text
stringlengths 0
136
|
---|
بهوپال د هندوستان پښتانه |
00011953 ۲ 9٧ |
بېژندنه |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
00011953 ۲ 9٧ |
د ۱۹۴۷م کال د اګست ديارلسمه نېټه وه د بهوپال په سرکاري |
دفتر کې نواب حمید الله ځان له خپل مېز سره ولاړ دی د هغه توپنچه |
ډکه پر مېز پرته ده. د هغه تندی تريو او لاسونه يې يو پر بل کلک |
نیولي دي. لږه شېبه وروسته د هغه مشره لور دفتر ته ننوزي. دواړه یو |
بل ته سلام اچوي او سمدلاسه نواب خپلې لور ته وايي |
'زه پاکستان ته ځم غواړم چې د بهوپال چارې ته پر مخ یوسې |
کېدای شي ما د پاکستان مشر وټاکي ما ته جناح ویلي دي چې |
راشه. خو زه غواړم چې ته ما ته د یوې خبرې ډاډ راکړې او هغه دا چې |
ما ته به د بهوپال له خزانې پنځه لکه روپۍ دکال رالېږې ته دا خبره |
متې؟' |
لور یوه شېبه د پلار په سترګو کې سترګې واچولې. خو خپل قهر |
يې نشو څرګندولی. پلار ته یې بې ادبي نشوی کولای پر مېز اېښې |
توپنچې ته یې اشاره وکړه او ویې ويل |
"ته ولې په ما د دې توپنچې ډز نه کوې؟ زه بې وسلې يم دا نوابي |
تا پورې اړه لري. دا سيمه که له هند سره یو ځای کېده نو په دې |
فیصله زه خپله ګوته نشم لګولی او سبا به خلک وايي ښځه وه ځکه |
خو یې د دې خاورې له هند سره د يو ځای کېدو مخه ونه نیوله. او |
هغه وطن چې زموږ مشرانو په تېرو دوه نیم سوو کلونو کې د خپلو |
سرونو په بدل ساتلی و . یوې ښځې هند ته تسلیم کړ." |
د نواب حميدالله خان دا لور عابده سلطان وه. چې د بهوپال د |
وروستۍ نوابې په توګه په دیارلس کلنۍ کې نومول شوې وه او په |
٢ د مې پر ١١ نېټه د ٨۸کلونو په عمر په کراچۍ کې په حق |
ري : ٍ |
بهوپال د هندوستان پښتاله بس سن |
00011953 ۲ 9٧ |
-٣ پېژندنه |
دا د اورکزیو د هغې کورنۍ مېرمن وه چې د هند په مدهيه پردېش |
ایالت کې یې د اتلسمې پېړۍ په سر کې د بهوپال د خپلواکې نوابۍ |
بنا کېښوده. |
د هندوستان په پراخه ځاوره کې له لرغونو وختونو څخه هرې |
سيمې د انتظامي چارو لپاره يو واکمن لرلو د پښتنو. عربانو. |
ترکانو او مغولو له خوا چې هرکله دا سیمه نيول شوې او د دوی |
سلطنت پرې جوړ شوی. نو دغو سیمه يیزه واکمنو ته يې درناوی |
کړی دی. او که جګړه یې ورسره نه کوله. نو د باج او خراج په بدل کې |
یې ورته القاب | و خطابونه ورکړي دي. هغه صوبې يا ایالتونه چې |
لکه د پاچاهانو په کې راجه ګان او نوابان واکمن وو .د خپلې سیمې |
د خلکو لپاره هم مهم وو .د ځمکو د شخړو 71717171-417 |
وبا او دغسې نورې ورځنۍ چارې د نوابانو له خوا ټاکل شوي |
پولیس. پوځ. قاضیانو او وزیرانو اداره کولې. د يو پاچا د يوه |
کامیابه حکومت تر شا هم دغه نوابان او راجه ګان وو. د بهرني یرغل |
پرضد د پوځ برابرولو لپاره به هم دې نوابیو ډېر لوی رول ترسره کاوه. |
په ٠٠۰۰ عيسوي کال کې چې انګرېزان د هند په لویه وچه واکمن |
وو . د دې نوابیو او راجواړو په اړه یې یوه تذکره لیکلې چې د هغې له |
مخې د هند او اوسني پاکستان او بنګله دېش په ګډون دلته تر شپږو |
سوو ډېر نوابان او راجه ګان وو. په نولسمه پېړۍ کې ځينې ریاستونه |
او ایالتونه لکه اسام مرهټه او پنجاب په انتظامی توګه خپل |
حیثیت له لاسه ورکړی و. |
په ۱۹۴۷م کال کې د انګرېزانو په حساب ۵۲۵ ریاستونه موجود |
وو په دې کې زمیندارۍ او ټیکانې هم شاملې وې. زمینداري يوازې |
په یو څو کليو مشتمله وه. دوی ته به يې تعلق دار يا جاګيردار هم |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
00011953 ۲ 9٧ |
م۴ پېژندنه |
ویلو. یوه زمیندار یا جاګيردار به له خلکو د ماليو راټولولو کار هم |
کاوه په دې کې زیاتره مورثئي وې. خو کله کله پاچا د انعام په توګه |
هم داسې جاګیردارۍ ورکولې |
جون پور داسې یوه زمینداري وه له زمیندارۍ پرته د "وصل"' په |
نوم هم یو انتظامي یونټ و چې واړه او کوچني کلي به له ګاونډي |
نوابۍ یا راجه سره وصل وو. خو دوی به کله کله خپلواکه اختيارات |
هم لرل. شورپور او ګړوال د دې ښې بېلګې دي په راجواړو او نوابیو |
کې هم دوه ډوله امتیازات ورکړی شوي وو. د نورو لویو ریاستونو په |
شان بهوپال او حیدراباد هم داسې امتيازات لرل |
دې ته به یې ګن سیليوټ یانې هغه چې د توپو سلامي لري. دا دود |
د انګرېزانو په وخت کې پيل شو او هغه نواب يا راجه چې دوی به |
ډېر درناوی ورته کاوه هغه ته به يې د يوویشت توپو سلامي امتياز |
ورکاوه. چې تر ټولو لوړ اعزاز و. تر ټولو وړوکی د دريو توپونو |