. ملا به راغی نکاح به یې وتړله مبارکي به وشوه. ډم به ډول وواهه ډم به ښادۍ والاو وت آيینه ښودله او پیسې به یې ټولولې.چا به ګلان ورکول او پیسې به یې ټولولې بل خوا ته به باټ په غوږونو کې ګوتې اېښې وې.مدح به یې ویله چا به سپېلني لوګې کول روپۍ به یې اخيستې که د چا به خوښه وه که نه ځو د شرمه به يې غږ غوږ نه کاوه او روپۍ به يې ورکولې لنډه دا چې یو لوټ به و. ملاصاحب هم بې روپو نکاح نه تړله چې نکاح به وتړل شوه هلک به د سخر کورته ننوت په پالنګ به ٨-٧ 4٢٨٨٨٢ زما ژونداو جد وجهد وخوت جامې به یې بدلې کړې نوې ډولۍ جامې به یې واغوستې خپل خپلوانو او دوستانو به پرې پتاسې.غوزان او پیسې نوستلې او ماشومانو به ټولولې. جینۍ ته به د واده دپاره د توان په اندازه ډېرې قېمتي جامې جوړېدې. دا جامې به ناوې د واده په شپه اغوستې. با به یې په ټول عمر کې نه اغوستې ځکه چې قیمتې وې چې مړه به شوه اکثر به یې جامې ملا صاحب ته ورکول کېدې» ناوې به یې ډولۍ کې کېنوله ډولۍ به بټيارانو په اوږه کړه ډولۍ به مخکې وه د واده زلمی به د ډولۍ سره و او نور خلک به ورپسې وو. بهر به هم د واده په زلمي ځپلوانو او دوستانو پیسې او شېرينۍ نوستې ډزې به کېدې. لويو. وړو به د خوشحالۍ نه الا الا چغې وهلې. لويه مېله به وه چې څه وخت به ډولۍ په کور د ننه شوه مېلمانه به رخصت شُوء د کلي خلک به هم لاړل ناوې به چې کورته ننوتله د ښځو دود دستور به پرې وشو.ناوې به په پالنګ کېنولې شوه.تر څو ورځو پورې به لک راتلل د ناوې د مخ نه به یې پلو پورته کاوه. ناوې به يې کتله. ناوې به سترګې نه غړولې د هلک خپلوانو به چې ناوې کتله روپۍ به يې ورکولې. په سبا له به هلک د خپلو همزولو سره د سخر کره ورغی» دې ته به یې سلامي ویله ښه ډوډۍ به ورکړی شوه د ډوډۍ نه پس به هلک د سخر کورته ننوت او د خواښې په پښو به پرېوت هغې به ورله روپۍ ورکړې. د ښځې خپلو خپلوانو سره به پېژند ګلوې وشوه» بېرته به ځپل کاله ته ستون شُوء څو ورځې وروسته به د ښځې خپلوانې راغلې. دې ته به یې اوومه ویله د هلک ځپلوانې به هم را ټولې شوې د جینۍ د پلار له کوره به جامې راوړل شوې وې. هغه به يې د هلک په خپلوانو ووېشلې چې پاتې به شوې هغه به د ناوې وې. ناوې به د پلار کره لاړه او څو ورځې به يې تېرې کړې. نن به خلکو ته د هغې يس 0٩06/۳06۱ زما ژوند او جد و جهد زمانې ودونه څه عجیبه غوندې ښکارې چې جېنۍ او هلک لیدلي نه وي د مور او پلار په خوښه به ودونه کېدل. په کار ځو دا و چې هلک او جينۍ سره خوښولی بيا ودېدی .خو د نن زمانې په نسبت د هغې زمانې ودونه ډېر کاميابه وو .ځکه چې د هغوی اخلاق ډېر اوچت او سپیځلي وو. په هغوی کې ريښتینې مینه او محبت و. په یورپ او امریکا کې چې هلک او جینۍ يو د بل په عادتونو او خویونو ښه خبر شي نو د خپلې خوښې واده کوي. مګر د هغوی په مینځ کې دومره مینه اومحبت نه وي. لکه زمونږ د ملک د ښځو او مېړونو ترمینځ چې وي. مونږ له د خپل ځینې دود او دستور اصلاح په کار ده. ډېر خلک خپلې لوڼه د پيسو دپاره ورکوي. په کار دي چې د سړيتوب په لحاظ خپلوي وشي دا نه چې د دولت دپاره ځوانه جینۍ بوډا ته کېنول شي. د یوې پېغلې کیسه: زه د سکول نه په چوټۍ کلي ته تلم په ټانګه کې ناست وم ناګمان سیند ته را ورسېدم؛ ګرمي وه سیند موجونه وهل هغه وخت کې به په سیند باندې پلونه د بېړو وو. د ټانګې نه کوز شوم» په پله پورې وځم چې ناڅاپه یوې پېغلې جینۍ د پل نه د سیند مینځ ته ور ودنګل چغې شوې چې جینۍ لا هو شوه ماڼکيانو ورپسې کشتۍ ځوشې کړې. د پله نه یې ښایسته لرې د ټاپو سره ونیوه غاړې ته یې را وښکله جینۍ مړه نه وه. ځو بې هوشه وه اوبه يې تېرې شوې وې. هلته يې واچوله مونږ را غونډ شو چې اوبه ترې لاړې جينۍ په خود شوه چې په مونږ یې سترګې ولګېدې. په ژړا شوه ويل يې چې وی خد ايه زه ژوندۍ يم؟ مونږ چې تحقیق وکړ چې دا کمبخته ولې پخپل ژوند ستومانه ٩۹ ‏سا‎ ۶ هسرهنیسهسممییسممم ون ‎٩۳0٨666‏ 00165 زما ژوند او جد وجيد ده معلومه شوه چې پلار يې يو بوډا ته ورکوله او د دې خوښه نه وه پلار ته یې ویلي وو چې پلاره زه مېړه نه کوم او ټول عمر ستا خدمت کوم. خو دې بوډا ته مې مه ورکوه.دپلار یې سترګې روپو پټې کړې وې د لور یې ته منله چې جینۍ د پلار نه مایوسه شوه د پل مرګ اراده یې وکړه نو د دې داسې پېښو مخنيوی په کار دی باید چې له جېنۍ او هلک نه پوښتنه کېږي. ځکه چې دا خو د دوی د ژوند د ملګرتيا سوال دی. فوج کې کمېشن: څه وخت چې زما ورور خانصاحب د ډاکټرۍ تعلیم دپاره بمبۍ ته لاړ زه او مهابت په بورډنګ کې يوازې پاتې شُو .څو ورځې پس له بورډنګ نه ښار ته راغلو او په لوی بازار کې مو يوه بالاخانه ونيوه دلته به اوسېدو او سبق له به سکول ته تلو ځو سبق ته مو ډېره ډډه نه لګېده زمونږ یو زوړ توکر و«باراتي» نومېده مونږ به ورته بارانی کاکا وې. هغه څه موده د مومن ځان ډېرۍ د خانانو سره نوکري کړېوه. د ډېرۍ زیات خانان په فوج کې نوکران وو .دی ورسره هم په فوج کې پاتې شوی و نو ده به ماته د فوج کیسې کولې چې د فوج ډېره ښه او د عزت نوکري ده. سړي چې داسې غاړې ته کرچ اچولی وي او د فوج مځکې روان وي. ډېر خوند کوي.زما ځو هسې هم سبق ته ډډه نه لګېده د باراني کاکا خبرې به را باندې ښې لګېدې او ورو ورو يې را باندې اثر وشو او د فوج نوکرۍ ته تيار شوم. دغه وخت زه په اتم جماعت کې وم زه ځوهلک وم نه پوهېدم چې باراني کاکا به څه ويل هغسې به مې کول هغه راته ويل چې څوک تعلیمیافته وي. او د لوی خاندانه وي هغه ته فوج کې ډایرېکټ کمېشن ورکول کېدی شي او پا پس 0٩0165 ٩066۱ زما ژوند او جد و جهد نېغ په سردارۍ اخیستل کېږي.د ده او د پرنګي په درجه کې فرق نه وي د دې دپاره د هندوستان وایسرای ته درخواست کېږي.د هغه په منظورۍ ډایرېکټ کمېشن ورکول کېدی شي.نو ته يو درخواست د وایسرای په نوم ولیکه چې په ډاک کې يې ولېږو.د خانصاحب یو اشناو چې فضل محمود نومېده. مونږ دواړه ورغلو په هغه مو درخواست ولیکه او د کمانډر ان چيف په نوم مو په ډاک کې واستاوه. دا راز ما او باراني کاکا ځان سره پټ وساته نه مې پرې پلار خبر که اونه مو د هغه سره مصلحت وکړ. ډېره موده تېره شوه»زه په لسم جماعت کې وم زما نه دا خبره هېره وه چې د مرکز نه زمونږ ډپټي کمشنر ته یو حکم راغی چې زما متعلق تحقیق وکړي چې زما څه حیشيت دی؟ او زما د خاندان څه حيثيت دی؟ ډپټي کمشنر تحصيلدار ته حکم ورکړی و او تحصيلدار پټواريان مقرر کړي وو چې زمونږ جائداد معلوم کړي. پټواریان چې زمونږ کلي ته تللي دي یوه عجیبه ټوقه وشوه. په دې ورځو کې زمونږ په کلي کې یو سړی چا وژلی و. جرګې په هغې کې زما د تره زوی د شاه صاحب ځان مشر ورور شمروز ځان زمونږ د شپږو نورو نوکرانو سره بې ګناه او خطا څوارلس کاله قيد کړی و.پېرنګيانو جرګې د انصاف اوامنيت برقرارولو دپاره نه وې جوړې کړې. بلکې پېرنګيانو جرګې په پوره تدبیر د دې غرض دپاره جوړې کړې وې چې په جرګو کې انصاف نه کېږي. پرې وي. جمبي وي. او اکثر چې به ګنهګار سړي په سفارش یا په بډو او رشوت خلاص شو نو مخالفې ډلې به د بدل اخیستولو کوشش کوو. او په دا شان به دا دښمنۍ پیړو په پيړو چلېدلې او دا سلسله به روانه وه.پښتانه به پخپلو کې اړم وي او مونږ پېرنګيانو ته به یې توجه نه وي. ما د یو اسسټنټ کمشنر سره د جرګو په باره کې ۵١۱ 01:0 ‏پد‎ 0٩0165 0/666 زما ژوند او جد و جهد پخپله خبرې کړې وې چې په دې جرګو کې انصاف نه کېږي. په جرګه کې که د مجرم د ډلې سړی مقرر شي هغه که هر څومره ګناهګار وي» هغه بري شي او که د هغه د پرې سړی په کې نه وي. بډې ورنه کړي څوک د رسوځ خاوند یې سفارش ونه کړي که هر څو بې ګناه وي. هغه په کې لاړ شي. نو د دې قسم جرګونه د حق او عدالت څه امید کېدی شي؟ يوازې اسسټنټ کمشنر نه هر پیرنګی په دې خبره پوهېده او د همدې مطلب دپاره دوی د جرګو سیسټم جوړ کړی او ټینګ کړی و.زمونږه ټوله ګټه وټه د دوی خوراک وه. څه چې به مونږ ګټل هغه به پولیس. وکیلانوء جرګه والاو او بیا جېل والاو رانه واخیسته او زمونږ بچي به په خالي ميدان پاتې شو. تاسو فرنټېر کرایم ریګولېشن اېکټ د سرحد د جرایمو قانون وګورئ. هېچا به داسې ظالمانه شرمناک قانون جوړ کړی نه وي. لکه دا قانون چې انګرېزانو په مونږ چلاوه. په دغو ورځو کې دا اوازه ځوره شوې وه چې په دغه مرګ کې زمونږ جائداد هم ضبطيږي او دا خو په سرحدي قانون کې یوه معمولي خبره وه نو چې څه وخت پټواریان زمونږٍ د جائداد معلومولو دپاره راغلل نو زمونږ یقین وشو چې دا اوازه رښتیا ده زمونږ په خاندان یو ویر جوړ شُو چې هم مو سړي بې ګناه قيد شول او هم مو جائداد ضبطوي. مونږ ډېر کوشش وکړو چې خپل ټول جائداد پټواریانو ته ونه ښیو څه نا څه جائداد مو ورنه پټ کړو .خو هغوی پخپل رپوټ کې ليکلي وو چې دوی ډېر جائداد لري ټول يې مونږٍ ته ونه ښوده زمونږ په دې راز پټواريانو ځکه پرده وانه چوله چې زمونږ د کورنۍ د مشرانو. د حاکمانو سره لکه د نورو ځانانو په شان ناسته ولاړه نه وه. کومو کسانو چې به د پولیس او حاکمانو سره تګ راتګ ساته ډوډۍ ګانې 0100 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد به یې ورته کولې د دې دپاره چې قوم پرې وځورې او پخپله يې هم وځورې اکثر به د دوی د بدو د لالان وو. زمونږ پخپل جائداد قناعت و. مونږٍ دا نه کول. دوی به هم ښه د جائداد خاوندان وو. خو حرص په مخه اخيستي وو او د حاکمانو سره به يې راز باز ساته. بابا مې پېښور ښار ته راغی مونږ په ښار کې تعلیم ته دېره وو. ډېر غمجن و دا ټوله قصه يې راته وکړه. مونږ هم خپه شو چې سبا له مې بابا ډپټي کمشنر ته ورغی ورته یې ویلې چې زه یو عرض ته راغلی يم چې ته تحقيق وکړه. که په دې قتل کې مونږ ګناهګار یو نو چې څه سزا راکوې.مونږ ته منظوره ده او که مونږ کې ګناه نه وي نو دا خو انصاف نه دی چې هم مو سړی بې ګناه قید شُو او هم مو جائداد ضبط شي نو هغه ورته ویلي دي چې څوک وايي چې ستاسو جائداد ضبطيږي؟ بابا مې ورته ویلې چې پټواريان راغلي وو او زمونږ ټول جائداد یې ولیک نو هغه ورته ډېر خندلې دي او ورته يې ویلي دي چې دا خو ستا زوی لاټ صاحب ته د ډایرکټ کمېشن دپاره درخواست ورکړی دی او لاټ صاحب مون ته حکم کړی دی چې د ده د جائداد او حیثیت تحقيق وکړئ اومونږ ته يې معلومات راکړئ. مونږ چې د سکول نه راغلو بابا مې بالاخانه کې ناست و.خوشحاله و چې مونږ يې ولیدو په خندا شو ماته يې وویل چې شاه توريه «هغه به ماته د مینې نه شاه توری وايه دا خو ټولې ستا غويمې دي. بيا يې را ته ټوله خبره وسپړده. بیا زما ډاکټري معاینه وشوه. زما صحت ډېر ښه و او ښه ځواني مې وه. بيا څه موده پس د برتۍ د پرنګي حکم پسې راغی چې په فلاني تاریخ حاضر شه په دي ورځو کې خانصاحب پس د درې کالو نه د بمبۍ نه راغلی او د باقي تعلیم دپاره لندن ته روان و. هغه هم پنښتت پس 0007165( ٧۸۸١//.001200151)خ6‎ ) -سیښښښ٨ېب‎ زما ژوند او جد و جهد راسره د برتۍ پرنګي له لاړ دا پیرنګی ښه سړی و.مونږ سره يې ښه سلوک وکړو. زما ورور خانصاحب ته یې د لندن د تللو په باره کې ډېر معلومات ورکړل نصیحت یې ورته وکړ. د خپلو تجربو نه یې خبر کړء دغه وخت د خانصاحب هم دا رایه وه چې زه دې په فوج کې داځل شم. خانصاحب څو ورځې وروسته لندن ته لاړ. زمونږ د مېټرک امتحان شروع و. دوه مضمونونه پاتې وو .ما د خوشحالۍ نه امتحان پرېښود چې د برتۍ د پرنګي حکم راغی چې ته راشه چې زه ورغلم هغه راته وويل چې ستا ډایرکټ کمېشن منظور شُوء زه ډېر خوشحاله شوم په دې فکر کې وم چې پلټن به ښه وي که رساله؟ زما د همزولو دا رايه وه چې تا د پاره پللټن ښه ده. یو خو دې صحت ښه دی بدن دې مظبوط دی او قد دې هم شپږ فوټه او درې انچې دی. په دې وخت کې زمونږ د دېرې زرداد خانان چې په کومه رساله کې وو. هغه د جېکب اباد نه پېښور ته را بدله شوه. هغه خانان زمونږه دوستان وو زه او باراني کاکا يې ليدو ته لاړو ما فوجيان چیرې ليدلي نه وو. کله چې به لوی افسر راغی او فوجونه به يې سلامۍ له ورتلل دا مې ليدلي وو چې ښې ښې وردۍ به یې اغوستې وې د کمپنۍ د وړاندې به یوازې یو پرنګی او یو دیسي سردار روان و. کریچونه به یې اچولي وو. باراني کاکا خو ماته ویلي وو چې د پرنګي او ديسي افسرانو فرق نه و. خو چې ما د ديسي سردارانو کورونه وليدل او د پېرنګيانو بنګلې مې وليدې نو په ‌هغو کې د ځمکې او اسمان فرق و. مونږ ولاړوو چې يو لفټین راغی. زه د خان سره چې رسالدار و ولاړ وم. دې ځان ځپل سر انګرېزی جوړ کړی و نو انګرېز دا برداشت نه کړی شُو نو په سپکه لهجه یې ورته وویل چې ځانصاحب تم بهی انگریز ---ح پس ‎٣‏ - ۳ک ک کت تت تت زما ژوند او جد و جهد 1 بننا چاهتا هی؟ یعنې ته هم انګرېز جوړېدل غواړې؟ دی غريب ورله جواب قدرې ورکولی نه شو. ما چې دا حال ولیده نو د دې نوکرۍ نه مې زړه تور شو او په زړه کې مې ووې چې زه خو به د پرنګي د دې قسم خبرې برداشت نه کړی شم. څه موده پس حکم راغی چې ته په فلاني تاریخ مردان ته حاضر شه ما ته یې د ګایډ په پلټن کې کمېشن را کاوه. د ګايډ يوه پلټن او بله رساله وه کمانډر به يې يو و.دا به همېشه په مردان کې وه د نورو فوجونو په شان به بدلېده نه او د هندوستان په فوجونو کې ډېره ياده وه په دې کې به د پنجاب او د سرحد د لویو لویو ځانانو او جاګیر دارانو زامن په نايکۍ لایسۍ او دفعه دارۍ برتي کېدل او زه یې په کې په سردارۍ واخیستم. ځو زما زړه د فوج نه تور شوی و د بابا مې خواهش و چې زه دا نوکري قبوله کړم. ځکه چې په دغه وخت کې دا ډېره د عزت نوکري ګڼل کېده. خو ما ونه منله. بابا مې خپه هم شو خو د مور ما سره اتفاق و د هغې د پېرنګیانو نوکري نه ځوښېده. ما د نوکرۍ په خوشحالۍ کې سبق مېټرک کې د امتحان دوران کې پرېښی و. دا کال خو زما په دې کشمکش کې ضايع شو.بل کال مې بیا د تعلیم اراده وکړه. زمونږ د کلي د مولوي عبدالعزیز صاحب د کشر ورور عبدالحلیم سره مې چې زما هم جماعتي و. سلا مشوره وکړه چې بيا تعلیم شروع کوو مونږ اورېدلي وو چې کېمبل پور کې چې کوم سکول دی په هغه کې د تعليم ښه انتظام دی د استاذانو هلکانو ته ډېره توجه وي. او ښه کوشش ورسره کوي او عربي په کې ډېره ښه ويل کېږي. زما عربي لازمي مضمون و.مونږ دواړه په همدې سم سب ١٤١٤۴ظ۴۳بب‏ 00165 ٩۳0٨666 ‏ککاکعتتعتتتمببغغسسنسننسنن‎ زما ژوند او جد و جهد خيال لاړو او په کېمبل پور کې په سکول کې داخل شُو. دلته زمونږ د پېښور نور هلکان هم وو. څو ورځې مو درسونه وویل. خو خوند یې را نه کړ چا راته د قادیان ډېر صفت وکړ نو د قاديان د تللو اراده مو وکړه او قاديان ته روان شُوء په دې وخت کې چې مونږ قاديان ته ورغلو حکیم نورالدین صاحب خليفه و. مونږ د هغه کتلو له ورغلو د هغه ساده بی تکلفه ژوند او د مينې محبت خبرو را باندې ډېر اثر وکړو. هغه ډېر لوی عالم او با اخلاقه سړی و. مونږ د هغه سره ناست وو چې د مرزا غلام احمد صاحب زوی چې دا اوس د دې جماعت امير دی او هغه وخت يې په کالج کې سبق وايه.راغی او مونږ رخصت را واخيست د سکول بورډنګ ته راغلو دلته چې څومره هلکان وو د اکثرو په ځولو کې دا خبره وه« ابن مریم کی بات کو چهوړو اس سی بهتر غلام احمد هی » یعنې ابن مریم«عیسی» مه یادوئ د هغه نه غلام احمد غوره دی. دا اواز مونږ ته ډېرنا اشناو. بيا مونږ هغو هلکانو هغه جنتي مقبرې ته بوتلو څومره چې د دې ځای د حالاتو نه ځبرېدو. هماغومره زمونږ تعجب زیاتېده فکر واخيستو چې پاتې شُو که لاړ شُو. بله شپه خوب وينم چې يو لوی ژور کوهی دی زه ورپرېوزم یو سپين ږیری سړی لاس را واچوي او د کوهي د غورځېدو نه مې بچ کړي او راته ووايي چې پام کوه؛ چې سحر شو زه او عبدالحليم لمانځه ته پاڅېدٌو ما هغه ته خپل خوب ووايه هغه هم څه خوب لیدلی و. لمونځ مو وکړو او واپس خپل کلي ته را روان شو. عبدالحلیم خو لاړ او بیا په پېښور کې په هغه ځپل سکول کې داځل شو او زه علیګړ ته لاړم. په عليګړ کې مې په بورډنګ کې ځاى و نه مونده او په ښار کې په یو هوټل کې دېره شوم. په علیګړ کې زمونږ د ملک نور ډېر پښتانه لل ۵۰ "کت تت زما ژوند او جد وجهد هلکان وو او ټول په بورډنګ کې اوسېدل. په دې ورځو کې نواب وقار الملک د عليګړ کالج سکرټري و. ډېر ښه سړی و او ساده ژوند یې و. یوه ورځ مونږ د لمانځه نه پس له جماعت نه راتلو ما ورته پڼې سمې کړې هغه زر ماته پڼې سمې کړې. او زما شکريه يې ادا کړه او راته یې ووې چې دا مه کوه مونږ پښتنو کې دا رواج و چې د مشرانو د ادب دپاره به مو ورته پڼې سمولې. مونږٍ به کله نا کله د هغه بنګلې ته ورتللو خبرې اترې به مو ورسره کولې د هغه په بنګله کې يو وړوکی غوندې جماعت و. په هغې کې به مو یو ځای لمونځ کاوه ډېر خوش اخلاقه سړی و. لويي او تکبر په کې نه و. د مسلمانانو په مشرانو کې د ده په شان ساده ژوند ما د چا نه و لیدلی ډېر په قوم مین سړی و مونږ سره به یې د دوستانو په شان مجلس او خبرې کولې او همدې خبرو یې په زړه کې لار کوله ځکه چې د ده د زړه نه راوتلې وې. په دغو ورځو کې په عليګړ کې ګرمې جلسې کېدې او مسلمانانو د حکومت نه دا مطالبه کوله چې د عليګړ کالج دې د عليګړ مسلم یونیورسټي په نامه یونيورسټي شي. په نور هندوستان کې دا رنګه جلسې روانې وې او چنده يې هم غونډوله. ما له به دې جلسو ډېر خوند را کاوه. په هره جلسه کې به مې د شرکت کوشش کاوه. او د هر سړي تقریر به مې په ډېر غور اورېده. د ګرمۍ چوټۍ چې شروع شوې ماته ويل شوي وو چې په بورډنګ کې به درته ځای درکړوء خو په بورډنګ کې ونه شو.د علیګړ د بورډنګ او ښار په سوسايټي کې ډېر فرق و .د علیګړ بورډنګ سوسايټي مهذبه او عالمانه وه. په ښار کې هغسې ژوند نه و او بله د| چې برسات شروع شوی و.د ښار نه کالج ته تګ را تګ هم ګران و. په دې وخت کې زما ورور څانصاحب چې د --- ۷ 0016/٩0٨6 زما ژوند او جد و جهد لندن حالات يې ليدلي وو.ما ته يو خط راولېږه چې ته هم دلته انګلینډ ته د انجینرۍ د تعليم دپاره راشه. زه به ډاکټري وکړم او ته به أنجنیري رکړې.نو زه د عليګړ د ګرمو په چوټو کې کلي ته راغلم او بابا ته مې د خپل ورور هغه خط وښوده. ځو د هغه ورسره اتفاق نه و. اخررضا شو.درې زره روپۍ يې د خرڅ دپاره راکړې. پي. ان او. جهاز کې يې راته ځای ونیولو. ځو زما د مور زما د تلو سره اتفاق نه و. د هغې په غوږ کې چا دا خبره کېنولې وه چې یو ځل ولایت ته څوک لار شي نر هغه بيا دا ملک څه کوي. يو زوی دې لاړ دی که دا بل هم لاړ شي او بېرته را نه شي نو ته ځو به میراته پاتې شې. ما چې هر څومره کوشش وکړو د هغې د زړه نه مې دا خبره ونه ویستلی شوه. په هغه وخت کې زمونږ د ملک بد حالت و. پرې جنبې او تربګنۍ وې» بد امني وه.د شپې به هر چا خپله څوکۍ کوله چې څوک مسلمان پښتون را نه شي او مړ مې نه کړي او د ورځې به ورسره وېره وه چې چا راباندې دعوه کړې نه وي. ځکه چې اکثر دعوې به په پرې جنبې او دښمنو کېدلې او داسې به هم کېده چې په خپله به یو سړي قصه مصه جوړه کړه او پخپلو دښمنانو به يې دعوه وکړه دا ټولې کیسې مې مور ته وکړې چې ګوره مورې؛ یا به چا وژلی يم یا به يې د شمروز دادا په شان قيد کړی يم. د دې نه خو دا ښه ده چې د تعلیم دپاره د تللو اجازه راکړې. هغې به ما ته هېڅ جواب نه را کاوه او پټ پټ به یې ژړل نو ما د لندن د تللو اراده پرېښوده او فیصله مې وکړه چې نور سبقونه نه وايم او د قوم او ملک خدمت کوم. دوباره سبق شروع کولو او مختلفو ښارونو او سکولونو لیدلو سسساشسسسس مس ‎١‏ ووببګيچ١څچو»»‏ ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد و جهد کتلو او د خلکو سره تبادل خیالات ما ته ډېره فایده ورسوله او تجربه مې زیاته شوه.زما پلار د کلي لوی خان و او زه د ځان زوی ومء خو زما تعلقات د ځانانو سره ډېر نه و. زما ډېر تعلق د غریبانو سره و. زما ناسته او دوستي د شاخېلانو .ترکاڼانو او لوهارانو . جولاګانو او زمیندارانو سره وه.د ځانانو او ملکانو ځویونه او عادتونه هم را کې لوو . د هغه وخت د ځان دا صفت و چې يره ډېر لوی ځان دی د ځپلې مځکې پوله نه پېژني د خپلې مځکې انتظام او پخپله کار کول و د ځانۍ د شان سره مناسب نه و. ما له چې بابا کومه مځکه را کړې وه. په هغې کې ما پخپل لاس کار کاوه. زما یو نوکرو. شاخېل و قدیر نومېده. مونږ دواړو به په غوايانو ګنو ته سرې چلولې او د سرو بورۍ به مې پخپل لاس ډکولې. قدیر زما د وړوکوالي نوکر و. ډېر وفا دار و. خو چرسي و. ما ته به یې هم د چرسو صفتونه کولء خو زه پوه شوم چې دی ما د دې دپاره پةڅجرسو را اړوي چې بيا زه ورته چرس پیدا کوم.دی به یې د تاوانه خلاص وي بيا مې منع کړ چې ماته دچرسو صفتونه مه کوه.زما نور اشنایان او دوستان څوک په چیلم او څوک د نسوارو. څوک د سګرټ عادت وو. خو زه خدای د دې ټولو څیزونو نه ساتلی يم.زه چې په کلي کې پاتې شوم په ډېره بده سوسايټۍ واوړېدم. هغوی وران کاري وو. زه یې هم په ورانو سر کړم هغوی جنګیان وو. زه یې هم د خلکو سره وجنګولم. هغوی بد عمله وو. زه یې هم بدعمله کولم. خو د خدای احسان و چې ډېر زرئې زما سوسايټي بدله کړه او ډېرو ښو خلکو سره مې ناسته ولاړه شوه. به بد بو سح چک٨۴٥٨٨8تس--‏ 0016 ٩٨۱ زما ژوند او جد و جهد نوی مېدان» تازه افکار روشنفکرو سره تعلق ,مخفي صاحب: مولانا عبدالعزیزء مولوي فضل ربي» مولوي تاج محمد مدرسې جوړولء» دارالعلوم دیوبند سره تعلق شیخ الهند مولانا محمود الحسن صاحب او مولانا عبيدالله سندهي قوم پرستي» وړومبی واده اکره کې د مسلم ليک جلسه»ء کلي وطن کې تعلیم و تبلیغ د عالمانو سره تعلق: زما تعلق د فضل محمود مخفي صاحب.مولوي عبدالعزیز صاحب د پکلۍ مولوي فضل ربي صاحب او مولوي تاج محمد صاحب د ګدر د دارالعلوم مهتمم سره پيدا شو .مولوي تاج محمد صاحب د بغدادې و.د بي. اى تعلیم يې و. مذهبي تعلیم پرې د پاسه و. په اسلامیه های سکول پېښور کې سکنډ ماسټر و .مولوي فضل ربي صاحب د پکلۍ و.د دېوبند سند یافته و .په رېښتینو معنو کې عالم او قام پرست سړی و.مولوي عبدالعزیز صاحب زما د اشنا او د سبق د ملګري عبدالحلیم ورور و بهوپال کې يې تعليم کړی و.د اتمانزو د رھ لل ‎99٣‏ 00 ۰ 7------ تا زما ژوند او جد و جهد لوی ملا صاحب د خاندانه و.فضل محمود مخفي صاحب د چارسدې و.مېټرک پاس او انقلابي شاعر و. څه وخت چې انګرېزانو د فارس په خلیج کې ازاده بندرګاه جوړه کړه چې هلته به يې عربو باندې د ترکو په مقابله کې ټوپک.تمانچې. کارتوس او نورې وسلې په ډېره ارزانه بيه خرڅولې پښتنو قبایلو د دې وسلو سراغ پيدا کړی و.تلل به او له هغه ځایه به يې وسلې راوړلې او د پښتنو قبایلو کې به ‌یې خرڅولې.انګرېزانو چې د پښتنو قبایلو سره دا وسلې ولیدې حيران شول چې دوی دا وسلې د کومه راوړې چې تجسس یې ور پسې وکړ ورته معلومه شوه چې دا د خلیج فارس نه د اېران او بلوڅو په لار افغانستان او پښتنو قبایلو ته راوړل کېږي. نو انګرېز دې خوا ته د وسلو د مخنيوي دپاره په خلیج فارس او د هغه په غاړو کې د (ګرکسن په مشری یوه څوکۍ مقرره کړه.ددې څوکۍ یو داسې سړی په کار و چې هغه په انګرېزی.پښتو عربي او فارسي پوهېږي.د مخفي صاحب څلور واړه ژبې زده وې. دی يې هلته د ځان سره انټرپرېټر:ترجمان لګولی و.د دغې نوکرۍ په وجه په ده کې سیاسي شعور او قامي جذبه پيدا شوې وه. د پښتنو په شاعرۍ کې انقلاب ده راوستی و.د زلفو او کاکل او خط و خالء ګل او بلبل په عوض یې قام او وطن غریب او بېچاره ته د شاعرۍ مڅه ور وګرځوله. زه ده ته د پښتو شکسپېر وايم.د ده په پښتنو ډېر حق دی خو افسوس چې پښتنو د ده قدر لکه څنګه چې په کار و. ونه کړ. په دې ورځو کې د ترنګزو د حاجي صاحب نوی نوی د بزرګي شهرت پيدا شوی و. دوی ټولو د هغه سره د دین د خدمت دپاره ملا تړلې وه.حاجي صاحب د پښتنو د نورو بزرګانو په شان نه و .هغه د قام مصلح او تش په ځوله نه بلکې په عمل او په رښتیا سره په کومو غلطو رسمونو او سسسسسسسښسکي چپسسسحس لت داو و نت زما ژوند او جد وجهد رواجونو کې چې قام نښتی و او د دین او دنيا نقصان یې په کې و .هغه يې لرې کول غوښتل او د جهالت تورې لړۍ چې په قام او وطن را خورې وې.د هغې د لرې کولو دپاره یې کوشش کاوه.د مخفي صاحب دوی په ذريعه زما هم د حاجي صاحب سره تعلق پيدا شو. حاجي صاحب اول پخپل کلي کې اوسېده.خو بيا ورته د عبدالاکبر خان پلار د ترنګزو او عمرزو په مينځ کې يو ځای ورکړ هلته يې ابادي وکړه او د کلي نه دې ځا ته راغی د جمعې په ورځ به دلته ډېره لویه جمع کېده او د لرې لرې ځايه به خلک لمانځه ته دلته راتلل زه به هم ورتللم. مدرسې جوړول: زه په مشن سکول کې د خپل هېډ ماسټر وګرم او د هغه د ورور ډاکټر وګرم نه ډېر متاثر شوی وم.د هغوی قربانيو را باندې ډېر اثر کړی و.زما هم دا ځيال پیدا شوی و چې د دې قام اووطن خدمت مې وکړي. په دغو ورځو کې زمونږ د قام د جهالت په وجه ډېر بد حالت و نه د حکومت له خوا څه انتظام و او نه د قام له خوا.د تعلیم کولو هېڅ انتظام نه و او که په کوم کلي کې به پرايمري سکول و.هغې ته هم ملايانو څوک نه پرېښودل نو ما غوښتل چې د پښتنو د بچو د تعليم دپاره په ملک کې د اسلامي مدرسې جوړولو کوشش وکړم او خپل ژوند به په دې خدمت کې تېروم. په ‎٣٧١٤٤‏ کې ما او مولوي عبدالعزیز صاحب يوه مدرسه په اتمانزو کې جوړه کړه او د نورو مدرسو جوړولو دپاره مو په نورو علاقو کې دوره شروع کړه د خلکو توجه مې د علم طرف ته کړه. او د پښتنو په زړونو کې مې د علم د ضرورت احساس پیدا کړ. او دغه شان مو ورو ورو په مختلفوعلاقو ٢ 0 ۷ ‏د‎ تا زما ژوند او جد و جهد کې د مدرسو جوړول شروع کړل او په لږړوخت کې مو ډېرې مدرسې جوړې کړې. زمونږ کلي ته نزدې د مفتي اباد نه خلک راغلل چې ته راشه مونږ دلته يوه مدرسه جوړوو. زه لاړم خلک مې را ټول کړل د علم د ښېګړو په باره کې مې ورته خبرې کولې. په دې کې يو ملا راغی چترالي«چترال زمونږ د اتمانزو د کلي په میره کې يوه بانډه و ملا به یې ورته ويل د ده سره ټوپک هم و. اوکتابونه هم ورسره وو. مونږ سل مشوره کوله خبرې مو کولې ملا صاحب پاڅېد او وئې ويل چې زه دا تعلیم چې عبدالغفار خان شروع کړی دی نه منم او نه دا تعلیم دی او هغه ويل چې په دې مدرسو کې چې کوم کتابونه لوستل کېږي نو په هغه کې دې چې: «ایک کتا بهونکتا هی» یعنې یو سپی غاپي او به بل کتاب کې لیکلي چې(182 ونا ۸ یعنې يو غټ انځر. دا څه دي؟ دا علم دی؟ نو زه راغلی يم د ده سره فېصله کول غواړم چې په کتاب راسره فېصله کوي که په ټوپک؟ ما ورته وویل چې ته ښه پوهېږې چې زه د ټوپک کار نه کوم او دغلته چې ته اتمانزو ته ځې.زما یوتربوردی چې محمد خان يې نوم دی هغه ته د ټوپک نوم واځله نو پخپل ځان به پوه شې چې ته څومره سړی یې ملاصا حب علم خدای او رسول په مونږ مسلمانانو فرض کړی دی او چې تاسو خلک د دې انګرېزي مدرسو نه منع کوئ نو په کار دي چې هغو له پخپله.خو د تعلیم انتظام وکړئ نو چې تاسو هم ورله څه انتظام نه کوئ او مونږ هم د دوی د خدمت نه منع کوئ نو د "دې قام دې خدای مل شي. پښتون يو ژوندی قوم دی د قومیت او قربانۍ ماده هم په کې شته. ځو راویښول غواړي. قومونه ځو تش په كٌف و چُف نه را بېداریږي. د قومونو د ژوندي کولو او بېدارولو دپاره داسې کسان سميسا پبمضض-- 00011651 //۸٨//.001200151166:0 ‏مس‎ زما ژونداو جد و جهد په کار دي چې بې غرضه وي. دیانت دار وي اېماندار وي. او د خدای دپاره د ځپل قام خدمت ته تیار وي چې داسې کسان په کوم قوم کې پېدا شي نو د هغوی په کوششونو هغه قام کې ميئهء محبت. همدردي. وروري او عزیزولي پيدا شي. هغه قام اباد شي مونږ بې همتو او خودغرضو خانانوملایانو او باباګانو تیارې ته کېنولي يُوء ځکه خو زمونږ د قام دا حال شو. که چېرې دا کارونه په تش کٌف او جُف. وظیفو او دعاګانو کېدلی شوی نو زمونږه ځپل رسول" به دومره کړاوونه ولې کول. دومره قربانۍ ورکولې. تکلیفونه او مصیبتونه به یې تېرول»خو د جماعت په ګُوټ کې به ناست وی دعا به یې کوله. د هغه په شان دعا د چا کېدی شوه؟ کار به کېده.قام به ابادېده.خو خبره داده چې بې عمله دعا د خدای په نزد نه قبليږي. په دې کې د پښتنو څه ګناه ده؟ دوی ته چې هر چا جونګه جاړه اچولې ده. دوی ورته را ټول شوي دې شکرانې يې ورکړې دې. د هغوی په مخ کې یې منډې وهلې دي. خدمتونه يې ورته کړي دي.ملکانې او سیرې يې ورکړې دي. تر دې چې خویندې لوڼه یې هم ورکړې دي. خو هغوۍ دا بدبختان په هغه دین هم نه دي پوه کړي. هغوی دا ګمان کاوه دا زمونږ د دین او دنیا نجات دهنده دي. خو د دوی سره نه د دین غم و اونه د قام» هغوی سره ځپل غم و. هر څه يې خپل ځانته کړي دي. قام. وطن او دین ته یې هېڅ نه دي کړي. زمونږ د سکولونو مخالفت ملایانو شروع کړو او ويل به يې چې په دې کې اردو ويل کېږي. اردو يوه بهانه وه. ګني دجماعتونونه زمونږ په سکولونو کې ديني تعليم هم زیات و او هم په ښه طريقه و او هم ورسره ديني تربيه وه.دوی د لمونځ معنی چا ته ښودلې نه ده. اومونږ په زرګونو بچو ته د لمونځ معنی ور زده کړې ده. خبره داوه چې وسپپس.- ه011 زما ژوند او جد وجهد 1 ‎٢‏ دا زمونږ مخالفین چې وو. د دوی ځو په اسلام څه کار نه و. که نه اسلام خو علم په نر او ښځه فرض کړیو او دا یې ویلي دي چې په علم پسې ان تر چېنه لاړ شئ. چین کې خو منيه. خلاصه او د عربي علم نه‌و.د اسلام خو د علم د حاصلولو غرض و» که دا ملايان رښتیا په علم مېن وي نو دوی به زمونږ ملاتړ کړی وی. دوی ځو دا فکر کاوه که پښتنو کې علم او پوهه راشي زمونږ د کان به سوړ شي او دې ته یې فکر نه کاوه. که په پښتون قوم کې علم راشي قام به ترقي وکړي او چې قام ترقي وکړي مونږ به هم ترقي وکړو.دوی خو د قوم نه جدا نه دي د دوی نه بیا لاخانان ښه وو. ځکه که په قام کې پوهه را تلله نو ځانۍ ته یې هم نقصان رسېده.خوخانانو مخالفت خو لاپرېږده چې وئې نه کړ.بلکې زمونږ ډېر امداد یې هم کړی دی. مونږ به ملايانو ته ډېره تسله ورکوله چې که دا قام ترقي وکړي تاسو به هم ترقي وکړئ. خو د هغوی په دماغ کې دا نه راتله چې ګوندې پښتون قام او ورسره مونږ ترقي کولی شُو. دوی دومره د تيارځورۍ او بييکارۍ عادت شوي وو چې د جدوجهد ماده په کې پاتې شوې نه وه.,زما په ياد دي چې یوه ورځ په سېواګرام کې د ګاندهي جي سره ډېر خلک را جمع شوي وو. د پراتنې نه پس هغه خلکو ته دا خبره وکړه. دا نن چې مونږ غلامان يُو او د ذلت ژوند تېروو .دا ځکه چې مونږ ډېره لويه ناشکري کړې ده او د خدای په نزد ناشکرې ډېر لوی جرم دی.مونږ ځکه په مصیبت مبتلا يُو چې خدای لاس او پښې راکړي دي او مونږ ورنه کار نه اخلو او زمونږ مذهبې ډله یعنې برهمنانان تيار خواره او : بیکاره شوي دي. د دې نعمت دکفران په وجه د خدای له طرفه په مونږ دا لعنت نازل شوی دی. په ګیتا کې يې راوړي دي چې څوک کار نه کوي او وراک کوي هغه غل دی.» اس ۵ 0016/٩066 زما ژوند او جد و جهد په دغه وخت کې قام د ملايانو او باباګانو په جال کې ګيرو او د هغوی د اثرلاندې د بل چا اثر یې لا نه و منلی او یو قام هله دچا اثر قبلوي چې اثر والا په کې پیدا شي. کله چې ملایانو زمونږ د مدرسو مخالفت شروع کړو نو د ځپلو مدرسو دپاره مونږ د ترنګزو حاجي صاحب سرپرست وټاکه نو په دې طریقه مونږ څه نا څه د ملايانو د تخریب نه بچ شُو. د حاجي صاحب په وجه مونږ ته په دې کار کې ډېره کاميابي حاصله شوه. حاجي صاحب يو مصلح بزرګ و او د نورو باباګانو غوندې نه و .دا یې لوی صفت و چې د نورو باباګانو غوندې چا ډایرېکټ یا ان ډایرېکټ په بيه نه شو اخیستلی. پرنګی په دې کار کې ډېر استاذ و .هغه د مسلمانانو د راګیرولو دپاره مسلمانان ساتلي وو. هېڅ ملا او بابا ترې بچ کېدی نه شُو .دغه یو حاجي صاحب ترې خدای ساتلی و.زمونږ د مدرسو په مخالفت کې هم د پېرنګيانو لاس و که څه هم د ملایانو په کې خپل غرضونه هم وو. دېوبند سره تعلق: د حاجي صاحب او د هغه ملګرو . مخفي صاحب. مولوي فضل ربي او مولوي تاج محمد دوی سره ځو زما د اول نه تعلقات او تګ راتګ و. خو د دې مدرسو د جوړولو په وجه زمونږ تعلقات نور هم مضبوط او زيات شُو زه به کله کله د دوی ليدو او تبادل خيال دپاره«ګدر ته ورتلم او دوی به هم چې کله د حاجي صاحب ليدو ته را غلل زما لیدو ته به هم اتمانزو ته راتلل. مولوي تاج محمد د ګدر د دارالعلوم مهتمم و. او د انتظام نه علاوه درس به یې هم ورکاوه نو ډېر به له ګدر نه بل چېرته نه تلو. مخفي صاحب اومولوي فضل ربي صاحب به ډېر راتلل او د مولوي فضل ربي صاحب په واسطه ورو ورو سر ۳-۹ تت تت زما ژوند او جد و جهد 1 زمونږ تعلقات د دېوبند سره پيدا شُو. په دې شپو ورځو کې د دېوبند دارالعلوم پرنسپل حضرت مولانا محمود الحسن صاحب ډېر نېکء پاک. دای پرست او لوی عالم و او تش کتابي عالم نه و.د علم سره يې عمل هم لرلو او په دې فکر کې و چې هندوستان به څرنګه د پرنګي د غلامۍ نه ازاد کړی شُو؟ زمونږ هم دا فکرو او د ملک ازادي زمونږ مشترک مقصد و. مونږ چې به دېوبند ته لاړو نو د مولانا سره به وو .په دېوبند کې ډېر پښتانه طالب العلمان وو مونږ د پښتنو طالبانو د لیدلو په بهانه دېوبند ته تللوء د مولانا یو شاګرد میا عذیرګل به زمونږ د خوب او خوراک انتظام کاوه. د مولانا صاحب په ذریعه ورو ورو د هغه د ملګرو ملایانو سره زمونږ پېژند ګلوي پيدا شوه چې د هغوی نه مولوي عبيدالله سندهي او محمد میا نومونه راته ياد دي. او د نورو ډېرو را نه اوس هېر شوي دي.د ځورجي یو مولانا صاحب زما ډېر اشنا و. ډېر مينه ناک سړی و. زما نه چې به خبر شو دېوبند ته به راغی ډېرد خوراک څېزونه به یې د ځان سره مونږٍ ته راوړل د خورجي اچار او کولچې ډېرې مشهورې دي.افسوس چې زما نه د مولانا نوم هېر دی. شاید زما په هغو ورکو شوو نوټ بکونو کې وي. رښتیا خبره دا ده چې زمونږ پځپلو کې ډېره مینهء محبت و د چا چې مقصد اونصب العین یو وي. هغوی کې همېشه مينه ويء محبت وي. هغوی کې به د رائې اختلاف هم وي.خو دا اختلاف دهغې ډلې د پاره رحمت وي. دا نن چې تاسو په ډلو کې پرې جنبې وینئ. تاسو تحقیق وکړئ د هغوی مقصد او نصب العین يو نه وي. ځکه خو اختلاف رائې د رحمت په ځای د هغوی دپاره زحمت شي. ځکه چې دوی دا کار د خدای او د خدای د مخلوق دپاره نه کوي. دخپل ذاتي غرض دپاره یې کوي. د نفس لارې ډېرې وي. او د خدای لل دد هس 0 0٩016 ٩66 زما ژوند او جد و جهد لاره يوه وي نو د خدای دپاره خدمت او پرې جنبې دوه متضاد څیزونه دي. زمونږ زياتې خبرې اترې. سلاګانې اومشورې به مولانا محمود الحسن صاحب او مولوي عبيدالله سندهي سره وې. په هغو ورځو کې د پېرنګیانو ډېر رعب داب و. او د خلکو په زړونو کې د هغوی ډېره وېره ناسته وه او د هغوی د مخبرانو هم يوه زوره وره سلسله وه نو چې مونږ به هر کله دېوبند ته تللو نو د هغوی د وېرې به مو د دېوبند نېغ ټکټ نه اخيسته. مونږ به يو ټېشن دېخوا يا اخوا د ګاډي نه کوزېدو. بيا به پياده يا په بله ذریعه پټ دېوبند ته ورتللو چې پرنګیان را باندې پوه نه شي. مولوي عبيدالله سندهي په ډیلي کې د فتحپوري لوی جومات سره یو ځای اخیستی و او هلته به يې هلکانو ته د قران شریف درس ورکاوه او کوم هلکان چې به بي. اې پاس وو هغوی له به يې پنځوس روپۍ د میاشتې وظيفه هم ورکوله او درس به یې هم مفت ورکاوه. او هغه وخت پنځوس روپۍ ډېر شی وې. د هغه دا خيال و چې د مسلمانانو په تعلیمیافته زلمو کې به زه د قران شریف د درس په وجه د حریت او خدمت جذبه پيدا کړم.لیکن سندهي صاحب پخپل مقصد کې کامیاب نه شُو. سندهي صاحب لوی عالم و. د هغه په شان په قران کریم څوک نه پوهېدل او نه یې د ده په شان درس ورکولی شُوء ځو په مسلمانانو کې د جدوجهد ماده پاتې شوې نه وه. ګني همدغه د پېرنګيانو په مدرسو کې هندوانو هم تعلیم کړی و. په هندوانو د دې تعلیم یو قسم اثر شوی و. او په مسلمانانو بل قسم اثر شوی و. په هنداونو کې یې د خپل قام مینه او د هغوی د خدمت جذبه پيدا کړې وه او په مسلمانانو کې خدمت اومينه و پرېږده. هغوی د قام اوملک نه خبر هم نه وو. د ٨۸ ‏نن‎ ‎٢‏ تت تت زما ژونداو جد و جهد مولانا په شاګردانو کې د هغه ډېر نزدې شاګرد چې د سندهي صاحب پرې ډېر اعتماد و. بي. اې پاس و. قران يې د مولانا په ترجمه ختم کړی و. ‏با وجود د دې ټولو خبرو د پېرنګيانومخبر وخوت. د سندهي صاحب د دوستانو او شاګردانو او ټولو حالاتو ډایري به يې هره ورځ حکومت له ورکوله. د سندهی صاحب د شاګرد رشید چی دغه حال وي د نورو به څه حال وي؟ د قام مینه او خدمت او د 4244 يوازې په تعليم نه ده. مونږ چې د قام د خدمت او ازادي تحریک شروع کولو زه په ښارونو کې تعلیمیافته و پسې ډېر وګرځېدم ما په هغوی کې داسې خلک پېدا نه کړی شول چې د خدای دپاره د قام خدمت ته تيار شي. د باباګانو او بزرګانو مې ډېر خاطر ساتلی دی او خدمت مې کړی دی. ‏په دې طمع چې د ده خو زرګونه مريدان دي که دی یو ځل زمونږ ملګريشي ډېر خلک به زمونږ ملګرتيا او ملاتړ وکړي. د ملايانومې ډېره خوشامنده کړې ده او ډېرې منډې مې ورپسې وهلې دي. خو ډېرو لږٍو راسره ملګرتيا کړې ده. لکه په وړو کې مالګه. او چې د دوی نه ما یوسه شوم ښارونه مې پرېښودل او کلو بانډو ته ووتلم او عوامو ته ورغلم په څلورو میاشتو کې دومره خلک راسره را پاڅېدل چې پیرنګی ورنه ووېرېده.زه دولس کاله په تعلیمیافته و پسې ګرځېدلی يم خو د دوی نه مايُوسه شوم اوکلو ته ووتم نو په زرګونو خلک راسره ملګري شول. ‏شیخ الهند صاحب او سندهي صاحب: ‏مونږ چې به دېوبند ته لاړو نو شيخ الهند صاحب به سندهي ‏م)-٧۹-‏ پپس--- ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد و جهد صاحب ته هم خبر ورکړ اکثر به دی دېوبند ته راغی او کله نا کله به زه د ده ليدو او سلا مشورې دپاره ډیلي ته ورغلم. د سندهي صاحب ځای د فتحپوري جومات سره و. څو زه به نېغ د هغه ځای او درسګاه ته نه ورتلم ځکه چې د ده په ځای کې به سي ائ ډي همېشه حاضر وء او دا داسې وخت و چې چا ته به زمونږ علاقه کې د مولانا ابوالکلام ازاد جاری کړې رساله الهلال راتله نو پولیس به ورپسې و. او حکومت به په تورلسټ کې لیکه او چې حکومت به لر په چا بدګمان ّ چې د ده په زړه کې د ازادۍ او د قام او ملک مينه او د خدمت جذبه شته نو بیا دې خدای مل شه. ځکه به زه د هغه درسګا ته نېغ نه تللم فتحپوري جومات ته به لاړم چې لمونځ به وشُوء په جومات کې به مو سره ولیدل که خبرې به مو لږې وې په جومات کې به تمامې شوې. سندهي صاحب به خپل ځای ته لاړ او زه به خپل نور کار پسې لاړم او که خبرې به خلاصې نه شوې نو سندهي صاحب به زه د چای څکلو دپاره د ځان سره بوتلم» چای به مو هم وڅکلې او خبرې به مو هم وکړې. د سندهي صاحب د لیدلو نه پس به زه په ډیلي کې نه پاتې کېدم او د شپې په ګاډي کې به کلي ته راروان شوم» ځو کله چې به مې نور کار پاتې و نو پاتې به شوم زه چې به پاتې شوم د مولوي سیف الرحمن صاحب سره به پاتې کېدم». مولوي سیف الرحمن زمونږ د دوواوې و. ډېر عالم پوه او سیاستدان سړی و.مولوي سیف الرحمن د نورو ملايانو په شان د محدودو ځيالاتو ځاوند او تتګ نظره نه و. په ګُوټ اوبو کې به نه ډوبېده د اوچتو خيالاتو ځاوند او بلند نظره و. ډېر د مزو او زنده دل سړی و. فتحپوري د ډهلي یو جامع مسجد و. او په هغې کې یوه عربي مدرسه وه اومولوي سیف الرحمن د دې مدرسې صدر مدرس و. نسمښت وس وا زما ژوند او جد و جهد قوم پرستي: کله چې زما سوسايټي بدله شوه او د قام پرستو سره مې مخه شوه ما کې چې د قام پرستۍ کومه ماده وه. هغه را ویښه شوه. دا خبره خو ما لا په وړ وکوالي کې په طالب العلمي کې محسوسه کړې وه. خو د مخفي صاحب» مولوي عبد العزیز صاحب او مهتمم صاحب په مجلسونو کې يې وده وکړه. خصوصاً د مخفي صاحب د مجلس په ما ډېراثر و. په دې وخت کې زما دوه څیزونو سره ډېرشوق و. يو زمیندارۍ سره او بل د مطالعې سره. د زمیندارۍ دپاره خو ماته پلار په مامندناړۍ:محمدناړۍ» کې شپېته جریبه ځمکه راکړې وه. په هغې کې به ما خپله زمینداري پخپله کوله او د مطالعې دپاره به مې د مولانا ابوالکلام ازاد الهلال اخبار کتو چې یو عالمانه اخبار و. او هر مضمون به يې د علم نه ډک و او د ازادۍ او حریت علمبردار و. او د اسلام په حقیقت به یې خلک پوهول او بل مې زمیندار اخبار را غوښتل. زمیندار اخبار د مولانا ظفر علي ځان اخبار او ډېر قام پرست اخبار و. داسې ګنده نه وء لکه وروسته چې د اختر علي خان د هغه د زوی په ګوتو ورغی بل مې مدينه بجنور اخبار را غوښته چې ډېر قومي اخبار و. یو مې انګرېزي اخبار چې« د سول اینډ میلټري ګېزټ نومېده را غوښته ورسره به مې د ديني او نورو کتابونو مطالعه هم کوله چې طالب علم وم د مطالعې سره مې شوق نه و. خو چې د مدرسو کار مې شروع کړ د مطالعې شوق را سره پيدا شو.الهلال او زمیندار چې به هغه وخت چا له راتلل نو هغه به د حکومت د سترګو اغزي وو او د هغه نوم به بلک لسټ کې و. ولې چې دا دواړه اخبارونه قام پرست وو. قام يې را ویښاوه او پوهاوه او قومیت او جرات يې په کې پيدا کاوه. بديشي حکومتونه ځو په دې ولاړ وي ۷٧ ‏ند‎ - 0٢٨٨٨ ٢ . ‏زما ژونداو جد و جهد‎ ‏چې په خلکو کې وېره پيدا کړي او د خلکو له زړونو نه چې وېره ورکه‎ ‏شې د بديشي بهرني پردي» حکومتونو بنياد ونړېږي او د بدیشي‎ ‏حکومت مال د غله وي چې د کور خاوند را ویښ شي نو بیا غل کله‎ ‏ټینګېدی شي نو ځکه د انګرېزي حکومت د دې قسم اخبارونه خوښ‎ ‏نه وو. څو ځله ما پسې پولیس راغلل چې ته دا اخبارونه مه را غواړه‎ ‏بند يې کړه د حکومت نه خوښېږي څوک چې دا اخبارونه لولي‎ ‏حکومت یې خپل دښمن ګڼي.تا ته به ډېر نقصان ورسیږي. ما ورته لنډ‎ ‏جواب ورکړو چې د حکومت خوښ نه وي حکومت دې پخپله بند کړي‎ ‏هغوی به وویل چې حکومت خو یې نه بندوي ما به ورته وويل چې زه‎ ‏یې هم نه بندوم.‎ مخفي صاحب به هم چې چېرته ښه کتاب پيدا کړ» هغه به دمطالعې دپاره ما ته راوړ. یوه ورځ يې راته د عبدالحليم شرر یو ناول چې« زياد او حلاوه» نومېده راوړۍ و او راته یې وويل چې دا کتاب په ښه شان مطالعه کړه. هسې هم زما طبیعت داسې و چې مطالعه مې د نورو په شان ډېره نه شوه کولی. خو چې څه مې کولی شوه نو ځان به مې پرې ښه پوهاوه او ښه غور به مې پرې کاوه چې مطالب يې ښه هضم کړم. دا ناول د سپین«هسپانيه په باره کې لیکل شوى و او دا يې ليکلي وو چې د سپين عيسایانو د مسلمانانو د اتوسوو کالو تسلط ته څرنګې ځاتمه ورکړه. د دې ناول په لوستو ماته په ځپل کار کې ډېره ګټه ورسېده. مخفي صاحب به چې پخپله نوي شعرونه جوړ کړل. هغه به یې هم ماته راوړل او راته به يې اورول. ماته به د مخفي صاحب شعرونو ډېر خوند راکولو. خوند څه چې په ما به یې ډېر اثر کولو. د هغه ډېر شعرونه ما ته اوس هم ياد دي ما او مخفي صاحب به الهلال یو ځای لوسته په مضمونونو به یې مونږ ډېر و دس نس 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد بحث کاوه او څو څو ځله به مو لوسته او چې څومره به وس کېده نورو ته به مو هم اورولو. رښتیا خبره داده چې مونړٍ الهلال د اسلام په حقيقت پوه کړي يُو او دې اخبار زمونږ مخه دې ځواته کړه. دا هغه وخت و چې د پرنګي د حکومت له وېرې به چا پټ په حجره کې د پرنګي خلاف خبره نه شوه کولی. مونږ به چې دا قسم خبرې کولې چرته پټ ځای ته به لاړو. زمونږ کلی ډېر ګڼ کلی دی. هلته به مو پټې خبرې هم نه شوې کولی او ډېره لږه به د پټو خبرو موقع راته پيدا کېده. کله به د حاجي صاحب ځای حاجي اباد ته لاړو. کله بل ځوا. يوه ورځ مولوي فضل ربي صاحب او مخفي صاحب او زه مامندناړۍ ته چې په مېره کې زمونږ یو کلی دی او ډېر ښه نهر په کې بهیږي او ډېر ښکلی ځای دی لاړو.د شپې د ډوډۍ انتظام را ته وشو د ماښام د لمانځه نه وروسته په سرک ګرځو او خبرې کوو چې شاته مو وکتل یو سړی را پسې دی په مونږ وارخطايي راغله زمونږ دا ځيال شُو چې دا سړی ګوندې مونږ پسې لګېدلیدی. د هغه ځايه مو دوه خپلې کړې او دوه پردۍ. تياره ډوډۍ مو پرېښوده او د کور اوند ته مو خبر قدرې هم ونه کړو. په منډو منډو زمونږ یو بل کلي مړوندۍ ته ماسختن «مازختن ورسېدو. زمیندار او دهقان ډوډۍ د وخته ځوري هغوی ډوډۍ ځوړلې وه زمونږ دپاره يې په شپه کې نوره ډوډۍ پخه کړه ډوډۍ مو وخوړه او همدلته أوده شو. په داسې حالاتو. واقعاتو او مشکلاتو کې مونږ کار شروع کړی وه. سره د دې زمونږ کار ورځ په ورځ ترقي کوله ځکه چې زمونږ کار د خدای د مخلوق دپاره و. زمونږ په کې ذاتي غرض نه و. بلکې ذاتي مو په کې نقصان و. ۳ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد (٢ت ‎1٢٧٧۳‏ ‏وړومبی واده: د ‎٢‏ ام کال په اخر کې پلار ما له واده وکړ. زه لا هلک وم په سکول کې مې سبق ویلو. زمونږ کلي ته نزدې رځړ نومي کلي کې د کنان خېلو خانانو په کورنۍ کې يې راته کوژدن کړې وه. زما په ګمان چې زما سخر یارمحمد خان اولنی خان و چې په لور یې روپۍ وا نه فيستې.هغه وخت که ځان به و که غریب د خور لور په سر به يې پیسې اخيستې.دا رواج خلکو ته بد نه ښکارېدو نن هم پښتانه د خور او لور په سر روپۍ اخلي خو خلک ورته بد وايي. په اسلام کې د ځور او لور په سر پیسې اخيستل لويه ګناه ده. بلکې اسلام خو خوېندو او لوڼو ته د پلارء مور او ورور په ميراث کې برخه ورکوي. زما سخر ډېر سخي او مېلمه دوست سړی و. ډېر دوستان او اشنایان یې لرل د کور کلي په غریبانو به يې خاص نظر ساته چې څه وخت مړ شو ما پخپله ليدلي و چې نرو. ښځوء . ځپلوء پردو ورپسې په زار زار ژړل پځپله يې تعلیم نه و کړی خو د تعلیم سره یې ډېر شوق و. زما بابا ته به یې ويل چې هغه یو زوی دې تا لندن ته تعليم د پاره لېږلی دی دا بل به زه ولېږم دا مې اورېدلي و چې سخت مریض شو نو وئې ويل چې زه وصیت کوم او ځپلو زنانه وارثانو ته د شریعت په مطابق حق او حصه ورکوم» خو خپلو خپلوانو پرېنښود. ډېر ځانان یې دوستان وو. خو د ده له مرګه وروسته هېچا هم د ده د ماشومانو پوښتنه ونه کړه. ځکه چې د هغه نه ټول واړه ماشومان پاتې وو. د چار درویش په قصه کې د یو سوداګر د زوی قصه کوي چې د پلار نه ورته ډېر مال او دولت پاتې شوی و. او ده هغه ټول په يارانو دوستانو وخوړلو کله چې د مال او دولت نه کنګال شو نو په ډېره بده دنت ۷۴6 ٢م٢۳٢۳----ھت‏ ھت تت زما ژوند او جد و جهد ورځ په لاره روان دی یو لاروي وپېژانده ورنه یې پوښتنه وکړه چې ته هغه د سوداګر زوی نه یې؟ ده ورته وویل چې ولې نه يم هغه ورته وویل چې ته په دې مصیبت اخته شوی یې ستا ځو ډېر ياران او دوستان وو. درنه به ځارېدل او قربانېدل هغوی دې هېڅ امداد ونه کړ. هغه څه شول؟ ده ورته وويل چې نه. هغه زما دوستان نه وو. هغه د دسترخان مچان وو چې دسترخان مې غوړېدلی و. دوی پرې بڼېدل او چې دسترخان ټول شو مچان والوتل. ما سره د ځپل قام د ښځُو ډېر قدراو عزت و او ډېره همدردي مې ورسره وه. ولې چې زمونږ په قام کې هم لکه د نورو مشرقي قومونو په شان د ښځو قدر نه و. دوی به د سړو نه ښکته ګڼلې شوې. حالانکه چې پستي او بلندي په عمل ده. که د چا عمل پست وي. هغه نر وي که ښځه په کار دي چې پست وګڼل شي او د چا عمل چې وچت وي.نروي که ښځه په کار دي چې په درانه نظر ورته وکتل شي. خدای ځو نر او ښځه د دنيا د ابادۍ دوه ملګري پيدا کړي او د بشریت د ګاډۍ دا دوه پائې دي دا ګاډۍ په یوه پایه نه شي چلېدی او بیا زمونږٍ د پښتنو ښځې خو ډېرې پاک لمنې. حیا ناکې.مينه ناکې او وفادارې دي. او ډېرې خدمتګارې ديء . مونږٍ چې به کله ناکله د ځپلو ځپلوانو کره مېلمانه شُو سره د دې چې نوکرانې به وې» خو زمونږ د خپلوانو ښځې به رانه چاپېره ګرځېدې او ډېر په اخلاص به يې زمونږ خدمت پخپله کولو. کوم ښه څیز چې به یې پوخ کړی و. هغه به يې زمونږ مخې ته را وړاندې کولو. او چې زمونږ نه به څه پاتې شوء دوی به بيا هغې ته کېناستې او هغه به يې خوړلو. په ابتداء کې به سړو د دوی سره يو ځای ډوډۍ نه ځوړه او ښځُو به هم د نارینه و سره په يو 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد دسترځوان ډوډۍ خوړل عیب ګڼل. د ټولو نه اول دا خبره ما محسوسه کړه او چې کله به مېلمانه نه وو د دوی سره به مې په یو دسترخوان ډوډۍ ځوړه اول دا رسم ما مات کړ. او ورو ورو په ټولو ځلکو کې د دې رواج اصلاح وشوه. ما چې واده وکړ زما ټېر ته به ما سره یو ځای ډوډۍ ځوړل ډېر عجیبه ښکارېدل او له شرمه به يې په اسانه را سره ډوډۍ نه ځوړه. يو ځو به ځکه ښځو ډوډۍ وروسته ځوړه چې د مېلمنو او نارینه و څه پاتې شُو نو دوی به بيا پرې را غونډې شوې او که به کافي غذا پاتې نه وه هم دوی به پرې قناعت کولو او بله دا وه چې سپین سرو ښځو به ځوانو ښځو پسې خبرې کولې چې ځورې ته د دې زمانې ښځُو ته وګوره څومره کلک سترګې دي. د ځخپلو مېړونو سره یو ځای ډوډۍ خوري. مونږ خدای داسې زمانې ته پاتې کړو. ځو اخر دوی هم ورسره بلدې شوې او دا کار بيا بد نه ګڼل کېدو. د مېلمه وخت هم معلوم نه و .هر وخت به چې مېلمه راغی ښځې غريبانانې به مجبورې وې چې د ډوډۍ غم ورته وکړي. که نيمه شپه به وه اوکه د اړپشکال ټکڼه غرمه به وه چې مېلمه به راغی نو هغه به هم ښه ډوډۍ غوښته او کوربه به هم ښه ډوډۍ ورکوله. زمونږ تحریک کې بيا د دې خبرې هم اصلاح وشوه.مونږ خلکو ته وویل چې یا به ناوځته په چا نه مېلمانه کېږئ. او که ناوخته په چا پېښ شوئ چې څه تيار وي هغه به خورئ. او که څوک درباندې ناوخته را پېښ شُو هم تياره به ورته مخکې ږدئ او په دې شان مو د ښځو تکلیف لږ څه کم کړ. په هغه وځت کې هلکان چا تعلیم ته نه پرېښودل د جونو تعلیم خو بالکل د کفر سره مترادف ګڼل کېده. ملايانو به تعلیم ته څوک نه پرېښودل زما ياد دي ما چې لور په سکول کې داخله کړه نورځو پرېږده چې خپله سخرګنۍ هم رانه خپه شوه.حالانکه دا سکول د یو ---٧7 0٩016 ٩0٨666 زما ژونداو جد و جهد خان په کور کې و.ځخاص د جینکو دپاره و يو قسم پرایېوېټ «مخصوص مدرسه وه. د ځان ټبر پخپله درس ورکولو. اوس هم ډېر خانان ځپلې لوڼه په سکول کې نه داخلوي.ملایانو دې ته نه کتل چې اسلام خو علم په نرو او ښځو يو شان فرض کړی دی. يوازې د مدرسو مخالفت يې نه کولو د اخبارونو يې هم سخت مخالفت کولو اول خو به یې ويل چې په دې کې ټول دروغ دي. په چل ول دخلکو نه پيسې اخلي بيا چې خلک لړ لږ پوه شول چې په اخبارونو کې خو د خدای او رسول خبرې هم وي بيا به يې دا پراپېګنډه کوله چې په اخبارونو کې د اياتونو بې حرمتي کېږي. په اخبار کې ایاتونه لیکلی شي او بيا په لارو کوڅو او ډېرانونه کې پراته وي. ما له چې به کوم اخبارونه راتلل ما به په حجره کې خلکو ته لوستل خو چا به ورته ښه غوږ نه اېښود. یوالهلال ته به يې لږ غوږ کېښو. ځکه چې یو خو په کې د خدای او رسول ځبرې وې او بل د ابوالکلام ازاد اخبارو. پښتانه اوس هم د اخبار لوستلو شوق نه لري. په چټي څیزونو. په بې ځایه رواجونو په زرګونو روپۍ خرڅ کوي.خو په اخبار یوه پیسه نه ورکوي. او همدا وجه ده چې د دومره بهادر او لوی قوم پخپله ژبه کې یو قومي اخبار نشته. زمونږ یو لوی ځان و. يوه ورځ يې په ښار کې یو هلک لیدلی دی چې اخبارونه ورسره دي او چغې وهي چې اخبار واخلئ. خانصاحب ګمان کړی دی چې دا ګوندې وړيا دي. اخبار یې ورنه اخیستی دی. خو چې هلک ورنه پيسې غوښتې دي. ده اخبار بېرته ورکړی دی او اخيستی يې نه دی. چونکه زمونږ د اخبار سره مینه نشته نو ځکه زمونږ پخپله ژبه کې اخبار هم نه و. ٧ ‏ات‎ "٢ک‏ کت تم زما ژوند او جد وجهد 1 څنګه چې يې د اخبار سره مینه نه وه دغسې يې د ځپلې ژبې سره هم مینه نه وه. د تعلیمیافته کسأنو سره به مې چې د ژبې په باره کې خبرې وکړې راته به یې ويل چې پښتو لا د څه ژبه ده؟ په دې کې علم نشته پښتو کې څه دي؟ ما به ورته ويل چې هلکه دا نورې ژبې ځو د اسمانه نه دې راکوزې شوې. د هرې ژبې ویونکو ځپلې ژبې ته ترقي ورکړې ده. پښتنو چې ځپلې ژبې ته توجه نه ده کړې. دې کې د پښتو ژبې څه ګنا ده؟ او دا خو زما او ستا ګناه ده. ما چې واده وکړ کله چې به مې اخبار لوست ټبر به مې راته ويل چې دا اخبارونه څه له لولې دا خو ټول دروغ دي ما به ورته ووې چې نه دا خو پراپیګنډه ده. اخبار لوستل ډېر ضروري څیز دی. بيا به غلې شوه ويل به یې زه څه خبره يم». خو خلک داسې وايي بيا به يې رانه پوښتنه وکړه ښه ده نو څه په کې دې. ما هم پرې پوه کړه بيا به مې ورته وویل چې دې کې د ټولې دنيا حالات دي ما به بيا ورته ځینې مطالب وویل. د پښتنو ښځې د نارېنه و نه ذهینې دي د هغې هم د اخبار او تعلیم سره ورو زرو دلچسپي پیدا شوه د قران او دین او نورو ضروري خبرو معلومات به مې ورته ورکول. هغه په پلار ډېره ګرانه وه. په خپله پلارګنۍ يې ډېر اثر و.د هغې په وجه زما د سخرګنۍ په ښځو کې هم ډېره تبدیلي راغله. زما به همېشه دا کوشش و چې د ښځو د مغزونه د کمترۍ احساس لرې کړم. ځکه چې په دوی کې دا احساس خودغرضو او ناپوهو سړو پيدا کړی دی. ما به ځپل ټبر سره په دې خبره بحث کولو چې ښځه او نر دواړه د خدای په نزد يو شان دي. دروندوالی او سپکوالی په عمل دی او دا به مې هم ورته ويل چې د دې احساس په پیداکولو کې تاسو ښځې پخپله هم ګرمې يئ. ځکه - ۸ سسرس-س- 0016/۳066 زما ژوند او جد و جهد چې زوی ته په یو نظر ګورئ او لور ته په بل نظر او د وړوکوالي نه د جینکو په مغزو کې دا خبره کېنوئ چې هلکان او نارينه خدای د جونو او ښځو نه بهتر او لوی پیدا کړي دي. با به مې ورته دا هم ويل چې انسان د خدای په ټول مخلوق کې اشرف ګڼلی شي نو په دې وجه يې د نور مځلوق نه ذمه واري زیاته ده. خو زه چې دې ځپل قوم ته ګورم ما ته په دوی او ځناورو کې فرق نه ښکاري. د دوی سره هم د خپلې ګېډې غم دی او د ځناور سره هم د خپلې جالې غم دی. دوی هم بچي راوړي او د ځپلو بچو غم خوري او ځناور هم بچي زېږوي او لویوي يې نو دوی په څه اشرف المخلوقات وبللی شي؟ دوی هم لکه د ځناورو په شان يو بل وژني دوی به هله ا شرف المخلوقات وګڼل شي چې دوی کې اجتماعیت» وروري. عزیزولي . مینه او محبت پيدا شي. تش په دې چې نور ځناور په څلورو پښو ګرځي او انسان په دوه پښو. اشرف کېدی نه شي. يوه ورځ مې په خبرو کې ورته وويل چې نارينه مړ شي ښځه کونډتون کوي او چې ښځه مړه شي نارینه سمدستي بله ښځه وکړي. په کار ځو دا دي چې د ښځې څښتن مړ شي چې هغه هم بل مېړه وکړي ماوې زما په خبره پوه شوې؟ دې ویلې هو؛ ماوې معلومه نه ده چې څوک به مخکې مري. خو که زه مړ شم او ته ځوانه وې د بل مېړه په کولو کې هېڅ شرم ونه کړې. دې راته وويل دا د بې غېرتۍ خبرې را ته مه کوه. اگره کې د مسلم ليک جلسه: په ‎٢١١٩١‏ کې په اګره کې د مسلم لیګ سالانه جلسه وه. هغه وخت به د مسلم ليګ جلسې په دسمبرکې د بړه دن په چوټيو کې کېدې. ما چې په اخبارونو کې لوستل چې د اګرې په ښار کې د مسلم ضےښت )ِ-0٨٢(()أ‏ ۳ دون وا زما ژوند او جد و جهد ليګ جلسه ده نو اراده مې وکړه چې ضرور به په دې چلسه کې شرکت کوم. ولې چې دا سیاسي جلسه وه او زمونږ په ملک کې سیاسي جلسې نه وې او نه ورسره خلک بلد وو. که څوک پرې پوهېدل هم د پېرنګیانو د وېرې چا د جلسې نوم قدرې اخيستی نه شو» ډېر خلک خو ترې خبر هم نه وو. زمونږ په علاقه کې هغه وخت د ملایانو به په د اسې مسئلو بحثونه وو چې د قام اوملک او اسلام ته به ترې هېڅ فايده نه وه. مثلا چا به ويل«ضالین دی او چا به ويلظالین دی چا به ويل د سابې توبه قبوله ده چا به ويل نه ده قبوله. دغه شان چا به ګوته اوچتول سنت ګڼل چا به بد عيب. په دغسې خبرو به د ملايانو بحثونه وو. په خرو او اوښانو به کتابونه بار یو ځای ته وړه او بل ځای ته وړه او بحثونه کوه او خبره مه فېصله کوه.په دې توګه به یې د خلکو توجه د ژوندانه د مهسو مسایلو نه بل پلو اړوله ماته په دې کې د پېرنګيانو لاس ښکارېده. ځکه چې کله کله به داخبره هم په کې اوچته شوه چې که د انګرېز او روس جنګ شي. مون له د چا امداد کول په کار دي. ددې سوال په جواب کې به بیا اختلاف نه و.ټولو به ويل چې انګرېزان اهل کتاب دي او روس سور کافر دی. مونږ ته د انګرېز مرسته ضروري ده. حال دا چې انګرېزان هم عيسایان دي او روسان هم عيسایان وو. یوه ورځ په مامندناړۍ کې د جمعې د لمانځه نه وروسته ناست يُو چې په دې خبره بحث شُو چې د سابي توبه قبوله ده که نه ده؟ يو ملا ناست و .د دړې ملا په نوم مشهور و. هغه ووې چې که څوک وايي چې قبوله ده زه یې ثابتوم چې قبوله نه ده او که څوک وايي چې قبوله نه ده زه يې ثابتوم چې قبوله ده. مطلب يې دا و چې خلکوته ځان وښيي چې زه دومره لوی ملا يم چې ناروا خبره روا ثابتولی شم» او 0٩016 ٩٨66 زما ژوند او جد و جهد په خلکو یې همداسې اثر و .ناستو خلکو یو بل ته وکتل او وئې ويل چې ډېر لوی عالم دی. ځو ماته د ده خبره عجیبه ښکاره شوه چې په مذهب کې خو دوه خبرې نه وي. يوه وي نو ما ورته وويل چې ملا صاحب؛ که خدای او رسول وايي چې قبوله ده نو ته به يې څنګه نا قبوله کړې او که هغوی وايي چې نا قبوله ده نو ته به یې څنګه قبوله کړې. د ملا صاحب زما خبره خوښه نه شوه او خبره يې په بله واړوله. دوی به خپله ملائې خلکو ته ښوده او د قام یې سټه وښکله. په ځلکو کې يې دومره نفرت پيدا کړی و چې اکثرو د یوبل مړي ژوندي پرېښي و. د یوې ډلې مشر ماڼکي ملاصاحب و او د بلې د هډي ملا صاحب و. یو په بل به یې د کفر حکمونه کول حال دا چې دواړو یو خدای منلو. یو رسول یې منلو. یو قران یې منلو او د یو حنفي مذهب پیروان وو. حتی د یو پیر مريدان وو. د سوات صاحب مریدان وو. زه او زما د سبق ملګري عبدالحليم د مسلم لګ په جلسه کې د ګډون دپاره اګرې ښار ته روان شو.شپه مو نوښار ته يوړه هلته د نوښار په تاڼه کې تاڼېدار د دوه سرو غلام سرور ځان و. د نوښار د تاڼې خواوشا ابادي نه وه. سپېره ډاګ و. غلام سرورخان په خټ کلي کې اوسېده شپه مو د هغه سره شوه د ډاګ ګاډي د شپې په یوولسو بجو را روانېدو او په یوه بجه ښار ته را رسېدو. مونږ په دې ګاډي کې اګرې ته تللو نو چې د شپې ډوډۍ مو په خټ کلي کې وخوړه د شپې په ‎٢١‏ بجو د ګاډي په پټلۍ باندې نېغ سټېشن ته را روان شو. په لاره کې د ځناورو غرار شو . د غراري اواز ورو ورو مونږ ته را نژدې کېده. مونږ په دې فکر کې وو چې دا اواز به د څه شي وي چې په دې کې ځناورو را باندې حمله وکړه. مونږ هیبت واخیستو شور مو جوړ کړو د خدای فضل و خوله يې را وانه چوله بچ شُو. معلومه شوه چې هغه با د٢‏ یا زما ژونداو جد وجهد شرمښان وو غلام سرور ځان پرې د تمانچې ډز هم وکړو. مونږ ټېشن ته ورسېدو لر ساعت پس رېل راغی او مونږ دواړه د غلام سرور ځان نه رخصت شو. اګرې ته روان شو چې اګرې ته ورسېدو په یو سرای کې مو يوه کوټه په کرايه واخيسته په کې دېره شو. سبا له جلسه شروع کېدونکې وه. مونږ سهار وختي د جلسې ځای ته لاړو د جلسې دپاره لوی پنډال جوړ شوی و. سټېحچ دپاسه او لاندې کرسۍ لګېدلې وې.مونږ ټکټونه واخيستل او په کرسو کېناستو.سر ابراهيم رحمة الله د دې جلسې صدرو. مولانا ابوالکلام ازاد. سراغاخان او د هندوستان نورډېر غټان د سټېج دپاسه په کرسو ناست وو. د صدارت د خطبې نه وروسته قسماقسم قراردادونه وړاندې شول او مختلفو کسانو تقریرونه وکړل. سراغا خان هم په فارسۍ ژبه کې ډېر ښکلی تقرير په ډېره فصيحه ژبه وکړو. د درې ورځو پورې جلسه وه. د جلسې د ختمېدو نه پس مونږ د تاج محل شاهي جومات او ښار سېل وکړو. او بيا د اګرې نه ډيلي ته لاړو .هلته د مولوي سیف الرحمان مېلمانه شُو . ډیلي کې مو هم د کتلو قابل ځایونه ولیدل. یوه ورځ په شاهي مسجد کې ناست وو. یو سپین ږیري وویل چې ډیلي هېچا سره وفا نه ده کړې معلومېږي چې د انګرېزانو هم زوال په برخه شوی دی چې دارالحکومت یې د کلکتې نه ډیلي ته را بدل کړو. په دغو ورځو کې دارالحکومت را بدل شوى و. څلور دېرش کاله پس دهغې سپین ږيري پیشګويي رښتیا شوه. په دې ورځو کې به کانګریس او مسلم ليګ دواړو ډلو د پېرنګیانونه د عهدو او مراعاتونو سوال کولو او قراردادونو به یې پاس کول چې مونږ ته دا را کړئ او دا راکړئ.د هندوستان د ۸٢۲ ام ردصم زما ژوند او جد و جهد منورينو«انیټيلیجنسیا اکثریت په کانګرس کې وو. څه وخت چې ګاندهي جې د افریقې نه راغی او په کانګرس کې شامل شُوء د کانګرس حالت بدل شُو. د تشو مطالبو او تشو خبرو په ځای د ملک د حقوقو د اخیستلو دپاره عمل او جدوجهد شروع شو. حقيقت دا دی چې حق څوک چا له ورکوي نه. بلکې حق اخيستل کېږي. کله چې د کانګرس پالیسي.د منتونو او زاریو په ځای عمل اوجدوجهد شُو. هغه کسان چې د مصیبت ګاللو نه وو.لکه جناح صاحب» کنزروء جیکار او سپرو او نور د کانګرس نه ووتل» جناح صاحب مسلم لیګ ته لاړ اودې نورو لیبرل پارټي جوړه کړه. خبره داسې وه چې څه وخت د رولیټ ايکټ مسئله پېښه شوه نو جناح صاحب او سپرو وغيره يې ټول مخالف وو نو سوال دا پېدا شو چې که حکومت زمونږ مطالبه ونه مني نو بيا به څه کوو؟ دې ذکر شوو کسانو وویل چې احتجاج به کوو. د دې نه پس سوال داسې را پيدا شو چې که بيا حکومت هم مطالبه ونه مني نو بيا به څه کوو دې کسانو وویل «بیا به هم احتجاج کوو» ګاندهي جې وویل که زمونږ خبره حکومت ونه مني«جدوجهد به کوو» په دې ځبره دوی جدا شول. کلي وطن کې تعلیم او تبليغ. څو ورځې پس له ډیلي نه کلي ته راغلو چې کلي ته راغلو خبر شوم زما زوی غني پیدا شوی دی. زما د ټبر ورور نه و نو د زوی په پيدا کېدو ډېره خوشحاله وه. د جمعې په ورځو کې به د حاجي صاحب په ځای کې ډېر خلک جمع کېدلء د لمانځه دپاره به له لرې ځایونو نه راتلل. زه به هم که په دوره نه وم ځامخا ورتللم.مهتمم صاحب, مخفي صاحب او مولوي ۸۳ سم »ام .0120116 ص./١۸٧۸٨ ‎٥‏ ه0 زما ژوند او جد و جهد فضل ربي صاحب به هم د سلا مشورې دپاره کله نا کله راتلل. د جمعې د لمانځه نه پس به ما خلکو ته وعظ اونصيحت هم کاوه.ځو د ملایانو نه خوښېده. ځکه چې زمونږ ملایان د برهمنانو غوندې ځان د مذهب ټیکداران ګڼي. ما د ځپل قام د اصلاح دا کار د خدای دپاره کولو د هغوی پروا مې نه ساتله. اخر يې را پسې پټه پټه پراپیګنډه شروع کړه چې ږیره یې خرېيلې ده او وعظونه کوي. ول خو دې خپل ځان په شریعت برابر کړي. بيا دې نورو خلکو ته نصیحت کوي. د دوی خو په ږیره او اسلام غرض نه و. زما بدنامول یې غرض وو. قوم هم ناپوه او جاهل و چې ملا به ورته ووې چې دا مذهب دی ده به منله. ملایانو ږیرې له دومره اهمیت ورکړی و چې ټول اسلام یې تش د ږیرې پورې تړلی و. حال دا چې مذهب خو ښه عمل دی. مذهب خو په بنيادي ډول د اخلاقو او عمل سره تعلق لري. ږيره پرېښودل او بریتونه ځرېيل دا د عربو تهذیب و.يوازې د صحابه نه بلکه داسلام د دښمنانو عربو لکه ابوجهل.ابولهب و غيره و هم ږيرې وې.سره د دې هم د دې دپاره چې د ملايانو د اعتراض نه خلاص شم یره مې پرېښودله. خو بیا هم د ملایانونه خلاص نه شوم. بيا به یې ويل چې د موټي نه کمه ده. د دنيا تاریخ ګواه دی چې په کوم قوم کې داسې اشخاص پيدا شوي دي چې هغوی د خپل قوم د اصلاح دپاره پاڅېدلي دي. د اقتدار خاوندانو یې مخالفت کړی دی. ولې چې هغوی خپل اقتدار په خطر کې ليدلی دی. تاسو دې ځپل د خدايي خدمتګارو تحریک ته وګورئ.څومره چې قوم کې پوهه راغلې ده هماغومره د اقتدار د خاوندانو قدرت کم شوی دی او د خپل پيغمبر""' ژوند مطالعه کړئ چې خپلو ترونو. تربورانو یې مخالفت وکړ.دڅه دپاره؟د اقتدار دپاره او د مدینې خلکو یې ملاتړ وکړو ولې م۴٣ه٣٣------‏ ئس ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد و جهد چې د هغوی سره نه مذهبي اقتدارو. نه سیاسي يهودو چې يې مخالفت وکړو هم د اقتدار دپاره و. زمونږ مدرسې په ترقۍ کې وې پښتون ژوندی قوم دی. خو چې د ژوندي کولو خلک په کې پيداشي. تر څو چې په یو قام کې د ژوندي کولو دپاره خلک پیدا نه شي. هغه قوم ژوندی کېدی نه شي. په لږه موده کې خلکو ځای په ځای مدرسې جوړې کړې او په ډېر شوق یې په کې خپل بچي داخل کړل. څومره چې مدرسې زیاتېدې هماغومره زمونږ پیسو ته ضرورت ډېرېده. ځکه چې بې پیسو په دنيا کې هېڅ کار نه شي کېدی. پښتون قام شوم نه و. مهمان نوازو. فياض و ځير خیرات په کې و. خو کومه طریقه چې ملايانو ورته د خيرات ښودلې وه. هغه په دې وخت کې ګټوره نه وه. قام په پوخ خيرات اموخته و٠‏ حال دا چې زمانه بدله شوې وه. د پوخ خيرات ضرورت نه و پاتې. د نقد اوځام ځیرات ضرورت و. د زمانې د بدلون سره که قام بدل شي ترقي وکړي. که نه وروسته پاتې شي.د زکواة په باره کې هم ملايانو قوم ته ويل چې په مدرسو زکواة نه کېږي. د ملایانو سره په دې خبرو ډېر بحثونه شوي وو. ځو ملایان دې ته تيار نه وو چې د قام د ابادۍ او تعلیم دپاره د يوې نمړۍ وریجو نه تېر شي.قام په رسم او رواج تنګ شوی و خو دا جرات په کې نه و چې پرې يې ږدي.رسم و رواج پرېښودل اسان کار نه دی .په رښتیا ډېر ګران دی او اخلاقي جرات غواړي. مونږٍ چې په دورو قوم ته تللو په هر ځای کې به قوم راته را غونډ شُو چې د قوم سره به مو څبرې وکړې نو ځینې خلک به رانه راچاپېره شول.چا به ويل ما په شا وټپوه چا به ګوړه يا مالګه راوړه تا زما ژوند او جد و جهد چې دا را له دم که. چا به ويل چې دم را باندې واچاوه. ما به خلکو ته ويل چې زه د کُف او چُف سړی نه يم» زه خوستاسو خدمتګار يم. ستاسو خدمت له راغلی يم. تاسو باید په ما او په هغه کٌف او چٌف والاو کې فرق وکړئ.هغوی خو درنه په دغه طريقه شکرانه»نذرانه او ملکانه غواړي. زه خو تاسو نه څه غواړم نه محمد اکبر ځادم صاحب به راته ويل چې ته ولې دې خلکو ته داسې وائې دوی په تا عقيده لري.په دې چل به زمونږ مدرسو ته ډېرې چندې را غونډې شي او ته يې له ځانه شړې ما به ځادم صاحب ته ويل زه د دوی اصلاح کول غواړم او د غلطو رسمونو.رواجونو نه یې خلاصول غواړم. يو ځل مون د سودم په دوره تللو نو د شاه بازګړۍ مولانا شاه رسول صاحب مونږ سره ملګری شُو. مونږ ته د سودم خانانو د سورلۍ دپاره اسونه راکړل.مونږ به پرې وار په وار سورېدو. دترنګزو د حاجي صاحب هم د تعلیم سره ډېر شوق و. د مدرسو د امداد دپاره به مو لارې ګودرې لټولې. يوه ورځ ورته ماوويل چې حاجي صاحب ستا په لنګر کې ستاسو ډېر شیخان او مرېدان بې کاره پراته وي. که ورته ووائې چې میاشت کې يوه ورځ زمونږ د مدرسو سره د امداد دپاره مزدوري وکړي. او مدرسو ته يې راکړي. د دې نه به مونږٍ ته ډېره فايده را ورسيږي. حاجي صاحب ډېر وځندل او وئې ویل: که دوی کارکولی نودلته یې بيا څه کول دا تيارخواره دي دوی ته کار کول بد ښکاري. حال دا چې رسول الل«صلی الله عليه وسلم فرمايي: رالکاسب حبيب الله یعنې کسبګر د خدای دوست دی. به بد و ---٧۷ 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد د شیخ الهند صاحب سره جنوري ۴٩٩۱ع‏ ازاده علاقه کې د مرکز تلاش دی باجوړ» جمرگنډ» هډي ملاصاحب سالارزی او ماموند اولنی جنگ عظیم» د شیخ الهند صاحب پروگرام» د ترنکزو د حاجي صاحب هحرت زما بېرته تگ؛ بونیر کې د پېرنگیانو سازشء مدرسې بندې شوې د حاجي صاحب ترنگزو مومندو ته تگ؛ د سوات د پاچاهۍ کشاله؛ د پېرنگیانو مظالم د شیخ الهند صاحب خط: مونږ به په کال کې يو ځل دوه دېوبند ته تللو او د مولانا محمود الحسن صاحب اومولانا عبید الله سندهي صاحب سره به مو لیدل کتل کېده او په دې به مو تبادل خيال کولو چې څنګه به د پېرنګيانو د غلامۍ نه خلاصيرو؟ د جنوري ‎۱١٩۴‏ ع کال په سر کې د حضرت مولانا شيخ الهند محمود الحسن صاحب خط راغی چې دېوبند ته راشه نو زه مخفي صاحب او مولوي فضل ربي صاحب دېوبند ته لاړو د سټېشن نه نېغ مدرسې ته لاړو. له هغه ځايه مولانا عذیرګل مونږ د مولانا صاحب کورته بوتلو. مونږ د سي.ائ.ډي له وېرې بهر نه ګرځېدو شيخ الهند پس 011۸ ۳۷ - ۳٢-تکتک‏ تت کت زما ژوند او جد وجهد . مولانا محمود الحسن صاحب د ډیلي نه مولانا عبيدالله سندهي هم راوغوښت.د ډېر بحث او غور نه وروسته مونږٍ په دې نتیجه ورسېدو چې مونږ له دوه مرکزونه جوړول په کار دي.یو په هندوستان کې دننه او بل د هندوستان نه بهر په ازادو قبایلو کې هلته چې خلک يې د انګرېزانو تنخواه خواره نه وي. او مجاهد قام وي چې هلته د هندوستان د ازادۍ دپاره یو فوځ تيار شي. د دوی دا ځیال و چې دا مرکز دې په بونیر کې جوړ شي. کوم ځای کې چې د هندوستان د مجاهدینو ډله اوسيږي. دا هغه ټولی و چې د سید احمد بریلوي صاحب او اسماعیل شهيد صاحب په بالاکوټ کې د شهادت نه پس د هغوی پاتې ملګري د هزارې نه بونیر ته تللي ووء او په بونیر کې په سیتانه کې مېشته شوي وو. او تر دې وخته پورې به ورته د هندوستان نه د سړو او روپو امداد ورکول کېده. خو په دوی کې هغه جذبه او روح پاتې نه و. په کوم روح چې سيد صاحب او شهید صاحب را پورته شوي وو. دوی دومره بې کاره کسان وو چې خپل د شاوخوا علاقې خلک یې په خپل خيال نه وو پوه کړي. او نه یې په کې هم خياله ملګري پيدا کړي وو. يوه ورځ زما سره د مولانا ابوالکلام ازاد هم د دوی خلکو په باره کې تبادل خیال شو و. مولانا صاحب هم د دې خلکو په باره کې خوش اعتقاده و چې دا کارټیک دی خو ما ورته وویل چې دا بې کاره خلک دي. د هندوستان حساب ته ناست دي. او ځوري یې د دوی دا عقیده وه چې په توره او نېزه او لینده او غشي جنګ کول په کار دي. ځکه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ملګرو په دې شيانو جنګ کړی دی. او فتح یې کړې ده. دا سنت دي. دې ته يې نه کتلو چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ملګرو چې په توره لینده او غشي جنګ کولو هغه وخت د کفارو سره ‎٢ ""-(‏ تت تت زما ژوند او جد وجهد ‏هم دا وسلې وې. نن ځو د نيا ترقي کړې ده. د توپې او ټوپک زمانه ده. توره. نېزه او لینده د توپې او ټوپک مقابله نشي کولی. خو د هندوستان خلک په دې حقایقو خبر نه وو. او نه ورته د دې ډلې ماهيت معلوم و. د افسوس خبره دا وه چې د مسلمانانو لوی لوی لیډران او علماء د دې حقيقته ناخبره وو. مونږ ته و د دې ټولي ټول حالات معلوم وو. مخفي صاحب د دوی د حالاتو تحقيق دپاره پخپله بونیر ته ورغلی و. په سمڅو کې يې ورسره شپې کړې وې. مونږ د دېوبند ملګري په دې خبره پوه کړل چې نه دا مجاهدين د کار خلک دي. او نه دا ځای د مرکز دپاره مناسب دی. ‏ازاده علاقه کې د مرکز تلاش: ‏فېصله مو په دې وکړه چې زمونږ د یو وفد تلل په کار دي چې په ازاده علاقه کې د مرکز دپاره یو ځای خوښ کړي. د دې کار دپاره زه او مخفي صاحب وټاکل شو چې اول مونږ په قبایلي علاقه کې وګرځو او ځای خوښ کړو. بیا به دوی ته بر ورکړو. سندهي صاحب به را شي او هغه ځای به وګوري چې د ده هم پرې اتفاق راشي نو کار به په کې شروع کوو. د فېصلې نه مخکې د دې کار د پاره زه ډېر ګرم او جوش کې وم. خو چې فېصله وشوه او ذمه واري را باندې پرېوته غوني مې ځُيږ خي شو او ځان مې دروند شُو. لکه غر چې را باندې پرېوتی وي چې جرګه ختم شوه او خپلو خپلو کوټو ته لاړو, په تنهايي کې مې ډېر وژړل او په دې ژړا مې لړ زړه سپک شو أوده شوم سحر چې را پاڅېدم. زړه ته مې ډاډ ورکړ را رخصت شُو او کلي ته راغلو ژمی و. يخني وه ګاڼۍ ګرځېدې ما او مخفي صاحب د تللو دپاره سلا مشوره وکړه. نېټه مو مقرره کړه چې د تخت بايي د ګاډي ‏ددد00 ۸۹ "کت تت زما ژوند او جد وجهد په سټېشن به یو ځای کېږو. تخت بايي زمونږ د کلي نه دولس میله لرې ده. ما د تللو خبره ډېره پټه وساتله یو د حکومت له وېرې بل له دې وېرې چې مور به اجازه رانهکړي. ما هغې ته دا بهانه وکړه چې زه اجمیر شریف ته ځُم چې ټبر مې دا واورېده چې زه اجمير ته ځم ډېره خوشحاله شوه. ځکه چې زما سخرګنۍ د اجمیر شریف چمني وه. او سخر به مې کال په کال اجمير شریف ته تلو او د ده دا عقيده وه چې ما ته دا اولاد اجمير شریف راکړی دی. او دا د هغه چمني دی. د اجمیر فقيران به کال په کال راتلل او ډېرې روپۍ به یې ورنه وړلې غني چې وشو د اجمير فقيران رځړو ته راغلي وو. خبر شوي وو چې د ځان نمسی شوی دی نو هلته را غلل په دې خیال چې دا هم غوړه سامۍ ده.ګیرول یې په کار دي.خو په مائې دم ونه چلېده. اوږدې کيسې يې راته را واخيستې چې ګوندې غني د اجمير شریف چمني دی. ما ورته ووې چې دا زما چمني دی.د اجمير شریف چمني نه دی. د دې ځبرې په اورېدو ډېر حېران شول چې دا لا کوم قسم سړی دی مایو سه بېرته لاړل. ما د خپل کلي نه شپه مامندناړۍ ته راوړه سبا په اس سور تخت بايي ته روان شوم. ماسپښین سټېشن ته ورسېدم مخفي صاحب مخکې را رسېدلی و. ما اس نوکرته ورکړ او رخصت مې کړ. رېل به مازیګر درګۍ ته روانېده مونږ ماښام درګۍ ته په ګاډي کې ورسېدو. د سټېشن نه بهر د کرائې ټانګې ولاړې وې. مونږٍ دواړه په ټانګه کې بټ خېلې ته روان شُو. د ملکنډ په غاښې د پوليسو څوکۍ وه. هره ټانګه به یې لټوله زمونږ ټانګه یې ولټوله او د ټانګې نه را چاپیر شُو. پوښتنې یې را نه وکړې. زه وېرېدم چې و مې نه پېژني او څه شک يې را باندې را نشي ځکه چې هغه وخت په اېجنسو کې ډېره زیاته ۹۰ ٩ھ٢٢پھپول۷پظھلپور‎ 4٢٨٨٨٢ زما ژوند او جد وجهد نګراني وه چې په چا به یې شک راغی وبه یې نيوه او په کاټ کې به يې واچولو. کاټ یو اوږد لرګی و. هغه کې به سوری و .د سړي پښه به یې په هغه کې اچوله او د پاسه به یې پرې پانه ټک وهله. او هغه لوبې به یې پرې کولې چې هلاکو خان به هم په چا کړې نه وې. او د ملکنډ پولیټيکل اېجنټ پیرنګی د فرعونه نه هم دوه ګوتې زيات و. خلک له خدایه دومره نه وېرېدل لکه د ده نه چې به وېرېدل. تياره وه په موند چا څه شک را نغی او چې زمونږ ټم ټم والا ته يې اجازه ورکړه نو ایله مو لاړې تېرې شوې. ماسختن بټ خېلې ته ورسېدو. مونږ په بټ خېله کې څوک پېژندو نه او سرای او هوټل نه و. ځو د پښتنو حجرې او جوماتونه د مېلمنو او مساپرو دپاره تل بېرته وي. مونږ حجرې ته لا نه ړو چې څوک مو ونه پېژني او حکومت را باندې خبر نه شي. جومات ته لاړو. يخني وه. مونږ سره د يخنۍ څه جامې نه وې. خو جومات ګرم و٠‏ اور په کې بلېدو. په یو څادر کې مې ښه شپه تېره کړه.سهار وختي پاڅېدو. په چکدره کې په سیند پوخ پل دی. په هغه پورې وتو او نور ټول پياده مزل شروع شو. ځکه چې هغه وخت په دې لارو د سورلۍ څه انتظام نه و. شپه مو املوک درې ته ورسوله په یو جومات کې مو تېره کړه ملا بانګ د املوک درې ته روان شُو. ټوله ورځ مومزل وکړو. ماښام تياره د سیند غاړې ته ورسېدو. اوبه لړې وې. خو يخې وې. په چړپورې وتو او ماسختن تېر ایله په خوارو د مخفي صاحب دوی کلي ته ورسېدو. ستړي ستومانه وو. په یځو اوبو کې پورې وتلي وو. يخني مو شوې وه. ښه وږي وو. ځو د مخفي صاحب د خپلو خپلوانو کورونه وو زر زر یې اورونه بل کړل چې تاوده شُوء ډوډۍ یې راوړه ښه په مړه ګېډه مو وخوړه. کټونه يې راته جوړ کړل» په کې پرېوتو. په جوماتونو کې خوب په ځمکه وي او 06/۴۳06 زما ژوند او جد وجهد حجرو کې په کټونو کې وي. دې علاقې ته سیند وايي. ځکه چې سیند په کې بهېدلی دی. د مخفي صاحب دوی په کلي کې چې سړی وچت په غره کې ناست وي. لاندې سیند ته ګوري لکه چمچمار کوږ ووږ بهیږي. دا کلی ډېر ښکلی و. د سیند علاقه اباده او ښکلې ده. شولې په کې کېږي. وریجې يې خوږې دي. د مخفي صاحب پلار په دې کلي کې زېږېدلی و. خو په خپله مخفي صاحب د هشنغر په چارسده کې زېږېدلی و. او پلار یې چارسده کې اباد شوى و. د ده پلار لوی عالم و. واده یې په چارسده کې کړی و نو هم هلته اوسېده په هغه وخت کې د ديني علم د زده کړې دپاره مدرسې نه وې. هر ملا چې به د ملايي پګړۍ وتړله د خپل کلي یا د بل کلي جومات کې به کېناست خلکو ته به يې خدای جاتي درس ورکولو. اکثر خلک به د غرونو د علاقو نه سمې ته د درس دپاره راتلل. د مخفي صاحب پلار هم په دې سلسله کې راغلی او بیا همدلته په چارسده کې پاتې شوی و. ډېر ښه عالم او روشن فکره سړی و. که روشنفکره نه وی نو هغه وخت به یې زوی علاوه په دینې. دنیايي علم څنګه کړی وی. زه د پياده ګرځېدو عادت نه وم. ښه ستړی شوی وم. څو ورځې مو دلته ښه ارام وکړ. مخفي صاحب را نه بېرته هندوستان ته د مولانا عبيدالله سندهي د راوستو لپاره لاړ. زه او د مځفي صاحب يو د تره زوی چې نوم يې را نه هیر دی د مرکز خوښولو دپاره روان شُو. . مخفي صاحب پېښور ته او زه چمرکنډ ته روان شوم چې سره جدا شُوء ما د مخفي صاحب جد ائې ډېره محسوسه کړه. چمرکنډ د افغانستان په پوله د غره په سر یو وړوکی غوندې ځای دی د اډې ملا صاحب چې څه وخت په افغانستان کې د بزرګۍ رواج وشو او اثر رسوخ يې تت چس--س- 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد زیات شُو او امیر عبدالرحمن ځان له افغانستان نه وشړلو چمرکنډ ته راغلی و. د اډې ملاصاحب یو غازي سړی و. د هغه په وجه چمرکنډ ډېر مشهور شوی و. ) مونږ چې د مخفي صاحب له ځايه روان شو. ماښام جار ته ورسېدٌو جار یو وړوکی غوندې کلا بند کلی دی. مون چې ورسېدو د کلا دروازه بنده وه. خواوشا بل کلی نه و اریان شو چې څه به کوو اخ مې خپل ملګري ته وویل چې ته دروازه وټکوه. هغه چې دروازه وټکوله دننه نه اواز وشو چې څوک يی مونږ وويلء مېلمانه يُو. لږ شېبه پس يې دروازه خلاصه کړه. مونږ ته يې ښکته پورته وکتل چې یقین یې راغی چې مونږ خطرناک کسان نه يُو . کلا ته يې ننه ایستو د ننه جومات ته لاړو ډوډۍ یې را له راوړه. شپه مو په جومات کې تېره کړه سهار وختي روان شو شپه مو د بابړي ملاصاحب ځای ته ورسوله. په لاره به چې د هغې سیمې را سره څوک ملګری شُو. ما به ورنه د بابړي د ملا صاحب پوښتنې کولې چې څنګه سړی دی؟ دوی به وې چې:« غوله ډېر لوی زبرګ دی» ما به وې چې څنګه لوی زبرګ دی دوی به راته وویل چې: « غوله لاړ به شې او پخپله به يې ووینې چې هرې پېنډې ته پخپل لاس يوه کړیچۍ غوړي اړوي» د هغه قام دې خدای مل شي چې د هغوی د زبرګۍ دا معيار وي. بابړي ملاصاحب یو سپین ږیری او ښه سړی و. همېش چې به پېرنګيانو د قبایلو سره جنګ کاوه. بابړي ملاصاحب به د قبایلو په مرسته په غزا کې شامل و. د پرنګي سخت مضالف و, غازي سړو. په ناپېژندګلۍ کې يې زمونږ ډېر دارومدار وکړ. د سهار چایو ته یې خپل خلوت ځانې ته وبللم او ځپله خاصه چای یې ماته راکړه. د چایو نه پس ورنه مونږ رخصت شُو. چمرکنډ ته روان شُوء چمرکنډ له دې ‎۳٣۳٣‏ - -ضئثث-- 0007165( ٧/۸٨//.00100015166 ‏سن‎ زما ژوند او جد و جهد ځایه نزدې و. کله چې مونږ د غره لمنې ته ورسېدو او په غره ختو ناڅاپه د پاسه را باندې غوبنو هلکانو مچوغنې را سمې کړې. په کاڼو یې ويشتو ډېر وارخطا شُوء اخوا دېخوا مو وکتل چې دا څوک دي؟ چې مونږ ولي چې کاته مو د غره د سره څو کسه هلکان دي په مونږ کاڼي وروي مونږ چغې جوړې کړې هغوی چې زمونږ چغې او اشارې ولیدې په خندا شول هغوی ته دا يوه تماشه ښکارېده او که مونږ بچ شوي نه وی او په یو کاڼي لګېدلي وی فېصله به وو. مونږ په یوه نرۍ کړه وړه لاره د غره سر ته ختلو. زه د غره د مزل نه یم» زر زر به ستړی کېدم او دمه به مو کوله په دمو دمو د غره سرته وختو. ما اورېدلي دې لکه څنګه چې د سمې خلک د غره د مزل تکړه نه دي. دغسې د غرو خلک د سمې او اوارې د مزل تکړه نه دي. جمرګنډ: چمرکنډ ډېر ښکلی او د مزو ځای دی د غره په سر کې د پاکو. صافو اوبو چینه ده. د ژمي ګرمه او د اوړي يځه وي. د چینې د پاسه یو ښه چنار ولاړ دی په ځوا کې یې د هډي ملاصاحب جومات دی. د جومات خوا کې لنګرځانه او څو کوټنۍ دي. خو کوټنۍ تشې وې» څوک په کې نه و. اخوا یو کور و خوا کې يې يو څو مېوه دارې ونې وې د غنمو يو پټی هم و. د کور مځکې يو څو د ګلونو کيارۍ «ورکوټي پټي هم وې. زمونږ په ګرځېدو را ګرځېدو او خبرو د کور خاوند راووت دا د اډې ملاصاحب شيخ و. یوازې دلته اوسېده.راغی مونږ ته یې ستړې مه شي وکړه په جومات کې کېناستو . شیخ صاحب مونږ ته د اډې ملاصاحب د زمانې ټولې کيسې وکړې چې دا ځای هغه څرنګه اباد کړ او د هغه په وخت کې دلته څومره ګرمجوشي وه. د ۴ - زما ژوند او جد وجهد : : ۶ ‎04065١١‏ لرې لرې ځايونو نه به خلک د جمعې لمانځه ته راتلل. ملا صاحب یو غازي سړی و .شيخان د خپلو پیرانو عجیبه عجیبه کرامات بیانوي.ما خو پخپله علاقه کې د مخکې د ماڼکي صاحب او د سوات صاحب د کراماتو کیسې اورېدلې وې .ما ته مې خپل پلار چې د سوات صاحب مرید و. کیسه کوله چې د سوات صاحب يو شیخ ويل چې يوه شپه راته دا سودا را پيدا شوه چې دا د لنګر خرڅ به له کومه څایه پوره کېږي؟ سهار چې له خوبه پاڅېدم سوات صاحب پاڅېدلی اوداسه ته یې ځان جوړولو چې اودس ماتي ته روان شو. زه هم ورسره روان شوم. ماته یې وويل: د اودس وچولو دپاره لوټه را واخله ما چې لوټه را واخيسته هغه«سنګ پارس» و. بله مې را واخيسته هغه هم«سنګ پارس و. بله مې را واخيسته هغه هم سنګ پارس و. اخر پوه شوم چې دا زما د بیګانۍ خبرې جواب دی نو د صاحب په پښو پرېوتم او عفوه مې ورنه وغوښته. زما د پلار هم په دې پوره باورو چې دا خبره رښتیا ده او ماته به يې ويل د اولياو کرامت حق دی. دغسې مې د پیرانو پیر کرامات هم اورېدلي وو چې د دولسو کالو ډوبه بېړۍ یې راوښکې ده چې نه د خدای له قوله سره سمون خوري او نه د رسول صلی الله عليه وسلم د قول سره. او ملايانو کې دومره جرات نه و چې خلک په دې پوه کړې چې دا هسې خبرې دي. زما د دې قسم کیسو سره اتفاق نه و .خپل پلار ته به مې ويل سوات صاحب چې دومره کرامت لري. بيا د خلکو نه شکرانې ولې اخلي؟ او ملکانې ولې ټولوي؟ د ترنګزو د حاجي صاحب په باره کې به یې هم شيخانو دغسې خبرې کولې او په دې طريقه غریب او ناپوهه پښتون قوم يې غولولو او لوټلو او خپل لویوالی به یې پرې منلو. زما په باره کې به هم خلکو دغه رنګ خبرې کولې. چا به ويل چې لاسونه يې اوږده سی چچ- "۳ م ‎۵٥ ۸٧٧١/0124‏ ه0 زما ژوند او جد و جهد دي.بزرګ دی .چا به ويل چې د یو کوهي اوبه ترخې وې چې ده په کې یو منګی اوبه واړولې هغه ځوږې شوې. او د لرې لرې ځايه به خلک راتلل. ويل به یې چې د دې کوهي اوبو کې شفا ده چې څوک يې اوڅښکي مرضونه پرې لرې کېږي او چې څوک پرې کالي«جامي» وينځي صابن ته ضرورت نه پېښيږي.چا به ويل د ده په ځای کې د لسو کسانو د پاره ډوډۍ پخه شوې وه سل مېلمانه پرې راغلل ټول پرې ماړه شول او ډوډۍ خلاصه نه شوه. دغه شان تسما قسم عجیبه خبرې او کيسې کېدلې.دا خو خلکو ويل زما ملګري خدايۍ خدمتګار وو .شیخان نه وو او ما به هم هغوی ته دا خبره کوله چې زه نه شیخان نیسم نه مریدانا زمونږ یو مقصد دی مونږ د هغې د پاره شریک جدو جهد کوو. شیخ صاحب هم د اډې صاحب ډېر کرامات مونږ ته بيان کړل. ځو مون سره د هډې صاحب قدر او عزت د هغه د دارنګه کراماتو په وجه نه و بلکې هغه د پرنګي سره د مخالفت او غزاګانو په وجه مونږ منلی و.هډې صاحب د سوات صاحب مريد و.لکه مخکې مې چې وويل امیر عبد الرحمن خان دهډې نه چمرکنډ ته شړلی و .خو دلته یې ورسره د پرنګي خلاف په غزا ګانو کې پټه مرسته کوله. مونږ ته دې شیخځ وویل چې د غزا په موقع به امیر عبدالرحمن خان ټوپک او کارتوس رالېږل. شیخ صاحب پوه او معقول سړی و .هغه د خپلې ګذارې دپاره د شاتو مچۍ ساتلې وې او ويل یې چې زما د کور ټول خرڅ له دې مچیو څخه لاس ته راځي.مونږ له یې چې ډوډۍ راوړه د غنمو د ډوډۍ سره یې د خپلو مچیو شات راوړل هغه ځوند چې ما په دې ډوډۍ کې لیدلی دی. ما په ښوښو ډوډیو کې نه و لیدلی. یو ځو مونږ وږي وو. بل غر و. او د ابادۍ نه لرې ځای و. هلته د ډوډۍ د پيداکېدلو امید 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند اوجدوجهد ز٧٢ ‎1٢٧‏ هم نه و. دا ځای ځو زمونږ ډېر خوښ شو ځکه چې دا ځای دېخوا مومندو او باجوړ ته نژدې و او هغه وا سرکاڼو او کونړونو ته لنډ و.بله دا چې په جنګي لحاظ ډېر محفوظ و. هغه وخت هوايي جهازونه نه وو خو هغه ځای ډېر وړوکی و او زمونږ پلان په کې عملي کېدلی ‫ُُ 0 نه شو. سالارزي» ماموند: د شیخ صاحب سره مو شپه تېره کړهبيا سالارزو ته لاړو.هلته مو هم ډېر کلي وکتل.د سالارزو نه بیا مون ماموندو ته لاړو.سالارزي او ماموند د باجوړ دوه لوئې لوئې قبيلې دي. بالکل ازادې دي.د باجوړ په نوره علاقه کې وړې وړې ځانۍ او نوابۍ شته د ماموندو علاقه ډېره اباده او ښېرازه ده اوبه په کې ډېرې دي.خلک يې هم ښه خلک دي دا علاقه زما ډېره خوښه شوه. کلي يې هم لوی لوی دي .کټ کُوټ او ګبري په کې د نورو په نسبت ډېر لوی کلي دي.جوماتونه یې هم ښکلي او مضبوط جوړ کړي دي.روغ روغ غونډان يې په کې لګولي دي او زمونږ د کلو غوندې په کې جوماتونه ډېر نه دي په هر کلي کې یو جومات دی. ټول کلی هغه يو جومات له لمانځه له راځي.په هر جومات کې د اوداسه دپاره د روانو اوبو انتظام شوی دی. خلک یې ډېر لمونځ ګذار دي اوبه يې ډبرې يخې دي اودس په کې زمونږ غوندې خلکو ته ګران وي.ځو جوماتونه یې ګرم وي د ژمي موسم و. او مونږ به په یو څادر کې شپه تېروله کوشش به مو کوو چې څوک مو ونه پېژني ځکه چې د دې ځای ډېر طالبان زمونږ علاقې ته د سبق ویلو دپاره راځي.په کټ کوټ او ګبري کې ځو د یو کس دوه وشک راغی.خو مونږ ځانونه ناجاڼه کړل. څو هغوی په دې خيال کې چې د سا ټس 0016/۳06 زما ژونداو جد و جهد پنير کو ځان او دلته راتګ نو زړه ته به یې راغلل چې مونږ غلط. شوي يُو.یو ځل ما ته یو کس وویل چې ته د پنیر کو ان نه يې ما ورته وویل چې نه مونږ به په جوماتونو کې شپې کولې چا سره مو خبره مبره نه کوله. چا چې به څه راوړل هغه به مو خوړل.یوه شپه په کټ کُوټ کې یو سپین ږيري ملک مېلمانه کړو. هغوی مېلمه کورته بيا یې مونږ یې ځپل کور ته بوتللو .نر ښځې راته لاس په نامه ولاړ وو. ډک شکور ډوډۍ یې را ته مخکې کېښودې. ډېر ښه کور يې و او ډېر ښه کوربانه وو.مونږ د ماموندو نور کلي هم وکتل په اخر کې مو ځیږۍ خوښه شوه.دا علاقه زما د مرکز دپاره ډېره ځوښه شوه. یو ځو دا خلک ډېر ستانه او درانه خلک وو بله دا چې دا علاقه لکه د پښتنو د نورو علاقو په شان د انګرېزانو نه متاثره نه وه او نه د انګریزانو ماجب خواره وو او نه یې په پیسو اخیستو اموخته کړي وو او د انګرېزانو سخت مخالف وو.انګرېزانو به د باجوړ قوم ته لکه د نورو قومونو په شان حساب نه ورکوه. دلته به یې ماجب ځانانو ته ورکولو. نو قوم د پرنګي د اثر نه ازاد وو.مونږ دلته د مخفي صاحب او سندهي صاحب د راتللو په انتظار پاتې شو دلته لکه زمونږ د علاقې پخواني رواج په شان دا قاعده ده چې شل کاله پس قوم را ټول شي او له سره د کلو او ځمکو وېش وکړي.په هر کلي چې د چا خسڼۍ وځیژي هغه کلي له به ځي.دا د پښتنو عامه زړه قاعده وه. خو کومې علاقې چې د حکومتونو د اثر لاندې راغلې هغوی کې د ځمکو د وېش سلسله بنده شوه.د پښتنو کوم قومونه چې ازاد دي هغوی لا هغه شان شل کاله پس له سره ځمکې ويشي. ما فکر وکړ که مونږ هسې هېڅ بې هېڅه دلته ناست يُو نو د خلکو به را باندې شک راشي.راځه یوه قصه جوړه کړه چې د مخفي صاحب -- مت ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زه راوه نن دوی تر راتګه پرې وخت واړوم. ‏په جومات کې یوې کوټنۍ کې چېله شوم تش لمانځه اوداسه او قضائې حاجت ته به راوتلم هغه به مې هم مخ پټ و نور به مې په کوټنۍ کې وظيفه کوله.تزکيه نفس به مې کوله. ما د شيخ الهند محمود الحسن صاحب نه لاس نيوی هم کړې و. زما د چیلې په دې خلکو ډېر لوی اثر وشو .د هغوی دا خيال و چې زه ګوندې زبرګ يم راتلل به دم» دعا او تعویذونه به یې را نه غوښتل. یوه ورځې یوه ښځه راغله زوی یې په غېږ کې وویل یې چې زما دې زوی ته دعا وکړه چې خدای یې د تي نه زړه صبر کړي. د درې کالو شو او تی نه پرېږدي چې تی نه ورکوم ژاړي بده ورځ جوړه کړي.ما ورته ووې چې سور مرچکی ښه مده کړه او د تي په غوټۍ یې پورې کړه امید دی چې زوی به دې تی پرېږدي. ښځه لاړه او دا چل يې کړی و. سبا له راغله ډېره خوشحاله وه. د شاتو نه ډک کنډول یې په لاس کې و.راته یې ووې چې ستا دعا خدای قبوله کړه. زوی مې تی پرېښوده. زه اوس په زور تی ورکوم دی یې نه اخلي هلک به څنګه تی اخیستی وی. د تي پورې مرچکې و. د هغه ځوله یې ترخه کړې وه. ‏دوی دا زما کرامت ګڼلو حال دا چې کرامت نه و .خو پښتانه ډېر خوش اعتقاده خلک دې. او خلکو ورته دا څیزونه په ذهن کېنولي دي.بس د خلکو تګ را تګ ماته زیات شُو. دغسې چې دوی ته هر چا خلکه یا جونګه جاړه په سر اچولې ده دوی ورته را غونډ شوي دي. شکرانې یې ورکړې دې. خدمتونه یې ورته کړي دي. منډې يې ورته وهلې دي. خو باباګانو خپل مطلب په دوی کړی دی. دوی له یې څه نه دي کړي د دوی غم يې نه دی ځوړلی. ‏د چیلې نه وروسته هم مونږ د مخفي صاحب اومولانا عبيدالله ‏وي ح۳-۳۶---ھت ھت تت زما ژونداو جد و جهد سندهي صاحب انتظار وکړو. خو هغوی را نغلل زما سودا شوه چې دوی ولې رانغلل هلته چې مونږ خبر ُو چې د یورپ جنګ شروع شُوء مونږ هم واپس را روان شُو .د مخفي صاحب د تره زوی تر ملکنډه پورې را سره راغی له هغه ځایه مې رخصت کړ او زه په درګۍ کې په رېل کې سور شوم. په تخت بايي کې کوز شوم او کلي ته لاړم څو ورځې پس مې مخفي صاحب ولیده پوښتنه مې ترې وکړه چې تاسو ولې را نه غلئ. هغه راته وول چې کوم ځای او کوم وخت چې ما د مولانا سندهي صاحب سره مقرر کړی و. هغه تر اوسه هلته نه دی راغلی نه پوهېږم چې څه وجه ده؟ مونږ په دې انتظار کې وو چې یا به مولانا پخپله راشي يا به بل څوک راولیږي چې د مرکز ځای ورته وښیو. بیاهندوستان ته لاړشٌو او د کار د شروع کولو بندوبست وکړو.ډېر وځت تېر شُو او څوک را نغلل چې په دې کې د دنيا اولنی لوی جنګ ونښت او زمونږ دغه سکیم په ځای پاتې شُو او مونږ ته بيا د یو ځای کېدو موقع په لاس رانغله اولنی جنگ عظِيم: کله چې ترکيه په جنګ کې شامله شوه نو د هندوستان د مسلمانانو په جنګ کې دلچسپي زیاته شوه. یو خو ترکيه اسلامي ملک و او د مسلمانانو خلیفه او پيشوا ګڼل کېده او بله دا چې دوی فکر کولو ترکيه او جرمن انګرېز ووهي نو زمونږ ملک به مونږ ته پاتي شي. دوی دې ته نه کتل که انګرېز د جرمن او ترک د لاسه ووهل شي.خو دا ملک به هم جرمن يا ترک اخلي دا څنګه کېدی شي چې مړه کېږي به جرمنیان او ترکان او وطن به پرېږدي هندوستانیانو ته پو ‏ د فرفر0101 رر 0٩016 ٩٨6۱ ‏سم‎ زما ژوند او جد وجهد خو په کوم قوم کې چې مېړانه او د قربانۍ ماده پاتې نه شي. هغه به تل د بل تورې ته ګوري. کله به د جرمن په تمه وي او کله به د ترک په تمه وي. او کله به د امام صاحب په تمه ناست وي.د هندوستان د مسلمانانو بله کمزوري دا وه چې دوی به د خپل ملک اندروني معاملو سره دومره دلچسپي نه اخيسته د نورو بېروني خلکو په غم کې به وو. دوی په دې فکر کې وو چې مونږ ته د ترکئې سره امداد په کار دی. دوی سره د خپل ملک دومره غم نه وي لکه چې د بل ملک وي. سړی چې خپل ځان د غلامۍ نه نه شي خلاصولی هغه به د بل سره څه مرسته وکړی شي. که مونږ رښتیا د دنيا د نورو مسلمانانو سره مرسته کول غواړو نو په کار دي چې د پرنګي نه هندوستان ازاد کړو. ځکه چې د هندوستان په وجه هغه طاقتور دی او د هندوستان په زور هغه نور اسلامي ملکونه ووهل. د افغانستان په جنګ کې ټول سپاهیان هندوستانیان وو صرف افسران یې انګرېزان وو. او دا ترک هم ورته د هندوستان پلټنو ووهل.د حضرت مولانا محمود الحسن شيخ الهند صاحب او حضرت مولانا عبيد الله سندهي صاحب په سلا او مشوره مولوي سیف الرحمن صاحب د ډيلي د فتحپورۍ عربي مدرسې پرنسپل یې د ترنګزو حاجي صاحب له راولېږه چې هغه دې ازادو قبایلو ته هجرت وکړي او قبايل دې د أنګرېز په خلاف اوچت کړي. دغسې دې د هندوستان په ټولو سرحدونو کې د بغاوت اورونه بل کړی شي. او افغانستان دې هم دې ته تیار کړی شي چې د ترکو او جرمن په پره کې داخل شي او د پرنګي پر خلاف غزا شروع کړي. د هغوی مقصد دا و چې که انګزېز ځپل فوځ د جرمن او ترک مقابلې ته بيا يي دلته به زمونږ په مقابله کې کمزوري پاتې شي. مونږ به يې ووهو او له هندوستان نه به يې وشړو او که خپل فوځونه زمونږ د ٩٢۹ھھھه۹۹۹۹۹-ظظر۸‎ ا 1 ده زما ژوند او جد و جهد مقابلې دپاره په هندوستان کې پاتې کړي. د ترکو او جرمن په مقابل کې به کمزوري پاتې شي. هغوی به یې ووهي او مونږ به له غلامۍ نه خلاص شُو. د جنګ نه وړاندې هم مونږ سره دا فکرو چې یا په ازادو قبایلو کې د پېرنګيانو د مقابلې دپاره مرکز جوړ کړو یا د افغانستان سره تعلق پيدا کړو چې جنګ ونښتو او جرمنیانو انګرېزانو ته ځای په ځای ماتې ورکړه. مونږ په دې فکر کې شُو چې مونږ له هم څه کول په کار دي باید ازادو قبایلو یا افغانستان ته هجرت وکړو. مونږ لا په څه فېصله رسېدلي نه وو چې مولوي سیف الرحمن صاحب را ورسېد او د شيخ الهند صاحب او د هغه د ملګرو پېغام يې راوړ. مونږ ټول هجرت ته تيار شُو حاجي صاحب خو شپه په شپه بونیر ته هجرت وکړو او ووت. مخفي صاحب. مهتمم صاحب. مولوي عبدالعزیز صاحب او مولوي فضل ربي صاحب دوی هم ورسره لاړل. او زه ددې دپاره پاتې شوم چې د دوی او هندوستان د ملګرو تعلقات وساتم او د هغوی امداد دوی ته ورسوم. د حاجي صاحب هجرت: د حاجي صاحب په تللو چې حکومت خبر شُو. په ملک کې يې لوی غوبل جوړ کړو. ځکه چې په دې وخت کې د حاجي صاحب تلل د دوی دپاره ډېر خطرناک وو. حکومت د حاجي صاحب د تللو د علت معلومولو دپاره لوی لوی افسران مقرر کړل. ما دا خبره خوره کړه چې حاجي صاحب ته د حکومت يو لوی افسر خبرداری ورکړه چې حکومت تا د خلافت په وجه ګرفتاروي نو حاجي صاحب د دې کبله شپه په شپه ووتلو. د حکومت ځو رښتیا هم داسې اراده وه. ما پسې هم سي.ائ. ډي راغلل دا پوښتنه یې کوله چې دا افسر څوک و چې اوپصپپ پو 0۷ »771ص ‎"٢‏ 2 0 ل 2م ردمسمت زما ژوند او جد و جهد حاجي صاحب یې د حکومت د ارادې نه خبر کړی دی؟ ما به ورته څه ویلي وی.ځکه چې ما ته خو څوک معلوم نه و. او نه چا افسر دا خبره کړې وه. دا خبره چې لږه سړه شوه. زه د حاجي صاحب دوی د خبر اخیستلو دپاره بونیر ته لاړم. زه ځو پټ لاړم خو په دې پوه نه شوم چې د حکومت نه پټ پاتې شوم که نه. ځکه چې د انګرېزد حکومت نه د داسې خلکو پټ پاتې کېدل ګران کارو. زه چې بونیر ته ورسېدم نو حاجي صاحب د نورو ملګرو سره په دوره وتلی و. کوم ځای چې د بونیر پښتنو حاجي صاحب ته د سیرۍ په ډول د اوسېدو دپاره ورکړی و. ډېر مزېدار ځای و. يوه لویه غونډۍ وه ورلاندې ښه اواره ځمکه وه دا غونډۍ د ابادۍ دپاره ډېره موزونه وه. او دا ځای د حاجی صاحب دپاره موزون و او د بونیر ځلکو د ابادی دپاره ډېر لرګي او سامان هم را جمع کړي وو. زما دا رايه وه چې همدا ځای د حاجی صاحب دپاره جوړ شي. زما بونیر ته تگ: حاجي صاحب په پاچ چا کلي کې و .د پیر بابا زیارت هم په پاچا کلي کې دی. ډېر خلک زيارت ته روان وو مونږ هم ورسره روان شُو چې پاچا کلي ته ورسېدو . حاجي صاحب مو ولیدو چې ډېر خلک ورته را جمع شوي دي. هغه زمونږ ملګری او د حاجي صاحب مشر زوی باچا ګل صاحب هم ورسره و .خلکو کې د جھاد او غزا خبرې کېدې باچا ګل هم خلکو کې پس پسی کولو چې د ډوډۍ وخت شُوءحاجي صاحب خو د خلکو په هجوم کې ګیر و او زمونږ ملګری باچا ګل او زه سره بېل شُوء په دې خيال چې ډوډۍ به هم وخورو او خبرې به هم وکړو. په ټوله علاقه کې د مې مېلمنو دپاره هر چا د خپلې وسې سره سمه ۱٠۴ ‏"تت‎ ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد و جهد ډوډۍ پخه کړې وه.مونږ د ډوډۍ ځوړلو دپاره د ځوړ نه پورې غاړه کورونه وو .هغو ته ور پورې وتلو.هلته ځانله په يوه حجره کې کېناستو هغو خلکو را له د غنمو خمبيره پړسېدلې ډوډۍ او کالو خاني تالي کې د چرګ د غوړو ډ که ښوروا راوړه ډېره مزېداره ډوډۍ وه. ما پخپله سیمه کې ډېر تکلفي دعوتونه ځوړلي ووء خو داسې خوندمې په کې نه و لیدلی. بل د دې ځای اوبه او هوا هم ډېره ښه وهء هر څومره ډوډۍ چې به مو وخوړه لږ ساعت پس به هضم شوې وه. ما خو به د ورځې درې ځلې ډوډۍ ځوړله بيا به هم وږی وم؛ د ډوډۍ نه وروسته د خلکو نه جدا شُو او په حالاتو موخبرې اترې شروع کړې. په خبرو کې راته معلومه شوه چې د دې علاقې مذهبي مشرانء سیدانء ملایانء میاګان او زبرګان بونیر ته د حاجي صاحب په راتګ خوښ نه دي. ځکه چې د حاجي صاحب په راتللو د هغوی بازار سوړ شوی وء خلکو حاجي صاحب ته مخه کړې وه نو دوی غوښتل چې داسې چل جوړ کړې چې حاجي صاحب نور دلته ټیکاو نه شي نو د دې دپاره هغوی یو طرف ته په خلکو کې د جهاد اوغزا تبليغ شروع کړی و. او بل طرف ته یې په خلکو کې غلې غلې دا پراپ یکو هم کوله چې دا چې راغلي دي که جهاد له راغلي وي نو په کار دي چې جهاد كك7 ‎777-٨7‏ چې د سمې جائداد موهم شُو. او دا جائداد به مو هم شي نو دا بېله خبره ده. نو باچا ګل وویل چې په دې طريقه یې زمونږ پوزېشن ډېر را خراب کړی دی. او د باباجې هم دا نظريه ده چې مونږ له جهاد کول په کار دي ولې چې قام ناپوهه دی او زمونږ په خلاف په داسې طريقه تبلیغ شوی دی چې د قام په زړه کې یې دا خبره کېنولې ده .که مون جهاد نه کوو د دې خلکو عقيدې له مونږ نه ګرځي او د کوم مقصد دپاره چې مونږ راغلي يُوء دا خلک به 16 و۵ ه0 زما ژوند او جد وجهد سبا په هغه مونږ سره تعاون ونه کړي نو مونږ به ځپل مقصد ته ونه رسيږو. لیکن زما د دې خبرې سره اتفاق نه و او په موجوده حالاتو کې د جهاد اعلان زمونږ مقصد دپاره ډېر زيات نقصان رسولو. ما د حاجي صاحب او نورو ملګرو په خدمت کې عرض وکړ چې د خلکو خبرو پسې مه ځئ. دا د خودغرضو ځلکو خبرې دي. د دوی په جهاد څه کار نشته. د دوی دا خيال دی چې د لوئې ونې لاندې واړه نيالګي وده نه شي کولی.نو تا په څه چل له دې ځايه لرې کوي او مېدان ځان ته ځالي کوي نو د دوی مقابله په کار ده او خلک باید پوه کړی شي او صاف صاف ورته وويل شي چې د انګرېز مقابله يوازې تاسو کولی نه شئ. او تاسو سره د انګرېز د مقابلې سامان هم نشته نو اول باید په ټولو ازادو قبایلو وګرځو هغوی ځان سره کړو او ټول منظم کړو او د انګرېز په مقابله کې دوی ته د ښه جنګي سامان بندوبېست وکړو او دوی د جنګ دپاره تيار کړو نو په دې طريقه به زمونږ طاقت پيدا شي. او چې طاقت مو پيدا شو بيا به د انګرېز سره جهاد کوو او خصوصاً د بونیر پښتانه د تورو ازاد قبایلو غوندې سامان هم نه لري او هغسې تياري هم نه لري نو که يوازې په دوی جنګ شروع کړو کامیاب به نه شُو. خو په حاجي صاحب د پراپیګنډې دومره اثر شوی و چې زما دې خبرو منلو ته تيار نه و. بونیر کې د پېرنگیانو سازش: په دې پراپېګنډه کې د پېرنګیانو ډېر لوی لاس و. هغوی غوښتل چې اول خو حاجي صاحب بېرته خپل ځای ته راشي او په دې غرض يې ورپسې د خانانو او د قام د مشرانو درنې درنې جرګې ورلېږلې وې. او بل طرف ته یې ورپسې دا پراپېګنډه کوله چې حاجي صاحب ٠۵ ‏نت‎ ۸۶٣۱-۳-۳-ت-تت‏ تظتت زما ژوند او جد و جهد : مجبور شي چې بېرته وطن ته راشي او که نه راځي نو د دې نه وړاندې چې نور قبایل د ځان ملګري کړي باید جنګ وشي. ما دوه درې ورځې ورسره تېرې کړې. بيا واپس کلي ته راغلم. لږې ورځې پس مې د حاجي صاحب د جهاد اعلان واورېدو. په دې قام کې د پرنګي د مقابلې طاقت نه و. يوه ورځ دوه يې څه معمولي مقابله کړې وه نور طاقت په کې نه و. حاجي صاحب پسې پېرنګيانو روپۍ خورې کړې وې چې ژوندی یې ونیسي. ددې کار دپاره یې خلک هم پيدا کړي وو او نیوه یې چې حاجي صاحب خبر شُو شپه په شپه سوات ته او له هغه ځایه باجوړ ته واوړېده او له هغه ځایه د مومندو«سره کس ته لاړ هلته دېره او اباد شُو. د حاجي صاحب خو زما د خبرې سره اتفاق و. ځو د هغه برخلاف د غلطې پراپېګنډې په وجه داسې رائې عامه جوړه شوې وه چې زما خبره یې منلی نه شوه. د رائې عامه مقابله ډېره مشکله وي. د غلطې پراپېګنډې مقابله کول په کار وي چې سړی پاڅېږي ملا وتړي او خلک په حقيقت پوه کړي او دا هله کېدی شي چې د بې غرضو هم ځيالو مضبوطه ډله وي چې د ځلکو اعتماد يې حاصل کړی وي.وچت شي چې ملک کې وګرځي او خلکو ته غلطه خبره او حقیقت سم ورښکاره کړي.ولې دلته نه داسې ډله وه او نه په دې طريقه کار شوی دی او نه د کار موقع په لاس ورغلې وه او داسې ډله خو د کار کولو نه پس پيداکېدی شي. حاجي صاحب چې څنګه په منډه بونیر ته تللي و. په دې وجه همداسې په منډه له بونیره وتښتېده. ملایان.باباګان. میاګان او پرنګيان پخپله پالیسۍ کې کامیابه شول. ٢ ‏وو‎ زما ژوند او جد و جهد مدرسې بندې شوې: پېرنګيانو ته ددې کشمکش په وجه د نقصان په ځای فايده ورسېده. يو ځو يې په بونیر قبضه وکړه او بله دا چې بهانه په لاس ورغله. زمونږ په ملک کې چې څومره قومي اسلامي مدرسې وې. ټولې يې يو دم بندې کړې. ځکه چې دا مدرسې پېرنګيانو د پل حکومت په لاره کې اغزي ګڼل. د هغو استاذان او کارکنان يې بندیان کړل. هغه کسان يې هم بندیان کړلء چا چې به ددې مدرسو د پاره د خلکو نه چندې ټولولې او د مدرسو پالنه خدمت او انتظام به یې کولو. حقیقت خو دا و چې دا مدرسې د حاجي صاحب نه وې د قام وې او د قام په پیسو او انتظام چلېدې.خو د ملايانو د ځولو بندولو دپاره مونږحاجي صاحب سرپرست مقرر کړی و. حکومت د مدرسو د استاذانو او چلوونکو سره ډېر زور. ظلم او بد سلوک وکړ. د ډېره اسماعيل ځان جېل ته يې ولېږل. د صوبه سرحد په ټولو جېلونو کې ډېره اسماعیل خان جېل د اب و هوا په لحاظ او د بد سلوکۍ په لحاظ ډېره ګنده جېلخانه ده. درنې درنې ځولنې يې ورته اچولې. مېچنې به يې پرې ګرځولې.کولوګان«د تېلوګاڼۍ» به یې پرې ګرځول او لکه د سنډاګانو به یې په ارټ تړل. ږیرې یې ترې وخرېيلې. وئې وهلء وئې ټکول. وئې شرمول. هغه وخت به په جېلخانو کې داسې ډوډۍ ورکول کېده چې انسان ځو پرېږده چې ځناور به هم نه خوړه او داسې جامې به یې ورکولې چې سړی به په کې د سړي غوندې نه ښکارېده.زمونږ د کلي پلار او زوی بندیان شوي وو چې د جېل جامې يې وراغوستې دي او ډېوډۍ ته يې را ایستلي دي. زوی یې چغې کړې چې بابا مې څه شُو حال داچې سيي پا ام ردصم زما ژونداو جد وجهد پلار یې خوا کې ولاړ و. خو داسې جامې يې ور اغوستې وې چې خپل زوی نه پېژندلو د دې نه شپږ اووه کاله پس زه پخپله دخلافت په سیاسي تحریک کې قيد شوم. ماته یې چې کوم پرتوګ را کړی و٠‏ هغه زما دزنګانه د سترګې نه پورته و او داسې کمیس یې را کړی و چې په سجده به پرېوتم ملا به مې ټوله ښکارېده. دوی به بندیانو له جامې په يو ناپ جوړولې د هغه قيدي دې خدای مل شي چې د چا قد به جګ او تن به يې غټ و او خوراک مې داسې و چې سپي ځو جېل کې نه و. مګر پيشو ته مې ځپله ډوډۍ سره د انګولي اېښې ده پیشو خوړلې نه ده. د دی نه علاوه يې د حاجي صاحب شيخان او تعلقداران هم ډېر ګرفتار کړل. پولیس ته دا اختيار و چې د حاجي صاحب د رشته دار او تعلقدار او شیخ په نوم چې هر څوک ګرفتارول وغواړي ګرفتارولی یې شي. په خلکو کې يې دومره وېره او بزدلي پيدا کړه. او دومره هیبت یې پرې راوستو چې چا ته به دې ووې شیځ صاحب هغه به درته ووې پلار به دې شیخ وي.د حاجي صاحب لوی لوی شیخان د حاجي صاحب د شيخۍ نه توبه ګار شُو او ځينې خو په کې داسې نامردان وو چې صاحب پسې یې سپکې سپورې خبرې هم شروع کړې. د دې دپاره چې پیرنګی به خبر شي او زه به د قید نه بچ شم.دا ډېره د افسوس خبره وه چې د پرنګي زور او ظلم په دې خلکو کې وېره زیاتوله او د مقابلې او د جدوجهد جذبه يې په کې نه راویښوله.دا ټول مذهبي خلک وو او د دوی په نزد ږیره د مذهب لوی رکن و .دوی کې د ږیرو خرېیلو هم غیرت را ولاړ نه کړ. په جېلخانو کې يې اذان نه شو ویلی د جمعې لمونځ یې نه شو کولی. دا ټوله اصلاح هغه وخت وشوه چې مونږ خدايي خدمتګار جېلونو له لاړو.بيا د چا ږیره نه شوه -٠٨۸ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد کلیدلی.اذانونه به کېدل. د جمعې لمونځ او پنځه وخته لمونځونه به با قاعده کېده. په چکۍ کې بندېده دا مونږ ازاد کړل. زه په دې حقيقت پوه شوم چې د مذهبې خلکو سره به چې ظلم زیاتی کېده اوکېږي.ځوراک ښه شُو .مېچنې. کولوګان.ارټونه ګرځول بند شول جامه د سړيتوب شوه.د يوې چکۍ ګوړې او غوړو اجازت نه و .په یوه چکۍ ګوړه به قتیدي په چکۍ کې بندېده دا مونږ ازاد کړل.زه په دې حقيقت پوه شوم چې د مذهبي خلکو سره به چې ظلم زیاتی کېده دوی به وېرېدل او بې جراته کېدل او د سیاسي بندیانو سره چې به څومره ظلم زیاتی کېده هماغومره به د دوی همت او جرات زیاتېده.دا ټوله ګټه د قام قيدیانو له خدائې خدمتګارو وکړه او د خدائې خدمتګارو په قربانو شوې ده.پاس ذکر شوي اصلاحات هغه وخت وشول چې د خدايي خدمتګارو حکومت راغی. په دې ورځو کې ما پسې هم د ګرفتارۍ حکم جاري شوی و»ځو زه خوش نصیبه وم چې څو ورځې مخکې زمونږ د علاقې پولیس کپتان حافظ زين العابدین چې د امبرسر«امرتس و. زمونږ کلي ته راغلی و. اتفاقً زما او د هغه زمونږ د مدرسې په باره کې خبرې شوې وې. هغه ماته وویل چې مونږ هم په امبرسر کې ستاسو غوندې قامي مدرسه جوړه کړېده. د هغې مصارف مون د قربانیو د څرمنو نه پوره کوو که تاسو هم دې قام ته ووايي. چې د قربانۍ څرمن درکړي.د چندو ټولولو له کړاوه به خلاص شئ.ما ورته ووې څه کوې په ملایانو مې وژنې؟ دلته خو د قربانۍ په څُرمنو د ملايانو قبضه ده ملا به خپلې څُرمنې ایستلو ته تیار شي خو د قربانۍ څُرمنې چا ته نه ورکوي. هغه ووې چې زه به په دې کې ستاسو امداد وکړم ما ورته ووې چې ستا په امداد کېدی شي.که ته دا خانان او ملکان پوه کړې چې د قربانۍ زما ژوند او جد و جهد څرمنې د ملایانو په ځای قومي مدرسو ته ورکول ډېر ثواب لري نو دوی به يې ومني ځکه چې زمونږ په ځانانو , ملکانو او ملايانو د حاکمانو او پولیس افسرانو ډېر زيات اثر دی. د دې خبرو په دوران کې هغه ته داخبره هم معلومه شوه چې دا مدرسې قامي مدرسې دي او د حاجي صاحب په کې هېڅ نشته صرف د ملايانو د خولو بندولو او پراپېګنډې د مخنيوي په غرض پرې مونږ د حاجي صاحب نوم اېښی دی نو ځکه هغه زه ګرفتار نه کړم خو مدرسه يې راته بنده کړه او د مولوي عبدالعزیز صاحب نه علاوه چې د حاجي صاحب سره تللي و نور استاذان یې هم قید کړل. تقریبا یو کال پس پېرنګیانو دا کسان رها کړل. ځو دوی غریبان دومره وېرېدلي وو چې چا به ورته دشیخ.مدرسې او حاجي صاحب نوم واخيسته دوی به ورسره جنګ کاوه. څه موده پس چې بيا د حاجي صاحب او پېرنګيانو نښته د مومندو په علاقه کې وشوه دا کسان يې بيا ونيول او تقریبا نهه میاشتې بندیان و. دغسې به چې هر وخت د پېرنګيانو او د حاجي صاحب کشمکش پیدا شُو دوی به یې ونیول. پېرنګيانو به دا فکر کولو چې حاجي صاحب د دوی په ډاډ غواړي چې دا ملک زمونږ د غلامۍ نه ازاد کړي. او د دې نه خبر نه وو چې دوی غريبانانو ازادي پېژندله چې دا د خدای یو لوی نعمت او رحمت دی او نه یې غلامي محسوسوله چې دا د خدای لوی لعنت او شخضب دی ان که د مسلمان ورور هم وي.دوی خو ثوابيان خلک وو او غوښتل یې چې د تسپو او وظیفو په زور ځانته په هغه بل جهان کې جنت وګټي او جنت څنګه جنت چې په کې به حورې وي. غلمان وي» د شاتو. شرابو او پیو ویالې به په کې بهېږي.قسماقسم مېوې به وي ٠۰ 00071651 1/1/1/.00120015116601 .یسس-٧---‎ زما ژوند او جد و جهد چې د شوکولو تکلیف به يې هم نه وي تش ځوله وازه وه په کې به راپرېوزي. هغوی ته مذهبي لويو لويو پيشوایانو د ممبر دپاسه دا ویلي وو چې دا دنيا د کافرو ده مسلمانان به دلته ځوار و زار وږړي تږي » لوڅ بربنډ .حقیر او ذليل وي. په هغه جهان کې به بیا دوی مزې کوي د مسلمان خو هغه دنيا ده او خلکو هم دا منلې وه.په دې خبره هېچا غور او فکر نه و کړی چې دين د دې دنيا دپاره دی که د هغه جهان دپاره او که د دواړو دپاره دی.مونږ خو په لمانځه کې اول د دې دنیا ښېګړې له خدايه غواړو او بيا دا چې د هغه جهان نه خو څوک راغلي نه دي. مګر د دې دنیا تاريخ خو زمونږ په وړاندې پروت دی. چا ته چې مذهب راغلی او هغوی منلی او عمل يې پرې کړۍ دی په دې دنيا اباد شوي دي. د عزت ځاوندان شوي دي. د ځپل حکومت خاوندان شوي دي . د خوشحالۍ اوامن ژوند یې نصیب شوی دی. تاسو عربو ته وګورئ چې د اسلام نه مخکې د هغوی څه حال و؟ او چې اسلام راغی او عمل یې پرې وکړو. د هغوی څه حال شُو؟ د اسلام په وجه دوی د حکومت. دولت او عزت خاوندان شول.تاسو د هغه وخت د مسلمانانود ژوند په هر ارخ نظر واچوئ غور او فکرپرې وکړئ. او د اسلام د دې ټیکه دارانو په خبرو غور او سوچ وکړئ چې دا دوی چې کوم اسلام بیانوي دا هغه د خدای او رسول اسلام دی که د سرمایه دارو؟ او دوی چې څه وايي د خدای دپاره يې وايي که د سرمایه دارو دپاره وايي؟ مومندو ته د حاحجی صاحب هجرټ: د بونیر نه مومندو ته د حاجي صاحب په تللو او دېره کېدلو مون ته يوه فايده وشوه چې مونږ ته را نزدې شو او د حاله يې زر زر 1 دنات ‎٩٩١‏ - ې ۱011 ده زما ژوند او جد وجهد خبرېدلو . ځکه چې مومند اکثر دوه کوره لری. یو کور یې پاس په غره کې او بل یې دلته مونږ سره په هشنغر کې وي.روزانه خلک ځي راځي د هغه ځای د ماتو ګوډو نه مونږ خبر وي او زمونږ د ماتو ګوډونه هغوی خبروي.بونیر خو يو لرې و او بل د خلکو تګ راتګ ورته لږو. د حاجي صاحب د هجرت او د اول عالمي جنګ د شروع کېدو په وجه هندوستان ته زمونږ تګ راتګ بند شُو.زما ټولو ملګرو د حاجي صاحب سره هجرت کړی و.زه یوازې پاتې وم. پېرنګيانو هم په ملک کې داسې حالات جوړ کړي وو چې ما د هندوستان د تللو جرات نه شُو کولی. بله دا چې شيخ الهند مولانا محمود الحسن صاحب عربو ته هجرت کړی و .د حج د فريضې ادا کولو دپاره مکې معظمې ته تللی و.هلته شریف مکه د ترکو په خلاف د پېرنګيانو په سفارش د کفر فتوا په ملایانو لیکلې او دستخط کړې وه. په شيخ الهند صاحب يې هم زور لګولی و چې ته یې هم دستخط کړه. خو هغه انکار کړی و نو په دې وجه شریف مکه شيخ الهند صاحب ګرفتار کړی او پېرنګیانو شیخ الهند صاحب د ځپلو ملګرو سره د مالټا په جزيره کې بندي کړی و. مولانا عبيدالله سندهي صاحب هم له هندوستان نه هجرت کړی و او افغانستان ته رسېدلی و. د ده سره د هندوستان یو څو قوم پرستو مسلمانانو او هندوانو هم هجرت کړی و او په کابل کې یې یو عارضي حکومت د راجا مهندراپرتاب په صدارت کې قایم کړی و. څوک چې پاتې وو معلومېده داسې چې هغوی د پېرنګيانو له وېرې مونږ سره رابطه نه شوه ساتلی» صرف يو ځلې يې دېرش پونډه چې څلورنیم سوه روپۍ کېدې د ډاک په ذريعه زما په نوم را ات ‎٢٢‏ لو1 م٥٥1‏ هدمل زما ژوند او جد وجهد صاحب هېڅ قسمه امداد ونه کړ حال دا و چې حاجي صاحب سره دوی د مکمل امداد وعده کړې وه او حاجي صاحب ته د دوی د امداد ډېر ضروت و. ما ته مې بابا د جېب خرڅ دپاره په مامندناړۍ کې شپېته جریبه ځمکه راکړې وه .په هغې کې ما پخپله زمنيداري کوله د هغې به چې څومره امدن کېده هغه به مې حاجي صاحب ته د ځپلو ملګرو د امداد دپاره لېږه. خو هغه به د حاجي صاحب د مشر زوی باچا ګل په لاس ورتلو .زما ملګرو ته به یې نه ورکولو هغه غریبانان د خرڅ پورې اریان وو. هېڅ کار یې نه و لکه د نورو شیخانو د لنګر پخې ډوډۍ ته به ناست وو. ډېر په تکلیف به يې ژوند تېرولو. په کار ځو دا و چې حاجي صاحب هلته دوی له د مدرسې جوړولو انتظام کړی وی. دوی به په کې کار کولی او بچو به هم په کې علم زده کولی او د تبیغ دپاره به يې په کې خلک روزلي وی چې بيا به ټولو قبایلي علاقو کې خواره شوي وی هم خیال کسان یې پيدا کړي وی. او قبايل يې په یو مزي کې پېیلي اومنظم کړی وی. زمونږ ملګرو په رموز رموز کې دا خبرې کړې وې.ځو چا پرې غوږ نه و اېښۍ اخر مهتمم تاج محمد صاحب د شیخانو په یوه غونډه کې پاڅېدلی او په ممبر ودرېدلی دی دوی ته یې ویلي دي. تاسو شپه او ورځ د خپل لنګر په فکر يئ د قام اصلاح او تعلیم ځواته هم څه توجه په کار ده. ده غریب هم دومره خبره کړې ده شیخانو نورو خبرو ته پرېښی نه دی او له ممبره یې را کوز کړی دی. دا کسان خو د کار قابل او لایق کسان وو دوی چې ځپل کور کلی پرېښی وو قربانۍ يې ورکړې وې او مومندو ته تللي وو. کار پسې تللي وو د یو مقصد دپاره تللي وو.د شیخانو په شان خو يې د لنګر ډوډۍ سود کړې نه وه. او لکه د شيخانو د جنت په تمه ناست نه وو. د دوی په جنت او د شيخانو په جنت کې او د دوی د جنت په لار یوو :531ر0111 سعام.٥٥/1‏ 01201 ص./١٧/٧۸ ‎٥١‏ ه0 زما ژوند او جد و جهد کې او د شیخانو د جنت په لار کې ډېر فرق و. معلومېده داسې چې باچا ګل د پېرنګیانو سره سازش کړی و او د حاجي صاحب او د هغه دکارکوونکو ملګرو ترمینځ یې غلط فهمۍ پيدا کولې او د دوی په لار کې یې خنډونه اچول. او زمونږ ملګري یې دې کار ته نه پرېښودل. زمونږ ملګرو د بې کارۍ ژوند نه شُو تېرولی مایُوسه شول او د انګرېزانو هم دا کوشش و چې دوی د دې ځايه لاړ شي. مخفي صاحب خو د خپلو ځپلوانو ځای ته دیر ته لاړ. مولوي سیف الرحمن صاحب افغانستان ته لاړ او مولوي فضل ربي صاحب هم ورپسې لاړو. مولوي عبدالعزیز صاحب سوات ته لاړ مولوي تاج محمد صاحب کمانګري ته لاړ او هلته ځان له دېره شُو. بيا د هغه ځایه په هغه لشکر کې چې د امیر امان الله ان په مرسته د پکتیا د منګلو قبيلې د ګوډ ملا د شورش خلاف جوړ کړی و. منګلو ته لاړ او هلته بيا په خوست کې وفات شُو. مولوي عبدالعزیز صاحب سوات ته راغی. د سوات د باجاهۍ کشاله: په دې ورځو کې د کوهستان ملا صاحب د دیر د نواب د زور ظلم نه د سواتیانو د بچ کولو دپاره سوات ته راغلی و. د نواب نه يې د سوات ډېره برخه نېولې وه او سیتاني یو سید يې عبدالجبار شاه نومېده په سوات کې باچا کړی و. کوهستان ملا صاحب د ترنګزو د حاجي صاحب ماذون و. ده ته په کار وه چې د سوات يو سړی يې د سواتیانو مشر کړی وی. ځکه چې سوات د سواتیانو او د سواتیانو وينې پرې توئې شوې وی او ښه خبره به داوی چې کوهستان ملا صاحب د مدینې په طرز او طريقه د خلکو په رايه یو جمهوري نظام قايم کړی وی. خو معلوميږي داسې چې د پښتنو د کورونو جنګونو. ۴ 0016 ٩٨666 زما ژوند او جد وجهد ګوندیو. تربګنیو او بې اتفاقیو او دښمنۍ له کبله کوهستان ملا صاحب دا کار کولی نه شو.د پښتنو تارېخ د داسې واقعاتو نه ډک دی چې کله داسې موقع په لاس ورغلی ده.دوی د خپل ورور عزیز په ځای میا ملا په ځان مسلط کړی دی. عزت يې پخپلو کې په یو بل پېروزو شوی نه دی او په خپلو کې بدنیته شوي دي.او دغه شان چې څوک دوی د خپل ملک. قام او مذهب مشران په ځان منلي دي. هغوی بيا ښه مږلي او ځوړلي دي او دوی بيا هم ورنه سبق نه دی اخیستی او دغه وجه ده چې د جنت په شان وطن کې په جوارو ماړه نه دي وږي تږي. خوارزار او جاهلان پاتې دي د قدرت د پټو خزانو نه چې د دوی په ملک کې یې پيدا کړي محروم دي او تر هغې به يې دا حالت وي تر څو چې دوی قبيلوي ژوند په ملي او قومي ژوند تبدیل کړی نه وي او یو ملت شوي نه وي او پخپلو کې یې وروري. عزیزولي او قامولي مینه. محبت او پېرزوینه پيدا کړې نه وي. او تر څو چې يې د قام عزت. ځپل عزت او د قام بې عزتي یې خپله بې عزتي ګڼلې نه وي. دا د دنيا قامونه چې اباد شوي دي ترقي يې کړې ده او اسمانونو ته وختل او مونږ چې د هغوی د عزت ژوند او اسودګۍ ته ګورو ورته پسخېږو. دا زمونږ په شان خلک دي دا زمونر نه بهتر پيدا شوي نه دي. خو په هغوی کې ملیت. قامولي او عزت ‌ولي. علم او پوهه مینه او محبت پيدا شُو. ترقي يې وکړه او په مونږ کې دا صفات نشته. مونږ به په خاورو کې توغړيږو. په هغوی کې مليت او قامولي راغلې ده. په هغوی کې اېماندار.دیانتدار» بې غرضه او بې الايشه کسان پيدا شوي دي. د قام تباهي يې محسوسه کړې ده. د ژوند خواږه یې په ځان حرام کړي دي قام پسې ګرځېدلي دي. قام يې پوه کړی او ویښ کړی دی. قامولي يې په کې پيدا کړې ده. اباد ۱۱۵ 00165 ٩۳0٨666 1-1-7 ‏کك7‎ 1 زما ژوند او جد و جهد شوي دي. سید عبدالجبار شاه څه موده حکومت وکړ. څو ورځې وروسته ورپسې دا مشهوره شوه چې قادیانی دی. زه په دې خبره بحث نه کوم چې دی قادیانی و که نه دی که قادیانی و له ړومبي نه به قادیانی و .هغه وخت یې چې باچا کولو ولې يې ددې خبرې تحقیق نه کولو. حقیقت داو چې هېچا دا ګمان نه کولو چې د سوات دا ریاست به قایم پاتې شي او چې څه وخت ځینو کسانو ته چې دې کار ته یې زړه کېده معلومه شوه چې دا خو قايم پاتې کېدی شي نو د سید عبدالجبار شاه پسې يې دا پراپېګنډه شروع کړه.بله دا چې د سید عبدالجبار شاه حکومت کمزوری و.د سوال ياري وه واک اختيار ټول د کوهستان ملا و او کوهستان ملا د پېرنګيانو مخالف و نو پېرنګیانو غوښتل چې د سید عبدالجبار شاه په ځای د خپلې طبعې یو داسې سړی دلته کېنوي چې د کوهستان ملا نه واک اختيار ټول خپل کړي چې په دې علاقه کې څوک د پرنګي بر خلاف لاس او پښې ونه خوزولې شي. په خلکوکې د سید عبدالجبارشاه د مخالفت د زیاتېدو په وجه کوهستان ملا مجبور شُو چې هغه لرې کړي او بل څوک په دې ځای کېنوي نو د باچا ګل صاحب د ترنګزو د حاجي صاحب د مشر زوی دا خواهش او کوشش و چې د سید الجبار شاه په ځای دی د سوات باچا شوی وی او د ده چانس هم زیات و . کوهستان ملا صاحب نه یې وعده اخیستې وه. دی بېرته مومندو ته په دې غرض لاړو چې څلور پنځه سوه ملاتړ د مومندو نه ځان سره راولي مولوي عبدالعزیز چې د باچا ګل نه ډېر په و او ښه ورته معلوم و او د هغه سلوک ورته يا د و دغه وخت د کوهستان ملاصاحب سره مصاحب و او په کوهستان ملا 0١٩ 0016/۳066 زما ژوند او جد و جهد صاحب یې ډېر اثر و.بلکې د هغه یو قسم سکترو او کوهستان ملا صاب به په هر کار کې د هغه نه مشوره اخيسته نو مولوي عبدالعزیز صاحب کوهستان ملاصاحب په دې خبره رضا کړو چې د باچا ګل د رارسېدو نه یې مخکې د میانګل عبدالودود د باچايۍ اعلان وکړو چې باچا ګل را ورسېد هر څه تالاوالا وو .میانګل عبدالودود باچا شوی و.په دې وختو کې د ازادو قبایلو په باره کې د پېرنګیانو پالیسي بدله شوې وه. هغوی غوښتل چې په هره قبيله يا علاقه کې واړه واړه خانان او نوابان جوړ کړي چې هغوی دا قوم په قبضه کې وساتي او د قبایلو د شورشونو؛بغاوتونو او جنګونو مخه د دې ځانانو او نوابانو په ذریعه ونیسي.ځکه چې د ځانانو او نوابانو قبضه کول پېرنګیانو ته ډېر اسان و هر يو به د بل د وېرې د پرنګي خوشامنده کوله د دې کار دپاره پېرنګیانو د ځار ځان ته ډېرې روپۍ او وسلې ورکړې چې ناوه ګۍ باندې حمله وکړي وئې نيسي که ناوه ګۍ د ځارخان ونیسي نو پیرنګی به دی د دې سیمې نواب تسلیم کړي او ډېر جاګیر به ورکړي. پرنګيان په دې پوهېدل چې ناوه ګۍ د دې علاقې د دروازې حیثیت لري د هر چا په لاس کې چې وي قام ورنه رپ وهلی نه شي قام هم په دې خبره پوهېده نو ځکه د قام او د ځار د ځان په ناوه ګۍ ډېر جنګونه وشولءځو د ځار ځان د ناوه ګۍ په اخيستو کې کامیابه نه شو.دغه شان پرنګيان په اپريدو کې.وزيرو کې.مسعودو کې او بیټنیو کې ډېرې روپۍ خرڅې کړېخو د ځانیو او نوابیو په جوړولو کامیاب نه شول. میاګل ورو ورو ځان مضبوط کړو او کوهستان ملا یې په مخه کړو مولوي عبدالعزیز صاحب خو د ده سره په پاچا کېدو کې ډېر د تشرونطسسنتش ٢ ‏تن فد‎ ٢ زما ژوند او جد وجهد امداد او احسان کړی و او اوس هم ورسره هر قسم امداد ته تيارو نو دی د ده سره پاتې شوی و.زه په دغو ورځو کې د مولوي عبدالعزیز صاحب لیدلو ته سیدو له ورغلم یو دوه شپې مې مولوي صاحب سره وکړې د میاګل صاحب په مجلس کې شریک شوم د سوات يوه جرګه هم په دې وخت کې میاګل صاحب ته راغلی وه د هغوی په مجلس کې هم شریک شوم:په خبرو خبرو کې راته معلومه شوه چې دا خلک له خدايه دومره نه وېرېدل لکه څومره د پیرنګي نه »د پیرنګي نوم به ما اخيسته وېره به په دوی راتلله د دوی په خدای هم دا عقيده نه وه چې ګوندې مونږ به د پرنګي د غلامۍ نه خلاص کړی شي. نن چې تاسو په سیدو کې کومې ابادۍ ګورئ هغه وخت دا ابادۍ نه وې یوه د خټو معمولي کلاګۍ وه. میاګل صاحب. مولوي صاحب او نور ټول د دوی ملګري به په کې اوسېدل او داسې خاص مېلمانه چې به راغلل هغه به هم ورسره پاتې کېدل. زه په هلکوالۍ کې هم سیدو ته تللی وم او یوه شپه مې په کې کړې وه. هغه وخت زما علم کم و او د اسلام په حقيقت پوره نه پوهېدم .ما به دا ګمان کولو چې زیارتونه د سړي سوالونه قبلوي. زمونږ په خلکو کې دا عقيده وه چې پیر بابا د سړي یو سوال قبلوي نو زه هم په همدې خيال د څو ملګرو سره اول د پير بابا زيارت ته تللی وم او بیا له هغه ځايه د جواړۍ په کنډاو«غاښۍ» سوات ته را اوړېدلي وو.د سوات د باباجي زيارت مو کړی و او شپه مو دلته تېره کړې وه. د پېرنکیانو مظالم: دا د پورته ملک حال و د کوز ملک حال دا و چې پیرنګي په خلکو دومره وېره او ترهه راوستې وه چې چا د دوی له وېرې حقه او رښتیا ٨٩٩۸ ‏تت‎ ۳ ٢۳- 0٩0165 ٩0٨ زما ژوند او جد و جهد خبره نه شوه کولی او د حکومت خبره خو پرېږده چې د چا په خيال به پوه شو چې د ده د خپل قام»وطن او اسلام سره مینه ده نو دباوونه به يې پرې شروع کړل او چې په دې به کار ونه شُو نو بیا به یې منصبونهء پیسې او لقبونه ور وړاندې کړل او چې په دې به هم کار ونه شُو نو بیا به يې د جېلخانو تورو تمبو ته واچولو مېچنې به يې پرې اوړولې کولوګان به يې پرې ګرځول داسې ظلمونه به يې پرې کول چې ډېر وحشي قام به يې هم د یو حېوان سره ونه کړي. پاتې خو لا د تمدن مدعي د یو انسان سره.دا پراپېګنډه شوې ده چې انګرېز انصاف دار و.منم چې انصاف دار و .خو په داسې مسئلو کې چې کوم ځای کې به د ده خپل مفاد نه وو .کله چې به د ده خپل سیاسي غرضو نو بيا د انصاف سوال نه پيدا کېده.ولې په سیاسي معاملو کې يې بیا انصاف نه پېژندو او بيا هر ظالم چې تاسو پېژنئ د هغه نه زيات ظالم و .د پېرنګيانو مخبران به ملک کې خواره وو .د کور» کلي. حجرې. جومات. وړه. غټه خبره به يې پولیس ته رسوله او پولیس ته ټول اختيار او پوره واک حاصل و چې په هر چا به یې چې ګوته کېښوده چې دا غل دی هغه به غل و.بيا یې پوښتنه نه وه او پوليسان هم د جهان بد دیانته وو .خصوصاً د پنجاب پولیس خو د پرنګي د خوشحالولو دپاره د خدای په مخلوق او مسلمانانو داسې شندې کړې چې هېچېرې به چا کړې نه وي. ځانانو .ملکانو او ملایانو به ځای په ځای جرګې کولې چا به له وېرې چا به د پیسو په تمه چا به د نوکرۍ دپاره د پېرنګیانو تعریفونه کول.ملاګانې یې تړلې وې.برتۍ به یې ورته کولې او ويل به يې چې ٩۹ - ام رهم زما ژونداو جد و جهد خدای پاک ویلي دي چې «د خدای اطاعت کوئ. د پیغمبر اطاعت کوئ او د اولوالامر اطاعت کوئ» او پرنګی خو زمونږٍ اولوالامردی اطاعت يې واجب دی. حالانکه د قران ايات کې د اولوالامر سره لفظمنکم راغلی دی. يعنې چې اولوالامر دې د ستاسو نه وي نو دا به دې مليانو نه ويل او په دې طریقه يې د پرنګي د اطاعت د پاره قراني جواز پيدا کولو.خدای پاک په قران کې د بني اسرائیلود عالمانو ذکر کوي چې هغوی به د لږو پیسو دپاره او خپلو خواهشاتو د پوره کېدو دپاره د توراة او زبور په اياتونو کې تحريفونه او تاویلونه کول هر مذهب او مسلک چې د خودغرضو او چالاکو خلکو په لاس ورشي بيا په کې هغه اولنی انقلابیت او روح پاتې نه شي. بیا د سرمایه دارو مذهب ترې جوړ شي او تش کالبوت شي. زمونږ په علاقه کې په دې کار کې زیاته برخه د عمرزو سعدالله ځان اخیستې وه.یو خو ځان و او بل د پېرنګيانو نوکر هم وء هغه به وخت په وخت ډوډۍ وکړه ځانان.ملايان او شاعران به يې را غونډ کړل او د پرنګي د خوشحالولو د پاره به يې جلسې جوړولې او د پرنګي تعریفونه به يې په کې کول او خلک به يې د پرنګي سره د تعاون د پاره اماده کول يوه ورځ حجره کې ناست وم د مولانا ابوالکلام «البلاج اخبار مې لوسته خبر شوم چې نن بيا په عمرزو کې جلسه ده. مولانا پخپل اخبار کې د دې جلسو متعلق ډېر ښه مضمون لیکلی و نو په زړه کې مې تېره شوه چې ورځم او په دې جلسه کې خلکو ته دا مضمون اوروم ځو دا همت او جرات مې ونه کړی شو. ‎91٥‏ ده" ‏زما ژوند او جد و جهد ‏عجیبه خو لا داوه چې د ازاد سرحد ملایانو او زبرګانو به ويل چې د پرنګي خلاف جهاد فرض دی او د داخل ملایانو او زبرګأنو به ويل د پرنګي مرسته او اطاعت فرض دی. لکه د قسطنطنې او مدینې د ملایانو په شان يوې ډلې به يو قسم فتوه ورکوله او هغې بلې به د هغې مخالفه فتوه ورکوله. د يوې موضوع په باره کې په یوه مذهب کې دوه قسمه خبرې نه وې. خو حقيقت دا دی چې نن په مذهب هم سرمايه دارو د خپلې سرمائې په زور قبضه کړې ده. هغه د خدای ریښتینی مذهب پاتې نه دی. ‏ریښتینی خدايي مذهب خو د مخلوق خدمت دی. مینه ده محبت دی. انصاف دی. عدالت دی. بردباري او اېمانداري ده. په هغې کې د خدای د مخلوق ګټه او فايده ده. دا نن چې تاسو څه څه وینئ دا سرمايه دارو د ځپلو غرضونو د پوره کولو دپاره د مذهب په نوم یوه لوبه جوړه کړې ده. دا نننی مذهب ځو د څو کسو د عیش عشرت دپاره دی. د خدای د مخلوق د ارام دپاره نه دی چې مذهب د خودغرضو کسانو په لاسو ورشي دا سې حال شي. حقيقت دا دی چې دا ټول اسماتي مذاهب حق دي او قران خو دا وايي چې د متقي او پرهیزګارو خلکو به په دې قران هم عقيده وي او چې د دې نه مخکې کوم کتابونه د خدای له طرفه راغلي دي په هغه به يې هم عقيده وي نو مونږ نه پوهېږو چې په دنیا کې د مذهب په نامه دا جګړې او جنګونه ولې او څنګه پيدا شوي دي؟ ‏ېد ېه و ‎00-2 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد رولټ اېکټ او مونږ وبا«د ړومبي ټبر وفات, رولټ اېکټ» زمونږ جلسې» زما وړومبۍ گرفتاري» زما بابا او نور کلیوال جېلخانه کې» د جېلخانې حالت» د قید نه خلاصون بیاکرفتاري او دویم واده د یورپ جنګ چې ونښت نو زما په زړه کې دا خيال پيدا شُو چې سړی کابل ته لاړ شي او د افغانستان د حکومت په امداد د پېرنګيانو خلاف جدوجهد شروع کړي. دا د امیر حبيب الله خان زمانه وه او دافغانستان په باره کې زما هغه وخت دا عقيده وه چې دا یو ازاد او زورور حکومت دی که چیرې وغواړي نو د پېرنګيانو خلاف زمونږ ډېره مرسته کولی شي. د دې د پاره مې دا فېصله وکړه چې د سوداګرۍ په بهانه افغانستان ته ځم. ما دا تجویز ځپل پلار ته وړاندې کړو. هغه را سره ومنلو خو مور مې مخالفت وکړو. خو اخر مې هغه هم راضي کړه. بابا راسره د روپو وعده هم وکړه.زمونږ د کلي زما یو اشنا جمعدار عجب الله ځان چې ډېر هوښيار او جهان ديده سړی و.د پېرنګیانو په انټیلیجنس ډېپارتمنټ کې هم پاتې شوی و. او دغه ملکونه يې ليدلي وو .دی مې د ځان سره ملګری کړو او د راهدارۍ دپاره مو حکومت ته درځواست وکړو څو حکومت راهداري را نه کړه او دا کار پاتې شُو. جنګ څلور کاله پس ختم شُو په دې دوران کې به کله نا کله د ٢ ‏س01‎ .-.-.-.-.- 0007165( ٧۸/0//.0012600151166.06 .تسسسکشسسس‎ زما ژوند او جد وجهد پېرنګیانو او ازادو قبایلو ترمینځ جنګونه کېدل خو د ټولو قبایلو په یوه سلا او په منظمه طريقه به نه وو نو ځکه پرنګي ته څه نقصان نه رسېده چې مومندو به په پرنګي حمله وکړه وزیر. مسعود او اپريدي به په ځای ناست وو او که د اپريدو او انګرېز جنګ به و. مومندء وزیر اومسعود به خبر نه وو او که د وزیرو به ورسره جنګ و. مسعود به چې د وزیرو سره په یوه علاقه کې ژوند تېروي جنګ ته تيار نه وء مومند او اپریدي. خو لا په ځای پرېږده هر يو به ويل چې دا د هغه جنګ دی مونږ یې څه کوو په کار داوو چې ټول قبايل په یو تحریک کې تنظیم شوي وی. ښه تربیه ورکړشوې وی. او ټول يو ځل را پورته شوي وی. نو که پېرنګیانو د دوی د مقابلې دپاره ډېر طاقت دلته په کار اچولی وی د ترکو او جرمن مقابله ورته سختېده او که ډېر طاقت يې د ترکو او جرمن مقابلې ته متوجه کولی نو دلته به دوی ډېره کاميابي حاصله کړې وی. ځو جهاني جنګ د پرنګي په فتح او د ترکو او جرمن په ماتې تمام شُو. وباء د ړومبي ټبر مرگ: د جنګ په وجه په دنیا کې سخته وبا راغله. په جنګ کې دومره کسان نه وو مړه شوي لکه په دې وبا کې چې مړه شول. په هندوستان کې هم دې وبا ډېر خلک ووژل. پښتانه هم ډېر په کې مړه شول. دا داسې عجیبه وبا وه چې اکثر به يې ځوانانء جینکۍ او هلکان وهل او مړه کول. او چې يو کورته به یو ځل ننوته بيا به يې يو هم نه پرېښوده. داسې پېښه شوې ده چې په کور کې یو کس هم نه دی پاتې شوی او د کور دروازې پورې شوې دي. په وړوکو وړوکو کلو کې به مړي همداسې پراته وو. د ښځولو يې څوک نه وو. په دې مرض د ٣۳٣ ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زعا نارجه ووه نم ټولو نه اول زه پرېوتی وم» خو هسې دای جوړ کړم ځکه چې په دې مرض هغه وخت څوک پوهېدل نه او نه د حکومت له طرف نه د ډاکټر.دوا او درمل انتظام و. زما نه وروسته غني چې د پنځو کالو و. ناروغه شُو »غني ډېر ښکلی و. د مور یې ورسره ډېره مینه وه ډېر به یې ورته ژړل ما به منع کوله او د صبر تلقین به مې ورته کولو .خو د هغې زړه به نه صبرېدو. یوه ورځ د غنې رنځوري سخته شوه مور يې ورته د کټ سرته ناسته وه. د ده سر يې په غېږ کې اېښی و. ما د ماښام لمونځ کړی و. په مصلې ناست وم دعا مې کوله غنې ته مې کتل چې بې هوشه پروت دی چې ناڅاپه يې مور پاڅېده د زوی سر يې د خپل ورانه نه په بالښت کېښوده او د زوی له کټه چاپېره وګرځېده او سرته یې ودرېده او لاسونه يې په دعا پورته کړل په ژړا یې وویل چې اې خدایه د ده مرض په ما کېږدې او دې ماشوم ته شفا ورکړې. د خدای یو عجیبه حکمت و. په سبا له دا ناجوړه شوه د دې مرض ورځ په ورځ زیاتېدو او د غني مرض به ورځ په ورځ کمېدو غني جوړ شُو او مور يې ځوانیمرګه شوه. ماشومان يې راته پاتې شول. دغه وخت غني د پینځو کالو. ولي د دریو کالو او خور یې د یو کال وه. ‏په کلو کې دومره مړي کېدل چې خلک یې ښځولو ته نه رسېدل. مونږٍ به د سهار نه د قبرونو په کنستلو لاس پورې کړ تر ماښامه به لګیا وو. کله به په مشکله پوره شُو او کله به یو نیم کم شُو د ډېرو به د کفن درک هم نه و.د داسې مړو دپاره مونږ یو فنډ جوړ کړو. بې کفنو مړو ته مو د دې فنډ نه کفن ورکولو او په دغسې حالت کې به هم ځېنې کسان راغلل په دروغو به یې رانه کفن يوړو. ‏ځینو چالاکو به وژړل او مونږ ته به یې دوکه راکوله»اخر مونږ ح۳-۳۶---ھت ھت تت زما ژوند او جد و جهد داسې انتظام وکړو چې کفن به مو د خپل سړي په لاس لېږلو چې مړی به یې ولیدو نو کفن به يې ورکړلو که نه بېرته به يې راوړلو.د دارو درملو مو هم څه انتظام کړی و په اول کې خو يې چا ته دارو معلوم نه و .خو وروسته چې مرض اوږد شو ډاکټرانو او حکيمانو ورته دارو را پيدا کړل. هغه به مو جوړول او مریضانو له مو ورکول. دا يو ډېر لوی افت و چې زمونږ په قام رانازل شُو او په داسې وخت کې چې نه په قام کې احساس او نه اتفاق و چې د دې مصیبت مخه یې په اتفاق سره نیولې وی او نه مو کوم واځوږی حکومت و چې زمونږ غم يې خوړلی وی او د دې افت نه یې بچ کړي وی. په جنګ کې هم زمونږ د ملک خلک د نورو ملکونو د خلکو نه زیات مړه شول او په مرض کې هم »جنګ د چاو او مړه په کې څوک شول؟ ګټه او بيلات د بل چا و او جنګېدلو مونږ. زه خو وايم چې مونږ اجرتي قاتلان وو .د پیسو دپاره د ځلکو مرګ پسې تللي وو. د ځپل ملک د ازادۍ او خپل عزت دپاره را کې دا احساس نه و چې د پرنګي سره جنګېدلي وی .يا کم از کم پخپل کور کې ناست وی. پرنګي مو يوازې ترکو او جرمن ته پرېښی وی. مونږ جرمن ځو پرېږده د مسلمان ترک سره د پرنګي په ډډه او طرفدارۍ وجنګېدو او جنګ مو ورته وګټلو د دې ګټې په پاداش کې مونږ ته پېرنګيانو «رولټ بل» چې يو ظالمانه او ناروا قانون و. راکړو د خدای د طرف نه دا مصیبت نازل 7۹7 شو. رولټ ابکټ: ګاندهي جي چې د پېرنګيانو د دې وعدې په مقابل کې چې که پرنګیان جنګ وګټي. مونږ ته به یوسیلف ګورنمنټ راکړي په جنګ کې د پېرنګیانو ډېر امداد وکړو.ځو پېرنګیانو چې فتح و ه وعدې - ۱۵ 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد وجهد خو پرېږده د«رولټ اېکټ» ‎١٣١١٩‏ د نافذ کولو اراده یې وکړه نو مهاتما ګاندهي ډېر مايُوسه شُو او د «رولټ اېکټ» خلاف یې اواز وچت کړو. مهاتماګاندهي خو لا پرېږده چې د پېرنګيانو ملګرو هندوستانيانو هم د دې قانون خلاف چغې پورته کړې.په ټول هندوستان کې د دې تور قانون په خلاف زبردست ايجي ټېشن تحريک» شروع شُو.لوئې لوئې جلسي جلوسونه به کېدلء درنې درنې مظاهرې وشوې.ډېر سټېشنونه او سرکاري ځایونه په کې وسوزېدل.پېرنګیانو هم اسره ونه کړه خلک يې په ګولو وويشتل په جېلخانو کې یې واچول ډېر سپک او ذلیل یې کړل.تر دې وخته زمونږ په علاقه کې سیاسي تحریکونه جلسې او جلوسونه نه وو او نه پرې څوک پوهېدل د تعلیم دپاره د مدرسو جوړولو تحریک موجود و. هغه هم د جنګ په وځت کې پېرنګیانو بندکړی و. یوه شپه کور ناست وم ډوډۍ مو ځوړله چې د ډول اواز مې تر غوږ شو چې غوږ مو ورته کېښود ډندورچي ورسره ډنډوره غږوله چې سبا له به د«رولټ اېکټ» برخلاف د حاجی صاحب په جومات «عیدګأء کې جلسه وي. په دې پوه نه شوم چې د جلسې انتظام چا کړی دی. چې سبا شو چای مو وڅکله.د حاجي صاحب جومات ته روان شُو د جلسې نوم د کلي خلکو نه و اورېدلی دا ورته یو عجیبه څیز ښکارېدو. ډېر خلک ورته روان وو .د تحقیق نه راته معلومه شوه چې د جلسې اعلان زمونږ د کلي یو ځان چې نوم یې محمد اکرم خان و کړی دی. دا راته هم معلومه شوه چې د جلسې د اعلان په وخت کې د پولیس یو افسر راغلی و.د خان او افسر په مینځ کې څه ګفتګو او کشمکش شوی و.ځان د هغه له ضده د جلسې اعلان کړی دی د قدرت کارونه هم د حکمت نه خالي نه وي. چرته دا ځان او چرته د ٧ ام ردصم زما ژوند او جد وجهد جلسې اعلان. د جلسې په ورځ مونږ اولیدل چې دغه اکرم خان پخپله جلسې له رانغی. وروسته معلومه شوه چې د جلسې په وخت کې هغه د مردان د اسسټنټ کمشنر ګریفټ صاحب سره و. د کلي اکثر لوی خانان او غټ غټ ملایان راغلي وو.زه پاڅېدم او خلکو ته مې وويل چې دغه شان جلسو کې د صدارت ضرورت وي. یو مشر سړی د دې جلسې صدر مقررول په کار دي. خلکو ووې چې ته صدر شوې. ما ووې چې یو مشر سړی به صدر کړو ځو دوی ټینګ شو زه يې صدر کړم. عام خلک خو د صدر په معنې نه پوهېدل هغوی چې د جلسې نه ستا نه شول دا یې خوره کړه چې ګوندې زه د پښتنو باچا شوم. مون خو دغه وخت په تقریرونو نه پوهېدلو خو چې د اخبارونو نه مو څه لږٍ ډېر زده کړي وو .هغه مو خلکو ته وويل په اخر کې يو بل خان تجویز وړاندې کړو چې دا خو زمونږ د کلي جلسه ده بله هفته به بيا دلته د دې ټولې علاقې جلسه وې. خلک خبر کړئ چې په ګڼ شمېر کې راشي.د تقریرونو په لحاظ خو دا جلسه جلسه نه وه مګر د اثر په لحاظ يې په خلکو کې ډېر جوش و خروش مينه او جذبه پيدا کړه. زمونږ جلسې: د راتلونکې جلسې د انتظام دپاره خلکو ملا وتړله. زه پخپله هم په اس سور شوم او د دواوې او هشنغر کلي مې وکتل.د جلسې د جوړولو له پاره دولت پورې له ورغلم. دا د دواوې مشهور کلی دی. هغه کې مې د دغه کلي لوی ځان ولیده »ده وعده وکړه چې جلسې له به درځم په دولت پوره کې ده راته یوه ډېره عجیبه خبره وکړه. وې چې یو سړي کره سمساره عادته شوې وه.د دوی پۍ به یې څښلې. ښځې ده ته ووې چې دې سمسارې څو ډېر ورانی را اخیستی دی څه ورسره ددد څووظشسپ پس ‎٠ ٠"‏ ۳-۳ تت کت زما ژونداو جد و جهد وکړم؟ دی پخپله سمسارې وېرولی و ورته یې وویل چې ښځې دا خو زبرګه ده هېڅ ورته مه وايه. ښځه په پيو مېنه وې يوه ورځ دې سمسارې پۍ په کټوۍ کې څښلې د ښځې صبر نه شو په سوباړي یې ووهله او مړه شوه. دې ښځې فکر وکړو چې دا څو مې د خاوند زبرګه وه اوس به ماسره څه کوي چې خاوند یې راغی نو ورته یې ووې چې زما د لاسه نن ډېره غلطي شوې ده ستا نه د هغې معافي غواړم.خاوند ورته ووې چې ووايه. دې ورته ووې چې هغه زبرګه زما دلاسه مړه شوې ده وې کومه ده؟ دې ورته وښودله.ده پرې راباندې کړل. مړه سمساره یې ټوټې ټوتې کړه او ښځې ته يې ووې چې زبرګه مرګه نه وه. خو زه ترې یرېدم.دې وخت کې په هر چا کې قومي جذبه پېدا شوې وه.دا سرکاري جرګه نشين خان و. خو د پرنګي نه یې نفرت پيدا شوی و. خانانو او غریبانو ټولو له مو په جلسه کې د ګډون بلنه ورکړه.خلکو په ځوشالۍ ومنله. د جلسې په ورځ د یو لک نه زيات خلک را ټول شوي وو.په زرګونو ښځو د جلسې د خلکو دپاره په منګو کې د سیند نه اوبه را چلولې.د جلسې په دوران کې د حکومت له طرفه میا اکبر شاه کاکا خېل ما پسې راغی او ويل یې چې چیف کمشنر وايي چې په صوبه سرحد کوم قانون حاوي دی دا ځو د «رولټ اېکټ» پلار دی.دا ځو د«رولټ اېکټ» نه زيات ظالمانه دی دوی له په کار دي چې د دې قانون په خلاف د حکومت غوږونو ته ځپل اواز ورسوي. د« رولټ اېکټ» تاو دوی ته نه رسي او بله دا چې هندوستان د دوی سره د دې قانون په لرې کولو کې کوم امداد کړی دی؟ چې دوی يې ورسره کوي.زه د دوی سره وعده کوم چې په دې قانون له نوي سره غور وکړم او چې دوی څه وايي هغسې به وکړم. ما 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد ورته ووې چې میا صاحب زه منم چې هندوستان زمونږ مرسته نه ده کړې دا د هغوی انساني فرض و. خپل انساني فرض یې ادا نه کړل. زمونږ هم دا انساني فرض دي چې د رولټ اېکټ خلاف ورسره خپل اواز ملګری کړو.هر سړی پخپل عمل پړ دی. ميا صاحب پوه شو چې دی زما په دام کې نه نښلي نو بيا یې ووې که ته اجازه راکوې زه به هم دې خلکو ته څو خبرې وکړم. ما وې وکړه. د هغه په تقریر کې د ځولې نه دا وخته چې حکومت زمونږ مور او پلار دي. دا په خلکو بده ولګېده چغې يې پرې جوړې کړې چې میا کېنه حکومت که ستا مور وي او که ستا پلاروي. وي به. زمونږ هېڅ هم نه دی. ما چې خلکو ته وکتل په خلکو کې پوره جذبه وه او میا صاحب ته په قهر وو. ما ميا صاحب کېنولو او پخپله ورسره شوم د جلسې نه مې بهر وښکو ځکه که زه نه وی يا ما د خلکو نه مخکې د عدم تشدد وعده نه وی اخیستې. خدای خبر چې د ميا غریب به څه حال شوی وی؟. زه يوه خوا د خلکو جذبېٌ ته حیران وم او بله خوا د میاګانو انګرېز پرستۍ ته د دې جلسې صدارت هم خلکو ماته راکړو. مونږ د تقریرونو په چل نه پوهېدو اکثر به مو تقریر ولیکه او د کاغذ له مخه به موخلکو ته اورولو. عباس ځان دې خدای وبڅښي زما ډېر دوست و. هغه له مې لیکلی تقرير ورکړی و چې د هغه وار راغی او پاڅېده ټول رپېدو. وې ويل دا تور قانون بيا يې ووي دا تور قانون څو کرته يې همدا تور قانون تور قانون ووې ما ورته د لاندې نه ووې چې وړاندې ووايه. دی ټول رپېده راته يې وويل چې په سترګو مې تياره ده وړاندې نه وینم د دې نه يې زيات څه ونه ویلی شو اخر کېناست. دا زمونږٍ د تقریرونو حال و. ځو سره د دې هم جلسه بالکل کامیابه وه قراردادونه مو پاس کړل. اخبارونو او حکومت له مو ولېږل. 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد په خلکو کې یوه عجیبه مینه او جوش و. بیا خاص زمونږ د کلي د نرو او ښځو خو لا بل حال و. په سوونو ښځې زمونږ د کلي راغلې وې ګرمي وه سیند ته به تللې او خلکو ته به يې د څکلو اوبه راوړې. زمونږ د کلي دوه کسه دې جلسې ته نه وو راغلي یو ځان بهادر محمد عمر خان او بل هغه خان چا چې د اولې جلسې دپاره ډنډورې وهلې یعنې محمد اکرم خان هغه د جلسې په ځای مردان ته ګریفټ پیرنګي ته تللی و .ګریفټ د مردان اسسټنټ کمشنر و د دوی اشنا و. په دې ورځ یې هم دا خيال و چې په حکومت به زمونږ مخ وشي» خو نه یې په حکومت مخ وشو او نه يې په قام کې مخ پاتې شو. دوی په ګریفټ صاحب ډاډه وو ځو د قدرت کار بېل وي. ګریفټ د دوی په ښه رانغفۍی او دوی هم مونږ سره ګرفتار شول. مونږ تر اخره هم په دې پوه نه شو چې اکرم ځان د رولټ اېکټ خلاف دا اعلان ولې کړی و. خوخلکو به دا ويل چې ده غوښتل خپل تر بوران. خانان. د پېرنګيانو په ضد راولي او پرنګیان هغوی برباد کړي. خو دی په کې پخپله ونښت. د اتمانزو دې جلسې په پښتنو کې اورولګولو او ښه جوش او خروش یې پيدا کړو. بله جلسه په تا کال کې د ارباب رضا ځان له طرفه مقرره شوه ټوله علاقه یې خبره کړې وه مونږ ته يې هم بلنه راکړې وه. د جلسې په ورځ سهار وختي مونږ ور روان شو چې د سر درياب د پله نه پورې وتو«عاشق» د پېښور د ښار مېوه فروش په ټانګه کې سور مخې ته راغی اشاره يې وکړه ټانګې مو ودرولې را کوز شو زه عباس خان» بابې جان او احمد استاد یې بېل کړو. او راته یې ووې چې د افغانستان او پېرنګيانو جنګ شروع شو بېګا په ټول ملک کې د مارشل لاء اعلان شوی دی. د تاکال جلسه بنده شوه او د افغانستان له طرفه څه کاغذونه ما ۱۳٣۰ ‏ردنت‎ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد راوړي دي دا واخلئ او په ملک کې یې ووېشئ. کاغذونه یې زمونږ ملګروله را کړل او دی بېرته ښار ته ستون شو او مونږ بېرته کلي ته رالو. په دې ورځو کې قاضي شاکرالله د پېرنګيانو له ځوا مقرر شوی و چې زمونږ د علاقې دوره وکړي او دا معلومه کړي چې څوک د پېرنګیانو په خلاف او څوک یې په حق کې دي نو دی به ګرځېدو او حجرو. جوماتونو کې به يې د پېرنګيانو په خلاف سخت سخت تقریرونه کول. یوه ورځ زمونږ په حجره کې يې مونږ ته دا قصه کوله چې زه د جنګ په ورځو کې پېرنګیانو عربو ته د مخبرۍ دپاره لېږلی وم. هلته یې په یو جنګي سمندري جهاز کې د یو جرنیل سره ولګولم. د دریاب په غاړه د عربو یو کلی و. مون یو پیرنګی د سفیر په توګه ور ولېږلو هغوی دا پیرنګی مړ کړو چې د هغه د مرګ خبر راغی نو جهاز ته حکم وشو چې په کلي ګوله باري وکړي نو چې هغه کلی یې په ګوله بارۍ د خاورې سره خاورې کړو بیا فوځونو ته حکم وشو چې لاړ شئ وګورئ چې څوک نر یا ښځه خو ژوندي پاتې شوي نه دي. که پاتې وي مړه یې کړئ. زه هم ورسره لاړم چې کلي ته ورسېدم څه ګورم چې یوه ښځه شهيده شوې ده او وړوکی ماشوم یې په تي بوخت دی او روي یې. په ما د دې ماشوم او مور حالت ډېر اثر وکړو چې څه وخت جهاز ته واپس راغلو نو ما د ځخپل افسر سره خبره کول غوښتل خو هغه دومره په غصه و چې زما شکل لیدل پرې ښه نه لګېدو راته يې ووې چې د مخې نه مې لرې کېږه نو هغه وخت ما په زړه کې دا خبره محسوسه کړه چې د یو پرنګي دپاره يې دا دومره مسلمانان د خدای مخلوق تباه کړو او لا زړه یې سوړ نه دی نو د ځان سره مې فېصله وکړه چې نوره د دوی نوکري نه کوم اول کافر وم» د دې پېښې نه 00 277 ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژوند او جد و جهد ‏وروسته مسلمان شوم. دغه شان قاضي صاحب د ټول هشنغر دوره وکړه. د هشنغر ځانان. ملايان او عوام ټول دانګرېز مخالف وو. قاضي صاحب د ټولو حالات معلوم کړل. يو زمونږ د کلي د محمد عمر ځان په باره کې یې سر کارته ليکلي وو چې په ټوله علاقه کې د ده په شان ستاسو بل وفادار نشته. د دې رپوټ په وجه د محمد عمر خان د سرکار په کور کې لویه ترقي وشوه او ډېر اختيارات یې ورکړل او خان بهادر یې کړو. ‏د مارشل لاء په وجه زمونږ په ځلکو ډېره وېره او هیبت راغی. ځکه چې د اخبارونو په ذريعه به د هندوستان او پنجاب د حالاتو نه خبرېدل چې پېرنګیانو په ځلکو څومره ظلم او زور را اخیستی دی. په ټولو کې مونږ ډېر ناکراره وو. هره ورځ به اوازه شوه چې بېګاله به فوځ راځي او د کلي نه به چاپېرېږي. د دې ګونګوسې په اورېدو به زمونږ د کلي نر او ښځې په لړزان شوې او يوه هله ګوله به جوړه شوه څوک به په کوټو کې ویښ ناست وو. څوک به د کلي نه تښتېدل څوک به په حجرو کې را جمع شول. زه پخپله هم د ګرفتارۍ په وجه به پخپل کور او حجره کې کېناستی نه شوم. په کلي کې به ګرځېدم خلکو ته به مې ډاډګېرنه ورکوله. یوه شپه ډېره ګرمه اوازه وه چې نن به فوڅونه خامخا راځي چې یو سړي خبر کړم چې ملک سلطان محمد ځان سره د سړو په سرک کې مورچه نيولې ده. او وائې چې د پرنګي نه مونږ هسې هم نه خلاصېږو. یو ځلې مرګ دی زه خو ورسره مقابله کوم. زه په منډه ورغلم چې ګورم ملک صاحب ولاړ دی کرچ يې اچولي دي نوکران یې مورچه کړي دي. دی ورته شابسی ورکوي. ما پرې د لرې نه اواز وکړو چې ملک صاحب څه کوې؟ جواب یې راکړو چې نن ورسره معلوموم. ما ترې پوښتنه وکړه چې ټوپک درسره دي؟. ووې چې ‏سشظض دګ د برزومنتنتش -8 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد پنځه ټوپکه.ما ترې بيا پوښتنه وکړه چې څومره کارتوس درسره دي؟. ده وویل چې شل پنځه ویشت دانې به وي ما ورته ووې چې دا دومره کارتوس خو د هغو په یو ټوپک کې وي نو څرنګې په پنځو ټوپکو او شلو کارتوسو د پرنګي مقابله کوې؟ د دې خبرې په اورېدو خو یوه شېبه چپ شو بيا یې نوکرانو ته ووې چې د دوی سره نه کېږي زما اسپه زين کړئ! په اس سور شو او شپه په شپه ازادې علاقې ته لاړو دغه شان زمونږ د کلي ډېر کسانو ځانونه په څنګ کړل. زما گرفتاري: زه میرې ته لاړم زمونږ زمیندار و عبيدالله کاکا يې نوم و. په بله شپه مې هغه د ځان سره کړو او کچي کوپر ته لاړو هلته زمونږ پخواني زمیندار اوسېدل دا د اېجنسۍ علاقه وه زمونږ د کلي يو مفرور مرتضی خان هم دلته اوسېده. هغه مو وليده را سره شو. سپنځړو ته روان شو .د هري چند د نهر په غاړه د باډر پولیس تاڼه وه چې ورنزدې شو سپاهیانو را باندې اواز وکړو چې ودرېږئ تاسو څوک ی؟ مونږ سره بې لایسنسه وسله هم وه په ما وېره راغله خو مرتضی خان ورسره بلد وو. وړاندې شو ورته یې وویل چې خپل يو د هغه د پېژند ګلوي په وجه یې مونږ ته د تللو اجازه راکړه. مرنږ چې د سپنخړو لارې ته برابر شو او مرتضی ځان دوی رانه بېرته ستانه شول او مونږ سپنځړو ته لاړو باباجي خبر شو زمونږ لیدلو له راغی او زمونږ یې ډېر قدراو عزت وکړو. شپه مو په سپنځړو کې تېره کړه سبا د افغانستان په نيت روان شو خلکو دا رایه راکړه چې ستاسو دپاره د پړانګ غر لاره ښه ده. د سیند نه به په زانګو پورې وځئ. او د باجوړ په لاره به نېغ جلال اباد ته لاړشئ؛ خو زه د زانګو نه وېرېدم ولې چې زما بدن ډېر دروند ٨۶٧3 زما ژونداو جد و جهد و. زما سره دا وېره وه چې د زانګو پړی را باندې ونه شلېږي. او په سیند کې ونه لوېږم. په دې لاره زما د تلو اراده نه وه. ځو ملګرو مجبور کړم اومونږ پړانګ غره ته روان شو چې په غره مو د ځتلو شروع وکړه. د سمې خلک د غره د مزل نه دي او زه خو د نورو ملګرو نه زیات بې خونده وم چې څه لر مزل مو وکړو نو ستړی شوم. مونږ ته یو سړي د بوچو لار هم ښودلې وه دا لار له اوږده وه. خو اواره وه او په سیند هم په ګودر پورې وتل وو نو ما ملګرو ته په دې لارې د تللو تجویز پیش کړو. بېرته را وګرځېدو او بوچو ته روان شو ناوخته بوچو ته ورسېدو د اکرم ځان نومي ملک حجرې ته لاړو اکرم خان ډېر ښه سړی و. زمونږ يې ډېر دارمدار وکړو. شپه مو په ارام تېره کړه سهار مو چې چای وڅښکله په روانېدو کې وو چې ګورو بابا مې را ورسېد راته یې ووې چې بچیه بل ملک ته مه ځه زه ډپټي کمشنر تا پسې رالېږلی يم. هغه وايي چې ده بې له جلسې نه بل څه نه دي کړي او جلسه خو څه جرم نه دی. مونږ ورته هېڅ نه وايو. ما ورته وويل چې بابا مارشل لاءده. یو خو پرنګیان هسې هم معمولي معاملو کې انصاف نه لري او بیا چې د هغوی برخلاف کار وشي او مارشل لاء هم وي نو د دوی نه د انصاف څه تمه کېدی شي؟ او نه یې په وعدو باور کول په کار دي. لیکن بابا مې د تللو اجازت را نه کړو. د هغه د پرنګي په ژبه باور و. دی پخپله يو ژبې سړی و. دی د پرنګي په فرېب او چل ول کله پوهېده ماته یې ووې چې نه ما سره چې پرنګي کوم لوظ کړی دی. هغه به هېچرې مات نه کړي. زه يې مجبور کړم او بېرته یې کلي ته را ستون کړم. چې ما مندناړۍ ته را ورسېدو زه يې دلته پرېښودم. او دی اتمانزو ته لاړ. زما په زړه کې وېره وه او دا باور مې نه و چې ګوندې پرنګیان به ما پرېږدي نو زه به ټوله ورځ په مقبره ۱٣۴آ۴‎ -٢- ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد وجيد کې پټېدم. د مامندناړۍ سره نزدې يوه لويه مقبره وه او د شپې به کورته را تللم. زه د پېرنګيانو نه پټ نه وم او نه هغوی زما نه بې خبره وو. بابا مې پخپله زما د راتګ نه خبر کړي وو. يوه ورځ زه د غرمې ډوډۍ له کور ته راغلی وم» په حجره کې ناست وم چې تاڼه دار سره د یولوی ګارډ راغی او زه یې ونیولم. زما د نیولو خبر د بجلۍ په شان ټوله علاقه کې خور شو. څوک چې خبرېدل مامندناړۍ ته به راتلل ځپل ځپلوان مې مونږ کره را جمع شوي وو. ژړا انګولا يې جوړه کړې وه. د مور مې ډېر حالت خراب و. تاڼه دار ښه سړی و. ماته یې کورته د تللو اجازت راکړو مور مې بابا ته ښېرې کولې چې که تا دی نه وی را ستون کړی ولې به ګرفتارېده. ما مې مورته ډېره تسلي ورکړه. ځو هغې په چغو چغو ژړل. د ځینو کسانو دا نظريه وه چې ته وتښته مونږ به د پولیس سره تر هغه وخته پورې مقابله کوو. تر څو چې ته د دوی له علاقې نه نه یې وتلی. لیکن دوی څه خبر وو چې مارشل لاء ده او ما هم د خپل ځان د بچ کولو دپاره نور لک په مصیبت کې نه اچول. مور را تر غاړه وتهء ښکل یې کړم او راته یې ووې بچيه په خدای مې سپارلی یې. زه د مور نه را رخصت شوم بهر راته تاڼه دار منتظر و. د ځانمايي تاڼې ته یې بوتللم او له هغه ځایه يې مردان ته بوتللم د رسېدو سره یې پولیس کپتان ته مخکې کړم. ما سره یو تاڼه دار او بل کمیدان و. دواړه په وردۍ کې وو. او بوټان یې په پښو وو. څه وخت چې دوی زما سره پرنګي ته ورننوتل بوټان یې وایستل ما ته دوی په دې کار ډېر سپک ښکاره شول. د هغې نه پس یې زه جېل ته بوتلم چې زولنې یې راته اچولې. زما په پښو کې تنګې وې. ځکه چې زما باډۍ ډېره مضبوطه وه. پنډۍ مې غټې غټې وې» هر څومره زولنې چې يې راوړې زما په پښو کې رانغلې اخر یې په زور يوه جوړه زما اس 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد کې واچولې» ډېرې تنګې وې څرمن پورې کلکې ونښتې. لږ شېبه وروسته یې زه د جېلخانې نه را وايستم هتکړۍ يې هم راته ولګولې په موټر کې یې کېنولم دوه پرنګیان. يو د پولیس افسر او یو ملکي افسر را سره شول د مردان نه یې پېښور ته روان کړم. هغه وخت ما دا خبره محسوسه کړه چې د مارشل لاء په وخت کې چې حکومت څوک وغواړي نو هغه ته ځان ورکول په کار نه دي. ځان سپارل غلطې ده. زه پخپل راتګ پښېمانه او ستومانه وم. خو څه فایده؟ چې ښار ته ورسېدو نېغ یې د پولیس کپتان بنګلې ته بوتللم د موټر نه یې کوز کړم او کې يې نولم پولیس را نه چاپېر وو. لږ ساعت وروسته زمونږ د کلي یو هلک چې د ټېلېفون تار يې پرې کړی و او دوه کاله قيد و. هغه يې د کپتان بنګلې ته د تنه کړو .بهر ته يې رأ ووېست او واپس يې بوتللو بیا یې زه بنګلې ته ننه اېستم چې ګورم لس.دولس پرنګیان را غونډ شوي دي. زه یې هغوی ته مخکې کړم د ورمځکې کېدو سره را باندې یو پرنګي سوال وکړو چې تا د سرکار برخلاف بغاوت کړی دی. ما ورته ووې چې نه ما هېڅ بغاوت نه دی کړی. بل راته ووې چې ولې تا د سرکار برخلاف جلسې کړې نه دي؟ ما ورته ووې چې په جلسو کې مونږ د بغاوت هېڅ قسم خبرې نه دي کړې. بلکې مونږ سرکار ته ځواست کړی دی چې دا قانون دې په مونږ نه جاري کېږي. بل ووې چې ولې ته د سرکار برخلاف په خلکو کې ګرځېدلی نه یې؟ او خلک دې د سرکار برخلاف اوچت کړي نه دي څه؟ ما ورته ووې چې زه ځو اکثر په خانانو ګرځېدلی يم او ځانان خو د سرکار خیرخواه دي. بل راته ووې چې ولې تا ځان باچا کړی نه و؟ ما وې نه. ده وې ولې خلکو به درته باچا نه وې ما ورته ووې چې کومو خلکو ماته باچا وايه 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد هغوی بې علمه او ناپوهه خلک دي. هغوی غریبانانو د صدر او باچا فرق نه شو کولی. زه د جلسې صدر وم د هغوی دا ګمان و چې صدر به باچا وي. د دې نه پس یې زه بهر را وايستم. بهر راته پولیس تيار ولاړ وو. رانه چاپېره شول پياده يې روان کړم د تنګو زولنو په وجه مې پښې زخمې شوې وینې پرې روانې وې په داسې حال کې يې د چوڼۍ کوټوالې ته بوتللم او په حوالات کې يې بندي کړم. هلته مې زیرب تاڼه دار ولیده چې د وېرې ما ته را نزدې کېدی نه شو. په ډډه ډډه به رانه تېرېده. ده ما سره په مشن سکول کې يو ځای سبق ویلی و. او یو ځای په بورډنګ کې اوسېدلي وو او لکه د وروڼو مو ډېر تعلقات وو. په سبا له یې زه بيا د پولیس دفتر ته بوتللم سید اکبر نومی یو اپریدی انسپکټر و. د دې کوټوالې انچارج و. هغه راته ووې چې ستانن پېشي ده. پاڅه ځه ما ورته ووې. زما پښې ژوبلې دي. زه کچرۍ ته پياده نه شم تللی. ده راته ووې چې جلسې کولی شې او پياده تللی نه شې. زه ستا دپاره د سورلۍ انتظام کولی نه شم. ما ورته ووې چې را شه دا زما پښې وګوره. زه د پياده قللو يم؟ ده راته وول چې زه دې پښې نه ګورم پاڅېږه روانېږه چې ځو. ما ورته ووې چې زه پياده نه ځم او که ته مې بېولی شې» بو مې ځه چې زه ورته کلک شوم نو انسپکټر راته نرم شو. د انګرېزانو عجیبه حکومت اوعجیبه نوکران دي چې ما ورته نرمه وې ده راته ګرمه وې اوچې ما ورته ګرمه ووې دی را ته نرم شو. سپاهي ته يې اواز وکړو چې ورشه هلکه ټانګه راوله په ټانګه کې يې کېنولم» پېشۍ ته يې بوتللم. یو ساعت بهر ناست وم» هېچا ته یې مخکې نه کړم او له هغه ځايه يې جېلخانې ته بوتللم. په جېل کې یې یو بارک ته وروستم يو زوړ کمبل ٧ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد او يو زوړ ترپړی يې را کړل يوه کډۍ خالي وه ما ترپړی په کډۍ واچولو. ما جېلخانه چېرې لیدلې نه وه. او د جېل نه ډېر وېرېدم» زه څه چې ټول پښتانه د جېل نه وېرېدل. جېلخانه چې چا لیدلې نه وي ورته یو بلا ښکارې. خو زمونږ د خدائې خدمتګارو تحریک په وجه ترې اوس څوک نه وېرېږي. زمونږ د قبایلو پښتانه اوس هم د جېل نه ډېر زیات وېرېږي. ما سره چې بارک کې نور قيدیان وو د هغوی جامه ډېره ښه وه او تعلیمیافته ښکارېدل. خو په ما تياره وه. د ځان فکر را سره و. په هندوستان کې پېرنګیانو ډېر خلک پهانسي او چار ماري کړي و. زما هم پخپله باره کې دا خيال و شپه او ورځې به مې لمونځونه او وظیفې کولې خدای ته به په سجده پروت وم. زارۍ به مې کولې که عمري قید شم خو یر دی چې پهانسي نه شم. څو ورځې چې تېرې شوې د جېلخانې د ملګرو سره بلد شوم پوښتنه مې ترې وکړه معلومه شوه چې ټول د افغانستان خلک وو او پېرنګيانو د جنګ له کبله بندیان کړي وو. لس دولس ورځې به تېرې وې چې یو سپاهي راغی راته يې وويل چې بهر ستا یو دوست راغلی دی وايي که دده څه سوال و جواب وي چې زه یې کلي ته ورسوم. زما خو اول په زړه کې دا راغلل چې بابا ته سوال و جواب ورکړم چې فضلو لوهار دوی کره زما څه کاغذونه دي. هغه واخلئ او وئې سېزئ. ځکه چې هغه کاغذونه په ازادو قبایلو کې د دورې کولو او یو مرکز جوړولو په باره کې وو. که هغه حکومت ته په لاس ورشي کافي ثبوت دی. خو د لږ فکر نه پس زړه ته دا راغله چې د دې سپاهي تا سره کوم تعلق او کومه همدردي ده چې ستا له غمه وب نه ورځي. په دې چل دوی ستا راز معلوموي. د جېلځانو ملازمان اکثر د سي.ائ.ډي مخبران وي او د سیاسي قيدیانو سره خو ۳٨۸ 00099 ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژوند او جد وجهد ‏ډېر دا سلوک کېږي. د هغوی تجربه نه وي. دوی ورته خوله پسته کړي راز ترې واخلي زما ډېر خطونه یې په دې طریقه سي.ائ.ډي له ورکړي دي. د اتمانزو هغه هلک چې د ټېلېفون د تار په پرېکولو دوه کاله قید شو و. په جېلخانه کې په لنګر کې و او په قیدیانو به يې ډوډۍ وېشله هغه نه ما پوښتنه وکړه چې ته یې زما د راوستلو په ورځ د څه دپاره د کپتان بنګلې ته راوستی وې. هغه راته ووې چې په ما جېل والا و او پولیس والا و. ډېروس کړی و. که تا نه پوښتنه وشي چې دا تار تا د چا په لمسه شلولی و نو ته ورته ووايه چې د عبدالغفار خان په لمسه نو دا دوه کاله قید به دې معاف شي نو ځکه يې زه هغه پېرنګیانو ته پېش کړم هغوی را نه پوښتنې کولې چې دا تار خو به تا د بل چا په وینا پرې کړی وي؟ ماورته ووې چې نه صاحب د هېچا په لمسه مې نه دی غوڅ کړی اخر یې را ته ښکاره ووې چې ګوره دا کار به تا د عبدالغفار ځان په وینا کړی وې ما وې نه دا کار ما پخپله سلا کړی دی زه دروغ نه شم ویلی. ‏زما د بابا او نورو کلیوالو گرفتاري: ‏زما د نیولو به شپاړس اووه لس ورځې شوې وې لوړ مازیګر و چې یو ملازم راغی راته یې ووې چې د اتمانزو اته نهه شلې قيدیان يې راوستل. زه لا په دې فکر کې وم چې دا به څوک وي چې لويه ډله يې زمونږ په بارک را ننه اېستل چې کاته مې بابا مې و. عطاالله داداء شمروزدادا. حيدرخان کاکا. عباس ځان. فیض محمد ځانء. عبدالغفار ځان برني. د شمروز مشر ملا صاحب. برهان داداء لنډه دا چې يوازې زمونږ د کلي په کې اووه نيم شلې تنه وو. زمونږ ځو ټول خاندان وو. د اتمانزو ټول ځانان وو. اکثر لوی ملايان. پيران او ‎-----۹ 07 ٢ ٢ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد معززين وو. د رځړو يو څو خانان چې زمونږ خپلوان وو. هغه وو. برهان خان. قلندرخانء د بابړي باچا صاحب او څه کسان په کې د چارسدې وو. دا خلک يې د هغه قاضي شاکرالله په ډایرۍ نیولي وو. باب مې چې زه وليدم ډېر خوشحاله شو وئې ځندل او وئې ويل چې د خدای شکر دی چې تا سره یو ځای شوم. زما په باره کې دا خبره ځوره شوې وه چې پهانسي شوی دی. ځکه مې بابا په ليدو خوشحاله شو. زه هم خوشحاله شوم ځکه چې یوازې تنګ شوی وم. دوی راته د خپلې ګرفتارۍ قصه داسې بيان کړه چې ملايانو لاد سهار بانګونه نه وو ویلي تياره وه چې فوځ زمونږ د کلي نه چاپېره شو او د مدرسې سره په دې لوی ميدان کې يې توپې ودرولې ګوره سپایان پرې ناست وو چې څوک به د کوره راووت هغه به یې ونيو او ډاګ ته به یې راوست چې لږه رڼا شوه پولیس په لارو. کوڅو کې ځواره شول او خلک به يې له کورونو ته راوېستل ورته به یې ويل چې هر چا کره وسله وې هغه دې راوړي سرکار ته دې تسلیم کړي که چا تسليم نه کړه او وسله ,رکره وځته چارماري کېږي به خلکو د وېرې نه وسلې راوړې په ډاګ کې يې انبار کړې او خلک یې هم راوستل په ډاګ کې یې د توپو ځولو ته مخامخ کېنول چې ډاګ د خلکو نه ډک شو او وسلې له کورونو نه را ټولې شوې ښځې د کوټو سرته ختلې وې ژړا انګولا وه. په ټول کلي ویر او ماتم و چې په دې کې ګوره ګان توپو ته وختل او د توپو چړق چړوق شو د ټولو دا یقین شو چې وژل کېږو د قران په سورتونو ویلو مو شروع وکړه. او هلته په کوټو ښځو وېر ته زور ورکړو چې په دې قيامت کې ډپټي کمشنر او څو فوځي افسران راغلل او زمونږ مخکې ودرېدل او راته یې وويل چی اې د اتمانزو خلکو پوه شئ چې د سرکار ډېر لوی لاس دی يو لاس يې افغانستان کې دی او بل 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد دلته تاسو ته دی. ما ستاسو کلی دېرش زره روپۍ جرم کړو او یوسل و پنځوس کسه مې ستاسو ونيول پنځوس کسان په دې کې چې هغوی د سرکار برخلاف جلسې کړې دي اوسل کسان به تر هغه وخته پورې قید وې چې تاسو دېرش زره روپۍ جرمانه ادا کړې نه وي. بيا يې مونږ د چارسدې تاڼې ته راوستو او له هغه ځايه يې په ټمټمونو کې کېنولو جېل ته ې راوستو» بله ورځ مې کاته چې محمد اکرام خان هم چې زمونږ په سر به یې مخبرۍ کولې لاس تړلی راوسته. ده سره پېرنګیانو عجيبه ټوقه وکړه نه ددین شو نه د سادين. اکرام ځان مونږ سره په بارک يو ځاى و. زما دا خيال و چې پخپلو کړو به پښېمانه وي او لږ شرم به محسوسوي؛ خو هغه دومره کلک سترګی و چې مونږ ترې په اور کې ولاړ وو. چا پورې به یې مسخرې کولې چا سره به یې بحث کاوه او چا سره به نښتی و. جنګ به یې کاوه. پېرنګیانو ته به یې کنځل کول ويل به یې چې خدای ویلي چې دوی به د مسلمانانو په هېڅ قسم دوستان نه شي. خو چې يوه ورځ ورته زوی ليکلي وو چې زمونږ اسسټنټ مسټر ویلي ځانمايي ته په دوره راغلی و. ستا تصویر ته چې په حجره کې ځوړند و٠‏ ډېر ډېر کتل. په دې دومره خبره د ده نه د پېرنګيانو هغه ټول بد هېر شول. زوی ته يې وليکل چې ډالۍ ورکول په کار دي. دا ټول د غلامانه ذهنیت اثر و. په غلامۍ کې د انسان نه انسانیت هېر شي او انساني خوبۍ په کې پاتې نه شي. مونږ سره يو کابلی بندي و چې کله به د توپونو درزهارشو او داسې به معلومېده چې د افغانستان او د انګرېز جنګ دی په جوش او جذبه کې به پاڅېده په ټوپونو به سر شو لاس به یې د تورې غوندې څنډه او په زوره زوره به یې ويل چې کش کو. کش کو. زمونږ څومره 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد وجهد کسان یې چې د جلسو کولو په تور نیولي وو. د حکومت دا شک و چې ګوندې زمونږ د افغانستان سره څه راز باز دی او کوم اخبارونه چې د افغانستان نه راغلي دي. هغه دوی په ملک کې تقسیم کړي دي او دوی د افغانستان سره خط او کتابت هم لري. حکومت لګيا ود دې تحقیق یې کولو بابا مې راته وویل چې سعدالله ځان د عمرزو په چل ول زمانه دا معلومات اخيستل چې زمونږ يا ستا د افغانستان سره راز باز شته یا د افغانستان اخبارونه درته راځي. بابا مې وې چې په ما باندې ډېر زور لګولی و. که دغسې اخبارونه تا سره وي یا درته معلوم وي نو ماته يې راوړه چې زه يې لولم. ده غوښتل چې دغه راز معلوم کړي او پرنګي ته مخبري وکړي او خپل مخ پرې وکړي خو حقيقت دا و چې د افغانستان سره زمونږهېڅ راز باز نه وء نه مو خط وکتابت و. نه مو هغه اخبارونه تقسیم کړي وو. عاشق مېوه فروش چې کوم اخبارونه راوړي وو. په هغه کې ما یو هم نه وو اخیستی هغه بائې جان. اکبر اواحمد استاذ اخیستي وو. د بايي جان د اخبارونو په باب بيا چې را خلاص شوم مور مې راته قصه کوله چې بايي جان خو مونږ په اوی مصیبت ککړ کړي وو. خو خدای بچ کړو. خبره داسې وه چې بائې جان د عاشق مېوه فروش نه اخبارونه اخيستي دي پخپل صندوق کې یې ایښي دي او صندوق یې مونږ کره پرېښی دی او دی د اکبر دوی سره ازادې علاقې ته تښتېدلی و. مونږ ته يې نه وو ویلي چې زما په صندوق کې د افغانستان اخبارونه دي. کله چې پولیس زمونږ د کور تالاشي له راغلي دي دا صندوق قبلې خواته کوټه کې پروت و چې پولیس دې کوټې ته ننوتل ما له هسې فکر راغی ورته مې وویل چې دا کوټه ځو زما د ډاکټر زوی ده او هغه خو په فوځ کې کپتان دی د دې کوټې تالاشي ولې اخلئ؟. زما د دې زو کوټه ځو دا وروخ )0 ‎٢ ۳٢-۸‏ تت تت تت زما ژوند او جد و جهد بله ده نو د خدای ښه و پولیس د دې کوټې تالاشي وانه خيستله بلې کوټې ته ورغلل او کله چې مونږ د بايي جان ملا صندوق پرانیسته دا اخبارونه ورنه را ووتل که دا اخبارونه یې دلته موندلي وی زمونږ د جرم د اثبات دپاره کافي و. بيا چا دا ثابتولی شو او چا منله چې دا صندوق د بايي جان دی. په دې ورځو کې په هندوستان کې ډېر تشدد شوی و ولې مونږ ځپل قوم ته په جلسو کې هر وخت ویلي وو چې تشدد ونه کړئ. زمونږ قوم هېڅ قسم تشدد ونه کړ. ‏په مونږ نور هېڅ ثبوت نه وء صرف جلسې مو کړې وې او جلسې جرم نه و په جلسو کې هم مونږ داسې کار يا خبره نه وه کړې چې د قانون په وړاندې جرم وګڼل شي.دوی درې مياشتې کوشش وکړو. خو څه دلیل په لاس ورنغی نو بيا يې په مونږ کې کوشش شروع کړو. احمد استاذ یې دې ته تيار کړو چې ته سرکاري ګواه شه مونږ درسره د معافولو وعده کوو. احمد استاذ پسې به جمعدار راغی دفتر ته به یې بوتلو مونږ به شکمن شو تحقیق مو ورپسې شروع کړو. معلومه شوه چې دا معامله ده. د فیض محمد خان ډېر اشنا و. هغه ته مو ووې چې خبره داسې ده ستا دوست دی ته يې پوه کړه چې دا مناسب نه دي چې دی يوازې د ځان بچ کولو دپاره ټول ملګري اور ته وغورځوي هغه ورته ډېر منت او زارۍ وکړې. مونږ هم ورته منتونه وکړل.ځو د هغه زړه غورځېدلی و .په جېل کې ډېر تنګ شوی و زمونږ خبره يې ونه منله پولیس د ده نه بیانونه لا پخوا اخيستي وو. او لېږلي وو.د مارشل لا انچارج پخپله سرجارج روس کیپل ودی زمونر چېف کمشنر و هم د هغه پښتنو سره مینه وه او د پښتنو ځير خوا و. هغه وویل چې زه په دوی مقدمه نه چلوم د مقدمې چلولو اجازت يې ورنه کړ. ځکه ډېر وخت په کې تېر شوی و. او حالات بدل شوي وو. یو ځان ‏:لاغ 011۷۴ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد راته قصه کوله چې مونږ جرګه ورغلي وو چې دا سپین ږیري سپین ږیري کسان پرېږده هغه راته ووې چې ځئ. ستاسو هغه باچا مې هم پرېښوده او نور مې هم ټول کسان پرېښودل. د جېلخانې حالت: د هغه وخت جېلځانې ډېرې سختې وې او خلک به له قيده ډېر زیات وېرېدل خوراک یې د خوراک په شان نه و. جامې يې د جامو په څېر نه وي. او ژوند يې د انسان غوندې نه و.د قيدي نه د سپي ژوند بهتر و. هېڅ بې هېڅه وهل.ټکول. شرمول وو او د قيدي دومره قدرت نه وو چې پوښتنه یې کړی وی چې دا په څه؟ د ډنګرو کار پرې کول چکۍ پرې اوړه کو لمېچن پرې ګرځوي او ارټ پرې ګرځول مونږ سیاسي قيدیان وو. مونږ له به یې چې کوم ساګ راکولو هغې ته به یې سورساګ ویلو. يوه ورځ مې جمعدار صاحب ته په ټوقو کې وویل چې جمعدار صاحب دا څو ډېر ښه ساګ دی د دې تځم به راله يدا نه کړې چې زه رها شم ځان ته یې بيا کرم هغه راته وويل د دې ساګ په ښه والي کې څه شک نشته تاسو يې لا د پوره خونده خبر شوي نه يئ دا خو اول د جېلخانې غوايانو ته واچوي چې د هغوی نه پاتې شي بيا يې تاسو له درکوي او دا ساګ په پېښور غوندې سرسبزه علاقه کې نه پيدا کېږي. دا د ډېره اسماعیل ځان نه راځي هلته‌ هر ځنګلي بوټي ته ساګ وايي. په کومو لوښو کې به چې دا پخېدل که هغه چا لیدلي وی سره د ډېرې لوږې به یې هم دا ساګ نه و خوړلي د ډوډۍ دا حال و چې ډنګر به هم نه ځوړه. د دانو پاکول ځو پرېږده کوم قيدي چې چکۍ اوړه کوي هغه وږی وي. د غلې مېده دنت ۱۴۴6 - 006/١ ٩٨66 زما ژوند او جد و جهد کولو په وځت کې اومه اوړه ځوري او د وزن پوره کولو دپاره په کې په هغه اندازه خاوره ګډوي چې څومره اوړه ده ځوړلي وي. بله دا چې جېل والا پوره راشن نه ورکوي نو د ډوډۍ د تول برابر ساتلو دپاره ډوډۍ ښه نه پخوي. مونږ څو ورځې د جېل ډوډۍ خوړه بيا راته د خپلې ډوډۍ اجازت وشو. ځو ډوډۍ به مونږ په دروازه کې خوړه په بارک کې اجازت نه و. ځکه چې په دروازه کې يې را نه پيسې اخيستې شوی. جېل والا و مونږ ته دا لويه بې شرمي جوړه کړې وه چې څه وخت به مو په دروازه کې ډوډۍ وخوړه چې جېل ته به يې را د ننه کولو تالاشي به يې اخيسته تالاشي هم صرف زمونږ د سپکولو دپاره او په دې طريقه به یې رانه رشوت اخيسته زمونږ داروغه امير چند و. هغه بډی ځور نه و ډپټي دا روغه ګنګارام و. هغه بډې خوړلې او مونږ ده ته په حواله وو. زه پخپله د بډو ورکولو خلاف وم او زما نور ملګري یې مخالف ته وو.خصوصاً حاجي محمد اکرم خان او هغه کسان چې هغوی به پان. نسوار يا ګزاري کول. اخر کې د حاجي محمد اکرم ځان او جېل والاو په کشمکش زمونږ دا ډوډۍ بنده شوه. کشمکش يوازې هغه وکړو او ډوډۍ په کې د ټولو بنده شوه. مونږ ته په هفته کې یو ځل د ملاقات کولو اجازه وه. ملاقات به هم عجیبه و او لویه هنګامه به وه هر څومره ملاقیاتیان» قيدیان چې به وو را ټول به یې کړو. دروازې ته به یې راوستلو دروازې نه به یې لږ شاته قت په قت ودرولو. زمونږ ملاقات له چې به څوک راغلي ووء هغه به یې د دروازې نه بهر لږ بېرته ودرول يو بل سره به مو په چغو خبرې کولي. ځکه چې ورو به نه اورېدل کېده. مونږ له به هغوی د باهر حال راوړء ويل به یې چې په خلکو ډېر ظلم او زیاتی دی. خلک تنګ شوي دي تاسو په جېل کې باچایان یئ.دا د جېل ژوند د بهرله سه ۸م رثدق 5 5 ‎٩٧٩775‏ 0016/٩٨66 زما ژوند او جد و جهد ژوند نه ډېر غوره دی د جرمانې نه کونډې او يتيمان خلاص دي خو عمر ځان او پولیس يو شوي دي. هېڅوک يې په حيا کې پرې نه ښوده.دوی د کونډو او يتیمانو نه جرمانې اخيستلې دا لا څه کوې چې نمبر دارانو درې درې ځله د خلکو نه د جرمانې پیسې وصول کړې او چې څوک لږ څه ووايي پولیس ورسره وي. د خلکو په کورونو ور وخیژي وهي یې. ټکوي او شرموي يې نو خلک د ځپلې حیا نه هر څو ځله چې ترې جرمانه غواړې ورکوي یې چې څه وخت د دېرشو زرو په ځای یو لک جرمانه وصول شوه نو هغه سل کسان یې پرې ښودل نور مونږ پاتې کسان یې هم چارسدې ته بوتللو. د چارسدې د تللو نه مونږ خبر نه وو. جېل والاو زمونږ ځپله ډوډۍ بنده کړې وه او هماغه د جېل سور ساګ او د جوارو ترخه ډوډۍ به یې راکوله د چا زړه ته کېده او که نه کېده. که چا خوړه او که نه ځوړه چې په دې کې خبر راغی چې لاټ صاحب حکم کړی دی چې دا خلک مې د هغوی د باچا سره ټول پرېښودل مونږ ډېر خوشحاله شو . بله ورځ حکم راغی چې تيار شئ. ستاسو چارسدې ته چالان «تګ دی. مونږ یې دوه په یو ځنځیر وتړلو او یو سپاهي ته به یې حواله کړو د ځنځیر یو سربه د پولیس سپاهي سره و. په ټم ټمونو کې یې کېنولو سپاهي مخکې او مونږ به وروسته ناست وو .چارسدې ته یې بوتللو هلته یې په حوالات کې واچولو. په دې قید کې ما ته د ټولو نه زيات تکلیف زما د پښو و. ولې چې د تنګو بېړيو په وجه مې پښې زځمې شوې وې جامې بدلول راته تکلیف و.لمبل راته تکلیف و. ګرځېدل مې په تکلیف و. ملاسته مې په تکلیف وه په ډډه اوړېدل راوړېدل اونمونځ کول راته په تکلیف و. په ګرمۍ کې به ګرمې شوې او په يخنۍ کې په یخې شوې. سره د دې دومره تکلیفونو يې زما د پښو نه دا بېړۍ ونه اېستلې» زمونږ سارتتت 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد ډاکټر یو انګرېزو او ښه سړی و خو معلومېده دا چې د حکومت نه مجبور و .ځکه یې زما د پښو نه د بېړېو اېستلو جرات نه کولو. بې له مانه چې د «رولټ اېکټ» په ایجي ټیشن «حرکت» کې څومره کسان بندیان وو هغوی ته یې بېړۍ نه وې لګولې او لکه چې نورو سیاسې قيدیانو سره کوم سلوک کېدو مونږ سره یې هغه نه کولو بلکې د اخلاقي مجرمانو هسې يې سلوک را سره کولو. کوم کسان چې یې زما سره نيولي وو درې نیمې میاشتې پس یې رها کړل یوازې زه یې پرې نه ښودم. بابا مې زما په پاتې کېدو ډېر خپه و .زما نه یې جدا کېدل نه غوښتل ځو مجبور و د بل واک و. د جدايي په وخت کې را تر غاړه شو او په سترګو کې یې اوښکې راغلې مور مې چې خبره شوه ډېره ځپه شوې وه. خو دې خپګان او مخکې ځپګان کې ډېر فرق و. مخکې ځو د پهانسۍ او چارمارۍ وېره وه او دا ځل خو که قید وم خو د خلاصېدو اميد مې هم و. ډوډۍ به مې مور را لېږله. ما سره به دا ډوډۍ د سپاهیانو او حوالاتيانو هم کېده خو چې خبر شوم چې دا ډوډۍ په بډو راته رسیږي اول ځو مې جېل والا و. او پولیس والا و ته وویل چې ما خو څه ډاکه کړې نه ده زه خو سیاسي قيدي يم د قام او ملک په خدمت کې بندي شوی يم ماته د دې ډوډۍ سرکاري طور اجازت دی پېښور جېل کې یې را کوله تاسو ته په کار دي زما ډوډۍ ماته بې قيد او بې شرطه پرېږدئ. هغوی قام» وطن او سیاست څه کولو اخر زه مجبور شوم او مور ته مې جواب ولېږه. چې ما له ډوډۍ مه رالېږه. ځکه چې په بډو ورکولو د ډوډۍ خوراک ماته ګناه ده. هغې زما خبره ومنله او ډوډۍ یې بنده کړه ما به هماغه د جېلخانې ډوډۍ ځوړه څو ورځې پس یې پېښور جېلخانې ته بدل کړم. د تللو په ٧۷ 0٩016 ٩0٨6۱ زما ژوند او جد و جهد وخت کې مأ سره په چالان کې نور اځلاقي قيدیان هم وو. چالان ځو پېښور ته په خپلو پښو ځي ما پولیس والاو ته وويل که چيرې ستاسو خوښه وي. په ټمټمونو کې به لاړ شو ستاسو او د دې نورو قيدیانو کرایه به هم زه ورکړم» هغوی ونه منله دوی د کرائې د پاسه نغد رشوت هم غوښته. ما وې ښه ده پځپلو پښو ځو. زما خپلوانو او دوستانو ډېر راته ووې چې ولې پياده ځې. دا خلک به څه وايي؟ مونږ د خلکو د پېغورونو له کبله ډېر غلط کارونه کوو. ما ورته وويل چې زه د خلکو خبرو ته نه ګورم کار ته ګورم که کار درست وي.خلک چې هر څه وايي زه به یې کوم او که کار غلط وي نو که خلک هر څه وايي زه یې نه کوم. لنډه دا چې په ډېرو خوارو مې رضا کړل اور خصت مې کړل چې د سپاهیانو باور راغی چې زه پياده تللو ته تيار يم پخپله خبره پښېمان وو. خو بيا کله کېده. مور ځویندې او خپلوانې چې زما د تللو نه ځبرې شوې وې. قاضي ځېلو ته راغلې وې او د سړک په غاړه په یو کور کې زما د ليدلو دپاره ناستې وې. د لیدلو. کتلو په دوران کې زه پوه شوم چې دوی پولیس والا و ته بډې ورکړې دي. که زه مخکې خبر وی ما به د دې لیدلو نه انکار کړی وی. د ميا ګوجرو لاره لنډه وه په دې روان شو چې اګرې ته ورسېدو میر قادر خان چې وروسته بیا خلکو نواب صاحب بللو او د هغه پلار راغلل او مونږیې خپلې حجرې ته بوتللو د ډوډۍ انتظام يې را له وکړو ما ډېرانکار وکړو. خو هغوی پرې نه ښودم او مونږ ټولو ته یې ښه ډوډۍ راکړه بيا یې رخصت کړو. کوز مازیګر پېښور ته ورسېدو د چارسدې نه پېښور اتلس«۱۸)میله دی دا ټوله لاره مون پځخپلو پښو ووهله. سعدالله دوۍ په دې ورځو کې په ښار کې سبق ویلو زمونږ نه خبر شوي وو. مخې له ۸ 4٢٨٨٨٢ 1 ‏زما ژوند او جد و جهد‎ راغلي وو. او ماله يې ډوډۍ راوړې وه شاهي باغ سره مو ډوډۍ وخوړه وخت نا وخته و جېلخانې په داسې وخت کې قيدیان نه اخلي زه یې کوټوالۍ ته بوتلم او یو ډېر ګنده ځای کې مې شپه تېره کړه سبا له یې جېل ته بوتلم او ورداخل یې کړم جېل والا و زه د نورو قيدیانو سره په یو بارک کې بند کړم. ډوډۍ به یې هم د جېلخانې راکوله په دې ورځو کې انسن صاحب ډپټي کمشنر و. زما د بابا سره ښه بلد و. بابا مې ورته ورغی او ورته یې وول نو زما د ځپل خوراک څښاک اجازه يې راکړه چې د ځپلې ډوډۍ اجازه يې راکړه زه يې ددې بارک نه د جېلخانې د دروازې د خولې سره هغه پخواني حوالات ته بدل کړم. ایکي يوازې یې په یو بارک کې بند کړم. ځانله وم خو ډوډۍ مې ځپله خوړه ډوډۍ به یې د حوالات د دروازې ځخولې ته راوړه کېښوده ماته به يې اواز وکړو زه به راغلم او هماغلته به مې ځوړه زه په بارک څه چې په دې ټول حوالات کې يوازې وم. خو ډوډۍ به يې هلته نه را پرېښوده. په دې ورځو کې د لوند ځوړ ريدي ځان هم قید وء بروس صاحب قید کړی و. دی یو پیرنګی و چې د ځانانو او پولیس برخلاف و. او د دوی په اېمان ډېر ښه پوهېده.د جېلخانې داروغه هم د بډي ځوارو ځانانو ټاکو و بډي ځور نه وء رشوت ورکوونکو پسې به ګرځېدو او په کار به یې لګولو. د ریدي ځان هم حال بد و. د حوالات په خټو یې لګولی و. ټول به په څټو لړلی و. د وراک حال يې هم ښه نه و. ورځ یې ډېره بده وه تر څو چې زه هلته وم ما د خپلې ډوډۍ نه په یره یره څه برخه ورکوله. شپږ میاشتې پس زه د دېرش زرو روپو په ضمانت رها کړی شوم. ٢مه‏ ھت تت زما ژوند او جد و جهد د قید نه خلاصېدل: چې کلي ته راغلم خلک زما لیدو او په خير راغلي ته راتلل او په ډېره مېنه محبت به را سره یو ځای کېدل. د رولټ اېکټ ايجي ټېشن د خلکو نه ډېره قرباني واخيسته او ډېر ځاني او مالي نقصانونه یې خلکو ته ور واړول خو دومره وشو چې په خلکو کې يې څه احساس را پيدا کړو. په پښتنو کې د سیاسي شعور اغاز وشو. زه چې د کلي د حالاتو نه خبر شوم. زه په جېلخانه کې دومره نه وم رېړول شوی څومره چې زمونږ د کلي خلک ربړول شوي وو. مور مې راته قصه کوله چې ته ونیول شوې رڼا ورځ را باندې تياره شوه. په ځان نه پوهېدم چا راته ووې چې هر څه خدای کوي هغه کېږي او ورپسې پوليسي کپتان صاحب چې څه کوي هغه کېږي». کور کې نغدې روپۍ نه وې کالي«زيورات ډېر وه ستا کالي وو .د ډاکټر صاحب کالي وو .زما کالي وو. دا ټول مې را غونډ کړل خدمتګاره مې د ځان سره واخيسته. چارسدې له د پولیس کپتان صاحب کورته لاړمه او پخپل لاس مې هغه ټول کالي ورکړه. ما زړه ډېر ټینګولو خو نه ټینګېدو ژړل مې.پولیس کپتان ښه سړی و. ما له یې ډېره تسلي راکړه راته یې وې چې مورې ځپه کېږه مه زوی به دې خدای را خلاص کړي. د دوهم واده تیاری او بیا گرفتاري: ما له مور او پلار هماغه د پخواني ټبر په کلي او هماغه خاندان کې کوژدن کړې وه. اوله ښځه مې د مشر ځان خورزه وه او دا یې لور وه.مور او پلار مې د واده په بندوبست کې وو د واده نېټه يې اېښې وه.زما او عباس ځخان په ذمه جوړه اخيستل وو .عباس ځان زما د ورکوټوالي دوست او زما زړه ته ډېر نژدې و.مونږ اول نوښار ته لاړو ۱. ‎٢ ۳٢-۸‏ تت تت تت زما ژوند او جد و جهد هلته زمونږ د کلي هلکانو تعلیم کولو او بابو سلطان محمد سره مو ولیدل. بابو سلطان محمد یو پنجابی و٠‏ ډېر ښه سړی و. او ډېر قوم پرست و زما ډېر اشنا و. زما د هغه اشنايي په دې وه چې هغه هم د پښتنو بچو له په ډېره مینه تعلیم ورکولو. زه هم د دې عقيدې سړی وم چې د پښتنو بچي تعلیمیافته شي. دپېرنګيانو نوکر و. استعفائې ورکړې وه او په نوښار کې يې يوه يتیم ځانه او یو سکول جوړ کړي وو» زه او بابو صاحب ناست وو خبرې مو کولې یو سړی راغی مونږ سره نژدې په لمانځه ودرېدو ما سره شک شو بابو صاحب ته مې وويل چې دا سړی څوک دی؟ په ده خو زما شک پيدا شو هغه ډېرخوش اعتقاده سړی و. ويل يې دا څو ډېر ښه سړی دی لمونځونه کوي. زمونږ ځپل سړی دی ما ورته وويل چې هلته خو دوه کمرې خالي پرتې دي. دی دا لمونځ هلته ولې نه کوي چې دلته مونږ ته نژدې ولاړ دی. بيا زه په جېلخانه کې وم چې خبر شوم چې بابو صاحب ګرفتار شو. هغه سړی د سي.ائ.ډي انسپکټر و .ده پسې د پنجاب نه رالېږل شوی و. د حکومت په بابو صاحب دا شک و چې دی لوټونه جوړوي. چې د دې تحقیق يې وکړو بابو صاحب يې سره د سانچې ګرفتار کړو. ‏مونږ د هغه ځايه پېښور ته لاړو جوړه مو واخیسته کلي ته را روان شو چې سر دریاب ته را ورسېدو او له پله نه پورې وتو چې ټم ټم ته ختلو د پولیس تاڼه دار مو د سپاهیانو سره وليده چې په ټم ټم کې ناست او د پله خواته را روان دی چې مونږ ورنه تېر شو دوی هم را پسې را وګرځېدل مونږ مخکې دوی را پسې دي په دې مونږ شکمن شو چې څه چل خو دی چې تاڼې ته را ورسېدو مونږ ته يې اشاره وکړه. مونږ ودرېدو تاڼه د سړک په غاړه وه مونږ يې تاڼې ته بوتللو ‏- سپوسيم ‏ دسم000۲۹-- ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژوند او جد و جهد هلته نور افسران زمونږ په انتظار کې ناست وو چې مونږ یې ولیدو پخپلو کې بېل شو او څه پس پسی یې سره وکړو. بيا مونږ ته راغلل راته یې وویل چې تاسو پسې د پورته نه حکم راغلی دی. مونږ تاسو بېرته ښار ته بيايُو ء مونږ ورته ووې چې د څه حکم دی مون ځو پوه کړئ. هغوی جواب راکړو چې مونږ هم خبر نه يُو» مونږ سره چې کوم سامان و هغه مو هغوی ته حواله کړو او مونږ د پولیس سره واپس ښار ته روان شو ماښام تياره ښار ته ورسېدو نېغ یې د شارټ صاحب بنګلې ته بوتلو. ‏دی د پېښور د ضلعې د سې . ائ.ډي لوی کپتان و. بنګله یې مشن کالج ته مخامځ وه. مونږ یې په سړک ودرولي وو. د پوما میاشت وه. ډېر ساړه وو ماخوستن شو په ولاړه نور ستړي شو نه زمونږٍ دپاره د ناستې څه انتظام و. او نه د پولیس دپاره. ‏مونږ پوليسانو ته ډېر ووې مونږ به تر کومې پورې په دې یخنۍ کې په سړک دلته ولاړ يُو, لاړشئ څه تلوار پرې وکړئ چې زر پېش شو. د پولیس افسرانو کې دا جرات چېرته و. هغوی مونږ ته بهادران وو. پرنګي ته يې اېمان نه و. د مسلمانانو لوی اففسر به دومره د خدای نه نه وېرېده. څومره چې به د پرنګي ته وېرېده.د خدای دومره تابعدار او وفادار نه و. څومره چې د پرنګي و. مونږ دا خبرې کولې چې د بنګلې نه یو پولیس افسر راووت او د دوی سره وپسېدو بيا زه او عباس خان يو د بله بېل کړو. د جدا کېدلو په وخت کې ماته عباس ځان ووې چې څه به وايُو. . ماوې چې رښتیا رښتیا به وايُو. معلومېده چې دغه پولیس افسر دا حکم راوړی و چې ما او عباس ځان بېل کړي. هغه يې مشن کالج طرف ته روان کړو. او زه يې دې خوا سټېشن ته چې کوم سړک تللی هغې ته راوستلم. زه په ولاړه ډېر ستړی شوی وم» يخنې مې هم کېده. یو پل و د هغه دپاسه کېناستم د ‎101110 س٢ی‎ )٢ ١١١ ۴ ‏ربضګصجچ پس‎ م۳۳ ھت تت زما ژونداو جد ئ جهد عباس خان نه خبر نه شوم؛ خو زه یې ماسخوتن تېر شارټ صاحب ته مخکې کړم. شارټ صاحب په یوه کوټه کې د انګېټۍ خواته ناست و. په انګېټۍ کې ښې دړې پرتې وې. کوټه ښه توده وه. زما د يخنۍ نه ژامې ګړزېدې. زه هم تود شوم طبیعت مې ښه شو انګېټۍ سره بله کرسۍ وه شارټ صاحب راته اشاره وکړه. په هغه کرسۍ کېناستم. شارټ ډېر قارجن سړی و. پوښتنې يې رانه شروع کړې ما ورته چې څه رښتیا اوحقیقت و. بیان کړل. ما چې څه وخت خبرې شروع کړې نو ده راته ووې چې ورو ورو وایه بیا مې چې رو رو ځبرې کولې هغه راته ويل په زوره وايه. ما ورته ووې چې ورو وايم نو وائې په زوره وايه چې په زوره وايم نو ته وايي چې ورو ورو وايه. ته راته یوه طريقه وښیه چې زه هغسې ووایم. زما په خبره ځو قار ډېر ورغی ځو سړی چپ شو. چې بيان مې ختم شو دکوټۍ نه را ووتم پولیس را ته منتظر ولاړ وو.زه بيا هغه زوړ اشنا زوړ ځای د صدر کوټوالۍ ته بوتللم. په حوالات يې وردننه کړم» يو څو زړې د سپږو ډکې شړۍ پرتې وې. هغه مې واغوستې او د سیمټو په يخ فرش څُملاستم. په بله شپه سید اکبر خان زاړه اشنا د ډپټي کمشنر بنګلې ته بوتلم» هغه ته یې وړاندې کړم» ډپټي کمشنر انسن صاحب و ډېر ښه سړی و .ما ورته د ځپلې بې ګناهۍ خبره وکړه. هغه ډېره تسلي راکړه او سیداکبر خان ته يې ووې چې ده سره ښه سلوک کوئ او ښه ډوډۍ ورکوئ.د صاحب حکم و چې بېرته راغلو هغه د سپږو شړۍ یې راته بدلې کړې او ډوډۍ یې هم راته ښه شروع کړه.اته نهه شپې زه په دې حوالات کې بند وم چې يوه ورځ پولیس راغی او زه يې د پولیس لوی افسر ته وروستم. شارټ صاحب ته یې بیا مخکې کولم. د هغه د دفتر سره یو وړوکی غوندې ځای و. زه یې هلته کېنولم زه خپل فکر کې ډوب تللی وم چې یو سړی مې تر نظره شو چې ګړندی راغی او د دفتر چک يې وچت کړو. په منډه ورتنوت. ما خو ښه ونه ليده ولې شک مې پرې نند - پپسښ020'0"2:ه2ه030303"'0'0 0 0 111-7۶ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد راغی چې قاضي شاکرالله و. اردلي نه مې پوښتنه وکړه چې دا سړی څوک و؟ هغه راته وویل چې زه يې نه پېژنم دوی که څوک پېژني هم په اسانۍ یې نه ښيي. ما ورته ووې چې ولې قاضي شاکرالله نه و؟ ده راته وویل چې و. ما نور ټول فکرونه پرېښودل بس د دفتر دروازې ته مې سترګې ونیولې چې قاضي صاحب به کله راوځي چې ورسره سلام علیک وکړم چې بله ورځ بيا منکر نه شي. شارټ د صوبې د مخبرانو لوی مشر و او د ټولو مخبرانو تعلق ده سره و. زه په دې وېرېدم هسې نه چې په بله لار رانه لاړ نه شي. ځکه چې دوی هم احتياط کوي. په يوه لار چې لاړ شي بيا په هغې نه راځي. خدای ته زارۍ کوم چې خدایه قاضي صاحب په همدې لاره واپس راولې چې سترګې مو سره مخامخ شي. ده ځو عوام پرېږده ملايان هم دوکه کول ما وې چې حقيقت يې خلکو ته ښکاره کړم .قاضي صاحب ډېر ساعت وروسته راووت چې ما له نزدې راغی زه ور پاڅېدم سلام مې ور واچاوه چې زه یې وليدم رنګ يې تک زېړ شُوء او ورته مې وويل چې قاضي صاحب ته ځو مسلمان شوی وې دا بيا کله کافر شوې سترګې يې ښکته کړې هېڅ يې ونه ويل چابک را نه لاړ. رهایی او دوهم واده: لږ ساعت وروسته زه پولیس د مخبرانو کشر کپتان ته چې د جهانګيري کلي و. مخکې کړم هغه راته ووې چې ته ازاد یې. ماورته ووې چې زه تاسو نیولی په څه وم اواوس مې پرېږدئ ول هغه راته وویل چې مونږ نوکران يُوء . مون څه ویلی نه شُو زمونږ واکداردننه ناست دی. ته دا پوښتنه د هغه نه کولی شې په دې وخت کې د پېرنګیانو ډېر رعب داب وء او بیا د شارټ صاحب چې قهرجن هم و. چا ورته خبره نه شوه کولی. خو چې څوک په اخلاقي جرم کې نه؛ ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد و جهد بلکې په سیاسي جرم کې جېلخانه وویني وېره یې د زړه لرې شي. زه نېغ شارټ صاحب ته ورغلم هغه ما ته وې چې څه وایې. ما وې چې دا زه دې په څه نیولی وم او اوس مې ولې پرېږدې؟ هغه راته وويل چې په نوښار کې چا بم غورځولی و. زمونږ دا شک و چې دا کار تا کړی دی. خو د تحقیق په نتیجه کې معلومه شوه چې ته بې ګناه يې نو ځکه مو اوس پرېښوې نو ما ورته ووې چې دا تحقیق ځو زما د نیولو نه مخکې هم کېدی شُو. زه خوددې ملک سړی وم» که مجرم وى نو زما نیول خو څه ګران کار نه و. ته ګوره دا لس دولس ورځې مو زه وکړولم زه انسان یم حيثیت لرم. هر څه مو راته پايمال کړل. ده راته وویل چې تاسو د څه حیثیت لرئ. دا زمونږ خوښه ده که مو نیسو. که مو پرېږدو. ما وې ښه چې داسې ده نو د خدای په امان. زه ترې راووتم وروسته یې را پسې ډېرې چغې ووهلې. خو زه ورونه ګرځېدم. له هغه ځايه پياده ښار ته راغلم. زما د خلاصېدو نه څوک نه و خبر. د چيني حکیم صاحب دکان ته ورغلم چې ګورم قاضي شاکرالله ګرم تقریر شروع کړی دی چې خدای داسې ویلي او رسول الله صلی الله عليه وسلم داسې فرمایلي چې زه يې وليدم سپک پاڅېده او هغه ځای یې پرېښوده. زه له هغه ځايه کلي ته راغلم د عباس خان پوښتنه مې چې وکړه هغه زما نه مخکې رها شوی و. او کلي ته تللی و. زه دا منم چې بدیشي حکومتونه بغير تشدد او د خلکو د وېرولو نه چلیدی نه شي خو دا څیزونه په حاکم او محکوم کې نفرت هم پيدا کوي. که په دغه وخت کې پرنګي د زور او ظلم په ځا مونږ سره نرمي کړې وی د دوی په ضد به دومره تحریکونه نه شروع کېدل او نه به د هغوی رعب داب دومره زر کم او ختم شوی وی. ځکه چې هغوی به د پل رعب د ساتلو دپاره په پښتنو څومره ظلم کولو هماغومره به د خلکو د مقاومت په وجه د دوی رعب داب ته نقصان رسېدو. لکه چې ما وړاندې ذکر کړی دی. زما لومړنی ټبر د غني او ولي وپ ۴ سښ .:012 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد دوی مور په وبا کې مړه شوې وه په دې ورځو کې زما دا بل واده تيار و. په ١٩١٩ع‏ کال کې مې واده وشو. د پښتنو ودونه له رواجونو ډک وو. ما د هغو اصلاح غوښتله نو ځکه مې د ځان نه شروع وکړه او د شریعت مطابق مې اول ډولۍ راوړه په سبا له مې ولیمه وکړه او یو وخت مې ښه ډوډۍ د کلي خلکو. دوستانو او خپلوانو ته ورکړه. خلکو راته د نیندرې په دود روپۍ را اچولې. خو ما ونه منلې. که څه هم په ډېرو زمونږ پورې وې. په ډوډۍ کې مو د رسم و رواج د اصلاح کولو په باره کې تبادل خيال د خلکو سره وکړو. په هغه وخت کې دا دود و چې په واده کې به ټولو کسبګرو ته واده ته راغلو مېلمنو پیسې ورکولې. چا به يینه ښوده. چا به سپېلنی لوګی کولو. چا به ډول واهه چا به ګلونه راوړي وو. چا به رباب کې چاربيته ویله. په مېلمنو به یو لوټ مار و. که د چا زړه به و او که به نه و. ځو د ځپله شرمه به یې دا حساب کسبګرو ته ادا کولو. زما په واده کې د اول ځل دپاره دا کارونه ما بند کړل او کسبګرو ته مې دا وويل چې تاسو به مېلمنو له تکلیف نه ورکوئ ستاسو د ټولو حق به زه ورکوم ولې چې تاسو زما کسبګر يئ دغه شان ډمې به ګډېدې مېلمنو به که د چا زړه و او که نه پیسې ورکولې. سازیان به وو. جنجونه به وو. ټوپکې او غربینونه به خلاصېدل لنډه دا چې ډېر فضول خرڅونه به وو. زما په واده کې دا ټول ما بند کړل او دا مې ددې دپاره وکړل چې د قام او ملک دپاره ډېر نقص دی. او دا خلک ترې تنګ و. خو چا کې د دې د پرېښودو اخلاقي جرات نه و. ما د دې شیانو د مخنیوي ابتداء د ځپل واده نه وکړه او خلکو ته مې هم وویل چې تاسو هم دا بې ځایه رواجونه پرېږدئ. به بد و ۷ 0100009۹-9- 0016 ٩066۱ زما ژوند او جد و جهد خلافت» تحریک او هحرت د خلافت کميټۍ. جلسه په دهلي کې؛ هجرت» مونږه په کابل کې» باجوړ ته واپسي» دیر کې او د خالونو مدرسه په دې ورځو کې د ترکانو په ټول وطن د اتحاديانو قبضه وه مصطفی کمال او د هغه ملګرو د دوی برخلاف جنګ شروع کړی وء په هندوستان کې د خلافت دپاره مسلمانانو يو لوی ايجي ټېشنتحريک شروع کړی و. ځای په ځای يې کميټي جوړې کړې وې. جلسې او جلوسونه به کېدل. د هندوستان مسلمانان عجیبه خلک وو. په جنګ کې د ټولو نه زیات د پېرنګيانو امداد دوی کړی وء د دوی مشرانو ورله برتۍ ورکړې وې. ملایانو. زبرګانو او مذهبي پيشوایانو د پرنګي په طرفدارۍ او د ترکو برخلاف فتوې ورکړې وې. خلافت دوی تباه کړی و. که دوی دا فکر مخکې کړی وی ډېره فايده به یې رسولې وه. خو د نشت نه دا هم ښه و. دهلي کې د خلافت کميټي جلسه: د ۰٩١۱ع‏ کال په نیمايي د خلافت کميټي له طرفه په دهلي کې د یوې لوئې جلسې اعلان وشو او ورسره د دې خبرې اعلان هم وشو "په اصل کې دا «خال» کلی دی چې ځال ربات ورته وايي. خال ځان له کلی دی او ربات ځان له؛ خو په سمه کې ورته خلک ځالونه وايي. سسسسسسسسسس۷ٍپسسستیمیسسمښست 00071651 ٧۸///.0012060151766:016 ‏سسسسسسسسسس....‎ زما ژوند او جد و جهد چې هغه خلک به په دې جلسه کې شریکېږي چې کفن به یې په سر تړلی وي. زه هم په دې جلسه کې شریک شوم ډېره لويه جلسه وه. د هندوستان د هرې برځې مسلمانان ورله راغلي وو. عزیز هندي یو جذباتي نوجوان هلک و. هغه په جلسه کې د هجرت کولو تجویز وړاندې کول غوښتل د اکثرو مشرانو دا رايه نه وه هغوی ډېر پوه کړو چې اوس د دې تجویز د وړاندې کېدو موقع نه ده. څو هغه منع نه شُو او پل تجویز یې وړاندې کړو. مسلمانان خو یو جذباتي قام دی. دې ته یې ونه کتل چې د دې نتیجه به څه وي؟ د وړاندې کېدو سره يې تجویز پاس کړو. د هجرت خبر چې په ملک کې خور شو پېښور ته ورو ورو وړې وړې قافلې را روانې شوې: په پېښور کې د دوی د امداد او ارام دپاره د هجرت کميټي جوړه شوه دا قافلې چې به له : هندوستانه راتللې په سټېشنونو به يې خلکو ډېر تاوده استقبالونه کول. او په پېښور کې به يې جلوسونه وتلء پېرنګيانو خو اول د هجرت سخت مخالفت وکړو. ځکه چې هغه ځان د پاره دا یو خطرناک کار ګڼلو ولې چې پوه شُو چې خلک په هېڅ شان نه منع کېږي نو با يې دا کوشش و چې څومره کېدی شي هغومره ډېر خلک په هجرت لاړ شي. پښتانه خو د نورو خلکو په شان نه وو. هغوی چې دا تماشا ليده ډېر اثر یې پرې وکړو. ملايانو به هم وعظونه کول چې هجرت فرض دی او که چا هجرت ونه کړ. ښځه یې طلاقيږي. داسې حالت په ملک کې پيدا شول چې بې له هجرت بلې خبرې اورېدو ته څوک تيار نه وو. د حکومت له خوا به هم قسم قسم اوازې ځورېدې نرء ښځې هجرت ته تيار شول. هجرت: چې چا به هجرت نه کولو. خلکو به ورته په بد نظر کتل نو ما د وسو ووس م٥‏ ردصم زما ژونداو جد و جهد یوې جلسې انتظام وکړ. زمونږ په کلي کې لویه جلسه جوړه شوه. ډېر خلک په کې را جمع شوي وو. په جلسه کې مې دا ووې چې تاسو لږٍ صبر وکړئ. زه به یو څو کسان کابل ته ولېږم چې هغوی مونږ ته خپل چشم دید حالات راوړي. او مونږ په حالاتو خبر او پوه شو نو بيا به د هجرت په باره کې فېصله کوو. ما چې دا تجویز پیش کړو. زمونږ د کلي عادل شاه نومي یو پير د هغې سخت مخالفت وکړو. وې ويل چې مونږ خپلې ښځې ګوره ګانو ته نه شو پرېښودلی که ته هجرت ته تيار نه یې مه ځه؛ خو نور مه منع کوه. مونږ که خدای ته منظوره وي سبا وختي روانيږو. اور په هندوستان کې ولګېد او وسوځېدله په کې پښتونخواء که بره وه که کوزه تالا والا شوه او کروړونه روپۍ نقصان وشُوء خصوصاً چې د سنده د خلکو قافله چې د جونیجو صاحب په مشرۍ کې پېښور ته را ورسېده په پښتنو کې اور ولګېدو نر ښځې په هجرت روان شول. دې خلکو کې پېرنګيانو هم ځپل ډېر مخبران ولېږل چې هلته په مهاجرو کې پراپېګنډې وکړي چې دا خلک هلته پاتې نه شي او بېرته خپل ملک ته راشي. هجرت هجرت نه و. یوه هنګامه وه. تش جذبات وو. هېڅ سوچ فکر نه و. د هجرت په اصل مطلب څوک پوه نه و. دا خو محمد علي او شوکت علي امان الله خان ته دا پېغام لېږلی و چې ته د هجرت د منلو اعلان وکړه چې په پېرنګيانو باندې د دې خبرې اثر پرېوځي او زمونږ د خلافت تحریک ته په کې فایده ورسیږي. اخر زه هم مجبور شوم د قوم په ملګرتیا د یوې وړوکې قافلې سره چې ټول ځوانان وو. د شوقدر او مومندو په لار پياده افغانستان ته روان شُوء اوله شپه مو په کړپه راغله مونږ چې روان شو او ډول غږېدو نو ډېر خلک را سره وو. خو چې د شوقدر نه د کړپې په لار ۵۹گ-طۀ؛ ٢ ٢ ‏۷ه۱رړظزتآګ ھ‎ ۱ زما ژوند او جد و جهد روانېدو او ډول سرنا رانه پاتې شُو نو بيا ډېر کم خلک مونږ سره کړپې ته ورسېدل. او چې په کړپه کې په مونږ په کاڼو لّوټو شپه راغله نو بیخي ډېر کم پاتې شُو. خير په کړپه کې په تیږو کې مو شپه تېره کړه.سحر چې پاڅېدو زه د يو څو ملګرو سره د ترنګزو د حاجي صاحب لیدلو ته د هغه ځای ته روان شوم او نوره قافله د ماسل خان ځای ته روانه شوه. د حاجي صاحب د لیدلو نه پس مونږ هم د ماسل ځان ځای کوډا ځېلو ته راغلو او په بله ورځ له هغه ځايه را روان شود کامې ګرداو ته راغلو. سردار خان د مومندو ځان د خپل قام سره زمونږ مخې ته راغلی و. زمونږ یې ډېر ښه استقبال اوکړو. کلي ته یې بوتلو. زمونږ یې ډېر دارمدار وکړو. سبا له جلال اباد ته روانېدو سردار خان مونږٍ ته ډېر وویل چې همدلته پاتې شئ. تاسو مهاجر او مونږ انصار يُوء مونږبه دا ځپل جائدادونه تاسو سره نیم کړو. د کابل خلک ستاسو دومره امداد نه کوي. دا زمونږ خبره درته ښه ده. د هغه مو ډېره شکریه وکړه. مونږ ورته ويل چې مونږ خو ځمکو پسې نه وو راغلي نو د هغه نه را رخصت شوْء جلال اباد ته راغلو په جلال اباد دې سردار هاشم خان ګورنر و. هغه سره مو ولیدلء خبرې اترې مو سره وشوې. هغه زه د ځان سره په جلال اباد کې پاتې کړم او نوره قافله رخصت شوه. هاشم خان سره د مهاجرينو د دې لويو لويو قافلو ډېره سودا وه. ډېر پرېشانه و. او په دې کوشش کې و چې څه تدبیر وشي چې دا هجرت نور بند شي. ځکه چې په افغانستان کې دومره خلک کله ځائېدی شي. د پېرنګیانو هم د ډېرو خلکو په هجرت کولو کې همدا مطلب و چې په افغانستان کې به هم دوی ته د استوګنې مشکلات پیدا شي او هم افغانستان ته څو ورځې وروسته هاشم خان کابل ته تښیښم۰۹ښ۹۹۹۸۹۰چپپسسسسس٩٢مم٩ی4سسسسسس‎ 0٩06/۳0 زما ژوند او جد و جهد زما د تللو بندوبست وکړ.و مونږٍ د جلال اباد نه کابل ته د څوګياڼو د نملې په لاره روان شُو. په ګندمک کې عادل شاه پير د ځپلو ښځو. نرو ملګرو سره په مخه راغلل چې واپس وطن ته را روان وو. ما ورته ووې چې پېر صاحب دا ښځې مو بېرته ګوره ګانو ته روانې کړې؟ ده راته وويل چې څه وکړو هلته هم د ښځو له لاسه تنګ وو چې ځئ هجرت وکړئ اودلته هم ښځُوتنګ کړو چې په دې ملک کې ګوزاره ګرانه ده بېرته یې روان کړي يو. مونږ چې کابل ته را ورسېدو د لاهورۍ دروازې سره ډېرې ونې ولاړې وې مهاجرينو دلته اړولي وو. مونږ هم د دوی سره يو ځای واړول زمونږ دپاره حکومت بېل انتظام کړی و. ځو زه د عامو مهاجرينو نه نه بېلېدم. په کابل کې د ټول هندوستان د مهاجرينو یوه شپاړس کسیزه کميټي وه چې زه او رضا ځان ارباب هم د هغې ممبران وو. د دې کميټي په ذريعه به د مهاجرينو ارتباط د افغانستان د حکومت سره و. څه وخت چې د مهاجرينو د قافلو تعداد شلو دېرشو زرو ته ورسېدو نو حکومت کميټي ته وويل چې افغانستان خو یو وړوکی ملک دی دا دومره خلک په کې ځايدی نه شي. تاسو مهرباني وکړئ. دا هجرت بند کړئ. نومونږ عباس ځان ولېږو چې دا خبره هلته پېښور ته ورسوي. هغه تر جلال اباده پورې لاړ او دا خبر یې پېښور ته ورسولو. امان الله ځان مونږ ته وویل چې زه د پرنګي دجنګ زور نه لرم که تاسو ورسره په کومه طریقه جنګ کولای شئ او خپل ملک ازادولۍ پخ نت ‎۱١۱١‏ سسسسټ)ن. وو ى/0 012ص ‎٥١ ۸٨/٧١/.‏ ه0 زما ژوند او جد و جهد شئ. زه ستاسو مرسته ضرور کوم ځکه چې پیرنګی تور مار دیء هېڅ اعتبار پرې نشته چې زما خوا کې پروت وي. زه ترې په ډاډه زړه خوب نه شم کولی. دا وېره راسره وي چې اوس به مې خوري. هغه مونږٍ ته دوه لارې مخکې کړې. ويل که نوکري کوئ. مونږ به ستاسو ځوانان برتي کړو . بېلې پلټنې به درته جوړې کړو. تربیت به درکړو که بيا مو د انګرېز سره جنګ کولی شو وئې کړئ که ځمکې غواړئ نو په کندوز او مزار شریف کې مونږ ځمکې لرو. هغه به درکړو. تاسو خپله يوه کالوني جوړه کړئ او خپل انتظام پخپله ځان له وکړئ. کومه سیمه چې مونږ تاسو ته درکوو. په هغې کې به ټول واک اختیار ستاسو خپل وي او که د بېرون حکومتونو سره تعلقات ساتئن هم ساتلی شئ. مهاجرينو ته یې وویل چې که تاشو نوکرۍ غواړئ هم او که ځمکې غواړئ هم او که تجارت غواړئ هم درسره امداد کوم. مون به راغلو ځپلو ملګرو سره به مو سلا مشوره وکړه. د ټولو مهاجرينو په اتفاق به مو دا ځبره غوره کړه چې بس مونږ ته دې عسکري ټریننګ راکړل شي.مونږ برتي کېږو. مونږ به د پلټنو تشکيل هم جوړ کړو. مونږ به راپاڅېدو چې د حکومت سره خبره فېصله کړو چې زمونږ دپاره انتظام وکړي نو د پېرنګيانو مخبرانو ته چې په هجرت کې راغلي وو. موقع په لاس ورغله. يو مخبر به په کې پاڅېدو او ويل به یې چې مونږ ځو په ځمکو پسې نه وو راغلي. نه نوکرو پسې راغلي وو. مونږ په جهاد پسې راغلي وو چې زمونږ د هجرت غرض نه ترسره کېږي او افغانستان د پرنګي سره جنګ نه کوي نو نور مونږ دلته څه کوو. زه خو بېرته ځم. هغه پسې به یو بل مخبر پاڅېده هغه به ووې چې بالکل ټیک خبره ده. زه هم ځم چې دی به پاڅېدو یوه ډله به ور پسې پاڅېده. دغسې به په ډله کې ماتې ګډه ۷۴ ھھددلاپېښضن‎ 0م ده زما ژوند او جد و جهد شوه. یو کس به ما پسې را منډه کړه چې ته د حکومت سره خبرې مه کوه. یوځل راشه چې بېرته به راغلم. ټول به تللي وو. بیا ما دوی ته دا خبره وړاندې کړه چې راځئ چې دا ځمکې واځلو. او زه هم درسره ځم مګر دوی دې ته هم تيار نه شول. څه رنګ چې پښتانه په راتلو کې ګړندي وو. دغسې په واپس تلو کې هم ګړندي وو نو دغه شان ورو ورو مهاجرين بېرته ستنېدل ډېر لٍ کسان پاتې شُو. هغوی په افغانستان کې استوګنه غوره کړه چا نوکرۍ واخیستې. چا ځمکې. دغه شان هرت ناکامشسو. د هندوستان مسلمانانو خصو پښتنو ته د دې هجرت ډېر تاوان ورسېده. افغانستان ته يې هم نقصان وشُو. د امان الله خان په ورکولو پسې پېرنګيانو له همدې وخت نه ملا وتړله فایده یې يوازې انګرېز ته ورسېده. زما څه ملګري تاشکند ته لاړل چې روس به مونږ سره د هند په ازادولو کې مرسته وکړي. زه په کابل کې د یو څو ملګرو سره پاتې شوم. یوه ورځ زه د امان الله ځان ملاقات ته تللی وم. ډېرې خبرې مې ورسره وشوې. په خبروخبرو کې مې ورته دا ووې. تا له ترکي درځي» فارسي درځي او نورې ژبې هم درځي».ځو خپله ژبه نه درځي. زما خبرې په هغه باندې ډېر اثر وکړو او وعده يې را سره وکړه چې زده کوم به یې. کله چې له افغانستانه واېستل شو. زه بمبۍ ته د ده لیيدلو ته ورغلم نو هلته یې ما سره پښتو کې خبرې وکړي. په کابل کې زمونږ تعلقات د نادرځان او دده د کورنۍ سره ډېر وو. دی پخپله وزېر دفاع و او ورور يې سردار عبدالعزیز ځان د معارف وزير و. يوه ورځ يې ماته ووې.ځه ورشه د حبیبشې لېسه«کالج وګوره چې کالج ته ورغلم نو د يو جماعت له هلکانو نه مې دا تپوس وکړو چې«شما کيستید ؟» دوی به راته وويل و 17779 س"ښ :۱ ای٢‎ ٢٢٢٢٢٢۸ ‏و‎ 39۴۳ش۱(٧شدصه٠‎ زما ژوند او جد وو جهد چې«افغان هستم» بيا مې ورته ووې چې: ملک شما؟ دوی به ووې افغانستان. بيا مې ورته ووې «افغاني ميدانې که افغان هستي» نو غلي به شو غږ به یې نه کاوه نو ما به ورته وویل چې څنګه افغان یئ او څنګه د افغانستان اوسېدونکي یئ چې خپله ژبه نه درځي. دغه شان مې محمود طرزي صاحب سره چې د افغانستان وزیر ځارجه او ډېر لایق سړی و. په یوه لویه مېلمستیا چې ده د مهاجرينو دپاره کړې وه. د ژبې بحث راغی يو سړې ورنه پوښتنه وکړه. دا څنګه افغانستان دی چې افغاني په کې نشته. طرزي صاحب وويل چې پارسي هم زمونږ د ملک ژبه ده. نو ما ورته وويل چې طرزی صاحب پښتو خو د افغانستان ملي ژبه ده او د اکثریت ژبه ده. په ټوله دنيا کې د اکثریت ژبه هم سرکاري وي. هم دفتري. هم تعليمي وي. د مهاجرينو د تللو نه وروسته مونږ په یو سرای کې يوه کوټه په کرایه ونیوله هلته به اوسېدو. څو ورځې پس زه نادرخان ته ورغلم. ورته مې ووې د هجرت معامله خو ګډه وډه شوه. دلته ځو نور زمونٍ د مقصد دپاره څه نه کېږي. زما اراده ده چې د باجوړ ازادو قبایلو ته لاړ شم او هلته د تعليم کار شروع کړم. او د پښتنو د بچو د روزلو دپاره قومي مدرسې جوړې کړم. ستا سلا مشوره څه ده؟ هغه زما دا رایه خوښه کړه ما سره يې په دې خبره اتفاق وکړو. زه د یو څو پاتې ملګرو سره د کابل نه جلال اباد ته راغلم. په جلال اباد کې مې د هاشم خان سره هم سلا مشوره وکړه. هغه هم زما د دې کار سره په ډېره خوشحالۍ اتفاق وکړو. او باجوړ ته يې زمونږ د تګ انتظام هم وکړ .يو اس يې راکړ. مونږ اوله شپه د جلال اباد نه سلام پورته ورسوله هلته مو د سلام پور د باچایانو سره شپه تېره کړه. د سلام پور نه مو بله شپه د مومندو په علاقه کې کاږه پاڼ ته ورسوله. د کاږه پاڼ ٣۴ 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد ملاصاحب ځای ته چې زمونږ پخوانی تعلقدار و. لاړو له هغه ځايه چمرکنډ ته لاړو. په چمرکنډ کې د هندوستان د مجاهدینو هغه ډله ډېره وه چې د سید احمد بریلوي صاحب او اسماعیل شهید صاحب د شهادت نه وروسته بونیر ته تللي وو. هلته یې مرکز نیولی و. دوی په بونیر کې په دې خبره پوه شوي وو چې د دوی امیر نعمت الله د پېرنګیانو سره را زباز لري نو ځپل امير یې وژلی و. دوی دوه ډلې شُوء يوه د پنجابيانو او بله د بنګاليانو. د پنجابيانو ډله چمرکنډ ته راغلې وه. په چمر کنډ کې دوی بېکاره پراته وو. او د هندوستان امداد ته یې سترګې نېولې وې. ډوډۍ به یې وار په وار پخوله او دې ته دو مساوات وې همدا د هندوستان امداد د دوی د تباهۍ باعث شو .قصه به يې وروسته پخپل ځای کې راشي. ما ورته وويل چې تاسو دوه کچرې لرئ او د مومندو په دې علاقه مېوه دانه نشته. ددې کنډاو نه اوا کونړ دی. هلته مېوې ډېرې دي که تاسو په دې کچرو مېوه راوړئ او دلته يې خرڅوئ ستاسو خرڅ به ترې ووځي او د هندوستان د امداد له احتیاجه به خلاص شئ. د چمرکنډ نه کوټکي ته لاړو. د کوټکي ځانان«یو ځګرورخان او بل زړه ور خان» وو. ډېر ښه سړي وو او ښه پښتانه وو چېرته چې به د پرنګي خلاف غزا وه دوی به په کې شریکېدل. د دوی سره مو خبرې وشوې. له دې ځايه بیا شینګر ګل ته لاړو د شینګر ګل مولانا امیر الدین زمونږ مهربان او قوم پرست سړی و. هلته مو د خلکو سره ولیدل با په سالارزو او ماموندو وګرځېدو. دیر کې د خالونو مدرسه: د هغې نه پس د دیر علاقې ته لاړو. خالونو نومي کلي ته راغلو. د خالونو په کلي کې اخونزادګان او پراچګان اباد دي. دا دواړه کورنۍ ډېرې روشنفکره او ښه خلک دي. دواړه قوم پرست او دولتمند وو. د ۱۵ ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژوند او جد و جهد ‎٧‏ ‏دوی په مرسته مون دلته یوه مدرسه جوړه کړه. او دوی ته مو وول چې د دې مدرسې د انتظام د پاره مخفي صاحب را وغواړئ. او مونږ ترې دیر ته لاړو. دې مدرسې ډېره زر ترقي وکړه او په لږه موده کې يې شاګردان څلور سوو ته ورسېدل د ملکنډ پولټېکل اېجنټ د پښتنو د بيدارۍ سخت مخالف و. هغه د دیر نواب وغوښت ورته يې وويل چې دې مدرسو او تعلیم مونږ ته څومره مشکلات پيدا کړل. ته ځان ته دا مشکلات مه پيدا کوه. دا مدرسه ورانه کړه. د دیر نواب راغی مدرسه یې ورانه کړه اور یې ورته کړو. ‏مونږ چې دېر ته ورسېدو نو د شاهو بابا د زوی سره چې د ترنګزو د حاجي صاحب ماذون و. او په ترنګزو کې مونږ سره اشنا شوی و. دېره شو. هلته مو څو شپې وکړې. یوه شپه د نواب صاحب استاذی صفدرخان راغی راته یې وويل چې تواب صاحب غوښتی يې ماوې اوس شپه ده ناوخته دی. سبا به لاړ شو هغه ووې چې همدا د شپې یې غوښتی یې. زه ورسره روان شوم چې ورغلو نواب صاحب زما په انتظار کې يوازې ناست و . هېڅوک ورسره نه و. په خبرو کې يې راته وویل چې پټ په زړه کې مې انګرېز ډېر بدي شي ته چې څه غواړې زما هم دغه ارزو ده. خو زه څه وکړم مياګلی: د سوات باچا يې راته کېنولی دی چې ایله حرکت وکړم راباندې را اچوي يې که سبا د قام او خلکو په مخکې ما ستا د خبرو مخالفت وکړو چې ته خپه نه شې.زما د زړه مینه او پټه مرسته به تا سره وي. سبا له چې خلک را غونډ شول خبرې وشوې د نواب صاحب د ناستې ځای ته نژدې په یوه بالاخانه کې عبدالمتین خان او د تور ځان مې له ورايه ولیدل او له لرې مو سلام علیک وکړل. دوی نواب بندیان کړي وو.د نواب د ځايه مونږ د شپې برول بانډې ته لاړو هغه وخت دلته د دیر د نواب ولیعهد به اوسیدو مونږ غوښتل چې هغه وګورو خو ومونه لید. له هغه ځايه باړوي ته لاړو هلته مو«ټاټي» خان ولید. دده زمونږ د کلی غلام حيدر ‏نون ۴ ۴ ‎٨۹٨١١۹٩‏ (۷سسسټښسښښخس 1011111 ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت ‎7٢‏ سا ځان سره ډېره راشه درشه وه. د هغه اشنا و. هلته زما هم ورسره تعلق . پيدا شوی و. هغه ته مو ووې چې مونږ د نواب د کشر زوی ليده غواړو .هغه راته دا خبره وکړه چې هغه خو اوس ويده دی. ځکه چې د شپې ویښ وي او څوکۍ کوي. زمونږ دهغه سره هم لیدل ونه شول, او بیا«تور» ته لاړو. د هغې نه پس «جار» ته راغلو د «جار» خان ډېر ښه سړی و. پخپله په کور کې نه و. دکلا دروازه مو وټکوله ورئې را ته بېرته کړو. بي بي راته د ډوډۍ انتظام وکړو. د جارځان زما د تره د زوی سربلند ځان سره ډېر تعلق و. هغه به همېشه مامندناړۍ ته راتلو او هغه سره به یې ډېرې ورځې تېرولې. سهار خار ته لاړو. د خار ځان ډېر پوه بهادر او ښه پښتون سړی و.د هغه سره مو څو شپې وکړې. یوه ورځ زه بهر وتلی وم چې بېرته راغلم د خار خان ته مې وويل چې خان تاسو خو لا بيا هم زمونږ نه ښه‌ی چې د قران نه خو څه فايده اوچتوئ هغه وې څنګه؟ ماوې که عمل پرې نه کوئ بوساړې ځو پرې ساتئ. په هره بوساړه قران شریف پروت وي چې څوک ورنه بوس پټ نه کړي تاسې خو پرې څوکيداري کوئ. مونږ خو پرې نه عمل وکړو او نه څوکۍ. له خاره مونږ«ناوه ګۍ» ته لاړو. د ناوه ګۍ ځان ډېر ښه سړی و خو ساده و. له هغه ځايه«غازي اباد» ته لاړو. د ترنګزو حاجي صاحب سره مو ولیدل دلته ما سره یو ملګرۍ چې فقیر نومېده او اصلاً ترکاڼ و. مادلته غازي اباد کې پرېښی و نور ټول ملګري رانه په لاره کې یو .يو ځپلو کورونو ته تللي وو. مونږ دواړه يې یوازې پرېښي وو. زه ځو د افغانستان نه په دې اراده راغلی وم چې دلته په ازادو قبایلو کې مدرسې جوړې کړم او د قوم تربیت وکړو. دا کارونه ځو یو سړی نه شي کولی په ډله کېږي او زمونږ هغه ډله ځوره شوې وه. ‏سا ‏دد ددد لن 00۹ر0111 0٩016 ٩۳0م‎ زما ژونداو جد و جهد ذهني انقلاب؛ تعلیمي او اصلاحي حدوحهد» د اتمانزو ازاد های سکول او انحمن اصلاج الافاغنه» د خلافت کمېټۍ صدارت د افغانستان او ازادو قبایلو حالست چې مې وليدو او پنځلس کاله مې په هندوستان. قبایلو او افغانستان کې غرزې پرزې وکړې نو په دې نتیجه ورسېدم چې انقلاب د منډې کار او دومره اسان څیز نه دی.انقلاب د سړې سینې کار دی. انقلاب عمل او پوهه غواړي. انقلاب عالمان او پوهان غواړي چې د پوهې سره قام وروزي او انقلاب ته يې اماده کړي. د انقلاب دپاره د اشخاصو ضرورت دی. ته ګوره چې زمونږ جذباتي ملګري په څومره جوش راوتلي وو. ټول لاړل خواره شول نو کېناستم د ځان سره مې ښه فکر وکړ. زه په دې نتیجه ورسېدم چې زمونږ د قام نه د تجارت ځوا ته توجه شته نه د صنعت ځواته نه د زراعت ځواته او نه د تعليم ځواته. د بلې وا نه په رسمونو. رواجونو کې تر غوږونو پورې ډوب دي. په ځانه جنګيو اخته دي داسې قام انقلاب نه شي کولی او دا قام د دې بلاګانو نه خلاصول په کار دي چې سیاسي شعور په کې پيدا شي او دا کار يوه پر امنه فضا غواړي.تر دغه وخته پورې زه په دې عقيده وم چې دا ټول کارونه انتقلاب غواړي تشد د راته د انقلاب نژدې او د کاميابۍ لار ښکارېده.خو د تجربې نه وروسته راته معلومه شوه چې د جنګ په وخت کې پظ پر وسو وسپستتتجا ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژوند او جد و جهد ‏اسونه نه تياریږي نو ځکه مې اراده وکړه چې خپل کلي ته واپس کېيم او د عدم تشد د د اصولو په بنا به کار کوم اول به د انقلابي اشخاصو د تعليم او تربيت دپاره قومي مدرسې جوړوم نو ځکه اتمانزو ته راغلم. زه چې له هجرته بېرته راغلم د هغو مدرسو د بېرته جاري کولو کوشش مې کولو چې پېرنګیانو د جنګ په زمانه کې بندې کړې وې. ‏د ‎٧٧١٤٤‏ کال اخرنۍ مياشتې وې چې په عليګړ کې په مسلم یونیورسټي کې څه تقريب و. زه او زما دوست قاضي عطاالله خان يې هم بللي وو. مونږ دواړه عليګړ ته لاړو. په دې وختونو کې به کانګرس او خلافت يو ځای جلسې کولې زمونږ خيال و چې د عليګړ نه وروسته به مونږ د ځلافت په جلسه کې شریکېږو. و د مصروفیت له کبله د خلافت جلسې نه پاتې شُوء واپس کلي ته راغلو. په عليګړ کې زمونږ د صوبې ډېرو هلکانو تعليم کولو د هغوی سره مو تبادل خيالات وشُو. په دوی کې ډېر داسې کسان وو چې د ترک موالات اوحکومت سره د عدم تعاون د پروګرام لاندې يې کالج پرېښی و. په دې ورځو کې زما مشر ورور ډاکټر خانصاحب تقریبا پنځلس کاله پس د انګلینډ نه واپس راغی. ده چې څه وخت ډاکټري پاس کړې وه. جنګ نښتی و. هماغه وخت کې په فوځ کې برتي شوی و. او اوس کپتان و او د مردان په ګایډ کې لګېدلی و. ‏د اتمانزو ازاد سکول ١۱١١۱٢ء‏ او انعمن: مونږ په ١۱ع‏ کال کې د دوستانو په امداد په اتمانزو کې د ازاد سکول بنياد کېښوده چې په دې سکول کې قاضي ‎٩ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد عطااللء ميا احمد شاه. حاجي عبدالغفار ځان. محمد عباس خان»عبد الاکبر ځان اکبر. تاج محمد ځان. عبدالله شاه او څځادم محمند اکبر زما ملګري وو.د مدرسې تر څنګه مونږ د پښتنو د غلطو رسمونو او رواجونو د اصلاح کولو د تشدد نه د منع کولو او په کې د قامولۍ د مینې او محبت د پيدا کولو په غرض د اصلاح الافاغنه په نامه يو انجمن جوړ کړی و. د دې انجمن ممبران دا کسان وو: ‎١‏ محمد عباس خان٢اصدر‏ عبدالغفار ځاندواړه د اتمانزی ٣-حاجي‏ محمد اکرم خان د ځان مای۴-جمعدار نور محمد ځان د ترنګزو ۵-محمد زرین ځان د ترنګزو ‎٧‏ عبدالاکبر ځان د عمرزو۷-غلام محي السدین ځان د تنګي ۸-فخر قوم ميا صاحب۹-میاجعفرشاه د زيارت١٠-فضل‏ اکرم د نرۍ قلا١١-فضل‏ ربي د بدرګې ‎-٢١‏ ‏ميا احمد شاه د قاضي خېل و ‎٣١‏ مسا عبد الله شاه۱۴- ادم محمد اکبر د چارسدې ۱۵-تاج محمد ځان د چارسدې ‎-٢١‏ ‏مولانسا شا رسسول د امسازو ګړ ۍ١۱-شساد‏ محمصد ځسان د مېرزو۱۸-شسیریهادر ان د کوتر پاڼ ١۱-جليسل‏ ځسان د جليل ۲۰ خوشحالخان د باري کاب ٢٢-شاپسندځان‏ د چارغلۍ ٢٢-امير‏ ممتاز ځان ‎٣٢‏ پیرسټرمحمد جان د بنو ۲۴- محمدرمضان د ډېرو۲۵-حکيم عبدالسلام دهري پور٢۲-‏ ميا صاحب د پکل ۍ٢٧-قاضي‏ عطاالله د مردان٢۲-ثمين‏ جانخان د محب بانډې ٢٩-علي‏ اصغر ځان وکيل د هزارې۰٣-‏ افندي صاحب د ملاکنډ ‎-١٣‏ یو ملګری د ګدر حمزه ځان. زمونږ په سکول کې استاذان کم وو نو ما به پخپله هم هلکانو ته درس ورکولو بله دا وه چې مونږ دومره روپنۍ نه ۶٢و‏ تت تت زما ژوند او جد و جهد 1 لرلې چې استاذانو ته مو ډبلې تنخواګانې ورکړې وی. په لاهور کې د خلافت کانفرنس و. مونږ ورغلسي وو. د بو د میراخېل کلي امير مختارځان هم دې کانفرنس ته راغلی و .د هغه سره مو ملاقات وشُو هغه خپل دوه زامن چې اسلامیه کالج کې يې په بي.اې کې تعلیم کولو او د ترک موالات په وجه يې پرېښی و. زمونږ سکول ته د استاذۍ د پاره را وبخښل د مشر نوم امير ممتاز ځان و او د ک شر نوم مقصود جان و. مقصود جان زمونږ د سکول اول هېډماسټر و او کله چې دی دوباره تعليم دپاره کالج ته لاړ امير ممتاز د ده په ځا هېډ ماسټر شو.د پېرنګيانو زمونږ مدرسه نه خوښېده چې کوم استاذ به ورله راتلو نو اول به يې و وېرولو که په وېره به ونه شو نو بيا به يې د ډېرې تنخواه لالچ ورکړو او دغسې مونږ ته يې استاذان نه پرېښودل مقصود جان چې اتمانزو ته راتلو نو پولیس ډېر کړولسی و. په دې وختونسو کې مون د خلکو د پوهولو او په کې د مینې. محبت. ورورۍ اوقامولۍ د پيدا کولو د تعلیم د شوق د پيدا کولو او د قام نه د غلطو رسمونو او رواجونو د ورکولو او د قامي مدرسو دپاره د مرستې حاصلولو په غرض کلي په کلي. کور په کور. دورې شروع کړې او په خلکو کې مونږ ژوند او احساس را پيدا کړ. زما د دورو نه پرنګي سره وېره پيدا شوه. سرهملټن ګرانټ زمونږ د صوبې چیف کمشنر و. هغه زما بابا ځان ته وغوښت ورته يې وويل چې دا زوی دې څه کارونه کوي؟ ټول خلک غلي ناست دي او دی لګيا دی مدرسې جوړوي او دورې کوي زمسونږ برخلاف خلک لمسوي منع يې کړه. د ده سکتر سعدالله ځان د ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد وجهد عمرزو يو ځان و. هغه مې بابا ته ویلي وو چې ته ګوره چیيف کمشنر ستا څومره احترام کوي؟ څومره چې ستا مني هغومره د چا نه مني ته دده د خوشحالۍ دپاره ځپل زوی منع کولی قدرې نه شې؟ بابا مې راغی زه يې کېنولم راته يې وويل چې زويه د دې کارونو نه لاس واخله ځان دې په مصیبت اخته کړی دی؟ سر کار هم ځپه کېږي چې نور څوک يې نه کوي ته يې څه کوې؟ ما ورته وويل چې ښه ده بابا چې ته وائې مه يې کوه نه به يې کوم؛ ډېرو خلکو ځو لمونځ پرېښی دی. زه به يې هم پرېږدم ځو ته به بيا ماته نه وائې چې لمونځ ولې نه کوې؟ بابا مې راته وويل لمونځ خو فرض دی ما ووې بابا دا علم خوهم فرض دی. بابا مې وويل ښه نو ځه کوه او بيا چیف کمشنر ته ورغی ورته يې وويل چې صاحب مونږ ستاسو د خوشحالۍ دپاره ځپل دین نه شو پرېښودلی. د خلافت کميټۍ صدارت: په پېښور کې د خلافت په کارکنانو کې اختلاف پيدا شوی و .دوه ډلې په کې جوړې شوې وې. يوه ورځ به د حاجي جان محمد صاحب ملګرو په شاهي باغ کې عامه جلسه جوړه کړه. په جلسه کې به يې تجویز وړاندې کړ چې حاجي جان محمد صاحب د خلافت کمېټۍ د صدارت دپاره ډېر موزون دی. تاسو ته منظور دی خلکو به چغې کړې چې منظور دی. حاجي صاحب د قام او ملک دپاره ډېر خدمتونه کړي او قیدونه یې هم تېر کړي وو.د پېښور يو سيد و. سبا له به د هغه ملګرو 0007165(/ ٧۸/۸۸/0012 015166 ‏سسېسسسسسست:)ج‎ زما ژوند او جد وجهد جلسه جوړه کړه او تجویز به يې مخکې کړو چې سید صاحب اهل رسول دی او ډېر خدمتونه يې کړي دي د خلافت کمېټۍ د صدارت دپاره د ده نه مناسب سړی نشته تاسو ته منظور دی؟ خلکو به چغې کړې چې هو' منظور دی. دغه شان دا قصه روانه وه. يوه ورځ به يو صدر و بله ورځ به بل صدر و ورځ په ورځ دا کشمکش زیاتېده. په مېنځ کې هېڅ قسم جوړه نه کېده او د خلافت تحریک ته نقصان رسېده. په يو سړي يې اتفاق نه برابرېده. د پېښورد خلک د کار ډېر تکړه خلک وو. خو دې اختلاف د کاره اېستلي وو او همدارنګه چې په ډلو کې اختلاف پيدا شي که ډېر ښه او زورور خلک وي هم بې کاره شي او د هغوی طاقت د يو بله په غورځولو کې صرف شي. په خدمت کې اختلاف نه راځي. اختلاف د خودغرضۍ نه پيد اکېږي. زه چې به کله نا کله پېښور ته د خلافت دفتر ته ورغلم نو دواړو ډلو به راته کيسې کولې.د دواړو ډلو زما سره مينه وه ماته به يې ويل چې زمونږٍ د دواړو ډلو اتفاق په تا راتلی شی. راشه ته زمونر دا صدارت واخله زما په صدارت کې څه دلچسپي نه وه. د صدارتونو او عهدوشوقي نه وم د دې شیانو نه به لرې تښتېدم اخر هغوی مجبور کړم. او ما د هغوی صدارت په دې شرط ومنلو چې په صوبه سرحد کې څومره چنده ټولېږي نو هغه به همدلته د دې ځای د خلکو په تعليم لګيږي. پنجاب ته به يې نه لېږي. ځکه چې په هغه وخت کې به زمونږ په صوبه کې په زرګونو روپبۍ ټولېدې او پنجاب ته به تلې د پنجاب ليډرانو به پرې مزې کولې. هغوی دا شرط ومنلو او زه د ځلافت کمېټۍ صدر شوم. ‎٧٣‏ ې ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد و جهد -8727 عبدالقيوم ځان سواتی يې سکتر شو. مونږ چې د سکول له کاره فارغ شو نو ما او ميا احمد شاه په ملک کې دورې شروع کړې. پښتنو ته زراعت سپک کار ښکارېدو تجارت هم ورته سپک کار ښکارېده او ويل به يې دا د بنيابقال اوهندو کار دی. د ځخان تعریف به دا و چې يره فلانی ډېر لوی ځان دی د خپل پټي. پوله ورته معلومه نه ده. مأ به وې هلکو تاسې فکر وکړئ دا ځان دی که دا خر دی چې خپل پټی نه پېژني. مونږ د يوې ځوا نه په دوره ګرځېدو او د پښتنو د ذهنيت اصلاح مو کوله. د بلې خوا نه مو خپلې مټې را ونفښتې پخپل پټې کې به مو پخپله کار کولو. زما د تعلیم ملګری عبدالحلیم دغه وخت د زراعت په محکمه کې مقرر شوی و. د هغه په کمک ما يو د مېوې باغ جوړ که. تر دغه وخته پورې سبزي او ترکاري له ښاره کلو ته راتلله ما چې باغ جوړ کړو سبزي او ترکاري به مې هم کرله او خلکو ته به مې ښودله چې ګورئ د خپل لاس کار څومره برکتي وي او تاسو ځو لر ورته ځير شئ د پښتنو په خاوره کې هر قسم مېوه.ترکاري او غله کېږي چې زراعت ته د خلکو مخه شوه ما په اتمانزو کې د ګوړې منډثې پرانسته. نورو ځانانو او تربورانو به را پورې ملنډې وهلې چې ته ګوره د بياګانو کار يې شروع کړ. زمونږ تجارت دغه وځخت ټول د هندوانو او پراچګانو په لاس کې و. مسلمانان به په تجارت شرمېدل. زمونږٍ ګټه وټه به ټوله هندوانو او پراچګانو وړه. ما د چا د پېغوروتو پروا نه کوله هره میاشت به مې يو ځل ځانانو ته چای ورکړې را جمع به مې کړل اوورته به مې وويل چې ستا د ځمکې چې څومره قېمت دی ما د هغې په لسمه برځه سرمایه لوا دد۴۷ د 8 لس ٠د‏ دس سس 1011010 زما ژوند او جد و جهد سسهس وک په منډیي کې بنده کړې ده. تا ته چې هغومره سرمایه په کال کې ګټه کوي ما ته يې په میاشت کې کوي. بيا به مې د منډئې حساب کتاب وروښودلو دا به مې هم ورته ووې چې مونږ سره په منډيي کې منشیان. ډروايان او پانډیان هم کار کوي او ځان ته نفقه ګټي او دا به مې هم ورته ويل چې وګوره دا تجارت څومره د ارام کار دی. او څومره په کې فايده هم ده. زمينداري کې څومره نا ارامي ده. د پټواري احتياج دی. د تحصیلدار متازي ده. ټول عمر مو اسمان ته سترګې نيولې دي. کله وايو چې خدايه باران وکړې او کله وايو چې خدايه شين يې کړې. دوی به مې دغه شان د تجارت په ګټه پوه کول په له موده د پښتنو تجارت ته مېلان پيدا شو او زمونږٍ تجارت زمونږ په لاس راغی. پښتانه ډېر ښه قام دی. دوی په افسانو او کيسو ډېر نه پوهېږي که هر ښه کار چې په دوی کوې نو ځان ورته تمونه کړه چې ته روان شوې دوی هم درپسې روانېږي. په دې طريقه زمونږ په ملک کې زراعتي او تجارتي ترقي وشوه د دې کوششونو او عملي نمونه کېدلو په نتیجه کې په خلکو کې د زراعت او تجارت شوق زيات شُو او دومره انتقلاب راغی چې نن زمونږ علاقه کې زراعت دومره مخکې دی او تجارت دومره ترقي کړې ده چې د هغه وخت ډېر معمولي کسان اوس لوی کسان دي او لوی لوی زراعتي فارمونه. تجارتخانې او کارخانې یې جوړې کړې دي. بد بد و 0007165( /۸٨/۸١/.00120015 16۵6) زما ژوند او جد وجهد 7 موىږ جېل او د جېلخانې کیسه»ء درې کاله قید» دفعه چالیس کې گرفتاري ‎١١١٩١‏ ‏د چمرگنډ مجاهدین» ډېره اسماعیل خان جبل ته بدلي» د جېل بدمعاشۍ»؛ زما مشقت» جېل کې پرې جنبې» جېل کې زما گناه» ډېره غازي خان جېل ته»ء د جېل ژونده د پښتنو په هکله غلطه پراپېکنډه»؛ زما د غاښونو مرض؛ سیاسي قیدیان او احتجاج؛» لاهور جېل ته د علاج دپاره» د جېل سلوک» ډېره غازي خان ته واپسي» د کور نه خطء مذهبي تعصب؛ بيا د علاج دپاره لاهور جبل ته» مطالعه» ډېره غازي خان جېل ته واپسي؛ د یو پیر صاحب کیسهء د مور مرگ د سیاسي قیديانو جنگونه»ء میا والې جبل ته بدلي» رهابي سسسسمې1/۷/0/.00126001651660 00011651 زما ژونداو جد و جهد دفعه ۰ کې گرفتاري: ‎١١‏ کال د د سمبر په اوولسم تاريخ مونږ لګيا وو .په مدرسه کې مو د فټبال ميدان جوړولو.چې پولیس راغی او زه يې په دفعه ۰ایف.سي.ار) کې ونيولم او د پېښور جېل ته یې بوتلم. د حوالات په ځای يې جېلخانه کې واچولم. زما د نیولو نه وروسته يې زما نور ملګري هم نيولي وو. زه يې په هغه چکۍ کې بند کړم» چې هلته به يې د جېل بدمعاشان اچول.چې چکۍ ته ورننوتم سخا او ګنده بوی مې تر سپېږمو شو چې کتل مې د بولو ډک ښانک په کې پروت و. زه بېرته راووتم.د جېلخانې افسر ته مې ووې چې دا چکۍ ډېره ګنده ده.پاکه يې کړئ. هغه راته وويل چې دا جېلځانه ده نتتوځه چکۍ ته. چکۍ ته ننوتم وريې را پسې بند کړو. شپه او ورځ په دې چکۍ کې وم. ډوډۍ به يې هم په جنګله کې را کوله . صرف د جېلخانې بنګيچوړي» به د صفايۍ دپاره راغی نو مونږ ته به ور لرې شو او چې صفايي به يې وکړه. نو ور به يې را پسې بند کړو. د صفايۍ په وخت کې به هم سپاهي د چوړي په سر ولاړ و. په سبا راته معلومه شوه چې زمونږ نور ملګري هم په دې چکو کې بند دي. په دې چکو کې مونږ لس کسان قيدیان وو.زه عبدالاګبر خان اکبر. عبدالقيوم ځان سواتی» زمونږ نه بغير نور اووه واړه پپښوریان وو.عبدالاګبر ځان اکبر يې په دې تور نيولی و.چې ته بالشویک يې او دا باقي نور مونږ ځلافتيان وو .په جېل کې د ظالمانه رويې په وجه زمونږ ملګرو ضمانتونه ورکړل او رها شول عبدالاګبر ځان اکبر ته ما اجازه ورکړه چې ته خو خلافتي نه يې ته هم ضمانت ورکړه.يوازې ما او عبدالقيوم سواتي د ضمانت ام-٥1‏ 92م ردصم زما ژونداو جد وجهد ضمانت نه ورکوو نولس ورځې پس يې له دې چکۍ نه واېستلو اوډپټي کسشنر ته يې مخکې کړو.ډپټي کمشنر هم عجيبه سړ یو او زما مقدمه هم عجیبه غوندې وه ډپټي کمشنر چې زما د جرم پوښتنه وکړه پولیس ورته وويل چې ده خو يو هجرت کړی و او بل اوس ازادې مدرسې جوړوي . ډپټي کمشنر ورته وويل چې يو ځل يې هجرت کړی دی نو بيا مو ولې پرېښوده؟ ما ورته ووې چې د افسوس ځای دی چې ملک خو مو رانه واخيسته اوس مو پخپل ملک کې استوګنې ته نه پرېږدئ. په دې باندې (صاحب بهادر نور هم غصه شو پولیس ته يې وويلء ويې باسئ جېلخاتې ته يې بوځئ. درې کاله مې قيد کړو.پولیس راوستم او جېل والاو ته يې حواله کړم.عبدالقيوم سواتی يې هم زما غوندې درې کاله بامشقته قيد کړی و.د جېل د خوراک کيسه ځو مې درته کړې ده.د جېلخانې داروغه امير چند هندو و. بډې ځور نه و دیاتتدارواو قام پرستو سره يې مينه وه په چکۍ کې خو يې واچولم شو مېچن يې را باندې اوړه نه کړه او نه يې راته په پښو کې بېړۍ واچولې.د جېلخانې ډوډۍ خو يې را کوله خو لړه به پاکه وه.زمونږ د چکۍ مخه قطبشمالۍ ته وه نمر په کې بالکل نه لګېدو.ډېره سړه چکۍ وه.ما له يې درې زړې کمبلې او يو ترپړی راکړي : .چې په کې ګوزاره ډېره ګرانه وه ډېرسخت ساړه وو. يوه پوماه او بل بارانونه وو .او شپه ورځ به په چکۍ کې بند وو.ځو زما خوش قسمتي دا وه چې زما په چکۍ کې يو اخور و. په هغې کې پلاله پرته وه.ما به ترپړی په کې واچولو او په هغې به څملاستم که کله به يو ښه جمعدار راغی نو د ورځې به یې د یوې ګنټې نیمې دپاره نمرت اپستلو. 0007165( ٧۸۸//1/.001200151766.01 .سسسسسسس‎ زما ژوند او جد و جهد د شپې به مون په ارام ويده کېدلی نه شو ولې چې درې درې ګنټې وروسته به پيره بدلېده. نو پيره دار به راغی جندره به يې وکړنګوله بيا به يې چغه کړه چې بول بهايي «وايه وروره» ترڅو چې به دې اواز نه و ورکړی نه به تلو او که اواز به دې لږ وروسته ورکړو نو سبا له به يې سزا درکوله .د جېل د جامو کيسه مې هم درته کړې ده.چې ما ته يې کومې جامې راکړې وې کمیس مې د بډې پورې نه رسېده او په مانځه کې چې به په سجده پرېوتم نو کمیس به مې پښتیو ته را ورسېده او د پرتوګ پینڅځې به مې ايله د زنګانه سترګې ته را رسېدې. د جېل والاو روه ځو د عذاب د ملايکو نه کمه نه وي. يو نیم په کې چېرته سم سړی پيدا شي. په هغو ورځو کې په جېلخانه کې د خوراک څېز هم جرم و زمونږ د کلي يو نمبر دار يوه ورځ ماته يوه چکۍ ګوړه را کوله. ما د هغه ته نه اخيسته.هغه راته په چکۍ کې يوه چکۍ ګوړه کېښوده دی لاړ لږ ساعت پس راته پيره دار ووېء چې جېلر صاحب راروان دی. د دې خبر په اورېدو ما سره د ګوړې فکر شو. چې په دې څه وکړم» کله به مې وې چې د شړۍ لاتدې يې پټه کړه. کله به مې وې چې د ترپړي لاتدې يې کړه .بيا به سودا واخيستم چې ښه که دا ترپړی پورته کړي؟ خير ځو هغه ګوړه ما په ډېر شواخون پټه کړه .دا روغه صاحب راغی تالاشي يې ونه کړه بېرته لاړ . هغو وختونو کې به د قيدیانو روزانه تالاشي کېده. چې دا روغه لاړ ما هغه ګوړه بهر ګوزاره کړه او اراده مې وکړه چې جېلخانه کې به د جېلخانې د اصولو پابندي کوم» چې کوم کار په کې منع وي هغه به نه کوم» ځکه دا څیز د سړي په زړه کې وېره راولي .ما خپل سیاسي قيدیان وروڼه ليدلي چې ۷ 00م رونتننتش رر 11 الد و ونا زما ژونداو جد و جهد دا کارونه به يې کول نو د جېل والاو به يې ډېرې خوشامندې کولې. او بډې به یې هم ورکولې. د چمرکنډ مجاهدین: ډاکټر صاحب او ځينې نور کسان زما ملاقات ته راغلي وو. هغوی د حکومت پېغام راوړی و .چې مدرسه دې چلوي خو دورې دې نه کوي. که د دورو نه لاس اخلي مونږ يې پرېږدو .خو ما د حکومت دا شرط ونه منلو. په چکو کې ما سره نور قيدیان هم وو.چې په هغو کې د چمرکنډ مجاهد ین هم وو.زه چې د کابل نه راتللم ما هغوی ته ډېر نصیحت کړی و.دا مې هم ورته ويلي وو .چې سرحد او پنجاب ته به نه ښکته کېږئ. هغوی زما نصیحت ونه مانه دغه يې حال و. زما د بندي کېدو نه مخکې يې ډېر وهل او ټکول چې زه ورسره بندي شوم؛ نو د وهلو ټکولو نه خلاص شول. دا مجاهدين چې په بونیر کې وو هلته په کې اکثريت د بنګاليانو و. دغه بنګاليان ډېر شریف او مينه ناک خلک وو. ډېره ښه ګوزاره يې کوله او چې په کې پنجابيان وو هغوی ډېر ډله باز خلک وو .دوی چې ورننوتل پرې او جنبې يې په کې جوړې کړلې اخر يې خپل امير نعمت الله وواژه .د بوتیر خلکو له هغه ځايه را وشړل او چمرکنډ ته راغللء د دوی يو مشر مولوي فضل الهي ډېر پارټي باز او خطرناک سړیو. ما په کابل کې ليدلی و. ډېر نصيحت مې ورته وکړ. ځو هغه د خپل طبیعت نه مجبوره و. او ددې پرو جنبو په وجه يې يو ډېر ښه کارکن» نېبک او مخلص سړی مولوي بشیر وژلی و. بيا وروسته چې پاکستان جوړ شو فضل الهي پنجاب ته راغی. زه هغه وخت په جېلخانې ‎۱٨۰ 2 0‏ ۰۰ پس سا 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد کې وم مولوي فضل الهي د حکومت په لمسه دحکومت د خوشحالولو د پاره ما پسې سختې پروپېګنډې وکړې او ډېر دروغ يې وويل.پوليسو دی له ځانه سره ملګری کړی و. او چې مجاهدینو کې به کوم د کار سړی و. پوليسو به ورته وويل هغه راوله .د دوی يو ملګری چې د قران شریف حافظ هم و. پولیس په لاس کې اخيستی و پوليسو به چې د کوم سړي د نیولو اراده وکړه ده ته به يې وښوده .دی به ورپسې لاړ هغه به يې د چندې په بهانه سرحد ته را کوز کړو او د پولیس په حواله به یې کړو .ماته دې قيدیانو مجاهدینو وويل چې دی يې اوس بيا زمونږ د يسو ډېر لوی کارکن پسې لېږلی. که د هغوی د خبرولو څه بندوبست وشي. دا يې هم راته وويل چې په جېلخانه کې يو مومند دی او سبا بل سبا رها کېږي. که ته يوه چيټۍ ورکړې د ده کور چمرکنډ ته لنډ دی هغوی ته به يې ورسوي او زمونږ نور ملګري به د دي مصیبت نه بچ شي. ما اول خو دې کار ته غاړه نه اېښوده. ځکه چې دا خو په جېلخانه کې جرم دی. خو چې فکر مې وکړ چې دا خو دې خلکو ته لوی مصیبت دی نو بيا مې خط ولیکه او چې په سبا له به هغه مومند رها کېده په نن شپه مې ورکړو .هغه چې رها کېده نو هغه کاغذ يې د خپل ډېوډۍ سره د وېرې غورزولی دی. بيا هغه کاغذ اتفاقاً زمونږ د کلي نمبردار موندلی دی هغه بيا راوړ. ما هغه ته اووې چې دا کاغذ چېرته و. هغه وويل چې زما پيره وه او ډېوډۍ سره مې بيا موندلی دی. که دا کاغذ حکومت ته په لاس ورغلی وی نو لس کاله قيد و. زمونږ د هزارې يو ملګری يې دغه شان په يو کاغذ لس کاله قید کړی و. زه په جېلخانه کې وم چې د کوهاټ څو تنه يې جېل ته ٨٨١ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد راوستل يو يې تره او نور يې ورېرونه ووء ډېر ښکلي او ښايسته ځلميان وو. هغه يې هم زمونږ سره په دې چک و کې بند کړل .د جېلخانې دا قاعده ده.چې سهار وختسي ملازم راشي قيدیانو پسې ورلرې کړي را ويې باسي جارو ګانې يې په لاس کې ورکړي ځای جارو کوي .دوی به يې وختي سهار د پوما په یاشت کې راوښکل. دوی چې به جارُو وهلو ته ټيټ شول» یو پنجابی سپاهي و. هغه به په کونه لته ورکړه بوک به يې راواړل او کنځل به يې ورته کولء نو ما ترې يوه ورځ پوښتنه وکړه. چې تاسو په څه کې بندیان يئ ويل به يې چې صاحب څه ووايو ماوې هر څه چې وي ووايه راته يې وويل چې په«غول مه خوره» موجنګ کړی دی اوس دغه دي بندیان يو د شيطان لمسه وه او پښتو وه. ما ورته ووې چې هغه پښتو او شيطان مو ځان سره جېلخانې ته راوستي دي او که مو خپل ورور عزیز دپاره هلته پرېښي؟ ګورئ دا تور مخی سپاهي درسره څه سلوک کوي؟ ده ته مو هغه پښتو او شيطان نه لمسوي د ځپل ورو عزیز هغه خبره زغمل به ښه و او که دا شرمول؟ نور سیاسي قيد یان د ډېره اسماعیل ځان جېل نه په چالان کې راغلل. يو ملک خدابخش و. او بل رمضان ځان و. نور ورسره يو څو ملګري وو. نور سیاسي قيدیان په بارک کې وو او زه يې په چکۍ کې بندي کړی وم» د هغوی سره يې يو ځای کېدو ته پرې نه ښودم. عام قيدیان هم تر يوې هفتې پورې په چکۍ کې بند وي. بيا يې تر نه را وباسي خو زه يې په کې دوه مياشتې وساتلم. 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد ډېره اسماعیل خان جېل ته بدلي: دوه میاشتې پس يې زه ډېره اسماعيل ځان ته چې د دوباريانو جېلخانه ده بدل کړم .د تللو په وخت کې يې راته بېړۍ زولنې ولګولې چې د ډېرو جېل ته ورسېدم بيا يې هم رانه ونه اېستلې» هلته يې چکۍ کې بند کړم او سبا له يې را له شل سېره دانې راوړې چې دا اوړه کړه. خو دا ښه وه چې هغه چنجو وهلې وې. نو اوړه ولو کې یې تکلیف نه و. د جبلخانې کیسه: (تاسو ته به ياد وي چې به پښتون» کې د جېلخانې په باره کې يو مضمون « د شلمې پېړۍ تهذیب او زه په جېلخانه کې» تر عنوان لاتقدې شايع کېده.لیکن زما د بيا بيا ګرفتارولو او ناوزګارۍ په وجه هغه مضمون سرته رسېدلی نه و .په مېنځ کې پاتې شوی و. چونکې زه اوس د هزار باغ په جېلخانه کې يم او ماسره څه کتاب د لوستلو دپاره نشته ځکه د کوم کتاب چې زه نوم اخلم نو حکومت دا جواب راکوي چې د دې اجازت د لوستو تاته ‌نشته. نوما ځيال وکه چې د دې وخت نه څه فايده اخيستل په کار دي»نو په دې وجه زه بيا هغه کي سه هغې پسې د پوره کولو او سرته د رسولو دپاره شروع کوم او ورسره دا تجويز هم کوم چې د دې نوم به ايینده دپاره«د جېلخانې کي سه وي» «(۱۵اکتوبر ‎٩٢۳١‏ د دې جېلخانې حالت ډېر زيات ځراب و. قيدیان. غرييان په کې ډېر په کړاو اخته وو. د بډو بازار په کې ګرم و. چا به چې پيسې لرلې د هغه به په کې څه ګوزاره کېده د بې پيسو بندیانو ۱۸١۴ ٩ ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژوند او جد و جهد حال بد و. عجیبه خبره دا وه چې د دې جېلخانې يوازې دا روغه مشر نه و بلکې هر يو ملازم دلته کل اختيارو. او هر چا به خپل حکم چلوو. د داروغه هېڅ رعب نه و. د هغه حکم چا نه مانه د دې وجه دا وه چې دا روغه يو بوا و په پنشن روان و.ء پيسې به يې اخيستې چې د نوکرۍ په اخر عمر کې پینځه پیسې پيدا کړي. ‏بله دا وه چې دی په انګرېزۍ نه پوهېده.دی د سپاهي ګرۍ نه دا روغه شوی و. او سپرتټنډنټ د انګرېزۍ نه بغير په بله ژبه نه پوهېده.نو د جېلځخانې کاروبار ورته نائب داروغه ګنګا رام مخکې کاوه. نو د نائب داروغه رعب په جېلخانه کې د داروغه نه زيات و نو په دې وجوهاتو د جېلخانې انتتظام ګډوډ و.زه چې يې په چکۍ کې بند کړم نو يو څو تنه پېښوریان قيدیان ما ته راغلل راته يې وويل چې مون به داروغه ته پيسې ورکړو.چې تا د چکو نه راوباسي ځو ماورته وويل چې زه بډې نه ورکومء. چې بډې ورکوم نو ضمانت ولې نه ورکوم» زه ځو قيد نه يم» زه ضمانت کې قید یم ‏د دې جېلخانې خوراک هم خراب و. هسې خو د ټولسو جېلخانو خوراک خراب ويء ځکه چې حکومت د ښې غلې د اخيستلو اجازه نه ورکوي. خو دلته په کې داروغه هم وهنه کوله نائب داروغه او نورو هم په کې کانه وانه کوله .ما به خپله چکۍ اوړه کوله .کومې چڼې چې به يې د مېده کولو دپاره ماته راوړې. هغه به ټولې چېنجو خوړلې وې. د قسم دپاره به په کې روغه دانه موندی کېدی نه شوه پاکولې به یې هم نه. ځکه چې پاکېدی نه شوې که پاکولی خو تش بڅرکي پاتې کېدل .دا د چڼو ددې قسم اوړو ډوډۍ به يې پخوله هم نه ځکه چې وزن يې ‏سب پس ٢م‏ ھت تت زما ژونداو جد و جهد کمېده په دې کې به هم د قيدي غریب نه غلا کېده .دا ډوډۍ په یولاس کې نيول کېده نه ځکه چې ټوکړې ټوکړې کېده او پرېوته نو په دواړو لاسونو کې به دې اخيسته ما چرې د چڼو ډوډۍ ځوړلې نه وه. په خوب کې مې لاليدلې نه وه بيا داسې ډوډۍ چې د نيمې نه زیاته په کې خاورې وي. شخوند پرې نه شي وهلی. ما به په ډېر کوشش ايله يوه ټوکړه وځوړه اخر پرې ناجوړه شوم .د دال او ساګ به يې څه ذکر کوم؛ په جېلخانه کې چې څوک ناجوړه شي هسپتال ته يې بيايي ځو زه سیاسي قيدي وم زما دپاره هسپتال نه و. زما په نصیب دا يوه توره کوټنۍ رسېدلې وه. چې شپه او ورځ به په کې يوازې پروت وم. ډاکټر به راله دارو دلته راوړل او سپرنټنډنټ به مې په ورځ کې یوځل خبر اخيسته. څو ورځې پس جوړ شوم . زه په دې جېلخانه کې يوه نيمه میاشت پاتې شوم په دې يوه نيسه میاشت کې زما څلوېښت پونډه وزن کم شو. غاښونه مې ځراب شو. وُرۍ مې 5 . وينې به ترې جاري وې» .د راب ځوراک او د سېزي نشتوالي په وجه مې په ورو پاپوريا مرض ولګېده .د ځراب ځوراک په وجه په ټوالو قيدیانويو سم صرض لګېدلی و. چي هره ورځ به څلور پنځه مړهکېدل.چا يې پوښتنه هم نه کوله ځکه چې قيدي د پرنګيانو په حکومت کې انسان نه ګڼل کېږي او د ډنګر غوندې سلوک ورسره کوي که د سړي سپی مړ شي څه نه څه همدردي به ورسره ښکاره کړي. لیکن د قيدي خوار سره د هېچا همدردي نه وي. چې مرض زيات شو نو سپرنټنډنټ سره فکر پيدا شو او د مرض د مخنيوي دپاره به یې کله نا کله دوه. درې نور پرنګيان هم مشورې له راغوښتلء لیکن مرض په مشورو نه کمېده او نه به چېرې کم شي . مرض سه د دع لښ٢ ‎٢‏ سښسسسښ 011 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد ټول د خوراک د خرابوالي نه پيدا شو و. او هغې خوا ته چا توج ه نه کولهء سرکار چې کوم معمولي خوراک د دوی دپاره منظور کړی و. هغه به يې هم دې غرييانو له نه ورکوو سپرنټنډتټان هم عجيبه دي او بيا چې انګرېز وي هغه خو بیځي ناخبره وي چې کوم طرف ته يې «جېل والة) بيايي په پټو سترګو روان وي اوبيا داسې سپرنټنډنټ له چې دا و.د قیيدیانواوبيا خاص کر د پښتنو قيدیانو د سر ټاکو .سپ رنټنډنټ ته پښتو يو ټکی نه ورتله. حتی اردو هم نه ورتله تش په يوه انګرېزۍ پوهېده او پښتنو غریبانو له أردو نه ورتله پاتې ځو انګرېزي . يوه ورځ عجيبه کيسه وشوه څوک چې جېلخانې ته تللي دي هغوی ته معلومه ده او چې څوک نه دي تللي هغوی ته به معلومه شي چې د هر ګل «دوشنبې» په ورځ سهار وختي قيدیان پخپلو بارکونو کې په لین کېنوي سپرتټنډنټ او نور جېل والاو پرې ګرځي صحت. جامې. صفايي او نور حالن يې ګوري که د چا عرض وي هغه هم اوري . په دغسې يوه موقع يو قيدي پاڅېدلی دی او د جېل والاو د لاه يې شکایت کړی دی چې وهي مې. ټکوي مې» شرموي مې. کنځي مې رشوت رانه غواړي زه غريب سړی يم زه روپۍ له کومه راوړم چې دوی ته يې ورکړم؟ نو سپرتټنډنټ خپلې عملې ته وکتل چې څه وايي؟ هغوی ورته وويل چې صاحب دی د غنمو ډوډۍ غواړي او ګوړه غواړي نو سپرنټنډنټ قيدي ته ووې«نونو» قيدي غريب بيا ورته خپله کيسه تېره کړه هغه بيا د خپلې عملې نه پوښتنه وکړه دوی بيا ورته ووې چې صاحب ګوړه او غوړي غواړې. نو سپرنټنډنټ قيدي ته لښته خوځوي اوورته«نونو؛ وايي. قيدي ډېر کوشش وکړو چې سپرنټنډنټ 108:: ٢ ٢٢٢٢ل‎ 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد وجهد پخپل مطلب پوه کړي. خو هغه پوه نه شو نواخر يې حکم وکړو چې دا بدمعاش دی. بوځئ په چکۍ کې يې بند کړئ .«هوسۍ ښکر ګاټه غوږ يې بایلو.» سپرنټنډنټ د راتلو په ورځ په خصوصیت سره د ټټو معاینه کوي نو په دغه ورځ د قيدیانو ورځ ډېره بده وي.د چا چې معده کمزورې وي هغی ته ډېر کړاو وي.ځکه چې يو ځل د ټټو صفايي وشي تر څو چې يې معاينه شوي نه وي څوک په کې نه پرېږدي چې په کې کېني نو که په دغسې وخت کې قيدي ته حاجت پېښ شي که جرات ولري.خو د چانه پوښتنه نه کوي منډه کړي ټټۍ ته نتوځي ځو دی لاناست نه وي چې نمبر دار يې په څټ سور وي او که بې جراته وي يو ځل دوه خو اجازه وغواړي خو علاوه پر دې چې اجازه نه ورکوي ښه يې سپک هم کړي. ما پخپله ډېر غریبانان ليدلي دي. چې هر څه ترې پرتوګ کې تللي دي . ويل کنځل او راښکل خو پرېږده دا هغه د بې شرمۍ ساعت وي چې خدای دې چا ته نه ښيي. انګرېزانو چې مونږ له کوم قانون جوړ کړی دی د ظاهر دارۍ دپاره يې جوړ کړی دی او دنيا ته د دوکې دپاره په دې قوانینو نه پخپله پرنګیان پابند دي او نه یې ملازمین. زه چې څه وخت نا جوړه وم نو ماله به يې پۍ او وريژې د خوراک له پاره راکولې يوه هفته پس چې زه جوړشوم او د هسپتال نه ډس چارج شوم ووتم» نو بيا زه وم او د جېلخانې هغه پخوانی خوراک خو ډاکټر چې زما حالت او کمزورتيا ته کتلي و د هسپتال نمبر دار ته يې حکم کړی و. چې ده له هر ماښام لږ قدرې د هسپتال د پيو نه ورکوه. زه د ماښام د لمانځه نه وروسته وظيفه کوم په وظيفه ناست وم چې يو سړي راته اواز ‎٢۹٧‏ 4 --- ې 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد وکړو چې وروسته مې وکتل نو د کوټګۍ د جنګلې سره نمبردار ولاړ دی راته يې ووې چې بالټۍ دې را کړه پۍ مې درته راوړې دي زه د خپلې کډۍ نه را پاڅېدم او پوښتنه مې ترې وکړه چې دا پۍ دې له کومه راوړې؟ هغه جواب راکړو چې بابو صاحب حکم کړی. چې هر ماښام څه قدرې پۍ تا ته راوړم. ځکه چې ته کمزوری يې ما ورته ووې چې دا سرکاري مقرر شوې دي که ډاکټر صاحب له خپله طرفه مهرباني کړې ده. هغه ووې چې دا د بابو صاحب مهرباني ده ما وې ډاکټر صاحب له خپله کوره رالېږلي دي که د هسپتال نه يې رالېږېلې دي؟ ويې ويل چې د هسپتال نه. ما ورته وې چې ته ځپه کېړه مه. ډاکټر صاحب ته مې هم ډېر ډېر سلام وايه او ورته ووايه ستا د دې مینې. محبت او مهربانۍ زه ډېر مشکور يم. خو زه دا پۍ اخيستلی نه شم .د دې خبرې په اورېدو نمبر دار ډېر حېران شو او ويې وې چې ولې ۴ما ورته وويل ځکه چې دا زما حق نه دی پردی حق دی او پردی حق خوړل خو حرام وي هغه وويل چې دا څنګه پردی حق دی؟ ما ورته وويل چې دا پۍ په هسپتال کې د کمزورو او مريضانو دپاره مقررې شوې دي. د هر مريض برځه مقرره ده. زما دپاره مقرره برڅه نشته نو ته به يا ددې په ځای د نورو مريضانو په پيو کې اوبه ګډوې چې د پيو اندازه پوره کړې يا به د هر مریض نه يو يو ګوټ کموې دا دواړه طریقې ښې نه دي .نمبر دار چې دا واورېدل غلی شو اولاړ. يوه ورځ داروغه صاحب راغی او ما ته يې وويل چې ورڅ په ورځ کمزوری کېږې». پس د دې ستا د ډوډۍ انتتظام زه کوم» زما له طرفه به زما له کوره تا ته ډوډۍ راځي .ما د هغه ډېره شکريه ادا کړه او دا خبره مې ورسره ونه منله .ما هغه ته وويل ستا ډوډۍ زما ځپله ډوډۍ ده خو که سبا ته د دې جېل نه بدل شې يا زه بدل شم نو بيا به څوک د ښې سئيييچستتسا 0007165( ٧/۸۸/0012 015166): ‏سسسسسسسسسسس‎ زما ژونداو جد و جهد ډوډۍ انتظام راته کوي؟ خو زه يم او دا د جېل ډوډۍ به وي اوس خو لاښه ده ورسره لږ لږ اموخته شوی يم .او بله دا چې هغه کار چې سړی يې په ښکاره نه شي کولی او پټ يې کوي . سړی کمزوری کوي او د ځپلو اصولو نه يې باسي او په سړي کې وېره بزدلي پيدا کوي. نو ما ورته ووې چې زه ستا د مهربانۍ قدر کومء» ځو دا څېزونه زما اصلي مقصد ته نقصان رسوي. نو معافي غواړم چې جېلخانه کې په دغسې کارونو سړی ډېر کمزوری کې ږړي څومره چې يو سړی ځپل ځواهشات او ضروریات کمولی شي هغومره به ارام او خوشحاله وي هېچا ته به محتاج نه وي. دغه شان يو ځل داروغه صاحب راغی او ما چک ۍاوړوله. نو هغه ما ته اوويل چې دا چکۍ مه اوړوه په دې جېلخانه کې دوه ويشت سوه قيدیان دي. زهه به خدای له څه ځواب ورکوم چې دا يو سیاسي قيدي چې زما په لاره روان و. په هغه دې هم چکۍمېچن اوړوله. ما ورته وويل چې د غه مخامغ چکۍ کې دغه قيدي ته وګوره. دی د قتلء ډاکو مجرم دی. په دې کې جېل ته راغلی دی او دلته د داسې ناپاک مقصد دپاره چکۍ اوړوي او زه چې په دومره نېک مقصد راغلی يم نو زه دې نه اوړوم چې داروغه صاحب پوه- شو چې دی ځو چکۍ اوړه وي نو بله ورځ يې ما له اوړه را ولېږل او ږې غوندې دانې هم ورسره وې او ويې ويل چې صیبسپرنټنډنټ» راځې نو دا اوړوه. ما ورته وويل چې زه داسې نه کوم که صیب زما نه تپوس وکړي چې تا له څه در كوي نو زه دروغ نه وايم» نو زه به وايم اوړه. د دې جواب کې راته جمعدار وويل چې بيا ځو به زه مات شم ماورته وويل چې ځکه خو درته زه وايم چې دا مه را کوه او بله دا چې دا د سړي زړه کې وېره پيدا کوي. س- 0٩06/۳0٨ زما ژوند او جد و جهد د جېل بدمعاشۍ: د دې جېلخانې اخلاقي حالت ډېر پرېوتي و. نه د هلک. نه د ځوانء او نه د بوډا عزت و. هر سړی به په وېره کې و. ځکه چا چې به ګنګا رام او د چکۍ جمعد ار راضي کړل په هر چا چې به يې هر څه زړه غوښتل هغه به يې پرې کول . زما په مخکې ځینو کسانو پرې په دوه روپۍ خپل دښمنان شرمولي دي. په دوه روپۍ يې هلکان د شپې تېرولو دپاره کوټو ته بيولي دي حال دا چې د جېل په قانون کې د هلکانو د سړو سره يو ځای بندول منع دي .ما يوه ورځ داروغه صیب ته وويل چې ته ځو مسلمان يې : ډېر نېک سړی يې. بانګونه وايي او امامت هم کوې. لیکن ستا په جېلځانه کې د پښتنو د بچوعزت محفوظ نه دی او زه چې په پېښور کې وم. هلته داروغه هندو دی لیکن هلته د پښتنو د بچو عزت محفوظ و په دې جېلخانه کې ما پخپلو سترګو داسې واقعات ليدلي دي چې ليکل يې شرم ښکاري . شراب و کباب به په کې عام وو. د پيسو والاو په کې مزې چرچې وې او شه چې به يې غوښتل هغه به يې کول چا سره چې به پيسې نه وې د هغو د حاله خبر مه شئ. د وهلو ټکولو او شرمولو نه علاوه چېرته به چې سخت کار و هغه به يې په دوی کولو جېل والاو د پيسو حاصلولو دپاره عجیبه عجیبه طریقې جوړې کړې وې. يوه ورځ يو بنوڅی راغی ما ته يې وې چې زه کلي ته چټۍ لېږم راته وليکه نوما ورته ووې چه چټسۍ د څه دپاره لېږې ژړه غونې شو ويې ويل چې پلار ته چټۍ لیکم. ما ته معلومه ده.چې زما پلار غريب دی هغه سره څه نشته خو زما ښځه ده. هغه دې خرڅه کړي ما ته دې روپۍ را ولېږي .زه ورته په قار شوم ما وې ته شرمېږې نه چې دا خبره کوې هغه را ته ووې میت 0٩016 ٩٨۱ زما ژوند او جد و جهد چې ځانه ته څه خبر يې زه چې جېل ته راغلم او په چکۍ کې یې بند کړم شل سېره دانې يې راکړې چې دا اوړه کړه هغه ما ښې اوړه کړې چې جمعدار رای ويل يې دا خو دل دي را ابسار يې کړم او تر هغه يې ووهلم چې دی را باندی ستړی شو هره ورځ راته وايي چې پيسې راوړه که نه ټول عمر به دې دا حال وي زه دومره نامرده نه يم چې مشقت نه شم کولی هر کار چې راوسپاري په ډېره ښه طريقه يې کوم خو دوی د پيسو دپاره څه نه څه بهانه کړي په وهلو وهلو يې راته سر ګنجی کړو. د جېلخانې ټول سخت کارونه زما په نصیب دي سره د دې هره ورځ وهل ځورم اوس راته وايي چې صاحب ته دې پيش کوو او په بینتونو دې وهو دا د بینتونو وهل را ته شرم ښکاري ځکه تا ته راغلم چې پلار ته مې خط وليکه که څه راشي او د دې بلانه خلاص شم. ډېر کسان جېل والاو د پيسو دپاره په دې طريقه مړه کړي دي دا کوم کسان چې له جېلخانو نه تښتي يا بدمعاش شي د دې وجه همدا د جېل والاو و سلوک دی چې دې کارونو ته تیارشي . په جېل کې د دوه ډلو مزې وي يو دپيسه دار بل د بدمعاشانو . بله دا چې د قيدي د خوراک حال هغه وي چې مخکې مې درته بيان کړو او کار پې د غوايانو په شان کوي کولوګان «د تېلوګاڼۍ. ارټ. مېچن او نور ډېر داسې سخت کارونه چې د انسان د توان او شان مناسب نه وي پرې کوي څومره ذلت او سپکاوی چې ما په جېلخانو کې ليدلی دی زه په دعوه سره ویلی شم چې داسې سلوک به په دنيا کې هېڅ وحشي نه وحشي قوم د خدای د مخلوق سره کړی نه وي. قانونء قانون نشته د هر پرنګي او حاکم چې څه زړه وي هغه کوي او دې ته قانون وايي. نور ملکونه يو قانون لري . زمونږ په انسان اس سپ ېي پس مهس زما ژونداو جد و جهد ملک کې د پرنګي دپاره بېل قانون واو د ديسي دپاره بېل د سرکاري ملازم دپاره بېل قانون و او د رعيت دپاره بېل د مالدارو دپاره بېل قانون و او د غريب دپاره بېلء د انګرېزانو قانون داسې دی لکه د مومو پوزه چې په کومه ځوا يې اړوې. هغه خوا اوړي. په يوه وړوکي کوټنۍ کې د شپې ورځې د تنهايۍ قيد په وجه زما وزن ورو ورو کمېدو او صحت مې خرابېدو چې اخر جېل والامجبور شول چې ددې پرده نشینۍ له ژونده مې راوباسي . يوه ورځ سپرنټنډنټ صاحب راغی او راته يې وويل چې اينده ته په کار ځانه کې د ورځې کار کوه او د شپې دې خپلې کوټنۍ کې اوده کېړه اميد دی چې د دې نه د وېستلو دپاره به دې هم ډېر زر اتتظام وکړم. زما مشقت: د دې پرده نشینۍ«کوټه قلفۍ نه چې را ووتم کارځانې ته يې برتلم دا يوه لويه کارځانه وه په سوونو قيدیانو به په کې کار کولو او قسم قسم څیزونه په کې جوړېدل زما کار لفافې پاکټونه» جوړول و. ځو ما به ورسره د کډۍ کار هم کولو ځکه چې زما ورسره شوق و او دا مې خيال و.چې سړي ته يو کسب زده ول په کار دي چې ځان ته پرې معمولي نفقه ګټلی شي او د احتياجه خلاص وي. زما استاذ د بنو يو ملک و. ډېر شریف او ښه سړی و. ښه ځويونه او شرافت پرې ختم و او پخپل کار کې هم ډېر ماهرو. ما سره يې ډېر زيار ايسته. په څو ورځو کې مې خامتا او د بور دارۍ تولیېرومالونه» اودل زده کړل که چېرې زه د دې جېلخانې نه بدل شوی نه وی او په کې پاتې شوی وی نو ٢٢ - 1 زما ژوند او جد و جهد 1 ما به په دې کار کې مهارت حاصل کړی وی . زه چې څه وخت د دې جېل نه بدل شوم نو زما په زړه کې بس دا يو ارمان پاتې شو. چې دا کسب رانه نيمګړی پاتې شو او کمال ته مې ونه رسولو. زما بل استاذ د بهادرکلي يو ملاصاحب و. چې د لفافو سکښتلو او جوړولو چل يې راته ښودلی و. دی هم ډېر ښه سړی وء کله کله به يې په کارخانه کې ګوپي پخولو يوه ورڅ يې ګوپي باندې کړی و. سپرتټنډنټ راغی؛په کارخانه کې بوی و .ډېر يې اخوا دې خوا وکتل خو بالټۍ يې پيدا نه کړو چې سپرنټنډنټ لړو ګوپي ټول سوزېدلی و.استاذ مې ډېر ځپه شو خو څه يې کولی شول؟ ورو ورو د جېلخانې د خلکو تلل راتلل راسره پيدا شو او په لږو ورځو کې راسره ډېر کسان بلد شول. په جېلخانه کې هر قسم خلک موندی شي که بد کسان په کې وي. نو ډېر ښه کسان هم په کې وي بلکې اکثر خلک يې ښه وي. که جېل والاو يې خراب نه کړي. زه د خپلې تنهايۍ قيد په وجه هم پوه شوم. جېل والاو تل دا کوشش کوي چې سیاسي قيدیان د اخلاقي قيدیانو نه بېل وساتي ځکه چې د دوی سره دا وېره وي چې سیاسي قيدیان زمونږ د بد عملۍ نه خبر نه شي او بله دا چې خلاقي قيدیان پوه-نه کړي. ځکه که دوی پوه شي بيا خو د جېل والاو و د کان سړيږي .په دې جېلخانه کې د رشوت بازار ډېرتود واو په رشوت هر شی کېدی شو. دساده او خوش باوره پښتنو نه د حصولۍ يوه ذريعه نه وه. دې چالاګو جېل والاو د روپو را ټولولو دپاره قسم قسم ذریعې او طریقې را اېستلې وې. په ټولو کې ذليله او مکروه طريقه د يو شریف او عزتمند سړي بې عزته کول و. لس روپۍ به دې چې ګنګا رام له ورکړې سوت 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد چې څوک به دې خوښ و. هغه به دې پرې شرمولی شو يو سړی به ګنګا رام له ورغی لس لس روپۍ به يې ګنګا رام ته په ګوتو کېښودې او ورته به يې وويل چې فلانی شرمول غواړم هغه به روپۍ په جېب کې واچولې او د يو څو نمبردارو سره به را روان شو هغه سړي ته به يې څه بهانه جوړه کړه او نمبردارانو ته به یې . حکم وکړو.چې پرتوګ ورنه وباسئ»دغه شان به يې هغه خوار بې عزته کړو د روپو ګټلو دا طريقه ډېره کاميابه وه. ځکه چې نن به تا زه په ګنګا رام بې عزته کړم سبا به ما کورته چټۍ لېږله او روپۍ به مې را غوښتې يا به مې ملاقات غوښته.بيا به ما ګنګا رام ته روپۍ ورکړې او د خپل بدل اخيستو په غرض به مې ته پرې بې عزته کړې. کله کله به په دې د پښتنو په مينځ کې جنګونه هم کېدل. جېل کې پرې جنبې: د بد قسمتۍ نه په دي جېل کې د پښتنو په مينځ کې پرې جنبې وې. او دوه ډلې وو. يوه ډله د پېښور وه. او بله د کوهاټ. بنو او ډېره والو وه. دې ډل بازیو نه به جېل والاو هم ناجایزه فايده اخيسته او په معمولي خبره به يې دواړو ته اشتعال ورکولو او په کور کې به يې جنګول. د جنګ نه پس به يوه عجیبه تماشه جوړه شوه. هغه کسان چې څه بود به ترې کېده هغه به يې په چکو کې بند کړل پېرې به يې پرې ودرولې چې يو د بل له حاله خبر نه شي او تګ راتګ به يې پرې بند کړو هسې نه چې څوک يې له حاله باهر خبر ونه لېږي .دلالان به يې ورپسې کړل په ورځ کې به یوځل دوه ورتلل او قسم قسم خبرې به يې ورته کولې او هر يو يې وېرولو چې بس مقدمه په تا جوړه ده يا ---٣۴ ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژوند او جد و جهد به پانسي کېږې او که نه عمري خو شوې. ‏ډېر قيدیان درباندې د ليدلو شهادت ورکوي فلانی مړ شو د فلاني هم حالت ښه نه دي مرګونی دی که څه کوی شې دا دې وخت دی که نه لاړې غرق ډوب شوې. په قيدي غريب به هييت راغی کورته به يې خپلو خپلوانو ته تار ورکړو چې هلۍ روپبۍ راوړئ. د چا خپلوان چې به زر راغلل او روپۍ به يې راوړې که هر څومره به ګنهګار و. هغه به خلاص شو لیکن خواره خواري د هغه چا وه چې پيسې به يې نه لرلې. اکثر به د پيسو ګنهګار خلاص شو او بې ګناه. بې پيسو کسان به چالان شول. څومره به چې زه د جېلخانې د حاله خبرېدم هومره به مې د پښتنو مظلومانو په حال زړه بد ېدو. ما به شپه او ورځ دا فکر کولو چې د دوی د بچ کولو دپاره کومه لاره او طريقه اختيار کړم اخر مې د ځان سه دا فېصله وکړه چې د دې دواړو ډلو مشران ليدل په کار دي او دا کوشش په کار دی چې د هغوی سره خبرې وکړم او هغوی د دې بدو کارونو او د هغو د تنایجو نه خبر دار کړم. ‏زما د ابتدا نه دا عقيده ده چې پښتون ډېر ښه قام دی ېر زر يې اصلاح کېدی شي . په شرط د دې چې څوک يې پوه کړي ۰ نن چې دی په داسې بد حالت کې دی د دې وجه دا ده.چې څوک يې غم نه خوري او نه يې پوهوي په دې جېلخانه کې د راڼېزو يو بوډا کاکا و .نوم يې نصیر و .هغه زه يوه ورځ چایو ته وبللم زه د دې قسم دعوتونو طرفدار نه يم» ځکه سړی کمزوری کوي. لیکن د هغه د سپينې ږيرې له خاطره ما د ده بلنه ومنله. دی هم په دې کارخانه کې و. د دريو او نوارو په کار ښه پوهېده.زه يې پخپله کارخانه کې وګرځولم او خپل کسب او هنر يې راته وښوده چې په ليدو يې زه حيران شوم . ما ورته ووې ‎۱۵ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد چې کاکا اففسوس دی چې مونږ پښتانه د بل دپاره څنګه ښه ښه کارونه کوو.ځو ځان له هېڅ نه کوو دا کوم کسب او هنر چې تا زده کړی دی. که چېرې يې بهر هم جاري وساتې نو ډېره فايده به تا ته او قام ته ورسوي. هغه ما سره وعده وکړه چې بهر به يې هم جاري وساتم «ځو کله چې ‎٢٣٨٢٤٩ ٩‏ کال کې زه د راڼيزو په دوره تللی وم کاکا مې وليدو چې کار يې لاشروع کړی نه‌ی په دې کې چای راغله چای مو وڅکله.زه د دوی بې باکۍ ته حېران وم ورو غوندې مې نصیر کاکا ته وويل تاسو چې ښکاره داکارونه کوئ د چېل والاو نه وېرېږئ نه؟ نو هغه په خندا شو راته يې وويل چې ځانه ته لانوی يې دجېلخانې په حالت خبردار نه يې په جېلخانه کې چې پيسې ورکوې څه چې دې زړه غواړي هغه کولی شې .زه ځو غريب سړی يم چا ته پيسې ورکولی نه شم دا ته چې څه وینې دا د جېل والاو مهرباني ده چې سږ کال يې ما ته د نسوارو او تماکو ټيکه را کړې ده.زما ګوزاره هم پرې کېږي دوی ته هم څه ورکوم او زما د دې وروڼو هم را سره وخت تېريږي. زه د دې خبرې په اورېدو حېران شوم او ورته مې وويل چې کاکا! جېلخانه او ټېکه داري؟ هغه راته وويل چې دلته د هرڅېزټیکه دارې وي او دا ټیکې هر کال باقاعده بدلېږي او بولۍ پرې کېړي. دلته د ګوړو.غوړو.وريژو.تماکو. ګزارو.پیو. غوښو او نورو شیانو دپاره بېله بېله ټیکه ده. د چای څکلو نه وروسته ما هغوی سره د پښتنو په بې اتفاقۍ خبرې وکړې. د پرو جنبو اوجنګونو نقصان مې وروښوده. : هغوی پوه-شول چې بې شکه دا ډېر خراب کارونه دي ما ورته ووې چې خراب دي نو تاسو له په کار دي چې خپل نور پښتانه وروڼه پرې پوه کړئ او د دې کارونو نه يې منع کړئ. زه ۱٩۹١ ‏تت‎ تا زما ژوند او جد وجهد چې ترې را رخصتېدم ما ته يې د ګزارو او تماکو سټور وښوده ما ته يې يو ډډې ته يو ځای وښوده چې دلته څه شی شته کنه؟ هلته هېڅ نه معلومېده اواره ځمکه وه هغه ځای يې لر وکنستلو يو برغولی را څرګند شو لاتدې ترې لويه چاټۍ وه په چاټۍ کې د ګزارو قسم قسم پوړۍ وې د دوه انو نه تر اتو انو پورې به يې خرڅولې. ما ورو ورو پخپله کارخانه کې کار شروع کړو او هر پښتون سره چې به مې ملاقات کېدو ضرور به مې د پروجنبو ذکر ورسره کولو. دڅومره کسانو سره چې ما دا خبره کړې ده په هغوی کې يو هم داسې نه و. چې د دې خبرې اثر ورباندې نه کېدو هغوی ورو ورو دا خبرې محسوسولې او په کې خورېدلې. يوه ورځ د بنو يو ځان چې ما سره په دې کارخانه کې و. زه يې مېلمه کړم او يو لوی ځانک شیره يې را له پخه کړه په جېلخانه کې د بنو والو شیره ډېره خوښه وه او ګران مېلمه ته به يې پخوله ما سره يې څو کسان نورهم مېلمانه کړي وو .دا کسان راته اکثر د رسوخ ځاوندان او د ډلې د سر سر سړي معلومېدل. د ډوډۍ خوړلو نه پس ما هغوی ته وويل چې زه تاسو سره يو ضروري خبره کول غواړم» په ښه شان يې واورئ او چې څه واورئ او چه څه درته مناسب ښکاري هغه جواب به را کړئ. ماورته وويل زه چې له کوم وخته دې جېلخانې ته راغلی يم او ماته کوم حالات معلوم شوي دي نو زه په دې تتيجه رسېدلی يم چې دلته د پښتنو ډېر بد حال دی د قسم قسم ظلمونو او رشوت نه علاوه د يو پښتون عزت محفوظ نه دی. ما اورېدلي دي چې يو پښتون د بل د شرمولو دپاره جېل والاو له بډې ورکوي او ځپل ورور پښتون پرې شرموي. لیکن دا هم اورم چې سبا هغه پښتون بيا د بدل اخيستلو دپاره همدا کار کوي او دا سلسله له ډېرې مودې ٧ ‎٧/9216‏ ده ‏زما ژوند او جد و جهد دلته جاري ده تاسو ورته لږ ښه ځير شئ.په دې کار کې زمونږ د دنيا او اخرت څومره زيان دی؟ که جېل والادا کارونه کوي خو د ځپلو بډو او پيسو دپاره يې کوي او ګټه يې په کې ده او زمونږ ځو په کې سراسر زيان دی. مالونه را نه لاړلء عزت رانه لړ نن ته زما په بې عزتۍ مال ورکوې سبا زه ستا په بې عزتۍ مال ورکوم .په دې طريقه په يو پښتون پورې هم حيا پاتې نه شوهء بله خبره چې ما ته معلومه شوې ده دلته پښتانه په دوه ډلو تقسیم شوي دي. يوه ډله د پېښوریانو او مردان والاو ده او بله ډله د کوهاټيانو. بنووالو او ډېره والو ده او اکثر په وړو وړو خبرو پخپلو کې جنګونه كوي او اکثر جنګونه يې په هلکانو وي. زه به تاسو ته يوه خبره وکړم که فکر مو ورته وکړو او زړه ته مو پرېوته مون او تاسو به د دې ذلت نه خلاص شو. مونږ ټول پښتانه يو قام او يو وروڼه يو د يو بابا اولاد يو. زمونږعزت او ذلت يو دی» که چېرې مونږ د رسول ال ‌دصلی الله عليه وسلم په دې حدیث عمل وکړو.« چې په ځان دې څه پېرزو نه وي په بل يې هم مه پېرزو کوه» .نو ډېر زر به کامياب شو مونږ چې د ځپل پښتون ورور سره د هر سلوک اراده وکړو په کار دي چې د لړ ساعت دپاره په هغې غور وکړو او پل ګرېوان کې وګورو که چېرې دا کار بل څوک ما سره وکړي؛ نو زه به پرې خوشحاله شم که خپه؟ که چېرې زه په دې خوشحالېږم» نو هغه کار کول په کار دي او که زه پرې ځپه کېږم» نو په کار دي چې دغه کار مونږ ونه کړو. ‏بله دا چې مونږ پښتنو کې که يو سړی بد کار وکړي نو په دې وجه د هغه ملګرتيا په کار نه ده. چې دی پېښوری دی. يا بنووال دی .يا کوهاټی دی. يا ډېره وال دی او زما د علاقې دی. ‏سو د٢‏ لد ھښ ‎٣‏ سښسښسسټټښخهه10111:1 سسسسسسسسم1/۸/1/.0012001616601# 00071651 زما ژونداو جد و جهد د بدکارو او بد چلندو خلکوملګرتيا نه ده په کار که په ځان زمونږ ورور هم وي ځکه چې د دې دلاسه قام او سوسايټۍ ته نقصان رسيږي او همدا خلک قام تباه کوي. مونږ ته په کار دي چې همېشه د حق او ښو خلکو ملګرتيا وکړو .که په مونږ کې يو سړی بد کار وکړي مونږ ټولو له په کار دي. چې د خپلې ورورۍ اوعزیزولۍ نه يې وباسو که هغه بنووال وي. که پېښوری وي. که کوهاټی وي. که ډېره وال وي که مونږ په رښتیا په دې لاره روان شو نو زر به هغه کسان چې په بدو لارو روان دي او د جاد شه چې پښتانه په دې مصیبت اخته دي د ځپلو بدو کارونو نه به واوړي. دا نن چې پښتانه په بدو لارو روان دي د دې وجه دا ده چې مونږ د ښو او بدو فرق نه کوو او نه څوک شته چې د ښو او بدو په فرق مو پوه کړي . يو بدعمله سړی چې وينې چې زما په بدعملۍ کې ملاتړ کېږي»نو هغه به ولې د خپلې بدعملۍ نه لاس اخلي او که مونږ د ښو بدو فرق وكړو او لکه چې هر ماخوستن په لمانځه کې د خدای سره وعده کوو چې: «ونخلع وتترک من يفجرک»یعنې څوک چې ستا نافرماني کوي.مونږ به هغوی پرېږدو کور کلی به ورسره نه کوو .که دا وعده په ځای کړو پښتون به يکدم بدل شي. نو مونږ ته په کار دي چې په دې خبرو هر پښتون پوه - کرو او دا خبرې د هر پښتون غوږ ته ورسوو »په دې مو دعا د خير وکړه او د یو بل نه رخصت شو. په دې مینځ کې بنوڅيو د مردان د پوهلک په سرګنګا رام ته بډې ورکړې وې او هغه يې بې عزته کړی و. په دې خبره پېښوریان ډېر ځپه شول او جرګه يې وکړه چې د بنوڅيو نه بدل اخلو او د جنګ دپاره يې ورځ مقرره کړه. چې خبر شوم ورغلم ۱٩۹٩١ ‏تت‎ زما ژوند او جد و جهد . - منت زارۍ مې ورته وکړې. چې مونږ ته دا کار کول نه دي په کار . په ډېرو ځوارو مې هغوی له جنګه منع کړلء هغه هلک له مې هم ډېره تسلي ورکړه او په کور کې مو دا فېصله وکړه. چې په دې جېل کې خو پوښتنه نشته او سپرنټنډنټ د دې خبرې پوښتنه نه کوي. ښه به دا وي چې په انګرېزۍ کې يو درخواست ولیکلی شي او د ګنګا رام په سر ډپټي کمشنر ته شکایت وشي. درځواست تيار شو او ډپټي کمشنر ته ورکړی شو لیکن د پرنګي په حکومت کې د مظلوم دپاره انصاف نشته. بله دا چې داسې واقعات پيدا شي. نو بيا پرنګيان پرې د خپلې محکمې د بدنامۍ له خاطره پرده اچوي د انصاف فکر لا شي او په اتفاق سره د خپلې محکمې د صفايۍ کوششونه او تجویزونه شروع کړي. اوس هم دا حال دی. حقیقت دا دی چې پرنګيان خو دلته په دې ملک کې د اصلاح .ترقۍ او انصا ف دپاره نه دي راغلي دوی خو د لوټ.تباهۍ او بربادۍ دپاره راغلي دي ولې چې په ټولو محکمو کې د وړوکي نه تر لوی پورې ټول افسران غله او بډي ځواره دي بې د بډو او ډالۍ نه پرې څه کار کېدی نه شي . دا ټولې خبرې پرنګيانو ته ښې معلومې وې. معلومې څه پخپله په کې شریک وو. نو اصلاح به یې څنګه کېدی شي؟ ګنګا رام ته چې څه وخت دا معلومه شوه چې زه خوپښتانه په سمه لاره روانوم او دده د کانداري خرابيږی» نو فورأً يې زما په سر سپرتټنډنټ ته شکایت وکړو او زما برخلاف يې لويه کسه له ځانه جوړه کړه او زه يې بيا په سپرنټنډنټ په هغه توره او تنګه کوټنۍ کې واچولم . د ماشو له اشه مې خوب کولی نه شو. داسې څه څیز را سره نه و. چې ځان په کې د ماشو نه پټ کړم کمبل را سره وه.خو کمبل په ګرمۍ کې اغوستل ګران کار ۶٧------ ---٢٢س‎ ٢٢٢٣ 1 ‏زما ژوند او جد وجهد‎ وي . د شپې به همې شه تياره کې کېناستم پاڅېدم.د لړم د چيچلو وېره به راسره وه.د شپې به مې د ړوند په شان پڼه را واخيسته دې خوا اخوا به مې وهله. سحر چې به را پاڅېدم يو دوه لړمان به مړه پراته وو .قيدیان غریبانان خدای پاک پخپل فضل له دې بلاګانو نه ساتي. جېل کې زما گناه: سبا وختي سپرنټنډنټ داروغه اوګنګا رام د ته زماچکۍ ته رانتنوتل د سپرنټنډنټ سترګې بدلې وې او د څېرې نه يې داسې معلومېده چې سړی ډېر په قار دی په لاس کې يې يوه لويه پړپړه وه. هغه يې ما ته واوروله بيا يې راته وويل چې د جېلخانې په قانون کې دا سخت جرمونه دې زه ستا برخلاف مقدمه چلول غواړم. زما بر خلاف یې دا الزامونه لګولي وو. ته يو سخت باغي يې او په جېلخانه کې بغاوت کوې.ته د جېل ملازمانو ته تبلېغ کوې. چې سرکاري ملازمت کفر دی .ستا د دې تبليغ په وجه د دې چکو جمعدار استعفا ورکړې ده ته په قيدیانو کې پراپېګنډې کوې او په جېلځانو کې د بغاوت کولو کوشش کوې. د دې خبرو په اورېدو ما هغه له جواب ورکړو چې د مقدمې په باره کې زه هېڅ نه وايم تا ته چې څه مناسب او انصاف ښکاري هغه وکړه.لیکن دا خبرې چې چا تا ته رسولې دي. رښتیا نه دي. بلکې بالکل غلطې دي. زه دا خبره منم چې يو جمعدار زما په وينا استعفا ورکړې ده. لیکن دا معامله داسې نه ده څنګه چې تا ته در رسول شوې ده .درسته خبره دا ده چې يوه شپه د دغه جمعدار په ما باندې پيره وه هغه ماته په خبرو ٠٢١٢ "کت تت زما ژوند او جد و جهد خبرو کې دا وويل چې زه بال بچ داريم او زما تنخوا لړه ده ګوزاره مې پرې نه کېږي .کله نا کله قيدیان پخپله خوښه بې زما د وینا نه څه نه څه راکوي . زور زياتی پرې نه کوم د اسلام په موجب د دې پيسو اخيستل څنګه دي؟ ما ورته ووې چې دا پيسې روا نه دي. ځکه چې هغوی تا ته حاجتمند وي رضا او رغبت خو به هله وي چې بهر وې او تا ته يې حاجت نه وي بيا يې تاله درکوي. ښه به دا وي چې په دي ځپله تنخواه ګوزاره وکړې - راته ووې چې په تشه تنخواه مې ګوزاره نه کېږي. نو ما ورته بياووې چې د نوکرۍ په ځای څه روزګار شروع کړه شاید چې په هغې کې دې ګرزاره روانه شي. که زما نه اوس هم څوک دغه شان پوښتنه وکړي. زه به دغه جواب ورکوم . پاتې شول نور الزامونه بالکل بې بنياده دي بې شکه ما قيدیانو ته تبليغ کړی دی لیکن د دې دپاره نه چې د جېل د قانون خلاف ورزي وکړي يادې بغاوت وکړي. بلکې ما هغوی تل مجبور کړي دي. چې جګړه او فسادونه مه کوئ خپل مشقت کوئ اوچا له رشوت مه ورکوئ. هر کله چې دا خبرې ستا د جېل د اففسرانو په جېبونو کې فرق او امدني کې کموالی راولي نو زه باغي يم او ښه سړی نه يم. بيا مې ورته وويل دا جېلخانه په يو ډېر خراب حالت کې ده ته د هېڅ نه خبر نه يې او نه خبرېدی شې. که خبر هم شې ته يې اصلاح نه شې کولی.ته چې هغه بله شپه په ګشت راغلی وې»په يو بارک کې شور و.ته ورغلې ته پوه شوې چې دا شور په څه وتا ته چې دوی هر څه ويلي وي ويلي به يې وي».ځو هغه شور په شرابو او کبابو و .په دې جېلخانه کې د غرييانو بده ورځ ده.د دولتمندو مزې دي . په دې جېل کې د هېچا عزت محفوظ نه دی. کوم رشوت خواره او بدچلند افسران چې زه ستا په 4٢٨٨٨٢ : ‏زما ژوند او جد و جهد‎ ‏جېلخانه کې وینم ما په بله جېلخانه کې ليدلي نه دي . زما په‎ ‏دې خبرو سړی لر غوندې يځ شو سترګې يې پرانستی شوې او‎ ‏ما ته يې ووې ښه به دا وې چې ما ته ليکلی جواب راکړې او بيا‎ ‏باهر ته روان شو. ما ليکلی بيان ور ولېږو بيا وروسته معلومه‎ ‏شوه چې ګنګا رام وغيره يې ځپلې بنګلې ته غوښتي وو او ښه‎ ‏يې دباو کړي وو. چې تاسو په ما باندې يو بې ګناه سړی په‎ ‏چکۍ کې بند کړو. لیکن باوجود د دې علم نه يې زه د چکۍ نه‎ ‏ونه ښکلم ځکه چې هغوی په ده دباو کړی وو.چې که دی له‎ ‏)کې به فرق‎ ٥7668 6( ‏چکۍ نه بهر کړو. نو په وقار. عزت‎ ‏راي د دې جېلخانې نظام به ګډوډ شي. د پرسټیژپه نوم چې‎ ‏دې څه زړه غواړي هغه په پرنګيانو كولی شې. ځکه چې په‎ ‏داسې وخت کې دوی په ظلم او انصاف کې هېڅ تمیز نه کوي.‎ زما په چکۍ کې د بندېدو نه چې څه وخت نور قيدیان بر شول.نو يو اشتعال په کې پيدا شو .په ما يې سخته پيره لګولې وه.ځو ما به قيدیانو له جواب ورلېږلو چې پام وکړئ ځکه چې ما ته ځو معلومه وه چې هېڅ بې هېڅه په قيديانو څومره ظلمونه کېږي. هسې نه چې څه بانه يې هم ګوتو له ورشي. نو بيادې يې خدای مل شي . په دې جېلخانه کې يوڅځو هندوستاني فوجي افسران او سپایان ووء چې د ځپلو ښو خيالاتو په وجه قيد شوي وو .يو په څه چل ما ته ځان را ورسولو او را ته يې وويل چې مونږ فېصله کړې ده. چې د ډوډۍ د نه ځوړلو هړتال وکړو. لیکن ستا نه اجازت غواړو. ما د هغوی شکريه ادا کړه او د دې کار نه مې منع کړلء ځکه چې زه د جېلخانې د ايجي ټيشن برخلاف وم. په دې ورځو کې د نوښار بابو سلطان محمد زما پوښتنې ته راغلی واو زما د ملاقات ۴ زما ژوند او جد و جهد 1 : درخواست يې ورکړی و.خو د هغه وخت درخواست منظور نه شواوما سره يې ملاقات ته پرې نه ښود. ملاقات زما حق و ځو جېل والاو د واقعاتو د پټ ساتلو په غرض د ملاقات اجازه ته وه ورکړې. چې سياسي قيدیانو سره دا سلوک کېږي.د نورو دې خدای مل شي. د سیاسي قيدي له حاله بهر څوک نه شي خبرېدلی.د اخلاقي قيدي له حاله به څه خبر شي؟ هر څه چې ورسره کولی شي په اور کې د سوزولو پورې خو زه پخپله خبر يم. د انګرېز انصاف او تهذیب که څوک ګوري. نو جېلخانو ته دې لاړشي. چونکې زما صحت خراب و. بله ورځ سپرتټنډنټ ما ته راغی زه يې وکتلم او زما په ټکټ يې وليکل چې يوه ګېنټه يې سهار او يوه ګېنټه يې مازېګر له چکۍ نه وباسئ او د تازه هوا اخيستلو دپاره يې بهر ګرځوئ. د شپې ورځې تنهايي قيد نه به مې کله کله زړه ډېر تنګ شو او چې خپله بې ګناهي به رامخکې شوه. نو به ډېر په قار شوم لیکن بيا به مې زړه له تسلي ورکړه.د قام اوملک د خدمت دپاره خلکو قسم قسم تکلیفونه وچت کړي دي او دا د خدای يو امتحان او ټریننګ دی. د خدای کارونه ټول د خير وي ما له صبر کول په کار دي.ځکه چې خدای د صبرناکو ملګری دی اخر به يې تتيجه په خير وي ټول عمر به دا کړاوونه نه وي اخر به راحت راشي. ډېره غازي خان جېل: رانتوت راته يې ووې.چې ته ما د دې جېل نه بدل کړې.بهر پولیس ستا د بېولو دپاره ولاړ دی ځان سمبال كړه. زما څه ۴ زما ژوند او جد و جهد 1 سمبالي وه يو قران شريف و .هغه مې غاړې کې واچولو او روان شوم.چې د جېلخانې دروازې ته ورسېدم پولیس راته په لاسونو کې اتکړۍ واچولې په پښو کې خو مې بېړۍ او په غاړه کې مې د اوسپنې کړۍ له پخوا نه موجودې وې بهر موټر د سنګین چړاو سپاهیانو په مینځ کې ولاړ و. پولیس کپتان زه يو پښتون تاڼه دار ته په حواله کړم او پخپله رانه پاتې شو.تاڼه دار زه په ټانګه کې سور کړم په ټانګه کې د نته چې څومره پولیس ځایېدی شول. هغه يې د تنه کېنول او چې د تته نه ځایېدل هغه يې بهر ودرول او مونږ روان شو. مونږ چې څه وخت دریاخان ته ورسېدو رېل رانه تللی و. سټېشن ماسټر ووې. چې نيمه ګنټه مې رېل ستاسو. دپاره لېټ کړو. خو تاسو را ونه رسېدئ. ما نور نه شو لېټ کولی. ددې په وجه په تاڼه دار صاحب ډ ېره وېره او هیبت راغی خو څه يې کولی شولء زمونږ دې نه رسېدو وجه دا وه چې د ابا سیند اوبه د ګرمۍ له کبله ډېرې شوې وې پل يې شلولی و.د هغې په جوړېدو ډېر ساعت تېر شوی و زمونږ په سټېشن کې شپه شوه ځکه چې په دې لاين په شواوروز کې يو ګاډی ځي او راځي. تاڼه دار صاحب فوراً په وېټنګ روم؛انتظارخانه» کې بند کړم او ډبله پيره يې را باندې ولګوله,. حال دا دی که چا د دریاخان سټېشن ليدلی وي دا به ورته معلومه وي چې په يوه دښته بيابان کې پروت دی هلته خلک چېرته وو. چې ما ته راغلي وی بله دا چې زه چا پېژندم؟خو پولیس خپل احتياط کولو. د دې ځای نه چې په څه فاصله يو پير صاحب اوسېدو زما نه خبر شوی و. ما سره يې يو ځل په ډېره اسماعیل ځان کې ملاقات شوی ۲٠۵ "کت تت زما ژونداو جد و جهد و. دی زما لیدو له راغی شايد چې دده ليده کاته هم ما سره شوي نه وی. خو ده يو ډېر د هوښيارتیا کار کړی و.چې ځان سره يې يوه ډکه ټوکرۍ راوړې وه.چې په کې قسم قسم او د مزې میټايانې وې. چې زړه ټېنګول ورته ګران و.چې سپاهيانو دا میټايانې وليدلې.نو ما سره د هغه ملاقات وشو او سره ښه مشغول شو. د تللو په وخت کې پير صاحب ماته د ډوډۍ ست وکړو. لیکن ما ورته ووې چې ستا شکريه دا وخت ستاسو د ډوډۍ دپاره موزون نه دی. زه سرکاري مېلمه يم» پير صاحب په خندا شو په خوشالۍ سره رخصت شو. ماښام شو لکن زه پولیس والاو د کوټې نه بهر نه کړم او نه يې زما د لاشونو اتکړۍ وښکلې. ما ته د دې نه په جېلخانه کې ارام و. ولې چې هلته خو مې لاسونه خلاص وو . دلته مې لاسونه تړلي وو . تاڼه دار صاحب د خبرو ډېر تکړه و ځو د عمل نه و. په خبرو خبرو کې به يې ځان قومي سړی ښودلو. لیکن ويل به يې چې زه څه وکړم کپتان صاحب را سره خپل منشي رالېږلی دی.چې زه ستا سره څه مهرباني ونه کړم». خو د منشي د تللو نه پس هم د ده په رويه کې ما څه فرق ونه ليدو. تاڼه دار صاحب ما په رموز رموز کې ډېر پوه کړ.چې اوس تياره شوه هېڅوک نشته لر به بهر وګرځو تازه هوا به واخلو ټوله ورځ په ناسته تنګ شوی يم لیکن د هغه غوږ په دې خبرو نه ګرېده. زه مجبور شوم چې پوه يې کړم چې د جېلخانې په وجه زماصحت خراب شوی دی د ډاکټر دا هدایت دی چې زه يوه ګېنټه سهار او يوه ګېنټه مازیګر په تازه هوا کې وګرځم او ته اوس ما د دې کوټې نه بهر نه وباسې. که زما صحت ته څه نقصان ورسېدو د هغه ذمه وار به ته يې. ددې خبرې په تاڼه دار ٢ 0٩016 ٧0 زما ژوند او جد و جهد صاحب څه اثر وشو او سپاهيانو له يې حکم ورکړو .چې بهر يې وباسئ او په پلیټ فارم یې وګرځوئ. د پرنګيانو او د هغوی د نوکرانو دا خصلت دی چې تر کومې دې ورته نېغه خبره نه وي کړې په غوږ يې نه لګي. د خوب وخت شو ويده شوم. په خوب کې هم پولیس والاو زما د للس نه اتکړۍ ونه وېستې». خو دومره يې وکړل چې د دواړو لاسونو نه يې يولاس ته کړې.او ځنځير يې کټ پورې وتړلو خوب مې په ارام ونه کړی شو.چې رېل راشی څو کسه پوليسان مخکې ورغلي وو او يوه کوټه يې زمونږ دپاره خالي کړې وه. مونږ په کې سواره شو او رېل روان شو زه نه پوهېدم چې کومې جېلخانې ته مې بيايي پولیس والاو دا خبره زما نه ډېره پټه ساتله نه پوهېږم چې ولې؟ ما هم ډېره پروا نه کوله. ما وې ځکه که نن نه وي؛ نو سبا به معلومه شي. چې ما چېرته بيايي . زمونږ ګاډی چې به هرسټېشن ته ورسېدو پوليسانو به زما د کوټې ور او کړکۍ بندې کړې او دوه کسه ټوپک والابه بهر د وره خولې ته ودرېدل څوک به يې نژدې نه را پرېښودل .دا دوی د دې دپاره کول چې ما څوک ونه ويني او رانه خبر نه شي. چې زه يې چېرته بوتلم؛ خو د دوی دا طريقه غلطه وه.ځکه چې خلکو به د پوليسو سنګینو نه اوټوپک ولیدل که فکر به يې نه وهم به يې فکر شو او سودا به يې شوه راتلل به چې وګوري چې څه چل دی؟ او په دغه شان به په هر سټېشن کې ډېر خلک زما د کوټې نه ګيرچاپېر راجمع کېدل. ما چې کومه پراپېګنډه هېچرې نه شوه کولی حکومت پخپله ناپوهۍ راته پخپله وکړه : زمونږ ګاډی اخر د غازي ګاټ په سټېشن ودرېدو د رېل پټلۍ د دې نه مخکې نه ده تللې . مونږ د رېل نه کوز شو. 2-٤ ٢ ‏۴سس0ټ۶څم۶وو‎ 0007165( ٧/۸///.00120015166:ج):سښسسسښسسس‎ زما ژوند او جد و جهد په سټېشن راته يو جمعدار او دوه د پولیس سپاهيان ولاړ وو. چې مونږ يې وليدلو راغلل او د پولیس والاو نه يې زما پوښتنه وکړه. معلومه دا شوه چې هغوی زما د اخيستو تسلیمۍ, دپاره راغلي وو .سپاهیانو ته يې وويل چې اتکړۍ ورنه لرې کړئ هغوی زما د لاسونو نه اتکړۍ وښکلې او دوی ته يې په حواله کړم. زمونږ مسلمان پښتون تاڼه دار صاحب ته چې نادرخان يې نوم واو په «ډيکايټ» 0086016 ډاکو مشهور و.زمونږ نه په څه وجه وروسته پاتې شوی و.چې راغی او ويې ليدل چې زما په اشونو کې اتکړۍ نشته نو وارخطايي پرې راغله او ويې وې.چې د ده نه اتکړۍ چا وېستلې دی. هغه جمعدار چې يو هندو و ورته يې وويل چې زه د ډېره غازي ځان د سرکار له طرفه د ده دپاره مقرر شوی يم.دی اوس زما ذمه وارۍ کې دی دا زما باور دی چې داسې خلک تښتي نهه. دوی خو پځپله خوښه او رضا جېل ته راغلي دي څه ډاکو خو نه دی. د دې دومره پوليسو. ټوپکو او سنګینونو څه ضرورت و؟. ما ورته ووې چې دا سرحدي حکومت د خپل رعب داب قایمولو دپاره راسره کړي دي. تاڼه دار صاحب لر غوندې کچه شو. لیکن د سرکار عجيبه نوکران دي. د هغوی غوږ په دې خبرو نه ګرېږي» مونږ لادا خبرې کولې چې په دې کې یوهندو راغی په لاس کې يې د پېو ډک ګیلاس‌و. راسېدو سره يې ماته ونيوه. زما د څکلو اراده نه وه. خو د هغه سړي مينې او اخلاص زه د هغو پيو په څکلو مجبور کړم. رښتیا خبره دا ده چې د هندو او مسلمان سوال خو پرنګي او غرضیانو خلکو را پيدا کړی دی . که هندو سره په رښتیا د هندو او مسلمان سره د مسلمان غم وي» نو نن به زمونږ د ملک ان ‎٧٧٧٧١. 0012001519.0‏ ده ده زما ژوند او جد وجهد او قام دا حالت نه وی. زما چې څومره ياد دي او تجربه مې ده نو ما سره يوهندو ملازم د يو مسلمان ملازم نه تل ښه سلوک کړی دی. دغه وخت زه پوه شوم چې زه يې د ډېره غازي ځان جېل ته رابدلکړی یيم. مونږد سټېشن نه را روان شو او د ډېره غازي خان د تللو نيت مو وکړو. ډېره غازي خان د اباسیند نه دولس ميله لرې دی. دلته یکې چليږي .هغه قسم یکې چي پخوا به زمونږ ملک کې چلېدې. مونږ يوه يکه کرايه کړه او په ډېر ‏شش ايله په درې ګنټ وکې جېلخانې ته ورسېدو.چې څه وخت مونږ ته د جېلخانې دروازه ښکاره شوه»نو جمعدار صاحب ماته دا ووې که چېرې ته خپه کېږي نه نو اوس به مون تا ته اتکړۍ واچوو. ولې چې جېلخانه راغله ماوې ستا دا مهرباني او شريفانه سلوک به زما هېر نه شي اولاسونه مې ورته ونيول اتکړۍ يې راته واچولې . زمونږيکه رګاډۍ» د دروازې سره ودرېده . مونږ کوز شو د کوزېدو سره د جېلخانې د دروازې کړکۍ لرې شوه.مونږ ورننوتلو او د ورننوتو سره دروازه راپيسې بنده شوه. ‏دروازه د ځلکو ډ که وه هغوی ټول زما په ننداره شول شاید چې زه ورته عجیبه غوندې ښکارېدم .هوی ګرم نه وو زما حالت ډېر عجیبه و. ما چې پخپله خپلې دنګې ونې لنډ کمیس او لنډ پرتوګ د غوږونو ټوپۍ د غاړې غاړکۍ په پښو کې بېړۍ او په للسونو کې اتکړو ته کتل ځان به راته تماشه ښکارېده.د جېلخانې خوراک.پوشاک قانون او قاعده په داسې طريقه جوړ شوي دي چې په یو قيدي کې خود داري پاتې کېد ی نه شي. ‏په دې ورځو کې د سیاسي قيدیانو ملاقاتونه وو او خپل خپلوان يې د ليدلو دپاره راغلي وو او په دې وجه دروازه ډکه ‏سا ه٣‏ ېلسلس 1/۸1//.00120015166.01 00011651 زما ژونداو جد و جهد وه. پولیس زه دفتر ته بوتللم او جېل والاو ته يې حواله کړم او هغوی رانه رخصت شو.څه وخت چې جېل والاو زما ټکټ او وارنټ وکتلو او ورته معلومه شوه. چې زه سیاسي قيدي يم نو همدردي يې راسره پيدا شوه .او ډاډ ګېرنه يې راکړه چې دلته ډېر سیاسي قيدیان دي ورسره خوشحاله به يې اميد دی چې هېڅ تکلیف به درته نه وي . زما نوم يې د جېل په کتاب کې وليکلو نو داروغه صاحب حکم وکړو.چې دی فلاني بارک ته بوځئ او دا اتکړۍ او بېړۍ و غيره ترې لرې کړئ . څه وخت يې چې زه جېلخانې ته د ننه کړم نو زما د راتللو نه سیاسي قيدیان خبرشوي وو . اکشر زما ليدلو له راغلل او ډېره مينه او محبت يې راسره ښکاره کړو او زما د بېړو په ماتولو کې يې هم ډېر کوشش وکړو د بېړو په لرې کېدو ما ته ځان بل شان معلوم شو اول بندي وم اوس ازاد شوم. د بدلېدو په وخت کې د خپلې صوبې نه د وتو په وجه ځپه وم» ځکه چې زما دې خپلې صوبې او پښتنو سره دومره مينه ده. چې زه يې بيان نه شم کولی.خپل ملک کې خپل قام سره وړی. تږی او په تکليف کې خوښ يم نه په بل ملک کې په عیش او عشرت کې.لیکن زما واک اواختيار ځپل نه و. زه په هغه چا اوړېدلی وم چې زما ارام يې غرض نه و.بلکې زما تکليف يې مطلب و. خو د بېړو په وتلو بيا هم زما څه نه څه سود وشو ځکه چې د بېړيو سره مې ګرځېدل په تکلیف و. لمبل مې په تکلیف و. په ډډه اوړېدل مې په تکليف و. په ګرمۍ کې به راباندې ګرمې او په یخنۍ کې به راباندې یخې لګېدې. د جېل په ډېوډۍ کې په ملاقاتيانو کې لاله دوني چند او د خاتون امة السلام ورور چې بیرسټر و هم موجود و.دوی بيا ماته ٢٠۰ 0016/٩0٨6 زما ژوند او جد وجهد خبره کوله چې څه وخت مونږ بېړۍ په پښو کې او اتکړۍ په دواړو للسو کې د پولیس سره وليدې نو مونږ وبوګنېدو چې دا به زورور ډاکو وي. دلته په اخلاقي قيدیانو کې هم نه بېړۍ وي .نه غاړکۍ او نه په کې د لرګي تختې وې.سیاسي قيديان به پرېږدو . داخلاقي قيديانو سره هم هغسې سلوک نه کېده چې کوم مونږ سره د سرحد په جېلخانه کې شو و.د دې نه پس مې ولمبل او ډوډۍ تياره وه ومې خوړه او د خدای شکر مې ادا کړ. چې له هغې جېلخانې نه يې په خير راووېستلم .که چيرې په هغه جېلخانه کې وی. نو ژوندی ترې راوتی نه شوم .د دې ځای ډوډۍ کې او د سرحد د جېلونو په ډوډۍ, کې فرق و.د سرحد د جېلونو خوراک د خوراک په تعريف کې نه راځي او د دې ځای ډوډۍ خو کم نه کم د خوراک په تعريف کې راځي. يو ترپړی او يوه کمبله يې را کړله خپل بارک ته لاړم بستره مې وغوړوله او ويده شوم. د جېل ژوند: دا يوه وړوکې د مزې اوډېره صفا جېلخانه وه. په دې کې ټول ټال درې بارکه وو او په مېنځ کې يو وړوکی هسپتال و.د ټولو نه لوی بارک کې هغه سیاسي قيدیان وو .چې سپېشل کلاس ورکړ شوی و.ورپسې هسپتال و او بيا زمونږ بارک و. په دې کې مونږ هغه سیاسي قيدیان اوسېدو چې کوم «سي» ()6) کلاس کې وو او هغه دريم بارک کې اخلاقي قيدیان وو .چې بهر په باغ کې به يې هم کار کولو او د نته به يې هم صفايي کوله.ولې چې سیاسي قيدیانو ته بهر د کارکولو اجازت نه و. په دې جېلخانه کې د سیاسي قيدیانو دپاره يو قسم مشقت. ١٢١١ ‏نت‎ 0016/۳06۱ زما ژوند او جد و جهد څرخه کول او منج غښتل وو څرځه د سپېشل کلاس د قيدیانو دپاره وه او منج او مېچنې د 0) کلاس قيدیانو دپاره وو. سبا له چې سپرتټنډنټ صاحب راغی او زه يې ورته پېش کړم» نو چونکه زه په سي ()) کلاس کې وم. نو زما دپاره يې هم د منجو غښتلو مشقت وليکه ما چېرې دا کار کړۍ نه واو نه د منجو غښتلو چل راتلو زما هغه نور ملګري تکړه وو.هغوی به ما سره ډېر ناکام او کوشش کولو او د غښتلو چل به يې راته ښودلو ما به هم ورته ډېر فکر کولو او د زده کولو کوشش به مې کاوه. خو زده کولی مې نه شو. ما دا ځبره ډېره محسوسوله لکن مجبوروم بله ورځ مې سپرنټنډنټ ته ووې چې دا کار خو زه کولی نه شم: دا به ښه وي چې تاسو ما له د مېچن کار راکړئ.ځکه چې دا ماته بدښکاري چې زه پل مشقت پوره کولی نه شم بله دا چې سپرنټنډنټ او داروغه دواړه ښه سړي وو ما سره به دوی ډېره مهرباني کوله او زما په مشقت نه پوره کولو يې څه نوټس نه اخيستلو . لیکن ماته به دا خبره بده ښکارېده او ځان به راته ښه نه ښکارېدو. بيا يې ما له د څرخې مشقت راکړو.جېل والاو مونږ د ()) کلاس قيدیانو له بېل د پخلي دپاره لنګر باورچي ځانه راکړ یو او د هغه ټول واک اختيار زمونږ په لاس کې و او د پخلي دپاره به يې هر څيز چې راکولو پوره صفا او ښه او زمونږ د خوښې به يې راکولو. بل د 'پخلي وغيره اتتظام به زمونږه سیاسي وروڼو پخپله کولو. په دې وجه زمونږ خوراک ښه و او مونږ ته ارام و او کله تا کله به د سپېشل کلاس والاو هم د خپل خوراک نه څه حصه مونړه له رالېړله. لیکن د دې سره د()) کلاس او سپېشل کلاس قيدیانو تعلقات پخپلو کې ښه نه وو او د دې ټوله وجه دغه ٢ ‎۵٥ 16‏ ه0 ‏زما ژوند او جد و جهد ‏امتياز او فرق و. چې کوم پرنګيانو قایم کړی و. زه يو پرديسي سړی وم» د هغوی د اندروني حالاتو نه خبر نه وم لیکن زه د هغوی په بې اتفاقۍ ډېر خپه وم ما به همېشه دا کوشش کاوه چې د دوی د زړونو نه دا ځفګان وباسم . لیکن زما خبرو په چا ډېر اثر نه کاوه» بلکې دا بې اتفاقي او نفرت ورځ په ورځ زیاتېدو.اخر دې حد ته ورسېده چې()) کلاس والاو د سپېشل کلاس والاو د ټولو څیزونو د اخيستو نه انکار وکړو اصولاًخو زه د دې خبرې نه خلاف وم او زما هم دا رايه وه چې په سیاسي قيدیانو کې فرق نه وي او د ټولو سره دې يو شان سلوک کېږي. ماچې کوم وخت سپرنټنډنټ صاحب ته ووې چې زه د منجو کار نه شم کولی» مهرباني وکړه زما دا مشقت بدل کړه او داسې مشقت راکړه چې زه خپل مشقت پوره کولی شم نو د دې نه پس يې د څرخې هغه مشقت راکړو . چې سپېشل کلاس والاو به کولو او جامې يې هم را له زما په کچ جوړې کړې او سپېشل کلاس ته يې بدل کړم . پرنګيانو چې کوم امتياز قایم کړی دی. دا په نېک نیتۍ نه دی دا يې په دې غرض قایم کړی دی.چې په مونږ کې همداسې بې اتفاقي او ګړبړي وي خو زه د دې په حق کې هم نه يم چې دې خبرو له دې مونږ دومره اهميت ورکړو . چې زمونړه تعلقاتو او تحریک ته پرې نقصان ورسي.ځکه مونږ چې څه کوونو د ځان دپاره نه بلکې د خپل قام او خپل ملک دپاره يې کوو.د بل دپاره ځو يې نه کوو او بله دا چې تاسو ته به معلومه وي.چې دا نن مونږ حکومت سره په جنګ يو دا خو د دې دپاره دی چې مونړه دا امتياز لرې کول غواړو او د دې په ځای مساوات قایمول غواړو او تر هغه وخته پورې دا امتياز لرې کېدی نه شي. چې تر کومه پورې مونږه کاميابه شوي نه يو 0016 ٩066۱ زما ژوند او جد و جهد او واک اختيار زمونږ په لاس کې راغلی نه وي. «مونړږه له چې کله : معمولي اختياراتو وزارت په ګوتو راغلی و قانون مو جوړ که چې ټولو سیاسي قيديانو سره دې يو شان او ښه سلوک کېږي. امتياز مو ختم کړی و. خو د هغې نه پس چې د مسلم لګ حکومت جوړ شو او مونږ جېلخانه کې واچول شو نو هغه مساوات ختم شو هغه قانون يې مات کړو او مونږ سره يې هغه بدل سلوک وکړه چې پرنګي راسره کړی نه و حالاتکه مسلم ليګيان چې کوم وخت زمونږ په حکومت کې جېل له راغلي وو .نو مونږ ورسره د هغه قانون مطابق سلوک کړی و» مونږ په دې ()) کلاس بارک کې تقريباً شل کسان ووء په دې کې يو زه. دوه هندوان او نور ټول سکهان وو. ما سره د ټولو تعلقات ښه وو او اکشر را باندې ډېر مهربان وو. زه دوی سره ډېر خوشحال وم زه د دوی منځګړی وم.د دوی په کور کې چې به څه قسم جګړه پېښه شوه.نو په ما به يې فېصله کوله لیکن ما ته يوتکلیف و او هغه د خوب و چې ما د شپې پوره خوب کولی نه شواود دې وجه دا وه چې زمونږ اکئثر سکهان وروڼه به غوټه نيمه شپه پاڅېدل او په بارک کې به يې د ننه لمبل او بيا به یې خپل پوجاپاټ عبادت او وظیفه کوله يوازې لمبل نه و.بلکې هغې سره به يې په زوره زوره د خپلې عقيدي مطابق ذ کر هم کولو. چې مونږ ټول به يې دخوب نه را ویښ کړو. افسوس چې مونږخلک د بل د ارام او تکليف خيال نه ساتو ګني همدغه ذ کر مونږ ورو او پټ هم کولی شو لیکن د دې خبرې کمی هم زمونږ په عامو مسلمانانو او هندوانو کې موجود دی . مونږ همېشه پخپبل خيال پسې ځو او د بل فکر نه کوو دا یو لوی کمی دی . مونږ له په کار دي چې همېشه د خدای د مخلوق د تکلیيف او ٣۴ ۳ زما ژوند او جد و جهد 1 ۱1 ‎٢1ِّ‏ ‏ارام فکر او خيال وساتو او څه چې کوو. نو چې اول يې په ځان وګورو که چېرې ځان له يې خوښوو بيا په کار دي چې بل له یې هم خوښ کړو او که چېرې ځان له يې نه خوښو نو چې بل ورور له یې هم خوښ نه کړو جېل والاپه دې خبره راضي وو. چې ما هغه بارک ته بدل کړي. لیکن د دې وېرې يې بدلولی نه شوم:. چې هسې نه دا نور سیاسي قيدیان څه اعتراض پورته نه کړي. دلاله دوني چند امبالوي او د بعضې نورو ملګرو دا رايه وه چې ما هغه بارک ته بدل کړي او هغوی سره یوځای شم . د هغوی د کوششوتو او وينا په وجه سپرنټنډنټ زه هغه بارک ته بدل کړم او زما په ورتلو سره ټولو وروڼو خوشحالي ظاهره کړه .په دې بارک کې مونږ شپږ شچېته کسان وو. چې په دې کې شپږ مسلمانان او باقي نيم په نيمه هندوان او سکهان وو. دا بارک ډېر لوی و. نو په درې ځانو باندې تقسیم و .په يوه ځانه کې تقريباً هندوان او مسلمانان وو او په دويمه کې سکهان وو او دريمه حصه کې زمونږ باورچي ځانه وه او د سامان اېښودلو ځای و. لنګر زمونږه د ټولو يوو. هندوانوء سکهانو او مسلمانانو به په يو ځای او په يو دسترځوان ډوډۍ خوړه . ولې چې دا خلک پوه او اکثر تعلیميافته وو .دلته ما خوب په ښه شان سره کولی شو او ماته هېڅ قسم شکایت نه و. ځکه چې دې خلکو به د ملګرو د ارام خيال ساتلو صرف دا خبره وه. چې هغه د څملاستو کډۍ په مالنډې وې. نو دوه کډۍ يې ځای کړې وې. چې ده ته تکليف نه وي او که چېرې يو کس نیم به د شپې د لمبلو کيسه هم کوله. نوهغه دومره لوی بارک و. چې چا ته به تکليف نه رسېدو او اکثرو کسانو به بهر لمبل او ښه کار خو دا وشو چې دلته زه د شښس وودد سدوا ردصم زما ژوند او جد و جید مونجو غښتلو نه ځخلاص شوم. دلته زما کار ورېشل وو او هغه ما په ښه شان سره کولی شو. اول خو پرې ښه نه پوهېدم. لیکن بيا ځو پرې داسې پوه شوم چې خپل مشقت به مې په دريو ګنټو کې ختم کړو. جېل والاو راته وويل چې مونږ غواړو چې تا نمبردار کړو. نو درېشلو نه به خلاص شې او معافي به هم درته ډېره ميلاويږي او باهر به هم څملې ما ورته وې. چې زه دا کار نه کوم او بيا ټوله ورځ به مطالعې ته وزګاروم. دکتابونو نه علاوه دلته به درې روزانه اخبارونه د اردو انګرېزۍ هم راتلل او د هغه په لوستو سره به مونږ د ملک د حال نه خبرېدو لیکن د دې ټولو خبرو نه زیاته خوشحالي. ارام او راحت ما ته په دې وجه و.چې يوه ډېره ښه سوسايټي ما موندلې وه. په دې کې د هر خيال او عقيدې خلک موجود وو او د هغوی د تبادله خيال په وجه ډېره فايده وه» يو ځو مې د هر قسم معلومات زیاتېدل او بل مې وخت په ښه شان سره تېرېده دا موقع او وخت ما ځان دپاره یو لوی غنیمت ګڼه او ما نه چې څومره کېدی شوه ضایع کوو مې نه؛ بلکې د دې ملګرو د علم او تجربو نه مې فايده اخيسته بله دا چې الله تعالی ما له دا موقع راکړه چې د پښتنو خلاف چې څومره غلطې خبرې پرنګيانو خورې کړې وې او څومره غلطه د دروغو پراپېګنډه يې کړې وه. د هغې نه خبر شوم او څومره چې زما نه کېدی شوه.د خلکو د زړونو نه مې د هغو غلطو خبرو د لرې کولو کوشش وکړو. د پښتنو په هکله غلطه پراپیکنډه: خود غرضو خلکو زمونږ په خلاف دومره پراپېګنډه کړې وه او داسې خبرې يې په خلکو کې خورې کړې وې.چې هغه د يو د پس ۳ -----ت سعلم.٥٥1 ‎۵٥١ ۸٧٧١/012٥‏ ه0 زما ژوند او جد وجهد سړي په خوب او خيال کې هم راتلی نه شي. د هندوستان خلکو ته د پښتنو متعلق هېڅ قسم معلومات نه وو. دا عاجزان د پښتنو متعلق په يوه لويه تياره کې پراته وو او زه شاید چې الله تعالی د ډېره غازي ځان جېل ته د دې خبرې دپاره لېږلی وم. ځکه چې په دې جېلخانه کې اکثر د هندوانو او سکهانو لوۍ لوی ليډران او ذمه دار خلک قيد وو. چې زه دوی د حقیقت نه خبر کړم چې د هغوی د زړونو نه وېره او وهم لرې کړم او د پښتنو په حقیقت يې خبردار کړم د نفرت او نفاق په ځای محبت او اتفاق پيدا کړم.ددې خلکو په ذهن کې پښتون په بل رنګ کې معرفي شوى و. څه عجیبه مخلوق و. لاله دوني چند چې څه وخت ما سره ښه اشنا شو نو ويې ويل چې څه وخت ته ما په دروازه کې په اول ځل وليدې نو ستا د جوسې نه راته معلومه شوه. چې پښتون دی. نو زما دا یقين و. چې قتل يا ډاکه کې راغلی دی او شاید چې د داسې نورو خلکو به هم د پېژندګلونه ړومبی زما متعلق دا خيال و. سره ددې چې لاله دوني چند د پنجاب ډېر لوی ليډر او لوی وکيل او ډېر عالم او باخبره سړی و. د دوی په ذهن کې دا نه راتله چې چېرته پښتانه او چېرته ښه کارونه او بيا د خدای دپاره د قام اوملک خدمت د دوی په خيال کې خو دا خبره ناسته وه چې د پښتون بې د قتل او لوټ او ډاکې نه بل کار نشته . زما د يو ځای اوسېدو په وجه زما د خيال اوعمل نه واقف شو او ټولو به ماسره ډېره مينه او محبت کولو. څومره چې زمونږتعلقات زیاتېدل هغومره د زړونو پټسې خبرې راښکاره کېدې په ابتدا کې به ما سره د دوی خبرې همېشه د پښتنو متعلق وې د مازیګر په وخت کې به مونږ د خپل بارک نه راووتو او ګرځيدو به چونکه زمونږ د ګرځېدو ۷٧ ٩٩٩٢٢٢٢ ‏لر‎ لر زما ژوند او جد وجهد دپاره بل ځای اجازت نه و. نومونږ به د هغه پل بارک نه چاپېره ګرځېدو.د ګرځېدو په وخت کې به اکثر داسې وشو. چې مونږ سره ملګرو کې به يو تن د خېټې هوا خارجه کړه. زمونږه معاشره کې چونکه دا شی ډېر معيوب ګڼلی شو.نو ما له به ورپورې ډېره خندا راتلله. په څه بانه به مې ځان يو ډډې ته کړو او ښه د زړه د خلاصه به مې وخندل او روستو به بيا خپلو ملګرو له ګرځېدو له راغلم . زما ملګري چونکه نه وو خبر چې زه دوی پورې خاندم نو هغوی کې به يو تن نیم بيا هوا خارجه کړه او په ما به بيا د خندا چپه راغله. اخر دا واقعات دومره ځله اوشو چې زه ورسره مجبوراً بلد شوم او بيا به خندا نه راتلله. ورستو چې ما په دې فکر وكړو نو دا ماته دومره معيوبه خبره نه ښکارېده.بلکې که په غور ورته سړی وګوري نو د دې هوا بندول په صحت مضر اثر پرې باسي. ماسره چې به چېرته څوک ملګري شو.نو اکثر به يې ما نه د سرحد او پښتنو تپوسونه ول او داسې پوښتنې به يې کولې.چې په اورېدو به يې زه حېران شوم . زمونږ بحث مباحشثه به ډېره عجیبه وه ما به همېشه دا کوشش کولو چې دوی په حقیقت پوه کړم او د دوی د زړونو نه دا وهم او وېره لرې کړم. لیکن د عمرونو وهم وېره لرې کول اسان کار نه و. يوه ورځ را باندې يو ليډر په خبرو خبرو کې دا سوال وکړو. چې مونړه اورو چې پښتانه د بنيادم وینې څکي. ما ورته ووې چې هو !هغه تپوس وکړو چې دا ولې څکي؟ ما ځواب ورکړو چې د بنيادم وينه ډېره مزېداره وي او د هغې څکل هغوی له خوند ورکوي. سړی حيران شو او پوره یقين يې وشو.چې دا رښتیا دي .ما ترې پوښتنه وکړه چې تا تر اوسه پورې د بنيادم وينه نه ده وچھ»777 17 ٢د‏ ههه 10111 05 وه ‎٢‏ سا زما ژوند او جد و جهد څکلې. هغه ووې چې : بابري بابري» لړ ساعت پس ترې ما تپوس وکړو چې تا سرحد يا پښتانه ليدلي دي؟ د هغوی د حالت نه څه خبردار يې؟ د هغو خلکو سره دې پېژند ګلوي يا معامله شوې ده؟ د هغو د تهذیب او تمدن نه واقف يې؟ زما د دې قسم وينا په اورېدو سره لږ غلی شو بيا يې ورو غوندې جواب راکړو. چې ماته د هغه ملک هېڅ قسم حالات معلوم نه دي»نو بيا ما ورته ووې چې شاید تاته د غيبو علم حاصل دی او يا د پښتنو متعلق درته څه الهام شوی دی. هغه ووې چې نه ما خو د خلکو د ځولې دا خبرې اورېدلې دي اواکثئر خلک همداسې خبرې کوي ما ورته ووې چې دا خبرې ټولې غلطې دي.پښتانه هم دغسې خلک دي لکه څنګه چې تاسو يئ. څنګه چې تاس و کې ښه او بد خلک شته دغه شان په پښتنو کې هم شته دا ټولې خبرې د پښتنو دښمنانو جوړې کړې او د هغوی پراپېګنډه ده.د دې خبرو مطلب يې ستاسو تېراېستل او زمونږ بدنامول دي. ځکه چې تاسو ونه وېروي او مونږ بدنام نه کړي. نو بيا به په دې ملک کې بادشاهي څنګه کوي؟ . په اولو ورځو کې خو به هره ورځ زمونږ په بارک کې د پښتنو متعلق نوې نوې کیسې کېدلې دا خبرې زمونږ په حق کې ښې وې.ځکه ما له به په کې د خبرو موقع په لاس راغله . يوه ورځې زمونږه د بارک هندوانء سکهان او بعضې د جېلخانې افسران راجمع شوي وو. زه هم راغلم او د دوی په جمع کې شریک شوم. زما په راتلوسره د مجلس رنګ بدل شو او د پښتنو په باره کې بحث شروع شو. ما ورته ووې چې د هندوستان خلکو ته د پښتنو په باره کې د هېڅ قسم علم نشته او د دوی په غوږونو کې ډېرې غلطې خبرې زمونږ متعلق کېنولی شوې دي. حقیقت دا دی چې پښتانه ٩۹ "کت تت زما ژوند او جد و جهد 1 َ دغسې نه دي لکه څنګه چې ستاسو خيال دی. په دې کې سردارکړک سنګه چې دسکهانو يو لوی ليډر و. وويل په دې کې خو شک نشته چې پښتانه ډېر جګړه مار دي ما ورته ووې چې سردار صاحب بې شکه پښتانه به جګړه مار وي. لیکن سکه بهايي به هم د هغوی نه کم نه وي . زمونږ په خلکو کې دا يو لوی کمی اونقص دی چې مونږ همېشه د بل د کمزوريو او عیبونو د راوښکلو او لټولو په فکر او شم کې يو او خپلو کمزوريو او عیبونو ته فکر نه کوو او په دې وجه ځو مونږنن په دنيا کې برباد او نيستمند يو په ځای ددې چې مونږ بل ته ګوته ونيسو ځان ته ګوته نيول په کاردي اود نورود اصلاح نه ړومبی د ځان اصلاح فرض ده" .اول ځان دی بيا جهان دی ."ما د ټولو نه زيات تعلقات لاله دونی چند سره وو او د بدقسمتۍ نه د ټولو نه زيات شک د پښتنو متعلق د هغه په زړه کې ناست و اوهمېشه به يې ما سره د پښتنو په معاملو بحث کولو او د پښتنو متعلق د هغه عجیبه خيالات وو .ما به د هغه د بدلولو او اصلاح کولو او د هغه د زړه نه د دې شکونو شبهاتو د لرې کولو کوششونه کول. لیکن هغه داسې د هغه په زړه کې مضبوط شوي وو. چې د هغې اېستل يا د هغه اصلاح کول څه اسان کار نه و. زه چې يې په هر څه ستړی کړم» نو اخر يوه ورځ مې ورته ووې چې لاله جې تاسو په هندوستان کې څومره يئ. ځواب يې راکړو چې دوه ويشت کروړه او مونږ پښتانه سرحد کې دوه ويشت لکه يو. باوجود د دې دومره زياتوالي که چېرې تاسو بيا هم د پښتنو نه وېرېږئ. نو خدای دې په تاسو رحم وکړي او دا وېره دې ستاسو د زړه نه وباسي لیکن د اخبره ياده ولره چې داسې يو قوم د دې قابل نه دی چې ژوندی پاتې شي. دا دنيا د سې ې پصصححخخم۳وموو د -۶۳- ۳ پس 0016/٩0٨6 زما ژوند او جد و جهد بزدلانو دپاره نه ده. ځو دا خبره زما ياده ولره چې تر څو پورې تاسو پښتانه خپل وروڼه کړي نه وي او په دوی مو اعتماد کړی نه وي او ځان سره مو په لاین کې اوږه په اوږه ودرولي نه وي. نه دا ملک ازادېدی شي او نه ابادېدی شي. په دنيا کې د هېڅ يو بزدل قوم هستي پاتې کېدی نه شي. ددې وينا په اورېدو د لاله جي څه نا څه تسلي وشوه او زه يې د ډېرو بحثونو نه خلاص شوم. زما د غاښونو مرض: دلته د راتلو سره ما څه قدرې ورزش کول شروع کړل ولې چې زه د بېړو ځنځیرونو نه ازاد شوم او په سرحد جېل کې ماته د ورزش کولو موقع هم نه وه. ځکه چې هلته به زما په پښو کې بېړۍ وې. ورزش مې نه شو کولی. دلته ځو ماته د ورزش کولو موقع حاصله وه. زما دا خيال و. چې په ورزش کولو به زما صحت ته فايده ورسي زه به تکگړه شم او وزن به مې هم زيات شي. ځکه چې د سرحد په جېلخانه کې خو زما صحت او وزن ډېر کمزوري شوي و. هلته ځو به همېشه چکۍ کې بند وم خوراک د ځُناور نه هم بد تر و او زما د مزاج مطابق سیاسي سوسايټي هم نه وه. که چېرته به سیاسي قيدیان وو هم زه به يې ترې بېل په چکۍ کې بند ساتلم او مشقت به مې هم هغه کولو چې په ډاکوانو او قاتلانو به کېدلو. بلکې قاتلان او ډاکوان به د هغه مشقت نه د رشوت په وجه بچ کېدی شول. ما ځو رشوت هم نه ورکولو او مشقت که به هر څومره سخت و. هغه به مې پوره کولو او د ځپلو وروڼو پښتنو د جنګونو. پرو -- 77 77 0 د ودس 01:۷۶ ٢۹ ‏مھ‎ زما ژونداو جد وجهد جنبو او تربګنو غم به هم راسره و او چې په هغوی به د جېل افسرانو څه لوبې کولې. هغه ما پخپلو سترګو ليدلې دا مې هم برداشت کولی نه شو. دا ځای خو د خدای فضل و. هغسې نه و. دلته سیاسي عالمانه ماحول کې شپې ورځې تېرېدې ټول په کې قومي مشران را غونډ شوي وو. خوراک هم ښه و .دا ماحول ما د خدای له طرفه يو لوی انعام ګڼلو او د دې انعام نه مې پوره پوره فايده اخيستل غوښتل رښتیا خو دا ده چې دغلته زما په نظر کې ډېر وسعت پيدا شو او ډېره تجربه مې وشوه او ډېره مطالعه مې وکړه. باوجود ددې هر څه زما صحت به ورځ په ورځ خرابېدو د ورزش کولو نه پس زما صعت ته څه فايده ونه رسېده او نه مې تول زيات شو بلکې څنګه چې د کمېدو طرف ته روان و. هم هغه شان کمېده حالانکه دلته ماته د هر قسم ارام حاصل و او هېڅ قسم تکلیف راته نه و.زمونږ د جېل سپرنټنډنټ ميا صاحب يو ډېرنېک او شریف سړی و د هغه دا خيال و .چې شاید د جېل دا ځوراک د ده دپاره کافي نه دی او دی په دې مړېدی نه شي په دې وجه دی کمزوری کېږي او وزن يې کمېږي. نو هغه زما دپاره نیم سیر پۍ د ځوراک نه زياتې مقرر کړې.لیکن د دې نه هم ما ته څه فايده ونه رسېده او همېشه به زما وزن د تول په وخت کې کمېدو. يوه وجه یې زما په خيال کې دا هم وه چې زما د خپلې ښځې سره ډېر محبت و او هغه به ما هره شپه په خوب کې ليده او بل د سرحد د جېلخانو د ګنده خوراک په وجه زما د غاښونو په أورو کې پیپزوه شوې وه. چې ډاکټر وکتلې نو ماته يې ووې چې ستا صحت د دې نه خراب دی او أورۍ مې د غاښونو نه جدا شوې ٢٢ ړمو د٥‏ ه0 زما ژوند او جد و جهد وې. په غاښونو مې پاپوريا مرض حمله کړې وه او د خوراک په وخت کې به مې د وٌرېو نه وینه هم تله څه وینه زما ځوړلو سره تېرېدله او معدې له به تلله. غالبا چې هم په دې وجه زما صحت ورځ په ورځ خرابېدو د پرېډ په ورځ ما او زما ملګرو دا خبره سپرنټنډنټ صاحب ته وکړه او هغه موخبردار کړو هغه فورأزما أورۍ وکتلې او مونږ سره يې اتفاق وکړو ويې منله چې ستا هد صحت د خرابوالي وجه همدا ده. لیکن د دې د کتو او مناسب علاج د پاره د غاښونو د يو لايق ډاکټر ضرورت دی او هغه په دې ښار کې نشته چې دا وګوري او مناسب علاج يې وکړي. نو سپرنټنډنټ صاحب د جېلځانو جرنيل ته وليکل چې دی دې لاهور ته بدل شي. ځکه چې د ده أورۍ او غاښونه خراب دي. صحت ته يې نقصان رسېدلی دی. چونکه دلته دده د کتو او علاج دپاره ډېنټل سرجن نشته په دې وجه دې دی د لاهور جېلخانې ته بدل کړی شي. چې هلته يې يو لايق ډاکټر وګوري او علاج يې وکړي. دا ليکل زما د پاره په جېلخانه کې څه وړه خبره نه وه دا د سپرنټنډنټ صاحب شرافت او مهرباني وه. ځکه چې قيدیانو ته څوک د پیرنګيانو په حکومت کې د سپي نظر هم نه کوي. د علاج دپاره بل ځای ته لېږل خو پرېږده څوک د وېرې نه د ناجوړتيا نوم قدرې په خوله اخيستی نه شي او با وجود د ناجوړتيا دارو قدرې نه ورکوي. ځکه چې جېل والاو يدي هډو د خدای مخلوق نه ګڼي او کوم سلوک چې هغه سره کوي شاید چې په دنيا کې خلک ځناور سره هم نه کوي. ما ډېر قيدیان ليدلي دي چې خپل قيدونه په ناجوړتيا کې په ولاړه ولاړه تېر کړي او اخر يوه ورځ سر ولګوي او مړ ۳٣ ‎٢ ٢ ٢"‏ تم زما ژوند او جد و جهد ‎1/٢‏ ‏شي. جېلځانه کې چې څنګه د يو قيدي مریض دپاره لیکل او سفارش کول يو لوی بخت غواړي دغسې يو لوی بخت د هغه د منظورېدو دپاره هم په کار وي. ځکه چې ډېر ځله داسې وشي. چې حکم راځي راځي نو د مریض فېصله شوي وي. يا د علاج کولو نه وتلی وي. د دې قسمه ډېر واقعات ما پخپلو سترګو ليدلي دي.پرنګي چې د خدای د مخلوق د ذلت او تکليف دپاره کوم فریبي حکومت جوړ کړی دی هغې ته دفتري اکا غذي حکومت ويلی شي. بعضې صرف کاغذونه د دستخطونو دپاره د يو دفتر نه بل ته او د بل نه بل ته لېږي او بيا پرې دومره وخت تېروي چې اکثر هغه اصلي مطلب فوت شي. دا تکليف يوازې په جېلځانو کې نه دی د پرنګيانو د هرې محکمې دا حال دی. ‏یيو کال د دواوې د اديزو کلي ته د سیند مخه شوه د کلي خلکو غريبانانو ډېر درخواستونه وکړل. چې د هغې په سبب ډپټي کمشنر او نور ډېر افسران د موقع کتو له راغلل او دا هر څه يې پځیلو سترګو وليدل. لیکن چې د فتري کاروايي پوره کېدله او حکم راتللو نو اوبو کلی وړی و اود کلي د شلوګاڼو د ګنو ډېره ښکلې ځمکه يې هم سیند په مخه وړې وه. لیکن دا ياد ولرئ چې د دې قسم ټول تکلیفونه صرف د خوارو ځلکو دپاره وي او څه وخت چې د پېرنګيانو داسې کار پېښ شي چې په هغه کې د دوی خپل سود و زيان وي. نو دهغې فېصلې اکثر په ټیلیفون باندې کېږي دا ولې؟ دا ځکه چې دا حکومت ځوهغوی د خلکو د فايدې دپاره نه دی جوړ کړی. بلکې د خپلې فايدې دپاره یې جوړ کړی دی. ‏دد ددد 1 دس نس سپ ,01:20 00071651 /۸١/1/.001200151166 ‏مسسسسسسست)م‎ زما ژوند او جد و جهد د ډېره غازي ځان په جېل کې سیاسې قيدیانو سره ښه سلوک کېدلو او زمونږ د «سي» ()) کلاس هم ډېرې ښې ورځې تېرېدلېءداروغه ډېر ښه سړىو او د نورو څیزونو نه علاوه روزانه انګريږي اواردو اخبارونه يې هم راکولء هېچا ته د هېڅ قسم څه تکلیف نه و. که چا به د بهر نه څه مېوه يا نور داسې ضروري شیان را غوښتل نو هم ورته اجازه وه. څه موده پس يو مولوي صاحب اسماعیل چې هغه د غزنوي خاندان نه و. راشی او څه ورځې پس يې هېڅ په هېڅه داروغه سره خبرې واړولې اونوبت يې بدو ردو ته ورسېدو. زمونږه ټولو ملګرو ته د مولاناصاحب دا حرکت ښه ښکاره نه شو او د اروغه صاحب هم ډېره محسوسه کړه. ځکه چې د هغه مونږه سره د دې قسم سلوک نه و. لکه څنګه چې جېلخانه کې قيدیانو سره وي د هغې ورځې نه يې مونږ سره تلل پرېښودل او ټول رعایتونه يې را باندې بند کړل او زمونږ دپاره يې څلور پښتانه نمبرداران را وغوښتل او د هغوی پيره يې په مونږ ودروله ليډرانو به اخبارونه په پټه راغوښتل او په پټه به يې لوستل يوه ورځې يو پښتون نمبردار دغه اخبارونه وليدل او ورغی او د دوی دلاسه يې واخيستل دوی ورته ډېر منت وکه.ځو د دوی خبره يې ونه منله نمبردار دروازې ته روان شو.چې اخبار داروغه ته وښيي. يو کس په منډه منډه ما پسې راغی او ماته يې ووې چې لاړ شه هغه نمبردار مونږ نه اخبار واخيست داروغه ته يې روړي هغه د تګ نه منع کړه او اخبار ترې واخلهه. زه ورغلم هغه نمبر دار ته مې اواز وکه هغه راغی ماوې دا اخبار راکړه هغه راته ووې که داروغه صاحب د دې نه خبر شي.نو ما به مات کړي ما ۵ 0٩016 ٩٨666 زما ژوند او جد و جهد ورته ووې چې ته دې خلکو ته وګوره دوی دې جېلخانې ته په څه کې راغلي دي؟ اخبار يې ماله راکړو او ما هغوی له ورکړو. خبر راغی چې د جېلخانې جرنيل ډېره غازي ځان ته په دوره راځي. دا جرنيل ډېر سخت طبیعته سړیو او د کانګرس او قومي کارکنانو ډېر سخت مخالف و.ده حکم کړی و. چې جېلخانه کې به څوک نه ګاندي کپ او نه تورپټکی په سروي. په دې جېلخانه کې چې څه سکهان وو د هغوی تورپټکي وو او څه هندوان او مسلمانان وو نو د هغو ګاندي کیپ و. دا د دې سپرنټنډنټ شرافت و. چې نه يې سکهانو ته ویلي وو چې دا تورپټکي په سرول منع دي او نه يې مسلمانانو او هندوانو ته ویلي وو چې ګاندي کیپ مه په سروئ. چې جرنیل راتللو نو مونږ ته سپرنټنډنټ صاحب سوال ځواب وکړو. چې دا څیزونه په جېلخانه کې منع دي که د يوساعت دپاره تاسو دا په سرنه کړئ. نو ښه به وي. مونږ د سپرنټنډنټ صاحب دا خبره ونه منله چې جرنيل راغی زمون د دې سیاسي ملګرو په سر يې تورپټکي او ګاندې کيپ د ګاندي جي د ټوپۍ غوندې ټوپۍ وليدل.نو شصه شو او داروغه ته يې وويل چې د دوی نه دې دا پټکي او ټوپۍ ولې نه دي اخيستي؟ سپرنټنډنټ جرنیل ته ووې چې داروغه زه ددې نه خبر کړی وم» خو ما ورله د دې اجازه ورکړې وه. جرنيل حکم وکړو چې دا پټکي او ټوپۍ ترې واخلئ. نو بيا دا سیاسي قيديان خپلو کې کېناستل او فېصله يې وکړه. چې دا خو زمونږ قانوني حق دی چې څه اغوندو هغه به اغوندو که چيرې زمونږ نه دوی پټکي او ټوپۍ اخلي نو بيا به مونږ دا نورې جامې هم ورکړو دلته ورته ما وويل چې زه خو - ٣٢٢ ‏"تت"‎ : ٢٢٢٣ ۷ ‏زما ژوند او جد وجهد‎ ‏پخپله پټکی په سروم دا ټوپۍ خو مې ستا سوله خاطره په‎ ‏سرکړې وه اوس زه څه وکړم؟‎ سردار کړک سنګه-ما ته وويل چې ته مونږ سره دې ايجي ټيشن کې مه شریکېږه په بله ورځ سپرنټنډنټ ځپل دفتر کې کېناستو يو يو يې ځان ته غوښتلو چې د چا به ټوپۍ په سر وه هغه ته به يې ويل ټوپۍ کوزه کړه او چې د چا به پټکی په سرو هغه ته به يې ويل چې پټکی کوز کړه. دغه شان يې د دوی نه ټوپۍ او پټکي کوز كړل او دوی د فېصلې مطابق ورپسې خپلې جامې واېستلې. څو ورځې پس د دې حال معلومولو دپاره ډپټي کمشنر راغشی سپرنټنډنټ او داروغه ورسره وو. زمونږ بارک ته راغلل سیاسي قيدیان ورته را غونډ شول بحث شروع شو په بحث کې دوی وران شول سرد ارکړک سنګه پیرنګي ډپټي کمشنر ته ووې چې مونږه څومره ستاسو خدمتونه کړي دي. مونږ ليدلي چې ستاسو مخونه سپين دي نو ستاسو زړونه به هم سپین وي په دې دوران کې يو سکهپ چغه وايسته «جو بولی سونهال نورو ټولو حاضرو سکهانو ورپسې په چغه وويل: «ست سری اکال» د دې نه پیرنګی ګبهراو شو او په منډه زمونږ بارک نه ووتلو. سپرنټنډنټ ته ډېر په قار شو او دا يې وويل چې ميا صاحب په جېلخانه کې اسونه ساتلي دي او هغه يې د ډېر خوراک او ارام په وجه مست کړي دي او بيا يې هغه ته حکم ورکړو . چې په دوی مقدمه وچلوه سبا له داروغه راغی او ويې ويل چې زمونږ د جېل دا قانون دی چې څوک دا قانون مات کړي؛ نو تر يو کال پورې سزا ورکېدی شي. نو اوس زه تاسو له حکم درکوم چې جامې ٣۲٣١ ‏دنا‎ لر زما ژوند او جد وجهد 1 واغوندئ او که جامې نه اغوندئ. نو سبا به درباندې مقدمه چليږي. چې دا خبره دې سیاسي قيدیانو واورېدله نو په مسلمانانو کې يو مولوي محمد اسماعیل او هندوانو کې يو هندو چې زما اشنا و. خونوم يې را نه هېر دی. دوی جامې وانه غوستلې او باقي هندوان وو که مسلمانان ټولو جامې واغوستلې. او سکهانو کې يو کس هم جامې وانه غوستلې سبا له مجسټریټ راغی يو يو به يې ورته پیش کوو او هغه به نهه نهه میاشتې نور قيد ور زياتولو او زمونږ د جېل هغه سپرنټنډنټ ميا صاحب چې ډېر ښه سړی و. هغه يې مات کړو او يو درجه يې ورته کمه کړه يعنې اسسټنټ سپرنټنډنټ يې کړو او د دې جېل نه يې بدل کړو: د هغه په ځای کپتان هيز راغی. د میاصاحب ګناه صرف داوه چې دی نېک او شریف انسان و او په سیاسي قيدیانو يې زور زياتی نه کولو او د خدای مخلوق سره يې د سړيتوب سلوک کولو او قيدیان یې هم د خدای مخلوق ګڼلء. زمونږ نوی سپرنټنډنټ يو انګرېز مقرر شو چې هغه هم د ګزارې سړی و او قيدیانو سره يې ښه ګذاره کوله او د فوځ نه سول ته را بدل شوى و. دومره خراب سړی نه و. لکه چې دا نور سول والا وي او نه د هغوی په شان چالاک او دوکه بازو. يو سم سړی و .غريب د هېڅ نه خبر نه و. څه چې به ورته داروغه وې هغه به يې کول مونږ سره یې سلوک شريفانه و. لیکن لږ شان اېغ نېغ و. ځکه چې فوجي و. په اوله ورځ چې زمونږه بارک ته راغی او دا ګډوډي يې وليده. چې څوک دننه دي څوک بهر څوک لامبې او څوک ګرځي په دې ورځ خو يې غږ ونه کړو. ليکن چې څه وخت دوباره راغشی نو ٨۲٢٢ ‏"تت‎ 016/۳٩ زما ژوند او جد وجهد دا معامله يې نوره برداشت نه کړی شوه. زمونږ د بارک په مينځ کې ودرېدو او پښه يې ځمکې له راخلاصه کړه او ويې ويل چې زه دا نه غواړم» زه د يو څو منټو دپاره دوی له راځم هر چا له په کار دي چې په هغه وخت کې خپل ځای کې ناست وي او زما د تلو نه پس چې څه کوي هغه دې کوي. زمونږ د سیاسي وروڼو د ده متعلق به هم شاید دا ځيال و. چې دی به هم لکه د ميا صاحب په شان چشم پوشي کوي. مازیګر داروغه راغی او زمونږ ټولو سیاسي وروڼو ته يې د صاحب حکم واورولو. هر سړی د صاحب د خيال نه خبر شو.د پر ېډ په ورځ چې سپرنټنډنټ زمونږ بارک ته راشی نو ټول خلک د بارک د ننه پخپلو کډو ناست وو.د دې په ليدو زه ډېر حېران شوم.څه وخت چې سپرنټنډنټ ووتلو نو ما د دې وروڼو نه پوښتنه وکړه اوورته مې ووې چې داسې معلومېږي چې تاسو هم اوس زما په شان خوشامدګر شوئ. ځکه چې د اول سپرنټنډنټ په وخت کې نه کېناستئ او که ما به درته ووې نو تاسو به راته وې چې مونږه ستاسو په شان خوشامدګرنه يو. لیکن نن ځو تاسو هم د ننه کېناستئ او کوم کار چې درته پرون بدښکارېدو نن څنګه ښه شو بل پريډ باندې چې بيا سپرنټنډنټ راغی نو بعضې خلک وکتابونه مځ ته نيولي وو دايې هم پرې بند کړل او حکم يې وکړو. چې زه کوم وت راځم هغه وخت کې کتابونه مه ګورئ. د دې نه پس د پريډ په وخت کې کتابونه کتل هم بند شو شاید چې که دا کار زمونږ مخکې سپرنټنډنټ کړی وی. نو چې زمونږ وروڼو به ورسره څه کول چونکه دا يو انګرېزو او بيا ورسره زور هم و .په دې وجه په چا کې دا جرات نه و. چې د ٩ مس .0/201م ردهه)؟ زما ژوند او جد وجهد هغه برخلاف يې قدم پورته کړی وی . افسوس په دې دی چې مونږ سره څوک ښه سلوک کوي. هغه ته نېغ يو او چې څوک مو سر په ډنډه وهي. نو هغه ته ټيټيږو او دا ډېر خراب عادت دی او مونږ ته داسې عادتونه پرېښودل په کار دي. لږې ورځې پس يې داروغه هم بدل کړو. ځو د ده په ځای چې بل داروغه راغی هغه هم ښه سړی و اومونږ سره یې شریفانه سلوک کولو. په دې کشمکش کې زما د علاج د پاره د لاهور ته د تللو حکم راغلی و. لیکن جېل والاو زمونږ نه پټ ساتلی و او مونږ يې پرې خبر کړي نه وو زه په بارک کې ناست وم» چې وختي سحر يو نمبر دار راغی او ماته يې ووې چې داروغه صاحب درته نارې وهي. زه سم د لاسه هغه سره روان شوم ولې چې زه خبر نه وم چې زما د بهر تللو حکم راغلی دی چې دفتر ته ورسېدو پولیس ولاړو. زما شک راغی چې شاید زما د بدلۍ حکم راغلی دی او ما د علاج دپاره لاهور ته بيايي د ور رسېدو سره داروغه صاحب هم راته دا ووې چې ستا د بدلۍ حکم راغلی دی او ته به د سپاهیانو سره لاهور ته ځې. ما ورته ووې چې کم از کم ما له ځو دومره اجازت راکړه چې دغه خپل ملګري خبر کړم او رخصت ترې واخلم. ځکه چې زه راتلم خبر نه وم» ما ترې رخصت اخيستی نه دی. لیکن داروغه صاحب زما د دې خبرې نه انکار وکړو او ما ته يې ووې چې زه ستا تلل مناسب نه ګڼم او که چيرې ستا هلته څه سامان وي نو سړی به ولېږم». چې هغه تا له راوړي ما ورته ووې چې زه ځو د «سي» ۵) کلاس قيدي يم زما به د څه سامان وي. زه خو صرف درخصت اخيستلو دپاره ورځم خو ده اجازه رانه کړه او چه څه سسیییتڅر مې 0016 ٩0٨ زما ژوند او جد وجهد وخت زما سیاسي وروڼه زما د بدلېدو او په دې طريقه زما د بوتللو نه خبر شوي دي نو هغو غریبانانو هم ډېر کوششونه وکړل چې يو بل سره مو ليده کاته وشي. لیکن افسوس چې په هېڅ شان مو د يو بل سره ليده کاته ونه شو. چېل والاو دومره مهرباني ضرور ما سره وکړه. چې ماته يې په پښو کې بېړۍ وانه چولې او يا به په پنجاب کې سیاسي قيدي ته زمونږ د صوبې په شان د بېړو لګولو حکم نه وي. ځکه چې زمونږ په صوبه کې د سیاسي قيدي دپاره څه کلاس هم نشنه او دوۍ سره هم د اخلاقي قيدیانو په شان سلوک کېږي او چې څنګه يو اخلاقي قيدي په سي کلاس کې وي چې کوم ځوراک يا کومه جامه هغه له ورکېدی شي هم هغه خوراک او هم هغه شان جامه سیاسي له ورکېدی شي او هغه سره چې څه سلوک وي د سیاسي قيدي سره هم کېږي او دلته خو په پنجاب کې سپېشل کلاس دی او دلته د سي ()) کلاس د قتيدي په جامه اوخوراک او په سلوک کې ډېرفرق دی. پولیس زما په دواړو لاسونو کې اتکړۍ واچولې د دروازې نه بهر ټانګه ولاړه وه. زه يې پ ههغه کې کېنولم او سټېشن ته يې روان کړم. چې څه وخت د اباسين غاړې ته ورسېدو نو جهاز تيارو. مونږهم په کې سواره شو او په ځیريت سره پورې وتو د سيین غاړې ته نژدې د رېل سټېشن دی. چې سټېشن ته ورسېدو نو ټکټونه مو واخيستل په رېل کې سپاهیانو يو سېټ خالي کړو او زه يې په کې کېنولم اوس په خلکو کې هغه جوش او ځروش نه ‌و. کوم چې په ابتداء کې و. د ځلکو د رويې نه معلومېده چې تحریک بالکل مړ شوی دی. په دې وجه مونږ ډېر په ارام خپل ددد :1 سا 06/۴۳06 زما ژوند او جد و جهد سفروکړو او په سبا له مونږ لاهور ته ورسېدُو» زه يې د سټېشن نه پياده جېلخانې ته بوتلم دلته هم قلاره قلاري وه. په خلکو کې د تحریک متعلق هېڅ قسم جوش او جذبه نه وه. جېلخانې ته ورسېدو او پولیس زه جېل والاو ته په حواله کړم او هغوی رخصت شول. د دې پولیس والاو ما سره ډېر ښه سلوک و او د هېڅ قسم تکلیف يې ماته راکړی نه و. بلکې زما د ارام دپاره يې کوشش کړی و. چېل والاو زه يو نمبردارته په حواله کړم د ټولو نه اول هغه زه ګودام ته بوتلم او ما چې کومې جامې اغوستې وې او ما له په ډېره غازي ځان کې زما د قد مطابق جوړې شوې وې»نو هغه يې رانه واخيستې او د سرحد په شان نورې د تماشې جامې يې راکړې. چې د هغې په اغوستو زماء نه يو عجیبه څیز جوړ شو په دې جامو کې او د سرحد د جېلخانو په جامو کې څه فرق نه و. زه به درته د دې جامو نور څه ذکر وکړم ما ته په کې ځان يوه تماشه ښکارېدهنو معلومه نه ده چې خلکو ته به په کې څنګه ښکارېدم او بيا يې بوتلم او اخلاقي قيدیانو سره يې په يوه چک ۍ کې بند کړم او وريسې راپسې جرنده کړو. دا د زړې زمانې کچه او د خټو جوړې چکۍ وې.ځای په ځای په کې چاودونه وو او چرته په کې د رڼا او هوا دپاره روشندانونه نه وو. زه د علاج دپاره دغې جېلخانې ته لېېلی شوی وم. بله داچې په دغه جېلخانه کې ډېر سیاسي قيدیان وو اود هغو بېله احاطه وه په ځای د دې چې زه يې د هغوی سره بند کړی وی زه يې دلته د اخلاقي قيدیانوسره په يوه چکۍ کې بند کړم. مابه په زړه کې وې چې زه خو يې د علاج د پاره دلته ٣۳٢ 4٢٨٨٨٢ ‏زما ژوند او جد وجهد‎ ‏رالېږلی يم او په دې ګرمۍ کې په داسې چکۍ کې د‎ ‏اخلاقیانوسره بندولء دا به زما صحت ته ښه فايده ورسوي؟‎ ‏چې مازیګر شو نو ما پسې يې ور پرانيستو او زه يې صرف‎ ‏دومره بهر کړم چې بنګي زما د چکۍ نه د بولو ګمله را وايسته‎ ‏او صفاه يې کړه او د شپې دپاره د اوبو منګوټی يې ډک کړو او‎ ‏کېښوده او لاړ. ماله يې په يو تور بالټي کې نګولی او ډوډۍ‎ ‏راوړه او په تندۍ سره يې بيا په چکۍ کې بند کړم جرنده يې را‎ ‏پسې واچوله او دوی رانه لاړل. هغه ډوډۍ دچا زړه ته کېده؟‎ ‏هغه انساني خوراک ځو نه و. بله دا چې زه ټوله ورځ په چکۍ‎ ‏کې بند وم ډوډۍ مې څنګه زړه ته شوې وی. لیکن بيا هم څه نه‎ ‏څه په زور زور مې تېره کړه اخر دا چې شپه راغله او زه اوده‎ ‏شوم. د هغو چاودونو نه کيرړې ماشي او مېږي را خواره شو او‎ ‏په چیچلو يې په ما ګوتې پورې کړې. بل طرف ته دومره ګرمي‎ ‏وه چې وب ترې چا کولی نه شو .که چرته لږې سترګې به مې‎ ‏ورغلې نو د بدلۍ پیره دار به راغی او هغه به راویښ کړم.‎ په جېلخانه کې درې درې ګهنټې پس پيره بدليږي. نو چې نوی پيره دار راشي تاته به اواز كوي او تر هغه وخته پورې به لګيا وي. چې تا ورله اواز ورکړی نه وي او د هغه تسلي ونه شي چې سړی په چکۍ کې موجود دی. چېرته تللی نه دی په جېلخانه کې د قيدي غریب د هېڅ قسمه د ارام خيال او فکر څوک نه کوي. په دې طريقه شپه تېره شوه سبا شو سحر وختي يو نمبردار راغی زه يې د چکۍ نه بهر کړم او چکر ته يې بوتلم» هغلته نور قيدیان جوړه جوړه ناست وو او زه يې هم هغوی سره کېنولم. زه يې هم بل قيدي سره جوړه کړم اومونږ ته اروقا ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژوند او جد و جهد ‏د خوځېدو يا ودرېدو قدرې اجازت نه و. دا ځای ډېر مزېداراو ګېرچاپیر ترې ډېرې ونې ولاړې وې او هرې يوې ونې سره يوه ګديله تړلې وه او يو يو سړي ورته بینت په لاس ولاړو او په ډېر زور سره به يې هغه ګدیله وهله د دې په ليدو زه حيران شوم ولې چې ما دا کيسه چرته په نورو جېلخانو کې ليدلې نه وه. د ملګرو قيدیانو نه راته معلومه شوه چې دا قيدیان دي او د بینتونو وهلو چل زده کوي. چې د ضرورت په وخت کې قيدیان په ښه شان په بینتونو ووهلی شي په دې کې ګورو يو ګوره قيدي يې دې ځای ته راوست د هغه د جامو نه دانه معلومېده چې ګنې دی قيدي دی ښه پتلون. ښه کوټ او ښه ټوپۍ(11۸1 يې په سر وه. هغه يې نه زمونږ په شان جوړه کړو او نه يې کېنولو هغه خپله ټېلايي کوله چې په دې کې داروغه راغشی لیکن دې ګوره د داروغه هېڅ پروا ونه کړه.داروغه صاحب د ټولو نه اول د هغه په ټکټ د ستخط وکړو د هغه د رخصت کېدو نه پس معلومه شوه چې دا يو ګوره دی او په زبر زنا کې قيد شوی دی. لیکن باوجود د دې سم ذليل او ظالمانه جرم د هغه سره د سړیتوب جامې د سړیتوب ځوراک او د سړیتوب سلوک و اومونږ چې د خپل قوم» ملک او د اسلام په خدمت کې بې ګناه قيد يو او هېڅ جرم مو کړی نه ونو مونږ سره د دې قسم سلوک و چې انسان خو پرېږده شاید چې ځناور سره به هم چا کړی نه وي.څه وخت چې دا روغه زما ټکټ وکتو او د ستخط يې کړو او ورته داهم معلومه شوه چې زه سیاسي قيدي يم او د علاج دپاره راغلی يم د دې دپاسه بيا يې زه واپس هغې چکۍ ته ولېږلم او په هغه چکۍ کې يې ‏سددوددد د لس ۴ سوا 0٩06/۳0٨6 زما ژوند او جد و جهد بند کړم دا داروغه مسلمان و او ځیرالدين ځان يې نوم و. ما په ټولو جېلخانو کې ليدلي دي چې مسلمانان د پیرنګيانو ډېر وفادار دي او د پیرنګيانو د خوشحالۍ دپاره سیاسي قيدیانو سره هر قسم بد سلوک کوي. زما د راتلو نه چې سیاسي قيدیان خبر شوي دي. چې هغه راغلی دی او په چکۍ کې بند دی.د دې په اورېدو سره هغوی کوشش کړې او داروغه ته ورغلي دي او هغه ته يې ويلي دي چې دی خو سیاسي قيدي دی تا د اخلاقتي قیدیانوسره څنګه بند کړی دی؟.دی خو مونږ سیاسيانو سره بندول په کار دي. په دې سیاسيانو کې د پنجاب لوی لوی ليډران مسلمانان او هندوان وو داروغه صاحب د هغوی نه یرېده. نوپه دې وجه زه يې د سیاسیانو هغې احاطې ته بدل کړم دا ځاى ډېر ښه و .يو څو ډېرلوی و بل په کې ډېرې ونې او سیوری و.چکۍ او بارکونه يې پاخه او هوادار وو او هوا به په کې هم لګېدی شوه. زما د راتلو نه چې به څوک سیاسي وروڼه خبرېدل هغوی به زما کتو ته راتلل اوما سره به يې ګړه بړه کوله دلته د هر خيال د هر مذاق او هرې عقيدې خلک وو او د دوی صعبت زما دپاره يو لوی غنیمت و. ما به هر چا سر ه تبادله خيالات کوو او د هغوی د علمي خبرو او تجربو نه ما ته ډېره فايده ورسېده. زما مشثال د مدرسې د يو طالب علم و او ډېر ښه وځت مې د دوی سره تېريده او د دوۍ د صحبت نه ما ډېر څه حاصل او زده کړل او تجربه اومعلومات مې زيات شول. په دې جېلخانه کې مونږه څلور کسه د خلافت قيدیان ووء چې يو اغا صفدرو. بل ملک لال ځان و او دريم يو رضا کار و. چې غلام محمد يې نوم و او ا- سا 0007165( ٧//۸۸//.00126015)خ۵#|‎ ))سسپنسسنکنن‎ زما ژوند او جد و جهد څلورم زه وم او د کانګرس ډېر قيدیان او ليډران وو. مانه د نورو نومونه هېر دي يو د لاله لاجپت رای نوم راته ياد دی. په کانګرس کې چې څومره خلک قيد وو هغه ټول هندوان وو. ډېر ښه ځلک وو او ما سره يې ډېره مينه اومحبت و. څلور ورځې پس زه يې دفتر ته وبللم او سپرنټنډنټ ته يې پیش کړم هغه زما غاښونه او أورۍ وکتلې هغه هم ډاکټر و او ويې ويل چې زه په دې باندې نه پوهېږم. په دې باندې يو د غاښونو ډاکټر (608 ع5807 لعامه0 پوهېدی شي دا د هغه کار دی ماته يې ووې چې ته ځپل خرڅ باندې ډنټل سرجن را غوښتی شې. ماله يې د علاج کولو اجازت راکړو چې ته پخپل خرڅ باندې ډنټل سرجن را وغواړه چې ستا علاج وکړي. زه چې واپس ځپل بارک ته راغلم دا کيسه مې سیاسي قيدیانو وروڼو ته وکړه هغوی زما دپاره د ډاکټر د راغوښتو انتظام وکړو او د ډاکټر پريم نات ډنټل سرجن د رابللو فېصله يې وکړه. سبا له جېل والاو د ټېلېفون په ذریعه هغه له خبر ورکړو او د خبرېدو سره هغه جېلخانې ته زما دکتو دپاره راغی زه يې چکر ته بوتلم او د داروغه په موجودګۍ کې يې زما د غاښونو او أورو ملاحظه وکړه هغه زما په حالت ډېر افسوس ظاهر کړوء چې حکومت د خراب خوراک په وجه ستا صحت بالکل خراب کړی دی او برباد کړی دی. په ډېرې مینې او محبت سره يې زما غاښونه اوأورۍ په ښه شان سره صفا کړل او کوم غاښونه چې خراب شوي وو هغه يې وايستل او د مخکې د پاره دهغې دارو او د استعمال طريقه يې راته وښودله او ډېر تحقيق يې را باندې وکړو. چې باقاعده دې خپله وله صفا کوه که نه ټول ٧ زما ژوند او جد وجهد غاښونه به دې برباد شي او بل يې زما دپاره د خوراک تجویز وکړو. چې همېشه سېزي او هر قسم تازه مېوه ځوره بلکې دايې زما په ټکټ درج هم کړل او داروغه صاحب ته يې ووې چې دارو د دې مرض دپاره دومره فايده مند نه دي. لکه دا خوراک چې فايده مند دی. د ډاکټر ښه همت .همد ردۍ»ء شرافت او محبت چې کوم اثر زما په زړه کړی دی هغه تر اوسه پورې زما د زړه نه وتی نه دی او نه زما نه هېر دی. د رخصتېدو په وځخت ما ورته ووې چې زه عريب نه يم جېلخانه کې مې روپۍ جمع دي د فیس بود را باندې کېږي دا به ستا مهرباني وي. چې ستا څومره فیس کېږي. هغه ته ما نه واخلې؛ هغه د دې خبرې نه انکار وکړو او چې څه وخت دا خبره ما ورته دوباره وکړه. هغه ماله دا جواب راکړو: «ماله به شرم نه راځي چې زه د داسې خلکو نه فیس واځلم چې هغوی د قوم او د ملک د ازادۍ. ترقۍ او بهبودۍ دپاره جېلخانو ته راغلي دي او زمونږ دپاره د دې قسم تکلیفونه او مصیبتونه برداشت . کوي. نو که چيرې مونږ دومره قرباني نه شو ورکولی چې جېلخانو ته لاړ شو دا خو کولی شو چې د خدای د پاره د هغوی خدمت وکړو.د دې په اورېدو زه هم چپ شوم او ما بله خبره ونه کړه هغه رانه رخصت شو او زه واپس خپل بارک ته راغلم او دا ټوله کيسه مې خپلو ملګرو ته وکړه. د دې جېل داروغه چې د هغه نوم خیرالدين ځان و .ډېر چالاک. هوښيار. تجربه کار او ډېر رشوت ځور و او سپرنټنډنټ يې داسې په لاس کې وء.چې د ده به څه زړه غوښتل هغه به يې کول او چې سپرنټنډنټ به يې کوم خوا روانولو نو هغې ځواله به هغه ٧ 4٢٨٨٨٢ ‏زما ژونداو جد وجهد‎ ‏روانېده او چې چا ته به يې زړه غوښتلء» پۍ. ماسته. ډبله‎ ‏ډوډۍ اوغوښه يې ورته لګوله. حالانکه داکار د سپرنټنډنټ‎ ‏دی او اکثر دا څیزونه د هغو خلکو دپاره وي. چې څوک‎ ‏ناجوړه وي. لیکن ده به سپرنټنډنټ باندې دا څیزونه د روغشو‎ ‏خلکو د پاره لګول. په سیاسي قيدیانو کې چې څومره د سر‎ ‏خلک وو او د چا به لر . ډېر رسوځڅو اوخپل اواز به يې‎ ‏اخباراتو ته رسولی شو. دهغو ټولو نه یرېده هغه ټولو له يې‎ ‏څه نه څه ورکول او ددې نه علاوه په ملاقاتونو کې او خطونو‎ ‏او کتابونو کې به يې هم ورسره رعايت کولو او د ځان یې‎ ‏ملګري کړي وو. لیکن کوم سیاسي قيدیان چې بې اسرې وو‎ ‏او چا يې اواز اورېدۍ نه شو. نو د هغوی دپاره باوجود د‎ ‏ناجوړتيا نه هم څه نه وو او چې چا به د داروغه صاحب‎ ‏خوشامندې کولې او د خپلو وروڼو خبرې به يې افسرانو ته‎ ‏رسولې شوی. هغه به که غشټ کټ و داروغه صاحب به د هغه‎ ‏ټکټ واخيست او چې څه به يې زړه غوښتل هغه به يې‎ ‏خلک ځانته محتاجه کړي وو او هغه سړي به د داروغه صاحب‎ ‏د رضا کولو او خوشحالولو کو شش کولو.دا ماته د سیاسي‎ ‏قيدیانودپاره ډېر د ذلت او د شرم خبره ښکارېده. . پرنټنډنټ‎ ‏بالکل یو ګوګُوو بغیر د داروغه نه به یې څه نه کول.‎ اکثر سپرنټنډنټان هم داسې وي ما چې څومره د جېلخانو سپرنټنډنټان ليدلي دي د ټولو دغه يو شان حال وي. زه خو په دې نتيجه رسېدلی يم چې سپرنټنډنټانو ته بالکل هډو ضرورت نشته دی دا ځو په جېلخانو باندې بوج دی. ځکه چې سبسطسچظچ0-0 ریش - پس 01۷,۸۴ 0016/٧٩٨6 زما ژوند او جد و جهد په جېلخانه کې هم هغه کېږي چې څه داروغه کوي دا لویې لویې عهدې پیرنګيانو د خپل قوم دپاره ساتلې دي. د جېلخانو دا سپرنټنډنټان به اکثر سول سرجنان وو او سپرنټنډنټ هېچرې ډاکټر مقررول پکار نه دي. ډاکټر جدا سړی په کار دی. چې د هغه د قيدیانو او د جېلخانې انتظام سره څه غرض نه وي او په ولايت کې انګرېزانو پخپل ملک کې د جېلځانو د پاره هغه طريقه اختياره کړې ده.ولې چې ډاکټر سپرنټنډنټ وي نرهغه اکثر د جېلخانې د انتظامي معاملاتو په وجه د ناجوړه او کمزورو قيدیانو حق تلفي کوي او مریض ته د مریض په سترګه نه ګوري. زمونږ په احاطه کې به چې څه وخت داروغه صاحب رادننه شونوهر چا به دا کوشش کولو چې ځان ورته د نورو نه ړومبی ور ورسوي او سلام ورته وکړي څوک چې به خبرېدل هغه به د داروغه صاحب په خدمت کې حاضرېدل او د داروغه صاحب نه به چې چا پېره جمع شول سړي ته به مېله او تماشه معلومېده.چونکه ما ته دا کار ښه نه ښکارېده. زه د خپل ضمیر نه مجبوره وم ما به په دې کې څه حصه نه اخيسته. دانه چې ګني داروغه صاحب نه زه ځپه وم. يا مې د هغه سلام نه کولو .داسې نه وه. ماله چې به نژدې راغی»نو سلام به مې ورته ک وُو خو د سلام دپاره به ورپسې ورتلم نه. نو په دې خبره شاید داروشه صاحب زما نه خپه و او باوجود زما د کمزورتيا اوناجوړتيا زما په ټکټ چې کوم پۍ ډېره غازی ځان کې لګېدلي و. هغه يې هم بند کړې او ډېنټل سرجن چې زما دپاره وم خوراک اجازت کړی و هغه يې هم ماته نه راکولو. زما ۳۹ 0016/٩۳06 زما ژوند او جد و جهد ملګرو دومره جرات وکړو. چې داروغه صاحب ته يې ووې چې کوم ځوراک دده دپاره ډاکټر صاحب تجویز کړی دیء مهرباني وکړئ هغه دده دپاره جارې کړه. هغه ورله جواب ورکړو . چې دی دې سپرنټنډنټ صاحب ته ووايي. زه پوه شوم چې د ده زړه نه دی. ولې چې ما ته معلومه وه چې سپرنټنډنټصاحب خو د ده په لاس کې دی او بغير د ده د وینانه څه نه کوي. لیکن زه دې ځپلوملګرو مجبور کړم. چې ته ضرور هغه ته اووايه. بله ورځ چې زه سپرنټنډنټ صاحب دفتر ته وغوښتم ما ورته ووې چې تا ته به معلومه وي چې ډېنټل سرجن زما په ټکټ زما دپاره د غاښونو د مرض د علاج په طور خوراک لیکلی دی او راته يې ويلي دي چې دا ستا د مرض دارو دي دا خوره.دا به ستا مهرباني وي. چې دا خوراک زما لپاره مقرر کړې او يا ماته اجازه راکړې چې په خپلو پيسو دا خوراک ما ته را کېدی شي. یعنې زه يې پخپلو پيسو را غواړم. هغه د دې دواړه خبرونه انکار وكړو او ما ته يې ووې چې زه يې مناسب نه ګڼم چې تا له يې درکړم. ما ورته اووې چې تا ته به ياد وي چې تا ماته ویلي وو .چې زه د دې مرض ډاکټر نه يم او نه پوهېږم نو چې ته بيا په دې پوهېږې نه. نو ته بيا څنګه يو خوراک مناسب أو بل ځوراک نا مناسب ګڼې. نو بيایې د| ځواب و چې د ځوراک په معامله پوهېږم او ماته د دې هېڅ ضرورت نه ښکاري. ما په زړه کې دا خيال وکړو . چې کوم ځای انصاف نه وي اونه څه قاعده او قانون وي. هغه سره زيات بحث کول څه فايده مند نه وي. په دې وجه زه چپ شوم او بهر ته راووتم او خپل بارک ته لاړم په دې جېلخانه کې ډېر پښتانه ۴-٧-000ننننن‏ نن ")ام هوهو 000/۲ م.٧‏ ٥٥م‏ زما ژوند او جد و جهد وو. لیکن زمونږه احاطې ته به راتللی نه شو کله نا کله به یې په مونږه د شپې پيره لګېده.هغوی ته به ماسره د خبرو اترو ډېره کمه موقع وه. دلته يو پښتون ملازم هم و. چې د دواوې د سوکړو د کلي و.د هغه پيره به د ورځې زمونږه په بارک لګېده. ډېر ښه سړی و. ما سره يې ډېره مينه وه باوجود د دې نه چې ما به منع کولو لیکن بياهم هغه به راته کله نا کله څه څیز راوړه. زه په جېلخانه کې د پټو څیزونو سخت مخالف يم. ولې چې په دې باندې په سړي کې کمزورتيا او بزدلي پيدا کېږي. ما به ډېر پوهه کولو او منع کولو هغه نه منع کېده هغه سره به زما ښه ګپ شپ لګېدو هغه تازه د ملک نه راغلی و او ماته به يې د ملک قصي کولې د هاړ پشکال ورځې وې .ګرمي ښه په زور کې وه.د ورځې ځو به لا څه ډېر تکلیف نه و.ولې چې ډېرې مرضي وي اوسیوری وو.ولې د شپې تېرول ګران و.ځکه چې بارک کې به بند وو اکثر به د دولسو بجو پورې د ګرمۍ دلاسه چاته وب نه ورتللو .خو چې شپه به لږه پخه شوه.نو بيا به ماشو په عذابولو ځکه چې لاس پښې به مو ورته بربنډ وود پټولو څه شی نه و. چې د ماشونه مو ځان پټ کړی وی.ولې چې د قيدي اوړی.ژمی اغوستن کمبل دی او په ګرمۍ کې څوک ځان ته کمبل نژدې کولی نه شي. زه د يوې میاشتې پورې په دې جېلخانه کې وم او دې خلکو سره مې ډېرې ښې شپې ورځې تېرېدې چې په دې کې يې واپس ډېره غازي ځان ته بدل کړم».چې څه وخت زه د ډېره غازي خځان جېل ته ورسېدم نو ماته معلومه شوه.چې د جېل والاو او سیاسیانو په مینځ کې جوړه شوې وه. جېل والاو هغه د سیاسیانو بارک 7سدددودتدتعدتص صځ7177١فښاان-س‏ سکس 6ق)1/.001260151/١۸۸٧‏ /(0007165 زما ژوند او جد و جهد ته ولېږلم. ټول راته را غونډ شول او زما په ليدو سره هغوی ډېر خوشحاله شول راترغاړه وتل او په ډېره مينه يې راسره ستړي مشي وکړل. زما مهريان لاله دوني چند چې د هغه د جېل نه وتلو کې لسږې ورځې پاتې وې راته يې وويل شکر دی چې ته راغللې او ومې ليدې.ګوندې ستا په دې طريقه جدايي او د نه ليدو ارمان به مې په زړه پاتې شوی و.سبا لا چې سپرنټنډنټ راغی نو د ټولو نه اول ورسره لاله دوني چند زما د خرابو جامو ذکر وکړو او ورته يې وويل چې کم از کم ده له دې د ده د قد مطابق جامې ورکړی شي او بيا يې ورته زما د خوراک لپاره ټکټ ښکاره کړو. هغه زر داروغه ته حکم ورکړء چې ده له دده د مېچ مطابق جامې فوراً ورکړئ او که چرته ګودام کې نه وې نو ورته يې جوړې کړه او زما په ټکټ يې نیم سیر شوده او يوه چيټاکۍ کوچ زما د ځوراک دپاره وليکل. زما د راتلو نه څو ورځې وروستو روژه راغله څه وخت چې روژه رانژدې شوه.نو زمونږه هندوانو ملګرو سپرنټنډنټ سره وليدل او هغه ته يې د روژه دارو لپاره د هر قسم ارام رسولو او باقاعده انتظام کولو عرض وکړو. سبأً له چې څه وخت سپرنټنډنټ راغشی نو هغه تپوس وکړو . چې څوک څوک به روژې نيسي او دا حکم يې وکړو چې څوک روژې نيسي هغوی ته به د خپل ځوراک نه يو سیر شوده او يوه چيټاکۍ غوړي زيات ورکېدی شي او د پېشمني لپاره به د تازه ځوراک انتظام هم وکړی شي. مونږه دده د دې مهربانۍ شکریه ادا کړه او هغه زمونږه د بارک نه رخصت شو. مونږه ټول شپږ مسلمانان وو په دې کې دوه کسانو د روژې نیولو نه معذرت ښکاره کړو چې په هغې کې دد دس ":0 ‎6٢‏ م١۷‏ ۵ه ‏زما ژوند او جد وجهد يو بېرسټر و او بل طالب العلم و. مونږه څلورو کسانو په روژو نیولو باندې لاس پورې کړ. ‏د ډېره غازي ځان د هاړ او پشکال ګرمي اسان کار نه و.لیکن د خدای په فضل مونږه ته هېڅ تکلیف ونه شو او روژه په ارام او خوشحالۍ ختمه شوه او اختر راغی.د قيدیانو غریبانانو به څه اختر وي.د اختر نه پس لاله دوني چند انبالوي او خان عبدالرشید خان خلاصېدل مونږ ټولو سیاسي قيدیانو ورله په خپل بارک کې د يوې پارټۍ او :اډرس ((۵66:485)) ورکولو انتظام وکړو. په پارټۍ کې څو کسانو تقریرونه هم وکړل او د هغوی خدمات او قربانۍ يې خلکو ته اوستایلې. په اخر کې لاله دوني چند اوځان عبدالرشید خان د ټولو روڼو شکريه ادا کړه او وعده يې وکړه چې مونږه به د قوم او ملک هر قسم خدمت کولو ته تيار يو او په ډېره مینه او محبت سره ‏ډېره غازي خان د اب و هوا په لحاظ ډېر خراب ځای دی. ګرمي په کې ډېره زیاته وي. بارانونه په کې نه کېږي. کال کې يو وار يا په دويم کال به باران وشو او د اوبو د باران په ځای د خاورو بارانونه ډېر وي او کله کله به داسې سیلۍ راغله چې دوه. دوهء درې» درې شپې به خاورې ورېدلې. د صحت لپاره دا د خاورو باران ډېر خطرناک و.داسې يوه نرۍ او باريکه دُوړه به د اسمان نه راورېده چې ليدی به نه شوه. لیکن چې ګیرچاپيره به دې هر څه ته کتل نو هر څه به د دوړو نه ډک وو. څه وخت چې به دا دُوړه شروع شوه نو نمر به يې پټ کړو او د ورېځو په شان به رڼه ورځ تياره شوه د دې ژول نه ځان ساتل ‎0٩-1100 0-099 ٢ ٢ ‏دت فد‎ زما ژوند او جد و جهد ناممکن و .ځان ځو پرېږده چې خوراک بچ کول ناممکن و چې څه به دې خوړل هغې کې خاورې وې. چې لاړې به دې توکلې هغه به د ځاورو نه ډکې وې. چې پوزه به دې سوڼوله هغې کې به ځاورې وې. نه ترې د چا جامې بچ کېدی شوې او نه ترې بستره پاکه پاتې کېدی شوه چې سحر به د خوبه راپاڅېدٌو چې په بستره به څنګه اوده شوي وو هم هغه شان چاپ به پرې پاتې ووء هر چا به خړمځ. خړ غوږونه نيولي وو. هر سړی به تماشه و چې يو بل ته به مو کتل نوخندا به راتله او بيا ماته ډېر تکلیف په دې و. چې ماسره د نورو په شان ډېرې جامې نه وې ماسره يوه جوړه جامې وې ځکه چې د «سي» کلاس قيدي لپاره په شپږو میاشتو کې د يوې جوړې د ورکولو حکم و او داهر وخت وینځل او وچ ول او بيا د دُوړو نه بچ کول ناممکن وو .ددې نه علاوه د دوړو نه ډکې سیلۍ به هم کله نا کله راتللې. لیکن د دې ټولو نه زيات د تکلیيف نه ډک يو بل ګرم باد وء چې ټوله ګرمۍ کې به باقاعده چليده. د سحر د اووه بجو نه به شروع کېده او د څلورو بجو پورې به و.دابه دومره ګرم و. چې په مخ به دې ولګېدو نو تابه ويل چې اور دی او د وجود هره څرګنده حصه به يې سوزوله. د دې دلاسه به اخلاقي قيدیانو ته ډېر زيات تکلیف وو او بيا خاص چې کومو قيدیانو به په نمر يا په باغ کې کار کولو. هره ورځ به څلور پنځه کسان بېهوشه کېدل ګرمۍ به وهل کله نا کله به د ګرمۍ دلاسه يو دوه مړه کېدل. مونږ به ټولې دروازې د خپل بارک بندې کړې وې.د څلورو بجو نه به مخکې د بارک نه راوتلی نه شو. په بارک کې به د ننه هم دومره ګرمي وه چې څوک به د ۴ زما ژوند او جد و جهد 1 - ګرمۍ نه اوده کېدی نه شو او د هر سړي نه به خولې داسې بهېدې چې تا به ويل چې اوس د سین ته راوتلی وي. د شپې به هم ډېره ګرمي وه. لیکن ګرمۍ سره به ګذاره کېده. د دغه سیلۍ نه بچ کېدل ګران وو او ما سره ځو د ځان د پټولو هم څه نه وو. کمبل خو وه. هغه مو د ګرمۍ په وجه ځان ته رانزدې کولی نه شوه نو زه خو به ورته د خدای په تکيه پروت وم د پنجاب په جېلخانو کې د دې نه خرابه جېلخانه بله نشته ځکه يې سیاسي قيدیانو ته دا خوښه کړې وه او دې ته به قيدیانو د پنجاب تورې اوبه ویلې د کومو ملازمانو نه به چې څه قصور وشو نو هغه به يې دې جېلخانې ته رالېړل. د ‎٢‏ مع کال د اګست د میاشتې اخرې ورځې وې مازېګری و. زه په ځپل بارک کې ناست يم او ماته يې يوه لفافه راکړه. لفافه کې د ننه يو خط و. چې هغه مې پرانست نو هغه مې د مور خط و .چې کلي نه يې ما ته را لېږلی و. په ليدو يې ډېر زيات خوشحاله شوم ولې چې زما خپلې مور سره ډېره مينه وه او دهغې هم زه ډېر خوښ وم. په هغې خط کې د دعا او ځیریت نه پس يې ماته لیکلي وو .چې الله تعالی په تاباندې ډېره مهرباني کړې ده. تا له يې زوی درکړی دی. دا خط ما تاته د دې لپاره لیکلی دی چې اول تا ته مبارکي درکوم او بيا ستا رايه معلوم کړم چې هغه له څه نوم کېږدو. ځکه چې مون دا فېصله کړې ده چې هلک ته به نوم ته کېږدې. زه ددې په لوستو نور هم خوشحاله شوم او د خدای نا مې وويله اود خدای په درکې مې دا زاري وکړه چې اې الله تعالی زما دا بچی سره د دې نورو بچو نېک او صالح لوی کړې.ښه لر زما ژوند او جد و جهد اخلاق او علم ورکړې او د خپل مخلوق خادم يې وګرزوې ته يې ناصر حافظ او مددګار شې او د ظالمانو د هر قسم ظلم نه يې وساتې. نوم مې دده د پاره عبدالعلي تجویز کړو او په سبا له مې مور ته خط ولیکه او دا نوم مې په کې ورولېړه. د پرنګيانو حکومت يو ناپرسانه حکومت دی. هر انګرېز فرعون او د فرعون په شان خودمختاره دی. هر حاکم چې هر څه پخپل رعیت باندې وکړل ورپسې پرسان او تپوس نشته. زمونږ ملګرو کې ډېر داسې کسان وو. چې د هغوی نه دومره تعليم و .او نه يې څه دومره مالي حيثيت و. لیکن مجسټریټ ورله سپېشل کلاس ورکړی و او هغوی سره هغه سلوک و او زه يې په «سي» ()) کلاس کې قيد کړی وم او کال تېر شو ماسر ه هماغه د «سي» ()) کلاس سلوک وو او چا دې طرف ته فکر هم ته کولو. حالانکه ډېر خلک به زمونږه د کتو دپاره د حکومت له خوا راتلل چې د قيدیانو حال معلوم کړي او مناسب انتظام ورله وکړي خو ماته د چا فکر نه و او يا يې قصداً نه کولو. په ګرمۍ کې به بغير زما نه ټولو قيدیانو ته د بهر څملاستو اجازت و. خو زه به يوازې په بارک کې بند وم. يوه ورځ جېل والاو زه دفتر ته وبللم او راته يې ووې چې مونږ ستا دپاره دا تجويز کړی دی. چې تا د تورې وردۍ نمبر دار کړو. په دې کې به تاته دوه فايدې وي يوه دا چې ډبله معافي به درکېدی شي او ته به زر رها شې او بله دا چې تا ته به د بهر څملاستو اجازت وي. ستا کار به نور هېڅ نه وي صرف د دې سیاسي قيدیانو مشقت وړل او راوړل وي لیکن ما د دې خبرې نه انکار وکړو. ځکه چې دا زمونږ د اصولو نه خلاف وو. بب سیا 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد زمونږ اصول د حکومت سره عدم تعاون و اودا ځو يو قسم تعاون و او دا د يو سیاسي قيدي دپاره لويه د کمزورتيا خبره وه» چې بهر خو به يې حکومت سره امداد نه کوو. لیکن چې څه وخت جېلخانې له راشی نو بيا هم د هغه حکومت خوشامندګر او امدادي شي. دا يوه لويه ګناه او بد اخلاقي وه. دلاله دونی چند د رها کېدو نه څه موده پس چې په ملک کې انتخابات شروع شو او هغه د پنجاب اسمبلۍ ممبر منتځب شو. نو هغه په اسمبلۍ کې زما متعلق يوه لويه واویلا او شور جوړ کړلو او حکومت يې ملامته کړو چې ما سره تر اوسه پورې د«سي ()) کلاس د قيدي سلوک کېږي. حکومت جواب ورکه چې هغه ځو د سرحد قيدي دی. پنجاب سره يې څه تعلق نشته . نو ده ورته په جواب کې وويل چې نن ورځ خو هغه په پنجاب کې دی. چې په پنجاب کې د سیاسي قيدیانو سره څه سلوک کېږي. هغه دې د ده سره هم وشي. نو په ډېرو جګړو يې د پنجاب حکومت مجبور کړو چې يو حکم جاري کړي او زمونږ سپرنټنډنټ ته یې وليکل چې زما متعلق د سرحد حکومت سره خط و کتابت وکړي» سپرنټنډنټ صاحب ډېر ښه سړی و. ما سره يې ډېره همدردي وه. هغه فوراً سرحدي حکومت ته وليكکل.لیکن هغوی جواب ورنه کړو او چې ده پرې زور ولګولو او يادګیرنې به يې ولېږلې نو د وخت تېرولو د پاره به هغوی څه ګول مول ځواب ورکړو. ولی چې د هغوی مطلب ماله تکلیف راکول او زما صحت بربادول وو. په دې طريقه په خط وکتابت کې ډېره موده تېره شوه. لیکن لاله دوني چند ډېر زورور سړی و. هغه ودد ۴ 0 رونسششس#ګ۴۵سسسسښت- 4٢٨٨٨٢ ‏زما ژونداو جد و جهد‎ ‏دوی کله په قلاره پرېښودل او د هغه وخته پورې به يې‎ ‏يادګیرنې ورلېږلې. چې اخر يې زه پرې په سپېشل کلاس کې‎ ‏کړم. په دې وخت کې جېلخانه کې خبر شوم چې زما د ګرفتارۍ‎ ‏نه پس زمونه د اتمانزو د ازاد سکول طالب العلمانو په ټوله‎ ‏علاقه کې يو لوی مهم شروع کړی دی کلي په کلي به يې‎ ‏مولود شریف کولو ډېر خلک به ورته را غونډېدل. زما زوۍ‎ ‏عبدالولي به اول د قران شریف تلاوت وکړو بيا به ده او ماسټر‎ ‏عبدالکریم قومي نظمونه ووې او د هغې نه پس به زما مشر‎ ‏زوی عبدالغني ډېر ښه زړه نرمونکی تقرير وکړو. بيا به يې‎ ‏خلکو ته ووې چې پښتنو تاسو لږ شان فکر وکړئ. چې زما‎ ‏بابا دې پیرنګيانو ولې قيد کړی دی؟ د هغه څه ګناه ده؟ هغه‎ ‏خو نه قتل کړی دی. نه يې ډاکه کړې ده. نه يې بل څه اخلاقي‎ ‏جرم کړی دی. زما د پلار جرم دا و. چې ستاسو بچو له يې‎ ‏تعليم ورکولو او په تاسو کې د اتفاق او ورورولۍ. عزیزولۍ‎ ‏خواهشمند و.تاسو کې يې هغه رسمونه:رواجونه چې پښتانه‎ ‏پرې تباه کېدل.ورکول غوښتل تاسو يې د دنيا د مهذبو‎ ‏قومونو سره اوږه په اوږه ودرولۍ.دغه ګناه وه چې پیرنګيانو‎ ‏هغه قيد کړو او د«سي ()) کلاس سخت قيد يې پرې ولګولو.‎ ‏اوس مونړه او تاسو له په کار دي چې هغه کوم کار چې زمونږ د‎ ‏قوم د فايدې دپاره کولو جاري وساتو بلکې ترقي ورکړو نو‎ ‏پیرنګيان به پوه شي چې پښتانه را بيدار شوي دي. ویښ‎ ‏شوي دي. مونږه اوس په دوی ځپل مطلب نه شو کولی او نه یې‎ ‏دباوولی شو.‎ د دوی ددې خبرو په قوم ډېر اثر وشو او د سکول سره هر چا دنت 2-۴۸ - نن نن ٢٢٢۳---ھت‏ ھ ھت زما ژوند او جد و جهد 1 1 امداونه شروع کړل او سکول ډېره ترقي وکړه. ما چې دا خبرې واورېدې نو ډېر خوشحاله شوم د خدای شکر مې ادا کړو. چې زما قرباني بې ځايه او بې فايدې نه شوه او ټول قوم محسوسه کړه. چې باچا ځان زمونږه د پښتنو دپاره قیدونه تېروي. هر چا په دې خبره ډېر فکر او غور وکړو. ځکه زمونږ اصلاحي او تعليمي پروګرام ته تقویت ورسېدو. مونږ په دې جېلخانه کې پنځه مسلمانان وو. مونږ ډېره موده د خپلو ملګرو هندوانو او سکهانو له خاطره غوښه ځوړلې نه وه او نه زمونږه ياده وه. لیکن د سیالکوټ نه يو حکيم صاحب په دې تحریک کې قيد راغی»نو هغه به غوښه خوړله او زمونږ هم شوق پيدا شو او مونږ هم د غوښې د خوړلو د شروع کولو فېصله وکړه. حکيم صاحب مو چېل والاو له ورولېږه او هغه ورسره ټولې خبرې صفاې کړي.د جېل والاو دا رايه وه چې غوښه دې هم په دغه باورچي ځانه کې پخېږي. حالانکه داروغه هندو و. لیکن مونږه دا خبره خوښه نه کړه. ځکه چې بعضې خلکو د دې نه سخت پرهېز کولو. د هغوی د خاطره به مونږ په هسپتال کې خپله کټوۍ پخوله او خوراک به مو هم دلته په بارک کې نه کولو هسپتال کې به مو ځوړله. مونږٍ د خپلو ملګرو خوشحالولو د پاره دا کسه کوله. بل هله خوشحالولی شې چې په ځان تکلیف تېر کړې. لیکن زمونړږه بعضۍ وروڼو د دې دومره ناکام هډو څه قدر ونه کړو او څه وخت چې مون په اوله ورځ هسپتال له لاړو. نو هغوی زمونږ اضف "کت تت زما ژوند او جد و جهد 71 بر خلاف پراپېګنډه شروع کړه او ټول سیاسي وروڼه يې راته وپړسول حالانکه دوی کې اکثرو غوښه هم ځوړه. مونږ چې واپس راغلو نو مونږ ته د سیاسي وروڼو د رويې او خبرو نه معلومه شوه چې دوی زمونږ نه ډېر خپه او په غصه کې دي. ما ته د دوی دا حرکت ډېر ناجایزه ښکاره شو.زمونږٍ د هندوستان په خلکو کې دا يو لوی کمی دی. چې يو څیز زمونږه په خيال او عقيده کې خراب وي.نو د هغې هم زغم او برداشت کولی نه شود هرې عقيدې د خلکو نه هم په هغه شان توقع او ارزو لرُو. لکه زمونږ چې وي او دې ته فکر نه کوو .که چيرې دا څيز منع وي. نو زما دپاره منع دی د بل دپاره چې هغه زما د عقيدې نه دی څرنګه منع کېدی شي؟ د ايشيا د خلکو دا دعوه ده. چې مونږه مذهبي خلک يو او صرف په دنيا کې دلته مذهب پاتې دی لیکن څومره چې زما تجربه ده. نو ماته معلومه شوې ده.چې بېشکه د ايشيا په خلکو کې مذهب شته ځوهغه مذهب په نوم مذهب دی او د خدای او رسول" هغه ريښتینی مذهب نه دی.د ريښتینی مذهب نه دوی نا خبره دي. هر مذهب کې ازادي ده.رواداري ده او لوی نظري ده. لسیکن دوی ترې خبر نه دي او نه چا خبر کړي دي. حقيقت دا دی چې دا ټول اسماني مذهبونه د خدای مذهبونه دي او دنيا ته د اتفاق مینې او محبت او د خدای د مخلوق د ارام او خدمت دپاره راغلي دي. د هر یو مذهب د پیروکارو دا فرض دي چې د خدای د مخلوق له منځ نه کرکه او نفرت لرې کړي او مينه او محبت په کې پيدا کړي او د یو بل سره امداد وکړي ځو مونږ د دې حقيقت نه چا خبر کړي نه يو. 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد ما د ټالسټای يو کتاب کې چې شپږويشت کيسې يې په کې لیکلې دي دا کيسه لوستي ده« چې يوه چېنه ده د هغې نه هر یومحلت له نلکه راغلې ده و د هر يو محلت خلک په دې نښتي دي چې زمونږه د نلکې اوبه پاکې او خوږې دي او د دې نورو نلکو اوبه ناپاکې او ترخې دي. دې ته هېڅوک فکر نه کوي چې دا ټولې نلکې د يوې چینې نه راغلې دي. نو څنګه يوه پاکه او خوږه شوه او نورې ناپاکې او ترځې شوې او اسلام خو دا تعلیم ورکوي چې د مسلمان به په دې کتاب هم اېمان او عقيده وي او په وړاندینو مذهبونو او کتابونو هم: «والسدذين یومنون با انزل الیک و ما انزل من قبلک» دا ددې ثبوت دی چې اسلام ټولو مذهبونو سره روا داري غوره کړې ده. چې کوم ځای زمونږ سیاسي وروڼه ټول غونډ ولاړ وو. نو زه ورو ورو ورنژدې شوم او ورته مې دا وويلې چې دا سوراج ځو ماته ډېر ګران ښکاره شو او سوراج به د څه سوراج وي چې هغه کې هر چا ته د خپلې عقيدي او خيال ازادي نه وي. ستاسو په دې تتنګ نظرۍ ما له افسوس راځي. که چېر: د غوښې ځوراک د چا په عقيده منع وي. هغه دې نه خوري او که د چا په عقيده هغه منع نه وي. نو د هغه نه خفګان مناسب نه دی. مونږ ځو ستاسو د عقيدې دومره خيال ساتلی دۍ چې مونږ ته حکومت ويل چې تاسو به په همدې شریکه باورچي ځانه کې پخلی کوئ. مګر مونږ حکومت ته وويل چې مونږ غوښه په دغه باورچي ځانه کې نه پخوو. په بل ځای کې به یې پخوو »نو زمونږ د غوښې په خوراک ستاسو خفګان او اعتراض ناجایزه دی. ستاسو دا ځيال د هندوستان د سوراج ووو تت يت میس کپپسسشیفسممسم 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد او اتفاق دپاره موزون نه دی.ځکه چې په هندوستان کې د مختلفو عقيدو او خيالاتو خلک موجود دي نو که چېرې هر يو قوم ځپلې عقيدې او خيال باندې نور مجبوروي. نو دا به ګرانه شي؛ بلکې نتیجه به يې ډېره خرابه راوخېژي او د هندوستان خلک هله د ترقۍ او ازادۍ معراج ته رسېدی شي.چې هر چا له د خپلې عقيدې او خيال ازادي ورکړو او د هېڅ قسمه ظلم او جبر په چا ونه کړو. زما د دې خبرو په اورېدلو د دوی قهر او خفګان کم شو او بيا د هغوی هغه اعتراض او خفګان پاتې نه شو. زمونږ ډېر هندوان او سکهان سیاسي وروڼه وو . چې هغوی د غوښو په خوراک اموځته وو او ډېر زړه به يې غوښې ته کېدلو. لیکن نورو نه مجبور وو زما د سیالکوټ يو بنډاري نومي هندو اشنا و ډېرښه سړ یو او د غوښې ډېر شوقي و. چې څه وخت به مونږه هسپتال ته روان شو »نو هغه به پټ ماله خپل کټوری را کړو. چې په دې کې ما له لږه غوندې غوښه راوړه. ما به همېشه هغه له هغه کټوری ډک راوړلو او هغه به په پټه په بارک کې خوړله. هغه چې به کله نا کله په قار شو نو خپلو هندوانو ته به يې ډېر کنځل ول چې وګورئ دوی د خوراک په څیزونو کې مونږ ته مذهب راوړاندې کړی دی. زمونږ د ټولو سیاسي قيدیانو شریکه يوه باورچي ځانه وه او دا ډېر ښه کار و.چې مونږ مسلمانانو هندوانو او سکهانو به یوځای کې ډوډۍ خوړله. تحریک مونږ ټول سره وروڼه کړي وو. دا د کانګرس اوځلافت برکت و اود يو بل نه مو هېڅ قسم نفرت نه کولو. يوه ورځ په کې اتفاقاً د خدمتګار سوال را 0000د ۵۳ 1 تت ‌سسسسمښښستع2 01206015157 م. ‎٧۷٧٧٧٧١‏ (0145ه0 زما ژوند او جد وجهد پيدا شو مولانا محمد اسماعیل غزنوي دا سوال اوچت کړو. چې په باورچي ځانه کې يو مسلمان خدمتګار هم په کار دی . لیکن هندوان او سکهان په دې کار راضي نه وو او د مولانا برخلاف به يې دا خبرې کولې چې ګورئ دوی په مونږ کې بې اتفاقي پيدا کوي. ما ورته وويل چې په دې خو به اتفاق اومحبت لا زيات شي. ځکه چې مسلمان به هم د باورچي خانې په کار کې شریک شي او ټول کار به په شریکه وکړي. زما دې خبرو ته چا ډېر فکر ونه کړو او زما کوششونه څه مفيد ثابت نه شول. چې څه رنګې هندوان او سکهان پخپلو خبرو ټینګ ولاړ ووء هغسې مولانا صاحب هم خپله خبره نه پرېښوده او ورځ په ورځ دا جګړه په زیاتېدو وه. زمونږيو ماسټر صاحب و. چې هندو و. هغه خو به ویلې هندوان پاک دي او مسلمانان ناولي دي. لیکن چې کوم هندوان پوه او هوښيار وو. نو هغوی به داوې چې دا د صفايۍ سوال دۍ او چونکه مسلمانان د صفايۍ خيال ډېر نه ساتي نو په دې وجه مونږ نه غواړو چې مسلمان دې په کېچن کې کار وکړي. دا کي سه جاري وه او ورځ په ورځ زیاتېده او سختېده. دا خو يو قسم بانې وې په اصلیت کې هندوانو مسلمان خدمتي په «کېچن(13668618) کې نه پرېښو. يوه ورځ ما خپل ډاکټر ته چې هغه يو هندو و. دوه مشقتیان چې يو هندو و او بل مسمان و د خپل بارک د کتو او معاینې د پاره پیش کړل چې ته دا دواړه وګوره چې په دوی کې کوم صفا او پاک دی. هندو په باورچي خانه کې کارکولو او مسلمان زمونږ د بارک جارو مار و.ډاکټر صاحب په ښه شان هغوی وکتل او د کتو نه پس يې د مسلمان په حق کې فېصله ۷۷۷ھھھھھ ھ 101999981 0016 ٩٨66 ‏ینن‎ زما ژونداو جد و جهد وکړه چې دا مسلمان د دې هندو په نسبت پاک او صفا دی اوپه هندو کې د ناپاکۍ په وجه سپږې شوې دي. نو ما خپلوهندوانو وروڼو ته ووې چې د ډاکټر صاحب په فېصله کې څه وايئ. ستاسو د صفایۍ دا بانه خو هم پاتې نه شوه. لنډه دا چې د ډېر کشمکش نه پس اخر په دې فېصله وشوه چې يو مسلمان دې هم په باورچي ځخانه کې کار کوي او د هغه به صرف دا کار وې چې مونږ په کومو لوښو کې ډوډۍ وځورو هغه به اوچتوي او وينځي به یې او په دې طريقه دا مسئله ځتمه شوه. د هندوانو دې قسم خبرو او رويې په ما هم اثر وکړو او زما زړه چې په هغه کې د خدای د ټول مخلوق سره يو شان مينه محبت و څه نا څه فرق په کې پيدا شو. يوه ورځ ما خپلو وروڼو سره خندل چې زه دلته صفا زړه راغلی وم او هغه د هر څه کرکې او نفرت نه پاک و او هېڅ قسم داغ په کې نه و. لیکن ستاسو په صعحبت سره چې نن زه ورته ګورم دا غدار شوء مذهب خو دنيا ته د دې دپاره نه دی راغلی چې د خلکو په منځ کې نذرت پيدا کړي. بلکې مذهب خو د مینې محبت علمبردار دی. بله عجیبه خبره مې دلته دا وليده. چې په ګرمۍ کې به تقريباً ټولو هندوانو زما د منګي نه يخې اوبه څکلې او هېڅ باک به يې نه کولو. لیکن یخنۍ کې به يې ترې پرهېز کولو او زما منګي ته به نه رانزدې کېدل حقيقت دا و. چې په ګرمۍ کې به ما د دې ځپل منګي نه کپړه چاپېره کړې وه او ساعت په ساعت به مې هغه لمدوله باد به لګيده.نو هغه اوبه به یخې وي ما ځو به دا ځواري کوله او دوی نه دومره ځواري کېدلی نه . سوه. نت ۴۳۴ ا- 0٩06/٩066 7 ‏شه‎ «٨٧ګک١٨۱٢٩٢‎ زما ژوند او جد و جهد مونږ په جېل کې وو .چې بهر چېرته يو هندو. د پېغمبر اسلام (ص په شان کې ګستاغي کړې وه. نو يو مسلمان راپاڅېدو هغه يې قتل کړو. هندوان د هغه هندو ملګري شول او مسلمانان د هغه مسلمان او په دې باندې ټول ملک کې يوه هنګامه جوړه شوه او د ازادۍ او قومي تحريک نه د خلکو توجه فرقه واريت ته وګرځېده. تر دې وخته پورې چې د قومي تحريک د وحدت دپاره څومره کوششونه شوي وو. هغه په سین لاهو شولء. په کار خو دا وو چې څوک غلط کار وکړي ټول هغه ته غلط ووايي نه سړیتوب. نه مذهب. نه انسانیت. نه شرافتنه اخلاق دا وايي چې مونږ د غلط کار او غلط سړي ملګري شو.د هر چا خپل مذهب دی او خپله عقيده ده يو سړی داسې کار ولې کوي چې د بل مذهب او بلې عقيدې خاوند پرې خپه او غصه شي. حالانکه هېڅ مذهب ددې اجازت نه ورکوي. دا نن چې د هندوستان او پاکستان هندو او مسلمان د نفرت په لوی عذاب کې ګير دی. نو د دې هم دا وجه ده. تاسو دې خبرې ته هم فکر وکړئ چې هندوستان کې د غوا او جماعت په سر فرقه وارانه فسادونه ډېر کېږي او زمونږ شریک دښم دا حربه زمونږ د قومي اتحاد خلاف استعمالوي. چې سړی دې ته وګوري نو حيران شي چې يو ښه ویښ او بينا بنيادم د غوا په حلاله بد وګڼي نو بل بنيادم د وژنې یعنې د بنيادم حيثيت او حقیقت د يوې غوا يا ځناورنه هم لاندې او غير ضروري دی او دې بل اړخ ته د خدای د کور په خوا کې د تېرېدونکي جلوس د ډولکي او سرنا اواز دومره لوی جرم دی چې هم د دغه رحمان او رحیم خدای په پاکه نامه لو د ‎٢‏ دد پس ":108 سس)م. ‎01۶411٥‏ م./۷٨‏ رد۵ هل زما ژوند او جد و جهد د هغه د مخلوق انسان په مرۍ چاړه راښکل کېږي. د دې واقعاتو نه فسادونه جوړ شي کورونه تالا شي. ماشومان په کې وسېزل شي او دا هر څه په دې جذبه کېږي چې د خدای پاک د رالېږړلي دين خدمت کېږي. په دې سلسله کې ماته يوه کيسه را ياده شوه زمونږ د کلي د خپلې کورنۍ يو مشر د خپل وراره د لاسه د خپل کلي په جومات کې د لمانځه دپاسه په سجده قتل کړی شو ىو تفتیش له پولیس راغی پولیس کپتان پیرنګی و. هغه جومات ته بوټانو سره ننوتو هلته ولاړ يو سړي ورته وويل«صاحب ابوټان وباسه جومات دی» پیرنګي ورته ووې. چې ستاسو په زړه کې د خدای د کور هم صرف دومره احترام دی چې پيزار سره په کې نه ګرځئ او د هغه خدای پيدا کړی مخلوق په کې هم د هغه د وړاندې په سجده کې پروت وژنئ؟ دا ستاسو عجيبه مذهب دی او عجیبه تعلیم دی. د هندوستان ډېر عجیبه مخلوق دی دوی پیرنګيانو د خپل تکېر او فرعونيت په وجه د ځانه خپه کړي دي او پخپله مقابله کې يې ودرولي دي.ځکه چې زمونږ بارک ته به کله يو پیرنګی د معاینې دپاره راغی نو يوه عجیبه تماشه به وه.مونږ کې به د هريو کس دا کوشش و. چې په څه چل او څه طريقه به هغه خپل ځان طرفته مايل کړي او چې يو ځل به هغه مونږ طرف ته خپل رغبت ښکاره کړو او څه لږې خبرې به يې را سره ښې وکړې» نو چې دوباره به راتلو نو لا بارک ته به را دننه شوی نه وء چې مونږٍ به ورته لاس په نامه ولاړ وو.لاسونه به مو ورته جوړه کړي وو. سلامونه به مو ورته کول او مسکي مسکي به ورته ۹ --۵۹ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد کېدو او دا عادت خاص زمونږ په انټیلیجنشیا يعنې زمونږ په تعليم یافته خلکو کې ډېر زيات و. زما يو مهربان چې د لایلپور و. زما د جېلخانې استاذ و او يو لوی وکيل و. ماسټر ګوردت مل نومېده او هر وخت به يې سیاسي کتابونه لوستل ډېر عالم او پوه سړی و. لیکن چې يو ځل به کوم پیرنګي ورسره ښې خبرې وکړې. نو بيا به پرې دې پتنګ و. هغه يوه ورځ ما ته د خپل قید د لایلپور د جېلځانې کيسه کوله چې زه به يې په اورېدو باندې حيران شوم ما به په زړه کې وې چې د هندوستان څومره ښه خلک دي او د دوی د پیرنګيانو سره څومره ښه محبت دی د هغوی زور او ظلم او بد سلوک ورته هډو مخې ته ودريږي نه او نه يې محسوسوي. هغه غريب بې ګناه ډپټي کمشنر دوه کاله قيد کړی و. لیکن بيا هم دی د هغه نه خوشحاله و. د هغه برخلاف يې په زړه کې څه نه وو.بلکې همېشه به يې ماته د هغه صفت کولو چې هغه بیچاره ډېر ښه سړی دی او د دې ښه سړیتوب وجه دا وه چې څه وخت يې دی قيد کړو. نو هغه يوه ورځ جېلخانې ته راغلی و او د ده پوښتنه يې کړې وه او د ده په مخکې دومره ويلي وو چې د وکيل صاحب چکۍ مو سپینه کړې ولې نه ده؟ په دې دومره خبره دی خوشحاله و . بلکې د هغه احسانمند و او چې څومره ده سره ظلم او زياتی شوی و. هغه ترې هېر و. هغه به کله نا کله : په فخر دا کيسه ماته کوله چې ډپټي کمشنر جېلخانې له راغی نو زما پوښتنه يې وکړه چې هغه کوم ځای دی؟ بيا ما له راغی جېل والاو ته يې وویلې چې د ده چکۍ مو سپینه کړي نه ده؟ دا سپینه کړئ. ما به ورته ويلې چې ماسټر صاحب ته يې بې - ۵۷ 0٩016 ٩0٨6۳6 زما ژوند او جد وجهد ګناه دوه کاله قيد کړی يې او د ډېره غازي ځان غوندې ګنده جېل ته يې رالېږلی يې او مالي نقصان پرې علاوه.دې ته فکر نه کوې او چکۍ سپینول درته یاد دي. ما به همېشه خپلو سیاسیانو وروڼو سره خندل چې ستاسو مطلب سوراج نه دی بلکې ستاسو مطلب دا دی چې پیرنګيان دې مونږ هم ځان سره په حکومت کې شریک کړي او څه لړه غوندې حصه دې په کې راکړي. لاهور جېل ته دوباره تک: زما د غاښونو مرض ورو ورو بيا په زیاتېدو شو. ماته يوه ورځ داروغه صاحب د سپرنټنډنټ په مخکې دا خبره وکړه چې نن سبا جرنيل صاحب بيا په دوره باندې دلته راځي ته د خپل مرض حال هغه ته ووايه او عرض ورته وکړه چې تا د علاج دپاره بيا د لاهور جېلخانې ته ولېږي.لیکن ما ورته دا جواب ورکړو چې جرنيل صاحب ته د هېڅ قسم عرض معروض نه کوم. ځکه چې زما اصلی ذمه دار سپرنټنډنټ صاحب دی او که چيرې زه څه وايم نو ده ته به وايم. سپرنټنډنټ صاحب هم زما د خبرې تاييد وکړو او په جواب کې يې راته وويل چې د جرنيل صاحب د دورې نه پس به زه تا لاهور ته ولېږم. هغه زما دپاره ولیکل چې زه دې د علاج د پاره لاهور ته بدل شم او زر ترزره حکم راغی او زه لاهور ته روان شوم؛ دا ځل زما تلل په پټه نه وو زه ټولو سیاسي وروڼو سره یوځای شوم او په خندا ورسېدم. د وررسېدو سره يې زه ځپل زوړ اشنا داروغه ۵۸ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد ځیرالدين ځان ته پش کړم ولې چې مخکې علاج د پاره راغلی وم ده سره مې لېده کاته شوي وو هغه زما نه پوښتنه وکړه چې ته د علاج دپاره د ډېره غازي خان جېلخاتې نه راغلی يې او پس د هغه نه يې زما صندوق او بستره ايساره کړه او خپل اردلي يې ماسره کړو چې ما هغې احاطې ته بوځي چې کومه احاطه د سیاسي قيدیانو دپاره مقرره وه. لږ چې مونږ وړاندې شو نو زماخيال دا و. چې ما به هغه ځای له بيايي چې مونړږه په کې وړاندې وو چې مون لاړو نو ما يو وړوکې غوندې دروازه وليده. د هغې په خوا کې يو قيدي نمبردار ولاړو. نو چې څه وخت مونږ دغې وړوکې غوندې دروازې ته نزدې شو نو د داروغه صاحب اردلي هغه ته اشاره وکړه او هغه فورا ور پرانيسته او زه هغه ځای ته وردننه شوم» هغه ځای ډېر وړوکی او تنګ و. زه لا په دې فکر کې وم چې د تنه کوټه کې مې اغا صفدر او ملک لال خان په نظر شو .د هغوی په ليدو رانه هر څه هېر شو او زه ډېر خوشحاله شوم چې شکر دی د ګپ شپ دپاره مې ملګري بيا مونده. لاله لاجپت رای او د هغه سره يو بل هندو ليډر هم په دې بارک کې ناست وو. چې څه وخت ور دننه شوم هغه ټول راپاڅېده او په مينه محبت يې ما سره ستړي مه شي وکړل. د دوی په ملاقات زه نور هم ډېر خوشحاله شوم. زمونږ دا ځای دومره تنګ و. چې مونږ په کې ګرځېدی قدر نه شو او نه مو په کې د څه قسم ورزش کولی شو او بله دا چې د ورځې خو به مو څه نه څه ګذاره کېدی شوه. لیکن د شپې به مونږ ته ډېر زيات تکلیف و.ځکه چې هوا په کې بالکل نه لګيده دګرمۍ دلاسه به په کې مونږ پوره وب کولی نه شو. طسفا 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد ټوله ورځ تېره شوه او ماښام شو لیکن زما بستره اوصندوق رانغلل او د شپې چې څه وخت ما له يې ډوډۍ راوړه نو هغه د سپېشل کلاس نه وه. بلکې سي ()) کلاس خوراک و .ما خپلوملګرو سره د دې خبرې ذ کر وکړو . چې زه ځو د سپېشل کلاس قيدي يم ما سره ولې د«سيي» ()) کلاس سلوک کېږي. لیکن هغوی زما په دې خبرو کې څه دلچسپي وانه خيسته او په هغه دغه کې يې تېره کړه. زه هم چپ شوم. لیکن دا خبره زما په زړه نه ځایېده چې بغير د څه قصور نه جېل والاو ماسره ولې د دې قسم سلوک کوي. ما څه کولی نه شو او نه ورته زه خپلو ملګرو پرېښودم. هغوی هم زما دپاره څه قدم اخيستو ته تيار نه وو. زما بستره او صندوق راغلل بيا هم چې زما په صندوق کې څه د خوراک څیز و. هغه رانغلل د هغه په باره کې دا خبر راغی چې هغه به په دفتر کې پروت وي او د ضرورت په مطابق به تاله د رکېدی شي. د دې مطلب داو. چې د نيمې نه زيات به جېل والاو ځوړو. جېلخانه ډېر يو عجیبه ځای دی. د ښودو له پاره يې يو قانون جوړ کړی دی. لیکن په حقيقت کې قانون نشته د داروغه او سپرنټنډنټ ځوله قانون دی او هرڅه چې غريب قيدي سره هغوی کوي هماغه کېږي. ډېره غازي ځان جېل کې د خوراک څیزونه ځان سره کېښودل جایز وو او دلته ناجایز شو او دا خبرې څوک رښتیا و له وروستی هم نه شي. ځکه چې د کمزوري او د زورور معامله ده.د ګډې او شرمښ کيسه ده .بله ورځ خیرالدين خان زمونږ بارک ته راغی ما ورته ووې چې زه افسوس کوم چې دا دومره ورځې تا ماله بغېر د څه وجهې تکلیف راکړو؟. هغه راته په جواب کې داووې چې ستا زما ژوند او جد و جهد 06/۴۳06 وارنټ سره د مجسټریټ د سپېشل کلاس د تصدیق چيټۍ نه وه.نو مونږ څنګه دا یقین کړی وی چې ته په رښتیا په سپېشل کلاس کې يې. ما ورته ووې چې اخر زما په ټکټ د سپېشل کلاس تصدیق د ډېره غازي خان د سپرنټنډنټ د طرف نه شوی دی. هغه جواب راکړو چې دا زمونږ د تسلي دپاره کافي نه و. ما ورته ووې چې دلته اول خو هم راغلی وم او تا ليدلی وم. هغه وځت ځو ما سره صندوق او بستره نه وه اونه ما خپ جامې اغوستې وې. نو بيا دا څیزونه ماڅنګه را پيدا کړل؟ هغه جواب راکړو چې زمونږ ځيال و .چې هسې نه دا ورته چا په لاره کې ور کړي وي. زه پوه شوم چې ده کج بڅي شروع کړه.نو ما دا خبره پرېښوده.مقصد دا دی چې د جېل والاو يوعجیبه قسم عادتونه وي هغوی همېشه په دې فکر او کوشش کې وي.چې په څه طريقه به د خدای مخلوق ته تکليف ورسوو.دا ټولې خبرې زما د ملګرو په مخکې وشوې لیکن هغوی بالکل خاموشه وو. هر کله چې زمونږ دا دعوه ده. چې مونږ به حکومت سره تعاون نه کوو؛ نو بيا دا مناسب دي چې په جېلخانو کې هم هغه حکومت سره تعاون او ملګرتيا ونه کړو.د حکومت سره تعاون اوملګرتيا ځو په هېڅ شان زمونږ د شان سره جایزه نه ده او بيا د ځپلو ملګرو برخلاف او داسي ملګري چې د خدای دپاره یې مونږ سره د قوم او ملک د خدمت د پاره ملاتړلې ده. څو ورځې پس زما د غاښونو د کتو دپاره بيا هم هغه ډينټل سرجن راغی زما د غاښونو او أُورو په ليدو خوشحاله شو او ماله يې مبارکي راکړه چې غاښونه دې بچ شو. زما د ژامې يو ٢٢ زما ژوند او جد وجهد ‎٢‏ مهس وو غاښ يې وايستلو او نور غاښونه يې را له په ښه شان صفا کړل او نوي دارو يې د پورې کولو دپاره راته وليکل د تلو په وخت کې يې داروغه صاحب ته وويل چې څلور ورځې پس به بيا زه دده غاښونه ګورم او زمونږ نه رخصت شو. مطالعه: مونږ په جېلخانه کې د قران مجيد درس شروع کړیو او د سحر د لمونځ نه پس به تقریباً دوه.درې ګېنټې د قران په تلاوت کښۍ مشغوله وو. څلور کسان وو او مونږ سره څلور قسمه تفسيرونه وو. د څلورو وهډو ترجمه به مو په ښه شان اورېده او بيا به مو پرې ښه غور او فکر کولو او کله نا کله به مو خپلې خپلې رايې هم ورکولې.چې څه وخت به مو د قران درس شروع کولو. نو دا مو فېصله کړې وه چې هغه ټولې خبرې او کيسې چې د وړوکوالي نه مونږ اورېدلې دي او زمونږ په زړونو کې ناستې دي هغه بالکل د زړه نه اېستل په کار دي او په يو صفا زړه د قران شريف په مطالبو او تعليم باندې غور او فکر کول په کار دي او د هغو په اصلي معنو او مفهوم ځان پوهول په کار دی او دا هله کېدی شي.چې مونږ د ځپل زړه نه هغه ټولې خبرې او کیسې لرې کړو او که چيرې دا ونه کړو. نو بيا د قران په حقیقت رسېدی نه شو. ځکه چې مونږ مخکې د هغه متعلق يوه رايه قايمه کړې ده. دې خبرې مونږ ته ډېره فايده ورسوله او په دې طريقه مونږ د اسلام د څُوبو او ښېګړو نه په ښه شان سره واقف شو. ورځ په ورځ زمونږ شوق زیاتېدو.ليکن ملک لال خان ٢٢ زما ژوند او جد و جهد صععتصصصطفمسوعضع غريب چې هغه د خپل زړه نه هغه وهمونه لرې نه کړی شو. زمونږ سره ونه چلېدی شو او يو څوورځې پس هغه په درس کې شرکت پرېښود. مونږ يو ځل قران کریم ختم کړو او په دوباره مو بيا شروع کړو کومه مزه. لطف او علم او پوهه چې د دې درس نه ما ته حاصله شوه زه دهغې بيان کولی نه شم. زه د قران په خوبو ښه پوه -شوم.د اسلام د تعليم نه خبردار شوم او د مذهب په حقيقت ورسېدم. د درس نه علاوه اغا صفدر صاحب په مختلفو مضمونونو باندې څه نوټونه ليکل هغه به هم ماکتل او بيا به مې پخپل نوټ بک کې ځان سره نقل کول او د ټولو نه زیاته د فايدې خبره زمونږ د شپې تبادله خيالات و ورځ به په څه طريقه تېره شوه لیکن په دې ځای کې شپه تېرول ډېره ګرانه وه او په دې طریقه به مو خپل وخت تېرولو. څه ورځې پس ولي او محمود زما د ملاقات دپاره راغلل د ملاقات په وخت کې يې راته وويل چې هغوی عبدالولي موګا ته بيايي چې د سترګې اپرېشن يې وکړي. ما چې د هغه سترګې ته وکاته.نو د هغې هغه داغ د اول نه ډېر زيات شوی و او په دې مې زړه ډېر خپه شو او ددې ماشوم په حالت مې ډېر افسوس وکړو. لیکن بغير د افسوس نه ما بل څه کولی شو؟ زه چې څه وخت قيد شوم نو ما ډېر خطونه کلي ته وليکل چې د ولي د سترګې غور وکړئ او موګا ته يې ولېږئء لیکن د ولي غريب په حالت چا غور ونه کړو او نه چا د هغه سترګې ته فکر وکړو او په دې کې يو نیم کال تېر شو او څه وخت چې د هغه مرض په زياتي شو.نو بيا يې هغه موګا ته ولېږه.لیکن دې تلو هغه ته څه فايده ونه رسوله. د غفلت په سبب د هغه يوه سترګه لس :سا زما ژوند او جد و جهد َ. 6:001 بې کاره شوه او دا داغ زما د زړه نه لرې شوی نه دی هر وخت چې ماته د ولي سترګه راياده شي نو زړه مې ډېر زيات خپه شي ولي دوی سره چې ما څه وخت ملاقات ختم کړو او هغوی رخصت شو او زه بهر راووتم نو هغه نايب داروغه چې چا زمونږ ملاقات کړی و.دلاسه ونيولم او يو سړي له يې بوتلم چې هغه له هم خپل خپلوان ملاقات له راغلي وو. داروغه راته ووې چې هغه هم ستاسو د ډلې دی او ستاسو د عدم تعاون ورور دی او دی د يو کال دپاره په ضمانت کې جېلخانې ته راغلی دی او دی د سرجان لارنس بت چې په يو لاس کې يې توره ده.او بل لاس کې قلم دی د ماتولو دپاره تلی و. لیکن کامياب نه شو او ګرفتار شو. ځکه چې د ده دا خيال و. دابت د هندوستانيانو د پاره يو لوی د بې غېرتۍ څيز دی او په دې وجه د هرهندوستاني فرض دي چې دا مات کړي.ما ورته ووې چې دا خو ډېر غیرتي سړی دی او دا خو يې يو لوی د غيرت کار کړی دی. هغه ووې چې بې شکه کار ځو يې د غيرت کړی دی لیکن اوس بې غېرته شوی دی. يوه هفته يې لا په جېل کې پوره شوې نه ده اوبيا دې حالت ته رسېدلی دی چې شپه او ورځ ژاړي او چخې وهي چې په هره طريقه چې کېدی شي ما د دې قيد او بند نه وباسئ. نن ورله مونږ خپل خپلوان د ملاقات له پاره راغوښتي دي راځه واوره چې ورته څه وايي. دې قيدي غريب هغوی ته لاسونه جوړه کړي دي او ډېر په عاجزۍ هغو ته لګياو. چې په هره طريقه چې وي زما ضمانت وکړئ او ما د دې بلا نه وباسئ. په دې کې پرې دې داروغه اواز وکړو چې زما ژوند او جد و جهد اوس يوازې په ضمانت وتی نه شې. بلکې معافي به ورسره هم غواړې؛ نو په ډېره غریبۍ يې جواب ورکړو چې معافي ورسره وغواړم» نو بيا به مې پرېږدئ. هغه ووې چې هو ده وې ښه ده معافي به هم وغواړم؛ نو ما پرې اواز وکړو چې پوزه به هم را کاږې؛ نو وې چې ښه هغه به هم راکاږم ؛ نو بيا مې ورته ووې چې په يوازې پوزه راښکلو به کار ونه شي دې سره به د اوښ پل هم جوړوې. وې چې هغه څنګه وي؟ نو ما ورته ووې چې داسې خاورې به راغونډې کړې نو بيا به داسې کارونه نور هم وکړې. نو هغې غريب وې چې ښه ده دا به هم وکړم». ځو چې د دې جېل نه بهر شم. د دې په اورېدو ما ډېر وخندل او زه ترې روان شوم. ما په زړه کې ووې چې داسې جذباتیان ځوانان وي او دايې هصت وي نو مشکله ده.چې هندوستان ازاد شي يا د پیرنګيانو نه څه نه څه حصه په حکومت کې واخلي. دا کي سه مې لاله لاجيت رای او اغا صفدر ته هم وکړه او لاله جي سره مې وخندل چې په پنجاب کې د دې قسم ځوانان شته دی. نو اميد دی چې تاسو ډېر زر سوراج حاصل کړئ او مونږ ټولو په دې خبره افسوس وکړو چې سړی يو کار کولی نه شي. نوهغې ته دې ملا نه تړي.او د داسې کولو نه .نه کول بهتر وي. زمونږ ځوانانو له په کار دي چې هر يو کار شروع کوي چې په هغې ډېر فکر کوي د هغه په ټولو تکلیفونو باندې په ښه شان غور کوي که چيرې هغو ټولو تکلیفونو ته تياروي نو هله دې هغه کارته ملا وتړي او که چېرې دا تکلیفونه تېرولی نه شي.نو ښه به دا وې چې په ارام کېني او دعا نګ مپ پ س۹ دس سسس 011100 زما ژوند او جد وجهد کوي.ځکه چې د ده بزدلي قومي مقصد ته نقصان ورکوي.اګر چې زه د او خت په کانګرس کې نه وم په خلافت کې قيد شوی وم. صرف زه او لاله جي په سپېشل کلاس کې وو.لیکن هغه ته د ورزش دپاره په ټوله جېلخانه کې د سحراو ماښام د ګرځېدو اجازت واو ماته نه و. هغه به په کټ کې څملاسته او زه په ځمکه.نور هم هغه ته ډېر رعایتونه حاصل وو. چېل والاو به يې ډېرې خوشامندې کولې. په هفته کې به يې يو ځل ملاقات کولو خلکو به ورله تسم قسم مېوې رالېږلې. په جېلخانه کې ورته هر قسم ارام و. مونږ په يو داسې تنګ او ځان له ځای کې قيد وو. چې مونږهېڅ د دنيا له حاله خبر نه ووء نه يې مونږ ته څوک را پرېښودل او نه مونږ ته د دې ځای نه د وتو اجازت و. په دې وجه مون د نورو قيدیانو د حاله نه خبرېدو چې هغو غریبانانو سره د څه قسمه سلوک کېږي. لیکن زمونږ د احاطې په دروازه کې يو سُورى و. چې د هغه نه به مونږ ته د قيدیانو يوه ټټۍ ښکارېده سحر به ترې په سوونو قيدیان چاپېره وو .دا يوه ډېره عجیبه نظاره وه. چې د دې په ليدو به هر سړی غمجن او حيران وء چې دې خوارانو سره د دې قسمه ذليل سلوک کېږي. لیکن مونږ هېچا د هغوی څه مدد کولی نه شو. ما به کله نا کله لاله جې ته وې چې که خير وي او هر کله بهر ته ووتې نو د دې خوارانو د پاره په اخباراتو او په اسمبلۍ کې څه نه څه ايجي ټیشن وکړئ. ولې چې دوی ډېر مظلومان او بې اسرې دي. يوه ټټۍ وه چې په هغې کې شاید د ناستې دپاره پنځه يا شپږ ځايونه وو او د دې دپاره درې ډلې قيدیان وو. د هر يو سړي په سر به درې. څلور کسان ولاړ وو. 77-7 زما ژوند او جد وجهد و چې کله به دی پاڅي چې زه کېنم» بل طرف ته سپاهیانو او نمبردارانو هم زور لګولی و. چې شابئ زر شئ! او که چيرې يو قيدي به لږ زيات وځت تېر کړو نو بيا به د هغه ځير نه و. د يو طرف نه به پرې سپاهي راغی او د بل طرف نه به پرې نمبردار او هر څه به يې پرې اورسکور کړل. لنډه دا چې يو ډېر د شرمندګۍ حالت و. مونږٍ ټولو به دا څبره ډېره محسوسوله او د قيدیانو دې قابل رحم حالت سره زمونړه د ټولو همدردي وه.لیکن افسوس دی چې مونږ د هغوی هېڅ قسم امداد کولی نه شو زمونږ يو پښتون مشقتي و. هغه ډېر يوه عجیبه قسم سړی و تقریباً اووه کاله قتيد يې تېر کړ یو اوډېره کمه معافي يې اخيستې وه اکثر د قيد حصه يې په ډېرو تکلیفونو او مصیبتونو کې تېره شوې وه. لیکن د دې نه يې هېڅ قسم عبرت اخيستی نه و. سړی دومره ځراب هم نه و. لیکن هغه ته چې دا هر څومره تکليف رسېدلۍ و. د ژبې د لاسه يې و. ژبه يې بالکل په واک کې نه وه. ما چې به ورسره هر څومره سرخُوږٍ کړو او هر څومره به مې پوه کړو.لیکن په هغه يې هېڅ اثر ونه کړو او چې څنګه ناپوهه و .هم هغه شان ناپوه پاتې شو.د دې ټولو خبرو دپاسه يوه ورځ ماله راغی او ماته يې ووې.يوه چيټۍ کلي ته لېږم. مهرباني وکړه په تا باندې يې لیکم ما په ډېره خوشحالۍ قلم»مشواڼۍ او کاغذ راواخيسته. د سرنامې نه پس مې ورته ووې چې وايه څه ولیکم؟ راته يې ووې چې وليکه. زما دښمنان خبر کړئ.خوشحالي دې نه کوي لږې ورځې را ته پاتې دي او که خير وي زه يو ځل در ورسېدم او د بند نه خلاص شم نو تاسو سره به پوه شم.نور به رانه په کلي ----- ٧ زما ژوند او جد و جهد 12:77 ‎٢‏ ‏کې ونه ګرځئ. د دې په اورېدو زه ډېر زيات حېران شوم» چې زما د کوششونو او نصيحتونو ايله دا نتیجه شوه.څه ساعت پورې ځو چپ و.بيا مې ورته ووې چې زما ټولې خبرې تا هېرې کړي او په يوه دې هم عمل ونه کړوا ده راته ووې چې عمل مې پرې کړی دی».ځو د دوی پلان ميدان کړی.دوی زما په قيد خوشحالي کوي. ما ورته بيا ځپل بیم وغوږولو او دا مې ورته ووې چې اوس دنيا بد له شوه. مونږه له هم بدليدل په کار دي. د دې خبرو زمانه تېره شوه ته نه ګورې چې هندوانء سکهان او مسلمانان په کور کې وروڼه شو او دلته که په سوونو دا خلک قيد دي تا ته معلومه شوې ده. چې دا په څه کې قيد شوي دي؟ ته خو یې وینې او ددې نه هم څه سبق نه زده کوې. هندو او مسلمان خو په کور کې وروڼه کېږي اومونږ پښتانه د يو بابا زامن. يو قوم» يوه وينه يو. زمونږ دې دا حال وي؟سړی مې ورو ورو راضي کړو او راته يې ورو ورو سر وخوځوو او ويې وې چې ښه دا خبرې به زه نه لیکم. هغه غريب ته زه ډېره ګناه نه کوم ولې چې په دې ماحول او په دې خبرو کې هغه لوی شوی دی. سپين ږيری شوی دی او دا ټولې خبرې د هغه يو قسم عادت ګرځېدلې دی. نو عادت پرېښودل څه اسان کار نه دی. ددې خبرو د اصلاح دپاره ډېر کار کول په کار دي او پښتنو غریبانانو کې نه داسې خلک پيدا شوي دي او نه په کې چاداسې کار کړی دی او نه دوی چا داسې پوه کړي دي. چې مونږ ددوی نه ګيله وکړو.ما روژه دلته تېره کړه او د روژې نه پس يې بيا د دې جېلخانې نه واپس د ډېره غازي ځان جېلخانې ته بدل کړم. وب پ ض پسص د(1 ‎١ ۵۸ ٢١‏ 10111000 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد وجهد د لاهور جېل نه بیا ډېره غازي خان ته: با وجود د دې دومره تکلیف او پريشانۍ نه چې دلته ما ته وه. بيا هم زه پخپلو بدليدو باندې ډېر خپه وم. ولې چې دلته ما ته د لاله لاجپت رای په شان او د هغه د يو ملګري او اغا صفدر او لال خان په شان سوسايټي او ملګرتيا حاصله وه او هغوی سره زه ډېر خوشحاله وم او د هغوی سه د تبادله خيال نه ماته ډېره فايده حاصله شوې وه او بل د قران درس او بل د اغا صفدر په شان يو عالم او روشن خیاله سیاستدان زما ملګري هم زما په جدايي ډېر غمجن و. لیکن څه کېدی نه شو. زمونږواک خو د بل و او اخرهغه وخت راغی چې د يو بل نه جداشو.پولیس په ډيوډۍ کې زما انتظار کوو. زه چې ډېوډۍ ته راورسېدم نو جېل والاو زه پولیس ته حواله کړم.او زه د پولیس سره د ډېره غازي ځان جېل ته روان شوم.دوی پياده اول پولیس لاین ته او بيا سټېشن ته بوتلم. د ډېره غازیخان د جېل دا قانون و. چې داروغه پولیس ته ووې چې ده ته د اتکړو لګولو حکم نشته او پولیس له يې د لاهور سټېشن نه دلاهور جېلخانې پورې کرايه هم ورکړې وه او دلته د ځیرالدين حکم و چې اتکړۍ هم ورته ولګوئ دی مسلمان و او د ډېره غازي ځان داروغه هندو و. څه وخت چې مونږ سټېشن ته ورسېدو نو" ماښام و . ګاډی تيار و او په ګاډي کې سواره شو او سبا په ټکڼه غرمه زمونږ ګاډی د شېرشاه سټېشن ته ورسېدو.دا يو لوی جنکشن دی او دلته د ډېره غازي ځان دپاره ګاډی بدلول غواړي. مونږ چې د ګاډي نه کوز شو ډېره ګرمي وه پولیس والاو زما اسباب اوچت کړو او ویټنګ روم ته روان شو ما ته دع ټڅ 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد يې هم اواز وکړو زه يې هم ویټنګ روم ته د ننه کړم. يوه ارام کرسۍ پرته وه هغه يې ماته سمه کړه او زه په هغې کېناستم. زه به د دې پولیس د سپاهيانو د خدمت او شرافت څه ذکر وکړم. په ګاډي کې ټوله شپه په ارام ويده وم او هېڅوک يې نژدې راته را پرېښي نه دي. د هر قسم زما د ارام فکر به يې کولو ویټنګ روم ته چې ننوتلو نو په دغه وخت کې دا اواز مو تر غوږه شو چې د ننه پير صاحب اوده دی چې څه وخت مونږ ور دننه شو»نو پيرصاحب ته يو شيخ بادپکی راښکه او د هغې د لاندې دوه کټونه پراته وو په يو کې پير صاحب او په بل کې د هغه وړوکی زوی اوده وه. څوک په کرسو او څوک په فرش پراته وو »نو زه ورو غوندې په هغه ارام کرسۍ کېناستم ما باندې هم ښه باد لګېدو. د لږ ساعت دپاره مې سترګې پټې شوې. چې ما سپښین شو او مونږ ټول د لمونځ له پاره را ویښ شو نو پير صاحب وکتل چې پولیس والا ماته لاس په نامه ولاړ دي. د هغه په ما دا شک راغی چې دا څوک د پولیس لوی اففسر دی په دې وجه يې زما طرف ته څه رغبت اومحبت ظاهرولو او ورو ورو يې ماسره خبرې هم شروع کړي.د هغه د وړوکي زوی ماسره ډېره مينه پيدا شوه ما نه به نه جدا کېدو .په خبروخبرو کې پير صاحب زما نه پوښتنه وکړه. چې ته سرکاري نوکر يې ما ورته ووې چې نه. ده راته ووې چې نوکر نه يې نو بيا دا سپاهیان تاسره څه کوي؟ ما ورته ووې چې زه قيدي يم. په دې وجه دا سپاهیان ماسره دي. نو ده راته ووې د دوی سلوک ځو تاسره د قيدیانو په شان نه دی. ما ورته ووې چې هغه شان قيدي نه يم زه سیاسي قيدي يم او په اخت ‎٧۰‏ دد 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد خلافت کې قيد شوی يم. د دې په اورېدو سره پير صاحب فوراً بدل شو او ما طرف ته يې رغبت کم شو. د تحقيق نه راته معلومه شوه چې دا د تونسې يو ډېر لوی پير دی او په ټول هندوستان کې په لکونو مريدان لري او په زرګونو روپۍ په شکرانه کې ورله راځي. مونږ چې لمونځ وکړو او بهر ته راوتلو. د پير صاحب زوی چې ډېر ماشوم و ځو زما په مينه محبت داسې مین شوى و چې هغه هم مونږ سره راوتلو د ټيشن خلک خبر شو.چې دا ځو د خلافت مشران راغلي دي. نو ټول خلک مون ته راجمع شول او زمونږه د زنده باد چغې شوې. پير صاحب چې وکتل چې د ده هغه ماشوم زوی زما سره دی يو مريد يې ورپسې راولېږلو هغه ماشوم ته يې ډېر وويل خو ماشوم زما خواته رانژدې شو او د ده سره د تلو نه يې انکار وکړو. شيخ لاړو او پير صاحب ته يې دا کيسه وکړه. پير صاحب ورته ووې چې ورشه او په زور يې راوله شيځخ راغی او هغه ماشوم يې زما د غېږې نه وشوکو او په زور يې په ژړا بوتلو. د ګاډي تلو ته لاوخت و. ځو پير صاحب د خپل زوی سره را پاڅېدو لاړ او په رېل کې کېناستل. اخر دا چې مازيګر شو رېل راغی او مونږ په کې سواره شو . ماسختن غازي ګاټ ته ورسېدو. په غازي ګاټ کې مو د سيین په غاړه شپه شوه. په سبا له د اتوار ورځ وه او د اتوار په ورځ جهاز بند وي اوڅوک پورې وتی نه شي لیکن يو موټر بوټ چې په هغه کې ضروري ډاک پورې باسي زه يې هم په هغې کې پورې ويستم د اباسین هغه زورورې چپې چې اوس هم رايادې شي نو زړه مې وبوګنېږي خو د خدای فضل و پورې وتو د ډېره غازي خان ٧۷٧۱٢ 4٢٨٨٨٢ ٧۱ - ‏زما ژوند او جد وجهد‎ پولیس راغلي وو .دوی هغوی ته په حواله کړم هغوی په یکه کې د ډېره غازي ځان جېلخانې ته ورسولم. تقریبأً لس بجې جېلخانې ته ورسېدو. د دروازې ور لرې شو او زه وردننه شوم او بابوګانو. سپایانو او قيدیانو چغې کړې او ټول رانه چاپېره شو او هرکلی يې راته ووې. د جېلخانې د ننه ور لرې شو او زه خپل بارک ته ورروان شوم. زما سیاسیان وروڼه هم خبر شوي وو. بعضې کسان راته لاره کې ولاړ وو. زما په ليدو ټول ډېر خوشحاله شول. بارک کې چغې شوې او ټول رانه چاپېره شول. څوک راترغاړې وتل او د ځير ځیريت پوښتنې يې رانه وکړې. ما ورته د لاهور د جېل ټولې کيسې وکړې چې په دې کې د ډوډۍ وخت شو او مونږه ډوډۍ خوړلو له روان شو. د سردار کهړک سنګه په ضعيف والي او بربنډوالي مې ډېر افسوس وکړو چې هغه سره د نورو ملګرو لاهغه شان بربنډ و او څه فېصله يې نه وه شوې. د مور مرگک: په دغو ورځو کې مې د مور یو خط د کلي نه راغی. په کې يې لیکلي وو. چې ډېره موده وشوه چې ته مې لیدلی نه يې. زما ډېر يادېږې. زما زړه غواړې چې درشم او تا ووینم نو ته ماله اجازت راکړه چې زه ملاقات له درشم. ما چې په دې خط څومره غور او فکر وکړو نو زما زړه خو هم غوښتل چې ځپلې مور سره ملاقات وکړم. ولې چې د دې ځای د راتلو لارو ته به مې فکر شو »نو په کې ډېر تکلیف و او بل طرف ته هغه بوډۍ هم وه او زړه مې هم غوښتل چې دا ووینم. ليکن حکومت دنات ‎٩ ۷٢7‏ - -- نن سسعام.6٥1 ‎۵٥ ۸٨۸١/0124‏ ه0 زما ژوند او جد و جهد مونږه قصداً داسې لرې چېلخانه کې بند کړي وو چې ملاقاتيانو ته ګرانه وه نو ما مناسب ونه ګڼل چې هغې له ددې ځای د راتلو تکليف ورکړم او ورته مې وليکل چې که ځير وې ما ته اوس لږه موده پاتې ده او امېد دی چې ډېر زر ستا اوزما ملاقات ځپل کور کې وشي دا ځای ډېر لرې دی ځای په ځای رېلونه بدلېږي او بيا د اباسين نه پورې وتل دي»نو ما وې چې ښه به داوي چې ته دا تکليف ونه کړي. لیکن زه د الله تعالی دکارونو نه څه خبر وم»چې زه او موربه مې د يو بل نه داسې جدا شو چې تر قیامته پورې به يو بل ونه وینو او که زه ددې نه خبر وی نو ما به مور سره ضرور ملاقات کړی وی انسان د تقدیر نه خبر نه دی. څه موده پس د مازیګر وخت و زه په کډۍ ناست وم چې زما يو ملګری په منډه راغی او اخبار يې په لاس کې و چې په هغه کې يې ليکلي و. چې زما مور مړه شوه ما انالله و انا اليه راجعون وويل . ددې خبر په لوستو را باندې عجيبه کیفيت طاري شو او په دې مې ډېر افسوس وکړو چې ما ولې د ملاقات نه منع کړه. خدايه! زمونږه د دې اخري ملاقات نصیب هم نه و. ما به ځپل زړه له ډېره تسلي ورکوله لیکن زړه مې ژړا کوله ولې چې زما خپلې مور سره ډېره زیاته مينه او محبت و او هر وخت به ډېر پريشانه وم او ډېر ځپه په دې وم چې زه د خپلې مور بي بي د اخري خدمت او ديدن نه محروم شوم او ما د هغې په ناجوړتيا کې او د وفات په وخت کې هېڅ خدمت ونه کړی شو. دې خبرې به هر وخت ژړولم که نه وي نومرګ خو حق دی هېڅوک ترې خلاصېدی هم نه شي. نو د چا په مرګ ژړا ٧۷٢ 277 تت ل٢‏ زما ژونداو جد و جهد : اوواويلا نه ده په کار ځو مينه او محبت داسې څيز دی چې د چا زړه صبرېدی نه شي. زه چې بيا د قيده راخلاص شوم» نو ځور مې بيا راته دا خبره کوله چې مور به دې په ځنکدن کې هم ډېر ډېر یادولې چې غفاری راغی او که رانغی. د سیاسي قيديانو جنګونه. زمونږسیاسي وروڼه به همېشه په معمولي معمولي خبرو باندې پخپل منځ کې په جنګ وو او کله نا کله به نوبت کنځلو ته ورسېدو او بعضې وخت به يې لرګي هم يو بل پسې را واخيستل.لیکن نور وروڼه به ترمنځه شول او معامله به يې : رفځ دفع کړه : جېلخانه داسې يو ځای دی چې د سړي زړه په کې تنګ وي. «د ګوجرو ګړهۍ د مردان ضلعې شاکرالله باچا به خپلو ملګرو ته دا خبره کوله که تاسو يو بل سره ایرۍ وهئ نو مونږه خو ټول خپل وروڼه يو دا ستاسو نقصان نه دی دا ټول نقصان د دې قلا دی چې مونږ نه تاو ده. په کور کې د مور او لور ډېره خوږه رشته وي.ځو چې دېوال ترې چاپېره وې نو مور او لورهم هروخت يوې بلې پورې نښتې وي او په جنګ وي» زه هم انسان وم زما چې څومره معلومات او تجربه ده نو زه دا ویلی شم چې زمونږ د دې جنګونو ټول بنياد بحث او مباحشه وه. اکشثر ما ليدلي دي چې مونږ به په يوه معمولي خبره بحث شروع کړو. نو چونکه زمونږهغه بحث به په دې خيال نه و. چې مونږ به د یوبل د معلوماتو نه څه فايده حاصله کړو. د هر يو دا خيال و. چې زه ښه پوهپږم او دا بل نه پوهېږي چې زه وړ او دا بل پړ دی. د سی اچصڅدس؟وبپموو ‏ ( سدضګېچېپ۵نېټ 7 شلقلتت ‏ وا زما ژوند او جد وجهد دې قسم بحثونو نتيچه همېشه کج بحئي وي او بيا بد رد جنګ و جدال او خفګان. په دې وجه که څوک چرې د دې خبرو نه بهر که د ننه بچ کېدل غواړي هغوی له په کار دي چې د داسې مباحثو نه ځان وساتي او همېشه خپل ځانء ژبه .او خوله واک کې ولري او که چېرې په يوې ضروري مسئلې د بحث کولو ضرورت پيش شي. نو چې ده ته څه معلوم وي يا چ د ده رايه وي هغه دې ښکاره کړي او زيات بحث دې پرې نه کوي. نو بيا به ورته خدای خير کړي. بله دا چې زمونږ په سیاسي وروڼو کې يوه بله غټه د عیب خبره وه او هغه داوه چې مونږ خو به په خوله ويل چې مونږ يو وروڼه يو او په کار هم داسې وه چې مونږ يو وروڼه وی ولې چې مونږه يو نېک مقصد دپاره جېلخانې ته راغلي يو . لیکن حقیقت داسې نه و او نه زمونږ په دې عمل و. په معمولي معمولي خبرو کې به په مونږ کې د سکه. مسلمان او هندو سوالونه پيدا کېدل. ما خو مخکې هم دا ذکر کړی دی. چې جنګ د ملتان په ښار کې وشو او تعلقات دلته په جېلخانه کې د هندوانو او مسلمانانو خراب شول. مونږ دومره فکر هم نه کوو چې هلکه بهر به خلک هر څه کوي. لیکن زمونږ په ډله دې د هغې اثر ولې وشي؟ او که چيرې په مونږ هم دا قسم اثر کېږي. نو بيا په مونږ او په هغو خلکو کې څه فرق شو. چې څوک د دشمن په پاليسۍ دا کارونه کوي او خپل قوم او ملک ته نقصان رسوي. زمونږ دعوه خو دا ده چې مونږ د هندوستان په ټولو قومونو کې ورورولي پيدا کوو او ملک ازادوو. کومې پورې چې د پیرنګيانو حکومت وي تر هغې پورې ځو نا ممکنه ده چې د 0 ۵ - تت تت زما ژوند او جد و جهد 1 هندو مسلمان جګړې ختمې شي. دا خوبه کېږي لیکن که مونږ کانګرس اوخلافت والا هم په دې کې حصه واخلو نو بيا دې د هندوستان خدای پاک مل شي. نور خلک خو پرېږدئ زمونږ یعنې خلافت او کانګرس والاو کې تر اوسه پورې د رښتینې ورورولۍ خيال پيدا شوی نه دی او زمونږ زړونه يو بل ته صفا نه دي. زمونږ په زړونو کې خيری دی په دې وجه په معمولي خبرو باندې مونږ په کور کې جنګ .دنګې او فساد کولو ته تيار يو. يوه ورځ دا چل وشو چې زمونږ يو مشقتي چې هغه زمونږ لوښي پاکول او هندو و هغه سر پرېښو سکمهانو دا مشهوره کړه چې دی مونږ سکهپ کړو. ددې په اورېدو سره هندوان ډېر په غصه شو. هندوانو هغه ته ووې چې ته سر وخريه سکهانو پرې زور راوړو چې پام کوه چې سر ونه خريې دا کشمکش ورو ورو زيات شو او د سکهانو او د هندوانو تعلقات ډېر زيات خراب شول. لنډه دا چې معامله جېل والاو ته ورسېده اوهغوی هغه سړی زمونږٍ د بارک نه بدل کړو. سړی خو بدل شو لیکن بيا هم زمونږ د ورونڼو زړونه یو بل ته صفا نه شو .لا اکراه ‏ الدین» الله تعالی وايي چې په دين کې زور نشته ځکه چې د دې تعلق زړه سره دی. د خپل دین هر مذهب والا ته دا حق حاصل دی چې د تبليغ په ذريعه فايدې او خوبۍ ښکاره کړي. لیکن يو مذهب هم دا نه وايي چې تاسو په زور او زياتي او لالچ خلک پخپل مذهب کې داځل کړئ.ځکه چې د مذهب معامله خو د زړه او دماغ سره ده.چې زړه او دماغ او عقيدې کوم مذهب نه وي قبول کړی په هغه عمل کولی نه شي او چې عمل پرې ونه کړي. نو ژز00ن0واوناناننانانااااااننت ‎--۷۷۳۷۴۷١‏ نن نن )ه٠1٥٥‎ ٨۸٨/٧١١. 0120151٥6.مالسس‎ زما ژوند او جد و جهد هېڅ فايده ترې حاصلولی نه شي. بله ورځ مونږ ټول په بارک کې جمع ناست وو.او خبرې اترې مو کولې په خبرو ځبرو کې د لاله لاجپت رای ذ کر راغی يو موهن لال نومي وکيل و. چې هغه صرف دومره خبره وکړه چې لاله جې شیر پنجاب دی. يو سکه پرې اواز وکړو چې د شیرپنجاب لقب خو د سردار رنجيت سنګه- دی او ورو ورو دا خبره زیاتېده او دې حد ته ورسېده چې يو ځوا سکهان او بل خوا هندوان جنګ کولو ته تيار شو او يو بل پسې يې ډنډې راواخيستې او په ډېرو خوارو مونږ دا معامله رفع دفع کړه نوبت کوتک بازۍ ته ونه رسېدو. مونږ په دې جېلخانه کې هندوان. سکهان او مسلمانان وو. مونږ به پخپله خپله طريقه ځپل خپل عبادت کولو. مسلمانانو کې اکثرو کسانو لمونځ نه کولو صرف مونږٍ دوه کسان مولانا اسماعيل غزنوي صاحب او ما به کولو او هغه هم ځان ځان له. دغه حال د هندوانو هم وو. چې هغوی هم اکثرو به عبادت نه کولو او چې چا به کولو نو ځان ځان له به يې کولو. زما يو مهربان دوست چې نوم يې ماسټر ګردت مل و. او يو ډېرښه سړی و ډېر عبادت به کولو او د عبادت په اخر کې ډېر شانتي شانتي به يې ويل ځو دی پخپله شانت نه و .ما به ورسره خندل چې ماسټر صاحب ته خو شانتي شانتي ډېر وايي ځو شانت نه يې. يو سکهان وو چې دوی به ځپل عبادت په جمع کولو او څومره چې په هغو کې مذهبي جذبه او جوش و. دومره نه په هندوانو کې و او نه په مونږه مسلمانانو کې و. زمونږ په نسبت په سکهانو کې مينه.محبت اتفاق او ورورولي زیاته وه. په ۷٧۷ 0016 ٩666۱ زما ژونداو جد وجهد دې خبره چې ما څومره غور او فکر کړی دی زه په دې نتیجه رسېدلی يم چې د هغوی مذهب په خپله ژبه کښی دی هغوی د هغې په مطلب او مقصد باندې پوهيږي.د هندوانو اومسلمانانو مذهب په بله ژبه کې دی. د هندوانو مذهب سنسکرت کښی دی. هندوان په هغې نه پوهيږي او زمونږ مذهب په عربۍ کښی دی اومونږ په عربۍ نه پوهېږو. سکهان چې به خپل عبادت ته کېناستل نو په هغه کې دا يوه جمله زما نه هیرېږي.او ياده مې ده. چې وې به يې«سرجاوي توجاوي ميري پياري سکهيانه جاوي داسې خبرې چې جذبه او جوش زياتوي د هندوانو په مذهب کې هم شته او زمونږ د مسلمانانوپه مذهب کې هم شته. ځو مونږ او هغوی په مطلب نه پوهېږو. هم دا وجه ده چې د سکهانو په شان مذهبي جوش او جذبه نه په مونږ کې پيدا شوه اونه په هندوانو کې. زمونږ اکثر ملګري خلاص شو اومونږ پنځه کسان پاتې شو ولې چې ټول شپږ شپږ میاشتې يا کال قيد وو. دوی به هم اوس رها شوي وی ځو هغوی په جېلخانه کې هغه د ايجي ټیشن په وجه خپل قیدونه زيات کړي وو. زمونږ د پنځو وهډو مجلس ښه برابرو او د مطالعې دپاره را سره قسماقسم کتابونه هم وو او د خپل قيد ورځې شپې مو په ډېر ارام او خوشحالۍ سره هډولې او بغير زما نه دوی ته لر قيد پاتې و. په دې پنځو کسانو کې مونږ دوه مسلمانان او دوه سکهان او يو هندو و. يو زه او بل مولانا محمد اسماعیل غزنوي او سکهانو کې سردار کهړک سنګه. جسونت سنګه او د هغوی يو بل ملګری و. د جېل والاو سلوک مون سره ډېر ښه وو کپتان دنات ‎٩٥٩۸0‏ - - - نن نن 1م هم زما ژوند او جد وجهد هيرز(1186:5) زمونږ سپرنټنډنټ و. چې په رښتیا ډاکټرواو ډېرهمدرد او ښه سړی و. لیکن په دې ځای کې يو لوی نقص دا و چې د شپږو میاشتو نه زيات يو انګرېز سپرنټنډنټ پاتې کېدی نه شو په شپږو میاشتو کې به ايله مونږ د هغه سره اشنا شوي وو ځو چې به اشنا شو نو هغه به را نه بدل شوى و. د دې وجه دا وه چې په ډېره غازیخان کې به په یخنۍ کې زمونږ انګرېز سپرنټنډنټ و او په ګرمۍ کې به هندوستانی و. بيا د جرنيل د دورې اواز شو چې جرنيل صاحب په دوره راځي هر څوک په دې فکر کې و. چي بيا به څه کېږي ځکه چې دا جرنيل ډېر بد نيته. رشوتي او بغضي سړ یو او ځخاص بيا سیاسي قيدیانو سره څو به ډېر په ترڅ چلېدو. جرنيل صاحب څو ورځې پس را ورسېدو او د راتلو سره اول د سردار کهړک سنګ کتو له راغی او په يو قسم غرور او تکبر کې يې سردار صاحب ته ووې(8 1۵10 ‎)۷٧۵١١‏ رايه کنه کهېړک سنګه نو هغه ورله ډېر په بې پروايۍ سره دا جواب ور کړ و ۵٤۳۵رت‏ لا ښه یيم. د دې په اورېدو سره په جرنيل اور بل شو او بله يې هېڅ خبره ونه کړه او فوراً د بارک نه بهر ته ووت او جېل والاو ته يې ووې چې د ده نه تر اوس ه باد وتی نه دی او د هغه ټکټ يې وغوښتو او د کمزورۍ په وجه چې هغه له ډاکټر کومې پۍ لیکلې وې هغه يې کټ کړلې او حکم يې ورکړو. چې ده له هېڅ بغير د«سي ()) کلاس د قيدیانو د خوراک نه مه ورکوئ.او بل يې دا حکم ورکړو چې په دوی بله مقدمه وچلوئ دا هم ډاکټر و. د جرنيل دوره چې ختمه شوه او دی واپس لاړ نو ‎-٩‏ تت 04 زما ژوند او جد و جهد داروغه صاحب مونږ له راغی او دا ټول بيان يې راته وکړو. او د خپل طرف نه يې ډېره همدردي ظاهره کړه او ويې وي چې زه خو يو ماتحت سړی يم زياتی څه کولی نه شم تاسو پخپل کور کې صلاح او مصلحت وکړئ او سبا چې تاسو ته څه مناسب ښکاري ما له جواب راکړئ. د دې په اورېدو سره زمونږ ملګري ډېر غمجن او فکر مند شول. ولې چې د هغوی رهايي ته دوه. څلور میاشتې پاتې وې. مولانا غريب ته ځو ټوله ټاله يوه نيمه میاشت پاتې وه. لیکن سردارکهړک سنګه-و د هغه ځان له پرېښودل د دوی دپاره ډېر مشکل و. چې اخر بهر خلک به څه وايي؟ چې بوډا سردار مو يوازې پرېښود او تاسو ځوانان ترې را وتښتېدئ. دا خواران ډېر په کشمکش کې وو اخر د ډېر بحث مباحثې نه پس په دې فېصله وشوه چې بهر کانګرس ته خبر ورکول په کار دي. چې د دې په باره کې هغوی يو قرارداد پاس کړي او مونږ ته يې راوليږي چې ايجي ټيشن جاري وساتئ يا يې پرېږدئ او چه کانګرس څه فېصله وکړله مونږ به يې منو. انسان هم يو عجیبه څیز دی څه وخت چې دی کمزوری شي او همت بایلي نو بيا د خپلې کمزورۍ او بې همتۍ د پټولو دپاره قسماقسم حيلې او حوالې لټوي.څه وخت چې دوی ايجي ټیشن شروع کولو نو زمونږ په ډله کې اکثرو خلکو ورته دا خبره ياده کړې وه.چې کانګرس دا قسم خبرې په جېلخانو کې منع کړې دي او د بهر نه کانګرس والاو ورله هم جوابونه رالېږلي وو .چې په جېلخانو کې ايجي ټیشن د کانګرس د اصولو خلاف دی په دې وجه مونږ تاسو له حکم درکوو چې ايجي ټیشن شروع نه ------ ٠۰ ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژوند او جد و جهد 1 ‏کړئ.لیکن هغه وخت دوی په جوش کې وو.چې کانګرس په دې نه پوهېږي چې دا زمونږ د حقوقو او خوددارۍ سوال دی لیکن هم هغه خلک وو چې د کانګرس حکم ته لېواله دي.ځکه چې نور تکلیف تېرولو ته تيار نه دي.ددې ټولو خبرو نه مونږ له سبق اخيستل په کار دي. او هر کار چې کوو نو محض په جوش او جذباتو يې ونه کړو .بلکې د هغې په هر پهلو باندې په ښه شان سوچ او غور وکړو. او که چېرې د هغې د پاره د هر قسم قربانۍ او تکلیفونو ته تيار نه يُو نو شروع يې نه کړو . کانګرس والاو يو قرار داد را ولېره دوی هغه سردار کهړک سنګه- له يوړو هغه ته يې وښودلو چې د کانګرس دا حکم دی.ته په دې کې څه وايې؟ هغه ورله جواب ورکړو چې د کانګرس حکم څه نوی حکم نه دی.بلکې زوړ حکم دی او کوم قدم چې ما اوچت کړی دی.زه د هغه نه د وروسته کېدو دپاره تيار نه يم چې تر څو حکومت زما مطالبات منلي نه وي په دې لاره کې چې هر څومره تکلیفونه او مصیبتونه راځي د هغو دپاره زه تيار يم. دوی په ځای د دې چې د هغه د عزم او ارادې تعريف کړی وی او ځپله کمزوري يې څرګنده کړې وی د هغه خلاف يې دا پراپېګنډه شروع کړه چې دی ځخپل ځان د کانګرس نه لوی ګڼي او په دې وجه د کانګرس حکم منلو ته تيار نه دی دا څومره لويه د افسوس خبره ده .او بده خبره ده چې مونږ د خپلو کمزورو د پټولو دپاره او د بل د غورځولو دپاره ددې ډول ناپاکې پراپېګنډې کوو او پخپل جماعت او قوم کې اختلافات پيدا کوو او دا په هر جماعت کې چې څومره اختلافات وینئ د دې وجه هم اکثر د دې قسم ذاتيات وي. که ‎٢ ‏--ننن‎ -٩٥٤٨٨---7ىضھٌئ0ئق٢ق٢ق8ق٢چ7٢چ٢۰‎ "کت تت زما ژوند او جد وجهد ّ ‎1٣٧٧‏ ‏ته وايې چې زه بغير د څه غرض نه د قوم او ملک خدمت کوم او زه هم وايم نو بيا اختلاف په څه؟ په خدمت کې اختلاف نه راتلی شي او نه کېدی شي اختلاف همېشه په ذاتياتو کې وي او هر سړی که په اېماندارۍ په دې نۀ نظر وکړي او ځپل زړه ولټوي نو دا به ورته معلومه شي چې دا اختلاف زما د ذاتياتو په وجه پيدا شوی دی .مونږ خو به خپلې کمزورۍ د خلکو نه پټې کړو.لیکن د خدای نه خو يې پټولی نه شو؛نو په کار دي چې د خلکو نه يې هم پټې نه کړو او چې کوم کار کولی شو په جارووايو چې دا کولی شم او چې کوم کا رنه شو کولی په جار ووايو چې دا نه شم کولی او دا ونه کړو چې يو ښه کار دی چې زما يو بل ورورلګيا دی کوي يې او هغه کار زه کولی نه شم. نو مون له د هغه امداد په کار دی مخالفت يې په کار نه دی او پخپله ډله اوقوم کې اختلاف پيدا نه کړو او په ځای د ډاډ ورکولو په هغه قسما تسم الزامونه نه لګوو او هغه ته مشکلات پیدا نه کړو. . مولانا اسماعیل صاحب اوسردار جسونت سنګه او د هغوی ملګري جامې واغوستې. کار يې شروع کړو او هر قسم ايجي ټیشن يې ترک کړو سردا کیړک سنګه خواريوازې په مېدان کې پاتې شو جېل والاو پرې مقدمه وچلوله او شپږ میاشتې قيد يې نورزيات شو. یکن د هغه په هست جرات او خندا کې د هېڅ قسم فرق پيدا نه شو. لکه د غر په شان د حکومت په مقابله کې پخپل ځای ولاړ و او په صبر يې هر قسم تکلیفونه تېرول او کوم قدم يې چې يو ځل مخکې کړی و٠‏ هغه يې روستو نه کړو. او تر اځره پورې په هغه باندې ټينګ ولاړ و 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد او ټینګ پرې پاتې شو او ډېر بهادر سړی و. د دې نورو وروڼو ګذران ډېر سخت شو هسې به پخپل ځان کې کچه کچه کېدل دوی د دې خبرې کوشش شروع کړو چې په هره طريقه چې کېدی شي چې مونږ د دې جېلخانې نه بدل شو. د جېل والاو هم دوی سره ډېره همد ردي وه. هغوی هم د دوی دپاره کوشش وکړو او ويې ليکل. د مولانا خو لږې ورځې پاتې وې هغه تېرې شوې رها شو او ددې نورو منظوري راغله. دوی راته بدل شول او په دې دومره لوی بارک کې صرف زه او سردارکهړک سنګه-صاحب پاتې شو هغه يې هم زما نه جدا که او په هسپتال کې چې کرم ‎٥1(‏ 477 8) و .تنها کروټه هلته يې بوته او په چکۍ کې یې بند که. زه يوازې په دې بارک کې پاتې شوم:. زما بارک ته يوه وړوکې غوندې دروازه هسپتال لوري ته لګېدلې وه. چې هغه به همېشه بنده وه. او چې کله به ډاکټر راتلو نو هغه به يې ورته لرې کوله. نو په هغې کې يو سُوری و. سحر ماښام به زما او سردار صاحب په هغه سُوري کې ملاقات کېده. سردار صاحب باندې د حکومت له طرف نه قسماقسم جرمونه او تکلیفونه راغلل او ډېر کمزوری شو په رنګ کې يې هم فرق پيدا شوء خبرې اوخندا يې هم هغه شان وه. ما چې به سردارصاحب ته کاته ما له به دهغه په حالت ډېر اففسوس راغی. زه هم د هغه په شان قيدي وم ما دهغه دپاره څه کولی نه شو صرف دومره به مې کول چې ما سره به څه د خوراک دپاره مېوه دانه وه. هغه به مې څه نه څه ورکوله هغه به هم هغه نه اخيسته په ډېر زور او منت او جګړو به مې پې ځایوله. هغه به ويل که د دې ځايه بدل 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد شوې نو بيا به مېوه چېرته وي نو د دې له پاره ما له دا عادت پيدا کول په کار نه دي ما به ورسره خندل چې په جېلخانه کې څرنګې تېريږي. هغه شان يې تېرول په کار دي. ممکنه ده چې زما د تلو نه پس څه بل سبب خدای پيدا کړي. جېل والاو ته زما د بارک ډېر ضرورت و. ولې چې دلته درې بارکونه وو او په دې درې وهډو بارکونو کې زما بارک ډېر لوی و »په دې کې زيات قيدیان راتلل او په دې جېلخانه کې بل داسې ځای نه وء چې زه يې يوازې په کې ساتلی وی نو د هغوی ډېر زيات کوشش و. چې زه د دې ځای نه بدل شم او دا بارک د قيدیانو دپاره وزګار شي د دې دپاره هغوی جرنيل ته وليکل چې دی دې د دې ځايه بدل کړی شي ولې چې د نهو شلو«۸۰٨١‏ قيدیانو ځا يوازې ده نيولی دی. او مونږ ته د هغه ځای ډېر زيات ضرورت دی. څه موده پس حکم راغی او زه يې د دې ځایه میانوالې جېلخانې ته بدل کړم. میانوالې جېل ته اول د دې نه چې زه د ميانوالي جېل حالات شروع کړم. زه دا ضروري ګڼم چې تاسو ته د حکومت هغه حقوق ښکاره کړم. چې کوم يې سپېشل کلاس قيدیانو له ورکړي دي. دا حقوق په داسې فرېب او چالاکۍ جوړ کړی شوي دي. چې د دې ټول انحصار د جېلخانې په سپرنټنډنټ منحصر دی .که چيرې يو سپرنټنډنټ شریف و او د هغه نيت د قيدیانو د تنګولو او رنځولو نه و. نود قيدیانو هر قسم حقوق شته او قيدي ته د هر قسم ارام وي او که چيرې يو سپرنټنډنټ بدنيته او بد دیانته ادد س:س خا 4٢٨٨٨٢ ‏زما ژوند او جد وجهد‎ ‏وي او دايې ځيال وي چې قيدیانو له تکليف ورکوم؛ نو بيا د‎ ‏قيدي غريب هېڅ قسم حقوق نشته او هغه ته د هر قسم تکلیيف‎ ‏وي. زمونږ د ډېره غازي خان په جېل کې د هر قسم‎ ‏سپرنټنډنټانو سره ګوزاره شوې ده زمونږ اول سپرنټنډنټ‎ ‏مسلمان و. دويم انګرېز و. درېم هندو و او څلورم بيا انګرېز‎ ‏و. د اول سپرنټنډنټ په وخت کې زمونږ ډېر حقوق وو. د دويم‎ ‏سرنټنډنټ په وخت کې باوجود د ډېرو جګړو او کشمکش نه‎ ‏بياهم زمونږ کافي حقوق وو. لیکن چې څه وخت يو هندو‎ ‏سپرنټنډنټ رايې صاحب راغی او چارج يې واخيست او زمونږ‎ ‏سپرنټنډنټ شو زمونږ حقوق کم شو. چې چا به ويل چې زه‎ ‏مېوه راغ و اړم هغه به وې چې دا (1,01077) یعنې عياشي ده.‎ ‏او که چا به چای يا مصري را غوښتل نو دا هم د هغه په خيال‎ ‏عیش و اجازت به يې نه ورکولو. لنډه دا چې د ځوږو چڼو‎ ‏قدرې چا ته اجازت نه و. د هغه په خيال کې دا هم‎ ‏لګژريعیش ګڼلی شو.‎ هره ورځ به زمونږ تالاشۍ وې او لږ غوندې څیز چې به يې چا سره د ځوراک پيدا کړلو. نو بيا به د هغه پېشۍ وې او سزاګانې به وې صرف ما ته زما د غاښونو د بېمارۍ په وجه د يو ام د راغوښتلو اجازت و. او د هغې د پاره هم د هغه دا حکم و »که چيرې دا معلومه شوه چې تا بل چا له ورکړی دی.بيا به په تاهم بند شي او هغه اجازت هم ځکه و .چې زما غاښونو او أُورو کې نقصان واو ډېنټل سرجن ليکلي وو .چې د ده دپاره روزانه څه نا څه مېوه ځوړل ضروري دي. دا خو زمونږ حال و. چې په سپېشل کلاس کې وو »نو تاسو اندازه ولګوئ چې د ٧1 ‏س‎ ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد و جهد 1 1 عامو قيدیانو چې په«سي؛» ()) کلاس کې وو. د هغوی به څه حال و؟. او د هغوی د حقوقو به څه حال وي؟ حقيقت دا دی چې پیرنګيان ځپل رعیت ته ډېر بدنيته دي او هر قسم قانون چې د دوی دپاره جوړ وي هغه په ښه نيت نه جوړوي تاسو وګورئ چې دوی شپه او ورځ نوي نوي قانونونه جوړوي په دې بهانه چې په ملک کې جرمونه کم شي او امن شي او خلک په ارام شي. یکن ورځ په ورځ جرمونه په زیاتېدو وي. بد امني وي او لک نا ارامه وي.د دې څه وجه کېدی شي. د دې همداوجه ده چې دا ټول قانونونه په ښه نيت نه جوړيږي په بد نیتۍ سره جوړيږي او په بدنیتۍ سره استعماليږي او عمل پرې کېږي او که ښه قانون جوړ شي. خو چې نيت بد وي نو بد استعمالیږي. پیرنګيان په ملک کې په رښتیا سره نه امن قایمول غواړي او نه جرمونه او جګړې أو نه فسادونه کمول غواړي دا د منلو خبره ده چې که يو حکومت په رښتیا سره د يو ملک اصلاح او امن غواړي أو هغه به ونه شي؟ تاسو ځو لس دې ته .ګورئ چې هندوستان کې هم د انګرېزانو حکومت دی او په انګلستان کې هم د پیرنګيانو حکومت دی هلته دا ټول څیزونه قايم دي نو دلته ولي قایمېدلی نه شي؟ ېوه ورځ زما د سرحد د پولیس د جرنيل سره د پولیس په دیانت دارۍ او ایماندارۍ باندې بحث شو نو ما ورته دا خبره وکړله چې زه په دې نه پوهېږم چې تاسو په انګلستان کې يو دیانت دار او ایماندار پولیس په رښتیا معنو کې د خلکو خدمتګار پيدا کولی شئ. نو دلته يې څنګه نه شئ پيدا کولی؟. خو تاسو یې نه پیدا کوئ. ونان ۳۸7- نن نن سم ښس/ن:1/.00120015166/١۸/٧‏ (0007165 زما ژوند او جد وجهد زه چې هلک وم نو زه به زبرګانو اوملايانو پسسې ډېر ګرځېدلم ډېر لمونځونه اووظیفې به مې کولې او لاس نيوی مې هم کړی و. ما به ډېرې وظیفې کولې خو چې ځان ته به مې کتل نو په ما کې هېڅ تغير او تبدل نه راتلو . د هغه زبرګانو او ملايانو نه مې هم تپوسونه کول چې زه ځو ډېرې وظیفې کوم ولې چې څنګه وم هغسې يم هغوی به زما د پوهولو ډېر کوشش شش وکړو .خو زما تسلي به ونه شوه اخر چې زه ډېره غازي اه هلته زما يو ډېر مهربان دوست و ماسټر ګوردت مل نوم يې و .چې د هغه سره مې تعلق پيدا شو. هغه ډېرعالم او ښه سړی واو ماسره يې ډېره مېنه او محبت و هغه سره يو کتاب و. چې يو پادري لیکلی و. د هغه کتاب نوم صوعمظ عکه ‎1٠۷ ۵٤‏ ۵ مده ‎10٧٤‏ ۷۰۶ )یعنې ستاسو قوتونه اود هغو نه د کار اخيستلو لارې چارې هغه کتاب چې مې په غور ولوستلو نو زه د وظیفې کولو په حقیقت پوه شوم.هغې کې لیکلي و. چې دا تاسو وظیفې کوئ او د خدای پاک نوم او صفاتي نومونه يادوئ نو تاسو له ښايي چې هغه صفات ځان پيدا کړئ. مثلا د خدای يو صفت دا دی چې هغه رحمان دی یعنې بخښونکی مهربان دی نو تاسو هم ځان کې د بخښنې او رحم عادت پیدا کړئ او همداسې نور. زه چې څه وت خبر شوم چې زما ددې جېلخانې نه بدلي وشوه» نو زه هغه سُوري له ورغلم او سردار کهړک سنګه- : صاحب هم هغه سُوري له راغی او په ډېره خند| او خوشحالۍ سره يو د بل نه رخصت شو.دروازه کې زما د بوتلو دپاره سپاهیان تيار ولاړوو. جېل والاو هم ماسره په مخه ښه وکړله ا-- لسحچحچځځچځ8 ز زانشسشتټ - ۶٢۸٢۳--ت-کت‏ ھت تت زما ژوند او جد و جهد او زه سپاهيانو سره د ميانوالي جېل ته روان شوم دا ځل مونږ ته د اباسین په پورې وتلو کې څه تکلیف ونه شو. ولی چې ژمی و او په يخنۍ کې اوبه لږې وي او په اباسین باندې د کشتو پل وي.چې سټېشن ته ورسېدٌو زمونږ رېل تيار و.مونږ په کې کېناستو او سبا وختې ميانوالې ته ورسېدو. سټېشن ته نزدې جېلخانه ده. زه يې جېلخانې ته بوتلم جېل والاو ته یې په حواله کړم. داروغه صاحب ماسره ډېره ګړه بړه وکړه او په ډېره مینه محبت يې جېل ته بوتلم. په دې جېلخانه کې کافي سیاسي قيدیان وو.زیاته حصه په کې د سکهانو وه او يو څو کسان په کې هندوان او مسلمانان وو .په سکهانو کې یوڅو کسان زمونږ د سرحد هم وو او دوه کسان ځو ځاص د پېښور وو. د هغوی په ليدو مې زړه ډېر خوشحاله شو. دلته صرف درې کسان مسلمانان وو يو د مولانا ظفر علي ځان زوی مولانا اختر علي ځان صاحب و. او نوردوه کسان د پاني پت ملايان وو .په دوی کې د يوکس نوم صوفي اقبال صاحب و. چې ډېر خوش مزاجه او مجلس ارا سړ یو او زمونږ د خوړو. څکلو انتظام هم د هغه په لاس کې و. په پخلي هم ډېر ښه پوهېده. پخلی به يې همېشه پخپله کوو داروغه صاحب زه دوی ته په حواله کړم»معلومېده چې د داروغه صاحب د دوی سره خاص تعلق و .او چې څه وخت داروغه صاحب تلو نو ماسره يې ډېر اخلاص ښکاره كړو او ماته يې ووې چې زه ستا هر قسم خدمت ته تيار يم. تا ته چې د څه قسم تکلیف يا د څه قسم ضرورت وي نو ماته به ایله د اشارې کولو ضرورت وي. لیکن روستو ماته د تجربې نه معلومه شوه چې داروغه صاحب ---٨٨۸ 0016/۳0٥6 زما ژوند او جد و جهد دومره ښه سړی نه و. ويل به يې يو څه او کول به يې بل څه خبرې به يې ډېرې کولې لیکن عمل يې پرې ډېر کم و. بل نقص په کې دا و چې د سړي به يې ډېرې خوشامندې کولې. لیکن ورسره به زر ترزره د هغه بې عزتي کولو ته هم تيار شو. په دې جېلخانه کې د ډوډۍ پخولو د پاره دوه باورچي خانې وې. يوه د هندوانو او سکهانو او بله د مسلمانانو.د دې بېلتون ټوله ذمه واري د هندوانو او سکهانو په سروه. ځکه چې هغوی به د مسلمانانو نه کرکه کوله او دوی به يې خپلې باورچي خانې ته دننه نه پرېښودل او په دې کې لا د بعضې خلکو دا هم خيال و. چې د مسلمانانو په ورتلو سره چوکه پليتيږي. په دې وجه مسلمانانو د هغوی نه خپله باورچي ځانه بېله کړې وه او په دې کې د هغوی غریبانانو څه قصور نه و. د دې متعلق ما ډېرې کيسې اورېدلې وې لیکن زه یې مناسب نه ګڼم چې دلته یې ولیکم او په دې کې زه څوک ډېر ګرموم هم نهء ولې چې د ټول عمر عادتونه په څوورځو کې بدلېدی نه شي. زه اميد کوم چې ورو ورو به په خلکو کې علم او پوهه راځي. د هندوانو او مسلمانانو نفرت به لرې شي لیکن رفته رفته د دې دپاره وخت په کار دی او کار په کار دی. بيا هم زه دې ته لويه کاميابي وايم چې دلته اکثر هندوان او سکهان د دې خيال نه وو. اکثرو ځو به مسلمانانو سره یوځای خوړل او څکل کول. که زمونږ په کېچن کې چې به هر څه پاخه شو د هغې خوراک کې به يې هم باک نه کوو او د زړو ځيالاتو خلک هم ډېر کم وولیکن بيا هم د دې اثر ښه نه ‌و اود هندو اومسلمان مینه محبت او اتفاق کې یې ډېر نقصان غورځولی و. دلته دا قاعده مقرره وه چې چا به د مسلمانانو دلاسه د لو .د 1۷-00 زما ژوند او جد و جهد خوړلو باک نه کولو نو مسلمانانو به هم د هغوی دلاسه هر څیز قبلولو او خوړلو او چا چې به د مسلمان د لاس څیز نه خوړو او د هغوی نه به يې کرکه کوله نو مسلمانانو به هم د هغوی دلاسه څه څیز نه اخيسته او نه به يې د هغوی دعوت قبپلولو . سردار سردول سنګه سره دلته زما په اول ځل ملاقات وشو دا هم د سکهانو يو لوی ليډر واو ډېر پوه او عالم سړی واو دده د صعحبت نه هم ما ډېره فايده حاصله کړه. مونږ د تبادله خيالات دپاره یووخت مقرر کړی و او همېشه به مو په مذهبي او سیاسي معاملو باندې د يو بل خيالات معلومول سردار صاحب ډېر يو ازاد خيال سړی و. د نورو سکهانو په شان نه و څومره سکهانو وروڼو سره چې زماملاقات او تبادله خيالات شوي وو .په هره معامله کې د ده راه سنجيده اومعقوله به وه اوماسره به يې ډېره مینه او محبت کولو. دلته ډېر سکهان وو او زمونږ د پېښور سردار راچه سنګه صاحب هم و. چې څه وخت اصلاحات (08/07005 راغلل نو دی زمونږ د صوبې اولنی ايډوکیټ جنرل و او ده سره د پېښور يو بل سکه هم و. چې ما نه يې نوم هېر دی د چایو سوداګرو او د چین نه به يې چای راغوښتله او ماله به يې د شنو چایو هغه ګلونه چې ډېر قیمتي او ځوندناک وي ساتلي وو او راكول به يې ماسره يې ډېره مينه محبت کولو. ډېر محبتي سړی و. صوفي صاحب د ډوډۍ د پخلي ښه ماهر و هر څیز به يې ښه پخولو لیکن مرچکی به يې ډېر زيات ځوړو او مرچکي سره زه بلد نه وم» په دې وجه به زه ډېر زيات په تکلیف وم. يوه ورځ صوفي صاب قیمه پخه کړه او په کې يې دومره مرچکی 040165 06 زما ژونداو جد و جهد اچولی وو .چې نوړۍ اخستو سره زما ځوله وسوزېده.ما ډوډۍ پر ې ښوده او سپوره سپوره می خوراک شروع کړوصوفي صاحب راته ووې چې دې کې ځو ما ستا د وجې نه ل ې مرچکی اچولی دی. ګوندې د دې قاعده خو دا ده چې سېر قيمه کې سیر مرچکي لګي. خو ستا د وجې نه مې په کې صرف سل مرچکي اچولي دي. ما ورته ووې چې خدای دې درسره ښه شي چې زما دې دومره خاطرکړې دی. خو زه د مرچکي سره بالکل عادت نه یم؛ نو ښه به دا وي چې ما ته بېله کټوۍ پخوې ولې چې په دې طريقه تاسو ته هم تکليف وي او ماته هم تکلیف وي. بيا دپاره ځان له د خپل ځواهش کټوۍ پخوئ او ماله زما د طبیعت پخلی کوئ. نو دواړو ته به ارام وي. صوفي صاحب لوی عالم وء ډېر ښه سړی او خدمتي و. لیکن زيات خوراک به يې کاوه پخپله يې هم زیاته غوښه خوړه أو اخترعلي خان له به يې هم زیاته غوښه ورکوله او د دې له پاره به يې اختر علي ځان ډېرې خوشامندې کولې. ما خو چيرې د دې خبرو نوټس نه اخيستو ولې چې ما به خيال کوو. چې دی دومره تکلیف او مهرباني کوي او مونږ له ډوډۍ پځوي نو که ل ې ډېر څه وځوري نو دومره باک يې نشته. ولې زما هغه بل ملګری مولانا صاحب به ور سره همېشه په جنګ و او ورته به يې ويل چې ستا دا عادت ښه نه دی چې ځان له هم ډېره خورې او چې څوک دې خوښ وي هغه له هم ډېره ورکوې لیکن صوفي صاحب باندې د دې قسم ځبرواثر نه کېدو. هغه به همېشه په زړه طریقه روان و. د ميانوالې جېل هم د غازي ځان جېل نه په ګرمۍ کې او په ٩٩١ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد بادونو کې څه کم نه و. که چيرې هغه يوه دشته و. نو دا يو ريګستان و او که هلته به د خاورو سیلۍ الوتې نو دلته د شګو سېلۍ الوځي. هلته ځو مونږ ته دا فايده وه چې مونږ لوی بارک کې اوسېدو دلته بارک هډو شته نه. ټول سلون«چکۍ. دي.د دې په نسبت زمونږ هغه بارک ډېر ښه او يخ واو باد به په کې هم لګېدو. بله دا چې هلته د بارک نه بهر د هر چا د ملاستي دپاره کډۍ وې. چې په ګرمۍ کې به مونږ پرې څُملاستو او دلته خلک په ځمکه څملي. مونږ سیاسي قيدیانو کې يو بل نقسص دا و.چې سیاسي قيدیان په يو معمولي کوشش سره جېل والاو د ځانه سره ملګری کولی شي او د خپلو فايدو دپاره يې د سیاسي قيدیانو برخلاف استعمالوي چې يو سیاسي سره جېل والاو لږ غوندې ښه سلوک شروع کړي او څه نا څه رعايت ورکړي نو بيا دې خدای خير کړي او دا امتحان دې خدای په چا نه راولي. مونږ فورا د هغو ى ملګري شو او د جېل والاو طرفداري شروع کرو او په زړه کې وايو چې دوی زمونږ ډېر دوستان دي او په دې نه پوهېږو چې دوی زمونږ نه فايده حاصله کړې ده او زمونږ حقوقو ته یې ډېر نقصان رسولی دی. زماد دې نه دا مطلب نه دی چې څوک دې د حکومت د نوکرانو نه نفرت وکړي. مونږ له د چا نه نفرت کول په کار نه دي. په کار دي چې هر چا سره ښه سلوک وکړو خو دا مه کوئ چې د خپل جماعت د بل چا ملګري او رازدار او مددګار شئ. مونږ له په کار دي چې په هر حالت کې د ځپل جماعت د خلکو رازدار او مددګار يو. د دې تسم خلک همې شه د جېل والاو د ٢ - .1م ردهسسمف زما ژوند او جد وجهد خوشحالولو دپاره د خپلو ملګرو د هر قسم مخالفت کولو ته تيار وي او دا کوشش کوي. چې څوک د هغوی برخلاف ايجي ټيشن شروع نه کړي او که چيرې د دې قسم څه خبره پېښه شي. نو دوی همېشه د هغې مخالفت کوي او پخپل جماعت کې نفاق پيدا کوي. حکومت چې څومره مونږ ته يا زمونږ حقوقو ته نقصان رسولی دی دا ټول د دوی دلاسه او د دوی د برکته که چېرې مونږ يوه خوله او یوموټی وی نو حکومت په مونږ د دې قسم زياتي نه شو کولی او زمونږه حقوقو ته يې نقصان رسولی نه شو. دا زمونږ د شان سره مناسب نه دي چې د خپلې ذاتي معمولي فايدې دپاره د هغه حکومتي پرزو سره تعاون کوو. چې د چا بر خلاف مونږ د عدم تعاون اعلان کړی دی او که د دې دپاسه چيرې څوک بيا هم دوۍ سره تعاون کوي.نو په جایزو خبرو کې دې ورسره تعاون وکړي او په ناجایزو خبرو کې ځو تعاون يوه لویه ګناه او جرم دی. جېل والاو سره دا د دوستۍ مرض په ميانوالي جېل کې د ډېره غازي ځان جېل نه زيات و او بيا زمونږ مسلمانان وروڼه په داروغه صاحب باندې هسې پتنګان وو او تر دې حده پورې رسېدلي وو .چې د خپلو ملګرو سره د جېل په باره کې بحث کول خو پرېږده بلکې اورېدو ته هم تيار نه وو او څومره خوشامندې او تابعدارۍ يې چې د داروغه صاحب کوله د هغې بيانول مناسب نه ګڼم. د دې دوستۍ چې څومره حقیقت ما ته معلوم دی هغه دا و چې دوی له به يې پۍ.کارډ او لفافه او خط د خپل حق نه زياتي ورکول او چې څه وخت به جرنېل په دوره راغی نو دوه میاشتې معافي به يې هم ترې د دوی دپاره انز زما ژوند او جد و جهد اخېسته. بل دوی به هر وخت دفتر ته تلی شو او د مازيګر په وخت کې ورته په چکر کې د ګرځېدو هم اجازت و. ځو دی سره دا خبره هم وه چې داروغه صاحب به همېشه چې څومره د دې ځپلو دوستانو بې عزتي کوله هغه هومره يې چير: دبل چا کړې نه وه. د داروغه صاحب په دې جېلخانه کې ډېر لوی اشنا د ظفر علي خان زوی اختر علي ځان و. چې داروغه صاحب به څه وخت مازیګر د ګنترې د بندولو دپاره چکر ته راغشی نو دوی به هم ورغلل او د هغه سره به په کرسو ناست و. يوه ورځ ډاکټر صاحب د هسپتال نه چکر ته راشی چونکه په چکر کې نورې کرسۍ نه وې بس دغه دوه کرسۍ وې چې په يوې دارو غه صاحب او په بلې اخترعلي خان ناست و. اختر علي ځان د داروغه د دوستۍ په وجه يا د ليډرۍ په خيال ډاکټر صاحب ته اوچت نه شو او کرسۍ يې ورته هم ځالي نه کړه داروغه صاحب ته د اختر علي خان دا رويه ښه ښکاره نه شوه او هغه ته په قهر شو بې عزته يې کړو او د کرسۍ نه يې پاڅولو او په يوه سپکه طريقه يې ورته ووې.چې ته ځان وپېژنه ته قيدي يې شاید تا نه ځان هېر شوی دی ته نه پوهېږې چې ډاکټر صاحب د جېلخانې يو لوی افسر دی هغه ولاړ دی او ته په کرسۍ ناست يې. د چکر نه يې په بې عزتۍ وشړلو او اینده دپاره يې په چکر بند کړو.ځو چې مازیګر به شو او داروغه صاحب به چکر ته رای نو دی به ورغی نمبردار ته به يې وويل چې داروغه صاحب ته ووايه چې اختر علي ځان چکر ته اجازه غواړي. هغه به ويل چې نه. نه دې راځي. يوه ورځ ما ورته وويل چې اختر علي ځان ته سیاسي قيدي يې او هلل د 0 0۷0 ۱ 4647ېى۰۹ممم۸/۸/.00100016166.0/ 600011651 زما ژوند او جد وجهد د ظفر علي ځان زوی يې دا ته چې څه کوې دا زمونږ د ټولو سیاسي قيدیانو بې عزتي کوې. چکر به څه وي؟ او ته ولې دا خپل ځان د داروغه په مخکې داسې وړوکی کوې ته ګورې نه چې داروغه هره ورځ ما ته منت کوي چې راځه چکر ته راشه خو زه نه ورځم. چکر ډېر ښه ځا یو او ډېر ګلونه وو. اختر علیخان تر هغه وخته پورې په چکر بند و. چې تر څو يې د داروغه صاحب نه معافي ونه غوښته او رضا يې نه کړو. د دې نه تاسو پخپله نتیجه وباسئ چې دې ته به څوک دوستي وویلی شي؟ دا خلک په دې دوستۍ نیازېده او ډېر فخر یې پرې کولو. ميانوالې جېلخانې کې همېشه شګې الوزي او شګې او سېلۍ ډېرې ګرمې وي هر څيز کې شګې وي او هر څيز د شګو ډک وي او داسې هېڅ څيز به دې په نظر را نه شي چې په هغې کې به شګې نه وي سره د ډېره احتیاطه بيا هم په هر څیز کې څهنا څه شګې وې او معلومېږي دا چې د داسې قسم خاص جېلو نه پیرنګيانو ديده دانسته د سیاسي قيدیانو د ازارولو اوصحت خرابولو دپاره خوښ کړي دي. زما صحت دلته د ډېره غازي ځان په نسبت زيات خراب شو وزن مې هم ډېر کم شو. ما څو ځله سپرنټنډنټ ته دا خبره وکړه چې ما د دې جېلخانې نه بلې جېلخانې ته بدل کړئء نو هغه به وې چې زه څه کوی نه شم ولې چې حکومت د سیاسي قيدیانو د پاره دا جېلخانه مقرره کړې ده د يدي خبرې ته څوک غوږ نه ږدي. د پیرنګيانو په راج کې قيدي هډو سړی نه دی. په سپي به يې رحم راشي. لیکن په قيدي يې رحم نه راځي. چې ګرمۍ ډېر زور وکړو. نو په جېلخانه کې د ننه يو کوهی و. چې د هغې ۵ زما ژوند او جد و جهد اوبه ډېرې يخې وې د کومو ځلکو چې به داروغه صاحب سره تعلق و .هغوی ته کوهي له دتلو اجازت واو هغوی به همېشه د مازیګر لمبلو له تله هغوی به د اوبو د يخوالي ډېر صفتونه کول چې هر چا ته به د هغه ځای د لمبلو شوق پيدا شو. لیکن اففسوس چې هر سړی به هلته تلی نه شو. دا رعايت صرف د داروغه اشنایانو ته و او کله ناکله به بغير د څه وجهې نه داروغه صاحب خلک بند کړل اونمبردارانو ته به يې حکم وکړو. چې هېچا ته ور لرې نه کړئ. نودغه وخت به د داروغه صاحب د اشنایانو يو عجیبه حال و. ولې چې هغوی د کوهي دپاسه په يخو اوبو د لمبلو اموخته وو. چې مازیګر به شو او د لمبلو وخت به راشی نو په دوی به مېږي لګيا شو ورونه به يې ډزول نمبردارانو ته به يې چغې وهلې او منتونه زارۍ به يې ورته کولې چې په دې کې به ماښام شو جېلخانه به بنده شوه. نو اځير به د دې ځوارانو زړه صبر شو. داروغه صاحب به کله نا کله ما ته هم د دې کوهي د يخو ابو صفت کولو او راته به یې منت هم کولو او راته به يې وې چې که چېرې همېشه نه ځې نو کم از کم يو ځل خو لاړشه او د هغه ځای د لمبلو مزه ځو واخله ليکن ما په دې څیزونو ځان نه اموخته کولو . ځکه چې ما خو د خلکو دا بې قرارۍ او بې عزتۍ هره ورځ ليده او داروغه صاحب به ماته ډېر منت کولو چې ته نه چکر له راځې اونه لمبلو له ح ځې د خپلې احاطې نه بهر نه وځې ما به خپل زړه کې خيال کوو چې اوس خو داروغه صاحب ستا منت کوي.لیکن چې يو ځل يې ددې نورو په شان اموخته کړې نو بيا به تاسو سره هم دغه شان سلوک کوي ته ولې بل له داسې موقع : ۷ ٧: ٢-٢٢۸ ‏اسا‎ ٩٩۴۳٩۲759 زما ژوند او جد وجهد ورکوې؟ د هر سړي خپل عزت پخپل لاس کې دی او که هر سړی خپل ځواهشات او ضروریات قابو کړي. نو همېشه به په ارام خوشحاله او عزتمند وي. رهايي: دلته هم زمونږ مشقت څرخه او تارونه «سپسي رېشل وو. زه به اکثر د خپل مشقت«کار نه صرف په دوه ‎٢‏ ګېنټو کې فارغه شوم او بیا به مې مطالعه کوله. اخر زما درې کاله قید په ختمېدو شو او رهايي مې را نزدې شوه. د رهايۍ تاریځ په ټکټ وختو. زه نه پوهېږم چې ددې نه څنګه زمونږ جماعت انجمن اصلاح الافاغنه خبر شو . ځکه چې ما چيرې هم د دې قسم خبرې چا ته نه وې لیکلې او دا به مې هم نه خوښول چې چا له تکلیف ورکړم. د اتمانزو نه به ګرم ګرم خطونه راتلل چې مونږ د خپلې رهايۍ د تاریخ نه خبر کړه ولې ما دا خبره نه خوښوله او چا له مې دلته د راتلو تکليف نه ورکولو.په دې وجه ما دا خبره همېشه د خپلوخپلوانو او د دوستانو نه پټه ساتلې وه.او زه د دې خبرې نه خبر نه وم چې انجمن زما استقبال کول غواړي.د انجمن زما استقبال خوښو او زما استقبال یې کولو. لیکن د حکومت خوښه نه وه.ځکه چې خلک به د ده د رهايۍ نه ځبر شي او په خلکو کې به ډېره لويه پراپېګنډه وشي په دې وجه د حکومت سره فکر پيدا شو او ماته لا څه ورځې وې. چې په دې کې جمھ.دار راغی او ماته یې ووېءچې داروغه صاحب دې غو اړې.زه به دفترونو له نه تلم نو ما ورته ووې چې د څه دپاره مې غواړي؟ هغه راته ووې چې ستا رهايي شوې ده.نو ماورته وويل چې زما لا څو ورځې پاتې دي.زه د وخت نه مخکې -٧ رهس زما ژوند او جد و جهد : رهايي نه غواړم نوهغه لاړ او بيا راغی چې ستا رهايي نه بلکه د پېښور جېل ته دې تبدیلي شوې ده. حقيقت دا دی چې ما د معافۍ نه انکار ځکه کړی و. چې جېل والاو به د معافۍ په طمع زمونږ سیاسي وروڼه ډېر سپکول او درې څلورو ورځو په معافۍ به يې پرې ډېر احسانونه کول ما ځپل سامان واخیستو د ټولو وروڼو نه که هندوان وو که سکهان وو که مسلمانان. په خندا او خوشحالۍ رخصت شوم او ټولو ته ورتر غاړه وتم. ما سره که سکهان وو که هندوان اوکه مسلمانان. د ټولو ډېر محبت و. چې دفتر ته ورسېدم او په دفتر کې مې سپاهیان ولیدل نو تسلي مې وشوه: زه يې هغوی ته په حواله کړم» مونږ د چېل والاو نه رخصت شو او د سټېشن په طرف روان شو. چونکه دګاډي د راتلو وخت نه و. او د ګاډي راتلو ته څه وخت پاتې و. څه وت چې مونږ سټېشن ته نزدې شو هغوی زه د سټېشن نه بهر ايسار کړم او سټېشن ته يې په دې وجه بو نه تلم چې خلک به مې وويني او بله دا د ميانوالې خلک ټول پښتانه دي مشرانو له پښتو ژبه ورځي او د کشرانو نه یې هېره شوې ده. زمونږ د ميانوالي د جېل ډاکټر چې و. هغه له پښتو نه ورتله او یوه ورځ يې پلار زما ملاقات له راغلی و. نو هغه ما سره پښتو ویله. پښتنو کې دا ډېره لويه کمزورتیا ده. چې چېرته لاړ شي او چا سره واده وکړي نو هغه خپله ژبه ترې پاتې شي. مونږ سره په سرحد کې په زرګونو هندوان اوسي هغوی هغه خپله ژبه هېره کړې نه ده. پنجابي يې هم زده ده او زمونږ ژبه یې هم زده کړې ده. دا کمزوري صرف په مونږ پښتنو کې ده. ماښام تياره ګاډی راغی مونږ په کې سواره شو په دې رېل کې ډېرې سورلۍ ته وې اکثر کوټېډبې په کې ځالي وې مونږ په کې کافي ځای بیأ مونده او په کې په ارام کېناستو او رېل پېښور ته روان ٩۹٢ 08٨٨٨٨٢٣ ۷ ‏زما ژوند او جد و جهد‎ ‏شو ټوله شپه د خوشحالۍ نه خوب را نغی ساعت په ساعت به‎ ‏راوېښېدم او د سپاهیانو نه مې تپوس کولو چې د اټک نه پورې وتو‎ ‏او که نه؟‎ اخر سحر وختي چې مې سترګې پرانيستې نو زمونږ ريل د خیراباد په سټېشن ولاړ و. زما ځپل ملک او ځپل قوم سره ډېر محبت دی د ځپل ملک په داخلېدو او د پښتنو په ليدو مې زړه ډېر خوشحاله شو زه پخپل ځای بې غمه پروت وم او په دې خيال کې وم چې پېښور ته به څه وخت ورسو. لیکن رېل روانېدو نهء په دې کې زه راپورته شوم دروازه مې لرې کړه تماشه کوم چې رېل ولې نه روانیږي. ګورم چې پولیس واله په پلېټ فارم منډې وهي کله يوه کوټه. کله بله کوټه د رېل لرې کوي. چې په دې کې یې زه وليدم زما په ليدو هغوی ډېر خوشحال شو تاڼه دار ماله راغی او ماته یې ووې چې مونږ خو تا لټوو ته کوم ځای وې. زمونږ زاره دې په لټولو شنه کړه رېل هم لېټ شو ما ورته ووې چې زه خو همدې کوټه کې وم لیکن تاسو ځکه لیدلی نه یم» چې زه ملاست وم ما ورته ووې چې ما سره مو څه کار دی؟ هغه راته ووې. چې راځه ستا دپاره مو چای تياره کړې ده.زما اسباب یې د ګاډي نه را کوز کړو زه ورسره روان شوم. ای تياره وه انسپکټر صاحب هم هلته ناست و .مونږ چای څکله چې په دې کې رېل روان شو ما ورته ووې چې ګاډی خو را نه لاړ هغوی وخندل او په خندا کې يې راته ووې چې مونږ به دې په موټر کې ورورسوو چای مو څکله زما چارج يې د پنجاب د پولیس والاو نه واخيستو هغوی ماسره ګړه بړه وکړه او رخصت شو خلک د پنجاب د پولیس نه ډېر شکایت کوي. لیکن دې پوليسو چې ماسره کوم ښه سلوک او د هر قسم ارام رسولو کوشش کړی دی زه يې مشکور يم. اوهېچرې به د دنات ‎٩٩١‏ ؛ ۲ ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژوند او جد و جهد 1 17 ‏هغوی ښه سلوک رانه هېر نه شي. د سټېشن نه چې بهر شو موټر تيار ولاړ و. زه یې په موټر کې سور کړ م. تاڼه دار او دوه تنه سپاهیان راسره په کې سواره شول انسپکټر صاحب پاتې شو چې نوښار ته نزدې شو نو زه یې بهر په بهر د مردان په سړک چارسدې ته روان کړم اوس زه پوه شوم چې د پېښور په ځای مې چارسدې ته بيایي په لاره راته یو ځای دوه ځله موټر پنکچر شو. اتفاق دا و چې هر ځای به راته پنکچر کېدو هغه ځای به ډېره ابادي نه وه. د ابادۍ نه به لرې وو. اخر دا چې سر ډېرو ته ورسېدو د رارسېدو سره راته بيا موټر پنکچر شو چې چارسدې ته ورسېدو. دلاور ځان زمونږ اسسټنټ کمشنر و. د سیند په غاړه یې قچري کوله په قچري کې ډېر خلک ولاړ وو. چې زه یې وليدم نو خلکو ما له رامنډه کړه او زما نه چاپېره شو . زه یې دلاور خان ته پېش کړم. هغه ماسره ډېره راشه درشه وکړه ځان سره يې د پکي لاندې کېنولم ډېرې خبرې اترې یې راسره وکړې بيا يې تاڼه دار له حکم ورکړو چې دی اتمانزو ته ورسوه. د تلو په وځت کې دلاور ځان هم ماسره را روان شو چې د برنډې نه بهر شو نوما ورته ووې چې بس مهرباني زیات تکلیف مه کوئ دغه جلب بس و نو هغه راته په خندا کې ووې چې خلک خو په دې لوی فخر کوي او لوی عزت یې ګڼي که چیرې یو اسسټنټ کمشنر یو څو قدمه ورسره جلب وکړي ما ورته په جواب کې ووې چې دا تکلیف دی او زه دا څیزونه نه خوښوم چې څه وخت مونږ بهر راووتو په دې لږ ساعت کې په سوونو لک جمع شوي وو. ما ټولو سره ګړه بړه وکړه او د هغوی هغه جذبه او محبت مې ډېر محسوس کړل او ټم ټم کې زه سره د تاڼه دار او پولیس اتمانزو ته روان شوم. ‏بد ېد و 0٩016 ٩٨66 زما ژوند او جد و جهد سیاسي سرگرمي او پښتون اخبار کلي کور کې» د اتمانزو جلسه» فخر افغان» انحمن او مدرسې» رهشنغره دواوه» صوابۍ» بالاکړهۍ» ساول ډېر» رستم کاټلنک کلياړه» اسمیلاء پېښوره کوهاټ» هنگو» ټل» بنوء ککي, د حج سفررشام» بیروت؛ عراق» موصل» بغداد»ء نحجف؛ کوفه» کراچي پښتون اخبار سنه ‎١٩٣٤٩٩‏ ‏د امان الله خان خلاف شورش او مونږ» نادرخان باچا کېږي 0016/٩0٨6 زما ژوند او جد و جهد کلي کور کې: ټکڼه غرمه ده مونږ کلي ته ورسېدو. زه چې ازاد سکول ته نزدې شوم. هلته د سکول يو هلک وپېژندم. هغه په منډه لاړ چغې يې کړې چې باچا خان راغی.د دې په اورېدو ټول هلکان سره د استاذانو سړک ته را اوزغلېدل. په سړک باندې يو ځای شو نو هلکانو چغې کړې او يو شور جوړ شو يو ساعت کې ټول راجمع شول او زه يې دغه شان پخپل منځ کې ګير مدرسې ته بوتلم او دا به يې په شریکه وې. چې:فخر افغانه په خير راغلې د زندانه. مرحبا مرحبا» استاذان هم راغلل مونږ ټول يو بل ته ورتر غاړه وتو. او ډېرې خوشحالۍ مو وکړې. هلکانو ما ته د خپل طرف نه سپا سنامه(0617655 ۸ 6 را کړه. چې د کلي خلک خبر شو هغوی هم په منډه منډه مدرسې ته راغلل ډېر د خوشحالۍ وخت و. چونکه د ډوډۍ او د ارام کولو وخت و ما د دوی نه اجازت واخيست چې څه وخت کور ته لاړم» نوهلته د کلي خپلې پردۍ ډېرې زنانه راجمع شوې وې .او دومره قدرې لار نه وه چې زه د ننته تلی وی هغوی کې ډېره مینه وه ډېر محبت و ډېر احساس و او ډېره جذبه وه. د راشه درشه نه وروسته هغوی رخصت شوې او يو څو کسانې زمونږ نزدې رشته دارې پاتې شوې. د ټولو نه اول مې ولمبل غسلغانې ته لاړم او جامې مې بدلې کړې.لږه غوندې ډوډۍ مې وخوړه ډېر ستړی شوی وم بيا ډېر زر اوده شوم ماسپښین راپاڅېدم جماعت ته لاړم هلته هم ډېر خلک جمع وو لمونځ مو وکړو او پس د لمونځ نه حجرې ته راغلو او د خلکو سره مې ګپې شپې شروع کړې. څوک به چې خبرېدل زما ليدو له به مسر وکس پر کوس ٢و‏ ھت تت زما ژوند او جد و جهد 1 راتلل ما چې د خلکو دا جوش او خروش وليدو نو زه ورته حيران پاتې شوم.ما ته معلومه شوه چې يو خوا زما قيد او بله خوا د «انجمن» کارګزارۍ په خلکو ښه اثر کړی دی او قوم کې يې يوه زبردسته جذبه او احساس پيدا کړی دی. يو څوورځو کې د پېښور.مردان. کوهاټ.بنو او ډېرو ټول دوستان او ملګري زما ستړي مه شي له راغلل. اخر يو څو ورځې پس دا سلسله ختمه شوه زه چې کلي ته راغلم. نو زمونږ هر څه چې وو هغه لوټ شوي وو .چې زه يې قيدولم نو زمونږٍ ډېره ګوړه ډېر جوار» ډېر غنم زمونږ کور کې وو. چې هغه وخت کې به تقریباً د يو لک روپو وو.زه درې کاله قيد وم. ما يوازې په پنیرکو کلي کې د پنځو ګاڼو ګني پخپله کرلي وو.چې واپس راغلم نو زما ځوریي سلطان ځان راته وويل چې په تاسو درې زره روپۍ ماليه بقايا ده. دغه شان ماته معلومه شوه چې زما د ښځې ټول کالي ,زيورات ګاڼه ووء زمونږ په پښتنو کې دا قاعده ده چې په غم. خوشحالۍ خپل خپلوان او دوستان ورله ډوډۍ کوي او ډېرې پيسې پرې لګوي ما ته هم ډېرو دوستانو او ځپلوخپلوانو د ډوډۍ ستونه وکړل ما د هغوی په خدمت کې دا تجویز پیش کړو .چې د پخې ډوډۍ په ځای ماله«اوم خرڅ اومه ډوډۍ راکړئ ماله يې نغدې راکړئ. څومره چې ستاسو په ډوډۍ خرڅ کېږي د هغه نيمه نغدې ماله راکړئ. ولې چې زمونږ قوم ډېر وروسته پاتې شوی دی.او دومره لوی قوم دی او دده د خپلې ژبې يو اخبار قدرې نشته او نه يې د بچو د تعلیم دپاره مدرسه شته. د پښتنو پخپله ژبه کې داسې هېڅ څیز نشته چې زمونږ قوم ترې څه فايده اوچته کړي. ربب پٌنکڅښسي ٢»٢۸۳٢۳--ھت‏ ھ ھت زما ژوند او جد و جهد مدرسه جوړه کړئ او پښتون څه نه څه ددنيا د حالاتونه خبر کړئ. لیکن زما دې خبرې په دوی څه اثر ونه کړو. هر پښتون ډوډۍ ورکولو ته تيار دی لیکن نغد حساب ورکولو ته تيار نه دی. صرف درې کسان وو چې هغوی زما د خبرې سره اتفاق وکړ. او کافي نغد حساب يې راکړو چې يوه مې چاچي« د تره ښځه بل عباس ځان و او درېیم عبد الله شاه ميا واو نورو ما سره اتفاق ونه کړو پخه ډوډۍ ما قبوله نه کړه.او نغده ډوډۍ هغوی را نه كړه دا زمونږ د پښتنو يوه لويه بد قسمتي اوناپوهي ده.چې مونږ په بې ځايه څرڅُونو. رسمونو او رواجونو باندې په زرګونو روپۍ خرڅووالګوۍ او د قام». وطن او اجتماعي ښېګړو دپاره د يوې پيسې خرڅ کولو ته تيار نه يو نور ژوندي قومونه په هرڅه کې د قوم حصه کوي. يوه هندوه وه زمونږ کلي کې اوسېده»بوډۍ ښځه وه چاوې چې هر وخت دا اوړه اغږي نو يو موټی اوړهبېل په کټوۍ کې اچوي چا ترې تپوس وکړو .چې دا څه کوې هغې وې دا په قومي فنډ کې ورکوم او زمونږ پښتانه وروڼه په رواجي ډوډۍ زرګونه روپۍ لګوي خو د قام بنيادي فنډ کې يوه پيسه نه ورکوي. دغه وجه ده. چې مون د دنيا د ټولو قومونو نه وروستو پاتې یو. انجمن اصلاح الافاغنه زما د راتلو په خوشحالۍ کې د يوې لویې جلسې انتظام وکړو او د ټولې صوبې خلکو ته يې د شرکت دپاره دعوت نامې ولېږلې.د جلسې په ورځ په زرګونو ٣٣۴ ‏دنت‎ 0016/۳0٨ زما ژوند او جد و جهد خلک په ډېر شوق اومينه محبت شریک شو. په اتمانزو کې د ټول قوم يوه «عظيم الشانه لويه جلسه وشوه.چې په هغې کې ماله د قوم د طرف نه یره سپاسنامه ):۸۵0 ‎)۷٣٠٥: ٥‏ راکړی شوه.يوه تمغه او جوبه هم د قوم د طرف نه راکړی شوه او بله دا چې د ټول قوم له طرف نه يې ماله د فخر افغان خطاب راکړو. چې زما د تقرير کولو وخت راغی نو اول ما د ټول قوم او د جلسې د کارکنانو د ډېرې ډېرې شکریې نه پس یومختصر تقرير وکړو او د قوم د ډاډ او حوصلې زياتولو د پاره مې ورته يوه کيسه وکړه چې ما په مدرسه کې په يو کتاب کې لوستې وه ما ورته ووې چې ای پښتنو وروڼوا تاسو باندې د هغه زمري ټوقه شوې ده چې کوم په ګډو کې لوی شوی و. او د ګډو عادتونه يې اخيستي وو. په هغه کتاب کې لیکلي وو چې يو زمری د مور په ګېډه و چې مور يې د ګډو په یوکنډک حمله وکړه د ورټوپ کولوسره يې بچی پيدا شو او مور يې مړه شوه او بچی ترې پاتې شو دا بچی ګډو سره لوی شو او څه وخت چې لوی شو نو ده کې اکشر عادتونه د ګډو وو او د هغوی سره به څرېده اود هغوی په شان د بین بین اوازونه يې هم کول يوه ورځې يو زمری په دې ګډو را پېښ شو د ده په ليدو ګډې د دې خپل زمرکټي سره تس نس شوې او يو خوا بل ځوا وتښتېدې د ځنګلي زمري په دې زمري نظر شو. چې د ده په ليدو لکه څنګه چې دا ګډې تښتي او بین بین کوي دغه شان د دې زمري بین بین کول او تښتېدل ورته ډېر عجيبه ښکاره شو .ده ګډې پرېښوې او ځان يې دغه زمري ته ورسولو او هغه يې راونيو او ځان سره يې هلته يو نزدې د اوبو تالاب ته ۳۰۵ 0٩016 ٩0٨66۱ ‏شسسمنن‎ زما ژوند او جد و جهد راوستو د تالاب په غاړه يې ودروو چې په هغه کې خپل شکل وويني او ځپل ځان وپېژني چې ته هم زما په شان زمری يې بین بین مه کوه او وغړمبېږه' زمري چې ځپل شکل وليدو نو ورته معلومه شوه چې زه ځو زمری يم»او هغه وخت يې د بین بین په ځای غړمبېدل شروع کړل نو ما دې پښتنو ته ووې ای پښتنو وروڼوا تاسو هم زمري يی نور بین بين مه کوئ وغړمبېږئ.د غلامۍ دا زنځير وشلوئ. پاځئ.ملا وتړئ او پل ملک او قوم د غير د غلامۍ نه ازاد کړئ زما دې تقرير په خلکو ډېر اثر وکړو او جلسه په ډېرې کامیابۍ سره ځتمه شوه. زماصحت په جېلخانه کې ډېر خراب شو و او وزن مې هم پنځه پنځوس پونډه کم شوی و .کمزوری شوی وم او په ملا کې مې هم دردونه پيدا شوي وو »په دې وجه د قاضي عطاءالله ځان په مشوره او د هغه په ملګرتيا زه د يو څو ورځو دپاره د ارام او هوا بدلولو په غرض کوه مري ته لاړم قاضي صاحب هم راسره لاړ او د هغه ځای اب و هوا راته ډېره فايده ورسوله بيا د هغه ځايه د ګلياتو په لاره ايیټ اباد ته لاړو. او ما څه ورځې په ايیټ اباد کې د لالي او زما اوښي امیررحمان ځان سره تېرې کړې او ددې هوا په بدلولو زما صعت ته کافي فايده ورسېده. زه چې څه وخت واپس راغلم نو اتفاقأً دلاور ځان مې وليدوء هغه زمونږ اسسټنټ کمشنر و. ډېرې خبرې يې راسره وکړې په اخر کې يې بېل کړم او راته يې ووې چې ګرفټ صاحب هم ستا تقرير ډېر خوښ کړی دی . او ډېر خوشحاله شوی دی صرف دا يوه خبره يې په کې خوښه نه وه ما ورته وې چې کومه؟ نو ده راته ووې دا د زمري غړمبهار ځکه چې خلک جاهلان دي او د نسسپ د رر 1 ٥سښ‏ با ‎٧/901٥‏ ههو ‏زما ژوند او جد و جهد دې نه څه غلطې نتیجې ونه باسي او غلط مطلب ترې وانخلي. ګرفټ صاحب زمونږ ډپټي کمشنر و ما ورته ووې چې ما دا تقرير د ګرفټ صاحب د خوشحالولو په ځيال نه دی کړی. نه ددې پروا کوم. چې هغه د دې په اورېدو خپه يا خوشحاله شي.هغه مې د قوم او ملک دپاره کړی دی او د هغوی د اوچتولو په خيال مې کړی دی. دلاور ځان چارسده کې ډپټي کمشنر په دې خيال اسسټنټ کمشنر مقرر کړی و. چې زمونږ انجمن او ازادې مدرسې ته نقصان ورسوي او هغه چې دلته راغی نو اول يې په انجمن کې د بې اتفاقۍ پيدا کولو کوشش وکړو. خو هغه په دې کې کامياب نه شو او مدرسې ته يې هم د هېڅ قسم نقصان ونه رسولی شو نو بيا يې په حکومت باندې زمونږ د مدرسې په مقابله کې په چارسده کې يو انګرېزي سکول جاري کړو او ځای په ځای به يې زمونږ د مدرسې په خلاف پراپېګنډه کوله. ‏په بنو کې دخلافت تحریک په خلکو باندې ډېر زيات ښه اثر کړی و. تر دې چې د بنو د ضلعې ټول ملايان په دې تحريک کې داځل شوي وو.بلکې د بنو د ضلعې ټولو نمبردارانو استعفاګانې ورکړې وې او په تحريک کې شامل شوي وو.د پیرنګيانو سره ډېره وېره پيدا شوه او ډېرهييت پرې راغشی.زمونږ د چارسدې اکبر ځان هلته جج و.د بنو ډپټي کمشنر هغه راوغوښتو اوورته يې ووې چې د دې خبرې مخنيوی په کار دی نو هغه ورته ووې چې دا زما کارنه دی.زما کار خو دا دی چې تاسو يې ونيسئ او ماته يې را چالان کړئ. زه به د مقدمې سماعت وکړم.ډپټي کمشنر چې د نففل۴۷لههتهویم من ‎٩۳0٨666‏ 00165 زما ژوند او جد و جهد ده نه مايوسه شو.نوبيا يې دلاورخان را وغوښتو.دلاور ځان په بنو کې مجسټریټ و. او يوه د رشوت مقدمه پرې هم وه او هغه ته يې چې ووې نو هغه ورته سینه وټپوله هغه ملايان يې په چل ول وغلول او نمبرداران يې هم دوکه کړل او هلته دخلافت هغه تحریک فېل شو. چونکه ده په بنو کې يوه لويه فتح کړې وه دی يې زمونږ دې تعليمي تحريک او اصلاحي تحريک پسې چارسدې ته راولېږه چارسده يو ډېر اهم ځای دی. دلته به همېشه اسسټنټ کمشنر انګرېز و.ديسي سړی به نه و. دلاور ځان په مشن سکول کې او د مشن سکول په بورډنګ کې ما سره ډېره موده يو ځای پاتې شوی و.زمونږ د وروڼو په شان يو د بل سره مينه او محبت و او زما نه يو يا دوه جماعته روستو و .ساده ځلکو ته به يې وې او اکثر به يې په دې دوکه کول چې په اتمانزو کې چې تاسو پخپلو بچو سبقونه وايئ.نو سند به ورله څوک ورکوي؟ او نوکرکېدی به څنګه شي؟ اومونږ به چې چېرته په علاقه کې غم»ښادۍ له لاړو نو چې دی به خبر شو دی به هم راپسې راغی اکثر به يې د تعلیم متعلق د خلکو په مخکې بحثونه شروع کړل قوم کې لږٍ ډېر شعور پيدا شوى و .د خدای فضل و چې په هر ځای کې به يې شکست خوړ. دده د غلطې پراپېګنډې با وجود په خلکو کې د غلط فهمۍ پيداکولو په ځای د خلکو به زمونږ انجمن او مدرسې سره نوره هم زیاته همدردي پيدا شوه د ده غلطه پراپېګنډه مونږ د پاره ډېره مفيده ثابته شوه او تر اخره پورې الله تعالی دې پخپلو حيلو او حربو کې کامياب نه كړو او چارسدې نه ارماني لاړو او زمونږ انجمن او مدرسې ته ي ې ۳ ن کن ۸ لر زما ژوند او جد و جهد هېڅ قسم نقصان ونه رسولی شو. دلاورځان عجیبه سړی و. دی د پیرنګيانو د پاره هر قسم قربانۍ ته تيار و يوه ورځې زمونږ حجرې ته راغی اوپه حجره کې نور هم ډېر مېلمانه و.ده ډاکټر صاحب ته مخ کړو او ورته يې ووې چې وګوره دې افغانستان ته. څومره ظلمونه يې په قيدیانو شروع کړي دي. که چېرې پیرنګيانو په افغانستان حمله وکړه نو زه به د ټولو نه مخکې يم توره به را سره وي د پښتنو سرونه به وهم.ډاکټر صاحب ورته په جواب کې ووې شاید زه به ستا په مخالفه ډله کې يم ولې چې زه پښتون يم زه به څنګه د پیرنګيانو دپاره پښتانه ووهم؟ د دې په اورېدو غريب په هغه مجلس کې کچه شو. او بیا يې بل بحث شروع کړو. انحمن او مدرسې: د انجمن په کوشش زمونږ د مدرسې په ملک کې ډېر شاخونه قايم شوي وو. يو ډېر لوی شوق په پښتنو کې د ځپل بچو د تعلیم پيدا شوی وما او خادم صاحب د هغو معاينه شروع کړه. مونږ چې به کله دا دورې کولې. نو د ازاد سکول هلکان به هم مونږ سره تللء ولي او سعادت ځان د ترنګزو به زمونږ دې جلسو کې نظمونه ويلء دوی ډېر خوش اوازه ووء ولي به ډېر ښکلی قرات ویلو او د دې به په خلکو ډېر ښه اثر کېدو او د خپلو بچو د هر قسم تعليم ورکولو سره به يې شوق پیدا شو. زمونږ د یوسفزو مدرسې په ډېر ښه حالت کې وې او د هغې ټوله وجه د صاحبزاده ځورشيد ځان صاحب.دادینه او نصرالله سپ سیا 4٢٨٨٨٢ زما ژونداو جد وجهد جان محنت. قرباني او کوششونه وو. د هشنغر او د دواوې نه پس مون د یوسفزو دوره شروع كړه او د تحصيل مردان او د تحصیل صوابۍ ټولې مدزسې مو وکتلې. خادم محمد اکبر صاحب به امتحانونه اخيستل او ما به خپل اکثر وخت د خلکو سره په ليدلو کتلو اوتبادله خيالات کولو کې تېرولو مونږ اول شروع د مولانا شاه رسول صاحب د بالاګړۍ د مدرسې نه وکړله بيا ساول ډېر. کاټلنګ او د رستم مدرسې مو وکتلې او په دې ځایونو کې مو لویې لویې جلسې هم وکړلې او خلکو ته مو د اتفاق د ورورولۍ. قامولۍ او د علم فايدې بيان کړې. په دې دوره کې صاحبزاده خورشيد صاحب اونصرالله جان هم راسره وو. څه وخت چې د ساول ډېر نه. رستم ته رواتېدو نو خادم صاحب او مولانا شاه رسول صاحب مونېغ رستم ته رخصت کړل او ما او نصرالله جان فېصله وکړه چې د سودم هر يو کلي کې چې زمونږ په لاره راځي څه نه څه ساعت به په کې تېروو او خلک به د خپلو اغراضو او مقاصدو نه خبروو .مون پياده روان شو اومونږ سره چې يو اس و هغه باندې مو مولانا صاحب سور کړو ولې چې هغه ډېر ضعیف و.دا زما د سودم اوله دوره وه. په دې دوره کې زما شېربهادرخان دکوترپاڼ او شاپسند خان د چارغولۍ سره ملاقاتونه وشو. دوی سره مې ډېرې خبرې وشوې او بعضې نور خانان مې هم وليدل. زه د سودم د ځانانو په ليدو ډېر خوشحاله شوم او د دوی دا ساده ژوند زما ډېر ځوښ و.رستم ته مونږ ماښام ورسېدو زمونږٍ خيال و .چې دلته د شپې جلسه وکړو .خو زمونږ د مدرسې سرپرست ځان په کلي کې موجود نه و. او بل څوک د خلکو د ٣٣١۰ ‏دنت‎ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد خبرولو دپاره تيار نه و. ما او نصرالله جان چې څه وخت ډوډۍ وځوړه نو زه د کلي په یو سر اوهغه د کلي په بل سر شروع شو. هرې حجرې او هر جماعت له ورغلو اوخلکو ته مو ووې چې په فلاني جماعت کې د ماسختن د لمونځ نه پس جلسه ده تاسو چې څه وخت لمونځونه خلاص کړئ.نو د خدای دپاره هلته راشئ چې خلک په جماعت کې جمع شو نو مونږ ورته خپل مقصد او غرض بيان کړو.سبا مونږ د هغه ځای د مدرسې امتحانونه واخيستل او شپې له ګلياړۍ ته لاړو دلته زمونږه يوه ډېره ښکلې مدرسه وه.د ګلياړۍ نه نوي کلي ته لاړو او د نوي کلي نه اسمیلا ته لاړو هغه مدرسې مو هم وکتې او په اسمیلا کې نصرالله جان او صاحبزاده صاحب د يوې لویې جلسې انتظام کړی واو د ټولې علاقې خلک يې راجمع کړي وو .جلسه په ډېره کاميابۍ سره وشوه. نصرالله جان زمونږ ډېر قابل. لايق ملګری او د ده په وجه زمونږ د تحریک کار په ښه شان مخکې روان و. د پیرنګيانو دا خوښه نه وه او دغه شان به د هغوی دا کوشش و. چې زمون د دې تسم مخلصان. کارکنان زمونږ نه جدا کړي. د هغه ماما چې د پیرنګيانو نوکر و. هغه يې مجبوره که چې نصرالله جان د بیرسټري دپاره لندن ته ولیږي او هغه لندن ته لاړ. اصل کې دا ځای د ټول یوسفزي د تحریک مرکز و بيا مونږ د پېښور د علاقې دوره شروع کړه او چې د پېښور د علاقې له دورې نه فارغه شو. نو بيا زه د کوهاټ او بنو په دوره لاړم. په کوهاټ کې زمون دوه مدرسې وې.دا مدرسې د مقامي کارکنانو د اخلاص او کوششونو په وجه ډېرې په ښه حالت کې ١٣١١ ۳-۳ تت تت زما ژونداو جد و جهد وې. په ‌هنګو کې مدرسه ټيکدار صاحب علي بادشاه جوړه کړې وه. هلته مو يوه لويه جلسه وکړه. چې په هغې کې تقریباً د کوهاټ د هرې علاقې خلک شریک شوي وو .په هنګو کې ډېر شيعه ګان دی دلته بعضې خودغرضه او سرکاری خلکو د شیعه او سني تعلقاتو ته ډېر نقصان رسولی دی د مینې محبت په ځای يې په کې ډېر نفرت پيداکړی دی .په جلسه کې ما يو لوی تقرير وکړو او په شیعه او سني مسئله مې ډېره روشنايي واچوله.اوله خبره مې ورته دا وکړه چې مونږ خوټول پښتانه يو که شیعه دی نو هم پښتون دی او که سني دی نو هم پښتون دی .يو قوم يو او يو مو ملک دی. يو مو خدای دی يو مو رسول دی يو مو قران دی.او حضرت علي تاسو هم منئ.مونږ يې هم منو .نو بيا دا اختلاف په څه؟د هر چا لاره بېله بېله ده ځو دا ملک خومو شریک دی. د دې ملک خدمت په شریکه په مونږ ټولو فرض دی او بايد چې مونږ ټول د دې ملک خدمت وکړو مونږ بايد دا فکر وکړو چې دا ملک زمونږ دی او خدمت يې هم بايد په ګډه وکړو. دا نفرت ځو خودغرضوځلکو په شیعه اوسني کې پيدا کړی دی. زما دې تقرير په ځلکو ډېر ښه اثر وکړو که شیعه و او که سني واو څه نه څه د نفرت هغه اور چې خودغرضو خلکو لګولی و .کم شو.زما په دې تقرير د هنګو ځانان ډېر ځپه شو اوماته يې ووې چې زمونږ د شلو کلو خواري دې په سیند لاهو کړه ما ورته وويل چې په دې بې اتفاقۍ کې ځو نه ستاسو خير شته او نه د قام او ملک ته ترې ډېر نقصان رسيږي که دې کې فايده ده نو هغه ځو دانګرېزانو ده. هغوی په دې خبرې پسې ګرځي او د بې اتفاقۍ اورته په اس ١۴ص‏ څ۷١٢٩ښ ‎٨‏ ده پټ ر#رظ 1 نز د ونا زما ژوند او جد وجهد هر ځای کې پکي وهي. د هنګو نه بيا ټل ته لاړو دلته زمونږٍ ډېر ښه ملګري وو.د هغه ځای مدرسه مو هم وکتله اوکوهاټ ته واپس راغلو.د کوهاټ په ټوله ضاع کې چې د دې مدرسې دپاره څومره قرباني او فداکاري د ټل خلکو کړې ده. دومره هېچا نه ده کړې.دوی په تعليمي او بيا په سیاسي سرګرمو کې هم ډېره برخه اخيستې ده او زما سره يې ډېر امداد او کار کړی دی. د زمونږ د ازادې مدرسې د هېډماسټر پلار دی او يو ډېر مخلص کارکن دی. د هغه په وساطت مې د علاقې دوره وكکړه او دوه مکتبونه مو د ملايانو په برکت پرانيستل او ډېرو ځلکو سره مو لیدل کتل وشول او تبادله ځيالات مو ورسره وکړل.د بنو په ښار کې ملک خدابخش صاحب وکیل د پېښور د جېلخانې په کوارنټین کې څو ورځې ما سره پاتې شوى و او يو بل سره مو پېژند ګلوي شوې وه.د هغه په ذريعه حکيم عبدالرحيم صاحب» محمد جان بیرسټر او محمد نوازخان وکيل سره مې ليدل کتل او واقفيت پيدا شو. زه چې څه وخت د لاهور په جېلخانه کې وم هلته مويو څو قيدیان د بنو د ککي کلي ليدلي وو .د هغوی سره ما د دې خبرې فېصله کړې وه. چې هر کله زه رها ,خلاص شم او بنو ته درشم نو ککي ته به ضرور درځم. په هغه خيال زه اوهېډماسټر صاحب او د هغه پلار ککي ته لاړو په يو جماعت کې مو لمونځ وکړو او بيا مو د خلکو د راج مع کولو کوشش وکړو. په هغه ورځ د دوی چېرته څه لوبه«اينډه وه. دوی ټول هغې لوبې له روان وو. ما ورته يو څو 1 وره ښ د دې دد-"ژث0ث0ثث5ث20-1/۸/۸/5-خث1 4٢٨٨٨٢ زما ژوند او جد و جهد خبرې وکړې. چې:ای پښتنو وروڼوا يو کافر خپل کافر ورور نه وژني تاسو چې ځان ته مسلمانان وايئ؛ بيا ولې يو پښتون بل پښتون وژني؟ او نه چرې يو پیرنګی پخپل قوم مخبري کوي او نه ستاسو ملګرتيا کوي. بيا ولې تاسو د خپل ورور په سر هغوی له مخبري کوئ. او د هغوی ملګرتيا کوئ او نه چرې يو هندو د خپل هندو برخلاف ناحقه او د دروغو شاهدي کوي او نه د ځخپل هندو ورور د شرمولو او د بې عزتۍ کوشش کوي. ځو ای پښتنو وروڼو بيا تاسو ولې په ناحقو شاهدو د يو بل بې عزتۍ او شرمولو پسې روان يئ. لږ خو د خدای نه ووېرېږئ او شرم وکړئ. يو کافر ځو ځپل کافر ورور نه وژني» مخبري يې نه وي او شرموي يې نه او مونږ چې ځان ته مسلمانان وايو او پښتانه يو مونږ دې خپل پښتون مسلمان ورور وژنو. شرموو او مخبري دې پرې کوو. ما ورته ووې چې دعا وکړئ چې مونږ له خدای پاک پوهه او علم راکړي او زمونږ په زړونو کې الله تعالی مينه او محبت. ورورولي.عزیزداري. قامولي او اتفاق پيداکړي.څه وخت چې مونږ د جماعت نه ووتو نو څو کسان رانه چاپېره شو او زه يې د لاسه ټينګ ونيولم»چې نن دې پرېږدو نه مونږ سره به ضرور شپه کوې .ما ورته ووې چې زمونږ په سر ډېر زيات کارونه دي او مونږ پاتې کېدی نه شو ځو هغوی هم راته کلک شو چې دا خبره شوني نه ده. ما ورته وې چې اخر دا تاسو مونږ ولې دومره مجبوروئ.هغوی راته ووې چې خدای ګواه دی. دومره ژوند مو تېر شو ږيرو کې مو سپین ولګېده لیکن د چا ميا ملانه مو دا قسم خبرې اورېدلې نه دي.چې تاسو پښتانه هم پخپل کور کې وروڼه يئ او که زما ژوند او جد وجهد 1 چرې يو کافر بل کافر نه وژني نو تاسو هم ځپل ورور مسلمان مه وژنئ.خلک وايي پښتون ترقي ونه کړه په ورانو لارو روان شوي دي. لسیکن حقيقت دا دی چې پښتنو ته چا سمه لارښودلې ده؟ چا د ورانو نه منع کړي دي او دوی منع شوي نه دي.هۍ افسوس د نورو قومونو په شان د دوی غمځور نشته! د دوی شپون نشته ځکه ځو یې شرمښان ځوري او ماتوي. څه وخت چې زما دوره ختمه شوه او زه کلي ته راغلم يوه ورځې زه عباس ځان جدا کړم او ماته يې ووې چې دا کاکاخبل ميا معروف ډېر خطرناک سړی دی. نن ورځې دهغه دا کوشش دی چې ما او تا کې بې اتفاقي پيدا کړي.او د هغه یوڅو خبرې يې ماته وکړې. چې زه د هغې بيانول نه غواړم. هغه ځبرې په رښتیا سره ډېرې خرابې وې ماته نورو ځلکو هم د ميا معروف صاحب ډېرې کيسې کړې وې او که د عباس ځان او مقصود جان په منځ کې چې زمونږ د هايي سکول هېډماسټر و. چې دا څه قسم ناچاقي پيدا شوې وه. هغه هم د ده کارګذاري وه. ماته دا هم معلومه شوه چې دی زمونږ د انجمن په ممبرانو کې پرې جنبې پيدا کول غواړي او اول چې کوم د مينې محبت او اتفاق مظاهره د انجمن په ممبرانو کې وه نن هغه نشته بلکې د انجمن ممبرانو د يو بل نه ګیلې مانې او شکایتونه شروع کړي دي. ميا صاحب زمونږ د انجمن يو ډېر فعال رکن و. د کډو کار ده ته په حواله و دا خبره ورو ورو وګوڼېده او د ميا معروف غوږو ته هم ورسېده او څه ورځې پس هغه د انجمن د انسپکټرۍ نه استعفا وکړه.محمد عباس ځان زمونږ د انجمن صدر و.د هغه دا خيال و .چې زه دده استعفا فوراً منظوره کړم. ۶٢۸۳٢۳--ت‏ ھت ھت زما ژوند او جد وجهد لیيکن ما ورته ووې چې ته لر صبر وکړه او دا به ښه وي چې د ده استعفا انتظامیې ته پیش کړی شي.بله ورځې ما مولانا محمد اسرائیل صاحب وليده هغه راته د ميا معروف د استعفا ذکر وکړ.ده باندې هم د ميا صاحب تعليم اثر کړی و .ده راته ووې چې د ميا صاحب ځوله سورۍ ده .هغه بله ورځ هم دلته خلکو ته لګيا واو د انجمن خلاف يې خلکو ته خبرې کولې هغه چې په هر شان وي رضا کول يې په کار دي او که چيرې هغه مستعفي شي نو زمونږ انجمن ته به ډېر نقصان ورسي او زمونږ بر خلاف به پراپېګنډه شروع کړي. ما ورته ورې چې دا خو ته منې چې د هغه خوله سورۍ ده د هغه پخپله خوله قبضه نشته بيا داسې سړی چې زمونږ انجمن کې وي زيات خطرناک دی چې زمون د انجمن برخلاف پراپېګنډه کوي.په ځای د دې چې زمونږ د ډلې نه بهر وي او زمونږ بر خلاف پراپېګنډه کوي. نو په خلکو به يې دومره اثر نه وي او خلک به وايي چې دی خو په انجمن کې نه دی»نو بيا خلک د ده په ځولې دومره اعتبار نه کوي او دی به مونږ ته د دومره نقصان رسولو قابل هم نه وي لکه چې نن دی. بله ورځ مونږٍ خبر شو چې عباس ځان د هغه استعفا منظوره کړه لیکن کوم کر چې زمونږ په انجمن کې مياصاحب کړی و او کومې جرړې چې زمونږ په انجمن کې خورې شوې وې. هغه و نه وتلې او زمونږ د انجمن د بعضې اراکينو دا عادت شوی و. چې څه وخت به يو ځای شو نو د يو بل خلاف خبرې به يې کولې او بيا ورو ورو زمونږ خادم صاحب او عبدالاکبر خان خو دې درجې ته ورسېده چې د مدرسې د هلکانو مخکې به يې داسې فضول ‎۳٧۷‏ --------ت سس-م.6٥/1 ‎۵٥ ۸٧٧١/0124‏ نه زما ژوند او جد و جهد خبرې کولې. چې سړی به ورته حېرانېدو. يوه ورځ ماته هېډ ماسټر صاحب ووې چې ناظم صاحب او سکرټري صاحب د هلکانو په مخکې داسې خبرې کوي.او ددې قسم خبرې کول په کار نه دي. ځکه چې دا ځو د انجمن ذمه وار خلک دي او د دوی په داسې خبرو په خلکو خراب اثر کېږي او زمونږ انجمن او مدرسې ته ترې سخت نقصان رسېږي ما ورته ووې چې هغوی څه خبرې کړې وې. هغه راته ووې چې نورې خبرې خو پرېږده هغه بله ورځ د هلکانو په مخکې لګيا و. چې ستا دوست قاضي عطاالله خان د پیرنګياتو مخبر دی او ده پسې يې لګولی دی او دی چې په کار کې هغه دغه کوي دا د قاضي تعليم دی چې په ده يې اثر کړی دی. زه د دې په| ورېدو ډېر ځپه شوم چې دوی په ما او په قاضي صاحب شکونه او الزامات لګوي. ما څه کولی نه شو ددوی ځولې بادې شوې وې. ډېر ځله ما دوی ځان له پوه کړل چې ستاسو د دې قسم خبرو نتیجه به څه وي؟ ځو دوی نه پوهېدل. د ‎٢٢٢-۵‏ وخت و چې په پېښور کې د جمعية العلماء هند جلسه وه مونږ له يې هم دعوت را کړی و. زه مقصود جان د اتمانزو د ازاد سکول هېډ ماسټر او ددې ازاد سکول يو څو هلکان دغه کنفرانس کې شریک شوي وو په دې کنفرانس کې غني چې دغه وخت د دیارلسو کالو و تقرير کړی و .چې د هغه د تقرير په ټوله جلسه او د جمعية العلماء هند په ليډرانو ډېر زيات اثر وشو. مولانا کفايت الله چې د جمعية العلماء صدر ' و .را پاڅيدو او غني يې ډېر ښکل کړو. په دې کنفرانس کې صاحبزاده عبدالقيوم صاحب هم موجود و. چې جلسه خوره ‎٧‏ رھ ٧ 1 ‏زما ژوند او جد و جهد‎ ‏شوه نو صاحبزاده ماته وويل چې زمونږ د اسلاميه کالج جلسه‎ ‏ده که ته هغې له راشې نو ډېره ښه به وي ما ورته دا وويل چې‎ ‏مونږ سره يو تعليمي نظم دی که ته مونږ له اجازه راکوې چې‎ ‏هغه نظم زمونږ د مدرسې هلکان هلته ووايي نو زه به درشم‎ ‏مونږ به تا ته دا نظم وښیو ته يې وګوره هغه يو تعليمي نظم‎ ‏دی. هېڅ سیاست په کې نشته.‎ صاحبزاده صاحب ته مو هغه نظم ولېږلو او د کتلو نه پس يې مونږ له اجازه راکړه اومونږ دې جلسه کې شریک شو هلته زمونږ د مدرسې دوه هلکان پاڅېدل او هغه جلسه کې يې هغه نظم وویلو هغه نظم د جلسې په خلکو دومره اثر وکړو چې د اسلامیه کالج هلکان په ژړا شول او په جلسه کې د شريکو ډېرو پښتنو د سترګو نه اوښکې تویې شوې او دا پیرنګيان چې وو په کرسو کې داسې نېغ شو او ويې ويل چې دا هلکان څوک دي؟(101757 0876 ۵۳6 ‎۳٣٢‏ )ما ورته وويل چې دا د اتمانزو د ازاد هايي سکول طالب علمان دي نو دوی وويل چې ښه د ازاد سکول؟ د حج سفر: زه په ‎۱٣۲٩۲‏ ع کې د حج په سفر روان شوم:. په دې سفر کې يو زه وم» يوه مې ځور وه». بل مې اوښی.زما د تره زوی عطاالله ځان واو بله مې ښځه وه پېښور ته لاړو او ډاکټر صاحب رات ه د سیکنډ کلاس ډبه ريزرو كړه او کراچۍ ته ورسېدُو.مونږ په کراچۍ کې د حاجيانو په کیمپ کې وو .چې د عبدالله هارون صاحب بي بي راغله مونږ يې کورته بوتلو. د ٨۸ 0016/۳0٨٨ زما ژوند او جد و جهد هغوی يو ښه مناسب کور و هلته يې ډېره کړو. د حاجيانو جهاز راغشی زمونږ د پاره عبد الله هارون صاحب ډېر کوشش وکړو چې مونږ له د سیکنډ او نسټ کلاس ټکټونه واخلي.مګر هغه ټول ډک شوي وو د روانېدو په وخت کې هغه مونږ سره لاړ او د جهاز کپتان ته يې ووې چې دوی ته سیکنډ او فسټ میلاو نه شو هغه ته يې ووې چې زمونږ خيال وساتي په دې تهړد کلاس کې يې خلک د ګډو بزو په شان اچولي وو چې جهاز روان شو .سمندر په چپو کې و.چې لږٍ غوندې د سمندر منځ ته شو.نو د خلکو قی شروع شو مونږٍ ټول په تکلیف کې وو.ولې د ځور حالت مې ډېر خراب و.مونږ د جهاز دپاس نه کوز ځای ته ورکوز شو خو هلته هم زمونږ تکليف کم نه شو. بلکې زيات شو. نو زه بيا د جهاز هغه کپتان له ورغلم او ورته مې ووې چې مونږ ځو ډېر تکليف کې یو .ته چې زمونږ نه څومره کرايه اخلې. نو مونږ به يې درکړو ته مهرباني وکړه مونږ له يو ځای راکړه. چې مونږ په کې ارام وکړی شو. او روپۍ مې ورکړې په جهاز کې يوه کمره وه چې سامان په کې پروت و. هغه يې خالي کړه او مونږهغې کمرې له لاړو دا خو ښه وشو چې مونږ ځان له شو ولې تکلیف مو کم نه شو. دوی درې واړه دلته پاتې شو او زه د فسټ کلاس نه بهر لويه برنډه وه هلته لاړم., مونږ ځو کپتان صاحب له حساب ورکړی و. نو ما ته چا څه نه وې. اووه يا اته ورځې پس عدن ته ورسېدو. دلته جهاز يو شواروز ولاړ وي. د لته شپه يخه وه زه یخنۍ ووهلم او انفلوينزامې شوه زه د نسټ کلاس نه بره په هغې ٩٩۹٩ 2 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد برنډه کې پروت وم. چې يو عرب زه وليدم هغه راغی او زه يې ځان سره د نته فنسټ کلاس ته بوتلم» زما يې ډېر خدمت وکړ چې زه به يې ټول عمر ياد لرم. چې جدې ته ورسېدٌو نو زه لږ ښه شوی وم. د جهاز نه راکوز شوم زما دا ملګری هم را کوز شو یو ځای شو ځو ټول سامان چې دوی سره وو هغه ترې په جهاز کې پاتې شو.عطاالله ځان ځو ډېر ساده سړی و. هغه په څه نه پوهېده او دا قدرې يې هم ونه کړی شو. چې هغه خپل سامان يې د جهاز نه راکوز کړی وی. مونږ ځان سره ډېر سامان اخيستی وو .زما هغه ټول سامان او زما د ټېر جامې چې په کې د سرو زرو تښۍ وې هغه هم لاړ .ما هغه وخت زمونرمعلم ته ووې چې په جهاز کې زمونږ سامان پاتې شوی دی هغه لاړ ويل يې سامان مې بيا نه موند د دغه ځای نه چې بيا مونږ مکې معظمې ته راورسېدو »نو مونږ رپوټ وکړ. د غو ورځو کې د سعودیانو حکومت نوی جوړ شوی و شریف مکه يې په مځه کړی و. د شریف مکه په وخت کې به چې چا په حاجيانو ډاکه وکړه سا غلا وکړه.نو په هغې کې به ورسره دی هم شریک و .دی عياش سړی و.ولې سعودیان داسې نه وو هغوی به د حاجي چې څه نقصان وشو .د هغه ذمه دار به يې معلم ګرځولو او د هغه تاوان به يې ترې اخيسته. د دوی په وخت کې داسې په ملک کې امن و .چې بيان يې درته کوی نه شم حکومت زمونږ د رپوټ په وجه هغه زمونږ معلم راوغوښت او ورته يې ووې چې «مال پيدا کړه او که دې پيدا نه کړو نو تاوان ورکړه!» هغه معلم زمونږ د پېښور حاجي جان محمد له ورغی او ورته يې ووې چې دوی ته ووايه چې ما معاف کړي. او چې دنت ۴۲۰ ٢ ٢ ‏نز‎ ٢ زما ژوند او جد وجهد حاجي او ورسره هغه معلم د جرګې په طريقه مونږ له راغلل نو مونږ د حج مراسم د ديني احکامو سره مطابق په خپل خپل وخت ترسره کول چې د هغو له تفصیلي ذکر نه تېرېږوء صرف دا يوه پېښه يادوم چې د حج په دوران کې د سعودي حکومت له خوا «موتمر عالم اسلام»په نامه يوه لويه جرګه جوړه شوه. هغې ته د حاجيانو نه د دنيا د هر ملک د مسلمانانو مشران راوغوښتل شو. دهندوستان نه مولانا محمد علي. مولانا شوکت علي. مولانا ظفرعلي ځان اومولانا اسماعيل غزنوي او ځينې نور په دې موتمر کې شامل وو.زه هم په کې شامل شوم: مولانا محمد علي او شوکت علي دوی دا خبره پېش کړه چې تاسو د دې مزارونو او قبرونونه. ګنبدونه جبې او قبې ولې ورانې کړې دي او اوار کړي مو دي هغوی ورته وويل دا د اسلامي شریعت نه خلاف دي دوی وويل چې دا خو«اثار قديمه» وو هغوی ځواب ورکړ چې اثار قديمه وو ځو تاسو وګورئ چې د دې نه مسلمانانو ته فايده رسېدلې ده که نقصان؟ دوی يو بل تجويز هم وړاندې کړ هغه دا چې بايد د مکې معظمې د متولي توب دپاره دې د ټولې دنيا د مسلمانانو په خوښه یوسړی مقرر شي»نو هغوی ورته ووې چې فرض کړه چې د دنيا مسلمانانو د هندوستان یومسلمان دې کار دپاره خوښ کړو.نو ايا هغه د مکې معظمې حفاظت کولی شي؟ ځکه چې اوس دا دی مونږ اوليدل چې کله کافر پیرنګی دلته راغی نو د هندوستان مسلمانان هم د هغه په فوځ کې هغه سره راغلل او کقپ- ‎۹٢۹۰‏ صصسصضنږنږنڼوپسسس سر 01.۴۱ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد زمونږ په دې مقدسو مقاماتو هغوی د ګوليو چلولو نه انکار ونکړو. ګولۍ يې اوچلولې.د دې نتیجه دا شوه چې موتمر ته د فایدې په ځای نقصان ورسېدو او هغه موتمر ختم شو. کله چې د حج نه فارغ شو زه خو ناجوړه ومء زه او زما ټېر طایف ته لاړُو ,زما د خور او اوښي تادي وه.هغوی مدينې منورې ته لاړل. طایف ته چې تلو مونږ سره په لاره کې يو پښتون ملګری شو ډېر ښه سړی و.چې طایف ته ورسېدٌو هغه مونږ خپل کور ته بوتلو. د ده هلته ډېر ښکلی کور و. طایف ډېر ښکلی او اباد ځای دی.ښه اب و هوا لري.مونږ څو ورځې هلته تيرې کړې. په دې ورځو کې چې هلته وو يوه ورځ يو سړي مونږ ته غږ وکړو چې:«تعال تعال» یعنې «دلته راشئ مونږ ورغلو هغه وويل:«دا د حضور صلی الله عليه وسلم وېښته دی او دا بل په ګټه کې د هغه د پښې د پل نښه ده دا وګورئ؛» ما ورته ووې چې مونږ ځو طایف ته د دې دپاره راغلي يو چې دلته د حسضور صلی الله عليه وسلم هغه عزم اراده عفو وګورو.چې هغه دلته د تبليغ دپاره راغلی واو خلکو په کاڼو ګټو وويشت. زځمي يې کړ» ځو هغه په ځپل عزم ټينګ ولاړ واو بيا يې هغو خلکو ته دعا وکړه چې خدايه ته دوی ته هدایت د نيکۍ وکړې. په طایف کې زمونږصحت ښه شو نو بيا واپس مکې ته راغلٌو په هغه وخت کې موټر نه وو. مونږ دا تګ راتګ د اوښانو په سورلۍ کاوه. په مکه کې مې مولوي محمد اسماعیل غزنوي صاحب وليد هغه خو زما د جېلخانې ملګری و.د جېلخانې دوستان ډېر خواږه وي. په خبروخبرو کې ما ورته ووې چې مونږ مدینې منورې ته څُو» راته يې ووې چې 01100 ‏د‎ ١ ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد و جهد راځه ماسره جدې ته لاړ شه د جدې نه هم مدینې ته لاره تلې ده ما ورته ووې زه په بله لار مدینې ته ځم» لیکن هغه مجبور کړم او ورسره جدې ته لاړُو. چې جدې ته ورسېدو هلته يو لوی امير سړی د ده اشنا و هغه کره دېره شو. په دې ورځو کې د سعودي بادشاه جدې ته راغی او همدې کور ته راغی او مونږ سره يو ځای په هغه کور کې دېره شو» هغه ډېر ښه سړی و مونږٍ سره به يې يو ځای ډوډۍ خوړله. يو ځای به ناست پاست و. يو ځای به مو سره مجلس کوو. ما په ده کې د يو ملک او ځان هومره غرور نه ليده. بلکې يو فقير او درويش سړی و. حالانکه چې دی بادشاه و. څو ورځې پس مونږ مدینې منورې ته روان شو د سعودي باچا سکتر مونږٍ له د لارې د مرکزونو په نامه يو خط راکړ. چې د دوی د ارام خيال وساتئ.زمونږ ټوله قافله پنځه اوښان وو. څلور يا پنځه ښځې.درې يا څلور نارینه وو. کوم اوښ چې زما دپاره و. يوه کجاوه يې زما د ټبراو بله يې زما وه؟ کجاوې لنډې وې او زه په کې تنګېدم د شپې به اکثر د اوښ نه کوزېدو او د عربستان په هغو نرمو شګو مو پياده مزل کاوه. دې مزل ډېر خوند کاوه. په دې قافله کې چې دا نور عرب مونږ سره وو دا هغه کسان وو چې د پیرنګي د راتګ په وخت کې يې د شریف مکه په دور کې د مدینې نه تر کويته هجرت کړی و. اوس واپس راغلي وو اومدینې ته تله چې مونږ مدینې ته ورسېدو نو په دوی کې د يو کره دېره شو زه په مسجد نبوي کې د لسو ورځو دپاره معتکف شوم. هغه جماعت کې يوه ستن وه د هغې سره به ناست وم. يوه ورځ په دې مسجد کې مې حاجي محمد امین وليد. روغ جوړ مو شپس۷سس څپ 88یس 011۷۴ 00165 ٩۳0٨666 ۶٥-7 زما ژونداو جد و جهد وکړ .ما ترې تپوس وکړو هغه راته وويل چې دلته په دې مسجد نبوي کې ما يوه کوټنۍ پيدا کړې ده او اراده لرم چې دلته به يو کال« چله وباسم. ما ورته ووې چې د څه دپاره؟ وې چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د خوشحالۍ دپاره.نو ما ورته وويل چې رسول صل الله عليه وسلم په دې نه خوشحاليږي ما ورته ووې چې داسې وکړه او دعا او بيا استخاره وکړه چې رسول اللءدصلی الله عليه وسلم په دې خوشحاليږي چې ته دلته هغه سره په کوټنۍ کې ناست يې او . که په دې خوشحاليږي چې ته لاړشې او د هغه پيغام خلکو ته ورسوې. چې د شپې ويده شوی دی نو سحار وختي ما له راغی چې ستا خبره سمه ده سبا وطن ته ځم او خدمت به کوم او که ځير وي ته چې په ځير راغلې نو بيا به تاسره یو ځای کار کوم. ما ورته څه حساب هم ورکړ. دی خو لاړ مونږ څو ورځې دلته تېرې کړې. بيا بیت المقدس ته روان شو.د حجاز د يو واړه بندرپورټ رابغ نه مصر ته لاړو کله چې زمونږ جهاز د سویز په بندرګاه ودرېدو او مونږ ترې کوز شو نو زما اراده وه چې د قاهرې او اسکندریې ښارونه هم وګورو په دې اراده زه ورو غوندې يو مصري افسر ته ورنژدې شوم او دا خبره مې ورته وکړه او دا مې هم ورته ووې چې مونږ ستا د اسلام وروڼه يو اميد دی چې ته به مونږ سره په دې کې امداد وکړې. د مسلمان د ټکي د اورېدو سره هغه موسکی شو او ما ته یې ووې چې نن ستا ضرورت دی. نو زما مسلمان ورور يې اوچې سبا پیرنګيان په مونږ حمله کوي.بيا نو مسلماتي او وروولسي چېرته لاړه شي؟ تاسو د هندوستان خلک مسلماني څه پېژنئ نپتنتد شرب سشټپسپظظپپپسسستست 06/۴۳06 زما ژوند او جد و جهد . 1 د يو اتانیز دپاره مو ټوله دنيا د پیرنګي غلامه کړې ده او دا مونږ هم چې د پير' پیرنګي غلامان يو دا هم ستاسو د لاسه که زمونږ اختيار وي نو دا ستاسو ناپاک او منحوس قدم به په دې ځاوره پرې نه ږدو.د دې په اورېدو زه چپ شوم. .لته مون لس ورځې په کورانټین «قرنطین کې تېرې کړې او د هغې نه پس فلسطیين بیت المقدس او شام ته لاړو.په بیت المقدس کې مونږ ته يوه دردناکه حادثه را پېښه شوه.دلته زما ټېرد بیت المقدس د جماعت د پاوړو«زينۍ نه راپرېوته زځمي شوه او څو ورځې پس مړه شوهنا لله‌و انا اليه راجعون. او بيا هم هلته دفن کړی شوه. په فلسطین کې يهوديانو ښکلي ښکلي نوي کلي.ښارونه او باغونه جو ړ کړي دي او لګيا دي جوړوي يې ليکن مسلمانان يې لاهغه شان په غفلت کې پراته دي او امام مهدي صاب ته په انتظار کې ناست دي .چې مونږ به پخپله څه نه کوو هغه به راشي او هغه به راله هر څه وکړي.دوی دومره بې علمه او بې خبره دي چې امام خو پرېږده چې پيغمبر راغلی دی او خپل قوم ورسره ملاتړلې نه ده نو پيغمبر کامیابه شوی نه دی. په بیت المقدس کې زما د مسلمانانو وروڼو عربو سره په دې باندې ډېرې خبرې شوې وې.زه چې به د بیت المقدس نه بهر ووتم کومه ځمکه چې به مې وليده چې شاړه او ربګ دی.نو چې تحقيق به مې وکړو. نو معلومه به شوه چې د عرب ده او کومه ځمکه چې به اباده وه په هغې کې به يوه وړوکې نطودو ۷٨٨ښخښنښضن‏ 0 ‎٢‏ ٨٨-4٢-ھ‏ تت ‏زما ژوند او جد و جهد غوندې بنګله او باغ و. نو چې تپوس به مې وکړو وې دا ديهودي ده او دغه شان د کلوحال و. د يهوديانو ښکلی ښکلی اباد او پاک کلي او ښکلی ژوند واو د عربو به درته څه ذکر کوم او بله دا چې سحر به ووتم يهوديان به ښځې. نر لګيا وو کارونه به يې کول او په بیت المقدس کې چې به سحر هوټل ته لاړم څوک به په کې نه و .چې غرمه به لاړم څوک به په کې نه و. چې مازیګر به لاړم نوهوټل به ډک و .ښکلي ښکلي میزونه به لګېدلي وو.خلکو به ښکلې ښکلې پاکې. صفاې جامې اغوستې وې. چا به چای څکله.چا کافي.او چا د انګورو اوبه .او چې د عربو هول له به لاړم نو که سحر و هم به لک په کې ناست و که غرمه وه هم دخلکو نه به ډک واو که مازيګرو هم به خلک په کې وو غشټ غټ چیلمونه به پراته وو.چیلم به هلته اوړېدلی و سر به يې يو ځای پروت و د دوی په هوټل کې هغه صفايي نه وه کومه چې د یهوديانو په هوټل کې وه او لګيا به وو لوبې به يې کولې زه پرې نه پوهېدم» چې څه لوبې يې کولې يوه ورځې مې دې عربو وروڼو ته ووې چې دا تاسو په کومه دنيا کې يئ لږې سترګې خو وغړوئ. زه چې ستاسو په دې ملک کې ګرځم چې چېرته شاړه ځمکه وي او رېګ وي نو چې تپوس وکړم چې د چا ځمکه ده؟ نو وايي چې د عرب ده او چې ښکلې اباده ځمکه او باغ او بنګله ووینم نو چې تپوس وکړم چې دا د چا ده؟ نو وايي چې دا د يهودي ده. تاسو دې خپل ژوند ته وګورئ. او د هغوی ژوند ته وګورئ که علم مو نشته نو سترګې خومو شته. نو په هغوی کې يو کس جواب راکړو. چې مونږ دا شاړې ځمکې په يهوديانو باندې خرڅوو چې ‏۷ ھد هس ٢م٢۳۳--کتھھھھضھ‏ تت زما ژوند او جد و جهد ۱ ابادې يې کړي او اوس اخري صدۍ ده امام صاحب به راشي او دا هر څه به زمونږ شي. زما خيال و. چې ملا صاحب ګيني يوازې مونږ پښتانه امام صاحب ته کېنولي يو.لیکن عرب غریبانان يې هم ورته کېنولي دي. اوس مې کله نا کله خيال پیداشي چې فلسطین ته لاړلې او د عربو نه مې تپوس وکړی چې هغه ځمکې ستاسو شوې او که د يهوديانو شوې؟ څوارلسمه صدۍ خلاصه شوه. يوه ورځې زه د بيت المقدس نه باهر سېل ته ووتم يو ځوان عرب راسره ملګری شو.ماله له لږه عربي راتله هغه سره مې خبرې شروع کړې ورته مې ووې چې بیت المقدس خو ډېره ترقي کړې ده نوي نوي سړکونه په کې پیرنګيانو جوړ کړل او نوې نوې ابادۍ يې په کې وکړې هغه ما ته وکتل څه يې ويل لیکن چپ شو او ماله يې هېڅ جواب رانه کړو ما ورته ووې چې ولې چپ شوې؟. نو هغه رانه پوښتنه وکړه چې ته هندی یې؟ خوما ورته ووې چې اخر ستا مطلب څه دی؟ هغه راته ووې چې هندیان ډېر ځخراب خلک دي د هغوی کار بغير د مخبرۍ نه نور هېڅ نشته په دې ټول ملک کې خلک هندوستانی ته په ډېر نفرت سره ګوري دوی ته ډېره ګناه نه وه ځکه د دنيا په لوی جنګ کې دې خلکو سره هندوستانیانو اود هندوستان فوج چې څه کړي دي. د هغې سزا دې دوی له خدای ورکړي. د دې هندوستان فوج اکثريت د مسلمانانو و. ماورته ووې چې زه تا ته کم از کم دومره ویلی شم چې زه مخبر نه يم هغه راته ووې چې مونږ به سړکونه او ابادۍ څه کړو مونږه اوز مونږ ملک ورځ په ورځ په پرېوتو او د غربت طرف ته روان سخ پصسشع س زسښرنتتش "کت تت زما ژوند او جد و جهد دی. ځکه چې ترکو به د قسطنطینې د خزانې نه روپۍ دلته لګولې او پیرنګيان لک ه د جورو په مونږ لګيا شوي دي. زمونږ مال خوري او ولايت ته يې لېږي او بيا يې يو سوړ اسویلی وکړو. چې مونږ څه ترکو سره وکړه اوس الله تعالۍ مونږٍ ته د هغې ناشکرګذارئ سزا راکوي اوس مونږ ترکو پسې ډېر ارمانونه کوو. لیکن وخت تير دی الله دې مونږته عفوه وکړي او د دې ظالمانو د پنجې نه دې مونږ خلاص کړي دغه حال د شام هم دی. د شام ملک په دوو حصو تقسیم دی.د يوې حصې چې:اوس ورته لبنان وايي دارالخلافه بيروت دی.دا د سمندر په غاړه يومزيدار ښار دی. دلته د علومو او فنونو دزده کولو دپاره امریکې يو لوی دارالعلوم قايم کړی دی.د شام په دې حصه کې د اوبو کمی دی غرونه هم په کې ډېر دي ليکن خلک په کې دومره تکړه دي چې غر او سمه يې ټوله اباده کړې ده. اواکثر غرونه يې د انګورو باغونه کړي دي.کلي او باغونه ډېر په اعلی طريقه باندې جوړ دي.خلک يې ډېر ښه او اسوده دي په کومه علاقه کې چې د مسلمانانو ابادي زياته ده. د هغې دارالخلافه دمشق ښهر دی. دمشق هم يو ډېر مزېدار ښار دی.کور په کور او کوڅه په کوڅه اوبه بهيږٍي اوبه په کې ډېرې زياتې دي ځمکې يې ډېرې ښې دي. ليکن خلک يې هغه شان محنت کش او اباد کار نه دي او نه يې خلک هغه شان ترقي یافته دي او نه يې هغه شان پاخه کلي دي. په دې ملک کې د فرانس حکومت دی.دلته مې په دې خلکو کې دا د صفت يوه خبره وليده چې په عيسایانو او په مسلمانانو کې مينه او ود ددد لل د 1 دد س-0--س0 ٢ ‏د‎ ٢ زما ژوند او جد وجهد محبت دی او په دوی کې هغه بې اتفاقي او نفرت نشته لکه چې څنګه د فلسطين په مسلمانانو او يهوديانو کې ما ليدلي دي. زما په ځيال په فرانسیانو کې لکه د پیرنګیانو په شان دا بد عادت نشته دی چې د خپل مطلب دپاره پخپلو رعاياو کې نفاق اونفرت پيدا کوي. د پیرنګيانو پاليسيخود 081106) لنم مه ده. خلک بې اتفاقه کړئ او بيا پرې په مزه حکومت کوئ. د بيروت په یوهوټل کې مې د يو مسلمان عرب سره ځبرې وشوې هغه راته وې چې زه دلته د يوې کمېټۍ دپاره راغلی يم چې هغه کميټي د فرانس حکومت د دې دپاره مقرر کړې ده» چې په دې خبره غور وکړي چې تش تعليم د رعايا دپاره مفيد نه دی. دې سره صنعت او حرفت هم په کار دي. زه حيران شوم چې د فرانس په دې ملک لس کاله لاد حکومت شوي نه دي او بيا ددوی د صنعت او حرفت ورسره فکر اوخيال دی. او په هندوستان د انګرېزانو د پاچايۍ تقريباً دوه سوه کاله وشو غريب رعايا هره ورځې د صنعت او حرفت چغې وهي. لیکن څوک پرې غوږ قدرې نه ږدي.د شام نه زه عراق ته لاړم» په موصل کې مو دوه ورځې تېرې کړې دا يو وړوکی مزيدار ښار دی او سیند په کې بهېدلی دی. ځلکو کې شراب خوري او عياشي زیاته شوې وه که چېرې د پیرنګیانوحکومت په دې خلکو ډېره موده پاتې شو نو زما په خيال به بالکل تباه او برباد شي. د موصل نه بغداد ته لاړم بغداد کې مې کافي ورځې تېرې کړې په دې ښار کې هم بې شماره شرابخانې وې.د شرابو اکثر دکانونه د هندوستانيانو دي چې د پیرنګيانو قبضه ۳-۳ تت کت زما ژوند او جد و جهد کېدو سره هلته تللي دي.ددې ښار اخلاقي حالت ښه نه و او پیرنګيانو ډېر ارمینين هم دلته اباد کړي دي. بغداد يو ډېر مزېدار ښار دی او د ښار په مینځ کې يو لوی سیند بهېدلی دی. د بغداد نه کربلا ته او نجف ته لاړم. دا دواړه ډېر متبرک ځايونه دي او د لرې لرې ملکونو نه مسلمانان خصوصا شیعه ګان د حضرت علی ‎٠‏ او د امامانو زيارتونو له راځی. دا زیارتونه په يوه لويه پیمانه باندې ډېر مزېدار جوړ دي په ليدو يې د سړي زړه خوشحاله شي. شيعه ګان غریبانان تر اوسه پورې هغه شان هلته ځانونه ټکوي او جنګلو سره ډغرې وهي او په زار زار ژاړي. ددې په ليدو سړي ته هغه پخوانی حالت را په مخکې شي.د نجف نه بيا زه کوفې ته لاړم. کوفه نجف ته نزدې ده کوفه يو وړوکی غوندې ښار دی او د سیند په غاړه اباد دی. د نه ترقي وجه يې خلک دا بيانوي چې د دې ښار د هغه وخت اوسېدونکو حضرت امام حسين صاحب او د هغه اولاد سره غداري کړې وه نوالله تعالی د دې ښار اوسېدونکو ته داسزا ورکړه. که چېرې دې خلکو حضرت امام حسين سره وفا داري کړې وی او هغوی کامیابه شوي وی نو د دې ښار به دا حالت نه و.او دا ښار به د بغداد په ځای د عراق دارالخلافه وی په دې ملک کې پیرنګيانو ډېر نهرونه جاري کړي دي او چې کومو ځمکو ته د نهرونو په ذريعه اوبه نشي رسېدلی نو هلته يې په سیند باندې مشینونه لګولي دي. د هغې په ذريعه اوبه خور کېږي. یوځوان عرب ما سره په رېل کې سفر کوو هغه ته مې ووې چې د پیرنګيانو په راتلو خو ستا سو ملک ښه ابادشو او تاسو ته ډېرې فايدې ورسېدې هغه زما دې خبرې دهضسمف زما ژوند او جد وجهد پورې وخندل او ويې وې چې بې شکه دا د يو قوم د غافلولو دپاره ډېر ښه ترتیب دی دا ته چې څه ته ترقي وايي.دا د يو قوم او ملک دپاره اصلي ترقي نه ده او نه دا پیرنګيانو زمونږٍ د ترقۍ دپاره کړي دي.د دې نه مطلب د هغوی زمونړه اوده کول او غافله کول دي. چې مونږ په دې مشغوله شو او هغوی په مزه زمونږ په ملک کې حکومت کوي دا ځو په حقيقت کې د غلامۍ يو جال دی چې زمونږ د غلامۍ دپاره هغوی خور کړی دی .په عراق کې يهوديان اوعيسایان خو نشته خو هلته پیرنګيانو شیعه او سني په جنګ کړي دي. چې په کومو ښارونو کې سنیان زيات دي او شیعه ګان په کې لس دي نو هلته دو د شیعه ګانو ملګري دي او چې په کومو ښارونو کې شیعه ګان زيات دي او سنیان کم دې نو هلته د سنیانو ملګري دي لیکن د دوی دا پاليسي کامیابه کېدی نه شي ولې چې په عراق کې د شیعه ګانو ابادي ډېره کمه ده. بيا زه بصرې ته راغلم او د څو ورځو قيام نه پس په جهاز کې سور شوم او په کراچۍ کې کوز شوم. په عربو کې چې څه وخت د پیرنګيانو حکومت قایم شوی دی .نو د نورو څیزونو نه علاوه دوه څیزونو له دوی ډېره ترقي ورکړې ده. يو شرابخورۍ له او بله ډم بازۍ له. په هر ښهر کې د شرابو دکانونه دي او د ډمو بازارونه دي. باجې دي.عیشونه دي او سرودونه دي او د خلکو اخلاقي حالت يې ډېر خراب کړی دی.يوه ورځې د بصرې په بازار کې ګرځېدم چې چوک ته ورسېدم نو په چوک کې مې پانسي لکه ولیدله د تحقيق نه راته معلومه شوه چې په دې پیرنګيانو ډېر قوم پرست عرب :سم ح۳-۳۶---ھت ھت تت زما ژوند او جد و جهد پاننسي کړي دي او ډېر ظلمونه يې عربسو سره کړي دي. د هندوستان په اخباراتو کې به مو د شام د ظلمونو کيسې لوستې چې فرانس په عربو باندې کړي وو. لیکن په عراق کې چې پیرنګيانو په عربو کومې لوبې کړې وې. د دې متعلق مونږ چيرې د هندوستان په اخباراتو کې څه ليدلي نه وو. معلومېږي دا چې د هندوستان ځينې اخبارات څه خپل ضمیر نه لري او چې پیرنګيان ورته څه وايي هم هغه ليکي.دلته هم د هندوستانیانو نه ډېر نفرت دی.ولې چې دوی د اسلامي اخوت په جامه کې پیرنګيانو ته ډېرې مخبرۍ کړې دي او ډېر عرب يې په پانسۍ کړې دي. په کار دي چې د داسې قوم نه نفرت وکړي او که لر قدرې د عراق اختيار ځپل شو د هغوی اول کار به دا وي چې دا خلک د خپل ملک نه وباسي. څه وخت چې کراچۍ ته ورسېدم نو په بندر کې زمونږٍ د نوښار يو پښتون تاڼه دار و. هغه چې څه وخت په جهاز وليدم» نو را ترغاړه وتو او په زور یې ځپل ځای ته بوتلم. زمونږ د طورو نواب زاده أمين الله ځان هم په کراچۍ کې و .دی په رېل کې ډېر لوی افسر و. چې هغه خبر شو هغه راغی نو بيا هغه زه پل ځای ته بوتلم. يو دوه ورځې مې ډېرې په مينه او محبت سره هغه سپره تېرې کړې. بيا وطن ته را روان شوم او کلي ته په ځیریت سره راورسېدم. پښتون «اخبار مجله: په جېلخانو کې ما د خپل قوم په حالاتو باندې په ښه شان سره غور کړی و زه په دې نتیجه ورسېدم چې په دنيا کې هېڅ سپ وجب ز ز ٣چ‏ بوس 0٩016 ٩0٨66۱ زما ژوند او جد و جهد قوم بغير د خپلې ژبې نه ترقي کولی نه شي.او په هغوی کې علوم او فنون پيدا کېدی نه شي. ما دا اراده کړې وه چې ضرور به يوه رساله په پښتو کې د ځپل قوم د پوهولو. د دنيا د حالاتو نه خبرولو او د ځپلې ژبې طرف ته د مال کولو مخ کولوۍ دپاره جاري کوم. او ددې کوشش به هم کوم چې انجمن پخپله ژبه کې د بچو دپاره د ابتدايي تعليم انتظام وکړي. حقيقت دا دی چې دغه وخت په پښتو ژبه کې هېڅ نه و او نه پښتو د چا ياده وه او پښتون قوم دومره ناپوهه. نادانه و. چې دا خپله ژبه ورته سپکه ښکارېده او چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شي نو هغه سپک شي. او چې خپله ژبه ترې ورکه شي نو ورک شي.د راتلو سره ما دا دواړه خبرې انجمن ته پیش کړې.انجمن دې خبرو سره ځو اتفاق وکړو. لیکن د مالي مشکلاتو په وجه پرې عملي قدم فوراً اخيستلی نه شو.د رسالې ذمه وارې ما په خپل سر واخيستله او عبدالاکبر خان او عبدالله شاه ته دا خبره حواله شوه چې د رسالې د جارې کولو دپاره اجازت نامه دې د حکومت نه واخلي لیکن په مینځ کې درې کاله تېر شو او هغوی د اجازت نامې دپاره يو درخواست قدرې هم ونه کړی شو. زه پوه شوم چې بغیر زما نه دا کار نه شي کېدی او د ‎٧‏ ې په اخر کې ما دې کار ته پخپله ملا وتړله او دا کار مې پخپل لاس کې واخیستو. د اجازت نامې دپاره مې حکومت ته درخواست ورکړوء اجازت نامه مې حاصله کړه او په ‎١١٢۲۸‏ کې مې د «پښتون» په نوم يوه رساله د پښتو په ژبه کې د اتمانزو نه جاري کړه. افسوس خو په دې دی چې پښتون دومره لوی قوم دی او لل د٢08:7‏ 7------ تا زما ژوند او جد و جهد خدای ورله د نعمتونو او دولتونو ډک ملک ورکړی دی .نه د ده پخپله ژبه کې يوه رساله او نه يو اخبار شته دا د پښتو ژبې اولنۍ رساله ده. چې د پښتنو په ملک کې جارې شوه. پښتون قوم ډېر خراج دی. لیکن دې قسم څیزونو باندې پیيسې نه لګوي او په دې قسم څیزونو خرڅ کولو سره نا اشنا او نابلده دي.ډېرې پيسې ما د ځپل جېب نه پرې خرڅ کړې. دې رسالې د پښتنو په ښځو او نرو کې يوه نوې زندګي پيدا كړه او دا رساله پښتنو کې ډېره هردلعزيزه شوه. دا ځپل ملک خو پرېږده پښتانه چې په یورپ.امریکه او اسټریلیا کې ددې نه خبر شو نو هغوی به غوښته او امداد به يې هم ورسره کوو د پښتنو یې پښتو طرف ته شوق پيدا کړو او په افغانستان کې هم ښه لوستل کېده عبدالهادي خان داوي ما ته کيسه کوله چې پښتون اخبار به کابل ته راغی په قوميت مليت چې به کوم مضمونونه ليکل شوي وو هغه به يې مونږ لوستل او د افغانستان په خلکو کې هم پښتو طرف ته رغبت زيات شو او په امان الله ځان ځو يې دومره اثر وشو چې هغه اعلان وکړو چې خلکو له په کار دي چې پښتو ژبه زده کړي. درې کاله پس به په دې ملک کې پښتو تعليمي او سرکاري ژبه وي او عبدالهادي ځان دا راته هم ووې چې مونږ هم د يوې رسالې بنا وکړه او د هغې نوم مو هم پښتون کېښوده. نو امان الله ځان راته ووې چې د پښتنو به بس دغه يو پښتون وي.نو ما بيا هغې خپلې رسالې له «د پښتنو ژغ نوم کېښود.لیکن افسوس چې پیرنګيانو دا خبره برداشت نه کړی شوه.او هغه ووې چې د دې رسالې يو څو نمبره وتي وو چې افغانستان کې بغفاوت ۳۴ 0016 ٩0٨ زما ژوند او جد و جهد وشو.امان الله ځان لاړو او د هغه په ځای «بچه سقه د څه وخت دپاره د افغانستان په تخت کېناست. زمونږ انجمن د پښتو د ترقۍ دپاره او د شاعرانو د خيالاتو بدلولو دپاره د مشاعرو انتظام وکړو او د ښو ښو نظمونو او بیتونو له پاره يې انعامونه مقرر کړل او په کال کې يو ځل چې د مدرسې کالیزه جلسه به کېده ورسره د مشاعرې دپاره به هم انتظام کېدو.د دې په وجه په پښتنو شاعرانو کې يوعظیم الشان انقلاب راغی او د خال و خط په ځای د اتفاق. ورورۍ او قومي ترقۍ دور شروع شو په قوم او ملک کې يې د انقلاب دپاره يوه نوې جذبه پيدا کړه او په ښځو نرو کې يې داسې جوش پيدا کړو چې د جلسې په ورځ به د جلسې په ځای کې ځای موندل ګران شو. او د ملک د هرې علاقې او تپې خلک که خان و که غريب و د انجمن په جلسه کې يې شرکت خپل فرض ګڼلو.د ښځو دپاره خاص د پردې انتظام و او په سوونو ښځې به هم په دې جلسه کې شرېکېدې. لیکن افسوس چې د انجمن ذمه دارو خلکوخپله اصلاح ونه کړی شوه او زمونږ د کور اختلاف دومره زيات شوی و. چې زمونږ نه د بهر کار پاتې شوکه چېرې مونږ د انجمن هغه تبليغ او اشاعت او په ملک کې د دورو هغه کار جاري ساتلی وینو مونږ به ددې نه هم زیاته ترقي کړې وه او زمونږ قوم او زمونږ ملک ته به زیاته فايده رسېدلې وه.لیکن دا زمونږ او زمونږ د قوم بد قسمتي وه چې انجمن ته د خپلو جګړو نه دومره فرصت نه و. چې پخپل قوم او ملک کې ګرځېدلي وی او بې خبره او اوده پښتون ورور يې خبر کړی او بيدار کړی وی اخر دا چې خادم "کت تت زما ژوند او جد و جهد صاحب» عباس ځان او عبدالاکبر ځان خپلو کې اوجنګول. نو دې انجمن ته نور هم زيات نقصان ورسولو بيا خادم صاحب زما او د عباس ځان د جنګولو کوششونه شروع کړل.ليکن تر ډېرې مودې پورې کامياب نه شو په يوه ګرمۍ کې زه کوه مري ته لاړم خادم صاحب ته ميدان ځالي شو او د عباس ځان او زمونږ بعضې نورو د انجمن د وروڼو په دماغو کې يې دا خيال پيدا کړو چې د لویې ونې د لاندې وړه ونه وده کولی نه شي او د هر قسم قربانۍ او خدمت چې تاسو کوئ؛نو نوم پرې د هغه کېږي. څه وخت چې زه د مري نه واپس راغلم او د انجمن د بعضې ذمه دارو خلکو رويې ته مې کتل.زه ډېر پرېشانه شوم. هرځای زما بر خلاف پراپېګنډه کېده.ما حاجی عبدالغفار خان سره مشوره وکړله, دا خلک مې د هغه په ذريعه را جسع کړل او په ډېر منت سره مې دوی ته ووې چې دا کار ښه نه دی او د دې نتیجه به زمونږٍ د انجمن بربادي وياو خدای دپاره په دې ځپل قوم رحم وکړئ. دی ځو ډېر برباد شوی دی او په کار خو نه دي چې مونږ يې نور هم برباد کړو او دا يو بل باندې د دروغو الزامونه مه لګوئ.او د يو بل غیبت مه کوئ او هر څه چې وايئ خو د هغه سړي په مخکې وايئ چې د چا نه ستاسو شکایت وي. يا مو په هغه د څه تسم شک وي او يا ستاسو په خيال هغه څه غلط کار کړی وي.په ځای د دې چې تاسو پشي شا خلکو پسې خبرې شروع کړئ. نو دا د فايدې کار نه د نقصان دی .نو عبدالاکبر ځان او ميا عبد الله شاه به وخندل او خادم صاحب ته به مخاطب شول. او ورته ويل به يې چې خادم صاحب مونږ به پشي شا د چا نوم اخيستی شوکه نه؟ خير دا 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد خبرې دوی په خند| په ټوقو کې تېرې کړې. د شپې چې څه وخت د حاجي عبدالغفار ځان په ځای کې ډوډۍ وځوړی شوه. نو زمونږ بعضې ممبران د عباس خان سره د څُملاستو دپاره تلل نو ما هم ځان د دوی سره ملګری کړو. هلته هم ما دا بحث شروع کړو چې تاسو سره د پوهې ځانونه ولې داسې نادانه کړي دي؟ نو عباس خان راته صفا جواب راکړو چې يوه ونه چې ډېره لويه او ګوره شي.نو د هغې د لاندې نورې ونې وده کولی نه شي کومې پورې چې د هغې ونې شاخ تراشي ونه شسي. نومونږ دا غواړو چې ستا لږه شاخ تراشي وشي ما ورته په خندا خندا کې ووې چې هسې نه چې هغه ټوقه درباندې وشي چې د يوې ونې خو څه نه څه سیوری پيدا شوی دی او د پښتنو بچي د هغې سیوري د لاندې ناست دي او که د هغې ونې شاخ تراشي وکړئ او هغه بله ونه کې دومره طاقت نه وي چې هغه ستاسو د بچو دپاسه سیوری شي.نو نتیجه به يې دا وي چې ستاسو بچي به په نورالمس شي د دې دپاسه ما بيا هم خپل کوشش جاري وساته چې اخر به د دې اصلاح وشي لسیکن اصلاح ونه شوه.اخر د عبدالاکبرخان د کلي په جلسه کې عباس ځان يې ما سره وجنګولو.چې زه کلي ته واپس راغلم نو زه په دې نتیجه ورسېدم چې د موجوده جماعت اصلاح مشکله ده په دې وجه ما دا فېصله وکړه چې د انجمن د «انتظاميه» نه استعفا ورکړم په استعفا کې مې دا وليکل چې ما څنګه اول چنده درکوله په هغې کې به کمی نه راولم بلکې د هغې نه به زیاته درکوم او زه به د انجمن د نورو ممبرانو په شان يو عام ممبر يم او د انجمن د هر قسم خدمت دپاره به تياريم» لیکن د سهېو يی ۶»٢۸۳٢۳--ت-کت‏ ھ تک زما ژوند او جد و جهد نن نه پس به زه د انجمن په انتظاميه جماعت کې نه يم او نه به د انجمن په انتظاميه جلسو کې شاملېږم. حکومت نه چې څومره کوششونه کېدی شو هغه لګيا و زمونږٍ د انجمن د بربادلو دپاره يې کول لیکن دې دومره زورور حکومت هېڅ قسم نقصان زمونږ انجمن ته رسولی نه شو بلکه زمونږ انجمن ورځ په ورځ مځ په ترقۍ و. لیکن زمونږ د کور په بې اتفاقۍ زمونږ د لاسه چې څومره نقصان زمونږ انجمن ته ورسېدو هغه هومره نقصان ورته پیرنګيانو رسولی نه شو. انجمن هسې په نوم پاتې شو او ځای په ځای شاخونه يې په بندېدو شو او د انجمن سالانه جلسې هم پاتې شوې. زما د استعفا نه پس عباس خان هم څه ډېرې ورځې په انجمن کې پاتې نه شو . هغه هم د انجمن نه مستعفي شو او خپل مالي امداد يې پرې هم بند کړو او د خپل ورور فیض محمد ځان امداد يې په زور په هغه بند کړو حالانکه چې فیض محمد خان په دې ډېر زيات ناراضه واو څوځله يې ماته خپله ناراضي ښودلې وه. لیکن د مشر ورور مخې له ورتلی نه شو. عباس ځان د انجمن او زما برخلاف پراپېګنډه شروع کړه لیکن په هغې کې کامياب نه شو. چې څه وخت د انجمن حالت په ابترۍ شو نو ځادم صاحب له هله هوش ورغی او بيا يې ماپسې تګ ودو او تله را تله شروع کړل. هره ورځ به يې راته څه نوی قومي راګ غږوو لیکن د هغه راګونو په ما اثر کولی نه شو. ولې چې دا ټوله تباهي د هغه د لاسه په انجمن راغلې وه.چې سړی خبرې يو شان کوي او عمل يې بل شان وي نو د هغه خبرې په خلکو ښه اثر نه کوي قفا -۷-ھهضتبتبت ګت نن تت زه ژونهاوجهو چیه ‎٢-4۸۸‏ اخر چې به کله نا کله ده زه ډېر تنګ کړم»نو سپیينه خبره مې ورته وکړه چې ځادم صاحب دا ټوله تباهي په انجمن تا راوستې ده. او ددې ټولې تباهۍ به خدای او قوم ته جواب ده او ذمه وار يې. يوه ورځې يې راته وويل چې انجڼ شه او د انجِڼ په شان ځان کې طاقت پيدا کړه او دا ټولې کوټې ډبۍ ځان پسې را کاږه ما ورته وې چې ځادم صاحب انجڼ هغه کوټې راښکلی شي.چې کوموکوټو ته بریکونه لګېدلی نه وي او چې په کومو کوټو بريکونه لګېدلي وي يا لګي نو بيا ممکنه نه ده. چې انجڼ هغه کوټې راکاږي کله نا کله به يې راته په علاقه کې د ګرځېدو کيسه را مخکې کړه.لیکن زما ورته هم هغه يو جواب و .چې تا سره دورې کولی نه شم او که چيرې انجمن ما له حکم راکړي نو زه هر وخت حکم منلو ته تيار يم. هغه د پښتو خبره چې خادم صاحب ته مې«کرښه» راښکله نو ايله هغه څه نا څه پخپلې غلطۍ پوه-شو او محسوسه یې کړه. امان الله خان: څه وخت چې افغانستان کې شورش شروع شو. دا انقلاب نه و. شورش و امان الله ځان قندهار ته لاړو. په کابل بچه سقاو قبضه وکړه. انګرېزي اخباراتو د افغانستان برخلاف کيسې.طعنې او خوشحالۍ شروع کړې»نو زه پوه شوم چې پیرنګيان چې په افغانستان کې د پښتنو ترقۍ ته کتی نه شي نو مونږ به ترې دلته په سرحد کې څه ترقي وکړی شو؟ او فوراً مې دا اراده وکړه چې په دې راز پښتانه پوهول په کار دي.او ۷ دن د پس مسوا 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد دوره مې شروع کړه کلي په کلي.ښار په ښار او علاقه په علاقه وګرزيدم». جلسې مې وکړې. د خدای په فضل ټول پښتون يکدم د خوبه را بيدار شو پوه-شو او د خپل قوم تباهي او بربادي يې محسوسه کړه او د افغانستان د خدمت دپاره يې ملا وتړله. په بعضې علاقو کې ملايانو چې څه نه څه مخالفت شروع کړو. لیکن چې د قوم په جذبه پوه شول نو مخالفت يې پرېښود. که بعضې ملايان د خپلو ذاتي فايدو په وجه قلارنه شو نو قوم په زور او بې عزتۍ د هغوی خولې بندې کړې.مونږ سره په دې معامله کې د قوم شاعرانو هم ډېر زيات امداد اواخلاص کړی و. او د قامولۍ يوه نوې جذبه يې په قوم کې پيدا کړې وه او په دې معامله کې تور سم ځان د دوسرو زمونږ سره ډېر مدد کړی و.ده به اشعار جوړول او مونږ به په پښتون اخبار کې شايع کول چې د هغې نه یو بیت دا دی: ماوې دا سړی زمونږ قوم کې خلل دی اوس دې وليد چې د ږيرې څاوند غل دی دا بيت دومره مشهور شو چې ږيرې والا به خلکو ليدو چغه به يې کړه. ږيرې والا غلاو په دې ورځو کې د کيسه ځوانۍ په بازار کې د ږيرې ځاوند ګرځېدی نه شو. او ځانمیر هلالسي خو زما سره په ټولو دورو کې شریک واو داسې نظمونه يې جوړ کړي وو او د افغانستان يې په کې داسې خاکه را ښکلې وه. چې د هغې په اورېدو تقربياً هر پښتون پوه شو او ماته هم په تقرير کې د هغوی د پوهولو ضرورت پاتې نه شو او په دې کې زمونږ د مدرسې هلکانو ډېره حصه اخيستې زا وا زما ژوند او جد وجهد وه.زمونږ انجمن هم هر قسم مالي او جاني خدمت ته تيار شو.د افغانستان د پښتنو بربادي او غم د سرحد پښتنو ځپل غم او خپله بربادي ګڼله. ځکه چې مونږ يو وروڼه او يو قوم يو.او د سرحد په پښتنو کې د افغانستان د وروڼو د امداد او همدردۍ يوه داسې جذبه پيدا شوه چې زه د هغې بيان کولی نه شم که امیر و که غریب و. که تعلیمیافته و اوکه بې علمه ښځې وې او که نر وو د افغانستان په مصیبت زهير وو. او د امان الله خان دوباره حکومت قایمولو دپاره هر خدمت ته تيار وو او خلکو به دعاګانې کولې چې اى الله ته زمونږ غمځور بادشاه امان الله خان ته کاميابي ورکړې. په پښتنو کې ډېر بادشاهان تېر شوي دي.لیکن د پښتنو ښځُونرو چې څومره مينه او محبت د امان الله ځان سره و. هغه بل بادشاه سره نه و. امان الله خان به وې چې زه د پښتنو انقلابي بادشاه يم.او د هغه دا خبره بالکل رښتیا وه چې هغه په پښتنو کې يو عجیبه انقلاب پيدا کړو .او زه چې نن پښتنو ته ګورم نو حيرانېږم چې په پښتنو کې دا دومره زر دا تبديلي د قومولۍ او ورورولسۍ احساس پيدا شو او سیاسي شعور په کې راغۍ.انقلاب يو سېلاب وي. چې راشي نو اوده خلک يوسي اوویښ ترې فايدې اوچنې کړي. د افغانستان انتقلاب کې د افغانستان پښتانه لاهوشولء مونږ کوزو پښتنو ترې فايدې اوچتې کړې. ولې چې مونړږه ویښ او بيدار وو د کوزو پښتنو زړه چېرته په تشو دعاګانو او جلسو باندې قرارېده هغوی د افغانستان په دې غم او مصیبت کې عملي شرکت غوښتو او ددې ځبرې خواهش يې لرلو چې افغانستان ته لاړ شو او خپلو وروڼو سره سططصطصسصسصس90 مونخجچجوس ,:012 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد په دې غم کې شریک شو.او د ځپلو زخميانو وروڼو دارودرمل وکړو او د هغوی پس ماندګانو سره امداد وکړو .چې څوک مړه دي او بچي او ښځې يې پاتې شوي دي.د دې دپاره مو يوه کمېټي جوړه کړه چې د هغې نوم«افغان هلال احمر» و. او د دې کمېټۍ کار د افغانستان د پښتنو طبی او مالی خدمت و. کلي په کلي علاقه په علاقه خلکو د دې کمېټۍ دپاره د چندې جمع کولو انتظام وکړو او په يو لږوخت کې يو طبي وفد تيار شو چې هغه زما د مشر ورور ډاکټر خانصاحب په سرپرستۍ کې تلو ته تيار شو د افغانستان په امداد کې يو پښتون هم څه کمی کړی نه دی. لیکن د بنو خلک. د ډېره اسماعيل ځان کُنډي خاندان. د سودم ځانان. د بایېزو ځانان. قاضي عطاالله ځان. علی اصغر ځان. علی ګل خان او ميا احمد شاه صاحب د ډېر تعريف وړ دي. لیکن پیرنګيانو دا خبره چېرته ځوښوله. د هغوی په زړه دا چېرته ځایېدی شوه چې د افغانستان د امداد دپاره دې د سرحد پښتانه لاړ شي ولې چې په دې طريقه خو زمونږ ورورولي او قومولي قائمېده او هغوی چنېرته دا غوښتل. مونږ له يې اجازه رانه کړه. ما و ډېر دا کوشش وکړو چې د دوی د اجازې نه بغير مونږ له افغانستان ته تلل په کار دي. مون ته د پیرنګيانو د اجازې او د پاسپورټ څه ضرورت نشته.ولې زما دا خبره کمېټۍ ونه منله او ما دا هم کمېټۍ ته وويل چې تر څو امان الله خان په افغانستان کې وي.مونږ له انګرېزان د تلو اجازت افغانستان ته نه راکوي.ځو کمېټۍ به ويل چې مونږ ځو که بغير د انګرېزانو د اجازت نه لاړ شو نو بيا به په مونړږه دارو او درمل بند کړي. پیرنګيانو خو اول دا ۳۲ااننااااااااان ٢ ٢ ‏تد‎ ٢ زما ژوند او جد و جهد اعتراض اوچت کړو .چې تاسو خو د امان الله ځان امداد دپاره ځئ.لیکن که هغه هم ستاسو د امداد خواهش وکړي. که چېرې تاسو د هغه اجازت نامه راوړه بيا مون تاسو له د تلو اجازه درکوو. زه او ميا جعفر شاه د دې کار دپاره مقرر شو چې امان الله خان ته لاړ شو او اجازتنامه ترې راوړو ولې ما کمېټۍ ته وويل چې مونږ ځو د قوم اوخپلو وروڼو د امداد دپاره ځو. په دې کې د امان الله ځان د اجازې څه ضرورت دی اومونږ ځو د پښتنو د امدا دپاره تلو. مونږ اول د پېښور وکيل تجارت له لاړو چې هغه زمونږ دپاره اجازه را وغواړي.ليکن چې څو ورځې تېرې شوې او هغه اجازه راونه رسېده.نومونږ کندهار ته د تلو اراده وکړه چې د امان الله خان نه اجازتنامه راوړو. په شاهي باغ کې د پښتنو يوه عظيم الشانه جلسه وشوه. ما او جعفر شاه د خپلو تلو نه خبر کړل. لیکن دا مې ورته هم ووې چې دا ټولې د پیرنګيانو بانې دي هغوی پخپل وس زمونږ وفد له د تلو اجازت نه راکوي او دا به تاسو ته ډېر زر معلومه شي. مونږ شپې له نوښار ته لاړو. شپه مو هلته تېره کړه د شپې يوه لويه جلسه وشوه او سبا له مونږ د نوښار د سټېشن نه رېل کې سواره شو. د راولپنډۍ سټېشن ته ورسېدو. مولانا اسحاق صاحب هزاروي او د ښار ډېر مسلمانان زمونږ د ليدو دپاره سټېشن ته راغلي وو. او څه وخت چې زمونږ ګاډ لاهور ته راورسېدو.نو مولانا ظفر علیخان او د مسلمانانو او هندوانو ډېر ليډران زمونږ ليدو له راغلي وو.مونږ يې د ګاډي نه راکوز کړو او د لاهور ښار ته يې بوتلو او يو لوی جلوس يې پددد ‏ سس 1 سسضض سوا 0٩016 ٩0٨66۱ ‏ھتش‎ 7 زما ژوند او جد و جهد اوښکلو حالانکه زه د دې نه مخالف وم په سبا له په لاهور کې د هندوانو او مسلمانانو يوه لويه جلسه وشوه. چې په هغې کې د حکومت د ملامتيا او مونږ سره د امداد او همدردۍ تقریرونه وشول. او قرار دادونه پاس شول. بله ورځې مونږ د کراچۍ په ميل کې د لاهور نه کوېټې ته روان شو. چې سکهر ته ورسېدو. د سنده حضرت مولانا او بعضې د سنده- مسلمانان زمونږ ليدلو له راغلي وو. هغوی سره مو ډېرې خبرې وشوې.دلته زمونږ ګاډی بدل شو او مونږ کوېټې ته روان شو سحر وختي زمونږ ګاډی سېوې ته ورسېدو.زمونږ ګاډی ولاړ دی او مونږ په دې فکر کې يو چې چای به څنګه وڅکو چې په دې کې زمونږ ډبې ته کپتان صاحبزاده ځورشید چې د بلوچستان پولټيکل اېجنټ و او بل ورسره د پبو يو ځان چې پولیس کپتان و.راننوتل زما په زړه کې څه شک پيدا شو ګني دوی مونږ پسې راغلي دي.هغوی مونږ سره ګپ شپ شروع کړو او بيا يې مونږ ته ووې چې راځئ دلته مونږ سره په ارام چای وڅکئ»نو بيا به ګاډي کې کېنئ کوېټې ته به لاړ شئ.مونږ اصرار وکړو او ورته مووويل چې ستاسو مهرباني ده. ګاډی به رانه لاړ شي هغه وې چې دلته ګاډی ډېر ساعت ولاړ وينو مونږ هغوی سره روان شو .د کپتان ځورشيد بنګلې ته لاړُو چای مو وڅکله.مونږ تادي کوله چې ګاډی را نه لاړ نه شي.مونږ ته معلومه نه وه چې حکومت مونږ مخکې تلو ته نه پرېږدي. ګاډی لاړ او مونږ پاتې شو زمونږ او د دوی په مینځ کې ډېرې خبرې وشوې.د ډوډۍ وخت راغی. ډوډۍ مو وځوړه.حکومت صاحبزاده صاحب او د پو ځان د دې دپاره نكمم ٢٢ ٢٢٢٢٢٢٢ ٢ ٢٢ ٢ ٢ ٢ګ ‏اکكګ‎ زما ژوند او جد و جهد راپسې رالېږلي وو .چې مونږ په دې رضا کړي چې په خوښه سره واپس پېښور ته لاړ شو .د هغوی او زمونږ په مینځ کې ډېرې خبرې وشوې.ولې مونږ په واپس تلو رضا نه شو او چې مونږ رضا نه شو؛ نو مازیګر چې کوم ګاډی راغی په زور يې په هغه ګاډي کې کېنولو .پولیس ته يې په حواله کړو چې مونږ د بلوچستان د علاقې نه بهر وباسي او چې جيکب اباد ته را ورسېدو نو هلته پولیس مونږ په سټېشن د ګاډي نه کوز کړو هغوی را نه لاړل اومونږ پاتې شو مونږ جېکب اباد ته لاړو او يو وړوکی غوندې ځای مو په کرايه واخيستو او پېښور ته مو اطلاع ورکړه. چې مونږ حکومت کوېټې ته پرې نه ښودو او د سېوۍ د سټېشن نه يې را واپس کړو او مونږ کندهار ته نه پرېږدي او مونږ اراده کړې ده. چې د حکومت دا ناجایزه حکم ونه منو اوسبا بيا د کندهار په طرف روانېږو. په سبا له مونږ د بلوچستان مه نل رزډنټ له يو تار ورکړو .چې مونږ ستا د دې قسم ناجایز حکم منلو ته تيار نه يو او مونږ تا خبروو چې سبا له به بيا مونږ کوېټې ته روانيږو.د شپې په ګاډي کې مونږ بياروان شو او چې سحر بيا زمونږ ګاډی د سېوۍ سټېشن ته ورسېدو نو څه ګورو چې مسلح سپاهیان سره د يو پیرنګي ولاړ دي ګاډی چې ودرېده هغه پېرنګی زمونږ ډبې له راغی او مونږ يې د ډبې نه کو ز کړو دا ځل صاحبزاده صاحب او د پو ځان د دوی سره نه وو زمونږ ځو دا خيال و .چې جېلخانې ته مو بيايي لیکن هغه پېرنګي مونږ په وېټنګ روم کې کېنولو او په وېټنګ روم يې يوه ډبله پيره ودروله دا ډېر يو شریف پیرنګی و. ما ته يې په خبروخبرو کې ووې چې زه د دې ۳۴۵ ----- تت لس 10100/.0012001511660 00071651 زما ژوند او جد و جهد حکومت په پالیسۍ نه پوهېږم يو طرف ته خو وايي چې مونږ غير جانبدار يو او تاسو ته وايي چې لاړ شئ.مونږ له د امان الله خان نه اجازتنامه راوړئ نو تاسو به پرېږدو او بل طرف ته ما له حکم را کوي چې پام کوه چې دا سړي درنه مخکې لاړ نه شي. او بيا تاسو د داسې کار نه منع کوي او ستاسو طبي وفد نه پرېږدي چې په دې کې د خدای د مخلوق د ځيرنه بل هېڅ شی نشته. مازېګر چې بيا هغه رېل ګاډی واپس راغی نو مونږٍ يې په کې کېنولو او د جېکب اباد په سټېشن يې بيا کوز کړو. مونږ ته معلومه شوله چې مونږ حکومت په هېڅ قسم کندهار تللو ته نه پرېږدي نو هسې تلل راتلل مومناسب ونه ګڼل او اراده مو وکړه چې دهلي ته به لاړ شو او د افغانستان کونسل جنرل سره به ووینو که هغه زمونږ د پاره څه د اجازه نامې انتظام وکړی شي.دهلي ته روان شو دهلي ته ورسېدو او کونسل جنرل صاحب مو ولیدو او خبرې اترې مو وشوې» مونږ سره يې ډېره همدردي ظاهره کړه او امان الله خان ته يې تار ورکړو او د تار په ذريعه يې مونږ له اجازتنامه را وغوښته په دغه ورځې مونږ ته په دهلي کې معلومه شوله چې پیرنګيانو د شور بازار د حضرت ورور چې په هندوستان کې په کاټهياواړ کې اوسي راغوښتی. او د هغه پاوندو پسې چې د هغه مريد ان دي د امان الله خان برخلاف افغانستان ته لېږي.ځکه چې پیرنګيانو ته معلومه شوې وه چې د خلکو څه نه څه همدردي د امان الله ځان سره پيدا شوې ده. او هسې نه چې هغه چېرته کامياب شي.مونږ دکونسل جنرل صاحب نه رخصت واخست او سرحد ته را روان شو. څه وخت چې مونږ پېښور ته را ورسېدونو لدوښ س۴س٣س02‏ زما ژوند او جد وجهد ‎٢‏ مونږ ته معلومه شوه چې د افغانستان وکيل تجار له هم د کندهار نه زمونږ دپاره د امان الله خان پخپل د ستخط فرمان رالېړلۍ شوی دی. د دې دپاسه به بيا هم حکومت چل ول كوو او په مونږ به يې وخت هډوه څه وخت چې زما بالکل دا یقین راغشی چې حکومت په هېڅ طريقه زمونږ وفد له اجازت نه ورکوي. نو ما خپلو د جماعت ملګرو ته ووې چې د حکومت دا ټولې انې بانې زمونږ د پاتې کېدو دپاره دي او که چرې تاسو د حکومت اجازت ته ناست يئ نو همدغه شان به ناست پاتې شئ او هېڅ قسم د افغانستان امداد به ونه کړی شئ او بله دا چې ايا افغانستان کې د دوی سفارت نشته؟ نو بيا د پاس پورټ ضرورت څه دی؟ مونږ ځو افغانستان ته د پېرنګيانو په ذمه وارئ نه ځو. مونږ که افغانستان ته ځو نو پخپله ذمه وارۍ ځو. نو بيا د پیرنګيانو د راه دارۍ مونږ ته څه حاجت دی؟ لیکن زما داکشثرو وروڼو داخيال و. زمونږ تلل او راتلل به بند شي او زمونږ د دې وفد په لاره کې به د دارو را افغانستان وروڼو سره مالي امداد وکړی شو. ما ورته ووې چې په دې صورت کې به مونږ دغه شان په انتظار کې پاتې شو. د افغانستان به هډو د هېڅ قسم امداد ونه کړی شو.او امان الله ځان چې تر کومې پورې په افغانستان کې وي نو دوی مونږ له اجازه نه راکوي او چې هغه د افغانستان نه لاړ نو بيا به مون له اجازه راکړي. ما او زما يو څوملګرو دا اراده وکړه چې مونږ بغير د پیرنګيانو د اجازت نه د افغانستان د امداد دپاره روانېږو او 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد په دې غرض مو په پېښورکې يوه جلسه وکړه او قوم ته مو دا حقيقت ښکاره کړو. چې پیرنګيان مونږ له راهداري نه راكکوي. او مونږ د دوی راه داري ضروري هم نه ګڼو . زمونږ افغانستان ورور دی او مونږ ځپلووروڼو له پخپله ذمه وارۍ باندې ځوء چې څوک تلل غواړي او تلو ته تيار وي چې فورأً دې مونږ له د راهدارۍ له پاره درخواست را کړي او خپل تصويرونه دې ورسره راولېږي. زه د حکومت په دې خيال پوه شوم لیکن د جماعت اکثرو خلکو را ته ووې چې ستا هسې د دې حکومت نه نفرت دی او د دوی څېره درته د چل او دروغ ښکاري. زه چپ شوم او د راهدارۍ نه بغير د تلو خيال مې پرېښوده او د راهدارۍ دپاره مو تصويرونه او درخواستونه ورکړل. نادر خان: د ډېرو ورځو نه په دې ملک کې دا ګونګوسی و .چې نادرخان د ځپلو وروڼو سره د فرانس نه را روان شوی دی بله ورځې راته معلومه شوه چې نادرخان سره د ځپلو وروڼو پېښور ته را رسېدلی دی او دوکيل تجار په کور کې دی.زه او ډاکټر صاحب يې هم د ليدو دپاره لاړو. نادرخان او هاشم ځان ما د اول نه پېژندل په ښه شان سره مو ملاقات وکړو. ډېرو خلکو پرې زور ولګولو چې قندهار ته لاړ شه او امان الله خان ورپسې ډېر استازي راولې ېل لیکن نادرخان د قندهار د تلو دپاره تيار نه شو يوه ورځې زه او نادر ځان يوازې يوه کمره کې ناست وود افغانستان په مستقبل مو خبرې کولې چې ده و0 سا 1 016060٩٨ زما ژوند او جد وجهد ما ته ووې زه چې هر څه کوم نو د امان الله خان دپاره يې کوم ماورته ووې چې خلک وايې چې د حبيب الله ځان هغه زوی چې ستا خوریی دی تاسو د هغه په حکومت باندې د کېنولو دپاره کوشش کوئ.ده راته ووې چې ته به هم ژوندی يې او زه به هم ژوندی یم »که چېرې ما هغه بادشاه کړو يا پخپله بادشاه شوم؛نو ته راشه او مځ را له تور کړه او راته ووايه چې نادره ځپله وعده دې پوره نه کړه. څه ورځې پس هاشم ځخان جلال اباد ته او نادرخان او شاه ولي ځان ځاځیو ته روان شول. زه يې په دې خبره مجبور کړم او وعده يې رانه واخستله چې سبا به مونږ ټل کې يو. په سبا له هلته راشه او ما ضرور ووينه. زه سبا له نه و.د را روانېدو په وخت کې حکيم مې په موټر کې وليدو چې د نادرخان د ليدو دپاره ځاځیو ته روان و .هغه له مې يو خط ور و او په هغې کې مې نادرځان ته وليکل چې اوله وعده ځو دې پوره نه کړی شوه.نو چې د بلې وعدې به دې څه حال وي؟. بغير زما نه د ټولو خلکو دا خيال و. چې پیرنګيان به د افغانستان د تلو او امداد دپاره مونږ له اجازت را کړي. لیکن زما دا خيال نه و .ولې چې دو د امان الله ځان غوندې د پښتنو خير خواه بادشاه په افغانستان کې نه غوښتو او زمونږ خوش اعتقاده وروڼه په دې اميد کې پراته وو چې نن دی که سبا دی اجازت به راشي د فصل وخت و. مون د افغانستان دپاره چنده جمع کولو په خيال د بایېزو په دوره وو خلکو را سره ډېر په اخلاص او خوشحالۍ د ټول زکواة د راکولو وعدې وکړې. پښتانه د افغانستان د وروڼو هر قسم امداد کولو ته 000 0-۳٩ ۳-۳ تت تت زما ژونداو جد و جهد تيار وو زه او خوشحال خان د باري کاو د سخاکوټ په لاره مردان ته را روان شو. چې مردان ته را ورسېدو نو بر شو چې امان الله خان د جنګ خيال پرېښودی دی او کوېټې ته راغلی دی. د دې خبر په اورېدو په ما ډېر غم او خفګان راغشی. خوشحال ځان کلي ته رخصت شو .او زه د قاضي عطاالله خان ځای ته لاړم او په يو کټ کې ويړويړ پرېوتم څو ورځې پس څه وخت چې امان الله ځان بمبۍ ته ورسېدو زه ډاکټر صاحب او نورو دوستانو مجبور کړم چې بمبۍ ته لاړ شه امان الله خان ووينه او د افغانستان متعلق مشوره ورسره وکړه او دا خبره معلومه کړه چې که مون د افغانستان سره د څه قسم امداد کول غواړو نو د چا سره وکرو او دا هم معلوم کړه چې د نادر ځان او د هغوی د وروڼو متعلق د هغه څه خيال دی؟. زه بمبۍ ته لاړم عبدالهادي ځان داوي هم هغه سره و او د هغه په ذريعه مې د هغه سره ملاقات وشو . خبرې مو وشوې. ما د افغانستان ته د واپس د تلو خبره وکړه. لیکن هغه د افغانستان نۀ مایوسه شوىی و. او د افغانستان خيال یې پرېښی ود پښتنو نه ډېر موړ معلومېده زما چې ده سره ملاقات وشو.نوما سره يې په پښتو کې خبرې وکړې. د ګفتګو په دوران کې د نادرځان دو ذکر هم راغی او ما ورته دا وويل چې مونږ سره چې د افغانستان دپاره کوم حساب جمع دی هغه چاله ورکړو؟ نو په جواب کې ده راته ووې چې تاسو يې نادرخان ته ورکړئ او د نادرخان امداد وکړئ ملاقات ختم شو په ډېېر خفګان سره مونږ د یوبل نه جدا شو په هغه هوټل کې هغه سره نور هم ډېر سرداران وو.هغوی سره مې هم ليدل د0000 ن6۳۵اااناا نن ٢هو‏ ھت تت زما ژونداو جد و جهد کتل وشو او د شپې عبدالهادي خان د بمبۍ د کونسل په کور کې زه مېلمه کړم او د ډوډۍ په وخت کې مې نورو ډېرو سردارانو سره خبرې اترې وشوې.د دې خلکو دا خيال و . چې امان الله خان به ضرور واپس افغانستان ته راځي ځکه چې په موجوده جنګ کې کوم کوم جرنیلان د بچه سقه د لرې کولو ششونه کوي.هغوی په کور کې بې اتفاقه دي او په يو او بل اتفاق کولی نه شي او د ټولو اتفاق په امان الله خان راتلی شي. دغه جرنیلان يو نادرخان و. چې د ځاځیو په مرسته يې کابل اخيستو او بل غلام نبي ځان و چې د ترکستان د طرف نه په کابل حملې کولو دپاره را روان و.زه د بمبۍ نه واپس راغلم دا ټولې خبرې مې انجسن هلال احمر ته ورسولې او د امان الله ځان خيال او رايې او د نادرځان متعلق خبره مې هم هغوی ته ظاهره کړه او دا تجویز مې پېش کرو چې دا څومره روپسۍ هلال احمر سره جمع دي او کوم سامان چې د طبي وفد دپاره مونږ ته خلکو را کړی دی دا ټول نادرځان له لېږل په کار دي. لیکن په دې کې بعضې وکیلانو چې د هغوی سرغنه ابراهيم ځان د چيني و مخالفت وکړو. زما په خيال د هغوی د ځپلو چندو واپس اخستو دپاره دا بهانه وه ار فېصله په دې وشوه. چې څوک خپلې روپۍ نادرخان ته لېږل نه غواړي نو هغوی ته دا حق حاصل دی چې خپلې روپۍ واپس واخلي. حالانکه د هلال احمر د قانون نه دا خبره خلاف وه.او تقريبأ اکثرو وکیلانو چې مونږ له څه نه څه چنده راکړې وه. واپس يې تت ۳۵۱ظاظاااااا ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد و جهد واخيسته بيا هم مونږ نادرخان له پنځوس زره نغدې روپۍ او هغه ټول سامان چې مونږ له خلکو را کړی و ولېږه او په علاقه کې مو د چندې دپاره انتظام هم وکړو. په دې ورځو کې هر سړی په جوش کې و. زمونږ د اسلامیه کالج په هلکانو کې هم يوه زبردسته جذبه را وچته شوې وه.د افغانستان دپاره چنده مې هم را جمع کړې وه. د دسمبر میاشت وه کالجونه بند وو زما د يو طالب علم دوست ميا اکبر شا د بدرشو دا خيال و. چې د پښتنو د ځوانانو يو انجمسن قایمول په کار دي. هغه يوه ورځې د ميا احمدشاه صاحب په ځای کې ما سره دا ذکر وکړو . چې مونږ د صوبه سرحد ځوانان راجمع کېږو او که چېرې ته د مېلمنو دپاره انتظام وکړې.نو دا به په مونږ يو لوی احسان وي.ما ورته ووې زه هر وخت ستاسو خدمت ته تيار يم ليکن که د پېښور په ځای په اتمانزو کې راجمع کېږئ نو دا به بهتر وي.هغه زما دې خبرې سره اتفاق وکړو او په اتمانزو کې را جمع شو.زما د انجمن بعضې ممبران هم دوی سره د تبادله خيالاتو د پاره ما راغوښتي وو. بحث شروع شو چې په صوبه سرحد کې یوته لیيګ(06نع ه1 690 جوړول په کار دي. د بضې خلکو داخيال و. چې د یوته ليګ په ځای دې د هغې نوم د صوبه سرحد د ځوانانو جرګه وي ليکن زمون د انجمسن صدر عبدالاکبر ځان او سکرټري ځادم محمد اکبر د دې مخالفت وکړو چې د پښتنو يو جماعت خو قایم دی چې ستاسو او د روسنښسد ۴ 01۷۷۱۴۱۶ زما ژوند او جد و جهد 1 هغې په اغراضو مقاصدو کې فرق نشته په دې وجه د نوي جماعت د قایمولو ضرورت نشته» دغه جماعت له ترقي ورکول په کار دي. لیکن ځوانان ډېر په جوش کې وو هغوی دې خبرې سره اتفاق ونه کړو. زمونږ د خلکو دا خيال وي چې ګني ترقې د يو نوي انجمن قایمولو سره لګېږي د نادرخان تار ماله راغی چې کابل فتح شو او چې خلک خبر شو چې کابل فتح شو نو يو قسم خوشحالي په خلکو راغله چې بيان یې کولينه شم بله دا چې د قوم حوصلې زياتې شوې او د ملک د بر سراو د کوز سر نه جلوسونه او جنجونه را روان شول په جلوسونو کې خلک ګډېدل ځکه چې ډېر خوشحاله وو. د غربینونو ډزې وې ټوپکې هم خلاصېدې. دا ټول جلوسونه په اتمانزو کې يو ځای شول او يوه لويه جلسه وشوه» په جلسه کې نورو زمونږ ملګرو هم تقریرونه وکړل اوما هم په اخر کې تقرير وکړو. د تقرير په دوران کې مې پښتنو ځوانانو ته ووې د کابل د فتحې نه سبق واخلئ د افغانستان د فتحې په سلسه کې ډېره حصه ستاسو د ششونو ده. په دنيا کې داسې هېڅ کار نشته چې هغه کېدلی نه شي. خو چې څوک يې کولو پسې ملا وتړي. نپولین به وې چې زما په ډايرۍ کې د ناممکن لفظ نشته تاسو اوده یئ ددنیا نه بې خبره یئ زه مو خبروم. کابل د ‎٩٢٩١‏ ع کال په اکتوبر کې فتح شو او نادرخان د خپلې بادشاهۍ اعلان وکړو. په دې خبره باندې مونږ ډېر 2 7-7۳ زما ژوند او جد و جهد ‎٣‏ ‏حېران شو. ولې چې داسې کار يې وکړو. چې زمونږ په ځواب اوخيال کې نه و. ځکه چې هغه خو مونږ سره وعده کړې وه چې زه به نه باچا کېږم. مونږ خو پرېږده چې ځپلو خلکو سره يې کومې وعدې کړې وې هغه يې هم ماتې کړې. په دغو ورځو کې عبدالهادي ځان چې کابل ته روان و .ومې ليدو زما په ليدو سره يې وخندل او ويې ويل چې کم بخت په يوه وعده هم ټينګ نه شو که بادشاهي يې خوښه وي نو کم از کم اد«منامالاعمه) ‎١ ۵۰ 7‏ «کانسټي ټېوشنل مانر کې» اعلان به يې کړی وی. د نادر ځان بې وفايۍ زمونږ په خلکو ډېر ځراب اثر کړی و. لیکن مونږ څه کولی شو. مونږ دا خبره خدای ته پرېښوده چې خدای دې سزا ورکړي. چې بيا څوک قوم سره داسې کیسه نه کوي. د افغانستان د فېصلې نه پس مونږ وزګار شو ميا احمد شا« صاحب مې هم راضي کړو.اومونږ د خپلې صوبې د دورې اراده وکړه.زه او عبدالاکبر ځان او احمدشاه د کوهاټ. بنو. ډېره اسماعیل ځان په دوره ووتو.د دوی تقریرونه به په جرګه یعنې يوته ليګ )102060 000) باندې وو او ما به خلکو سره د قوم او وطن خبرې کولې او په هر ځای کې زمونږ دا دوره ډېره کامیابه ثابته شوه. بد د بو نا 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد منظم سیاسي جدو جهد» خدايي خدمتگاري» لاهور کې د ال انډيا کانکرس جلسه سنه ‎2١٩٩٤٩٩‏ ‏خدايي خدمتگاري» دورې او سرې جامې «مردان» بايي زي» سودم؛ اکبر پوره» نوښارء خیشکي؛ نسته» سالاران» مرغزکې لوبه جلسه او یوه قامي پرېکړه» اتمانزو کې لویه جلسه او مشاعره ۳۵۵ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد لاهور کې د کانکگرس جلسه ١٩١١٧٩ع:‏ په دسمبر ‎١٣٣٤٩٩‏ کې په لاهور کې د کانګرس سالانه جلسه وه او چونکه لاهور صوبه سرحد ته ډېر نزدې و په دې وجه د صوبه سرحد ډېر خلک د کانګرس د جلسې د ليدوله پاره لاړل. ما او امير ممتاز ځان زمونږ د ازاد سکول هېډماسټر د تللو اراده وکړه. مونږ کانګرس کې نه وو.مونږ خو ځلافت کې وو او مونږ تماشې له تللي وو .د کانګرس جلسې زمونږ په ځوانانو باندې ډېر ښه اثر وکړو او بيا دې خبرې پرې ډېر اثر وکړو چې ځوانان ځو پرېږده د هندوانو جېنکو هم د ملک د ازادۍ او د خدمت دپاره ملا تړلې ولاړې دي.مونږ هم د کانګرس په پنډال کې ځای په ځای وګرځېدو. مونږ چې د جینکو «والنټيرو» (عه 0 10 ٠)رضاکاراض‏ دا قومي جذبه ولیدله نو د دې نه ډېر متاثر شو. مونږ د صوبه سرحد نه تللي ټول ملګري هلته را جمع شو ما ورته ووې چې سړي خو پرېږده د هندوانو ښځې هم بيدارې شوې دي او د ملک د ابادۍ دپاره يې ملاتړلې ده په پښتون د ښځو ډېر اثر کېږي.د دې خبرې په هر يو ډېر اثر وشو او هر سړی چې لاهورته تللی و. نو په زړه کې يې د قام او وطن احساس پیدا شوی و. جلسه ختمه شوه. خدایی خدمتکاری: مونږ چې د لاهور نه واپس شو نو په اتمانزو کې مو لويه جلسه وکړه. زه په جلسه کې را پاڅېدم او خلکو ته مې ووې. چې تاسو خو اوده يئ او سړي څه کوې. چې د هندوانو ښځې ۵۷ تت تت زما ژوند او جد و جهد 1 هم را بيدارې شوې او هغوی سړو سره يو ځای د ملک د ازادۍ دپاره ملا تړلې ده او جدوجهد کوي. تاسو خو لږ دې لمر خاته ته وګورئ څومره لوی سېلاب را روان دی او سېلابونه همېشه اوده قتومونه وړي پاڅئ.ویښ شئ او ملا وتړئ.تاسو ځخو وګورئ. پیرنګيان وايي چې هندوستان مونږ په تُوره فتع کړی دی دا زمونږ دی او مونږ به پرې حکومت کوو او ګټه وټه يې زمونږ ده. هندوان پیرنګي ته وايي چې تاسو مونږ په زوره نيولي يو اوس چې مونږ پوه شو او متفق شو ځپل وطن درنه الو دا زمونږ وطن دی اوس به پرې مونږ حکومت کوو.تاسو د دې نه خبر يئ که نه؟ زه مو خبروم چې خبر شئ د هندوانو او پیرنګيانو په دې جنګ دی چې پیرنګی وايي چې هندوستان کې به بادشاهي مونږ کوو او هندوان وايي چې دلته به بادشاهي مونږ کوو او مسلمانان د غفلت په خوب اوده دي. نو ای پښتنو وروڼو زه ستاسو نه پوښتنه کوم چې تاسو به څه کوئ.ناست به يئ دواړو ته به دعا کوئ او د غلامۍ او پټتي توب ژوند به تېروئ.مونږ چې هلکان وو .غوزان به مو کولء لويه دايره به مو را ښکله او په هغې کې به مو غوزان کېښودلء. ګټه بایلات به د دوو لوبغهډو و .يو درېیم سړي به دواړو له غوزان را ټولول هغه سړي ته به يې پټتي ویلو چې چا به غوزان وګټل نو هغه ته به يې دوه غوزان ورکول نو ای پښتنو تاسو ته وايم دا د پټتي توب ژوند خوښوئ او که تاسو هم ځان د دې وطن مالکان ګښئ؟ نو پاځئ او ملا وتړئ او دا خپل ملک خپل کړئ. جلسه په ډېر جوش و خروش ختمه شوه او په پښتنو زما د تقرير ډېر ښه اثر وشو.د شپې زمونږ د کلي ‎٧۷‏ څ ۵ - ې زما ژوند او جد و جهد 1 محمد اکبر ځان.سرفراز ځان او حجاب ګل او يو څو نور هلکان زما دليدو دپاره زمونږ حجرې ته راغلل او ما سره يې د يو جماعت د جوړولو مشوره وکړه ما هغوی په ښه شان پوه کړل چې دا لوبې ټ وکې نه دي دا ډېر مشکل کار دید دې په لار کې ډېر اغزي دي په تاسو به زما د تقرير ډېر اثر شوی وي. خو لاړ شئ.په دې معامله ښه غور او فکر وکړئ.هغوی مې رخصت کړل. بله شپه بيا راغلل.ما ورته ووې چې ستاسو په ذهن کې زما هغه تقرير لا اوس هم ناست دی. تاسو د دنيا تاریخ وګورئ په دنيا کې چې څوک د خدای د مخلوق د خدمت دپاره پاڅېدلي دي»نو په هغه مصيبتونه او تکلیفونه راغلي دي. تاسو بيا په دريم ځل په دې ښه غور او فکر وکړئ. بله شپه بيا راغله او راته يې وويل چې مونږ په دې کار ډېر غور او فکر وکړ. مونږ د قوم او ملک د خدمت دپاره د هر قسم تکلیفونوء مصیبتونو او قربانیو ته تيار یو بيا مونږ کېناستو او په دې خبره مو غور کولو چې د دې نوي جماعت نوم دې څه وي. زما دا خيال و .چې په دې پښتون کې د خدمت خيال نشته. په دې جماعت مونږ يو داسې نوم کېږدو چې د پښتنو په دماغ کې د خدای دپاره د خدمت خيال پيدا شي. قسم قسم نومونه پېش شولځو زمونږ ځوښ نه شولء د شپې زما په زړه کې د خدایې خدمتګار نوم راغی. چې سبا له دوی راغلل نوما ورته دا نوم وړاندې كړ. د دوی هم ځوښ شو. او دعا د ځير پرې وشوه دې نوم زمونږ په زړونو کې يو قسم اطمینان پيدا کړو. مونږ پښتانه خدايي کار او خدمت هغه کار او خدمت ته وايو چې بې د کومې طمعې. غرض او اجرت نه د خدای دپاره ۵۸ ٢٢ ‏زما ژوند او جد و جهد‎ ‏کوو او ځخدای ځو خدمت ته ضرورت نه لري. د خدای د مخلوق‎ ‏خدمت د خدای خدمت دی.‎ زمونږ په علاقه کې ملايانو. ډولکی او سرنا بند کړي وو.د ډمانو يو مشرو هغه خپلو کشرانو ته ويلي وو .چې بچو دا ډول ډبلي د کوټې په تير کې کېږدئ.اخر به خدای مسلماني راولي. نو ډمانو ته مو وويل چې هغه ځپل ډول ډبلی را واخلئ هغوی ډېر خوشحاله شول.هغوی هم مونږ سره خدايي خدمتګار شول او مونږ د هشنغر او بيا د دواوې په دوره روان شو او چې يو کلي ته به نژدې شو.نو ډول به مو وواهه.چې خلکو به د ډول او سرنا اواز واورېدو نو حيران به شولء. ولې چې ډول او سرنا خو ملايانو بند کړي وو. نو چې چا به اورېده ښځې. نر. بچي به راغونډېدل او مونږ پسې به روان وو. مونږ چې به د کلي مینځ ته ورسېدو نو ډول او سرنا به مو بند کړلء د کلي اکثر خلک به را غونډ شوي وو او دې کار مونږ سره ډېر مدد وکړو. نو ما به ورته يو مختصر غوندې تقرير وکړو. چې پښتنو وروڼوا مونږ ستاسو وروڼه يو. ستاسو خدمتګاريو. ستاسو خدمت له راغلي يو. راځئ چې دا ځپل وران کور جوړ کړو. تاسو لږ دې دنيا ته وګورئ که علم مو نشته نو سترګې ځو مو شته د دنيا خلک او قومونه اسمانونو ته وختل او مونږ په مځکه پاتې شو .هغوی چې زمونږ په شان بنيادم دي. مونږ ورت ه لاس نيولي دي چا نه دانې غواړو چا نه پيسې غواړو. مونږ له خدای د جنت په شان ملک را کړی دی. د دولتونو او نعمتونو ډک دی او زمونږ په کې څه حال دی؟ د جوارو ډوډۍ نشته چې په مړه ګېډه يې وخورو هغوی ولې اباد ۵۹ ‎٢-۳‏ ٢٣--تکتت‏ تت تت زما ژوند او جد و جهد شول؟ او مونږ ولې پاتې شو؟ هغوی کې ورورولي ده. قامولي ده. او اتفاق دی. په مونږ کې پرې دي جنبې دي او بغض دی. کينه ده. نفاق دی. دا نن دنيا د قامولۍ دنيا ده که قوم شوئ نو ستاسو دنیا به هم اباده شي او ستاسو اخرت به هم اباد شي. ‏زمونږ دې خبرو په خلکو ډېر اثر وکړو او مونږ چې به هر چېرته لاړو .نو ښځې.نر» واړه.زاړه به ټول را سره روان شول. نو ملايانو دا فتوه وکړه چې باچا خان دجال دی. د دجال په هکله دا مشهوره ده چې دی راشي نو ښځې.نر. اوماشومان به ور پسې وي. ملايانو به خلکو ته ويل چې تاسو نه ګورئ چې نر ښځې. زاړه. واړه ورپسې دي؟ ‏کوم ځوان چې به زمونږ جماعت کې داخلېدو نو هغه به عهد کوو مونږ به ورته ویلې چې دا لار ډېره ګرانه ده او په دې لاره کې ډېر اغزي مصيبتونه او تکلیفونه او قربانۍ دي که دې ته تيار يې نو هله خدايي خدمتګار کېږه. ښه غور او فکر په کې وکړه. بيا به مو ورته ویلې چې خدای ته ځو د خدمت ضرورت نشته. د خدای خدمت دا دی چې د هغه د مخلوق خدمت د هغه د رضا دپاره وکړئ. بيا به مو ورته دا خبره وکړه چې پرې. جنبې. تربګنۍ به پرېږدئ ولې چې د دې دلاسه زمونږ کور وران دی. او که څوک درباندې زياتی وکړي نو ته به ترې بدل نه اخلې. صبر به کوې بيا به مو ورته ووې چې تشدد به نه کوئ ولې چې تاسو وګورئ د پښتون ځپل کور د تشدد په وجه وران دی او د ده تشدد ځو خپل ورور سره دی بل ته يې اېمان نشته. خدایې خدمتګار به د خپل قوم او ملک خدمت د خدای دپاره کوي. بل غرض به يې نه وي رسم او رواج به پرېږدي او هره ‎۰ زه ژونداوجه ودد ښ- ورځ به پخپل لاس دوه ګېنټې کار كوي. دا وعده چې به يې وکړه نو هله به مونږٍ د هغه نوم د خدايي خدمتګارو په فهرست کې ولیکلو. د عدم تشدد په هکله خلکو کې عجیبه عجیبه خيالات دي د دې په هکله ډېرې پراپېګنډې کېږي او په خلکو کې غلط فهمۍ پيدا کوي. څوک وايي چې که څوک په يو مخ څپېړه در کړې نو ته ورته دا بل مخ هم ونيسه چا به وې چې ته ورته پروت اوسه او بل به در باندې ګرځي چا به وې چې ته به ورته پروت يې او هغه به دې وهي ته به لاس پښه نه خوځوې چا به وې چې پښتون يو بهادر او زبردست قوم دی غفار ځان يې بزدله کوي.لنډه دا چې قسم قسم خبرې وې»دراصل عدم تشدد يو طاقت دی څرنګه چې تشدد يو طاقت دی د عدم تشدد هم دغه شان فوج دی لکه څنګه چې د تشدد دی. خودعدم تشدد وسله تبليغ دی او د تشدد وسله ټوپک دی.عدم تشدد په خلکو کې محبت پيدا کوي.همت پيدا کوي او جرات پيدا کوي او تشدد په ځلکو کې نفرت پيدا کوي او وېره پيدا کوي او بزدلي پيدا کوي. بعضې خلک وايي چې د «ډېننس)(٥00/06):دفاع‏ دپاره خو تشدد په کار دی. دوی دې ته فکر نه کوي چې تشدد دې وکړو نو د عدم تشدد لاره دې پرېښوده حالانکه عدم تشدد کې خپله دفاع شته.عدم تشده کې شکست نشته او تشدد کې شکست شته څنګه چې د تشدد يو نظام دی .دغه شان د عدم تشدد هم مکمل نظام دی. تشدد اسان دی او په دې لاره تلل هم اسان دي او عدم تشدد ډېر ګران دی او په دې لاره تلل هم ډېر ګران دي. يو سړي 010۷09... ٢ ‏َۀكك‎ زما ژوند او جد وجهد له د پړق جواب کې پړق ورکول اسان کار دی. خو پړق زغمل ګران کار دی. دورې: د هشنغر او دواوې نه پس زه او ميا احمدشاه صاحب د صوابۍ په دوره لاړو .کلي په کلي وګرځېدو. او ډېر خلک په خدایې خدمتګارۍ کې داخل شول.کلي په کلي مو جرګې جوړولې مونږ د هغه ځای نه بيا پېښور.خالصه او د داودزو کلي وکتل د مردان او بيا د بایېزو دوره مو وکړله او سودم او رستم له لاړو صاحبزاده ځورشيد د ادینه او مولوي شاد محمد صاحب د تولاندۍ ما پسې راغلل بيا ما هغوی سره د امازو ګړۍ نه تر نارنجي پورې دوره وکړه. په دې دوره کې د صاحبزاده صاحب بایسکل مونږ سره ډېر مدد کړی و. زمونږ دا ټولې دورې به پياده وې.صاحبزاده صاحب به په بايسکل سور شو او زمونږ نه به يې مخکې يو کلي ته ځان ورسولو .مونږ چې به ورتلو نو هغه به د کلي خلک يو ځای ته راجمع کړي وو مونږ چې به ورته تقرير شروع کړو نو صاحبزاده صاحب به د خپل بايسکل سره د بل کلي د خبرولو دپاره روان شو او په دې طريقه مونږ به په ورځ کې نهه لس جلسې کولې. په دې دوره کې مونږ ډېر کار وکړو او ډېرې جلسې مو وکړې د هغې لويه وجه دا وه چې روژه وه او خوړل څکل په کې نه وو .هغه وخت چې په ځوړلوڅکلو ضايع کېدلو بچ شو اختر له مونږ ټول خپلو خپلو کلو ته لاړو او د اختر په درېمه ورځ چې په چارسده کې به يوه لويه مېله لګېدله « چې د نسرو مېله به یې ٢٢ 4٢٨٨٢ زما ژوند او جد و جهد ورته وې مونږ خپل خدايي خدمتګار د ډول سرنا سره د يو جلوس په طريقه میلې له لاړو . په دغه ورځ و کې زمونږ د خدايي خدمتګارو وردي د سپینې خامتا وه. هغه به زر خيرنه شوه او چې دوره کې به هغه ځیرنه شوه نو ښه به نه ښکارېده. په مېله کې د لرې لرې علاقو خلک راغلي وو هلته مونږه يوه لويه جلسه وکړه په زرګونو خلک راجمع شول خلکو کې ډېره مینه وه.محبت و جذبه وه او په خلکو ډېر اثر وشو. ما ځو هره جلسه کې هغه يو تقرير کولو بيا مونږ خاللصې ته روان شو .ولې چې هلته هم په اکبر پوره کې يوه لويه مېله وي هغلته هم مونږ ته ډېر خلک راجمع شول او خپل اغراض او مقاصد مو ورته بيان کړل او په خلکو يې ډېر اثر وشو په لاره کې خدايي خدمتګارو د يو سړي نه د لارې تپوس وکړو هغه چې ورسره ډول سرنا وليدل ورته ويل يې ماته دا ساز وغ وئ نو بيا به درته لاره وښیم هغوی ورته ووې چې دلته وروسته يو سړی را روان دی هغه نه پوښتنه وکړه که هغه راته ووې. نو بيا به درته ساز وغږوو چې زه ور ورسېدم نو هغه سړي چې زه وليدم نو وشرمېدو او لاره يې راته وښودله. د اکبر پورې نه تارو ته لاړو او د تارو نه په رېل کې نوښار ته لاړو. د نوښار په صدر بازار کې مو جلسه وکړه او د خدايي خدمتګارۍ په مطلب مو خلک پوه کړل. شپې له پورې نوښار له لاړو د شپې د ډوډۍ انتظام معزالله خان کړی و. ګل احمد او يونس ځان د نوښار په ډاګ کې د جلسې انتظام کړی و .په سبا له په جلسه کې خانان او غریبانان په لوی تعداد کې شریک شول. سربلند خان. سرفراز ځان او امين الله خان او حضرت بادشاه سره د زرو پس زما ژوند او جد و جهد خپلو زامنو فيروزشاه او سرور شاه او عبدالدیان جلسه په ډېره کاميابۍ سره وکړه. په نوښار کې ډېر جوش و خروش پيدا شو او حضرت بادشاه ميا صاحب په جلسه کې اعلان وکړو چې ما خپل دوه زامن فيروزشاه او سرور شاه د خدایي خدمتګارۍ دپاره باچا ځان ته بخښلي دي. په نوښار کې چې ډېر خدايي خدمتګار او ممبران جوړ شو نو دلته مونږ جرګه جوړه کړه او د خدايي خدمتګارو جرنيل سرورشاه مقرر شو. ما خو وړاندې ددې خبرې ذ کر کړی دی چې د خدايي خدمتګارو وردي د سپنې خامتا وه..خدايي خدمتګارو ما ته شکایت وکړو چې دا سپینه وردي په دوره کې زر ځیرنه شي او د وینځلو هم څه انتظام نه وي. نو ښه به داوي چې مونږ ورله څه رنګ ورکړو نو ما ورته ووې چې ورکړئ. نوهغوی اتفاقاً سُور رنګ ورکړو خدايي خدمتګارو ځان له سرې وردۍ جوړې کړې. هر خدايي خدمتګار به ځان له پخپله وردي جوړوله. دې رنګ د خلکو په زړونو ډېر زيات اثر وکړو ځکه چې ښکلې وردۍ وې او زلمي به په کې ښکلي ښکارېدل او ټولو خدايي خدمتګارو یو شان رنګ ورکړو. دغه د سرو جامو وجه وه چې پیرنګيانو بيا زمونږ برخلاف پراپیګنډه شروع کړه چې دا د بالشويکو تحريک دی. مونږ خوهغه وخت د دې نه خبر هم نه وو چې د بالشويکو هم سره وردۍ ده دا خو يوه اتفاقي خبره وه. ما تر دغه وخته پورې نه د مارکس. نه د لینن او نه د ګاندهي جې کوم کتاب لوستی وه او نه ترې خبروم.مونږ د نوښار نه خيشکو له راغلو اوجلسه مو وکړه او ډېر خلک مونږ سره په خدايي خدمتګارۍ کې شریک وې نب -ببپبپپپپو رو 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد شول او سیف الملوک او تاج الملوک د سرخپوشو مشران مقرر شول او بيا نيستي له راغلو دلته هم جلسه وشوه او ډېر خلک په خدايي خدمتګارۍ کې شامل شول د خدای شان و .چې پښتنو کې داسې يوه جذبه پيدا شوې وه. چې مونږ به کوم کلي ته ورغلو اوخلک به زمونږٍ نه خبر شو نو په يوه منډه به مونږ له راتلل او د تقرير نه پس چې به ما اپيل وکه چې تاسو کې څوک شته چې د خدای دپاره د ملک او قام خدمت وکړي. نو يو به پاڅېدو چې زما نوم ولیک ه د هغه پسې بل او بل به پاڅېدل چې زما نوم ولیکه او خدايي خدمتګارۍ کې به شامل شول. زمونږ د جرګو د ممبرانو او خدايي خدمتګارو تعداد چې زيات شو نو مونږ د دوی تنظیم جوړ کړو.او د اتمانزو سرفراز خان د باوردۍ خدايي خدمتګارو سالار اعظم مقرر شو .د هغوی د منډاۍ د ډېوډۍ دپاسه يوه بالاخانه وه هغه د خدایی خدمتګارانو دفتر شو دا مرکزي دفتر و. د سرفراز ځان نه پس رب نواز ځان سالار شو. او د هغه نه پس بيا امین جان ځان سالار اعظم شو. دغه شان د ضاع پېښور سالار اینزرګل.د مردان سالار منير خان . د کوهاټ سالار اسلم خټک.د بنو سالاریعقوب ځان. د ډېرو سالار مولا داد او د هزارې سالار داود خان او یو سالار کنور بهان نارنګ مقرر شول. په دغه ورځو کې قلي ځان چې د مومندو پولټيکل و. زمونږ مومندان وروڼه يې را اوغښتل او ورته يې وويل چې په تارېخ کې لیکلي دي چې د دې ملک خلک به بوټان ته ځي او دا ملک به ترې پاتې کېږي. که تاسو د دوی ملګرتيا اونکړئ ٧۵ ۰ - تت تت زما ژوند او جد و جهد او دوۍ سره په تحريک «خدايي خدمتګارۍ» کې شامل نشئ نو دا مزکې به سرکار تاسو له درکړي. زمونږ يو مومند خدايي خدمتګار و .چې د ویتکۍ و٠‏ ویتکۍ د تخت بايي سره يوه وړوکې بانډه ده هغه راغی او ما ته يې دا کيسه اوکړه. په دغه وخت کې زمونږ سره ډېر ښه مومند ان په دې تحريک کې شریک وو . هغه چې ما ته داخبره وکړه نو ما ورته وويل چې ته د دې علاقې بارس وه مومندان راوغواړه او ما ته هم خبر وکړه چې زه هم درشم او دوی سره د ورورولۍ او عزیزولۍ يو څو خبرې وکړم او دا څه چې ورته قلي ځان ويلي دي د دې په حقيقت يې پوه کړم .نو هغه ځپل عزيزان مومندان راوغوښتل او زه يې هم خبر کړم»زه ورغلم ما دې ځپلو وروڼو مومندانو ته وويل چې د پښتنو د رورولۍ ويش شوېدی او هر چا له خپله خپله حصه ورکړی شوېده.اوس چې تاسو ته دا قلي ځان څه خبرې کوي دا مونږ کې صرف د نفاق او جګړې پيدا کولو دپاره کوي او زمونږ رورولي ګډه وډه کوي. زه تاسو ته دا خبره کوم» چې زمونږ لکه. چې ما ورته وويل د ورورولۍ وېش شوی دی. زمونږ دا ملک او ځمکې نه پیرنګيان تاسو ته درکوي او نه يې درکولی شي. دا که درکوو نو مونږ به يې درکوو .راځ مونږ سره د ملک د ازادۍ دپاره ملا اوتړئ او چې مون دا ملک ازاد کړو نو تاسو سره زه وعده کوم» چې هرې کورنۍ له به شل شل جریبه ځمکه ورکوم. زمونږ د پښتنو ډېرې مزکې دي. د هر چا په کې برخه رسېدی شي. خو دا نه. چې ته به وايي. چې زه دا يا ددې سړي مزکه اخلم.ځکه چې زمونږ ځو قومي وېش شویدی.په دې زمونږ کور کې نفاق او 00 0-۷ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد جګړه پيدا کېږي. زه افسوس کوم چې دې وروڼو ما سره اتفاق ونکړو :کله چې د قيوم حکومت رای نو هغه بيا دا کيسه را وسپړده او چې بهټو راغی نو هغه دا کيسه لا ګرمه کړه او په دې صورت يې زمونږ ډېره تباهي او بربادي اوکړه او مونږ ته یې ډېر سیاسي او اقتصادي نقصان را ورسولو» د خدايي خدمتګارۍ اثشر په وړو زړوءښځُو.نرو او ماشومانو داسې شوی وو چې زه به ورته ډېر حېرانېدم چې دا قوم څومره ښه قوم دی. او څنګه په يو مخ را بيدار شويدي د ماشومانو دا حال وو چې زه به يو کلي ته لاړم. نو دوی به ټول ما ته راجمع شول او په قطار کې به ودرېدل او زما نه به یې داخواهش کولو چې زه هر يو چپ ښکل کړم. زما هم ور سره ډېر محبت و زما به هم دا خواهش و. چې هر يو چپ کړم. زه خو د ونې ډېر دنګ ووم او دوی ماشومان وو .نو د چپ کېدو په وخت کې به زه هر يو ته راټېټېدم نو ماته به ډېر تکلیف و. او ډېر به ستړی کېدم» خو بيا به هم ما ټول چپ کړل او هغوی به په دې ډېر خوشحاله شولء. دې ماشومانو په کلو | و بانډو کې خپل تنظيم جوړ کړی و.جلسې او جلوسونه به يې کول يو کلی او بل کلی ته به تلل او زموتږ جلسو او جلوسونو کې به شریکېدل.دغه شان جینکو هم سرې جامې جوړې کړې وې. نظمونه يې ياد کړی وو.هغه به يې نورو ښځو ته اورولء د پښتون رساله «مجله يې په شوق لوستله. چې«پښتون مجله به راغله نو جینکۍ به راجمع شوې» يوې جينۍ به لوستله او نورو به اورېدله. په دې ډول د اخبار لوستلو شوق هم خدايي خدمتګارو پيدا کړو. ٧ زما ژوند او جد و جهد د حکومت پولیس به هر وخت مونږ پسې و. او د ساعت ساعت خبر به يې حکومت ته ورکول و حکومت ته چې معلومه شوه چې خدايي خدمتګاري په پښتنو کې په ډېر زور او شور سره ځوريږي او په خلکو کې جوش او خروش زياتيږي او دا تحریک پښتنو کې ډېر کامياب او هر دلعزیز شو نو مېږي پرې لګيا شو چې دا په پښتنو څه چل وشو او زه هم د خدای پاک دې قدرت ته حيران وم چې پښتنو کې دا دومره مینه محبت. ورورولي. عزيزداري او ژوندون زمونږ په لږ کړاو څنګه را پيدا شو حکومت په دې فکر کې شو چې په څه چل به دا تحريک ختم کړي.زمونږ ډپټي کمشنر له چې زمونږ د علاقې څو خانان به ملاقات له لاړل نو هغه به ورسره هم دا کيسې کولې چې دا عبدالغفار خان بيا څه تماشه جوړه کړې ده ولې په قلار نه کېني او کلي په کلي ګرځي اخر مطلب يې څه دی؟ هغوی به راغلل او دا ټوله کيسه به يې ماته بيان کړه ما به ورته وې چې تاسو ډپټي کمشنر ته ووايئ چې زما مطلب صرف د پښتنو کور جوړول دي چې دا پرېجنبې .دشمنۍ تربګنۍ پرېږدي او د تخريب په ځای تعمیر ته يې فکر شي.بله ورځې د سودم د باريکاب ځان خوشحال خان زما ليدو له راغی او ماته يې ووې چې لاټ صاحب وايي چې دا ده څه کيسه شروع کړې ده.ماورته ووې چې زما مطلب د حکومت مخالفت نه دی زه ځو د پښتنو اصلاح کول غواړم چې د دوی دابد رسمونه.رواجونه.پرېجنبې لرې شي او که چرې هندوان او سکهان لګيا دي پخپل قوم کې مينه او محبت او ورورولي پيدا کوي»نو په دې کې څه ګناه ده؟. چې پښتون هم خپله ۳٨۸ زعاژونه دوه . اصلاح وکړي دا ستاسو رعیت نه دی څه؟ نو خوشحال ځان راته ووې چې هغوی وايي چې يو ځل په پښتون کې اتفاق راغی او د ده اصلاح وشوه نو د دې څه ضمانت دی چې هغه دې زمونږ بر خلاف استعمال نه شي؟نو ما ورته ووې چې ته لاټ صاحب ته ووايه چې د قومونو ضمانت په يو بل اعتماد او اعتبار دی دوی دې په مونږ اعتبار وکړي. بيا حکومت ما پسۍ ځواب راولېږلو او راته يې ووې چې دا ته څه کوې؟ ما ورته ووې چې زه ځو هغه کوم چې د يو ښه حکومت کار دی. دا خو ستاسوکار دی زه يې درله کوم او په تفصیل سره مې ټولې خبرې ورته بيان کړې. لیکن د هغوی تسلي په دې خبرو چرته کېدله خو د دې خبرو نه زه په دې نتيجه ورسېدم چې د حکومت نیت دې تحریک ته ښه نه دی. مرغز کې جلسه او یوه قامي پرېکړه: مونږ ځو چې به یوځل دوره شروع کړه. نو په ټولو ضلعو کې به مو يو شان دوره کوله او چې د صوبې د يو سرنه به مو دوره شروع کړه نو د بل سره پورې به مو کوله.لیکن چې په کومو علاقو کې به ښه د کار خلک پيدا شو نو هغه علاقه کې به تحریک ترقي وکړه نو زمونږ تحریک په یوسفزو کې ډېره ترقي کړې وه او په یوسفزو کې خصوصاً په صوابۍ تحصیل کې داسې يو کلی نه و چې په هغه کې به زمونږ جزګه نه وه يا به خدايي خدمتګار نه وو. په یوسفزو کې زمونږ سالار منير خان د مانیرۍ او جرنيل د مرغز ځليل الرحمان و او بيا د مرغز ھ د :02:2 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد کلي خدايي خدمتګار ډېر د کار خلک وو او دوی به لګيا وو پخپله علاقه کې به يې کار کولو زمونږ په خدايي خدمتګارو کې دا يو لوی صفت و.چې څوک به خدايي خدمتګار شو او يا به جرګه کې ممبر شو نو هغوی به د شپې او د ورځې پخپله علاقه کې کار کولو کور به نه کېناستل» په مارچ ‎۱٣۳۰‏ ع کې دوی په ما پسۍ راغلل چې مونږ خپله علاقه کې ډېر کار کړی دی او ډېر خلک مونږ سره ملګري شوي دي. نو مونږ غواړو چې دا خلک ټول راجمع کړو او په مرغز کې جلسه وکړو او دا د خدايي خدمتګارۍ اوله چلسه وه او ميا احمدشاه صاحب او زمونږ د کلي عبدالغفور چې په خوش اوازۍ به يې نظم وې او د ماسټر عبدالکریم صاحب مشر ورور و. دوی سره د باوردۍ يو څو خدايي خدمتګارو لاړو او د مرغز په جلسه کې شریک شو د ټولې علاقې خلک راجمع شوي وو ميا صاحب په کې تقرير وکړو او نورو خلکو هم تقریرونه او ښکلي ښکلي نظمونه وويل. ما چې وکتل نو حيران شوم چې زمونږ دپښتنو په شاعرانو کې د قومي جذبې دا تحریک څنګه را پيدا شو؟ ځکه چې د دوی په نظمونو به قوم کې ډېر جوش او طاقت پيدا کېدلو او دا دومره لویه تبدیلي په کې څنګه راغله؟ محمد عمر خان د مانیرۍ په کې د موجوده او د پخوانۍ زمانې حاکمانو بادشاهانو فرق خلکو ته په ډېره ښه طريقه بيان کړو چې پخواني حاکمان او بادشاهان چې به په دوره راغلل نو هغوی به خلکوله ډوډۍ ګانې.انعامونه.اکرامونه وركول او د ٧٠۰ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد موجوده زمانې حاکمان چې په دورو راشي نو هغه انعام اکرام خو پرېږده هر څه د مظلوم رعيت نه خوري»نو دا تقرير ځلکو ډېر خوښ کړو زه د دغه جلسې صدر وم اخري تقرير زما و. زه پاڅېدم او تقرير مو شروع کړو ما خلکو ته ووې چې زه تقرير نه کوم تاسو ته یوتجویز پیش کوم تقریرونه ځو ډېر وشو خو دا خبره زما ياده ولرئ چې په دنيا کې کوم قومونه چې خبرې لړې کكوي او عمل ډېر. نو هغه قامونه همې شه خپل منزل ته رسېدلي دي.زه تقرير نه کوم زما په تجویز غور وکړئ. په دې پښتنو باندې ددې رسم و رواج ډېر بوجونه دي او زمونږ د تحريک يو دا غرض هم دی چې په دوی باندې دا بوجونه کم شي» خو زه يرېږم چې هسې نه دا جلسې په پښتنو باندې يو بل بوج شي نو زه دا تجویز ستاسو په خدمت کې پېش کوم چې په کوم کلي کې زمونږ جلسه وي په هغې کې به خلک نه چای څکي او نه ډوډۍ ځوري او نه به څوک پاتې کېږي او نه به څوک شپه کوي. خلک به خپل وکلو ته ځي او که څوک خپل وکلو ته رسېدی نه شي نو په یوکلي به هم ډېر کسان نه ورځي او که هغه کلي کې چې د دوی شپه شي نو په يو خدايي خدمتګار به هم نه دېره کېږي او چې په هغه کلي کې څومره خدايي خدمتګار وي هغوی به ورله خپله خپله ډوډۍ راوړي دوی به يې په شریکه خوري او څوک به زيات تکلیف نه کوي. اوکه د چایو وخت وي نوچې د دوو پیالونه زیاته چای ونه څکي دا تجویز په اتفاق سره پاس شو او جلسه ځتمه شوه. د مرغز خت اه زما ژوند او جد و جهد مشران ماله راغله.هغوی ما ته د ډوډۍ ذ کر وکرو ما ورته ووې چې دا تکليف دی. د مرغز ډېر ښه خلک دي که خانان دي که غریبانان دي که کسبګر دي هغوی کې ډېر اتفاق او جذبه ده. هغوی راته ووې چې مونږ ته ځو هېڅ تکليف نشته. مونږ د ټول کلي خلکو د جلسې د خلکو دپاره چا غوړي. چا چرګ او چا اوړه راوړي دي. ما ورته ووې چې ستاسو خو اتقاق دی او تکليف درته نشته ځو يو کلی دی چې هلته ستاسو په شان اتفاق نشته که مونږ هلته جلسه وکړو بيا به هغوی ته څومره تکليف وي؟ او تاسو که اوس دا ډوډۍ وکړه دا به رسم شي. پښتانه خو داسې قوم دی که يو کلی څه وکړي نو بل کلی د هغوی د سیالۍ نه ضرور کوي. دوی زما هغه خبره ومنله. مازيګری چې جلسه ختمه شوه په مرغز کې زمونږ ماماګان وو. زمونږ نيا ددې کلي وه.هغوی راته ووې چې مونږ ځو تاله ډوډۍ پخه کړې ده اومونږ سره به شپه کوې ما ورته ووې چې تاسو په جلسه کې نه وئ څه؟ په جلسه کې خو دا تجویز پاس شو چې د جلسې په کلي کې به مېلمانه نه شپه کوي او نه به ډوډۍ ځوري او دا ځو ډېر بد کار دی چې سړی وايي يو څه او کوي بل څه. هغوی مې په ډېرو څوارو رضا کړل او زه بام خېلو ته لاړم او دغلته مې باچا صاحب سره شپه وکړه چې هغه زما نه وعده اخيستې وه چې دې علاقې له راشې نو شپه به ماسره کوې. ٢٢ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد اتمانزو کې لویه جلسه او مشاعره: مونږ خو چې تر اوسه پورې کومې جلسې کولې نو د ضلعې او تحصیل په سطح وې نو ما اراده وکړه چې اوس به مونږ د ټولې صوبې په سطح باندې يوه لويه جلسه وکړو ځکه ما چې کتل د خدايي خدمتګارو دې تحریک په پښتنو کې يوه نوې جذبه پيدا کړې وه. نو د دې دپاره ما دا مناسب وګڼل چې اول بايد د جلسې انتظام وکړو. د سرحد ټولو پښتنو له مو د شرکت دعوت ورکړو او دا جلسه مو په شلم او یوويشتم اپريل ‎٠۰‏ په اتمانزو کې مقرره كړه او د يوې مشاعرې بندوبست مو هم وکړو او د دې مشاعرې طرح د اوه: «جنګ د ازادۍ له همېشه ځلمي وتلي دي». چې د جلسې اعلان وشو نو زمونږ د جلسې د اعلان سره حکومت ډېر په فکر او تشویش کې پرېوتو او د اتمانزو په ځانانو پسې حکمونه جاري شول. حکومت غوښتل چې دا جلسه په څه چل بنده شي چې مونږ په دې بدنام نه شو او د کلي خانان اوخلک د دې څه مخالفت وکړي او مونږ له بهانه په لاس راشي. لیکن حکومت په دې مکر او فرېب کې کامياب نه شو ځکه چې زمونږ د کلي خانان خو په خدايي خدمتګارۍ کې شریک شوي وو. صرف برني محمد عمر خان زمونږ په خدايي خدمتګارۍ کې شریک نه و.نوره کورنۍ يې ټول خدايي خدمتګار وو. حکومت په بعضې سیندونو پلونه هم خلکو ته برق زما ژوند او جد و جهد وران کړل ځو په دې کې کامياب نه شو او په زرګونو نر او ښځې په جلسه کې شریک شول .جلسه ډېره کامیابه وشوه او بيا خاص د خدايي خدمتګارو پرېډ. جلوس او سلامۍ په خلکو ډېر اثر وکړو .د پیرنګي خو د مخکې نه اراده نه وه چې مونږ دې کار ته پرېږدي ځو د خدای فضل و چې درې درې نیمې میاشتې مونږ کار وکړو .مونږ چې د کانګرس د جلسې نه راغلو نو په جنورۍ ‎٢٣٤٣٩٤‏ کې موکار شروع کړو او په اپرېل کې پیرنګيانو ګرفتار کړم دومره وشوه چې زمون اواز د پښتنو غوږو ته ورسېدو په ‎٢٢‏ اپرېل ایله د جلسې مېلمانه رخصت شول د بر تهکال ارباب جمعه ځان چې څه وخت رخصتېدو نو چونکه دی زما ډېر مهربان و. ما ورته ووې چې ستا ځو ډېر زامن دي د خدای فضل دی نو دا يو ارباب عبدالغفور په کې ما له د خدايي خدمتګارۍ دپاره راکړه نو ده وې چې ما په نامه د خدای دربخ بخښلی دی او دې جلسې له د پېښور نه علي ګل خانء لعل باچا او د کانګرس نور ډېر کارکنان راغلي وو چې دوی د جلسې نه رخصتېدل نو ما ته یې وويل چې مونږ سبا له سول نافرماني کوو او په پيو کې به مالګه جوړوو ته هم دغلته زمونږ تماشې له راشه ګوره مونږ خو خدايي خدمتګار نه يو تاسو سره په دې جلسه کې شریک شوي یو که ته کانګرس کې نه يې نو تماشې له خو راشه!. بد بد و مو 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد کجرات جېل او کانگرس سره تړون زماکرفتاري ‎١١٢٠٩‏ کجرات جېل» د قصه خانۍ واقعه» د پېرنگي جبر او تشدد او پښتانه «اتمانزو» پړانگ؛ گوجرگړهۍ» ټکر» شیرگړ لوندخوړ مينۍ» رستم» کوهاټ» بنو» ازاد قبابل» حبیب نور» د اپرېدو حمله» د ایپي فقیر صاحب»» کانگرس او مونږ» د پټیل کمېټۍ رپورټ» د کجرات جېل ملکري. زما ژوند او جد و جهد کرفتاري سنه ‎١ ۹٣٩۰‏ حِ زه په ‎٧٢١‏ پرېل د دوی د دعوت په سلسله کې په لارۍ کې پېښور ته روان شوم او چې د ناقې تاڼې ته ورسېدم نو پولیس والا ولاړ وو لارۍ يې ودروله او ماته يې ووې چې مونږ ته ستا د ګرفتارۍ حکم دی. ما ورته ووې چې زما هېڅ عذر نشته خو ماته زما د ګرفتارۍ وارنټ وښيئ. دوی سره وارنټ نه و. خو لارۍ والااته يې ووې چې لارۍ مه روانوه ودرېږړه؛ لارۍ والا غريب لارۍ ودرولې وه چې په دې کې د چارسدې نه پولیس والا په‌لارۍ کې راغلل او ماته يې دګرفتارۍ وارنټ وښودلو او زه يې ګرفتار کړم او واپس يې چارسدې له راوستم او د چارسدې د حوالات قبلې ته د زنانه و په حوالات کې يې ځانله بند کړم» زمونږ د دې جلسې خرڅ ما کړی و. او انتظام ټول زمونږ حاجي صاحب شهنواز خان کړی و. ډېر ښه انتظام يې کړی و. جلسه کې به يې د خاموش اواز کولو صرف په دې اواز سره دا غريب هم مونږ سره ګرفتار شو. چې زه يې د زنانه و حوالات ته د ننه کړم نو ميا احمدشاه په کې ناست و بيا يې حاجي شهنواز ځان او سرفراز ځان او عبدالاکبر ځخان هم راوستل او حوالات ته يې را دننه کړل. زمونږ د ګرفتارۍ خبر په لږ ساعت کې په ټوله علاقه کې خور شو او په زرګونو خلک هلته راجمع شول او راجمع کېدل چې د خدای فسضل و. ډاکټرخانصاحب چې زما مشر ورورو را ورسېد. دا ټول ځخلک خو خدايي خدمتګار نه وو. د دې خلکو اراده وه چې قلي ځان چې دغه وخت د چارسدې اسټنټ کمشنر و ووژني. خو چې ډاکټر خانصاحب د دې نه خبر شو نو خلکو ته يې ووې چې ای روس "نز لن زما ژوند او جد و جهد وروڼو زمونږٍ دا تحریک خو د عدم تشدد تحريک دی مونږٍ ځو خدای سره وعده کړې ده.چې تشدد به نه کوو او ډېر کوشش يې وکړو چې دا کار ونه شي او خلکو له يې ترغيب ورکړو چې خلک خپلو خپلو کلو ته لاړ شي خو خلک ناست وو او که چيرې ډاکټر صاحب نه وى نو لويه خونريزي به شوې وه چې حکومت پوه شو چې دا خلک نه ځورېږي.نو دلته هم کافي پولیس وو ځو د مردان نه يې د فوج رساله راوغوښته او زمونږ د حوالات خولې له يې راوستل او لارۍ يې مونږ ته د حوالات په خوله کې ودروله.ډېر پولیس او رساله ترې چاپېره وو مونږ يې دې لارۍ کې کېنولو او د لارۍ نه څه رساله وړاندې او څه وروستو مردان ته روان شو. په زرګونوځلک مونږ ته ولاړ وو اومونږ په اشارت پوهول چې تشده به نه کوئ.چې څه وخت سر ډېرو ته ورسېدو د شيخو د تپې زرګونه خدايي خدمتګار د فتح محمد جرنيل په حکم په سړک ولاړ وو .سړک يې بند کړی و .ما د لارۍ نه دوی ته ووې چې تشدد مه کوئ او چې په مونږ ځپه يئ نو وګرځئ او خدايي خدمتګارۍ له ترقي ورکړئ هغوی لاره پرېښوده او مونږ مردان ته ورسېدو شپه مو د مردان په جېل ځانه کې وکړه وختي سحر يې د مردان نه روان کړو د مردان خلک چې زمونږ د نيوو نه خبر شوي وو نو چې مونږ د جېلخانې نه را ووتو بهر په سړکونو ډېر خلک ولا ړوو .بيا يې مونږ د رسالپور چاوڼۍ ته بوتلو او حوالات کې يې بند کړو.د نوښار هندوان او مسلمانان چې څوک خبرېدل هغه ټول زمون د ليدودپاره رسالپور ته راغلل او سرکار پڅپله زمونٍ د ګرفتارۍ ز0وودودودننننننااننت ۳۷۷ نن زما ژوند او جد و جهد : ‎٢"‏ ‏پراپېګنډه په لويه پيمانه وکړه. لږ ساعت پس قلي ځان زمونږ د چارسدې اسسټنټ کمشنر. سره د خپلې عملې دلته راورسېد. زمونږ مقدمه ورته پېش شوه. مقدمه د څه وه؟ ځو مقدمه هم د سرکار وه او فېصله هم سرکار کوله ما ته معلومه وه چې مونږ قيدوي.ما ته و يې د ضمانت ونه وې ځو زما ملګرو ته يې ډېر ووې چې باچا خان پرېږدئ او تاسو ضمانتونه ورکړئ او خپل کور ته ځئ هغوی ورته ويل چې اخر ضمانت د څه ورکړو مونږ څه جرم کړی دی؟.مونږ ټولو د ضمانت نه انکار وکړو. نوټول يې په دفعه چاليس؛څلوېښتمه ماد کې درې درې کاله سخت قيد کړو. مازیګر يې مونږ د دې ځای نه روان کړو چونکه خلک زمونږ نه خبر شوي وو. د نو ښار په ټیشن ډېر خلک جمع شوي وو. نو حکومت مون د رېل د سورلۍ دپاره د نوښار نه د جانګيري ټيشن له بوتلو رېل زمونږ په انتظار کې ولاړ و. مونږ یې په کې کېنولو او رېل روان شو. کجرات جېل: سحر وختي ګجرات ته ورسېدو مونږ يې د رېل نه کوز کړو او د ګجرات جېلخانې له يې بوتلو او وردننه يې کړو. سحر وختي وه. چې د جېلخانې دفتر ته ورسېدو داروغه صاحب لا ویښ شوی نه و په دې وجه مونږ ډېر ساعت دفتر کې د هغه په انتظار کې ناست وو. چې هغه راغی نو زمونږ چارج يې د پولیس نه واخستو. زمونږ نومونه يې په کتاب کې وليکل. مونږ چې څه وخت جېلخانې ته ورننوتو نو ښه رڼا وه تور«لس ۸٨ زما ژوند او جد و جهد ختلی و. زمونږ نه مخکې يو څو سیاسي قيدیان وروڼه راغلي وو. مونږ نه چې خبر شو نو د جېلخانې دروازې سره زمونږ په انتظار کې ولاړ وو. مونږ ته را ترغاړه وتل بارک له يې بوتلو او زمونږ دپاره يې د چايو انتظام وکړو. دا جېلخانه د سرحد. پنجاب او ډهلي د هغو سیاسي قيدیانو د پاره وه چې څوک به را ی»(۵) او«بي»(8) کلاس کې وو. هره ورځ به لس اته سیاسي قیيدیان راتلل ټوله ورځ زمونږ په دې مشغولا تېره شوه.بله ورځ علي ګل خان .لعل باچا .لاله پېړاخان سره د شپږو. اتو رضاکارانو هم د پېښور نه دلته دې جېل ته را بدل شولء زمونږ تعداد ورځ په ورځ زیاتېدو څه وخت چې زمونږ تعداد زيات شو نو زمونږ سیاسي وروڼو دا تجویز پیش کړو چې اوس زمونږ دپاره يوه کمېټي جوړول په کار دي چې زمونږ د حقوقو حفاظت کوي او د ټولو په اتفاق يوه کمېټي جوړه شوه ورپسې د صدارت سوال راغی چې صدر به څوک وي؟ ټولو په اتفاق ووې چې ته زمونږ صدرارت قبول کړه. خو دا څیزونه زما د ابتدا نه خوښ نه دي او ما به د عهدو نه اکثر پرهېز کولو نو په دې موقع هم ما د خپل طرف نه معذوري ظاهره کړه او بل څوک يې مقرر کړو.سکرټري هم منتخب شو هره يوه خبره به زمونږ له طرفه ده وړاندې کوله زمونږ کار په دې باندې ښه شو .وه ورځ زمونږ جيلخانې ته د پنجاب د جېلخانو جرنيل او زمونږ سپرنټنډنټ راغلل.د ټولو نه په سر کې زما چکۍ وه نو د ټولو نه اول يې زما نه شروع وکړه زه د تنه په کډۍ ناست وم دوی راغلل زما د چکۍ ورکې ودرېدل ١٩٩ زما ژوند او جد و جهد .1 دوی د ننه رانغلل او زه ورله جنګلې ته ورنه رغلم دا طريقه وه چې اخلاقي قيدیان به جنګلي له ورتلل زه خو سیاسي قيدي وم» زما چکۍ په سر کې وه او د مولانا ظفر علي ځان اخر کې وه چې د هغه چکۍ ته ورسېدل نو هغه ورته ووې چې زه د سیاسي قيدیانو متعلق تا سره خبرې کول غواړم. لیکن هغه په ترشۍ سره دا جواب ورکړو چې د پنجاب په جېلخانو کې شل زره قيدیان دي. زه د هغوی په غم کې يم ما سره د یو څو کسانو سیاسي قيدیانو د پاره وخت نشته چې تا سره پرې خبرې وکړم. دا خبره چې سیاسي قيدیانو ته ورسېده. نو چې څه وخت دی د هغوی ليدو له ورغی نو څوک ناست وو. څوک اوده شو چا ورته پښې و غزولې چې ده دا حالت وليدو نو معاینه يې پرېښوده او د فتر ته لاړو او په ډېر قهراو غصه د دفترنه . رخصت شو. د قصه خانۍ واقعه: دلته ما ته د پېښور ملګرو وويل چې په ‎٣٢‏ اپربل دو چې ته يې نیولې.نو په دغه شپه يې د پېښور ښار کې مونږ ټول هم ګرفتا رکړو الله بخش برقي صاحب چې د کانګرس کمېټي سکرټري و .په دغه شپه دی په دفتر کې و پولیس ده پيسې کورته تللي وو .دی کور نه و »نو د شپې د ګرفتارۍ نه پاتې شو سحر پولیس دی هم دفتر کې ونیولو چې دی څه وخت ګرفتار شو او خلک خبر شو.نو ډېر خلک را غونډ شول.دی يې د پولیس موټر کې کېنول غوښتل خوخلکو نه پرېښودو.نو پولیس پياده کابلۍ تاڼې ته روان کړو او د خلکو جلوس ۸۰ زما ژوند او جد و جهد 1 ورپسې شو چې تاڼې ته څو رسېدل نو ډېر مخلوق راجمع شوی وو. چې دی يې تاڼې ته د ننه کړو. نو دروازه يې بنده کړه او خلکو ته يې وويل چې خواره شئ.خو لک نه خورېدل کشمکش زيات شو. نو فوج يې راوغوښتو دا فوج هندوستانی و. او ګړواليان وو هغوی ته يې حکم ورکړو چې په دې خلکوګولۍ وچلوئ.ځو هغوی انکار وکړو ځکه چې هغوی وويل چې دا خو د تش لاس خلک دي نه جنګ کوي نه فساد نو مونږ پرې ګولۍ ولې وچلوو؟ هغه يې لرې کړل اوګوره فوج يې راوغوښتو هغوی د راتلو سره په خلکو ګولۍ وچلولې او ډېر خلک مړه او زخمیان شول. بله ورځ مونږ ټول د سرحد سیاسي قيدیان یوځای ناست وو چې خبر راغی چې د بنو نه د سیاسي قيدیانو چالان را روان دی. مونږ وې چې څوک به وې ځو خبر شو چې دفتر ته راورسېدل. مونږ په منډه ورغلو يو سردار رام سنګه-و او بل حکیم عبدالرحیم صاحب او دريم سیوک رام و .او څه وخت چې يې هغوی جېلخانې ته را دننه کړل نو مونږ ورترغاړه وتو .د ملک ټول حال يې راته ووې او ويې ويل چې باوجود د ډېر سخت ظلم او جبر کار په ښه شان سره روان دی.د دې په اورېدو زه ډېر خوشحاله شوم ځکه چې ما سره د ځپل ځان هېڅ فکرنه وما سره به د پښتنو د تحریک فکرو. چې دا حکومت دباو کړی نه وي.مونږ له به هم د ملک نه خطونه راتلل چې تحریک ښه په زور کې دی او د خدايي خدمتګارو تعداد د سوونو نه اسا ‎٢ ۳ ٨‏ تت تت زما ژوند او جد و جهد ‏زرګونو ته ورسېدلو او څومره چې حکومت د دې تحريک د دباو کولو کوششونه کوي هغومره دا تحریک خورېږي. ‏د لاهور د محمود علي قصوري صاحب پلار مولانا عبدالقادر صاحب هم د ګجرات چېل ته راغی.دده ځای نه وو؛ نو ما خپل ملګری سرفراز ځان خپلې چکۍ ته راوستو او د هغه چکۍ مې مولانا قصوري صاحب ته ورکړه. دغه شان د جمعية العلماء هند مولانا کفایت ال ‌صاحب او ناظم مولانا احمد سعید صاحب هم دې جېلخانه کې وو .دوی به زه کله کله مېلمه کولم ناظم صاحب به ډېره خوندناکه پيتي او حلوا پخوله. ‏مونږ په دې جېلخانه کې دوه قسمه قيدیان وو. يو «ای»(۵) کلاس او بل «بي»(8) کلاس زمونږ د خوراک وغيره ټول حقوق يو شان وو خو يو دا فرق و. چې د اې کلاس قيدیانو ته د بهر څملاستو اجازت واو وربه يې ورته نه بندولو او بي کلاس به د تنه څملاستل او وربه يې ورپسې بندولو او بل فرق دا و .چې اې کلاس به د ځان د پاره د بهر نه د خوراک. څښاک څيز را غوښتی شو او بي کلاس نه شو راغوښتی.دلته صرف زه او اغا لعل باچا. ميا احمدشاه او عبدالاکبر خان په اې کلاس کې وو.باقي نور ټول بې کلاس کې وو. څو ورځې پس يې اغا لعل باچا او عبدالاکبر ځان د اى کلاس نه بي کلاس ته کړل. مونږ به بهر څملاستو او زمونږ دا نور ملګري به د ننه څُملاستل ډېره ګرمي وه.علي ګل خان ناجوړه واو د ګرمۍ نه به پرې چپې راتلې ما ته دا خبره ډېره بده ښکارېده چې مونږ دې بهر يو. او حاجي شهنواز ځان. ‏سا 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد سرفراز ځان.عبدالاکبر خان.رام سنګه حکیم عبد الرحيم او علي ګل خان دې دننه څملي مون دا خبره خپلې کمېټۍ ته پېش کړه سپرنټنډنټ سره يې هم پرې خبرې وکړې حکومت ته مو هم ډېر درخواستونه لېږړلي وو.ليکن چا پرې غوږ نه اېښوده. جرنيل د جېلخانو هم راغلی واو هغه زمونږٍ نه ځپه تلی و .هغه هم زمونږ دپاره څه نه کول او حکومت هم د څه کولو دپاره تيار نه و اخر چې مونږ مایوسه شو او په دې خبره پوه شو چې په منت او درخواستونو څه کېدی نه شي؛نو مونږ اراده وکړه چې قدم اخيستل په کار دي.زمونږ سپرنټنډنټ راجاصا و او په رښتیا راجا و او ډېر شریف سړی و مونږ ته يې ووې چې تاسو بيا دا خپل شکایتونه وليکئ او ماله یې راکړئ چې زه يې جرنيل صاحب له ولېږم. مونږ د هغه د خبرې سره اتفاق وکړو ټولې خبرې مو بيا ولیکلې او هغه له مو ورکړې هغه هم پرې ډېر ښه رپورټ ولیکه.لیکن ډېرې ورځې تيرې شوې څه ځواب رانغی چې په انتظار ستړي شو نو بيا مونږ فېصله وکړه چې اوس قدم اخيستل په کار دي.لیکن زمونږ د پنجاب وروڼه څوک چې په «ای»(۵) کلاس کې وو هغوی به د دې مخالفت کولو اوويل به يې چې جېلخانه کې ايجي ټیشن په کار نه دی.د هغوی دا خبره خو درسته وه ولې چې هغوی ته د ايجي ټيشن ضرورت نه و هغوی خو په ارام وو. تکليف که و.«بي»(8) کلاس ته و ګرمي چې به ورو ورو زیاتېده نو د علي ګل ځان طبیعت به هم ورو ورو خرابېدو او خولې به پرې هم راتلې اخر دا فېصله مو وکړه چې مونږ پرې قدم اځلو او که څوک په خوشحالۍ سره زمونږ په دې ايجي تت تت ‎٨۳۸۳١‏ ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژوند او جد و جهد ‏ټيشن کې شريکېږي.نو هم ښه ده او که نه کېږي. نو هم کور يې اباد.مونږ له د خپلو بي کلاس وروڼو دپاره ایجي ټيشن شروع کول په کار دي.مونږ ايجي ټیشن شروع کرو او فېصله مووکړه چې بېګا له به نه بندېږو او که جېل والاو مونږ په زور بندوي نو يو بل له به لاسونه ورکوو. هر کله چې ماښام شو | و ډوډۍ مووخوړه او د بندېدو وخت شو نو مونږ ټول ګینترۍ ته راغونډ شو او په چمن کې غونډ کېناستو اولاسونه مو يو بل له ورکړل او جېل والاو ته مو ووې چې مونږ په رضا نه بندېږو که په زور مو بندوئ نو ستاسو اختيار دی. اکثر «ای»(۵) کلاس والا مونږه سره په دې ايجي ټيشن کې شریک نه شول نور ځو پرېږده چې زمونږ د خدايي خدمتګارو صدر صاحب او سکرټري صاحب عبدالاکبر خان اوميا احمدشاه هم رانه لرې لرې ګرځېدل اوماته يې ووې چې تا خو به مونږ ته وې چې جېلخانه کې ايجي ټيشن ونه کړئ او اوس دې پخپله شروع وکړه. ما ورته وې چې زه ددې برداشت نه شم کولی چې زه دې په ارام يم او زما د کار نور ملګري دې په تکليف کې وي په دې وجه مجبوره يم چې ايجي ټیشن وکړم. جېل والاو فورأً سپرنټنډنټ صاحب له اطلاع ورکړه هغه راغی او په دفتر کې کېناستو خبرې شروع شوې. هغه ووې چې دې کې زما څه قصور دی؟. زه خو ستاسو دپاره هر څه ته تيار يم نو تاسو زما برخلاف ولې دا ايجي ټیشن کو ئ ما ورته ووې چې مون دا قدمستا برخلاف اخيستی نه دی.د حکومت برخلاف مو اخيستی او ته په دې ځپه کېره مه اخر فېصله په دې وشوه. چې تاسو نن بند شئ او سبا له به زه د تار په ذریعه خبر را ‎٨۸۴ ‏تت‎ پا د۵ هل زما ژوند او جد و جهد وغواړم. مونږ ورته ووې چې ته زمونږ نه مه څپه کېږه مونږ دا فېصله کړې ده چې پخپله خوښه نه بندېږو. لیکن دا ده. چې بندېدو کې به څه جګړه او کشمکش نه کوو د جېلخانې سپاهیان دې مونږ وچتوي او بارک ته دې مونږ رسوي هغه هم په دې راضي شو چې سپاهیان د بې کلاس قيدیان په ډنګه ډولۍ بارک کې قيد کړل سبا له وختي خبر راغی چې په زنانه احاطه کې دوی بند کړئ او د بهر ور ورپسې پورې کوئ او دننه د دوی ځوښه ده چې که بهر څملي او که دتنه.لنډه دا چې د بي کلاس دپاره هم مونږ هغه ټول حقوق حاصل کړل کوم چې د ای کلاس دپاره مقرر وو. د پېرنگي جبر او د پښتنو عزم: دا خو د جېلخانې واقعات وو اوس د بهر د حال نه موخبروم چې مونږ يې ونیولو فوجونه او رسالې اتمانزو له راغلې اول د خدايي خدمتګارو په دفتر ورغلل ګوره ګانو په دفتر اور ولګولو او په دفتر کې چې څومره خدايي خدمتګار وو هغه ټول يې ښکته يو يو په پوخ سړک را وغورځول. زما زوی ولي چې هغه وخت د دیارلسو څوارلسو کالو هلک و. د خدايي خدمتګارو دفتر کې و. په ده باندې يو ګوره د سنګین ګذار وکړو خو يو ديسي افسر ورته لاس ونيو هغه ګذار يې په لاس واخيست او دی يې بچ کړو بيا يې د مټ نه ونيو په پوړو یې ښکته د بالاخانې نه را وغورځولو فوجونه د کلي نه چاپېره شول. ټول خدايي خدمتګار يې ګرفتار کړل او رسالې به په لارو او کوڅو کې ګرځېدې. په هر کور به ورننوتل ټوپکې او ۸۵ 4٢٨٨٨٢ زما ژوند او جد و جهد که بل څیز به يې خوښ شو هغه به يې يوړلء چې ټول خدايي خدمتګار ګرفتار شول. نو ډپټي کمشنر مدرسې سره د خلکو په مینځ کې ودرېدو او په اوچت اواز يې ووې چې د سرو جامو څوک شته؟ په دې هجوم کې زمونږ د کلي ځان محمد عباس خان هم ولاړ و. ځپلو نوکرانو ته يې اواز وکړو. چې راځئ د ده حجره دغلته نزدې وه په منډه لاړل په دېګ کې يې سُوررنګ واچوو خپلې او د نوکرانو جامې يې سرې کړې او وايي غوستې او اوبه ترې بهېدې چې راغی او د ډپټي کمشنر په مخکې ودرېدو چې دا دي د سرو جامو خلک ډپټي کمشنر ځو دوی ګرفتار کړل. خو دا داسې اواز و چې پښتنو کې يې ننګ او غيرت پيدا كرو او پیرنګيانو چې څومره شش وکړو نو سرې جامې يې ورکې نه کړی شوې».محمد عباس خان په خدايي خدمتګارو کې نه و او د انجمن نه يې هم استعفا ورکړې وه مونږ نه ځپه هم و ځو د پښتو تنګ او ناموس يې وګټلو .انګرېزانو زمونږ د کلي محاصره وکړه.د کلي خلک يې بهر ته نه پرېښودل او د بهر لک يې کلي ته نه پرېښودل» بنيادم ځو به د فوجيانو په وينا بند شو ولې څاروو ته خو دا تکليف پېښ شو چې هغوی ميرو او شولګرو ته وتل.کورونو کې د ننه د ګياه څه انتظام نه و .کله چې به څاروي د کورونو نه را اووتل پټو ته به تلل »نو ګوره ګانو به په اسونو زغلول چې کله به هغه څاروي په سیند خيټه ورواچوله نو بيا به يې په ټوپکونو ويشتل او په دې طريقه د ډېرو زميندارو غریبانانو ډېر څاروي مړه شول.د ښکار بابا غونډۍ سره يو لوی ميدان و دا خلک يې هلته راجمع کړل وهل به يې. ټکول به يې او ورته بج پ ‏ سس2: 010 زما ژوند او جد و جهد :, به يې وې چې ګوتې ولګوئ چې مونږ خدايي خدمتګار نه يو هغوی به ورته وې چې مونږ خدايي خدمتګار نه يو او حقیقت هم دغه و. دوی خدايي خدمتګار نه وو خدايي خدمتګار خو ټول ګرفتار شوي وو.ځو ګوته لګول پښتنو ته شرم ښکارېده او ګوتې يې نه لګولې. دوی باندې به يې د ښکار بابا ډېرۍ ته کاڼي خېژول او يو لوی څلی يې پرې جوړولو .کله چې يو لوی څلی جوړ شو او پیرنګي خلکو ته ووې چې ستاسو هغه باچا ځان مو په دې کې ښځ کړو په دې خلکو کې يو سړي ګوته ولګوله هغه پیرنګي ورته وې چې تا ته اجازه ده کورته ځها هر کله چې کور ته لاړو نو ښځې يې جامې وینځلې ده نه يې تپوس وکړو چې ته څنګه راغلې؟ هغه وې زه يې را پرېښودم هغې ورته وې چې نور نه راپرېږدي نو ته يې څنګه پرېښودې؟.تا به ګوته لګولې وي.دا ګوته دې رادېخوا کړه د ده په ګوته رنګ لګېدلی و. دې سره سوباړی په لاس کې و »نو ده ته يې ووې چې واخله بې غېرته په دې سوباړي جامې وينځه زه ميدان له ورځم سړی ډېر کچه شو او پښېمانه شو او د دې ښځې په پښو پرېوتو چې ته مه ځه بيا ورځم چې دی راغی نو پیرنګي ورته وې چې ته خو مې پرېښودی وې ته بيا ولې راغلې؟ ده وې چې ښځه مې کور نه پرېږدي»نو زه اوس جېل ته هم تيار يم او مرګ ته هم تيار يم او نورو خلکو سره کېناستو. دا محاصره پنځلس ورځې وچلېده.پیرنګیانو ډېر څه وکړل.ځو عامو خلکو هم ورته ګوتې ونه لګولې ځکه چې چا به ګوته ولګوله نو کلي کې د هغه ژوند ډېر د شرم و او خلکو به ور پورې ځندل. د پړانګ چارسدې محاصره يوويشت ورځې چلېدلې وه. د ٨-۷ ٢و‏ ھت تت زما ژوند او جد و جهد پړانګ چارسدې په محاصره کې ډېر زيات فوج و. چاپېره به هم ولاړ وو او سواره به په ‌لارو کوڅو کې هم ګرځېدل چې څوک به د کوره را ووتو نو وهلو به يې اذانونه او د جمعې لمونځونه هم بند شول خدايي خدمتګار يې ونيول او قيد يې کړل او عام خلک به يې په تودو شګو بربنډ څُملول او د کورونو تالاشۍ کېدې خو د قام اتفاق و چا کره چې غلې دانې وې هغه يې په غریبانانو ووېشلې او د ميرې خلک به سحر وختي راغلل د دوی د مېرې فصلونه به يې ګ وډ کړل. ځاوره کړل. اوبه کړل.بيا به شپې له کورته لاړل او د شولګري خلکو به ورله. د شولګرې فصلونه سنبالولء دا محاصره هم ناکامه اوچته شوه دا محاصرې. وهل.ټکول ځخو سخت و. خو د دې يوه فايده دا وشوه چې دا کوم کلي چې انګرېزانو محاصره کړل او ويې سوزول. دا په جرنيلي سړک پراته و .نو چې عامو خلکو به دا تشدد او ظلم ليده نو د ځلکو په زړونو کې به د انګرېزانو سره نفرت او د خدايي خدمتګارو سره همدردي زیاتېده او په دې توګه زمونږ په حق کې ډېره غټه پراپېګنډه 0 وسوه. دغه شان په ‎٧٢‏ مۍ ګوجرو ګړهۍ کې جلسه وه د مردان نه کپتان مرفي سره د پولیس راغی. دی يو ډېر ظالم پیرنګی و. لکه چې د ګوجرانو سره د مېښو څرولو دپاره کوم کوتک وي د ده سره به هم هغه شان کوتک و. او ډېر بې ترسه و» بې درېغه : . به يې خلک وهل. ده چې څنګه د خلکو په و هلو لاس پورې کړ او په پره نېغ د خلکومینځ ته ننوتو .نو هلته طالبان ووء هغوی حيران شو په دې چې دا يو پیرنګی تش لاس را روان دی او سشسسسسسسسسشسليسسسیښشت 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد هېڅوک ورته څه نه وايي. خدايي خدمتګار خو چونکه د عدم تشدد پابند وو .نو دغه طالبانو پیرنګي پسي خپل تبرګی را واخستو او په هغې يې اووهلو.پیرنګی چې را پرېوتو نو يوې ښځې چې منګی ورسره وو. د جلسې خلکو ته يې اوبه ورکولې. هغې هغه ډک منګی د پیرنګي په سر راواچولو او هغه مړ شو. چې د هغه د مرګ خبر مردان ته ورسېدو نو هې(08187 چې د مردان اسسټنټ کمشنر و هغه فوج را وغوښتو خلک د دې نه خبر شول ځو بيا هم خلکو جلسه جاري وساتله دغه وخت باران او سېلۍ راغلل او د دې په وجه د فوج د رسېدو نه مخکې جلسه ځوره شوه ګني نو که فوج په جلسه ورغلی وی نو څومره خونریزي به په کې شوې وه. سبا له د دې پیرنګي بدل اخيستلو د پاره په ‎٨٢‏ مۍ په ټکر فوجونه ورغلل کلی يې محاصره کړو او په خلکو يې بې درېغځه ګولۍ وچلولې مشین ګنونه يې هم په کې استعمال کړل ډېر ماشومان. زلمي. او ښځې. نر په کې شهيدان شول. بيا د ملک هاشم خان خدايي خدمتګار حجره او کور يې هم وسېزل او د سالار شمروز ځان د پلار ملک امین ګل دېره يې هم وسېزله د شېر ګړ او جلاله کلو خلک چې خبر شو نو د ټکر د امداد دپاره سره د وسلو راغلل نو پیرنګيانو محاصره پورته کړه او مردان ته لاړل. د دې نه پس فوجونه لوند خوړ ته لاړل او هلته د غلام محمد خان خدايي خدمتګار حجره او کور يې وسوزول او د کلي په عامو خلکو يې ډېر ظلم زياتی وکړو.کوهاټ کې هم دغه شان پیرنګيانو په خدايي خدمتګارو او په عامو خلکو ګولۍ وچلولې او ډېر خلک په سمپاسغغ- 0 0 ۷ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد کې شهيدان شول. دلته به يې خدايي خدمتګار یځو اوبو ته غورځول او غوپې به يې ورکولې.د بنو په سپین تنګي هاتي خېلو کې د خدايي خدمتګارو جلسه وه. قاضي فضل قادر د سټېج دپاسه ولاړ و.د قران شريف تلاوت يې کولو پیرن ي په تمانچه وويشتو او شهید يې کړو خلکو ته يې وويل چې جلسه خوره کړئ.ځو خلکو جلسه نه ځوروله نو په ټوله جلسه يې ګولۍ وچلولې.ډېر خدايي خدمتګار په کې زخميان او شهيدان شول او څه يې ګرفتار کړل. د مينۍ تحصیل صوابۍ د مولاناصاحب په کور پولیس ورغلو او د هغه کور يې وسو او د هغه په کتب ځانه يې اور ولګولو چې هغې کې ډېر مذهبي کتابونه او قران شريفونه د حدیث او فقهې کتابونه وو هغه وسوزېدل د رستم مولانا عبدالحی صاحب په کور ورغلل کتابونه او سامان يې ورته ګډوډ کړو او هغه يې ګرفتار کړو. دغو ورځو کې زمونږ په ټوله صوبه کې يو داسې کلی نه و چې هغې کې خدايي خدمتګار او د هغوی دفترنه و او هغه ته فوځ ورنه غلو .هلته د خدايي خدمتګارو دفتر د هغوی کورونه. د هغوی مال حال او د هغوی سرې جامې يې ونه سوزول او په خلکو یې ظلمونه ونه کړل؟ دې ظلمونو پښتانه را ولړزول په زرګونو زلمو د ملکنډ نه تر ډېره اسماعیل ځان پورې خپلې جامې سرې کړې او د وطن د ازادۍ په ميدان کې د سور نښان لاندې ودرېدل.د خدایي خدمتګارۍ تعريک په ازادو قبایلو. باجوړ. مومندو. اپرېدو. اورکزو. وزيرو. مسودو او بیټنو کې خور شو.د باجوړ او مومندو خلک د ترنګزو د حاجي صاحب په مشرۍ ونت 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد کې په کړپه کې دېره شول. درې میاشتې جنګ و شپه او ورځً په پرې بمونه ورېدل. حبيب نور په تحصیل چارسده کچهرۍ کې په سحر نهه نیمې بجې په انګرېز اسسټنټ کمشنر تماچه وچلوله خو کارتوس غل شو پیرنګی بچ شو .دی ګرفتار شو او سبا له په پېښور کې پانسي شو.قلي خان پولیټيکل اېجنټ دا غوښتل چې خدايي خدمتګار مشران په دې کیس کې راولي. ولې حبيب نور انکار وکړو او قلي خان ته يې وويل چې زه پخپله اراده د ده په قتل پسې راغلی وم.خو کامياب نه شوم تاسو وګورئ دا خلک ځان ته مسلمانان هم وايي پښتانه هم وايي او د پیرنګي دپاره هر ناروا او ذليل نه ذليل کار کولو ته تيار دي. زمونږ د خدايي خدمتګارو څه ګناه وه؟د دوی دپاره مو حق غوښتو.ډېر اپريدي پښتانه را کوز شول. په پېښور يې حمله وکړه فوجونو سره وجنګېدل مکړې ګودام يې تالا کړو او اور يې پرې ولګولو. وزیرستان نه هم حملې شروع شوې او ډېر فوجونه يې خراب کړل. دا جنګونه ډېره موده جاري وو دا اول ځل وو چې د مومندو نه را واخله تر اپريدو او وزيرو مسودو پورې ټول قبایلي وروڼه د ځپلو روڼو په امداد کې را پاڅېدل او تر هغې يې د صلح کولو نه انکار اوکړو تر څو چې باچا خان او ګاندهي جې نه وې را پرېښي. کانگرس او مونږ: مونږ د ګجرات په جېلخانه کې وو .چې زمونږ يو دوه ملګري. يو ميا جعفر شاه کاکاخېل. بل ميا عبد الله شاه د قاضي خېلو چارسدې زمونږ ملاقات له راغلل زما ملاقات خو لدد ښخ ه1 4٢٨٨٨٢ زما ژوند او جد و جهد بند و او زما دې نورو ملګرو سره يې ملاقات وشو هغوی وويل چې حکومت زمونږٍ د ټولې صوبې ناکه بندي کړې ده نه څوک د صوبې نه بهر تلی شي او نه څوک د بهر نه صوبې ته راتلی شي او په خلکو يې ډېر زور او ظلم شروع کړی دی.کوشش دا دی چې دا زمونږ تحريک ختم کړي.مونږ په اباسین راپورې وتو ځکه چې ګودرونه ټول سرکار نيولي دي او تاسو له راغلو چې مونږ څه وکړو په مونږ داسې ناروا ظلمونه کېږي. چې دنيا کې په چا نه دي شوي خو دنيا زمونږ د حال نه خبره نه شوه. زمونږ د ملګرو چې ملاقات وشو نو راغلل ماته يې دا ټول حال ووې.مونږ ځو په خلافت کې وو زمونږ په صوبه کې مسلم ليګ نه و. مونږ ځو د پنجاب سره په ځلافت کې پاتې شوي وو او زمونږ د خلافت ډېر وروڼه په مسلم لیګ کې هم وو .مونږ دوی ته دا رايه ورکړه چې تاسو هندوستان کې د مسلم ليګ مشرانو له ورشئ اوورته ووايئ چې پیرنګيانو په مونږ ډېر ناروا ظلمونه شروع کړي دي او زمونږصوبه يې بالکل محاصره کړې ده.تاسو زمونږ مسلمانان وروڼه يئ. مونږ سره صرف دومره امداد وکړئ چې دنيا زمونږ د حال نه خبره شي چې زمون تحريک خدايي خدمتګار خو اصلاحي تحریک دی. مونږ ورته دا هم ووې چې لاهور ته لاړشئ. دهلي ته لاړ شئ. شملې ته لاړ شئ» په مسلمانانو وګرځئ او د خپل حال نه يې خبر کړئ. دوی لاړل او څه موده پس چې راغلل او مونږ يې خبر کړو چې مونږ د مسلم ليګ په ټولو ليډرانو وګرځېدو هغوی خو زمونږ مدد ته تيار نه دي او تيار ځکه نه دي چې هغه خو يوجماعت دی چې پیرنګيانو د هندو د مقابلې س پس اس ورا سس )0 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد دپاره جوړ کړی دی او زمونږ جنګ خو پیرنګي سره دی نو هغوی به زمونږ څنګه مدد وکړي؟. نو مونږ ورته ووې چې بيا لاړ شئ. هندوستان کې نورو جماعتونو سره ووينئ او ځخپل حال ورته ووايئ. دوی لاړل او چې څه موده پس راغلل نو مونږ ته يې ووې چې مونږ ځو ډېر وګرځېدو. خو بغير د کانګرس نه زمونږ سره امداد ته چا غاړه کېنښوده. د کانګرس ليډرانو مونږ نه تپوس وکړو چې ستاسو پیرنګي سره جنګ په څه دی؟ مونږ ورته ووې چې د ملک په ازادۍ دی. د جنګ طريقه مو څه ده؟ مونږ وې عدم تشدد. دوی ووې چې دغه جدوجهد او اصول خو زمونږ هم دي تاسو هم غلامان يئ. مونږهم غلامان يو ستاسو هم انګرېز دښمن دی زمونږ هم دی تاسو هم ازادي غواړئ. مونږهم. که تاسو مونږ سره ملګري کېږئ نو مونږستاسو مدد ته تيار يو نو د دوی د دې بيان نه پس مونږ دوی ته ووې چې واپس ځپلې علاقې ته لاړ شئ او خپلې د صوبې جرګې سره دا خبره وکړئ هغوی چې څه فېصله وکړه نو مونږ ته منظوره ده. دوی لاړل او د صوبې جرګې دا خېره منظوره کړه چې کانګرس سره ملګري کېږو . مونږ ځو نن په درياب کې لاهو يو او غرقيږٍو. څوک چې لاس راکوي ورکوو يې. د دې نه پس جرګې د کانګرس سره ځپل تړون وکړو او د کانګرس کمېټۍ سمدستي په مرکزي اسمبلۍ کې سپیکر ولبه بهايي پټيل د يو وفد په مشرۍ صوبه سرحد ته د تحقيقاتو دپاره راولېږه ځو پیرنګيانو په اټک بند کړو نو هغوی پينډۍ کې کېناستل او تحقيقات يې شروع کړل. زمونږ د پنجاب مسلمانان وروڼه زمونږ نه ګيله کوي چې دوی ‎---٣۳٣‏ 0000د ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد وجهد کانګرس سره شو او کانګرس د هندوانو جماعت دی اول ځو زه داخبره کوم چې کانګرس د هندوانو جماعت نه دی دا د ټول هندوستان د ټولو خلگکو شریک جماعت دی جناح صاحب خو هم په دې کانګرس کې و. او بله دا چې مونږ کانګرس سره څنګه شو که چيرې دوی زمونږ امداد کړی وی نو مونږ کانګرس څه کوو؟ حقيقت دا دی چې مونږ ځو دوی کانګرس سره ملګري کړي يو مونږ پښتانه خو سېلاب په مځه کړي وو. دوی له ورغلو چې تاسو زمونږ مسلمانان وروڼه يئ لاس راکړئ دوی لاس رانه کړو کانګرس وې زه درکوم مونږ له يې لاس راکرو زه د دنيا ټولو مسلمانانو ته وايم چې اوس تاسو انصاف وکړئ. چې دوی ګرم دي که مونږ؟ څه ورځې پس حاجي عبدالغفار خان» عبيدالله ځان او سلطان خان زمونږ ملاقات له راغلل او د ملک ټول حالات یې راته بيان کړل او راته يې وويل چې پښتنو کې داسې يوه جذبه را ويښه شوې ده چې بيان يې درته کولی نه شو .څومره سختي چې پیرنګيان کوي هغه هومره خلکو کې جوش او همت زياتيږي تاسو غم او فذگر مه کوئ دا خدایي تحريک دی اوخدای ورله د غیبو نه امداد ورکوي. د دې په اورېدو مونږ ډېر خوشحاله شو او ملاقات ختم شو.د ختمېدو نه پس مې عبيدالله ځان ته د پښتنو په نامه يو پيغام ورکړو چې:«ای پښتنو وروڼوا چې ونه یرېږئ! او مایوسه نه شئ! دا د خدای د طرف نه په مونږ يو ازمایش او امتحان دی.بيدار شئ او د خدای د مخلوق ځا مت ته ملا وتړئ» هر کله چې دا پيغام په اخباراتو کې شایع شو نو په خلکو يې ډېر ښه اثر وشو او -5دد د 1س سشننتشسشژږپر0۷0۷-س-سثث01 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد حکومت د جېل سپرنټنډنټ ته حکم ولېږه چې د ده ملاقات بند کړه چې ده سره د بهر سړی اينده دپاره ونه ويني.مونږ سره په جېلخانه کې د پنجاب او ډهلي لوی لوی ليډران وو د هغوی ليدو له به خلک راتلل او زمونږ حالات به يې اخباراتو کې شايع کول مونږ سره په دې کار کې چې څومره امداد دې ليډرانو کړی دی زه به ټول عمر دهغوی مشکور يم. دوی په جېلخانه کې د ننه او بهر زمونږهر قسم امداد ته تيار وو. د دوی پخپلو کې څه نا څه اختلافات وو ځو مونږ سره د ټولو ډېر ښه تعلقات وو. دلته سیاسي قيدیان که مسلمانان وو که هندوان وو که سکهان وو لکه د سکهخپلۍ وروڼو زمونږٍ خدمت او امداد ته تيار وو. او هندوان ځو زمونږ امداد او خدمت ته د مسلمانانو نه هم زيات تيار وو. دلته زمونږيو پښتون جمعد ار و چې د ننه د جېلخانې ټول اختيار د هغه و. هغه ډېر ښه سړی و مونږ سره يې ډېره همدردي وه زمونرٍ هر کار چې هغې کې به خطره هم وه ځو دی به ورته تيار و ما به ډېر منع کولو چې ته خو سرکاري نوکر يې داسې کار مه کوه چې سبا له درته نقصان رسیږي. پټېل کمېټۍ رپورټ: پټېل کمېټۍ ځپل کار پوره کړو او پل رپورټ يې شايع کړو. د شايع کېدو سره هغه حکومت ضبط کړو. لیکن دا رپورټ څه ناڅه کانګرس يورپ او امریکې ته ورسولو د دې شایع کېدو سره حکومت خپله غلطي محسوسه کړه او مونږ له يې جېلخانې له یووفد را ولېږلو او مونږ ته يې ووې چې تاسو د اس ورا 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد سره دا وعده کوو. چې څه هندوستان له ورکوو د هغه نه به زيات تاسو له درکړو کانګرس پرېږدئ.مونږ سره جوړه وکړئ مونږ راغلو او د جېلخانې ټول سیاسي قيدیان وروڼه مو را. غونډ کړل او دوی سره مو په دې مسئلې باندې مشوره وکړه. د بعضې خلکو دا خيال و .چې مونږ له ډپلوميسي په کار ده ما ورته ووې.چې ډپلوميسي خو منافقت دی. او زه خو منافق نه يم.او مونږ د حکومت دا خبره منظوره نه کړه. په جېلځانه کې څه ورځې پسې ميا احمدشاه سره دا خيال پيدا شو. چې مونږه حکومت بالکل بې ګناه قيد کړي يو أو په مونږهېڅ قسم قانوني ثبوت نشته نو په دې وجه مونږ له نګراني کول په کار دي. دې ته يې عبدالاکبرخان. سرفراز ځان او حاجي شهنواز ځان هم تيار کړي وو. ميا صاحب دې ته فکر نه کولو چې دا ځو سرحدي قانون دی. دې کې دوه خبرې وې چې جېلخانې ته ځې او که په ضمانت کورته ځې؟ نو ده ماته د نګراني خبره وکړه ما ورسره په دې کې اتفاق ونه کړو. ځکه چې دا کار زمونږ د| صولو نه خلاف و. خو دا مې ورته ووې چې که چېرې تاسو نګراني کول غواړئ نو وکړئ. ځو زه يې نه کوم نو ميا صاحب ووې چې ته يې ولې نه کوې؟.نو ما ورته ووې چې دا زمونږ اصول نه دي.نو راته يې ووې چې ته يې ولې ښه نه ګڼې او په دې يې راسره بحث شروع کړو.ما ورته ووې چې ته لِرٍ بهر دنا ته وګوره چې زمونږ په دې قوم څومره لوبې او تشدد پیرنګيانو وکړو او زه دلته په مزه په جېلخانه کې ناست يم. خورم» څُکم» نو زه صرف دا قيد نه شم تېرولی؟ زما د هرې خبرې او کمزورۍ اثر زصا په قوم پزپوزي او زما پُوټی کمزوري : پد پس سا 1 - 0016/٩۳06 زما ژوند او جد وجهد هم قوم ته ډېر نقصان رسوي. په دې وجه زه معذور او مجبور يم بله دا چې زمونٍ دا تحريک د عدم تشدد اوعدم تعاون تحریک دی. زما د دې خبرو په هغوی هم اثر وشو او د نګرانۍ خيال یې پرېښود. په جېلخانه کې زمونږ شپې ورځې ډېرې ښې تېرېدې ولې چې دلته د هر مذاق خلک وو .لوی لوی عالمان وو او لوی لوی سیاستدانان وو او بله دا چې د هر مذاق کتابونه هم وو .ما خو ځپل ټول وخت تقسیم کړی و. د ځپل وت لويه حصه مې د مذهبي کتابونو مطالعې او درس له و رکړې وه او د لويو لويو خلکو سره مې تبادله خيالات کول. ما پخپل ټول ژوند کې د کتابونو دومره مطالعه نه وه" کړې لکه چې دلته مې يو کال کې وکړله. بله مفيده خبره دلته دا وه چې سونږ به په دویمه.دریمه ورځ ټول غونډېدو او په مختلفو مضمونونو به بحثونه او تقریرونه کېدل او کله نا کله به د بعضې وروڼو په بعضو خاصو مضمونونو باندې زموتنږ د پوهولو دپاره عالمانه تقریرونه کېدل او ډاکټر اتصاري صاحپ ځو د ملکي او انتظامي معلوماتو حاصلولو دپاره زهونږه يو پارلیمنټ قایم کړی و. چې په هغې کې به وقتنأً فوقتاً اجلاسونه کېدل او زمونږ د پوهولو او تربيت دپاره به د پارلېمنټ په طريقه په ملکي او قومي واقعاتو باندې تقریرونه کېدل. لنډه دا چې دې قيد ما ته ډېر څه وښودل او مونږ ډېر څه زده کړل. ما دلته ډېر کوشش وکړو چې دلتبه د قران او د ګيتا درس عحچچېو1وچچچچوبو |.. چکمججج وچ "٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد و جهد شروع شي ولې چې په هندوستان کې که مونږ مسلمانان يو او که هندوان يو او که سکهان يو. که عيسایان يو مونږ د يو بل د مذهب نه خبر نه يو او نه زمونږ د خبرولو چا کوشش کړی دی. بلکې په مونږ کې خودغرضوځلکو مذهبي تعصب او نفرت پيدا کړی دی. مذهبونه چې دنيا ته خدای رالېږلي دي دا ټول د خدای مذهبونه دي دا د تعصب او نفرت دپاره نه دي بلکې د مينې او محبت دپاره دي. زه په دې کې کامياب شوم او درس مو شروع کړو. پنډت جګت رام چې د غدر پارټۍ کې شل کاله قيد شوی و او د تورو اوبو نه په دغو ورځو کې را بدل شوی و.ډېر قوم پرست او ښه عالم او ښه سړی ود ګيتا درس به هغه ورکولو اوما به د قران ترجمه کوله. ډېر خلک به دې درس کې شریکېدل او چې ددې تعلیم په حقيقت به پوه شولء نو حيران به شول چې خدای مونږ له څه تعليم راکوي او دا مونږ په کومه لاره روان يو او هغه د مذهب په نوم تعصب اونفرت چې پيدا شوى و. تر ډېره حده د هغې اصلاح وشوه او د يو بل د مذهبي اصولو نه خبر شو. زما يو مهربان و د هغه نوم لاله شام لعل و او يو لوی وکيل و او ډېر ښه سړ و ما ته به يې د انګرېزۍ کتابونه اورول او ما ترې ډېره فايده واخيستله. بل رای زاده هنسراج و چې د جالندهر و .زما ډېر مهربانه و .چې کله به یې ملاقات راتلو نو مونږ ته به يې ډېرې غوړې زېړې راوړلې او د هغې سره د مطالعې دپاره قسما قسم کتابونه به يې هم راوړل. حاجي شهنواز ځان به سحر وختي مونږ له چای تياره کړې وه. د ډوډۍ د غمه يې هم خلاص کړي وو. ډېر ښه منتظم سړی و او ۸ ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد وجهد هر قسم خبرونه به يې هم را له راوړل چې جېلخانې کې چې به څه وشو يا به د چا ملاقاتي راغلی و .نو دی به ترې خبر و.او د هرچا ملاقاتي سره به يې اول ملاقات کړی و.جېل والاو دده د دې خبرې نه ډېر تنګ وو او ډېر به يې منع کولو خو دی يې د ډېوډۍ نه منع نه کړی شو دی ډېر خدمتي او بردباره سړی و. لیکن په يوه معمولي خبره ورسره احمدشاه ميا جنګ وکړو. جنګ يې حاجي صاحب سره وکړو او چای څکل يې مونږ سره پرېښودل.د ميا صاحب طبیعت لر سخهت و او جېلخانه هم داسې يو ځای دی چې د سړي طبیعت په کې تنګ وي او په معمولي خبرو باندې جګړې ته تيار شي. سرفراز او ما سره یې هم جنګ کړیو او په جېلخانه کې مونږ ته د لوبو اجازت و او په لوبو کې به هم کله نا کله ميا صاحب جګړې کولې ما چې به خپل ځان ته کتل نو په ځان کې به مې کمی او کمزورۍ ليدلې يو نقص را کې د ډېرو خبرو او ډېرو بحثونو واو بل د قهرېدلو و. ما به دا ډېره محسوسوله او دا فگر به مې کولو چې د دې نه به څنګه خلاص شم ما به کوشش کولو لیکن په ما يې داسې قبضه کړې وه. چې خلاصېدی ترې نه شوم د دې د اصلاح دپاره ما دا اراده وکړه چې په هفته کې به يوه ورځ روژه نيسم خو روژه به مې يوازې د خوراک.څښاک نه نه وي بلکې د خبرو نه به مې هم روژه وي او پخپلو کمزوريو باندې به غور او فکر کوم او د هغې د اصلاح کوشش به کوم»نو د سحرلمونځ چې به مې وکړو نو د چکۍ ور به مې بند کړو تر ماښامه پورې به چکۍ کې ناست وم.ذکر به مې کولو او چې د ماښام اذان به وشونود چکۍ نه به راووتم او دواړه روژې «د خوراک او انلوددداننننانننن ه١٣٩‏ نن 0016/٩0٨6 زما ژوند او جد و جهد خبرو به مې ماتې کړې دې روژو ما ته ډېره فايده رسولې وه او څه نا څه زما د دې بدو عادتونواصلاح هم وشوه. څه موده پس په دې جېلځانه کې زما په ملا کې بيا هغه دړد چې د ډېره غازي ځان په جېلخانه کې پيدا شوی و .شروع شو. ډاکټر انصاري صاحب وکتم او يوه نسځه يې زما دپاره وليکله او د غوښې خوراک يې را باندې بند کړو. د دې دارو او پرهېز په وجه زما ګذاره وشوه لیکن کيسه داسې وشوه چې هغه پیرنګي سول سرجن چې زمونږ د جېل د هسپتال انچارج و .هغه چې به راغی نو هسې به ناست و .هر څوک به ډاکټر انصاري صاحب له ورتلل.ولې چې هغه ډېر لوی او لايق ډاکټر و لیکن هغه پیرنګي دا خبره ډېره بده محسوسه کړه او د جېلخانو جرنيل ته يې وليکل او د هغه ځايه دا حکم راغی چې بغير د جېلخانې د ډاکټر نه په تورو خلکو باندې علاج کول بند شو. زما هم شامت راغی ما هم د ځپلې بيمارۍ کيسه همدغه سول سرجن ته بيان کړه هغه راته ووې چې ته د انصاري صاحب نسخه نه شې استعمالولی ما ورته ووې ته راله يوه نسځه راکړه هغه را له يوه نسخه وليکله ځو په هغې زما څه فایده ونه شوه او مرض مې زیات شو. بله ورځ هغه له ورغلم او ورته مې ووې چې ډاکټر انصاري صاحب به ماله داسې دارو راکول. چې په هغې به زما فايده کېدله هغه راله نسخه بدله کړه لیکن په هغې هم زما فايده ونه شوه ما ورته بيا د ډاکټر انصاري صاحب نسځه ياده کړه. ليکن هغه راته ووې چې دغه نسخه ته استعمالولی نه شې» نو هغه ته مې ووې چې د نن نه پس زه نور علاج نه کوم او نه ستا ۰ ددد زما ژوند او جد و جهد دارو ځورم او نه د ډاکټر انصاري .هغه راته ووې چې ستا د صحت ذمه وار به څوک وي؟ نو ما ورته وويل چې زه د پل صحت پخپله ذمه وار يم. د دې په اورېدو هغه ډېر په قهر شو او زما نه روان شو. دوه میاشتې زه دکټ نه پاڅېدی نه شوم» 'ګرځېدی نه شوم. اودس ماتی به هم راته ګران و. زما وزن شل پونډه کم شو. ځان مې خدای ته وسپارهنو ورو ورو په جوړېدو شوم او څه موده پس د کټ نه پاڅېدم او د ملا دړد مې ډېر کم شو. راجاصاحب زمونږ سپرنټنډنټ و .چې جېلخانه کې زمونږ سکهانو وروڼو دا سوال اوچت کړو. چې مونږ جټکه ځورو مونږ له دې د جټکې اجازت راکړی شي راجا صاحب ډېر ښه سړی و؛ ځو د زړې زمانې مسلمان و .هغه د سکهانو دې خبرې منلو ته تيار نه و. هغه سکهانو ته ووې چې دلته جټکه نه کېږي؛ نو په دې وجه مونږ تاسو له د جټکې غوښه درکولی نه شو.هغوی ورته ووې چې مونږ له پخپل قېمت چرګ راکوئ. هغه به مونږ دلته جټکه کوو ليکن حکومت دې ته تيار نه شو.ء په دې وجه راج اصاحب ته يې هدایت وکړو. چې داسې چل وکړه چې جټکه هم بنده شي او حکومت هم بدنام نه شي. سپرنټنډنټ سیداغا لعل باچا دفتر ته وغوښتو او د جټکې د مخالفت دپاره يې تيار کړو او سکهانو ته يې ووې چې په دې خبره ستاسو خپل د سرحد مسلمانان ملګري اعتراض کوي. نو په دې وجه مونږ تاسو ته اجازت درکولی نه شو. سکهانو دا خبره ماته پېش کړه او ما د سرحد ټول مسلمانان وروڼه د دې د فېصلې دپاره راجمع کړل. د بحث په شروع کېدو سره سید اغا از ۷9۴۳‪--7:ج:-هثث:ث:01 ېسین 1010/:0015001611660# 000651 زما ژوند او جد وجهد لعل باچا او بعضې زمونږ نورو ملګرو د دې خبرې مخالفشت وکړو. لیکن ما ورته ووې چې بېشکه جټکه د مسلمان دپاره ښه نه ده لیکن ديو سکه-دپاره خو ښه ده.بله دا چې دا جټکه به هغوی خوري او که په مونږ به يې هم خوري؟ که چېرې دا هغوی خوري نو زمونږ په دې څه؟ او مونږ ته کوم نقصان دی؟ او په اغا لعل باچا مې دا سوال وکړو که چېرې يو سړی تا باندې حلاله بندوي نو ته به ځپه يې که خوشحاله؟ ويې وې چې خپه به يم.نو دغه شان په جټکه بندولو به بل هم خپه کېږي نو کم از کم مونږ خدايي خدمتګارو له بل ځپه کول په کار نه دي. مونږ بيا خپلو سکهانو وروڼو ته وويل چې د جټکې په خوراک مونږ ته هېڅ اعتراض نشتهنو اشا صاحب ماسره اتفاق وکړو او دا فېصله وشوه چې زمونږ د طرفه سکهانو وروڼوته اجازت دی ما ورته دا ووې چې حکومت اجازت نه ورکوي تماشه جوړوي او مونږ او سکهانو کې نفاق پيدا کوي. هم هغه وشوه. بله ورځ حکم راغی چې حکومت په جېلخانه کې د ننه چا له د جټکې اجازه نه ورکوي. چې درې میاشتې تېرې شوې نو حاجي شهنواز ځان ته ځپل کاروبار ور په ياد شو او کله نا کله به يې اواز وکړو چې روان يم نن دی که سبا ضمانت داغلوم زما خيال و .چې دی ټوقې کوي خو بيا راته معلومه شوه چې د ده په رښتیا د تللو اراده ده. په دغو ورځو کې د مهاتماګاندهي او لارډ ارون په مینځ کې څه د صلحې خبرې روانې وې ما به تسلي ورکوله چې که خير وي نو نن دی که سبا صلح کېږي.اميد دی چې مونږ ټول به پرېږدي لیکن چې څه وخت خبر راغی چې صلح ناکامیابه شوه.نو حاجي صاحب له ۷ا۷۷ښ 0 ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد و جهد دا خبر هم راغی چې د ده ک شر ورور اکبر خان ګرفتار شو او درې کاله قيد شو ما به ورله ډېره تسلي ورکوله ځو په ده يې اثر نه کولو.دده ملاقات له دده تره محمد عظيم خان او عمرا خان راغلل اوورته يې وويل چې موردې ناروغه ده.|کبر ورور دې هم قيد شو او ټول کاروبار او بزنس دې خراب شو .او ته خو خدايي خدمتګار نه وې نو ته ولې ضمانت نه ورکوې؟ نو دې خبرو دی ضمانت ورکولو ته تيار که او ده سره دا فکر پيدا شو چې اکبر بهرو .نو دی دومره فکر مند نه و ځو چې هغه ګرفتار شو نو دده فکرونه زیات شول. بله ورځ ورله خط راغی چې مور دې ډېره ناجوړه ده» نو دی نور هم ډېر غمجن شو ځکه چې د ده د خپلې مور سره ډېر محبت و. د دوی په کور کې يو دی و بل يې ورور د ده بل څوک نه و .ده ووې چې د هغې خدمت او علاج دپاره خو څوک پاتې نه شو دوه وروڼه وو.ء او دواړه قيد شو.لنډه دا چې زما نه يې پټ کلي ته یو خط ولیکلو چې زما ضمانت دا خل کړئ. بله ورځ څه ګورو چې مير صاحب دده وراره دده ضمانت ګجرات له راوړو مونږ خبر شو چې حاجي ضمانت ورکړو. ما او پنډت شنتاتم صاحب ځان له بېل کړو او ښه مو پوه کړو چې دا کار ستا د شان سره نه ښايېږي او دا به ښه وي چې لږ نور انتظار هم وکړې او هغه د مور جوړ نا جوړه خدای ته وسپاره» ورو ورو حاجي صاحب رضا شو خو چې څه وخت زمونږ نه لاړو نو اغا لعل باچا او علي ګل خان ليدلی دی او هغوی ترې پوښتنه کړې ده. چې حاجي رښتیا دې ضمانت داځل کړو؟ نو هغه ورته زما کيسه کړې ده. چې زما خو ځيال و .خو هغه وې چې لږ سکس تمسنس٧سسن۹يسس-‏ زما ژوند او جد و جهد 1 انتظار وکړه او په دې وجه مې معامله في الحال ملتوي کړه هغوی ورته ووې چې د تلو اراده دې شته نو د دې څه فايده چې نورې ورځې تېروې؟د هغوی دې خبرو په حاجي صاحب اثر وکړو زما نه پټ لاړو او دفتر کې يې په ضمانت دستخط وکړو زه چې خبر شوم نو دروازې له ورغلم نو ورته مې ووې چې حاجي ځې و ځې ليکن ستومانه به شې او بيا به زما دې خبرې پسې ارمان کوې او وخت به تېر وي .هغه سترګې ټیټې کړې او ماله يې ځواب رانه کړو.زه ترې راغلم او حاجي صاحب کلي ته لاړو.زه نه پوهېږم چې علي ګلخان او اغا سید لعل باچا هغه له په کوم خيال دا مشوره ورکړې وه.ولې چې په هغو ورځو کې د دوی خدايي خدمتګارو سره ډېره نه لګېده ولې چې دوی په کانګرس کې وو حاجي صاحب چې کلي ته رسېدلی دی او د ملک حالت او د خلکو جذبه يې ليدلې ده. خپل پردي ترې وېزاره وو ماته يې خط وليکه چې زه تاسره ملاقات کول غواړم ما ورسره د ملاقات کولو نه انکار وکړو چې ډېر تنګ شوی دی نو خپلو خپلوانو ورته ویلي دي چې ضمانت واپس کړه او بيا جېلخانې ته لاړ شه. لیکن هغه به ورله دا ځواب ورکولو چې ما لويه ګناه کړې ده.د دې دپاره قيد کافي نه دی.اخر دا چې يوه ورځ يې ځان پخپله په ټوپک وويشتو او د خپل ژوند ځاتمه يې وکړه چې زه د حاجي صاحب د مرګ نه خبر شوم نو ډېر افسوس مې وکړو چې ما ولې ده له د ملاقات اجازت ورنه ړو او د ملاقات نه مې انکار وکړو. حاجي شهنواز ځان ډېر د کار سړی و حاجي خو مړ شو لیکن د هغه مرګ زمونږٍ تحریک ته ډېره فايده ورسوله او د هغه د س سا 0٩016 ٩0٨66۱ زما ژوند او جد و جهد مرګ نه پس بيا چا د معافی غوښتو او يا ضمانت جرات ونه کړی شو. چې څه وخت د حاجي د مرګ خبر د ګجرات جیلخانې ته راغی نو ټول خلک ډېر غمجن شول ولې چې حاجي زمونږ په جلیخانه کې ډېر زيات هردلعزیز و .مونږ چې په جېلخانه کې څومره سیاسي قيدیان وو ټول راجمع شو او د هغه د مغفرت دپاره مو د الله تعالی نه دعا وغوښته. مونږ چې څه وخت د ګجرات چېلخانې ته لاړو نو دا جېلخانه لا تياره نه وه. څه وخت چې جېلخانه تياره شوه نو زمونږ بارکونه او چکۍ د هر طرف نه ازادې وې اوس په کې حکومت د بېلتون دپاره دېوالونه شروع کول. د شا په دېوالونو د چا اعتراض نه و؛ ځو د مخ دېوالونه د هېچا خوښ نه وو.يوه ورځې ما ته ميا احمدشاه صاحب ووې چې د مخ د دېوال په ځای د اوسپنې جنګله ولګي نو ډېره به ښه وي ما ورته ووې چې دا خو حکومت بغير د ايجي ټیشن نه په تشه وینا نه کوي؛ نو که دې خوښه وي ايجي ټیيشن به شروع کړو. ده ووې چې ډېره ښه ده د ميا صاحب په وينا زه پاڅېدم او د دې خبرې ذکر مې د نورو سیاسي وروڼو سره وکړو زمونږهغو سیاسي وروڼو به زما ډېر عزت کولو او ټول زما په وینا تيار وو څه وخت چې سپرنټنډنټ صاحب خبر شو نو هغه راغی چې تاسو حکومت له يو درخواست وليکئ او ما له يې راکړئ. مونږ يو درخواست ولیکه او ټولو خلکو پرې د ستخطونه وکړل او چې څه وخت هغه درځواست ميا احمدشاه ته پېش شو نو هغه پرې د دستخط کولو نه انکار وکړو هغه سړی ما له راغی چې ميا صاحب خو دستخط نه کوي. ما هغه درخواست د هغه نه ۴۰۵ 7474٩1۸١١۸۸ ‏زما ژوند او جد و جهد‎ ‏واخيست او مياصاحب له مې د د ستخط دپاره يووړ. ميا‎ ‏صاحب په هغې وليکل چې زه په جېلخانه کې د ايجي ټيشن‎ ‏مخالف يم او د هغې د لاندې يې دستخط وکړو.په دې زه ډېر‎ ‏ځپه شوم اوورته مې ووېل چې دا ټول ايجي ټیشن خو را باندې‎ ‏تا شروع کړی دی او دا څه چې مونږ کوو ځو ستا په وینا کوو‎ ‏نوميا صاحب ځواب راکړو چې زما خو ايجي ټیشن خوښ دی‎ ‏خو که نور لک يې کوي په دې خبره زه چپ شوم او د ميا‎ ‏صاحب د چکۍ نه راووتم او هغه درځواست مې پوټې پوټې‎ ‏کړو او بل مو وليکلو او سپرنټنډنټ صاحب له مو ورکړو.‎ ‏څوورځې پس ځواب راغی چې د دېوال په ځای جنګلې ولګوئ‎ ‏اوولګېدې.‎ ‏څه وخت چې د سیاسي قيدیانو تعداد ډېر زيات شو او د‎ ‏بعضې خلکو مينه او شوق مې صدارت طرف ته وليد .نو ما د‎ ‏صدارت نه استعفا وکړه. ټول سیاسي وروڼه زما په استعفا‎ ‏خپه وو او دا کوشش يې کولو چې زه استعفا واپس واخلم» خو‎ ‏ما انکار وکړو او هغوی له مې دا ځواب ورکړو چې اخر‎ ‏صدارت خوزما ټيکه نه ده. نورو خلکو له هم موقع ورکول په‎ ‏کار دي. زما نه پس ظفر علي ځان صدر شو لیکن د هغه ډېر‎ ‏عجیبه صدارت و. څه وخت به چې د خلکو کار پېښ شونو‎ ‏هغه وخت به خلکو وې چې دی زمونږصدر صاحب دی او چې‎ ‏کار به يې وشو نو بيا به د چاصدر صاحب ياد نه و .او بعضې‎ ‏وخت خو به د خلکو ورسره داسې رويه وه چې ما له به په غریب‎ ‏رحم راغی.ډېر ځله مې ورته په رموز کې ووې چې مولانا‎ ‏صاب د دې صدارت نه استعفا ورکړه. ليکن د هغه د‎ ‎٢‏ تت تت زما ژوند او جد وجهد ‏صدارت کرسۍ ډېره خوښه وه او پرېښودو ته يې تيار نه وء دغه وجه وه چې خلکو به يې عزت نه کولو. زموتږصدارت خو څه دومره لوی څیز نه و او که چيرې لوی هم شي نو دا خو يو قومي خدمت دی. نو چې د قوم په رضا او رغبت وي نو چلېدی شي او که چېرې د قوم د مرضۍ خلاف پخپل خواهش او خوښه شي.نو بيا يې چليدل مشکل دي او د فايدې په ځای نقصان او د عزت په ځای بې عزتي شي. د دې دپاره په کار دي چې هر څوک د ځخپل خواهش په ځای د قوم د خواهش قدر اوکړي. ‏د دې جېلخانې د کتو دپاره به ډېر پیرنګيان افسران راتلل مونږ کې چې به يې د چا سره لږې غوندې خبرې وکړې. نو بيا به هغوی په جام وکې نه ځایېدل او په فخر به يې دا خبرې کولې چې دی زما د فلاني وخت اشنا و. خو چې د يو قوم بدقسمتي راشي. نو هغه سره د عقله ناپوهه شي ګوندې که دې پیرنګيانو څه لر ډېر ښه سلوک زمونږ سره کولی نو مونږ به هېچرې د دوی برخلاف شوي نه وی. په جېلخانه کې اوازه شوه چې وزير صاب ایمرسن په دوره راوتلی دی او د دې جېلخانې کتو له راځي. وزير صاحب راغی خلکو ورته خپلې چکۍ ښې ښايسته کړې وې وزير صاحب سره نور پیرنګيان هم وو. زما چکۍ په سر کې وه زه پخپله کډۍ ناست وم. چې زما چکۍ ته راورسېدو نو زما خيال و .چې دی به ماله د تنه راشي زه به ورته پاڅم او خبرې به ورسره وکړم.لیکن هغه دننه رانفی زما د چکۍ په وره کې ودرېدو سپرنټنډنټ صاحب ماته ووي چې وزیر صاحب وايي چې ته څه وایې؟ ما ورته ووې چې زه ‏سم .دس ۷- - - - - -------------- زما ژونداو جد و جهد 1 هېڅ نه وايم بيا يې راته ووې چې وزير صاحب تاسره خبرې کوي. ما ورته ووې چې زه خبرې نه کوم ځکه چې که ده ما سره خبرې کولی نو د تنه به راغلی و. جنګله کې خو ورسره اخلاقي قيدیان خبرې کوي او زه خو سیاسي قيدي وم. وزير صاحب يو ساعت ولاړ و بيا روان شو هغه سره د ګجرات ډپټي کمشنر هم و. چې هغه لاړو نو ډپټي کمشنر زما چکۍ ته راننووت.زه ورته پاڅېدم زما په پاڅېدو هغه ډېر حېران شو ما ته يې ووې چې تا ولې وزیر صاحب سره خبرې ونه کړې او نه ورته پاڅېدې ما ورت ه ووې چې زه خو خدايي خدمتګار يم او د خدای د مخلوق نه نفرت ګناه ګڼم او د خدای خدمت د خدای د مخلوق خدمت دی ته ځو هم انګرېز يې تاسره خو دا دی خبرې کوم زه ځو سیاسي قيدي يم ما سره سیاسي سلوک په کار دی هغه ماله رانغی نو زه هم ورنغلم هغه ما ته د اخلاقي قيدي په نظر وکتل چې ته راغلې نو دا دی تا ته پاڅېدم. زما په دې خبرو هغه غلط فهمي لرې شوه کومه چې زما متعلق د ده په زړه کې پيدا شوې وه. د راجاصاحب د سیاسي قيدیانو سره ډېر ښه سلوک و او حکومت دا نه غوستل خپلو ماتحتو او پولیس پرې ډايرۍ ورکړي چې د ده د سیاسيانو سره ډېر ښه سلوک دی او سیاسیان په ارام او مزه کې دي په دې وجه يې راجا صاحب زمونږنه بدل کړو سیالکوټ له يې ولېږلو او د سیالکوټ سپرنټنډنټ رای صاحب يې راولېپه دا يو ډېر سخت سپرنټنډنټ واو بله دا چې د جېل قانون ورته د خدای قانون ښکارېدو.ځو حکومت پخپل خيال کې کامياب نه شو او زما ژوند او جد و جهد 1 زمونږ د اتفاق په وجه د هغه غريب نه هر څه خطا شول او ځپل د جېل قانون يې ونه چلولی شو رای صاحب د راتلو سره کوم څیزونه چې به ټیکه دار مونږ له جېل ته د ننه راوړل هغه يې بند کړل چې دا د جېل په قانون کې نشته. ټيکه دار به دروازه کې ناست وي او چې څوک څه اخلي نو د دې ځايه دې وړي نو مونږ چې د دې نه خبر شو نو په اتفاق سره مو په دې فېصله وکړه چې هېڅوک به دروازې له نه ځي. سپرنټنډنټ صاحب ډېر ځوابونه را ولېږل او چې پوه شو چې څوک دلته نه راځي نو حکم يې وکړو چې ټيکه دار دې د ننه ځي او څیزونه دې وړي او هغه ټول رعایتونه چې راجا صاحب مونږ له راکړي وو رای صاحب د هغې په راکولو مجبور شو. بله ورځ د سرفراز ملاقات له د هغه مشر ورور سربلند ځان راغشی د هغه ملاقات يې په دې وجه نامنظور کړو . چې تاله اردو نه درځي او پښتو ژبه کې ملاقات بند دی. ولې چې سپرنټنډنټ په پښتو ژبه نه پوهېدو مونږ چې خبر شو نو ډېر حېران شو اوخپه شو د انقلاب زنده باد چغې مووهلې.سبا له پرېډ و د پرېډ نه مو انکار وکړو هر کله چې رای صاحب دا کيسه وليده.نو په سربلند ځان پسې يې سړي ورولېږلء په ټيشن کې يې بيا مونده راغی او سرفراز ځان سره يې ملاقات وکړو. رای صاحب چې په ډېرو خبرو کې شکست وخوړ او ورته معلومه شوه چې تر کومه پورې چې د دوی اتفاق وي نو زه کامیابېدلی نه شم نو په مونږ کې يې د نفاق اچولو کوشش شروع کړو او هندوانو سره يې اشنايي او تعلقات جوړ کړل. او د هغوی په ذهن کې يې دا واچوله چې زه خو ستاسو ورور ااقشا ‎۳-۳۸٨‏ تت تی تت زما ژونداو جد وجهد هندو يم او زما نقصان خو د هندوانونقصان دی نو که چيرې تاسو زما مدد نه کوئ نو دا خو هندو قوم ته نقصان رسوي د دې پراپېګنډې اثر په يو څو قيدیانو باندې وشو چې هغوی هم مونږ سره قيد وو او تر ډېره حده پورې سپرنټنډنټ په دې کې کامياب شو. چې څه کيسه به پېښه شوه نو هغوی به هندوانو ته وې که چېرې دا مو وکړل نو ستاسو هغه بيچاره هندو ورور ته به نقصان ورسي دا زهرناک خيالات د پنجاب په هندوانو او مسلمانانو کې ډېر زيات دي. بله کمزوري مې د پنجاب په ليډرانو کې دا هم وليده چې څه وخت يو ځای شي نو بيا وروڼه وي؛ خو چې پوټی خودغرضي پيدا شي. نو بيا هندو هندو شي او مسلمان مسلمان شي. دا تسم کمزورۍ چې د کانګرس په خلکو کې وي. نو د نورو به څه حال وي؟ او دغه وجه ده چې پنجاب کې د کانګرس جرړې مظبوطې نه شوې او هندوان مسلمانان وروڼه نه شول او سوراج اخیستل ګران شو. ‏څومره چې مونږ د ګجرات په جېلخانه کې په ارام وو .هغه هومره د سي 6 کلاس قيدیان د پنجاب په جېلونو کې بې ارامه وو.او څومره چې مونږ سره ښه سلوک و هغومره د هغوۍی سره بد سلوک و .حقيقت خو دا و که مونږ سره چېرې ښه سلوک و؛ نو دا د حکومت مهربانی نه وه دا لاچاري وه.د راجاصاحب په ځای د رای صاحب مقررول د حکومت د بدنیتۍ ترجماني کوي په مونږ کې د بعضې خلکو دا خيال و. چې زمونږ نور وروڼه که پنجاب کې دي او که سرحد کې دي يا په نورو صوبو کې په تکلیيف کې دي. نو مونږ له هم دا خپل | رام پرېښوول په کار دي او د پنجاب بعضې ليډرانو له د جېلخانو نه د ‏طسطچ"(ږچ(چ -چپچ پپ٣؟!ا‏ ۳۱۰صے-۹4---- اد ‎٢ ۳٢-۹‏ ھت تت تت زما ژوند او جد و جهد ‏سي کلاس قيدیانو خطونه رالېږلي وو .چې ستاسو خو زمونږ په تکليف څه پروا نشته. جېلونو کې هم په مزو کې يئ او بهر هم».ځو دا ځل که بهر ته ووتو نو بيا به رانه په سټیجونو کېنئ نهء بعضې خلک دې فکر هم وړي وو ځو بيا هم څه عمل ته تيار نه وو .د ګاندهي جي زوی دیويداس چې مونږ سره په دې جېلخانه کې و »په دې معامله قدم وچت کړ او مونږ سره يې هم د دې متعلق مشورې شروع کړې. يوه ورځ يې زه هم په دې مشوره کې شریک کړم اول ځو په دې بحث وشو چې د سرحد خلک په دې معامله کې شریک کړو او که نه؟ د بعضې پنجابيانو رايه وه چې د سرحد حکومت وحشي حکومت دی په هغوی زمونږ د ايجي ټیشن څه اثر کېدی نه شي په کار دي چې مونږ يوازې د پنجاب د سیاسي قيدیانو دپاره قدم وچت کړو؛ ځو اخر فېصله په دې وشوه چې د سرحد د دې مظلومانو وروڼو دپاره هم څه نا څه کول په کار دي. بيا يې زما نه تپوس وکړو چې ستا څه رايه ده؟ ما ورته ووې چې تاسو سره زما اتفاق دی ځو زه به د سرحد د نورو ملګرو نه تپوس وکړم او څه چې د هغوی رايه وي تاسو ته به يې بيان کړم. په دې جېلخانه کې مون د سرحد يوولسر١| ‎١‏ کسان وو هغوی ته مې دا کيسه وکړه چې د «سي ) کلاس د قيدیانو په همدردۍ کې فېصله شوې ده چې د هر قسم رعایتونه پرېږدو تر هغه وځته پورې چې د «سي لک کلاس قيدیانو سره د ښه سلوک او ښه خوراک منظوري شوې نه وي. د دې دپاره به د هندوستان په اخباراتو کې پراپېګنډه شروع کوي او زمونږ د سرحد دپاره ځو دا يوه نادره موقع ده که مونږٍ دوی سره شریک شو نو ‏2020177 رو ور ووو وی ۴جسښ۰ت زما ژوند او جد و جهد . ‎٢‏ زمونږ د قيدیانو د پاره به هم په ټول هندوستان کې پراپېګنډه وشي.د ټولو نه اول عبدالاکبر خان دا ځواب راکړو چې زه خو دې ته تيار نه يم. علي ګل خان او اغا لعل باچا هم د هغه تايید وکړو او سرفراز ځان په کې صرف دومره خبره وکړه که تاسو مراعات پرېښودل زه به يې هم پرېږدم». چې زه پوه شوم چې زما وروڼه تيار نه دي نو بيا ما دا تجویز پېش کړو چې دا کار د هر چا په مرضۍ پرېښودل په کار دي خو احمدشاه ميا صاحب ووې چې هر څه به په کثرت رای فېصله کوو ما ورته ووې چې د تکليف فېصلې په کثرت رای کېدی نه شي.ځکه چې تکلیف ته لر خلک تیارېدی شي.سردار رام سنګه-ورته ووې چې دې ته ما او دی پرېږدئ علي ګل خان او لعل باچا دا تجویز پېش کړو چې مونږ به تحقيق وکړو که ټول ځلک غواړي چې مونږ مراعات پرېږدو نو مونږ به يې هم ترک کړو. په دې اتفاق وشو او د دوی دپاره علي ګل ځان مقرر شو. زه پوه شوم ځکه چې تر اخره پورې د دې خط و کتابت نه څه ونه وتل اومونږ په انتظار انتظار کې رها شو. د دې سم واقعات هميشه زمونږ په کمېټو کې هم پېښيږي.هلته هم چې کوم خلک کمزوري وي او تکليف ته ټینګ نه وي نو د يو فايده مند تجويز مخالفت به کوي او قوم او ملک ته ډېر زيات نقصان رسوي. نو په کار دي چې زمونږ په ذمه واره کمېټۍ کې د دې قسم کمزوري ځلک نه وي. دیويداس او نورو ليډرانو د کلاس مراعات پرېښودل او د سي کلاس خوراک ته کېناستل ماته به خپل ځان ډېر بد ښکارېده چې ما سره د يو مقصد ملګري يو شان ګذران کوي ۴۱١ ‏ز00ووونننننننتتت‎ زما ژوند او جد و جهد او زه بل شان.لیکن زما د ملګرو د اکثريت د فېصلې نه مجبوروم»بعضې ليډران ناجوړه شول خو د دیويداس د خاطره تېريدی نه شول رای صاحب حيران شو چې دا څه چل وشو؟. په اخباراتو کې د ايجي ټيشن پراپېګنډه شروع شوه اخر دا چې رای صاحب حکومت ته وليکل چې ما ته اجازت راکړئ چې زه د دې | يجي ټيشن سرغنه د دې جېل نه بدل کړم. حکومصت اجازه ورکړه او د ټولو نه اول يې دیويداس او ورپسې يې ډاکټر سیف الدين کچلو بدل کړل او یو کس نیم يې نور هم بدل ړل د دوی په بدلېدو نور خلک کمزوري شول او ورو ورو د سپرنټنډنټ په ترغيب سره ځينو واپس کلاسونه واخيستل. اول کې خو خلک هغوی ته ډېر په قهر شول لیکن ورو ورو د هغوی ملګري زیاتېدل. صرف درې کسان پاتې شول او نورو کلاس واخستو | و دغسې دغه ايجي ټيشن ځتم شو ءسیاسي قيدیانو له په کار دي چې هر يو قدم پخپل خيال وچتوي او نور څوک مجبوروي نه. مجبور کسان چې رو بيا مومي نو د میدان نه بیا تښتي. بعضې وخت زمونږ سیاسي وروڼه په معمولي معمولي خبرو باندې ايجي ټیشن شروع کړي او ځان په یو لوی مصیبت کې واچوي. مونږ چې جېلخانه کې وو.زمونږ کټونو ته به يې ځنځیرونه اچول چې هسې نه څوک داکټونه د جېلخانې دېوال ته ولګوي اووتښتي. نو زمونږ وروڼو په دې ايجي ټيشن شروع کړو ما ورته ډېر ووې چې دا ځُنځير خومونږ ته نه اچوي کټ ته يې اچوي ځو چا زما خبره ونه منله او مونږ په يو لوی مصیبت کې اخته شو. زه په جېلځانو کې په معمولي خبرو ۳۴ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد ايجي ټیشن نه منم او په کار دي چې ايجي ټیشن په جيلځخانو کې ونه کړو او که داسې لويه اهمه او سیاسي خبره وي نو که په هغې باندې ايجي ټيشن کوئ نو باک نشته. زمونږ د جېلخانې سپرنټنډنټ رای صاحب يو ډېر عجیبه سړی وء چې هغه ته به معلومه شوه چې يو سړی په دې جېلخانه کې خوشحاله دی بدلېدل نه غواړي نو هغه به يې بدلوو او چې چا به ورته وې چې ما بدل کړه نو هغه به يې نه بدلولو ما نه به یې همېشه دا پوښتنه کوله چې دې جېلخانه کې خو سیاسي قيدیانو ته ډېر ارام دی دا جېلخانه به ستا خوښه وي نو ما به ورته وې چې زه دلته خوښ نه يم نو زه يې نه بدلولم». لیکن احمدشاه. حکيم عبدالرحيم صاحب او لعل باچا چې د دوی دا جېلخانه ډېره خوښه وه او بدلېدل يې نه غوښتل هغوی يې بدل کړل او د نورو خلکو د بدلېدو تجویزونه يې کول چې د ګاندهي جې او د حکومت د صلحې خبرې شروع شوي نو په دې وجه خلک دلته پاتې شول. او څه وخت چې د ګاندهي جي اولارډ ارون صلح وشوه نو د «ای» (۵) کلاس بندیان يې فوراً رها کړل. زه هم د «اې»(۵) کلاس قيدي وم. خو زه يې پرې نه ښودم ما د سپرنټنډنټ نه پوښتنه وکړه چې زه خو هم د «ای»(۵) کلاس قيدي یم؛ نو هغه راته ووې چې ستا متعلق ماته حکم راغلی دی چې دی تر هغه وخته پورې مه پرېږده چې تر کومه وخته پورې ده سرفضل حسین او سرصاحبزاده عبدالقيوم سره ليدلي نه وي.لیکن ما ورله صفا ځواب ورکړو چې ته حکومت ته وليکه چې هغه وخت تېر شو زه هغوی سره لیدل نه غواړم او که دا خلک راشي 4٢٨٨٢ ‏زما ژوند او جد و جهد‎ ‏هم زه د دوی سره د هېڅ قسمه خبرې کول نه غواړم».ځکه چې په‎ ‏مونږ مصصيبت و» نو دوی ما سره نه ليدل او اوس چې ارام‎ ‏راغی دوی ماسره لیدل غواړي ته یې خبر کړه چې نه راځي.‎ بله ورځې ميا جعفرشاه او عبدالله شاه راغلل ټولې کيسې يې راته وکړې چې حکومت تا پرېښودل نه غواړي او مهاتماګاندهي ته یې ستا په سر ډېرې غلطې او بې بنيادې ځبر ې کړې دي او دا خبره ده چې مهاتماګاندهي مونږ رالېږلي يو چې ستا نه پوښتنه وکړو زه د دې په اورېدو ډېر حېران شوم ما وې چې سړی په يو جماعت کې وي او يا ورسره ملګری وي د هغه خبره به څنګه نه مني او د هغه د اصولو نه به ولې انحراف کوي. بله دا ده چې ما اورېدلي دي.چې زمونږ لاټ صاحب «سر سټورډپیرس» حکومت ته دا خبره کړې ده چې په دې صوبه کې مونږ دوه کسه ځايېدی نه شو يا به دی وي يا به زه یم رهايي: ګاندهي جې زما د حاله زمونږ خلکو خبر کړی و. او ځڅه خلک ورله تلي هم وو مهاتماګاندهي «لارډ ارون» له لاړو او هغه ته يې ووې چې دی ځو زمونږ د کانګرس سړی دی ته يې ولې نه پرېږدې دا ځو ته د صلحې خلاف کار کوې هغه ورته ووې چې تا له دا پښتانه دوکه در کوي پښتون او عدم تشدد؟ ته ځو لرٍ سرحد ته لاړ شه دا خلک خو د تشدد نه ډک دي. ګاندهي جې ورته وويل چې که ته باچا ځان نه پرېږدې نو بيا زمونږ او ستا صلح ماته ده .نو زه يې پرېښودم.عبدالاکبر خان دنت ۴۱۵ 0٩016 ٩6۱ زما ژوند او جد وجهد اوسرفراز خان زما نه وړاندې رها شوي وو .خو لا کلي ته تللي نه وو او د ګجرات په ښار کې دېره وو. چې زما د رهايۍ نه خبر شو نو ماله د جېل دروازې له راغلل او زه چې د جېل نه بهر کېدم نو په زرګونو هندوان. مسلمانان او سکهان راجمع شوي وو ءزه يې په موټر کې کېنولم او په ښار کې يې زما جلوس اوښکو او بيا يوه لويه جلسه وشوه ما د هغوی شکريه ادا کړه او يو مختصر تقرير مې وکړو چونکه ما ته د لاهور د دوستانو له طرفه ډېر تارونه او ټیلیفونونه راغلي وو .په دې وجه زه لاهور ته لاړم په دغه وخت کې زمونږ د جيهلم يو دوست د موټرو سره راورسېد او مونږ اول جيهلم ته او بيا لاهور ته روان شو. زه يې جيهلم ته په زور روان کړم ولې چې مونږ د لاهور خلکو ته ټیلیفون کړی و.لیکن چې څه وخت جيهلم ته نزدې شو او هغه ښځې او نر مو وليدل چې زمونږ په انتظار کې د ښار نه بهر راوتلي وو او ولاړ وو. ما زړه کې ووې چې که مونږ دلته راغلي نه وی نو دې خلکو ته به ډېره صدمه رسېدلې وه. زمونږ جلسه په ټول ښار کې وګرځېده او بيا واپس د خپل دوست ځای ته راغلو او د لاهور د تلو انتظام مو وکړو. لاهور ته ګاډی د شپې په يوه بجه تلو .لنډه دا چې لږ څه ارام موهم ونه کړی شو ټیشن له راغلو. لاهور کې زما استقبال: سرفراز ځان کلي ته رخصت شو او زه او عبدالاکبر خان لاهور ته روان شو. مولانا ظفر علي خان.پنډت سنتانم سره د نورو دوستانو په ټيشن کې ولاړ و. مونږ د پنډت سنتانم ځای ونت زما ژوند او جد و جهد 1 ته‌روان شو اغا لعل باچا او علي ګل خان هم دلته وو.علي ګل خان د پېښور نه د لعل باچا د بوتلو دپاره راغلی و.ولې چې هغه يو کال قيد و او زمونږ نه وړاندې خلاص شوی و. لس ساعت پس دا خبر راغی چې ښځو په زنانه جېلخانه باندې مورچه ولګوله او مسزجوتشي ما سره ځبرې کولې چې په دې کې په منډه منډه د هغې لُور راغله او ورته يې ووې چې مورې را پاڅه مورچه ولګېده.مونږ تول په موټرونو کې زنانه جېل ته روان شو او چې څه وت ورسېدو نو څه ګورو چې د جېل مخکې جنډه ښځه ده.ښځې ترې چاپېره ناستې دي او قومي نظم وايي جګړه په دې ده چې مسزاصف علي يې نه پرېښوده.ددې دپاره نورو ښځُو وې چې مونږ هم د دې ځای نه نه ځو چې تر څو دا رها شوې نه ده.په ډېروخوارو مو هغوی رضا کړې او واپس راغلو.په واپسۍ کې مو د هلکانو په جېلخانه کې خپل خدايي خدمتګار مکرم خان د ترنساو شولګرې سره د ملګرو وليدو چې په بارک ختلی واو مونږ ته يې اشارې کولې مونږ ورته ووې چې خپه کېږئ مه. دې څو ورځو کې به خلاص شئ. دا زمونږ هغه هلکان وو چې د لاهور په شرابخانه په پکټنګ قید شوي وو. د جلوس وخت څلور بجې واو په څلورو بجو د کانګرس کارکنان راجمع شول زما دپاره خوڅه د سورلۍ انتظام شوی و. وما ووې چې زه په سورلۍ کې نه ځم جلوس سره به پياده ځم او دوی سره پياده روان شوم. ځای په ځای مسلمانان هندوان او سکهان زمونږ استقبال ته ولاړ وو. خلکو ته به يې په غهډو کې ګلونه اچول او د مسلمانانو اوهندوانو له طرفه ‎۴۷٧۷‏ ---------ت تن د٢‏ زما ژوند او جد وجهد سپاسنامې راکېدی شوې او په یو ځای کې يو مسلمان ما له يوه لونګۍ او يوه کوله هم راکړه او هغه وې د ټوپۍ په ځای پټکی په سروه. مونږ سره په جلوس کې ډېرې زنانه هم وې.زه ډېر ستړی شويوم؛. لیکن چې د هغوی جوش او مينې ته به مې وکتل نو موټر کې نه کېناستم. ماښام جلوس ختم شو او مونږٍ د جلسې ځای ته ورسېدو د جلسې ځای د خلکو نه ډک و په زرګونو ښځې. نر. هندوان. مسلمانان او سکهان جمع شوي وو. چونکه مونږ د شپې په ګاډي کې پېښور ته راتلو نو د لاهور کارکنانو ته مو ووې چې د جلسې کار دې څومره مختصر کړي هومره به ښه وي. ما د سپاسنامې په ځواب کې مختصر تقرير وکه او د سپاسنامې ځواب مې ورکړو او شکريه مې ادا کړه.دوی ته مې تقرير کې ووې چې مونږ له بې غمه کېناستل نه دي په کار. چې څومره کېدی شي هغومره کا روکړو. ولې چې دا سوله نه ده بلکې التوا ده. زما به دا کوشش وي چې د اينده جنګ دپاره يو لک رضاکاران د عدم تشدد په اصولو تيا ر کړم. په دې سلسله کې چې کله زه څه موده پس د سودم «ِضاع مردان په دوره لاړم نو هغوی ما ته په منظومه سپاسنامه کې وويل چې د یولک( ‎٠٠۰۰۰۰‏ رضا کاران چې تا يې د لاهور جلسه کې اعلان کړی دی ستا د شان سره نه ښايي.د دې نه معلومېده چې په هغه وخت کې په پښتنو زلمو او ځوانانو کې څه قسم جذبه وه.چې جلسه ختمه شوه دومره خلک را نه چاپېره شول. چې موټر ته مو لاره نه مونده.خلکو نه مو سوال وکړو چې مونږ له لار راکړئ ګاډی به رانه لاړ شي خلکو لاره راکړه خو د هجوم په وجه د موټر يوه 0016 ٩0٨66۱ زما ژوند او جد وجهد دروازه هم ماته شوه او رېل ته په وخت ورسېدو .رېل کې سواره شو رېل روان شو. ملايانو چې د سحر بانګونه وې مونږ راولپنډۍ ته ورسېدو. او د پنډۍ په ټيشن د انقلاب زنده باد چغې وې زه ویښ وم خوملا مې څُوږېده پاڅېدی نه شوم چې اخر مې د سيټي صاحب اواز واورېدو نو پوه شوم چې دا خلک خو مونږړله راغلي دي.سيټي صاحب مونږ سره د ګجرات په جېل کې قيد و او ډېر ښه سړ و. او د پيکوړو باټینګڼو او چڼو جوړولو ډېر ماهرو او دا څیزونه به يې وتلول نو مونږ له به يې راکول په ډېرو خوارو پاڅېدم او د رېل نه ورکوز شوم زمونږ په ليدو هغوی ډېر خوشحاله شول او راته کلک شول چې مونږ سره به کوزېږئ په ډېرو منتونو ترې خلاص شوم چې پېښور کې به راته خلک په انتظار وي او ورته مې ووې چې بيا به راشم:نورځاته کیمبل پورراټک ته راورسېدو.زه د پاڅېدو نه وم چې په دې کې يو خدايي خدمتګار زما کوټې ډبۍ ته راوختو.د هغه په ليدو خوشحاله شوم اواز مې ورته وکړو هغه په ټوپونو شو او بهر يې منډه کړه نور ملګري يې خبر کړل په دې کې ګورم چې ميا عیسی زرین ځان د يو څو کسانو سره راغی او راترغاړه شول معلومه شوه چې دوی هم د ډېرو د جېل نه راخلاص شوي دي. د دوی په ليدو زه جوړ شوم او هغه دړد مې بالکل ورک شو. مونږ ټول په يوه ډبه کې کېناستو او یو لوی ګپ مو ولګولو ګاډی روان شو او د نوښار په ټیشن ودرېدو باوردۍ خدايي اف 0016/٩۳06 زما ژونداو جد وجهد خدمتګار سره د نورو ځلکو زمونږ په انتظار کې ولاړ وو.د ډبې نه وتل راته مناسب ښکاره نه شول. ما وې هسې نه چې رېل روان شي نو د خپلې ډبې په دروازه کې ودرېدم او يو څو خبرې مې دوی ته وکړې او ګاډی روان شو او پېښورله ورسېدو ټیشن له ډېر خلک راغلي وو. مونږ د ګاډي نه کوز شو خلکو سره مو روغ جوړ وکړل بهر موټرونه ولاړ وو زه عبدالاکبر ځان او ميا احمدشاه په يو موټر کې کېناستو او لعل باچا او علي ګل خان په بل موټر کې کېناستل زمونږ جلوس په ټول ښار کې وګرځېدو او د هغې نه پس مونږ کلي ته روان شو. ځکه چې هلته هم ډېر خلک زمونږ په انتظار کې وو. مونږ چې د ناقۍ تاڼې ته را ورسېدو نو کوم ځای چې زه ګرفتار شوی وم په هغه ځای يوه دروازه جوړه وه .او د داودزو تخته بادي ځان عبدالاحد ځان او نور خلک زمونږ استقبال ته ولاړ وو. مونږ يې د موټر نه کوز کړو. خلکو سره مو روغ جوړ وکړل او د يو مختصر تقرير نه پس رخصت شو ځای په ځای خلک ولاړ وو اخر دا چې مونږ چارسدې ته ورسېدو.دلته په زرګونو خلک جمع وو دلته مونږ د موټر نه کوزېدل مناسب ونه ګڼل. ما ميا احمدشاه او عبدالاکبر ځان د موټر نه تقریرونه وکړل او اتمانزو ته روان شو په زرګونوخلک مون سره روان شول څه وخت چې د اتمانزو مقبرې ته ورسېدو نو مونږ د موټرونو نه کوز شو او د هغو شهيدانو زيارتونو له لاړو چې لږې ورځې وړاندې د پیرنګيانو په ګولو د اتمانزو په جلسه کې شهيدان شوي وو. دا واقعه داسې وه چې دلته اتمانزو کې خدايي خدمتګارو جلسه کوله په هغې پسې فوج راغی او ترې ردنت ۴۲۰ لت د زما ژوند او جد و جهد چاپيره شو ورته يې وويل چې جلسه مه کوئ او ځئ ولې دوی نه تلل نو ډزې يې پرې وکړې دوه کسان په کې شهيدان شول او نور خلک وتښتېدل.زمونږ جلسو ته به ډېرې زنانه هم راتللې. هغو زنانه و کې يوه جينۍ وه چې زما خورزه وه. دل ارا نوم يې واو د ربنواز ځان سالار اعظم خور وه هغه د زنانه و نه راووتله او جلسې طرف ته يې رامنډې کړې. کوم لک چې تښتېدل هغوی کې يو سړي ورته وويل چې يه جينۍ دا ته څه کوې؟ نه وينې چې دا ډزې کېږي دې ورته وويل چې بې غېرتو تاسو تښتئ. ځکه خو زه مخامخ پرې ورځم د دې جینۍ په وینا دا ټول خلک ور واپس شول او د فوج نه چاپېره شول نو د فوج افسر تپوس وکړو چې دا خلک څه غواړي؟. سعدالله خان ورته وويل چې دوی ستا تلاشي اخلي چې تاسو د دوی مړي د ځان سره یونه سئ. په دې خبره فوجيان د خلکو د منځ نه ووتل او لاړل. هلته ما د شهیدانو په ياد کې يو مختصر تقرير وکړو .اوخلکو ته مې ووې چې د ازادۍ بُوټي د ځوانانو د وینو په اوبه ځور لویېږي او کوم بُوټي چې مونږ لګولي دي اميد دی چې ډېر زر به لوی شي ولې چې زمونږ ځوانانو ورله د ځپلو وينو اوبه ځور ورکړو. د دې ځايه مونږ جلوس مات کړو اوعبدالاکبر خان خپل کلي ته او ميا احمدشاه خپل کلي ته لاړل. زه سره د ځپلو مهربانانو حجرې ته لاړم. کور هم زنانوو نه ډک و.د هغوی ليدو له هم لاړم. اکثر دوستان زمانه رخصت شول. لیکن زه په ارام نه شوم» ولې چې څوک به تلل اوڅوک به راتلل څه وخت چې به ډېر خلک راجمع شول نو ډاګ ته به راووتواو ټولو ته به مې يو تقرير وکړو. په دې کې به ډېرې ۴۲۱ زما ژوند او جد و جهد 1 ښځې هم راغلې وې.زمونږ په زنانوو کې هم ډېر جوش و او سیاسي شعور پيدا شوى و. مونږ چې د خلکو دې جوش و خروش ته وکتل نو پوه شو چې مځکه تياره ده او د کروخت دی د دې موقع نه فايده اخيستل په کار دي ځکه چې زما دا یقین نه و. چې دا عارضي سوله به پايداره پاتې شي نو په پښتنو کې موکار شروع کړو شپې او ورځې ته به مو نه کتل دوی پسې کلي په کلي. کور په کور په ټول ه صوبه کې وګرځېدم ټول مې د دنيا په حالاتو پوه کړل نو تسلي مې وشوه ماله خدای ډېر ښه ملګري راکړي وو. او جېلخانوکې يې ډېر ښه تربيت حاصل کړی و. ځکه چې جېلخانه د قومي کارکنانو دپاره يوه تربيتګاه ده زمونږ د تنګي صاحب حق صاحب ډېر مخلص خدايي خدمتګار و. ده سره چې به چا بحث کولو نو ده به ورته ووې چې ته جېلخانې له د قام او مللک دپاره تلی يې نوچې هغه به ورته ووې چې نه نو ده به ورته ووې چې ته په قران نه پوهېږې.زه چې جېلخانې له لاړم نو په قران پوه -شوم:زمونږ د کار طريقه د اوه. چې د صوبې د يو سرنه به شروع شو؛ نو بل سر ته به مو ځان رسولو.مونږ په ټوله صوبه کې او د صوبې په ټولو ضلعو کې يو شان کار کړی دی. خو چې په کومو علاقو کې به خدايي خدمتګاران پيدا شول نو په هغه علاقو کې به تحریک هم ترقي کړې وه. بد د بو "تت" ۴۲۳ ام ردصم زما ژوند او جد و جهد کاندهي ارون پېکټ رزمونږ دورې او تجربې دورې «هشنغر دواوهم کتوزي» د کانگرس جلسه کراجۍ کې د خدايي خدمتگارواسرخپوشو ښه اثر کراجۍ کې مصروفیت» د هندوستان دوره» وطن ته واپسي اود سرحد دوره (ټل» هنگو لاچي» احمدي بانډه»؛ زرکۍ» لتمبر» بنوء سرای نورنگ؛ ککي؛ پيزو» شهبازخېل» ډېره اسماعیل خان» ټانک کلاجي» کل ارام»کومل؛ پنیاله)»؛ د پنجاب پښتني علاقو ته کېمبلپور اټک؛ میانوالې» عیسی خېل وغېره زمونږ کار او د پیرنگیانو سازشونه» د کانگرس په ځای سرحد جرگه»؛ گاندهي جي په بلنه باردو لي ته» د یويداس سره دوره» «بميمۍ »کحرات» احمد اباكن بایړه کې ډرامه» کمزوري ملگري» پیرنگيانو تشدد زیات کړو» دیویداس گاندهي سرحد کې. : ۴۳ زاوا ٢ه‏ 000000 ونو دورې: څه ورځې زه د خلکو نه ډېر ناوزګاره وم لیکن کوم وخت چې خلک کم شول نو بيا زه او ميا جعفرشاه او عبد الله شاه په لويه دوره ووتو. موټر کې مود صوابۍ او نوښار دوره وکړه او شپې له زيارت کاکاصاحب له لاړو ځای په ځای زرګونه خلک مونږ ته ستړي مه شي له ولاړ وو. پښتنو کې ورورولي. قامولي.مينه محبت او سیاسي شعور پيدا شوى و. ځلکوکې داسې جوش و چې بيان يې کولی نه شم. د نوښار په جلسه کې ما له خلکو يوه سره جوبه راکړه او د راکولو په وخت کې يې راته ووې چې دا ياد ولره چې دا جوبه زمونږ په وينو سره دهء چې زمونږ مظلومان درنه هېر نه شي. په مونږ ناوخته شو او زيارت له ناوخته ورسېدو.خدايي خدمتګار غریبانان مخې له راغلي وو او تر هغې ولاړ وو. چې مونږ ور ورسېدو. زمونږ په ورتلو ډېر خوشحاله شو اومونږ د فر قوم ميا حميد ګل صاحب ځای له لاړو. چونکه فخر قوم میاصاحب وفات شوی و. هغه د ځپل قام او ملک دپاره ډېرې قربانۍ کړې وې په دې وجه مونږ د هغه لاس نيوي له د ټولو نه اول لاړو. سبا له مو زيارت کې جلسه وکړه. چې جلسه ختمه شوه نو بيا کلي ته واپس را روان شو. بيا ما د هشنغر او د دواوې دوره شروع کړه او خلکو ته مې د خدایی خدمتګارو او جرګو اغراض. مقاصد ښکاره کړل او هغوی مې د خدايي خدمتګارۍ په تحریيک پوه کړل.زه په دې ډېر خوشحاله شوم چې د هر کلي په جلسه کې ډېرې ښځې شریکېدلې لیکن چې د تنګي په جلسه کې مې د ښځو زور وليدو نو زړه مې باغ باغ شو ځکه چې زما دا وودد د پس وا سسسسسسسسسسستس اج ,015166 ‎٧۸/۸1/0012‏ (0007165 زما ژوند او جد وجهد عقيده وه چې يو قوم هله ترقي کولی شي چې د هغوی سره ښځې اوږه په اوږه لکه د ګاډي د دويمې پایې روانې شي.د الله تعالی شکر مې ادا کړو چې زمونږ خوارۍ ځای ونيوه او چې زمونږ زنانه را بيدارې شوې. نو ډېر امیدونه مې پیداشول چې که خير وي اوس به زمونږ قام ترقي وکړي. د تنګي نه ابازو ته لاړو .د ابازو نه قطب ته يو وړوکی کلی دی چې هغې کې ډېر مخلص خدايي خدمتګار اوسيږي په دې خدايي خدمتګارو د ابازو کاکاخېل مياګانو ډېر ظملونه د پیرنګيانو په وخت کې کړي وو .ورته يې ويل چې خدايي خدمتګاري پرېږدئ.لیکن د ابازو کاکاخېل مياګان په دې ناوړه اراده کې کامياب نه شول. اوزمونږ بهادرانو خدايي خدمتګارانو ته د قوم او د ملک د خدمت په لاره کې چې څه مشکلات او څه تکلیفونه د دې میاګانو د لاسه رسېدلي وو. هغه يې په ډېر صبر او استقلال برداشت کړي وو. له دې ځايه دواوې ته پورې وتو د کتوزو خلک مونږ له مخې له راغلي وو.دا د دواوې مرکز هم و.دلته ډېر ځخلک جمع وو جلسه مو وکړه او لک مو د خدایي خدمتګارۍ د اغراضو نه خبر کړل. شپې له مټې ته لاړو هلته مو هم جلسه وکړه د مټې نه سبا وختي سره د خدايي خدمتګارو سيکو ډېرۍ ته لاړو په لاره چې به څوک خبرېدل د کلو نه به زمونږ د ليدو له پاره راوتل او دې جلوس کې به شریکېدل چې ډېرۍ ته رارسېدو نو زمونږ شمېر زرګونو ته رسېدلی و »په ډېرۍ کې چې جلسه وشوه د جلسې نه پس مو د برې دواوې خلک رخصت کړل او مونږ شپې له انباډېر له راغلو د دې ځای خلک تس ورا "کت تت زما ژونداو جد و جهد په خدايي خدمتګارۍ کې سست وو د دې دپاره په جلسه کې ما ښځو ته اپيل وکړو او ورته مې ووې چې دا ملک څنګه د سړو دی دغسې دښځو هم دی او که سړي خدايي خدمتګارۍ ته تيار نه وي نو تاسو ملا وتړئ او تاسو ځو هم ما سره وعده کړې وه: که د زلمو نه پوره نه شوه فخر افغانه جینکۍ به دې ګټينه د هغې ټولې جلسې په مخکې هغو وويل چې مونږ ټولې تيارې يواو تا سره د قام د خدمت وعده کوو چې څه وخت د جلسې نه فارغه شو. زه سره د یوڅوخدايي خدمتګارو دولت پورې ته لاړم او د ماښام لمونځ مې هلته وکړو او خلکو سره مې دغه خبرې وکړې.شپې له انباډېر ته واپس راغلو . سباله سوکړ ته راغلو هلته مو جلسه وکړه او تر ناو ته راپورې وتو او چې ترناو کې جلسه وشوه نو شپې له اتمانزو له راغلو. د کانگرس جلسه کراچۍ کې چونکه د ټول هندوستان د کانګرس د جلسې ورځې نزدې وې نو په دې وجه مې نورې دورې پرېښوې او د جلسې دپاره مو د تللو انتظام شروع کړو. زما دا خېال و چې د هرې علاقې جرګه دې يو يو خدايي خدمتګار د کانګرس جلسې له مونږ سره ولېږي او د دوی خرڅ دې خپلې ځپلې جرګې برداشت کړي.دې کې دوه فايدې وې يوه خو به خدايي خدمتګار په دې سفر کې تجربه کار شي.بل به زمونږ پراپېګنډه په ټول شسسشو شب و سسسس1010:0:020۴ ٨٨٨٨٢ ‏زما ژوند او جد و جهد‎ هندوستان کې وشي. زما دا تجویز جرګې منظور کړو او د هر ځای نه جرګو يو يو خدايي خدمتګار باوردۍ راولېږلو. په اتمانزو کې يو څو ورځې جرنيل عظمت ځان چې ډېر قابل او همتناک جرنيل و. دوی له ټرېننګ ورکړو د ټولو دپاره يو شان وردۍ جوړې شوې او بيا کراچۍ له روان شو. چې څه وخت پېښور ته ورسېدو نو خدايي خدمتګارو ډېره پراپیګنډه او جلوسونه کړي وو او په دې طريقه يې د خپل مقصد اشاعت کړ یو شپږ څلوېښت باوردۍ خداي خدمتګار وو زه او حاجي عبدالغفار خان.مقصود جان. عبدالله شاه او سعدالله پرې دپاسه وو. د خدايي خدمتگاروسرخپوشو ښه اثر: د خدايي خدمتګارو کمانډر مونږ سرورشاه مقرر كړو او خزانچې او منتظم مقصود جان شو مازیګر په رېل کې سواره شو دا ګاډی نېغ کراچۍ ته تللو ټیشن په ټیشن چې به ګاډی ودرېدو نومونږ به ګاډي نه راکوز شو او د جلوس په صورت کې به را روان شو. ډول او سرنا به غږېدل او چې خلکو به واورېدل.نوخلک به راجمع شولءنو مونږ به خپله پراپېګنډه کوله. سحر وختي لاهور ته ورسېدو دلته ګاډی بدلېدو.لاهور کې ډېر زیات خلک ټیشن ته زمونږ لیدو له راغلي وو. خدايي خدمتګار سره د خپل بيم باجې په قطار کې روان شو يوه عجیبه نظاره وه په خلکو دومره اثروشو چې زما يو دوست ووي چې: ستاسو د دې ننتنۍ مظاهرې نه معلومېږي داسې لکه چې نن د پیرنګيانو حکومت نشته.بلکې د خدايي ٧ 4٢٨٨٨٢ ‏زما ژوند او جد و جهد‎ خدمتګارو حکومت وي. بيا په رېل کې کېناستو او رېل روان شو او د انقلاب زنده باد په نعرو کې د خلکو نه رخصت شو. چې يو څو ټیشنه مخکې لاړو نو په ټیيشن يوې ښځې او يو سړي ما ته سوال وکړو چې مونږ له اجازت راکړه چې مونږ دې خدايي خدمتګارو سره په يوه ډبه کې کېنو. ما ورته وې چې هلته ځای نشته تاسو به په تکليف يئ.لیکن د هغوی د ډېر محبت او اصرار په وجه ما هغوی له اجازت ورکړو. وروسته معلومه شوه چې دا سړی د بهګت سنګه پلار و او دوه ورځې شوې وې چې حکومت بهګت سنګه پانسي کړی و او دا ښځه د جلندر د جینکو د مدرسې مشره استاذه وه. د بهګت سنګه دپلار په مخکې هغوی دا مناسب ونه ګڼل چې ډولونه او باجې وغږوي. لیکن هغه په غړولو باندې مجبوره کړل هغه وې چې زما زوی د قوم او ملک د پاره قربان شوی دی هغه مړ نه دی ژوندی دی. په دې وجه مونږ له خوشحالي کول په کار دي او په ټوله لار يې په دوی ډولونه وغږول بله دا چې هغه استاذه ډېره زوروره قومي ښځه وه. هغې ډېرې قومي غزلې خدايي خدمتګارو ته يادې کړې او قومي نظمونه يې ورته وليکل او وښودل او دوی سره به يې پخپله هم يو ځای ويل. زمونږ خدايي خدمتګار به په هر يو ټیيشن چې ګاډی ودرېدو نو دوی به کوز شول او په يولاين «قطار کې به جوړه جوړه روان شولء ډول سرنا به ورسره غږېدل او دوی به د«انقلاب زنده باد».«فخر افغان زنده باد» چغې وهلې. د ټیشن ټول خلک به ورسره روان شول. دوی ته به ډېر خوشحالېدل او ډېر عجيبه کار ورته ښکارېدو. سسسښشن نه :مو 01:07 0٩016 ٧٩666۱ - زما ژوند او جد و جهد کراچۍ کې مصروفیت: هر کله چې د کراچۍ ټیشن ته ورسېدو»نو ډېر لک مونږ له ټیشن ته راغلي وو. عبدالخالق خليق صاحب هم سره د يو څو نورو پښتنو دغلته موجود و. د کراچۍ ډېر پښتانه راغلي وو ځو د ټيشن نه بهر ولاړ وو. مونږ چې ګاډي نه کوز شو او خدايي خدمتګارو خپله وردي برابره کړه د بهارت سبها يو څو ځوانان چې سره کميسونه يې اغوستي وو او په هغوی کې د پېښور ديوان روشن لال هم و.ماله راغلل چې دا ډولونه بند کړه ما ترې پوښتنه وکړه چې په څه سبب؟ دوی ماته دا ووې چې بهګټ سنګه پانسي شوی دی. ما ورته ووې چې تاسو به په بګهت سنګه-ډېر ځپه يئ که د هغه پلار؟ د هغه پلار خو زمونږ سره په رېل کې يو ځای راغی.خدايي خدمتګارو ډولونه او باجې نه غږولې هغه په زور په دوی وغږول او مونږ ته د هغه حکم دی چې ډولونه به غږوئ ځکه چې هغه وايي چې بهګت سنګه-د قوم او ملک نه ځان قربان کړی دی. هغه مړ نه دی ژوندی دی نو دا د خوشحالۍ مقام دی هغه په دې ټيشن موجود دی تاسو ترې پوښتنه وکړئ. که چيرې د هغه رضا نه وي نو مونږ به ډولونه بند کړو. مونږ چې د ټيشن نه را ووتو نو په زرګونو خلک مونږ ته ولاړ وود پښتنو د طرف نه خليق صاحب مون ته سپاسنامه پېش کړه د هغې په ځواب کې ما يو مختصر تقرير وکړو. او د هغوی شکريه مې ادا کړه. د پښتنو دا خيال و. چې مونږ پياده د جلوس په شکل کې دوی سره د کانګرس تر پنډاله پورې لاړ شو لیکن مونږ ته چاووې چې مهاتماګاندهي جلوسونه بند ھل 0٩016 ٩٨666 زما ژوند او جد وجهد کړي دي په دې وجه مونږ په لارو کې سواره شو او د هغوی ځواهش مو پوره نه کړی شو او خپل عذر مو ورته پېش کړو. خو هغوی په دې خبره ځپه شول. څه وځت چې مون د کانګرس پنډال ته ورسېدو نو د کانګرس په پنډال کې شور شو او د رضاکارو د تيارۍ دپاره سیټهۍ.شپېلۍ وغږېدې. لیکن چې دا ورته معلومه شوه چې دا خو خدايي خدمتګار دي نو په قلار شول. حقيقت دا وچې څه وخت ګاندهي جې راتلو نو ټیيشن له ورله د بهارت سبها سُور کميسي ځوانان تللي وو او تورې جنډې يې ورله مخې له وړې وې او ډېرې ګستاخانه خبرې يې هم ورته کړې وې نو چې څه وخت مونږ ښکاره شو؛ نو زمونږ وردۍ سرې وې نو چا دا اواز وکړو چې هغه دي سُورکميسي راغللء او د کانګرس په پنډال حمله کوي.د هندوستان او انګلستان په اخبارونو کې دا غلط خبرونه شايع شول چې سرخپوشو ګاندهي جي له تورې جنډې وړې وې. او هغوی د کانګرس نه بغاوت وکړو. د انګلستان اخباراتو پرې لوی لوی مضمونونه وليکل او ډېرې خوشحالۍ يې وکړې. خو د دروغو مزل لنډ وي او تر هغه وخته پورې وي. چې رښتیا ښکاره شوي نه وي. مونږ يې د کانګرس یوخاص کېمپ له بوتلو هلته لوی لوی تنبوان لګېدلي وو. په هغه کېمپ کې خو ډېر تنبوان وو ځو ما د ځان او د خدايي خدمتګارو دپاره پنځه تنبوان كافي وګڼل او په هغو کې مو ځپلې بسترې خورې کړې.مونږ لادمه شوي نه وو چې د اخبارونو خبرلوڅي راغلل او د ګاندهي جي او د خدايي خدمتګارو د مخالفت سوالونه يې شروع کړل ما ورته ووې 0٩016 ٧066٠ زما ژوند او جد و جهد چې دا ټولې خبرې غلطې او بې بنياده پراپېګنډه ده. زمونږ ګاندهي جي سره او کانګرس سره هېڅ قسم مخالفت نشته او اخباراتو کې چې څه شایع شوي دي هغه کې يوه زره رښتیا نشته.ټول خبرونه غلط او بې بنياده دي.مازیګر د پنډت من موهن مالويه جي زوی راغی او هغه زما نه د دې متعلق يو لوی بیان ولیکلو او هغه یې د هندوستان ټولو اخباراتو له ولېږلو. د هندوستان ښځې. نر. د خدايي خدمتګارو او زما د ليدو ډېر خواهشمند وو او هر وخت به زمونږ په کېمپ کې يو غوبل واو زرګونه خلک به زمونږ کتو له راتلل ولې چې هغوی ته ځو پښتانه د ځُناورو په رنګ ښودلی شوي وو.او دلته د انسانیت او قوميت په اوچته پوړۍ ولاړ وو .د پښتنو متعلق په ټول هندوستان کې ډېره غلطه پراپېګنډه شوې وه او دوی ورته متشدده خلک ښکارېدل خو اوس د کانګرس سره اوږه په اوږه د عدم تشد د په لاره روان وو او د پیرنګيانو جېرو ظلم ته يې په صر او استقامت خپلې سینې ډال کړې دي. دوی ته پښتانه او کانګرس سره ملګرتيا ډېره عجيبه ښکارېده. چې دوی پښتانه خدايي خدمتګار پخپلو سترګو وليدل د دوی د عمل د دوی د تنظیم.د دوی د اخلاص او د دوی د عدم تشدد نه خبر شول نو سترګې يې وغړېدې او تسلي يې وشوه او چې څومره پراپيګنډې د دوی برخلاف شوې وې هغه يې د ماغزو نه ووتلې» قسم قسم خلک به ماله راتلل او قسم قسم سوالونه به يې کول. ما به چې څومره زما نه کېدی شوه پوهول. د خدای ډېر شکرګزاره يم. چې کوم خيالات د مودونه زمونږ خلاف د دې خلکو په زړونو کې پيدا کړی شوي وو. د هغوی تر ډېره شسپسسهمهد 0 007ر۷:۷نسښست ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد و جهد حده پورې اصلاح او ازاله وشوه. بله دا چې دلته د کانګرس دې جلسې له د ټول هندوستان خلک راغلي وو. هغه ټول د حقيقت نه خبر شول.خدايي خدمتګار چې به څه وخت د کانګرس لنګر له ډوډۍ خوړلو دپاره لاړل نو لوی لوی سېټان به لاس په نامه د دوی خدمت ته ولاړ وو او هر سړي به د دې کوشش کولو چې د خدايي خدمتګارو سره شریک شم او هر طرف ته چې به خدايي خدمتګار لاړل نو خلکو به يې ډېر عزت کولو او څه وځخت چې د کانګرس دا سالانه جلسه شروع کېده. نو په دغه افتتاحي اجلاس کې د شرکت دپاره ګاندهي جي. جواهر لال نهرو او سردار پټېل خدايي خدمتګارو پسې راولېږل چې سره د بينډ باجو په دغه غونډه کې حصه واخلي. جواهر لال نهرو او د هغه بي بي کملا ديوي او ځور بي بي يې سره د خپلو دوستانو د خدايي خدمتګارو پريډ او باجې ليدو او اورېدو له به راتلل په ټول ملک کې د خدايي خدمتګارو يو درزو او زمونږ د خدايي خدمتګارو په وجه د پښتنو د نېبک نامۍ ډېره لويه پراپېګنډه وشوه او هغه د بدنامۍ داغ ددوی د تندي نه ووینځلی شو او د دوی په وجه خلکو پښتانه وپېژندل او هغوی سره یې مینه پيدا شوه. د کانګرس په جلسه او پنډال کې خدايي خدمتګارو ته ازادي وه هر ځای له تلی او ګرځېدی شول يا هغه پښتون و. چې ټول هندوستان کې به ترې خلکو سترګې پټولې او ډاکو قاتل ورته ښکارېده او يا دا ساعت دی چې د کانګرس او قوم په دوی دومره اعتبار پيدا شو چې د خپلو زنانوو انتظام او حفاظت يې خدايي خدمتګارو ته حواله کړو. بله دا چې دا کار ۳-۳ ٢٣--تکت‏ تت تت زما ژوند او جد و جهد 1 ډېرګران و نه دا انتظام پولیس کولی شو او نه د کانګرس رضا کارانو کولی شو ځو دې خدايي خدمتګارو داسې په ښه طريقه سره وکړو چې د دوی انتظام او ډسپلين ته دنيا حېرانه شوه او نور خلک خو پرېږده.د پولیس يو لوی افسر چې دلته د انتظام دپاره لګېدلی و.د خدايي خدمتګاروکمانډر عظمت خان ته يې ټوپۍ کوزه کړه.او لاس يې ورکړو او دده شکريه يې ادا کړه. او چې څه وخت به عظمت ځان ښکاره شو نو د پولیس مقامي افسرانو به ورته سلامونه کول او د خدايي خدمتګارو نه علاوه چې پولیس له به يې څه قسم حکم ورکړو هغوی به يې تعميل کولو.د دې هم په کانګرس او ټول هندوستان ډېر ښه اثر وشو. کراچۍ کې ډېر پښتانه اباد دي چې د روزګار دپاره تللي دي. د هغوی دا خواهش و. چې خدایي خدمتګارو له مېلمستیا وکړي او د دوی دپاره يې روپۍ هم جمع کړې وې د هغوی يو څو مشران د خليق صاحب سره زمونږ کېمپ ته راغلل او ماته يې خپله اراده ظاهره کړه ما د دوی د محبت او اخلاص ډېره شکريه ادا کړه او د| عرض مې ورته وکړو چې تاسو خو زمونږ وروڼه يئ مونږ ستاسو خدمتګار يو مونږ ته په درتلو کې هېڅ عذر نشته او چې څه وخت تاسو غواړئ مونږ به درشو خو ډوډۍ سره مې اتفاق نشته پښتون دومره غريب دی چې د ده پيسې په ډوډو لګول په کار نه دي. هغوی ووې چې مونږ چنده جمع کړي ده نو ما ورته ووې چې د پخې ډوډۍ په ځای دوی له أومه ډوډۍ ورکړئ هغه به په څه فايده راشي هغوی ما سره په دې اتفاق وکړو. بله ورځ مونږ هلته لاړو .ټولو پښتنو 0016/٩06 زما ژوند او جد و جهد سره مو لیدل کتل وشو د کراچۍ نور خلک هم راجمع شوي وو هغوی ماله يوه سپاسنامه راکړه او دوه نیم سوه روپۍ يې راته پېش کړي ما د هغوی شکريه ادا کړه اود سپاسنامې ځوابي تقرير مې وكړو او روپسۍ مې د خدايي خدمتګارو دپاره منظورې کړې. په کراچۍ کې د جمعة العلماء هند سالانه جلسه وه. مولانا احمد سعید صاحب ناظم ماته يو خط وليکلو مولانا احمد سعید صاحب ناظم او صدر صاحب مولانا کفايت الله مونږ سره د ګجرات په جېلځانه کې يو ځای اوسېدلي وو او زمونږ ورسره ډېر ښه تعلقات جوړ شوي وو. چې که کېدی شي نو خدايي خدمتګار دې د جلسې په ورځ مونږ سره شرکت وکړي چې مونږ سره امداد وکړي اومونږ له يې هم دعوتي خطونه راولېږلءمونږ په ډېره خوشحالۍ سره د دوی دعوت منظور کړو او خدايي خدمتګار مو د هغوی خدمت او امداد دپاره ورولې ږل او زه هم د هغوی جلسه کې شریک شوم. د خدايي خدمتګارو د انتظام او خدمت نه هغوی ټول ډېر خوشحاله وو او ماته یې د هغوی د انتظام ډېر تعریف وکړو. د هندوستان دوره: د کانګرس جلسه ختمه شوه او د جلسې د ختمېدو نه پس مونږ په دوه ځايه تقسیم شو يوه ډله د حاجي عبدالغفار. ميا عبدالله شاه او سعدالله خان سره د هغو خدايي خدمتګارو چې هغوی واپس تلل غوښتل .او بله ډله زما سره وه چې مونږ په ټول هندوستان کې ګرځېدل غوښتل اوخپله پراپېګنډه مو 2 - سسسسم روو 011-۷0۴ 00٥٥ ٧٣1151. زما ژوند او جد و جهد : کوله.زمونږ اوله ډله کلي ته روانه شوه او دا دويمه زه او مقصود جان د خدايي خدمتګارو سره د کانګرس د مسلمانانو په اصرار بمبۍ ته روان شو مونږ ماښام د اوبو په جهاز کې سواره شو ډېر پښتانه او د کراچۍ خلک زمونږ رخصت کېدو له راغلي وو مونږ چې څه وخت خپل سامان سمبال کړو .نو بيا ټول په يو قطار کې ودرېدو او د جهاز نه مو باجې او ډولونه وهل شروع کړل په بندر کې پښتنو شهډوله واچوله او هغه پړپيشکو يې جوړه کړه چې د جهاز ټول پیرنګيان او مېلمانه د دوی تماشې ته ودرېدل لاندې يو پیرنګی په جوش کې راغلو. سره جنډه ورسره وه ميدان ته يې راودنګل لیکن يو پولیس افسر راغی او هغه يې د دوی نه وښکلو يو عجیبه کیفيت او عجیبه ننداره وه چې په دې کې زمونږ جهاز روان شو او لس ساعت پس د بندر هغه ټول خلک زمونږ د نظر نه غيب شول. بله ورځ مونږ بمبۍ ته ورسېدو دلته په زرګونو خلک زمونږ استقبال له راغلي وو. ولې چې په اخباراتو کې زمونږ لويه پراپېګنډه شوې وه په کوم بندر کې چې خلک جمع شوي وو زمونږ جهاز يې هلته ونه درولو بلکې د هغه نه کوز په يوه بله بندرګاه کې يې مونږ کو ز کړو. لیکن په يو ساعت کې هغه خلک هلته راورسېدل. زمونږ يې يو لوی جلوس په ښار کې ووېستو او څه وخت چې مونږ د کانګرس دفتر ته ورسېدو.نو جلوس ختم شو او بيا مون د ارام دپاره چې کوم ځای زمونږ دپاره مقرر و هلته لاړو .په بمبۍ کې زمونږ ډېره لويه پراپېګنډه وشوه.ځای په ځای مو جلسې وکړي او بله دا چې زمونږ په ورتلو په مسلمانانو هم څه اثر وشو »خو په پیرنګيانو پو د ددد 998 د ‎01:/5٨/5"9١‏ 0٩016 ٩0٨666 زما ژونداو جد و جهد باندې مېږي لګيا شول اوزمونږخلاف يې دا پراپېګنډه په مسلمانانو کې شروع کړه چې دا خلک هندوانو په دې غرض راوستي دي چې جماعتونو سره ډولکي او باجې وغږوي چې سبا له مسلمانانو ته د هندوانو په ډولکو او باجو څه اعتراض نه وي.د هندوستان په مسلمانانو کې دومره سیاسي شعور نشته چې څومره په هندوانو کې دی. سیاسي شعور په يو قوم کې د اسمانه نه راځي او چې په کومو قومونو کې د سیاسي شعور خلک پيدا شي نو خپل قوم پسې وګرځي هغوی کې سیاسي شعور پيدا کړي.مسلمانان ډېر ښه قوم دی خو په هغوی کې داسې خلک تر اوسه پورې پيدا شوي نه دي.تاسو د هندوانو.مسلمانانو دې ليډرانو ته فکر وکړئ.د هندوانو مشران او ليډران قوم پرست دي ځو د مسلمانانو مشران او ليډران خان بهادران او ځان صاحبان وي. دوی چې څه غواړي ځان له غواړي يا پېرنګي له غواړي. د دې غریبانانو څوک غمخور نشته او ځکه دوی د هندوانو نه وروسته پاتې شول. د پارسي قوم له طرفه مونږ ته يوه سپاسنامه هم راکړې شوه په جلسه کې په زرګونو ښځې» نر شریک شوي وو. ما د ډېرې شکریې نه پس د خدايي خدمتګارۍ ضرورت او حقیقت ښکاره کړو او ما ورته ووې چې دا تحریک په دې غرض شروع شوی دی چې مظلوم د ظالم د ظلم نه خلاص کړي او هر څوک چې په دنيا کې ظالم وي که مسلمان وي که هندو وي او که پیرنګی وي دوی همېشه د هغوی مخالفت کولو دپاره تيار دي. خدای ته ځو د خدمت ضرورت نشته. د خدای خدمت د هغه د مخلوق خدمت دی. سعام:٥٥1 ‎0124٥‏ م ‎۵٥ ۸٨۸١١.‏ ه0 زما ژوند او جد و جهد د بمبۍ نه پس دهلي له راغلو .دلته هم زمونږ استقبال له په . زرګونو خلک راغلي وو. زمونږ د مېلمستیا انتظام جمعية العلماء هند کړی و. مونږ هلته لاړو او ارام مو وکړو او مازيګر يې زمونږ جلوس په ښار کې وګرځولو. هندوانو او مسلمانانو چې د کومې مینې او اخلاص مظاهره وکړه د هغې به درته څه ذ کر کوم په ټوله لاره زمونږ په جلوس خلکوګلونه نوستل او ځا په ځای سپاسنامې راکړی شوې ماښام جلوس ختم شو د جلسې په ځای کې ښځې ځې او نر د ماشو اومېږو په شان راجمع شوي وو. ما په جلسه کې د شکریې نه پس يو تقرير وکړو چې اميد دی چې ستاسو د زړونو نه هغه شکونه او وهمونه اوس لرې شوي وي. چې کوم ستاسو په زړونو کې د پښتنو خلاف دښمنانو پيدا کړي وو او په دې تقرير کې مې د ډيلي د ښځو د بهادرۍ او قربانۍ چې کومې هغوى د ازادۍ په دې تحريک کې کړې وې تعريف وکړو او دا مې ووې چې د كوم قوم ښځې چې بېدارې شي او د ملک د ازادۍ دپاره ملا وتړي نو هغه قوم څوک غلام ساتلی نه شي او هغه قومونه به ډېر زر خپل منزل ته ورسيږي. جلسه په ډېره کاميابۍ سره ځتمه شوه اومونږ ټیشن ته لاړو او په رېل ګاډي کې سواره شو لږ ساعت پس ګاندهي جي هم سره د يو څو تنو ځپلو ملګرو په دې ګاډي کې زمونږ سره يو ځای امرتسر ته روان شو په هر ټیشن کې به د ګاندهي جي د ليدو دپاره خلک راغلي وو.دومره شور او غوغا وه چې مونږ ترې خوب کولی نه شو او نه ګاندهي جي اوده کېدی شو او څه وخت چې زمونږ ګاډی سهارنپور ته ورسېدونوهلته ډېر خلک ۷ 0٩06/۳066 زما ژوند او جد وجهد راجمع شوي وو هغوی ته مونږ خبر نه و کړیءځو دوی د جلسې اعلان هم کړی و او په زرګونو ښځې. نر نیمه شپه ټيشن سره نزدې زمونږ په انتظار ولاړ وو .ګاندهي جې خو بالکل د کوزېدو نه انکار وکړو د هغه نه پس هندوان.مسلمانان ماله راغلل او ماته يې ډېر منت وکړو چې وګوره په دې نيمه شپه کې څومره ښځې. نر راجمع شوي دي نو که چېرې ته هم مونږ سره کوز نه شوې؛ نو دا خلک به ډېر مایوسه شي او راته يې ووې چې يوه ګينټه پس بل ګاډی راځي. نو زه د دوی د خوشحالۍ له پاره ورسره کوز شومء. مونږ چې د جلسې مقام ته ورسېدو نو زمونږ دپاره د ښار نه بهر خلک زمونږ په انتظار کې ناست وو ما په دې خپل زړه کې ووې که چېرې زه هم دوی سره راغلی نه وی نو د دوی زړونو ته به څومره صدمه رسېدلې وه. زما په راتلو يې هم څه نا څه تسلي وشوه. یو څو ځبرې مې د تقرير په شکل وکړې وخت راسره نه و بيا ترې واپس ټیشن ته راغلو چې په دې کې هغه رېل راغی او په هغه کې مون سواره شو. رای زاده هنسراج چې د جلندرو او ماسره د ګجرات په جېلخانه کې يو ځای قيد و. او ډېر ښه سړ یو او چې کله به د ده ملاقات و نو مونږ له به ډېرې غوړې زېړې دده کوروالاو راوړلې. زما ډېر اشنا و او مونږ سره يې ډېر ښه تعلقات وو. ما د ده سره د کوزېدو وعده کړې وه اوزمونږ اراده وه چې جلندر کې به کوزېږو ده سره به دمه کوو با به بل ګاډي کې امرتسر ته لاړ شو چې څه وخت زمونږ ګاډی لوديانې ته راورسېدو نو هغه خلک زمونږ نه بر شوي وو ښځې» نر ټيشن له راغلي وو او دا کوشش يې کولو چې مونږ سره دلته 00011651 ٧/۸/1/6012601661166:21#6: ‏مسب‎ زما ژوند او جد و جهد کوز شي مونږ يې په دې مجبوره کړو چې د جلندر نه واپس لوديانې له راځئ نو وعده مو ورسره وکړه نو هلته ترې مونږ خلاص شو او بيا هم راسره يوه ښځه په ګاډي کې جلندر ته ورسېده.نو لاله هنسراج او د هغه ټبر او ځاندان او ورسره نور ډېر خلک ټیشن له راغلي وو او د هغه هم مونږ سره امرتسر ته د تللو اراده وه چې ټيشن کې داسې غوبل جوړ شو چې زه به یې درته څه ووایم. بعضې خدايي خدمتګار ګاډي کې پاتې شول او څه ماسره کوز شول ځو ځپل سامان يې کوز نه کړی شو مونږ جلندر ته لاړو هلته مو د جینکو سکول وکتو زرګونو خلکو ته مې يو مختصر تقرير وکړو او بيا واپس لوديانې ته روان شو مونږ يوه لارۍ کې د لاله هنسراج سره لوديانې ته لاړلو د ښار نه بهر ډېر خلک ولاړ وو ډېر وځخت مونږ په کشمکش او جلوسونو کې ضایع کړو او دلته مو لويه عظيم الشانه جلسه وکړه ځو رېل ګاډی رانه لاړلو. د دې ځای مسلمانانو خدايي خدمتګارو له د لارۍ انتظام وکړو او له دې ځايه مونږ په لارۍ کې امرتسر ته روان شو مازیګر ورسېدو. په بازارونو کې ځلکو مونږ سره ډېره مينه کوله چې دوی به زمونږ د لارۍ نه چاپېره شو اخر په ډېرو ځوارو هغه ځای ته ورسېدو چې کوم ځای ګاندهي جي کوز شوى و معلومه شوه چې ګاندهي جي ته هم خلکو په ټیشن ډېر تکلیيف ورکړی و او هغه ناجوړه هم و زه د هغه ليدو له لاړم هغه مخ سرتړلي وو او په ډېر تکلیف کې و.ما هغه خپل ټول د قيد ملګري که هندوان وو که مسلمانان وو که سکهان وو چې څوک ماسره د ګجرات په جېل کې اشنا شوي وو 00011651 ۱/٧۷١١ .0010001561666.0)) ‏نااسغغغغغسسنسست-ان‎ زما ژوند او جد و جهد ولیدل. زما طبیعت هم ناسازه و »په دې وجه ما مناسب وګڼل چې د سکهانو وروڼو نه اجازت واخلو او کلي ته لاړ شو. وطن ته واپسي: هغوی نه مې په ډېر زور رخصت واخيستو. ما وې زه ناجوړ يم»هېڅ هم نه شم کولی او تاسو مې پاتې کوئ. نو زه به زيات ناجوړه شم هغوی رضا شول او ما له يې رخصت راکړو او مون د شپې په ډاګ ګاډي کې راروان شو سحر وختي نوښار ته راورسېدو او چې کوم خدايي خدمتګار د دې ځای وو هغوی مو رخصت کړل او مونږ مردان ته روان شو د مردان ټیشن له په زرګونو خلک راغلي وو. مونږ هغوی سره هوتي مردان ته لاړو د کلپاڼۍ په غاړه د يوې لویې جلسې انتظام شوی و. چې جلسه ختمه شوه نو بيا طورو مايارو ته لاړو هلته هم د دواړو کلو خلک راجمه شوي وو جلسه مو وکړه خلکو ته مو د دورې ټول حال ووې او بیا مونږه واپس اتمانزو ته راغلو. يو څوورځې مې ارام وکړو او چې ښه شوم نو د صوبه سرحد د دورې اراده مې وکړه چې په دې کې د کوهاټ»بنو .ډېره اسماعيل ځان.د کمېټو له طرفه دعوتونه هم راغلي وو.زه د ټل او هنګو په دوره روان شوم په دوره کې ماسره د مانګانو بانډې د قاري صاحب زوی هم تلی و هغه ډېر ځوش اوازه و .قومي نظمونه به یې ويل چې: ستا له میچنو نه وېرېږو ای سرکاره ولې مو وېروې. د دې به په خلکو ډېر ښه اثر کېدلو. په لاره کې د درې ټول اپريدي وروڼه خبر شوي وو زمونږ استقبال دپاره ځای په ځای ۳۴۰--ژ-دددادادددد دد ‎"٢ -‏ م. ه0120 م.٧٧‏ دم ‏زما ژوند او جد وجهد ‏ناست وو او د چای او ډوډۍ انتظام يې هم کړی و. زمونږ د ښکاره کېدو سره ډزې شروع شوې او ډېر خوشحاله شول. ما به ډېر منع کول چې ډزې مه کوئ زما نظريه خو د عدم تشدد ده. خو هغوی خو ازاد خلک وو کله منع کېدل. ځای په ځای چې به دوی جمع وو مونږ به ور کوز شو او مختصر تقریرونه به مې ورته وکړل او د خدايي خدمتګارۍ په حقیقت به مې پوه کړل. د دې ځای نه اول ټل او بيا واپس هنګو ته لاړو او چې هلته مونږ ځپل د تحريک وروڼه وليدل او جلسې وشوې نو واپس د کوهاټ ښار له راغلو. د کوهاټ خلکو ځو يو لوی نمایش کړی و. خو د باران په وجه رونق خراب شو د جلوس نه پس مو جلسه وکړه او تقرير مو وکړو او خلکو ته مې د خدايي خدمتګارۍ د جرګو جوړولو دعوت ورکړو .چې سباله بنو ته روان شو په لاره کې لاچۍ او احمدي بانډې. بانډه داود شاه کې مو جلسې وکړې. بيا کرک ته لاړو هلته جلسه وشوه د زرکې په ټوله علاقه کې وګرځېدو. واپسۍ کې لتمبر ته راغلو او د محمد افضل خان ځای کې مو جلسه وکړه کوهاټ کې زمونږ ډېر ښه کارکنان وو.1 چې دوی کې يو د زرکې عبدالغفار نومېده چې د قومي خدمت په لار کې يې ځان قربان کړی و. ده د خودکشۍ په وخت کې يو خط زما په نامه لیکلی پرېښی وو په هغې کې يې ليکلي وو چې ما د یوخدايي خدمتګار په حيث تاسره د لوی خدای د وړاندې دا لوظ کړی وو چې زه به د خدای د مخلوق خدمت د هغه د رضا دپاره کوم او که په دې لاره کې هر قسم تکلیف او مصیبت په ما راځي نو زه به د هغې مقابله په عدم تشدد کوم. چونکه د مسلم ليګ په ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد و جهد نامه د قيسوم ځان حکومت دلته زمونږ د وهلسو. ټکولسو. قيدولو. مال تالا کولو. او جايداد ضبط کولو نه علاوه زمونږ د کورونو او زنانوو بې پردګي هم کوله نو زما پښتنې غيرت دا برداشت نه کړی شوه پکار ځو دا وو چې ما ټوپک را اخستی وی او د دې ظالمانو نه مې ځپل بدل اخيستی وی خو چونکه ما تا سره دا لوظ کړی وو چې زه به په عدم تشدد پابند اوسم نو د دې وجهې نه زه خپل ژوند ختموم او د خدای سره سره تانه هم معافي غواړم چې زه تاسره په هغه خپل لوظ ټینګ پاتې نه شوم) دې ضلع کې تقریباً يو لک خدايي خدمتګار وو. دلته د لتمبر د کلي ان د سړک په غاړه مونږ ته د چایو انتظام کړی وء مونږ چای څکله چې زمونږ د بنو خدايي خدمتګار را ورسېدل او مونږ ورسره په موټر کې بنو ته روان شو بنوڅو هم مونږ دپاره ډېر نمایش کړی و او په ښار کې يې زمونږ يوعظيم الشان جلوس وښکو په زرګونو خلک په کې شریک شول ډېره ښه جلسه وشوه او ډېر مخلوق ورله راغلی و.سالار يعقوب ځان او ويشوامتر دلته ډېر کار کړی و. دوی د لته د هندوانو او مسلمانانو ښه اتفاق رااووستی و. هلته مې هم يو مختصر تقرير د خدايي خدمتګارۍ متعلق وکړو.د هغه ځايه سبا له مونږ ډېرو ته روان شو میراخېل کې نورنګ او سرای کې مو جلسه وکړه ککي کې مو هم جلسه کړې وه. شهباز ځېلو او پيزو کې مو جلسه وکړه.لکي مروت لاره کې راتلل هلته مو جلسې وکړېډېرو ته نزدې مونږ د پاسو پښتنو څه کډې وليدې او مونږ هغوی ته ورستانه شو .مونږ لا هغوی سره خبرې ااجغغغغنسنست )1/000/.00120015166.0 00071651 زما ژوند او جد وجهد کولی چې په دې کې يو موټر راغی اومونږ ته يې ووې چې زر راځئ خلک د ښار نه بهر راوتي دي سخت په انتظار کې دي. مونږ هغوی سره روان شو او چې د ډېرو ښار ته نزدې شو نو په زرګونو خلک زمونږ په انتظار کې ولاړ وو .زمونږ د موټرو په ليدو سره يې د انقلاب او فخر افغان زنده باد نارې ووهلې. بازارونه. سړکونه. دکانونه يې بند کړي وو ځای په ځای دروازې ډېرې ښې جوړې شوې وې.زما په خيال دلته ډېر لوی لوی خلک راغلي وو .ځو داسې استقبال يې شوی نه و.زه یې په اس سور کړم او د جلوس وړاندې روان شوم په زرګونو ښځې.نر په دکانونو.بالاخانو او کوټو باندې ولاړ وو.ء پیرنګيانو ډېر کوشش کړیو. او په هندوانو يې ډېر دباوونه کړي وو چې په دې طريقه زما جلوس او استقبال ونه شي خو بالکل ناکامیابه شوي و.ددې جلوس ټول انتظام هندوانو کړی و ډېره اسماعیل خان کې په دې ورځو کې د قومي تحریک زور او شور و د دې ښار په چاپيره علاقو کې هم تحریک په زور کې و. ټانک. کلاچۍ. ګل امام؛ ګومل بازار او پنیاله کې خلک په تحریک کې په زور او شور کې شاملېدل. ښار کې د سړونه علاوه د ښځُو او وړو هلکانو جلوسونه وتل. يوه ورځ د ښځو جلوس په بازار کې تېرېدو هر کله چې دا جلوس د ډاکټر جنډه رام چوک ته ورسېدو نو د صوبه سرحد انسپکټر جنرل پولیس ايس مانګر د جلوس د خورېدو حکم ورکړۍ و. خو ښځو انکار وکړو. جرنيل د ښځو په دې انکار ډېر غصه شو او تمانچه يې راوښکله او چلوله يې چې ناڅاپه يو زلمي ٢هو‏ ھت تت زما ژونداو جد و جهد سرداربهګوان سنګه-د ده لاس ونيو او ورته يې ووې چې تاله شرم نه درځي چې په ښځو تماچه چلوې. د جرنيل صاحب لاس وړچېدو او تماچه ترې ښکته پرېوته جرنيل صاحب وارخطا شو او بنګلې ته لاړ او تماچه ورله يو سپاهي يوړه د بهګوان سنګه-د دې جرات بدله په ١٩١۱ع‏ کال کې د فرقه وارانه فساد نه پس واخيستی شوه او هغه د دروغو د يو قتل په مقدمه کې ونيوی شو او ډېر مصیبتونه يې پرې تېر کړل او چې ثبوت پرې پیدا نه شو نو پرې یې ښوده. هندوانو ته حکومت ډېر په قهر و او دغه وجه وه چې پینځه میاشتې پس يې په هندوانو. مسلمانان ورواچول اوکور کې يې وجنګول او لوی فساد وشوء . د هندوانو مالُونه يې پرې ټک کورونه او بازارونه يې وسو زول او ډېرهندوان اومسلمانان تل شول. او د لکونو روپو نقصان وشو او د پنيالې یوخان بهادر چې هغه سره د ډپټي کمشنر او شسیخ محبوب علي| سسټنټ دا صلاح وكړه او دوه لارۍ يې هم ورکړې چې خپلو نوکرانو له سرې وردۍ جوړې کړي او پوه یې کړو چې مونږ په ښار کې فساد کول غواړو. کوم وخت چې در ته ټیلیفون وکړم نو دغه د سرو جامو نوکرانو له ټوپکې او تماچې ورکړه او ښار له يې د لوټ او اور لګولو دپاره فورا راورسوه.ده هم دغشسې وکړل. د پیرنګي ډپټي کمشنر دا پاليسي وه چې يو خوا به هندوان ووهل شي لوټ به شي اوبل خوا به سرخپوش خدايي خدمتګار بدنام شي او د دوی بر خلاف به پراپېګنډه په ټول هندوستان کې وکړو چې کانګرس هم په دوی بدګمانه او ځپه شي او دوی له ځانه بېل کړي.د تت ۴۴۴ س-- ام ‎01۶4/1٥6.‏ م١۸٨۸‏ د۵ ه0 زما ژوند او جد و جهد شپې يوه عظيم الشانه جلسه وشوه ما په کې يو مختصر تقرير وکړو چې زه ستاسو د هندوانو او مسلمانانو په اتفاق ډېر خوشخاله شوم او اميد وم چې تاسو به خپل دا اتفاق د اینده دپاره قایم او دايم وساتئ او د ملک د ازادۍ په لاره کې به کافي حصه واخلئ. سبا له مونږ کلاچۍ له لاړو کلاچۍ کې د ګنډه پور ځانان رمضان ځان وغيره ټول مونږ سره ملګري شول دلته د خدايي خدمتګارو جرنيل کنور بهان نارنګ صاحب وروستو بيا سالار شو او د هغه ځای خلکو زمونږ ښه استقبال وکړو .خدايي خدمتګارۍ کې خلک په ډېر شوق داخل شول او جرګه مو هم جوړه کړه. د کلاچۍ نه ټانک ته لاړو او د ټانک خو ډېر زورور پښتانه دي. ډېر خلک په جلسه کې شریک شول. شپې له ګل امام له لاړو ظفر ځان دوی هم مونږ سره شامل شول. دلته هم جلسه وشه او ډېرو خلکو خپل نومونه خدايي خدمتګارۍ کې وليکل. له دې ځايه واپس بنو ته لاړو بیا کوهاټ او پېښور ته واپس شو. د پنجاب د پښتني علاقو دوره: خدايي خدمتګاري چې جوړه شوه نو مونږ ته ضلع کیمبلپور :«اټک او ضاع ميانوالي نزدې وې او په کې زیاته ابادي زمونږ د پښتنو وروڼو وه او دا دواړه ضلعې مونږ سره لګېدلې دي. کېمبلپور د پېښور ډيویژن کې اوميانوالي ډېره اسماعیل ځان ډيویژن کې وو. څه وځخت چې تحریک شروع شو نو دا ضلعې يې زمونږ نه کټ کړې او پنجاب سره يې کړې دااضلعې زمونږ ګاونډ کې دي. نو مونږ دې کې هم دورې کول ۵٥ 4٢٨٨٨٢ زما ژوند او جد و جهد غوښتل. څو ضاع کېمبلپور ته حکومت نه پرېښودلو تر دې چې زمونږ خپل وزارتونه جوړ شول.بيا هم چا نه پرېښودو. يو ځل مونږ د وزارتونو په وخت کې د کېمبلپور په دوره تللوځيال مو دا و چې اوس خو قومي وزارتونه دي.مونږ به پرېږدي خو چې د اټک نه پورېوتلو نو پولیس سنګینو نه چړاو ولاړوو مونږ ته يې سړک بند کړی و.مونږ ته يې ويل چې واپس شئ مخکې مو نه پرېږدو ما ورته وويل چې مونږ ځو واپس نه ځو نو مونږ چې پوه شو چې دوی مو نه پرېږدي نو د لارۍ نه کوز شو او د سړک په خوا کې د غره څنګ ته کېناستو دې کې ډېر وځت تېر شو چې هغوی پوه شول چې دوی ځوواپس نه ځي نو بيا يې لارۍ راوستله او په هغې کې يې مونږ کېنولو او کېمبلپور طرف ته روان شو ولسې د کېمبلپور په ځای يې خوشحال ګر ته بوتلو. د سین نه يې پورې کړو ضلع کوهاټ کې يې پرېښودو .دغه شان چې کله ما يا خدايي خدمتګارو اراده کړې ده.نو چا پرېښي نه يو او ميانوالې ته به‌هم کله نا کله ورشاو. کېمبلپور کې به د چچه علاقې ته کله نا کله ورتلوء چې ميانوالې ته به لاړو نو په علاقو به ګرځېدو کالاباغ ته هم تللي يو دغلته کالاباْغ سره جخت په نمر ځاته یو کلی دی هغې ته هم ورغلي يو او هغه علاقې ته هم تللي یو چې په کې د اوسپنو کان دی او بيا د هغې نه به عيسی ځېلو ته ورتلو يو ځل چې مونږ عیسی ځېلو ته لاړو نو د هغه ځای نواب جلسه نه پرېښوده ځپلو نوکرانو ته يې لوی لوی ډانګونه ورکړي وو چې څوک به جلسې ته راتلل هغوی به يې وهل ما داسې چل وکړو چې په بازار روان شوم او په تلو تلو کې مې خلکو ته خپل پسګپببیب پګ پس پوس ,:012 سح )ام ‎۸٨٧١. 01۶41۵٥.‏ ۵ه" زما ژوند او جد وجهد تقرير کولو سره د دې هم چې څوک به زما تقرير اورېدو ته راجمع شول نو هغه به يې په ډانګونو وهلء لنډه داچې زه یې جلسې څه چې خبرو ته هم پرې نه ښودم خو هلته يو هندو و. هغه مونږ مېلمانه کړو او د هغه يو سرای و. په هغې کې يې زمونږ دپاره د ډوډۍ انتظام وکړو نواب صاحب هغه پسې جواب راولېږلو چې دا سړی مه پرېږده او د سراى نه يې وباسه خو هغه د نواب صاحب خبره ونه منله اومونږ هلته په ارام شپه تېره کړه. سباله جمعه وه مونږ دا فذکر وکړو چې د جمعې لمانځه له خو به د علاقې ډېر خلک راځي نو مونږ به هم لاړ شو.دوی سره به لمونځ کې شریک شو او که موقع وه نو خبرې به ورسره هم وکړو ځو چې سباله مونږ جماعت له ورغلو نو د نواب صاحب ډانګ ماران د جماعت نه چاپېره ولاړ وو او چې جماعت ته ورتنوتلو نو يو بنيادم په کې نه و.خوشی پروت و. مونږ ته دا معلومه شوله چې د نواب صاحب دا سړي د دې دپاره ولاړ وو چې د هغوی داخيال و چې سباله به دوی د جمعې لمونځ دپاره راځي نو زمونږ نه مخکې يې دا بندوبست کړی و .چې جماعت ته د کلي او علاقې څوک رانه شي. نو ځکه دا سړي يې ودرولي وو چې څوک راځي نو هغوی د جماعت نه منع کوي» چې مونږ په دې پوه شو چې دې علاقه کې مو کرار ته څوک نه پرېږدي نو واپس شو. يو ځل زمونږ د مردان يو خدايي خدمتګار جرنيل شاه ولي ځان د څو تنو نورو خدايي خدمتګارو سره دکېمبلپور د ضلع د پڼدۍ ګهیپ تحصیل ته تللی و هلته دوی په جلوس کې روان وو. جرنيل صاحب وړاندې روان و جنډه يې په لاسو کې ۷ 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد نيولې وه او نور خدايي خدمتګار ورپسې وو. چې دوی د دوست محمد صوبېدار کورته نزدې شول نو هغه او د هغه زوی غلام محمد ورته مخه ونیوله او په جرنيل صاحب يې په ټوپک ډز اوکړو چې هغه شهيد شو او بيايي نور خدايي خدمتګار په برچو ووهل او په جلوس يې کانڼي وورول او جلوس يې تس نس کړو او جلسه ځوره شوه. زمونږ د پنجاب روڼه زمانه ګیله کوي چې ته پښتنو ته کار کوې. زه ورته وايم چې زمونږ دا تحریک خو د خدايي مخلوق د خدمت دپاره دی اومونږ خوکوشش کړی دی چې د هر چا خدمت اوکړو ولې زه څو ځلې درغلی يم خو چا ستاسو خدمت ته پرې اېښی نه يم. د دې نه پس بيا څه وخت چې پیرنګيانو اعلان وکړو چې دا ملک مونږ پرېږدو نو يو ځل بيا زه ميانوالې ته لاړم او په داود خېلو کې يوه لويه جلسه وشوه. د ميانوالې پښتانه نيازيان دي چې ډېر ښه او بهادر پښتانه دي. زمونږ جلسې ته په ډېر تعداد کې په ډېر شوق راغلي وو. ما هغه جلسه کې دوی ته تقرير وکړو د غه تقرير یوڅو خبرې ما ته ياد دي زه يې تاسو ته کوم ما ورته وويل چې ای وروڼوا نن د قامولۍ دنيا ده تاسو وینئ چې کومو قومونو کې قامولي او ورورولي راغلې ده نو هغه اسمان ته وختل او اباد شول دا مون ځو هم يو قوم يو نو دا مونږ ولې پاتې شو؟ دا مونږ ځکه پاتې شو چې مونږ کې قامولي» وروروليمينه.محبت او اتفاق نشته نوزه تاسو له ځکه راغلی يم چې تاسو زما قام يئ خو تاسو خپله ژبه پښتونولي تمدن او ټول څیزونه پرېښي دي تر دې چې لنګونه مو وهلي دي. دا هم درته وايم چې يوه مرغۍ د سېل نه جدا پس سا 00011651 ٠/1//.00120016116601 ‏سم‎ زما ژوند او جد و جهد شي نو هغه ورکه شي اوس د فېصلې وخت راغلی دی دا زما د قامولۍ او عزیزولۍ فرض و. چې تاسو ته راشم او درنه تپوس وکړم چې تاسو به څه کوئ مونږ سره به ځئ. که پنجاب سره به ځئ.مونږ خو پیرنګي جدا کړي وو. چې پیرنګی ځي نو تاسو به پنجاب سره ځئ که مونږٍ سره به اوسېږئ نو په هغوی کې يو سړی راپاڅېدو او هغه وويل چې مونږ ستاسو وروڼه يو او پښتانه يو او تاسو سره به ځو.مونږ به ځپلو بچو ته پښتو ښیو بچو ته څه چې مونږ پخپله هم پښتو زده کوو:ځو ته به مونږ سره دا وعده کوې چې کم از کم په شپږ میاشت وکې به يو ځل مون له راځې.زما او د هغوی وعده وشوه او جلسه ځوره شوه. ملک ازاد شو. پاکستان جوړ شو ځوما لا تر اوسه د هغوی سره داوعده پوره نه کړی شوه. ولې چې پاکستان جوړ شوی دی نو ميانوالې خو پرېږده پخپله صوبه کې چا خدمت ته پرېښی نه يم بلکې څومره موده چې پاکستان کې وم نو لابه جېلخانه کې وم لا به کور نظر بند وم. زمونږ کار او د پېرنگي سازشونه: پېرنګيانو چې وليده چې دا تحريک پښتنو کې د ځنګل د اور په شان ځورېږي نو دوی سره يره پيدا شوه او زمونږ د تحریک د تباهۍ کوششونه يې شروع کړل اول يې د پنجاب انګرېزي اخباراتو کې زمونږ برخلاف دا پراپيګنډه شروع کړه چې دا تحريک د کانګرس مخالف دی او په دې طريقه يې مونږ د کانګرس نه جدا کولو او د کانګرس او د ګاندهي جي .اداد يې را نه لرې کولو. لیکن ما فوراً د ميا احمدشاه او ۹ زما ژونه او جد و جهد 1 نورو ملګرو په سلا او مشوره يو اعلان وکړو. چې دې حکومت يوه غلطه پرا پېګنډه زمونږ برخلاف شروع کړې ده. مونږ دکانګرس ملګري يو مونږ نه د کانګرس نه جدا يو او نه جدا کېږو. بله دا چې د لاهور په اخباراتو کې چې د پیرنګيانو د اثر د لاندې وو .دا پراپېګنډه شروع کړه چې ماله په بمبۍ کې د اپرېدو دپاره شپېته زره روپۍ راکړی شوې وې حالانکه دا ټول دروغ وو ما خو په هندوستان کې نه د چا نه چنده غوښتې ده اونه چا را کړې ده او نورې داسې طریقې يې هم اختيار کړې چې د قوم او زما او اپرېدو وروڼو په مینځ کې غلط فهمۍ او ناچاقې پيدا کړي. لیکن دروغ د رښتیا مقابله کولی نه شي: «قل جاء ا لق و ذهق الباطل» يوه ورځې ما د لاهور په ټیشن د انقلاب اخبار ايډیټر وليدو هغه زما اشنا هم و. ليکن پيسه چې يو قوم ته خوږه شي نو هغه بيا اشنايۍ او دوستۍ نه ګوري.راغی او ما ته راتر غاړه شو ما ترې پوښتنه وکړه چې دا ستا کله اپرېدو سره دومره اشنايي او ورورولي پيدا شوې ده؟ هغه وخت دې د هغوی مدد نه کوو چې څه وخت پرې د پیرنګيانو د توپو ګولۍ ورېدې؟ او دا مې ورته ووې چې دا ممکن کېدی شي چې د يو پنجابي دې د اپرېدو سره زیاته همدردي وي؟ زما ځپل قوم دی او زه خو د هغوی خدمتګار یم»نو دا ممکنه ده چې زما نه ستا هغوی سره زیاته همدردي وي؟ نو هغه راله ځواب راکړو چې چونکه تاسو کانګرس سره يئ او زمونږ پاليسي د کانګرس خلاف ده نو په دې وجه مونږ ستا برخلاف شو او ستا خلاف ليکو.ما ورته ووې چې مونږ به اوس کانګرس پرېږدو او مونږخو تاسو له وغ زما ژوند او جد و جهد 0 درغلي وو ځو تاسو زمونږهېڅ قسم امداد ته تيار نه وئ! حقيقت خو دا دی چې تاسو مونږ کانګرس سره کړي يو که تاسو اوس هم مونږ سره ملګري کېږئ او د پیرنګيانو د زور ظلم نه مو خلاصوئ نو تاسو سره کېږو. ده سترګې ښکته کړې او روان شو. اسلام خو دنيا ته د ازادۍ دپاره راغلۍو او د مظلوم د ظالم نه د خلاصولو دپاره راغلی و. لیکن نن د هندوستان مسلمانان په غلامۍ خوښ دي او د ظالم ملګري دي او بيا هم د اسلام دعویدار دي. د کانکرس کمېټۍ په ځای د سرحد جرگه: زمونږ دا خيال و چې د صوبه سرحد «د کانګرس کمېټۍ» نوم دې «جرګه شي نو دا به ښه وي ولې چې زمونږ خلک په کانګرس نه پوهېږي او دا هم و چې مونږ خدايي خدمتګار د کانګرس سره ملګري وو او کانګرس کې نه وو او بله خبره دا هم وه چې د صوبه سرحد کانګرسیانو به زمونږ مخالفت کوو او مونږ سره يې کمک نه کولو نو ځکه مونږ غوښتل چې د کانګرس د کمېټۍ نوم دې«جرګه شي. مونږ د ټولې صوبې کارکنان خدايي خدمتګار او د صوبې کانګرسيان د جرګې جوړولو دپاره راجمع شو او مونږ ټولو په شریکه جرګه جوړه کړه د ټولو کارکنانو دا خيال و .چې زه دې صدر شم او صدارت دې منظور کړم ولې زه د دې دپاره نه وم تيار نو په دې وجه د صدارت دپاره دوه نومونه پېش شول. د ښار خلکو د علي ګل ځان نوم پېش كړو او مونږ د کلو خلکو د ميا احمدشاه نوم پېش کړو. ميا احمدشاه د رايې په اکثريت سره صدر مقرر ۴۵۱ زما ژوند او جد و جهد ر: 17 شود جنرل سکرټري دپاره ما د پير بخش وکیل د پېښور نوم پیش کړو او په اتفاق سره هغه منظور شو او کار موشروع کړو.زمونږ کار ورځ په ورځ په ترقۍ و. زمونږ په خلکو کې احساس جذبه او شعور پيدا شو ىو او ورځ په ورځ په زیاتېدو وء خو حکومت زمونږ دې تحریک ته کتی نه شو او هېڅ وخت زمونږ د تحریک د بربادۍ نه قلار نه و او په دې کوشش کې و چې په څه چل زما دورې اوکلي په کلي ګرځېدل بند کړي. اخباراتو کې يې زما برخلاف غلطې پراپېګنډ شروع کړې او مهاتماجي ته يې هم زما متعلق دروغ وليکل.لیکن مهاتما جې د دوی د دروغو په دام کې رانغی. ما چې څه وخت د کوهاټ د دورې بيا اراده وکړه او څه خدايي خدمتګار مې هم د ځان سره کړل نو د سرحد حکومت وایسرای ته وليکل چې د کوهاټ علاقه زمونږ د فوجي برتۍ مرکز دی او که چېرې ده په کې دوره وکړه نو بيا به دا علاقه زمونږ دلاسه لاړه شي نو په کار دا دي چې دی ګرفتار کړی شي. وايسرای مهاتماګاندهي ته وليکل چې مونږ هغه ګرفتاروو. مهاتماجي جواب ورکړو که چېرې هغه ګرفتاروئ نو زمونږ او ستاسو چې کومه صلحه شوېده. هغه به ماته شي. ما چې د کوهاټ دوره شروع کړه نو حکومت څلور افسران ما پسې مقرر کړل يو د کوهاټ ډپټي کمشنر. بل پولیس کپتان ورسره د علاقې مجسټریټ او بل د بارډر پولیس يو پیرنګی چې هغه به ډېره ښه پښتو ویله چې کلي په کلي وګرځي او خلک دې ته تيار کړي چې نه ما کلو ته پرېږدي او نه ما ته راجمع شي. لیکن په دې هم څه ونه شول. مونږ چې به کوم کلي ته تلو دوی ۴٢ سو زا زما ژوند او جد و جهد به زمونږ نه مخکې تللي وو. خلکو ته به يې وې چې ګورئ هغه را روان دی چې کلي ته يې پرېنږدئ. خلکو به ورته وې چې دا مونږ څنګه کولی شو تاسو يې بند کړئ زمونږ کلو ته يې مه راپرېږدئ بيا به يې ورته وې چې خبرې ورسره مه کوئ جلسې له مه ورځئ په يو کلي کې زمونږ جلسه وه دوی هم هغې جلسې له راغلل ما خلکو ته تقریر کولو چې مونږ خدايي خدمتګار يو اومونږ د خدای دپاره د دې قام او ملک خدمت ته ملا تړلې ده دا ملک او دا قوم ځو ستاسوهمدی تاسو کې څوک شته چې مونږ سره په دې خدمت کې شریک شي؛ نو يو پاڅېدو چې زما نوم وليکه. بل پاڅېدو چې زما نوم وليکه. بل پاڅېدو چې زما نوم وليکه. دا د بارډر پیرنګی ماته رانزدې شو او ماته يې ووې په دې خلکو دې څه چل کړی دی دا به زمونږ د يو سپاهي نه دومره یرېدل چې د هغه په مخکې به يې کلمه نه شوه ویلی اوس دا دی مونږٍ ولاړ يو او د دوی په زړه کې هېڅ وېره نشته لګيا دي ځپل نومونه د خدايي خدمتګارۍ دپاره پېش کوي ما ورته ووې چې دا چل پرې ما نه دی کړی. دا پرې تاسو کړی دی دا ستاسو د ظلم نتیجه ده. بيا مونږبنو ته لاړو لکي مروت او ورسره نورو کلو کې او سرای نورنګ کې مو جلسې وکړې. جرګې مو جوړې کړې او خدايي خدمتګار برتي شو. د بنو شاوخوا ټول کلي مووکتل جلسې مو په کې وکړې او خلک مو د حقيقت نه خبردار کړل بيامو هاتي خېلو کې د يوې لویې جلسې انتظام وکړو او په هغه مقام مو جلسه وکړه په کوم ځای چې په ١٩٣۱ع‏ کال کې پیرنګيانو په يوه لويه جلسه ګولۍ چلولې وې او ډېر خلک 7۳ 0016/٩06۱ زما ژوند او جد و جهد شهيدان شوي وو او ګرفتار شوي وو او قيد شوي وو. مون چې هاتي خېلو ته نزدې شو نو ماله د پولیس یوافسر يو سل اوڅلورڅلوېښت دفعهد قانون يو سل او څلورڅلوپښتمه ماده»دفعه ۱۴۴ کې نوټس راکړو چې هلته به نه ځې ما د هغه د تعميل نه انکار وکړو. نو بيا مې دا خيال وکه ماوې که زه جلسې ته ځم نو جلسه به بنده کړي نو بيا مې دا فېصله وکړه چې خپل ټول ملګري مې هاتي خېلو ته ولېږړل او زه لتمبر ته لاړم او د لتمبر د ځان محمد افضل خان په حجره کې اوده شوم. ماښام محمد افضل خان سره زما د ملګرو د جلسې نه واپس را ورسېدل حالات يې راته بيان کړل چې ډېره ښه جلسه وشوه او اوملامت ووې او بيا واپس کوهاټ ته راغلو او کومه علاقه چې دغلته زمونږ نه پاتې وه هلته مو جلسې وکړې جرګې جوړې شوې او خدايي خدمتګار جوړ شول. د گاندهي جي په بلنه باردولي ته تگ: چې د کوهاټ ښار له راغلو نو خبر شو چې د پېښور نه ځبر راغلی دی چې مهاتماجي غوښتی يم. لیکن په کوهاټ کې صرف د هنګو علاقه پاتې وه ما ويل چې د کوهاټ دوره ختمه کړم نو بيا به لاړ شم.مونږ د هنګو دوره وکړه ځای په ځای جرګې جوړې شوې نو بل استازی راپسې راغی چې ته ګاندهي جي ډېر زرغوښتلی يې او لیکلي يې دي چې ټول کارونه پرېږده او فوراً باردولې ته راشه زمونږ کار تقريياً ختم شوی و .زه سبا له پېښور ته لاړم او د پېښور نه باردولي ته روان شوم زیا ششسسسسس سسسسستح)ج:66م001200166. ‎٧٧/١‏ 00071651 زما ژوند او جد و جهد چې بهوپال ته ورسېدم نو د نواب صاحب اې ډي. سي. شعیب قريشي صاحب چې زمون د خلافت ملګری واو د مولانا محمد علي جوهر زوم و. ولاړ و ما له راغی جوړتازه مو وکړل زما هم ډېر مهريانه و او ماته يې ووې چې راځه سفر کې به ستړی شوی يې او نواب صاحب وايي چې لږٍ ارام وکړئ او بېګاله به د هغه مېلمه يې ما ورته ووې چې هلته به ګاندهي جي زما انتظار کوي د نواب صاحب شکريه او په واپسۍ کې به ورشم خو هغه پرې نه ښودم»نو زه ورسره د رېل نه را کوز شوم او ورسره روان شوم چې مهمان ځانې ته ورسېدم نو شوکت علي صاحب هم هلته موجود و. او په سبا له نواب صاحب راته ووې چې تا به وایسرای له بوزو هغه سره به دې ليده کاته وشي او چې ته څه غواړې هغه به درکړي باردولي ته مه ځه. خو ما د هغوی دې خبرې سره اتفاق ونه کړو هغوی په ما ډېر زور واچوو خو کار ونه شو. سبا له ترې زه رخصت شوم او باردولي ته روان شوم ټیشن له سردار پټيل او ديوي داس راغلي وو. ټيشن ته نزدې د باردولي اشرم و دا د ګاندهي جي اشرم دی او دې کې همېشه اوسېږي ګاندهي جي سره مې ملاقات وشو څه خبرې مو وشوې ګرمي وه او زه سفر هم په تهرډ کلاس کې کوم؛ ومې لمبل او جامې مې بدل ې کړې چې مازیګر شو نو ګاندهي جي سره هوا خورۍ له روان شوم د سي.ائ.ډي يو مسلمان انسپکټر زمونږ د خبرو اورېدو دپاره مونږ پسې روان و ځو چې څه وخت ورته زمونږ فکر شو نو شرمنده شو او واپس شو.ګاندهي جي به ما سره د سرحد بحث څه لږ ډېر په ورځ کې يو ځل کولو.لیکن دا خبره يې لا راته ۴۵۵ ك تن زعا زونه وهو کړې نه وه چې د حکومت په شکایت مې رابللی يې. یوه ورځې يو مسلمان پټېل تمبردار زما د مېلمستیا دپاره راغی او ګاندهي جې ته يې ووې چې که ته اجازه کوې نو سبا له به دی زما مېلمه شي هغه په ډېره خوشحالۍ اجازت ورکړو او د تلو په وخت کې يې ورته ووې چې په ده باندې ښې غوښې وځوره. دلته خو مونږ په دالونو مړ کړو .هغه زه خپل کور ته بوتلم د هغه ډېر ښکلی ور و. او هغه ډېر په ښه حالت کې و ډېر محبتي سړی و. د هغه هغه اخلاص او محبت به رانه هېر نه شی. دیوی داس سره دوره: ديوي داس ګاندهي د ګاندهي جي په مشوره د باردولي دوره را باندې شروع کړه او څومره اشرمونه چې دلته وو هغه ټول يې را وښودل. د دې اشرمونوتربيت ګاه هغه ساده زندګي زما ډېره خوښه شوه تر دې پورې يې په ما اثر وکړو چې زما هم دا خيال پيدا شو چې د خدايي خدمتګارو د تربيت دپاره به زه هم داسې اشرمونه جوړوم. د دې ځای خلکو د ازادۍ په جنګ کې ډېره قرباني ورکړې وه او تر او سه پورې د ډېرو خلکو جایدادونه چې ليلام شوي دي هغه لا هغسې د نورو خلکو په قبضه کې دي. دلته د مسلمانانو اوهندوانو تعلقات هم ډېر ښه وو او د حکومت په ډېرو کوششونو او دباوونو هم مسلمانانو د هندوانو مځکې اخيستې نه وې او که څه نا څه يې اخيستې وې هغه يې هم واپس کړې وې ما چې کوم کوم ځای تقریرونه وکړل هغه داسې وو چې مسلماتناتوا. دا ملک د هندواو ۷ زما ژوند او جد و جهد . مسسلمان دواړو دی او د دې د ازادۍ د پاره تاسو دواړو له اتفاق په کار دی او که په چا کې دا همت نه وي چې د ازادۍ په جنګ کې حصه واخلي. نو دومره ځو ورله په کار دي چې د ازادۍ په جنګ کې چې د چا مځکې او مالونه لیلامېږي چې هغه وانخلي او که چېرې چا اخيستې وي نو مناسب دا دي چې اوس يې ورته پرېږدي. مسلمانانو ته مې ووې چې ویښ شئ که چېرې اوده پاتې شوئ نو دا کوم انقلاب چې را روان دی دې به ‌لاهو شئ؟ انقلاب سېلاب دی او همېشه اوده قومونه وړي اوویښ ابادوي تاسو ویښ شئ او منظم شئ او د اتقتلاب نه ګټه واخلئ. څه ورځې پس جواهر لال هم دلته راغی او بيا مونږ ټول سره د ګاندهي جي بمبۍ ته لاړو او د بمبۍ نه بيا زه ګاندهي جي او ديوي داس ګجرات له راغلو او دلته ګاندهي جي د يوبل نوي اشرم بنياد کېښود.دلته نزدې د مسلمانانو هم يوه عربي مدرسه وه چې هغوی زما نه خبر شو ما پسې راغلل او زه او ديوي داس ورسره د هغې مدرسې کتو له لاړو. په دې مدرسه کې ډېر پښتانه طالبان هم وو. د هغوی په ليدو ډېر خوشحاله شوم او ډېرې خبرې مې ورسره وکړې. د مدرسې مقام او احاطه ډېره ښکلې وه ټول طالبان او استاذان مينه ناک وو اوما سره يې ډېرې د مینې ډ کې خبرې وکړې. د طالبعلمانو په اصرار ما هغوی ته مختصر تقرير وکړو اوورته مې ووې چې زه نن ډېر خوشحاله يم چې تاسو سره مې ملاقات وشو. ځکه چې زما ستاسو نه ډېر توقعات دي که تاسو د دنيا تاريخ وګورئ نور قومونه د طالبعلمانو د قربانو په ذريعه ازاد شوي دي. ۵۷ زما ژوند او جد و جهد 1 دیويداس يې هم مجبور کړو هغه هم ورته يو مختصر تقرير وکړو بيا بېرته راغلو او ګاندهي جي سره يو ځای شو بيا مونږ مدراس ته لاړو او خواوشا په ټوله علاقه کې وګرځېدو. زما ډېرې ورځې وشوې او دا مې ځواهش و. چې واپس لاړ شم خو ګاندهي جي زه نه پرېښودم او پوهولم يې هم نه او ماسره به یې د سرحد متعلق خبرې کولې او بيا به يې حکومت سره خط و کتابت کوو چې په دې کې ما په اخباراتو کې وليدل چې د ميا احمدشاه او عبدالاکبر خان او علي ګل خان او پير بخش دوی په مینځ کې جګړه پيدا شوې ده او ډله بازي جوړه شوې ده اوجرګه دوه ځايه شوې ده. د دې په ليدو زه خپه شوم ولې چې زما د ډله بازو اونفاق نه ډېره کرکه کېږي او زما دا یقين دی چې کوم قوم کې نفاق او ډلې وي هغه خپل منزل ته رسېدی نه شي. او نن چې مونږ غلامان يو د دې وجه نفاق دی او پرې جنبې دي ما ګاندهي جي ته خپله اراده ظاهره کړه چې زما په غير حاضرۍ کې دا واقعات را پيدا شوي دي ماله تلل په کار دي نو ګاندهي جي پس له دې نه د وايسرای ټولې کیسې راته وکړې. ما ورته ووې چې دا ټول دروغ دي ته وايسرای ته وليکه چې داټول زما برخلاف د دروغو پراپېګنډې دي.او که ستا یقین نه کېږي نومونږ به هم درشو او هغه خلک ته را وغواړه چې تا له چا دا ډايري د رکړي دي چې ريښتینولي «سپیناوۍ ورسره وکړم.مهاتماجي زما د دې تجويز سره اتفاق وکړو چې زه به ورته ولیکم چې ته منصف شه دا يې هم وايسرای ته وليکل چې لارډ ارون ماباندې ډېر تاکيد کړی و. چې ته ضرور سرحد ته لاړ شه نو که ته ماله اجازه راکوې نوزه ۴۵۸ سو ما زما ژوند او جد و جهد به هم سرحد ته لاړشم د وايسرای نه دا جواب راشی چې ستاسو د راتلو ضرورت نشته دی او نه زه دا مناسب ګڼم چې په دې وخت کې ته سرحد ته لاړ شې نو ګاندهي جې ماته وويل چې زه پوه شوم ته په حقه یې پرنګيان دا نه غواړي ته ځه خپل کارکوه. او بيایې دیويداس ته ووې چې دی احمداباد ته بوځه او د هغه ځای هغه اشرم ورته وښيه او د هغه ځای خلک ح هلته دي هغه ورته وښيه زه او دیويداس احمد اباد له روان شو اوچې هلته ورسېدو نوخورشید بهن سره مو په ټيشن ملاقات وشو او درې واړه هغه اشرم له لاړو د احمد اباد ډېر مزيدار او ښکلی اشرم دی او ډېر عجیبه ځای کښی دی او د يو لوی ځوړ په غاړه اباد دی ټول اشرم کې دیويداس وګرزولم د اشرم نرء ښځې زما نه چاپېره شول او ماسره يې ډېره مینه محبت ښکاره کړو. ماښام چې زه څه وخت د لمونځ نه فارغ شوم نو دوی ټول ماله راغلل او د سرحد متعلق يې مانه سوالونه شروع کړل چې د بعضې سوالونو په اورېدو به زه حېران شوم ولې چې د هغو به هېڅ بنياد نه و .هغه به صرف زمونٍ د بدنامولو پراپېګن ډه وه. د خورشيد بهن دا خواهش و چې احمد اباد ته نزدې يو پښتون پير دی او د هغه ډېر مريدان دي او ډېر رسوځ لري نو که چېرې هغه مون سره ملګری شي نو د هغه په ذريعه مونږ ډېر څه کولی شو ما سره هغه پير له لاړ شه ما ورته ووې چې زما خوهېڅ انکار نشته خو دا کار د دې قسم خلکو نه دی او نه يې د دې قسم خلک کولی شي زه دې قسم خلکو پسې ډېر ګرځېدلی يم. دیويداس هم زما د خبرې تاييد وکړو نو پس له هغه يې هغه خبره پرېښوده. ما ۹ ۰ ٢ ٢ كتكت۳ت۰تدهفز۳زنغنطھ(زلنمزمممم‎ زما ژونداو جد و جهد سره د دوی ډېرې خبرې وشوې او زما نه يې ډېر تپوسونه وکړل او ما سره د ځورشید بهن ډېر بحث مباحثې نه پس يې دا خيال پيدا شو چې زه تاسو سره سرحد له ځم او مونږچې څه وخت واپس ګاندهي جي له روان شو نو دا هم راسره روانه شوه اوګاندهي جي ته يې ووې که چېرې ته ماله اجازت راکوې نو زه د خدمت دپاره سرحد ته ځم نو هغه اجازه ورکړه او ورته يې داووې چې په دې خبره سوچ غور او فکر وکړه. احمد اباد باندې شپږ سوه کاله مسلمانانو حکومت کړی دی دلته د مسلمانانو ډېرې ښې ښې ابادۍ دي مونږ هغه د پخوانو بادشاهانو ابادۍ وکتې دلته ډېرې کارځانې دي چې کپړې په کې جوړېږي هغه مو هم وليدې او بل په کې د هندوانو یو لوی قومي کالج دی چې هغې ته«وډیاپټ» وايي د هغې لیدو له هم لاړو. وډیاپټ والاو زه مېلمه كړم او يوه شپه مې ورسره وکړه.دا ډېر ښکلی کالج دی او ابادي يې ډېرا ښکلې ده. دې کالج ډېر زيات قوم پرست هلکان پيدا کړي او روزلي دي او هغوی د هندوستان د ازادۍ دپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي چې څه وخت ما وډیاپټ کالج کتلو نو یو هلک مې وليدو چې زورور ډېنډت يې وهلو ما تپوس وکړو چې دا څوک دی هغوی وې چې دا د ګاندهي جي نوسی دی. په کالج کې هلکان نه وو د تحقيق نه راته معلومه شوه چې هغه ټول نن په ګجرات کې خواره شوي دي او کلي په کلي ګرځي نو زه پوه شوم چې دا په رښتیا قومي کالج دی او پخپلو طالبعلمانو کې يې قومي جذبه پيدا کړې ده او دا دوی له چې دا كوم تعلیم ورکېدی شي دا رښتینی تعلیم دی. ۴۰ زما ژوند او جد وجهد په احمد اباد کې ډېر پښتانه دي هغوی سره مې هم ليده کاته وشو هغوی مې هم د خدايي خدمتګارۍ په حقيقت پوه کړل په اخري ورځ د احمد اباد د هندوانو مسلمانانو يوه لويه جلسه وشوه. په زرګونو ښځې» نر په کې شریک شول. هغوی ته مې يو مختصر تقرير وکړو. د هغوی د هغې مینې محبت شکريه مې ادا كړه او ورته مې ووې چې مونږ يوه نوې ورورولي جوړه کړې ده چې د هغې نوم خدايي خدمتګاري ده.خدای ته خو د خدمت ضرورت نشته د خدای خدمت د مخلوق خدمت دی.او مونږ که هندوان دي اوه مسلمانان يو د خدای مخلوق یو .دښمنانو د يو بل نه جدا کړي يو؛ ځو په حقيقت کې يو یو .جلسه ځتمه شوه اومونږ واپس ګاندهي جي له راغلو. ګاندهي جي له د وايسرای لاړډولنګډن ځواب راغلی و .زما په ليدو په خندا شو چې ته بالکل ريښتینی يې او حکومت دروغجن دی. حقیقت دا دی چې حکومت د خدايي خدمتګارو تحعريک نه پرېږدي او دا تعريک نه غواړي.زه پوه -شوم او اصلیت راته په ښه شان معلوم شو وايسرای وايي چې دلته مه راځئ او ماته هم لیکي چې تا ته د سرحد د تلو اجازه نشته نو ځه تاسوخپل کار کوئ. حقيقت داو چې د حکومت د دې پراپېګنډې نه مطلب دا و ونيسي او زمونږ تحریک ختم کړي.او چې حکومت پوه شو چې ګاندهي جي په هېڅ شان دوی نه پرېږدي نو مونږ د هغو د پنجو نه بچ شو .دوی ته معلومه شوه چې که مونږ دی ونیسو نو د کانګرس دا سوله ماتیږي. زمونږ ډېر کسان دوی د دفعه ۴۷١۱ زما ژوند او جد و جهد ۴د قانون د يو سل | و څلور څلوېښمتې مادې په حکم» نيولي وو .د دوی مطلب خو زما په نیولو کې و خودې کې ناکامیابه شول. ګاندهي جي زه يوه میاشت ځان سره وساتلم او چې د هغه تسلي وشوه نو زه يې رخصت کړم. دیويداس هم ما سره د احمد اباده پورې راغی زما د هغه ځای نه د روانېدو په وخت د مهاتما جي سکتر مهادیو ډيسايي صاحب راغی او ماله يې يوه لويه پړپړه راکړه چې هغه مهاتماجي ته زمونږ د چارسدې اسسټنټ کمشنر ليکلې وه دا هغه پیرنګی و چې حبيب نور پرې حمله کړې وه او هغه پرې پانسي شوی و. د بابړي د ډرامې کيسه هم په کې وه هغه راته ووې چې د دې ځواب مهاتماجي له راولېږه ما چیټۍ جېب کې واچوله او ګاډي کې را روان شوم؛ يوه شپه مې اجمير کې» يوه شپه مې جیپور کې او بله شپه مې ډیلي کې وکړه او بيا کلي ته واپس راغلم. بایړه کې ډرامه او زمونږ کمزوري ملکري: څومره چې به حکومت مونږ سره سختي کوله هومره به زمونږ خلک پوهېدل او اوچتېدل اوڅومره چې به زمونږ تحريک ترقي کوله او خدايي خدمتګار زیاتېدل هومره به حکومت خپل زور او ظلم زياتولو. د چارسدې او بابړي بعضې ماشومانو هسې د ټوقو يوه ډرامه وکړه ليکن حکومت خو بانه لټوله زه په دوره وم ډپټي کمشنر زمونږ سکتر عبدالاکبر او احمدشاه او عبدالله شاه وغوښتل او په دوی يې دومره رعب واچولو چې عبدالاکبر ځان د ډرامې والاو نه خپله بيزراي ۴٢ ‎٧/901‏ دهمل ‏زما ژوند او جد و جهد ‏څرګنده کړه دا جرات يې ونه کړو چې ډپټي کمشنر ته يې ویلي وی چې دا ځو د هلکانو لوبه وه. داسې لوبې هلکان ټول عمر کوي خوحکومتونه دومره اهميت نه ورکوي. حکومت ته چې زمونږ کمزوري معلومه شوه نو فوراً بله ورځ يې چارسدې ته فوجونه اوتوپې راولېږل او د ډرامې هلکان يې ګرفتار کړل او فوجونه يې د پړانګو. بابړي او چارسدې په کوڅو کې ور خوشي کړل. بله دا چې په يوه عامه جلسه کې د چارسدې په جامع مسجد کې ميا احمدشاه په دې هلکانو ملامتيا وویله او خپله بيزراي يې ترې ظاهره کړه چې د دې نتیجه دا شوه چې حکومت هغوی ونيول او يو يې يو کال او دوه يې دوه نیم کاله په دې دومره معمولي خبره قيد کړل. زه چې د دورې نه واپس راغلم نو پړانګو. بابړې او چارسدې ته لاړم خلک مې جمع کړل او د صبر تسلۍ يو تقرير مې ورته وکړو او د حکومت په دې قسم پاليسۍ مې نکته چيني وکړله چې دا ځو د هلکانو يوه ټوقه وه حکومت ترې بوقه جوړه کړه. زمونږ خلکو کې چې خفګان او مایوسي پيدا شوې وه هغه لرې شوه او تسلي يې وشوه. زمونږ په ملګرو باندې ډپټي کمشنر دومره يره اوهیيبت راوستو چې ماته په دوه پښې شو چې ته ټوله ورځ دورې کوې. جلسې کوي او په هغو کې غیر ذمه دارانه تقریرونه کوې او خلک دومره خدايي خدمتګار شول چې په هغو قابو موندل ګران شو په دې وجه مونږ د تحریک نه استعفا ګانې ورکوو. چونکه دوی زمونږ زاړه ملګرې وو نو زما د دوی استعفا ګانې خوښې نه وې نو دا فېصله مو وکړه چې مردان ته لاړ شو او قاضي صاحب عطاالله خان او ثسین جان سره دې کې مشوره ‏انقښ زما ژوند او جد و جهد 1 وکړو. مونږ لاړو او د قاضي صاحب سره مو شپه شوه د شپې مو دا خبرې شروع کړې زما عجیبه ملګري وو په کار خو دا وو چې د شپې ورځې په کار کولو يې ماته ډاډ راکړی وی ځو زه يې ملامته کولم. د دې ټولو خواهش دا و چې زه دې دا جلسې پرېږدم او د دوی په شان په قلاره کېنم ما ورته ووې چې کار را باندې مه پرېږدئ او چې تاسو څنګه وايئ هغسې کار به کوم تاسو ماله يو لیکلی تقرير راکړئ.زه به هم هغه په جلسو کې خلکو ته کوم لیکن هغوی دا هم ونه منله او راته يې وويل که ته دا جلسې بس کوې نه نو مونږ استعفاګانې ورکوو قاضي صاحب» ثمین جان او د هغوی نورو ملګرو د هغوی ملګرتيا کوله ما دوی ته ووې چې د ګاندهي لارډ ارون سوله چې ده دا عارضي سوله ده او دا راونډټېبل کانفرانس چې دی دا کاميابيږي نه او دا چې کله ناکامیابه شو نو د ټولو نه اول به ما نيسي او که مونږ تقرير وکړو او که ونه کړو که جلسې وکړو او که ونه کړو نو هم ترې خلاصېدی نه شو. نو دا موتږ له خدای يو وخت راکړی دی. په کار دي چې د دې نه فايده اوچته کړو او شپه او ورځ په ځان يوه کړو او په دې خپل قام پسې وګرځو او چې دا تاسو دا وايئ چې خپل تقرير کې دا خبره مه کوه چې«د پیرنګي يو ښکر مو مات کړی دی .او پاڅئ پښتنو ملا وتړئ چې دا بل ښکر يې هم مات کړۍ نو اوس تاسو ماته ووايئ چې زه دا ونه وايم نو څه ووايم؟ هغوی ماته وويل چې ته وايه چې مونږ حکومت ته لاس ورکړی دی ما ورته ووې چې زه ستاسو نه پوښتنه کوم چې ايا په دې خښره به پښتانه پوه شي او کومه جذبه چې زه پيدا کول غواړم هغه به په کې پيدا ۳۴ زما ژوند او جد و جهد َ شي؟ د هغوی خبرو ته مې مجبوراً غاړه کېښوده چې دوی رانه جدا نه شي حالانکه دا خبره ماته ښه نه ښکارېده او عجیبه خو لادا وه چې زمونږ دوه جلسسې مقررې شوې وې او د هغو اعلانونه هم شوي وو .يوه سودم کې او بله د خلیلو په سپینه وړۍ کې راته يې ووې چې دې له به هم نه ځې. ميا عبدالله شاه او جعفر شاه ووې چې مونږ ځو استعفا ورکوو. نن دی او که سبا ولې چې حکومت مونږ ګرفتار وي. مونږ يې ډېره تسلي وکړه ځو رضا نه شو بيا مونږ ورته ووې چې ښه ده استعفا ورکړئ خو چې اخباراتو کې يې چاپ نه کړئء. ځکه چې حکومت به د دې نه ناجایزه فايده اوچته کړي خو هغوی دا هم ونه منله د هغوی دا خيال و چې د دی نه مونږ حکومت خبروو چې مون د دې تحریک نه ويزاره يو. زمونږ دې نورو دوستانو ورته ووې چې دا ځبرې د حکومت نه هسې هم پټې نه پاتې کېږي ځو بيا هم هغوی په اخبارونو کې اعلان وکړو. شپه ډېره تلې وه د دې خبرو نه پس مونږ اوده شو خو دغه شپه په ما ډېره بې ارامه تېره شوه او ټکی خوب مې ونه کړی شو ما دې ځپل بدنصیبه قوم ته کتل چې اول ځو د دوی د خدمت څوک نه وي او که څوک يو نیم پيدا هم شي. نو څوک د خدمت موقع نه ورکوي. سحر چې زه او قاضي صاحب د ګرځېدو دپاره لاړو نو ما قاضي صاحب ته دا خبره وکړه چې ښه ده. چې تاسو دا ناروا په ما کوئ. نو چې د قیامت په ورځ حساب کتاب کېږي نو زه به ستاسو ګرېوان ته لاس اچوم او د دې ټولو خبرو ذمه واربه تاسو يئ او ستاسو د دې فېصلې نقصان چې قوم او ملک ته پپ-٧صھدددد‏ د ٢س‏ سا ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژونداو جد و جهد ‏رسيږي د دې ذمه واري به هم ستاسو په سروي نو قاضي صاحب ما ته ووې چې زه څه وکړم ما ته هم دا خبره مناسبه نه ښکاري خو که نه يې منُو نو دوی تښتي او مونږ په ډاګه پرېږدي . چې چای مو څکله نو قاضي صاحب دوی سره د سودم او د سپینې وړۍ ذ کر وکړو او دوی يې په دې رضا کړل چې دې جلسو له دې دی«زه لاړ شي خو په دې شرط چې تاسو ورسره لاړ شئ او چې تاسو ورته څنګه وايئ هغسې تقرير به کوي يوې جلسې له راسره ميا صاحب احمدشاه او بلې له راسره عبدالاکبر ځان لاړل. ‏د سودم په جلسه کې چې قوم کومه سپاسنامه راله راکړې وه نو په هغې کې دا ذ کر هم و. چې تاسو د پښتنو د شان سره چې د يو لک خدايي خدمتګارو اعلان کړی و. دا لر دي مونږ د دې نه زياتو ته تيار يو .د دې علاقې ځانان او ټول خلک د قاضي صاحب د کار په برکت مونږ سره د ملګرتيا دپاره تيار شولء د سپینې وړۍ جلسه چې شروع شوه نو ډېرې ښځې هم دې جلسې له راغلې وې چې په د ې کې يو هوايي جهاز راضغی او په دې ښځو را غُوټه شو ډېرې ښځې وتښتېدې؛ خو ما چې ورته اواز وکړو چې تاسو څنګه پښتنې يئ چې د هوايي جهاز نه تښتئ» نو ټولې واپس شوې. هوا باز خپل جهاز ډېر ځله د هغوی په سرونو تېر را تېر کړو چې ښځې ونه یرېدې نو مایوسه شو او واپس لاړو .چې جلسه ختمه شوه نو زه د ميا صاحب سره کلي ته راغلم نورې دورې پاتې شوې.او زه د کلي نه بهر ته تلی نه شوم د خدای دې فضل ته ګوره چې زما تلل راتلل بند شول نو بيا خلکو اتمانزو ته تلل راتلل شروع کړل. ‏لول لخ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد زما کار جاري شو او ډېر ښه کېدلو ميا صاحب چې د لویې جرګې سکتر و د څه ضروري معاملاتو د فېصلې دپاره يې لويه جرګه اتمانزو ته راوبلله چې کار ختم شو نو پير شهنشاه او سردار رام سنګه -ماته د دورې کولو ووې ما ورته ووې چې زما خو عذر نشته خو صدرصاحب عبدالاکبر ځان او احمدشاه ميا صاحب زه د دورو نه منع کړی يم تاسو که ما غواړئ نو د هغوی نه اجازت واخلئ؛ هغوی ميا صاحب مجبور کړو او ماله يې اجازت راکړو او هغوی سره د دوري دپاره روان شوم ما د کوهاټ او بنو کلي په کلي دوره وکړه او ډېرې ورځې مې په کې تېرې کړې ډېرې جرګې جوړې شوې او ډېر خلک خدايي خدمتګار شول. چې د هغه ځايه واپس راغلم نو سید فضل لطيف په هرې چند کې د لویې جلسې انتظام کړی واو ټولو مومندو او راڼيزو له يې دعوتونه لېږلي وو .هغه زه هغې جلسې له بوتلم ډېر مخلوق جلسې له راغلی وو جلسه وشوه ما په کې تقرير وکړو چې:ای پښتنو وروڼو مونږ ټول يو قوم يو او د يو بابا اولاد يو زمونږ مشال د يوې ونې دی چې دې کې ډېرې څانګې وي خو مُونډ يې يو وي او چې څوک د هغې ونې نه يوه څانګه پرې کوي نو د ښ؟۸آ٣٩:::000‏ هغې ونې مُونډ وچ شي نو ټولې څانګې يې وچې شينو ورڅسې پیرنګيسان لګيسا دي دغه څسانګې ورو ورو پسرې کوي.تاسو ویښ شئ که دغه څانګې ختمې شي نو ستاسو بچي به په نمرنون پاتې شي او د سر سیوری به يې ورک شي او که چېرې دغه مُونډ وچ شو نو دغه ټولې څانګې به یې وچې شي يوه به هم پاتې نه شي.زه تاسو ته وايم چې دښمن لګيا دی دنت ۴۷۷ زما ژوند او جد وجهد تاسوورکوي او په دې کوشش کې دي چې دا مونډ وچ شي که تاسو نه دا مُونډ وچ شو نو بيا به ورک شئ. پاڅئ ادا خپل کور جوړ کړئ دا بېل بېلوالی پرېږدئ يو قوم شئ. که يو قوم شوئ؛ نو ستاسو دنیا به هم اباده شي او اخرت هم چې جلسه ختمه شوه نو زمونږ د تنګي کارکنان کلي ته رخصت شول او زه او فضل لطیف باچا بدرګې ته او بيا راڼيزو ته لاړو او د هغې علاقې دوره مو وکړه چې د هغه ځايه واپس شوم نو غلام محمد ځخان د لوند ځوړ د جلسې انتظام کړ و.زه او ميا احمدشاه او عبدالاکبر ځان هلته لاړو .دلته هم ډېره لويه جلسه وشوه او ډېزې زنانه ورله راغلې وې او په هغه جلسه کې ماسره زنانه و دا وعده وکړه چې: که د ځلمو نه پوره نه شوه فخر افغانه جینکۍ به دې ګټینه جلسه چې ختمه شوه نو ميا احمدشاه او عبدالاکبر ځان واپس راغ لل او زه يې هغوی ته د بایېزو د دورې دپاره پرېښودم او غلام محمد خان سره پاتې شوم. مونږ د بایېزو او شموزو دوره وکړه. زه د بايېزو د کارکنانو نه ډېر خوشحاله شوم ځکه چې هغوی پخپله علاقه کې ډېر کار کړی واو د ټولونه زیاته د خوشحالۍ خبره دا وه چې کوم ځای به جلسه وه او چې کومې ښځې به په کوټو بامونو جلسې ته ناستې وې نو هغو سره به څرځې هم وې او هغوی به د جلسې شروع کېدو نه وړاندې څرخې کولې بله دا چې غلام محمد خان او زرين ځان به زما د ارام ډېر فکر کولو د دوی په برکت به زه په ارام وم بله نات ۴۲۸ 0٩0165 6 ‏ام‎ زما ژوند او جد وجهد دا چې غلام محمد ځان او زرین ځان په زنانه و کې ډېر کار کړی و. په لوند وړ کې د ښځو جلسه وشوه په زرګونو ښځې ورله راغلې وې او ماله يې سپاسنامه هم را کړه او تقریرونه يې هم وکړل په دې زه خوشحال شوم ولې چې بغير د ښځو نه يو قوم ترقي کولی نه شي ولې چې زمونږ د کور او بچو ټول پرورش د هغوی په لاس کې دی اوزمونږ د ګاډي چې کومې دوه پایې دي نو يو سړی دی او بله ښځه ده.نو تاسو پخپله خيال وکړئ چې یوه پایه پنچر وي نو ګاډی به څنګه لاړ شي؟ په سپاسنامه کې دوی دا مصرع لیکلې وه: که د ځُلمونه پوره نه شوه فخر افغانه جینکۍ به دې ګټينه له دې ځايه زه او غلام محمد ځان د يوې ورځې دپاره یوس فزو له لاړو هلته د یوسغفزو يوه عظيم الشانه جلسه وه.زرګونو خلک او خدايي خدمتګار جمع وو داسې لويه جلسه ما بل ځای لیدلې نه وه.ما په جلسه کې تقریر وکړو چې خدایی خدمتګار ځان ته خدایی خدمتګار وايی. لیکن خدای ته د خدمت ضرورت نشته. د خدای خدمت د هغه د مخلوق خدمت دی او د خدای مخلوق يوازې مسلمانان نه دي ټول د هغه مخلوق دي. که هندو دی که سکه- دی که عيسایي دی زمونږ فرض د دنيا نه ظلم ورکول دي او مظلوم د ظالم نه خلاصول دي. مونږ به د هغه قوم او حکومت مخالفت کوو چې څوک د خدای په مخلوق ظلم کوي که ظالم زمونږ ورور او تت ۳ځچېې س- »ام.٥٥11‏ ه012 ‎١/٣‏ رد۵ مل زما ژوند او جد و جهد مسلمان هم وي. بله دا چې زمونږ خدمت به د خدای دپاره وي د څه غرض دپاره به نه وي. مونږ له چې څوک څومره تکليف راکوي زور اوزياتی راباندې کوي مونږ به بدل نه اخلو بلکې مونږ به صبر کوو او د هغه سړي.قوم يا حکومت د پوهولو کوشش به کوو.چې جلسه ختمه شوه مونږ د شپې د ارام دپاره سودم ته راغلو دلته زمونږ ملګرو امير محمد خان او مهردل ځان او شاکرالله باچا او د هغوی ملګرو په دې علاقه کې ډېر ښه کار کړی و.دلته هم ډېره ښه جلسه وشوه او د دې ځای په زنانوو کې هم د ازادۍ جذبه پيدا شوې وه.د دې ځای د دورې د ختمېدو نه پس د سلیم ځان په ډېرۍ کې د مومندو يوه لويه جلسه وشوه دعلاقې ټول مومند راجمع شوي وو او د دې تحریک په غرض او مقصد مې پوه کړل چې دا تحریک زمونږ د رورولۍ او قامولۍ تحريک دی اومونږ دا کوشش کوو چې د ټولو پښتنو يوه ورورولي او قامولي جوړه كړو او د دوی د زړونو نه بغض. کينه: تربګني او دښمني لرې کړو چې اتفاق په کې پيدا شي.محبت او همدردي په کې پيدا شي او يو قوم شي.ای وروڼوا که يو قوم شوئ نو تاسو له خدای داسې ملک در کړی دی چې د دولتونو او نعمتونو نه ډک دی ځو ستاسو د بې اتفاقۍ په وجه پرې نور خلک مزې کوي او که تاسو يو قوم شوئ نو ستاسو ملک بل څوک ځوړی نه شي ستاسو دنيا او اخرت به اباد شي. او دا داسې ملک دی چې دې کې به یو سړی غریب پاتې نه شي ټول به ځانان شي. ډېره ښه او کامیابه جلسه وشوه او خلک د دې تحريک په غرض او مقصد پوه شول او د انقلاب زنده باد . فخر افغان تا 01م عهسم زما ژوند او جد و جهد زنده باد په چغو کې جلسه خوره شوه بياله دې ځايه مونږ منګادرګۍ ته لاړو خلکو سره کېناستو.دلته زمونږ تحریيک ښه روان دی او ډېر مجلسونه مو وکړل او بيا ترې رخصت 777-7 7 1 رر ناست و مرۍ مې څُوږېده ناجوړه شوم. لږ ارام مې وکړو. لیکن زما په نصیب کې ارام چېرتهو؟ که زه به خلکو پسې نه تلم نو خلک ما پسې راتلل او ارام مې نه شو کولی ما به ډېر پوهول خو نه پوهېدل. دا د هغوی هغه ډېر محبت و او که خبرې مې ورسره نه کولي نو ځپه کېدل به. د پیرنگیانو د جبر او تشدد زیاتوالی: د سرحد حکومت د ګاندهي لارډ ارون د سولې هېڅ پروا نه کوله. ورځ په ورځ به يې نوي نوي حکمونه او قانونه په مونږ لګول اول خو خدايي خدمتګار په چاوڼو بند وو چې نه به ځي. بيا يې په سړکونو هم ګرځېدو ته نه پرېښوول. بيا حکم جاري شو چې څومره جرنيلي سړکونه دي د هغونه څلور څلور ميله يو ځوابل خوا جلوسونه جلسې او په وردو کې ګرځېدل بند دي علاقه په علاقه د دې نه علاوه دفعه ۱۴۴ ولګېده او پولیس ته اختيار ورکړی شو چې تاسو پخپل حکم چې څوک نيسئ نيوی شئ» په صوبه سرحد کې پولیس راج جوړ شو یوه ورځې زه د ځان بهادر ميا مشرف شاه د زوی فاتحې له تلم څلور خدايي خدمتګار باوردۍ هم راسره وو چې د مردان د جرندو اډې له ورغلم نو زمونږ په ليدو سره يو پولیس سنټري را منډه کړه او د عام سړک دروازه يې زمونږ موټر ته بنده کړه بله لار نه ۴۷۱ سپ 1/:00126001660066:0#// 0001651 زما ژوند او جد و جهد وه مونږ د موټرنه کوز شو او هغه ته مو ووې چې دا خو عام سړک دی او بله لار هم نشته مهرباني وکړه دروازه راته لرې کړه هغه راته ووې چې سړک مړک نه پېژنم ما ته خو دا حکم دی چې د سرو جامو سړي په دې سړک مه پرېږده او که هغه څه ویلې نو بيایې په ټوپک اووله ټوپک يې مونږ ته مخامخ کړو او راته يې ووې چې که تلی شئ نو لاړ شئ! چا چې زه پېژندم هغوی ورته ډېر ووې چې داسې مه کوه دوی ته دروازه لرې کړه هغه ووې چې ماته د خپل افسر حکم دی دروازه دوی ته نه شم لرې کولی مونږ واپس شو او د نهر په غاړه د پولیس لاين سړک ته راووتو تاڼې دار مو ددې خبرې نه خبر کړو هغه راته ووې چې زمونږ صاحب سره په دې کې لیدل په کار دي ما ورته ووې چې دا خو ستا د صاحب حکم دی د ليدو نه به څه جوړ شي؟ تاسو فکز وکړئ چې ستاسو ما سره داسې سلوک وي نو عامو خدايي خدمتګارو ته به څومره تکلیف وي؟ په کلو کې لارو کوڅو کې به پولیس بې ګناه خلک وهل سواره به راتلل کلو کې به ګرځېدل او د خلکو سترونه به يې ماتول.خو مونږ د ځپل طرف نه په سوله ټینګ اوسېدواو داسې کار مو نه کولو چې په مونږ څه الزام راشي او دا ټول تکلیفونه مونږ په صېر او استقلال تېرول او بيا په اخره نوبت دې ته ورسېدو چې دوهلو په ځای به يې خدايي خدمتګار قتلول د شپې به د دوی «بارډر لاړل په دفتر کې چې به د کوم خدايي خدمتګار ډيوټي وه هغه به يې ونیولو او چې څه به ورسره وو هغه به يې ترې واخيستل او بيا به يې په ټوپېک وويشتو.دغه شان يو صوبه دار چې زمونږيو خدايي خدمتګار ۴۷۲ 1 هکان فا زما ژوند او جد و جهد غريب بې ګناه په اورمړو کې وويشتو هغه ورته چغې وهلې چې زه يم او هغه يې شهيد کړو.د کلو خلکو پولیس ونیول او ټوپکې يې ترې واخيستې خو زمونږ تحریک دومره اثر په پښتنو کړی و. چې تشدد يې ورسره ونه کړلو صرف رپوټ يې وکړو او چې اسسټنټ کمشنر رای نو ټوپکې يې ورکړې. پیرنګيانو ته ډېر قهر په دې ورتلو چې خلکو تشدد نه کولو پیرنګيانو به خلک مجبورول چې تشدد وکړي چې زمونږ ورته بانه جوړه شي او ښه پرې زړونه يخ کړو.او برباد او تباه یې کړو.د خدايي خدمتګارو اصل صبر و ځپل ځانونه يې خدای ته سپارلي وو او په دې يقین وو چې يوه ورځ به زمونړه دا مظلوميت رنګ راوړي. پیرنګيانو به ويلې چې مونړه دې خلکو حېران کړي يو مونږ کوشش کوو چې دوی تشدد وکړي د تشدد علاج ځو مونږه سره شته ځکه چې مونږ سره د تشدد ډېر سامان دی خو د عدم تشدد علاج راسره نشته. پیرنګیانو به دا خبره کوله چې: )116 ۱000-01016101 ٥۵۱3۵08 ‏اا‎ ٥10٥6 95 ‏انا‎ د عدم تشدد په اص ولو روان پښتون د متشدد پښتون نه ډېر خطرناک دی. چې د کراچۍ د کانګرس د سالانه جلسې نه واپس راغلو زمونږ د صوبې لاټ صاحب ماسره د ملاقات کولو خواهش ظاهر كړو او ماله يې د بعضې کسانو په ځولې ځوابونه راولېږل. لیکن ما چې د پیرنګيانو زور او ظلم او زياتي ته کتل نو زړه مې نه غوښتل چې لاټ صاحب سره ملاقات وکړم او نه ماته په کې د قوم او ملک څه فايده ښکارېده ولې چې يو 0 ننننن0-ف-٧٧۳٣‎ 0016 ٩0666 زما ژونداو جد و جهد طرف ته يې باوجود د سولې زمون د راڼيزو قيدیان پرې نه ښودل او بل يې د لوبو ټوقو په ډرامه زمونږ بچي ګرفتار کړل او په خدايي خدمتګارو يې توره تياره جوړه کړې وه. په دې وجه ما د هغه د ملاقات نه انکار وکړو. لیکن زما د انکار باوجود حکومت اصرار کولو چې ما سره دې ځامځا وويني نو يوه ورځ زما مشر ورور ډاکټر ځان صاحب راغی او راته يې ووې چې د حکومت دومره اصرار دی نو ملاقات ورسره وکړه نو ماورته ووې چې لاټ صاحب زمون د جماعت د صدر او سکتر سره ولې ملاقات نه کوي؟ولې چې ذمه وار ځلک خو هغوی دي او زما خو څه ذمه واري نشته او که چېرې ما سره ملاقات کول غواړي نو زه ورسره په دې شرط ملاقات کوم چې موجوده وخت کې د حکومت له طرفه کوم مشکلات مونږ ته پېښ دي که د هغې حل کول په اخلاص او ایماندارۍ سره غواړي. لکين لاټ صاحب دې شرط ته غاړه کېنښوده او ويې ويل چې په سیاست کې ايمانداري نه وي نو ما ورته ووې چې ایمانداري نه وي زه داسې ملاقات کول نه غواړم ځکه زما سیاست د ايماندارۍ دی په دې وجه هغه ملاقات پاتې شو. څه ورځې پس زمونږ ملګری ميا احمدشاه صاحب د څه خبرې دپاره مسټر لاتر ته چې د پولیس نائب جرنيل و. او زمونٍ د صوبې د سي. ائ. ډي لوی افسر و تلی و او بيا دواړه لاټ صاحب له لاړل. لاټ صاحب بيا هغه سره زما د ملاقات خبره تازه کړه نوميا صاحب ماله راغ او ماته اړم شو چې لاټ صاحب سره ملاقات وکړه ما ورته ووې چې ماته په ملاقات کې څه عذر نشته خو زه په کې څه فايده نه وینم ستا او د هغه نت ۴۷۴ 0016/٩0٨6 زما ژوند او جد و جهد دا خبرې اترې هم تسلي بخش نه دي او بيا د پړانګو د فوج متعلق دا ځواب چې مونږ سره طاقت دی او بيا د لارې د راوغوښته او جرګې ته يې دا مسئله پیش کړه او جرګې په کثرت رای دا فېصله وکړه چې ملاقات کول نه دي په کار په دې ميا صاحب نور هم ځپه شو لیکن په ډېرو منتونو قاضي صاحب او علي اصغر ځان رضا کړو.د فېصلې نه پس ما د هغه نه پوښتنه وکړه چې فردوس ځان او غلام محمد ځان تاسو د کې ووې چې مونږ ځو د دې وېرې نه لاسونه وچت کړي وو چې که ته ورسره ملاقات ونه کړې نو مونږ به ګرفتار کړي او بيا به جنګ شروع شي. د يو جماعت کارکنان چې د وېرې نه داسې کارونه کوي نو د هغونه قوم ته او جماعت ته نقصان رسيږي.دا خبره حکومت دلته پرې نښوه. وايسرای ته يې ورسوله او زما برخلاف يې غلطه پراپېګنډه شروع کړه چې د ده د پرنګيانو نه نفرت دی.د ده مونږ سره ذاتيات دي ځکه مونږ سره ملاقات نه کوي او بيا وايسرای په دې الفاظو ګاندهي جي ته شکایت وکړو. ګاندهي جي ماته وليکل چې ته خپل لاټ سره ملاقات وکړه زه پوه يم چې ته په څه وجه ملاقات کول نه غواړې خو دو ستا بر خلاف پراپېګنډه کوي او په خلکو کې ستا متعلق غلط فهمۍ پيدا کوي اخر زه مجبور شوم او دا خبره مې د جرګې انتظامیې ته پیش کړه او د هغوی په اجازه مې لاټ صاحب سره په نتهيا پوه لل لل سر د 00 0001165(1 ٧۸۸1/0/.0012600151766.01 ‏ننس‎ زما ژوند او جد وجهد ګلۍ کې ملاقات وکړو. مالاټ صاب ته په خدايي خدمتګارو د ظلمونو او د راڼيزو د قيدیانو ووي ؛'ځو باوجود د دې خبرو د پیرنګيانو په پاليسۍ کې څه فرق رانغی بلکې د اول نه زيات شول. حقیقت دا دی چې د دوی دا ټول ملاقاتونه د دې قوم اوملک د فايدې دپاره نه وي. دې کې د دوی مقصد دا وي چې دا سړی به څنګه دوکه کړو خپل مقصد به ترې پاتې کړو او د ځان سره به یې ملګری کړو او ما چې څومره ملاقاتونه کړي دي نو بغير د لالچ ظلمونه شروع کړل دا نه چې ګوندې خدايي خدمتګارو د مالیې نه انکار کړی و خو غله دومره ارزانه شوې وه چې خلک تنګ وو.د مالیې وس يې نه کېده او د مالیې بقایې يوازې په خدايي خدمتګارو نه وې د دوی نه زياتې په سرکاري ځانانو اوملکانو وې خو هغوی ته يې څه نه وې خواران خدايي خدمتګار به يې تنګول مالونه به يې لیلام کول حوالاتونو کې به يې اچول او لا د هغوی برخلاف به يې دا پراپېګنډه هم کوله چې دوی د مالیې ورکولو نه انکاري دي پخپله يې هم نه ورکوي او نور لک هم منع کوي حالانکه دا بالکل دروغ وو .خلکو سره په رښتیا ماليه نه وه او خدايي خدمتګارو سره هم نه وه دوی به حکومت ته وي چې دا تاسو نورو ځلکو سره څنګه سلوک کوئ دغسې مونږ سره هم کوئ»مونږ و هم ستاسو رعيت يو چې بعضې خلکو ته معلومه شوه چې حکومت د خدايي خدمتګارو په کړولو خوشحاليږي نو په خدايي خدمتګارو يي د دروغو مقدمې شروع کړې.په دواوه ‎١0‏ ه ورا 0٩016 ٧٩666 زما ژوند او جد و جهد کې د جبار ځان او اول مير ملک د لاسه خدايي خدمتګار په اور کې ولاړ وو .په ابازو کې افتاب ګل ميا او يحیی ميا او د دوی نورو وروڼو او عزیزانو خدايي خدمتګار د ورګو په کوټو کې بند کړل او د بُوسو لوګي يې ورته وکړل. د دې کاکاخېلو. میاګانو د پیرنګيانو سره دومره محبت و او د هغوی دومره وفادار او خدمتګار وو چې څه وخت به د خدايي خدمتګارو د راتلو نه خبر شول نو ټوپکې به يې ورپسې واخيستې او د هغوی مرګ ته به تيار وو .د مالیې په بانه د بټګرام عبدالله جان ميا او د هغه زوی چې په خلکو څومره ظلمونه کړي دي دهغو بيان کولی نه شم ده هم خلک په کوټو کې بند کړي دي او د ُوسو لوګي يې ورته کړي دي فضل الرحمان ځان د شوقدر سړي خو پرېږده د ښځو بې عزتي يې هم کړې ده.بله دا چې زمونږ د هشنغر په کلو کې او مېرو کې د پولیس تاڼه دار ګرځېدو او هر چانه به يې پوښتنه کوله چې دلته هم څوک خدايي خدمتګار شته او چې څوک به خدايي خدمتګار و هغه به يې وهلو.ټکولو او بې عزته کولو.د ملکنډ اېجنسۍ د سخا کوټ کلي نه يو څو ماشومان زما د ليدو دپاره راتلل نو پولیس ترې خبر شول اول ځو يې په دوی ډېر دباوونه وکړل چې دوی ونه یرېدل او خپله اراده يې پرې نه ښوه نو بيا يې دومره ووهل چې سرونه يې ورله مات کړل. هغو کې يوماشوم زما ورور ډاکټر خانصاحب مات سرګاندهي چي له ولېږلو چې هغه دغو ورځو کې شمله کې و او دا ټول حال يې ورته ووې. حقيقت دا دی چې پیرنګيان دغو ورځو کې بالکل لېوني شوي وو او د ګنهګار او بې ګناه تميز نه و ګاندهي جي دا ټولې ۷ 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد خبرې وايسرای ته ولیکلې او ورته يې وليکل چې د دې تحقيق دپاره زه سرحد ته تلل غواړم خو وایسرای اجازت ورنه کړو. حقیقت دادی چې په پښتنو باندې څومره ظلم کېدلو دا ټول پیرنګيانو کولو .هغوی دا نه غوښتل چې پښتانه دې را ویښ شي او منظم دې شي او په دوی کې دې اتفاق او سیاسي شعور پیدا شي. د دیویداس گاندهی د سرحد دوره: مهاتماجي وايسرای ته دوباره وليکل چې که حکومت ماله اجازه نه راکوي نو بيا دې جواهر لال يا پټېل له اجازت ورکړي چې هغوی سرحد ته لاړ شي او تحقيق وکړي. چې څوک سوله ماتوي؟ځو حکومت د دې نه هم انکار وکړو ځکه چې سوله ځو دوی ماتوله بيا ګاندهي جي وایسرای ته وليکل چې زما زوی دیويداس له اجازت ورکړه حکومت دې ته هم تيار نه شو اخر چې ګاندهي جې د حکومت نه مایوسه شو نو وایسرای ته یې وليکل چې ښه ده. که ماله اجازت راکوئ او که نه راکوئ زه سرحد ته ځم»نو پس د هغې نه حکومت په دې رضا شو چې ښه ده مونږ دیويداس له اجازه ورکوو په دې شرط چې هېڅ قسم جلسې او جلوسونه به نه وي. ګاندهي جي مونږ له تار راکړو چې دیويداس سرحد له راځي لیکن استقبال جلوس او نمایش به نه وي. دیويداس راغی اومون د ده استقبال ونه کړو .او دیويداس چې څه وخت راورسېد نو مونږ ته يې هم د مهاتماجي هغه خيال ظاهر کړو چې څه وخت مونږ د پېښور نه اتمانزو ته صم بس سوا زما ژوند او جد و جهد روانيدو نو مونږ دیويداس ته ووې چې د پېښور نه تر اتمانزو پورې په سړک د لسو لسو ګزو په فاصله خدايي خدمتګار د حفاظت دپاره درته ودروو ځو هغه د دې نه انکار وکړو چې سباله مونږ تهکال ته لاړو نو خبر شو چې دلته ارباب عبدالغفور خان او د بهادرکلي عاشق شاه باچا او په ترخه کې ډېربېګناه خدايي خدمتګار حکومت ګرفتار کړي و او د ارباب عبدالغفور پلار ارباب جمعه خان د دیويداس د پاره مېلمستیا کړې وه.د ځلیلو .مومندو زمونږ ټول کارکنان موجود وو او دیويداس ته يې هغه ټولې کيسې وکړې چې حکومت مونږ سره کړې وې. بله ورځ اتمانزو ته روان شو مونږ چې د ښاره روانېدو نو موټر نه و. نو په ‌لارۍ کې کېناستو او چې د شاهي باغ نه لږ واوړېدو نو د زرين خان د ترنګزو موټر راغی دوه ښکلي خدايي خدمتګار په ښکلو وردو کې په کې ناست وو او سره جنډه پرې لګېدلې وه مونږ د لارۍ نه کوز شو او موټر کې کېناستو زه او دیويداس او خورشيد بهن درې واړه روستو کېناستو موټر روان شو او ډېر په تېزۍ روان شو. يو مشهور ظالم ډاکو مفرور چې په قاضي مفرور مشهور و مونږ ته د سردریاب د پل په غاړه قلي ځان چې د حکومت سړی و .د لوځو ځنګل کې کېنولی و .چې زمونږ موټر ور ورسېدو او هغه دوه خدايي خدمتګار چې د موټر مخ کې ناست و د هغوی باقاعده وردۍ وې نو د هغې ډاکوانو دا خيال راغی چې دا به د جرنيل موټر وي نو بېرته کېناستل او بله دا چي دوی ته خو دا معلومه نه وه چې مونږ به موټر کې ځو ولې چې مون د اډې نه په لارۍ کې ناست و. خو مونږ پسې چې کومه لارۍ وه هغې ۹ لر زما ژوند او جد و جهد له دغه مفروران راپاڅېدل او ډزې يې پرې وکړې دا هغه لارۍ وه چې مونږ په کې ناست وو .سړي په کې زخميان شول مالونه يې ترې واخيستل او يو بل ته يې ووې چې هغوی خو دې لارۍ کې نشته چې مونږ ورته ناست وو. دغه لارۍ چې چارسدې ته را ورسېده نو مونږ ته يې دا ټول حال ووې بيا ماته زمونږ د موټر هغه ډرېور ووې چې مونږ دغه ځای له را ورسېدونو ما وليدل چې دغه لوځو کې يو سړی را وچت شو او بيا کېناستو غالبا چې د دوی به دا خيال پيدا شوى وي چې دا موټر د جرنيل معلومېږي ځکه چې جنډه هم پرې لګېدلې وه.او باوردي فوځيان هم په کې ناست وو او دوی له خو قلي ځان پولیټيکل اېجنټ ډايري ورلېږلې وه چې باچا خان او دوه ملګري يې په لارۍ کې در روان شولء. دوی ځکه په موټر غرض ونه کړو او په هغه لارۍ يې ډزې وکړې چې مونږ په کې د پېښور نه ناست وو مونږ رځړو کې وو چې د دې لارۍ د واقعې نه حبر شو نو چې د چارسدې هسپتال ته ورغلو هغه زخميان مو هم په کې وليدل او هغوی راته دا ټول حال ووې. د دغو ډاکې مارونه چې خلک خبر شول دغو ډاکې مارو پسې داګري او نور خدايي خدمتګار او عام خلک راووتل ځو دوی ترې وتښتېدل او چې تيراه ته ورسېدل نو زمونږ اپريدي وروڼه د دې واقعې نه خبر شوي وو هغوی يې ونيول او هغه مالونه يې ترې واخيستل او دا قاضي مفرور يې قتل کړو او کومې روپۍ چې زمونږ په سر قلي خځان ورکړې وې هغه ترې هغوی واخيستې او د خلکو هغه سامان يې مونږ ته راولېږړلو او هغه مونږ خپلو خاوندانو له ورکړو چې پکې يوه تماچه هم - س ټيس ۳- ۳ ٢--تکت‏ تت تت زما ژوند او جد و جهد 1 وه. د اپريدو وروڼو دا خيال و چې که دا د پښتنو مېلمانه د ګاندهي جې زوی او خورشېد بهن دوی وژلي وینو د پښتنو به په هندوستان کې څومره بد نامي شوې وه دغه وجه وه چې اپرېدؤ دوی قتل کړه که نه وي نو ازاد قبايل هغه سړي نه وژني چې دوی ته يې پناه ور وړې وي.د دې مفرور په سر پیرنګيانو اپریدو له ډېرې روپۍ ورکولې.ولې هغوی نه اخیستې. دا شکر دی چې د پیرنګيانو د حکومت دا منصوبه خدای نا کامیابه کړه که د ګاندهي جي زوی يا د ځورشید بهن چې دا د «دادا بایی ناروجۍ نوسۍ وه دادابایی ناروجی د کانګرس باني و او د ده په کوشش کانګرس دې ځای ته رسېدلی و که دا دلته په سرحد کې وژل شوي وى نو پیرنګيانو له به هم د پښتنو برخلاف د پراپېګنډې ښه موقع په لاس ورغلې وه پښتانه به يې دنيا کې بدنام کړي وو .او هندوان او پارسیان به يې هم د پښتنو نه وېزاره کړي وو او کوم اثر چې په هندوستان کې او په کانګرس د خدايي خدمتګارو په وجه پيدا شوی و هغه ته به ډېر نقصان رسېدلی وی او پښتانه به بيا د پیرنګيانو زور او ظلم ته يوازې پاتې شوي وى او دنيا سره به يې د سترګو لګېدو شان نه وو پاتې شوی. خو مونږ خدايي خدمتګارو د خدای دپاره د هغه د مخلوق خدمت ته ملا تړلې وه نو هغه هم مون سره په هره موقع مدد کړی دی اومونږ يې د دښمن د چالونو نه بچ کړي يو. د اتمانزو نه مونږ دواوې ته لاړو ولې چې په دې خلکو هم د مالیې په بانه قسم قسم ظلمونه شوي وو. په شوقدر کې په یوې ښځې او د دنت ۴۵۱- نن ‎٢‏ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد هغې په ماشومې لور دومره ظلمونه شوي وو. چې د هغو ظلمونو په اورېدو سره مونږ ټولو وژړل او هغې ووې چې اوس یې هم زه تاسو ته نه راپرېښودم او خان بهادر قلي خان هم راته ډېر منتونه وکړل چې ته څه وايي هغه به ټول وکړم خو دې خلکو له مه ورځه.د شوقدر نه با ګونډاته لاړو د هغه ځای واقعات مو هم قلم بند کړل او بيا واپس اتمانزو ته لاړو. په واپسۍ کې مې دیوي داس ته هغه ګنده د مالیې حوالات هم وښودلو چې ډېر خانان په ماليه کې بندیوان ناست وو. په سبا له مونږ د ملکنډ اېجنسۍ له لاړو ځکه چې دلته هم پیرنګيانو ډېر ظلم کړی و. په سخاکوټ کې د راحت خان په حجره کې د راڼيزو ډېر خلک جمع وو هغوی سره مو وليدل او د هغه ځای ټول ظلمونه قلم بند شول. د ديوي داس د ملکنډ او چکدرې د کتلو ځواهش و.مونږروان شو لیکن درګۍ کې راته سرکاري سپایانو د سړک دروازه بنده کړه.مونږ د ملکنډ پولیټيکل اېجنټ ته ټیلفون وکړو چې مونږ د چکدرې پورې صرف په سړک تلل غواړو لیکن هغه اجازت رانه کړو واپس را روان شو درګۍ سره ډېر خلک جمع شوي وو هغوی ته مې ووې "پښتنو وروڼو په دې خبره فکر وکړئ چې ملک زمونږ دی او اختيار یې د بل دی مونږ په کې ګرځېدو ته هم نه پرېږدي". سبا له مردان او صوابۍ له لاړو د مردان نه زه د لاټ صاحب د ملاقات دپاره نتهیاګلي ته روان شوم او عبدالاکبر ځان او میا احمدشاه دیوي داس ګاندهي سره پاتې شول.د يوي داس يې په ټول ه صوبه کې وګرځولو .پیرس صاحب ته مې د حکومت د مظالمو کيسې وکړې هغه وخندل ویلې چې کېرو ‎)۵:٥‏ ډپټي کمشنر ما راغوښتی دی د هغه دومره وړُوکی سر دی او ماغزه یې ډېر ګرم دي زه به ورله په سر واوره وتړم چې دا ماغزه يې لږ يخ شي.ددې ملاقات نه پس هم د دس سا 0٩016 ٩٨666۱ زما ژوند او جد و جهد حکومت په سخت ګیرۍ کې څه فرق رانغلو. لاټ صاحب دا هم راته ووې چې مونږ د صوبه سرحد له طرفه تا راونډټېبل کانفرنس له لندن ته لېږو .ما ورته ووې چې مونږ فېصله کړې ده چې د خدایي خدمتګارو او کانګرس له طرف به صرف يو سړی وياو هغه به صرف مهاتماګاندهي وي لاټ صاحب په دې خبره حېران غوندې شو خو زیات یې څه ونه ويل ملاقات ځتم شو او لاټ صاحب راسره په جلب کې تر ډېره پورې راغی او د رخصت په وخت کې يې راته ووې چې زه امید کوم چې ته به خپل خدايي خدمتګار کنټرول کې وساتې ما ورته ووې چې زه ځو په ځپلو خدايي خدمتګارو کنټرول کولی شم خو ته هم دا خپل خلک په قبضه کې راوله. د لاټ صاحب نه رخصت شوم شپه مې په چنګا ګلۍ کې د ډاکټر خانصاحب سره چې د ګرمي د تېرولو دپاره دلته و تېره کړه. سبا له مې مري کې مهرتاجه چې زما لور وه ولیده دې په کانونټ کې سبق ویلو او تیمور صاحب سره مې هم چې بيا وروستو د اسلامیه کالج پرنسېپل او زما ډېر مهربانه و ملاقات وشو .شپې له پېښور ته را ورسېدم په سبا له اتمانزو له لاړم بله ورځ دیویداس دوی هم د صوبې د دورې نه واپس راغلل او مونږ د بمبۍ د تللو اراده وکړه صدر صاحب عبدالاکبر خان او سکرټري میا احمدشاه را باندې ډېر تاکيد وکړو چې ته کوشش وکړه چې د کانګرس کمېټۍ په ځای دې د صوبې جرګه شي او د دوو په ځای دې يوه شي.د شپې مونږ د ميا صاحب مېلمانه شو محمد زمان ميا صاحب احمدشاه ميا مجبور کړ چې زمونږ سره بمبۍ ته لاړ شي احمدشاه میا هم د تلو انتظام وکړلو.زه او دیوید اس د ده په تلو ډېر خوشحاله شو او سبا له بمبۍ ته روان شو په لاره ګاډي کې میا صاحب او دیویداس کاغذات درست کړل. ٨۳ زما ژونداو جد و جهد په فساونه د راونډ ټېيل کانفرانس ورځو کې د جرگې مشرانو کی اختلاف» شيملېي ته زماتگ؛ شمله کی مصروفیت: فارن سکتر او هوم سکتر سره لیدل ۴ سس- )موو( 1 ‎۸٨١١/0124‏ د۵٥‏ ه0 زما ژوند او جد و جهد په بمبۍ کې د ال انډیا کانګرس کمېټۍ جلسه وه او هغې له د ټول هندوستان ممبران راغلي وو څه وخت چې مونږ د بمبۍ ټېشن ته ورسېدو او د ګاډي نه کوزشو نو ميا احمدشاه ماله راغی او ډېر خپه و.ده راته ووې چې ما ته خو دیويداس ووې چې ته د کانګرس ځای له لاړ شه دا خو داسې شوه چې ماله يې ځواب راکړو.امير محمد ځان د هوتي ورته ووي چې ماته يې هم داسې ویلي دي. لیکن ما ورته ووې چې کوم ځای فخر افغان صاحب وي زه به هم هلته يم نو بيا هغه چپ شو. لیکن ميا صاحب وې چې زه يې ستاسو نه منع کړی يم او ماله يې ځواب راکړی دی تاسو سره نه ځم ما هم د ميا صاحب د راضي کیدوکوشش وکړو ځو دی رضا نه شو نو بيا زما څه مسلمانان دوستان ټېشن له راغلي وو موټر يې راويستلي وو هغوی سره مې په تلو رضا کړو. لیکن د ميا صاحب طبیعت خراب شو یو بله ورځ مونږ د ميا صاحب ليدو له لاړو. دی مو وليدو لیکن طبیعت يې درست نه و. ما ته د ګلياړي د يو مهربان پښتون نه معلومه شوه چې ميا صاحب ډېر ځپه دی او وايي چې بس نور کار نه کوم او کلي ته روان دی. دیويداس چې د دې واقعې نه خبر شو هغه ورته ووې چې ما ځو په دې خيال ويلي وو چې دلته به تا ته تکليف وي په مځکه به ملاس ته وي. دال. چپاتي به خورې او هلته د کانګرس د مېلمنو دپاره ډېر ښه انتظام دی.خو د مياصاحب خفګان لرې نه شو ما هم ميا صاحب ته ډېر منت وکړو چې واپس مه ځه چې مونږ خپله فېصله کانګرس سره وکړو او د کانګرس هغه بله ډله هم راغلې ده ځکه ستا موجودګي ضروري ده. خو چې سبا - سا 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد له مونږ خبرېدو ميا صاحب تلی و زمونږ معامله د کانګرس ورکنګ کمېټۍ ته پېش شوه او زمونږٍ د پاره د صوبه سرحد لويه جرګه نوم يې منظور کړو او ما له يې اختيار راکړو چې څنګه ستا خوښه وي په سرحد کې هغسې تنظیم جوړکړه. د جرگې مشرانو کې اختلاف: زمونږ د پېښور يو ورور سردار عبدالرب نشتر په دغه وخت کې دا اعتراض وکړو چې دوی دخدايي خدمتګارځو د کانګرس په اصولو کار بند نه دي. بلکې فرقه وارانه نعرې وهې او په مثشال کې يې وويل چې دوی د نعره تکبير الله اکبر اواز کوي. ګاندهي جې د ده نه تپوس اوکړو چې د الله اکبر څه معنی ده نشتر صاحب جواب ورکړو چې: خدای لوی دی. نو ګاندهي جې ورته جواب کې وويل چې ولې خدای ورکوټی دی څه؟ دغه شان دوی کامياب نه شول.د دې فېصلې نه پس مونږ سرحد ته را روان شو.د را رسېدو سره ما خپل کارشروع کړو او د مردان او صوابۍ په دوره روان شوم ميا صاحب ځپه د ديوي داس نه شو او نقصان يې خپل قام ته ورسولو او زما مخالف شو او چې کلي ته ورسېدو نو د بلې ډلې جوړولو شش يې شروع کړو او د صوبه سرحد لويه جرګه يې هم را وغوښته چې د بمبۍ د فيصلې د نه منلو دپاره يې تياره کړي.ماله يې هم خبر راکړو او د جرګې ورځې له راغلم او دا معامله لویې جرګې ته پېش شوه ميا صاحب د بمبۍ د فېبصلې په مخالفت کې تجویز پېش کړو او تقرير يې وکړو او تائيد یې لد لدد پس سسسض"س"س ‎٥122:‏ اړو وه د٥٥‏ ه0 زما ژوند او جد وجهد عبدالاکبر ځان او غلام محمد ځان د لونډ ځوړ وکړو.بيا ما ټول حقیقت ممبرانو ته ښکاره کړو ممبرانو زما سره اتفاق وکړو او د بمبۍ د فېصلې تصدیق وشو. زه چې په دوره صوابۍ له لاړم نو ډېر خوشحاله شوم ځکه چې د دې ځای خدايي خدمتګارو په هر کلي کې ډېر زيات کار کړی و او هر ځای جرګې او خدايي خدمتګار په ډېر تعداد کې جوړشوي وو زمونږ د تحريک ډېر زور يا په تحصیل چارسدې کې واو يا په صوابۍ کښې. د دغه ځای خدايي خدمتګارو راته يوه ډېره عجیبه کيسه وکړه دوی وې چې تا ته معلومه ده چې زمونږ د ترنګزو حاجي صاحب سره ډېر زاړه تعلقات دي. په ابتدا کې چې تاسو راغلئ او دلته خدايي خدمتګاري جوړه شوه نو په دغو ورځو کې مونږ حاجي صاحب له د مومندو غازي اباد ته تلي وو هلته مونږ د حاجي صاحب د مشر زوی فضل اکبر باچا ګل سره په مجلس کې د خدايي خدمتګارۍ خبره وکړه هغه وې پام کوئ چې ګورئ خدايي خدمتګاري ونه کړئ.دا ښه تحریک نه دی مونږ ډېر حېران شو بيا مو حاجي صاحب نه ځان له پوښتنه وکړه ځکه چې هغه مو پيرو او مونږيې مريدان وو چې باباجي باچا خان زمونږ علاقه کې د خدايي خدمتګارۍ تحريک شروع کړی دی. او مونږ او نور خلک په کې شریک شوي دي ته مونږ ته ووايه چې دا تحریک ښه دی او که نه؟ نو حاجي صاحب راته وويل چې دغه تحریک د پیرنګيانو په حق کې دی که مخالف دی؟ مونږ ورته ووې چې د پیرنګيانو مخالف دي نو هغه راته ووې چې دغه خو جهاد دی او تاسو ګورئ نه ما د پیرنګيانو مقابله ونه کړی ۴٧۷ 0016 ٩٨666۱ زما ژونداو جد و جهد شوه زه د پیرنګيانو نه دې تورو غرونو ته راغلم او باچا ځان دغه د جېلخانو تکلیفونو او تاوانونو ته سينه ډال کړې ده. په خدايي خدمتګارۍ کې ملا د ده سره وتړئ! مونږ ورته ووې چې مشر باچا ګل صاحب وايي چې خدايي خدمتګاري مه کوئ نو هغه يې راوغوښتو او ورته يې ووې باچا ګله داسې خبرې مه كوه که نه وي عاق به دې کړم. مونږ په دې ډېر خوشحاله شو چې حاجي صاحب هم ستا سره کلک ملګری دی. زمونږ د صوبې جرګې چې فېصله زما په حق کې وکړه نو ميا احمدشاه صاحب خپله استعفا پېش کړه او منظور شوه او خلک خپلو کلو ته روان شولء زما طبیعت هم د دورې په وجه خراب و. پېښور ته لاړم چې ډاکټر صاحب به دارو راکړي او زه به لړ ارام وکړم لیکن د ډېره اسماعیل خان رمضان ځان راپسې راغی چې پاڅه چې ډېره اسماعیل ځان ته لاړ شو هلته ډېره بربادي شوېده حکومت هندوان مسلمانان جنګولي دي او ډېر خلک په کې مړه شوي دي او ډېر اسبابونه او ابادۍ سوزېدلي دي. شیملې ته زما تک: چې پېښور ته ورسېدو نو ماله د مهاتما ګاندهي له طرفه تار راغی چې د دې تار په ليدو شملې ته را روان شه رمضان خان او ما په دې فېصله وکړه چې د شملې نه په مخه به ډېرو ته درشم. رمضان خان چې ماته د ډېره اسماعيل ځان د هندوانو د تباهۍ او بربادۍ ټول بيان وکړو. نو زه پوه -شوم چې پیرنګيانو دوی له هغه سزا ورکړه چې دوی زما د ړومبسۍ پچ ددد د دګ )1 باانجست ‎۸٨٧ ١/.م 01۶41٥٥.‏ ده ‏زما ژوند او جد و جهد دورې په موقع زما استقبال په ډېر شان او شوکت سره کړی و او زما عظيم الشان جلوس يې په ټول ښار کې ګرځولی و ټول ښار يې ښايسته کړی و. ډپټي کمشنر دوی ته ويلي وو چې د باچا خان استقبال جلوس جلسه تا سو مه کوئ که نه وي نو تباه به شئ خو دوی ونه منل زما زړه ته په دې واقعه لويه صدمه ورسېده چې دا پیرنګيان به زمونږ دا مسلمانان تر کومه په دنیا کې شرموي او بدناموي. ‏زه د دوو خدايي خدمتګارو سره شملې ته په ګاډي کې روان شوم» چې زمونږ ګاډی لاهور ته ورسېدو نو سردار سردول سنګه کوليشر سره زما د نورو ملګرو او دوستانو ټېشن ته راغلی و او ماته يې ووې چې د سکهانو يولوی کانفرانس دی او مونږ هغه کانفرانس ته روان يو او د جلسې ځای ټېشن ته نزدې دی نو دوی زه مجبوره کړم او جلسې له يې روان کړم په جلسه کې مې خپل ټول د ګجرات د جېلځانې دوستان وليدل باران ورېدو ما يو مختصر تقرير وکړو او سکهانو وروڼو ته مې ووې چې په ۱۸۵۷ع کال کې ستاسو او زمونږ د پنجاب او سرحد په وجه هندوستان غلام شوی دی اوس زمونږ او ستاسو فرض دي چې پاڅو.ملا وتړو او هندوستان ازاد کړو .دا کوم نفاق او جګړې چې زمونږ دښمنانو زمونږ په کور کې پيدا کړې دي دا د هندوستان د ازادۍ دپاره ډېرې خطرناکې دي مونږ له بغير د خپل ذاتي غرض د ملک او قام خدمت په کار دی. چې جلسه تمه شوه نو رای زاده هنسراج صاحب په زور جلندر ته بوتلو او د شپې په ګاډي کې د هغه ځايه شملې ته روان شو سحر وختي زمونږ ګاډی کالکا 0016/۳066 زما ژوند او جد و جهد ته ورسېدو او د هغه ځايه په موټر کې شملې ته روان شو چې ورسېدو نو جواهرلال اډې له زمونٍ د بوتلو دپاره راغلی و. مونږ هغه سره د مهاتماجي ځای ته لاړو. لیکن مهاتماجي د وايسرای ملاقات له تلی و لږ ساعت پس راغی او هغه سره مو ملاقات وشو.د لړ ارام نه پس مونږ ټول يو ځای شو نو ګاندهي جي د وايسرای د ملاقات حال ووې او ما او جواهر لال نهرو ته يې ووې چې حکومت د صوبه سرحد او يوپي تحقیقات ته تيار نه دی اوس چې ستاسو څه رنګه رضا وي چې هغه شان کړی شی. مونږ دواړو ورله دا ځواب ورکړو چې ستا په رضا مو رضا ده او په دې فېصله وشوه چې مهاتماجي دې ګول مېز کنفرانس له لاړ شي. ي. وړاندې دا فېصله شوې وه چې په دې دواړو صوبو کې چې حکومت کوم ظلمونه کړي دي که حکومت د دې تحقيقات نه کوي نو ګاندهي جي دې ګول مېز کنفرانس له نه ځي. خو مونږ په دې نتیجه د ډېر غور نه پس ورسېدو چې ګول مېز کنفرانس ځو د ټول هندوستان د ازادۍ سوال دی صرف د دوو صوبو د ظلمونو د تحقیقات په نه کولو ګاندهي جي له د کنفرانس نه پاتې کېدل نه دي په کار موټرونه راغلل او سامان په کې کن کښېښودی شو چې ګاندهي جي ایمرسن هوم سکتري سره په ټیلفون خبرې وکړې نو د دغو دواړو صوبو نه علاوه نورې ځبرې چې حکومت د مهاتماګاندهي سره منلې وې د هغو نه هم په شا شوی و .مهاتماجي د موټرونو نه سامان راکوز كړو او موټرونه يې رخصت کړل او په راونډټېبل کنفرانس کې يې د شرکت اراده پرېښوه چې څه وخت موټرونه رخصتېدل نو جواهر لال ورته سب پسټښس چا لا ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژوند او جد و جهد ‏ووې چې انتظام په کار دی ولې چې په تلو کې صرف يوه سبانۍ ورځ پاتې ده دوی ته وينا په کار ده چې د سباورځ دپاره دې تيار اوسي خو مهاتماجي د دې خبرې په اورېدو ډېر په قهر شو او ويې وې چې هېڅ ضرورت د انتظام نشته که حکومت غواړي چې زه دې ګول مېز کنفرانس کې شریک شم نو هغه به د دې خبرې انتظام وکړي چې ما په وخت ورسوي. ګاندهي چي ته ما ووې چې ته دغه شان حکومت ته ل ې کلک شه او کلکې خبرې ورته وکړه نو ته به وګورې چې بيا به حکومت د هر څه دپاره تيار شي». ولې چې دا يو ډېر عجیبه حکومت دی. مهاتماجي وخندل او ويې ويل چې زه اوس خدايي خدمتګار کېږم. ما چې څه رنګې وې هغه شان وشوه. چې سباله حکومت هغه ټولې خبرې منظورې کړې او د ګاندهي جي د رسولو دپاره د يو خاص ګاډي انتظام يې هم وکړو او د بمبۍ ميل او د جهاز دپاره يې تارونه ورکړل چې د ګاندهي جي د رسېدو پورې اېسار شي. ‏د تلو په وخت کې ګاندهي جي ووې چې په راونډټېبل کې هېڅنه کېړږي. زه صرف د لار ډ ارون د زړه دپاره ځم. د دې کنفرانس د کاميابۍ اميد نشته تاسو خپل کار جاري وساتئ او ماته يې وويل هاول فارن سکتر او ایمرسن هوم سکتري ماته ليکلي دي چې دی مونږ سره نه ګوري.او هغوی تا سره ليدل غواړي نو هغوی ضرور وګوره. ما ورته ووې چې ګاندهي جي زه د پیرنګيانو سره ملاقات نه کوم نو ده راته وويل دا زه چې کوم نو ما ورته وويل چې ته خو مهاتماجي او زه خو کمزوری انسان يم. په ښویداڼي پښه نه دم هسې نه چې ‏-بندندندندننن ۳ ۴۴۹۱- نن نن 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد وښویېږم». خو چې ته وايې زه به ورسره ووینم د رخصتېدو په وخت کې ما ورته ووې چې ګاندهي جي سرحد ډېر مظلوم دی چېرته هېر درنه نه شي. د دې په اورېدو يې وخندل او ويې ويل چې: د سرحد وروڼه زه هېرولی نه شم؛ زما دواړه خدايي خدمتګار د ګاندهي جي مخکې او مونږ ورپسې روان شو د خلکو دومره غوبل و چې مونږ يې ګډوډ کړو او زه د مهاتماجي نه ډېر وروسته پاتې شوم او دا دوه خدايي خدمتګار زما ملګري د ده سره د ټېشن پورې لاړل. زما د ليدو دپاره يو دوه پېښوریان راغلي وو په دې وجه هم د ټېسشن پورې ونه رسېدم.د روانېدو په وخت کې ګاندهي جي هغه دوه خدايي خدمتګار ځان ته نزدې کړل او ويې ټپول او دوی ته يې وويل چې که تاسو نه وئ نو زما را رسېدل ډېر ګران و. شیمله کې زمونږ مصروفیت: د پولیس افسرانو او نورو ځلکو چې په دغه موقع يې دا خدايي خدمتګار وليدل نو د دوی د کارګذارۍ نه ډېر متاثره شول.او د دوی به يې ډېر تعريفونه ول او د خدايي خدمتګارو په شمله کې ډېر رعب قایم شو او مونږ چې به دغلته بازارونو کې ګرځېد 1 و نو نور خلک خو پرېږده پیرنګيانو او ميمانو به هم خدايي خدمتګارو پسې منډې وهلې او ویلسې به يې چې دا هغه "ریډ شرټ ٤می)‏ "7 8سرخپوش دي. چې سبا شو د پنجاب يو ځان بهادر چې په انټیلیجنس ډېپارټمنټ کې و د هغه زوی چې زمونږ په اسلاميه کالج پېښور کې سبق ویلو ماله د چایو دعوت ړوپ زما ژوند او جد و جهد : راکړو. ما ورته ووې چې ستا پلار خو د سرکار نوکر دی هسې نه هغه ته نقصان ونه رسي. خو هغه زماخبره منظوره نه کړه نو ښه مې ورته وکړل. د دې طالب علم پلار سيسل هوټل کې اوسېده مونږ له يې هلته چایې وکړه. زه سره د هغه دوو خدايي خدمتګارو هوټل ته ورغلم هلته ډېر پیرنګيان ناست وو چای يې څکلې نو چې دا خدايي خدمتګار يې وليدل نو په ډېر تعجب يې ورته وکتل مونږ له يې د دغه ځای نه ځان له د چای څکلو انتظام کړی و او ماسره يې د فيروز ځان نون چې هغه وخت د پنجاب وزير و. او دوه دپنجاب ټيکه داران یې مېلمانه کړې وو مونږ چې کښېناستو نو لس ساعت پس سرفيروزخان نون راغی او چې زه يې وليدم نو شور يې جوړ کړو او راته يې ووې: «خاتصاحب؛ آپ نی تو غشضب کرديا اپ کانگرس کی ساته- مل گی هو؟» خانصاحب؛ تا خو عجیبه کار وکړو د کانګرس سره ملګری شوې؟ اوس به هغوی مونږ له خپل حق رانکړي.ما ورته ووې چې ملک صاحب ته لږ په ارام سره کښېنه نو خبرې به وکړو چې کښېناستو نو ماورته ووې چې ملک صاحب مونږ څه چل کړی وی.مونږ ځو کانګرس له تاسو لېږړلي يو که چېرې تاسو زمونږ مدد کړی وی نومونږ کانګرس څه کوو. موتږ خو اول لاهور ته درغلو او مسلم لیګ ته مو ووې چې مونږ ستاسو مسلمانان وروڼه يو. زمونږيو تحريک دی هغه اصلاحي تحريک دی مون د پیرنګيانو د حکومت خلاف نه يو. مونږ د ځپل قام اصلاح کول غواړو او پیرنګيانو په مونږ زور ظلم زياتی او توره شپه جوړه کړې ده او دنيا زموتږٍ نه خبره نه ده. مونږ د مسلم ليګيانو نه دا هيله وکړه تت ۴۹۳ ٢و‏ تت تت زما ژوند او جد و جهد 1 چې تاسو زمونږ په حال دا دنیيا خبره کړئ چې دې پښتنو څه ګناه کړې ده چې دې پیرنګيانو پرې توره شپه جوړه کړې ده چې په پښتنو دا دا دومره ظلم ولې کېږي؟ او په مسلم لیګ پسې ډهلي او شملې له هم لاړو خو تاسو زمونږ امداد ته غاړه کښېنښوده او مونږ له مو لاس رانگړو نو مونږبه څه کول؟ مونږ مجبور وو. سېلاب اخيستي وو. نو کانګرس لاس راکړو اومونږ ورسره ملګري شو او اوس هم زه تاته وايم يوازې د پنجاب مسلمانان دې زمونږ ملګرتيا وکړې نو مونږ د ټول هندوستان د مسلمانانو په ملګرتيا پسې نه ګرځو صرف ستاسو د پنجاب د مسلمانانو ملګرتيا غواړو که تاسو دا کوئ مونږ اوس هم د کانګرس پرېښودو ته تيار يو اوس هم د کانګرس ورکنګ کمېټۍ ناسته ده زه به استعفا ورکړم نو سرفيروز خان نون ووې چې: «هم سوچ کر جواب دینگی» یعنې مونږ به په دې خبره ۀ فکر وکړو | و بيا به ځواب درکړو. بيامې هغه شپاړس کاله پس د بهار صوبه کې چې هلته يو لوی فساد شوى و وليدو ما ورته ووې چې ملک صاحب تا خو ماله هغه ځواب رانه کړو؟ نو وې خندل سترګې يې ښکته کړې اوروان شو نو اوس دې د هندوستان مسلمانان فې فېصله وکړي چې ګرم مونږ یو که پنجاب؟ څه وخت چې زمونږ خبرې او چای ختم شوې او روانيدو نو زمونږ مېزبان په شمله کې د سبا دپاره د ډوډۍ دعوت راکړو سبا له د ډوډۍ په وخت کې چې ورغلو نو په هوټل کې ټول پیرنګيان او ميمانې په کرسو کې ناستې وې مونږ له په بېل ځا کې انتظام شوی و. مونږ سره د لاهور د سول اېنډ ملټري س۹-پسپب۹وح‫-سس دا ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد و جهد ګزټ د اخبار چلوونکی او بل د کلکتې د سټیټ مین خبرلوڅي هم په دې دعوت کې وو. ماسره د انګرېزي اخبار ايډیټر خبرې شروع کړې چې اوس خو سوله وشوه نو د خدايي خدمتګارو څه ضرورت دی؟ تا له په کار دي چې دا تحریک فوراً ختم کړې؟ما ورته ووې ښه ده. خوپه يو شرط هغه وې هغه څه دی؟ ما ورته ووې چې هغه دا دی چې پیرنګيان دې د دې ملک نه لاړ شي او دا ملک دې ازاد کړي نو بيا به دا تحريک پخپله ختم شي.ددې په اورېدو هغه غصه شو او څومره چې مونږٍ د دې مېز نه چاپېره ناست وو. نو هغوی ټولو ور پورې وځندل نورې هم ډېرې خبرې وشوې. ډوډۍ ختمه شوه اکثر مېلمانه رخصت شول.خان بهيادررصاحب او د هغه زوی او د کلکتې خبر لوڅي پاتې شول. ځان بهادر صاحب د خدايي خدمتګارو متعلق مانه تپوس وکړو ما ورته ټوله کيسه بيان کړه بيا هغه راته ووې چې ستاسو د دې تحريک برخلاف ما ډېرې غلطې خبرې اورېدلې وې خو اوس ماته معلومه شوه چې دا ډېرنېک تحريک دی او د خدای د مخلوق د خدمت دپاره دی او ا خر کې يې راته ووې چې زه هم خدايي خدمتګار يم او دې خدايي خدمتګارو سره يو ځای تصویر وباسم بيا يې يو انګرېز فوټوګرافر راوستو او مونږ سره يې يو ځای تصویر وښکو د هغې نه پس مونږ رخصت شو او خپل ځای له د ارام دپاره لاړو. د فارن سکتر او هوم سکتر سره لیدل: مازيګره مسټرهاول فارن سکتري خط راغی چې سبا له ما په لس بجې ووینه او د هغه سکرټري راته ووې چې ستا دِ ردد لل ‎٢‏ ه1011 ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد وجهد تلو دپاره به زه ځپله رک شه درولېږم ما ورته ووې چې ستا مهرباني ده. زه خدايي خدمتګار يم» رکشه کې نه ځم ځکه چې سړی يې راکاږي سباله به پخپلو پښو درشم سباله ټیک لس بجې ورغلم هغه د بنګلې نه بهر ته راووتو او زه يې ځپل دفتر ته بوتلم لر ساعت پس اسسټنټ فارن سکتري ويلي هم راورسېدو. دی ماسره ډېر بلد و. دی په پېښور کې ډپټي کمشنر هم و او د بندوبست مهتمم هم پاتې شوى و. خبرې شروع شوې ما ورته ټولې کيسې وکړې هغه ماته ووې چې زمونږ او د پښتنو ځو ډېر ښه تعلقات وو دا څه چل وشو چې په مونږ او تاسو کې نفاق چا پيدا کړو؟ ما مسټر ویلي ته وکتل ما ورته ووې چې د ده نه تپېوس وکړه چې دا ټولې کيسې د مسټر ویلي په مخکې شوي دي بيا زما او د هاول د تحریک متعلق خبرې شروع شولې اوپه خبرو خبرو کې هاول صاحب ما ته ډېر شنه شنه باغونه وښودل خو ما ورته ووې چې زه په دوه پيسو ګوزاره کولی شم.د يوې پيسې ډوډۍ او په بله پيسه تليدلي باټینګڼ ماله خدای هر څه راکړي دي.زه ځاتله څه نه غواړم چې څه غواړم هغه د قوم دپاره غواړم. که څه راکوئ نو هغه زما دې قوم له راکړئ. حقيقت دا دی چې لکه څه رنګ مسټرهاول وويل د پښتنو او انګرېزانو تعلقات ښه وو ځو په انګرېزانو کې د ګریفټ جيمي سن.میجر کول او کيرو غوندې کسان را پيدا شول او دا تعلقات يې خراب کړل .په دې کې د مسټر ایمرسن هوم سکتري ټیلفون راغی ما ته ده ووې چې ایمرسن صاب دی او وايي چې ماسره دې ملاقات وکړي ما ورته ووې چې ده ځو ما سره د ملاقات وخت مقرر کړی نه دی. سسسښنس ) ۵خ))۸///.00120015/ 00071651 زما ژوند او جد و جهد خو ده ما ته ووې چې له دې ځايه ځې لاره کې بنګله ده ورسره ووينه مسټر هاول ډېر شریف سړ یو او ماسره يې په ډېر شرافت کې خبرې وکړې او ده ټول عمر ملازمت کې په صوبه سرحد کې پښتنو سره تېر کړی دی چې زمونږ ملاقات ختم شو نو مسټر ويلي ووې چې زه به دې د هوم سکتري دفتر له بوځم مسټرهاول ماسره پخپله د هغه د دفتره پورې پياده لاړلو نه په رکشه نه په اس سور شو. اس يې ورپسې سائیس نيولی راوستلو زما په انتظار کې د مسټر ایمرسن هوم سکتري اردلي ولاړ و زه او فارن سکتري له يو بل نه رخصت شو او اردلي زه د هوم سکتري دفتر ته بوتلم. هوم سکتري يو عجیبه سړ یو او ماسره يې عجیبه خبرې کولې او دباوونه يې هم راباندې کول اول ځو يې راته دا ووې چې تا په مېرټ کې تقرير کړی دی چې د پیرنګيانو مخونه سپین دي او زړونه يې تور دي که چېرې زه ستا دا خبرې د لندن اخباراتو کې شایع کړم نو بيا به ستاسو صوبې له هېڅ ورنه کړي او ټول پیرنګيان به مو خلاف شي. ما ورته ووې چې د دې خبرې وجوهات خو ما پخپل تقرير کې څرګند کړي دي او زه په دې رضا يم چې زما هغه ټول تقرير ته شايع کړه يوازې دا خبره مه شايع کوه چې د ولایت خلک په حقيقت خبر شي او زه یې هم خبرول غواړم. بیا یې راته ووې چې ته په حکومت دباوونه کوې چې که چېرې دوی مونږ له ځپل حق رانه کړو نو مونږه به داسې وکړو اومونږ به دا وکړو. د پیرنګيانو حکومت داسې کمزوری شو چې ستاسو د دباوونو نه به یرېږي ما ورته ووې چې زه په چا دباوونه نه کوم زه خو خدايي خدمتګار يم او څه چې زما د قوم ځواهش دی په هغې دږ پس دس 01:11 سمسسلښښ 1/1/0/.001200111660 00071651 زما ژوند او جد و جهد حکومت خبروم.اختر پټ مېړه نه دی چې که چېرې تاسو مونږ له خپل حق را نه کړو نو بیا به وکتی شي نو سړی لږ نرم شو او ویې ويل چې مونږ خو تاسو له خپل حق درکوو اخر کې يې راته ووې چې خدايي خدمتګار د عدم تشدد پابند نه دي همېشه تشدد کوي ما ورته وويل چې مال خو راته وښیه ټینګ ټینګېرنګ يې وغږولو دده سکتري راغی ورته یې وول چې فایل راوړه هغه لاړ او فایل یې راووړ چېرته په کې تشدد راونه وتو راته یې ووې چې سربند کې ليډران ونیوی شو نو خلک تاڼې پورې ور سره لاړل او چغې يې ووهلې چې انقلاب زنده باد ما ورته وويل چې ما نن ستا نه واورېدل چې چغې وهل تشدد دی چې د هغوی ليډران مو بېګناه ونيول او تاڼې ته مو بوتلل نو هغوی به دومره هم نه کول چې دوی سره تاڼې پورې تلي وی يا يې نارې وهلې وی. ملاقات ختم شو او زه د هوم سکتري نه رخصت شوم. په اېمرسن کې او په هاول کې څومره فرق دی حقیقت دا دی چې ایمرسن په پنجاب کې لوی شوى و او هاول سرحد کې پښتنو سره لوی شوی و. زه چې واپس خپل ځای له تلم نو د سیسل هوټل سره هغه زمونږ د کالج طالب علم او د کلکتې د اخبار هغه خبرلوڅي ولاړ وو زه یې په زور هوټل ته بوتلم اود هغه په کمره کې چې کښېناستو نو ماته يې ووې چې ته سبا له ضرور وایسرای ووينه او خان بهادر صاحب هم راغی هغه هم د دې خبرې تائید وکړو ما ورته ووې چې زما د ليډي د ويلنګډن ملاقات خواهش و. خو هغه ناجوړه ده نو په دې وجه يوازې وایسرای سره نه وینم او په یوه بله موقع به دواړو سره ملاقات وکړم. زما وایسرای سره د ملاقات ځواهش نه و. ولې چې زما ورسره څه کار نه و. هسې مې د هغه وخت ولې ضایع کولو خو دوی ډېر اصرار وکړ نو ما ورته ووې چې ښه ده که هغه ماته ولیکي نو زه به ورسره د۲604 ‎(٢‏ سو څ و٤٤‏ 0٩016 ٩0٨6 زما ژوند او جد و جهد ملاقات وکړم دوی ووې چې هغه خو داسې نه کوي نو ما ورته ووې چې ما هم چا ته د ملاقات درخواست نه دی کړی. دوی ما ته ووې چې مهاتماجي هم وایسرای ته د ملاقات دپاره لیکي مأ ورته ووې چې د هغه به دغه اصول وي او زما دا صول دي. چې زما څه کار ورسره نه وي نو هسې د ملاقات څه ضرورت دی؟. زه په شمله کې د هغه د اشنا رای بهادر سره اوسېدم دوی رای بهادر صاحب ته ټیلفون وکړو یو بل تجویز یې پېش کړو.لیکن ما هغه هم نامنظور کړو سبا له یې رای بهادرصاحب سره په ټیلفون خبرې وکړې او هغه يې هم ځان سره ملګری کړو.لنډه دا چې هغه ما ته ووې چې ته د ملاقات د پاره خط مه لیکه ستا سکتر دې وليکي.زما وایسرای سره څه کار نه ونو دا ټولې خبرې راته بې فايدې ښکارېدې خو دې ټولو دوستانو مجبور کړم. وایسرای ته يې خط وليکلو د لاندې يې د تاج محمد زما د سکتري دستخط وکړو د وایسرای سکتري ته يې ټیلفون وکړو چې مونږ د ملاقات دپاره یو خط درلېږٌو چې فوراً يې وایسرای ته پېش کړې هغه هم خوشحاله شو او ما رای بهادر صاحب ته ووې چې تاسو زما د ضمیر خلاف کار ما باندې کوئ او دا مې ورته هم ووې چې هر چېرې زما د ضمیر خلاف چا په یو کار مجبوره کړی يم» نو د هغې نتیجه ښه نه ده وتلې. مازیګر د خط ځواب راغی چې د وایسرای صاحب طبیعت ښه نه دی سبا له ملاقات کېدی نه شي او د هغه سکتر ما له يوه خاصه چيټۍ وليکله او په ټیلفون يې هم د هغوی عذر معذرت وکړو چې وایسرای صاحب ځپه نه دی هسې نه څه بل خيال پيدا نه شي. حقیقت دا و چې وایسرای صاحب په دې خپه شوی و چې ده ما ته پخپله خط نه دی لیکلی او د سکتر په ذریعه يې ما له خط رالېږلی دی او زما د هغه ملاقات خبرې هم ورته رسېدلې وې. زه دا نت ‎۴۹٩۹ ""‏ تت ٢م‏ نن فد ‎٢‏ زما ژوند او جد وجهد ویلی شم چې دا زما غلطي وه دې خلکو سره زما دا تسم خبرې او بحثونه په کار نه وو او مونږ خلکو ته په کار دي چې په داسې خبرو چپ پاتې کېږو او ډېرې خبرې نه کوو او که مشوره یا څه خبره کوو نو ځپله هم خيالو دوستانو سره کوو هر سړی د خپل راز او ارادې نه خبرول نه دي په کار. په شمله کې د یوې هفتې ارام سره زما صحت ښه شو.زما ډېرو هندوانو. مسلمانانو سره ملاقاتونه وشول او د هغوی په زړه کې چې د ډېره اسماعیل خان د فساد په سلسله کې کومې غلطې خبرې او شکونه حکومت پیدا کړي وو د هغې د لرې کولو کوششونه مې وکړل د خدايي خدمتګار تحریک د حقیقت نه مې خبر کړل او تسلي مې ورکړه چې دا جماعت د خدای د مخلوق خدمت او ارام د پاره جوړ شوی دی .او د دوی کار د ملک د ازادۍ او ترقۍ دپاره دی.يوه لويه جلسه موشمله کې هم وکړه اوخلکو ته مې ټول حقیقت د خدايي خدمتګارو د تحریک ښکاره کړو.د ډېرو مسلمانانو او هندوانو په دعوتونو کې شریک شوم او د جمعې په ورځ مې د شملې په جامع مسجد کې لمونځ وکړو او یو مختصر تقریر مې هم وکړو چې اسلام دنا ته د څه دپاره راغلی دی؟ هغه وخت د مسلمانانو څه حال و؟ او نن د مسلمانانو څه حال دی؟ نن په غلامۍ کې پراته او خوښ دي حالانکه غلامي په اسلام کې نشته. اسلام کې غلامي د خدای لعنت دی. مسلمان او غلامي دواړه متضاد څیزونه دي. د افغانستان کونسل جنرل سره مې هم ملاقات وشو.لنډه دا چې په دې څو ورځو کې مې د خدايي خدمتګارو دپاره ښه کار وکړو او خدای د دې پراپېګنډې ښه موقع په لاس راکړه او زما د اميد نه زيات تعارف وسو. سېنييښست ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد و جهد زه د شملې نه امبالې ته لاړم او دلته ما د جېلخانې يو ډېر مهربان دوست لاله دوني چند وليده چې د هغه په بلنه دلته راغلی وم. په امباله کې موهم د شپې يوه جلسه وکړه اود جلسې نه پس ډېرو مسلمانانو او هندوانو سره مې ولیدل. مسلمانان غریبانان د لیډر د نه درلودو په وجه داسې بربادۍ ته رسېدلي دي چې د سیاسي زندګۍ نه اډو خبر نه دي او نه یې څه خپل داسې جماعت شته او نه د بل جماعت د امبالې نه لاهور ته راغلم پنډت سنتانم زما د جېلخانې دوست و هغه سره د هغه کورته لاړم.د فري پرېسازاد مطبوعات خبرلوڅي مو راوغوښته او چې څه غلطې خبرې د سول اینډ میلیټري ګزيټ هغه ایډیټر چې ماسره یې د شملې په هغه دعوت کې خبرې شوې وې او په اخبار کې ده د شر پيداکولو دپاره شايع کړې وې. د هغې تردید مې وکړو. ده پخپل اخبار کې لیکلي وو چې باچاخان کانګرس ته جدا کېږي.دا خبرې چې سر نواب صاحبزاده صاحب عبدالقيوم لوستې وې نو ما پسې یې سړی لاهور ته را ولېږه چې باچا ځان ته ووايه د خدای دپاره چې د کانګرس نه جدا نه شې او که جدا شوې نو بيا پیرنګيان زمونږ صوبې له هېڅ نه راکوي. په لاهور کې راته زما د جېلخانې یو ملګري وويل چې ته چې همېشه راشې د هندوانو مېلمه کېږې اومسلمانانو سره نه ډېره کېږې نو ما ورته وویل چې په لاهور کې ځو ډېر مسلمانان زما دوستان دي کوم یو راته ووې چې راشه زما مېلمه شه او زه نه یم ورغلی» زه پښتون یم» پښتون ځو بې سته په کور کې هم ډوډۍ نه خوري. پد بد و 0016/٩066 خپله صوبه کې کار ډېره اسماعیل خان ته» اتمانزو ته واپسي» د احمدشاه معامله بیا د ډېرو په دوره.بنوه کوهاټ د سرحد لویه جرگه» د هزارې دوره.ېکلۍ» بغه» شنکیارۍ» ډوډیال» مانسهره» سپیدو؛ نوانشهر اییټ ابادء هري پور» سرای صالحء کلایټ» جج؛» غرغشتي) د هزارې نه واپس» ترنگزو حاجي صاحب او خدایي خدمتگاري» د خلیلو مومندو دوره» د مانړگانو بانډه» اورمړ او خالصې جلسې» لاټ سره لیدل» نوښار تحصیل کې جلسې» صوابۍ تحصیل کې جلسې. زما ژونداو جد و جهد 1 ډېره اسماعیل خان ته تکگ: بيا ډېره اسماعیل خان ته روان شوم» چې ډېرو ته ورسېدم نو راته معلومه شوه چې رمضان ځان حکومت ګرفتار کړۍ دی. او چې د ډېرو د ښار هغه تباهي او بريادي او د هندو اومسلمان نفرت او دښمني مې وليده نو ډېر زيات خپه شوم او تصفیې دپاره مې د کوهاټ او بنو هندوانو او مسلمانانو پسې ځوابونه ول ېږل چې هغوی فوراً راشي او د دې مسئلې د جوړولو کوشش وکړي. هغوی زما په جواب فوراً راغلل.سلا او مشورې مو وکړې او ځان ځان له مو هندوانو او مسلمانانو سره وليدل لیکن يو ځو حالت ډېر خراب و او بل په کې حکومت ګوتې وهلې او خپل سړي يې په هندوانو او مسلمانانو پسې لګولي وو او مونږ يې کاميابۍ ته نه پرېښودو غریبانان هندوان به راضي شوي وو. لیکن غټو هندوانو سولې ته نه پرېښودل او مسلمانان د وکیلانو په لاس کې لوبېدل او روغه يې نه کوله ولې چې هغوی وې چې زمونږ دکان به سوړ شي په ډېرو کې چې کوم خلک د سرکار تعلقدار نه وو په دې فساد کې هغوی ته ډېر نقصان رسېدلی و. دا ټوله کاروايي د حکومت وه او شيخ محبوب علي چې دلته اسسټنټ کمشنرو او لکه څنګه چې يې پیرنګيانو دپاره دامان الله خان په وخت کې کابل تباه کړی و دغسې يې د هغوی دپاره ډېره اسماعيل ځان هم تباه کړو. زه د خپلو ملګرو سره پنيالې ته لاړم او هغه ځان بهادر له ورغلم او هغه نمايشي سرخپوش مې پخپله وليدل چې فساد يې کړی و. ځان بهادر راته ووې چې ماله شيخ محبوب علي و ٨٨٨٢ زما ژونداو جد وجهد ِ, ِ1, چې د دې ځای اسسټنټ کمشنر دی دوه لارۍ د دې کسانو در سولو د پاره راکړې وې اومونږ ځو د حکومت خلک يو څه چې راته وايي هغه کوو .ما ورته ووې چې حکومت به هم وي خو دا دې خپل قوم دی.خپل قام سره څوک داسې بد نه کوي. د هغه زوی غلام سرور ځان د عليګړ یونيورسټي نه په چُوټۍ راغلی و» مونږ سره يې ډېره مینه ښکاره کړه. ما ورته ووې چې بابا دې پوه کړه که سبا له د دې خپل قام حکومت جوړ شي نو دی به څه ځواب ورکوي بيا ترې واپس ډېرو ته راغلو د خان بهادر عبدالرحيم خان کنډي په ذريعه کرنل نول چې د دغه ځای ډپټي کمشنر و ماله د ملاقات دعوت راکړو خو ما د هغه بنګلې له تلل مناسب ونه ګڼل او عبدالرحیم ځان ته مې ووې چې که چېرې ستا ځای کې مو ملاقات کېدی شي نو ما ته په کې انكار نشته ډپټي کمشنر هم په دې خبره راضي شو او هغه مونږ له د چایو دعوت راکړو. لیکن مسټر ايډم زمونږ د صوبې د پولیس جرنيل و په دوره ډېرو ته راغلی و او ډپټی کمشنر يې د داسې ملاقات نه منع کړو ځو ده پخپله ما سره د ډېرو د نواب په ځای کې ملاقات وکړو. د پولیس جرنيل ښه سړی و خو د خبرو چل نه ورتلو په خبرو کې يې ما ته ووې چې د ډرامې متعلق چې د حکومت خلاف تا کوم تقرير کړی و زه په هغې کې تا هر وخت ګرفتارولی شم ولې چې ستا ذمه دار ملګري په هغوی الزام لګوي او تا د هغې خلاف په حکومت الزام لګولی دی ما ورته ووې زه د ګرفتارۍ نه. نه یرېږم ځکه خو حکومت ته رښتیا وايم او څوک چې يريږي هغوی حکومت ته رښتیا ویلی نه شي ته منصف شه چې دا حکومت د ټوقې نه 0-۴ه0:ا0040000 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد وجهد بوقه جوړه کړې نه ده؟ او د بچو د ټوقې ډرامې له اهميت ورکول د داسې حکومت شان شایان دی؟ بيا يې راته ووې چې ستا دا حکومت خوښ نه دی نو بيا ولې د دې ملک نه بل خوا نه ځې؟ ما ورته ووې جرنيل صاحب دا ملک زمونږ دی او که ستا دی؟ نو ده راته ووې چې ستاسو دی ماوې څنګه د خپل ملک نه بل ملک ته لاړ شم او دا به ښه نه وي چې تاسو دا زمونږ ملک مونږ ته پرېږدئ چای ختم شوه اومونږ خواره شو. بيا د رمضان خان ملاقات له لاړم ملاقات مې ورسره وکړ. او ډېر حالات راته معلوم شول. زه د هندوانواو مسلمانانو په سوله کې لګيا وم لیکن په څه نتیجه ونه رسېدم بلکې د لويو هندوانو دا خيال و چې مونږ د خدايي خدمتګارودلاسه تباه شوي يو. ما ورته ووې چې دا څنګه؟ دو راته ووې چې دا داسې چې د دې تحریک په وجه د حکومت رعب داب پاتې نه شو. حکومت کمزوری شو او امن يې قايم نه کړی شو.او مونږ لوټ او برباد شو. مونږ خومظبوط حکومت غواړو ما ددې په اورېدو ډېر وځندل چې ښه ده چې حکومت ته ګناه نشته نو لاله جي ستا څومره نقصان شوی دی او ستاسو په دې ښار کې څومره خدايي خدمتګار دي؟ ځواب يې راکړو چې زما خوڅه نقصان نه دی شوی او نه دې ښار کې خدايي خدمتګار شته ما ورته ووې چې د کومو خلکو چې نقصان شوی دی. هغوی ځو ماته ليکلي بیانونه راکړي دي چې دا فساد د حکومت په شرارت شوی دی اومونږ د حکومت له لاسه برباد شوي يو. ‎٢‏ تت تت زما ژوند او جد و جهد اتمانزو ته واپسي د احمدشاه معامله: ‏په دې دوران کې ماته يو خط راغی چې ته فوراً اتمانزو ته راشه داسې واقعات پيدا شوي دي چې د مشورې ضرورت دی. زه لانه ړم او لګيا وم دا کوشش مې کولو چې د هندو اومسلمان سوله وشي. لیکن ورځ په ورځ مونږ په ځای د دې چې سولې ته نزدې شو لرې کېدو چې په دې کې جرنيل عظمت ځان راغی او زما په نوم يې يو دستي خط راوړی و هغه کې لیکلي وو چې د دې خط په ليدو فورآرا روان شه. د شپې مې د عمظت ځان نه پوښتنه وکړه چې خير خو دی هغه راته ووې چې نور ځو ځير دی لیکن ميا احمدشاه زمونږ مخالفت شروع کړی دی.ددې ځای کار ګډوډ ونو سحر مون ټول د ډېرو نه روان شو اتمانزو ته ورسېدو نو معلومه شوه چې ميا احمدشاه صاحب زما مخالفت کې په خدايي خدمتګارو کې ځانله يوه ډله برابرولو کې مصروف دی او د جرګو په ممبرانو کې هم د نفاق دپاره هلې ځلې کوی او خط و کتابت يې هم شروع کړی دی. د دې خبرې په اورېدو خپه شوم ولې چې زما د ميا صاحب غوندې تعلیمیافته سړي نه دا اميد نه و .چې دی به په يوه معمولي خبره په قوم کې د دومره نفاق پيدا کولو کوشش وکړي او بل چې د دې نه خبر شوم چې حکومت زمونږ په دې اختلاف ډېرې خوشحالۍ کړې دي او ځپلو حاکمانو ته يې حکمونه جاري کړي دي چې د ميا صاحب امد اد وکړي او د عبدالغفار ځخان مخالفت وکړئ. جعفر شاه او عبد الله شاه راغلل او ماته يې دا تجویز پېش کړو چې مون دا غواړو چې ته او ميا صاحب د يو څو ملګرو سره زمونږ کلي کې جمع شئ ‎8-8 زما ژوند او جد و جهد او مخامخ خبرې وکړئ.ما د هغوی دې تجويز سره اتفاق وکړړو.او سباله زه احمدشفاه.عبد الله شاه. تاج محمد خان.حاجي عبدالغفار ځان او عبدالاکبر ځان د ميا جعفرشاه صاحب کلي ته لاړو .يو ځای شو چې ډوډۍ مو وخوړه نو ماسختن په يوه کمره کې کښېناستو او ورونه مو بند کړل. خبرې شروع شوې»احمدشاه اخوا دېخوا خبرې کولې او چې په زړه کې يې څه و هغه يې نه ظاهرول يا يې نه شو ظاهرولی شپه ډېره تېره شوه ما ورته ووې چې ميا صاحب خپل مطلب وواه نو هغه بيا هم شپ شپ وکړل او ويې وې چې ماته د لویې جرګې فېصله منظوره نه ده يوه عامه جلسه دې وکړی شي او هغوی ته دې دا معامله پېش کړی شي چې هغوی دا فېصله وکړي ما ورته ووې چې ښه ده مونږ ته ستا دا خبره منظوره ده. لیکن که هغې عامې جلسې دا فېصله ‏ وکړه چې مون د کانګرس نه نه جدا کېږو نو بيا به دغه خبره ومنې؟ نو ځواب يې راکړو چې بيا به زه استعفا ورکړم.ما ورته ووې چې استعفا خو دې ورکړې ده چې د عامې جلسې منلو ته تيار نه يې نو د جلسې څه ضرورت دی؟ بيا يې دا خبره وکړه چې زما په هندوانو باور نشته ‌هسې نه چې سبا له راسره دوکه وکړي. نو بيا به مونږ څه کولی نه شو نو ته مونږ له اجازت راکړه چې مونږ يو بل جماعت جوړ کړو چې سبا له زمونږ لاس د هندوانو نه ازاد وي ما ځواب ورکړو چې زه منافق نه يم زه د دې اجازه درکولی نه شم ولې چې دا څیز د خپل قوم دپاره مفيد نه ګڼم پاتې د هندوانو دوکه شوه نو زه د دې په باره کې ستا په خدمت کې دا عرض کوم چې ستا داخيال درست نه دی.چې ۷ه "کت تت زما ژونداو جد وجهد ګيني مونږ کانګرس سره يو ځای شو نو مونږ ور پورې وتړلی شو او هندوان چې هر څه کوي مونږ به خپل لاس خوځولی نه شو بلکې زه تاسره دا وعده کوم چې کله کانګرس مونږ سره دوکه وکړه نو هغه ساعت به کانګرس پرېږدو ته به مخکې يې مونږ به درپسې يو او چې ته څه وایې هغه به کوو نوکم از کم ته د هغې پورې وار خو وکړه اخر ستا زما متعلق څه خيال دی.زه ځو چې هر څه کوم د خپل ملک دپاره کوم عبدالله شاه او جعفر شاه هم زما د خبرې تائيد وکړو او ويې ويل چې ګول مېزکنفرانس په لندن کې شروع دی دا د سود او زيان وخت دی مونږٍ له انتظار په کار دی او دا خبرې پرېښودل په کار دي او بل يې د يو خاص سرکاري سړي خبره وکړه. احمدشاه ته يې ووې چې هغه ماته ويلي دي چې احمدشاه دې دا خبرې پرېږدي په دې حکومت ډېرې خوشحالۍ کړې دي اومونږ له يې حکم را لېږېلی دی چې د عبدالغفار ځان خلاف د احمدشاه مدد و ٩ه‏ ميا صاحب مو په دې رضا کړو چې ښه ده زه به اختلاف پرېږدم او په قلاره به کښېنم.او د نتیجې انتظار به کوم مونږ ټول خوشحاله شو او اوده شو سحر وختي چې لمونځ مو وکړو نو زه عبدالله شاه. عبدالاکبر ځان» حاجي عبدالغفار خان او تاج محمد ځان د جعفر شاه د باغ ليدو له لاړو زه ترې اودس ماتي له لاړم» چې واپس راغلم نو حاجي عبدالغفار خان او تاج محمد ځان خپه ولاړ وو راته يې ووې چې احمدشاه ميا په بېګانۍ فيصلې باندې ټینګ نه شو هغه اوس مونږ ته څه نورې کیسې وکړې او عبدالاکبر ځان یې زمونږ ته بېل کړ زه هم د دې په اورېدو خپه شوم په دې کې سړی راغی چې 10110 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد چای تياره ده نو چې چایو ته کښېناستو نو احمدشاه صاحب ووې چې د دې خبرو فېصله خو بېګا شوې ده. اخر احمدشاه ميا صاحب د خپل زړه هغه پټه خبره څرګنده کړه او ماته يې ووې چې زه د دې خبرې برداشت کولی نه شم چې ټول خلک دې د يو سړي په ځولې پسې روان شي ما ورته ووې چې ميا صاحب همېشه په دنيا کې خلک يو سړي پسې روان وي او دا ځو د قوم او ملک دپاره ډېره د فايدې خبره ده چې ټول قوم په په کار دي چې هغه سړی چې څه کوي د ځان دپاره کوي او که د قوم دپاره؟ په خپله خوښه کوي که د ملګرو په سلا؟ که د ځان دپاره کوي او پخپله خوښه يې کوي. نو بيا هغه پسې تلل نه دي په کار. او دغه ځای ته خلک په خدمت رسيږي نه په مخالفت. ته زما نه زيات خدمت وکړه هغوی به زما نه زيات ستا خبرې منلو ته تيار شي تا چې په ولايت کې سېلونه کول هغه وخت زه د دې ځپل قام د پاره په جېلخانه کې پروت وم او مېچنې مې اوړولې د دې بحث مباحیشو نه دا يوه فايده وشوه چې هر سړي د ميا صاحب د اصلي غرض نه واقف شو. عبدالله شاه او جعفر شاه غير جانبداري ظاهره کړه عبد الاکبر خان ووې چې زه به پس له دې نه سیاست نه کوم او حاجي عبدالغفار ځان او تاج محمد خان سره يې وعده وکړه چې تاسو سره به د سکول په کار کې مدد کوم مونږ ټول ځپلو کلو ته روان شو. عبدالاکبر ځان. ميا عبد الله شاه ځان سره په زور قاضي خېلو ته روان کړو مونږ پوه شو چې عبدالاکبر ځان کمزوری سړی ۹۹ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد دی ميا صاحب ورله دو که ورنه کړي. د عبد الله شاه په احمدشاه چې د ده تربور وءښه ورځ نه پېرزو کېده. عبدالله شاه ډېر ډله باز او د پرو جنبو جوړولو ماهر اوشوقي سړیو او دا ټوله تماشه ده جوړه کړې وه. مونږ د احمدشاه دوی کلي ته لاړو ولې چې مونږ د عبدالله شاه د ورور اکبر جان مېلمانه وو چې د ډوډۍ نه فارغ شو نو حاجي عبدالغفار خان ماته را نزدې شو او ويې ويل چې عبدالاکبر ځان ځو يې بالکل بدل کړی دی ما وې ته يې پوه کړه هغه وې ما پرې ډېر کوشش وکړو ځو پوهېږي نه. سبا له کلي ته راغلو بله ورځ ما وليدل چې عبدالاکبر خان او احمدشاه زما برخلاف يوه لويه پړپړه چاپ کړې وه په کې يې لیکلي وو چې زمونږ د مصرو په شان په اوبو کې اوبه شو او زمونږ هېڅ هستي پاتې نه شوه. په دې اشتهار د احمدشاه. عبدالله شاه او عبد الاکبر ځخان د ستخطونه وو. مونږ ځپل بعضې ممبران را غونډ کړل او د هغوی په مشوره مې د هغوی په شان چاپ شده ځواب ورکړو او زه د يوڅو خدايي خدمتګارو سره بیا د ډېرو په دوره روان شوم. د ډېرو دوره: په دې وخت کې خبر شو چې زمون لاټ صاحب سرسټوورډپیرس چې ډېر ښه او شریف سړی و د غر نه پرېوتو او مړ شو.او د هغه په ځای سرريلف ګرفت لاټ شو دی يو فوجي سړی و.دده ځيالات مونږ ته معلومه وو دی وړوکی زمونږ په صوبه کې لوی شوی دی. دی چې د وزیرستان 0۲۳۳۳۴٤ ‏ېښ‎ زما ژوند او جد و جهد . 1 رېزيډنټ و نو ده يو ځپل افسر ته د خدايي خدمتګارو متعلق خپل خيالات ظاهر کړي وو چې که لږ غوندې وينه تويه شي نو ښه به وي.د لاټ کېدو سره يې شملې ته وليکل چې زه عبدالغفار خان ګرفتار وم ولې چې دا ډېر ښه وخت دی د دې نه فايده اخيستل په کار دي په دوی کې نفاق پيدا شوی دی خو شملې ورسره اتفاق ونه کړو ځکه چې ګول مېز کنفرانس روان و. د مرکزي حکومت دا خيال و چې مهاتماګاندهي د ده په ګرفتارۍ لندن کې څه قدم وچت نه کړي. او ده ته يې وليکل چې دا اختلاف به دوی پخپله تباه کړي زمونږ د دخل ضرورت به پاتې نه شي. هغوی نور هندوستان ته کتل او د دې نه خبر نه وو چې پښتانه د نورهندوستان په شان نه دي. دا یوژوندی قام دی اول پوه-نه و اوس پوه-شوي دي او سیاسي شعور په کې راغلی دی نو هغه به د ناپوهو کار ونه کړي. مونږ ځپل کار او خپلو دورو له زور ورکړو ولې چې ماته معلومه شوه چې حکومت مونږ ډېر زر ګرفتارول غواړي. کلي په کلي وګرځېدو او خلک مو په حقيقت پوه کړل او دې خبرې له مو ډېر زور ورکړو چې زمونږ جنګ د عدم تشدد جنګ دی او دې لاره کې چې هر قسم تکلیفونه اومصیبتونه راځي نو په صبر به يې تېروو.مونږ به د چا نه بدل نه اخلو مونږ خدايي خدمتګار يو. خدای به زمونږ بدله د ظالم نه اخلي مونږ د بېټنو په دوره وو نيمه شپه د جلسې نه فارغه شوي وو ایله مو سترګې ورغلې وې چې د عمرزو عبيدالله ځان چې د پولیس کپتان و د لاټ صاحب يو دستي خط يې راوړو په هغې کې يې لیکلي و .چې زه تاسره د ډېره اسماعیل خان د تقریرونو متعلق ۵١۱ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد خبرې اترې کول غواړم ته مهرباني وکړه پېښور ته راشه ما ورته وليکل چې زه د قانون برخلاف تقریرونه نه کوم او نه مې کړي دي تا ته که څه غلط خبر رسېدلی وي دا به ستا د خفيه پولیس والاوغلطي وي زه په دې وخت کې درتلی نه شم ځکه چې ما د ځپل پروګرام نه ټول خلک خبر کړي دي زه هغه پرېښوی نه شم څه وخت چې فارغ شوم نو پېښور ته به درشم نوکه تا ته ضرورت ښکارېدو زه به تا سره ووینم چې څه وخت مې دا ځواب لیکلی عبيدالله خان له ورکړو نو فوراً روان شو د ډېره اسماعيل ځان په دوره کې حکومت ډېر کوشش وکړو . چې زه بعضې علاقو ته لاړ نه شم او د دې دپاره يې ځان بهادر عبدالرحیم ځان ما پسې راولېږلو خو زمونږ مقامي ملګرو دا خبره خوښه نه کړه او مونږ د ټولې علاقې دوره وکړه بيا مونږ بنو ته لاړو جرنيل عظمت ځان زمونږ نه مڅکې د کار دپاره دلته راغلی و. د بنو دوره موکلي په کلي وکړه. مونږ چې د ککۍ نه مروتو ته روان شو نو مونږ له خورشید بهن. سعدالله ځان او د جواهرلال اوښی په موټر کې مخې له راغلل او راته يې ووې چې جواهر لال دا حکم رالېږلی دی چې تاسو فورأًذ سرحد لويه جرګه جوړه کړئ او د قاعدې په مطابق کار شروع کړئ ما ورته ووې ښه دی تاسو د جلىسې دپاره خلکو پسې خطونه جاري کړئ او په مقرر تاريخ به زه درشم مونږٍ د جلسې دپاره تارېخ مقرر کړو او هغې نه پس دوی پېښور ته لاړل او زه د بنو نه د کوهاټ دورې له راغلم د کوهاټ دوره هم په ډېر ښه شان وشوه دلته زمونږ په زرګونوخدايي خدمتګار وو جلسې مو وکړې کلي په کلي. تپه ۴هګګدګا ‏ تت ل٢ ‎٢‏ سا زما ژوند او جد و جهد په تپه وګرځېدو مونږ چې څه رنګه دورې د پښتون د اتفاق دپاره شروع کړې وې. دغسې دورې ميا احمد شاه د پښتون د نفاق دپاره شروع کړې وې ځو دا يوڅیز يې زمونږ نه زيات و چې ده به زمونږ بر خلاف پړپړې هم چاپ کولې اخباراتو کې به يې هم زمونږ برخلاف پراپېګنډه کوله د پنجاب اخبارات هم دده ملګرې وو ولې د هغوی مقصد هم د پښتون کور ورانول دي د احمدشاه دوی مقابله زمونږ خدایی خدمتګار خصوصا جرئيل انځرګل او عبدالله استاذ د چارسدې وکړه او احمدشاه دوی پخپل مقصد کې کامياب نه شول. مونږ چې د کوهاټ دوره ختمه کړه او د پير شهنشاه صاحب په ځای کې موشپه وه نو زمونږ د هنګو او ټل بعضې مخلصان ملګرې چې د ميا صاحب د پراپېګنډې نه متاثر شوي وو د تحقيق دپاره دغلته راغلل او ما ته يې ووې چې دا تا څه چل وکړو چې د پښتنو یو ځان له جماعت دې کانګرس کې مدغم کړلو تا خو به اول مونږ ته دا خبرې کولې چې دا جماعت او تحریک خو د پښتنو دی ما ورته ووې چې تحریک خو هم هغسې د پښتنو تحریک دی د کانګرس سره خو صرف مونږ تعاون کړيدی چې هغوی هم د پیرنګيانو نه د هندوستان ازادي غواړي او دا د تعاون فېصله خو ستاسو لویې جرګې کړې ده. مونږ خو جېلخانه کې قيد وو پښتنو باندې چې څه وخت پیرنګيانو توره شپه جوړه کړه او خدايي خدمتګار يې ګرفتار کړل نو مونږ د ګجرات په جېلخانه کې وو چې جعفر شاه او عبد الله شاه راغلل او مونږ ته يې وويل چې پیرنګيانو په مونږ توره شپه جوړه کړې ده او تحریک تباه کول غواړي مونږ څه وکړو؟ مونږ له چې راغلل نو ۳ه 0٩0165 ٧0666 زما ژونداو جد وجهد زما خوملاقات هم بند و او احمدشاه او عبدالاکبر ځان ورسره ملاقات وکړو او مونږ په شریکه دا رايې ورکړه چې لاړشئ او د مسلم ليګ مشرانو سره ووینئ چې مونږ سره امداد وکړي. دوی لاړل او بيا راغلل او ويې ويل چې مسلم ليګ زمونږ ملګرتيا ته تيار نه دی او کانګرس وايي چې تاسو هم د ملک ازادي غواړئ او د عدم تشدد په اصولو کار بند يئ او مونږهم نو په دې وجه مونږ ستاسو امداد ته تيار يو مونږ ورله ځواب ورکړو چې واپس لاړشئ او ځپلې لويي جرګې ته دا مسٌله پېش کړئ. هغوی راغلل او جرګې فېصله وکړه چې مونږ کانګرس سره ملګري کېرږو او ملګري شول او هغوی زمونږ پراپېګنډه په اخباراتو کې وکړه او د تحقيقاتو دپاره يې جرګه راولېږله. دا خو د هغوی د ملګرتيا برکت دی چې زه بهر ګرځم او ستاسو سره جلسې کوم که دا نه وي نو زه به اوس جېلخانه کې قيد وم او دا تاسو چې لګيا يئ د تحریک کار کوئ. دا خو د کانګرس برکت دی که نه وي نو پیرنګيانو تاسو کار ته پرېښودلئ څه؟ د هغوی تسلي وشوه او خپل کلي ته روان شول او مونږ پېښور ته را روان شو. چې را ورسېدو نو معلومه شوه چې حکومت زمونږ ګاډي والا خدايي خدمتګار په مخه کړي دي. دوی په پېښور کې سامان د يو ځای نه بل ځای ته وړلو او رسولو. کارکولو. دا ډېر سخت او مشقتي کار و. او مقامي خلکو نشو کولی دا د بهر نه راغلي خلک وو او اکثريت په کې زمونږ د مومندانو وروڼو وو او قابو سل په سل د خدايي خدمتګارۍ په تحریک کې شامل وو. او مقدمې يې پرې جوړې کړې دي او دباوونه ۴ ې ددد سم 1۸1/1/.00120015116601 (0007165 زما ژوند او جد وجهد پرې هم کوي چې خدايي خدمتګاري نه لاس په سر شئ که نه وي نو د دې ملکه ځئ او چې په دوی کې کوم د کار خلک وو نو په هغوی يې دا مقدمه جوړه کړه چې تاسو د دې ملک نه يئ او په فلانۍ دفعه کې مونږ تاسو د دې ملکه وباسو.دا خلک ډېرد کار او تکړه خلک او ښه پښتانه وو. پلرونه او نیکونه يې د افغانستان نه راغلي وو او همدلته زمونږ په صوبه کې اوسېدل دوی ته یې ويل چې: تاسو خپل ملک ته لاړ شئ حال دا دی چې دا غریبانان خو پلار په نیکه دلته اوسېږي. مونږ نمک منډۍ کې د حکومت د دې ظلم برخلاف يوه لويه جلسه وکړه او په زرګونو ښځې. نر په کې شریک شول او د حکومت د دې رويې برځلاف مو تقریرونه وکړل. زمونږ د جلسې نتیجه ښه شوه او په حکومت يې دومره اثر وکړو چې هغه ځلک يې پرېښودل او مقدمې يې واپس کړې. د دې دورو او بې ارامۍ په وجه زما طبیعت بيا خراب شو دلته مې ارام کولی نه شو د څو ورځو دپاره كوه مري ته لاړم. قاضي عطاالله او غلام محمد خان هلته وو. په ګاډي کې کښېناستم او مري ته ورسېدم. شیر بهادر ځان د بړوچ لارۍ کې ناست و او ځپل کلي ته راتلو چې زه يې وليدم. د لارۍ نه را کوز شو او ماسره يو څوورځې پاتې شو. څه ورځې مې ارام وکړو چې طبیعت مې ښه شو نو زه او شیر بهادرخان واپس راغلو. د سرحد لویه جرگه: کانګرس ماله اختيار راکړی و چې ستا څه رنګې خوښه وي پد د 01100 ۵ اا ‎٢‏ سن نیا ‏زما ژوند او جد و جهد ‏د سرحد لويه جرګه جوړه کړه خو ما په پېښور کې د ټولې صوبې کارکنان راجمع کړل او د دې خبرې کوشش مې وکړو چې د کانګرس د جرګې سره په يو ځای والي کې څه اختلاف پيدا نه شي. ځو زمونږ د پېښور وروڼه په دې رضا نه شو او بيا مې د کوهاټ او بنو کارکنانو ته ووې چې زه پخپل اختيار سره صدر نه مقرر کوم. تاسو په اتفاق سره يو صدر خوښ کړئ هغوی پير شهنشاه خوښ کړو او صدر شو. او سعدالله خان په اتفاق سره جنرل سکتري شو او مرکزي دفتر مو هم اتمانزو کې مقرر کړو ولې چې هغه د جرګې او خدايي خدمتګارو ړومبنی مرکز و .د صوبې جرګه جوړه شوه او کانګرس له مو د دې خبرې خبر ورکړو. هغه قوم دنيا کې ډېر بدقسمته وي چې هغوی کې داسې خلک پيدا شي چې پخپله خو د قوم او ملک د خدمت دپاره تيار نه وي او چې څوک په کې د خدمت دپاره پيدا شي نو هغوی خدمت ته نه پرېږدي. دا خلک چې د څه وخت د پاره جېلخانې ته لاړ شي نو دا خيال کوي چې زه خو اوس ليډر شوم او د خپل ځان د وړاندې کېدو کوششونه شروع کړي او خپل غرضونه يې په مخه واخلي او که څوک د خدای دپاره د دې قام خدمتونه کوي نو د هغوی مخالفت شروع کړي ځو هر څوک چې د خدای دپاره د قام خدمت کوي نو د هغوی مڅه څوک نه شي بندولی او هغوی د چا مخالفتونه نه کوي ځکه چې خپل څه غرض یې نه وي مخالفت خو ذاتياتو کې پيدا کېږي. د ښار دې وروڼو ته هم مونږ د ميا صاحب په شان ډېر منتونه وکړل چې دې کې څه شته نه او د قام خدمت دی راځئ چې په شریکه ورته ملا وتړوا خو دوی هم ځپلو غرضونو په مځه کړي وو او د ‏۷ هره 101 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد جرګې او خدايي خدمتګارو خلاف يې پراپېګنډه شروع کړه او دې ته يې فکر و نه کړو چې په دې طريقه ځو مونږ ځپل ځان ته او قوم ته نقصان رسوو او د غلامۍ ځنځیرونه مضبوطوو. په ډيلي کې د کانګرس د ورکنګ کمېټۍ اجلاس و. او د هغې دپاره د ‎١۱‏ عم کال د اکتوبر میاشت مقرره شوې وه زه د لوند ځوړ غلام محمد ځان سره ډیلي ته لاړم. په ورکتګ کمېټۍ کې ما دا خبره پېش کړه چې تر اوسه زمونږ د ملکنډ اېجنسۍ قيدیان په سوله کې رها شوي نه دي او هغه شان جېلخانه کې پراته دي او مونږ ته حکومت دا وايي چې دا علاقه د ګاندهي ارون پيکټ نه بهر ده. د ورکتګ کمېټۍ دا اجلاس دې مرکزي حکومت ته سفارش وکړي چې زمونړ دا ملګري قيدیان پرېږدي دوی ووې چې مونږ له د ګاندهي جي د راتلو پورې انتظار کول په کار دي. د هزارې دوره: د ورکنګ کمېټۍ جلسه ختمه شوه او زه او شلام محمد خان واپس راغلو نو بيا ما د هزارې دوره شروع کړه ولې چې دې اوسنۍ دوره کې صرف دا ضاع زمانه پاتې وه. شل. پینځه ويشت خدايي خدمتګار مې د هرې تپې نه يو يو را وغوښتل او د ځان سره مې ښه په شان او شوکت هزارې ته بوتلل دې دوره کې د ستي جبان شاګرد باچاګی چې ډېر خوش اوازه هلک و مونږ سره و ده به دا نظم وې: انګرېزه! ځه ‎٢"‏ خپل وطن ته کرړېږه ما يو پوه او هوښيار خدايي خدمتګار پټ چچ له ولېږړلو ۷ه 4٢٨٨٨٢ ‏زما ژونداو جد و جيد‎ ‏چې د هغه ځای حال معلوم کړي او په پټه ځلکو سره زما د‎ ‏ورتلو مشوره وکړي ولې چې دې علاقې ته حکومت زمونږ‎ ‏خدايي خدمتګار نه پرېښودل او په ډېر بد سلوکۍ سره يې‎ ‏واپس کول نو ما دا غوښتل چې زه په پټه «اونا څاپه دې‎ ‏علاقې ته لاړ شم او چې حکومت خبريږي چې زه دغلته‎ ‏رسېدلی یم.‎ مونږ سحر وختي په رېل کې د پېښور نه را روان شو حکیم عبدالسلام صاحب له مو مخکې خبر ورکړی و. څه وخت چې زمونٍ ګاډی شاډېرۍ ته ورسېدو نو حکیم صاحب په سټېشن ولاړو. مونږ ګاډی بدل کړو او بل ګاډي کې سواره شو او چې هریپور ټېشن ته ورسېدو نو ډېر خلک زمونږ د استقبال دپاره سټېشن ته راغلي وو. چونکه زمونږ پروګرام د پکلۍ و په دې وجه د ګاډي نه کوز نه شوم او د خپلې ډبې په دروازه کې ودرېدم او د خلکو شکريه مې ادا کړه يو څو خبرې مې هم وکړې چې په واپسۍ کې به ستاسو په خدمت کې حاضرېږو. ګاډی روان شو مونږ چې مخکې لاړو نو یوموټر مو په سړک وليدو چې سرخپوش په کې ناست دي او رېل سره يې په منډه پرېښی دی.د دوی په ليدو ډېر خوشحاله شوم چې شکر دی دلته هم خدايي خدمتګار جوړ شوي دي. مونږ چې په حویلو سټيشن کې د ګاډي نه کوز شو نو هغه موټر هم را ورسېد. دوی هم راکوز شول او يو بل ته ورترغاړه شو بيا مو يوه لارۍ کرايه کړه او پکلۍ ته روان شو. زه په لارۍ کې سور شوم او باجې والامو موټر کې سواره کړل» هغوی مخکې اومونږ ورپسې شو.د کوهاټ ډپټي کمشنر په شان د هزارې ډپټي 4٢٨٨٨٢ ‏زما ژوند او جد و جهد‎ ‏کمشنر اپ کینسن هم چې څه وخت زما د راتلو نه خبر شوی‎ ‏دی نو لېونی شوی دی او په دې نه پوهېدو چې څه چل وکړي.‎ ‏په ډېرو کوششونو باندې يې غلام رباني وکيل په دې خبره‎ ‏راضي کړو چې زه به بيا ستا ورور چې په ښار کې سب ډيویژن‎ ‏واو موقوف شوی دی بحال کړم که ته د دوی مخالفت ته ملا‎ ‏وتړې. مونږ چې د حویلو سټیشن نه روان شو د سړک په غاړه‎ ‏چې کوم کوم کلي راتلل هغوی ته به مو خپله کیسه کوله.‎ ايیټ اباد ته ورسېدو او چې د بازار په مینځ کې تللو نو ډېر خلک زمون د راتلو نه خبر شول. څه وخت چې مانسهرې ته نزدې شو عبدالقيوم ځان سواتی وکيل چې زما د خلافت ملګری او ما سره يې قيد تېر کړی و سپېدو کلي سره د څو نورو معتبرو مشرانو زمونږ هر کلي ته ولاړ وو د هغه نه معلومه شوه چې غلام رباني وکيل د حکومت په مشوره مانسهره کې د څو کسانو سره ولاړ دی او هغوی له يې تورې جنډې ورکړې دي. مونږ پخپله ټوله صوبه کې دا تماشه ليدلې نه وه او چې هغه ځای ته ورسېدو نو دا خپل موټرونه مو ورو کړل هغوی کې څو کسانو زمونږ د موټرونو د ودرولو کوشش هم وکړو ځو مونږ موټرونه ونه درول لیکن يو عجیبه سړی مې په نظر راغی چې په يو لاس کې يې توره جنډه وه او په بل لاس يې مونږ ته سلامونه کول وروسته معلومه شوه چې دا خلک يې دوکه کړي وو بې خبره يې راوستي وو او تورې جنډې يې ورکړې وې. پکلۍ ته ورسېدو د بشفې خلک تقريبا دوه ميله مخې له راغلي وو مونږ ورسره پياده بفې ته روان شو ماښام ورسېدو لوو 010۲0 ‎۳-۳۳٨‏ تت تت تت زما ژوند او جد وجهد ‏مونږ یې د سن په غاړه یو ښه ځای کې ډېره کړو. دغه ځای ډېر مزيدار و. د تورو جنډو په دې کيسه چې دغه خلک خبر شول نو ډېر ځپه شول. د هزارې لک پښتانه دي ځو ژبه ترې ورکه شوې ده د ډېروکلو د خلکو ددې تورو جنډو په وجه مونږٍ سره همدردي پيدا شوه او مونږ سره خدايي خدمتګار شول. د بفې او د دې علاقې ټول خلک سبا له په جلسه کې شریک شول. د بفې جرګې او خدايي خدمتګارو د جلسې ښه انتظام کړی و.د تورو جنډو په وجه زما زړه ته هم ډېره صدمه رسېدلې وه حالانکه په داسې څیزونو سیاست کې خپګان کول په کار نه وي چونکه دا زما اول ځل و ما چېرته پخپله صوبه کې توره جنډه ليدلې نه وه ځکه ډېر ځپه شوی وم او دا زماکمزوري وه. ما په جلسه کې ډېر تېز تقرير وکړو او دې خلکو ته مې ووې چې تاسو خپله ژبه پښتو هېره کړې ده دغسې تاسو کې پښتو هم نه ده پاتې شوې. د پکلۍ بعضې خلکو هم تقرېرونه وکړل او په ډېره کاميابۍ سره زمونږ جلسه ختمه شوه خلک خواره شول ماښام حاجي فقیراخان هم د پېښور ته را ورسېدو دی زمونږ ډېر زورور کارکن دی خپله هزارې ضلع کې ډېر کار کوي. مونږ د هزارې د دورې پروګرام د حاجي فقیراخان او نورو کارکنانو په مشوره جوړکړو. مونږ د پکلۍ په علاقه کې ځا په ځای جلسې وکړې او په هزاره کې پکلۍ داسې علاقه ده چې خپله ژبه پښتو وايي. کوم ځای چې پښتنو خپله ژبه پرېښودې نه ده هلته زمونږ تحریک ډېر کامياب وي څه وخت چې مون د شینکیارۍ د جلسې انتظام وکړو. نو حکومت زمونږ په جلسه کې د شرارت دپاره خپل څه خلک را ولې ږل د ‏پد نس سس ‎٨‏ ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد و جهد خدای فضل و چې هغوی جرات ونه کړی شو او جلسه په ډېره کاميابۍ ختمه شوه هزاره کې حکومت کوشش کولو چې زمونږ په لاره کې مشکلات پيدا کړي ځو خلکو کې پوهه راغلې وه او د غلام رباني تورو جنډو مونږ له کافي کار کړی و او خلکو کې يې پوهه او احساس پيد اکړی وو. مونږ اخري جلسه ډوډيالو کې وکړه او د دې ځای ډېر ننګيالي پښتانه دي. د دوی اول د جلسې څه خيال نه و او نه يې زمونږ په تحریک کې د شرکت څه خيال و لیکن د دوی يو سړی غلام رباني په تورو جنډو کې شریک کړی و او د دې غیرته يې ځپل کلي کې جلسه وکړه او مونږ سره د خدايي خدمتګارو په تحریک کې شریک شو. حکومت چې به څومره زمونږ مخالفت کولو نو هغه څیز به زمونږٍ د پاره مفيد او د حکومت دپاره مضر ثابتېدو ولې چې مونږ هر څه کول نو د خدای د مخلوق د خير دپاره موکول. له دې ځايه مونږ مانسهرې له راغلو . په زرګونو خلک زمونږ استقبال له راغلي وو او زمونږ جلوس په ښار او د ښار په بازارونو کې ګرځېدو او چې د غلام رباني وکيل کور له راغلو نو د انقلاب زنده باد چغې يې ووهلې او د بعضې خلکو خو دا اراده وه چې د ده په کور کاڼي ووروي. خو ما منع کړل چې دا زمونږ اصول نه دي. زه دا په دعوه سره ویلی شم که حکومت دلته د تورو جنډو دا کيسه کړې نه وى نو شاید چې دومره خلک به په جلوس کې شریک شوي نه وو. مونږ د مانسهرې نه سپېدو ته لاړو او د سبا دپاره مو مانسهره کې د جلسې اعلان وکړو.د سپېدو ټول خانان زما مهربانان ووء خو عبدالقيوم ځان او غلام رسول ځان مې د ۵٥۲١ ۳-۳ تت تت زما ژونداو جد و جهد جېلخانې ياران وو. شپه مو په ارام سره تېره کړه». سباله‌نو بعضې د علاقې مشرانو سره خبرې وشوي او د هغوی په زړونو کې چې غلطې پراپېګنډې زمونږ د تحريک برخلاف غلط فهمۍ پيدا کړې وې هغه لرې شوې. د چای نه پس مو د تلو انتظام کوو چې په دې کې د مانسهرې انسپکټر راغی او ماله يې د ډپټي کمشنر خط راوړو او دا خبره يې هم وکړه چې ډپټي کمشنر سره د پولیس کپتان مانسهرې ته راغلی دی .ما چې خط پرانستو نو هغې کې لیکلي وو چې په جلسه کې د لام رباني سره ته د دې تحریک مباحثه وکړه او بل که څه فساد وشو نو څوک به يې ذمه وار وي. او انسپکټر راته ووې چې دا ټول شرارت د دې ډپټي کمشنر دی ما وې چپ شه ته خو سرکاري نوکر يې ما ډپټي کمشنر ته وليکل چې دې معامله د بحث ضرورت نشته زه دلته د خدایی خدمتګارۍ د تحریک اشاعت له راغلی يم زما کار اشاعت دی او بيا منل او نه منل د دې خلکوکار دی. پاتې شو فسادونه. زمونږ نظريه د عدم تشدد ده» که چيرې څوک مونږ سره فساد کوي هم مونږ ورسره فساد نه کوو نو په دې سبب که چېرې فساد وشو نو د هغې ذمه وار به ته يې تاڼه دار رخصت شو او مونږرهم مانسهرې ته روان شو. په لاره کې چې به څوک خبرېدل نومونږ سره به ملګري کېدل چې مانسهرې ته ورسېدو نو ډېر خلک مونږ سره ملګري شوي وو او هلته د جلسې په ځای کې به زرګونو خلک راجمع شوي وو. د جلسې ځای سره نزدې مو څه خلک جمع وليدل د تحقيق نه راته معلومه شوه چې دا د حکومت خلک دي او حکومت په څه چل ول د ډوډۍ پيسو په ٥0سس٣۴١«تھ:ضس‎ 00099 ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژوند او جد و جهد طمعه لالچ دا خلک دې علاقې ته زمونږ د مخالفت دپاره را وستلي وو او دلته جلسه کوي او هغه وکيل لګيا و تقرير يې کولو خو په دې پوه نه شوم چې په کومه موضوع تقریر کوي. ‏ما ځو خلکو ته پخپله جلسه کې د خدايي خدمتګارۍ حقيقت بيان کړو اوخلک مې په دې پوه کړل چې خدای ته د خدمت ضرورت نشته دهغه خدمت د هغه د مخلوق خدمت دی دا ملک خدای مونږ له راکړی دی او دغه شان خدای هر يو قوم له یوملک ور کړی دی. د دې د پاره چې هغوىی او د هغوی بچي پرې اباد شي ملک خو زمونږ دی خو اختيار يې د بل دی او دغه وجه ده چې زمونږ بچي وږي تږي او بربنډ دي او مزې پرې نور خلک کوي. غلامي د خدای لعنت دی او مونږړله ددې لعنت نه ځان خلاصول په کار دي او دا به هله وشي چې مونږ کې قام ولي. ورورولي. اتفاق او مينه محبت پيدا شي. نن دا دنيا د قامولۍ دنيا ده او تاسو وګورئ چې چا کې قامولي او ورورولي او اتفاق دی.نو هغه اباد دي او چې کومو قومونو کې پرې» جنبې تربګنۍ او دښمنۍ دي هغه برباد دي زه اميد کوم چې تاسو به زما په دې خبرو غور او فکر وکړئ که دې کې يوازې زما فايده وي نو مه يې کوئ او که دې کښۍ ستاسو د دنيا او ارت ګټه وي نو عمل پرې وکړئ چې تاسو اباد شئ او ستاسو بچي اباد شي. په کار دي چې تاسو هم ټولو پښتنو سره په دي تحريک کې شریک شئ. دا جلسه ډېره په کاميابۍ ختمه شوه. هر يو کار چې د خدای د پاره وي د هغې مڅه څوک نيوی نه شي حکومت پخپل فرېب کې کامياب نه شو جلسې سره زمونږٍ د يو مهربان ځای و هغه له د ارام دپاره ‏ات ‎۳٣‏ وم- عښست ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژوند او جد و جهد ‏لاړو. د علاقې ډېر معزيزين جلسې له راغلي وو هغوی سره خبرې وشوې د حاجي فقیراخان او حکيم عبدالسلام په تجویز او تائيد د دې خبرې فېصله وشوه چې زه دې د هغو خدايي خدمتګارو سره يو ځای يو تصویر وباسم چې پکلۍ کې د حکومت د طرفه پرې ظلم او زياتی شوی دی. جېلخانو کې يې اچولي دي او په بینتونو يې وهلي دي. دا د پکلۍ د معززينو او مخلصانو يوه ډله وه چې د دوی د اخلاقو درته څه ذ کر وکړم. علي ګوهر ځان چې په دوی کې يو ځان و راته ووې چې پلار مې د حکومت د وېرې نه د دې تحريک ډېر مخالف دی. زه يې د کوره شړلی يم ځکه چې زه خدايي خدمتګار يم زه د دې پروانه کوم او د خپل مظلوم قام د بيدارولو کوشش کوم د يو بینتونو وهلو نو ما سپرنټنډنټ ته ووې چې زه عالم يم ما مه بربنډوه نو زه يې دېرش بينته ووهلم او زما نور ملګري يې پنځلس پنځلس بینتونه وهلي وو. ‏د پکلۍ د خدايي خدمتګارو يوې بلې خبرې په ما ډېر اثر وکړو. د راتلو په وخت کې مې علي ګوهر خان او يو څو نورو خدايي خدمتګارو ته ووې که ستاسو خوښه وي نو زه به مو ځان سره پېښور ته د سېل دپاره بوځم نو راته يې ووې چې زړه ځو مو ډېر کېږي ځو زمونږ په سر ډېر کار دی د دې نه تلی نه شو نو زه د دې په اورېدو ډېر خوشحاله شوم چې د دوی دې تحریک سره څومره محبت دی. ‏مون د پکلۍ د مانسهرې نه را رخصت شو حکيم عبدالسلام صاحب د هريپور زمونږ سره ملګری و هغه ‎۴ 0٩016 ٧0/66۱ زما ژوند او جد وجهد د نعمت الله ځان دعوت د شپې دپاره منظور کړ یو او مونږ ماښام د هغه ځای ته ورسېدو. د هغه دکلي نه جدا کور او حجره وه. شپه مو په ارام سره تېره کړه. سباله را روان شو. حکيم صاحب زمونږ د تلو دپاره يوې لارۍ سره خبره کړې وه. خو سباله هغه رانغله . مونږ پياده روان شو لاره کې چې به کوم کلی په مخه راتلو نو هغې کې به مو خپل تبليغ کولو زمونږ دپاره دا پياده تلل ښه شو. ځکه چې ډېر کار وشو کله چې مونږ نوانشهر ته نزدې شو نو ډېرهندوان او مسلمانان زمونږ په انتظار کې ولاړ وو او چې مونږ يې وليدو نو د انقلاب زنده باد چغې يې وهلې هغوی زمونږ جلوس په ښار کې وويستو.مونږ ډېر ستړي شوي وو .مونږ يې د ارام دپاره يو ځای ته بوتلو ماښام نزدې و. لږٍ ارام مو وکړو. ډوډۍ مو وخوړه او د شپې دپاره يو بل ځای ته لاړو سحر وختي چې څوک زمونږ ليدو له راغلي وو هغوی سره مو خبرې وکړي. دلته مونږ ته معلومه شوه چې په هندوانو او مسلمانانو باندې حکومت ډېر زور اچولی و. چې زمونږ بايکاټ وکړي او استقبال ونه کړي خو کامياب نه شول سباله چې مونږ جلسې له ورغلو نو په زرګونو هندوان او مسلمانان جمع وو او جلسه ډېره په کاميابۍ وشوه او خلک مې د خدايي خدمتګارۍ په تحريک پوه -کړل او ورته مې ووې چې هر چا له چې خدای ملک ورکړی دی نو د هغې اختيار د هغې قوم دی يو مونږ بدقسمته خلک يو چې ملک زمونږ دی او مزې پرې نور خلک کوي. په کار دي چې مونږ ټول په شریکه ملا وتړو چې ځپل ملک ازاد کړو مونږبه اباد شو او زمونږ بچي به اباد شي. چې څه وخت ما تقرير ختم ۲۵ه۵ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد کړو نو زمونږ د پېښور يو قاضي چې د پولیس انسپکټرو ما ته رانزدې شو چې تاسو به چېرته ځئ ما ورته ووې چې اېيبټ اباد له. هغه ووې چې هلته ايکسوچوالیس دفعه لګېدلې د«د قانون۱۴۴ ماده نافذه ده او زه د پولیس کپتان رالېږللی يم چې د څلورو نه زيات کسان يو ځای تللی نه شي. ما ورته ووې چې ډېره ښه ده مونږ به څلور څلور څُوء لیکن زما یقین نه دی چې کپتان صاحب به دې په خپل حکم ټینګ پاتې شي ولې چې په دغه طريقه به زمونږ ډېره پراپېګنډه وشي چې مونږ له دې ځايه په مختلفو سړکونو څلور څلور روان شو نو قاضي صاحب زما په خبره پوه شو او کپتان له يې ځواب يوړلو. مونږ د تلو انتظام کولو چې قاضي صاحب بيا راغی او راته يې ووې چې کپتان صاحب وې چې دوی ته په لارۍ کې يو ځای د تلو اجازت دی.د کاکول او د نورو کلو خلک راغلي وو چې مونږ سره زمو نر کلو ته لاړ شه ځو زمونږ پروګرام جوړ شوی ونو دوی سره مې وعده وکړه چې دوباره راشم نو در به شم.مونږ لارۍ کې سواره شو او ايیټ اباد ته روان شو زمونږ خدايي خدمتګارو خپله باجه ورو ورو په لاره کې غږوله. چې د اييټ اباد ښار ته نزدې شو نو يو سب انسپکټر ولاړ و هغه زمونږٍ لارۍ ودروله او ويې ويل چې باجه مه غږوئ ما ورته وويل چې تاسره لیکلی حکم شته هغه وې نه نو ما ورته ووې چې مونږ بغیر د ليکلي حکم نه باجه نه بندوو. نو هغه ووې چې ښه ده نو زه مو ډپټي کمشنر له بيايم مونږ ورته ووې چې ته مو هر چېرته بيايي مونږ د تلو نه انگار نه کوو ځو ته هم زمونږ سره په دې لارۍ کې کښېنه ولې چې خلک به جمع شي او دلته خو دفعه نان ))ل.666ق۷/۷۸/.0010001 ه0 زما ژوند او جد و جهد ايکسوچواليس(,۱۴۴ ماده ده نو د خلکو جمع کېدل خلاف قانون دي. خو هغه زمونږٍ د دې خبرې هېڅ پروا ونه كره هغه زمون د لارۍۍ مخکې روان شو او مونږ ورپ سې لارۍ ورو ورو روانه کړه او باجه مو غږوله چې چا به د باجې اواز اورېدو نومونږ پسې به راتلو او چې څه وخت د پولیس لاین ته رسېدو نو ډېر خلک را جمع شوي وو هلته پولیس سره د افسرانو تيار ولاړ وو هغوی مونږ ته ووې چې دا باجې والا ډپټي کمشنر غواړي ما ورته ووې چې د ده قصور څه دی؟ او که چيرې بې قصوره تاسو دوی بيايئ نو بيا مونږ هم ورسره څُو .مونږ ټول بوځئ په دې کشمکش کې ډېر ساعت تېر شو باجه غږېږي او خلک جمع کېږي په دې کې بهادر خان انسپکټر ماته رانزدې شو چې د خدای دپاره دا باجه ځو بنده کړئ! باجه مې بنده کړه يوه عجیبه نظاره وه د مدرسو هلکان د دفترونوکارکنان او د ښار خلک په يو ساعت کې په زرګونو راجمع شول او که حکومت مونږ سره چېړچاړ کړی نه وى نو زمونږ به دومره پراپېګنډه شوې نه وی او دومره خلک به زمونږ نه خبر شوي نه وو. اخر د ډېر بحث مباحثې نه پس مونږ ته اجازه وشوه او مونږ د اپیټ اباد اسلامیه سکول ته راغلو ولې چې دا ځایى د ایپبټ اباد خلکو زمون د ارام دپاره مقرر کړی و. سبا له د جمعې ورځ وه مونږ اعلان وکړو چې سبا له به جامع مسجد کې وعظ کېږي تاسو ټول هندوان مسلمانان د اورېدو دپاره راشئ؛ مونږ لږ ارام وکړو بيا مو د ايیټ اباد مسلمانانو سره د تحریيک متعلق تبادله خيالات وکړل او ورته مې ووې چې مونږ هم يو قوم یو .مونږ له هم د خپلې ابادۍ او ترقۍ دپاره څه جدوجهد رښو سام.٥٥/1 ‎۵٥ ۸٧٧١/0124‏ ه0 زما ژونداو جد و جهد په کار دی او که ټول عمر په دې نيستۍ او غلامۍ کې پراته يو نو ورک به شو.زمونږ اصلي مطلب قوم کې مينه»ء محبتء قامولي. ورورولي او اتفاق پيدا کول دي. ډېر هندوان او مسلمانان به زمونږ ليدو کتو له راتلل او هر چاته اجازت و. ګورکا او نور فوجيان او ښځې او بچي هم زمونږليدو له راغلل مونږ ورسره د مينې محبت خبرې وکړې او د خپل تحريک په غرض مو پوه کړل چې مونږ به د خدای دپاره ستاسو اود ټول قام خدمت کوو.حکومت ځو دفعه ايکسوچوالیس په دې وجه لګولې وه چې دلته جلسه ونه شي او خلک زمونږ د تحریک نه خبر نه شي. څه وځت چې حکومت خبر شو چې سباله د جمعې ورځ ده او جامع مسجد له د اييټ اباد د خلکو نه علاوه نورد بهر خلک هم د لمانځه دپاره راځي نو دا جلسسه د دوی دپاره ښه نه ده نو ډپټي کمشنر د جامع مسجد امام سره د کمېټۍ د ممبرانو راوغوښتل او هغوی ته يې ووې چې په هره طريقه چې کېدی شي باچا خان د تقرير نه منع کړئ. مونږ شپه په ارام تېره کړه چې چای مو څکله نو امام صاحب د کمېټۍ ممبرانو سره راغلل او ما سره يې ځان له خبرې وکړې ما ورته ووې چې تاسو ډپټي کمشنر ته ووايئ چې مونږ دا کار کولی نه شو ولې چې جماعت د ټولو مسلمانانو دی او يو مسلمان بل مسلمان د جماعت نه منع کولی نه شي دا خو زمونږٍ مذهب دی او زمونږ ځو دومره زور نشته چې يو مسلمان په جماعت کې د وعظ نه منع کړی شو تا سره زور شته.ته يې ولې نه منع کوې؟ بيا مې ورته دا خبره وکړه چې د ډپټي کمشنر په دې کې بل څه مطلب نشته هغه پوه دی چې زوودددنااااااااااانن ۵۲۸ نن یز نا زما ژوند او جد و جهد جماعت د هر مسلمان دی ځو مونږ مسلمانان په کور کې جنګوي او بې اتفاقي را کې پيدا کوي. مونږ مسلمانان ولې د دښمن په لمسه پخپل کور کې ناچاقي پيدا کوو؟ زما خبرو په هغوی ډېر ښه اثر وکړو او ډپټي کمشنر له روان شول. چې ډپټي کمشنر پوه شو چې زما داو ونه چلېدو نو قلار شو. په جماعت کې دومره هندوان او مسلمانان جمسع شول چې د پښې اېښودو ځای نه و. د لمانځه نه پس زه پاڅېدم او تقرير مې شروع کړو. د قران شريف څلور ایاتونه مې ولوستل او ترجمه مې خلکو ته وکړه چې خدای پاک وايي چې زما نه امداد په صبر او اتفاق سره غواړئ اوخدای وايي چې څوک زما په لاره کې مړ شي نو دا مړه نه دي ژوندي دي خو تاسو په دې نه پوهېږئ. او خدای پاک وايي چې زه د صابرانو ملګری يم بيا وايي چې زه پخپلو بندګانو ازمېښت کوم د مالونو. او ځانونو او اولاد. او فصلونو هر کله چې دوی ته زما په لاره کې څه نقصان ورسي نو دوی ووايي چې مونږ هم د خدای یو او هغه له به ورځو. دغه خلک زما د رحمت حقدار دي او دوۍی په سمه لاره روان دي او بل ځای خدای پاک وايي چې په تاسو کې دې داسې يوه ډله وي چې خپل کارونه پرېږدي او ځي او خلک د بدۍ نه منع کوي او نېکۍ ته يې رابلي. زما ورونڼو' مونږ د خدای دپاره د خدای د مخلوق خدمت ته ملا تړلې ده که تاسو هم د خدای د مخلوق خدمت کول غواړئ او خدای رضا کوئ نو مونږ سره په خدايي خدمتګارۍ کې ملا وتړئ چې دا دنیا مو هم جنت شي او اخرت کې هم د جنت حقدار شو. جلسه په ډېره کاميابۍ ختمه شوه د تلو انتظام موکولو چې سسپ .پد وو زا 6م ردصم زما ژونداو جد وجهد په دې کې زمونږ د کلي د يو ځان زوی چې هلته سب انسپکټر و راشی او راته يې ووې چې بهادر خان انسپکټر زه تاله رالېږلی يم چې څه وخت دوی روانېږي نو باجه دې نه غږوي ما ورته ووې چې بهادر ځان خو زمونږ ورور دی خو زه نه پوهېږم چې ده ته په باجه غږولو کې څه تکلیف دی؟ زما د طرفه د سلام نه پس ورته ووايه چې که چېرې تاته زمونږ په باجه ذاتي څه تکلیيف وي نو مونږ به باجه بنده کړو او که تا ته څه نقصان نه وي نو ته زمونږ باجه څه کوې؟ زمونږ په ملک کې ديسي افسران خپل فرض نه پېژني او نه يې پوره کوي بلکې همېشه د خپلو انګرېزانو افسرانو د پاره هغه کارونه کوي چې هغه د دوی فرض نه وي. لارۍ تياره وه مونږ لارۍ کې هریپور ته روان شو په لاره کې د حویلو په ټېشن خلک جمع وو هغوی ته مې هم يو مختصر تقرير وکړو. په سرای صالح کې خلک زمونږ په انتظار کې جمع وو ځو په مونږ ناوخته شو نوځواره شوي وو.د هریپور خلک غريبانان د ښار نه بهر زمونږ په انتظار کې ناست وو مونږ ماسختن ور ورسېدو او دوی د انقلاب زنده باد. فخر افغان زنده باد چغې ووهلې اوزمونږ جلوس په بازارونو کې وګرځېدو بيا لاړو ډوډۍ مو وخوړه او بيا أوده شو د بخشالې. ګجرات شهزاده صاحب مې د حالات معلومولو دپاره چچ ته لېږلی و هغه هریپور ته راغی او ماته يې د چچ حال ووې چې خلک ډېر زيات په شوق کې دي ستاسو ورتلل ډېر ضروري دي ما ده سره وخت مقرر کړو. د دې خبرې مې پرې ډېر تاکيد وکړو چې دا خبره عامو خلکو ته زما دې تللو لګ مسین 1/1/0/.00126001651166.0# 00011651 زما ژوند او جد و جهد نه وړاندې معلومه نه شي ولې چې بيا به حکومت زمونږلاره کې رکاوټونه واچوي سباله چې مونږ د چا مېلمانه وو. ورغلو او چې هلته ورسېدو نو يو مولوي صاحب چې ماله راته خدايي خدمتګارو منع کولو ځو ما ورته ووې چې راپرې يې ږدئ. نو ماله راغشی ما ځان سره کښېنولو چې د ډوډۍ وخت راغی نو خلکو لرې کولو ځو هغه په زور په ډوډۍ کې ځان شریک کړو.زما مهربان محمد اکبر قريشي راته ووې چې بېګا يو څو تنه د تورو جنډو سره راغلي وو په سړک ولاړ وو ځڅو چې د خلکو زور يې وليدو نو غريبانان ګډوډ شول او خبېرې ترې پاتې شوې.ما ورته ووې چې دومره خلک وو چې ما تورې جنډې هېڅ ليدلې نه دي. چې د جلسې ځای ته ورسېدو نو ډېر پولیس لاټۍ په لاس ولاړ وو او چې زه تقرير ته پاڅېدم نو هغه مولانا مې وليدو چې په زوره زوره تقرير كوي او څه کسان ورته ولاړ وو. خلکو وې چې دا خلک حکومت را غونډ کړي دي. خانان. ملکان دي او زمونږ برخلاف جلسه کوي. مونږ اول فېصله کړې وه چې د دې ځای نه به شپې له کلابټ ته و او سبا له به هلته جلسه کوو.په جلسه کې مې د دې اعلان وکړو. کلابټ د اباسین نه دې غاړه دی او صوابۍ په بله غاړه ده دا یوسفزي دي او د هغه ځای ځان زمان ځان زما ډېر واقف و .ما يو ځل دی د صاحبزاده فضل رحمان په ځای کې ليدلی و. ما او قاضي عطاالله ځان ته يې ډېر کلک ست د مېلمستیا کړی و»زه خبر نه وم چې د حکومت په لمسه به مونږ د خپل کلي نه منع کوي مونږ چې څه وخت کلابټ ته نزدې شو نو د کلابټ د ځان تره د ځپلو سړو سره کوتک په لاس ولاړ دي ‎-----۵۳١‏ تت "تت تت زما ژوند او جد و جهد 1 اومونږ خپل کلي ته نه پرېږدي حالانکه چې په هغه کلي کې د هغوی يو ورور عزیز مهدي زمان ځان دغلته زمونږ د جلسې انتظام کړی و. او مونږ يې مېلمانه کړي وو .زمونږ لارۍ والا ډېر تکړه سړی و.چې مون دا خلک وليدل نوما دې لارۍ والا ته ووې چې ته دا لارۍ لږه ودروه. دې ځان سره زه له خبره کوم ده ماته ووې چې ته دا خلک نه پېژنې.دا هزاره وال پښتانه دي او ده خپله لارۍ پرې ورتېزه کړه ځان مخامخ زمونږ لارۍ له راغی او سوټې پکړيي زمونږ نه چاپېره شو ډرائيور په دوی لارۍ نېغه وروسته او زمونږ لارۍ ترې تېره شوه دوی را پسې منډې ووهلې ځو وروسته پاتې شول او مونږ کلي ته ورسېدو. په هزاره کې ځو دفعه ایکسو چواليس۱۴۴ماده لګېدلې وه تو په سبا له مو جماعت کې خلک جمع کړل. د جماعت ته بهر اسسټنټ کمشنر سره د دغو ټولو ځانانو او پوليسو ناست وو. زمونږ تقرير يې اورېدلو ما پخپل تقرير کې دا خبره وکړه چې اى د هزارې پښتنو د سیند نه دې غاړه او هغه غاړه ټول یوسفزي دي تاسوخو لر هغې غاړې ته وګورئ چې هلته څه حال دی او دلته ستاسو څه حال دی؟ بله دا چې ما د ټولې صوبې دوره وکړه او په هرځای کې حکومت زمونږ مخالفت ته خلک لمسولي دي خو مونږ بل ځای توره جنډه ليدلې نه ده. دا مو په هزاره کې وليده او نه په مونږ پسې چا کوتکې را اخيستې دې چې زمونږ کلي ته مه راځئ او نه يې زمونږ د جلسې مقابله کې چېرته جلسې جوړې کړې دي دا هر څه مونږ دلته په هزاره کې وليدل هغه هم پښتانه دي او تاسو هم پښتانه يئ راځئ چې د دې وجه معلومه کړو ما چې په دې مسئله ل٢‏ دد د۴ 8 د 0:781 0٩016 0/666 زما ژوند او جد وجهد څومره غور او فگر کړی دی نو وجه يې دا ده چې تاسو خپله ژبه هېره کړې ده او تشه ژبه درنه ورکه شوې نه ده بلکې ورسره هغه پښتو درنه هم ورکه شوې ده. د هزارې پښتنوا زما دا خبره ياده ولرئ چې د چا نه ژبه ورکه شوې ده. هغه ورک شوي دي او چا ته چې ځپله ژبه سپکه شوې هغه سپک شوي دي. جلسه ختمه شوه مونږ سره چې کوم لارۍ والا راغلي وو. نو د واپيسۍ په وخت کې هغه پولیس ښه وهلي وو او ورته يې ویلي دي چې پام کوئ چې سباله دوی پسې رانه شئ. چې اډې ته راغلو نولارۍ نه وه ټمټمونه ولاړ وو. لسیکن پولیس منع کړي وو چې دوی سره لاړ نه شي يو ټمټم والا ووې چې زه د پولیس هېڅ پروا نه کوم او تاسو سره ځم مونږ د هغه په ټمټم کې خپل اسبابونه کښېښودل او ده سره پياده روان شو ټوله لار په غره کې وه ډېر د مزې سړک و أترايي وه. چړايي وه لاره کې چې کوم کلي په مخه راتلل هلته به مو خپل کار کولو. حکيم صاحب او زمونږ د هریپور کرنيل صاحب محمد حسین ځان مخکې د انتظام د پاره تلي وو .ولې چې د کلابټ د واقعې نه پس مون په دې نتیجه ورسېدو چې زمونږ مقامي ملګري مخکې لېږل په کار دي چې هغوی ځپل کار وکړي د دغه ځای يو زلمي ځان زمونږ د مېلمستیا انتظام کړی و.دا کلی د اباسیند په غاړه اباد دی مځکه يې له ده.خو اباده ده.جلسې له لاړو په جلسه کې د علاقې خلک راجمع شوي وو د پورې اباسیند د غاړې خلک هم راغلي وو. د دې علاقې خلک په پښتو پوهېدل او د پښتو نظمونو پرې ډېر اثر کړی و.شپه مو هم دغه زلمي ځان سره تېره کړه ډېر مخلص او شریف هلک و. ۳ ۳-۳ تت تت زما ژونداو جد و جهد پولیس پرې دباوونه کړي وو چې دا خلک مېلمانه نه کړې خو ده يې څه پروا نه وه کړې افسوس دی چې د ده نوم زما نه هېر دی. سباله د دوی کلي ته نزدې يو بل کلی و د هغه کلي خان مونږ مېلمانه کړو چې هلته لاړو نو هغه ځان راته ووې چې د اسمیلا وکيل ميا علي حيدرشاه چې د هغې علاقې ډپټي او د پيرپايي بهادر ځان چې هلته د پولیس انسپکټر و په ما ډېر ششونه وکړل چې زه تاسو مېلمانه نه کړم و ما ورله ځواب ورکړو چې تاسو مې مېلمانه يئ. نو هغوی هم مېلمانه کوم ولې چې تاسو حاکمان يئ او هغه مې مېلمانه دي هغه ځان ما ته په خندا شو چې دا خو ستا پېښوریان دي او ځان ته پښتانه هم وايي.د هریپور په علاقه کې چې څومره مشکلات مونږ ته پيدا شوي وو دا د دې دوو سړو برکت و او دوی پيدا کړي وو دا لاڅه کوې چې مونږ کوم ځای ته د ځپلو ورتلو او جلسې کولو خبر لېږلی و هغه ځای د دې ځای نه دولس ديارلس ميله لرې و مونږ يوه لارۍ کړې وه. چې د روانېدو وخت راشی نو معلومه شوه چې علي حيدر شاه او بهادر ځان زمونږ هغه لارۍ د پولیس تاڼې ته بوتلې وه هغه ډرايور ورته چغې وهلې چې هغوی سره مې وعده کړې ده او کرايه مې ترې اخيستې ده ولې زمونږ پېښوریان وروڼه. سرکاري افسران ورته وايي هغوی پرېږده مونږ بوځه او چې د سرکاري کار دپاره د لارۍ ضرورت وينو ته څنګه بل څوک بوتلی شې.علي حيدرشاه ډپټي او بهادر ځان انسپکټر چې مونږ سره کومه لوبه هزاره کې کړې وه داسې مونږ سره په ټوله صوبه کې چا کړې نه وه او درېم سړی چې د دوې نه هم دوه ګوتې دپاسه و خوشدل کپتان و. ٥02:" 01) ‏سك‎ 8 7 ٢ ‏لد‎ 4٢٨٨٨٢ 1 ‏زما ژوند او جد وجهد‎ مونږ چې خبر شو نو حکيم صاحب عبد السلام غريب ډېر پريشانه شو هغه سورلۍ پيدا کولو پسې اډې ته روان شو او مونږ پياده روان شو مونږ شپږ ميله پياده تلي وو چې حکیم صاحب د دوو موټرونو سره راورسېده. مونږ په دوو موټرو کې نه ځايېدو ځو هغه موټر والا ډېر ښه سړی و او په زور يې په کې ځای کړُو مونږ تکړه وو او مونږ به اکثر ټولې دورې پياده کولې خو وخت به راسره وو دلته خو را سره د هغو خلکو فکر وء چې زمونږ انتظار به کوي. جلسې نه چې مایوسه شي خواره به شي زمونږ په دې پياده تلو کې دومره فايده خو وشوه چې په لاره کې به مو کوم کلی مخې ته راتلو نو په هغې کې به مو کار وکړو. چې مونږ د جلسې ځای ته نزدې شو نو خلک غريبانان په انتظار کې ولاړ وو. دا کلی هم د هغه مخکې کلي په شان د اباسیند په غاړه و او د تاڼې په خوا کې و. جلسه په ډېره کاميابۍ ختمه شوه او خلک مو د خدايي خدمتګارۍ د تحریک نه خبر کړل. د غرونو نه مشواڼی قوم راغلی و. دوۍ مونږ سره خدايي خدمتګارۍ کې د ملګرتيا وعده وکړه.مونږ چې به هر چېرته تلو نو ډپټي ميا صاحب او بهادر ځان انسپکټر به را پسې وو مونږ د شپې دپاره دې کلي کې پاتې شو. د شپې د ټول کلي ښځې راجمع شوې ما او حکيم صاحب ورته تقریرونه وکړل. چې تر کومې پورې تاسو د قام دپاره ملا تړلې نه ده قوم وچتېدی نه شي او د خپل ملک د جامو اغوستو وعدې مې ترې واخيستې چې د ځپل ملک جامې به اغوندئ. زمونږ دې جلسې له د پورې علاقې د زروبۍ صدر. سره د نوچ پس :01300 ‎۳۳۸٨‏ - تت تت زما ژوند او جد و جهد ‏يو څو خدايي خدمتګارو هم راغلي وو او مونږ ته يې ووې چې له دې طرفه وزګار شئ نو زمونږ کلي ته به راځئ. مونږ د خپلو تلو اراده پټه ساتلې وه چا ته معلومه نه وه چې مونږ به کوم خوا ځو د سرحد پولیس هم راغلي وو او د پنجاب پولیس هم راغلي وو هغوی هم ت تحقيق کولو ځو مونږه د خپلې ارادې نه څوک نه خبرولء ‎٣-57۳‏ ----5--- 1597 ته ووې چې ته زمونږٍ دپاره د پنځو ټمټمونو انتظام وکړه او بيا مو هم خبره پټه وساتله چې کوم خوا به ځو؟ چې مونږ اډې له روان شو نو د زوروبۍ صدر صاحب دوی مو رخصت کړل او دا وعده مې ورسره وکړه چې د چچ دوره ختمه کړو نو صوابې ته به درشو او ضرور به ستاسو کلي ته درڅو په دغه وخت کې ما خپله اراده ظاهره کړه چې زما دا خبره د چچ يو تاڼه دار واورېده نو په منډه مونږ نه مخکې لاړو او زمونږ يو ټمټم يې په زور روان کړو او زمونږ نه وړاندې ورسېدو. ما حکيم عبدالسلام صاحب او د هزارې کارکنان د ډېرې شکریې نه پس واپس رخصت کړل صرف د هریپور هغه کرنيل صاحب راسره چچ ته روان شو ټمټمونو کې سواره شو سړک کچه و شګې وې خوړونه وو او ريګونه وو /سونه په ډېر تکليف وو.اکثر به ورسره پخپلو پښو تلو ځای په ځای خلک سړک ته زمونږ د ليدو دپاره راوتلي وو هغوی سره مو خبرې وشوې. زه به د عامو خلکو مینې او اخلاص ته حېرانېدم او شکر به مې کولو چې الله تا په پښتنو ډېر فضل او کرم کړی دی» چې د دوی په زړونو کې دې د قامولۍ او ورورولۍ احساس پيدا کړی دی. مونږ چې چچ ته نزدې شو نو په زرګونو خلک زمونږ په انتظار ‏لو ددد 9 دز 0:777 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد د کلي نه بهر ولاړ وو او جنډې ورسره وې. زمونږ په ليدو هغوی نور هم را وړاندې شول او چې را نزدې شول نو مونږهم هغوی سره پياده روان شو. څه وخت چې د پنجاب په حد کې داځل شو نو مونږ پولیس او ځانان او ملکان وليدل چې ولاړ دي ټوپک او تورې جنډې يې په لاس کې دي سړک کچه وء ریګونه وو او ډېر خلک وو په دې وجه دومره دُوړې وې چې تياره يې جوړه کړې وه. مونږ چې دې خلکو ته نزدې شو نوخدايي خدمتګار او نور خلک ودرېدل د طورو ځان عبدالرحیم خان ماله راغی او راته يې وويل چې پولیس درته سړک بند کړی دی او يو پیرنګی هم ورسره دی مونږ مخکې نه پرېږدي ما ورته ووې چې څه حکم ورسره شته چې اخر په څه وجه مونږ نه پرېږدي هغه وې نشته پولیس په ټوپکو سنګینونه چړاو کړي دي او مونږ ته يې نيولي دي. ما ورته ووې چې څه حکم ورسره نشته نو ورځئ پرې مه ودرېږٍئ هغه پیرنګی د پولیس کپتان و او ډېر تريځ او خراب سړی و مخکې هم چې زمونږ خدايي خدمتګار چچ له راغلي وو نو ډولونه يې ترې شلولي وو جنډه يې ترې اخيستې وه او چچ ته يې نه وو پرېښي. هغه پوليس له د ګولۍ چلولو حکم ورکړی و. خوزمونږ هجوم چې پرې ورشی نو په هغوی داسې هييت راغلی و چې ټوپک يې چلولی نه شو وروستو به تلل په دې ټيل کې پیرنګی هم ټيله شو او چه څه وخت هغه پوه شو چې پولیس ګولۍ نه چلوي نو پخپله يې يو ټوپک واخيست نو امین جان خان ورته سینه بربنډه کړه چې ووله هغه باندې هم هیبت راغی او د امین جان نه يې پوښتنه وکړه چې عبدالغفار ------- ۷٧ 0016/٩۳06 زما ژونداو جد و جهد ځان چېرته دی؟ امین جان پوه شو چې دی ګولۍ نه چلوي نو زه يې ورته وښودم هغه ماله راغی او ماته يې ډېر په مشکله دا ووې چې ماسره حکم دی ما لاس وچت کرو اوخدايي خدمتګار ودرېدل ماهغه پېرنګي ته ووې چې دا خو ستا ډېره بې وقوفي ده چې تا ماته حکم نه دی ښکاره کړی تا له په کار وو چې ماته دې مخکې حکم ښودلی وی مونږ د حکومت حکم منلو ته تيار يو اوس که دا ګولۍ چليدلې وی خلک مړه شوي وی» نو د دې به څوک ذمه وار وو؟ هغه ومنل چې دا زما غلطې وه د خدايي خدمتګارو په ده دومره رعب پرېوتی و چې ټول ړچېدو او حکمنامه يې اورولی او لوستلی هم نه شوه ما ترې واخيسته او ومې لوسته هغه حکمنامه کې لیکلي وو چې تاسو دلته جلوس او جلسه نه شئ کولی. ما هغه له ډېره تسلي ورکړه او ورته مې ووې چې مونږ ته بالکل دا حکم منظور دی. سرحد ورته نزدې و ما هغه ته ووې چې مونږ سرحد کې خو جلسه کولی شو؟ هغه ووې چې بې شکه دا حکم د پنجاب د پاره دی مونږ سره هغه ټول خلک سرحد ته واوړېدُو او يوه لويه جلسه مو وکړهء په دې جلسه کې د چچ د ټولې علاقې د هر کلي خلک شریک وو. ما جلسه کې د ځپلو راتلو مطلب بيان کړو او د خدايي خدمتګارۍ د تحریک نه مې خلک خبر کړل او ورته مې ووې چې تاسو هم پښتانه يئ او مونږهم پښتانه يو د يو بابا اولاد يو مونږ غواړو چې تاسوهم مونږ سره په دې نوې ورورولۍ خدايي خدمتګارۍ کې شریک شئ زمونږ د ټولو پښتنو به يوه جرګه وي قومي مسئلې به هغوی فېصله کوي او په دې وسیله به د يو بل د غم تکلیيف او 1 ۸ه ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد و جهد مصیبت نه خبرېږو نو مونږٍ به هم د نورو قومونو په شان يو قوم شو مونږ به اباد شو او زمونږ بچي به اباد شي. جلسه ځتمه شوه او خلک رخصت شول. ټول خلک خواره شول.مونږ ان ته په ميدان کې پاتې شو د روانېدو تجویز موکولو چې په دې کې د اسمیلا هغه ډپټي ميا او د پير پایې انسپکټر راغلل او زه يې بېل کړم او راته يې ووې چې مونږ ستا سره د ورورولۍ يو څو خبرې کول غواړو. د دوی ورورولي ځو مونږ هزاره کې ليدلې وه دا غلام وروڼه يو عجیبه مخلوق دی. چې حاجت يې پېښ شي نو د سړې وروڼه شي او د پیرنګيانو دپاره چې ملا وتړې نو د سړې برخلاف هر قسم حربې استعمالولو ته تيار وي. د دوې په ملک او قوم باندې هېڅ کار نشته او هر وخت په دې کوشش او فکر کې وي چې مونږ به څنګه داسې کار وکړو چې صاحبان خوشحاله شي او په هغوی مو احسان وشی او دا هر څه د خپل ځان دپاره کوي د صاحب د خوشحالۍ دپاره يو ذليل نه ذليل کارته هم تيار وي. ما ورته ووې چې څه وايي؟ دوی راته شروع شو چې تا ته معلومه ده چې په دغه علاقه کې حکومت په تا باندې دفعه ايکسوچوالیس ولګوله په دې کې ته نه جلسې کولی شې او نه تقریرونه کولی شې نو د غه به ښه نه وي چې تاسو له مون لارۍ درکړو او مونږ سره هریپور ته لاړشئ او بيا له دغه ځايه پېښور ته لاړشئ؛ ما دوی ليدلي وو چې د پیرتنګي سره ناست وو او خبرې يې کولې دا پټۍ ورته هغه پړاو کړې وه چې په هره طريقه چې وي چې دوی د دې علاقې نه واپس شي هغه د پنجاب څه اف سر نه و څځو صاحب خو و او د دوی دپاره د انا 0۵۳۹ نن نن نن 4٢٨٨٨٢ . ‏زما ژوند او جد و جهد‎ ‏صاحبانو خوشحالول يوه لويه خبره وي ما ورته ووې چې‎ ‏واپس تلی نه شو او نه مونږٍ دلته نوره دوره کوو نن مونږ د‎ ‏غرغشتو ځان مېلمانه کړې يو غرغشتو ته څُو او هغه سره شپه‎ ‏تېروو سبا له به په دې لاره پېښور ته څُو.‎ ‏ما خپل خدايي خدمتګار په څلورو څلورو ټولو کې تقسیم‎ ‏کړل او غرششتو ته روان شو چې هغوى لاړل نو بيا زه هم د‎ ‏سودم د سالارصاحب او عبدالرحیم خان سره غرغشتو له روان‎ ‏شوم او د ځان حجرې ته مو ځان ورسولو ماښام نزدې و چای‎ ‏مو وڅکله لر ارام مو وکړو د ماښام د لمونځ نه پس مې د کلي‎ ‏خلکو سره وليدل» خبرې مو وکړې بيا مونږ ټول ډوډۍ ته‎ ‏کښېناستو چېرته زما د خولې نه دا ووتل چې دا پیرنګی ښه‎ ‏سړی ونو زمونږ خدايي خدمتګار د هریپور کرنيل راته ووې.‎ ‏چې ښه سړی چېرته و .دا خو بيا وروسته ښه سړی شو اول ځو‎ ‏چې مونږ ته نزدې شو نوما سره جنډه وه فوراً يې زما په جنډه‎ ‏حمله وکړه او زما نه يې جنډه ونيوه او چې ما چک ورکړو او‎ ‏جنډه مې ترې خلاصه کړه نو بيا يې په ما حمله کوله چې په دې‎ ‏کې غوبل جوړ شو. بله دا چې هغه خو سپایانو له حکم ورکړی‎ ‏و چې په دوی ګولۍ وچلوئ خو سپایان وارخطا شوي وو. دی‎ ‏په خدايي خدمتګارو د مخکې نه عادت و. زمونږ خدايي‎ ‏خدمتګار چې دلته په دوره راغلي وو د هغوی نه يې جنډه په‎ ‏زوره اخيستې وه او ډولونه يې ورله هم شلولي وو او بيا يې‎ ‏واپس کړي وو د ده دا خيال وو چې دا ځل به هم زه هغسې‎ ‏کامياب شم خو دا ځل خدای داسې وشرمولو او داسې بې‎ ‏رعبه شو چې زه يې درته بيان کولی نه شم دا لا څه کوې چې د‎ سسشش٧۸س٧سمس‏ مجح يس ۳-۳ تت تت زما ژونداو جد و جهد 1 . خلکو په زړونو کې د حکومت رعب پاتې نه شو. . شپه ډېره په خندا او خوشحالۍ تېره شوه سحر خدايي خدمتګارو چای څکلی د هریپور کرنيل صاحب محمد حسین بهر په پيره ولاړ وو چې ما د ده څه خبرې واورېدې ما راوغوښتو اوورته مې ووې چې څه خبره ده. هغه وويل چې يو څو افسران راغلي وو ما د ننه راپرې نښودل ځکه چې تا چای څکلې. ماوې راپرېږده چې دننه راشي چې را دننه شول نو ما وخندل او ورته مې ووې چې خير دی بيا موڅه نادرشاهي حکم راوړی دی؟ نو هغه وخندل او ويې ويل چې زما نوم نادر دی د چایو ست مې ورته وکړو چې ما چای وڅکلې. هغه يو بل حکم ماله راکړو چې د دفعه ايکسوبياليس:د قانون ۱۴۲ ماده مطابق تاله حکم درکېدی شي چې ته فوراً د دې علاقې نه وځه ماورته ووې چې حکم ماته منظور دی چې څه ډوډۍ وځورو نو فوراً به له دې ځايه روان شو او ستاسو د حکم تعميل به وکړو. مونږ چې ډوډۍ وخوړه نو د تلو انتظام مووکړو خو معلومه شوه چې لارو والاو له او ټمټمونو له پولیس حکم ورکړی دی چې دا خلک په سورلۍ کې بو نه ځئ. مونږ ټمټم د اسباب دپاره هم پيدا نه کړو ما ټول خدايي خدمتګار بيا څلور څلور کړل خپل اسبابونه مو واخيستل او روان شو چې ماسپښین شو د سړک په غاړه يو کلی و.لمانځه له وروګرځېدو خلک چې خبر شول نو يو ساعت کې جماعت د کلي د خلکو نه ډک شو د لمانځه نه پس مو ځخلک د حکومت د زوراو زياتي او د خدايي خدمتګارۍ نه خبر کړل او په دې مو پوه کړل چې دا حکومت ۵۴۱ 04065١ زما ژونداو جد و جهد تت خڅ څڅللچ)چک٨)(ښسسس‏ خبره ځان پوه کړئ. د هزارې نه واپسي: په دې کې بيا هغه افسران راغلل او راته يې ووې چې تا ايکسو چواليس:دفعه ۱۴۴ء ماته کړه ماوې په لمونځ هم دا دفعه ماتېږي؟ نو نور څه ترې جوړ نه شو نو يوه بله دفعه يې راته ښکاره کړه چې د نورانمر پرېوتو نه اول د پنجاب نه بهر شئ او که بهر نه شوئ نو قانوني کاروايي به درسره وشي ما هغه ډپټي کمشنر ته وليکل چې لارۍ او ټمټم تاسو په مونږ بند کړي دي مونږ سره څه داسې ذريعه نشته اونه هوايي جهاز شته چې د نورنس پرېوتونه وړاندې د پنجاب د علاقې نه بهر شو مونږ ته د پنجاب نه بهر کېدو دپاره څه انکار نشته که تاسو راله د بهر کېدو انتظام کولی شئ. د دې نه پس افسران مځکې او مونږ ورپسې په سړک کې ځای په ځای زمونږ د بندولو دپاره يې ونې اچولې وې.مونږ خبر شو چې ډپټي کمشنر او د پولیس کپتان سره د خپلو ځانانو او ملکانو راغلي دي او مونږ ته وړاندې په سړک ولاړ دي نو زه د خدايي خدمتګارو نه مخکې شوم او چې څه وخت مونږ هغوی ته نزدې شو او خلکو مونږ وليدو نو د شاوخوا خلک دغلته راغونډ شول. او مونږ پسې روان شول.مونږ منع كول چې ایکسو چوالیس «دفعه ۱۴۴, دی مون سره مه راځئ خو هغه د خدای مخلوق چا په قبضه کې راوستی شول هغه مجسټریټ او د پولیس کپتان ماله راغلل او راته يې ووې چې زمونږ په ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد وجهد شش سره ډپټي کمشنر صاحب راضي شو چې ستاسو دپاره د سورلۍ انتظام وکړي. ډپټي کمشتر هم زمونږ مخې له راغی. زه تږی شوی وم اوبه مې وڅکلې هغه خلکو ووې مونږ تاسو له چای پخه کړې ده مونږ سره چای وڅکئ. ما يې شکريه ادا کړه او ورته مې ووې چې ستاسو چای مونږ وڅکلې او که ژوند وي نو بيا به راشو په خبرو کې د خدايي خدمتګارو ذکر راغی.نو هغه ډپټي کمشنر راته ووې چې ستاسو نظريه د عدم تشدد نه ده.دا خو چل دی اوس چې ستاسو طاقت نشته نو تاسو تشدد نه کوئ خو چې طاقت پيدا کړئ نو بيا به تشدد کوئ. ما ورته ووې چې زمونږ دا تحریک د رښتیاو تحريک دی.مونږ منافقان نه يو چې په خوله مو يوه وي او په زړه مو بله وي.خدايي خدمتګار لارۍ ته وختل او زه چې موټر ته ختم نو هغه ډپټي کمشنر راته ووې چې د خدای دپاره بيا دې علاقې ته رانه شې ما ورته ووې چې چچ کې زمونږ پښتانه وروڼه دي. دوی د پنجاب نه جدا کړئ. نو بيا به نه راځم. مونږ د دوی نه رخصت شو. زه د پولیس کپتان ځان سره خپل موټر کې کښېنولم او خدايي خدمتګار يې په لارۍ کې کښېنول. تاڼه دار هم ماسره موټر کې ناست و ماته يې ووې چې ته دې خلکو له څومره تنخواه ورکوې؟ د هغه په دې خبره ما ډېر وخندل او ورته مې ووې چې دوی ستاسو په شان د کرايې ټټوان نه دي دا هر يو سړی د خپل جايداد خاوند دی او په دې کار کې خپلې پيسې لګوي نو هغه راته ووې چې بيا د دې نه فايده څه ؟ ما ورته ووې چې فايده دا ده چې مونږ ځپل قوم د غلامۍ تت ۵۴۳ ‎۳-۳۳٨‏ تت تت زما ژونداو جد و جهد ‏نه ازادوو. د پښتنو د غلامۍ نه نفرت دی او د غلامۍ ژوند تېرولو ته تيار نه دي چې په دې کې د اټک کكلا ته ورسېدو اوزمونږ نه لارۍ ډېره وروسته پاتې شوې وه» نو د هغې دپاره د اټک په ډاک بنګله کې ايسار شو. ‏د اټک ډاک بنګله ډېره په ښکلي ځای کې ده. مونږ برنډه کې ناست وو او اباسیند ته مو کتلء نو هغه راته ووې چې پښتانه بل شان قوم دی دوی د پنجابيانو په شان نه دي ما ورته ووې چې تا خو لا اصلي پښتانه ليدلي نه دي.ته که چېرې يو ځل پېښور له راغلې نو مونږ به درته ټول پښتانه وښسیو.د خدايي خدمتګارو لارۍ را ورسېده.مونږ پاڅېدو موټر کې کښېناستو او خيراباد ته ورسېدو نو د موټر او لارۍ نه کوز شو او هغه پیرنګي ډېر په مينه محبت زمونږ نه رخصت واخيستلو .او زمونږيو وړوکی خدايي خدمتګار باچاګی يې ځان ته نژدې کړو او ما يې شکریه ادا کړه.او هغه رانه سره د نورو ملګرو رخصت شو.د خيراباد په بازار کې مون د لارۍ انتظار کولو چې خلک خبر شول په يو ساعت کې ډېر خلک رانه چاپیر شول.مونږ نوښاره پورې يوه لارۍ وکړه او ماښام نوښار ته را ورسېدو. مونږ به وختي را رسېدلي وو ځو زمونږٍ لارۍ چې په لاره راتله نو يو فوجي وليده او ټوپک په لاس يې را منډه کړه. لارۍ والا ته يې ووې چې ودرېره مونږ لارۍ ودروله هغه راته ټوپک نېغ کړو او ويې ويل چې که لارۍ روانوئ اوس مو په ټوپک ولم. ما ورته ووې چې مونږ خو کمزوري خلک يو ستا د ټوپک د ځواب نه يو که چيرې د خدايي خدمتګارو يو ځای ته تلل جایز نه وي نو مونږ ته ووايه ‏سسسسسي لس 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد چې کوز شو. په دې کې د هغه صوبيدار راغی .هغه هم ووې چې ماسره هم حکم نشته زه صاحب پسې ځم. صاحب يې هم راغی هغه چې مونږ ته وکتل نو واپس شو. نه رانزدې شو او نه يې راسره خبرې وکړې. هغوی ته يې ووې چې دا د پولیس کار دی اخر چې پولیس راغی او د تلو اجازه يې راکړه ما ورته ووې چې مونږ په دې پوه-نه شو چې دا اودرولي موولي يو اوس پرېږدئ مو ولې؟. نو هغه پولیس والا وخندل او ويې وې چې د سرکار په دماغ کې فرق راغلی دی. نوښار کې مې ټول خلک خدايي خدمتګار رخصت کړل په دې کې يو پیرنګی راغی او هغه خدايي خدمتګارو ته وويل چې زه اوس عبدالغفار ځان ليدی شم؟ ما ورته ووې چې په ډېره خوشحالۍ مونږ خو خدايي خدمتګار يو او هر چا سره ګورو هغه سره مې وليدل بيا زه پېښور ته روان شوم لارۍ په لاره کې پنچره شوه ماسختن پېښور ته ورسېدو. خدايي خدمتګار په دفتر کې پاتې شول او زه او باچاګی د ډاکټر صاحب بنګلې له لاړو. ماته اول هم يوه ګمنامه چيټۍ را رسېدلې وه چې په هغې د چانوم نه وڅوما ته يې لیکلي وو چې زه تا خبروم چې حکومت دا فېصله کړې ده چې تاء ستا ورور او ستا ټول ځاندان ګرفتار کړي او د دې ملکه مو لرې کړې او يوې جزېرې ته مو ولېږٍي خو زه د دې خبرو فکر نه کوم ځکه چې څوک د خدای دپاره د قام خدمت کوي نو دا هر څه په کې وي اوس بيا خپلو دوستانو خبر کړم چې د سرحد حکومت مرکز ته ليکلي دي چې څه وخت دی ګرفتار کړو داسې يو ملک ته يې لېږل په هس 7 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد وجهد کار دي چې هغه ډېر لرې وي او د سرحد باد پرې نه لګي اول چې د ګجرات جېلخانه کې و. نو د سرحد ټول کار به يې چلولو دا ځلې داسې ځای ته يې لې ږل په کار دي چې دی د سرحد د خلکو نه خبر نه شي او که داسې ونه شو نو د دې تحریيک ختمول مشکل دي. د سرحد حکومت کوشش کوي چې تاسو زرګرفتار کړي ما ورته ووې چې څوک هاتيان ساتي نو دروازې لویې پرېږدي تاسو د دې پروا مه کوئ چې خدای شته نو هېڅ غم نشته حکومت به خپل کار کوي او مونږ به خپل کار کوو. ما سره فکرو.چې حکومت به ما د صوبه سرحد دورې ته پرېږدي که نه؟ ما هغه دوره په ښه شان وکړه د هزارې دوره مې هم وکړه کور په کور. علاقه په علاقه وګرځېدم اوس مې هېڅ پروا نشته که حکومت مې هر وځت نیسي نو ومې دې نیسي. د ترنکزو حاجي صاحب او خدایي خدمتگاري: د باچا ګل په نوم زمونږ خلاف يو څه پراپېګنډه شروع شوې وه زما پرې یقين نه کېده ماوې دی ځو د حاجي صاحب زوی دی او حاجي صاحب زمونږ ملګری دی دی به څنګه زمونږ برخلاف پراپېګنډه کوي. نو ولي مې په ۱۴ جون ۱۹۴۲ د دوهم جنګ دوران و ډېر پټ مومندو ته ولېږه چې حکومت خبر نه شي ولي لاړو او هغه يې وليده ډېرې خبرې يې ورسره وشوې.دغه وخت حاجي صاحب د ترنګزو وفات شوىیو. او باچاګل کل اختياره و. خو چې واپس راغی نو بله ورځ زه صوابۍ ته تلم په لاره کې د هوتي بازار کې مولاناګل باچا په وړز 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد ‎٧٧٧٧1‏ ‏مخه راغی هغه اشاره وکړه زه ورته ودرېدم هغه بېل کړم ده راته ووې چې ستا برخلاف ټوله پراپېګنډه قلي خان کوي خو د باچا ګل په نوم یې کوي زه سباله مومندو ته ځم او باچاګل سره د دې فېصله کوم چې دا چرته خدای مونږ له یو سړی پيدا کړی دی نو ده پسې دا پراپېګنډې مه کوه او که کوې نو بيا مونږله د ده په ځای یو بل سړی راکړه. زه د يو څو ورځو له د حال معلومولو دپاره اتمانزو له لاړم او په دې فکر کې وم چې نن دی که سبا حکومت دې نيسي وخت ضایيع کول په کار نه دي | و نه کو ر کښېناستل په کار دي او څومره چې کېدی شي کار کول په کار دي. ما خو د صوبې ټوله دوره ختمه کړې وه. خو د ځلیلو مومندو جرګو او د خدايي خدمتګارو متعلق راته داسې خبرونه رارسېدلي وو چې هلته بعضې داسې خلک شته چې د خپلې ناپوهۍ په وجه خلکو ته دوکې ورکوي او د مرکز عاليه د حکم نه بغير داسې کارونه کوي چې مناسب نه دي او جرګو او خدايي خدمتګارو کې هم داسې خلک شته چې مذهبي جامه کې په ډله کې نفاق پيدا کوي. بل دا چې د ارباب عبدالغفور خان اوعاشق شاه باچا په نیولو خلکو کې تېزي هم پيدا شوې ده نوماوې چې دې علاقې ته لاړ شم چې کلي ته ورسېدم؛ نو راته معلومه شوه چې زما وراره عبيدالله ځان چې د مالیې په حوالات کې يې بهوک هړتال کړی و هغه حکومت پرېښو او په موټر کې يې د کپتان صاحب بنګلې ته ورسولو زه د هغه دليدودپاره واپس ښار ته لاړم ۷ه 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد د خلیلو مومندو دوره: ما د خليلو مومندو دوره شروع کړه چونکه دفعه ايکسو چوالیس لګېدلې وه نو مونږ يوه لويه جلسه تهکال کې د شپې په یوجماعت کې وکړه حکومت ځای په ځای دفعې لګولې وې او زمونږ جلسې يې بندې کړې وې سباله کلو ته روان شو اوکلي په کلي به ګرځېدو او خلک به مو په خدايي خدمتګارۍ پوهول او دوباره مې په جماعتونو کې وعدې واخيستې چې تشدهد به نه کوو صبر به کوو ولې چې خدای د صبرناکو ملګری دی او چې خدای د چا ملګری وي فتح به د هغه وي ړومبۍ جلسې مو د مومندو تپې په پاوکي. بادرکلي. بډه بیر. شيخان. شاب خېل.متني په جماعتونو کې وکړي او خلک مو پوه کړه دلته مې د خدايي خدمتګارو نه بيأ د عدم تشده وعدې واخيستې اخرې جلسه مو لنډۍ کې وکړه او وهئ نو چې دا تحريک مونږ شروع کړی دی دا ځو د باچايۍ دپاره نه دی چې زه دې بادشاه شم او که چېرې تاسو ما بادشاه کړئ. نو اول خو په اسلام کې باچايي نشته او بله دا چې ستاسو به ځاورې په سرشي او زما به مزې وي. نو تاسو پوه شئ چې نه ما او نه بل ځپل باچا کړئ مونږ باچايان جوړول نه غواړو. باچايانو ته مو ضرورت نشته زمونږ به يو مشر وي او د قوم په رايه او مرضا اومشوره به وي او هغه سړی به وي چې د قوم خدمتګار وي. د خان. غریب اوميا ملا فرق به نه وي بلکې هر هغه سړی به وي چې هغه نېک او ايماندار او د قوم او ملک خير خواه وي تکلیفونه او قربانۍ او ډېر خدمت يې د ۵۸۴۸ 0٩016 ٧٠ زما ژوند او جد وجهد قام اوملک کړی وي او چې د دې مشرۍ اهليت او پوهه هم په کې وي. زمونږ حکومت به د جماعت تابع وي جماعت به د حکومت تابع وي. بادشاهي ځراب شی دی او د قوم اوملک په کې ډېر نقصان دی. او که چېرې نن يو باچا ښه هم وي نو سبا به يې زوی باچا وي نو څوک ویلی شي چې ګوندې هغه به هم ښه وي او باچايان کله د خپل قوم ترقي غواړي؟ ولې هر چې هر وخت دا خيال کوي چې که دا خلک پوه شول نو ما به لرې کړي نو هغه هر وخت د قوم د پوهې لاره کې خنډان اچوي دا ملک زمونږ د ټولو پښتنو دی نومونږيو سړی نه ځان کوو زمونږ به کوشش دا وي چې ټول ځانان کړو او داسې حکومت به جوړوو چې هغه کې مساوات وي او د ټولو ځلکو په کې يو شان خير او فايده وي. که پوره وي او که سپوره وي په شریکه به وي. امن وي. انصاف وي زمونږ به د ټول قوم يوه جرګه وي او د هغوی په خوښه به یو صدر وي. زمونږ جلسو کې به ښځې هم شریکېدلې. د خلیلو مومندو دوره چې ختمه شوه نو اخر کې به زه دا ووايم چې د خلیلو مومندو جرګو او خدايي خدمتګارو ډېر ښه انتظام دی. هر کلي کې دفتر دی او په هغه کې شپه اوورځ د خدايي خدمتګارو پهره وي. په هر دفتر کې يو ګاړيال دی چې ګېنټه په ګېنټه غَِيږي دا ټول انتظام د ارباب عبدالغفور ځان او سید عاشق شاه باچا دی. ماڼکیانو بانډه» اورمړ خالصه: خبر راغی چې قاري صاحب پخپل کلي ماڼګيانو بانډه کې ایز 0٩0165 ٧٩66 زما ژوند او جد و جهد د يوې جلسې انتظام کړی دی او ماته يې ليکلي دې چې مونږ د خپل تحصیل د خدايي خدمتګارو د تربيت دپاره کېمپ کوو.د دې دپاره ستا راتلل دلته ضروري دي. ما د هغوی دعوت منظور کړو او د اتمانزو نه سحر وختي د ستي جان کلي ته لاړم ولې چې باچا جي راته وې چې زمونږ د کلي په لاره تلل په کار دي.د سحر چای مو ستي جان سره وڅکله د پړانګو صدر او سالار هم را ورسېدل او بيا مونږنستي ته روان شو زمونږ د راتلو نه چې د نستي لک خبر شول نو ډېر خلک راجمع شول هغوی ته مې يو مختصر تقرير وکړو او دوی ته مې ووې چې خپل کور جوړوو.دشمني. تربګني. پرې جنبې او نفاق پرېږدو د دې دلاسه زمونږ کور برباد دی. د نستي نه مونږ د سیند غاړې له لاړو د بېړۍ انتظام شویو .او بېړۍ تياره وه صدرصاحب او سالار صاحب واپس شول مون په ځیريت سره د سیند نه پورې وتو ځای په ځای خدايي خدمتګار ولاړ وو.ماله يې اس راوستی و .خو زه پياده دوی سره روان شوم. د قاري صاحب کلي ته ورسېدو قاري صاحب ډېر ښه انتظام کړی و.دفتر او د هغه احاطه يې ښکلې کړې وه.خلک دفتر کې ناست وو تبادله خيالات وشول او د ډوډۍ وخت شو د ډوډۍ نه پس جلسې له لاړو جلسه د کلي نه بهر وه.ډېر خلک وو او په زرګونو نر او ښځې راغلي وو جلسه کې تقریرونه وشولنظمونه يې وویل».زما د تقرير وخت کې مې اول ددې دپاره چې د قاري صاحب زامن حکومت ګرفتار کړي وو همدردي ظاهره کړه او ځلکو ته مې ووې چې نن دی که سبا په مونږيو امتحان راتلونکی دی تکلیفونه او مصیبتونه و 0٩016 ٩٨66 زما ژوند او جد وجهد راتلونکي دي که تاسو په صبر سره د هغو مقابله وکړه نو اميد دی چې مونږ به کامياب شو او خلکو ته مې دا هم ووې چې مونږ خدايي خدمتګار ستاسو د خدای دپاره خدمت کوو ولې چې تاسو زمونږ قوم يئ او احسان درباندې هم نه کوو ځکه چې دا زمونږ فرض دي او يوازې زمونږ نه دي د ټولو پښتنو فرض دي. مونږ ستاسو ګټندوي يو او که چېرې داسې خلک په ملک کې وي چې ددې خپلې ګټې دپاره ملا تړلی نه شي نو نه دې تړي لیکن زمونږ پښې دې دشمن ته نه راکاږي. او که زمونږ ملګرتيا نه کوي ځير دی ځو چې د قوم او ملک د دشمن سره ملګري نه شي. بيا ښځوله ورغلم او هغوی ته مې ووې چې دا ملک چې څنګه د سړو دی داسې ستاسو هم دی او دا ستاسو چې څنګه خيال دی چې سړي لوی دي او ښځه وړوکې ده دا په اسلام کې نشته لویې په عمل ده که ښځه بااخلاقه. نېکه او پاکه وي نو هغه لويه ده او که دغه شان يو سړی وي نو هغه هم لوی دی او که دغه شان يوه ښځه بدعمله. بد اخلاقه وي نو هغه وړوکې ده او که یو سړی هم دغه شان وي نو هغه هم وړوکی دی په دې ملک کې ستاسو مونږ سره يو شان حصه ده.ښځه او سړی د ګاډي دوه پایې دي که يوه پنچر شي نو ګاډی مخکې تلی نه شي. جلسه په کامیابۍ ځتمه شوه. زمون د اورمړو صدر صاحب او ورسره ډېر خدايي خدمتګار راغلي وو زه هغوی مجبور کړم او ځان سره يې اورمړو ته بوتلم د دوی دفتر ته چې ورسېدو نو زه اول د خپل شهید خدايي خدمتګار صوبېدار صاحب د بچو کتو له او دعا له لاړم بچي يې ما له راغلل او خپله غېږه کې مې کښېنول دعا ۵۵۱ ‎١١.01٥."‏ /د3٥٨‏ ره ‏زما ژوند او جد وجهد ‏مې ورته وکړه او پسمانده ګانو له مې تسلې ورکړه چې مرګ شته او خلاصی ترې نشته او دی ځو په داسې مرګ مړ دی چې خدای ورته ژوندی ویلی دی ځو مونږ پرې نه پوهېږو او چې تر څو دا دنيا اباده وي د هغه نوم به هېر نه شي.د شپې مو جماعت کې جلسه وکړه.دلته هم جلسې بندې دي سباله د اورمړو منځني کلي له لاړو دلته زمونږ په خدايي خدمتګارو کې بې اتفاقي وه دوی مې د خدايي خدمتګارۍ په مطلب او مقصد پوه کړل او ورته مې ووې چې تاسو په دې تحریک ځان نه دی پوه کړی او تاسو نه هېره شوې ده چې مونږ خدای سره دا وعده کړې ده چې مونږ به پرې جنبې. دشمنۍ» تربګنۍ» مخالفت. جګړې او بې اتفاقۍ نه کوو نو زه ستاسو په خدمت کې دا عرض کوم چې څوک دشمنۍ» تربګنۍ» پرې جنبې پرېښودی نه شي نو هغوی دې خدايي خدمتګارۍ کې نه داخلېږي او چې دا څیزونه کله پرېږدي نو بيا دې خدايي خدمتګار شي او که دې کې هم دا څیزونه پرې نه ږدو نو د دې ورورولۍ فايده څه شوه؟ دې څیزونو ځو مون برباد کړي يو. زما په تقرير دوی ښه پوه شول او څه اثر پرې وشو. له دې ځايه مونږ دريم کلي ته لاړو. اورمړ درې کلي دي. هلته مو هم په جماعت کې جلسه وکړه. زمونږ د وېرولو دپاره حکومت د جلسې په وخت کې ډېر باډر پولیس راوستلي وو چې خلکو يې هېڅ پروا ونه کړه نو بيا لاړل. د دې ځايه زما اراده وه چې کيچوړۍ له لاړ شم لیکن زما طبیعت خراب شو او هغه د سړک نه دوه ميله لرې وه او پياده مزل و.نو بيا شپې له ميا ګوجرو له لاړو او بابو فضل الهي سره مو د خوند شپه تېره کړه د شپې ‏۵ه نکگاکا د٢‏ زما ژوند او جد و جهد مو جماعت کې جلسه وکړه او چې خلک زما نه خبر شول نو ښځې.نر په ډېره مينه محبت جلسې له راغلل سباله هزارخانې له لاړو.د دې ځای د جرګې او خدايي خدمتګارو انتظام مې ډېر خوښ شو او بيا په دې علاقه کې کلي په کلي وګرځېدو او خلک مې په عدم تشدد په ښه شان پوه کړل او په صبر مې ډېر زور ورکړو او د دې ځای دوره ځتمه شوه. لاټ سره لیدل: زما طبیعت ښه نه و ځکه چې نه د شپې ارام و او نه د ورځې باچاګی د ستي جان شاګرد و هغه به نظمونه اورول هغه هم ناجوړه شو هغه مې هم کلي ته رخصت کړو.زه پېښور ته راغلم او ډاکټر صاحب سره پاتې شوم هغه راته د لاټ صاحب د ملاقات په باره کې ووې چې تا ته به ياد وي چې څه وخت ته په ډېره اسماعيل خان کې په دوره وې نو ما ته لاټ صاحب يوه چيټۍ ستا د ملاقات د پاره رالېږلې وه.زمونږ مخکښنی لاټ صاحب مړ شو و. او د هغه په ځای سررائیلف ګریفته-لاټ شبوى و ما ورته ووې چې ما ته په ملاقات کې څه عذر نشته. هغه لاټ صاحب له زما د موجودګۍ خبر ورکړو او درې بجې ملاقات مقرر شو زه ټک درې بجې د لاټ صاجب بنګلې له لاړم د هغه سکتر زما په انتظار کې ولاړ و ما ته يې ور لرې کړو او لاټ صاحب له يې بوتلم.لاټ صاحب ما له مخې له راغی او زه يې ځان سره په کرسۍ کښېنولم او سکتري بهر ته رااووت او مونږ پسې ور پورې شو د روغ جوړ نه پس اول سوال يې په ما دا وکړو چې زه ټول عمر پېښور کې پاتې شوی ۳ه زا وله اوجدو ېي 77 يم ځو ته مې لیدلی نه یې ما ورته ووې چې تاسو له اکثر هغه خلک راځي چې خپل کارونه لري. بيا د خدايي خدمتګارو خبرې شروع شوې. ده راته ووې چې زمونٍ او د پښتنو ډېر ښه تعلقات وو ځو د بعضې خلکو په ګرمو تقریرونو هغه تعلقات خراب شول ما ورته ووې چې تعلقات په تقریرونو نه خرابېږي تاته به معلومه وي چې جیميسن پښتنو سره کوم قسم سلوک کوي او د دې په اورېدو سره لاټ صاحب سترګې ښکته کړې . جیميسن د پولیس کپتان و چې په ١٩۳١۱ع‏ کې د چارسدې په شرابخانه مونږ پکټنګ لګولی و. ده د خدايي خدمتګارو مخصوص ځايونو ته ډکې کوزې ځوړندې کړې او د خسي توب مشین يې ورپسې راوړو او ډېر خدايي خدمتګار پرې خسیان شول او دا اواز به يې کولو چې د پښتنو نوغې ورکوم خدايي خدمتګارو نه به يې جامې وشلولې او بربنډ به يې کړل او چې په وهلو کې به بې هوشه شول نو د غولو متيازو يو ډنډوکی يې جوړ کړی و. هغې ته به يې ګذار کړو دا زمونږ پښتانه د مرګ نه هم بد ګڼي. ما ورته ووې چې ګورئ مونږ خدايي خدمتګار هم ستاسو رعيت يو نو مونږ سره هم کم از کم هغه سلوک کوئ چې نور رعيت سره يې کوئ نو هغه ووې چې مونږيو شان سلوک کوو او خلک بې ګناه نه ګرفتاروو ما ورته ووې چې په دې ستا سره بحث نه کوم لیکن اکثر خدايي خدمتګار بې ګناه ګرفتاروئ او د دروغو مقدمې پرې جوړوئ. ده ووې چې هغوی څه نا څه کړي دي.ما ورته ووې چې د سودم خانانو څه کړي دي چې تاسو ګرفتار کړي دي؟ او د مردان په حوالات کې پراته دي شاه پسند ځان او الله داد خان څه تقصیر ۴د د 00011651 ٧۸/۸1/11/.001200151166:01.. ‏مس‎ زما ژوند او جد و جهد کړی دی؟ شيربهادر ځان او د هغه نورو ځورانو څه قصور کړی دی؟ اخر کې د ازاد سرحد خبرې شوې ما ورته ووې چې تاسو د پولټيکل اېجنټ په محکمه په کروړونو روپۍ لګوئ نو د دې نه څه فايده وشوه؟ نو ده ووې چې مونږ ځپله علاقه په دې باندې د دې خلکو د شرنه بچ کړې ده ما ورته ووې چې د څومره مودې نه تاسو په دې لګيا يئ او ترکومه حده کامياب شوي یئ»نو ده ووې چې د دېرشو کالو نه زمونږ دا کوشش دی .خو تر اوسه پورې کامياب شوي نه يو ما ورته ووې چې مونږ له پنځه کاله موقع راکړئ او تاسو چې څومره روپۍ لګوئ د هغې شلمه حصه مونږ له راکړئ بيا زمونږ او د خپل کار مقابله وکړئ که زمونږٍ هغه لاره فايده منده وه نو هغه جاري وساتئ! ماته يې ووې چې تاسو به څه کوئ ما ورته ووې چې مونږ به دغه روپۍ د خلکو په تعليم صنعت او حرفت باندې ولګوو او د خلکو به دا یقين راولو چې مونږٍ دا هرڅه د قوم د فايدې دپاره کوو او د قوم خير غواړو پښتون داسې قام دی چې دی د زور په نسبت په احسان زر تابع کېږي. بيا به نه پخپله ډاکې کوي او نه به بل څوک پرېږدي. نو چې د لاټ صاحب نه نور څه جوړ نه شو نو ماته يې ووې چې دې ملک ته د روس او افغانستان نه ډېره وېره ده نو په دې وجه مون دا کار کله پرېښوی نشو او دا فوجونه چېرته کمولی شو؟ ما ورته ووې د افغانستان غریب خو اډو څه خبره مه کوه ولې چې هغه تا ته معلومه ده چې ځپل ځان هم ساتلی نه شي نو په مونږ به څه حمله وکړي؟ او بله دا چې ستاسو په افغانستان کې کوم باچا خوښ نه وي نو هغه باچايي کولی نه شي پاتې روس شو نو که ده تا زما ژونداو جد و جهد د هغه نه تاسو ته خطره وي نو په کار دي چې مونږ له د ځپل ملک واک او اختيار راکړئ په ټول هندوستان کې ستاسو دومره فوج نشته لکه چې نن په سرحد کې زمونږ خدايي خدمتګار دي. چې مونږ له اختيار راکړئ نو بيا که روس زمونږ په ملک راتلو نو مونږ به يې مقابله کوو او زمونږ ښځې. نربه ملک د حفاظت دپاره تياروي نو بيا روس حمله نه شي کولی او که دانه وي نو مونږ ځو ستاسو دپاره جنګ نه کوو اوس مونږ پوه شوي يو چې جنګ دې مونږ کوو او مزې دې ستاسو وي. زما ډېرې خبرې ده نوټ کړې او راته يې ووې چې زه سباله ډيلي ته ځم او د دې خبرو ذکر به وايسرای سره وکړم بيایې راته ووې چې زه اميد کوم چې اينده به هم دغه شان زما او ستا ملاقات کېږي ما ځواب ورکړو. چې لکه دا ځل چې دې څه رنګې ماپسې پولیس رالېږلي و دغه شان ماپسې پولیس رالېږه.نو زما او ستا ملاقات به کېږي.ده راته ووې ته ځو عجیبه سړی يې ته ځو لږ بهر وګوره څومره خلک زما ملاقات ته راغلي دي زه و رسره ملاقات نه کوم او تاته زه وايم چې زما ملاقات ته راځه او ته نه راځې نو ما ورته وويل چې دا بهر خلک چې راغلي دي دا خو ځخپل غرضونو پسې راغلي دي او زما څه غرض نشته. ملاقات ختم شو او زه د ډاکټر صاحب بنګلې له راغلم په سباله مې د نوښار د تلو انتظام وکړو. د نوښار په تعصیل کې جلسې: لسم دسمبر سحر وختي زه سره د خپلو مومندو خدايي خدمتګارو نوښار ته لاړم او دفتر ته ورغلو صدر صاحب سره د ړو 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد نورو خدايي خدمتګارو دفتر کې موجود و او لږ ساعت پس د سیند د غاړې د کلو په دوره روان شو په لاره کې مې د شاهباز ګړۍ جرنيل وليدو چې پولیس په لارۍ کې جېلخانې له بوتلو او دوه نیم کاله يې قيد کړی و. مونږ باران کې د کنډرو جلسه وکړه او د هغه نه پس صدر صاحب او د نوښار کارکنان رخصت شول او مونږ د اکوړي جرنيل صاحب سره پورې وتو او پير سباک کې مو جلسه وکړه او د پیرسباک نه شپې له زړې مېنې له لاړو خلک راته انتظار کې وو د شپې مو هم هلته جلسه وکړه او د سحر د لمونځ نه اول د زړې مېنې نه روان شو باقي ټول د سیند د غاړې کلو کې مو جلسې وکړې او خلک مو د تحريک په غرض پوه کړل شپه مو خيراباد ته ورسوله زما طبیعت د اول نه ښه نه و اواز مې ناس و او د دې بې ارامۍ په وجه نورهم ناجوړه شوم. ما به ډېر کوشش کولو چې د کار نه پس مې ارام ته پرېږدي ځو دوی نه پرېښودم. د شپې مودلته جلسه وکړه. په دولسم د سمبر د خټکو علاقه کې د اباسیند په غاړه خير اباد کلي ته نزدې د يوې لویې جلسې انتظام مو وکړو هغې له د صوابۍ تحصیل په زرګونو خدايي خدمتګار راغلي وود چچ خلک هم په شنازونو راپورې وتي وو او موټرو لارو کې راغلي وو. زه د لږ ارام نه پس جلسې له لاړم» شاعرانو قومي نظمونه واورول ډېر اثر يې وکړو اخر کې ما پخپل تقرير کې ووې چې زمونږ د صبر جنګ دی موتنږ به د وهلو او کنځلو بدل نه اځلو مونږ به صبر کوو او ځان به خدای ته سپارو مونږ خو خدايي خدمتګار يو خدای به زمونږ بدل اخلي د خپلو زړونو نه خودغرضي او نفاق لرې کړئ. ځکه چې د دې دلاسه ۵ه 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد برباد شوي يو. ځان کې ښه اخلاق پيدا کړئ ولې چې د ښو اخلاقو نه بغير څوک ترقي کولی نه شي. بله خبره مې دا وکړه چې اى پښتنو وروڼو زه په دې نه پوهېږم چې تاسو ولې د پیرنګيانو نه یرېږئ دوی ځو ستاسو په شان بنيادم دي ستاسو په شان يو قوم دی تاسو ځو پرو جنبو او نفاق تباه کړئ وېره در کې پيدا شوې ده. د چا په زړه کې چې د خدای وېره وي نو د هغه په زړه کې د بل چا وېره نه راځي او د چا نه نه يرېږي او د چا په زړه کې چې د خدای وېره نه وي هغه د هر چا نه یرېږي. نو په دې وجه چې مونږ د حکومت افسر ووينو نو ویرېږو. ای وروڼوا تاسو په زړه کې د خدای وېره پيدا کړئ او بيا مې ټولو ته اپيل وکړو چې کوم کلي کې جلسه وي نو هلته ډوډۍ چای مه کوئ او مه پاتې کېږئ او د کلي خلکو ته مې هم ووې چې چاله چای.ډوډۍ هم مه ورکوئ مونږ غريب قام يو خلکو له چای.ډوډۍ نه شو ورکولی بيا مې دې خلکو ته ووې چې ای وروڼوا تاسو د خدای دپاره يوه ورځ روژه نيوی نه شئ؟ او که څوک ډوډۍ درله پخه هم کړي نو تاسو یې مه خورئ نو چې یو ځل خلکو ته ډوډۍ پاتې شي نو بیا به داسې نه کوي. صوابۍ تحصیل کې جلسه: زه بيا د فردوس ځان سره مانیرۍ ته روان شوم په لاره يو بوډا سړي راته ووې چې باچا ځانه زه خو نن ایله پوه شوم چې پیرنګی هم زمونږ په شان بنيادم دی. شپه مې فردوس ځان سره په ارام تېره کړه سباله يو خدايي خدمتګار وفات شو نو د هغه جنازه مو وکړه بيا مو د مدرسې د ځای تصفیه وکړه. دوی څک گ؟؛,. ‏ ۵۵۸ نن نن 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد مدرسې له ځای ورکړی و. يو کس نيم په کې ځپه و هغه مو راضي کړو بیاله دې ځايه باجا ته روان شو ولې چې زمونږ د باجا خانان بې ګناه پولیس ګرفتار کړي وو. دلته مو جماعت کې جلسه وکړه بيا کلابټ ته لاړو د کلابټ په ځلکو کې حکومت څه بې اتفاقي پيدا کړې وه. خودغرضو ځلکو په کې شرارت کولو ما ورته هم په هغه معامله تقرير وکړو چې فکر وکړئ د هغې ښه اثر وشو او د روانېدو په وخت کې د کلابټ د ځان زوی راته ووې چې تسلي ساته مونږ پوه يو مونږ څوک جنګولی نه شي.له دې ځای نه زروبۍ ته لاړو هلته مو هم جماعت کې جلسه وکړه په زرګونو خلک راجمع شول ډېره کامیابه جلسه وشوه.زه پوه شوم چې په خلکو کې سیاسي شعور پيدا شوی دی. له دغه ځای نه مرغز ته شپې له لاړو په مرغز کې مو د شپې جلسه وکړه. د مرغز جرګه او خدايي خدمتګار ډېر مخلصان او پوه دي. دوی راته د خپل مصیبت ټولې کيسې وکړې او راته يې ووې چې بېګناه د پولیس هغه پیرنګي ووهلو او بيایې د کلابټ خلکو ته وې چې دعوی هم پرې وکړئ. خو په مونږ د کلي خلکو دعوی ونه کړې د دوی جرنيل قابل او پوه سړی دی او دا د هغه قابليت دی چې دا جذبه يې په خدايي خدمتګارو کې پيدا کړې ده. سباله د مرغز نه قبلې ته يو کلی دی د هغې صدر صاحب مجبور کړو او د سحر چايو له هلته لاړو. خلک چې زمونږ نه بر شول نو راجمع شول هغوی ته مې هم د ورورولۍ او قامولۍ يو مختصر تقرير وکړو او بيا له دې ځايه کوټې له لاړو او بيا ټوپۍ له لاړو ولې چې د دې ځای ډېر کارکنان حکومت ګرفتار ۹غه 0٩016 ٩66۱ زما ژوند او جد و جهد کړي وو. ټوپۍ کې پکټنګ لګېدلی و.د هغې کتو له لاړو ما پرې بعضې سوالونه وکړل چې تاسو ولې پکټنګ لګولی دی؟ دوی ووې چې دا خلک بديشي مالونه خرڅوي ما ورته ووې چې تاسو څه غواړئ؟ دوی وې چې د خپل ملک مال دې خرڅوي نو ما ترې تپوس وکړو چې دې کې ستاسو فايده ده | و هغه کې مو څه نقصان دی؟ دوی ووې چې د ملک مال چې خرڅېږي نو پيسې به زمونږ ملک کې پاتې کېږي او چې د پردي ملک مال حُرڅْېږي نو پيسې به پردې ملک ته ځي. زه ډېر خوشحاله شوم ولې چې دا کوم خدايي خدمتګار ولاړ وو نو هغه د يو وړوکي کلي بې تعليمه هلکان وو او نورې چې مې ترې پوښتنې وکړې نو د هغو يې پوره ځوابونه راکړل دلته هم پوليسو په خدايي خدمتګارو ډېر ظلمونه کړي وو. زه پوه شوم چې زمونږ په قوم کې يوه پوهه راغلې ده بيا مې جماعت کې تقرير وکړو او خلکو ته مې ووې چې دا خدايي خدمتګار ستاسو ګټندوی دي تاسو له ستاسو د پلار نیکه بایللی ملک ګټي.نو تاسو ورسره ولې بد سلوک کوئ؟ که پیرنګيان مونږ سره هر قسم سلوک کوي نو مونږ ترې ګیله نه کوو ځکه چې هغه غير قوم دی او هغوی سره غم دی چې که پښتانه رانه خپل ملک ازاد کړي نو زمونږ به څه حال وي؟ زمونږ ګیله ستاسو نه ده تاسو خو زمونږ قوم يئ او دا ملک زمونږ شریک دی که دا ملک ازاد شي نو د دې فايده ځو به ټول قوم ته وي. چې جلسه ختمه شوه نو د «مينئ مولانا صاحب را ته ووې چې مونږ سره به ضرور ځې او زمونږ د خلکو ډېر خواهش دی چې هلته مونږ هم جلسه وکړو ما ورته ووې چې مولانا صاحب ته زما حال ٠ زما ژوند او جد وجهد : ‎٢‏ ‏وينې زه ناجوړه يم پرېږده چې زه واپس لاړ شم او چې کله لږ ښه شوم نو بيا به ستاسو کلي ته درشم دوی راضي شول او مونږ صوابۍ ته راغلو. په صوابۍ کې په زرګونو ښځې اونر جمع وو او سالارصاحب منير ځان»نجوبائي او فردوس ځان ډېر ښه انتظام کړی و .هغوی ته مې تقرير وکړو خدايي خدمتګار رانه چاپېره شولچې بېګاله به مونږ سره شپه کوئ. ما ورته ووې چې تاسو ماوینئ چې زه ناجوړه يم او په دې ناجوړه وجود لګيا يم شپه او ورځ کار کوم ځکه چې نن دی که سبا دی حکومت مون نيسسي او د خدمت موقع نه راکوي او دا ټول انتظار راونډ ټېېل کنفرانس ته دی نو زه کوشش کوم چې څومره کېدی شي چې په دې خپل قوم کې دورې وکړم او دوی په هر څه باندې پوه کړم. هغوی اجازه راکړه او شپې له تولاندۍ له لاړو شپه ښه په ارام تېره شوه دلته خبر شوم چې ميا احمدشاه صاحب او ډله يې هره میاشت زما برخلاف کتابګي چاپ کوي او خلکو کې يې خوروي او دلته یومولانا صاحب د هغوی دپاره سخته پراپېګنډه شروع کړېده. ماهغوی ته ووې چې مونږ خو د خدای دپاره لګيا يو د دې قوم خدمت کوو که قوم زمونږ ملګرتيا وکړه نو دوی به ازاد شي او که زمونږ مخالفت يې وکړو نو دوی به برباد شي ولې چې بغير د قوم د امداد نه مونږ ځپل منزل ته رسېدی نه شو غم او فکر هغه چا سره وي چې د ځان دپاره کار کوي او څوک چې د خدای دپاره کار کوي هغوی هېڅ غم او فکر نه کوي. احمدشاه ميا به هره ورځ زما برخلاف هغه کیسه په اخبار کې ليکله او پمفلټونه به يې هم چاپ کول. سن م00000/:00150016166 0001651 زما ژوند او جد وجهد لیکن ما ورله چرې هم ځواب نه ورکولو ولې چې د دې نه بیت بازي جوړېده ما خو ځپل کار کولو او په دې خبرومې وخت نه ضایع کولو. بېشکه چې دروغ د څه وخته پورې په خلکو کې غلط فهمۍ پيدا کولی شي. ځو چې رښتیا راشي نو دروغ مهربان فاتحې له لاړو هلته د هغه په حجره کې مې ځپل زوړ ملګري او مهربان مولانا سره ملاقات وشو او ورته مې ووې چې مولانا صاحب په سیاسیاتو کې زمونږ منځ کې څه اختلاف راغلی وي نو دا څه بده خبره نه ده. رسول ال صلی الله عليه وسلم هم وايي چې اختلاف د امت رحمت دی او دا مونږ ته چې د رحمت په ځای زحمت شوی دی دا زمونږٍ ذاتيات دي. مونږ له خپل زاړه تعلقات پرېښوول په کار نه دي او زه چې ستاسو کلي ته راشم نوملاقات خو راسره کوئ. د دعا نه پس مونږ جماعت له روان شو مولانا صاحب مې هم ځان سره روان کړو خلک جمع وو مولانا صاحب ته مې ووې که ته څه ويل غواړې نو وواه مولانا صاحب وې وخت تنګ دی زه څه نه وايم ته خپل تقرير وکړه. ما خلکو ته ووې چې ای وروڼو. عزیزانو تاسو خپل ځان پخپل سود او زيان پوه کړئ زه نه پوهېږم چې خلک زمونږ مخالفت ولې کوې. مونږ ځو د خلکو خدمتګار يو. تکلیفونه او مصیبتونه په ځان تېروو او ګټه قوم له کوو. په کار دي چې دوی هم زمونږ په شان د پرنګيانو مخالفښت وکړي ولې چې هغوی مونږ غلامان کړي يو. زمونږ د پلار نیکه ملک يې رانه نيولی دی.د! ملک خو خدای مونږ له او زمونږٍ بچو له راکړی دی خو زمونږ د خودغرضۍ او بې اتفاقۍ : : 060وا 0077ظاداد0دددد د 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد په وجه هغوی زمونږ په ملک مزې کوي. خلک وايي چې زمونږ جرګه پاتې نه شوه. مونږ د مصرو په شان په کانګرس کې اوبه شو او خدايي خدمتګار د هغوی رضاکار شول.دا خبره غلطه ده زمونږ جرګه جرګه ده او زمونږ دا خدايي خدمتګار خدايي خدمتګار دي دا خبره د اسې ده چې مونږ کانګرس سره تعاون کړی دی. يو خو دا فېصله ما نه ده کړې ستاسو لویې جرګې کړې ده او د ميااصاحب او عبدالاکبر خان په رضا يې کړېده. تاسو ځو لږ ياد کړئ چې مونږ کانګرس سره نه وو نو پیرنګي په مونږ توره شپه جوړه کړې وه. او په مونږٍ خدايي خدامتګارو يې داسې لوبې کړې وې چې په دنيا کې به په ډېرو کمو خلکو داسې لوبې شوې وي مونږ يې ټول جېلځانو کې اچولي وو او چې هر کله ستاسو جرګې فېصله وکړه او مونږ کانګرس سره شو نو د هغوی په کوشش مون د جېلځانو نه را بهر شو.او دا دی ستاسو په جلسه کې تقرير کوم که د هغوی کوشش او امداد نه وی. نو اوس به مونږ ټول خدايي خدمتګار په جېلځانو کې پراته وو په دې وخت کې مونږ پیرنګي له د خپل اتفاق په زور يو ښکر مات کړی دی او که مونږ اتفاق وکړو نو دا بل ښکر به يې هم مات شي او د ده د زور او ظلم نه به خلاص شو. او د کانګرس سره ځو مونږ هم د دې دپاره ملګري شوي يو چې دا خپل ملک ازاد کړو تاسو مهرباني وکړئ او په دې خبرو ځان پوه کړئ. وخت لږ و ما خپل تقرير ختم کړو. کالوخان کې راته ډېر خلک په انتظار کې ناست وو. په دې وخت کې مولانا صاحب ماته ووې چې زه هم څه ويل غواړم ته دې خلکو ته ووايه ما 00165 ٩۳0٨666 - زما ژوند او جد و جهد ورته ويل چې تاته خو ما ويلي وو چې تقرير وکړه. تا ونکړو اوس زه دلته زياتي انتظار کولی نه شم. ولې چې کالوخان کې ډېر خلک ماته انتظار کې ناست دي. ته دوی ته تقرير وکړه او ماله اجازه راکړه چې زه کالو ځان ته لاړ شم. زما د روانېدو سره ټول خلک روان شول په دې وجه مولانا صاحب څه تقرير ونه کړی شو. مونږ چې کالو ځان ته ورسېدونو خلک جمع وو خلکو ته مې ووې چې ای وروڼو؛ تاسو به دا وايئ چې زه نن تاسو له د کامدار خان د ګرفتارۍ د غمخوارۍ له پاره راغلی يم نه! زه غمخواري له راغلی نه يم بلکې تاسو له مبارکۍ له راغلی يم او تاسو له مبارکي درکوم چې ستاسو داسې يو ننګيالی خان و چې ستاسو دپاره او د ټول قام او ملک دپاره جېلخانې له لاړو او زه د هغه مور بي بي له او ځپلو خپلوانو له د ځان داسې نېک کار ته جېلخانې له په تلو مبارکي ورکوم. بيا مې دې خلکو ته ووې چې اى وروڼو' هر څه چې تاسو سره کېږي په هغه صبر كوئ د ازار نه چا بازار موندلۍ نه دی او د ظلم کاسه نسکوره ده څومره چې پیرنګيان په مونږ ظلم او زياتی کوي هغومره به زر تباه شي او مونږ به ترې خلاص شو. د دې ځای نه بيا ادینه ته لاړو هلته هم خدايي خدمتګارو ته مې د صبر تلقین وکړو او بيا سمیلا ته لاړم. په دې خلکو کې ډېر جوش او ځروش و. ولې چې پیرنګي زور او ظلم شروع کړی و. دو ته مې هم د صبر او عدم تشدد تلقين وکړو او بيا ماښام شهباز ګړې ته ورسېدم دلته يې هم زمونږ جرنيل صاحب نيولی و. دلته هم ډېر جوش و ځلکو له مې تسلې ورکړه او دنت ۵۷۴6 0 4٢٨٨٨٢ ‏زما ژوند او جد و جهد‎ ‏خدايي خدمتګارو له مې د جرنيل صاحب د قيد مبارکي‎ ‏ور .دلته مې د ګجرات بخشالې صاحبزاده صاحب ته ووې‎ ‏چې يره ټانګه تياره کړه. لیکن د ځپلو تلو ذکر مې هېچا سره‎ ‏ونه کړو دا خبره مې پټه وساتله چې کوم ځای له مونږ تلو هغه‎ ‏ورکوټی کلی و او دا دومره پولیس چې مونږ سره ګرځېده دا به‎ ‏په هغوخلکو لوی بوچ و صاحبزاده صاحب نه به چې چا پوښتنه‎ ‏وکړه نو هغه به وې چې مونږ ګجرات بخشالې ته خُو. مونږ‎ ‏ټانګه کې روان شو او د سړک په غاړه يو وړوکی کلی ومون‎ ‏چې څه وخت د پولیس موټر وليدو نو کلي ته د ننه شو پولیس‎ ‏زمونږ نه خبر نه شولء هغه ګجرات بخشالې له روان شول.د‎ ‏کلي خلک خبر شول نو ښځې. نر زمونږ ليدو له راغلل زما په‎ ‏راتلو ډېر خوشحاله شول خدايي خدمتګارو ته مې ووې چې‎ ‏څه چا کره تيار وي هغه راوړئ او که نه وي نو ځير دی شپه به‎ ‏مونږ دغسې تېره کړو خو چې زمونږ دپاره نوی پخلی ونه کړئ!‎ ‏چې ډوډۍ مو وخوړه لږ ارام مو وکړو ټوله ورځ بې ارامه‎ ‏وو .ډېر ستړې شوي وو ځو ټول خلک جماعت کې را جمع‎ ‏شوي وو هغوی ووې چې باچا ځان دې مونږ ته يو څو خبرې‎ ‏وکړې د لمونځ نه پس د هغوی د محبت مې اول شکريه ادا کړه‎ ‏او بيا مې ورته د تحریک متعلق يو څوخبرې وکړې او په دې‎ ‏خبره مې ډېر زور واچولو چې په هر مصیبت به صبر کوئ.‎ سبا له هوتي له لاړو. چې کلپاڼۍ ته ورسېدو نو څه ګورو چې پولیس والا په شګو کې خړپړناست دي ماته يې ووې چې ټوله شپه درپسې ګرځېدلي يو او بيا دلته کښېناستو او د مردان نور پولیس هم ټوله شپه تاسو پسې منډې وهلې دي. 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد خو تاسو يې موندلي نه يئ دغه انسپکټر ماله د دفعه ایکسو چوالس «د قانون ۱۴۴ ماده حکمنامه راکړه هغې کې يې ليکلي وو چې ملکنډ اېجنسۍ له به نه ځئ. ما غلام محمد ځان د لوند خوړ ته ويلي وو چې هلته لاړ شي هغه لاړو او دوی ګرفتار کړو .نو په ما يې د دې د پاره دفعه ولګوله چې دی خبر شي نو ځامځا به ملکنډ اېجنسۍ ته ځي او حکومت مونږ نه اېجنسو ته پرېښودو او نه قبایلو ته مونږ ډېر کوشش کړی وو. چې مونږ دې وروڼو ته لاړ شو او دوی هم مونږ د پښتنو په دې نوې ورورۍ کې شریک کړو او دا يې لا څه کوې چې هغه د خدايي خدمتګارو حکومت هم چې جوړ شو نو هغوی هم زمونږ دې قبایلي وروڼو ته په تللو نه خوشحالېدل. ولې چې هغوی ويل چې پیرنګيان به ځپه شي. حقيقت دا دی چې حکومت خو زمونږو خو واک د ګورنرو. د هوتي نه طورو له لاړو زمونږ يو ډېر زوړ خدايي خدمتګار او بهادر کارکن عبدالرحيم خان مړ شو ىو ما سره يې د هزارې دوره کړېوه او چې څه وخت مونږ چچ له تلو نو چې پولیس والا راته ټوپکونه نيولي وو نو ده ما ته ووې چې څه چل وکړو ما ورته وې چې ورځئ پرې نو دی پرې د ټولو نه مخکې ورغی. د ده په مرګ مون ته ډېر نقصان ورسېدو مونږ ځو په دوره وو جنازه مو ونه کړی شوه فاتحه مې وکړه د هغه مور او خپلوانو له مې ډاډګیرنه ورکړه. د هغه قبر له لاړو او ما او ټولو خدايي خدمتګارو ورته ډېره دعا وکړه بيا مې جماعت کې يو مختصر تقرير وکړو او دوی ته مې ووې چې د عبدالرحيم خان په مرګ مه ځپه کېږٍئ خدای به هغه وبښي او د هغه په ځای به د اسلام لد دد ددد ۴ ‎8١‏ د سصس٣س٣س٣سضس2س2 ‎٥‏ ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد وجید ‎٧-۷‏ د خدمت دپاره ډېر خلک پيدا کړي. بيا«ماياری ته لاړو د مايارو صدر صاحب ډېر مخلص او د کار سړی دی دغلته ډېر خلک جمع شوي وو هلته لر ايسار شو او خلکو ته مې هم يو څو ځبرې وکړې. د دې ځای نه مردان ته راغلو او دلته خبر شوم چې د سودم ځانان رها شوي دي زما طبیعت ډېر خراب و ما غوښتل چې د قاضي صاحب په ځای کې لږٍ ارام وکړم خو خلکو ارام ته نه پرېښودم. قاضي صاحب مې پوه کړو چې بېګاله به دلته راځم خلکو ته مې ووې چې ستاسو نه رخصت يم مخکې ځم خو خلکو زه کله پرېښودم چې اډې له روان شوم نو خلک رانه رخصت شول مونږ اډې سره نزدې د هغه کلي له ورغلو پولیس والارا پسې وو.د هغوی نه چېرته خلاصېږو؟ مونږ لمونځ کولو چې خلک خبر شول او خدايي خدمتګارو زر زر وردۍ واغوستې او يو ساعت کې د کلي خلک راجمع شول د هغوی د محبت شکريه مې ادا کړه او بيامې ترې اجازت واخستو او مونږ د قاضي صاحب ځای ته لاړو. د قاضي صاحب ځای کې د سودم يو ځان ناست و اول مې د رهايۍ مبارکي ورکړه بيا مو خبرې شروع کړې.ده راته ووې چې ستا راتلل سودم ته ډېرس ضروري دي ولې چې په غریبو خلکو کې حکومت يوه غلطه پراپېګنډه شروع کړې ده چې په حقيقت يې پوه کړې چې دوی کې غلط فهمي پيدا نه شي. ما ورته ووې چې زه ځو پنچر شوی يم. لر ارام کوم نو په شلم دسمبر به درشم. مونږسبا وختي اډې ته لاړو يوه ټانګه مو کرايي کړه او درګۍ له راغلو بيا پياده ګل اباد له لاړو خلک ډېر په جوش اډش٨۹سنلسن‏ ی۹س ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد و جحد کې وو. ما ورته د صبر أو عدم تشد د تلقين وکړو. د ګل اباد نه شپې ته خپل کلي محمدناړۍ له راغلم د لته مې دمې ته نيت و خو د اتمانزو نه خبر راغشی چې په شلم د سمبر باندې د سرحد د لویې جرګې جلسه ده او د خط په ليدو را روان شه مونږيوه شپه دلته وکړه سبا له اتمانزو له لاړو چې هلته ورسېدو څه ګورو چې د نوښار د تحصیل شل. پنځه ويشت افسران خدايي خدمتګار په لارۍ کې راغلل زما په ليدو راکوز شو او حجرې له لاړو هغوی راته ووې چې زمونږ د جرنيلۍ جګړه ده زمونږٍ فېصله وکړه ماوې چې خدايي خدمتګار ځو په عهدو جګړې نه کوي. په خدمت کې جګړه نه وي جګړې خو په ذاتياتو پيدا کېږي. زما دا وینا هغوی ډېره محسوسه کړه او ټول ډېر ملامته شول نو بيا مې ورته ووې چې سالار اعظم صاحب له لاړ شئ هغه به فېصله ‏ وکړي. هغوی وې چې هغه مېرې له تلی دی ما وې مېرې ته لاړشئ هغوی »مالار صاحب پسې لاړل. د لوبې جرگې اجلاس: د ډوډۍ وت و چې سالار صاحب را ورسېد زمونږ حجرې له راشی زه و جوړ نه وم» ما ترې اجازت واخستو چې ارام وكړم او د دوی فېصله په خوشالۍ او په رضا سره وشوه. سباله وځتي دوی واپس لاړل د سرحد لويه جرګه را ورسېده جلسه شروع شوه د ټولو نه اول حکيم عبدالسلام صاحب دا تجویز پېش کړو چې يو ډېپوټیشن مقررول په کار دي چې هغوی ميا احمدشاه صاحب او عبدالاکبر ځان راضي کړي او ځان سره يې شامل کړو ما يې تاييد وکړو اوماووې چې مونږ لر ۷ تت 0۵۷۸ "تت تت زما ژوند او جد وجهد خو لرې کړي نه دي. هغوی جدا شوي دي که هغوی بيا راتلل غواړي نو جرګې ته به هېڅ عذر نه وي د دواوې شاد محمد ځان د دې تجویز مخالفت وکړو چې هغوی ځو د جرګې نه بغاوت کړی دی او د جرګې برخلاف کار کوي بل تجویزد کانګرس د امداد اخيستو ود دې تجويزما سخت مخالفت وكړو ما ووې چې تر اوسه پورې مونږ د کانګوس نه يوه پيسه هم نه ده اخيستې او ح خلک را پسې خبرې کوي او که تاسو د کانګرس نه امداد واخيستونو بيا ځو به حکومت او برخلاف خلک ښه پراپېګنډه شروع کړي. ما ورته دا هم ووې چې جواهر لال ما نه په دې خپه شوى و. د ډاکټر انصاري په کور کې د ورکنګ کمېټۍ اجلاس و هغه راته ووې چې مونږ به هغه مخکې کانګرس له په پېښور کې څلور. پنځه پنځه سوه روپۍ د مياشتې امداد ورکولو ستاسو جماعت ډېر لوۍ دی تاسو له به ډېرامداد در و ما ورته ووې چې دا ملک يوازې ستاسو دی که زمونږ هم دی؟ که ستاسو هم وي او زمونږ هم وي نو بيا تاسو نه امداد ولې واخلو؟ هغه مانه په دې خپه شو او ډاکټر انصاري صاحب ته يې ووې چې دی خو ډېر مغرور دی او دا تجویز هم نامنظور شو بیاسردار رام سنګه زمونږ خدايي خدمتګار يو تجویز پېش کړو چې د انګلستان وزير اعظم چې د سرحد د حقوقو متعلق کوم تقرير کړی دی هغه تسلي بخش نه دی او مونږ ته منظور نه دی لیکن ین جان وکيل د ده د تجویز مخالفت وکرو او دا تجويز يس يې پېش کړو چې دا ريفارم مونږ له اخيستل په کار دي. قاضي صاحب او علي اصغر ځان ووې چې څه راکوي دا به واځلو او نوربه ۵۹ ۳-۳ تت تت زما ژونداو جد وجهد ګټو. ما لویې جرګې ته ووې چې د دې په اخيستو کې زمونږ قوم او ملک به څه ترقي وکړي پیرنګيان داسې نادانان دي چې مونږ له به هغه حقوق راکړي چې په کوم کې زمونږ فايده وي. نو ما وويل چې زه د دې هم مخالف نه يم که چا ته په کې فايده ښکاري نو وادې خلي ځو د دې تجویز هم شاد محمد ځان د دواوې سخت مخالفت وکړو چې مونږ مکمله ازادي غوښتله او اوس هغه اصلاحات واخلو چې ټول هندوستان ترې انکار کړی دی. په دې کې هېڅ فايده نشته.د ثمین جان تجویز وغورزېده او د سرداررام سنګه- تجويز پاس شو نورې هم چې څه خبرې وې هغه فېصله شوې او جلسه ځتمه شوه او يو څوممبران شپې ته پاتې شول او تور لاړل. په دوه ويشتم د دسمبر په پېښور کې يو لوی دربار و چې هغه کې هم د ریفارمز د خبرو تجویز وء ډاکټر خانصاحب ته او ماله لاټ صاحب دعوتنامې رالېېلې وې. ما او قاضي عطاالله او ډاکټر په دې خبرې وکړې چې تلل په کار دي که نه» زه خو ناجوړه وم لیکن په دې فېصله وشوه چې په داسې حالت کې چې حکومت لګيا دی په خدايي خدمتګارو ظلمونه کوي نو تلل په کار نه دي اومونږ هغې له لاړ نه شو. زما طبیعت نور هم ځراب شو او تبه هم ورسره پيدا شوه. په دې وجه ډاکټر صاحب د علاج د پاره پېښور ته بوتلم زه یې په خپله بنګله کې دېره کړم او زما علاج يې شروع کړو او خلک یې رانه بند کړل زما علاج خو ارام و. بد بد و اس پس 0282۹ 1 "01 زما ژوند او جد وجهد زه هزاري باغ جېل ګښې بهر عامه گرفتاري زمونږ کرفتاري» عامه گرفتاري او تشدد هزاري باغ جېل ته بهادره ښځه ۵۸۱ ‎٢‏ تت تت زما ژوند او جد وجهد ‏په دې کې د سردار پټېل تار راغې او خورشيد بهسن هم راته ليکلي وو چې ګانسدهي جچي به په اووه ويسشتم د سسمبر راورسيږي نو ته په شپږ ويشتم تاريخ راشه. زه ناجوړه وم خو دا تلل هم ضرورو. په دې وجه ما اراده وکړه چې په پینځه ويشتم د سمبر به سحر وختي په فرنټير ميل کې بمبۍ ته روانېږم. ماسره د تلو دپاره قاضي عطاالله ځان مین جان او د اکوړي جرنيل هم تيار شول او فېصله په دې وشوه چې مونږ به پېښور نه روان شو. قاضي صاحب به په نوښار کې راسره شي او د اکوړي جرنيل به په |کوړي راسره مل شي خو انسان ته خپل تقد یر معلوم نه دی تقدیر په تدبير پورې ځاندي په ‏پرويشتم د دسمبر ما خپل کاغذونه تيار کړل او د ټېشن دپاره مې ټانګې والا ته هم ووې ډاکټر صاحب ته ما وول چې په پنځه ويسشتم سحر وختي راشه. ډاکټر صاحب او میم صاحب کلي ته تلل. په دغه وت کې د ارباب عبدالغفور پلار ارباب جمعه خان زما پوښتنې له راغی» ماښام ډاکټر صاحب یواځې د کلي نه راغی او میم صاحب یې کلې کې پرېښوه. ‏زمونږ گرفتاري: ‏چې په دې کې زمونږ يو مهربان راغی هغه ووې چې ما ته معلومه شوې ده چې تاسو بېګاله ګرفتاروي ډاکټر صاحب دا نه منل هغه ووې چې دا راز به پټ وي خو ما ورته ووې چې که مونږ ګرفتار شو. زمونږ هغه مهربان زمونږ نه رخصت شو ما سره چې کوم کاغذات وو هغه مې ځپل نوکر حنيف الله له ورکړل چې دا ميم صاحب له ورکړه. ډاکټر صاحب راته اواز ‏۳ه 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجید وکړو چې پولیس راغلل. زمونږ د بنګلې نه چاپیر شول او يو پیرنګی ما له راغی او راته يې ووې چې تا ګرفتاروم. ما ورته ووې چې ډېره ښه ده ستا او ستا د حکومت به شکريه ادا کړم چې ما ګرفتار کړئ ځکه چې زه ناجوړه يم او ارام ته مې څوک نه پرېږدي اوس به ارام وکړم هغه پسې يوه میمه راغله ما هغې ته د بنګلې ور لرې کړو او په ارام مې کښېنوله. حکومت ته د میم صاحب دوی راتلل معلوم نه و دايې د دې دپاره رالېږلې وه چې د ډاکټر صاحب ښځه میم صاحب به يوازې وي دا به ورسره شپه تېره کړي لس ساعت ورپسې بل پیرنګی راشی هغه مونږ په څلیرويشتم د د سمبر د شپې ګرفتار کړو د بنګلې نه بهر راغلو او زه يې په يو موټر کې او ډاکټر صاحب يې په بل موټر کې کښېنولو هغوی زمونږ د ګرفتارۍ دپاره ډېر پولیس راوستلي وو شاید چې د هغوی به دا ځيال و چې مونږ به ورسره جنګ کوو. ډاکټر صاحب د شپې په جامو کې راغی ما ورته ووې چې جامې بدلې کړه معلومه نه ده چې مونږ چېرته بيايي.ډاکټر صاحب جامې بدلې کړې چې د پېښور نه واوړېدو نو زما خيال و چې هریپور ته به مو بيايي چې دې کې د اټک پل ته ورسېدو د لته ټول موټرونه ودرېدل پل بند و ما سره چې کوم پیرنګی و هغه ورکوز شو او سنتري ته يې اواز وکړو چې فلاني صاحب ته ټیلفون وکړه او ورته ووايه چې مونږ ته ور لرې کړه لږ ساعت پس ورلرې شو مونږ چې د پل نه پورې وتو موټرونه ودرېدل او مونږ يې د موټرو نه کوز کړو دلته د پولیس په چوکۍ کې يوه کمره وه مونږ يې وردننه کړو زما طبیعت ډېر ځراب و تلی هم نه شوم نو ماله هغه ردد د.)11۱ ېږ دخ ا 0016/٩066 زما ژوند او جد و جهد پیرنګي کټ راوړو او زه په هغه کې ځملاستم؛ډاکټر صاحب ته يې هم يو کټ راوړو .په دې کې لږ ساعت پس قاضي صاحب راورسېد .د هغه نه پس سعدالله ځان زما وراره هم را ورسېد . قاضی صاحب ما سره او سعدالله ځان ډاکټر صاحب سره څُملاستل او ښه په ارام مو خڅوب وکړو.سحر وختي مونږ سره د هغو پېرنګيانو ټېشن ته لاړوهلته ډېر پولیس ولاړ وو او زمونږ د پاره يې د يو سپېشل ټرين انتظام کړی و مونږ يې هغه ګاډي کې وردننه کړو او زما په ډبې کې د ننه يې په مونږ ټوپک په لاس او سنګین چړاو پيره ودروله او ګاډی روان شو تاسو ته به ياد وي چې مالاټ صاحب سره ملاقات کولونو زما خبرې يې نوټ کولې او ده وې چې دا به زه وايسرای سره کوم نو نتيجه دا شوه چې د راونډټېبل کنفرانس فېل؛ناکام شو نو په هندوستان کې يې د ټولو نه اول زه ګرفتار کړم او د ټولو نه يې خطرناک ثابت کړم دغه نوټونه يې د دې غرض دپاره اخيستل په دې شپه چې زه يې ونيولم هم په دغه شپه په سرحد کې هم پینځه سوه مشران خدايي خدمتګار ګرفتار شول. عامه گرفتاري او تشدد: زما د نیولو نه پس په ټوله صوبه کې عامې ګرفتارۍ شروع شوې چې د خدايي خدمتګارو قيدیانو تعداد زرګونو ته ورسېده نو بيا يې نور نه نیول بيا به پولیس او ډنډه مار په کلو ورتلل او خدايي خدمتګار به يې وهل او ټکول په يخو اوبو کې به يې اچول او کورونه به يې ورله تالا کول. د چارسدې په تحصیل خدايي خدمتګارو پکټنګ شروع کړو شل شل کسان وو دص دڅجڅو یی )0 س۴سضس12:2٥‏ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد به هره ورځ راتلل پولیس والاو به په کوتکونو وهل او خلکو به ګرفتارۍ ورکولې. د هریپور په جېلخانه کې د نورو ټولو جېلخانو نه زيات خدايي خدمتګار قيدیان وو يوازې دې جېلخانه کې ديارلس زرو نه زيات قيدیان وو حکومت په دوی ډېر ظلم شروع کړو چې دوی تنګ شي او معافي وغواړي. په يخ ژمي کې يې دوی له يو يو کمبل ورکړی و. چې د سپږو نه ډک و د سیمټو بارکونه وو هغه به يې پرې ووینځل يوه جوړه جامې وې هغه به يې هم ووینځلې. باران به ورېدو. جامې به يې جنګلو کې ځوړندې وې او کمبل به يې د ځان نه تاو کړې و.شپه به په ناسته تېره شوه په دوېمه او کله په درېمه ورځ به يې يوه چپاتۍ ورکولو چې يوه نوړۍ به شوه چې سړی به پوهېدو نو بيا به ختمه وه د دې ظلم برخلاف يو بوډا هندو خدايي خدمتګار خبرې بندې کړې وې او د چپې خولې روژه یې ونیوله چې تر مرګه يې جارې وساتله. شپږ میاشتې پس هغه مړ شو او ځپلو بچو د جیلخانې نه مړ بنو ته يوړو.د دې ظلم برخلاف د اتمانزو حيات ګل خدايي خدمتګار څلوېښت ورځې بهوک هړتال وکړو او د سر انجام ځان سپرنټنډنټ په ځوله یې مات کړو هغه ورسره وعده وکړه چې ستا مطالبې مِنْو سر انجام خان چې سپرنټنډنټ شو نو قيدیانو له يې تسلي ورکړه او زور ظلم يې ختم کړو او قيدیانو مشقتونه شروع کړل. د ده دا سلوک د پیرنګيانو خوښ نه شو نو دی يې بدل کړو او د ده په ځای يې د بهار صوبې نه يو پیرنګی را وغوښتو چې نوم یې سمته-و هغه هم په اوله کې خدايي خدمتګارو سره ښه جنګ ‎۷٨۵‏ --- تت 00165 ٩۳0٨666 ‏سن‎ زما ژوند او جد و جهد وکړو او خدايي خدمتګارو ښه په نره د ده مقابله وکره. د ټاټ وردۍ ولاړې اتکړۍ». بندې چکۍ .ډنډه بېړۍ او نورې سزاګانې يې ورکړې درې کاله يې په خدايي خدمتګارو دغه تکلیفونه تېر کړل خو سمته کامياب نه شو او د دې نه پس بيا خدايي خدمتګارو سره ډېر ښه شو. زمونږ د کتوزو عبدالله جان او د هغه پلار قلي ځان ته پېش شو هغه د چارسدې اسسټنټ کمشنر و هغه په عبدالله جان رصب واچولو کچرۍ د ځلکو نه ډکه وه پولیس ولاړ وو قلي ځان ورتسه ووې چې تسه د پیرنګي حکومت خلاف نظم وايې چې:«د انقلاب به شم ځار ځار» عبدالله جان ورته وويل چې زه اوس هم دا وايم په فخر يې په چغه داسې وويل « د انقلاب به شم ځار څار- که څوک مې سرکاندي په داردار» زمونږ د ځوانانو د جرات داسې ډېرې کيسې دي چې هېڅ شان د چا رعب پرې اثر نه کوي دا ځو درته ما مثال بیان کړو. هزارې باغ جېل کښې: حکومست زمونږ سره د سرحد نه يو سردارخېل د پولیس انسپکټر له خپله طرفه لگولی وو. هرې صوبې ته چې به زمونږ ګاډ روانېدو نو دغه پولیس به زمونږٍ د نګرانۍ او حفافشت انتظام کولسو او هغه به راسره کېده.د پنجاب پولیس يو انسپکټر چې په مونږ لګېدلی و. ددې انسپکټر دا کار و چې کله به مونږ د ډبې کړکۍ لرې کړه نو دی به راغی او هغه به یې بنده کړه اشر ما ورته ووې چې انسپکټر صاحب مونږ ځو ښځې نه يو چې مونږ کړکۍ د هوا دپاره لرې کړو ته يې بنده د رو د 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد کړې چې دوی څوک ونه ويني او زمونږ دا د صوبه سرحد اننسپکټر سرد ارڅېل د ډاکټر صاحب او د قاضی صاحب ډېر اشناو او دا به يې هم وې چې زه ډاکټر صاحب د مرګ نه بچ کړی يم قاضي صاحب سره د اخبار ډېر شوق و. ده به د هغه خپل اشنا نه اخبار غوښته ځو هغه د وېرې نه اخبار نه ورکولو زما ځو همېشه دا قاعده ده چې ګرفتار شم نو چې کوم پولیس ماسره وي نه ترې تپوس کوم او نه ترې څه غواړم. زمونږ دا ګاډی چې به د کویلې او اوبو اخيستو دپاره ودرېدو نو مونږ پسې خو به کړکۍ او ورونه بند وو او که زمونږ به کوزېدو ته شوق شوى و نو دې پنجابي به نه پرېښودو. څه وخت چې زمونږ ګاډی يو پي ته ورسېدو نو زمونږ د چارج اخيستو دپاره يو انګرېز افسر او يو ګوره سارجنټ راغی» او چې هغه چارج واخيستو نو زما ډبې له راغی او د ډبې د روازه يې لرې کړه او ماته يې ووې چې راځه را کوز شه ټېشن کې وګرځه پښې ازادې کړه. اوس د دغه انګرېز او د پنجاب د دغشو مسلمانانو افسرانو د رويې مقابله وکړئ! انګرېز سره ځو زمونږ جنګ و او مونږ ترې حکومت اخيستو او دا زمونږ مسلمان پنجابی ورور و .چې مون د دوی دپاره حکومت ګټلو.دا ورځ د دوۍ دبړه ده ړومبۍ ورځ وه هغه په ډېره مينه محبت ماته شراب راوړو ماته يې ډېر په مينه.محبت سره پېش کړل ماورته ووې چې معافي غواړم زه شراب نه څُکم هغه زما په دې خبره حېران شو. زه به د هغه دا رواداري او محبت هېچرې هېر نه کړم او څه وخت چې اله اباد ته ورسېدو نو دلته يې زمونږ نه ډاکټر صاحب کوز کړو او هغه يې د اله اباد نيني جېل ته ولېږه. بيا ونت ۵۷۸۷ 0016/۳066 زما ژونداو جد وجهد يې سعدالله کوز کړو او هغه يې د بنارس جېل ته ولېږه. بيا د بهار صوبه شروع شوه او دلته يې قاضي عطاالله صاحب زما نه کوز کرو او د ګيا جبل ته يې ولېږه او زه يې د هزارې باغ جېل له روان کړم. د هزارې باغ جېل د ټېشن نه څلوېښت ميله لرې دی. زه چې يې موټر کې کښېنولم نو ماسره دوه پیرنګيان يو ډپټي کمشنر و بل د پولیس کپتان و کښېناستل او دا زمونږ سردار ځېل انسپکټر هغوی سره کښېناستو. کښېناستو سره هغوی ماله يو انګرېزي اخبار راکړو«چې سردارخېل انسپکټر خپلو دوستانو او محسنانو له نه ورکوۍ چې زه يې جېل ته دننه کړم او زه يې بارک له بوتلم نو د جېلخانې افسر چې هندو و راته ووې چې دا تا سره چې د پولیس افسر و دا شوک دی ؟ ما ورته وې چې ما نه ولې د ده پوښتنه کوې؟ نو هغه راته ووې چې ما ته څو ډېر رذيل سړی ښکاره شو هغه ما ته وويل چې دا ډېر خطرناک سړی دی فکر ورته کوه. زه يې يو بارک کې يوازې بند کرم او دوی رانه لاړل. ما ته بغير د لسوی صاحب«سپرنټنډنټ او وړوکی صاحب (چېلس د لليدو نه د بل چا د راتلو يا ليدو اجازت نه و. زما د بارک وړاندې يو سړک چې په هغې به جېل والا تلل راتلل هغه يې بند کړ ما سره د خدايي خدمتګارو ډېر فکر او غم و. په تنهايۍ کې زه ناجوړه کېږم. دلته زه بالکل تنها وم خوب به مې پوره کولی نه شو او ډوډۍ مې هم خواته نه کېده چې په دې کې مې يوه شپه خوب وليدو چې يو لوی سین دی د هغه په غاړه يو ښکلی ګنبد دی زه په هغه کې ناست يم چې په دې کې سېلاب رای او دې ګنبد ته راننوتو دا ګنبد يې وجړقوو زه ډېر وېرېدم ماوې خدای ۸ه 0016/٩0٨6 زما ژوند او جد و جهد دې ځير کړي چې زما د پاسه راپرې نه وځي ځو څه ساعت پس هغه سېلاب تېر شو او ګنبد په کې لاهو نه شو. پاتې شوء چې د خوبه را ویښ شوم د خوب په ليدو ډېره تسلي مې وشوه.او هغه ډېر غمونه او فکرونه مې کم شو .ځکه چې زما زړه ته دا خبره راغله چې زمونږ په تحریک د هیبت کوم سېلاب راروان و. هغه په ځير تېر شو او تحریک په کې لاهو نه شو. بيا مې فکر وکړ چې دا ټوله ورځ داسې بې کاره ناست يې نو صحت خو به دې نور ځراب شي څه شغل او کار په کار دی چې زه پرې مشغول او دا وخت مې پرې تېرېږي نو سپرنټنډنټ صاحب ته مې وويل چې زه دلته بېکاره ناست يم او بېکاري ماته ښه نه ښکاري ته ماله يوی. څسکوره او رمبی راکړه.زه د ځپل بارک مځکې دا بنجره ځمکه ابادوم. په دې کې به ځانله سبزي کرم. هغه ماله دوه قيدیان راکړل. هلته چې کومه لږه غوندې ځمکه وه هغه مې اباده کړه او سبزي او ګلونه مې په کې وکرل.د دې نه ما ته دوه فايدې وشوې. يو خو راته کار پيداشو چې زه به پرې مشغول يم او وخت به مې ښه تېرېږي. او بله دا چې يوازې وم نو د خبرو ملګري مې پيدا شول. زه «شاهي قيدي وم» ډپټي کمشنر به راله هره میاشت راتلو د هرې میاشتې په اول تاريخ به راغی. دې کې هغه چرې ناغه کړې نه وه هغه هم د دې ګلونو او سبزو کرلو ډېر شوقین و ما سره به يې هم په کې ډېر امداد کولوکله نا کله به يې را له تخمونه هم راوړل. ډېر ښه سړی و په کې ډېر انسانیت و. دی چې به هره میاشت راغی او زه به يې وليدم زما دا تنهايي به یې محسوسوله او زما نه به يې تپوس کولو چې تا ته څه تکلیيف لر د ٢۴سس‏ زا زما ژوند او جد وجهد : ‎٢‏ ‏خو نشته؟ مابه ورته ويل چې جېلخانه ځو د تکلیفونو ځای دی. زما دا عادت دی چې په جېلخانه کې نه څه غواړم او نه ‎)٠٥3780‏ شکایت کوم او ټول تکليف په ځان تېروم. شپږٍ میاشتې تېرې شوې او ده خپله وليدل چې صحت مې ځراب شو او نورهم خرابېږي نو بغير زما د وینا نه يې د صوبه سرحد حکومت ته وليکل چې ده له يو ملګری په کار دی او په ګیاجېل کې د ده ملګري دي هغه دې دې جېلخانې ته رابدل شي. هلته قاضي عطاالله خان و .هغه غريب هلته يوازې و او زما نه هم زيات په تکلیف کې و.زه به څه نا څه أُوده کېدم او خوب به راغی او هغې غريب له خوب نه ورته او نه أوده کېدی شو ځکه چې د تنهايۍ په وجه يې يو کال هډوځوب نه و کړی. د ګيا جېلخانه د هندوستان په ټولو جېلونو کې ګرمه ده بله دا چې زه او قاضي صاحب په يوه صوبه بهار کې وو او ډاکټر صاحب او سعدالله ځان په بله ‌صوبه یعنې يوپي کې وو ولې سر ریلف ګريفته- زما او د قاضي صاحب ډېر مخالف و. نو مونږ دواړه يې نه يو ځای کولو د هغه په ځای يې ماله ډاکټر صاحب راولېږلو. چې ډاکتر صاحب راغی مونږ يو بل ته ورترغاړه وتو او کال پس یې قاضي صاحب سعدالل له ولېږه. ماسره څنګ په څنګ د ښځو جېلخانه وه په هغې کې سیاسي قيدیانې وې د راجندرپرشاد خورهم په کې وه. يوه ورځ چوټا صاحب ډپټي سپرنټنډنټ ماله راغی ماته يې ووې چې ښځو ډېر تنګ کړی يم او راته وايي چې ته مونږ ته دی وښيه او که راته يې نه ښیې نو مونږ ايجي ټيشن کوو دا ځو زه کولی نه شم نو ته مهرباني وکړه دوی ته جواب ولېره او ما سب !وس ‎١‏ ا0ن00پپب وې 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد ترينه خلاص کړه ما هغوی ته جواب ورولېږلو او دی ترې چې ډاکټر صاحب راغی او هغه وليدل چې ما خو دوی همېشه په بارک کې بندساتي او زه ځو به نیني جېل کې جواهر لال سره همېشه بهر ګرځېدم نو د هزارې باغ جېل سپرنټنډنټ چې هغه يو پنجابی و او ډاکټر صاحب سره د يورپ په جنګ کې يو ځای پاتې شوی و. ځو ډېر بزدل سړی و ډاکټر صاحب هغه ته د بهر ګرځېدو خبره وکړه نو ده ووې چې : «نه بهایی مین مارا جاونگا» یعنې نه وروره دا خبره مه که زه به اووهلی شم ځو ډاکټر صاحب دا خبره نه پرېښوه نو اخر مونږ ته د بارک نه بهر ګرځېدو اجازت وشو. په دې جېلخانه کې بابو راجندر پرشاد او د بهار لوی لوی ليډران قيد وو. اچاريه کرپلاني هم دلته و. هغوی نه زما نه خبر وو اونه زه د هغوی نه خبر وم مونږ چې بهر ګرځېدو يوه ورځې مو د هغوی يو ملګری وليدو نو هغه ډېر حېران شو وې تاسو کله راغلي يئ. ما ورته ووې چې زما خو دلته اتمه میاشت ده او ډاکټر صاحب يو څو ورځې کېږي چې راغلی دی. هغه راته ووې چې دلته څو مونږ د بهار ډېر سیاسي قيدیان يو بيا به مونږ کله کله د هغوی ليدو له ورتلو. د بهار هغه داروغه صاحب د راجندر پرشاد کلاس فيلو«همصنفي) و٠‏ ډېر ښه سړ و او د قوم پرستو سره يې ډېره همدردي کوله. مونږ يوه ورځ چوټا صاحب سره دا خبره وکړه چې د دې ځای نه چې کوم سیاسي قيدي رها کېږي هغه يوه ورځ مازیګر مونږ له د رها کېدو نه مخکې رالېږئء مونږ به هغه له مېلمستیا کوو. : ۵١ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جيد د بهار خلک ډېر ښه خلک دي. لیکن دا چُوت چات په کې ډېر زيات دی مونږ سره د یو ځای په اوسېدو په دې خلکو کې ډېر بدلون راغی او ډېره اصلاح يې وشوه. يوه ورځ يو سیاسي قيدي زمونږ مېلمه و. چې چای راغله نو چای سره ګرمې ګرمې پيکوړې او تلېدلي باټینګڼ هم وو ما به په پيالې کې چای ورکوله او بيا به مې پيکوړې پخپل لاس ورکولې او ډاکټر صاحب به تليدلي باټینګڼ هم هغه له ورکول او هغه چای سره پيکوړې او باټنيګڼ هم خوړل او چې چای ختمه شوه نو هغه ډېروځندل او بيا يې مونږ ته ووې چې په مونږ کې دومره ښُوت چات دی چې يوه ورځې مسلمان ډاکي راغی او هغه ما له زما خط راکړو نوهغه نه د خط اخيستو په وخت کې يوه څنډه هغه نيولې وه او بله څنډه ما نيولې وه. په دغه وت کې زما ورور ما سره ولاړ و. هغه په ما اوبه واړولې او راته يې ووې چې ته خو پلید «بهرشټ» شوې. د بهار ليډرانو سره زما محبت و د هغوی محبت زه د زړه نه نه شم اوښکلۍ. د بهار ښځې نر ډېر بهادران دي او هغوی د ملک د ازادۍ دپاره ډېرې قربانۍ کړې دي او زه به درته د يوې ښځې کیسه وکړم چې هغه مونږ سره قیده وه. بهادره ښځه: يوه ورځ چوټا صاحب راغی او خندل يې او ما ته يې ووې چې تا ته نن د يوې ښځې کيسه کوم چې دلته قيده ده. نن جېلخانې له د هغې وکيل خاوندملاقات له راغلی و. او هغه سره پینځه بچي وو.د ملاقات په وخت کې خپلې ښځې ته يې اا ّّّ؛ ؛ ؛ ‏ ۵۸۳۹-؛؛نننن نن نن ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد و جید ډېر منت وکړو چې دا دوه واړه ته واخله او دا درې لوی به ماسره وي ښځې ورته ووې چې دا ټول به ته ساتې ما خو دا ټول ساتل خو تا زما خبره ونه منله نو اوس يې ساته نو چوټا صاحب ووې چې ما هغې ښځې ته ووې چې دا بچي ولې نه ساتې؟ نو هغې ځواب راکړو چې څه وخت د کانګرس د جنګ بیګل ووهل شو نو ما دې خاوند ته ووې چې دا د ملک اوقوم جنګ دی ته هم لاړ شه خو ده ووې چې زما يو دوه مقدمې دي چې دا ختمې شي نو بيا به لاړ شم. څه ورځې پس مې ترې پوښتنه وگړه چې مقدمې ختمې شوې که نه؟ نو ده ووې چې لږې غوندې پاتې دي. څه ورځې پس مې بيا ترې تپوس وکړو نو هغه دغه ځواب راکړو چې دې بچو سره څه وکړو؟ ما وې چې دا بچي به زه ساتم ولې دی قيد ته تيار نه و او زه پوه شوم چې جېلخانې له نه ځي نو زه پخپله راغلم پکټینګ مې وکړو اوقید شوم او بچي مې ده ته پرېښودل. د کوم قوم ښځو کې چې دومره قومیت او بهادري وې نو هغوی ضرور ځپل منزل ته رسي« او دغه وجه وه چې انګرېز مجبوره شو او زمونږملک یې پرېښوۍ. د ډاکټر صاحب د راتللو نه پس يې بيا مونږ بل بارک ته بدل کړو.د غه بارک سره ډېره مځکه شارړه پرته وه ما چوټا صاحب ته ووې چې زه دا مځکه ابادوم ما سره امداد وکړه هغه ماله دوه قيدیان راکړلء ما په هغه مځکه شروع وکړه او اباده مې کړله. په دې مځکه يو ارټ هم و ما الوبالو. ګني. قسم قسم سبزۍ وکرلې.د بهار پپیتي ډېرې خوړې وې يو لوی پټی مې ښه جوړ کړو او دا مې په کې وکرلې. ډپټي کمشنر به میاشت ------------ ۳ ح۳-۳۶---ھت ھت تت زما ژونداو جد و جهد په میاشت راتلو ما سره يې په دې کار کې ډېره د لچ سپي وه اوکله نا کله به يې د مولو. ټېپرو تځم هم راکوو او راته به یې وې چې زما هم د زراعت سره ډېر شوق دی. دا جېلځانه په ځنګل کې وه کله نا کله به د زمرو اوازونه مونږ اورېدل او په دې جېلخانه کې به د شپې ډېر ماران راو تل او هغه به داسې زهريله وو چې سړی به يې وچیچلو او فورأً به ورته انجکشن ونه شو نو دوه ګېنټې کې به مړ شو. زه به د شپې د ډوډۍ نه پس ګرځېدم. سپرټنډنټ صاحب خو ډېر منع کولم چې مار به دې وچيچي نو ما به ورته وې چې زه ونه ګرځُم نو نه خوب راځي او نه مې ډوډۍ هضم کېږي نو بيا هغه ماله يو ګیس لېمپ واخيستو او د شپې به چې ګرځېدم نو هغه به د ملازم سره و هغه به مخکې و او زه به ورپسې وم او چې کله به برسات شروع شو نو دا ماران به ډېر زيات شول او چې مونږبه د شپې ګرځېدو نو چې چېرته به ډنډوکی و. نو هغې کې به بېشماره ماران ړپېدل. دا ماران واړه واړه وو خو ډېر خطرناک وو. زه به وختي سحر پاڅېدم يوه ورځ چې پاڅېدم نوګرګابی کې مې پښه منډله خو چې د اګرګابی مې په پښه سموله او هغه نسکوره شوه نو يو کريټ مار ترې روان شو خدای ترې وساتلم دلته زمونږ يو مشقتي و ډاکټر صاحب سره به يې ډېر ګپ لګوو. په دې کې ډېر قيدیان د ځنګلي علاقې وو ډاکټر صاحب ته يې وې چې مونږ ښځې او نر لاسونه سره ورکړو او په جمع ګډېږو. يوه ورځ ترې مونږ پوښتنه وکړه چې په څه قيد شوي يئ؟ نو هغه ووې چې سړی مې وژلی و او چې مقدمه را باندې جوړه شوه نو ځپلو راله وکيل ونيو وکیل راته بيان ٢-۴ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد اوښولو چې دا به کوې. ما ورته ويل چې دا خو دروغ دي او زه دروغ نه وايم: وکیلانو خلک په دروغو اموخته کړي دي حقيقت دا دی چې دا وكیلان چې د کوم وخت نه پيدا شوي دي نو په دې ملک کې دروغ او د دروغو مقدمې زياتې شوې دي .خو ما دروغ ونه وې اورښتیا مې وې چې د رښتیاوو په برکت له پانسۍ نه خلاص شوم. حکومت زما بچو له الاونس نه ورکولو حالانکه د ډاکټر صاحجب او قاضي صاحب بچو له يې ورکولو او بله لوبه يې مونږ سره داکړې وه چې زما جايداد ځو ډېر و»ځو د ګورنمنټ په اشاره زمیندارو زما حصه ګډوډه كړه اوماله يې څه نه راکول نو زما زوی غني د پيسو د نشت په وجه د امریکې نه واپس شو او خپل تعلیم يې پوره نه کړه. زما هغه د پپيتو باغ پوخ شو او يو دوه مونږ ځوړلې وې چې زمونږ د رهايۍ حکم راغی مونږ ځو ډېرې پپیتې کرلې وې او هغه پخې شوې وې اګر چې په دې جېلخانه کې د ننه د پپيتو د کرلو حکم نه وء خو ماله جرنيل خاص اجازت راکړی و. نو چې مونږ خلاصېدو جېلوالا او قيدیان ډېر ځپه و. ويل يې چې تاسو رها شئ او لاړ شئ.مونږ به دا د بېخه وباسوپپیتې په پخېدو راغلې وې ډېرې خوږې وې.اول په دې جېلخانه کې د پپيتو د کرلو اجازه وه ځو هغه قيدیانو اېستلې وې دېوال ته يې اېښې وې او تښتېدلي وو نو ځکه د پپیتو کرل بند شوي و. چې ډاکټر صاحب نه و نو زما د ځوراک ډېر بد حال و ددې خلکو او زمونږ وراک کې ډېر فرق دی او زه پخلي باندې نه پوهېدم چې ډاکټر صاحب راغی نو بيا کار ښه شو ولې چې هغه به ډېر ښه پخلی وو پس 1 ۳-۳ تت تت -زما ژونداو جد و جهد . کولو او بيا یې زمونږ مشقتي ته چل وښوده هغه بيا مونږ له ښه ډوډۍ وله ما به د اتوار په ورځ روژه تیوه او ورسره به مې د خبرو هم روژه وه ولې ۳ل زما د ډېرو څبروکولو عادت و او ډېر قهرېدم به. د روژه ماتي دپار: به ماله ډاکټر صاحب پخپله پخلی کولو او په دغو ورځو کې چې ګاندهي جي بهوک هړتال کړی ونو ما هم ورسره کړۍ و او ماته داسې يادېږي .چې اته ورځې و. ډاکټر صاحب ما ته ووې چې زه چې په نيني جېل کې وم نو جواهر لال راته ووې چې مونږ غواړو چې خدایې خدمتګارو سره مالي امداد وکړو نو ده وې چې ما ورته ووې چې ډېره ښه ده ما ورته ورې چې دا خو دې ډېر غلط کار کړی دی مونږ خو د شانګرس نه امداه نه اخلو مونږ هم د خپل ملک دپاره جدوجهد کور کانګرس هم کوي تومونږ له د هغوی نه امداد اخيستل خو هاته مناسپ نه ښکاري أو په دې خو مانه جواهرلال خپه شوی و. مونږ د هغوی نه ولې امداد واځلو مونږ ُدايي خدمتګار به دوه.دوه نيم لکه خلک وي ن وکانګرس به مونږ له څومره امداد راکړي بله دا چې دوی اوس امداد ورکړي نو هغه خو ټولو ته رسېدی نه شي نوپه دوی کې به بې اتفاقي پيدا شي خو دا ښه خبره وه چې کر پلاني رها کېدو نو ما هغه ته ووې چې مونږ د کانګرس نه مالي امداد نه غواړو ډاکټر صاحب ته جواهرلال ویلي و. نو ده د امداد خبره منلې وه ته چې لاړ شې نو دا امداد بند که او ټولو ليډرانو ته ووايه چې هغه وې چې خدايي خدمتګار د کانګرس نه امداد نه اڅلي.زمونږ باورچي چې زمونږ د رهايۍ واورېدل نو په ژړا شو .ما ورته ووې چې زمونږ په رهايۍ خپه یې؟ نو هغه وې چې نه ستاسو په رهايۍ خوشحاله يم خو ما سره د ځان غم دی. جېلوالا هم زمونږ په رهايۍ ځپه وو زه هم په هغه خپلو پپیتو پسې ډېر ځپه وم. ‎٢‏ پوږږ پد سپممصس( شپو.ښڅسپ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجید زما په صوبه سرحد او پنجاب بندیز د ال انډیا کانگرس کمېټۍ اجلاس وارداء کلکتې کښې؛» بمبۍ کښې»؛ قيد دوه کاله» سابرمتي جېل» بریلې جېل الموړه جېل؛ رهايي» واردې ته» د خپل اولاد سره ملاقات انتخابات او کانگرس ورکنگ کمېنۍ» زه بمبۍ کښې؛ د فیض پور کانکرس» د پښتنو په هکله غلط فهمۍ؛ انتخابات مونږ واردا کښې؛ د کانگرس وزارتونه» مونږ بنارس» ډیلې» گجرات کاټیاواړ کښې؛ د هندوستان د مسلمانانو فکر» د سنده او بلوچجستان دوره 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد په سرحد زما بنديز: درې کاله پس مونږٍ د هزارې باغ جېل نه رها شو او پټنې ته راغلو او د هغې ښځې مېلمانه شو چې وکیل ځاوند يې جېل ته نه تلو او دا تللې وه اومونږ سره جېلخانه کې قيد وه. په بهار کې زمونږ ډېر سیاسي قيدیان ملګري وو او زمونږ او د هغوی ډېر ښه تعلقات وو چې زمونږ د رهايۍ نه خبر شو او مونږ پټنې ته را ورسېدو نو را جندر پرشاد او هغه نور ليډران مونږ سره راغلل. زمونږ يو لوی جلوس يې وښکو او جلسه وشوه. د جلسې نه پس مونږ له حکومت دا نوټس راکړی وء چې پنجاب او سرحد باندې تاسو بند يئ. مونږ له ګاندهي جې او جمنالال بجاج دعوت رالېږړلی و. چې تاسو چې حکومت په سرحد او پنجاب بند کړي يئ نو دلته واردې ته راشئ. بيا مونږ واردې ته روان شو. ال انډبا ګانگرس کمېټۍ اجلاس: مونږ په دسمبر ‎۱۹٩۴‏ ع کې رها شوي وو. په بمبۍ کې د ال انډیا کانګرس کمېټۍ اجلاس و. نو چې زمونږ د رهايۍ خبر کانګرس ته ورسېدو نو د کانګرس کمېټۍ استقباليه کمېټۍ دا فيصله وکړه چې باچا ځان دې د دې کانګرس صدر شي او راجندرپرشاد چې د ال انډیا کانګرس صدر مقرر شوی وو د هغه تار راغی چې زه صدر منتځب شوی يم خو ستا په حق کې مستعفي کېږم ځو ما دا خبره منظوره نه کړه او د تار په ذريعه مې اط لاح ورکړه چې زه سپاهي خدايي خدمتګار يم زه صدارت نه کوم» خدمت کوم د دې جلسې پنډال زما په نوم 7- آ"" ۵۸۸ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجید جوړ شوی و. او مونږ چې په کومه دروازه ورننوتو هغه لويه او ښکلې دروازه هم زما په نوم جوړه شوې وه.مونږ په دغه اجلاس کې شریک شو عبد الخالق خليق صاحب او زمونږنور ډېر پښتانه وروڼه چې زما ستړي مه شي له راغلي وو هغوی هم دې جلسه کې شریک شوي وو. څه ورځې پس مون د واردې نه کلکتې ته لاړو او هلته د کلکتې کارپوریشن مونږ ته استقباليه ايډریس راکړو او په کلکته کې زمونږ لوی استقبال وشو. چې څه وخت کلکتې له تلم نو ګاندهي جې سره مې سلا او مشوره کړې وه چې پنجاب او سرحد ته خو زه تلی نه شم او هسې کښېناستی هم نه شم. زه خو خدايي خدمتګار يم خدمت به کوم نو اوس په دې باقي هندوستان کې بنګال او بل سنده دی چې دلته د مسلمانانو اکثریت دی ستا څنګه ځوښه ده چې کومه صوبه کې شروع کړم؟ نو په دې فېصله وشوه چې بنګال کې کار په کار دی. نو کلکتې ته لاړو په کلکته کې زمونږ ډېر لوی استقبال وشو. ما د مسلمانانو په علاقه کې خپلو تقریرونو کې مسلمانانو ته دا خيال ظاهر کړو چې زه ستاسو د خدمت دپاره راغلی يم. او زه په کلو کې کا رکول غواړم ولې چې يو خو قوم په کلو کې اوسي اومصیبت زده او بې خبره خلک هم هلته وي بل ښارونو کې اخبارونه هم وي رېډیوګانې هم وي او کلو کې دا څیزونه نه وي.نو زه ځو د هغوی د خبرولو دپاره راغلی يم او هغوی ته ورځم. کلکته ښار کې د مسلمانانو يو مجلسانجمن و. او سهروردي صاب د دې مجلس مشر و. او دغسې نور 7------ تا زما ژونداوجد وجید مسلمانان هم دې مجلس کې وو. دې مسلم مجلس ما له دعوت راکړی و. چې مونږ ورغلو د بنګاليانو د رواج مطابق هلته د ټنګ ټکور انتظام هم شوى و. چې د سندرو او ګانې وخت وشو. نوما خواهش وکړو چې دومره به بس وي اوس به څه د مطلب خبرې هم وکړو او چې کله ما دا خواهش ظاهر کړلو چې زه د مسلمانانو علاقو او کلو ته تلل غواړم چې هلته کار وکړم. نو دې ليډرانو ته مې خواست وکړو چې ما سره يو تن داسې په کار دی چې زما د خبرو ترجمه په بنګالۍ کې کوي نو هغوی دا معذرت او بهانه وکړه چې د مسلمانانو په علاقه کې د مليريا د تبو ورځې دي. ماشي دي او هلته تګ د صحت دپاره مضر دی. یعنې هغه پخپله تګ او خدمت خو پرېږده داسې کوشش و چې ما هم هلته د تللو نه منع کړي ځکه چې د هغوی په لیډرۍ کې فرق راته. زه چې څه وخت د مسلمانانو نه مایوسه شوم نو ډاکټر پروفولاچندرګهوش چې زما دوس و او د کانګرس د ورکتنګ کمېټی ممبر هم و. هغه مې د دې حال نه خبر کړو هغه ته مې ووې چې ما سره کلو ته لاړ شه ځکه چې دغه خلک صرف په بنګالۍ پوهېږي او ماله بنګالي نه راځي هغه راته ووې ښه ده. زه دې هر قسم خدمت کوم او د کلو په دوره درسره ځم خو دا د بنګال خلک خو مړه دي هلته ته څه کوې؟ زه او هغه د کلو په دوره روان شو مونږ چې به کوم کلي ته لاړو نو ما به پخپله طريقه کار شروع کړو .خلکو له به ورتلو خبرې به مو ورسره کولې او ورته به مې وې چې دا هندوستان د سرو زرو ملک وو هر کور کې به پۍ وې. غوړي او وريژې وې. لیکن اوس "کت تت زما ژونه او و من : څه چل وشو چې د دې ې څیزونو قات:ةق صط دی او زمونږ بچې وي تږي بربنډ خوار و زار دي؟ هغوی غريبانانو به زما خبرې په غور او فکر اوربا .ې او په اخر کې به مې ورته وې چې تر کومې پورې دا ملک ازاد شوى نه دی او ددې ملک واک اخيتار ستاسو په لاس کې راغلی نه دی نو تاسو او ستاسو بچي ابادېدی نه شي او په ګېډه مړېدی نه شي دا ملک خدای مونږ له راکړی دی ځو زمونږ دځود غرضۍ او ناپوهۍ. بې اتقاقۍ په وجه د دې ملک واک اختيار د انګرېزانو دی او ستاسو په ملک هغوی اباد دي. په دې طريقه مونږ چې څوورځې په هغه علاقه کې وګرځېدو»نو بيا به مو يو ځای د جلسې دپاره خوښ کړو زمونږ په اوله جلسه کې پنځځوس کسان راجمع شوي وو. او شه ورځې پس چې مونږ دویه ه جلسه وکړه نو هغې له دوه سوه خلک راغلي وو .او دغه ان پرله پسې د خلکو شمېر زیاتېدو. په دې وخت کې مې پروفولابابوته ووې چې تا ويل چې دا خلک مړه دې تا ولیدل دا خللک مړه نه دې ژونسدي دي. دا مره نسه دې سو د دې غریبانسانو ځلکو شمخواراو همدرد نشته چې خدمت يې وکړي او راویښ يې کړي چونکه د کانګرس جلسه شروع کېدله نو مونږ په هغې کې د شاملېدو دپاره بمبۍ ته راغلو.د کلکتې زما د هستوګنې په دوران کې غني او ولي دواړه ماسره وو. د بمبۍ د کانګرس په اجلاس کې د عيسایانو د .موسايټۍ څو کسان ماله پنډال له راغلل او ماله یې دعوت راکړو. زه ورسره لاړم نو هغوی زما نه د خدايي خدمتګارۍ په باره کې پوښتنه وکړه ما ورته د خدأيي خدمتګارۍ ټوله کيسه بيان کړه چې مونږ څه وخت خدايي ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد و جهد خدمتګارۍ کې داځلېږو او قسم خورو او دای سره وعده کوو چې د خدای د مخلوق خدمت به کوو. د خدای خدمت د خدای د مخلوق خدمت دی. بيا مې ورته هغه ټول حالات او ظلمونه بيان کړل چې په مونږٍ تېر شوي وو. ما ته دغه وخت پورې دا معلومه نه وه چې رښتیا ويل هم د پیرنګيانو په قانون کې جرم دید کانګرس اجلاس ختم شو او مونږ واپس واردې ته راغلو .نو ګاندهي جي سره مو سلا مشوره وکړه.او بنګال ته مې د واپس تلو پروګرام جوړ کړو او دا فېصله مو وکړه چې تر کومې پورې ما ته د خپلې صوبې د تلو اجازه شوې نه وينو ترهغه وخته به دغلته کار کوم زما د دغې ارادې پته چې حکومت ته ولګېده نو هغوی وويل چې د بنګال هندو ځو ویښ شوی دی او دا مسلمان که هم را ويښ شو نو بيا زمونږ ځير نشته نو په بمبۍ کې چې هغه عيسایانو ته ما کوم تقرير کړی و پولیس راغی او په هغې کې يې زه ونيولم. او بمبۍ ته يې روان کړم چې هلته په ټېشن کوز شوم نو ډېرې ښځې او سړي زما ليدو له راغلي وو زه يې جېلخانې ته بوتلم او زما مقدمه شروع شوه ګاندهي جي ماله ځواب راولېږه چې دا وخت د قيد نه دی د کار دی ته جېل له مه ځه معافي وغواړه. ما ورته ووې. ما ته ښه معلومه ده چې حکومت مانه پرېږدي نو معافي ولې وغواړم؟ خو هغه پخپله خبره ډېر ټينګ و. او ما ته يې ووې چې صرف دومره ووايه چې ‎)٥٨976(‏ یعنې زه افسوس کوم زما ځو یقین و چې ما حکومت نه پرېږدي ځو د ګاندهي جي هغه خبره مې ومنله خو سره د هغې يې هم زه دوه کاله سخت قید کړم. 0000٢ 0016/٩066 زما ژوند او جد وجهد زه يې څه ورځې د بمبۍ په جېلخانه کې وساتلم او بيا يې سابرمتي جېل احمد اباد ته چالان کړم د هغه ځای يو انګرېز سپرنټنډنټ و .ډېر سخت مزاج يې و. او د جېل قانون یې خدایي قانون منلو. زه يې ايکي يوازې په يو وارډ کې بند کړم او د هغه وارډ نمبردار ته هم د ننه د راتلو اجازه نه وه هغه به د وارډ دروازې ته جندره واچوله او پخپله به بهر کښېناست. د دې ځای په ځوراک کې او زمونږ په ځوراک کې ډېر فرق و ما له يې بي کلاس راکړی و لیکن د دې صوبې په بي کلاس کې او زمونږ د صوبې په سي کلاس کې هېڅ فرق نه و دلته د بي کلاس دپاره کټ نه و او په مځکه به څملاستو ما سره څوک د خبرو نه و دلته ډېر بيزوګان وو ما به دوخت د تېرولو دپاره هغوی سره لوبې کولې د دې خراب خوراک په وجه زه ناجوړه شوماو زما انف وئنزا شوه او باوجود د دې سختې بېمارۍ زه چا هسپتال ته بونه تلم او نه یې ماله په وارډ کې کټ راکړو. زه د سیمټو په فرش پروت وم ماله چې يې کوم ترپړی د لاندې اچولو دپاره راکړی و. هغه دومره لنډ و چې ما به پښې وغزولې نو په سیمټو به پرتې وې او د اغوستو دپاره چې يې کوم کمبل راکړی و.دومره لنډ و چې سر به مې پټولو نو پښې به مې بربنډېدې او چې پښې به مې پټولې نو سر به مې بربنډ شو.دا ما سره ټول انتقامانه سلوک چې و د دې دوه وجې وې يو چې مسټر ایمرسن د ګجرات په جېلخانه کې د معاینې دپاره راغلی و. دی هغه وخت د پنجاب وزيرو. نو زه پخپله کډۍ ناست وم دی دنه چکۍ ته رانغفی او زه ورته د ۳ه 0٩016 ٩0٨6۱ زما ژوند او جد وجهد اخلاقيانو قتيدیانو په شان جنګلې ته نه وم ودرېدلی. دی په هغې ځپه شوی و اوس دی د مرکز هوم سکتري دی. او بله ځبره داوه چې شمله کې وم د کانګرس د ورکنګ کمېټۍ اجلاس له تلی وم ما ته وويل شو چې وايسرای سره ملاقات وکړه.زما ور سره څه کار نه و او هسې هغه سره ملاقات کول د هغه وخت ضایع کول و .ما وې چې زما ورسره څه کار نشته نو ملاقات د څه دپاره وکړم او که د وايسرای را سره څه کار وينو هغه دې راته وليکي. نو زه به ورسره ملاقات وکړم ما خو سمه خبره کړې وه» ځو دوی ته ګستاغخي ښکاره شوه څه موده پس صوفیه سوم جي زما ملاقات له راغله دا په هغه وخت کې د ټول هندوستان د کانګرس د زنانه رضا کارو کمانډره وه. چې وروسته يې بيا د سعدالله ځان سره واده وشو او د هغې نه پس ګاندهي جي هم زما ملاقات له راغی. ګاندهي جې چې زه وليدم او زما سره د حکومت د سلوک نه خبر شو نو ډېر ځپه شو او د هغه په کوشش سره يې څه موده پس ما له اې کلاس راکړو.د ګاندهي جي نه وړاندې سردار پټېل هم زما ملاقات له راغلی و ګاندهي جي د ځپل عادت له مځه د ملاقات په وخت کې ماسره ډېرې ټوقې وکړې اوزه يې ډېر وځندولم. ما سره ملاقات باندې پابندي وه. چې بغير د خپلوانو نه بل چا سره ملاقتات نه شې کولی او احمد اباد کې خو زما خپلوان نه وو .کله نا کله به د سعدالله خان ښځه صوفیيه بمبۍ نه زما ملاقات له راتله هغې له يې هم اول ډېر تکلیف ورکړی و اجازه يې نه ورکوله هغې په ډېر زور اجازه حاصله کړې وه او دې به ورته ووې چې زه ځو د ده د وراره سعدالله ځخان ښځه يم زه خو 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد یې رشته داره یم په دې جېلخانو کې قيدیانو سره ډېر ځراب سلوک کېٍي زه به يې تل په هغه خپل وارډ کې بند ساتلم. او د هغې نه اخوا دې خوا د ګرځېدو اجازت هم نه و ماته به یې څوک نه پرېښودل يوه ورځ زه اتفاقي د ملاقات نه راتلم ملاقات به زما د دروازې دپاسه د سپرنټنډنټ په دفتر کې کېدو په دروازه کې د بهر دينجو قيدیان ولاړ وو دروازه کې د دوی تالاشي کېده بربنډ وو يو لنګوټی به يې و. چې وړاندې وروسته به يې پټ ووء نور به ټول بربنډ ووء بس يو مزی شان به يې د ملا نه چاپېره و. په ليدو يې حېران شوم داسې معامله ما په بل جېل کې لیدلې نه وه. د هغه قطار نه به يې يو قيدي را بهر کړو هغه ټ وکړه چې د ده فرض به يې پټ کړي و. هغه به يې پرانيسته قيدي غريب به ټول بربنډ شو او بيا به يې هغه کښېنولو او پاڅولو ماوې دا څنګه ذليله اوشرمناکه طريقه ده نو هغوی راته ووې چې دا قيدیان بعضې څېزونه په ځان کې ومنډي او جېل ته يې دننه کوي. نو ځکه يې مونږ کښېنوو پاڅوو چې هغه څیز به ترې په کښېناستو پاڅېدو کې پرېوزي. . ماله خو يې اې کلاس راکړو خو د ګجراتيانو او زمونږ د پښتنو په خوراک کې ډېر فرق دی دلته داسې باورچي نه و٠‏ چې زمونږ په شان خوراک يې پوخ کړی وی. په دې دوران کې د جېلځانو جرنيل په دوره راغی او څه وخت چې ماله راغی نوما ورته ووې چې دلته زما د پخلي باورچي نشته نو په بمبۍ کې چې زه قيدوم هلته چې يې ماله کوم باورچې راکړی و .هغه ماله را وغواړه او بله دا چې د دې ځای دا اب وهوا زما د طبيعت ۵۵٥ 010- ‏ل‎ 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد موافق نه ده نو ما ددې جېل نه بلې جېلخانې ته بدل کړه جرنيل صاحب ښه سړی و» په صوبه سرحد کې پاتې شوی و هغه ماته ووې چې زه تا پنجاب ته بدولم او ستا دپاره د پېښورنه پښتون باورچي راغواړم ما هغه ته ډېر ووې چې پنجاب زما د اخيستو دپاره تيار نه دی. زه په پنجاب بند يم او زه پښتون باورچې نه غواړم ما له خو د بمبۍ هغه باورچي را کړه؛ د هغه خيال خو ښه و. ده وې که دی پنجاب ته بدل شي نو کورته به نزدې شي او پښتون به دده په طبیعت کار کوي خو هغه د حقيقته خبر نه و هغه کوشش وکرو خو د پنجاب حکومت زما د اخيستو نه انکار وکړو او د پېښور نه حکومت يو داسې قيدي را ولېږلو چې پخول اډو ورتلل نه او د ټي بي مریض هم و. نو زه یې بیا د دې جېل نه ډسټرکټ جېل بریلي ته بدل کړم. دغه لوی جېل هم و او هغه کې سیاسي قيدیان هم وو که زه يې هلته بوتلی نه وی نو ما ته به ارام و لیکن هغوی ځو ما له تکلیف راکولو دغسې زما د قید وخت تېرېدو. بریلي جېل: د بریلي په وړوکي جېل کې يې زه په يو بارک کې ځان له بند کړم دا نوره جېلخانه ځو اوچته وه او زما دغه بارک ښکته وء زه به د جېلخانې نه هغه ته په پوړو ورکوزېدم زه يوازې وم! زه يوازې ناجوړه کېږم او اخبار هم نه شم کتی نو سپرنټنډنټ ته مې ووې چې ماله لږه مځکه راکړه اباده به يې هم کړم سبزي به پرې کرم»نو هغه ماله مځکه راکړه.اوکار مې شروع کړو.ډاکټر صیب هم لکه زما په صوبه سرحد او پنجاب بند وو. خو چې ۷ /ے/ےھهےد ‎١١‏ ی٢‏ سورد دس" 5 0٩016 ٩٨666 زما ژوند او جد وجهد کله هلته په صوبه سرحد کې د مرکزي اسمبلۍ دپاره د يو ممبر د انتتخاب اعلان وشو نو د دی صوبې جرګې ډاکټر صیب خپل اميدوار نامزد کړو .اګر چې ډاکټر صیب ته اجازت نه وو چې هغه د خپل انتځابي مهم په سلسله کې صوبه سرحد ته لاړ شي مګر بيا هم هغه په ډېر لوی اکثريت دغه انتخاب وګټلو او چې کله هغه د مرکزي اسمبلۍ ممبر منتځب شو نو هغه ته صوبه سرحد ته د تللو اجازت ورکړی شو. د بريلي جېلخانې له سعدالله ځان او د هغه ښځه زما ملاقات له هم راغلي وو. سعدالله ځان راته ووې چې ګورنر راته وې چې د هغه د ارام د پاره مونږ د دې ځای نه باورچي ورلېېلی دی ما وخندل اوما ورته وې چې ګورنر صاحب ته ووايه چې کاکا مې ستا ډېر شکرګذار دی . ځکه چې تا هغه له زورور باورچي لېږړلی دی سعدالله ځان ته مې ووې چې هغه ځو د دق مریض و هغوی د دې د پاره رالېېلی و چې دا مرض په ما هم ولګي او باورچي هم نه و ما په ډېرې خوارۍ بېرته واپس ولېږه. دې جېل ته ماله غني | و ولي هم ملاقات له راغلي وو چې ډاکټر صاحب د مرکزي اسمبلۍ ممبر شو نو هغه ته د صوبه سرحد حکومت د تلو اجازه ورکړه او بيا يوه ورځ سره د خپلې اهلیې بي بي زما ملاقات ته راغی. ډاکټر صاحب سره د هغه لور مریم او زما لور مهرتاجه هم وه.د ملاقات نه مخکې ډاکټر صاحب چېل والاو سره ډېسره جګړه هم کړې وه. جېل والاو ورته وې چې جېل کې د دريو کسانو د ملاقات اجازت وي او تاسو څلور يئ زمونږ د ملاقات اجازه به زمونږ د صوبه سرحد حکومت ورکوله اجازه ۷ه 1-77 ۳-۳ تت تت زما ژونداو جد و جهد دوی له د يو خط په ذريعه ورکړی شوې وه او جګړه دې جېل والاو جوړه کړه ملاقات وشو.بل ځل قاضي عطاالله خان او ثمین جان راغلی وو. ثمین جان د نوښار د حلقې نه د صوبايي اسممبلۍ دپاره ودرېدلی وو او د نوښار د حلقې خدايي خدمتګار دده مخالف وو ځکه چې ده به هریپور کې ګډې وډې خبرې کولې.دده خواهش و چې قاري صاحب او د خويشکو سيف الملوک ته وليکه چې دده مخالفت نه کوي ما دوی ته ووې چې زه ځو قيد يم دا ځو د بهر خلکو کار دی ځو د دوی نه مجبوره شوم او خطونه مې ولیکل او زما د هغو خطونو په وجه دده مخالفت هغوی پرېښودو او دی يې منتځخب کړو او ممبر شو لیکن د وزارت جوړولو په وخت کې چې دۍثمین جان» وزير نه شو؛ نو زمونږٍ نه څپه شو. نو بيا زمونږٍ نه لاړو او هماغه ثمين جان چې ما د قاضي صاحب په سفارش ورته خط ورکړی و او د هغې په وجه کامياب شوى و د هماغه قاضي مخالفت شروع کړو. څرنګه چې د خدايي خدمتګارۍ تعریک خدایي او بې غرضه تحریک دی نو کله چې خدايي خدمتګارو يو رښیتینی خدايي خدمتګار اسمبلۍ ته کامياب کړی دی هغه د دوی په کار راغلی دی او کله چې يو سړی دوی د ځپلو غرضونو او تعلقاتو په وجه ودرولسی دی نو اول خو هغه ناکامیابه شوی دی او که څوک کامياب شوي دي نو هغه هم د دوی په فايده نه دي راغلي بلکې د فايدې په ځای يې جماعت ته نقصان رسولی دی. بیرسټر عبدالغفور ځان ځو اډو د سره خدايي خدمتګار نه واو نه يې څه قومي خدمت کړی و لیکن د ډاکټر صاحب د دوستۍ په وجه نامزد شو .دی هم د وزارت ۸۸ ح۳-۳۶---ھت ھت تت زما ژوند او جد و جهد اميد وارو: ځو څوک څوک به وزيران کېدل؟ وزيران څلور وو او اميدواران ډېر وو.د ډاکټر صاحب بنګله د پارټۍ بازو يوه اډه جوړه شوې وه او په اخر کې دې خودغرضو جماعت سره بې وفايي وکړه.دغسې غلام غوث او جهانګیر ځان کُنډي اډو د سره کامیاب نه شو. ما چې به په هغه پټي کې کارکوو نو ما سره جوخت يو بارک و هغه کې به هر وخت ژړا انګولا وه. يوه ورځ مې د قيدیانو نه پوښته وکړه چې دا څه کيسه ده؟ هغوی ویرېدل چې که شاجي خبر شي نو مونږ ترې څوک خلاصولی شي؛ نو هغوی راته ووې چې شاجي صاحب د پيسو دپاره دا قتيدیان وهي او چکو کې يې بندوي او که په دې کار ونه شي نو بيا ورسره ډېر د شرم کار کوي جامې ترې وباسي او بيا يې يو بل ته مځامخ کښېنوي. او هر يو له نوسي ورکړي د يو بل د شرم له ځایونو نه وېښته را وباسي. قيدیان د دې شاجي د لاسه ډېر تنګ وو اخر مسټر پامر د جېلخانو جرنيل چې په پنشن لاړٍ نو د هغه په ځای کرنل سلامت الله ځان د جېلخانو جرنيل شو. پامر ډېر بډي ځور و او جېلرانو ورله رشوت کې حصه ورکوله څوک د پوښتنې نه و. دا ځکه د قيدیانو. خوارانو دا حال دی او کرنل سلامت الله ځان ډېر ښه سړ و. دی په اول ځل بریلي ته راغی نو ناڅاپه جېل ته راننووت. د هغه دا طريقه وه چې هغه به جېلوالا نه خبرول بډي خور هم نه و .نو جېلوالا ترې ډېر وېرېدل چې د جېل دروازې له راغی او ويې ليدل چې قيدیان بهر صفايي کوي نو شکمن شو او فوراً يې د هغوی ټکټونه را وغوښتل سحر وختي و.د چا ګمان نه و چې جرنيل صاحب به - -ن نن اا ۵۹۹ دن نن ٢ه‏ ھت تت زما ژوند او جد و جهد دومره وختي راځي. شاجي ډېر قيدیان د صفايۍ دپاره وښکلي وو .چې زما به نوم وشي خو خدای ګير کړو او معطل شو قيدیان پرې ډېر خوشحاله شول. شاجي موقوف شو. د جېلځانې داروغه چې ډېر بډي ځور و. بد اخلاقه هم و.ماسره نزدې زنانخانه وه هغې له به هر وخت تلو راتلو زما چې څومره تجربه ده .دا کارونه همېشه قيدیانو ښځو سره کېږي. یخن ۍ کې خو دلته ګذاره کېدله خو ګرمۍ کې ډېره ګرانه وه. يو ځو زما هغه بارک ډېر په ډوغل کې و تنګ و او لوۍ لوی دېوالونه ترې چاپېره وو زما وړوکی بارک و. هغه د اوسپنو د جنګلو نه ډک و او په هغو د پاسه ټيکري پراته وو او په هغه کې ځای په ځای سُوري وو. په هغه کې به نورئس لګېدو د يوپي د جېلخانو وزير سرمها راج سنګه و هغه جېلخانې له راغی او ماسره يې ډېرې خبرې وکړې همدرد او ښه سړيو. او زما دپاره يې وليکل چې دی دې د دې ځای نه د يخ ځای جېلخانې ته بدل شي. اپرېل او مۍ کې يوپي کې ډېره سخته ګرمي وي او جون کې برسات مات شي څه وخت چې برسات شروع شي نو موسم ښه شي او ګرمي کمه شي. د الموړې جېل: حکومت د اپرېل او مۍ هغه سځته ګرمي په ما دغلته تېره کړه او په جون کې چې برسات مات شو نو زه يې د الموړې جېل ته بدل کړم ما چغې وهلې چې اوس خو برسات مات شو اوس خلک د غرونونه مېدانونو ته راځي او تاسو ما غره ته لېږئ هغوی به وې دا د حکومت حکم دی. حکومت خو ماله سسس۰.ښښښت پسسییسسسسمسمست ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد وجید څه ارام نه راکوو ځو خپله پراپېګنډه يې کوله چې مونږ سیاسي قيدیانو سره ښه سلوک کوو. زه چې د الموړې جېل ته لاړم نو هغه لک هم حېران شول چې حکومت خوعجیبه ټوقه وکړه په الموړه کې به اکشر بارانونه وو او کله کله به اته.نهه ورځې شپه او ورځ باران و. زه به يوازې هغه خپل بارک کې ناست وم د ژٌول او باران په وجه به اکثر ناجوړه وم »زه چې د بریلي په جېلخانه کې وم نو جرنېل سلامت الله ځان زما کتو له راغی ډېر ښه سړی و. ما ته يې ووې چې څه خبره دې شته ما ورته ووې چې دا زما مشقتي ماله ډوډۍ پخوي او په هغې نه پوهېږي او دده ټي بي مرض دی نو ما دده نه خلاص کړه نو هغه يې زما نه بدل کړو او واپس يې سرحد ته ولېږلو د الموړې په جېل کې داسې سړی نه وو چې ماله يې ډوډۍ پخه کړې وی او زما طبیعت هم ښه نه و. ډېر څه به مې ځوړی هم نه شو بيا هم د يو سړي ضرورت خو و سپرنټنډنټ ښه سړ یو او ما سره يې ډېره همدردي وه او د هغه دا کوشش و.چې ماله د بهر نه يو ښه باورچي راکړي نو چې حکومت ته يې وليکل نو مانه يې تپوس وکړو او ما منع کړو ځو هغه وليکل او حکومت د بریلي د جېل نه يو قيدي را ولېږه چې دا دده زوړ باورچي دی هغه زما باورچي نه و بلکې زما جاړو مار و. بله ورځ چې سپرنټنډنټ صاحب راغی نو ما ورته ووې چې تا خو زما نه منله زما هغه خبره وشوه که نه؟ د پیرنګيانو حکومت د هغه چا دپاره ډېر ړُوند دی چې د چا زړه کې د ځپل قام مینه محبت وي. څه ورځې پس جرنيل صاحب دلته الموړې ته په دوره راغی ماسره يې ملاقات وشو هغه ما ته ووې چې دلته بارانونه اش 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد وجهد ډېر دي او ستاصحت هم ښه نه دی که ته غواړې نوزه به تا د قيدیان هم دي ځو ماته لږه موده پاتې وه نو هغه مې دې جېل کې تېره کړه اوپه ‎۱٣٩١‏ ع کې د اګست په میاشت کې رها شوم. رهايي: د رها کېدو په وخت کې سپرنټنډنټ د حکومت له طرفه يو نوټس راکړو چې هغه کې يې لیکلي وو چې سرحد او پنجاب ته تلی نه شې زما په خيال ددې لويه وجه دا وه چې په دغو ورځو کې زمونږ د صوبې د اسمبلۍ الیکشن کېدونکی ونو ځکه يې زه بند کړم»هسې نه چې زما په اثر د خدايي خدمتګارو زیاته کاميابي ونه شي.دغه شان چې په ١٩١۱ع‏ کال کې زه او ډاکټر صاحب د هزارې باغ جېل ته رها شو نو هغه وخت هم زه او ډاکټر صاحب يې په سرحد او پنجاب بند کړي وو ځکه چې هغه زمانه کې د مرکزي اسمبلۍ انتخابات کېدونکي وو. باوجود د دې چې زه يې ځپلې صوبې ته پرېښودم نه. خو بياهم مونږ خدايي خدمتګارو په څلوېښتو کې نولس سیټونه وګټل ځکه چې مونږ صوبه کې کار کړی و٠‏ او عوام مو د ووټ په اهمیت او حقیقت پوه کړي وو او هغوی کې شعور پيدا شوی و. واردې ته تگ: زه د جېل دروازې له راغلم نو بهر مې ډېر کانګرسیان وسر و پچڅو چوس 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد وليدل چې زما د رهايۍ نه خبر شوي وو. زما خو هغه وخت اراده وه چې واردې ته لاړ شم مګر د الموړې خلکو پرې نه ښودم يوه شپه مې ورسره وکړه د شپې هغوی يوه لويه جلسه وکړه او ما په کې مختصر تقرير وکړو او سباله واردې له روان شوم» زمونږ ګاډی په يو ټېشن بدليدو ډېر خلک هغه ټېشن له ماله راغلي وو زه ورله را کوز شوم زما اراده وه چې دا وخت زه په ټېشن کې تېر کړم ځو هغوی په زور ځپل ښار ته روان کړم د ډوډۍ د ځوراک نه پس راغلم او په بل ګاډي کې سور شوم چې واردې ته ورسېدم نو ټېشن له جمنالال بجاج. مهادیو ډيسايي او نورډېر خلک راغلي وو. معلومه شوه چې ګاندهي جي په واردا کې نشته او څلور ميله بېرته سېواګرام کې اوسېږي ما ولمبل او جامې مې بدلې کړې شپه مې واردا کې وکړه سبا له سېواګرام ته لاړم. په سېواګرام کې يوه کوټه وه چې ګاندهي جي د څو کسانو سره هلته ناست و زما په ليدو ډېر خوشحاله شو او مخې له راغی. زه يې ځان سره کښېنولم او تپوسونه یې وکړل. د سیټ جمنالال بجاج زوی ماسره سېواګرام ته تللی و. هغه ويل چې باچاخان دې په وارده کې په هغه زوړ ځای کې چې په ۴ ع کال کې دی او ډاکټر صاحب په کې ډېره وو واوسي. د ګاندهي جي هم دا خواهش و. خو زما هم دا خوښه وه چې زه دې په سېواګرام کې پاتې شم خو بيا زما دا خيال پيدا شو چې هسې نه د نورو په ارام کې مخل نه شم ځکه چې دغلته يوه کوټه وه او هغې کې دوی څلور شپږ کسان ډېره وو او د ګاندهي جي مېرمن او ورسره يو څو ښځې هم وې ګاندهي جي سم ې مس 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد زما په خيال پوه شو نو ما ته يې ووې چې که تا ته تکلیف نه وي نو مونږ ته ستا په پاتې کېدو کې هېڅ تکليف نشته. دويمه کوټه د دې ښځو د پاره وه ما ته ځو څه تکلیف نه و او ګاندهي جي سره خوشحاله وم زما ضروریات ځو ډېر کم وو د ګاندهي جي د پُوزي سره يې يو بل پُوزی واچولو وې دا يو ستا او يو زماا دغه کوټه کې مونږ ډېر کسان وو ځو ماته څه تکليف نه و چونکه زمونږ مقصد يو و نظريه يوه وه د هغه په وجه مونږ يو وو. پښتانه وايي چې زړه تنګ نه وي نو ځای نه د خپل اولاد سره ملاقات: زما د رهايۍ نه چې خلک خبر شو نوغني. ولي او مهرتاجه زما ليدو له راغلل د مهرتاجې دوه کاله تعليم ضایع شوی و٠‏ اودا لااشکرو چې ډاکټر صاحب مهرتاجه او خپله لور«مريم» چې دواړه همزولې وې او يو بلې سره يې ډېره مینه محبت و.دا دوه کاله هغوی سره ډېره وه. ولي بېرته کلي ته لاړ او غني او مهرتاج ماسره پاتې شول هلته خو تش ايشیدلي شیان وو ولي هغه ځوړی نه شول اومهرتاجه او غني هغه شان نه وو.زه په دې فکر کې وم چې مهر تاجه د مسلمانانو په يو ښه سکول کې داخله کړم ما داسې سکول نه شو موندی نو ډېر وخت تېر شو او اخر مجبوره شوم او د پروفيسر مجيب صاحب په امداد مهرتاجه په لکنهو کې د مسلمانانو په يو سکول کې داځله کړه.غني هم ګولېګولاګوکر ناته ته لاړو چې هلته يې د ترو په کارخانه کې کار کولو .پاتې علي شو هغه په ډېره دون کې د 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد کرنل براون کیمبرج سکول کې سبق وې چې د هغه چوټي وشوه نوهغه هم ماله واردې ته راشی دغه سکول په انګرېزۍ طريقه و انګرېزي خو ورتله او په اردو باندې نه پوهېدو ماته دا خبره فايده منه ښکاره نه شوه فېصله مې وکړه چې دی په داسې سکول کې داخل کړم چې انګرېزۍ سره اردو هم وايي.د کې داخل کړو. دا پونې سره نزدې د اب و هوا په لحاظ ډېر ښه غردی. انتخابات او کانگرس ورکنگ کمېټۍ: په دغه ورځو کې د الیک شن کيسې وې نو د كانګرس ورکنګ کمېټۍ د دې د پاره را غونډه شوه په دې بحث و چې د کانګرس په ټکټ څنګه خلک ودروو؟ زما رايه ځو دا وه چې مونږ له په کار دي چې د کانګرس وفادار ازمایلي شوي غړي ودرووء چې د قام دپاره چا ځاني او مالي قرباني ورکړې وي خو د اکشرو ممبرانو ځخيال دا و او دغه فېصله هم وشوه چې که يو سړی د کانګرس په ټکټ دستخط کوي او پيسې هم ورسره وي او د کاميابۍ اميد يې وي نو هغه به مونږ ودروو نو د کانګرس به ډېر ممبران منتخب شي خو داسې کسانو کانګرس ته کافي نقصان رسولی دی او بيا په هغه وخت چې کله کانګرس د وزارتونو د پرېښودو فېصله وکړه د ورکتشګ کمېټۍ په اوله جلسه کې چې زه کښېناستم نو معلومه شوه چې د دوی په مینځ کې ډېر اختلاف دی. يو طرف ته جواهرلال و .او بل طرف ته سردار پټېل او راجګوپال اچاريه وو ګاندهي ۰۵ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد جي سره مې هم دا ذکر وکړو هغه هم په دې اختلاف خوشحاله نه وو هر کله چې زه په دغه پرو جنبو کې نه وم زما دواړو ډلو سره ډېر ښه تعلقات وو او کو شش مې شروع کړو چې د دوی اختلافنات کم شي.زه تر ډېره حده پورې هغې کې کامياب شوم په بمبۍ کې د کانګرس جلسه وه څرنګه چې زه په بمبۍ کې قيد شوی وم نو د هغوی ډېر ځواهش و چې زه دې دغه جلسه کې شریک شم د ګاندهي جي دا څېره ځو ښه نه وه او زما د بمبۍ د تللومخالف و .هغه پوهېدو چې دی به بيا څه تقرير وکړي او حکومت به ورته بهانه جوړه کړي او قيد به يې کړي جواهر لال چې خبر شو نو ډېر ځپه شو ګاندهي جي له لاړو او پخپله ذمه وارۍ يې اجازت حاصل کړو او زه يې ځان سره بمبۍ ته بوتلم. زه بمبۍ کښې: د بمبۍ خلکو زما ډېر ښه استقبال وکړو.د بمبۍ هغه کرسچین ايسوسي ايشن چې د چا سره په تقرير زه يد شوی وم هغوی او د هغوی سره نورو جماعتونو ما له ايډرسونه راکړل. په ورکنګ کمېټۍ کې د قراردادونو په سلسله کې چې به اول څومره بې اتفاقي وه زما د کوشش په وجه هغه اختلافات نه وو او په ډېره ښه طريقه هغه جلسه ختمه شوه. ما د جلسې نه پس څو ورځې صوفیې او سعد الله سره تېرې کړې او بيا سېواګرام ته راغلم. سېواګرام ته به هر قسم خلک ګاندهي جي له راتلل يوازې سیاستدانان نه. د سېواګرام ژوند ډېر ساده او باقاعده و.دغلته ورو ورو زمونږ شمېر زیاتېدو. د اګووببپو ومس حر بو وسسوو-|۳-س 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد ګاندهي جي ځو دا خوښه نه وه چې دلته دې د خلکو تعداد زيات شي نو اخر یې رخصت ورکړو. د ښځُو. نرو شمېر کافي زيات شوى و.د هغوی د اوسېدو دپاره هم هغه دوه کوټې وې هلته د دې خبرې څه باک نه و اکثر به هلکان جینکۍ په برنډه کې يوځای څُملاستل.خو زما داخبره خوښه نه وه دغه هلکان او جینکۍ ډېر ښه او پاک وو ءځو زما داخيال و چې دوی په دې ازمېښت کې اچول په کار نه دي ما دا خبره غوره وګڼله چې هلکان او جینکۍ دې بېله بېله برنډه کې څملي. ګاندهي جي هم دا تجویز خوښ کړو. په ‎٧۳٩‏ ١ع‏ کال د کانګرس د انتخاباتو وخت را نزدې شو او د راجګوپال اچاريه نوم د صدارت دپاره تجویز شو او فېصله پرې وشوه لیکن څو ورځې پس په مدراس کې د يوې واقعې په بنا هغه خپل نوم بېرته واخيستو مګر دا د هغه يوه بهانه وه حقيقت دا و چې هغه د مدراس د اسمبلۍ دپاره ودرېدل غوښتل او که چېرې هغه د کانګرس صدر شوی وی نو بيا ځو د اسمبلۍ دپاره ودرېدی نه شو نو جواهرلال وویل زه ودرېږم» په سېواګرام کې لږې ورځې پس د ورکنګ کمېټۍ يو اجلاس وشو سردار پټېل دا تجویز پېش کړو چې جواهرلال دې دوباره د کانګرس صدارت ته نه ودرېږي. جواهرلال وويل که چېرې باچا ځان ودرېږي نو زه نه ودرېږم او که چېرې باچا ځان نه ودرېږٍي نو بيا زه ودرېږم خوزه دې خبرې ته تيار نه وم» کله چې هغه په دويم ځل د کانګرس صدر شو نو يو بيان يې ورکړو چې د هغې نه د بعضې خلکو دا خيال پيدا شو چې د هغه ددې بيان مطلب دا دی چې زما کاميابي د سوشلېزم په 00165 ٩۳0٨666 9(ش۵شس٧۸۸ ‏لل‎ زما ژوند او جد وجهد وجه وشوه او دا د سوشلېزم کاميابي وه زمونږ د کانګرس کمېټۍ بعضې ممبرانو په دې بحث وکړو او دا فېصله یې وکړه چې ددې ځواب کې مونږ هم يو بيان اخبارونو له ورکوو بابو راجندرپرشاد او پټېل يو بيان تيار کړو او دستخطونه يې پرې وکړل. ماله مهادیو ډيسايي د دستخط دپاره راوړ لیکن ماته هغه خبره دغسې نه ښکارېده نو دستخط مې ونه کړو اومهاتماجي ته مې ووې چې ښه به داوي چې جواهرلال ته يو تار ورکړئ او پوښتنه ترې وکړئ چې د دې بيان نه ستا څه مطلب دی؟ ما ورته ووې چې زما دا خيال دی چې د هغه دا مطلب نه دی. تار يې ورکړو جواب راغی چې زما د بيان نه کوم مطلب تاسو اخيستی دی هغه نه دی. د ګاندهي جي. جواهرلال سره ډېره مينه وه. جواهرلال ځوګاندهي جي د پلار په شان ګڼلو خو بعضې خلکو کوشش کولو چې د دوی په مېنځ کې خفګان پيدا کړي نو تر څوپورې چې زه هلته وم نو ما به د دې غلط فهمو لرې کولو کوشش کولو او د ورکنګ کمېټۍ د نورو ممبرانو په مينځ کې به مې هم کوشش کاوه.ځکه چې ما ته بې اتفاقي د مقصد په لاره کې خنډونه ښکارېدل او هره يوه ډله کې چې بې اتفاقي پيدا شي نو د کاميابۍ په ځای ناکامیابه شي. د فیض پورکانگرس: د ټول هند د کانګرس کمېټۍ سالانه جلسې دپاره فیض پور ځوښ کړی شو فیض پور د بمبۍ په صوبه کې يو کلی دی ما به همېشه ګاندهي جي ته ويل چې قوم خو په کلو کې اوسېږي او د هغه زما د دې خبرې سره اتفاق و .دغه وجه وه ووو سر ورو بوس لففب7۱ 7 ٢وس‏ زما ژوند او جد و جهد چې دوی زمونږ په شان د کلو د خلکو نه کار اخيستل شروع کړل ځکه چې کلو کې عوام اوسېږي او هر يو تحريک چې عوامو ته ورسي نو کامياب شي. مونږ ځکه د پښتنو په زلمو او زړو پسې کلي په کلي ګرځېدو او دا زما عقيده ده چې د ښار خلک خو تعليم یافته وي ځکه چې هلته اخبارونه دي. سکولونه او د تعلیم او تربيت ډېر ځايونه وي او په کلو کې نه وي او ځلک بې خبره وي. د کانګرس د جلسې دپاره په ډېره لويه پيمانه تياري شوې وه.د ورکنګ کمېټۍ د ټولوممبرانو د پاره ځان له ځان له ځایونه وو .زما ځای د دې نورو نه لوی و.زما هم دا ځيال و او د دوی هم چې د صوبه سرحد خلک به راځي او ماسره به دېره وي ځو افسوس دی چې دغه کانګرس له د سرحد نه څوک رانغلل ما سره مهر تاجه او مريم او علي تللي وو و هغوی به ما سره نه وو هغوی صوفیې سره د جینکو په کېمپ کې وو.صوفيه د بمبۍ د صوبې د رضاکارو جینکو کمانډره وه او د هغې رضا کارې هم د خدمت دپاره کانګرس له راغلې وې. مهرتاجه او مریم هم په رضا کارو کې شاملې وې او ټوله ورځ به يې کار کولو. په دغو ورځو کې اېم. اېنء رای رها شو یو . هغه هم دې جلسې له راغلی و .د هغه ډېر تعریفونه په اخبارونو کې شوي وو او کوم خلک چې تاشقند ته تللي وو هغوی به هم دده صفتونه ول ځو دی چې ما د نزدې نه وليدو او خبرې مې ورسره وکړې نو ما ته داسې سړی ښکاره نه شو .د ورکنګ کمېټۍ ممبرانو سره به يې هم ګپ لګولو .مهاتماګاندهي ته به الق ‎٥۵٥ ۸٨١١/0120.‏ ه0 ‏زما ژوند او جد و جهد هم نزدې نزدې کېده او خوشامندې به يې کولې. د کانګرس پنډال کې يې يو تقرير هم وکړو ځو خوندناک نه و.ځکه چې د سړي په زړه کې يوڅه وي او وايي بل څه نو په خلکو د هغه ډېر اثر نه وي.زما خو دا خيال و. چې دی هر څه چې کوي د دې دپاره کوي چې د ورکنګ کمېټۍ ممبر شي او چې پوهه شو چې دا کار نه کېږي نو ورو ورو يې د کانګرس مخالفت شروع کړو او خبره دې ځای ته ورسېده چې بيا د هغه نه زيات بل د کانګرس مخالف نه و او مهاتما جي پسې به يې هم بدې ردې د فیض پور په کانګرس کې چې به هر کله ما ته لږٍ ډېر فرصت وشو نو چاپېره کلو ته به تلم او د کلو حال يې ډېر راب و د غریبۍ او جهالت زور و. د مسلمانانو حالت زيات قابل رحم و. د هغې وجه دا وه چې هندوان وکښې داسې خلک وو چې کله کله به يې د هغوی خبر اخيستو او هغوی به يې د دين دنيا د حال نه خبرول. مګر د مسلمانانو خوارانو څوک غمځور نه و. د خدای اسرې ته پراته وو .زه چې څومره د هندوستان په کلو کې ګرځېدلی يم نو ما ليدلي دي چې د مسلمانانو جذبه د هندوانو نه کمه نه ده. بله دا چې مسلمانان د چوت چات نه وچت دي او هندوانو کې دغه مرض ډېر دی او چې تر کومه ما ليدلي دي نو هندوان په نسبت د مسلمانانو« سوشلي ییک ورډ) دي اجتماعي طور وروسته پاتې دي. څومره چې مسلمان زر ترقي کولی شي هندوان هغومره زر نه شي کولی. ولې قومونه ځو په دعوو او تشو خبرو ترقي کولی نه شي چې په کومو قومونو کې نېکانء پاکان او بې غرضه او د خدای دپاره ‎٢٠۰ ‎0۰1٥٥2. --‏ م۰٧‏ دمم زما ژوند او جد و جهد ‏د خدمت خلک پيدا شي نو هغوی ترقي وکړي. خدای دې په مسلمانانو کې داسې خلک پيداکړي. ‏د پښتنو په هکله غلط فهمي: ‏زه چې په هندوستان کې وم نو ما به ډېر کوشش کولو چې د پښتنو متعلق چې کومې غلط فهمۍ پيدا شوې دي د دې صفايي وکړم. کلکر چې د هندوانو ډېر عالم او با خبره ليډر و. هغه ما ته دا خبره وکړه چې په ىېرحد کې او ازادو قبایلو کې دهندوانو مال او عزت محفوظ نه دی ما ورته ووې چې تا سرحد ليدلی دی؟ هلته تلی یې؟ وې نها نو ما ورته ووې چې دا د ملک د دښمنانو غلطې پراپېګنډې دي هلته د هغوی مال ځان او عزت د دې ځاى نه هم محفوظ دی او قبايل خو پخپل همسایه هندو سر ورکولو ته تيار وي.د پیرنګيانو په علاقه کې دلته هم او هلته هم د هندو مسلم د بې اتفاقۍ دپاره حکومت داسې کارونه کوي چې دوی د يو بل دښمنان کړي.د کلکر په فکر کې دا خبره نه راتله چې دومره ښکلي پیرنګيان هم دومره خراب کارونه کولی شي نو ما ورته ووې چې دلته په ‎٢‏ ع کې په ملتان کې د هندوانو مسلمانانو فساد چا جوړ کړو؟ کانپور کې هندوان مسلمانان د چا په لمسه قتل شول؟ او پرون تا ته نزدې بمبۍ کې د هندو مسلم فساد کې د چا لاس و؟لاهور کې د شهید ګنج جګړه څنګه پيدا شوه؟. په کوهاټ او ډېره اسماعيل ځان کې دا دومره لوی فساد د هندو اومسلمان چا وکه؟ دې ټول هندوستان کې چې هندو او مسلمان لاس په ګرېوان دي ولې؟ ده د ډېر غور او فکر نه پس ‎١١۱٢‏ لست 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداوجد و جهد وویلې چې تاسو له په کار دي چې په دې باره کې کتابونه او رسالې وليکئ نو ما ورته ووې چې زمونږ ذریعې محدودې دي تاسو له په کار دي چې تاسو لاړرشئ او د هغه ځای حالات پخپله وګورئ او بيا د هغې متعلق اشاعت وکړئ تاسو د امریکې نه او يورپ نه ځو خبر يئ او د خپل ملک د يوې حصې نه ځان نه خبروئ پخپله تاسو معلومات نه کوئ. نه ورځئ. نه ګورئ خو د بل په خوله پسې ځئ د پښتنو په باره کې چې څومره غلط فهمي پيدا شوې وې د دې د لرې کولو دپاره د کار ښه ځای سېواګرام و. ځکه چې دلته به د هر ملک نه دهر خيال او د هرې عقيدې خلک راتلل ما سره به د خبرو دپاره ښه موقع وه بله دا چې کله نا کله به مې د هندوستان د مختلفو علاقو دورې کولې او د عاموجلسو نه علاوه به مې د هغه ځای د هندوانو .مصسلمانانو سره تبادله خيالات کول او د کانګرس خلک مې هم دې ته تيار کړل چې د فسیض پسور په دې عام اجلاس کې د سرحداتو متعلسق يسو رېزولیوشن پاس کړي.د کانګرس د ځينو ذمه دارو خلکو په زړونو کې دا خيال پيدا شو چې د هندوستان د ازادۍ او امن دپاره دا خبره ضروري ده. چې مونږ دې د سرحد خلکو سره تعلقات پيدا کړو مګر هغوی د دې خبرې نه خبر نه وو چې په دې لاره کې څومره ډېر مشکلات دي ځکه چې پیرنګيانو دا کله غوښتل چې د هندوستان او د سرحداتو د خلکو تعلقات دې پيدا شي پیرنګيانو مونږ له موقع نه راکوله چې ازادو قبایلو سره خپله وروري جوړه کړو نو هندوتسان له به يې څرنګه دا موقع ورکوله چې هغوی سره تعلقات قايم کړي ٢ زما ژوند او جد و جهد پیرنګیانو خو مونږٍ هم قبایلو ته نه پرېښودو. سېواګرام ته به د يورپ ډېرې ښځې او سړي راتلل لکه فادرالون(119006) فادرسی ایف ایندروز او ميري. د سړو په نسبت ښځو کې همدردي زیاته وه کله کله به هغوی زما نه د سرحداتو او د خدايي خدمتګارۍ تحریک تپوسونه کول. يوه ورځ سېواګرام ته يو څو تنه پیرنګيان راغلل هغوی سره د ناګپور لوی پادري هم و. هغو پیرنګيانو د ازادو قبایلو تپوسونه کول او ما به ځوابونه ورکول چې په دې کې پادري صاحب ووې او داسې شروع يې وکړه چې زه په خیبر کې پاتې شوی يم. زه د اپرېدو نه ښه واقف يم هغه ښه خلک نه دي ځکه چې هغوی پیرنګيانو ته برند اونېغ نېغ ګوري ما وخندل او پادري صاحب نه مې تپوس وکړو چې دوی ولې تاسو ته برند او نېغ ګوري. نو هغه ووې چې هغوی زمونږ نه نفرت کوي ماوې چې ستا دا ځبره درسته نه ده حقیقت دا دی چې هغوی پیرنګيانو ته ځکه بد ګوري چې هغوی تاسو ويني نو په زړونو کې يې دا خيال را پيدا شي چې دا هغه خلک دي چې په توپو .ماشين ګنونو بمونو زمونږ کلي.زمونږ کورونه ورانوي. او زمونږ ښځې نر مالونه او بچي تباه کوي. زما په دې خبره هغه نورو پیرنګیانو وخندل او پادري ډېر کچه شو. وزارتونه: . په ملک کې د اسمبلو الیک شنونه شروع شول.او اکثرو صوبو کې د کانګرس اميدواران کامياب شول.زمونږ د صوبې د انتڅاباتو نتیجو پیرنګيان او د هغوی بړیڅي ډېر حېران کړل ٢ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجید هغوی اوليدل چې د هغوی درنې درنې ستنې رر | وغورزېدې. بيا د صوبې د ټولو نه لوی نواب سرمحمد اکبر ځان هوتي د ابر محمد ځان د لاسه شکست وڅخوړ. سرصاحبزاده عبدالقيوم د يو خدايي خدمتګار عبدالعزیز ځان د زيدې د لاسه ارباب شېرعلی ځان د تهکال د ارباب غفور دلاسه. د ټيري نواب د اسلم ځان دلاسه.خان بهادر قلی ځان د صاحب ګل جرنيل خدايي خدمتګار دلاسه.راپرېوتل او دغه شان د پیرنګيانو ملاتړ ځان بهادران. رای بهادران. خانصاحبان او رای صاحبان وغورځېدل. د ۵ مع د ابېکټ د لاندې د صوبايي اسمبلو دپاره د انتخاباتو نتیجو ټولې دنيا ته عموماً او پیرنګيانو ته خصوصا دا خبره په ډاګه کړه چې کانګرس په حقیقت کښ د عام اولس نماينده دی. ثبوت يې دا و . چې په هغه وخت کې د هندوستان په یوولسو صوبو کې په اتو صوبو کې د کانګرس اکثريت و. باقي درې د مسلمانانو اکثريتي صوبو کې مقامي لې کاميابې شوې. صوبه سرحد چې د مسلمانانو اکثریتي صوبه ده ‎٩٣٩‏ هغه هم د کانګرس سره لاړله. څلور ورځې پس په ډيلي کې د کنونشن دپاره يوه جلسه مقرره شوه چه هغه کې د ال انډیا د اسمبلو ممبران راجمع شول او په دې خبره بحث جوړ شو چې دې وخت کې مونږ له څه قسم قدم اوچتول په کار دي. وزارتونه واخلو که نه؟ دې جلسې له د سرحد ډېر کارکنان راغلي وو .ېره موده پس مې هغوی سره ملاقات وشو . په ورکنګ کمېټۍ کې څه ورځې تاو ده بحتثونه وشول جواهر لال د وزارت جوړولسو سخت مخالف و او د ١ ٣ زما ژوند او جد و جهد 1 ورکنګ کمېټۍ اکثريت يې په حق کې و. زه هم اول د وزارت مځالف وم ځو بيا زما خيال بدل شو ځکه چې کوم کسان چې د وزارت په حق کې وو. هغوی به هم داوې چې مونږ وزارتونه د دې دپاره نه الو چې موز دې دا د «پیرنګي اصلاحات» وچلوو بلکې زمونږ دا اراده ده چې د دې په ذریعه به مون د پیرنګي اصلاحات ناکامه کړو. زمونږ د وزارت اخيستو فايده دا ده چې زمونږ ډله مضبوطه شي. که دا کارونه نه کېدل نو فوراً به وزارتونه پرېږدو. دويمه نکته چې په کوم باندې د وزارت د اخيسستو مخالفینو اصرار کوو. هغه د صوبايي ګورنرانو خصوصي اختيارات وو چې کوم د دغه اېکټ د لاندې هغوی ته حاصل وو. فېصله په دې وشوه چې تر کومې پورې ګورنران د صوبايي وزراتونو دا تسله ونه کړي چې هغوی به په وزارتي فېصلو کې مداخلت نه کوي نو تر هغې دې وزارتونه نشي اخيستۍ. د ډېرو ورځو د بحثونو نه پس ورکتګ کمېټۍ د وزارتونو په حق کې تجویز پاس کړو کنونشن کې هم د دې په حق کې او مخالفت کې ډېر تقریرونه وشولء مګر اکثريت د ورکنګ کمېټۍ تجويز پاس کړو د پاس کېدو نه پس په هغه جلسه کې صدر د ټولو صوبو ممبرانو نه د وفادارۍ حلف واخيستو او بيا خلک رخصت شول. زه یو څو ورځې ډیلي کې ايسار وم او بيا واردې ته لاړم. مونږ واردا او سېواگرام کښې: زه چې تر څو هلته وم نو غني اومهرتاجه ماسره وارده کې وو. د لالي هغه سکول خوښ نه شو هغه د واردې په سکول کې ١۵ 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد داځل شو د دې سکول هېډ ماسټر نا ايکم ډېر ښه او قومي سړی و. او ډېره له تنخواه به يې اخيستله د هغه ښځه ډبل ايم اې وه. ډېره ښه او قوم پرسته ښځه وه هغې به هم د جینکو په سکول کې په لره تنخواه کار کولو د دې دواړو ماسره ډېر ښه تعلقات او همدردي وه زما د اوسېدو ځای سېواګرام د واردې نه څلور ميله لرې و. د لالی دپاره تلل را تلل ګران و. نو دوی سره ډېره شو مهرتاجه چې به په چوټۍ راغله نو ماسره به سېواګرام کې وه. ولي په واردا کې و. او په دویمه. دريمه ورځ به سېواګرام ته راتلو .د لالي چې به کومه ورځ چوټي وه نو دلته به راغی يوه ورځې وختي غني سېواګرام ته راغی په دغه ورځ د ګاندهي جي د پيدا کېدو ورځ وه چې ډوډۍ ته کښېناستو نو غني ګاندهي جې ته ووې چې نن ستا د پيدایش ورځ ده ما وختي ځان را ورسوو چې نن به قسم قسم ښه ځوراکونه وي. لیکن دا ځو بيا هغه بې خونده اېشېدلی کدو دی. چې تل يې زه ځورم هغه غني ته ووې چې ته هره ورځ سحر وختي دلته راځه غني وخندل وې زه په دې اېشېدلي کدو پسې هره ورځ دا دومره مزل کولی نه شم دا که چېرې اوس پولاو وی او ورسره سُور کړی چرګ وی نو زه به دې کا رته تيار شوی وم دا خو د ټوقو يوه خبره وه او په خندا تېره شوه سباله ګاندهي جي ماته ووې. چې دا هلکان دي دو باندې جبر په کار نه دی زما دا خيال دی چې د دوی د طبیعت د خوراک انتظام وکو ما ورته ووې دا خوغنی ټوقه کوله او زما دا خيال دی چې هغه به په کوشش وکړو خو کامياب نه شو دغه شان په مهرتاجه باندې ۷ 4٢٨٨٨٢ ‏زما ژوند او جد و جهد‎ ‏يې هم ډېر وسونه کړي وو .خو هغې هم دا څیزونه نه وومنلي‎ ‏ډېر خوشحاله شوم چې دوی کې دومره سړیتوب و. چې د بل د‎ ‏جذباتو خيال يې ساتلو د سیګاون کلی چې سېواګرام ته نزدې‎ ‏وو د صفايۍ دپاره ګاندهي جي يو تنځواه دار سړی مقرر کړی‎ ‏و زه ورسره متفق نه وم زما رايه دا وه چې د کلو خلکو له‎ ‏تربيت ورکول په کار دي .چې هغوی د کلي صفايي خپل فرض‎ ‏وګڼي او پخپله يې کوي بله دا چې د هندوستان په لکون وکلي‎ ‏دي که د دومره کلو د صفايۍ دپاره مونږ يو يو سړی مقرر‎ ‏کړو نو د هغو دپاره کروړونه روپۍ په کار دي. يو ځل داسې‎ ‏وشوه چې د سیګاون دغه سړي زیاته تنخواه غوښتله دوی‎ ‏ورله تنخواه زیاته کړې هم وه. مګر دا ځل يې زیاته نه کړه هغه‎ ‏کار پرېښودو او لاړو. خبر راغی چې د صفايۍ هغه سړی‎ ‏تښتېدلی دی. نو ګاندهي جي ووې چې راځئ چې مونږ ورله‎ ‏لاړ شو مونږ د صفايۍ سامان واخیستو او ورروان شو.‎ په دې ورځو کې د بهار د صوبې د زلزلې ځپلې علاقې د جوړولو په سلسله کې د سویزرلینډ يو لوی انجنير راغلی و. او دلته پېښ و د لالي هم چوټي وه ورته مې ووې چې هلکه تيارېږه هغه وې د څه دپاره؟ ماوې د صفایۍ د پاره هغه په ژړا شو چې زه ځو د خلکو غول غورځولی نه شم هغه مو پرېښو اومونږ ټول روان شو چې کلي ته ورسېدو نو جوړه جوړه شو هغه انجنير ډېر ښه سړی و. په ونه ما سره يو شان و. زه او هغه . جوړه شو د ګاندهي جي جوړه نه ء .هغه موځپل جمعد ارمشس کړو او صفايي مو شروع کړه. خو مونږ ته داسې معلومه شوه چې دا د کلي خلک زمونږ په صفايۍ خوشحاله نه دي کوم ۷٧ ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژونداو جد و جهد ‏ځایونه چې به مونږ پاک کړل نو زمونږ د لرې کېدو سره ښځې. هلکان | وجینکۍ به راتلل او هغه به يې بيا ناولي کول. هغه انجنير راته ووې چې معلومېږي چې په دې خلکو کې زمونږ د دې خدمت د احساس ماده نشته معلومېږي. چې زمونږ خلاف مظاهره كکوي ما او هغه دا خبره ډ ېره محسسوسه کړه چې مهاتماجي غوندې سړی يو کلي ته د صفايۍ دپاره ځي او د خلکو دا حال دی زه په دې خبره ډېر خپه وم چې کله واپس راغلو نو يو ملګري ما له تسلي را کړه چې شکر وباسئ چې تاسو يې په کاڼو نه يئ ويشتي او صفايي ته يې پرېښوئ. ميسرابهن اوکنسواکنو د ګاندهي چي تمس و او ميسرابهن د يو انګرېز امیرالبحر ا۸070//3 سلېډ لور وه چې ځان يې هندوستان د 7 71777777-777 کړی و) هغوی هم د واردې سره نزدې يو کلي ته د صفايۍ دپاره تللي وو نو خلکو صفايي ته نه پرېښوول او دوی صفايي کوله نو د کلي خلکو وړو او لويو په کاڼو وويشتل او بله عجیبه خبره خو لا دا ده چې مونږ خپل ځای له راغلو او زمونږٍ هغه خدمتګار چې سېواګرام کې يې خدمت کولو خبر شو چې مونږ د هغوی کلي ته صفايۍ له تلي وو.هغوی زمونږ کار پرېښود او وتښتېدل د هغوی په ځيال او عقيده مونږ اچوت شو. پليد شو او د پليدوخلکو کار کول د هغوی په ځيال ګناه وه. مونږ په سېواګرام کې د اوبو دپاره ډېر ښکلی کوهي ویستلی و .او د هغه ډېرې ښې اوبه وې او هغه اوبه مو څکلې هغوی به هم د دې اوبو نه خپل منګي ډکول هغوی دا کوهی پرېښود او بل مونږ ته نزدې يو شار کوهي و.چې اوبه يې د ‎۸ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد څکلو ته وې د هغه نه به يې اوبه ډکولې اوڅکلې.کومو خلکو چې به دلته زمونږ کار کولو نو دا ټول په هندوانو کې نیچ ذات و چې ورته اچُوت وايي او نورهندوان دوی ځان ته نزدې نه پرېږدي او په ځينو ځایونو کې چې په چا د دوی سیوری وشي نو هغه پلید ګڼي. د کانگرس وزارتونه: د هندوستان په اکثرو صوبو کې کانګرس الیکشن وګټه او د دوی اکثريت شو.په صوبه سرحد کې د حکومت د ډېر مخالفت او بې ايمانۍ سره هم په څلوېښتو کې نولس ممبران خدایي خدمتګار کا مياب شولء حکومت د خدايي خدمتګارانو خلاف ټول خپل اثر رسوڅ استعمال کړی واو د خدايي خدمتګارانو د مقابلې د پاره يې د صوبې خانان.ملکان. وكيلان يو کرړل د دوی د عمرونو د دښمنیو جوړه يې وکړه. لیکن بيا هم زه دا ویلی شم چې خدايي خدمتګارو به الیکشن ګټلی وى او اکثريت کې به راغلي وی که د هغوی نه ځينې غلطۍ نه وی شوې او د پروجنبو او خودغرضو نه يې کار اخيستی نه وی او اصولي خلک يې منتخب کړي وی سره د دې هم اسمبلۍ کې د دوی مضبوطه ډله وه د دوی مقابله کې بله ډله دومره لويه نه وه بیياهم حکومت بې ايماني وکړه او د قانون او قاعدې بر خلاف سرجارج کننګم د خدايي خدمتګارو په ځای سر صاحبزاده عبدالقيوم ته د وزارت جوړولو دعوت ورکړو او هغه حکومت جوړ کړو د هغه اډو د سره ډله هم نه وه. دی پخپله حلقه کې سا زما ژوند او جد وجهد فېل شوى و. عبدالعزیز ځان ترې سیټ ګټلی و. دی د هزارې نه کامياب شوى و هغه د پیرنګيانو سړی و او چې اسمبلۍ کې د پیرنګيانو څومره سړي وو هغوی مجبوراً هغه سره ملګري شول. لیکن بيا هم دا وزارت د شپږومیاشتو نه زيات ونه چلېدی شو او د حکومت د ډېرو کوششونو باوجود مات شو او د خدايي خدمتګارو حکومت جوړ شو. د کانګرس اول کې چې په کومو صوبو کې اکثریت و٠‏ نو د وزارت جوړولو نه يې انکار کړی و.ځکه چې ګاندهي جي حکومت ته يو شرط وړاندی کړی و. هغه دا چې ګورنران به د وزارت په کارونو کې غير ضروري مداخلت نه کوي. د ‎٣۳۵‏ ١ع‏ کال اېکټ ټول اختيارات ګورترانو له ورکړي وو او هغوی د قانون له مخه د وزرارت په لويو او وړو کارونو کې مداخلت کولی شو حکومت د ګاندهي جي دغه شرط ونه منلو ولې چې هغوی خو د«اوړو پيشۍ جوړه کړې وه. پیرنګيان دې ته تيار نه وو چې هندوستان ته دې طاقت او اختيار ورکړي اول کې کانګرس د وزارتونو جوړولو نه انګار وکړو.حکومت د خپلو خلکو وزارتونه جوړ کړل . ځو دغه چېرته چلېدی شول. د ممبرانو اکثریست ورسره نه و. ځو لره موده وورسته د کانګرس په ځينو غړوکښې د دې شرط برخلاف ګنګوسي شروع شوه او راج ګوپال اچاريه دې خبرې ته تيار نه شو چې مونږ له وزارتونه اخيستل په کار نه دي مونږه پیتل کې وو دا د سمندر په غاړه يو کلی دی. ګجرات کې ګاندهي جي راجګوپال اچاريه راوغښتو ‏ سرد ارپټېل هم دلته و ګاندهي جي دوه شپې او ورځې هغوی سره بحث وکړ.ځو د هغه ځيال ٠۰ ‏نت‎ زما ژوند او جد و جهد يې بدل نه کړی شو هغوی وې چې مونږ له غير مشروط طور وزارتونه اخيستل په کار دي او د هغه دا هم خيال و. چې دا څومره موده مونږ وزارت نه دی اخيستی نو د قام او مللک تاوان شوی دی. راجګوپال رخصت شو او مونږ ټول د راجاجي په دې کار ځپه وو لېکن د خدای فضل و حکومت د ګاندهي جي شرط منظور کړو او د سنده. پنجاب او بنګال نه علاوه د هندوستان په ټولو صوبو کې د کانګرس وزارتونه جوړ شول. مونږد سیګاون دکلي نه لس بېرته اوسېدو او د اب و هوا په لحاظ دغه ځای ډېر ښه و. ځو د برسات په زمانه کې به د ګرځېدو تکلیف و لاره هم کچه وه اومالداري يې ډېره وه.اکثر به ډېرې خټې چقړې وې او څاروو او بيادمو ته به ډېر تکليف واو بل خواته به هلته په پټو او ډېرو کې ډېرکاڼي وو چې دا لارې پرې جوړېدی شوې خو د بې اتفاقۍ او بې تنظيمۍ په وجه دا کار پاتې و. ګاندهي جي دا کار شروع کړو او په يو کال کې مو يوه لاره پخه کړه. دلته ماشي ډېر وي خومليريا کمه وه يو ځل په ګاندهي جي د مليريا سخته حمله وشوه هغه دارو هم نه ځوړل. څه وخت چې هغه بې هوشه شو نو مونږ ورله سول سرجن راوغوښتو هغه دا تجویزوکړو چې زه دی هسپتال له وړم مګر هسپتال خو پرېږده هغه دارو نه خوړل په دې وجه هسپتال نه پاتې شو مونږ ټولو ورته په اتفاق ووې او اخر مو په دې راضي کړو ځکه چې مونږ سره ډېر غم واو د هغه ناجوړتيا مونږ ټول وارخطا کړي وو. مونږ ټول ورسره هسپتال له لاړو په څو ورځو کې د هغه صحت ښه شو .هسپتال له یوه ورځ يو سړی راغی دوه درې ماران ورسره وو د ګاندهي جي په اشغ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد مخ کې يې پیټار کښېښوده او سر يې ترې اوچت کړو هغې کې قسم قسم ماران وو .ګاندهي جي ته يې نزدې کول مګرما ترې منع کړو چې په دې څیز څه اتبار دی بيا د هغه سړي ځواهش و .چې زه دا ماران د تبرک دپاره د بابا په غاړه کې اچوم. ګاندهي جي خندل خوما منع کړو هغه وې. دا ما دم کړي دي د نقصان يې ذمه وار يم. ما ورته ووې که څه نقتصان وشو نو زه به ستا ذمه واري څه کړم؟ ښه دا ده چې داکار ونه کړې او هغه مې دې کار ته پرې نه ښوده. بل ځای بيا په سېواګرام کې زمونږ بل ملګری ناجوړه شو د هغه محرقه تبه شوه څه ورځې پس ميرابهن هم ناجوړه شوه او محرقه يې شوه هغې ماته ووې چې معلومېږي دا چې زما هم محرقه «تبه ده مونږ سره د هغې زيات فکر و. ځکه چې پیرنګيان اکثر د محرقې نه مري او دې ته مونږ نه وې ما د دوی دواړو ډېر خدمت کاوه ځو د دې به راسره ډېر فکرو او د میرابهن به مې زیات خدمت کاوه. په دغوورځو کې د مهاتماجي يو دوست په بنارس کې يوه عبادت ګاه جوړه کړې وه چې په هغې کې د هر مذهب خلکو ته اجازه وه چې په کومه طریقه هغوی د خدای عبادت کوي کولی شي. د هغې د افتتاح د مراسمو دپاره مهاتماجي او زه بنارس ته لاړو. مهرتاجه هم ماسره وه او د هندوستان د مختلفنو علاقو نه ډېر نارينه او زنانه دغه افتتاح د پاره راغوښتل شوي ووء ددې رسموتو د ادا کېدو په ورځ د هر مذهب او ملست خلک موجود وو په دغه عبادت ځانه کې د هر مذهب پېشوایان په ډېره مينه او محبت سره يو ځای راغونډ شوي وو اوعبادت یې کولو. ۲٢ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد بنارس؛ ډیلی» کجرات» کاټیاواړ: مونږ د بنارس نه ډيلي ته راغلو. بيا د ګجرات کاټياواړ ته لاړو. په کاټياواړ کې ما د مهاتماجي کور او خپل خپلوان وليده هغوی ډېر ښه خلک وو او د ګاندهي جي سره يې ډېره مینه محبت وءيوه شپه موهلته وکړه. بيا ګجرات ته راغلو او احمد اباد کښې.ودیاپټ کې چې د هندوانو يو ډېر لوی قومي کالج دی.دېره شو.ودیاپټ په رښتیا يو قومي کالج دی. ولې چې د دې شاګردان چې د تعليم نه فارغ شي نو هغوی کلو ته ځي او د خپل قوم او ملک خدمت کوي. د ګجرات د میونسيپليټي د خلکو د طرفه سپاسنامه را کړی شوه دا ډېر ښه خلک دي مهاتماجي سره يې ډېر محبت دی. يوازې محبت نه دی د ازادۍ په جنګ کې هم د هېچا نه وروسته نه وو. څو ورځې پس سمواګرام له راغلو زه چې څومره هندوستان کې ګرځېدم نو ما به ليدل چې هره صوبه کې په سیاسي اقتصادي او تعليمي لحاظ بلکې په هر لحاظ مسلمانان د هندوانو نه ډېر وروسته وو څومره چې به ما په دې خبرو فکر کوو نو دې نتیجې ته ورسېدم چې يوازې ګاندهي جي نه دی جواهرلال نه دی مالويه نه دی. پټېل نه دی. راجندرپرشاد نه دی. سوباش.راجګوپال اچاري نه دی. بلکې په سوونو داسې خلک دي چې ډاکټران. انجنيران. تعلیمیافته خلکو مدرسې جوړې کړې دې او لګيا دي. د خپل قام او ملک خدمت کوي. ډېر خلک ځان ځان له په کلو کې دېره دي خلک يې کلو ته نه پرېږدي او د دوی په لاره کې خنډان اچوي سره د هغې هغوی په صبر استقلال د خپل قام خدمت کوي او هېڅ قوت هغوی د ۳٣ زما ژوند او جد و جهد خلکو د خدمت د لارې نه اړولی نه شي د هغو خلکو لوی تعریف دا وء چې ژوند يې ډېر ساده واو په ډېر لږ څیز به یې ګذاره کوله. په وارده کې يو ځل د واردې د کلو د کارکنانو جلسه وه هغوی ټول را غونډ شوي وو زه هم د «ونوبا هغه نوي اشرم کتو له تلی وم د هغو کارکنانو په جلسه کې شریک شوم ډېر خوار او کمزوري وو.زما زړه پرې وسو جاجوجي چې د دې تنظیم صدر و او نینوباجي يې سکتري و ورته مې ووې چې دا خو د قوم مليکت دی.ددې غریبانانو د خوراک څه انتظام په کار دی او کمزوري سړي د قوم او ملک خدمت کولی نه شي جاجوجي ووې چې تاسره زما پوره اتفاق دی اوس زمونږ جلسه کې دا تجویز وړاندې کړه جلسه کې ما دا تجویز وړاندې کړو چې د دوی تنخواګانې دې زياتې شي. نو د هغوی د کارکنانو نه يو سړی پاڅېدو هغه وويل چې زمونږ دا ملک ډېر غريب دی اول ځو مزدوري نشته او چې مزدوري وي نو درې انې د سړي وي او لس پیسې د ښځې وي او مونږ ځو بيا هم څلور انې اخلوزمونږ پټېل دا شان ډوډۍ ځوري لکه مونږ يې چې ځورو د تنخواهه زياتولو ضرورت نشته ولې چې دا خلک به وايي چې مونږ خو د باجرې وچه ډوډۍ نه بيا مومو او دا زمونږ خدمتګار غوړې زېړې ځوري. بله دا چې د هندوانو امیران» سوداګران اکثریت د هر يو قومي تحريک سره په زرګونو. لکونو روپو امداد کوي بل طرف ته مسلمانان دي تاسو وګورئ هغوی کې د خدمت څوک دي د هغو تعلیمیافته اميران. سوداګرانء وكکيلان دي چې روپۍ ورکول خو پرېږده د قوم او ملک د ترقۍ څه خيال هم په ٣٣۶ 090165 06٥6666 ‏زما ژوند او جد وجهد‎ زړه کې نه لري. دغه وجه ده چې مسلمانان د زوال سره مخامخ دي.دغه وجه ده چې په هندوستان کې هندوان وچتېږي او مسلمانان پرېوزي. د هندوستان د مسلمانانو راته دا تجربه وشوه. چې کوم سړی د پیرنګيانو ځير خواه وي. هغه د دوی د هندوستان د مسلمانانو دپاره فکر: زه چې په ټول هندوستان کې ګرځېدلی يم نو مسلمانانو کې جذبه شته ځو غمخور يې نشته او خير خواه يې نشته. سېواګرام ته به کله کله ذاکر حسین صاحب راتللو. ده سره زما ډېر تعلق و. دی د جامعه ملی اسلامیه ډیلی پرنسېپل و. ما ده ته هندوستان کې د ګرځېدو او پخپل ذهن د حالاتو او واقعاتو اثر په تفصیل سره بيان کړو او ورته مې ووې چې تر څو دلته په مسلمانانو کې رښتیني خدمتګار پيدا شوي نه دي ترقي کولی نه شي په مسلمانانو کې هم په سړه سینه تعميري کار کول په کار دي او د هندوانو په شان مسلمانانو له په کار دي چې ځای په ځای کارکنان پيدا کړي چې ددوی د ترقۍ دپاره کار وکړي او مرکز ورته جوړ کړي. زه دې نتیجې ته رسېدلۍ يمه چې په چُوف او کُوف باندې قومونه ابادېږي نه. کار په کار دیا او نه د جلسو د تقریرونو په واسطه په هغوی کې ژوند پيدا کېدی شي نوما اراده کړې ده. چې د مسلمانانو دپاره کار وکړم او دوی له د اصلاح دپاره مرکزونه قایم کړم او چې تر گومې ما ته خپلې صوبې ته د تلو اجازت نه دی شوی د دوی څه خدمت وکړم مګر ما سره د دې خبرې ډېر فکردی چې که ۲۵ : 0٩016 ٩666 زما ژوند او جد و جهد چيرې ماته د ځپلې صوبې د تللو اجازت وشو نو د دوی خدمت به بيا څوک کوي؟ ځکه چې زه خو بيا دلته پاتې کېدی نه شم او په ما د ځپلو خلکو د خدمت کولو حق دی نو که چېرې په دې کې زما سره ستاسواتفاق وي او د مسلمانانو دا کار فايده مند ګڼئ نو بيا تاسو زما د ملګرتيا دپاره سړي پيدا کړئ چې هغوی دې کار ته د خدای دپاره ملا وتړي او که چېرې زه لاړ شم نو دوی دلته ناست وي او کوم بوټی چې مونږ کرلی دی هغې له به اوبه ورکوي او وچېدو ته به يې پرې نږدي .بل سوال د پيسو دی مسلمانان رسمي ځیراتونه خو ډېر کوي مګر د خدای د مخلوق د ابادۍ دپاره يوې پيسې ورکولو ته تيار نه دي دغه وجه ده چې په دوی کې نېک او د ابادۍ تحریيک چلیدل ګران دي. زما خو دا خيال و .چې دا کار دې د سنده د صوبې نه شروع شي ځکه چې هلته د مسلمانانو ابادي ډېره ده او په ټول هندوستان کې د سنده خلک په هر لحاظ وروسته پاتې دي زمونږ د بل ملګري دا رايه وه چې د بنګال نه دې بيا شروع شي او د سهارنپور هغه پروفيسر صاحب دا خبره وکړه چې که چېرې تاسو د دې کار ابتدا د سهارنپور نه وکړه نو ډېر زربه ترقي وکړي او ډېر زر به ټول هندوستان کې خور شي ځکه چې د يوپي مسلمانان د سنده او بنګال د مسلمانانو نه زيات پوه او مترقي دي او بله دا چې سهانپور کې ډېرې مذهبي مدرسې دي چې هغو کې ډېر طالبان د سنده او بنګال دي او د هندوستان د هرې صوبې خلک په کې شته دا د هندوستان د مسلمانانو تعليمي مرکز دی او که دا مرکز دغلته جوړ شي نو ۷ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد د دغو طالبانو نه به سنده او بنګال کې او نورو صوبو کې ډېر کار واخیتسی شي مونږ ټولو په دغه ځای اتفاق وکړو چې کار به د دغه ځايه شروع کوو او منتظر وو چې څه وخت به هغه يو څو سړي زما سره پیدا شي. څو ورځې ما په سېواګرام کې انتظار وکړو چې څه جواب رانغی نو بيا زه جواهر لال سره يوپي ته لاړم بابو راجندرپرشاد ما نه بهار ته د تلو او دورې کولو وعده اخيستې وه .نو زه په اله اباد کې وم چې پروفيسر عبدالباري صاحب راغی زه او هغه دواړه پټنې ته لاړو او په صداقت اشرم کې دېره شو هغه اشرم د ګنګاسين په غاړه و. او ډېر د مزې اشرم و دا اشرم د بهار د صوبې يو مسلمان بیرسټر مظهرالحق جوړ کړی و. هغه د کانپور د جماعت په معامله کې هم د حکومت برځلاف د مسلمانانو مرسته کړې وه افسوس چې د هغه نه وروسته په مسلمانانو کې داسې څوک نه و .چې دغه اشرم يې اباد ساتلی وی او په دې وجه د هغه وراثشت کانګرس ته پاتې شو او نن ورځې دغه ځای د بهار صوببې د بهارکانګرس کمېټۍ دفتر دی. مونږ د دورې دپاره څه پروګرام جوړولو چې د پنجاب ميل د اک سیډنټ خبر راغی او د خبرېدو سره سم د کانګرس . کارکنان دمدد دپاره هلته ورسېدل. په دې کې ډېر لک مړه شوي وو او د مړو پېژندل نه کېدل چې دا هندو که مسلمان دۍ چې په چا به د هندو شک کېدی شو نو هغه به يې سوزوو او چې په چا به د مسلمان شبهه وه نو هغه به يې ښځ کړو او د مړو نه علاوه ډېر خلک زخميان هم وو او هغوی يې د پټنې لوی ۷٧ زما ژوند او جد وجهد هسپتال له راوړل خدای دې چا ته نه ښيي. د مصصیبت يو عجیبه منظر و .څو ورځې پس مون د ځپلې دورې پروګرام جوړ کړ او کافي ورځې مو د بهار په صوبه کې دوره وکړه. د بهار په صوبه کې د شېرشاه سوري قبر دی چې مونږ هلته جلسه وکړه د دعا دپاره د هغه زيارت له ورغلم د هغه قبر ساده قسم جوړ دی او ښکلی ګنبد دی او چار چاپيره ترې اوبه دي د اوبو تالاب ډېر ښکلی دی لوی شېرشاه ته مې د زړه دا خلاصه دعا وکړه. ځکه چې هغه د پښتنو ګټندويه سیاستدان او ننګيالی پښتون و .چې مغلو له يې ماتې ورکړې وه او د مغلو نه يې د پښتنو هغه حکومت دوباره اخيستی و. او بيا يې حکومت په ټول هندوستان جوړ کړی و. د کلکتې نه تر پېښوره پورې سړک ده جو ړ کړی دی.د خپل حکومت د ټینګولو دپاره يې د بهار په صوبه کې ډېرو پښتنو له ډېر جاګېرونه ورکړي وو مونږ د هغو پښتنو اولاد او جاګیرونه هم وليدلء يو کس دوو مېلمانه کړې هم وو .مګر د هغوی اوس هغه خوند نشته خلکو د خپل پلار نيکه ژبه هېره کړې ده اففسوس چې په پښتنو کې دا کمزوري شته چې ځپله ژبه هېره کړې.يوپي کې هم ډېر پښتانه دي د هغوی هم هغه حال دی ذاکر حسین صاحب افريدی پښتون دی د ژبې په هېرېدو ځپلو ته سړی پردی شي.د بهار په صوبه کې پښتنو سره ډېر جایدادونه وو ځو د بدو عملو په وجه ترې ټول لاړل او نن ډېر خراب ژوند تېروي. د بهار د دورې نه وروسته زه بېرته سېواګرام ته راغلم د ډېرې مودې نه د سنده د کانګرس ممبران ما پسې وو او دا یې بغشا رھ ھت ھت ھت تت زما ژونداو جد وجيد خواهش و. چې زه دې سنده- ته لاړ شم او د هغه ځای په مسلمانانو کې څه کار وکړم.زما هم خوښه وه ولې چې د سنده مسلمانان ډېر وروسته پاتې شوي دي او مظلومان دي اومونږٍ خدايي خدمتګار خو د مظلومانو ملګري يو او مونږ خپل خدای سره دا وعده کړې ده نو زه د سېواګرام نه سنده له لاړم زما ځو دا خيال و .چې سنده کې به کافي ورځې تېروم. سنده ته چې ورسېدم نو ما د کانګرس د ورکرانو په مشوره د خپلې دورې يو لوی پروګرام جوړکړو او د حيدر اباد نه مو شروع کړو مسلم ليګو . ځو زما د دورې د خرابولو دپاره د شرارت پروګرام جوړکړی و.ځو د سنده وزير اعلی چې ډېر قوم پرست او شریف انسان و بر شو او مسلم لیګو ته‌ يې ووې چې عبدالغفا رځان دلته زمونږ د قوم خدمت له راغلی دی په کار دي چې مونږ ټول ورسره مدد وکړو او و که مددنه شو کولی نو شرارت خو د شرم خبره ده. زه خبر شوی يم چې ستاسو د شرارت څه خيال دی خو که د ده په دوره کې مو شرارت وکړو نو ډېر بد به درسره وکړم د ده په وجه مسلم لیګ په قلار شو او ما ځپله دوره په اطمینان سره وکړه. په دغو ورځو کې د سنده وزير اعلی ځان بهادرالله بخش سومرو و.دده زما سره ډېره مينه وه .په حيدر اباد کې مو جلسې وکړې د ډېرو هندوانو او مسلمانانو سره مو خبرې اترې وشوې. د دې ځای نه کراچۍ ته لاړو. په کراچۍ کې مو کافي ورځې تېرې کړې او ډېر کار مو وکړو.د کراچۍ نه سکر ته لاړو اود سکرنه حيدر اباد له راغلو ولې چې دا خيال مو پيدا شو چې په بلوچستان کې کار کول زیات ضروري دي عطفا وا.٥٥61‏ 01م ده زما ژونداو جد و جهد د بلوجستان دوره: د ډېرې مودې نه زمونږ د بلوچستان د روڼو دا خواهش ّ چې زه دې بلوچستان ته لاړ شم. ما ډېر ځله کو شش 1 حکومت نه پرېښودم .په دغه ورځو کې عبدالصمد ځان اڅکزی چې د بلوجستان د کب سه د سا || دی په ما زور ولګوو چې زه بلوچستان ته لاړ شم. په لاره کې مې الله بخش سره ملاقات وشو :د هندوستان په سیاست مو ډېرې خبرې وکړې هغه د پاکستان د جوړېدو په حق کې نه وو ځکه چې د پنجابيانو نه ډېر زړه ستړی و . او پنجابيانو سره يو ځای کېدو ته تيار نه و. هغه دې خبرې ته تيار و .چې که چرې سنده. بلوچستان. سرحد او کشمیر یوځای شول نو دا به ډېره ښه وي. الله بخش سومرو د سیاسي مخالفت په وجه د مسلم لیګ یوليډر محمد ایوب کهوړو بیا وروستو قتل کړو زه په ځیريت سره کوېټې ته ورسېدم. څه وخت چې زمونږٍ اورګاډی د بلوچستان په سرحد کې داخل شو نو ترکوېټې پورې په لاره کې د واپسر کېدو وېره وه .ځکه چې زه يې ډېر 1 راواپس کړی وم. په هر ټېشن چې به مې د پولیس افسر وليده نو دا خيال به مې پيدا شو چې ځه جوړې حکم يې راوړ دی زه په ځیريت کوېټې ته ورسېدم.زما دا خيال دی چې حکومت جناح صاحب ته چې د هغه تعلق مسلم لګ سره و اجازت ورکړی ونو ما ته يې هم اجازه راکړه. ولې چې زما تعلق کانګرس سره وو : عبدالصمد خان اڅکزی سټېشن ته راغلی و. سټېشن ته نورهم ډېر هندوان او مسلمانان راغلي وو. ما یو څو ورځې کوېټه کې تېرې فا ۳-٢۳٢۳٢۳ک-کتکتک‏ تت تت زما ژونداو جد وجهد ۱ کړې او بيا د کوېټې نه فورټ سنډ مسين. قلعه عبدالله. هندوباغ. ګلستان.چمن.لورالايې او د بلوچستان د نورو ځایونو دور ره مې وکړه . ډېره د خوشحالۍ | و کامیابه دوره وه او زړه مې په دې نور هم ډېر خوشحاله شو چې پښتانه او بلوڅ راویښ شوي دي هغوی سره مې جلسو او مجلسونو کې د پښتنو او بلوڅو د رورولۍ خبرې وکړې او په دې کې ماسره د اکثرو پښتنو او بلوڅو اتفاق و. ځینو پښتنو زمونږ د پېښور د خلکو نه شکایت کولو او ډېر ګيله من وو پوښتنې نه وروستو ما ته معلومه شوه چې د دې وجه پېښوري حاکمان وو یعنې د د پېښور ر هغه کسان چې دغلته د پیرنګيانو نوکران وواو پیرنګيانو د خپل کار د چلولو لپاره دغلته مقرر کړي وو. دې دې افسرانو د د خپلو روټو سره شريقانه سلوک نه و کړی.ېلکې د سړيتوب نه پرېوتی.د فرعونیت بدترین سلوک يې کوو.او د هغوی په زړونو کې يې د ټولو پېښورو نه نفرت پيدا کړی و .ما هغوی له تسلي ورکړه او پوهه مې کړل.چې د يو څو کسانو په ګناه تاسو د پېښورټول پښتانه مه نیسئ او خدای دې نور پښتانه داسې بې ننګه نه کړي لکه دا چې دي حکومت زمونږ نه دی . بلکې د پیرنګیانو دی. بله دا چې په دوی کې د دې حاکمانو اکثریت د هغه ځانانو .مياګانو او ملايانو وو چې د انګرېز د خوشحالولو ليار ره دا دلته چې تاسو سره کوم سلوک کړی دی و يا يې کوي دا يوازې تاسو سره نه کوي. بلکې مونږ سره یې هم هلته په هغه خپله صوبه کې کوي دا ډېره عجیبه خبره وه چې دلته د دې پښتنو سرکاري افسرانو د پنجابيانو افسرانو سره ډله وه چې په شریکه يې د بلوچستان پښتانه او بلوڅ خوړل د بلوچستان د دورې نه وروستو مونږ جیکب اباد ته راغلو . په جيکب اباد کې ډاکټر چیت رام چې د کانګرس صدر و او محمد امین کوسو ٢٢ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد هم مونږ سره یو ځای شو په جیکب اباد کې د هندوانو او مسلمانانو یوه لویه جلسه وشوه. په دې جلسه کې د سېول او پولیس د افسرانو دا اراده وه چې څه ګړبړي وکړي خو د وزيراعلی الله بخش په مداخلت څه ګړبړي ونه شوه. مونږ د بلوچستان د هغې ټولې علاقې دوره وکړه چې په برېټش بلوچستان کې د پښتنو اکثریت پکښی دی. زما او د عبدالصمد اڅکزي دا رایه وه چې د بلوچستان هغې برخې ته هم لاړ شو چې بلوڅ په کې اباد دي. د ډاکټر چیت رام او محمد امین کوسو هم دا رای وه چې مونږ د بلوڅو دغې علاقې ته لاړ شو مونږ هلته لاړو ځلک ټول په شوق او په مينه را غونډ شوي وو .چې د جلسې وخت راغی نو زما دا اراده وه. چې په هغه جماعت کې جلسه وکړو چې د بازار په سر کې واو د نورو ملګرو دا خيال و .چې هغه ډاګ کې دې وکړو چې د بازار نه هغه طرف ته و. هلته د جلسې انتظام وشو جلسه چې شروع شوه نو د بلوڅو یو ريیس راغی.د جلسې په خوا کې تېر شو او جلسې ته يې ښه وکتل د هغه نه لر ساعت پس د بلوڅو یو ټولي تبرونه په لاس جلسې ته را ګډ شول او بغیر د تپوس نه یې په خلکو را باندې کړل چې سړي ته به يې درز ورکوو د علي علي چغې به یې ورسره وهلې ډېر ناترسه وو. بې د سر نه يې په بل ځای ګوزار نه کوو .په یو ساعت کې ميدان ځالي شو زما یوې ځواته ډاکټر چيت رام او بلې خوا ته محمد امین کوسو په کرسو ناست وو څه وخت چې د جلسې ټول خلک وتښتېدل زه يوازې پاتې شوم نو زما نه چاپېره شول سره ورځ يې راباندې جوړه کړه او دا کوشش يې کولو چې زه هم وتښتم خوزه ونه تښتېدم. په هغه ورځ ما خپل سر خرئیلۍ واو په کرسۍ سر تور سر ناست وم؛زه پوهه وم چې ښه ګوزار به اخلي خو تښتېدم نهء کتل مې چې دوی څه کوي.زما نه ښي طرف ته بر دننسښت : 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد محمد امین کوسو و هغه يې په سر وهلی و او بې هوشه شو او د کرسۍ نه را پرېوت بل طرف ته ډاکټر چيت رام و په هغه يې هم سرمات کړی و هغه هم د کرسۍ نه په ځاورو کې را پرېوتی و.زما نه چاپېره ډېر وګرځېدل چې دی به هم د نورو خلکو په شان وتښتي پوهه شو .چې دی نه تښتي او مونږ خپل کار وکړو نو پخپله وتښتېدل زه پاڅېدم چې ومې کتل نو د کوسو او ډاکټر د سرنه وینو دارې وهلې بل څوک نه وو عجیبه حالت و معلومېده چې د ډاکټر چیت رام او کوسو په باره کې ورته خاص هدایت شوی و.او زما په باره کې هم ورته هدایت شوی و. بيا وروسته معلومه شوه چې دغه بلوڅ ريیس د دوی ډېر دوست و او دوی پرې احسانونه کړي وو مون سېول سرجن پسې یو سړی په موټر کې ولېږلو دوی مو يوړل او چې کوم ځاى مونږ دېره وو هلته مو کټونو کې واچول وینه یې نه ودرېدله حالت يې خرابېدلو او عبدالصمد ځان او زمونږ نور ملګري هم خُورٍ وو ځو دومره نه. د مقامي خلکو نه معلومه شوه چې د دوی د دې کیسې نه خبر و او په تحصیل کې راپورټ هم کړی و. مګر سرکاري افسرانو د دې کار مځه نه نیوله حقیقت خو دا و چې دا ټول کار د سرکار په اشارت شوی و نو افسرانو یې څله مخه بندوله؟ يوازې دا ځای نه په ټول بلوچستان کې حکومت کوشش کړی و. چې زمونږ جلسو کې ګړبړي پيدا کړي ولې په پښتنو کې دومره پښتو لاپاتې وه چې د خپل مېلمه عزت وکړي مازیګر د هغه علاقې پولټيکل افسر چې پوځي کپشان و او هندو و او د| ټوله کيسه هغه کړې وه. خپل خپل اسسټنټ سسټنټ سره ماله راغی او د دې واقعې تپوس یې رانه وکړو او راته یې ووې که چېرې تاسو په دې خلکو مقدمه چلول غواړئ دعوې پرې کوئ نو زه به د هغې انتظام وکړم دغه اسسټنټ سسټنټ د پېښور د علاقې د ض۴ح حم ړن زعاژونداو دو 1 صوابۍ تحصیل د دوبيانو د کلي و .ما دوی ته په ځواب کې ووې چې مونږ خدايي خدمتګار د چا نه بدل نه اخلو . مونږ مظلومان یو .زمونږ بدل خدای پاک اخلي هغوی چې ما سره خبرې کولې نو د حکومت د طاقت باوجود ملامته او خړ غوندې ښکارېدل ښه ساعت ما سره وو بیا رخصت شو.تياره ماښام شو. سول سرجن را ورسېد هغه وخت زمونږ د زخمیانو بد حال و او د محمد امین کوسو حالت ډېر ځراب و. د راتلو سره ډاکټر د هغوی د وینو بندولو کوشش وکړو. او مونږ ته يې وويل چې د دوی حالت ډېر خراب دی د دوی دپاره څه انتظام کېدی نه شي.ښه به دا وې چې د جېکب اباد هسپتال ته يې ورسُوو.مونږ هغوی په موټرونو کې واچول او تېر ماسختن جېکب اباد ته ورسېدو سول سرجن ډېر ښه سړی و .د رسېدو سره یې د هغوۍ لپاره ډېر پوره انتظام وکړو هغوی یې ځان ځان له په کمرو کې واچول پټۍ مرهم وشول او چې د هغوی انتظام وشو نو بیا مونږ ځپلوځایونو ته رخصت شو چې شپه تېره شوه زه سحار وختي هسپتال ته لاړم سول سرجن زمونږنه مخکې راغلی و او په ما يې زېری وکه چې د دوی د بچ کېدلو زیات امید پيدا شو څه وخت چې دوی د خطر نه بهر شول او حالت يې ښه شو .نو زه جېکب اباد نه حيدر اباد ته روان شوم حيدر اباد ته زما ګاډی سحر وختي ورسېد کله چې سټېشن ته ورسېدم نو لا تياره وه او سباختلی نه و. پروفيسر ملکاني صاحب د کانګرس د کارکنانو سره سټېشن ته راغلی و. زه ډېر حېران او خوشحاله شوم په دې چې ځان بهادر الله بخش وزير اعلی د سنده سټېشن کې حاضر و او حېران په دې شوم چې زمونږ لوی خلک د داسې خلکو مخې له نه ځي او خوشحاله په دې شوم چې د ملک او قوم خدمتګارو سره دومره مینه لري.زمونږ لویوخلکو کې دا ماده ‎--۳۳٣‏ تت پسضئضئثئ-- زما ژوند او جد و جهد : نشته په حيدر اباد کې د سندھ کمېټۍ ممبران را غونډ شوي وو او د عامې جلسې نه وروستوزما او د هغوی ترمینځه خبرې اترې وشوې.د ډېرې مباحثې نه وروستو هغوی ما ته دوه د مطلب خبرې وکړې او راته يې وويل چې کله ته واردې ته ورسې نو دا خبره به مهاتماګاندهي او د ورکنګ کمېټۍ ممبرانو ته وکړې.يوه دا چې دې صوبه سندھ کې په مسلمانانو کې د اکسارانو تحریک ورځ په ورځ په ترقۍ کې دی که چرې د دې صوبې په مسلمانانو کې د خدایې خدمتګارۍ تحریک شروع شي نو ښه به وي ځکه چې خدايي خدمتګاري یو قومي ملي تحریک دی چې په هندو اومسلمان کې د همدردۍ او ورورولۍ جذبه پيدا كوي او دا بل تعريک په مسلمانانو کې تعصب پیدا کوي.ما ورته ځواب ورکړو چې دا کارونه چې دي داسې خلک کولی شي.د یو سړي په زړه کې چې د خپل قوم او د خپل ملک محبت او همدردي وي بیا به خلک د هغه خبرو مئنلو ته تیار وي که هغه سړی د هر ملت او مذهب وي بله خبره یې دا وکړه چې مونږ د خلکو لپاره څه کولی نه شو او نه مو د هغوی خدمت ته زمونږ د صوبې د کانګرس مشران جي رام داس.دولت رام پرېږدي اونه مونږ د هغوی لپاره په اسمبلۍ کې څه کولی شو اونه کلو ته د هغوۍ د خدمت او پوهه کولو لپاره تللی شو .ما ترې پوښتنه وکړه چې د دې وجه څه ده.هغوی راته وويل چې د کانګرس د چلولو لپاره جي رام داس ته اکثره چنده او امداد سرمايه داران ورکوي او هغه سرمايه دار دانه غواړي چې د عوامو د فايدې لپاره دې اسمبلۍ کې څه قانون پاس کړی شي.او یا دې د کانګرس خلک کليوالو او مزدورانو ته لاړ شي او هغوی دې پوهه او راویښ کړي ځکه چې د هغوی په پوهه کې د سرمايه دارو تاوان دی.د دې له پاره مونږ خلکو له څه کولی نه شو ۳۵ زما ژوند او جد و جهد 1 او که وکړو بيا هغوی مونږ سره ملګري کېږي نو دوی بيا مونږ ته چنده نه راکوي.ښه به دا وي چې ته زمونږٍ دا معامله د ورکتګ کمېټۍ ممبرانو ته ورسوې. زه د حيدراباد نه واردې ته روان شوم کله چې ورسېدم نو په داسې وخت چې جي رام داس هم حاضر و ټوله کیسه مې د هغه په مخکې ورکنګ کمېټۍ ته وکړه. زه چې دې وخت کې وارده کې وم رفیع احمد صاحب» چې دغه وخت د کانګرس نائب صدر و ما ته وويل چې باچا ځانه تاسو پښتنو مونږ پسې ولې را اخيستې ده چې سر کار ته مشکلات پيدا کوئ.ما ورته وویل چې هغه کومه داسې خبره ده چې مونږ په ناجایزه تاسو ته تکلیف در کړی دی نو ده راته وویل چې عنایت الله مشرقي مونږ ګرفتار کړلو نو هغه د حکومت نه معافي وغوښته مونږٍ پرېښود نو ستاسو د سرحد نه ورپسې پښتانه خاکسار راغلل او تمانچې يې پرې کېښودې چې مونږ دی وژنو تا ځو مونږ وشرمولو چې معافي دې وغوښته. هغه ورته منکر شو وې دا دروغ دي او قسمونه يې ورته وځوړل چې تحریک نه پرېږدم هغه د دې خلکو له وېرې بيا کار شروع کړو نو مونږ بيا ونیولو هغه بيا معافي وغوښتله خلک ترې وېزاره شول او تحریک کمزوری شو د هر یو تحریک انحصار په لیډر وي. چې بهادر اوهوښیار وي نو د تحریک خلک هم زړور او پوهه وي چې ليډر کمزوری او تنګ نظره وي نو د تحریک خلک هم بې زړه او تنګ نظره وي. بد بد پر ۷ 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد د خدايي خدمتگارو ړومبی وزارت د۵ خدايي خدمتکارو وزارت» زمونږ وزیران او پیرنگیان د جواهر لال دوره» د پیرنگیانو افسران او زمونږ حکومت؛ پښتانه را ویښ شول؛ د گاندهي جي دوره» وزارتونه او خدابي خدمتگار. ٧ زما ژوند او جد و جهد زه اووه کاله پس ځپلې صوبې ته راغلم. زه په ‎١‏ کال کې ګرفتار شوی وم او په ‎۱۹٩۷‏ کې راغلم زمونږ په خلکو ډېر زور زياتی او ظلم شوى و. لیکن د هغوی جذبه مړه شوې نه وه. د خلکو د مخونو نه ماته معلومېده چې زړونه يې د جلذباتو نه ډک دي.زه چې نه وم نو سرې چامې هم نه وې حکومت بندې کړې وې زه چې راغلم نو سرې جامې هم راغلې څه وخت چې خدايي خدمتګارو واورېدل چې زه ځپلې صوبې ته را ورسېدم نو بيا هغوی بندیز ته کتلي نه دي ټولو ځپلې سرې جامې واغوستې مګر حکومت ورسره چېړ ونکړو هغه ټولې پابندۍ د خدايي خدمتګارو نه وچتې شوې. زما په غير حاضرۍ کې حکومت چې څومره ظلمونه کولی شول هغه يې د صوبې په خلکو او په تېره بيا په خدایي خدمتګارو کړي وو. د خدايي خدمتګارۍ د بربادۍ دپاره يې ټولې طریقې استعمال کړې وې. خو کامياب شوي نه و. بلکې خدايي خدمتګارۍ زیاته ترقي کړې وه او خلکو کې پوهه او سیاسي شعور پيدا شوی و.څه ورځې پس زه د اسمبلۍ د ممبرانو سره اييټ اباد له لاړم چې هلته د اسمبلۍ د ممبرانو اجلاس و.د هزارې ډېر خلک زما هر کلي له را ټول شوي وو. د ستړې مه شي نه پس يوه جلسه وشوه چې په هغې کې ما تقرير وکړو او د ځلکو شکريه مې ادا کړه بيا خپلو ځایونو له لاړو .زه د هزارې د خلکومېلمه وم. غني او ولي هم راسره وو هغوی زمونږ د پاره ځان له انتظام کړی و.په دې ورځو کې د مسلم ليګ او حزب اختلاف په مینځ کې اختلاف و.د صاحبزاده صاحب د وزارت دا کو شش و.چې دا وزارت دې سعف : 00٨٥٥٥ ٣٧11 ‏ئ ا‎ زما ژوند او جد و جهد مات نه شي او خدايي خدمتګارو زورلګولی و چې مات دې شي. صاحبزاده صاحب لویې لویې جبې او لوی لوی ملايانء مياګان را غونډ کړي وو. هغوی به هره ورځ جلسې کولې هغوی دروغ او بهتان جوړولوزما برخلاف يې تقریرونه کول حال دا چې زه نه په اسمبلۍ کې وم او نه د پارټۍ ليډر وم. د هزارې يو لوی بزرګ مولانا محمد اسحاق صاحب مانسهروي چې د خلافت په وخت کې زما ملګری هم و. او په هزاره کې يې ډېر کار کړ یو او خلکو به په جوپان کې په اوږو ګرځولو او پیرنګيانو پنډۍ کې نظر بند کړی و. هغه پخپل تقرير کې زما متعلق داووې چې يوه ورځې عبدالغفار خان پنډۍ له راغلی و .زه ورسره وم لیکن هغه چېرته يو لمونځ هم ونه كړو او د شپې په جلسه کې چې څه وخت هندوانو او مسلمانانو هغه ته ګیتا او قران پېش کړل هغه قران ته ډېره توجه ونه کړه په ښي لاس کې يې ګیتا واغيستو او كيڼ لاس کې يې قران واخيستو» زما په باره کې د مولانا محمد اسحاق صاحب دا ټولې خبرې دروغ وې زه بې شکه جلسې له پنډۍ ته تلی وم» خو مولانا محمد اسحاق ځو يو ساعت دپاره راغلی و او هغه وخت کې يې ماته ویلي وو چې زه د دې خلکو په جلسو کې شرکت نه کوم څو چې دا جلسه ستا دپاره ده .او ته ځو د اسلام يو مجاهد يې نو ځکه زه بېګا له دې جلسې له ضرور راځم. په دې جلسه کې ماته چا قران او ګيتا پېش کړي نه وو.بلکې زما په ټول عمر کې ما ته په جلسه کې چا قران او ګیتا پېش کړي نه دي چې په کوم قوم کې دا قسم خلک د دين ستنې ګڼلی شي.نو هغه دین کله په داسې ستنو ټینګېدلی شي په دغو اغف زهزونه اوه مس وسم ورځو کې پیرن نګيانو دا غوښتل چې د خدايي خدمتګارو په مقابله کې په دې صوبه کې دې يوه بله ډله هم جوړه شي نو د صاحبزاده صاحب په ذريعه فوراً مسلم لیګ جوړ شو او د دوی جلسې شروع شوې. د دې نه څه موده مځکې جناح صاحب د مسلم ليګ د جوړولو په خيال صوبه سرحد ته راغلی و. خو کامياب شوی نه و او ډېر مايوسه تلی و. ځکه چې په هغه وخت کې د پیرنګيانو دا پاليسي نه وه او هغوی په صوبه سرحد کې د هېڅ قسم ډلې جوړېدل نه غوښتل. په دغو جلسوکښې به هم مولانا صاحب محمد اسحاق د کانګرس برخلاف او د مسلم ليګ په حق کې تقریرونه کول. په جلسه کې ترې يو سړي پوښتنه وکړه چې مولاناصاحب ستا خوریی پير کامران د خدايي خدمتګارو په ټکټ ولاړ و. نو تا د هغه دپاره پراپېګنډه کوله او مونږ ته دې وې چې خدايي خدمتګار قومي او ډېر ښه تحریک دی. نن څه چل وشو؟ اوکوم دليل پيدا شو چې خدايي خدمتګار ځراب او د هندوانو جماعت شو دغه شان يوازې دی نه نور هم ډېر ملايان وو چې مونږ سره يې قیدونه تېر کړي وو په دې ازمېښت کې کامیابه شوي وو ځو د پيسو په ازمېښت کې ناکامیابه شول. زمونږ يو قومي کارکن مولوي شاکرالدصاحب د نوښار د خدايي خدمتګار د اميدوار ميا جعفرشاه مخالف شو او د تاج محمد ځان. ځان بهادر ملګری شو. څه ورځې پس د عمرزو ځان بهادر سعدالله خان مونږ مېلمانه کړو. دی د صاحبزاده صاحب د وزارت په وخت کې وزير و.دې دعوت ته يې صاحبزاده صاحب هم رابللی و. صاحبزاده صاحب چې راغی نو ماسره يو ځای کښېناستو د ۰ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد راشه درشه نه پس يې راسره دا خبره شروع کړه چې پخوا به د هندوستان د خلکو سترګې دې ځو اته وې او د دې ملک خلکو چې به څه ويل هغوی به هغه کول لیکن افسوس دی چې د دې ملک د خلکو سترګې اوس هندوستان ته دي او هغوی چې څه وايي دوی هغه کوي ما ورته ووې چې صاحبزاده صاحب چې ته د حالاتو نه پوره خبر نه يې نو ځکه داسې خبرې کوې اوس هم هغه حالات دي بدل شوي نه دي اوس هم د هغو خلکو سترګې دې طرف ته دي اوس هم چې د دې طرف خلک څه وايي هغوی هغه کوي څه وخت چې سول اينډ ملېټري ګزټ اخبار دا غلط خبر شايع کړو چې باچا خان د کانګرس نه جدا کېږي نو دی صاحبزاده صاحب عبد القيوم ما پسې لاهور ته سړی را ولېږلو او خط يې ورکړی و.زه د شملې نه ‌لاهور ته راغلی وم نو دلته مې هغه سړی وليدو هغه راته زباني هم ووې چې صاحېزاده صاحب وې چې باچاځان ته وايه چې د خدای دپاره چې ګورئ د کانګرس نه جدا نشې او که ته د کانګرس نه جدا شوې نو بيا پیرنګيان زمونږ صوبې له هېڅ نه ورکوي. د ډېروخبرو نه پس ما ده ته د خپلې صوبې خبرې شروع کړې ما ورته ووې چې دا کوم حقوق چې حکومت مونږ له راکړي دي زه منم چې دا نيمګړي او ناقص دي او د دې په ذريعه مونږ د خپل قوم او ملک دپاره هغه کارونه نه شو کولی چې زمونږ زړه يې غواړې. خو بياهم په دې کې دومره څه شته که په اتفاق سره مونږ کوشش وکړو نو د پیرنګي په ځای پښتون د دې ملک مالک کېدی شي نو اوس زه ستا نه پوښتنه کوم چې د پیرنګي په مقابل کې ته مالک کېدی شې؟ هغه ځواب راکړو چې زه نه دد00 11 مرانستتت 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد مالک يم او نه مالک کېدی شم ولې چې زه د پیرنګيانو مقابلې ته تيار نه يم ما ورته ووې چې ښه ده ستا په پښتنو دا ورځ پيرزو کېږي چې د پیرنګيانو په ځای دې پښتانه د دې خپل ملک مالکان شي. نو هغه ووې چې بېشکه زما زړه همدغه څیز غواړي نو ما ورته ووې چې دا خو به هله کېړي چې ته بل چا له موقع ورکړې نو هغه ووې چې زه بالکل دې ته تيار يم نو ما ورته ووې چې ښه به دا وي چې ته د وزارت نه استعفا وکړې ځکه چې زه دا مناسب نه ګڼم چې اسمبلۍ کې ستا برخلاف د عدم اعتماد ووټ پاس شي هغه ما سره وعده وکړه او په دې خبره راضي شو چې استعفا به ورکړم» ځو ما ته چې معلومه شوې ده نو سرجارج کننګم ګورنر هغه دې کار ته پرې نه ښودو او دا افسوسناکه واقعه وشوه چې ما د هغې مخه نيوه یعنې په اسمبلۍ کې د ده په خلاف د عدم اعتماد قرار داد پاس شو او د عدم اعتماد ووټ پاس کېدو سره د خدايي خدمتګارو ليډر ډاکټر خانصاحب ته يې د وزارت د جوړولو دعوت وركړو او د صاحبزاده صاحب په ځای د خدايي خدمتګارو وزارت جوړ شو. د خدایی خدمتگارو وزارټ: د وزارت جوړولو سلا اومشورې دپاره مولانا ابوالکلام ازاد اوبابو راجندر پرشاد اييټ اباد ته راغلل د خدایي خدمتګارواسمبلۍ پارټۍ په ممبرانو کې چې څوک د وزارت خواهشمند وهغوی د خدایی خدمتګارانو په ذريعه د خپلو خواهشاتو د پوره کولو دپاره کار شروع کړو. د دې ټولو پ0- 0-0سسس۴س-س-س:س:خس سا 06/۴۳06 زما ژوند او جد وجهد سرغنه مین جان وکيل و د ده ډېر شوق و چې وزير شي د قاضي عطاالله په مقابله کې ډېر خلک د ده په طرف وو او د دې وجه هم دغه وه چې قاضي صاحب د خپل وزارت دپاره کوشش نه کولو او هېچا ته يې ويلي نه وو تر دې پورې چې ماته يې هم د دې خبرې کنايتا هم ذکر نه و کړۍ. د خدايي خدمتګارو د مشورې نه پس زه. ډاکټرصاحب. مولانا ابوالکلام ازاد او بابو راجندر پرشاد کښېناستو او په حالاتو مو غور وکړړ. زما دا رايه وه چې زمونږ صوبه ډېره وړه صوبه ده مونږ له د دريو يا زيات نه زيات د څلورو وزیرانو نه زيات جوړول په کار نه دي. په دې دوران کې ثمین جان ماله هم راغی او ماته يې ووې چې زه په دې خبره رضا يم که چېرې ما او قاضي صاحب پارلیمنټري سکتریان کړئ لیکن يوازې نه قاضي به هم راسره وي دا هغه مين جان ځان دی چې قاضي صاحب د ده دپاره ماله د بريلي جېلخانې له راغلی واو دده دپاره يې زما نه مجبوراً د نوښار د خدايي خدمتګاروپه نومونو خطونه واخيستل چې د ده مخالفت دې نه کوي. په دې وجه دی د اسمبلۍ ممبر شو چې ثمین جان په دې پوه-شو وزارت په ووټونو نه دی او د وزير اعلی په مرضۍ دی او بله دا چې زه د دې پارلیمنټري سکتریانو هم مخالف وم ځکه چې زمونږ صوبه وړه ده دومره ګنجایش په کې نشته او نه دومره کار شته نو مونږ دا فېصله وکړه چې ډاکټر صاحب سره دې» درې نور وزيران وي او په هغې کې دې يو هندو وي او دوه مسلمانان چې د هزارې د اسمبلۍ ممبران مونږ سره ملګري شوي وو او د ۳ 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد صاحبزاده صاحب برخلاف يې ووټ ورکړی و. نو مونږ ورسره دا وعده کړې وه چې يو وزير به د هزارې وي پاتې يووزارت شو نو ډاکټر صاحب قاضي عطاال ‏ صاحب واخيستو او د هزارې نه يې محمد عباس خان واخيستو. په هندوانو کې زما رايه وه چې لاله بنجورام د ډېره اسماعیل ځان دې وزير شي ځکه چې هغه د کانګرس زوړ کارکن و او قيد يې هم تېر کړی و او ډېر با اصوله سړی و. د مولانا صاحب دوی دا خيال و چې رای بهادر ايشرداس په هندوانو کې لايق او بارسوخه سړی دی» دی دې وزير شي لیکن زمونږ د ټولو لاله بنجورام خوښ و او هغه وزير مقرر شو حقيقت دا دی چې کانګرس په با رسوخو رای بهادرانو پسې ګرځي او مونږ په خدمتګارو پسې ګرځو. کله چې زمونږ وزارت جوړ شو نو زمونږ دأ فکر و.چې څومره زمونږ نه کېدی شي خلکو ته فايده ورسوو مونږ په اسمبلۍ کې دوه تجویزونه پاس کړل. يو موماليه کې معافي وکړه او بل د کوهاټ. بنو او مروتوخلکو به د اوبو ډېر تکلیيف و .د هغوی د اوبو د انتظام دپاره مو څه روپۍ منظورې کړې او دا مو اراده وه چې هر کال به چې څومره کېدی شي د دې خلکو د اوبو دپاره روپۍ منظوروو تر هغې پورې چې دا خلک په اوبو ماړه شي. د کوهاټ د کرک تحصیل دا حال وو. چې هلته به زمونږ میندو او خويندو د شلو او دوه ويشتو میلونه د څښکلو اوبه راوړلې د وزارت دا کوشش وو چې د څښکلو اوبه دې هرې علاقې ته ورسوي او چې کله وزارت دوه کاله پس استعفا ورکوله نو هغوی دومره کړې وه چې بيا د دغنې علاقې خلک د اتو میلو نه لرې اوبو پسې نه تلل او اکثرو کلو ارووبپوچچ سه ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد و جهد ته خو | وبه ور ورسولی شوې. د اوبو دا مسئله به بیخي حل شوې وه ځو د پښتنو په پرو جنبو او خودغرضو دا کار ترسره کېدو ته پرې نه ښود. ولې چې هر کلي به ويل چې اوبه اول مونږ له راکړئ. د دې د پاره مو يوه سرکاري کمېټي جوړه کړه او ما په کې ممبري د دې دپاره منظوره کړه چې دا د عامو خلکو د فايدې او خير کار دی ځو افسوس دی چې زمونږ د ځپلو خدايي خدمتګارو د بې اتفاقۍ په وجه خلکو ته چې کوم قسم خير او فايده مونږرسول غوښتل ونه رسولی شوه او هغه کار نيمګړی پاتې شو. کانګرس د ځپلو وزارتونو دپاره دا هم ضروري ګڼله چې د صوبې قانوني مشیر یعنې ايډوکیټ جنرل به د ګورنر په خوښه نه مقررېږي. بلکې دده واک دې د وزیرانو سره وي او د هغوی چې د خپلې خوښې نه کوم قسم سړی غواړي هغه دې مقرروي. د بهار صوبه کې د ګورنر او وزیرانو په مينځ کې لويه جګړه شوې وه. او نوبت د استعفا ورکولو ته رسېدلی و دغو ورځو کې سر سلطان احمد د بهار د صوبې اېډ وکېټ جنرال و هغه د سرکار ډېر ځير ځواه و نو ګورتر نه غوښتل چې هغه دې د دې عهدې نه لرې کړی شي او وزارت غوښتل چې د ده په ځای خپل اعتباري سړی مقرر کړي په دې باندې د وزارت او ګورنر تر مینځه جګړه وشوه او چې ګورنر پوه شو چې وزيران په دې خبره استعفا ورکولو ته تيار دي نو بيا يې د هغوی خبره ومنلهء سرسلطان احمد لرې شو او د کانګرس سړی مقرر شو دغه شان زما هم دا خيال و چې زمونږ وزارت دې هم پل سړی په دې عهده مقرر کړي په دغو ورځوکښې سردار راجه سنګه ۹ ۹ ۴۵ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد اېډوکیټ جنرل و ډاکټر صاحب په دې مسئله ګورنر سره خبرې وکړې خو هغه د ده لرې کولو ته تيار نه و» نو راجه سنګه پخپل ځای اېډوکېټ جنرل پاتې شو نو نتیجه دا شوه چې زمونږ د وراثشت څو کلي د ډاکټر صاحب او زمونږ نه واخيستل که زمونږ ځپل اېډوکېټ جنرل وی نو د پاس شوي قانوني زراعتي بل مطابق به عمل شوی و. زمونږ د صوبې خلکو ته به تاوان نه وی رسېدلی او زمونږ دا وراثشت به اخيستی شوی نه وء او مونږ ته به هم تاوان نه وی رسېدلی» زما طبیعت ښه نه و نو زه د څو ورځو دپاره هواګلۍ ته لاړم دايو ښکلی د ارام ځای واوما په کې څوورځې ارام وکړو بيا د دې ځای نه فقیراخان سره د اګرور په دوره لاړم. مونږ چې په ۰ کال کې خدايي خدمتګاري جوړه کړه دا تحريک د پښتنو د طبيعت موافق و او ډېر زر په پښتنو کې ځور شو ځو پیرنګيانو مونږ له موقع رانه کړه درې نيمې میاشتې پس يې ګرفتار کړو. او زمونږ قوم اوخدايي خدمتګارو سره يې بې حده ظلمونه وکړل خو څومره چې دوی ظلم کولو تحريک زيات خورېدلو پیرنګيانو زمونږ دا تحريک دباو نه کړی شو او چې زمونږ عارضي سوله د ګاندهي جي او لارډارون په مینځ کې وشوه نو بياهم مونږ پیرنګيانو کار ته نه پرېښودو ځای په ځای به یې راته ايکسوچوالیس: د قانون يو سل څلورڅلوېښتمه ماد» دفعه لګولی وه او په هزاره کې ځو يې مونږ ته ډېر مشکلات پيدا کړي وو. نو دلته مونږ په تسلۍ سره کار نه و کړۍ. بل زمونږ نه د ميا احمدشاه ډله هم جدا شوې وه هغوی هم زمونږ برخلاف ډېرې غلطې خبرې خورې کړې وې ځو هغوی هم 0 مغ 000076نننننن ‏ نن 7------ تا زما ژوند او جد وجهد پخپلو ذلیلو ارادو کې کامياب شوي نه وو اوس چې مونږ اووه کاله پس خپلې صوبې ته راغلو او د خدايي خدمتګارو وزارت هم جوړ شو نو مونږ د نوي سره د خدايي خدمتګارۍ تنظيم شروع کړو. هزاره کې هم مونږ له د کار کولو موقع په لاس راغله او د هغه علاقې دوره مې وکړه. زمونږ وزیران او پېرنگیان: څه وخت چې اول زمونږ وزارت جوړ شو نو په نوکر شاهي خلکو باندې که هغه انګرېزان وو او که ديسیان وو هيبت او وېره راغله. رشوتونه. ظلمونه بند شول. لیکن افسوس چې دا حالت تر ډېره وخته پاتې نه شو نوکرشاهي زمونږ وزیرانو سره خلط ملط شوه او د هغوی د ځوی بوی نه خبر شول او تعلقات يې ورسره قایم کړل.نو بيا پخپله زړه پاليسۍ روان شول. رشوت خو پرېږده د وزارت او خدايي خدمتګارۍ تحریک ته نقصان ورسېدو. که زما په هغه تجويز عمل شوی وی. نو دومره تاوان به مو نه وی شوی زما دا تجویز و. چې وزیرانو له د ضرورت نه زيات تعلقات پیرنګيانو سره په کار نه دي او نه د ضرورت نه زيات هغوی سره خلط ملط کېدل په کار دي. ځکه چې زما تجربه ده چې غلام قومونه ډېر کمزوري وي او حاکم قوم ته ټینګ نه وي. حاکم قوم کې يو قسم کشش وي او محکوم قومونه ځود په خود ځان ته راکاږي.دغه وجه وه چې ما به پیرنګيانو سره نه ليدل هغوی به زما خلاف پراپېګنډه کوله چې دده د پیرنګيانو نه نفرت دی. زه خو خدايي خدمتګار يم او د خدای خدمت خو د خدای د مخلوق خدمت 2 فر ‎٢‏ تت تت زما ژوند او جد وجهد ل7-رس0و٥-‏ ‏دی ايا پیرنګيان د خدای مخلوق نه دي؟ او دا نه چې ګوندې په دې کې يوازې زمونږه وزيران فېل شول. دا امتحان که مونږ کې په هر چا راغلی وی هغه به په کې پاتې راغلي و د دې نه هغه سړی بچ کېدی شي چې د دې قسم موقع پيدا کېدو نه ځان وساتي ما د ډاکټر صاحب دپاره د پیرنګيانو سره داسې تعلقات ډېر خطرناک ګڼل ځکه چې په هغه د مجلس ډېر اثر کېږي. هغه چې د انګلستان نه راغلی و. نو په هغه د پیرنګيانو ډېر اثر و پیرنګيان ورته پاک او ريښتوني ښکارېدل د خپل قام خلک ورته دروغجن ښکارېدل. زه دا منم چې پیرنګيان پاک او رښتیني دي ځو د ځپل قام د پارهمګر د بل قام دپاره او خصوصاً په سیاست کې دغه شان نه دي. ‏د جواهر لال دوره: ‏په دغو ورځو کې جواهرلال سرحد ته راغی. پنډت جواهر لال چې زمونږ صوبې ته په اول ځل راغی. نو په ټول ښار کې مون دده جللوس وګرځولو. په زرګونو خدايي خدمتګار ورته هر ځای ولاړ وو. او بيا په شاهي باغ کې يوه لويه جلسه د ده په درناوۍ کې وشوه دې جلسې له سرکاري او قومي ډېر مخلوق راغلی وو. قومي نظمونه په کې وویلی شهو سره د دې چې جواهر لال په پښتو نه پوهېدلو ځو د دې نظموتو او د دې نظارې او ماحول نه ډېر متاثر شوى و.دا نظم چې په کې وويل شو چې: (زمونږ سرې جامې زړې کړې د خانانو نوکرانو) نو ډېرو خلکو ورته ژړل او چې تهکال له تلو نو جلوس کې يو سکه چې د خدايي خدمتګارو کمانډر و با وردۍ مخکې روان ‏دس سه 1011100 0016/۳066 زما ژوند او جد وجهد و او د «نعره تکبيس چغې يې وهلې. ما جواهر لال ته ووې چې وګوره دا سکه دې خو دلته دومره قوميت او اتفاق خدايي خدمتګارۍ پيدا کړی دی چې دی د نعره تکبير نارې وهې.ډاکټر صاحب نهروجي ته زما دا شکایت وکړو چې دی مونږ د پیرنګيانو سره د تعلقاتو ساتلو نه منع کوي. جواهرلال ما سره په دې مسئله ډېر بحث وکړو چې دا خبره د تهذیب نه لږٍه پرېوتې ښکاري ما ورته ووې چې زه منم ماته هم دا خبره ښه نه ښکاري خو دې کې دومره فايده نشته . لکه چې څومره په کې نقصان دی. نو مونږ يه هغه تهذیب څه کړو چې په هغې زمونږ قوم او ملک ته نقصان رسېږي.لیکن هغه زه په دې خبره مجبوره کړم چې ماله په دې معاملاتو کې دخل کول په کار نه دي. نو ما دا خبره غلې کړه چې کله به زه پېښور ته لاړم» نو ما به کتل چې يا به ډاکټر صاحب د پیرنګيانو مېلمه و او يا به پیرنګيان دده مېلمانه وو. دده او د پیرنګيانو تعلقات دومره زيات شول چې حکومتي کارونه ځو پرېږده هغوی زمونږ کورنو معاملو کې هم دځل شروع کړو.د پیرنګيانو او د خپل قوم په باره کې د ډاکټر صاحب هم بيا هغه زړه رويه شوه. چې په ډېرو کوششونو بدل کړی شوې وه. خبره دا وه چې د ډاکټر صا دا رايه وه چې پیرنګيان عموماً او ګورتر خصوصاً د وزارت سره د هر قسم تعاون ته تيار دي ځو خبره داسې نه وه هغوی به مخامخ د ډاکټر صاحب ډېرې خوشامندې کولې او د دې اظهار يې کولو چې مونږ ستا وفادار يو لیکن حقيقت داسې نه و. او پسې شا به يې پخپله او د خپل لاس لاندې خلکو په ذريعه د خدايي خدمتګارو او وزیرانو په خلاف ا- سفنت نت 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد پراپېګنډې کولې او په قسماقسم طریقو به يې زمونږ تحریک ته نقصان رسولو د هرې محکمې مشر اف سر به د خپلې محکمې کارکوونکو ته تلقين کولو چې ګورئ تاسو په دې خبرو پوه شئ» چې ستاسو ترقي او تنزل زما په لاس کې دی نه چې د وزیرانو.او دغه شان د ملک خانان او اربابان به يې هم زمونږ مخالفت ته تيار کړل.او د هغوی ذهن کې يې دا خبره واچوله چې اوس په ملک کې ستاسو رسوخ پاتې نه شو.او که څه وي نو هغه هم خدايي خدمتګار درته نه پرېږدي. که چيرې تاسو خپله هستي غواړئ نو تاسو له په کار دي چې د سرکار امداد وکړئ او د هغه حکومت مضبوط کړئ. د خدايي خدمتګارو تحریک او حکومت کمزوری کړئ دا به هله کېږي چې تاسو ټول ځانان اربابان اوملکان راټول شئ او خپل کور کې اتفاق وکړئ.او د خدايي خدمتګارو مقابله کې خپل يو جماعت جوړ کړئ او بيا ملا وتړئ او د هغه جماعت دپاره پخپل ملک کې کار وکړئ قوم د هغوی نه واړوئ او ځان سره يې ملګري کړئ او دغه شان ملايانو باباګانو او میاګانو ته به يې هم دا کيسه کوله مسټرټالن ټن چې د چارسدې اسسټنټ کمشنر و .د هر چانه اول شروع وکړه. هغه ځان بهادر سعدالله ځان د عمرزو راوغوښت سلا يې ورسره وکړه او د هشنغر دواوې خانان. ملايانء وکیلان يې ملګري کړل او مسلم لیيګ يې قام کرو او دغه شان په ټوله صوبه کې ځانانو. ملايانو . وکیلانو د حکومت په ذريعه مسلم ليګ جوړ کړو او زمونږ برخلاف يې پراپېګنډه شروع کړه د دې نه وړاندې زمونږ صوبه کې مسلم ليګ نه و. مسټر محمد علي "کت تت زما ژوند او جد وجهد ل-٧-س‏ جناح صاحب د دې جماعت د جوړولو دپاره دلته راغلی و ځو جوړ شوی نه و. عجيبه د اوه چې زمونږ حکومت به هغه حاکمان مقررول چې کومو به د مسلم ليګ دپاره کارکولو دا خلک به ډېر خوشامندګرو.او ډاکتر صاحب داسې يو سړی و. چې خوشامندو ته ټينګنه و او که خدايي خدمتګارو به ډاکټر صاحب ته د دې قسمه څه خبره وکړه نو هغه به پرې یقین نه کولو اوخپل خدايي خدمتګار به ورته دروغجن ښکارېدل او هغه اف سر چې به دوی پخپله لګولی و. او د دوی د لاس لاندې به وء ډاکټر صاحب به خپل وفادار ګڼل خو هغوی به ټول کار د خدایی خدمتګارو خلاف کولو. يوځل ده بنو حاجي محمد اسلم ځان ما ته د ځان بهادر دلاور ځان اسسټنټ کمشنر په باره کې وويل چې هغه زمونږ مقابله کې د مسلم لیيګ جوړولو کوششونه کوي. حاجي صاحب ډېر رښتینی و. زمونږ ډېر ملګری و او ډېر مخلص خدايي خدمتګار و. هغه ويل چې ما ډاکټر صاحب ته وويل چې دلاور ځان دا کار کوي. دی د دې ځای نه بدل کړه لیکن زما په دې خبره د ډاکټر صاحب يقين رانغی او دا يې خيال و. چې ګوندې زه دروغ وايم حاجي صاحب ډېر خپه و.د هغه لره ډېره تسلي ما وکړه او ورته مې ووې چې مونږ به کوم کوم حاکم بدلوو که چيرې دلاور ځان بدل شي او دده په ځای بل راشي نو ستا څه خیال دی هغه به دا کار نه کوي؟ مادا خبره په زړه واچوله او ډاکټر صاحب سره مې پخپله د دې ذکر وکړو د هغه په دلاور ځان دا یقین و. چې هغه دا کار نه کوي او حاجي صاحب زیاته وايي د دې د معلومولو دپاره زه بپ بپ در سښسښا 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد پخپله بنو ته لاړم څو ورځې مې تېرې کړې او بې طرفه خلکو نه مې تحقيقات وکړو معلومه شوه چې په مسلم لګ کې د شاملېدلو دپاره دلاور ځان په محمد نواز ځان باندې هم ډېر زور لګولی دی. محمد نواز ځان د ګل امام ځان و او په ‌بنو کې وکيل و ما سره يې ډېر تعلقات وو او زمونږ سره يې ډېره همدردي وه.او دده ورور محمد ظفر ځان زمونږ ذمه دار خدايي خدمتګار و.د دوی ټول خاندان زمونږ تحریک کې د هر چا نه وړاندې وو او د نورو وکیلانو په شان چالاک او دروغجن نه و. ما دا غوره وګڼله چې د محمد نواز ځان نه حقیقت معلوم کړم ماوې چې دی پوه نه شي او حقیقت معلوم شي. ځير زه دده ځای له لاړم ورسره کښېناستم خبرې مو شروع کړې اخره کې مې ترې د دې خبرې پوښتنه هم وکړه چې تاله خو يې هم د مسلم ليګ دعوت درکړی دی هغه وې هوا ځو چې وروسته يې فکر وکړو نو بيا پښېمانه و. خو خبره يې د ځولې نه وتلې وه. چې لږ فکر يې وکړو نو راته یې ووې چې ما باندې خو دې چل وکړوء زه واپس پېښور ته راغلم او ډاکټر صاحب مې د دې خبرې نه خبر کړو. حقيقت دا و چې د دې قسم خبرو کې خدايي خدمتګارو ته هم قصور و.ډېر داسې خدايي خدمتګار وو چې وزارت ته يې غلط خبرونه رسول او په دې وجه د ډاکټرصاحب عقيده په دې ټینګه شوې وه چې دوی ټول دروغجن دي مګر په خدايي خدمتګارو کې رښتني خلک ډېر وو. خو دروغجن په کې وو. د هغوی په وجه رښتیني هم د شک نه ځلاص نه شو زمونږ چې حکومت جوړ شو نو مونږ له نوي خلک راغلل او مونږ په خدايي خدمتګارۍ کې واخيستل دا خلک د 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد خدمت دپاره نه بلکې د اقتدار او د لوټ دپاره او هم د خدايي خدمتګارۍ د بدنامولو دپاره په جماعت کې داځل شوي وو. دا زمونږ نه لويه سهوه او غلطي وشوه چې دغه خلک مونږ پخپل جماعت کې واخيستل په کار دي چې کله زمونږ جماعت اقتدار ته ورسېدو.نو دغسې تماشبين خودغرضه او ابن الوقت کسان دې په خپل جماعت کې د څه مودې دپاره نه اخلي او چې بيا کله يې اخلي هم تحقيق په کار دی چې داسې خلک واخيستی شي. چې هغوی حقيقت کې د خپل غرض دپاره نه دقام د خدمت دپاره پارټۍ ته راځي. زمونږ د صوبې د ګورنر جارج کننګم په باره کې د ډاکټر صاحب عقيده وه چې دی ډېر ښه سړی دی. او هغه يې خپل دوست او مددګار ګڼلو د هغه دې عقيدې سره زما اتفاق نه و. زه منم چې کننګم ډېر ښه اوهوښيار سړی و. خو ډېر ښه پیرنګی هم زمونٍ د پاره ښه کېدی نه شو. ولې چې زمونږ او د هغوی قامي مفاد بېل وو. د گاندهي جې دوره: اوس صوبه سرحد کې خپل وزارت و »په راتلو څه بندیز نه و نو ګاندهي جي هم په ١٩۱۹ع‏ کال کې راغی. د هغه هر کلی او استقبال چې په کوم شان وشو هغه يو تاريخي حيثيت لري. کوم څيز چې په ګاندهي جي ډېر زيات اثر کړی و .هغه د باوردۍ خدايي خدمتګارو هغه نظم و ضبط و. چې هغوی څومره په غاموشۍ حوصله او انتمهايي وقار دا د زرګونو .لکونو خلکو جلسې او جلوسونه سمبالول ګاندهي جي وليدل چې څومره په مينه او اخلاص خدايي خدمتګار لادد سس٣س٣سس‏ 0 ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد و جهد خپل جلوسونه او جلىسې منظم او قتابو ساتي او دا يي هم وليدل چې په جلسو او جلوسونوکښې اولسونه څومره په جوش او بې باکه مينه د خدايي خدمتګارو سره تعاون کوي. د ګاندهي جي غوندې ګرځنده او جهان ديده قامي او اولسي مشر هم په دې مجبور شو چې ويې ويل : «ما پخپل ژوند کې داسې خاموشه اومنظمې جلسې ډېرې کمې ليدلې دي» او ځکه د ګاندهي جي دا اميد پيدا شو چې د دې درنواو تورزنو پښتنو په ذريعه د ځپل ژوندون مقصد حاصل كړي او لکه وايي زما دعا ده چې پښتانه دې نه يوازې دا چې هندوستان له ازادي وګټي بلکې د دغه ازادۍ په برکت ټولې دنيا ته د عدم تشد د دا زرین اصول ور معرفي کړي». ګاندهي جي به مونږ سره خندل چې د شپې ټوله شپه ما په ګاډي کې ټکی ځوب نه دی کړی. ولې چې د پنجاب په هر ټېشن به مخلوقات راغلل دا ټېل او دیکې به وې او چغې سُورې او کریکې به وې. ګاندهي جې به غوږونو کې مالوچ ټومبلي وو. په دې لړ کې ما ته د جواهر لال نهروهغه خبره را ياده شوه چې کله هغوی په اول ځل د صوبه سرحد په دوره راتلل هغه ويل چې د پنجاب په ټولو ټېشنونو کې ټوله شپه خلکو چغې وهلې وې او مونږ يې ټکي خوب ته نه پرېښولوء هغه نهرو چې پخپل انداز کې ويل چې د هر يو سړي دا کوشش و چې زما غوږ له خوله راورسوي او د انقلاب زنده باد چغه په کې ښه په زوره ووهي لکه چې ددې خلکودا خيال وي چې د جواهر لال په غوږ کې په چغه وهلو به انقلاب راشي خوهغه ويل چې يو ټېشن کې ګاډی ودرېدو او ما بيا دې چغو او 0: ‏نس‎ ٢١٢٢ ۷ ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد و جهد - کريکو ته ځان تيارولو چې کړکۍ نه مې سر بهر کړو نو څه ګورم چې د ټېشن د يو سر نه تر بل سره پورې په پليټ فارم د سرو جامو خدايي خدمتګار ولاړ دي نه ټېل شته نه کریکې نه دېکې شته»نه چغې»نه غوبل شتهه» نه داندل يو مشر ماله راغی راته يې ووې: «(مونږ ستا ستړي مه شي ته راغلي يو او تا ته هرکلی وايو.زه ور کوز شوم هغوی ټولو ماته په شریکه دباجو سره سلامي وکړه. جواهر لال وويل چې زه دومره متاثر شوم چې زما غوني زيګ زيګ شو او بيا يې ميا افتخار الدين ته چې هغه وخت د پنجاب کانګرس صدر و مخ کړلو ويې ويل:«همین کسی کی بتانی کی ضرورت هی نه پړی که هم شريف پټهانون کی ديس مین پهنچی هين یعنې مونږ ته د دې وينا ضرورت پېښ نه شو چې چا راته ویلي وې چې مونږ د شریفو پښتنو څاورې ته را ورسېدو. ګاندهي جي چې د سرحد په دوره راغی نو اوله عامه جلسه په چارسده کې مقرره شوه فدا عبدالمالک صدر واو انځر ګل سالارو دوی چې څرنګه خدايي خدمتګار وو او څرنګه خدمت يې کړیو او بيا يې چې څرنګه د کار خلک پيداکړي وو نه داسې کار چا په صوبه کې کړی او نه داسې خلک چا په صوبه پيدا کړي وو. ګاندهي جي چې جلسې له راغی په جلسه کې په زرګونو خلک ناست وو د هغوی په راتلو يو سړی د خپله ځايه ونه خوزېدو. د ګاندهي جي موټر راغی سټېج سره ودرېدو مونږ د موټرنه را کوز شو موټرلاړمونږ سټېج ته وختو هلته جلسه شروع شوه خلک خاموشه ناست وو تقریرونه يې اورېدل. ګاندهي جې د دې جلسې نه ډېر متاثره ۲۵۵ دد ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد و جهد شو او چې تقرير له پاڅېدو نوویې وې چې زه په ډېره دنيا کې ګرځېدلی يم» ډېرې جلسې مې لیدلې دي خو ما داسې ډسپلین او داسې جلسه ليدلې نه ده. او بيا چې تلو نو چې څرنګې راغلي وو هغسې لاړلء موټر سټېچج له راغشی دی په کې کښېناستو چې دی لاړ نو جلسه ځوره شوه نه مخکې او نه څوک وروسته خوځېدلي دي. زمونږ د چارسدې يو ځان و هغه به وې چې زه په داسې يوه ډله کې نه شریکېږم چې د کومې ډلې مشر چې بنجاري او قتصاب او شاخېل وي. زمونږ مشري په ځانۍ نه وه په خدمت وه. زمونږ د اتمانزو جرنيل شاڅېل و زیارتګل نوم يې و. د دوی ما تحت ډېر ځاناناربابان میاګان اوملايان وو .د دوی حکم به يې لکه د تنخواه دارو نوکرانو په شان منلو او دا يوازې د دوی نه و د هر افسر چې هغه به هر څوک و. په خدايي خدمتګارو کې يوه ښکلې ورورولي وه. محبت و او هر کار ته به چې مقرر شو هغه به يې په مینه محبت کولو. ګاندهي جي د ټولې صوبې دوره شروع کړه.د پېښورنه پس مونږ کوهاټ ته روان شو چې درې ته ورسېدو نو ډېر افريدي د هغه استقبال ته را ټول شوي وو .په کې څه هندوان وو دا هغه هندوان وو چې دغه ازاده قبایلي علاقه کې اوسېدل او دکانونه يې کول. ما ګاندهي جي ته ووې چې دوی نه تپوس وکړه چې په دې ازاده قبايلي علاقه کې ستاسو مال. ځان او عزت محفوظ دی؟ دلته هم چېرې په تاسو ډاکې پرېوځي نو ګاندهي جي ترې تپوس وکړو نو هغوی ورته ووې چې زمونږ هر څه محفوظ دي او چې څوک په مونږ زور زياتی کوي نو دوی د هغو مقابله کوي ما ورته ووې ګاندهي جي؛ هغه ټولې ---- ۵۳ ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد وجهد ډاکې سیاسي ډاکې دي د پیرنګيانو په رعيت کېږي او تاسو پرې وېروي. ولي زمونږ ډرايورو. زمونږ ګاډی به هغه چلولو.ولي ډېر ښه ډرايور دی. چې کوهاټ ته ورسېدو نو د ګاندهي جي استقبال ته ډېر خلک راغلي وو. بيا لويه جلسه وشوه بيا د دې ځايه بنو ته لاړو بيا ډېره اسماعیل خان ته لاړوء د هغه ځايه پېښور ته راغلو او د پېښور نه مردان ته لاړو. او بيا د مردان نه هزارې ته لاړو او بيا د هزارې نه ګاندهي جي هندوستان ته روان شو ګاندهي جي د خدايي خدمتګارو د ډسپلین اوعدم تشدد نه ډېر خوشحال و. د سرحد د خلکو سره د ګاندهي جي دومره مينه محبت و. چې ما سره يې وعده کړې وه چې که ته وايي نوزه به شپږ میاشتې په صوبه سرحد کې او شپږ میاشتې په سېواګرام کې تېروم. سردارپټېل سرحد ته د ګاندهي جي په راتلو ځپه و. او په دې خبره يې ورسره همېشه اختلاف کولو. سردار پټېل دا نه و. چې مسلمانان په کانګرس کې رانه شي. کانګرس کې يو سړی و چې هغه مسلمان و ځو ده ته هندو ښکارېدو نوهغه ته يې ويلي وو چې پام کوه دا مسلمانان درنه کانګرس ته رانه شي ګاندهي جي ته د صوبه سرحد وکیلانو او بیرسټرانو د ډاکټر صاحب په بنګله کې يوه سپاسنامه د سردارعبدالرب نشتر په ذريعه پېش کړې وه. او په هغې کې يې ورته لیکلي وو چې مونږ په دې فځر کوو چې ته زمونږ هم پېشه يې یعنې وکيل يې ګاندهي جي ورته ډېر مزېدار ځواب ورکړو. چې زه ۵۷ ۳-۳ تت ھت تت زما ژوند او جد وجهد ستاسو هم پېشه نه يم دا څه ښه پېشه نه ده.د کوم وځت نه چې ما د خدای د مخلوق خدمت شروع کړی دی نو دا پېشه مې پرېښې ده تاسو له هم په کار دي چې دا پېشه پرېږدئ او د ملک خدمت ته ملا وتړئ. زمونږ د وزارت قایمېدلو لږه موده شوې وه چې په دې کې د ګورنر يو سرکاري دعوت«ايټ هوم راغی څنګه چې په دې کې د شرکت دپاره نورو ځلکو ته ليکل شوي وو. په دې کې يې ډاکټر صاحب له هم دعوت ورکړۍ و. په دغو ورځو کې په کلکته کې د کانګرس ورکنګ کمېټۍ جلسه وه. زه هغې له تللم ډاکټر صاحب ماسره دا خبره وکړه چې مونږ د ګورنر په دې ايټ هوم کې شریک شو که نه؟ما ورته ووې چې د کانګرس وزيران په هېڅ قسم سرکاري دعوتونو کې شريکېدی نه شي. هغه ووې چې ښه به داوي چې د ګاندهي جې نه تپوس وکړې او بيا ماله تار راکړې که چېرې دده اجازه وي. نو په هغه تار کې صرف هو وليکه اوکه نه وي نو صرف رنه ولیکه .زه چې کلکتې ته ورسېدم او د ګاندهي جي نه مې پوښتنه وکړه هغه ووې چې دغه رنګ سرکاري څیزونو کې مونږ نه شریکېږو. نو ما ډاکټر صاحب له د«نه تار ورکړو څه وخت چې ډاکټر صاحب ته تار ورسېد نوهغه ګورنر د دې خبر ې نه خبر کړو او ګورنر دا خبره پټه نه کړه او په اټ هوم کې يې د ډاکټر صاحب خلاف ډېره پراپېګنډه وکړه. ملک خدابخش ته يې د خلکو په مخکې وويل چې ډاکټر صاحب خو شرکت غوښته. خو د بره نه ورله تار راغی نو ځکه شریک نه شو کله چې زه واپس راغلم او د دې خبرې نه خبر شوم؛ نو ډاکټر صاحب ته ظآآ كً څگپ1پبف؛ن ؛ ؛ ؛ ۳ 0-1۵۸ نن نن 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد مې ووې چې دا سړی ستا دوست نه دی او دا خبرې د دوستۍ نه دي بلکې د شرافت نه هم لرې دي. مګر د ډاکټرصاحب داسې طبیعت و چې دارنګه خبرې به هغه ته لږې ورځې يادې وي با به ترې نه هېرې شوې. په کلکته کې سوباش چندربوس او د هغه ورور سرت چندربوس د ورکنګ کمېټۍ د ممبرانو دپاره ډېر ښه انتظام کړی واو د هر سړ د ارام او خوشحالۍ فکر به يې ساته ګاندهي جې يې پخپل کور کې دېره کړی و. زه يې د يو ډېر لوی تعلقدار سره دېره کړی وم. او دغه شان د نورو ممبرانو حال وء د ګاندهي جي به يې ډېر خدمت کولو. زه ګاندهي جي سره ناست وم چې سوباش بابوهم راغی» دی د خپلې ناجوړتيا نه پوره جوړ شوى نه و او ګاندهي جې ورته ووې چې ته ځو لا پوره جوړ شوی نه يې» نو د کانګرس صدارت ځو کولی نه شې. ده ووې نه جي! زه ځو اوس ډېر ښه يم او دغه کار کولی شم زه پوه -شوم چې د ده دا دومره دارو مدار د دې ځبرې دپاره دی چې په جلسه کې د ورکنګ کمېټۍ ټول ممبران د ده تجویز پاس کړي. لالي په هغو ورځو کې د انټرنس امتحان نه و ورکړی او په وارده کې و جمنالال جي بجاز چې اجلاس له راتلو نو لالي يې ځان سره راوستی و. لالي سره يې ډېره مينه کوله او په ډېر زور يې ماته ايله د يوې شپې د پاره پرېښی و. د جلسې د ختمېدو نه پس هغه ګاندهي جي سره واردې ته لاړو او زه خپلې صوبې ته را واپس شوم. وج پس رور ا۴سضښ دا ‎٢‏ تت تت زما ژونداو جد و جهد ‏مونږ ځو وزارت د دې دپاره اخيستی و. چې خپل جماعت مضبوط کړو او د پیرنګي ډله کمزورې کړو. د دې دپاره په سرحد کې موهغه ټول انعامونه بند کړل چې د سرکار له طرفه به خلکو له ورکېدی شو ولې چې په دې صورت به دې ځلکو روپۍ د خلکو له بیت المال نه اخيستې او خدمت او تابعداري به يې د پیرنګيانو کوله او دغه شان انريري ميجسټريتۍ موهم ماتې کړې او ضلعدارۍ مو هم ماتې کړې. ځکه چې دا ټول خلک د پیرنګي ډله وه. بل کار مو دا وکړو چې غريب خلک مو د ملکانو د څوکيدارۍ نه خلاص کړل چې په دې وسیله به هغوی په خلکو ډېر زياتی او ظلمونه کول. زمونږ دا هم اراده وه چې د کلو نمبرداران دې هم مات شي ځکه چې دا هم د پیرنګي يوه مصضبوطه ډله وه. مصونږ غوښتل چې د هغوی په ځای دې د مالیې د ټولولو دپاره په هر تحصیل کې نايب تحصیلدار مقرر شي.مګر په دې کې کامیابه نه شو ځکه چې زمونږ د اسمبلۍ ځينې ممبران پخپله نمبرداران وو. دا زمونږٍ د غلط انتځاب نتیجه وه او د اينده له پاره مونږ له ددې نه سبق اخيستل په کار دي بله د| چې د کوهاټ د ټيري ریاست په خلکو دوه ظالمانه ټک سونه وو .چې ورته به يې بوا او تېرتي ویلی شو .په اسمبلۍ کې د هغې د لرې کولو دپاره قرار داد پاس شو. ‏يوه بله عجیبه خبره درته وکړم؛ يوه ورځ زه او قاضي صاحب په اېبیټ اباد کې مازیګر په سړک ګرځېدو. مونږ وليدل چې زمونږ نه وړاندې جینکۍ دي او ورپسې هلکان دي. دا ماته ‏سم پچ سمس-)م- ۶٢۸۳٢۳--ت‏ ھت ھت زما ژوند او جد وجهد بده ښکاره شوه ما قاضي صاحب ته وويل چې ستاسو د وزیرانو دومره اختيار شته چې د دې مخنيوی وکړئ. ځکه چې دا خو زمونږ بچي دي. د دوی عزت زمونږ عزت او د دوی بې عزتي زمونږ بې عزتي ده. قاضي صاحب راته ووې چې مونږ قانونأً دومره اختيار نه لرو. ما ورته وويل چې مونږ د ځپلو لوڼو. خويندو اومیاندو د عزت حفاظت نه شو کولی. نو د داسې حکومت نه څه فايده. تعلیم کې هم څه نه څه ترقي وشوه په اځر کې سکولونه پرانستی شول او هغې کې کافي برخه د جینکو دپاره وه. او څومره چې مونږ غوښستلو هغومره تعلیم ځورېدی نه شو. ځکه چې د دې دپاره په بجټ کې لر رقم مقرر شوی و. چې د هغه زیاته برځه به د محکمې په خرڅونو لګېدله مونږ هغه کې هم څه بچت وکړو. د انګرېز ډایرکټر په ځای مو ديسي سړی ولګولو او د انسپکټر عهده مو لرې کړه نورهم په کې ګنجایش و مګر د هغې اصلاح زمونږ د وس نه بهر وه. د تعلیم په باره کې چې کوم زياتی د پښتنو برخلاف پیرنګيانو کړی دی هغه يې په هندوستان کې د بل چا سره کړی نه دی د پښتنو د بچو دپاره ددې بې کاره تعلیم يې هم ډېر لس انتظام کړی و. او د جینکو د تعلیم طرف ته يې اډو څه توجه نه وه کړې. بله دښمني يې د پښتنو سره دا کړې وه چې ابتدايي تعلیم يې په مورنۍ ژبه نه و. او په پردۍ ژبه کې و. پښتنو د خپلو بچو دپاره د خپلو مدرسو د جوړولو کوششونه به وکړل او مدرسې به يې جوړې کړې مګر حکومت د دې په ځای چې هغوی سره امداد کړی وی.د هغې مخالفت به يې کولو او د هغو د بندېدو کوشش به يې کوو. زمونږ وزارت دا قدم هم 101:: ‏سښسسس‎ ۹۸ ۹٧ ۱ ۹ 8 117171711707 ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژوند او جد و جید ‏اوچت کړو چې په ابتدايي مدرسو کې يې پښتو ژبه لازمي وګرځوله او بل طرف ته زمونږ قوم ټول عمر د بل د پرق د لاندې تېر کړی و. هغوی اختيارات ليدلي نه وو او نه ورته دا معلومه وه چې ار زمونږ اختيارات څومره دي مونږ دوه انيز ګټلی و. او قوم روپۍ غوښتله او دا هم پرېږده چې د جايز او ناجایز هېڅ قسم تمیزنه واو د هر سړي دا خيال و .چې لوټ دې نورو وکړو او زه پاتې شوم نور قوم ځو لا پر ېږده د خدايي خدمتګارو هم دا حال و .چې هر وخت به دوزیرانو په بنګلو کې ناست وو تاڼې او تحصیلونه د دوی نه ځالي نه وو او هريو به چې څه وې که هغه به وشو ځو ښه اوکه هغه به ممکن نه و. نو بيا به يې د وزارت برخلاف پراپېګنډه کوله چې د غریبانو خلکو دپاره څه وشو او مخالفینو به هم پرې مالګه. مرچکي دوړول. بيا به يې کلو کې پراپېګنډه کوله چې د خدايي خدمتګارو او غریبانانو هېڅ ونه شو په دغه طريقه د غو نادانانو دوستانو ځپل تحریک ته نقصان ورسولو. ما چې به د خدايي خدمتګارو دې کا رته کتل نو حېرانېدم به او د ځان سره به مې وې چې خدايه دا هغه خلک دي چې دوی ځدای سره وعده کړې وه چې مونږ به ستا د پاره د پل قام او ملک خدمت کوو. بغير د څه لالچ نه. د ډېر افسوس څبره خو لا دا وه چې څه وخت به يوملازمت او يا يوه وظيفه وه. نو د هغې دپاره به سلو خدايي خدمتګارو درخواستونه ورکړي وو ځو وظيفه به يوه وه يو سړي له به ورکړی شوه هغه به هم خدايي خدمتګار و. دا نوريو کم سل خدايي خدمتګار به ټول خپه وو. او د وزارت او د خپل تحریک بر خلاف به يې هر ځای ‏سپظھ د د د :0 ت ۶٢۸۳٢۳--ت‏ ھت ھت زما ژوند او جد و جهد پراپېګنډه کوله او تشه پراپېګنډه نه وه. کنځل او بد ويل به هم ورسره و. کومه ورځ به چې د نوکرو دپاره د مقابلې امتحان‌و. نو عجیبه نظاره به وه په سوونو اميدوار به وو اوهر يو اميدوار سره به د سفارش دپاره جرنیلان. کرنیلانء صدران او ناظمان راغلي وو. عجیبه خبره ځو لا دا وه د هغوکسانو د زامنو دپاره به يې هم سفارشونه کول چې پلرونو يې د حکومت دپاره دوی ښه ډبولي وو. او شرمولي وو او په موجوده وخت کې هم د پیرنګيانو ملګري وو.ما ته به د خدايي خدمتګارو داسې کارونه ډېر بد او مکروه ښکارېدل. که د اميدوار به څه وشو او که نه د دوی خو به وشو په موټرو کې به وګرځېدل. چای.ډوډۍ به يې وځوړل او پالوده پرې دپاسه. په دې کې بل لوی نقص دا و چې ټول کسان ځو به نوکران کېدی نه شول نو هغو کسانو او د هغوی خپلوانو به خدايي خدمتګارو ته پېغورونه کول». چې جېلخانې تاسو تېرې کړې او فايدې د نوروخلکو دي ستاسو په کې څه وشو؟ زمونږ د وزارت نه يوه لويه غلطي دا هم وشوه چې د سرحد هغه وحشي او ظالمانه قانون چې مونږ ټولو ورسره مخالفت کړی و.او زه ټول عمر پیرنګيانو په دې قانون کې ګرفتار کړی او يد کړی وم» دې وزارت اول دغه سرحدي قانون مات کړو. هغه پیرنګيانو زمونږ د وزارت په ذريعه بيا واپس جاري کړو. جماعت سره يې څه سلا او مشوره څه چې زه يې هم خبر قدرې نه کړم. حال دا چې په کار و چې داسې نه وی شوی.د جماعت نه تپوس شوی وی او که چېرې د جماعت رضانه وی نو .د د ٢خ٢٢ښ‏ هس 9 0110000 ۶٢۸۳٢۳--ت‏ ھت ھت زما ژوند او جد و جهد دوزیرانو هېڅ حق نه و. چې هغه مړ قانون يې بيا را ژوندۍ کړی وی. په دې قانون يو خو د پیرنګيانو اقتدار زيات شو ځکه چې په جرګو کې د مقررېدو په طمع خلک ورمات شول اوسلامونه يې شروع کړل. او بل زمونږ ډېر خلک د سرحدي قانون په ذريعه حکومت قيد کړل.او بيا خومونږ هېڅ ویلی نه شول ځکه چې دغه قانون مونږ پخپل وزارت کې اجراء کړی واو زه ټول عمر پیرنګيانو په دې قانون کې قيد کړی يم او بل طرف ته ټول سرکاري نوکرانو زمونږ برخلاف يوه منظمه پراپېګنډه د ځپلو افسرانو په ډاډګیرنه شروع کړه. دوی اډو د وزارت څه پروا نه کوله او نه يې څه ګڼل ډېر ځله ماسره په خپل ځان ډېرو سرکاري ملازمانو د خلکو په مخکې د خدايي خدمتګارو برخلاف کيسې کړې دي. دغه شان زه يو ځل سره د عاشق شاه باچا د مومندو د کوه دامان په دوره وم.د هغې علاقې تاڼېدار به مونږ سره و. هغه به زمونږ برخلاف پراپېګنډه کوله او خلکو ته به يې ويل چې باچاخان ځو غوا نه حلالوي ان تر دې چې په يوه لويه جلسه کې ځينو کسانو دده په لمسه شور جوړ کړو او زما د تقرير په دوران کې يې رانه دا سوال وکړو چې ته غوا حلالوې؟ ما ورته وې چې زه خو قصاب نه يم او مسلماني خو څه په غوا حلالولو باندې نه ده. دا کيسه ډاکټر صاحب او نورو وزیرانو ته ورسېده اول خو ډاکټر صاحب د عاشق شاه باچا په خوله یقین نه کولو او چې یقین يې وشونوبيا يې هم د هغه تاڼېدار څه ونه کړی شو. دا ځو پرېږده زمونږ کلي کې د جوارۍ پر و ډاکټر صاحب درې ځله پخپله د دې پړ بندولو دپاره راغلی و. لیکن بند نه شو ځکه چې دا خو رو نس د 0۷ 0016 ٩06 زما ژوند او جد وجهد د پولیس کار و او پولیس امداد نه کولو هغوی ځو به په کې حصه اخيستله ډاکټر صاحب پخپله يو سړی په رشوت نيولی و. په هغه مقدمه چليدله ځو اخر مجسریټ بري کړو. حقيقت دا و چې سرکاري افسران د صوبې د وزارت نه. ته وېرېدل. ولې چې دوی هغوی له سزا نه شوه ورکولی. چې کوم سرکاري افسر نه به وزارت ناراض شو. او هغه له د سزا ورکولو اراده به ېې وکړه. نو ګورنر او لوی انګرېز افسرانو به دغه افسر سمدستي د صوبې په خوا کې اېجنسو ته بدل کړو. او په دې طريقه به هغه د سزانه بچ شو. نتیجه دا شوه چې سرکاري اففسرانو د وزیرانو په ډاګه حکم عدولي کوله. او د هغوۍ سره يې هېڅ قسم تعاون نه کوو.ددې ټولو خبرو دپاسه د ډاکټر صاحب خيال و .چې سرکاري افسران د هغوی وزارت سره تعاون کوي. په خوشدل کپتان د ونو د پټولو مقدمه جوړه شوه او بد په کې راګير شو نو ګورنر راغی او ډاکټر صاحب ته يې ووې چې دا سړی به زه د دې ځای نه بدل کړم څو دا مقدمه ترې واپس کړه ډاکټر صاحب ته خپلو ملګرو ويلي وو چې دا کپتان ډېر خراب سړی دۍ. ده په خد ايي خدمتګارو ډېر ظلمونه کړي دي وهلي يې دي. شرمولي يې دي. بېګناه یې قيد کړي دي. ځو ډاکټر صاحب عجیبه سړی و.د دې ټولو خبرو دپاسه هغه يې د ګورنر په خوله بدل کړ.دغه خيال زمونږ او زمونږ د تحريک دپاره ډېر خطرناک و. او دغه وجه وه چې د حکومت ملازمانو زمونږٍ سره تعاون نه کاوه.او انګرېزانو به چې څه ورته ويل هغه به يې کول او د دې ملازمانو دا یقین و چې واک اختيار د دوی نه بلکې د انګرېزانو دی. دغه شان 00٥۵ 4٢٨٨٨٢ زما ژوند او جد و جهد زمونږ د اسمبلۍ ممبران او د ډاسټرکټ بورډ ممبرانو هم دا خبره هېره کړه چې مونږ د قوم په ووټ منتځب شوي يو او هر څه چې رو په کار دي چې د قوم دپاره وکړو. عجیبه خبره خو لاداوه چې په ډسټرکټ بورډ کې او نورو ځایو کې چې به کوم سړی دوی مشر مقرر کړو.هغه به په دیانتدارۍ سره کار کاوه او د خپلو اصولو پابند به و او د دوی ناجایز سفارشونه يې نه منلنو دوی به د هغه د غورځولو کوشش کولو.لويه د اف سوس خبره دا وه چې د دوی خپل خدايي خدمتګار ورور دوی سره به يې په يوه کډۍ قیدونه تېر کړي وو د هغه په ځای به يې هغه سړي له ووټ ورکولو چې خدايي خدمتګار به نه و ډنډې مار به وء خو په ده به يې غوړې زېړې وهلې. او دده خوشامندې به يې کولې.د جګړا ځان په دوی غوړې زېړې وهلې وې او بله دا چې د پیرنګيانو ډنډه مار و. هغه زمونږٍ خدايي خدمتګار نه و ځو ټول د هغه ملګري شول او هغه يې د خپل خدايي خدمتګار په مقابله کې کامياب کړو. وزیرانو به هم چا سره سلا مشوره نه کوله هغوی زمونږ دې وروڼو داسې وارخطا کړي وو. چې پخپلو کې هم د دوی سلا مشوره نه وه او نه د اصولو پابندي وه. وايسرای رای دوی د هغه هر کلی وکړو. او بيا ډوډۍ کې ورسره ډاکټر صاحب شریک شو ما ته د کانګرس د هايي کمانډ (01۳73:0) 7 نه تار راشی چې دا څه مووکړل؟ دغه شان زمونږ د اسمبلۍ په ممبرانو کې هم ډلې جوړې شوې وې په ډسټرکټ بورډونو کې هم پرې جنبې وې د خدايي خدمتګارانو هم دغه حال و. نور خو لاپرېږده چې د ډاکټر صاحب او قاضي صاحب په مینځ کې د ګُلي ګهړۍ ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژونداو جد وجهد ارباب عبدالرحمان ځان او ميا جعفرشاه سخت اختلاف پيدا کړی و. ډاکټر صاحب او قاضي صاحب زمونږ ډېر ذمه دار خدايي خدمتګاران وو او د وزارت نه مځکې د دوی یيوبل سره ډېره مینه. محبت ورورولي او ښه تعلقات وو. ‏مونږ چې به په ملک کې دوره کوله نو زمونږ خلاف به پرنګيانو پراپېګنډه کوله او ملايانو ته به يې ويل چې دوی بالسشویک دي. دوی مذهب رکوي او تاسو ورکوي او ځانانو .ملکانانو ته به يې ويل چې دوی ځو ستاسو نه هر څه اخلي او غریبانانو له يې ورکوي. ملايانو مونږ سره رښتینولي نه کوله او د هغوی يې منل او د هغوی خبرې پسې تلل ولې خانان اوملکان به راتلل زمونږ نه به يې تپوسونه کول.زه د دواوې په دوره وم.چې دغلته څه ځانان او ملکان راغلل او زما نه يې تپوس وکړو .چې مونږ اورو چې تاسو زمونږنه جایدادونه اخلئ او غریبانانو له يې ورکوئ. ما ورته وویيل چې مونږ له خدای داسې ملک را کړی دی چې د دولتونو او نعمتونو نه ډک دی. که مون ازاد شو او دا ملک زمونږ شي او مونږ مُلا وتړو.دا ملک اباد کړو. نو څوک به غريب پاتې نه شي. مونږ به ټول ځانان شو زمونږه دا اراده نه ده.چې ستاسو نه جايداد او ملک واځلو مونږ خو ستاسو حالت هم ښه کول غواړو او دا وږي مړول غواړو .که دا وږي ماړه شي نو تاسو ته څه تاوان دی؟. که تاسو د پیرنګيانو ملک ته لا ړئ نو هلته نور ځلک خو پرېږده د مزدورانو يې بنګلې او موټرونه وو او ستاسو نه تپوس کوم چې ستاسوموټر شتهه بنګله شته؟ که زمونږ تحریک کامياب شو نو د ملا حالت به هم ښه شي او د ‏دنت ۷۷۷ ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژوند او جد وجهد خان او ملک حالت به هم ښه شي. مونږٍ دا هرڅه چې کوو نو د ځان دپاره یې نه کوو. دا د دې قوم او ملک دپاره کوو. ‏چې مونږ د صفايۍ کار شروع کړو او کلو ته تلو جاروګانې به راسره وې» جماعتونه» حجرې او لارې. کوڅې به مو چجارو کولې. نو د پیرنګيانو اېجنټانو به خانانو .ملکانانو او مُلِيانو ته وول چې د دوی د دې جارو نه مطلب دا دی چې په تاسو جارو راشي او دا ملک دغه شان ستاسونه پاک شي. خو زمونږ په کوشش قوم کې رورولي.عزیزولي.قام ولي او سیاسي شعور پيدا شوی ونو چې څومره به دوی زمونږ خلاف پراپېګنډې کولې هومره به په قوم کې مونږ سره د ځلکو همدردي زیاتېده.ولې چې هغوی به ليدل چې مونږ و د هغوی خدمت کو و او د هغوی د حق دپاره پیرنګيانو سره په جګړه يو تکلیفونه. مصيبتونه او جېلځانې تېروو.خلکو به ويل چې جېلخانې دوی تېروي او حق زمونږ دپاره غواړي. دغه وجه وه چې د قوم او خلکو مون سره ډېره همدردي وه خلکو ته معلو مه وه چې د «١٩١۱ع‏ اصلاحات» هندوستان نه قبلولء هغوی ويل چې لر دي.ولې د صوبه سرحد نوابانو. ځانانوء صاحبزادګانو. سیدانو او زبرګانو دا اصلاحات غوښتل. ځو پیرنګيانو نه ورکولء ورته يې ويل چې تاسو پښتانه په حکومت څه پوهېږئ.تاسو ځنګليان خلک يئ دا اصلاحات ځو دوی دخدايي خدمتګاری مونږ له ګټلي دي. بيا دې قوم ته معلومه وه چې دا ووټ خو باچاهي وه» ځکه چې حکومت په ووټ جوړېږي او ووټ راله دوی ‏ګټلی دی. ‎٢ ٢ ٢"‏ تم زما ژوند او جد و جهد ‏حقيقت دا دی چې زمونږ تحريک ته ډېر نقصان اقتدار ورسولو دا خود غرضه خلک د اقتدار په انتظار کې وو. چې اقتدار راغی. نو دوۍ په مونږ کې را تنوتل دوی خوخدمت له نه وو راغلي اقتدار پسې راغلي وو. نو مونږ کې يې د هغې خپل اقتدار دپاره پرې جنبې پيدا کړې. ‏اقتدار خراب شی نه دی مونږ هم چې کوشش کوو د اقتدار دپاره يې کوو. خو اقتدار د حکومت دپاره نه. د خدمت دپاره زمونږ د خدايي خدمتګارو ځو دا قاعده وه چې مونږ به د یوکار دپاره څوک مقررولو. نو مونږ ټول به را غونډ شو. ما به ورته وويل چې دا کار دی او دې کار دپاره مونږ له يو سړی په کار دی. تاسو يو سړی خوښ کړئ چې د دې کار لايق وي او ما ته يې راکړئ هغوی به یوسړی خوښ کړو او ما له به يې راکړو. داسې به په دې کار کې نه د چا ځپګان وو نه ګيله. نه مخالفت. مونږ په تولاندي کې د خدايي خدمتګارو صدر انتخابوو. افريدي خان صدر منتڅب شو هغه ماله راغی ما ته يې وويل چې باچا ځانه زه خو خدايي خدمتګار يم. زه که صدر يم هم به خدمت کوم او که صدر نه يم هم.زمونږ مولوي صاحب په صدارت خوشحالېږٍي. نو خوښه دې نه ده چې دا صدارت هغه له ورکړم. ما ورته وويل چې ستا خوښه ده نو زما هم خوښه ده. نن تاسو دې سیاسي جماعتونو ته وګورئ. په دوی کې دا جګړې. مخالفت. پارټي بازي او جدايي دا څه څیز پيدا کړي دي دا اقتدار' ‏زه دې قوم ته وايم چې تاسو تر څو بې غرضه: دیانتدار. ایماندارء په قوم او ملک مئين خلک پيدا کړي نه دي. نو نه ‏يوو" 11 01:0 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد دا ملک ازادېږي او نه دا قوم. بيا ووټ دی. نو زه د ووټ مخالف نه يم. دا مونږ چې په کومه طريقه خپلې جماعتي او قامي فېصلې کوو دا ووټ نه دی؟ او دا جمهوريت نه دی؟ او دا ووټ مونږ په قربانو ګټلی نه دی؟ ځو زه دا وايم چې زمونٍ دا قوم د ووټ په حقیقشت پوهول غواړي او بايد چې په دې يې هم پوه کړو. چې ووټ هغه چا له ورکول په کار دي چې څوک يې مستحق دي. ورور عزیز ته يا په پيسو ووټ خرڅول نه دي په کار. زه خو وايم چې څوک په پيسو ووټ خرڅوي د هغه د ووټ حق اخيستل په کار دي. د خود غرضو خلکو په وجه خدايي خدمتګارو کې هم خودغرضي پيدا شوه د يوې حلقې نه به يو ممبر کېدو او درخواستونه به سلو کسو ورکړلء چې يو سړی به وشو نو یوکم سل به ځپه وو بيا به يې پارلېمنټري بورډ ته بد رد ويل» دغه حال د ملازمتونو وو چې ځای به يو و. او اميدواران به سل وو. نو نوکري ځو به يوه وه» د يو سړي به ورسېده. يو به خوش ال شو يو کم سل به خپه وو نو بيا به يې متعلقه وزير ته کنځل کول.او مسلم ليګ به دا پراپېګنډه کوله چې د غرييو څه حال شو؟. بيا به ماله هم راغلل شکایت به يې راته کولو ما به ورته ويل چې دا سړي چې مقرر شوي دي دا خدايي خدمتګار دي او که نه؟ دوی به وويل چې خدايي خدمتګار دي. ما به ورته وويل چې خدايي خدمتګار دي نو بيا خو دا . يوه نوکري ده يو سړي ته به رسېده. بله دا چې ما به تپوس وکړو چې دا کوم خدايي خدمتګار چې مقرر شوی دی دا د وزير ورور عزیز دی. ده ځپل ورور عزیز مقرر کړی دی نو ويل سسسسشسسسمییښت از سوب ۴-۴ 00165 ٩۳0٨666 ‏سم‎ زما ژوند او جد و جهد به يې چې نه. نو بيا به ورته ما وويل چې دا ښه کار نه دی چې تاسو ځپلو وزیرانو پسې بد رد وایئ. پیرنګيانو ته ځو دا معلومه وه چې دا يو اصولي جماعت دی چې څه وايي هغه کوي مونږ خلکو ته ویلي وو چې څوک يې ګټي هغه به يې څټي او پیرنګيانو ته دا هم معلومه وه چې دوی د نورو سیاسي ليډرانو غوندې نه دي چې قوم سره د انتخاباتو وخت کې کومې وعدې وکړي نو يوه هم نه پوره کوي نو چې زمونږ وزارت شو نو هغوی سره فکر شو او زمونږ د بدنامولوکارونه يې شروع کړل. يوه ورځ قاضي صاحب ما له‌ر اغشی چې ډاکټر صاحب خو د ګورنر کننګم سره د ملازمتونو په باره کې دا وعده وکړه چې دې د پاره به کمپیټیشن ‎))٥٣0671010(‏ د مقابلې امتحان وي چې څوک لايق او قابل وي هغه به اخيستی شي که چېرې داسې ونه شي نو اېپډمنسټرېشنانتظاميه به خرابه شي. دا سم مسئلې به زمونږ يوه کمېټي وه» هغې ته پېش کېدې. زه هم د کمېټسۍ ممبر ووم. ما قاضي صاحب ته وويل چې ته هغه کمېټي را وغواړه. څه وخت چې د کمېټۍ اجلاس شروع شو نو ما د ډاکټر صاحب نه تپوس وکړو چې ډاکټر صاحب تا د ګورنر سره فېصله کړې ده؟ ډاکټر صاحب وويل چې که کمپیټیشن نه وي نو بيا خو به قابل خلک رانشي ابډمنسټرېشن به خراب شي ما ورته وويل ډاکټر صاحب ما د انګرېزانو په حکومت کې داسې خلک ليدلي دي چې ملازمان دي او د ستخط کولی نشي. بله دا چې پیرنګيانو ته به څوک د ملازمت دپاره پېش شو نو دوی به ترې اول دا پوښتنه کوله چې د سرکار دې څه خدمت کړی ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژوند او جد و جهد دی؟ او هغه خلک به يې اخيستل چې د سرکار خدمت به يې کړی و. نو مونږ ته هم په کار دي چې هر سړی اخلو نو دا پوښتنه ترې کوو چې تا يا ستا پلار د دې ملک او قوم څه خدمت کړی دی؟ او دا خدايي خدمتګار ځو ټول عاجزان دي. دوی ځو پخپل اولادپه خپل کلي کې هم سبق نه شي ویلی او دولتمند خودلته نه چې په يورپ او امریکاکښې پخپلو بچو سبق ویلی شي نو د دې ځو دا مطلب شو چې قرباني خو غريب وکړه او چې څه ګټه اوشوه نو هغه د ځانانو بچو واخيسته چې څوک د ملک او قوم د ازادۍ جنګ کې د پېرنګي ملګری و.زه د ‎)00٥٥006 8٨7(‏ رد مقابلې امتحان خبره منم خو په دې شرط چې تاسو د دې غریبانانو بچو له دغه شان تعلیم ورکړئ. څنګه چې دولت مند خلک خپلو بچو له ورکوي ما ورته وويل چې که تاسو دې سره اتفاق نه کوئ نو ښه به دا وي چې استعفا ورکړئ.ډاکټر صاحب راته جواب کې وويل چې زه د دې کمېټۍ نه استعفا ورکوم. ‏لنډ: دا چې زه په دې نتیجه و رسېدم چې څومره زر کېدی شي مون له وزارت پرېښودل په کار دي ځکه چې زمونږ تحریک ته د فايدې په ځای تاوان رسوي. زمونږ د اسمبلۍ په ممبرانو کې ورځ په ورځ اختلافات زیاتېدلء چا به د ډاکټر صاحب نه شکایت کولو او چا د قاضي صاحب نه.دا اختلاف اصولي نه و. بلکې ذاتي واو اخر نوبت دې ته ورسېدو چې د وزارت ماتولو دپاره د هزارې ضاع د کانګرس اسمبلۍ ځینې ممبران د اټک په ډاک بنګله کې مځالفو ممبرانو سره د سلا او مشورې د پاره جمع شول.مګر خدای خبر چې ولې څه فېصلې ‏ود ددد ‎0١‏ د زسبپپ-.س س010# 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد ته ونه رسېدل.د بعضې خلکو دا خيال و . چې خان بهادر سعدالله خان او اورنګ زيب ځان په کور کې د وزارت اعلی په عهده باندې وران شول. د ال انډیا کانګرس کمېټۍ پارلېمنټري کمېټۍ صدر مولانا ابوالکلام ازاد پخپله سرحد له راغی مګر دا مسئله حل نه شوه. ځکه چې د ذاتياتو شخصي مسئلې حل کېدی نه شي.د اسمبلۍ بعضۍ ممبرانو زه مجبور کړم چې په دې معامله کې مداخله وکړم د هغوی هم دا ځيال و چې ښه به دا وي چې مون دا وزارت پرېږدو.زما خو د اول نه دغه خيال و. مګر د وزېرانو په کارونو کې مې مداخلت نه کولو ځکه چې ذمه داري د هغوی په سر وه. ما د خدايي خدمتګارو لويه جرګه جمع کړه او د وزارت دا خبره مې ورته وړاندې کړه ټولو ممبرانو په دې خبره اتفاق وکړو چې حکومت مونږ سره تعاون نه کوي. نو مونږ له په کار دي چې وزارت پرېږدو ځکه چې د دې نه زمونږ تحریک ته ګټه نه رسي» بلکې نقصان رسي.اجلاس ختم شو او ما د صوبې د خدایي خدمتګارو لویې جرګې نه د دريو دريو کسانو يوه کمېټه جوړه کړه او اسمبلۍ ممبرانو ته مې ووې چې سبا له به تاسور اځئ او يو يو کس به ځان ځان له خپله رايه او بيان دې کمېټۍ له ورکوئ.سبا له چې هغې کمېټۍ خپل کار شروع کړو نو د امير محمد ځان د هوتي نه علاوه نورو ټولو ممبرانو د وزارت په حق کې رايه ورکړه. زه حېران شوم او بهر ته رواووتم. ټولو ممبرانو ته مې ووې چې دا څنګه خبره ده. پرون تاسو د وزارت سيسحپسسسيس 0016/٩066 زما ژونداو جد وجهد مخالف وئ او نن يې ملګري شوئ ډاکټر صاحب ما ته ووې که ماته اجازت وي نو دا راز به زه ښکاره کړم ما اجازت ورکړو. هغه ووې چې دوی ټول وايي چې وزارت دې وي مګر کوي دې هغه څه چې مونږ ورته وايو. لیکن دغه خبره مونږ ته منظوره نه ده. نو په مون د دباو اچولو دپاره دوی بيا د وزارت د ماتېدو ټپه کوي. خير مون ځواره شو مګر د وزارت د پرېښودو په باره کې زما رايه نوره هم ټینګه شوه اوڅو ځله د ال انډیا کانګرس هائي کمان ته مې دا خبره وړاندې کړه چې تاسو مونږ له اجازه راکړئ چې مونږ د سرحد وزارت مستعفي کړو ځکه چې مونږ ته د فايدې په ځای نقصان رسېږي. هغوی اجازه نه راک وله او راته به یې وې چې ټول وزارتونه به په یو ځل پرېږدوء مګر د خدای فضل و. چې د يورپ دويم لوی جنګ په ‎۱۹٩۹,‏ کې شروع شو. وزارتونه مات شول: کله چې يورپ کې د جنګ په شروع کېدو برتانیې د جرمني خلاف د جنګ اعلان وکړو نو د هغې سره سره يې د هندوستان د طرف نه هم د جرمني خلاف د جنګ اعلان وکړو کانګرس په دې اعتراض وکړو چې د تېرو صوبايي انتخاباتو نه دا خبره واضحه ده. چې مونږ د هندوستان د اولس نمایندګان يو. نو په کار دا ووء چې د هندوستان د طرف نه د جنګ د اعلان کولو نه وړاندې د هندوستان د خلکو نه رايې معلومه کړی ۴ 0٩016 ٧066۱ زما ژوند او جد وجهد شوې وی. بله مطالبه يې دا هم پېش کړه چې که د برتانیې او د اتحادي طاقتونو دا اعلان صحيح وي چې دوی په دنيا کې د صلح او امن او ازادۍ دپاره جنګېږي. نو کانګرس تپوس کوي چې ايا په دې که به هندوستان هم شامل وي اوکه نه؟ مخکې ورته بيا کانګرس وويل چې مونږ بېشکه د دغو اصولو دپاره جدوجهد کوو او حکومت برتانيه له دا تسلي ورکوو چې هندوستان به هم په دې جنګ کې هغوی سره څنګ په څنګ ودرېږي. او د هېڅ قسم قربانۍ نه به غاړه ونه غړوي خوپه شرط د دې چې حکومت برتانيه دا اعلان وکړي. چې د جنګ په ځاتمه به هغوی هندوستان له ازادي ورکړي.چونکه حکومت برتانيه د دې اعلان کولو نه انکار وکړو .نو د دې خلاف د احتجاج په طور د کانګرس ټولو صوبايي حکومتونو په جمع استعفا وکړه او مونږ خدای د دې مصیبت نه خلاص کړو. د وزارت د مات ېدو نه وروسته ما د ټولې صوبې دوره وکړه.د وزارت په وجه چې په صوبه کې کوم جمود پيدا شوی و. د وزارت په پرېښودو او زمونږ په کوششونو جلسو او تقریرونو په خلکو کې ورو ورو بيا ژوند را پېدا کړو. د يورپ دويم لوی جنګ شروع شو. د کانګرس د پاره دا خبره ضروري وه چې د جنګ په باره کې قوم د ځپلې پاليسۍ نه خبر کړي. د کانګرس ورکنګ کمېټۍ د دې کار دپاره په وارده کې خپل اجلاس راوغوښت. پنډت جواهر لال نهرو چین ته تللی و. هغه يې د تار په ذريعه را وغوښتو هغه د هوايي جهاز په ذريعه 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد ځان را ورسولو په دې کې فېصله وشوه چې بله میاشت کې به بیارا جمع کېږو او حتمي فېصله به کوو. پیرنګيانو د دې نه پس په ټول هندوستان کې د مسلم لیګ وزارتونه جو ړ کړل. ځو زمونږ صوبه کې يې د مسلم لیګ وزارت قايم نه کړو. ګورنر کننګم به ويل چې دلته زه د مسلم ليګ حکومت نه جوړوم» که زه چېرې حکومت جوړوم هغه به د ډاکټر ځان صاحب وي. نو زمونږ خلک په دې خوشحال وو چې د مسلم لیګ حکومت نه جوړوي. خو زما دې سره اتفاق نه ووء او زما د ګورنر دا خبره خوښه نه وه. ولې چې ما ويل چې د مسلم ليګ حکومت جوړ شي نو چې خلکو ته د خدايي خدمتګار د حکومت او د مسلم ليګ د حکومت فرق او ښه او بد معلوم شي. ځو اخر هغې ګورنر چې دلته د مسلم لیګ حکومت نه جوړو. د مسلم لیګ حکومت جور کړړو. زه په جېلخانه کې چې خبر شوم چې د مسلم ليګ حکومت جوړ شو.نو ددې په جوړېدو قوم پرست خلک ډېر ځپه وو. ولې زه خوشحاله وم. خلک حېرانېدل. مابه ورته ويل چې زمونږ دا قوم ډېر عجیبه دی تاسو نه ګورئ مونږ دوه انيز ګټلی دی او دوی روپۍ غواړي.مونږ سره روپۍ نشته نو زمونږٍ نه خپه وو مونږٍ دوه انيز ګټلی وو هغه به مو ورکولو اومسلم ليګ به دا هم نه ورکوي او هم دغه شان وشوه. بد بد بو -۷7 2 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد ۵ خدابي خدمتگارو غورځې پرځې انفرادي سول نافرماني؛ زما د قتل سازش هزاره کې د خدايي خدمتگارو کېمپ» اتمانزو کې کېمپ» عالمي جنگ او کانگرس» قبایلو ته د خدايي خدمتگارو وفدونه» هندوستان پرېږدئ تحريک؛ د میرویس واقعه؛ زما گرفتاري او هربپور جېل؛ وزارتونه جوړېږي. 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد اخر د ۲ کال په د سمبر کې ورکنګ کمېټۍ د انفرادي سېول نافرمانۍ قرارداد پاس کړو. او دا فېصله يې وکړه. چې دا سېول نافرماني به صرف د ال انډیا کانګرس کمېټۍ ممبران د مرکزي اسمبلۍ ممبران او د صوبايي اسمبلۍ ممبران کوي.او ددې دپاره يې هدایات او قواعد هم ځواره کړل. چې په دې طريقه به دا کوي. په پېښور کې مونږ د خدايي خدمتګارو په دفتر کې را ټول شو. يو يو ممبربه مو را غوښتلو .هغه ټول هدایات او قواعد به مو ورته بيانول نو بيا به مو د هغو عملي کولو او پوره کولو وعده ترې اخيستله بیرسټر قيوم د مرکزي اسمبلۍ ممېر و .کله چې ډاکټر خانصاحب د صوبې اسمبلۍ ته ودرېدو نو هغه د مرکزي اسمبلۍ نه استعفا وکړله. او پخپل ځای يې د پېښور ښار يو بیرسټر عبدالقيوم ممبر کړو. زما په ده ډېر اعتبار نه و. او دی څه چې د دې ټولو د اسمبلو ممبرانو نه مې هم اميد نه وء چې دوی به په دې پوره عمل وکړي نو ده له مې اجازه نه ورکوله. ډاکټر صاحب راته د ده دپاره ډېر منت وکړو. نو اجازه مې ورکړه دا هم ورکنګ کمېټۍ پاس کړې وه. چې شاید د سول نافرمانۍ سره به دا خلک ګرفتار شي. که ګرفتار شول ځو ښه او که حکومت ونه نيول نو دوی له په کار دي چې کور نه کښېني او په دې قام پيسې کلي په کلي وګرځي و د سول نافرمانۍ تقریرونه دې کوي تر هغې پورې به ګرځي. څو پورې چې ګرفتار شوي نه وي.لیکن افسوس دی چې ډېرو لږو ځلکو د دې پابندي وکړه اکثر کسان ورځ دوه او ادېخوا وګرځېدل او پخپلوکورونو کې کښېناستل او وکیلانو خو دومره کمال ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد وجهد : : وکړو چې دا کار ځو پرېږده خپل وکالت يې شروع کړو.او د ټولونه اول بیرسټر قيوم په وکالت شروع وکړه. د هزارې د وکیلانو خو دا حال و. چې خدايي خدمتګارو به په کچرو پکټنګ کولو هغوی کچرۍ بندولې. ولې خدايي خدمتګار به ګرفتارېدل او په دغو کچرو کې ستیه ګري وکیلانو په پيسو باندې د خلکو مقدمې کولې.او د ټولو نه عجیبه خبره ځو لا دا وه چې دې وکیلانو نه کچرۍ پرېښودې او نه تحریک. ما پخپله دا وکیلان او بیرسټران را ټول کړل او ورته مې ووې چې دا تاسو د خدایيي خدمتګارۍ د اصولو نه مڅالف کارونه کوئ.خپل ځانونه او جماعت بدناموئ.نو مهرباني وکړئ يا کچرۍ پرېږدئ يا جماعت هغوی دې دواړو ته تيار نه وو.ځکه چې په کچرو کې پيسې وې او جماعت کې عزت وقار.زمونږ ځينو خدايي خدمتګارو ملګرو ډ ېر ښه کار وکړو. پخپلوخلکو کلي په کلي وګرځېدل خلک يې پوه کړل. خو حکومت نيول نه اخر ستړي شول او کار ترې پاتې شو. زمونږ جماعت کې دا قسم خلک ډېر کم وو.زمونږ تعلیمیافته ډلې هغه که انګرېزي تعلیمیافته وو او که مذهبي تعلیمیافته وو.د قوم او ملک سره يې څه کار نه و. او نه يې څه همدردي او دلچسپي لرله بلکې د يو معمولي غرض دپاره به يې زمونږ تحريک سره مخالفت کولوء په ستمبر ‎١١١٣۴١‏ کې د هشنغر خلکو د دې کېمپ انتظام کړی و .وم ځای چې زمونږ کېمپ و د هغه نه چاپېره فصلونه او لویې لویې کندې وې. زمونږ د علاقې اسسټنټ کمشنر يو پیرنګی و او مېجرکول يې نوم و. زمونږ د تحریک ډېر مځالف و هسې خو هم هر پیرنګی زمونږ ٧٩۹ ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد وجهد د تحريک مخالف وي او هر پیرنګی مونږ ځپل دښمنان ګڼي چې په څه طريقه زمونږ تحریک ته نقصان ورسوي. بيا هم هغوی هر کار په يوه مناسبه طريقه باندې کوي. لیکن دا پیرنګی لا بل شان ودی تحریک خو پرېږده زمونږ په مرګ هم . حصار نه و .دی چې زمونږ د کېمپ نه بر شو نو زمونږکېمپ ته نزدې دوه وروڼه کاکاخېل مياګان وو .چې ډېر ظالمان وو هغه يې را وغوښتل او ورته يې ووې چې دې کېمپ کې باچا ځان د شپې مړ کړئ او ورته يې ووې چې که دی تاسو مړ کړو »نو زه به تاسو له د عزت نه علاوه ډېر انعام هم درکړم.او دا وعده يې هم ورسره وکړه چې تاسو به څوک نيسي نه او نه به په تاسو مقدمه چلېږي.دا دواړه وروڼه ډېر لوی ډاکه مار. راهزنان | و ظالمان وو .ډېر مرګونه يې کړي وو او ډېر ناترسه وو که د چا لور او زوۍ به يې خوښ شو هغه به يې ترې په زور بوتلو او که چا به څه ووې نو وهل ټکول او وژل به يې .په هېڅ حصار نه وو .ددې کاکاخېل میاګانو د يو نوم عبدالقيوم او د بل نوم ميا عبدالحکیم و. دوی پخپله هم په چا حصار نه وو او بيا چې ورسره د پیرنګي حکم او خوشحالۍ هم وي نو بيا راشه که يې ګورې». ځکه چې په دغه زمانه کې د پیرنګي حکم او خوشحالي د خدای د حکم او خوشحالۍ نه زیاته ګڼلی شوه. زما به اجل نه و دوی درې واره د شپې د دې کار دپاره کېمپ ته راغلي وو .چا پېره ناست وو.ځو کېمپ کې د خدایي خدمتګارو څوکۍ دومره مضبوطه وه چې د دوی وس بر نه شو او په دې ظالمانه سکیم کې پیرنګی او دوی کامياب نه شول. د خدای شان و. چې د دوی د دې ارادې نه زيدالله ځان د ٨۸۰ ۳ ‏ان‎ ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد و جهد عمرزو خبر شو او هغه دا دواړه وروڼه په رڼا ورځ په سړک دپاسه وويشتل او مړه شول.او هغه پرې مفرور شو او د خدای مخلوق يې د دې ظالمانو د لاسه خلاص کړلو. دغه پرېږده دا بله واوره چې دغه مېجر کول مونږ ته پخپله کورنۍ کې يو لوی فساد پورته کړو. زمونږ تربوران او خپلوان يې مونږ ته وچت کړل او هغوی ته يې هم دا ووې چې که تاسو ډاکټر صاحب او عبدالغفار خان مړه کړل». نو زه د دوی د وراثت دا ټول جايداد تاسو له درکوم او دا وعده هم درسره کوم چې تاسو نه به څوک تپوس هم نه کوي.زمونږ يوه چاچي وه چې زمونږ هغه تره او د هغه ټول بچي مړه شول.نو د هغه وراشت خو زما د پلارو. خو هغه ډېر رحمدله سړی و. د دې خاوند هم مړ شو او بچي يې هم مړه شول نو بابا مې د هغه ټول جايداد دې ته پرېښو دا څلور کلي وو او شلء پنځه ويشت کاله دې خوړلي وو چې هغه مړه شوه»نو دغه جايداد زمونږ رسېده. خو هغه کول پیرنګي مونږ له رانه کړو. راجا سنګه-اېډ وکېټ جنرل چې ما سره د ميانوالي جېلخانې کې پاتې شوی و .ډېر شريف او قوم پرست سړی و او د ګوروباغ په معامله کې قيد و ګورنر ته يې ووې چې دا فېصله غلطه وشوه دا هغه ګورنر و چې د ډاکټر صاحب ډېر مهربانه دوست واو هغه به وې چې دی مونږ سره هر قسم تعاون کوی او د هغه پرې ډېر اعتبار و. چې دی ډېردیانت دار»ايماندار ګورنر دی» چې راجه سنګه-ورته ووې چې دا فېصله غلطه وشوه. نو اېډوکېټ جنرل صاحب له ګورنر صاحب ځواب ورکړو چې پرېږده په دې قص وکښې ګوتې مه وهه کول پیرنګي سلطان خان چې زما ځوریی هم واو برني 1۹٩97 ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد و جهد ځانان تحصیل ته وغوښتل او ورته يې ووې چې جايداد مې درکړو او تاسو خو باچا ځان او ډاکټر صاحب ته هېڅ ونه وې دا جايداد درنه واپس اخلم. نو دوی د هغه په حکم باندې د ډاکټر صاحب په زوی عبيدالله ځان باندې حمله وکړه په سوونو ډزې پرې وشوې ځو هغه خدای بچ کړو. د ځان مائي تاڼې پولیس هم د دغو ډزو موقعې له را ورسېدل هر څه يې پخپلو سترګو وليدل ځو چې عبيدالله ځان د رپوټ او دعوې دپاره تاڼې ته ورغی نو دده رپوټ يې وانه خيستو. بيا ميرزا سکندر ډپټي کمشنرچې د ډاکټر صاحب ډېر دوست ۍ له ورشی هغه هم ورته توجه ونه کړه بيا کننګم ګورنر له چې هغه هم د ډاکټر صاحب ډېر دوست و ورغی او ددې واقعې نه يې خبر کړو هغه وې دا د پولیس کار دی د دوی اراده خو په ما او ډاکټر صاحب د حملې وه » ځو مونږ دواړه دغه وخت هندوستان کې وو. هغه لا څه کوې چې زمونږ د هغه چاچي لور چې د مور ميراث يې هغې له ورکړی و مړه شوه.نو د شریعت مطابق د هغې ميراث نیم زما رسېدو او تر اوسه پورې ماله حکومت راکړی نه دی. دا مېجر کول ډېر عجېبه سړی و.دا بله عجیبه يې واورئ چې چرې به ده ته د خدائي خدمتګارو مقدمه پېش شوه.نو خدايي خدمتګار به يو قسم بيان کولو او ده به بل قسم ليکلو د خدايي خدمتګارۍ په مقابله کې د هر قسم بې انصافۍ او دروغو ته تيار و. ډېر نالايقه سړی و هغه به خپله نالايقي پځخپله منله يو ځل ما سره يو ځای شوی و. په خېرو خبرو کې يې راته ووې زما نه خلک ګیلې کوي مګر حقيقت دا دی چې دا د حکومت بې وقوفي ده.چې زه يې په دې عهدې ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد و جهد لګولی يم. زه يو فوجي سړی يم زه په قانون څه پوهېږم؟. د دې ټولو خبرو سره بيا هم هغه پیرنګی و.د پیرنګيانو په راج کې د پیرنګي دپاره د لايق او نا لايق سوال د سره نه وبس دغه کافي وه چې پیرنګی دی د دې خدمت په سلسله کې يې د هغه ترقي وکړه.د ډېره اسماعیل ځان ډپټي کمشنر ولګېدو. د هشنغر د کېمپ نه وروسته زمونږ بل کېمپ په دولسم ستمبر ۱۹۴۱ع کال کې په هزاره کې وشو .مون به د خدايي خدمتګارو د تعلیم او تربیيت دپاره دغه شان کېمپونه کول او ورسره به مو جلسې هم کولې. په اېېټ اباد کې زمونږ جلسه وه تقریرونه کېدل زه هم په سټېج ناست وم» چې په دې کې ځان میرهلالي صاحب په سټېج ودرېدو اوتقرير يې شروع کړو چې څه وخت ده د جناح صاحب نوم واخيستو نو د نوم سره سره سم ما د لمنې نه ونيوو او کښېمېنولو .او زه پاڅېدم جلسې ته مخاطب شوم او ورته مې وويل چې ای خدایې خدمتګارو وروڼو مونږ خدايي خدمتګار يو. خدای ته د خدمت ضرورت نشته زمونږ کاره خدای د مخلوق خدمت دی. زمونږ کار په چا اعتراضونه اونکته چیني نه ده. او دا زمونږ کار نه دی چې په نورو جماعتونو او د هغوی په مشرانو. نکته چيني او اعتراض وکړو .زمونږ کار دا دی چې مونږ ځپل پروګرام خلکو ته پېش کړو چې مونږ ستاسو دپاره دا غواړو اودا کار يوازې نه کېږي. دا به هله کېږي چې تاسو راسره ملګري شئ.ملک هم ستاسو او زمونږ شریک دی. قوم هم شریک دی او کار هم شریک دی. زه به چې کومه جلسه کې وم او چا چې به خپل تقرير کې د يو جماعت يا د يو لوی سړي نوم په بده واخيستو. ٨-۱۲۴-٨۲ ‏سپفپپپګکیۍووو‎ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد نو ما به کښېنولو او پوهولو چې ته خدايي خدمتګار يې تا ته په بل کس يا جماعت د اعتراض کولو حق نشته ته که خلکو ته څه وايي نو د ځپل جماعت په باره کې ورته وايه حقيقت دا دی چې زمونږ دغه اصول وو. په دې کېمپ کې دا فېصله وشوه چې مونږ به په اتمانزو کې د ټولې صوبې يو لوی کېمپ کوو. په نهم نومبر ۱۹۴۱ ع کې په اتمانزو کې يو لوی کېمپ وشو په دې کې زمونږ د ټولې صوبې د هرې برخې نه خدايي خدمتګار او د جرګې ممبران شریک شوي وو درې سوه شپېته تته په کې خدايي خدمتګار وو او يو سل پنځوس د خدايي خدمتګارو د جرګو ممبران وو .د دې نه علاوه د کشمیر شيخ عبداللهء بخشي غلام محمد او ا فضل بېګ د خپلوملګرو سره شریک شوي وو. دغه شان د بلوچستان عبدالصمد ځان اڅکزی سره د ملګرو راغلی و. او دغسې د کېمپونو دا سلسله په ټوله صوبه کې مونږ جاري وساتله او د خدايي خدمتګارو تربيت په کې په ښه شان سره وشو. او د جلسو په ذريعه مو عامو خلکو سره هم تعلقات زيات او پاځه شول او ډېر د کار خلک پيدا شو چې قام او تحریک ته یې ډېره فایده ورسوله. په ۴۱١۱ع‏ کال کې جاپان هم په دويم لوی جنګ کې شریک شو په فلپاین يې حمله وکړه او چې د برما سرحد ته را ورسېد نو کانګرس دا مناسب وګڼل چې پخپلو فېصلو باندې په دويم ځل غور وکړي د دې د پاره په باردولي کې د کانګرس د ورکنګ کمېټۍ جلسه جوړه شوه. دا ډېره مهمه جلسه وه او لس ورځې جاري وه. د کانګرس د ورکنګ کمېټۍ د ممبراتو سو ووسر ‎(١‏ شوپ سدوڅ۴وسې 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد په مینځ کې يو اصولي اختلاف پيدا شو هغه دا و چې مونږ د عدم تشدد لاره اځتيار كرو اوکه د تشدد لاره اختيار کړو؟کانګرس ټول عمر د عدم تشدد په لاره تلی و او په دې وت کې د اکثرو ممبرانو دا رايه وه چې که چېرې پیرنګيان مونږ له خپل حق راکوي نو په دې وخت کې مونږ هغوی سره هر قسم امداد ته تيار يو او د ټول عمر د عدم تشدد دا اصول به هم قربان کړو. مګر ګاندهي جي دې ته تيار نه واو نه زما هغوی سره په دې اتفاق و. زه او ګاندهي جي يو طرف ته وو او هغوی ټول بل طرف ته وو دا تجويز چې وړاندې شو پاس شو نو په دې وجه ګاندهي جي او ما د کانګرس ورکنګ کمېټۍ نه استعفا ورکړه او په دې فېصله وشوه چې په وارده کې دې زر تر زره د ال انډیا کانګرس کمېټۍ يوه جلسه وشي او دا خبره دې ور وړاندې شي. زه په واردا کې وم چې ما له د د کن حيدر اباد نه د غني او د هغه د سخر او خواښې د طرف نه خط راغشی چې د غني لور وشوه.مونږ تا ته مبارکباد درکوو. زه بيا د کن حيدراباد ته لاړم د روشن مشره ځور سټېشن ته راغلې وه.او زه هغې سره هغوی کره لاړم.د روشن مور او ځور او بوډا پلار ډېر ښه ښکلي خلک وو. د هغې پلار د حيدر اباد ښه ځایونه ماته وښودل.د ښار نه بهر د دوی ډېر ښکلی کور و. زړه مې غوښتل چې څو ورځې ورسره تېرې کړم.هغوی هم نه پرېښولم چې ترې راشم .خ وکلي ته راغلم او کار مې شروع کړو. د ورکنګ کمېټۍ دا میټنګ ختم شو او مونږ ټول ځپلو ځایونو ته لاړو.څنګه چې د ال انډیا کانګرس کمېټۍ جلسه نزدې وه زه بمبۍ ته لاړم او د جلسې دپاره ايسار شوم د 011100-9 پ‎ ٨۵ - 0٩016 ٩0٨66۱ 4-7 زما ژوند او جد وجهد جېلخانې د ځوراک په وجه زما غاښونه خراب شوي وو .هغه مې اوښکي وو او په بمبۍ کې مې نوي غاښونه اېښودلء سعدالله د بمبۍ په کارپورېشن کې انجنير و. هغه مې بر کړی و» نو هغه ټېشن له راغلی و.او زه د هغه کره لاړم بمبۍ کې د هغوی ډېر ښکلی کور و صوفیه چې د ده بي بي وه ډېره ښه جينۍ وه ډېره قوم پرسته وه زما به يې ډېر مدار کولو. په دغوورځو کې یونس جان هم بمبۍ کې و او ماسره دېره و. او د جناح صاحب سره يې ډېر تګ راتګو او ما ته يې د جناح صاحب ډېرې کيسې کولې او راته به يې وې چې جناح صاحب وايي چې مانه چاپېره ټول بددیانته او خود غرضه خلک دي او که چيرې د عبدالغفار ځان په شان يو سړی را سره ملګری شي. نو ګورئ به چې زه به څه څه وکړم. هر سحر چې به دی تلو نو ما به پوهولو چې ګوره پام کوه؛ زما ذکر جناح صاحب سره ونه کړې زما دا خيال و. چې هغه به ضرور ده سره زماخبرې کوي چې دی ورسره بغير زما د تپوس نه څه وعده ونه کړي.چې جناح صاحب د مسلم لیيګ د خيال سړی دی. او زه د خدايي خدمتګار د خيال سړی يم او مسلم لیګ ما ته د پیرنګيانو جوړه شوې ډله ښکارېده. مګر يونس جان زما په نصیحت عمل ونه کړو او اخر يې ورسره زما ذکر وکړو. جناح صاحب ورته ووې چې زما له طرفه ورته د چایو دعوت ورکړه. مګر زه هغه شپې له د کانګرس جلسې له واردې ته روان وم. نو په دې وجه مې د ټیلفون په ذريعه د هغه شکريه ادا کړه او معذرت مې ورته پېش کړو او واردې ته روان شوم. د کانګرس د جلسې دپاره د هندوستان د ټولو صوبو نه سسسسسسسس 0016/۳066 زما ژوند او جد وجهد -8 خلک راغلي وو ځکه چې دا ډېره اهمه جلسه وه كوم قرارداد چې ورکنګ کمېټۍ باردولې کې پاس کړۍ و. هغه وړاندې شو ډېر بحثونه پرې وشول. زما هم اراده وه چې ممبرانو ته خپل خيال ښکاره کړم.مګر د جلسې صدر مولانا ابوالکلام ازاد ماله اجازت رانکړو او هغه قرارداد په اکثريت سره پاس شو د پاس کېدو نه پس ما د کانګرس نه استعفا ورکړه. مولانا صاحب راته ووې چې د اخبار والاو سره د دې ذ کر مه کوه. دا زما کار دی زه به يې اخبارونو کې د خپل طرف نه شایع کړم. مګر شرط به داوي چې ته به د پل ځان په ځای د خپلې صوبې يو سړی مقرروې او که چېرې ستا د صوبې کارکنانو ته ستا د رايې ضرورت وي نو رايه به هم ورکوې. کانګرس هغه د سول نافرمانۍ انفرادي ستیه ګره هم واپس واخيسته. دوی که د پیرنګيانو د خوشحالولو دپاره څومره خوشامندې وکړې خو د پیرنګيانو په زړونو کې زمونږ دپاره د رحم ګنجایش نه و او د دوی يوه خبره یې هم ونه منله. د کانګرس جلسه ختمه شوه زه پېښور ته را روان شوم ما د صوبې جرګه را غونډه کړه او په اتفاق سره مو ډاکټر صاحب د کانګرس د ورکنګ کمېټۍ ممبر مقرر کړو. د ممبرانوتسلي مې وکړه.دوی ته مې د جرګې کار وسپاره او د خدايي خدمتګاروکار ما واخيستو. مولانا بيا هم زما هغه استعفا شایع نکړه. خر ډېره موده پس يې شایع کړه.دغو ورځو کې جاپانيان په ډېرې تېزۍ مځ په وړاندې روان وو .امریکې او پیرنګيانو له يې ډېر شک ستونه ورکړل. جنګ د هندوستان سرحد ته را ورسېدبرما هغوی قبضه کړه او په مخه را روان پا .د٢٢‏ 01 00165 ٩۳0٨666 ‏سن‎ زما ژوند او جد و جهد ووء ما سره دا فکر پيدا شو.چې که دوی دغسې را روان وي نوممکن دی چې ډېر زر د هندوستان يوه برخه ونيسي او شاید چې ټول ملک کې ګړ بړي پيدا شي. زما دا یقين و. چې څنګه پیرنګي ته د جاپان د طرفه خطره هندوستان ته او بيا دېخوا زمونږ اړخ ته رانزدې کېږي. نو پیرنګی به ضرور دا کوشش کوي چې په دې ملک کې فساد وکړي. داسې خبرونه هم مونږ ته را رسېدلي وو چې پیرن د خپلو اېجنټانو په ذريعه په قبایلي علاقو کې د دې قسمه غونډې کړې وې. تر دې چې يوه غونډه په ډېرۍ شبقدر کې د ځان بهادر قلي ځان په ذريعه د مومندو شوې وه. چې هغې ته د صوبې ګورنر کننګم پخپله هم ورغلی و. مون دا محسوسوله چې د پیرنګي به دا کوشش وي چې مونږ پښتانه سره پخپل مینځ کې ورلاندې باسي. نو مونږ له په کار دې چې د دې د پاره دغو علاقو ته ځخپل خلک ولېږو او دوی پوه کړو چې مون د يو بابا اولاد پښتانه يو پیرنګيانو دوی زمونږنه بېل ساتلي وو. تاسو ته به ياد وي چې کله په ۰ ع کې پیرنګي په خدايي خدمتګارانو ملک سُور تنور کړو نو زمونږ دا ټول قبايل ورسره د مومندو او اپرېدو نه واځله تر وزیرستانه پورې دوی ځپلو پښتنو وروڼو په مرسته د پیرنګي مقابل ته ودرېدلي وو. د هغې په نتیجه کې پیرنګي خپله ټوله توجه دېخوا وګرځوله چې د دې لر او بر پښتنو شلوون وشي. او زمونږ او د دغې قبایلي روڼو د تعلقاتو د خرابولو په خاطر زمونږ په منځ کې په هېڅ قسمه فرېب. ده وکې. دروغ او بې ايمانۍ یې صرفه ونکړه. ۷۷۷د ددد 1 فو سسپپګپپسېدۍښتتا 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد ما چې د خداي خدمتګارۍ تحریک شروع کړو نو ډېرځله مې دا کوشش وکړو چې زه د قبایلو دې وروڼو له لاړ شم دا د پسښتنو يو تحريک دی. دوی هم پسښتانه دي چې دې تحري سک کې مونږ سره شریک شي ولې پیرنګيانو پرې نه ښودم. ځکه چې پیرنګيانو وې چې د هغوی او زو په مينع کې رورولي جوړه نه شی .د قبایلو مسئله زمونږ قامي مسئله وه. زما په خيال زمونږٍ د مرګ او ژوند مسئله وه.د دې کار دپاره ما د ځپلې صوبې دوره شروع کړه چې خپلو خلکو سره په دې حق کې سلا او مشوره وکړم.او ددې کار دپاره خدايي خدمتګار تيار کړم چې هغوی دې د قبایلو علاقې له لاړ شي او پخپلو پښتنو وروڼو وګرځي هغوی دې د موجوده حالاتو نه خبر کړي او په هغوی کې دې د ورورولۍ. عزيزدارۍاو اتفاق پيدا کولو کوشش وکړي. په دغو ورځو کې پیرنګيانو يو وزير هندوستان له رالېږړلی و.چې د هندوستان او انګلستان په منځ کې روغه جوړه وکړي. د ده نوم سرسټيفورډ کرپس و زه په کوهاټ کې وم چې ډاکټر صاحب راته ټیلفون وکړو چې دغه شان کيسه ده او ما پسې د ورکنګ کمېتۍ نه خبر راغلی دی. چې شمله کې حاضر شه ما ورسره اتفاق وکړو او ورته مې ووې چې لاړ شه ځکه چې مون ټولو دا غوښتل که پیرنګيان په روغه جوړه مونږ له خپل حق راکوي. نو د دې نه به بله ښه خبره کومه وي. ډاکټ رر صاحب لاړو دغه وخت په پیرنګيانو ډ ېره سځخته وه.جاپان د سېلاب په شان را روان و او د هر چا دا خيال و چې جوړه به وشي او مونږ له به خپل حق راکړي. مګر پیرنګيان د سسسحس 01 زما ژوند او جد وجهد هندوستان پرېښودو ته کله تيار وو؟ د دغوخبرو په ناکامۍ د هندوستان خلک ډېر مایوسه شو او دا یقين يې وشو چې پیرنګيان مونږ له خپل حق نه راکوي او دا شک يې پيدا شو چې پیرنګيان به هندوستان جاپان ته پرېږدي او مونږ ته يې نه پرېږدي. دې مایوسۍ د خلکو عقيده هم کمزورې کړه خلکو به وې چې په عدم تشدد څه کېدی نه شي مونږ له په کار دي چې د خپل ملک د ازادۍ دپاره د تشدد نه کار واځلو او دغه وجه وه چې د هندوستان په مختلفو علاقو کې ډېر تشدد وشو د يورپ او امریکې هم ډېر عجیبه خلک دي. د جنګ نه مخکې به دوی او د دوی اخبارونو د ګاندهي جي ډېر زيات تعریفونه کول او عدم تشد يې د دنيا د اسن. صلحء ابادۍ او ترقۍ دپاره ډېر ښه سکیم ګڼلو. مګر کله چې جنګ شروع شو نو بيا خو پیرنګيانو او امریکې ته د امداد ضرورت و.او پخپله يې په تشد د لاس پورې کړی و هغه وخت يې په عدم تشدد کې ګټه وه او اوس يې تشدد په کارو. نو چې کانګرس يا ګاندهي جي به د عدم تشدد نوم واخيستو دا به د دوی په طبیعت بد لګېدو او د ګاندهي جي بر خلاف به يې په اخبارونو کې لوی لوی مضمونونه چاپ کول ما چې به دغه مضمونونه ولوستل نو دغو خلکو پورې به ډېره خندا راتله او دغه خلک به هم راته د خپلو خلکو په شان خودغرضه او بې اصوله ښکارېدل. قبایلو ته ۵ خدایي خدمتگارو وفدونه: ما د ټولې صوبې دوره وکړه. لویې لویې جلسې وشوې او ټولو خدايي خدمتګارو سره سلا مشوره وشوه. ټولو ماسره دا ٠ زما ژوند او جد و جهد : ومنله چې په دې نازک وخت کې په کار دي چې خپلو قبایلي وروڼو له لاړ شي او هغوی په دې ټول حقیقت پوه کړې. د صوبې دوره مې شروع کړه او د دې کار او خدمت دپاره د صوبې په ټولو ضلعو کې ډېرو کسانو ماته خپل خدمات وړاندې کړلزه چې د دورې نه بېرته راغلم نو شاد محمد مېږی مې ملکنډ اېجنسۍ ته ولېږه. په ملکنډ اېجنسۍ کې زمونږ ډېر خدايي خدمتګاروو. په ۰ ع کال کې چې په نورو ضلعو کې د خدايي خدمتګارۍ تحريک شروع شوی ونو دغلته هم شروع شو و.او د دې اېجنسۍ پښتنو وروڼو د ۰کال په جنګ کې مونږ سره سمه برخه اخيستې وه. شاد محمد ځو څه ورځې دغلته کار وکړو. خو کله چې پولټيکل اېجنټ خبر شو نو هغه يې فوراً ګرفتار کړو او درې کاله یې سخت قید کړو. پیرنګيانو په هېڅ شان نه غوښتل چې مونږ دې دغلته کار وکړو ځو مونږ هم فېصله کړې وه. چې دې نازک وخت کې به د قبایلو وروڼو علاقه کې کار کوو ولې چې دا خو زمونږ د ابادۍ او بربادۍ سوال دی مون دا فېصله وکړه چې که پیرنګی اجازه کوي که نه. خو مونږ به دغلته کار کوو او په پښتنو کې به پوهه او اتفاق پیدا کوو. زمونږ د صوبې ګورنر سرجارج کننګم و. دی ډېر نسرم» هوښيار او چالاکه سړی و ما ورته يو خط په دې مسضمون وليکه چې: «نن په دنيا کې د انقلاب يو زورور سېلاب راروان دی.مونږ وېرېږو چې چېرته زمونږ په کور کې ګړبړ جوړ نه شي او مونږ پخپلو کې برباد نه شو نو د امن د قيام دپاره ٨٩١٢۱١ زما ژونداو جد و جهد : مونږ دا خبره وړ ګڼو چې ازادو قبایلو ته وفدونه ولېږو او هغوی د دې حقيقت نه خبر کړو. مونږ تاله تسلي درکوو چې مونږ هلته ستاسو د حکومت برخلاف د هېڅ قسم کار نه کوو. مونږ ځپل غم اخيستي يو او هغوی سره به خپله د ورورۍ. همدردۍ او قامولۍ خبره کوو.اميد دی چې څومره زر کېدی شي ته به مونږ ته د دغه ځير کار دپاره اجازت راکړې» څه ورځې تېرې شوې. زما د خط ځواب رانفی بيا مې ورته وليکل «که چېرې ستا خوښه وي او که دې خوښه نه وي مونږ نورستا د اجازت انتظار کولی نه شو .د فلاني تاریخ پورې که ستا اجازت رانغفی مونږ به خپل وفدونه دې علاقو ته لېږو .مونږ د ځپلو وفدونو د لېږلو دپاره ۵ د اګست ۱۹۴۲ کال مقرر کړی دی.» دا ليک مې د يونس جان په لاس ګورنر له ولېږه ګورنر نته ګلۍ کې و.يونس جان چې نته ګلۍ ته ورسېده نو ورته معلومه شوه چې ګورنر پخپله بنګله کې ټول پولټيکل اېجنټان او د صوبې ټول ډپټي کمشنران راغوښتي وو. او هغوی سره په دې معامله کې سلا کوي يونس راته دا هم ووې چې فېصله يې په دې وکړه چې د صوبه سرحد علاقه کې دوی نه منع کوو او په ازادو قبایلو کې به د پولټيکل اېجنټانو په ذريعه څومره چې کېدی شي. مونږ ته به مشکلات پيدا کوي او زمونږ د خير دا کار به ناکامیابه کوي.يونس جان زما د خط ځواب راوړو هغې کې ګورنر مونږ له يو قسم اجازت راکړی و مونږ سباله د کامدار ځان په مشرۍ کې يو وفد د ملکنډ په لاره باجوړ ته ولېږه کله چې وفد ملکنډ اېجنسۍ ته ورسېدو نو د ملکنډ پولټيکل اېجنټ د سمې او سوات 4٢٨٨٨٢ زما ژوند او جد و جهد راڼيزي. ځانان» ملکان راټول کړي وو او زمونږ ود ته يې لاره نيولې وه اووړاندې يې نه پرېښوول. پیرنګيانو مونږ ته لوی شر او فساد جوړ کړی و. او مونږيې کور کې جنګولو. دوۍ کامدار ځان د وفد مشر ته ووې چې تاسو واپس ځئ.مونږړلار نه درکوو. هغه ورته ووې چې زمونږ کتاب کې واپس تلل نشته مونږ به يا وړاندې ځو او يا به مرو او که باچاخان راته ووې چې واپس شئ نو بيا به هله واپس شو اګر چې د دې خانانو .ملکانو نيت ښه نه و او پولټيکل اېجنټ په بدنیت رالېېلي وو. مګر کله چې دوی زمونږ سره د ځلکو جوش او همدردي ولیدله نو د لارې د بندولو جرات يې ونه کړی شو او بيا د دغوملکاتو .خانانو جرګه ماله مرکز له راغله اوماته يې ډېر منت وکړو. چې مونږ پولټيکل شرموي ته دا جرګه واپس کړه. ما دوی پوه کړل چې دا جرګه ځو ستاسو د پښتلو د خير دپاره ما درلېږلې ده ځو هغوی د پیرنګي نه ډېر مجبوروو. ار فېصله په دې وشوه چې په ملکنډ کې د ملکنډ اېجنسۍ کار به مقامي خدمتګار کوي او مونږ به يې نه منع کوو او دا وفد دې د ملکنډ په ځای د کوټ او اګرې په لاره باجوړ ته لاړ شي ما ورله د وفد په نوم خط ورکه چې تاسو د ملکنډ دلارې په ځای د کوټ او اګرې. اتمانځېلو په لاره باجوړ ته لاړشئ.د کوټ کلي کې کاکاخېل. مياګان وو هغو ظالمانو د پولټېکل د خوشحالۍ دپاره زمونږ وفد وواهه. په کاڼو يې وويشتل ګرېوانونه يې ترې وشلول. باجوړکښې هم پیرنګيانو د وفد د رسېدو نه مخکې جاسوسان لېږلي وو او پیسې يې څورې کړې وې چې دا وفد هندوان دي او د هندوانو اېجنټان دي او د 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد مسلمانانو شلام کولو له هندوانو را لېږړلي دي. او ډېره د افسوس خبه دا ده چې باچاګل صاحب د حاجي صاحب د ترنګزو مشر زوی هم زمونږ خلاف دغسې پراپېګنډه په خلکو کې کړې وه په يو ځای کې هلکان زمونږ د وفد مرګ ته تيار شوي وو خو مشرانو منع کړل او ورته يې ووې چې صبر وکړئ چې دوی راشي او مونږ ترې پوښتنه وکړو. وفد چې کلي ته ورغشی حجره کې کښېناستل. نو عبدالمالک صاحب فدا پاڅېدو او هغوی ته يې ووې چې زمونږ پښتنو وروڼو مونږ باچا ځان تاسو له د دې دپاره رالېږلي يو چې په دنيا کې د جنګونو يو لوی سېلاب روان دی. که مونږ بې خبره پاتې شو نو لاهو به شو. باچا ځان وې چې زما وروڼو ته ووايئ چې پرې جنبې پرېږدئ. تېږې کښېږدئ روغې جوړې وکړئ چې مونږ دغه وت کې د دې قابل شو چې يو بل سره امدادوکړو او د سېلاب نه ځان وسات او باچاخان داهم ويلي دي چې تاسوڅرخې کوئ هسې نه چې سبا په جنګ کې کارخانې بندې شي او تاسو بربنډ پاتې شئ او غلې دانې په کورونو کې وساتئ چې وږي پاتې نه شئ. او بل وفد مونږ باچاګل صاحب له مومندو ته د فضل رحيم ساقي صاحب په مشرئ په ‎۱١‏ ‏اګست ۱۹۴۲ کال کې ولېږلو.دوی اول باچا ګل صاحب سره وليدل او ورته يې ووې چې باچا خان وې چې زمونږ او ستاسو خو ډېر تعلقات وو. دا څه چل دی چې په اخبارونو کې په مونږ ستا د طرفه د کر فتوې چاپ کېږړي. او د سیکو ډېرۍ پولټيکل اېجنټ قلي ځان پخپل لاس هغه ځانانو پسې ګرځوي او هر چا ته وايي چې وګورئ باچا ګل صاحب په باچاخان دنت ۹۹۴ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد باندې دکفر فتوا لګولې ده. زمونږ ځو دا خيال دی چې دا کار پیرنګيان د خپله ځانه کوي. باچا ګل صاحب زمونږ ساقي صاحب ته اوږده کيسه وکړه او دا اقرار يې وکړو چې دا مالېږلي دي چې اخبارونو کې دا خبرې چاپ شي او خلک د باچاخان نه واوړي» پیرنګيانو دکابل حکومت سره هم سلا کړې ده. چې که مونږ په جاپان جنګ بایلود نو دا ټول د صوبه سرحد ملک به تاسو ته پرېږدو او دا پښتانه د اسلام په نوم د جاپان سره وجنګوئ. که جنګ مو وګټلو نو ستاسو حکومت به پرې جوړ شي. باچاګل وې چې زه د دغه دپاره ميدان اواروم». نو ساقي صاحب ورته ووې چې صوبه سرحد کې خو نور تنظیمونه هم شته د هغوی برخلاف ولې قدم نه اوچتوئ. نو هغه وځندل اوويې ويل چې مونږ ته خو باچا ځان يو لوی ځنډ په لاره کې پروت دی. دا نور تنظیمونه خو زه په يو سُوک سمولی شم. ځو ساقي صاحب ته دا پته ولګېده باچاګل صاحب چې دا څه کوي د افغانستان د صدر اعظم محمدهاشم خان په اشاره يې کوي. وفد بيا په ټولو مومندو کې کلي په کلي وګرځېدل او زما د ورورولسۍ او عزیزولۍ پېغام يې هر چا ته ورسولو. مومندو وروڼو ورسره هرځای دعا د ځير وکړه او د مومندو مشران او ملکان ټول د باچا ګل نه برخلاف شوي وو .ځکه چې ده په افغانستان کې خپلو خوشامندګرو له لونګۍ کړې وې. دا وفد پنځوس ورځې پس واپس شو او مرکز ته ماله راغلل او د خپلې دورې رپوټ يې مفصل راکړو. ما يو وفد تيراه ته./اپريدو وروڼو له هم لېږړلی و۰ ځو هغه په څه وجوهاتو واپس راغلو. نوساقي ۵ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد صاحب د وردګې ته مې ووې چې زه غواړم چې ته د دوو نورو خدايي خدمتګارو سره تيسراه ته لاړ شې. اوهغوی ته زماله طرفه د ورورولۍ. عزيزدارۍ او اتفاق پيغام ورسوې. چې که چيرې د دې جنګ مصیبت زمونږ په ملک راشي نو چې مونږ يو بل سره د تکلیف په وخت کې امداد وکړی شو. او که خدای پیرنګيانو نه زمونږ ملک ازاد کړو نو چې د ټولو پښتنو قومي جمهوري حکومت جوړ کړی شو ساقي صاحب او د رځړو فقير محمد او د پېښور تحصیل دپاوکي کلي عبدالمجيد ځان مې ورسره ملګري کړل.دوی په ‎١٢‏ اکتوبر ۱۹۴۲ کال تيراه له لاړل. په مختلفو لارو کې ورته پولټيکل اېجنټ يوويشت سوه خاصه دار کښېنولي وو ځودوی ترې خدای په امان کړل او تيراه ته ورسېدل. دوی د اپريدو اتو قومونو کې او د اورکزو څوارلسسو خېلونو کې قامي جرګې جوړې کړې ټوله تيراه کې يې دورې وکړې. خلکو ورسره د ورورولۍ سلوک وکړو. ماله د دې وفد د تلو نه وړاندې خوشحال خان ملک دین خېل راغلی و. وې وفدزما ځای له راولېږه.زه به ورسره کار وکړمما ورته وويل چې مونږ سره خو پيسې نشته دي. مونږ ځو دا کار د خدای دپاره کوو.ځو ده ډېر اصرار وکړو.او ويل يې چې زه ځو هم د خدای دپاره کوم»نو ما دا وفد د ده ځای له ولېږلو ما د خپله طرفه ساقي صاحب له څه پيسې د دوی د خپل خرڅ دپاره او د جرګې دپاره ورکړې.دوی چې لاړل نوهلته يې کار شروع کړو. جرګه هم وشوه اوخدمت يې هم شروع کړو په تيراه کې يې دورې شروع کړې.شيخ محبوب علي پولټيکل اېجنټ و ۷۹١7 ‏نن‎ ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد وجهد اوحکومت زمونږ دا کار نه خوښولو نوهغه ورپسې لګېدلی و .دغو ورځو کې عاشق شاه باچا زما د اجازت نه بغير ورپسې تيراه ته لاړو او زه نه پوهېږم چې په کوم ځيال يې داسې خبرې وکړې چې د خوشحال ځان ملک دین خېل دا خيال پيدا شو چې دوی سره ځو ډېر مال دی او هندوستان د دوی هر قسم خدمت کولو ته تيار دینو بيا عاشق شاه باچا واپس راغی او خوشحال ځان د ساقي صاحب نه د پيسو مطالبه وکړه.ساقي صاحب ورته ووې چې مونږ سره خو پيسې نشته سړه ډوډۍ جولو کې واچوو .او جلسې له ځو او که تاسو خپل ملک په چا خرڅول غواړئ .نو پخپله ورسره خبره وکړئ. ده رټ ځواب ورکړو چې زما د ځای نه ځئ زما فقيران نه دي په کار نوهغوی افضل خان زځه ځېل خپل کورته بوتلل او هغه ورسره دوه نیم کاله په ټوله تيراه کې د خدای دپاره کار وکړو او د باډوان د صاحېزادګانو سره دېره ووء هغوی هم د وفد سره د خدای دپاره ډېر کار کړی دی. تيراه کې صرف دوه بزرګان داسې وو چې د پیرنګيانو د اثر نه بچ وو. يو د څوکنو د انګورې ملاصاحب او بل د باډوان صاحبزاده صاحب عبدالرزاق. د محمد اخونزاده زوی. محمد سعيد خو ورته سپين ووې چې زمونږ لنګر او نور کاروبار ټول د پیرنګيانو په امداد چليږي داسې ورله د غوتزې بزرګ صاحب هم ځواب ورکړی و. د وزيرو ازادو قبایلو ته مې يو کسېز وفد ميرزا تاج محمدخاموش لېږلی و. هغه وزيرو ته ورسېد او فقیرايپچي صاحب سره يې ملاقات وشو او زما د ورورولۍ پيغام يې ور ورسولو خو قام کې ونه ګرځېدو ځکه چې فقير صاحب ورته 0٩016 ٩0٨66۱ زما ژونداو جد و جهد ووې چې دلته ستا د ګرځېدو حاجت نشته دا قام جوړ شوی دی زه چې څه ورته وایم هغه کوي نو دی واپس راغی. بل وفد کې د پړانګو عبدالحکیم ستي جان او د بېټنو جرنېل عبد الرحمان مې مسعودو وروڼو له ولېږل , خوهغوی دواړه حکومت ګرفتار کړل. ستي جان يې وا پس راولېږه او جرنېل عبدالرحمان بیټني د ټانک دوه کاله قيد شو چې ته ولې د هشنغر د سړي سره مسعودو له روان وې يو وفد مې د ټل او هنګو د خدايي خدمتګاروکرمې ته ولېږه هر کله چې سدې ته ورسېدل نو يو جومات کې دېره شول, د کرمې پولټي کل اېبجنسټ ورپسسې خپل ملکان او سپین ږيسري راولېږل.هغوی دوی ته ووې چې ښه به دا وي چې تاسو واپس شئ او دلته ونه ګرځئ. دوی ورته ووې چې دا ولې مونږ ځو ټول د يوې علاقې پښتانه يو تاسو هلته راځئ او مونږ دلته راځو. ملکانو ورته ووې چې مون د پولټيکل اېجنټ نه مجبور يو تاسو خپلې علاقې ته نه پرېږدو. د ډېر بحث نه پس هغوی د وفد د غړو پښې لاس وتړل او ټرک کې يې واچول او ټل او هنګو ته يې ورسول. هغوی هم راغلل اوما ته يې دا حال ووې. زمونږ د دې وفدونو په تلو ګرځېدو کې او خلکو سره ليده کاته اوتبادله خيالاتو کولو په وجه ازادو قبایلووروڼوکښې لويه تبدیلي پيدا شوه.او په پښتنو کې د قامولۍ او ورورولۍ احساس او پوهه پيدا شوه.زمونږد باجوړ د وفد مشر کامدار ځار و چې ورسره صدر صاحپ محمد اسراراوفندا عبدالمالک او ناظم سرفراز ځان هم وو کامدار ځان چې واپس زما ژوند او جد و جهد راغی نو دا نور ملګري ېې شاته باجوړ کې پاتې شول. او ميا صاحب عبدالحکیم د چینګۍ سره دېره شول. بچو له يې د تعليم ورکولو دپاره يوه مدرسه هم پرانسته.د هغې هم ډېر ښه اثر وشو. زمونږ يو خدايي خدمتګار د باجوړ نه پېښور ته راتلو چې په لاره په مومندو کې غُلو وشوکولوء د باجوړ خلک په دې ډېر ځپه شول او تش خفګان نه. هپه يې وکړه او د هغو غُلو نه يې حساب واپس واخيستو او هغوی معافي هم وغوښته. پیرنګيانو او د افغانستان حکومت زمونږ د دې وفدونو د ناکامیابه کولو ډېر کوششونه کړي وو. خو خدای کامياب نه کړل. دا خبره ما محسوسه کړې وه .چې د هر يو تحریک دپاره يومرکز ضروري وي. ډېر ځایونه مې وکتل خو په څه وجوهاتو به پاتې شول د سردریاب د پل نه په قبله د كوډو او سردریاب منځ کې د سیند په غاړه يوه دشته وه یوميل بره سويل غاړې ته يو چمن اوميدان و. دغه ځای ځنګل و تنها يي وه. دغه ځای موخوښ شو او د اګرې اوکوډو پښتنو دا مځکه د مرکز دپاره وقف کړه. په ۵ اګت ۱۹۴۲کال د چارسدې د کېسپ نه وروسته مونږ ټولو خدايي خدمتګارو د منير ځان د باغ نه د ځرولو څانګې ورېبلې هر چا د ځان سره.سره زما چې څومره څانګې اخيستې شوی هغه مو راواخيستې.او پخپلو پښو سردریاب ته روان شو .د لرګو بندوبست محمد اسرار ځان صدر صاحب کړی و .مون لاړو ستنې مو ښځې کړې لرګي مو پرې سواره کړل. لښتې او لُوخه مو پرې واچوله او دغلته دېره شو شپه او اطفا 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد وجهد ورځ به لس اته خدايي خدمتګار دغلته ما سره وو ډوډۍ به راله وارث خان پخوله اوکټوۍ به مو پخپله پخوله. ددې ځای نه مونږ د ټولې صوبې د خدايي خدمتګارو سره رابطه قایمه کړه. د دوی چې به څه کار و.دلته به ما له راتلل او زما چې به څه‌کارود خدايي خدمتګارو په ذريعه به مې خبرول دغه مځکه بنجره وه. مون به د سحر د چای نه پس تسکورې واخيستلې په کار به مو شروع وکړه.د ډوډۍ د وخته پورې به مو مځکه جوړوله بيا به مو په هغې کې سبزي کرل شروع کړل.اتمانزو کې د غني بټۍ وه په هغې کې مو د مرکز د پاره د خښتو انتظام وکړو او د پړانګو او بابړي خدايي خدمتګارو د هغو د راوړلو دپاره دو مره ډېرې رېړۍ راوستې وې. چې د هغې يو سر مرکز ته را رسېدلی و بل سر يې اتمانزو کې و. دغه شان په يوه ورځ کې ټولې خښتې را وچلېدې د ابادۍ دپاره مود سیند په غاړه ځای خوښ کړو. هلته مو یوهال ورسره دوه کمرې او دواړه طرف ته برنډې جوړې کړې او د دويم چت په جوړولو مو شروع وکړه.دېوالونه جوړشو او چت پرې لانه و جوړ شوی.چې پاکستان جوړ شو او مونږ ګرفتار شو ددې په ابادۍ کې ټول کار خدايي خدمتګارو پخپله کړی و زه به هم ورسره لګيا وم ګلکار له به مې خښتې ورکولې.د هرې تپې نه به لس پنځلس خدايي خدمتګار وار په وار راتلل اوخپل خرڅ.خوراک به يې هم د ځان سره راوړلء يوه هفته کار به يې کولو بيا به د بلې تپې خدايي خدمتګار راتلل. زمونږٍ اراده وه چې دلته به سکول او هسپتال هم جوړوو او ډېرو خلکو دا خيال ظاهر کړی و. چې مونږ به دلته ځان له کورونه لر زما ژونداو جد و جهد جوړوو تر دې حده چې مون دلته د خپلې مقېرې فېصله هم کړې وه. بیرسټر قيوم چې وزير اعلی شو نو د مرکز د ورانولو او .ليلامولو فېصله يې وکړه د اګرې ځانانو ورته ووې چې دا ځای ورانوه مه دا خو هسې هم زمونږ جايداد دی. مونږ به يې لیلام کې واخلو او مدرسه يا هسپتال به يې کړو. قيوم وې چې زه به دا خامځا ورانسوم.او د دې خدايي خدمتګارو د مرکز دا نښه ورکوم. ځکه چې که دلته يې نښه پاتې وي نو چې بيا دوی په لاره ځي وايي به چې دغه زمونږ مرکزو. چا دې لیلام ته غاړه کښېنښوده اخر د شپږم نمبر کلي يومومند نور محمد واخيستو او په بمونو یعنې ډاینامائيټ (0103776)باندې يې ورله بنیادونو پورې والوزول. د هندوستان پرېږدئ تحريک: کله چې د کرپس مشن ناکامياب شو.نو د هندوستان په خلکو کې مایوسي پيدا شوه او دا فکر يې پيدا شو چې بغیر د مقابلې نه پیرنګيان مونږ له څه نه راکوي په دغو وختونو کې په بمبۍ کې دورکنګ کمېټۍ اجلاس و. په دې وخت کې د کانګرس (101۸/ 0017) یعنې«هندوستان نه ووځئ»تجویز پاس کړو او مهاتماګاندهي او د ورکتګ ټول ممبران ونيوی شو د دوی د نيول کېدو سره په ټول هندوستان کې د پیرنګيانو بر خلاف زورور جدوجهېد شروع شو. چې د کانګرس ذمه دار کارکنان پیرنګيانو قيد کړي وو. وروسته څوک ذمه دار کسان او مشران پاتې نه وو. او خلک هم د سمسسسسيټ )سب 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد پیرنګيانو نه مایوسه شوي وو. نو خلک د عدم تشدد په ځای د تشد د په لاره روان شول. پیرنګيانو د تشدد مقابله په تشدد وکړه او پیرنګيانو هم دا غوښتل هغوی له د عدم تشدد د مقابلې چل نه ورتلو او د تشدد ځو هغوی سره دومره سامان وو چې ډېر زر يې د تشده تحریک ختم کړو. او په خلکو يې دومره زور ظلم او زياتی وکړو . چې په دنيا کې به د وحشي نه وحشي قوم په چا کړی نه وي. سړي خو پرېږده چې د ښځُو سره يې داسې سلوک وکړو چې په ليکلو يې ما له شرم راځي. د ګنهګار. بې ګناه تميز يې نه کولو .دښمنان څه چې د خپلو وفادارو ملګرو د ښځو سره ينې زيات شرمناک سلوک وکړو. داسې واقعات په کې راغلي دي.چې د فوج او پولیس د کىاروايۍ نه علاوه پیرنګيانو په کلو باندې د هوايي جهازونو نه په مشين ګنونو ګولۍ ورولې دي. او کلو باندې يې بمونه غورزولي دي.د سرحد په صوبه کې زمونږ جرګه او خدايي خدمتګار هم را ټول شول.چې په دې خبره غور او فکر وکړي چې پن دې وخت کې مونږ له څه کول په کار دي. کانګرس د هندوستان په هره صوبه کې د جدوجهد دپاره يو ډکټیټر مقرر کړی و .د غسې زه يې د دې خپلې صوبې ډکټېټر مقر ر کړی وم ما ته دې اجلاس کې حاجي فقيرا ځان ووې چې ته خو د دې صوبې ډکټېټر مقرر شوی يې. مونږ څه له راغواړې حکم کوه مونږ به د هغې تعمیل کوو .ما ورته ووې چې دا خبره ځو ټیک ده.ځو زما په طبیعت کې ډکټیټري نشتهزه به هر يو کار د ملګرو په مشوره باندې کومد يو دماغ په ځای به د ډېرو دماغونو فېصله غوره وي.په اجلاس کې د هزارې حاجي - ۳ زما ژوند او جد و جهد فقیراخان ووې. چې مونږ له په کار دي چې تارونه پرې کړو او پلونه وران کړو.ما ورته ووې دا تشده دی ځو بيا به هم تا له اجازه درکړم خو دومره وايم چې کوم سړی تار پرې کړي يا پل وران کړي. نونېغ به تاڼې له ورځې او رپوټ به کوي چې دا کار ماکړی دی. ځکه چې زه د پیرنګيانو حکومت نه غواړم د دې فايده به دا وي چې ددې کار په وجه به د دغه کلو عامو خلکو باندې تشدهد نه کېږي هر څه سزا چې وي دی به برداشت کوي اوکه داسې ونه کړئ. نو د کلو په خلکو به ډېر تشدد وشي او د هغوی چې مونږ سره کومه همدردي ده هغه به ختمه شي نو دغه تجویز په ځای پاتې شو بل تجویز ما وړاندې کړو چې مونږ له اول وفدونه هر يو عدالت او هر يو ديسي افسر له لېږل په کار دي چې دوی ته ووايو چې کوېټ انډیا قرار داد پاس شوی دی نو تاسو له په کار دي چې نوکري پرېږدئ. بل دا تجویز پاس شو چې د پیرنګيانو په عدالتونو به چپاوونه کوو او د کرسو نه به يې پاڅوو او عامو خلکو ته به وايو چې خپلې فېصلې کور کې پخپله کوئ پیرنګيانو له مه ځئ دا ځو زمونږ د قوم او ملک دښمنان دي.او پیرنګيان خپل حکومت په مونږ باندې هم د دې نوکرانو په ذريعه چلوي. ځو چې زمونږ وفدونو پوره نتیجه ورنه کړه نومونږ بیا چپاوونه شروع کول. جپاوونه: په پېښور.مردان. کوهاټ او بنو کې خدايي خدمتګارو د ضلعو په کچ رو باندې چپاوونه شروع کړل. اول اول خدايي خدمتګار چا نه ګرفتارول. بلکې په بې دردۍ سره به يې ووهل زا ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او د و جهد دا وهل به پولیس کول او د پولیس سره به د خانانو او اربابانو ډنډه مار هم د کومک دپاره ملګرې وو.او څه مومند يې هم د خدايي خدمتګارو د وهلو او د سرکار د امداد دپاره را غوښتي وو په مردان کې هم دغه حال و .مګر هلته د ځانانو ډنډه مارنه وو. د سوات باچا میاګل صاحب ډېر سواتیان د دوی د وهلو دپاره د سرکار په امداد کې رالېږلسي وو. دې ظالمانو به په داسې ناترسئ وهل کول چې زه يې بيانولی نه شم د چا سر او پښه به يې نه کتل او اکثر به يې خدايي خدمتګار د غوبل د غوايانو په شان په نېغو وهل. اکثر خدايي خدمتګار به زخميان شولء دچا سر مات. د چا لاس او د چا پښې. څوک به په وهلو کې مړه شولء د پېښور د ډپټي کمشنر په دفتر چې خدايي خدمتګارو چپاو وکړو نو د نورو کوتک مارو سره ډپټي کمشنر مرزا سکندر پخپله کوتک په لاس راووتو او په خدايي خدمتګارو يې را باندې کړل.حالانکه پیرنګيانو مونږ پسې کوتک را اخستی نه دی.!ر نه يې پځپل لاس مونږ وهلي یو .خو دې مسلمان ورور مونږ پسې کوتک را اخستو او په دې وهلو ټکولو کې به خدايي خدمتګارو بياهم د ایډيشنل پولیس او انتظامي پولیس دايرې ماتې کړې او په کچرۍ به ورننوتل»او حاکم که به پیرنګی و.ورته به يې وويل چې پیرنګيه ته د اووزرو میلو نه راغلی يې. دا زمونږ ملک دی.دا مونږ ته پرېږده او ته ځپل ملک ته ځه او که ديسي به ونو ورته به يې وويل چې قوم فېصله کړې ده چې ته د پیرنګيانو نوکري پرېږده. سید اکبر خدايي خدمتګار د سکندر مزرا په ګذار په زړه ولګېدو او سرو ده پ8پ-. 011 سم وو ی 0/2 م١۸‏ ده نه زما ژوند او جد و جهد دغلته شهيد شو. پیرنګيانو پخپل لاس وهل نه کول. ددې چپاو لوی کمانډر د ګوجرو ګړۍ شاکرالله باچا و. چې دا چپاوونه يې دومره په بهادرۍ او هوښيارتیا منظم کړي وو چې هغه پیرنګیان چې ده سره یې مقابله کوله پر ې قایله وو. د مردان د چپاو کمانډر سالار منير ځان و او بيا عبدالعزیز ځان و هغه هم ډېر په بهادرۍ دغه چپاوونه چلولي وو.د چپاوونو زور په لويه پیمانه يا پېښور کې و يا مردان کې و. مردان کې به دهرې کچرۍ په وړاندې پولیس او ایډیشنل چاپیره کوتک په لاس ولاړوو. خدايي خدمتګار به راغللنعره تکبير الله اکبر. فخر افغان زنده باد چغې به يې ووهلې او د پولیس او ایډيشنل ګيره به يې ماته كړه او په کچرو به ورننوتل او دې پولیس اوکوتک مارو به پرې را باندې کړل مات ګوډ به يې کړل بيا به يې لارۍ کې واچول او چېرته لرې به يې وغورځول ما به د دې چپاوونو د حالاتو معلومولو او د سلا مشورې دپاره دورې کولې خو حکومت زه نه منع کولم؛ اخر د حکومت پاليسي بدله شوه اوکومو خدايي خدمتګارو چې به چپاوونه کول د وهلو نه علاوه د هغو نيول يې هم شروع کړل او د دې خبرې تجویز يې هم وکړو چې زه ترې څه کار ونه کړی شم. زه د کار دپاره مردان ته روان وم. د مردان نه بهر را ته پولیس ناست وو هغوی ونيولم او راته يې ووې چې مردان ته ستا د تلو اجازت نشته په موټر کې يې کښېنولم او بېرته پېښور ته يې راوستم د ښار نه يې بهر نه پرېښودم بل ځل کوهاټ ته روان شوم؛. سپېنې تاڼې سره پولیس ناست وو. مونږ يې د لارۍ نه کوز کړو ټوله ورځ يې را باندې سپینه تاڼه ۷۰۵ س د نن ن٢‏ یا زما ژوند او جد و جهد کې تېره کړه مازیګر يې په لارۍ کې پېښور ته راوستو او هلته يې پرېښودو ما د حکومت دا طريقه مناسبه ونه ګڼله د قوم د خبردارۍ دپاره مې د پېښور په چوک یادګار کې جلسه جوړه کړه. په دې جلسه کې ما خلکو ته درې خبرې وړاندې کړې يوه دا چې د حکومت دا زما سره کومه طريقه روانه ده. دا ما ته ټوقه ښکاري ما سره دې دا ټوقې نه کوي يا دې ما ونيسي او يادې ما پرېږدي. بله دا چې که چيرې مونږ له خدای ګټه راکړه. اومونږ ازاد شو نو دا خبره زما ياده ولرئ.ملک زمونږ د ټول قوم او د ټولو پښتنو شریک دی که جوار وي که غنم وي په شریکه به يې خورو داسې به نه وي چې يو سړی به وږی وي او بل به پولاوونه ځوري. دريم کار به زمونږ داوي چې کوم ځخلک وږي دي اول به هغوی مړوو .نو بيابه د مړو حق پيداکېږي. دریمه خبره دا ده چې يو سړی به نه ځان کوو او نه به بادشاه کوو .يو سړي له به اختيار نه ورکوو اوکه يو سړی مو ځان کړو. باچامو کړو اختیارمند مو کړو. نو بيا به ستاسو ځاورې په سروي او هغه او د هغه خپلوان او دوستان به مزې کوي. زمونږ د اقتدار په وخت کې به واک اختيار د قوم او د قوم د جرګې وي.جلسه کې ما د دې خبرې اعلان هم وکړو چې د اکتوبر په اووه ويشتم به د خدايي خدمتګارو د يوې ډلې سره مردان ته ځم. په اووه ويشتم مونږ د چارسدې اډه کې را غونډ شو او زه د پنځوسو تنو خدايي خدمتګارو سره پياده روان شوم لاره کې ځای په ځای زمونږ مخې له خلک راوتلې وو. شپه مو د ګل اباد د درګۍ منګا د خدايي خدمتګارو سره يو ځای وکړه سبا سیا 012116 م١١۸‏ ۵ه زما ژوند او جد و جهد له د دې ځای نه مردان ته روان شو د ميرویس غونډۍ نه قبلې ته نهر بهېږي. ماسپښين لمونځ مو هلته وکړو او د خپلوملګرو تالاشي مې واخيسته او که چا سره چاقو و. نو هغه مې ترې واخيستو او د هغو خپلوانو له مې ورکړل چې مونږ روان وو په دغه وخت کې د صوابۍ څو تنه خدايي خدمتګار د سالارمنير خان سره زمونږ په ټولي کې شامل شول. د لمانځه نه پس مو دعا وکړه او روان شو. زه د ملګرو په منځ کې وم او ملګري مې د ځان نه چاپېره کړي وو د پړانګو سردار ځان ملا تړلې وه او د ټولو نه مخکې روان و دا چغه به يې وهله چې پښتنو وروښو خبر شئء پیرنګي سره د پښتنو پخپل حق جنګ دی. تاسو زمونږ وروڼه يئ د پیرنګيانو دپاره مونږ سره مقابله مه کوئ. پخپل قام او پخپل ملک ننګ وکړئ. مونږ چې ميرویس ډېرۍ ته نزدې شو نو مونږ سره ځو ډېر خلک ملګري وو ولي او ماسټرکریم او سالار منير خان او نور لک مو رخصت کړل.چې ټول ګرفتار نه شي. ولي سره کېمره وه .وې زه تصویر وباسم خو ما منع کړو. ما دې خلکو ته ووې چې ملک کې کار وکړئ. مونږ چې د ميرویس ډېرۍ ته ورسېدو نو يو پیرنګی ولاړو. يو شټ کوتک ورسره په لاس کې و. کوم پولیس چې ورسره وو هغوی سره هم کوتکونه وو هغه پیرنګی مونږ له راغی او پولیس يې زمونږ نه چاپېره کړل. د سردار ځان تقرير په دې خلکو لږ ډېر اثرکړی و. مونږ يې نه وهلو خو چې کله پیرنګي کوتک وچت کړو او دوی له يې حکم ورکړو چې وهئ بيا يې په مون را باندې کړل او توره شپه يې راباندې جوړه کړه. د چا پښه ماته شوه د چا لاس مات شو. زما يې هم ٧۷ 0٩016 ٩0٨ زما ژوند او جد وجهد دوه پښتۍ ماتې کړې. مونږ يو بل پورې نښتې وو د پښو نه به يې نیولو او په سړک به يې راښکلو لنډه دا چې زه يې په موټر کې واچولم او مردان کې د پولیس لاین کې يې په يوه کوټنۍ کې وغورځولم. ددې کوټنۍ فرش د سيټو و او په دغه کشمکش کې زما جامې ټولې شلېدلې وې په مځکه پروت وم».چې وجود مې يځ شو نو ټول بدن مې دردونه کولء څه شېبه پس هغه پیرنګی د هغه ډانګه سره زما کوټې ته راننوت.زه په تکليف کې وم او ده په ما رعب اچوو ما چې ځواب ورکړو غصه شو اووې ويل چې اتکړۍ ورته واچوئ زه حيران شوم چې انسان چې انسان وي نو څومره همدرد وي او چې انسانیت ترې لاړ شي نو بيا څومره بې رحمه شي. د هغه ځايه يې په لارۍ کې واچولم او د نوښار چوڼۍ ته يې بوتلم هلته يو موټر ولاړ و.دوه پیرنګيان په کې ناست وو. زه يې د لارۍ نه موټر کې واچولم. خوشدل چې د پولیس اف سر و ډېر ظالم و. ما سره موټر کې ناست و نو پیرنګيانو ته د ځان ښودلو دپاره يې ماته ډېرې سپکې خبرې وکړې. زه پخپل ځان وم دومره مې ورته ووې چې پښتانه داسې خبرې نه كوي. ستا مطلب وشو پیرنګيانو ستا خبرې واورېدې ترقي به دې وشي.همدغه شان وشوه زه يې د هریپور جېلخانې له بوتلم او چکۍ کې يې بند کړم. ډاکټران وو او هسپتال هم و ځو هغه زما دپاره نه وو. قيدیان خو څوک د خدای بندګان نه ګڼي. زما به ټول وجود دړدونه کول او شپه ډېره سځته تېره شوه. سباله ډاکټر وکتم هغه پرېشانه شو څه ملهم غوندې يې زما په پښتو پورې کړل. چې سپرنټنډنټ راغی ما نه يې تپوس وکړو چې څنګه يې؟ ۸ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد پښتانه که ډېر تکليف کې وي چې څوک ترې تپوس وکړي نو ورته وايي چې ښه يم ما هم ورته دغسې ووې. سپرنټنډنټ حکومت له خبر ورکړو چې ښه دی. هغوی اخبار کې اعلان وکړو چې هغه ښه دی. هسپتال کې یوهندو ډاکټر و هغه مشر ډاکټر ته ووې چې ذمه داري په تا ده. بدنامي به ستا وي تا له په کار دي چې حکومت خبر کړې هغه حکومت ته وليکل چې دغه خبر غلط دی. دی جوړ نه دی حکومت سول سرجن را ولېږه. هغه زما معاينه وکړه بيا يې ایبټ اباد ته فوجي هسپتال ته بوتلم ايکسرې وشوه معلومه شوه چې زما دوه پښتۍ ماتې دي. سول سرجن پخپله زما پښتۍ وتړلې او پلاسټر يې پرې ولګول. په تړلو سره زه لږ په ارام شوم. څوورځې پس مې اخبار کې وليدل چې د جېلخانې سپرنټنډنټ وايي چې هغه روغ جوړ دی. سباله چې سپرنټنډنټ راغی هغه اخبار مې هغه ته وښودلو نو هغه راته ووې چې تا راته ووې چې ښه يم ما ورته ووې چې دا ځو د پښتنو اصطلاح ده. ستا خو سترګې وې تانه لیدم چې زه څنګه یم؟ څه وخت چې مون د پیرنګيانو خلاف سول نافرماني شروع کړه هغه وخت کې هغوى د افغانستان د حکومت په امداد د ملايانو په ذريعه کار شروع کړو .عجیبه خبره ځو يې دا وه چې پیرنګيانو په ما د کفر يوه فتوه تياره کړه.او په هغې باچاګل او ماڼکي ملا دواړو د ستخطونه وکړل او د دواړو ډلو د ملايانو تائيد و. عجیبه خبره خو دا وه چې مذهبي معاملو کې د ماڼکي ملا او هډي ملا تعلقدار چيرې متفق شوي نه دي.او د يو بل مخالف وو چې په يو بل به يې د کفر فتوې لګولې.لیکن زما اق 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد په فتوه د دواړو ډلو اتفاق و .ولې چې دا د کفر فتوه پیرنګي لګولې وه.او بله خبره دا وکړه چې افغانستان هم پښتانه دي.د صوبه سرحد خلک همء. په کار دي چې دا علاقه هم افغانستان سره شي.او د دې خبرې اشتهارات يې په ملک کې تقسیم کړل جلسې يې کولې او په هغو کې به يې دا تقریرونه کول چې د ملک دې افغانستان سره شي ولې پير: نګيانو ورته هېڅ نه وې.درېمه خبره يې دا وکړه چې حاجي محمد امین چې زمونږ د دې پېښور علاقې نه تللی و او په هډه کې پير شوىی و.د افغانستان د حکومت په مصلحت پیرنګيانو د باچاګل په ذريعه پېښور ته را وغوښت. هغه دلته د دې خبرې کوشش وکړو چې د پښتنو سیاسي توجه د پیرنګيانو نه بل خوا ته واړوي. نو د ډمو په بازار باندې ده پکټنګ ولګاوه. دغه وخت خدايي خدمتګار د پیرنګيانو برخلاف وو. . په دې کې حاجي محمد امین ځان راغی. ملايان ورسره ملګري شول او ارباب عبدالغفور د تهکال هم ورسره مُلا وتړله. او د خلکو توجه يې د پیرنګيانو نه اړوله. دا هغه محمد امین دی چې په مسجد نبوي'" کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حضور کې يې ما سره وعده کړې وه چې زه به تاسره یو ځای د خدای دمخلوق خدمت کوم چې دوی به پکټنګ له ورغلل نو ډمې به راووتې او خلکو ته به يې وې چې وګورئ هلته خدايي خدمتګارو د پیرنګيانو په کچرو پکټنګ لګولی دی. دوی راغلي دي.زمونږ په «دغه» يې پکټنګ لګولی دی. دوی به سترګې ښکته کړې. خو دوه درې ورځې پس مرزا سکندر هغه ډمې پاڅولې چې د دوی نوم وشي. باچاګل او نورو چې زمونږ ٠۰ 0٩016 ٧0۳6 زما ژوند او جد وجهد برخلاف څومره کو شش سرعحداتو او دې م لک کې وکړو. کامياب نه شود خلکو همدردي زمونږ سره وه. تجویز دا پاس شو چې په دې وخت کې مونږ له په کار دي چې د پیرنګيانو بر خلاف په ټوله صوبه کې جلسې وشي او په هغو کې اعلان وشي چې مون ازاد يو.او د هغې نه پس دې وفدونه جوړ شي. چې په ټولو کچرو. تحصیلونو. ضلعو. تاڼو کې د دې وشن مسرګاري ملازمان له ورشي و اپل دې ورته کې چې د پیرنګيانو نوکري دې پرېږدي او ځپل قام سره د قام» ملک خدمت دپاره مُلا وتړي. او د ملک خدمت ته ځان وقف کړي. زه په افسوس سره دا لیکم چې د ډېرو کوششونو سره د دې وفدونو په وينا يوازې يو سړي نوکري پرېښوده چې يحیی جان و.او د پېښور اسلامیه همائي سکول هېډماسټر و. ملازمانو کې ډېر خدايي خدمتګاران وو چې د خدايي خدمتګارو په وزارت کې نوکران شوي وو او د خدايي خدمتګارو زامن وو. هغوی کې يو تن هم نوکري پرېنښوده او د ټولو نه عجیبه خبره خو لا دا وه چې دا کوم خلک چې مونږ بهرتي کړي وو هغوی به د پیرنګيانو د نوکرانو نه په خدايي خدمتګارو ډېر زيات زور ظلم کولو او کله نا کله به يې پرې ګولۍ هم وچلولې. د دې خبرو وجه دا وه چې دوی ځو د پیرنګي نوکري غوښتنه او دوی ځو د خدايي خدمتګارو د لاسه مقرر شوي وو د ځان د سپیناوي او اتبار دپاره يې په خدايي خدمتګارو زيات ظلم کولو چې پير: نګيان پرې شکمن نه شي. په ۱۹۴۲ کال کې چې زه سول سرجن د هرې پور جېل نه د ١۱ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد اېیټ اباد هسپتال له بوتلم او زما علاج وشو او جوړ شوم.نو واپس يې د هریپور جېلخانې له راوستم دغه وخت زمونږ د خدايي خدمتګارو چالانونه هریپور ته راشروع شو. په لاره به دوی چغې وهلې خو چې جېل ته به را دننه شو نو بيا به یې هم بارکونو کې احاطو کې چغې وهلې زمونږ خو دا اصول وو چې جېلخانه کې د جېل د قانون مخالفت نه کوو. سپرنټنډنټ جرنيل ته وليکل چې جېلخانه د دوی چغو په سر اخیتسې ده. جرنيل راغی ډېر ښه سړی و فوجي و.ما سره يې څبره وکړه ما ته يې ووې چې ځير دی نعره تکبير او فخر افغان چغې دې وهي خو دا دې نه وايي چې برتانيه برباد . زه دوی له ورغلم ټول مې کښېنول چې بهر چې تاسو هر څه کول.کول مو. خو جېلخانه کې دا چغې وهل ښه کار نه دی . بعضې ګرم مزاجه خدايي خدمتګارو ووې چې ولې به نه وهو. ما ووې تاسو له دې جېلوالاو څومره مراعات در کړي دي.ستاسو چای ازادې دي پۍ درکوي کټوئ ځان له پخولی شئ تالاشي مو نه کېږي دا هر څه په دې وجه تاسو سره کېږي چې زه دلته موجود يم نو که تاسو نه منع کېږئ او خامځا چغې وهئ. نوما به درنه بدل کړي. او ستاسو نه به دا ټول مراعات واخلي سختي به درباندې راولي تاسو که بيا هم دا ايجي ټیشن جاري ساتل غواړئ. نو دا خبره مې واورئ چې بيا يې پرې نه ږدئ او ټول چغې مه وهئ په يو بارک کې دې لس کسان چغې وهي. که هغوی چکو کې بند شي نو بيا دې نور لس کسان چغې وهي. چې دا تحریک درنه مړ نه شي خو دا خبره درته وم چې که اوس مو زما په ځوله دا سوله جېلوالاو سره وشي نو دا به د ٧٢ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد عزت وي که ما درنه چالان کړي او تاسو تنګ کړي او بيا د سولې درخواست کوئ نو هغه به د بې عزتۍ او کوزو سترګو وي. ما دا خبرې ورسره وکړې زه ترې ځپل ځای له لاړم دوی چغې بندې نه کړې.دوه ورځې پس جمعدار ما پسې راغی چې سپرنټنډنټ دفتر ته غوښتی يې زه ورسره لاړم چې ډيوډۍ ته ورسېدم نو پولیس تيار ولاړ ووء موټر بهر ولاړ و .زه يې چالان کړم او دا يیټ اباد جېل له يې بوتلم او يوه تنګه کوټګۍ کې يې بند کړم. دغه کوټګۍ بالکل يوازې د ټول جېل نه جدا وه. ما سره د خبرو اترو قدرې څوک نه و. کله چې زه د هريپور جېل نه چالان شوم نو جېلوالاو په سیاسي قيدیانو توره شپه جوړه کړه. په دوی يې چای بندې کړې چا چې به نارې وهلې چکو کې يې واچول څه ورځې خو دوی چغې مغې ووهلې خو اخر يې چغې بندې کړې پخپل کار پښېمانه شولء, د دوی مشرانو چجېلوالاو ته ووې چې مونږ درسره سوله کوو. چېل والاو ورته ووې چې ډېره ښه ده چغې بندې کړئ. نو د دوی په منځ کې سوله وشوه که دوی زما خبره منلې وی »نو زه به يې هم ترې نه وم چالان کړی او دوی ته به هم دومره تکلیف نه و رسېدلی. او نه به د وزو سترګو په سوله مجبور شوي وی. ماله يې د اپیټ اباد جېل کې يو بوډا مشقتي را کړی و. هغه به ماله ډوډۍ پخوله.درې میاشتې قيد و. چې د هغه به کله ملاقات راغی او دۍ به ملاقات له لاړو نو چې به راغی ما به ترې تپوس کوو چې د کور او د بال بچ دې څه حال دی؟ نو ده به راته وې چې زه ملاقات له لاړ شم نو ښځې او واړه مې د جنګلې نه اخوا ولاړ وي ژاړې او زه د جنګلې نه دې خوا 2 ۳٣ 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد ژاړم څه خبرې ونه کړو. دی د هزارې و. ډېر ښه سړی و. يوه ورځ ترې ما تپوس وکړو چې زما د دې کوټنۍ لاندې چې دا بارکونه دي نو چې د نیمې شپې نه شپه واوړي دا قيدیان شور کوي چې دا څه کوي؟ ما د خوبه وباسي. ته ورته ووايه که وظیفې کوي نو ورو ورو دې کوي او ما دې د خوبه نه وباسي. نو هغه راته ووې چې دا شور ځکه وي چې دا ايیسټ اباد دی.دلته واوره پرسوځي.د دوی يخني کېږي. دوی له يې دوه زړې کمبلې ورکړې دي نو دا شور په دغه وجه وي. د دې جېلخانې د داروغه عمر بېګ نوم و. مسلمان و او په کوړي چود باندې مشهور و هغه چې سبا له ما له راغی ما ورته وويل چې د قيدیانو سره کمبلې نشته یځني يې کېږي ما د خوبه وباسي مهرباني وکړه کمبلې ورکړه.ده راته ووې چې کمبلې نشته ده به ډېر لمونځونه اودسونه هم کول. چې دی بدل شو نو د ده په ځای يو هندو داروغه راغی. د هغه د راتلو سره چې قيدیانو ورته شکایت وکړو. نو دوه دوه نوې کمبلې يې هر يو له ورکړې چې زه خبر شوم ما ترې تپوس وکړو چې دا کمبلې دې را وغوښتې؟ نو هغه وې نه دا ځو په ګودام کې پرتې وې. د دې ځای ډپټي کمشنر سکه و . او ډېرښه سړی و. دی چې جېلخانې ته راغی نو ماته يې دا خبره وکړه چې جارج کننګم به دا خبره کوله چې زه د ډاکټر خانصاحب نه د سرحد وزارت بل چا له نه ورکوم. خو څه موده پس يې مسلم لګ له ورکړو. اورنګ زيب خان وزير اعلی شو.يوه ورځې دا ډپټي کمشنر راغی ډېر خپه و او راته يې ووې چې ګورنر خو به وې چې بغير د ډاکټر خانصاحب نه بل سړی ؤزير نه مقرروم. ده يو قسم ما ۴ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد سره همدردي کوله. ما ورته وويل چې زه خوشحاله يم چې ګورنر مسلم لیيګ له حکومت ورکړو. او د ډاکټر صاحب په ځای اورنګ زيب ځان يې مقرر که .هغه حيران شو او پوښتنه يې وکړه چې دا ولې؟ نو ما ورته ووې چې زه په دې خوشحاله يم چې دې قوم خو دا زمونږ حکومت وليدو نو دا ښه ده چې د مسلم ليګ حکومت هم ووينې او په کې تمیز وکړي. او بله دا چې د دې حکومت اختيارات هم ډېر کم دي اؤ زمونږ دې قوم ځو حکومت لیدلی نه واو نه د دې حکومت نه خبر دې»نو يو کار دی چې هغه مونږ کولی نه شو زمون د اختياره بهر دی. قوم وايي دا راله وکړه. مونږ که ډېر ورته وايو چې مونږ يې کولی نه شو دا زمونږ په اختيار کې نه دی ځو د ده تسلي نه کېږي. او رانه په شي. خپه څه چې بيا زمونږ مخالفت شروع کړي. او دويمه خبره دا ده چې مونږ دوه انې ګټلې دي او دوی رانه روپۍ غواړي نو مونږ روپۍ د کومه راوړو؟ نو دوی زمونږ حکومت هم ليدلی و. او اوس به د مسلم ليګ حکومت وويني نو په حقیقت به پوه شي او همدغه شان وشو. که چېرې دا حکومت مونږ پرېښودی نه وی. نو د راتلونکي الیکشن ګټل ګران و.دوی به کامياب شوي وو .خلکو وليدل چې مونږ ځو په روپۍ کې دوه انیز ځو ورکولو اوکوم کار چې به زمونږ په اختيار کې و. هغه به مو ورله کولو او مسلم لیګ خو ځان ته نزدې هم نه پرېښودل او نه ېې ورله څه کول يوه ورځ کرنيل سمته چې د پېښور د جېل سپرنټنډنټ و ايیټ اباد له په دوره ماله راغی نو زما ځای يې وليدو څه وخت چې بهر ته ووت .نو سپرنټنډنټ ته يې ووې چې تا باچاځان د کوترو په ۵ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد کوټګۍ کې بند کړی دی؟ هغه سمته ته په ډېر ادب او غلی غوندې ځواب ورکړو چې د سرحد د حکومت دا حکم دی په دې زه څه کولی شم؟ . کرئيل سمته هغه وخت د هغه ځای - رنر ته ټیلیفون وکړو ورته يې ووې چې سرچ جارج څوک يو بهادر دښمن سره داسې سلوک کوي. څنګه چې تا باچاخان سره کړي دي' چې په يوه ور ړه کوټګۍ کې دې يوازې اچولی دی؟ ګورنر پخپل کار شرمنده شو او خپل حم يې و اپس واخيستو او و حکم يې وکه .چې ده له ښه ځای اوملګري ورکړئ کله چې مته ص خپ يب راغی | و ماته يې د ملګرو ووې چې څوک ړې ما ورته ووې چې ستا څوک خوښ وي هغه راکړه هه وا سره وي که ماسره؟ ما ورته ووې چې ماسره به وي. ده ووې چې بيا ځو په کار دي چې ته يې خوښ کړې.نو چې ستا څوک خوښ وي هغه راته ووايه نو ما ورته ولي او شېردل خان ياد کړل هغوی يې ماله را ولېږل چې هغوی راغلل نو د هغوۍ نه معلومه شوه چې سالار انځرګل په ډېره اسماعیل ځان جېل کې دی او ډېر نا جوړه دی نو ما سپرنټنډنټ ته ووې چې مونږ له د پخلي دپاره خپل سړی راکړه هغه وې چې څوک غواړې؟ ماوې انځرګل غواړم او هغه د ډېرو په جېل کښی دی هغه يې راوغښتو چې انځرګل جرنيل راغی نو دومره ناجوړه و چې د ګرځېدو هم نه و زمونږ په پوړو راختی نه شو ځو د خدای فضل و ډاکټرانو يې علاج وکړو او مونږ ورله ښه خوراک په ډاکټر مقرر کړو. نوورځ په ورځ ښه کېده. زما په هغه کوټنۍ کې په مشکله دوه کټه راتلل او نور ځا په کې د ملاستې هم نه و. تو سالارصاحب به زما د کټ د لاندې ٧ زما ژوند او جد و جهد څملاستو او شېردل خان به د ولي دکټ د لاندې څملاستو. څه ورځې پس حکم راغی او ماته چې نزدې د هسپتال کومه کمره وه هغه يې ولې دوی له ورکړه زه پخپل ځای پاتې شوم او دوی درې واړه هغې کمرې له لاړل. مونږ جېلخانه کې وو چې خبر شو چې بنګال کې قحط دی او ډېر خلک د ولږې نه مړه شول. مونږ له چې حکومت کوم راشن راکولو نو نیم به مونږ خوړلو او نیم به مو هغه مصیبت زده خلکو له جمع کولو. او چې ډېر جمع شو نو مونږ حکومت ته وويل چې دا بنګال له ولېږئ خو نه حکومت هغه بنګال له ولېږه اونه يې مونږ ته واپس راکړو.په دغو ورځو کې د ولي سترګه خُوږ شوه دغه يوه سترګه يې وه. هغه بله يې په شري کې خرابه شوې وه. مونږ سره ډېر فکرو سپرنټنډنټ د فوج د سترګو ماهر راوغوښتو ځو څه فايده ونه شوه. مونږ دې سپرنټنډنټ ته ووې چې ته حکومت د دې حال نه خبر کړه. دی غواړي چې بمبۍ ته لاړ شي او په هغه خپل ډاکټر علاج وکړي. سرجارج بغير د څه شرط نه هغه رها کړو او د علاج اجازه يې ورکړه چې دی تلو نو ما ورته ووې چې ولي ته يې د علاج دپاره پرېښودې نو که علاج دې وشو نو بيا به هم د حکومت برخلاف څه کار تر هغې پورې نه کوې چې دا د قيد میعاد دې پوره شوی نه وي. زمونږ ډېر ملګري چې د قیدنه رها شول اوپه هریپور کې کوم پاتې شو نو زه يې د ايیټ اباد نه هریپورته بدل کړم. هریپور کې چې زمونږ ملګرې وو نو چېلوالاو ورته ووې چې هر سړی دفترته مه راځئ تاسو ځپل يو سړی مقرر کړئ او هغه ٧ زما ژوند او جد و جهد 1 دې دفتر له د ځپل کار دپاره راځي نو دوی به غونډ شو او دوی به په اتفاق يو سړی مشر کړو هغه به د دوی د کارونو دپاره دفتر ته تلو او هغه کارونه به يې کول. دا خو ضروري خبره وه چې هغه به د دوی نماينده و. نو جېلوالاو به د هغه عزت کولو او د هغه عزت خو حقیقت کې د دوی عزت دی. نو چې هغه به د دوی د کار د پاره داروغه له ورغی هغه به ځان سره په کرسۍ کښېنولو .که ډاکټر له به د دوی د کار دپاره ورغی نو هغه به هم ځان سره په کرسۍ کښېنولو او دغه شان به سپرنټنډنټ هم کرسۍ ورکوله ځو چې دې ملګرو به وليده. نو ده پسې به يې کنځل کول يو بل ته به يې وې چې دی ځو سپرنټنډنټ سره او ډاکټر سره هم په کرسۍ ناست وي بل به وې چې دی تلی و صافي يې زما په نوم راوړه او ځان له يې واخيسته دا زمونږ د خدايي خدمتګارو د مشرۍ حال و. زه چې دې جېل ته لاړم او هلت ه خو اکثر قيدیان د سي کلاس وو او په مختلفنو بارکون وکښې وو او د يو بارک خلک به يې بل بارک ته نه پرېښودل ما جېلوالاو ته ووې چې د اتوار په ورځ دې زمونږ سیاسي قيدیانو ته اجازه وشي چې يو ځای کېږو. هغوی اجازه راکړه. مونږٍ به هر اتوار يو ځای کېدو په دې ځپل تحریک او په قومي معاملو باندې به مو بحثونه کول نو زمونږ به تجربه کېدله زمونږ يو جرنيل و. ډېر ښه سړی و.دوی ځپل مشر مقرر کړی و ځو دوی به ټوله ورځ هغه پسې خبرې کولې نو يوه ورځ ماراوغوښتو اوورته مې ووې چې جرنيل صاحب د دوی د مشرۍ نه استعفا ورکړه. هغه لاړو او دوی له يې استعفا ورکړه. نو د اتوار په ورځ چې مونږ يو ځای شو نو دوی راته ۸ 0 زما ژوند او جد و جهد 1 ووې چې باچا ځانه ته زمونږ مشر شه او که ته نه کوې نو يو مشر را له خوښ کړه.ما څه ځواب ورنکړو او خبره مې بله خوا واړوله چې بل اتوار به بيا جمع شو نو دوی بيا ماپسې شو چې مونږ له يو مشر مقرر کړه. نو زه پاڅېدم او دوی کې مې هر سړي ته ښکته پورته وکتل چې ټولو ته مې په غور وکتل نو ورته مې ووې چې دوی کې ځو ماته داسې سپک او ذليل او بې غېرته سړی ښکاره نه شو چې ستاسو مشر يې کړم. تاسو عجیبه مخلوق يئ او ځان ته خدايي خدمتګار هم وايئ. قیدونه هم تېروئ. نو چې کوم سړی ځپل مشر مقرر کړئ نو بيا هغه ته کنځل کوئ. هغه سپکوئ. ډېره د افسوس خبره ده.دوی چپ شول او بیا يې ماته د مشرۍ خبره ونه کړه. مونږ چې د هریپور په جېلخانه کې وو نو يو قيدي ماله راغی چې اې باچاغانه چې ستا دې خدايي خدمتګارو زه جېلخانې ته د دريو میاشتو دپاره راوستی وم او راته يې وې چې بس مياشت نيمه کې رهایې ده.ما شپږ میاشتې تېرې کړې اوس زه ورته وايم چې ما پرېږدئ چې زه لاړ شم او دوی مې نه پرېږدي ما ورته وې زه دې پرېږدم»نېغ ځه دفتر ته. ما همېشه خدايي خدمتګار د دې کاره منع کړي دي. چې په زور او چل څوک جېل ته مه راولئ. دا تحریک ته د فايدې په ځای نقصان رسوي. خلک په زور جېلخانې له په تلو مه مجبوروئ او په خوشامندو. منت. دوکه خلک جېلخانې ته مه بيایئ. ستاسو خو دا خيال دی چې ډېر خلک جېلخانې ته لاړ شي نو زمونږ به په حکومت رعب قایم شي. لیکن د کمزورو خلکو په بوتلو ٩ زما ژوند او جد و جهد تاسو سپک شئ. اوورسره تاسو ځپل تحریک بدناموئ. منم چې د ډېرو خلکو په تلو په حکومت رعب پرېوځي. خو چې هغوی مضبوط او بااصوله وي. ما په جېلخانه کې چرګان ساتلي وو. او هغوی له به ما په خپل لاس خوراک ورکولو .هغوی ما سره داسې اموخته شوي وو چې څه به زما غېږه کې ناست وو څه به زما په اوږو سورېدل. يوه ورځ مې اوړه کلک اغږلي وو .دوی له مې ورکول څوک زما په ‌لاس. څوک زما په غېږ کې او څوک زما په سرناست وو .کرنیيل سمته- جېل ته په دوره راغلی و. چې ما له راتلو نو دا تماشه يې وليده نو د جېل افسران يې ټول واپس کړل او زما د چکو په شا .شا راغی . زه ترې خبر نه يم او دی زما شاته ولاړ دی. تماشه يې وکړه بيا يې ما ته وويل چې: (0/079 ٥ه)‏ سحردې ښه شه. چې ما وکتل سمته-صاحب و. ماته يې وويل چې دا څه کوې؟ما ويل چې دا زه چې څه کوم په دې کې ستاسو دپاره سبق دی. ګوره دا معلومه ده چې مونږ دوۍ حلالوو او ځورو. خوچې زه ورسره مينه کوم او په ګېډه يې مړوم نو دوی زما په غېږه کې او څوک زما په اوږه. او څوک زما په سرناست وي. دوی نه تاسو له سبق اخيستل په کار دي. ګوره دا حېوان دی ځو چې زه ورسره مينه کوم نو زما د غېږړې نه» نه کوزېږي.او انسان خو اشرف المخلوقات دی که د هغه سره مینه وشي نو ولې دې د سړي دوست نه شي. کرنيل سمته يو بهادر سړیو او بهادران يې ځوښ و نو ده پخپله اقرار وکه چې ما جنګ په تاسو بایلود. بيا يې وروسته خدايي خدمتګارو سره ډېره مينه پيدا شوه اوښه سلوک يې و. ادد دض ‎۱۸١‏ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد او زما ځو پرې دومره اثر شو ىو او زما يې دومره قدر کولو چې په ۱۹۴۷ع کې چې زمونږ په سیکو ډېرۍ کې جلسه وهء چې ګورم چې کرنيل سمته- خپل زوىی دلاسه نيولی سټېج له راغی. د هر کلي نه پس يې ماته وويل چې زما د دې زوی په سرلاس راکاږه.ما هغه ځان ته رانزدې که او ده ته مې وویيل چې ته ماله جلسې له څه له راغلې ته خو سرکاري نوکر يې او که پاکستان جوړ شي نو تا به د نوکرۍ نه مات کړي. ده وځندل او ويې ويل چې پاکستان په کومه ورځ جوړ شي زه به دلته نه يم. د ده مسلم لیګ هم بدي شو.او د پېښور په جېلخانه کې يې ښه ډبولي و.ځکه چې بیرسټر قيوم پرې دباو کړی و که چېرې زمونږ حکومت شي بيا به څه کوې؟ رښتیا وه چې پاکستان په کومه ورځ جوړ شو نو دېخوا جنډې اوچتېدې او توپې خلاصېدې او هغه ځوا کرنيل سمته سره د ځپلې کډې په فرنټیر میل کې انګلستان ته روان و. په ۱۹۴۵ کښې زمونږ د بعضې ممبرانو په زړه کې دا خيال پيدا شو چې زمونږ په صوبه کې وزارت ښه دی که مونږ وزارت واخيستو نو د نورو کارونو نه علاوه دا سیاسي قيدیان چې د درې کالو نه را په دېخوا په جېلخانه کې پراته دي هم رها شي.زمونږ د اسمبلۍ په ممبرانو کې بعضې کسان د حکومت او وزارت ډېر شوقیان وو. دوی سول نافرماني کولو ته تيار نه وو. رېډونه يې کولی نه شول. دوی ځپل کارونه کول او خدايي خدمتګار په چپاوونو کې څه مړه. څه قيدیان او څه زخميان شولء نو خلکو دوی ته ښه نه کتل ځکه چې دوی پخپله هم کار کولو ته تيار نه وو. او نور يې هم کار ته نه ٧۱ زما ژوند او جد و جهد 1 : پرېښودل. تر دې چې لعلي زما زوی يې هم چپاو کولو ته نه پرېښوده.دوی چې د وزارت جوړولو کوشش شروع که.نو د یک ه توت په کېمپ کې ساقي صاحب او کېمپ کمانډر سالار شېر علي خان د دوی مخالفت شروع كړو او ډاکټر صاحب يې هم د ځانه سره هم خيال که. دوی د اسمبلۍ ځپل ټول ممبران د صوبې نه يکه توت کېمپ له د اجلاس دپاره راوغوښتل چې دوی د ځانه سره د وزارت په جوړولو کې متفق کړي.ځو هغوی چې به راتلل نو ساقي صاحب به پوهول دغه اجلاس هم ناکاميابه شو .اخر چې ساقي صاحب تيراه ته لاړو نو دوی ته ميدان ځالي شو. ډاکټر صاحب يې رضا که .او ګاندهي جي له يې وفد ولېړه او هغه ته يې وويل چې د صوبه سرحد حالات د نور هندوستان نه مختلف دي.زمونږ د تحريک په وزارت کې فايده ده او سیاسي قيدیان به هم رها کړو .هغه وويل چې په دې مسئله کې د باچاخان سره خبرې وکړئ. نو بيا يې ماله د هریپور چېل له وفد راولېږه او دا ټوله قيصه يې راته وکړه. ما ورته وويل چې زه د ورپسې وزارت په حق کې نه يم چې پوره اختيار ورسره نه وي داسې وزارت قوم او تحریک ته د فايدې په ځای نقصان رسوي. پاتې شو د سیاسي قيدیانو د رهايۍ خبره نو زمونږ فکر مه کوئ. مونږ په جېل کې تنګ شوي نه يو دوی لاړل او څو ورځې پس خبر شوم چې دوی وزارت جوړ که. څه سیاسي قيدیان رها شول او څه يې په جېل کې پاتې شول زما رهايي چې راغله نو ما ويل چې څو پورې ټول سیاسي قيدیان رها شوي نه وي زه نه ووځم دوی بيا ماله راغلل او راته يې وويل چې په دوی حکومت سختې دفعې ۲٢ ۳-۳ تت تت زما ژوند او جد و جهد . لګولې دي مونږ کوشش کوو او څو ورځو کې به رها شي خو ته اوس راووځه.نو زه را ووتمء زه نا جوړه وم زه چې په جېلځانه کې يواځې يم. نو ناجوړه کېږم. نو دغو ورځو کې ګاندهي جي په بمبۍ کې و. د بمبۍ تگ: هغه ماته وليکل چې بمبۍ ته راشه »زه چې به هر کله بمبۍ يا سېواګرام ته تلمه نو یوه شپه به مې ډيلي کې د ګاندهي جي زوی دیويداس سره کوله د هغه ښځه د راجاګوپال اچاريه لور وه.دوی به زما ډېر خاطر او دارمدار کولو.ما ځو به اکشثر سفر په تهرډ کلاس کې کولو نه په رېل کې به زه ډېر په عذاب شوم دلته به مې ارام وکړو. سباله بمبۍ ته لاړم. ګاندهي جي د برلا په کور کې و. زه هم هلته لاړم او هغه سره اوسېدم. يوه ورځ يې د عدم تشده بحث شروع کړونو ما ورته ووې چې ګاندهي جي تا خو د ډېرې مودې نه په هندوستان کې د عدم تشدد سبق ورکړی دی. او زما خو ډېره لږٍه موده وشوه چې پښتنو ته مې دا سبق شروع کړی دی ما سره هغومره ذریعې اوکارکنان نشته څومره چې تاسو سره دي. ته وګوره چې د ۲ کال په جنګ کې هندوستان کې څومره تشدد وشو لیکن په صوبه سرحد کې باوجود د انګرېزانو د ډېر ظلم او اشتعال پښتنو تشدد ونه کړو.حالانکه هندوستان سره د تشدد هغومره سامان هم نشته څومره چې پښتنو سره دی. د دې په ځواب کې ګاندهي جي ووې چې عدم تشد د د بزدل سړي کار نه دی دا د يو بهادر سړي ۳٣۳ زما ژوند او جد و جهد کار دی او پښتانه د هندوستانیانونه زيات بهادران دي. دغه وجه ده چې هغوی تشدد ونه کړو. يوه ورځ زه د ګاندهي جي سره ناست وم چې يو سړی راغشی چې د دوو پيسو جامې به يې اغوستې وې» جېب ته يې لاس کړ اوګاندهي جي ته يې نوټونه پېش کړل. هغه ورته وويل څو دي؟ ده ورته وويل چې اويا زره دي. هغه ورته وويل چې يو لک يې که هغه لاړ او په سباله يې يو لک روپۍ راوړې. دغه شان ګاندهي جي خپل سکتر ډيسائي ته وويل چې د بمبۍ خلکو ته وواه چې د هریجنو دپاره لس لکه روپۍ ماله راکړئ. دلته د ده سره درې کسان ناست وو هغوی ډيسایی ته وويل چې د بمبۍ خلکو ته اپيل مه کوه. يو ورته وويل چې دوه نیم لکه روپۍ به زه درکړم» بل ورته وويل چې دوه نیم لکه به زه درکړم او درېم ورته وويل چې دوه نیم لکه به زه درکړم. تاسو له يو بل سړی په کار دی نو ستاسو دا ضرورت به پوره شي. دغه شان په ابتدا کې چې ګاندهي جې د ازادۍ کيسه شروع کړه د قوم نه يې يو کروړ روپۍ وغوښتې. نو قوم ورله د کروړ نه زياتې ورکړې. او چې ده به د قومي خدمت دپاره يو کس غوښته نو سل کسه به ورته تيار شول او د قوم د ودانۍ دپاره به يې چې کوم کار کولو نو په زرګونوخلک به ورته تيار او حاضر وو. مګر په صوبه سرحد کې چې مونږ څه کول نو هغه مونږ يوازې د خولې په تبليغ او تشو لاسونو کول. ولې چې زمونږ سره هېچا مالي مرسته نه ده کړې. او بعضې خلکو به لا زياتی په مونږ دا الزام لګولو چې دوی څه تعميري کار نه دی کړی او ۴ 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد وجهد د قوم روپۍ یې وځوړې. هرېجن کالوني په ډیلي کې وه او سېواګرام په وارده کې و او چې څه وخت به پراتهنا «عبادت شروع شو نو د ټولو نه مخکې به ما د قران شريف تلاوت وکړو. ځلکو ته به مې د هغې ترجمه وکړه زما نه پس به يو جاپاني د بده مذهب پیر و کار خپل مناجات بيان کړل او بيا به پراتهنا شروع شوه. دګاندهي جي په زړه کې د ټولو مذهبونو يو شان احترام واو هغه به دا ټول مذهبونه حق ګڼل؛او زما عقيده هم دغسې ده.د قران شریف او د ګيتا مطالعه خو ما په ښه شان سره کړې ده. او څه وخت چې زه په ډېره غازي ځان جېل کې سکهانو سره قيد وم. نو د هغوی نه مې د ګرنته- صاحب زیاته حصه اورېد لې وه. د بده مذهب مطالعې سره زما ډېر شوق و.ولې چې مونېځخلک د اسلام نه مخکې د بده مذهب پیروکار وو. ځو د بد ه مذهب کتاب ماله په لاس رانغې.انجيل مې د طالب علمۍ په زمانه کې په مشن هائي سکول کې ویلی وو ولې چې زه د هغوی د سکول طالب علم وم تورات مې لږ ډېر جېلخانه کې کتلی و .د زردشت دپارسیانو د مذهب د کتابونو د کتلو مې هم ډېر شوق وء ولې چې هغه خد ای مونږ له رالېږلی واو په بلخ کې پيدا شوی دی.خدای په قران کې وايي چې ما هر قوم ته د هغوی نه يو هادي لېږلی دی. لیکن تر دې وخته پورې ما د هغه متعلق هېڅ لټریچر بيا نه مونده.ځورشید بهن او نورو پارسي دوستانو ماته ویلی وو ځوهېچا د هغه يو کتاب ماته را ونه لېه زما مذهب رښتياءمینه. محبت او د خدای د مخلوق خدمت دی. مذهب همېشه دنيا ته د اخوت اومحبت پیغام ۷٢۲۵ ‏کت‎ زما ژوند او جد و جهد راوړی دی. د کومو ځلکو په زړونو کې چې د بني نوع انسان دپاره رواداري.مينه. محبت نه وي او د کوم سړي په زړه کې چې نفرت. بغض. کینه وي نو داسې سړی د مذهب نه ډېر لرې وي. د الیکشن په وخت کې مسلم ليګ په صوبه سرحد کې د پراپېګنډې دپاره يو پنجابی میجر ځورشيد رالېږړلی و. چې د خپلې بد عملۍ په وجه د فوج نه موقوف شوى و. هغه يې د دې غرض دپاره راولېېلو چې هغه پښتنو کې ځانه جنګي پيدا کړي او داسې تقریرونه به يې کول چې د تشدد نه ډک وو. ده به ويل چې دا يو څو خدايي خدمتګار ليډران دي چې دې قوم کې د دوی رسوخ او اثر دی.دوی قتلول غواړي او داسې خلک پيدا کړئ چې هغوی ته مونږ لس لس. شل شل زره روپسۍ ورکړو چې هغوی دا ليډران مړه کړي.ځکه چې د دوی د مرګ نه بغير زمونږ لاره ازادېدی نه شي.دا سړي د دې دپاره سرحد ته راغلي وو چې پښتانه په کور کې وجنګوي او که چرې د خدايي خدمتګارو رهنمايان قتل کړی شي. نو د قوم همدردي خو خدايي خدمتګارو سره ده.نو د بدل اخيستلو به ضرور شش کوي او د مسلم ليګ ليډران به قتلوي.او په دې طريقه به پښتانه پخپل کورکښې په جنګ. جګړه اخته شي. او دوی به برباد شي.میجر خورشید يواځې زمونږ تباه کول نه غوښتل بلکې د پښتنو ټول قوم يې تباه کولو. زلمی پښتون: څه وخت چې زمونږ خلک د مېجر خورشيد د دې ارادې او سکیم نه خبر شول نو هغوی د خدايي خدمتګارو د حفاظفشت ددد 08888 ۰د 0 پس" ::0 زما ژوند او جد و جهد 1 دپاره نوی جماعت د غني په مشرۍ کې جوړ کړو. چې نوم يې زلمی پښتون واو په دې کې هغه ځوانان شریک شول چې د چا عقيده په عدم تشد د باندې نه وه.ولې چې هغوی په دې غرض دغه جماعت جو ړ کړی و.چې خدايي خدمتګار خو تشدد نه کوي.د دوی عقيده په عدم تشد د ده. د دوی خلاف د تشدد سازشونه كېږي نو دوی اعلان وکړو چې دا جماعت صرف د خدايي خدمتګارو د حفاظت دپاره دی.د دې په مقابله کې مسلم لیګو د غازي پښتون په نوم يو جماعت جوړ کړو. لیکن د پښتون قوم زلمي پښتون پسې و او مسلم ليګ کې چې کوم ځانان د پیرنګيانو تالې څټ وو هغوی په دې نتیجه ورسېدل چې قوم د خدايي خدمتګارو سره دی نو که د زلمي پښتون او غازي پښتون جګړه جوړه شي نو مونږمسلم لیګو کې به يو کس هم ژوندی پاتې نه شي» نو په دې وجه د مېجر خورشید هغه سکیم کامياب نه شو او ما هم د دې خبرې ډېر شش کولو او خدايي خدمتګارو ته به مې د صبر تلقين کولو چې پښتنو کې ځانه جنګي ونه شي او د دوی بدخواهان پخپل سکیم کې کامياب نه شي.د غازي پښتون خلک به زمونږ کېمپ له راتلل او مونږ ته به يې بد رد ويل او کنځلې به يې کولې ځکه چې دوی ويل چې خدايي خدمتګار تشدد نه کوي.مګر زمونږ د مرکز نه چاپیر دي. دعلاقې ځانانوورته وويل چې که بيا دلته راغلئ نو بيا به زمونږ نه ژوندي لاړ نه شئ او مونږ يې د دې لعنت نه خلاص کړو.د دې غازي پښتون مشر زمونږ د کلي د ځان بهادر عمر ځان زوی و. ېد بد بو ٧ زما ژوند او جد و جهد الیکشن» کېبینټ مشن» عبوري حکومت الیکشن؛ د ائين ساز اسمبلۍ ممبران او سرحده کرېس مشن شمله کنفرانس د کانکگرس صدارات د جواهر لال بیان» د جواهر لال په بیان عکس العمل؛ انټرم حکومت د جواهر لال د قبایلي علاقو دوره» او وزیرستان خیبر» ملاکنډ» سردرباب کې لوبه جلسه» زما بمبۍ ته تگ» ډائرکټ ایکشن او فسادات» زه بهار کكښې» سرحد کې د مسلم ليک فسادات 0016/۳066 زما ژوند او جد وجهد الیکشن: مخکې الیکشن را روان و نو ما دا فېصله وکړه چې زه په الیکشن کې په داسې حالاتو کې حصه نه اخلم.ځکه چې د الیک شن ګټه خو د وزارت جوړولو دپاره وي. زمونږ وزارت شته ځو د هغې دا حال دی چې د دوی بر خلاف پراپېګنډې د دوی ما تحت خلک کوي او دوی ورته لاس تر زنې ناست وي. په کلکته کې دورکنګ کمېټۍ او د پارلمینټري بورډ شریکه جلسه وه زه هم ورله تلی وم او په کې شریک وم.دا ټوله جلسه د الیکشن دپاره وه ما د هغوی په مخکې د صوبه سرحد حال بيان کړو او هغوی ته مې ووې چې الیکشن ځو د وزارت دپاره وي چې الیکشن وګټو او وزارت جور کړو. زمونږ وزارت شته او پیرنګيان او د هغوی ملګري زمونږ د وزارت برخلاف پراپيګنډې کوي او زمونږ دومره اختيار نشته چې دوی نه تپوس قدرې وکړو. نو زه تاسو خبروم چې زه په راتلونکي الیکشن کې حصه نه اخلم. پارلیمنټري بورډ وې چې په هره طريقه چې وي چې دی په الیکشن کولو راضي کړو خو زه يې اماده او رضا مند نه کړی شوم» چې د ورکنګ کمېټۍ اجلاس ځتم شو نو ما ګاندهي جي ته ووې چې تا ځو زما دا ټوله کيسه واورېده نو زه په دې الیکشن کې حصه نه اخلم نو هغه هم ماسره اتفاق وکړو. زه کلي ته را روان شوم کار مې کولو زما خو د الیکشن سره اتفاق نه و. کار سره مې اتفاق و .کور کې وزګار نه کښېناستم په ملک کې مې دورې شروع کړې حکومت په زور شور زمونږ مخالفت شروع کړی و. ما ته دا پته ولګېده چې حکومت ٩ 0016/۳0٨۳ زما ژوند او جد و جهد اسلاميه کالج بند کړو او دغه شان د صوبې ټول کالجونه او سکولونه بندوي او هلکان د مسلم ليګ د پراپېګنډې دپاره کلو او ښارونو ته لېږي دا راته هم معلومه شوه چې د پیرنګيانو ښځې هم په ملک کې ګرځي. او د ځانانو. ملکانو. ښځو ته وايي چې مونږ تاسو کره راغلي يو درنه لوپټه غواړو او زمونږ لوپټه ووټ دی. مونږ له به ووټ راکوئ. او د پراپېګنډې دپاره د بېګم شهنواز لوڼه او نورې له پنجاب نه ډېرې جینکۍ سرحد له راغلې وې.د پنجاب نه مسلم ليګيان د علیګٍ مسلم یونيورسټي هلکان او د کلکتې اسلاميه کالج طالب علمان او د هندوستان د نورو ځایونو نه کارکن ليډران په ډېر لوی تعداد سره سرحد ته راغلي وو.دوی نه علاوه حکومت اومسلم ليګ د سرحد او پنجاب پيران د کوټو نه راوښکي وو. وې چې دا وخت د کوټو نه دی راوځئ ميدان ته شئ او ماڼکي صاحب «د ماڼکي پير صاحب امین الحسنات» يې هم راوښکی واو مونږ ته يې مقابله کې ودرولي وو .دی ماسره واقف و.د ده د پلار فاتحې له هم زه تللی وم؛او کله نا کله چې به زه په دوره لاړم نو د ده سره به مې ليدل. نو ده ما پسې يو سړی را ولېږه. چې زه تا سره ملاقات له درځم. ما ورته وويل چې دی دې نه راځي زه به درشم.دی د پېښور په چوڼۍ کې اوسېده.يوه بنګله ورله حکومت ورکړې وه»زه ورغلم او دی مې وليد او ډېرې خبرې مو وشولې. ده ماله د جېبه يو کاغذ را وايسته او راته يې وويل چې دا ماله جناح صاحب راکړی دی.او په دې کې يې ليکلي دي چې که پاکستان جوړ شو نو په دې کې به اسلامي شریعت وي. ما ورته وويل چې ۰ 0016/۳066 زما ژوند او جد و جهد څټه يې دی حېران شو او راته يې وويل چې ولې؟ماورته وويل چې په اسلامي شریعت کې د جناح صاحب ځای شته؟نو تاله به يې څرنګه جوړ کړي. ما ورته وويل چې ته ځو بايد چې د اسلام نه واقف یې. نو ته پخپله فکر وکړه چې که سبا له دلته اسلامي شریعت جاري شي. نو چې د دې مسلم ليګ د مشرانو به څه حال وي؟ ما چې د پیرنګيانو او ميمانو زمونږ په مقابله کې دا دومره جدوجهد او دلچسپي وليده نو زماخيال بدل شو. الیکشن ته صرف يوه مياشت پاتې وه. نو ما کار شروع کړو. 1 دا د ۱۹۴۷ کال د متحده هندوستان اخري اليکشن و. دې الیکشن ته مسلم ليګ داسې رخ ورکړو او خلکو ته به يې ويل چې دا الیک شن په هندوستان او پاکستان دی. چې پاکستان غواړئ که متحده هندوستان؟ په هندو اومسلمان دی.چې کفر سره ځئ که اسلام سره ځئ؟ په مندر او په مسجد دی چې جماعت له ووټ ورکوئ که درمسال له. په دې الیکشن کې مونږ ميا جعفر شا او د ګلي ګړۍ ارباب عبدالرحمان نه ودرول ځکه چې دوی د ډاکټرصاحب او قاضي صاب په مینځ کې اختلافات پيدا کولو او ډاکټر صاحب ته به يې زما په سر هم لمسون کولو چې باچا ځان دا ځل تا نه وزیراعلی کوي او قاضي صاحب وزير اعلی کوي. د دوی دا ټولې خبرې دروغ وې. مونږ ډاکټر صاحب وزير اعلی کوو .مونږ صرف دومره ويل چې ډاکټر صاحب دې لا اينډ ارډ نه اخلی.دا دې قاضي صاحب له ورکړي.ځکه چې ډاکټر صاب له سرکاري افسران دوه ورکولی شي او قاضي صاحب له يې نه شي ورکولی». خو ډاکټر صاحب ووې چې که ۳۱ زما ژوند او جد وجهد جعفرشاه او ارباب عبد الرحمان نه ودروئ نو زه هم نه ودرېږم»مونږ د ډاکټر صاحب نه مجبور وو. خو چې څه وخت پاکستان جوړ شو او د قيوم وزارت راغی نو د ټولو نه اول د ګلۍ ګړۍ ارباب عبدالرحمان را اولګېدو قيوم يې خپل ځای کې مېلمه کړو .جعفر شاه يې هم راوغوښت او دوی مسلم لیګ کې شامل شول اوورته يې وويل چې مونږ به کوشش کوو چې نور خدايي خدمتګار هم په مسلم لیګ کې شامل کړو. د هندوستان د نورو مسلمانانو په شان پښتانه جذباتیان نه وو مونږ په دوی کې ډېر کار کړی و. په دوی کې سیاسي شعور راغلی و. كور په کور.کلي په کلي.ورپسې ګرځېدلي وو. دوی مو پوه کړي وو او په دوی کې پوهه او بيداري راغلي وو د اسلام نه واقف شوي وو دوی د اسلام په نوم چا دوکه کولی نه شو.دلته خدايي خدمتګارو ډېر کار کړی و. هندوستان کې مسلمان غريب د اسلام نه چا خبر کړی و؟ په اسلام چا پوه کړی و؟ سیاسي شعور او پوهه په کې چېرته وه.د هغوی د پوهې څوک وو؟ او دا څیزونه ځو په يو قوم کې پخپله نه پيدا کېږي او دا خو چې په کې څوک په قام او ملک او اسلام مئين خلک پيدا شي نو په کې کار وکړي.هندوستان کې داسې خلک تر اوسه مسلمانانو کې نه دي پيدا شوي.نو ځکه د اسلام په نوم دوکه کېږي او خودغرضه خلک د اسلام په نوم ترې فايدې اخلي.بله دا چې د هندوستان د مسلمانانو ليډر به هغه سړی و.چې د پیرنګيانو خاص الخاص و. يا به سر و .يا نواب. يا ځان بهادر. خدايي خدمتګارو شپه او ورځ په دې يوه میاشت کې چې کار وکړو نو سره د دې چې پیرنګيانو ۷۴۲١ ‏ودنا‎ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد او مسلم ليګ ډېره موده ډغرې وهلې وې. مسلم ليګ په دې الیکشن کې شکست وخړړ او خدايي خدمتګار په يو لوی اکثريت سره کامياب شول. پنځوس کې يو دېرش خدايي خدمتګار وو .دوه سېټونه جمعية العلماء هند وګټل.باقي اوولس سېټونه مسلم لیګ وګټل. په صوبه سرحد کې شپږ ضلعې دي په پنځو ضلعو کې کوهاټ.بنو .ډېره اسماعیل ځان. مردانء پېښور کې مون کامياب شو او په هزاره کې هم ټول پښتانه دي ځو ژبه يې پرېښې ده هلته چې په کومو علاقو کې پښتو وه. نو هلته پښتانه کامياب شو او چا چې ژبه هېره کړې وه او هندکو يې وې هلته مسلم لیيګ کامياب شو.حکومت او د حکومت پرزو چې زمونږ برخلاف څومره کارکړی و. دومره مسلم ليګ نه و کړی. د حکومت دا کار مونږ ته ډېر مکروه او د این خلاف ښکارېده.نو مونږ کښېناستو او دا فېصله مو وکړه چې وزارت نه اخلو او د وزارت د جوړولو نه مو انکار وکړو او ومو ويل مونږ تر هغه وخته پورې د وزارت اخيستو ته تيار نه یو چې تر کومه پورې حکومت مون له دا اجازه رانه کړي چې الیکشن کې کومو ملازمانو زمونږ خلاف حصه اخيستې ده او د قواعدو او ضوابطو خلاف ورزي يې کړې ده چې د هغوی برخلاف مقدمې جوړې کړو او مجرمانو له مناسب سزا ورکړو. زمون د دې فيصلې سه د ډاکټر خاتصاحب اتفاق نه و .سعدالله. سردارپټېل د دې فيصلې نه خبر کړو سردارپټېل چې خبر شو نو هغه مولاناابوالکلام ازاد د دې مسئلې د حل کولو دپاره سرحد ته راولېږړه او پېښور کې زمونږ نوف 0016/٩066 زما ژوند او جد و جهد اجلاس وشو. ما مولاناصاحب ته صفا او پاکه خبره وکړه چې کومو سرکاري ملازمانو زمونږ برخلاف قدم وچت کړی دی .که مون ته دا اختيار نه وي چې مونږ هغوی له سزا ورکړی شو نومونږ داسې وزارت نه اخلو .مولانا صاحب واپس ډيلي ته لاړو او هلته يې د وايسرای نه يو خط واخيستو او بيا راغی .په دې خط کې وایسرای په څه ګول مول طريقه زمونږ شرط منلی و. نو مونږ وزارت ځو واخيستو ځو په دې شرط چې د وزارت اختيارات به يوې مرکزي کمېټۍ سره وي.زما دا رايه وه چې د هرې ضلعې د خدايي خدمتګارو نه دې دوه دوه کسان واخيستی شي.او د هغوی نه دې دغه کمېټي جوړه شي.ځو شرط به داوي چې دغه کسان به د حکومت ملازمانو سره لیيدل کتل نه کوي او نه به د وزارت سره تګ راتګ کوي نه به د چا سفارشونه کوي. بلکې دوی به د وزارت دپاره د کارکولو پروګرام جوړوي او وزارت به د دوی د منظور شوي پروګرام نه خلاف کار نه کوي د دې کار د پاره ما د ټولې صوبې دوره وکړه او دغسې کسان مې هم پيدا کړل کمېټي مې ترې جوړه کړه خو افسوس دی چې هغوی دغه کار ونه کړو. ولې چې هغوی ځپل غرضونه نه پرېښوول نو دغه سکیم کامياب نه شو حقيقت دا دی چې مونږ کې لاداسې خلک پيداشوي نه دي او هغه چې مونږ ويل چې کومو سرکاري افسرانو د قانونء اخلاقو او سړیتوب خلاف په الیک شن کې د خدايي خدمتګارو خلاف کار کړی دی هغوی له به سزا ورکوو .هغه کار هم ونه شو. س سر 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد د ائین ساز اسمبلۍ ممبران: اوس د دستور سازاقانون سان اسمبلۍ د پاره د انتخاب مسئله رامخکې شوه.د هغې په باره کې دا فېصله وشوه چې د هرې صوبې څومره ممبران په حصه کې رسي نو هغه به د صوبايي اسمبلود ممبرانو په ووټ جوړېږي. زمونږ درې ممبران رسېدل يو زه شوم» يو مو مولانا ابولکلام ازاد مقرر کړو.مسلم ليګ د هندوستان د مسلمانانو ذهنونه دومره بدل کړي وو. چې دده په شان باعمله عالم مسلمان او د قربانۍ مړنی سیاستدان په ټول هندوستان کې په مسلمانانو کې نه و .خو ده له چا ځای ورنکړو نو مونږ د ځپلې صوبې نه منتخب کړو. يو د مسلم ليګ رسېدو نو هغه د هزارې د ضلعې نه سردار بهادر منتخب شو.دا مرکزي اسمبلي هم وه او این سازه اسمبلي هم وه. مسلم ليګ د دې بايکاټ وکړو ما دې د مسلم ليګ مسلمانانو ممبرانو ته ډېر منت وکړو چې راځئ چې په دې کې شریک شو مون به هندوانو ته ووايو چې تاسو که «سوشلسټ جمهوريت» جوړوئ نو مونږ درسره په کې شریکېږو. په دې کې د مسلمانانو ډېره فايده ده. ولې چې مسلمانان په هندوستان کې غريبانان دي او هندوان اميران دي. په دې ائين کې دا خبره شته چې څه وخت دا ائین جاري شو او مرکزي حکومت جوړ شو نو هره صوبه چې په اکثريت سره فيصله وکړي چې زه د دې حکومت نه جدا کېږم.نو جدا کېدی شي. که چېرې مونږ پوه شو چې زمونږ دا خبره نه مني نو بيا زمونږ په صوبه سرحد کې اکثريت دی او ستاسو په . پنجاب.بنګال او سنده- کې اکثريت دی. زمونږ ټولې خپلې ۷۳۵ ٢۹ ‏مھ‎ زما ژوند او جد و جهد خپلې اسمبلۍ به قرارداد پاس کړي چې مونږ مرکز سره نه اوسېږو .با به مونر ټول په شريکه يو حکومت جو, ړ کړو. که چېرې مسلم ليګ ز زما دا خبره منلې وی نو نه به پنجاب تقسیم شوی وی نه ینګال. .خود د مسلم ليګ مسلمانان داسې لېوني وو چې څوک به مسلم لګ کي نه وو .هغه به يې د سره کرېس مشن چې دويم جنګ عظيم شروع شو.نو د امريکې سیاسي مشرانو وويل چې تر څو د هندوستان سیاسي مسئله حل شوې نه وي .نوهندوستان جنګ کې زمونٍ تائيد کولی نه شي. نو هغوی د برتانیې په حکومت دباو اچول شروع کړل. .چې هندوستان ته ازادي وركړي. پرزيډنټ روزويلټ دا خبره بيا بيا مسټر چرچل ته وړاندې کړه. نو انګرېزانو هم محسوسه کړه چې د امريکيانو په دې مطالبه غور وکړي. انګرېزانو د دې دپاره کرپس مشن هندوستان ته ولېږلو .خو دا مشن ناکام شو. د جنګ حالت ورځ تر ورځ خرابېدو نو امريکيانو بيا پیرنګيانو له مخ راواړولو. نو لارډويول لندن ته لاړ او د وزير هند سره يې مشوره وکړه چې د هندوستان د سیاسي مسئلې د حل دپاره يو ګول مېز کنفرانس راوبلي. په دې ګول مېز کنفرانس کې مسټر جناح ويل چې د مسلمانانو تمایندګان به صرف مسلم ليګ مقرروي او د هندوانو تمانيدګان به کانگرس. مولانا ازاد چې د کانګرس صدر و د دې سره اتفاق نه کوو .هغه به ويل چې کانګرس به د هندوستاني قوميت په قق 7------ تا زما ژونداوجد و جهد حيثيت کنفرانس کې شاملېږي. په دې اختلاف دا کنفرانس هم فېل شو.دا ډېره د تعجب خبره ده چې پیرنګې په دې خبسره ټینګ ولاړ و .چې کانګرس دې مسلم ليګ د ټول هندوستان د ټولو مسلمانانو واحد نماینده جماعت تسليم کړي. ولې حقيقت داو چې کله په ‎٧٢٩١‏ ع کې هم دې پیرنګي په هندوستان کې انتخابات وکړل. نو هغې کې د یوولسو صوبو نه په اتو کې قطعې اکثريت کانګرس حاصل کړو باقي د مسلمانانو درې اکثريتي صوبې وې.چې هغه مقامي پارټو سره وې او مسلم لګ سره يوه صوبه هم نه وه. سنده کې د الهيي بخش سومرو حکومت و چې هغه يو قوم پرست سړی و او د کانګرس د ممبرانو حمايت هغه ته حاصل و . پنجاب کې د یونینسټو حکومت و چې هغې وزارت کې د مسلمانانو سره هندوا ن او سکهان هم شامل وو . هم دا شان بنګال کې حکومت د مولوي فضل الحق و چې هغه هم د غير مسلمو په مرسته خپل حکومت چلولو.مګر د دې هر څه باوجود پیرنګي سترګې پټې کړې وې او په دې نښتي وو چې کانګرس دې مسلم لګ دمسلمانانو واحد نماینده جماعت ومني | وتردې حده پورې لاړ چې پوره شمله کنفرانسر نس يې هم په دې يوه مسئله باندې ناکامیابه او ختم کړو. د دلچپسۍ خبره دا ده چې که دا موجوده پاکستان مونر واخلو او د ‎۱٣٩١‏ ع د انتخاباتو نتیجې وړاندې کېږدو. نو د پیرنګی او د مسلم لګ حقيقت به معلوم شي. .په دغه انتخاياتو کې د ستدهاو سرحد ته يو ممبر هم د مسلم لیګ نه و منتخب شوی او د پنجاب د ټولې صوبې په مسلمانانو کې صرف يو ممبر د مسلم لنګ و. يعنې ٧ 0/۳٨٩ ‏زما ژونداو جد و جيد‎ ‏د دې درې واړو صوبو د مسلمانانو د يو سلوپنځه پنځکوس‎ ‏ممبرانو کې د مسلم لیګ صرف يوممبر و او دغه یې دعوه وه.‎ شیمله کنفرانس: برتانوي حکومت په دغه وخت کې مجبور و چې هندوستان ته ځپل حق ورکړي د دې دپاره يې د خپلې کابینې يو څو ذمه وار کسان هندوستان ته را ولېږل چې هغوی هم د دغه کال د مارچ په ‎٣٢‏ نېټه را ورسېدل دې مشن د ال انډیا کانګرس او مسلم ليګ جماعتونو سره خبرې اترې شروع کړې. د دې مقصد دپاره يې څلور څلور تنه نمانيدګان د هر جماعت نه وغوښتل. دا خبرې اترې په ‎٢‏ مۍ ۲ په شمله کې شروع شوې د کانګرس له خوا نه دا کسان مقرر شول: ‎١‏ مولانا ابوالکلام ازاد د کانګرس صدر و. ‏۲- جواهر لال نهرو ‏۳- سردار پټېبل ‏۴- زه«عبدالغفار خان. ‏د مسلم لیګ له خوا نه دا کسان راغلل: ‎١‏ محمد علي جناح چې د مسلم لیګ صدرو ‏- راجه محمد اباد. ‏ې يې ‏. عبدالرب وک مه د برتانیې د ليبر حکومت نه دا وزیران راغلي وو: ‎-١‏ لارډپیتک لارنس وزیرهند. ‎۳۸ زما ژوند او جد وجهد ۲- سرسټيفرډ کرپس. ۳ مسټرالګزاندر. ۴- لارډویول د هند وایسرای. د پورته ذکر شوو نمایندګانو تر منځ خبرې شروع شوې. په اول ملاقات کې چې څه خبرې وشوې د هغې نه پس مونږ د کانګرس څلور واړو ملګري مهاتماګاندهي ته لاړو هغه مونږ ته وويل انګرېزان ډېر چالاک اوهوښيار دي تاسو به په خبرو اخته کړي او په هغه او دغه به مو تېرباسي.تاسو د هرڅه نه مځخکې د دوی نه پوښتنه وکړئ.چې ايا دوی هندوستان پرېږدي او که نه؟بله دا ورته ووايئ چې تاسو دا انګرېزي فوځ د دې ملک نه وباسئ او که نه؟په سبا چې مونږ جرګې ته لاړو نو جواهر لال نهرو دوی ته دا خبرې وکړې چې تاسو هندوستان پرېږدئ او که نه؟او تاسو دا انګرېزي فوځونه د دې خاورې نه وباسۍ او که نه؟. لارډويول ورته په ځواب کې ووې چاته يې پرېږدو؟ تاسورکانګرس او مسلم ليګ جوړه نه کوئ نو مونږ به دا ملک چا ته پرېږدو؟ جواهر لال نهرو ورته وویل: که مونږ ته يې نه پرېږدئ نو دوی :مسلم ليګ ته يې پرېږدئ ځو تاسو ووځئ. د دې خبرې په جناح صاحب ښه اثر وشو او هغه وويل چې مونږ جوړه کوو.ددې نه پس مونږ ټول راووتو او جناح صاحب او جواهر لال نهرو يوې بلې کوټې ته ننوتل او لږ ساعت پس راووتل او بيا ټول د جرګې په ځای سره کښېناستو او فېصله داسې وشوه: يو وفد دې مقرر شي چې يو تن د کانګرس او يو اغف 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد تن د مسلم ليګ نماينده په کې وي او درېم سرپنج به يې داسې څوک وي چې د دواړو جماعتونو په اتفاق انتخاب شي کومې خبرې چې د کانګرس او مسلم ليګ له ځوا فېصله شي هغه به ومنلی شي او کومې چې په هغې کې اختلاف او لانجه وي هغه لارډپیتک لارنس مونږنمایندګانو ته وويل چې تاسو به په درېو ورځو کې دننه دننه دغه درې کسیز وفد انتځابوئ او مونږ ته به يې نومونه رالېږئ. مونږ لاړو او ګاندهي جي ته مو دا خبره وکړله مونږ چې درې ورځې پس اجلاس ته راتلو نو ګاندهي جي مونږ ته وويل چې «مسلم ليګ څه غواړي» هغه ورته ورکړئ ځو چې خبره ورانه نه شي؛. چې مونږ راغلو او کښېناستو نو لارډپیتک لارنس د جناح صاحب نه پوښتنه وکړه چې هغه کيسه مو څنګه کړه؟ جناح صاحب ورته وويل د څه کیسه؟ ما چې د جناحصاجب دا لفظونه واورېدل نو عبدالرب نشتر صاحب ته مې اشاره وکړه چې دلته راشها هغه ماته رای نو ما ورته وويل ای هلکه ورانوئ يې مها مونږ چې نن اجلاس ته راتلو نو ګاندهي جچې مونږ ته وويل چې مسلم ليګ چې څه غواړي هغه ورته ورکوئ نو تاسو چې څه غواړئ هغه يې درکوي د دې ځبرې ضمانت زه درکوم. نشترضصاحب لاړ او د جناح صاحب شاته ودرېدو. ډېره وځته پورې ولاړ وځو هغه ورته هېڅ توجه ونه کړه نو بيا لاړ پخپل ځای کښېناست او خبره ورانه شوه پیتک لارنس ورته وويل چې: ای جناح تا خو وعده کړې وه؟ مګر هغه هېڅ ونه ويل او جرګه ناکامه او ځوره شوه. س۰مىپيسس۰مست زما ژوند او جد و جهد 1 څه وخت چې د شملې کنفرانس ناکام شو او له هغه نه وروسته د انګلستان په باره کې مو چې څه اول ویلي وو هغه به سرته رسوو او عمل به پرې کوو. د وروسته واقعاتو نه دا خبره ثابته شوه چې د هغوی خبرې د زړه د اخلاصه وې. البته د کرپس مشن د ناکامۍ نه وروسته د چرچل حکومت دا فېصله کړې وه چې د جنګ تر غختمېدو پورې دې د هندوستان مسئله تاخ کې کېښودلی شي. کله چې مونږ پوه شو چې پیرنګيان هندوستان ته ازادي ورکولو باندې مجبور شول نو ماګاندهي جي ته وويل چې دا ځل حکومت راشي نو تا ته پخپله اخيستل په کار دي.ځکه چې تا خو وليدل چې داأ معمولي بې اختياره حکومت راغلی و نو وزیرانو به د چا نه منل. اوس خو پوره اختيارات را روان دي.نو په کار دي چې دا حکومت ته پخپل لاس کې واخلې. که چيرې ته يې وانه ځلې.نو دا درته وايم چې که دا خپل زوی دیويداس پرې هم کښېنوې.نو دا حکومت داسې يو څیز دی چې د انسان دماغ بدل کړي. نو دی به هم بيا ستا څبره نه مني.ښه به داوي چې ته لکه د لینن په شان حکومت پخپله واخلې. که ګاندهي جې حکومت اخيستی وی مکمل کړی يې وی که بيا يې خوښ نه و نو د ماو«د چین يو مس په شان به یې پرېښی وی. ځو نه پوهېږم چې هغه زما د دې خبرې سره په څه وجه اتفاق ونه كرو که چېرې ده حکومت اخيستی وى نو د هندوستان به دومره تباهي او بربادي شوې نه وه د لېبر ۷۴۱ 0016/۳060 زما ژونداو جد و جهد حکومت د اختيار حاصلولو نه پس ډېر زر يو پارلېماتي هيئت هندوستان ته راولېږه. د فروري په ۷- ‎٢٢٢۴۷‏ لارډپیتک لارنس وزير هند په پارلیمنټ کې دا اعلان وکړو چې برتانوي حکومت هندوستان ته يو کیبنټ مشن ليږي چې د هندوستان د نمایندګانو سره د ملک د ازادۍ په باره کې ځبرې وکړي. دغه وفد ۴۲-۱۹۴۵ په ژمي کې هندوستان ته رای او معلومه شوه چې دا مشن به په لارډپیتک لارنس وزير هند .د تجارتي بورډ پرېزيډنټ سر سټيفرډکرپس او د بحري محکمې اول لارډ اې. وي الکزانډر باندې مشتمل وي.د کېبنسټ مشن د پلان مطابق به صرف درې محکمې د مرکزي حکومت تر اختيار لاندې وي.دا درې محکمې د دفاع؛امور خارجه او مواصلاتي محکمې وې.مګر دې مشن پخپل پلان کې يو نوی تجویز وړاندې کړ. چې هندوستان يې په درې حصو تقسیم کړی و.(8,۵,)) ددې دپاره چې د مشن د ممبرانو دا خيال و چې د اقلیتونو په زړونو کې به اطمینان پيدا شي په 8 برخه کې پنجاب ب» سندهء صوبه سرحد او برتانوي بلوچستان چې دا د مسلم اکثريت علاقې وې. په عا برخه کې بنګال او اسام شامل وو. په برخو کې د مسلمانانو اکثريت يقیني و او هغو ته دا حق ورکړ شوی و .چې ځپل ټول اختيارات تر لاسه کړي. تر کوم ځايه پورې چې د مرکز سوال و د هغه سره صرف هماغه درې محکمې وې په دې پلان کې دا هم وه چې په يو زون کې کومه صوبه اوسېدل نه غواړي او په اکثريت سره فېصله وکړي نو د هغې نن ۷۴۳ سدپپسېیې0ګ1/1/0/:.0012600161660 00011651 زما ژوند او جد و جهد زون نه وتلی شي. د کیبنټ مشن پلان کانګرس او مسلم لیګ دواړو ومانه.په اول سر کې جناح صاحب د دې سکیم مخالف و خو څه وخت چې مشن په صفا الفاظو کې وويل چې نه مونږ د ملک تقسیم منو او نه د ازاد ریاست سفارش کوو نو بيا جناح صاحب مشن سکیم ومانه او په کې شریک شو. په اخري ورځً جناح صاحب دا خبره تسلي کړه.چې د اقلیتونو د مسئلې د حل دپاره چې دکېبنټ مشن پلان کوم حل پېش کړی دی.ددې نه زيات کومه بله منصفانه فېصله نه شی کېدلی. په هر حال هغه ددې نه زيات مشن باندې نور شرطونه نه شو منلی .هغه کونسل ته وويل چې کیبنټ مشن چې کوم سکیم وړاندې کړی دی هغه د زيات نه زيات دی» په دې وجه هغه مسلم لیيګ ته مشوره ورکړه چې دا سکیم ومنئ او کونسل په اتفاق سره د دې په حق کې رایه ورکړه. د کانګرس او مسلم ليګ له طرفه د دې پلان منل د هندوستان د تاريخ يوه روښانه واقعه وه له دې نه دا ثابتېده چې د هندوستان د ازادۍ سخته معامله د خبرو او مفاهمت له لارې فېصله شوه نه د تشدد او جنګ له لارې. د کانکگرس صدارت: : تر دغه وخته مولانا ابوالکلام ازاد د ‎١٣٣٣٩٩‏ کال نه مسلسل صدر راغلی و ځکه چې د دويم عالمي جنګ او ملک کې د هغې په نتیجه کې د جدوجهد په وجه د نوي صدر اتتخاب نه شو کېدی. هر کله چې جنګ ختم شو نو د کانګرس د نوي صدر د انتخاب سوال پيدا شو په دغه وخت کې عام رف زما ژوند او جد و جهد : ‎٢‏ ‏خيال دا و چې مولاناابوالکلام ازاد دې صدر پاتې شي ځکه چې د ده په صدارت کې د برتانیې ليير حکومت او د هندوستان د مشرانو خبرې اترې شوې وې او هم د ده د صدارت په وخت کې د شملې کنفرانس وشو رايه د اوه چې ښه به دا وي د نوموړي په صدارت کې د هندوستان د ازادۍ کار ترسره شي ولې د صدارت په مسئله د کانګرس په مشرانو کې اختلاف و د سردارپټيل او د هغه د طرفدارو دا خواهش و چې دیرپټېل دې صدر شي. مولاناابوالکلام ازاد ته دا ټولې خبرې معلومې وې هغه د دې په رڼا کې د صدارت نه د استعفا ورکول او اينده صدارت نه کولو فېصله وکړه ځو د هغه دا ځيال و.چې د هغه نه پس دې يو داسې سړی صدر شي چې په هغو نازکو او اهمو حالاتو کې د مولاناصاحجب د نقطه نظر مطابق کار وچلولی شي.د دې دپاره هغه ته جواهر لال نهرو موزون سړی ښکارېدو او هغه خپله رايه د جواهر لال نهرو د صدارت په حق کې په يو اخباري بيان کې څرګنده کړه. ګاندهي جې هم د سردارپټېل په صدارت خوشحاله و. خو د مولاناصاحب د دې بيان نه پس هغه څه ونه ويل او جواهر لال نهرو صدر شو. د جواهر لال بیان: د«کیبنټ مشن پلان» د قبلولو نه پس په هندوستان کې ډېره ښه فضا پيدا شوه. ځو د دې نه وروسته جواهرلال نهرو په بمبۍ کې په يو پریس کنفرانس کې داسې بيان ورکړو چې دا فضا یې ګډوډه کړه. م۳ 0016/٩٨6۱ زما ژوند او جد و جهد د ۱۹۴۷ کال د جنورۍ په لسمه نېټه جواهر لال نهرو نه په بمبۍ کې په دغه پرېس کنفرانس کې دا پوښتنه وشوه.چې ايا ال انډیا کانګرس چې دغه تجویزمنظور کړو .نو د دې دا معنا شوه چې کانګرس دغه پلان په پوره ډول تسلیم کړو؟ نو د دې په ځواب کې ده اوویل «کانګرس چې په دستور ساز اسمبلۍ کې کښېني نو ځان به د دې معاهدو پابند نه ګڼي او هغه وځت چې څنګه حالات پيدا کېږي» د هغو مطابق به په ازادۍ سره فیصلې کوي. د دې وضاحت نه پس د پریس نمایندګانو تپوس وکړو چې ایا د دې مطلب دا شو چې کیبنټ مشن پلان کې ترمیم کېدی شي. جواهر لال نهرو د دې جواب کې وويل چې کانګرس صرف په دستور ساز اسمبلۍ کې د شاملېدو وعده کړې ده. او هغه ځان په کیبنټ مشن پلان کې د بدلون او کمي زیاتی کولو مجاز ګڼي. د مولانا ابوالکلام ازاد دا رايه وه چې دا ډېر غلط کار وشو هغه پخپل کتاب کې وايي: زه په وضاحت سره د دې لیکلو ضرورت محسوسوم چې د چواهر لال نهرو بيان غلط و دا وينا صحيح نه وه چې کانګرس د ځپلې مرضۍ مطابق په پلان کې څنګه چې وغواړي ترمیم کولی شي اصل خبره داوه چې مونږ دا منلي وو .چې مرکز کې به وفاقي حکومت وي او د مرکز سره به صرف درې محکمې وي نورې ټولې محکمې به د صوبو سره وي او د هغو په اختيار کې به وي مونږ دا هم منلي وو چې صوبې به په درې ګروپونو 3,۸ کې وېشلی کېږي په دې شرطونو کې کانګرس د خپله طرفه د معاهدې د نورو جماعتونو «فریقینوۍ د رضا نه بغير د هېڅ تبدیلي کولو حق نه لري. ۷۴۵ ۱7 8آ5۱ژ43٩ر3ر‏ تا زما ژوند او جد و جهد د جواهر لال په بیان عکس العمل: په مسټر جناح د جواهر لال نهرو دغه بيان ډېر ځخراب تاثیر وکړو. دغه بيان داسې و چې په هر چا يې ښه اثر نه شو کولی. جناح صاحب دا موقف اختيار کړو چې د جواهرلال نهرو بيان د کانګرس د ذهن ترجماني كوي. د ده دليل دا و چې که کانګرس دومره زر خپله رايه بدلوي او حال دا دی چې انګرېز لادلته موج ود دی او د ده«کانګرس؛»لاسو ته اختيار نه دی راغلی نو اقلیتونه په کوم اعتماد یقين کولی شي چې د انګرېزانو د وتلو نه پس به کانګرس بدل نه شي او د کانګرس نظريه به دغه شان نه شي دا کوم څه چې د جواهر لال په بيان کې ښکاره شوي دي.د دې سره سمدستي مسټر جناح يو اخباري بيان جاري کړو په هغه وخت کې يې وويسل: «د کانګرس د صدر ددې بيان سره هر څه بدل شول او اوس په هر څه د نوي سر نه دغور کولو ضرورت پیدا شو.» جناح صاحب لياقت علي ځان ته وويل چې د مسلم ليګ د کونسل اجلاس راوبله بل خوا له يې بيان ورکړو . چې د مسلم ليګ کونسل په ډیلي کې د کېبنټ مشن پلان ځکه منلی و. چې مونږ ته یقين راکړی شوی و.چې کانګرس دا سیکم منلی دی او د هندوستان د پاره چې به کوم د ستور جوړېږي دا سکیم به د هغې بنياد وې هر کله چې اوس د کانګرس صدر اعلان کړی دی چې کانګرس په دستور سازه اسمبلۍ کې د خپل اکثريت په زور په دغه پلان کې بدلون راوستی شي د دې دا معنا شوه چې اقلیتونه به د اکثريت رحم وکرم ته پاتې وي. جناح صاحب په دغه بيان کې وويل چې د جواهر لال د دې بيان ودددننننننن ۷۴۷ ‎٢ ٢ ٢"‏ تم زما ژوند او جد وجهد ‎1٧٧‏ ‏مطلب دا دی چې کانګرس د کیبنټ مشن پلان مسترد کړی دی»نو ځکه وايسرای ته په کار دي چې مسلم ليګ دغه پلان منلی دی؛ نو ده ته دې د وزارت جوړولو دعوت ورکړي. ‏انټرم حکومت: ‏دغه شان په ستمبر ۱۹۴۷ کې عبوري حکومت جوړ شو. جناح صاحب خو اول د دې نه انکار وکړ خو بيا وروسته د لارډوېول سره د خبرو اتر و نه پس يې په ۱۵ اکتوبر ۱۹۴۷ کې عبوري حکومت ومانه او په هغې کې شریک شو. لارډوېول غوښتل چې زر تر زره انټرم حکومت جوړ شي. ‏په دې وخت کې زه نا جوړه وم نو ګاندهي جي وويل چې تر څو چې دی راغلی نه وي او د ده رايه مومعلومه کړې نه وي مونږ عبوري حکومت نه جوړوو. لارډويول زمونږ د صوبې چيف منسټر ډاکټر خانصاحب ته ټیلفون وکړ چې زه خپل هوايي جهاز درلېږم. باچا خان په دې کې ډيلي ته راولېږه. زه ناجوړه وم. ماورته وويل زه په هوايي جهاز کې نه ځم او بيا په رېل ګاډي کې ډیلي ته لاړم. ‏هلته په کانګرس کې په دوو مسئلو بحث و يوه دا وه چې جواهر لال نهرو ويل چې زه سردار عبدالرب نشتر په کابینه کې نه اخلم ځکه چې دی په انتخاباتو کې په خپله صوبه کې ناکام شوى دی. او دی د قوم نماينده نه دی. د جواهرلال دا اعتراض معقول و. چې کوم يو سړی په خپله کورنۍ حلقه کې د صوبې انتخاب نه شي ګټلی نو هغه د ټول هندوستان په مرکزي حکومت کې د کومې جمهوري نمايندګۍ حق لرلی شي. ‎١‏ ود زما ژوند او جد و جهد کانګرس دا خبره هم وايسرای ته کړې وه چې په داسې حالاتو کې که باچا ځان وغواړي نو دا سردار عبدالرب نشتر عبوري حکومت کې اخيستی شي. ګني نو نه بله دا خبره وه چې کانګرس وې چې د مسلمانانو کوم حق چې و .هغه مسلم ليګ ته ورکړی شو. او کانګرس د هندوانو حق دی او د هغوی دا رايه وه چې مونږ د کانګرس د برځې نه مسلمان ته حصه نه وركوو.ما ورته وويل چې زمونږ په عبد الرب نشتر هېڅ اعتراض نشه.زماخیال و چې دی خو يو پښتون دی که دی را نه شي نو بل پښتون ته ځو دا موقع نشته.ماوې اخر پښتون خودی. دی به داسې لوبه ونه کړې لکه چې يې وکړه. دده په باره کې جواهر لال نهرو ماته دا ګيله وکړه چې دا سړی مونږٍ ستا په ځوله مقرر کړی دی»ځو داښه سړی نه دی.ما دا هم وې چې مسلمانانو په کانګرس کې ډېرې قربانۍ ورکړې دې او دا به ښه وي چې دوی ته د کانګرس له خوا يوه برخه ورکړی شي.د دې به په مسلمانانو ښه اثر وي. زما دا دواړه خبرې کانګرس ومنلې. لارډو ېول وويل چې مسلم ليګ ته داخله وزارت ورکړئ. خو سردارپټېل په دې ټينګ و. چې دا بل چا ته نه ورکوم. نو بيا جناح صاحب وويل چې ماله يو بل داسې د ذمه وارۍ وزارت راکړئ. نو کانګرس ورله فينانس منسټري ورکړه. سرد ارپټېل دا تجویز غنیمت وګڼه او د هغه يې ډېر زيات تائيد وکه. نو کانګرس لارډوېول ته وويل چې ليګ له فینانس منسټري ورکړه لارډوېول جناح صاحب ته ووېل چې وزارت ماليه واځله. هغه ورته وويل چې دوه ورځې پس به جواب درکوم غلام محمد چې «وروستو بيا د پاکستان ګورنر ات ۴۸ زما ژوند او جد و جهد جنرل شۍ محمد علي چودري او نورو مسلمانانو چې دې محکمې کې کار کولو مسلم لګ ته راغلل ډېره خوشحالي يې وکړه او ورته يې وويل چې دا ډېره اهمه محکمه وه په دې تاسو ته مبارکباد درکوو.او لیاقت علي ځان ته يې ووې چې ته هېڅ فکر مه کوه مونږ به په دې کې تاسره ډېر امداد وکړو .په دې خبره جناح صاحب وزارت اخيستلو ته تيار شو او لیاقت علي خان د مالیې وزیر شو. اخر کانګرس عبوري حکومت جوړکړو او چې څه وخت دا حکومت ج وړ شو نو پیرنګيانو د کانګرس د حکومت د بدنامولو دپاره په وزیرستان بمباري وکړه. چې زه خبر شوم نو زه لاړم او جواهر لال مې د دې کيسې نه خبر که.چې ته وزير اعظم يې او دا ستا د وزارت د قلمدان کار دی او ته ترې خبر نه يې اونه ترې چا خبر کړی يې. د دې نه قبایلو ته ستاسو د حکومت متعلق ډېرې غلط فهمۍ پيدا کېږي. بله دا چې په سرحدي قبایلو د حکومت په کروړونو روپۍ لګي او هغه روپۍ پولټيکل او د قبایلو ملکان اخلي او اخو ادېخوا خرڅ شي او قبایلو له څوک هېڅ نه ورکوي او باوجود د دومره خرڅ هغه خلکو ته هېڅ فايده نه ده رسېدلې او اوس چې دغه اختيارات ستا په لاس کې راغلل تا له په کار دي او ستا فرض دي چې د دغې علاقې خلک پخپله ووينې او هغو خلکو سره يو ځای شې. دغه خلک ډېر ښه خلک دي او ډېر عاجزان اومظلومان دي او د هغوی اکثرملک غرونه دی او که دغو خلکو سره لږ احسان وشي او د هغوی د قوت لایموت دپاره څه ذريعه پيدا شي نو دا ګړ بړ چې کله کله پيدا کېږي دا به‌ هم - سي ٢وو‏ ببمو څ 202 می ههو هکک۳٢نسښپ١پپسسسیې‏ زما ژوند او جد وجهد ختم شي ما جواهر لال په دې څبره رضا کرو او هغه ما سره وعده وکړه چې هغه به ضرور د دغې علاقې دوره کوي او دغه علاقه او خلک به ګوري.او دايې هم ووې چې څومره زمانه کېدی شو نو زه به یې د دغو خلکو دپاره کوم. خو چې څه وخت جواهرلال سرحد ته د تلو اراده وکړه. نو چې د صوبه سرحد ګورنر ولف کيرو خبر شو نو هغه ډيلي ته لاړ اول يې جواهر لال په ځپله وليدو ورته يې وويلې چې سرحد ته مه راځه »او چې هغه ونه منله نو بيا يې وایسرای ځبر کړ چې پنډت نهرو بايد صوبه سرحد ته رانه شي.وايسرای نهرو ته وويل چې ته سرحد ته مه ځه» نو هغه ورته وويل چې ضرور قبایلو له ځم او سرحد ته راغی» چې څه وخت کيرو د ډیلي نه واپس پېښور ته راغی نو ټول پولټيکل اېجنټان يې را وغوښتل او هغوی يې د هغه د دورې مخالفت ته تيار کړل.او د پولټيکل اېجنټانو نه علاوه مسلم ليګ يې هم په شا وټپاوه.جواهر لال چې پېښور له هوايي جهاز کې راغی او بيا چې د ډاکټر صاحب چې د صوبه سرحد وزير اعلی و.بنګلې ته تلو نو په چوڼۍ کې مسلم ليګ چیغې ووهلې حالانکه په چوڼۍ کې سیاسي سرګرمۍ بندې وې چا جلوس ويستی نه شو او نه چا چیغې وهلی شوې. تاسو لږ فکر وکړئ.چې ډاکټر صاحب د صوبې وزير اعلی و او جواهر لال د هندوستان وزير اعظم او په سرکاري دوره راغلی و.دا ټول د كيرو شرارت واو اففسرانو او پولیس او مسلم ليګ چې څه کړي دي نو د ده په ډاډ يې کړي دي. دا ټول مشکلات چې زمونږ په لاره کې حایل و دا ټول ګورنر کیرو پيدا کړي وو. فا تا زما ژوند او جد و جهد قبایلي علاقې او حواهر لال: مونږ اول دوره دوزیرستان نه شروع كړه او چې په دوره روانېدو نوکیرو په جواهر لال ډېر زور اچولو چې باچاخان ځان سره مه بيايه چې ډاکټر صاحب راسره دی نو د ده څه ضرورت دی؟. ځو جواهر لال راضي نه شو. او زه يې هم ځان سره روان کړم. د وزیرستان پولټيکل اېجنټان انګرېزان وو هغوی زمونږ مقابله په شریفانه توګه وکړه مونږ اول میرانشاه له لاړو د قبایلو جرګه د مخکې نه را غونډه وه او په مځکه ناست وو او د پولټيکل او زمونږ دپاره کرسۍ وې زه جرګې سره په مځکه کښېناستم څنګه چې دوی پولټيکل پوه کړي وو. څه وخت چې جواهر لال جرګې ته تقرير شروع کړو نو دا خلک ټول پاڅېدل او دا يې ووې چې مونږٍ د هندوانو حکومت نه منو. دا زمونږ قبايل وروڼه عجيبه خلک دي. جواهر لال خو د دوی د خير دپاره راغلی و او تقرير کې يې هم ورته دا خبره وکړه چې زه خو ستاسو د خير دپاره راغلی يم.د دې ځای نه بيا مونږ رزمک ته لاړو په رزمک کې هم دغه لوبه وشوه. خو دومره زیاته وه چې يو ملک جهانګیر چې ډاکټر صاحب ورله لاس ورکولو نوهغه لاس ورنه کړو او ويې ويل چې ته د هندوانو ملګری یې.تاله لاس نه درکوم.د رزمک نه چې روانېدو نو زمونږ سره د حفاظت دپاره چې کوم فوڅ و. هغه د هندوانو و. . دوی جواهر لال ته وويل چې مونږ ته يو تقرير وکړه نو جواهر لال ورته تقرير وکړو او د هغې نه پس هغوی د ګاندهي جي زنده باد او جواهرلال زنده باد او باچاخان زنده باد نارې ووهلې. چونکه په وزیرستان کې زمونږ د دورې انتظام د فوځ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد 1 په لاس کې و او هغه هندوان وو نودلته هېڅ قسم ګړبړی ونه شو. مونږ چې بېرته میرانشا ته راغلو نو دا ټول پولټيکل اېجنټان او ريزيډنټ موجود وو. نو جواهر لال ترې دا تپوس وکړو چې دا په کروړونو روپۍ په قبایلو باندې لګېږي نو تاسو د دې خلکو دپاره څه کړې دي؟ هغوی سره د دې خبرې ځواب نه و ولې چې هغوی د خلکو د پاره څه کړي نه وو. نو ما په کې مداحلت وکړ چې دوی حو د پښتنو دپاره ډېر څه کړي دي. انګرېزان زما په خبره خوشحاله شول خو چې ما ورپسې دا خبره وکړه چې دوی په دې پيسو په پښتنو کې داسې بد عادتونه او د پيسې محبت پيد اکړی دی چې پيسې ورته ونيسي نو بيا هر څه کوي او جایز ناجایز نه ګوري. په دې خبره پیرنګیان ځپه شول. بيا مونږ له میرانشا نه واڼې ته لاړو چې داهم وزیرستان و دلته پولټيکل اېجنټ هندو و. د هغه نوم ديوان شیو سرن لال و. دلته زمونږ ډېر لوی استقبال وشو زمونږ د مېلمستیا دپاره قبایلو راله ګډان راوستلي وو. د جواهر لال نهرو تقرير دلته خلکو په ډېر ښه شان واورېد او د هغه تائید یې وکړلو. بورحم: د دغه ځا نه واپس پېښور ته راغلو په سبا له مو د تورځم دوره شروع كړه د خيبر پوليټيکل اېجنټ مسلمان و. صاحبزاده خورشید يې نوم و.چې جمرود ته ورسېدو.نو سړک نه په لږه فاصله باندې افريدي ناست وو او چې مونږ يې وليدو ششممسمسمپپ۰پبپأپس)ټسيټ میت ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد و جهد نو په لاسونو کې يې چيترې وې هغه يې مونږ ته وخوځولې او مونږ نېغ تورځم ته لاړو دغه د افغانستان او هندوستان سرحد و. اوڅه وخت چې مونږ دغلته چای څکله. يو زلمی افريدۍ راغی او پولټيکل اېجنټ ته يې ووې چې دوی ځو زمونږ مېلمانه دي.دوی سره داسې سلوک په کار نه دی چې مون را روان شو او لنډي کوتل ته را نزدې شو.نو پولټېکل تحصیلدار په منډه منډه راغی اوورته يې وويل چې دلته خو شینواري راجمع شوي دي.مونږ چې هلته ورسېدو نوهغو خلکو په مونږ کاڼي را وورول. پولټيکل اېجنټ زمونږنه مخکې و هغه کوز شو . هغه سره چې کوم سپایان وو هغوی ته يې ووې چې په دوی ډزې وکړئ. نو هغه خلک چې يو څو ډزې پرې وشوې وتښتېدل. زمونږ د موټر شيشې ماتې شوې خو مونږ بچ شو او په کاڼو ونه لګېدو صاحبزاده صاحب يو شریف سړی و زمونږ د حفاظت دپاره به زمونږ نه مخکې و. د ډوډۍ انتظام صاحبزاده صاحب زمونږ دپاره کړی و.مونږ ډوډۍ وځوړه هلته څه خلک هم موجود وو هغوی سره مو خبرې اترې وشوې او واپس پېښور ته راغلو. د ملکنډ ایجنسی: بله ورځ زمونږٍ دوره د ملکنډ |اېجنسۍ وه دغلته هم پولټيکل اېجنټ مسلمان و شيخ محبوب علي يې نوم و. دی د شيخانو د کلي و. ډېر ځراب انسان و. د خیبر په دوره کې چې مونږ تلو نو د دورې انتظام د پولیس په ذريعه و. ډاکټر صاحب ته ما ووې چې د ملکنډ د دورې انتظام د فوځ په ذريعه ۳ -- تت 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد کول په کار دي لکه څنګه چې په وزیرستان کې شوۍ و. او که ته د فوغ انتظام نه شې کولی.نو بيا به مونږ د خدايي خدمتګارو په ذريعه د خپل حفاظت انتظام وکړو. ولې چې هلته پولټيکل اېجنټ شيخ محبوب علي دی مونږ خبر شو چې شيغ محبوب علي راغلی دی او ګورنر کيرو سزه يې ملاقات کړی دی. دا سړی د انګرېزانو ډېر وفادار او بې ضمیره اېجنټ و. دی ډېر کمينه سړ و او د ده دلاسه پښتون قوم ډېر تباه تشوى و په افغانستان کې د برتانوي سفیر هیمفري په چا کرۍ کې د امان الله ان د حکومت تخته د ده په ذريعه اوړېدلې وه او«بچه سقاو يې دکابل په تخت کښېنولی وء په ډېره اسماعيل ځان کې د هندوانو خلاف ساد هم ده کړی و.ولې چې دی دغه وخت کې هلته اسسټنټ کمشنر و .لیکن ډاکټر صاحب يو عجیبه سړی و چې مونږ د هوايي جهاز نه په رسالپور کې کوز شو نو زمون د انتظام دپاره صرف پولیس ولاړ وو زه ډېر خپه شوم »نو ما ووې چې زه دې دوره کې دوی سره هډو ځم نه.ولې جواهر لال مې يوازې پرېښوی نه شو.مونږ د رسالپور نه په موټرونو کې روان شو .چې مونږ سخاکوټ ته ورسېدو.نو راحت ځان دوی زمونږ استقبال ته ولاړ وو نومونږ ورته کوز شو او هغوی سره کښېناستو چې په دې کې شيخ محبوب علي هم راغی. يو ساعت پس له دوی نه رخصت شو شيخ زمونږ خلاف انتظام کړی و. لیکن چې ده کوم وخت مقر ر کړی و مونږ د هغه وخت نه مخکې ورسېدو. مونږ د ده په بنګله کې ناست وو او چای مو څکلې چې په دې کې مو د خلکو چغې واورېدې د شپې يې دنت ۷۵۴6 ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد وجيد د ډاکټر صاحب ډېرې خوشامندې کولې. زمونږ نه هم چاپيره ګرځېدو ډېر خوشامندګر سړی و.دده د بنګلې سره جوختې دوه کمرې وې معلومېږي د اسې چې هغه د مېلمنو دپاره وې.زه او جواهر لال هغې کې څملاستو او ډاکټر صاحب يې ځان سره پخپله بنګله کې اوده کړو. ده مونږ له د جرګې را غونډولو څه انتظام نه و کړی.زمونږ د سخاکوټ راحت ځا خدايي خدمتګار راغی .نو مونږ ورته ووې چې ددې علاقې خځلک خبر کړه چې سحر له مونږ له راشي چې شيخ خبر شو نو موټر يې ورله مات کړو او هغه ځپل خلک خبر نه کړی شول او که څوک خبر شو هغه چا مونږ له را پرې نه ښودل سحر وختي راحت خان راغی او مونږ يې خبر کړو چې شيخ محبوب علي ډېر خلک را غوښتي دي. تاسو خپل د بچاو انتظام وکړئ. مونږ سره دوه لارۍ وې چې هغه کې پولیس وو او په هره لارۍ کې پولیس سره يو يو پیرنګی و. مونږ خبر شو چې هغوی شپې تېرولو ته د دې ځای نه درګۍ له تلي دي چې راحت خان زه د دې کیسې نه خبر کړم نو ما ډاکټر صاحب بېل کړو او ورته مې ووې چې دې شيخ د اسې کسه جوړه کړه. شیخ مونږ ته مخامخ ولاړو؛او ما چې ډاکټر صاحب سره ېرې کولې نو شيخ مونږ ته غوږ اېښی و.زمونږ ځبرې يې واورېدې نو ډاکټر صاحب له راغی او مونږ ته يې ووې چې زه به داسې حرامي يم؟ او ولې پښتون نه يم؟ او ته ځو زما پلار یې»نو زه به د خپل پلار لحاظ هم نه کوم؟ ډاکټر صاحب کې دا کمزوري وه چې هغه به د خوشامندو نه ډېر متاثره کېدو .ما ورته ووې چې تر کومه پورې زمونږ ګارډ راغلی نه دی مونږ نه ځو. زمونږ د ۷۵۵ 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد پولیس ګارډ او د ده يوه مشوره وه او هغه ځکه د شپې دپاره دلته نه و پاتې شوي او د دغه وخته پورې راغلي نه وو. ځو ده ډاکټر صاحب ته ووې چې راځئ ځوا که مونږ شو او که ډاکټر صاحب شو خو روان شود شیخ موټر مخکې و او زمونږ موټر ورپسې و .چې قلا له را ورسېدو نو د هغې نه يو څو انګرېزان راوتي وو. مونږ ته ولاړ وو .ده موټر ودرولو مونږهم ودرېدو مونږ د موټرنه کوز شو او د هغه انګرېزانو سره قلا ته ننوتلوء شیخ صاحب لاړ» مونږ يې يواځې پرېښو. څه ساعت پس مون د قلا نه راووتلوء مونږ چې لږ مخکې شو نو په سړک يوه لارۍ ولاړه وه. سړک يې بند کړی و او ډېر خلک د غره دپاسه ولاړ وو .د مرده باد د چغو سره يې په مونږ کاڼي را ورول شروع کړل. ډاکټر صاحب موټر کې مځکې ناس و او زه او جواهر لال وروسته ناست وو. زه ځو په يو کاڼي ولګېدم سترګې را باندې تورې شوې په جواهر لال ور پرېوتم. دی په ما را پرېوتو. ډاکټر صاحب سره مخکې د شيخ يو سړی ناست و. هغه هم د کاڼو نه سر ټيټ کړی و د هغه په ملا تماچه وه هغه ډاکټر صاحب ولیدله هغه يې د هغه د قاش نه را وايسته او د موټر نه يې لاس راوښکو او خلکو ته يې ووې چې لرې شئ که نه ګولۍ درغله خلک وروسته شو او لارۍ والا ته يې هم ووې چې لرې شه ګني ګولۍ درغله لارۍ هم لرې شوه دا هر څه د قلا خوا کې وشو او قلا د سړک په ځوا کې وه او دا د هندوستان وزير اعظم و. خو زمونږ مدد له نه هغه پیرنګيان او نه څوک سرکاري خلک راغلل. مونږ چې د ملکنډ د غاښي نه را کوز شو نو زمونږ هغه -٨۵٧۷ ٢هو‏ ھت تت زما ژوند او جد وجهد ‎٧‏ پولیس ګارډ او هغه دوه پیرنګيان مخې له راغلل بيا چې مونږهلته کوز شو ټول کنډ و کپر وو. دغو پیرنګيانو ته مې ووې چې تاسو زمونږ ښه ګارډ يئ وګورئ. مونږ په څه حال یو؟ زماخيال و چې محبوب علي به مخکې هم مونږ ته د مظاهرو ‏ دپاره خلک کښېنولي وي. نو تاسو ځو زمونږ د حفاظت دپاره يئ چې څه وشو هغه خو وشو خو اوس دومره مهرباني وکړئ چې تاسو دا يوه لارۍ زمونږ د موټر نه مخکې کړئ او يوه وروسته کړئ او چې په لاره سړک سره نزدې خلک ووينئ نو لارۍ ودروئ او دا د مخکې لارۍ خلک دې لارۍ نه کوز شي هغه خلکو ته دې ووايي چې لرې شئ. که نه لرې کېدل نو بيا دې پرې لاټې چارج وکړي. که په لاټي چارج لرې نه شو نو بيا دې پرې د وروستو لارۍ خلک هوايي ډزې وکړي. بيا مونږ روان شو چې درګۍ ته را ورسېدو دغلته ډېر خلک جمع وو. شيخ محبوب علي هم ولاړ و او بيا په مونږ د کاڼو باران شروع شو يو سړي خو په جواهرلال يوه ګټه را خلاصه کړه وما ورته لاس مخکې کړو. زما لاس مات شو خو جواهرلال مې بچ کړو يو بل سړی و چې د غولو کټوۍ يې را اخيستې وه او چې هغه يې په مونږ را خلاصه کړه نو زه او جواهر لال ځو بچ شو خو د ډاکټرصاحب مځ سراو ټول وجود په غولو ګنده شولء دلته شیخ محبوب علي پولټيکل اېجنټ ولاړ و او مونږ ته يې ووې چې په دې پوخ سړک مه ځئ چې کوم ځای تاسو له کچه سړک مخې له راشي. هغه نېغ چارسدې ته وتی دی په هغې لاړ شئ مځکې تاسو ته ډېر خلک ولاړ دي او سړک يې بند کړی دی. هسې نه چې لوی فساد وشي زه خو د دې مڅالف وم ما وې هم د د د 1 هرز101 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جحید په دې پوخ سړک ځو څو زمونږ هغه ګارډ نه تلو نو په هغه کچه سړک را روان شو او پېښور ته را ورسېدو. سردرياب: سبا له زمونږ دوره د خدايي خدمتګارو مرکز عاليه سر درياب ته وه ما ډاکټر صاحب ته ووې چې ستا پولیس او ستا پوځ هېڅوک مونږ ځان سره نه بيایو .ستا انتظام مو په کار نه دی مونږ خپل انتظام پخپله کوو. مونږ د تلو دپاره داسې انتظام وکړو چې د پېښور نه تر سر درياب پورې د سړک په دواړو غاړو خدايي خدمتګار په وردۍ کې قطار قطار ولاړ وو او دواړه غاړې محفو ظلې شوې. زمونږ نظريه خو د عدم تشدد وه خو چې خلک زمون د ملکنډ د واقعې نه خبر شوي وو. نو هغوی د خپلو خدایی خدمتګارو د مدد او حفاظت دپاره سره د وسلې راغلل او د خدايي خدمتګارو شاته په ډېر ګڼ تعداد کې په دې ټوله لاره ولاړ وو. کيرو ماڼکي صاحب ته ویلی و چې د مترې سړک چې کوم ځا کې د چارسدې پوځ سړک سره يو ځای شوی دی. دغلته دې د ملا ګورو شيخان تيار کړي. چې د دوی په موټرونو حمله وکړي. خو چې هغوی دغلته د خدايي خدمتګارو زور وليدهنو د حملې جرات يې ونه کړی شو دغه شيخان د ځلیلو سره په پوله د خیبر په اېجنسۍ کې د سردریاب مرکز عاليه ته نزدې ګل بېلې سره هم مسلم ليګيان په ګڼ تعداد کې را جمع شوي وو. ځو دوی هم جرات ونه کړی شو .د هشنغر پښتانه سره د لويو لويو ډلو باوسله 4٢٨٨٨٢ ‏زما ژوند او جد وجید‎ ‏زمونږ د امداد دپاره مرکز عاليه له راغلل او ليګيانو چې د دې‎ ‏خلکو زور او طاقت وليدو نو وتښتېدل.‎ سحر چې مونږ مرکز له د تللو اتتظام کولو زه د کمرې نه بهر راووتم نو څه ګورم چې ډېر پیرنګيان په انګڼ کې ناست دياو فوځ هم په سړک کې ولاړ دی ما هغو پیرنګيانو ته ووې چې تاسوتکلیف مه کوئ. مونږ نن ځپل انتظام پخپله کړی دی ښه به دا وي چې تاسو لاړ شئ او ځپل فوغ هم بوځئ او مونږ پسې را نه شئ. مونږ مرکز ته روان شو د خدايي خدمتګارو نه علاوه دومره هجوم جمع شوى و. چې درته يې بيان کولی نه شم؛ مونږ په ځیريت سره مرکز ته ورسېدو. مرک ز کې ډېر مخلوق راجمع شوی وو. جلسه شروع شوه. نظمونه وویلی شول. جواهرلال ډېر ښکلی تقرير وړو او ده ووې چې زه نن ډېر ځوشحاله يم چې د پښتنو په مځکه زما د بدن يو څو څاڅکي وينه تویې شوه او زه اميد کوم چې دا د مکر فرېب او ظلم نه ډک نظام به ډېر زر بدل شي. د جواهر لال نهرو صاحب د تقریر نه پس ما هم خپلو پښتنو وروڼو سره يو څو خبرې وکړې او دا مې ورته ووې چې دنيا کې مشهوره ده چې پښتانه ډېر مهمان نواز دي خو د ګورنر کيرو په لمسون هغه روايات پاتې نه شول دلته دوی ځپل مېلمه سره دومره سپک سلوک وکړو چې دنيا به ترې پوزه پټه کړي.دا هر څه کیرو د يو پښتون شیخ محبوب علي په ذريعه وکړل شيخ ټول پښتانه په دنيا کې بد نام کړل. د جواهر لال ګناه داوه چې ده وې چې زه د پښتنو قبایلو د خير دپاره په دوره درځم او کيرو ورته وې چې مه راځه زمونږ پولټيکل نظام - ۵٩۹ 01٩و‎ 0016/٩06۱ زما ژونداو جد و جهد کې دځل مه کوه نو ده ورته ووې چې زه به ځامځا درځم. زه د دې ذمه وار يم دا زما مځکه ده او دی صوبه سرحد ته زمونږ د پښتنو د ابادۍ. ترقۍ او د خير دپاره راغلی و. په سبا له پنډت جواهر لال نهرو زمونږ نه ډیلي ته رخصت شو. مولانا صاحب په خپل کتاب کې دا لیکلي دي: چې په پښتنوکښې مهمان نوازي لوی اخلاقي صفت دی ولې دوی کې داصفت نه و او دوی بڅل کولو» په دې ترېنه پښتانه بېزار ووء دی وايي چې يو ځل د دوی ملګري زمامېلمانه وو چې ما ورته چایو سره بسکټ راوړل نو هغوی ډېر خوشحاله شول او ماته يې وويل چې د دې څه نوم دی؟ دا خو د ډاکټرصاحب بنګله کې مونږ ليدلي وو خو هغه مونږ ته نه وو راکړي. مولانا صاحب د دې خبرې تحقيق نه دی کړی او دا يې لیکلې دي. زمونږ خو دا تهذیب نه دی چې يو يې ځورې او بل له يې نه ورکوي. مونږ خو داسې يو چې اوس هم څه مونږ ځورو هغه ځپلو مېلمنو او نوکرانو ته هم ورکوو او ورسره يو ځای یې ځورو. زمونږ مرکز کې هم زمون دا قاعده وه چې ډوډۍ ته به کښېناستو او مونږ به د لسسو کسانو خوراک پوخ کړی و .دپاسه به شل نور راغلل نو موتږ به کښېناستو هغه به مو ټوکړه ټوکړه ځپل وکښې تقسیم کړه او په شریکه به مو وخوړه او اوس هم دغه شان کوو. زه حېران يم چې مولانا صاحب دا خبره د ډاکټر صاحب په هکله کوي. چې هغه ځو دومره مهمان نواز و چې دا کيسه يې افراط ته رسولې وه زه په دې نه پوهېږم چې دا مولانا صاحب رد د وپ دض د د سپ تا 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد ته کلکتې ته کوم کسان ورغلي وو؟ دغه شان دی دا خبره هم ليکي. چې د انتخاباتو وخت کې کانګرس دوی ته ډېر رقم ورکړی و. ځو دوی ډېر لر خرڅ کړو. نو ځکه ډېر اميدواران د خرڅ د کمي په وجه فېل شول. مونږ خدايي خدمتګارو خو هېچرې د کانګرس نبه يوه پيسه هم اخيستې نه ده بلکې په دې خبْره خو جواهر لال زما نه ځپه شوى و او ډاکټر انصاري صاحټ تته ينې شکایت کړی و.چېې دی ډېر مغرور دی. زه چې به د کانګرس د ورکنګ کمېټسۍ اجلاس له تلم نو ټولو ممبرانو به چې د رېل د سیکنډکلاس کوم خرڅ اخيستو. ما هېڅکله هغه هم اخيستی نه و. البته که پارلیمنټري بورډ له دوی نه څه اخيستي وي نو هغه به پارلیمنټري بورډ اخيستي وي. هغه ټول په ځای خرڅ شوي دي او څومره کسان چې دوی ودرولي وو. هغه ټول کامياب شوي دي او په لوی اکثريت مونږ الیکشن ګټلی دی. نو بيا دا سوال څنګه پيدا کېږي؟ د حيرانتيا خبره دا ده چې مولانا صاحب دا اعتراض کوي چې صوبه سرحدوالاو په انتخاباتو پيسې کمې ولګولې. عام عقل خو دا وايي چې که صوبه سرحد کې خدايي خدمتګارو مکمله کاميابي حاصله کړه او رقم يې هم کم ولګولو. نو دا د هغوی يوه سیاسي کاميابي وه. مولانا صاحب په دې هم اعتراض ضروري وګڼلو. بجټ پېش کول: خان د نوي کال بېجټ پېش کړو. دا ښکاره د کانګرس پاليسي »و227 :ثظ:90::2ر/97-9ثظثظرثظرثرظ01111 "کت تت زما ژونداوجد و جهید سسس وه چې معاشي ښکته پورته والسی خُستم ؟ مړي أو ورو ورو د سرمایيه دارانه نظام په ځای سوشلنسټ نام قایم کړي. د کانګرس د الیکشن په ميني فيسټوامنشور کې هم دا رننګ ويل شوي ور. د جنسګ دوران کې چې مختلف قسم سرمایه دارانو کومه نفعه کړې وه. د هغې په هکله جواهر لال بیانات جاري کړي وو. دا خبره عامو خلکو ته معلومه وه چې د دې رقم ډېره زیاته حصه پټه کړی شوې وه .او په هغې انکم ټیکس نه دی ادا شوی. د هغې مطلب دا و چې حکومت د دې غټ رقم نه محروم شوی دی. زمسونږ ځيسال دا و چسې د هندوستان حکومصت ته د دې ټسیکس د حاصلولو دپاره سخته کارروايي پکار ده. ولې چې دا ټېکسماليه واجب و خو ادا شوې نه و. لياقت علي خان يو داسې بجټ جوړ کړی و جې په ظاهره د کانګرس د اعلاناتو مطابق وو لسيکن دراصل د هغې مطلب د کانګرس بدنامول وو. داسې چې د کانګرس مطالبې په ناقابل عمل شکل کې پېش شوې وې. د هغه د ټېکس تجویزونو د ملک د دولت منې طبقې نه مفلس جوړول او صنعت او حرفت ته نقصان رسول وو» ورسره هغه دا تجویز هم کړی و. چې يو کميشن دې مقرر شي چې د هغه ټېکسونو په هکله چې ادا شوي نه دي. تحقيقات وکړي او د هغو د حاصلولو انتظام وکړي. دا ځو مونږ ټولو غوښتل چې د دولت تقسیم کې زيات نه زيات مساوات پیدا کړی شي او د هغه ځلکو سره محاسبه وشي. چا چې ټېکس نه دی ادا کړۍ د دې د -اره مونږ اصولي ډول د لياقت علي ځان د بجټ مخالف نه وو. د کابینې مجلس کې لیاقت علي ځان وويل چې د هغه تجويز د کانګرس د ذمه ٢ "کت تت زما ژوند او جد و جهد وارو ليډرانو په بیاناتو مبني دی. هغه د دې خبرې اعتراض وکړو چې که جواهر لال بیانات نه وي ورکړي نو د هغه ذهن به دې لورې ته نه وو تللی. د بجټ په هکله قاعده دا ده چې وزير خزانه ټول بجټ د خپلې کابينې د ملګرو وزیرانو په رای او مشوره جوړوي.ولې دلته نوابزاده لیاتت علي ځان خپلو ملګرو ته صرف هغه يوه سرسري جایزه پېش کړه او د مفصل بجټ دپاره یې هغوی په اعتماد کې وانه خیستل. تر کومه چې د عامو امورو تعلق و. کابینې ورسره اتفاق وکړو. دغه شان يې د کابینې نه منظوري حاصله کړه او بيا یې بجټ داسې جوړ کړو چې صرف انتها پسندي نه وه بلکې د قوم معاشي نظام ته د نقصان رسولو نيت هم و. مونږ په دې پوه-وو چې دا بجټ اصولي طور د کانګرس د سياست او پاليسۍ مطابق و . کانګرس ټول عمر دا ویلي وو چې مونږ به د سرمايه دارانه نظام مخالفت کوو او غریبو له به د ملک په دولت کې خپله برخه ورکوو. نو د دې وجهې نه اصولي طور مون د دې بجټ مخالفت نه شو کولی. د مونټ پیټن مشن: لارډ مونټ بيټن د لارډو ېول د برطرفۍ نه وروسته د هندوستان ګورنر جنرل مقرر شو. د هندوستان د راتلو نه مخکې د لیبر وزارت دې د خپلو ټولو مسائلو نه او ځواهشاتو نه خبر کړی وه. مسټر اټلي هغه ته هدایت ورکړی و. چې د ‎٠٣‏ ‏جون ۱۹۴۸ نه مخکې باید هندوستان ته اقتدار ورکړی شي. د مارچ په ‎٢٢‏ باندې ډيلي ته راورسېد او د مارچ په ۳۴ "کت تت زما ژونداو جد و جهد يې د وأايسرای او د ګورنر جلرل په حيث سوګند پورته کړو. د سوګند نه وروسته هغه يو لنډ تقرير وکه» په دې تقرير کې هغه په دې ضرورت زور واچوه.چې څو میاشتو کې د ننه به د مسائلو د حل څه لار راووېستلی شی. دغه وخت د کانګرس او مسلم ليګ اختلافات داسې ځای ته رسېدلي ووء چې د درېم ګړي د وساطت نه بغير يې جوړه نا ممکنه وه. په دې وخت کې حالات خرابېدل د کلکتې د فسادونو نه وروسته بهار او نواکلي کې فرقه وارانه فسادونه شروع شوي وو بیاوروسته په بمبۍ ګښې ګړبړ وشو. پنجاب تر دغه وخته پورې خاموش و. لیکن هغلته هم د نا ارامۍ او ګډوډۍ اثار ښکاره کېدل. ملک خضر حيات ځان د مارچ په دويم د پنجاب د چيف منسټري نه استعفا ورکړې وه. د مارچ د ۴ تاريخ په مظاهرو کې ‎٣١‏ ‏کسان مړه شول او ډېر زخميان شول او د دې فرقه وارانه فسادونو اور د صوبې په نورو برخو کې هم خور شو امرتسر. راولپنډۍ او ټک سيلا کې په لويه پیمانه فسادونه وشول. يو طرفته فرقه وارانه جذبات زیاتېدل او بل طرف ته د حکومت انتظام سست کېده.مرکزي کابينه کې د کانګرس او ليګ په مینځ کې د عدم تعاون په وجه حالات نو رهم خرابېده. د مرکزي حکومت ارکان هر وخت د يو بل مقابلې ته ولاړ وو دا حکومت بالکل معطل شویو. د مسلم لیګ سر ه د مالياتو محکمه وه چې هغه د حکومت بنياد ګڼلی شي ياد ولرئ چې ددې ټوله ذمه واري د سردار پټېل په سر باندې ده چې هغه وزارت داخله د ځان سره د ساتلو په فکر کې د مالياتو محکمه ليګ ته ورکړې وه. په مالياتو کې ډېر داسې قابل افسران ٢۸٢٢۳--ت-ھت‏ ھت تت زما ژوند او جد و جهد مسلمانان وو .چې چا د لیاقت علي ځان سره په هره ممکنه طریقه مرسته کوله. د پیرنګيانو زړه لوبه کامیابه شوه. هغوی په ملک کې په داسې حالاتو پيدا کولو کې کامياب شول.چې کانګرس او مسلم ليګ په کور کې سره پرې نه شو جوړېدی. او اخر هغوۍ پیرنګي ته کښېناستل چې هغه اوس ددې لانجې څه حل راوباسي چنانچه مونټ بيټن د پیرنګيانو د طرفه ځپله د تقسيم هند منصوبه ورو ورو د کانګرس مشرانو ته وړاندې کوله او دا تاثر يې ورکوو چې اوس په موجوده حالاتو کې بې د دې نه بل هېڅ علاج نشته. مونټ بيټن ډېر ذهین او ځیرک سړی و. هغه به د خپلو ټولو هندوستاني ملګرو د زړونوحال معلومولو. هغه چې وليدل چې سردارپټېل د ده د نظريې منلو ته تيار دی نو د ده په لاس راواړولو دپاره يې د خپل شخصیت او دلفرېبۍ ټول طاقت په کار واچولو. په خپلو خبرو کې به هغه سردار پټېل د غوز سره مشابه کولو چې د هغه پوټکی کلک دی خو چې مات يې کړې. نو د نته يې چغزۍ راوځي. د سردارپټېل د تسخیر نه وروسته هغه جواهرلال ته متوجه شو. اول کې جواهرلال د تقسیم خبره نه اورېدله او عکس العمل به يې ډېر سخت و. لیکن مونټ بيټن ورپسې و تر دې چې ورو ورو د جواهرلال د مخالفت قوت هم مات شو څنګه چې دا حالت معلومېدل چې د سردارپټېل سره جواهر لال نهرو هم د مونسټ بپيټن دوی منصوبې سره مني» نو زه ډېر زهير شوم.ولې چې مون دا د هند تقسیم نه بلکې د مسلم تقسیم ګنلو. زما د پخوا نه هم دا فکر 5000000۷50 4٢٨٨٨٢ ‏زما ژوند او جد و جهد‎ ‏و او اوس هم دا فکر دی چې د کیبینټ مشن پلان په هر لحاظ‎ ‏زمونږ د مسایلو د حل ډېره ښه لاره ده. د دې نه د هندوستان يو‎ ‏والی او هرې فرقې ته د ازاد او با عزته ژوند موقع په لاس‎ ‏ورتلله. صرف د مسلمان د مفادو خيال چې يې په نظر کې‎ ‏وساتو نو د دې نه د بل بهتر صورت اميد نه شو کېدی. په‎ ‏کومو صوبو کې چې د دوی اکثریت و. هلته دوی ته په داځلي‎ ‏چارو کې پوره واک اختيار په لاس ورته. که د وفاقي‎ ‏هندوستان صوبو ته نظر وکړو. نو که مونږ بلوچستان له يو‎ ‏صوبايي حيثيت ورکړو نو بيابه په مرکزي حکومت کې هم د‎ ‏صوبو په تناسب مسلمانان د غير مسلمو سره قریبا مساوي‎ ‏حيثیت حاصل کړي.‎ مولانا ازاد وايي چې «ما په دې ټولو مسلو ډېر غور وکه. ما سوچ وکړو چې ګاندهي جي دومره زر ځپله رايه څنګه بدله کړه؟ زماخيال دی چې دا د سردار پټېل د اثر نتیجه ده. پټېل به ښکاره ويل چې بې د تقسیم نه بله چاره نشته. د تجربې نه ثابته وه چې د مسلم لیګ سره يو ځا کار کول ممکن نه دي. کېدی شي سردار پټېل يوې بلې خبرې ته هم اهميت ورکوی وې چې لارډلویې مونټ بېټن ويل چې کانګرس د مرکزي حکومت په کمزورو ساتلو صرف د مسلم ليګ د اع تراض د جواب ورکولو دپاره راضي شوى و. او ددې په وجه صوبو ته د پوره داخلي خودمختارۍ حق ورکړل شوی و.مګر په يو داسې ملک کې چې هلته د ژبې.مذهب او تهذیب دومره اختلاف وي.دمرکز کمزوری اتحاد دښمنو نظريو ته قوت ورکوي. د ليګ نه چې ځان جدا کړی شي نو بيا د يو مظبوط 0:٢٢ ٢۳ ‎٢ ٢ ٢"‏ تم ‏زما ژوند او جد وجهد مرکزي حکومت انتظام کېدی شي او داسې قانون جوړېدۍ شي چې د هندوستان د متحد ساتلو دپاره به فايده مند وي. مونټ بېسټن دا مشوره ورکړه چې په شمال مشرق او شمال مغرب کې چې يو څو وړې ټوکړې مسلم ليګ له ورکړی شي نو د باقي هندوستان به يو مظبوط او مستحکم ریاست جوړ کړی شي. په سردارپټېل باندې د دې دليل زيات اثر وشو چې د مسلم ليګ سر ه د اتحاد په وجه به د هندوستان اتحاد او استحکام په خُطر کې پرېوځي. زماخيال دا دی چې يوازې سردارپټېل نه بلکې په جواهر لال نهرو هم د دې دليل اثر شوی ووء دغه دلیلونه چې سردارپټېل اومونټ بيټن دوباره وويل نو د تقسیم په مخالفت کې د ګاندهي جي په نظريه کې هم کمزوري راغله. څنګه چې دوی وليدل چې خلک د کیبنټ پلان سخت مخاألف دي نو د هغې په ځای يې د تقسیم د پلان د پېش کولو چې د بيان خيال سره برابر و تياري وکړه. هر کله چې د تقسیم مسئله په ښکاره ډول منځ ته راغله.نو د پنجاب او بنګال مسئلې لوی اهمیت پيدا کړ. مونټ بیټن وويل ځکه چې د تقسيیم بنياد د مسلمانانو د اکثريت علاقې وې او د پنجاب او بنګال په ځينو برخو کې د مسلمانانو اکثريت دی؛ په دې وجه په دې دواړو صوبو کې هم تقسیم کول په کار دي. خو دکانګرس ليډرانو ته يې مشوره ورکړه چې دغه سوال اوس مه پورته کوئ. او دوى ته يې یقین ورکړ چې په يو راتلونکي مناسب وخت کې به زه په خپله دغه سوال پورته کړم. په دې وخت کې مونټ بيټن د تقسیم په باره کې ځپل تجویز تيار کړی و. نو د برتانوي حکومت سره دخبرو اترو او د تجویز د 00165 ٩۳0٨666 زما ژونداو جد و جهد منظورۍ د حاصلولو د پاره يې د لندن دتلو فېصله وکړه. ما د مۍ په ۱۴ د مونټ بيټن سره په شمله کې وليدل.یو ساعت مې ورسره خبرې وکړې. بيا هې ورته اپيل وکړ چې د کیبنټ مشن پلان په ځاورو کې مه ښځوئ. مونږ بايد د صبر نه کار واخلو ولې چې د دې پلان دکاميابۍ اميد اوس هم شته دی. که مونږ تقسیم په تلوار ومنلو نو هندوستان ته به ډېر نقصان ورسېږي.ما بيټن ته دا هم وويل چې تا له د تقسیم ممکنه نتايج هم په ذهن کې ساتل پۀ کار دي. د تقسیم نه مخکې هم په کلکته.نواکالي. بهاراو بمبۍ او پنجاب کې فسادونه وشول.هندوانو په مسلمانانو او مسلمانانو په هندوانو حملې رکړې. په داسې حال کې که ملک تقسیم شي نو د وینو لښتي به وبهېږي او د دې ځونریزۍ ذمه واري به د انګرېزانو په غاړه وي. خومونټ بيټن راته فوري جواب راکړو چې زه تا ته پوره یقين درکوم چې زه به هېڅوک فساد او وینو بېولو ته پرې نه دم , 1 یو وار چې تقسیم اصولاً ومن شي.نو بیا به زه حکمونه جاري کړم چې په ملک کې هېڅوک فرقه وارانه فساد ونه کړی شي. خو بيا ټولې دنیا ته معلومه شوه چې د تقسیم د اعلان نه وروسته د ملک په ټولو برخو کې د وینو لښتي وبهېدل او بېګناه ښځې او ماشومان قتل شول او د مسلمانانو او هندوانو د قتل عام د مخنيوي دپاره هېڅ سود مند تدبیر ونه کړی شو. ډایرکټ اېکشن او مساواتټ: پنجاب کې دهندو اومسلمان جګړه شروع شوې وه. دا ۶ 0 - - -٨۸ زما ژوند او جد و جهد خبرونه چې به په اخبارونو کې راتللنو د دې په وجه به د هندو او مسلمان نفرت او ک شیدګي زیاتېده.لیکن چې په کال کې په هندوستان کې کوم فسادونه شروع وو .نو په کلکنه کې چې د مسلم ليګ له طرفه ډایرکټ ایکشن وشو نو دغه اور ته يې د تیلو کار ورکړو. دکلکتې په ښار کې خو د مسلم ليګ دلاسه ډېر لر هندوان مړه او تالاشو. خو هندوانو د دې بدله په بهار کې واخیسته.مسلمانان منظم نه دي او هندوان منظم دي.دوی په کلکته کې دومره خلک مړه او لوټ نه کړلء چې څومره په بهار کې مړه کړل. لوټ يې کړل او يوه لويه تباهي يې وکړه. زه پخپله دغلته د مسلمانانو د امداد دپاره تللی وم. مونږ به کله نا کله سهروردي صاحب ته ویلی چې دا په بهار کې چې د مسلمانانو دومره بربادي وشوه. د مسلم ليګ د ډایرکټ اېکشن په وجه وشوه او تا وکړه نو هغه به وې چې ما سره لیکلی خط شته که د رښتیاو وخت راغشی نو هغه به ښکاره کړم.د کلکتې په ښار کې د بهار لک مړه شوي وو. بيا د بهار د بدل د اخيستو په بانه په نواکلي کې په هندوانو ډېر زور او ظلم وشو د پیرنګيانو دا پاليسي کامیابه شوه چې: «پهوټ ډالو اور حکومت کرو انګرېزان د مسلم لیګ په دغه کار ډېر خوشحاله وو ځکه چې د هندوستان په دې خرمستو باندې انګرېز«نوکرشاهي» د انګلستان د مزدور پارټۍ حکومت باندې دا واضحه کول او ثابتول غوښتل چې د هندوستان خلک د ځُناورو په شان د يو بل وینو څکلو ته تږي ناست دي | و د يو بل غوښو ځوړلو او څرمن وښکلو پسې دي او دا چې د بنيادمو په شان د اوسېدوشعور خو په دوی کې ٩ 0016/٩066 زما ژونداو جد و جهد ورک دی د دې دپاره په دوی کې د انګرېزانو حکومت ضروري دی. او دوی له خپل حکومت مه ورکوئ اوکه داسې ونه شوه نو دوی به پخپلو کې یو بل تباه او برباد کړي. زه بهار کې: مسلم ليګ د انګرېزانو پيداوار وو. د دې د پاره هغوی د صورت حال نه ناجایزه فايده اخيستل خوښ کړو او د امن او سلامتۍ د خرابولو دپاره مسلم ليګ او پیرنګيان په يوه سلا وو. د دوی په دومره تباهۍ د مسلم ليګ زړه يخ شوی نه و.هغوی په فرقه وارانه سازشونو کې لګيا وو. د هغو فساد زپلو مظلومانو نه يې سیاسي فايدې اوچتولی او هغوی له يې دا ترغيب ورکولو چې بنګال ته هجرت وکړي. زه ددې مظلومانو په فکر کې ډوب وم چې دوی به بيا څنګه پخپلو کلو او کورونو کې اباد کړم» ليکن هغوی مسلم ليګ داسې تار باندې څېژولی وو .چې زما خبرې په هغوی ښې نه لګېدې. ددې دپاره زه د مسلم ليګ ليډرانو له ورغلم دا خلک د محمد يونس بیرسټر په يو عاليشان مکان کې دېره وو. چې کله زه هغوی له ورغلی يم نو دوی په خوړلو او څکلو کې اخته وو او ماته به يې وويل چې مونږ تاسره خبرې نه کوو او چې بيا ناظم الدين ورته وويل چې مونږ له په کار دي چې ورسره خبرې وکړو نو دوی زما خبرو اورېدو ته تيار شول ما هغوی ته ووې چې تاسو له راغلی يم او تاسو ته دا عرض کوم چې د دې خلکو ډېره تباهي شوې ده او اوس به ښه دا وي چې دوی معاف کړئ. لل اخس 2 0 ٢مهو‏ ھت تت زما ژوند او جد وجهد اس نور يې مه تباه کوئ او دا څومره تباهي چې د دوی وشوه دا لسږه ده څه؟ دا تاسو چې دوی ته د بنګال د هجرت مشورې او ترغيب ورکوئ نو که په حقيقي معنو کې دو ۍ هلته ابادوئ. نوزما په دې هېڅ اعتراض نشته او که دوی د خپلو سیاسي غرضونو ښکار کول غواړئ او که دوی نه سیاسي فايده اوچتول غواړئ نو دا مناسب نه دي. دوی ډېر تياه او برباد شوي دي. لیکن ددې مسلم لیګو په زړونو کې رحم نه و ماخپل زوړ مهربان فيروز ځان نون هم دلته شپاړس کاله پس وليدو. ما ترې نه پوښتنه وکړه چې تا ځو وې چې مونږ به مشوره وکړو»نو تاله به ځواب درکړو نو تر اوسه پورې خو دې ما له هغه ځواب نه دی راکړی؟ دی حیاناک سړی و. سترګې يې ښکته کړې او څه ځواب يې رانکړو. حال دا دی چې د شملې په دعوت کې ده زما نه شکایت کړی و. چې تاسو کانګرس سره شوئ. ما ورته ویلی وو.مونږ ځو تاسو ته درغلي وو. خوتاسو زمونږ امداد اونکړو. اومونږ ځو په يو لوی مصیبت کې وو. نو ځکه کانګرس ته لاړلو. که تاسو پنجاب اوس هم مونږ سره ملګري کېږئ نو زه اوس کانګرس نه استعفا ورکوم. ده ووې چې مونږ مشوره وکړو نو ځواب به درکړم. ليګيان د يونس بیرسټر په بنګله کې ناست وو. خوړل. څکل يې کول او د پټني د ښارنه بهر وتی نه شول او د بهار مسلمانان چې د کلو نه را تښتېدلي وو او په کیمپونو کې وو د اکثرو نه خپل مال پخپل وکورونوکښې ښځ پاتې شوی و. هغوی غوښتل چې مونږ سره څوک لاړ شي او د دغه مال نن ‎۷۷١‏ 999ر0110 لر زما ژونداو جد و جهد : راوښکلوکښې مونږ سره مدد وکړي. خومسلم لیګ خو د وېرې نه دښاره وتی ته شو دوی چې د مسلم ليګ نه مایوسه شو نو بيایې ما ته ووې چې ته به مونږ سره لاړ نه شې؟ مونږ پخپلو کورونو کې مالونه ښخ کړي دي چې هغه راوباسو ما ورته ووې چې زه خو دلته ستاسو د خدمت دپاره راغلی يم څه وخت چې وايئ درسره ځم نو هغوی به ما روزانه څه کسان پخپل موټر کې خپلو کلو ته بوتلل او هغه خپل مالونه به يې راوښکلء هندوانو به ورته بد بد کتلء ځو زما په وجه به یې څه ويل نه » زه دوی پسې کېمپونو ته لاړم او ورته مې وویيل چې برسات شروع کېدونکی دی راځئ چې زه مو اباد کړم خو دوی زما دا خبره ونه منله ځکه چې دوی ځو مسلم ليګ بنګال ته روان کړي وو. څو چې د بنګال د تللو په لاره کې ورته ډېر تکلیفونه او مصیبتونه پېښ شول نو بيا ماله راغلل. بيا زه د بهار حکومت ته ورغلم او هغه ټول وزيران ځو ما سره د هزارې په جېلخانه کې پاتې شوي وو. هغوی ډېر زر د دوی د ابادولو د هندوانو برخلاف ففسادونه شوي وو. نو ګاندهي جي هلته په دوره و. ما چې ورته خبر وکړو نو هغه د نواکلي دوره پرېښوده او دلته بهار ته د مسلمانانو د امداد دپاره راغشی. مهاتماجي زما د خط په ليدو دلته راغی او هغه کار نور هم په تېزۍ روان شو ما ته پياری لال ويل چې ګاندهي جي څه وخت نواکلي ته راغی. نومونږ ته يې وول چې تاسو دلته دغه شان ناست يئ او خپله هغه کښېنه ناستو او چې په کومو ځایونو زور زياتی او ظلم شوى و دی به هلته تللو او د هغه ځای خلکو ته به يې ٥۴٣۴٣۴١٢0 ششظشظش-2:-01٧77-ر۷‎ زما ژوند او جد و جهد . ډاډګیرنه ورکوله او خدمت به يې کولو د هغه په ليدومونږ کې هم جرات او همت پيدا شو بيا مونږ هم د هغه په شان په هغو مظلومانو ګرځېدو او سړي څه کوې چې ښځې به هم ګرځېدې اونه به وېرېدې» په دې باندې هغو خلکو کې ډېرښه اثر وشو ولې دلته پټنه بهار کې دا حال و. چې د مسلم ليګ ليډران د وېرې نه د پټني ښار کې ګرځېدی نه شول. چې د کوم قوم ليډران زړور وي هغه قوم کې هم زړورتيا پيدا شي. او چې د کوم قوم ليډران بزدل وي هغه قوم کې بزدلي پيدا شي. ماته پياري لال بله خبره داهم کړې وه چې پټېل په بهار کې زما د ګرځېدو مخالف وو. خوګاندهي جي ورته وويل چې دا مناسب نه دي. مردولابهن هم ګاندهي جي سره ملګرې وه او هغه دغه وخت د ګاندهي جي سکتري وه. د هغې هم مسلمانانو سره ډېره همدردي وه. چې څومره مسلمانان به راغ لل نومردولابهن به هغوی ګاندهي جي ته بوتلل او هغه ته به يې ځپل مصیبتونه او تکلیفونه بيان کړل. دا خبره د کانګرس د مشرانو خوښه نه وه هغوی کوشش وکړو چې دا«مردولابهن ګاندهي جي نه لرې کړي او لرې کوله يې. نو هغه ما له راغله او ماته يې دا کيسه بيان کړه او راته يې ووې چې اوس ځو ما ستاسو نه جدا کوي. ما ورته وويل ته هېڅ پروا مه کوه. تا هېڅوک د ګاندهي جي نه لرې کولی نه شي. نو زه لاړم او ګاندهي جي ته مې وويل او هغه پاتې شوه زه په بهار کې وم. ما غوښتل چې بهاريان سردوباره اباد کړم او ددې دپاره هلته دېره وم. خو چې څه وخت په پنجاب کې فسادات شروع شولء نو ماسره فکر شو. غه "کت تت زما ژونداو جد و جهد بيا ګاندهي جي ما ته وويل چې دا کار به زه کوم» ځه ته سرحد ته لاړ شه نو زه سرحد ته راغلم. په صوبه سرحد کې د خدایي خدمتګارۍ د تحريک په وجه د مسلمانانو. هندوانو او سیکهانو تعلقات ډېر ښه وو. ښه څه چې د وروڼو په شان وو. دا تحريک د خدای د مخلوق د خدمت او انسانیت تحریک و. دې تحريک په مسلمانانوء هندوانو سیکهانو کې د مینې محبت او خدمت جذبه پيدا کړې وه. چې پخوا يې مشال نه و. دا تحریک کليوال تحریک و. مرکز يې هم په کلي کې و. ځکه چې اکثريت قوم په کلو کې اوسي.د دې تحریک فرق د نورو تحريکونو نه دا و چې نور تحريکونه د ښارونو نه شروع کېږي اوپه کلو کې خورېږي. مګر دا تحریک د کلو نه شروع شو او په ښارونو کې خور شو. تاريخ دا ښيي چې د ښارونو تحريکونه د حکومتونو د لاسه خراب شوي او له منځه تللی دي مګر کليوال تحریيک څوک په اسانۍ ختمولی نه شي. لکه زمونږ د خدایي خدمتګارۍ تحريسک چې د ډېرو ظلمونو. کړاوونسو. مصيبتونو باوجود چا ختم نه کړی شو او تر اوسه پورې جاري دی په بهار کې چې کوم فسادونه وشول نو زمونږٍ د صوبې نه دمسلم ليګ رضاکاران بهار ته لاړل. دوی خدمت له تللي نه ووء دوی په هندو او مسلمان کې نفرت زياتولو له تللي وو. او چې د هغې ځای نه واپس راتلل نو ډېر هډوکي يې له ځان سره راوړلء او په سرحد کې يې کلي په کلي وګرځول او زمونږ په خلاف يې لويه پراپېګنډه وکړه اومطلب يې دا و .چې په صوبه سرحد کې هم د هندو اومسلمان او سکه- په مینځ کې د نفاق لر ضسښسښسس ‎"٩‏ ::10 ٢هو‏ ھت تت زما ژونداو جد و جهد : او فساد اور بل کړي. ولې فساد يې ونه کړی شو او په خپل مطلب کې کامياب نه شول. ولې چې دلته د خدايي خدمتګارو د تحريک په برکت د فساد او دښمنۍ جرړې اېستلی شوې وې. ځو چې لارډمونټ بيټن د هندوستان د تقسیم اعلان وکړو او دا يې هم وويل چې په صوبه سرحد کې به ریفرنډم کېږي؛ د دې زمونږ په صوبه ډېر خراب اثر وشو او دلته هم فسادونه شروع شول. نو بيا مسلم ليګيانو د پېښور په بازارونو او لارو کوڅو کې بېګناه خلک قتلول شروع کړل. د پېښور ښار بازارونه بند شولء هندوانء سکهان په خپلوکورونو کې قيد وو. بهر ته راوتی نه شولء په کورونو کې هم د دوی عزت. دولت او سرونه محفوظ نه وو. چې مونږ پوه شو چې سرکاري افسران زمونږ سره هېڅ قسم امداد ته تيار نه دي. بلکې هر څه زمونږٍ د وزارت د بدنامولو دپاره کوي. حکومت زمونږو خو افسرانو زمونږ خبره نه منله نو مونږ فېصله وکړه او امین جان سالار اعظم ته موحکم وکړو چې لس زره باوردي خدايي خدمتګار پېښور ته راولېږي. د حکم د رسېدو سره لس زره خدايي خدمتګار پېښور ته راغلل او د راتلو سره يې هندوان او سکهان د خپلو کورونو نه بهر راوښکل. دکانونه يې پرانيستل او کارونه يې شروع کړلء د دوی په دکانونو د خدایي خدمتګارو پيرې ولګېدې. چې مسلم ليګيان ورته ضرر پېښ نه کړي او د هندوانو. سکهانو مال. ځان او عزت محفوظ شو. دغه شان په ټوله صوبه کې چې کوم کوم ځای خدايي خدمتګار وو هلته د هندوانو. ٧۷۵ ٢هو‏ ھت تت زما ژونداو جد و جهد : . سکهانو مال. ځان.عزت په امن و. په دوی کې بعضې انګرېز پرست هندوان هم وو چې د 17177-7-77 ګډېدل او دا مطالبه يې کوله چې د خدايي خدمتګارو حکومت دې لرې شي او صوبه کې دې ګورنر راج قایم شي. په دې نه پوهېدل چې دا ټوله کيسه چا جوړه کړې وه؟ دا ځوګورنر جوړه کړې وه خو چې څه وخت د لارډ لویې مونټ بيټن او کانګرس د مشرانو په مینځ کې زمونږ په سر سودا وشوه. سودا په دې وشوه چې لارډمونټ بيټن ورته وويل چې پنجاب او بنګال به زه درته تقسیم کړم خو تاسو د دې په بدل کې صوبه سرحد پرېږدئ او ریفرنډم ومنئ. بيا يې په دريم جون ۱۹۴۷ دهندوستان د تقسیم اعلان وکړو او دا يې هم وويل چې په سرحد کې به د خلکو نه تپوس کېږي. نو تاسوخو ددې پیرنګي دې ظلم او بې انصافۍ ته وګورئ چې پنجاب تقسیمېږي. بنګال تقسیمېږي. هلته د خلکو نه تپوس نه کېږي. بلکې د اسمبلۍ نه کېږي او دلته زمونږ په صوبه کې د اسمبلۍ نه څوک تپوس نه کوي او د خلکو نه تپوس کېږي. حال دا دی چې زمونږ الیکشن خو په هندوستان او پاکستان میاشتې مخکې شوى و. خلکو خو رايه ورکړې وه دوباره يې څه ضرورت و؟ که د کانګرس مشرانو زمونږ سره بې وفايي کړې نه وی او د تقسیم مسئله يې منلې نه وی نو په صوبه سرحد کې به د هندوانو. سیکهانو او مونږ ته دومره د سراو مال زيان نه وی رسېدلی او نه به سیکهان او هندوان دومره تباه او برباد شوي وی. دغه وخت مسلم لي ليګيان حکومت نيولي وو. او جېلونو کې 4٢٨٨٨٢ ‏زما ژوند او جد وجهد‎ ‏يې اچولي وو« لنډی د خُټو نه دی» دوی ځو د جېلځانو تېرولو‎ ‏نه دي. د دوی هغه قيد او جېلخانې خو نه قيد وونه‎ ‏جېلخانې. د دوی دپاره ريسټورانټ وو. څه عجیبه لوبه وه. د‎ ‏شپې به کور ته تلل. د ورځې به بازارونو کې ګرځېدلء خپلو‎ ‏خپلوانو او دوستانو سره به يې مجلسونه کول د دې وجه دا وه‎ ‏چې ګورنر زمونږ د وزارت سره تعاون نه کولو او زمونږ مخالف‎ ‏وو.‎ دوی چې بيا د جېل نه را ووتل او ډیلي ته راغلل زه هم په ډيلي کې وم. هلته ما دوی وليدل او ثمین جان ځان ته مې وويل چې يه هلکه دا پاکستان چې جوړوئ نو لږ و فکر وکرئ. دې کې به د پښتون څه حال وي؟.اکثريت خو د پنجاب دی نو اقتدار به هم د پنجاب وي. نو ده راته وويل چې اوس يې جوړوو. او که بيا په کې زمونږ ځير نه وو نو بيا به يې وران کړو. افسوس دی چې ثمین جان خان اوس نشته ګني ما به ترې تپوس کړی وی چې راشه وګوره چې اوس پاکستان کې د پښتنو څه حال دی؟. د تقسیم اعلان: څه وځت چې مونټ بیټن د مۍ په ۳۰ ډيلي ته واپس راغی نو د جون په ‎٣‏ يې د هندوستان د تقسیم په باب د برتانوي حکومت له خوا د منظور شرې منصوبې اعلان وکړو. د دې منصوبې په اعلان کېدو سره د هندوستان د متحد پاتې کېدو ټول امیدونه ځتم شول. برتانوي حکومت د تقسیم د مسئلې په دومره زر منلو کې د هندوستان نه زيات د ځپلو مفادو خيال نوج ‎٩١/7‏ د وطسجنجحمی تش 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد ساتلی و. ولې چې يو داسې ریاست چې اقتدار يې د مسلم ليګ په لاس کې وي د برتانوي اثر په حلقه کې زيات پاتې کېدی شي. د ورګنگک کمېټۍ اجلاس: بيا په دغه تاريخ په دې نوي حال باندې د غور کولو دپاره د کانګرس د ورکنګ کمېټۍ غونډه وشوه. سردار پټېل او راج ګوپال اچاريه ځو له پخوا نه د تقسیم طرفدار او د کیبنټ مشن مخالف وو. مګر په غونډه کې چې ګاندهي جي هم د تقسیم طرفداري وکړه. نو مونږ ټول حيران پاتې شو بله مسئله په سرحد کې د ریفرنډم مسئله وه دا مسئله هم د لارډمونټ بيټن په منصوبه کې راغلې وه په دغه خبره هم ډېر بحث مباحئه وشوه.او دلايل پېش شول. سردارپټېل او راج ګوپال اچاريه دلته هم په ورکنګ کمېټۍ ډېر زور واچولو او اخر ورکتنګ کمېټۍ دا خبره هم ومنله او د ملک د تقسیم او صوبه سرحد کې د ریفرنډم خبره دواړه ومنلی شوې. زه حيران شوم چې دوی دا ټولې فېصلې کړې وې نو دا ما سره یې بيا جرګې او میټنګونه ولې کول؟. په دې وخت کې ما ورکنګ کمېټۍ ته يو اپيل وړاندې کړو او دا مې ورته وويل چې مونږ همېشه د کانګرس ملګرتيا کړې ده او لاس مو ورکړی دی اوس که کانګرس مونږ يوازې پرېږدي او له مونږ سره امداد ونه کړي.نو په صوبه سرحد به د دې ډېر ځراب اثر پرېوځي که کانګرس خدايي خدمتګار د شرمښانو خولې ته همداسې پرېږدي نو دا به د صوبه سرحد ۷ ھخؤؤ دزن :0 ۶٢۸۳٢۳--ت‏ ھت ھت زما ژوند او جد وجهد سره غداري وي. د ګاندهي جي په زړه باندې د دې اپيل زيات اثر وشو او ويې ويل چې زه به د مونټ بيټن سره په دې مسئله خبرې وکړم. په سبا له زه او ګاندهي جي وايسرای لارډ مونټ بیټن ته ورغلو هغه سره مو خبرې وکړې هغه په دې کې د جناح صاحب شرکت هم ضروري وګڼلو. څه وخت چې جناح صاحب ګاندهي جي او زه يو ځای شو. نو جناح صاحب وويل چې دی زما مسلمان ورور دی زه ده سره ځان له خبره کوم» نو ما ګاندهي جي ته وويل چې د ده داسې خوښه ده. نو که ستا اجازه وي. نو زه به ورسره ځان له خبرې وکړم. هغه ما ته وويل ډېر ښه. جناح صاحب ما ته وويل چې تاسو ته به پراونشل اټانوميصوبايي خودمختاري درکوو. خو په دې څه عمل ونه شو. اصل کې ما ته تر دغه وخته پورې دا معلومه نه وه. چې د مونټ بيسټن کانګرس او مسلم لیګ تر منځه ټولې فېصلې شوې دي. دا خوچې د مولانا ازاد صاحب کتاب. ازادي هند . ما ولوستو نو زه د دې حقیقت نه خبر شوم؛ نو زه وايم چې عمل پرې څنګه شوی وی ولې چې دا خبرې خوفېصله شوی وی. او لارډ مونټ بیسټن ځو زمونږ په سر سوداګري کړې وه. نو هغه څنګه د ګاندهي جي خبره منلی وی او جناح صاحب څنګه زما خبهره منلی ویء هنها دا ده چې که د دې فېصلې نه وړاندې ګاندهي جي زمونږ دا خبره کړې وی نو د منلو څه امکان یې وو. په دې باره کې مولانا صاحب په خپل کتاب کې ليکي: « په دې حالاتو د غور کولو دپاره د کانګرس ورکنګ کمېټۍ په دريم جون اجلاس وشو د ټولو نه وړاندې په کې د صوبه سرحد ‎۳-۳٣٨‏ تت تی تت زما ژونداو جد و جهد د مستقبل په مسئله بحث شروع شو. د مونټ بيټن پلان صوبه سرحد په ډېرو عجیبو مشکلاتو کې غورځولی و. عبدالغفار ځان او د هغه پارټۍ تل د کانګرس ملګرتيا کړې وه او د لیګ يې مخالفت کړی و. مسلم ليګ دوی ځپل د سردښمنان ګل د مسلم ليګ د سخت مخالفت په موجودګۍ کې هم په دې صوبه کې دوی د کانګرس حکومت په جوړولو کې کامياب شوي وو او دا حکومت يې اوس هم بر سر اقتدارو د تقسیم په وجه دوی او کانګرس دواړو ته یوتکليف ورکونکی حالت پيدا شوي و. په اصل کې د تقسیم مطلب دا و چې دوی او د دوی پارټۍ يعنې خدايي خدمتګار د مسلم ليګ رحم و کرم ته پرېښودل شي.» ‏«مونږ پوهېدو چې په عبدالغفار ځان به د دې فېصلې څنګه اثر شوی وي. داسې ښکارېده چې دغه وخت دوی ځپل هوش او حواس بالکل بایللی و. څو دقیقې د ده د خولې نه يو لفظ هم راونه وتو. بيا دوی ورکنګ کمېټې ته اپيل وکړو او ورته يې ورياده کړه چې دوی تل د کانګرس ملګرتيا کړې ده اواوس که کانګرس دوی يوازې پرېږدي نو په صوبه سرحد به د دې ډېر خراب اثر پرېوځي. د دوی دښمنان به په دوی پورې خاندي او د دوی دوستان به وايي چې تر څو کانګرس ته د صوبه سرحد ضرورت و نو د خدايي خدمتګارو حمايت يې کاوه. خو کله چې يې د مسلم ليګ سره د مصالحت خواهش پيدا شو نو بيا يې د صوبه سرحد او د دوی د ليډرانو سره مشوره قدرې هم ونه كړه او د تقسیم مخالفت يې پرېښود. ان عبدالغفار خان څو ځلې دا خبره بيا بيا وکړه چې که چېرې ‏انا ۷۸۰ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد وجهد کانګرس خدايي خدمتګار د شرمښانو خولو ته وغورځول نو دا به د صوبه سرحد سره غداري وي.» مونږ د ورکنګ کمېټۍ د دغه غونډې نه پس واپس ځپلې صوبې ته راغلو. حکومت ته مو ويل چې چونکه کانګرس تقسیم هند منلی دی. نو په داسې حالاتو کې دلته د ریفرنډم ضرورت نشته» ولې چې د دې په ذریعه به دلته په خلکو کې يوه د دښمنۍ او تربګنۍ فضا پيدا شي. چونکه وايسرای دا خبره ونه منله. د دې وجې نه مونږ بيا د صوبې جرګه را وبلله او دا حالت مو ټول دهغه جرګې په وړاندې کېښودل. د صوبې جرګې فېصله وکړه چې که سرکار دلته خامخا ریفرنډم کوي نو بيا په کار دي چې پښتنو له پوره حق ځوداراديت ورکړي او د هندوستان او د پاکستان نه علاوه د پښتنو نه په خپلې ازادې صوبې پښتونستان باندې هم ووټ واخلي. خو چې کله پیرنګيانو د دې مطالبې د منلو نه انکار وکړو او د ازاد پښتونستان مطالبه يې په ریفرنډم کې شامله نه کړه. نو بياجرګې دا فېصله وکړه چې چونکه کانګرس تقسیم هند منلی دی نو د دې وجې نه دلته ریفرنډم ته هېڅ ضرورت پاتې نه شو او که حکومت ځامخا ريفرنډم کوي نو مونږ به په هغې کې حصه نه اخلو. د کانگرس اومونټ بیټن سازش: اصله خبره دا وه چې دا لويه واقعه چې څنګه وشوه هم دغسې کېدونکې وه. ولې چې د دې دپاره د پخوا نه تيارۍ شوې وې هغه وخت چې مونټ بيټن د تقسیم د اعلاننه یه ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژوند او جد و جهد ‏مخکې د سرحد په دوره راغلی و په سرحد کې دفعه (۱۴۴ء لګېدلې وه او په جلسو پابندي وه. د صوبه سرحد ګورتر سراولف کيرو و. چې زمونږ سخت مځالف و او د مسلم لیګ لوی حامي و. هغه په لارډ مونټ بيټن د اثر اچولو دپاره د سرحدي قبایلو نه په ډېر زيات شمیر کې د پولټېکل اېجنټ ټولو خپلو ملکانو په ذريعه خلک را جمع کړل. لارډ مونټ بیټن ته يې يوه لويه تماشه جوړه کړه. او د تللو په وخت کې یې لارډ مونټ بيټن ته دا وويل: چې دې پښتنو له داسې سزا ورکول په کار دي چې د دوی بچي يې ياد ولري. ولې چې په هندوستان کې لس کروړه مسلمانان وو. هغوی زمونږ مخالفت ونه کړو او دوی زمونږ مخالفت کې د کانګرس سره ملګري شول. لارډ مونټ بيټن دا ټولې خبرې په زړه کې واچولې او ډيلي ته روان شو. هلته ځو پټېل د هندوستان تقسیم غوښتو. او ده دا غوښتل چې پښتنو ته سزا ورکړي او د مسلم ليګ ته يې په حواله کړي. د دې دواړو اتفاق په دې وشو چې کانګرس غوښتل چې بنګال او پنجاب دې تقسیم شي او لارډ مونټ بيټن غوښتل چې سرحد کې دې ریفرنډم وشي. نو لارډ مونټ بيټن دوی ته دا وويل چې زه ستاسو دا خبره منم؛ او پنجاب او بنګال به درته تقسیم کړم ځو د دې په بدله کې تاسو زما دا ومنئ چې په صوبه سرحد کې دې ریفرنډم وشي» نو کانګرس په صوبه سرحد کې ريفرنډم ومنلو او مونټ بیټن ور ته پنجاب او بنګال تقسیم کړل او د دوی دواړو سودا زمونږ په سروشوه مونږ خدايي خدمتګارو څومره خواري وکړه چې هندو او مسلمان سره نزدې شي او زه که په کور کې وم. که په -۷-ھهضتبتبت ګت نن تت زما ژوند او جد و جهد صوبه سرحد کې وم» که په هندوستان کې ما د دې دپاره ډېر کوشش کړی دی چې د هندو او مسلمان تر مېنځه مينه. محبت. اتحاد او اتفاق پيداکړم اونفرت او دښمني ترې لرې کړم.دا کار تر ډېره حده پورې وشو مګر د تقسیم نه پس تاسو وګورئ چې اوس څه حال دی؟ هغه مونږ چې څه کړي وو هغه په سیند لاهو کړی شو په پاکستان کې په هندوانو او سکهانو څه تېر شول. او په هندوستان کې په مسلمانانو څه تېرېږي؟ داسې نفرت او دومره نفاق پيدا شو چې د اصلاح اميد يې هم له مېنځه لاړ او ډېرې لانجې ترې را پيدا شوې. کانګرس ځو د پیرنګيانو سره د شپېتوکالو راسې د ازادۍ اخيستلو دپاره په جدوجهد لګيا و. خو انګرېزانو ورته پوره ازادي څه چې نيمګړې ازادې هم نه ورکوله. مګر کله چې پښتانه ورسره په دغه جنګ کې ملګري شول او پښتنو په کيسه ځوانۍ. ټکر؛اتمانزو. کوهاټ.هاتي ځېلو او ميرویس کې قربانۍ ورکړې اودغه شان زمونږ د قبایلي علاقې غیرتي پښتنو دې پښتنو سره د هندوستان د ازادۍ په لاره کې غزاګگانې وکړې. د انګرېزانو توپونو او ټېنکونو ته يې ځپلې سینې ډال کړې او د دوی مځې ته لکه د غر ودرېدل نو د انګرېزانو هله د هندوستان ازادۍ ته غاړه کښېښوده. مونږ خو د کانګرس سره په دې وعده د ازادۍ په جنګ کې ملګري شوي وو. چې وطن به په ګډه ازادوو او د پردۍ غلامۍ نه به ځانونه خلاصوو. مګر چې وخت راغی نو بيا مونږ سره د شوو ښسسسهی بپ 01 زما ژونداو جد و جهد : وعدو هېڅ خيال ونه ساتلی شو زمونږ نه زمونږ د مستقبل په هکله هېڅ پوښتنه ونه شوه بلکې د پاکستان اوهندوستان د يو ځای کېدو ريفرنډم را باندې په زور راو تپلی شو او زمونږ په سر دغه لويه سودا وشوه. قربانۍ مونږ ورکړې. وینې زمونږ تویې شوې. مالونه. جایدادونه زمونږ تباه شول او ګټه يې نورو ته ورسېده.د کانګرس مشرانو ځو به په ټولو معاملو کې زما نه تپوس کولو. زما د سلا مشورې نه بغير به يې هېڅ نه کول. مګر په دې لويه اهمه مسئله کې زما سره مشوره څه چې خبر هم نه کړی شوم. زما ځپګان په دې خبره دی چې د کانګرس ورکنګ کمېټۍ هم زمونږ سره امداد او همدردي ښکاره نه کړه. دوی مونږ له پښو لاسو وتړلو. اومسلم لیګ ته يې حواله کړو. مونږڅو د مسلم ليګ نه الیکشن ګټلی ونوبيابل الیکشن ته څه ضرورت و؟. که چا زمونږ سره نوی ريفرنډم کولی نو په کار وو چې زمونږ په مطالبه يې د پاکستان او پښتونستان په سوال کړی وی. دا ریفرنډم ځو په پاکستان او هندوستان و او مونږد کانګرس د بې وفایۍ په وجه دهندوستان سره نه تلو نو ځکه مو په دې ریفرنډم کې شریکېدل نه غوښتل او بایکاټ مو ورسره وکړو. مونږ ته به پیرنګيانو ويل چې د کانګرس ملګرتيا پرېږدئ نو مونږ به چې هندوستان له څه ورکوو د هغې نه زيات به تاسوله درکړو. لیکن مونږ کانګرس پرې نه ښود ځو دوی مونږ پرېښودو.د ډېر افسوس خبره خو داده چې مونږ دوی سره څه وکړل او دوی را سره څه وکړل؟ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند اوجد وجهد د سردارپټېل او راجه ګوپال اچاريه نه خو زما ګيله نشته. زما ګيله د جواهر لال نهرو او ګاندهي جي نه کېږي چې هغوی هم په دې معامله ورسره اتفاق وکړو.د کانګرس ليډرانو ويل چې اوس داسې حالات را پيدا شوي دي.چې بله لار نشته. نو زه وايم چې دا حالات چا را پيدا کړل؟ دا حالات ځو دوی را پیداکړل. که دوی هندوستان تقسیم کړی نه وی نو د هندوستان او هندو مسلمان دا دومره تباهي او بربادي به نه وی شوې. څه چې وشول هغه وشول او د مولانا ازاد خبره څه چې مې وليدل دا یوځوب و. خو زه وايم چې دا يو سازش و. دا يوه بې وفايي وه. او دا یوه غداري وه چې زمونږ سره وشوه. زمونږ په ملک کې ځينې کسان شته چې زمونږ د بد خواهانو په لمسه زمونږ خلاف داسې پراپېګنډې کوي چې خدايي خدمتګارو څه وکړل؟ اودا هم وايي چې عدم تشدد څه وکړل؟ او زمونږ ډېر ساده ګان وروڼه د خودغرضو کسانو د دې خبرو نه متاثره کېږي. نو زه دوی ته وايم چې د خدايي خدمتګارۍ دوه مقصده وو. يو د ملک ازادي او بل په پښتنو کې د قامولۍ. ورورولۍ.مینې محبت. اتفاق او اجتماعي ژوند احساس پيدا کول. تاسو خووګورئ !دا احساس خو پيدا شو. او ملک هم ازاد شو. او بيا دې ته وګورئ چې دا هر څه د عدم تشدد په ذريعه وشو تشدد ځو نه دی شوی. تاسو وګورئ خدايي خدمتګارۍ په خلکو کې د مسلمان.هندو او سکه- په زړونو کې داسې مينه.محبت پيدا کړو او داسې د ورورۍ جذبه يې ۷۸۵ ‎۳۳٣٨‏ - تت تی تت زما ژونداو جد و جهد را ويښه کړې وه.چې تر اوسه پورې هغه هندوان او سکهان چې د صوبه سرحد نه په زور اېستل شوي دي.او هند ته تللي دي ځان ته اوس هم خدايي خدمتګاران وايي. هر کله چې زه هندوستان ته تللی يم نو هغه مينه او محبت د هغو هندوانو او سکهانو په زړونو کې محسوسوم تاسو وګورئ چې څه وخت په هندوستان کې د تقسیم په وخت کې فسادات شروع شول. نو خدايي خدمتګارو دلته د خپلو هندوانو او سکهانو د حفاظت دپاره څومره تکلیفونه تېر کړي دي او کوم ځای کې چې خدايي خدمتګار وو. نوهلته يې دوی بچ کړي او د دوی د مال او ځان حفاظت يې کړی دی. بل طرف ته تاسو کانګرس ته وګورئ چې د هندوستان په هندو او مسلمان کې يې څومره نفرت پيدا کړو او څومره تشده يې وکړو. خوحقیقت دا دی چې عدم تشدد د هغوی پالیسي وه او زمونږ عقيده وه او ده ‎٠!‏ : مونږ خو ازاد شوي وو او پیرنګیان زمونږ د ملکه تلونکي وو. خو د لارډ مونټ بیټن او سردار پټېل په سازش د غلامو غلامان شو. زه په دې خبره دومره ځپه نه یم. ځکه چې که پښتون پښتون شي نو دی څوک غلام کولی نشي.خو خپه په دي يم چې د خدايي خدمتګارۍ هغه تحریک چي په ډېرو ځوارو. مصیبتونو. تکلیفونو او قربانو جوړ شوی وو هغه يې تس نس کړو او جوړ شوی انتظام يې ورله ‏خراب اوګډوډ کړو. د زړه په باغ مې ږلۍ وشوه بویه چې بيا سپرلی راځي سپړي ګلونه عبدالغفار خان ‎13-7-1 ‎۷ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد لوستونکو وروڼوا دا « زما ژونداو جدوجيد) ما په داسې وخت کې لیکلی دی. چې زه د خپلو هغو ملګرو نه جدا يم» چې دې حالاتو او واقعاتو کې ما سره شامل وو او د دې په باره کې ورته ډېر معلومات شته. ما بيا بيا کوشش وکړو. چې دغه ملګري ما سره په دې کتاب ليکلو کې مرسته وکړي. ځو زه کامياب نه شوم. په دې لړ کې ډېرې داسې مسودې وې چې ما او زما دغو ملګرو لیکلې وې چې هغه يا ځو ضایع شوې دي یاکه چا سره موجودې دي. نوهغه ما ته نه دي را رسېدلي. زه بُوډا شوی يم زما حافظه ډېره کمزورې شوې ده ډېرنومونه او واقعات راته ياد پاتې شوي نه دي. نوځکه زه پوهېږم چې دې کتاب کې به کمی وي او ماته احساس دی چې تاسوکوم وخت دا کتاب لولئ. نو اکثرو ځایونو کې به څه تفصیلات. څه واقعات څه قابل ذکر اشخاص او څه نومونه تاسو ته درياديږي. هيله لرم چې دا څیزونه څنګه تاسو ته در ياديږي هغه شانې يې هغه وخت ليکئ او بيا يې زر ما ته رالېږئ ځکه چې دا کتاب زه په دويم ځل چاپ کول غواړم چې .. هغه هر څه په کې راشي. ستاسو حق پوره شي.زما غاړه خلاصه اوتاریخ مکمل شي. -٧ 00165 ٩۳0٨666 زما ژوند او جد و جهد ياد گیرنه: ما نه غوښتل چې زه خپله بيوګرافي ولیکم. ځکه چې زه د ولو او لیکلو نه زيات د کاراو ساقي.عبدالله بختاني خدمتګار . صد يق الله رښتین او فقير محمد بایزي څو څو ځله راته وويل چې دا يوه ضروري خبره ده.او زه يې بايد ولیکم. ځکه نو د هغو یادداشتونو له مخه چې ما سره وو.او د خپل يادداشت نه ما دا کتاب ولیکلو. د دې کتاب د لیکلو په وخت.د هغه په تنظیمولو او چاپ ته د تيارولو په چارو کې هم دې ذ کر شووکسانو ما سره زيات کومک وکړو .نو ځکه زه د دوی شکر ګزار يم او د قوم اووطن په خدمت کې ورته توفیق غواړم. عبدالغفار ۸۸ 60۱6 6 داقفاتستاة د کلتورې ودې ټولله جرمني 11 ۶۱۱۱۱۱ |د 7 ا«اق"1٧"("ٌ111أ'11۱(۱1ه‏ ث"ث"ث" ‏ مسټپپبپ- 1 د خپرونو لړ: ( ‎١٠٠۲‏