text
stringlengths
0
136
چې دی ونازوي او د یوه ستر لښکر قومنداني ورته وسپاري. بیا پاچا
دوه موټي اشرفۍ راواخیستې او د دوست محمدخان په لاس کې یې
ورکړې. دوست محمدلیکي چې د پاچا په مهربانۍ دی ډېر تر اغېز
لاندې راغی او ورته څرګنده يې کړه چې دی به ورته پتمن وي
اورنګزېب پاچا له دې پېښې څه موده وروسته مړ شو او داورنګزبب
زامنو اعظم شاه او بهادرشاه ترمنځ د تخت پر شر جګړه پل شوه
دواړو دوست محمدخان ته پیغامونه ورواستول چې د دوی په ملاتړ
دې ودرېږي. خو دوست محمدخان ورته ځواب ورکړ چې ما ستاسوله
‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
090165 0 6666
دوست محمد خان -۰-
پلار سره د پت قسم خوړلی و او نشم کولای چې د هغه د یوه زوی
پرضد ودرېږم. دی هغه مهال په مالوه کې د پوځ قومندان و. هرې خوا
ته راجواړې جوړې شوې او د حکومت پوځ په څو برخو وېشل شوی
و په داسې حال کې له دوست محمدخان سره يوازې ۵۰ تنه پښتانه
پاتې شول : ځان ځانۍ په دې دور کې دوست محمدخان له خپلو
ملګریو سره کله د يوه راجه او کله د بل نواب د واک ساتنې لپاره د
هغوی په بلنه جنګ کاوه. دوی لکه د کرايې د ساتندويانو ډېرې
جګړې وکړې او په بدل کې به دې نوابانو او راجه ګانو ښې ډېرې
پیسې ورکولې
د اورنګزېب له مړینې یو کال وروسته دوست محمد خان په مالوه
کې ټولو خلکو پېژندلو. په دې وخت کې منګل ګړ راجپوت راجه انند
سنګ چې د خپلو ګاونډیو راجه ګانو نه په وېره کې و دوست محمد
ته یې د ساتندوی په توګه نوکري ورکړه. لږه موده تېره شوه چې راجه
مړ شو. خو د هغه مور دوست محمدخان ته خواست وکړ چې د دوی د
ساتنې لپاره دې ایسار شي.
په ١۱۷۰م‏ کال کې راڼۍ دوست محمدخان د ټولې راجواړې
مختار وټاکلو چې دی به د راڼۍ او د منګل ګړ د ریاست ساتنه کوي
په دې وخت کې دوست محمدخان د راجه د کورنۍ له يوې راجپوتې
نجلۍ سره واده وکړ. هغه مسلمانه شوه او نوم يې فتح بي بي شو
دوست محمد نور ودونه هم کړي وو. خو فتح بي بي ورته ډېره ګرانه
وه. دې مېرمنې له خپل ځان سره ډېره شتمني د دوست محمد خان کور
ته يووړه. فتح بي بي د بهوپال د مسلمان نوابۍ لومړۍ مېرمنه وه چې
د حکومت په چارو کې یې مهم رول درلود. خو عجیبه خبره دا ده چې
د نوابۍ تاریخ لیکونکيو د فتح بې بې په اړه هیڅ نه دي ليکلي
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
‏دوست محمد خان‎ -٧٨١ -
نور هغه خلک چې مسلمانان نه وو او د نوابې کورنۍ سره وو د
هغوی په اړه هم څه نه دي لیکل شوي. په تېره هغه ځینې چې د ودونو
له لارې یې کورنۍ ته ورداخل شوي وو له پامه غورزول شوي دي. په
داسې تاریخونو کې د میراث او د وارثانو ذگر ښه په تفصیل شوی
دی
فتح بې بې یو عامه ښځه نه وه. دا هوښياره په ز پورې او له
ژونده ډکه وه. له دوست محمد سره به هر ځای پر اس سوره وه. هغه که
به جګړه وه او یا هم په سیل وتل او ښکار کول وو
دوست محمد به پرې ډېر باور او اعتماد کاوه په راتلونکو څو
کلونو کې له ده نه منګل ګړ پاتې شو او له هغه ځايه یې شاوخوا
سیمو ته پوځ کشي کوله. خو ډېر ژر یې فیصله وکړه چې د ځان ځانۍ
په دې دوره کې به دی د نورو لپاره تل جګړه نه کوي او ده ته د پښو
لګولو یو ځای پکا ر وو. ده له بهوپاله ‎٢٢‏ کلومیټره لرې شمال لور
ته د بیراسیه نومي ځای د مغولو له يوه نوابه په اجاره واخيست. چې
کلنۍ اجاره یې ۰ زره روپۍ وه :
دوست محمد دلته یوه وړوکې غوندې نوابي جوړه کړه. یو جومات
او یوه کلا یې په کې جوړه کړه او د انتظا ۹-7-4147
افغانان په کې مقرر کړل. خو د ګجرات په یوه معرکه کې دی
پوځيانو له خوا مرهټه سردار ته وسپارل شو او هغه بندي کړ فتح بي
بي د هغه د راخوشي کولو لپاره ډېرې روپۍ مرهټه سردار ته ورکړې
او دی يې ر راخوشی کړ . چې د سازشونو په دې دوره کې هغه په هېچا
هم باور نه کاوه او غوښتل یې چې خپل خپلوان له تیرا راوغواړي
په ‎٧۷١١‏ م کې دوست محمد ځان د خپل ټبر پنځوس کسا 1-۰
نه راوبلل په دې ډله کې دده پلار پنځه وروڼه او معراج بي بي چې
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه مس 7٢م‏
00011953 ۲ 9٧
دوست محمد خان - ‎-٧١‏
‏اوس دده مېرمنه وه شامل وو دا څرګنده نه ده چې هغه څنګه او څه
وخت دوست محمد ته واده شوې وه دا د بهوپال لومړي مېشت
پښتانه وو. او په بېراسيه کې یې ځانونو ته استوګن ځایونه جوړ کړل
د دوی کورونه د خټو وو او په نږدې ځنګل کې د یو بوټي چې 'برو'"
نومېدو څانګې به يې پرېکولې او د چت لپاره به یې کارول ځايي
خلکو به ورته بروکټ پټهان ویل. دوست محمد تر دې دمه له فتح بي
بي سره په منګل ګړ کې اوسېدو خو د هغه لومړۍ مېرمنه معراج بي
بی د دوست محمد له نور ټبر سره په بېراسیه کې اوسېدله. د منګل
راڼۍ چې دوست محمد يې خپل زوی کړی و. د هغې څوک وارث
پاتې نه و. . نو د منګل ګړ ټوله خزانه او شتمنی د دوست محمد لاس
ته ولوېده دوست محمد نه يوازې په جنګونو کې د مېړنتوب له امله
بلکې پخپلې بې ر رحمۍ د شاوخوا زمیندارانو او د وړو پرګنو
مشرانو په زړونو کې ويره اچولې وه او هغه څوک چې د دوی په
مقابله کې به یې ځان کمزوری ګڼو . ده ته یې سر ټیټ کړ. په دې وخت