text
stringlengths
0
136
غوښتې وه چې معراج بي بي نومېده. خو دوست محمدخان لکه د
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
دوست محمد خان -۵۰-
کاواکه اس ژوند کاوه. په نه څه خبره به يې توره رااېستله او وینه به
يې تل په جوش کې وه. د معراج بي بي مور و پلار چې دا حال ولید .
نو ويې پتېيله چې خپله لور د دوست محمد خان يوه بل تربره ته
ورکړي. دا خبره د دوست محمدخان لپاره د منلو وړ نه وه خو څرګنده
نه ده چې ايا دی پخپل سپکاوي ناراضه و او که معراج بي بي
ورباندې ډېره ګرانه وه. خو د ځوانۍ جوش او د دوست محمد خان
کاواکه طبعیت اخر دې ته ورساوه چې خپل تربور یې ووژلو
په دې کړنه نه يوازې د هغه د قام خلک پر ده په قهر شول. بلکې د
هغه خپله کورنۍ مور و پلار هم ناراضه شول او دوست محمد له قامه
وایستل شو. د ده لپاره بې له دې بله هېڅ چاره نه وه چې له خپل اخوره
طبيلې یو ښه اس واخلي او خپل ټاټوبی پرېږدي ده ختیز لوري ته
مخه کړه او جلال اباد ته ولاړ دا د ننګرهار جلال آباد نه بلکې د
ډیلي په شمال لوېدېځ کې سل ميله لرې یو ښار دی» :
دی له تیرا نه د جلال أباد په لاره د پېښور. لاهور امرتسر او پنجاب
له ټولې ښېرازې مځکې تېر شو د لارې په هر یو سرای کې به یې
پښتانه لیدل.او له د دود سره سم به هغوی ورته غېږه خلاصه کړه د
ډوډۍ. |ستوګنې او د وخت د حالاتو د خبرېدو لپاره څه مشکل نه و
څو میاشتې وروسته له جلال آباد سره نژدې د لوهاري په سیمه کې د
سردارجلال خان مېلمه شو. دی هم اپرېدی و او د دوست محمد په
لیدو ډېر خوشاله شو. په خپل مېلمستون کې يې د هغه د استوګنې
بندوبست وکړ. سردارجلال خان په لوهاري کې د مغولو منصب دار و
او د ده نیکونو ته هلته ځمکې ورکړل شوې وې چې ورباندې د ده خپل
ټبر ژوند کاوه دوست محمد د سردارجلال خان د کورنۍ له ځوانانو
سره د اس ځغلولو. د غشي ويشتلو او غېږي اېستلو سیالۍ کولې
--- بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
‏رو دوست محمد خان‎
په‌همدې وخت کې د هغه د سردارجلال خان په کور کې يوه ځوانه
خدمتګاره خوښه شوه. یوه ورځ چې سردارجلال خان په کور کې لويه
مبلمستیا کړې وه. د هغه د زوی او د دوست محمد ځان تر منځ د
دغې نجلۍ پر سر خبرې ورانې شوې. د جلال خان زوی ورباندې د
غشي ګوزار وکړ. دوست محمد خځان هم سمدلاسه خپل خنجر
راواخیست او د هغه پر وجود یې ومنډلو. د ځوان له مړيني سره هغه
ته اندازه وشوه چې د دی له لوی خطر سره مخامخ شوی دی د خپل
مربي زوی يې په لوی لاس وواژه. دا ډېره د شرم خبره وه او په پښتنو
کې د مرګ بدل مرګ وي. مخکې له دې چې د جلال خان خلک یې
ونیسي. ده هم هغه وخت راټوپ کړل. پر خپل اس سپور شو او له هغه
ځایه یې پښې سپکې کړې
خو په دې تېښته کې هغه ټول وخت په دې وېره کې و چې د جلال
خان خلک ورپسې دي. دا سیمه د هغوی لپاره نوې نه وه په هرکلي
کې هغوی خلک پېژندل د دې سیمې د لوړو او ژورو نه هغوی خبر
وواو د دوست محمد ځخا ن لپاره د پټېدو ځای نه و ده ته لاره هم
معلومه نه وه. خو دومره خبر و چې د ډیلي په جنوب ختیز کې ‎٠۰‏
‏میله لرې و 7هت 1
وګرځوي. دی تر شپرٍ ساعته پورې په منډه و او اس يې د يوې شېبې
لپاره هم د دمې ته نه اېله کاوه نتیجه یې دا شوه چې په يوه ځای کې د
ده وفاداره اس راپرېوتو او ساه یې ور رکړه د دوست محمد لپاره دا
یو لوی ګوزار و. ده ۀ فکر وکړ چې خدای پاک ورته سزا ور رکوي. خو
اوس دی بېرته نشو ګرځېدای. همدا و چې ده په پښو مزل پيل کړی
ډیلي ته ۰ مېله لا پاتې وو چې دی د کرنال سیمې ته ور سېد. بیر سر
او لوږې تندې وهلی و. وچې شونډې او په بدحال دوست محمد په
بهویال ‏ د هندوستان پښتانه -
6666 0 090165
دوست محمد خان - ‎-١١‏
‏دې سیمه کې یو نامعلومه شخص و پلي مزل یوه ګټه دا ورته وکړه
چې دی له خپلو پلټونکیو یو څه پټ شو چې په اس سپور د يوه لوړ
دنګ پښتون په اړه یې له خلکو پوښتنې کولې دوست محمدخان د
خپل ژوند ځینې حالات په یوه کتابچه کې ليکلي دي چې روزنامچه
نومېږي. دوست محمد په دې کې ليکي؛ له خپلو نالیدلیو دښمنانو
نه په تېښته ما داسې فکر کاوه چې دوی راپسې دي. تر ډېرو ورځو
مې هېڅ نه وو خوړلي. جېب مې تش و او د ژوند هېڅ هيله مې نه
لرله... زه د یوه نانبايي تنور مخې ته ودرېدم. زړه کې مې راګرځېدل
چې يو څو ډوډۍ او هګۍ وتښتوم. ځکه نور مې د لوږې توان نه
درلود. «پههندوستان کې اوس هم د لارې پر سر ډوډۍ او هګۍ د
مساپرانو لپاره ارزانه خواړه دي.. .په دې حال کې يو زوړ سړی چې
لویه سپینه ږیره یې لرله د دوست محمد څنګ ته ودرېد. .ده ته ځیر
شو او بيا يې ترې په ادبي فارسي پوښتنه وکړه "ته د تیرا دوست
محمد نه یې؟""
دوست محمد ساه نيولی ودرېد. فکر يې وکړ چې اخر دښمن
ورپسې راورسېد. په يوه شېبه کې د هغه د ژوند ښايسته ماڼۍ
راونړېده... بله چاره یې نه لرله. دې سپین ږیري ته يې وویل: "هو زه
دوست محمد يم" : : :
سپين ږيري ورته وویل: ته ما نه پېژنې زويه. زه د کاشغر ملا
جمالي يم او په تیرا کې مې درته د قران کریم درس درکاوه. هغه وخت
ته وړوکی هلک وې. د دوست محمد د خپل استاد په لیدو بېرته د
ژوند هيله راوټوکېده. . له هغه سره يې روغبړ وکړ . او کله چې
ملاجمالي پوښتنه ترې وکړه چې له تيرا څنګه راووتلې نو دوست
محمد خان په لنډو خپله کيسه ورته وکړه ه. ملا جمالي هغه وخت له