text
stringlengths 0
136
|
---|
چې خبر هم نه کړی شوم. زما ځپګان په دې خبره دی چې د |
کانګرس ورکنګ کمېټۍ هم زمونږ سره امداد او همدردي |
ښکاره نه کړه. دوی مونږ له پښو لاسو وتړلو. اومسلم لیګ ته |
يې حواله کړو. |
مونږڅو د مسلم ليګ نه الیکشن ګټلی ونوبيابل |
الیکشن ته څه ضرورت و؟. که چا زمونږ سره نوی ريفرنډم |
کولی نو په کار وو چې زمونږ په مطالبه يې د پاکستان او |
پښتونستان په سوال کړی وی. دا ریفرنډم ځو په پاکستان او |
هندوستان و او مونږد کانګرس د بې وفایۍ په وجه |
دهندوستان سره نه تلو نو ځکه مو په دې ریفرنډم کې |
شریکېدل نه غوښتل او بایکاټ مو ورسره وکړو. |
مونږ ته به پیرنګيانو ويل چې د کانګرس ملګرتيا پرېږدئ |
نو مونږ به چې هندوستان له څه ورکوو د هغې نه زيات به |
تاسوله درکړو. لیکن مونږ کانګرس پرې نه ښود ځو دوی مونږ |
پرېښودو.د ډېر افسوس خبره خو داده چې مونږ دوی سره څه |
وکړل او دوی را سره څه وکړل؟ |
00165 ٩۳0٨666 |
زما ژوند اوجد وجهد |
د سردارپټېل او راجه ګوپال اچاريه نه خو زما ګيله نشته. |
زما ګيله د جواهر لال نهرو او ګاندهي جي نه کېږي چې هغوی |
هم په دې معامله ورسره اتفاق وکړو.د کانګرس ليډرانو ويل |
چې اوس داسې حالات را پيدا شوي دي.چې بله لار نشته. نو |
زه وايم چې دا حالات چا را پيدا کړل؟ دا حالات ځو دوی را |
پیداکړل. که دوی هندوستان تقسیم کړی نه وی نو د |
هندوستان او هندو مسلمان دا دومره تباهي او بربادي به نه |
وی شوې. |
څه چې وشول هغه وشول او د مولانا ازاد خبره څه چې مې |
وليدل دا یوځوب و. خو زه وايم چې دا يو سازش و. دا يوه بې |
وفايي وه. او دا یوه غداري وه چې زمونږ سره وشوه. |
زمونږ په ملک کې ځينې کسان شته چې زمونږ د بد |
خواهانو په لمسه زمونږ خلاف داسې پراپېګنډې کوي چې |
خدايي خدمتګارو څه وکړل؟ اودا هم وايي چې عدم تشدد څه |
وکړل؟ او زمونږ ډېر ساده ګان وروڼه د خودغرضو کسانو د دې |
خبرو نه متاثره کېږي. نو زه دوی ته وايم چې د خدايي |
خدمتګارۍ دوه مقصده وو. يو د ملک ازادي او بل په پښتنو |
کې د قامولۍ. ورورولۍ.مینې محبت. اتفاق او اجتماعي |
ژوند احساس پيدا کول. |
تاسو خووګورئ !دا احساس خو پيدا شو. او ملک هم ازاد |
شو. او بيا دې ته وګورئ چې دا هر څه د عدم تشدد په ذريعه |
وشو تشدد ځو نه دی شوی. تاسو وګورئ خدايي |
خدمتګارۍ په خلکو کې د مسلمان.هندو او سکه- په زړونو |
کې داسې مينه.محبت پيدا کړو او داسې د ورورۍ جذبه يې |
۷۸۵ |
۳۳٣٨ - تت تی تت |
زما ژونداو جد و جهد |
را ويښه کړې وه.چې تر اوسه پورې هغه هندوان او سکهان |
چې د صوبه سرحد نه په زور اېستل شوي دي.او هند ته تللي |
دي ځان ته اوس هم خدايي خدمتګاران وايي. هر کله چې زه |
هندوستان ته تللی يم نو هغه مينه او محبت د هغو هندوانو او |
سکهانو په زړونو کې محسوسوم تاسو وګورئ چې څه وخت |
په هندوستان کې د تقسیم په وخت کې فسادات شروع شول. |
نو خدايي خدمتګارو دلته د خپلو هندوانو او سکهانو د |
حفاظت دپاره څومره تکلیفونه تېر کړي دي او کوم ځای کې |
چې خدايي خدمتګار وو. نوهلته يې دوی بچ کړي او د دوی د |
مال او ځان حفاظت يې کړی دی. بل طرف ته تاسو کانګرس ته |
وګورئ چې د هندوستان په هندو او مسلمان کې يې څومره |
نفرت پيدا کړو او څومره تشده يې وکړو. خوحقیقت دا دی |
چې عدم تشدد د هغوی پالیسي وه او زمونږ عقيده وه او ده ٠! : |
مونږ خو ازاد شوي وو او پیرنګیان زمونږ د ملکه تلونکي وو. خو |
د لارډ مونټ بیټن او سردار پټېل په سازش د غلامو غلامان شو. زه |
په دې خبره دومره ځپه نه یم. ځکه چې که پښتون پښتون شي نو دی |
څوک غلام کولی نشي.خو خپه په دي يم چې د خدايي خدمتګارۍ |
هغه تحریک چي په ډېرو ځوارو. مصیبتونو. تکلیفونو او قربانو |
جوړ شوی وو هغه يې تس نس کړو او جوړ شوی انتظام يې ورله |
خراب اوګډوډ کړو. |
د زړه په باغ مې ږلۍ وشوه |
بویه چې بيا سپرلی راځي سپړي ګلونه |
عبدالغفار خان |
13-7-1 |
۷ |
00165 ٩۳0٨666 |
زما ژوند او جد و جهد |
لوستونکو وروڼوا |
دا « زما ژونداو جدوجيد) ما په داسې وخت |
کې لیکلی دی. چې زه د خپلو هغو ملګرو نه |
جدا يم» چې دې حالاتو او واقعاتو کې ما سره |
شامل وو او د دې په باره کې ورته ډېر معلومات |
شته. ما بيا بيا کوشش وکړو. چې دغه ملګري |
ما سره په دې کتاب ليکلو کې مرسته وکړي. |
ځو زه کامياب نه شوم. په دې لړ کې ډېرې داسې |