text
stringlengths 0
136
|
---|
او په خپلې خېمې کې يې د ډوډۍ بندوبست ورته کړی و له ډوډۍ |
وروسته دوی له کېږديو بهر راوتل او د هغه وخت له دود سره سم یې |
خپلو مېلمنو ته پان او عطر وړاندې کړل دوست محمد خپل عسکر |
نژدې د ونو شا ته پټ درولي وو او د هغه په اشاره ي يې د تمبوانو مراندې |
پرې کړې او د راجپوت ټول کسان يې ووژل. دا وژنې دومره په وحشت |
شوې وې چې د نږدې وړوکي سیند اوبه د راجپوتو په وینو سرې شوې |
او وروسته د تهال پر ځای دا سیند د هلالی په نامه ونومول شو |
دوست محمدځان وروسته جګد ېش پور د اسلام نګر په نامه |
واړولو او ډېر ژر یې پکې يوه قلعه جوړه کړه دا دبهوپال سلطنت |
بهوپال د هندوستان پښتانه - - |
6666 0 090165 |
دوست محمد ځانٍ -٢٢ |
لومړۍ پلازمېنه وه او دغسې په ٧۷۲۳ م کې دوست محمدشپاړلس |
کاله وروسته د یوه ایله جاري او جنګيالي پرځای د یوه حکمران په |
توګه رااوچت شو |
په دې وخت کې د ده وفاداره فتح بي بي ور کي ددې نوابۍ د |
انتظام کار پیل شو. د وخت رواج سره سم ټولې لیکنې به په فارسي |
ژبه کي کېدلې | و له مغول درباره یې ځان ته د نواب نوم «خطاب هم |
واخيست په ٧۷۱۷ م کال کې هغه د نواب دلېر جنګ نوم ځان ته |
ګټلی و خو لکه چې د پښتنو دود و دوست محمد چېرې هم د پلار او |
د مشر ورو په موجودګۍ کې دا نوم ځان ته کله هم نه کارولو. خو اخر |
د وروڼو په ټینګار یې دا خطاب ځان ته غوره کړ. |
یو ه ورځ فتح بي بي او دوست محمد خان د ښکار لپاره ځنګله ته |
ورغلي وو. څو ساعته په ګرمۍ کې د اس له حځغاستې ستړي شول او |
د بهوپال له سیند سره نږدې يې د ونو سیوری وموند او د دمې لپاره |
هلته ايسار شول. د دې ځای خاموشي کې دواړو ارام کاوه او د |
دوست محمد سترګې سره ورغلې. په خوب کې ګوري یو بزرګ ورته |
وايي په دې ځای به یوه کلا جوړوي. دی چې راپاڅېدو نوفتح بي بي |
ته یې خپل خوب بيان کړ. هغې سوګند ترې واخیست چې هرومرو به |
پر دې ځای کل جوړوې |
دا د فتح ګړ د کلا بنا وه.د دې کلا لومړۍ تيره د رای سين قاضي |
محمد معظم کېښوده چې وروسته د بهوپال مشر قاضي هم شو |
دوست محمد . فتح بي بي او د بروکټ پښتنو پخپلو لاسونو دا کلا |
جوړه کړه او د بهوپال پخوانۍ کلایې ورسره یو ځای کړه . په دې کې |
شپِر دروازې وې چې د شپږٍو ورځو په نومونو وې. او هم په دې كلا |
کې د بهوپال لومړی جومات چې د دوه نیمو پوړو جومات يې ورته |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
۳٢ ٢٢ 7 وعاومک محمد خان |
وایه جوړکړل شو ,اوس د دوست محمداو فتح بي بي قبرونه څنګ په |
څنګ د بهوپال په فتح ګړ کلا کې جوړ دي. |
د دوست محمد لومړی ديوان يانې مشر وزیر بیجې رام- د شجال |
پوریوهندو مشرو په داسې وخت کې چې نظام د حيدرآباد او |
مرهټه یوې خوا ته او مغول بلې خوا ته په خپلو کې سره په جنګ وو. |
نو دوست محمد ته د خپلې نوابۍ ساتل ګران کار وو له عسکري |
پلوه مغول کمزوري وو. نظام او مرهټه دواړو د هند جنوب نیولی و او |
د مغول واک يې نه منلو. خو دوست محمد د کمزوري مغول |
واکدارانو مله کوله. په ۱۷۲۰ کې د نظام او مرهټه ګډ ځواکونه د |
بهوپال له لارې دکن ته تېرېده چې د دوست محمد ورور میراحمد له |
خپل ځواک سره په دې لښکر حمله وکړه .خو ماتې يې وخوړله او خپله |
هم ووژل شو. په داسې حال کې نظام د دوست محمد سخت مخالف |
شو. .په ۱۷۲۳ م کال کې له دوست محمد سره لس زره عسکر وو او د |
مرکزي هند يوه لويه برخه دده په نوابۍ کې شامله وه. خو له دې وخته |
بيا د هغه تر مرګه يانې تر ۱۷۲۸ م کال پورې دده مشکلات هم مخ په |
زیاتېدوشول. په ۱۷۲۴ م کې نظام مغول ځواک ته سخت ګوزار |
ورکړلو. وروسته يې بهوپال ته مخه کړه چې له دوست محمد سره |
حساب برابر کړي دوست محمد ورسره جنګ ونه کړ او د لنډې |
محاصرې نه وروسته يي ېوه لوظنامه ورسره وکړه. ددې لوزنامې |
ترمخه ده خپل ۱۴ کلن زوی یارمحمدخان نظام ته د یرغمل په توګه |
وسپارلو او دوست محمد د نظام له خوا د اسلام نګر کلا دار وټاکل |
1 |
دا هر څه ښایی دوست محمد ډېر ځیرک شو یو او د نظام له ځواک |
سره د ډغرې وهلو پر ځای یې چې نتیجه به یې د دواړو کمزوري او د |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
090165 0 6666 |
دوست محمد خان -۲٣۳ |
مرهټه پياوړتوب و. ده د سولې لاره غوره کړه. د ده ترواک لاندې |
اوس اوه زره کیلومیټره مربع ځمکه وه چې د اوسني اسرایل هومره |
ملک ترې جوړېړي |
په دې وروستیو څو کلونو کې دوست محمد زيات شمېر روڼ |
اندي. استادان. ارټسټان او عالمان بهوپال ته وربلل. د برو کټ |
پښتنو پرته دلته یوسفزي فېروزځېل او روهيله پښتانه په زيات |
شمېر کې مېشته شول چې خپل پښتني کلتور یې له ځانه سره راوړو. |
د هند د نورو مسلمانانو لپاره هم هغه وخت بهوپال يو د امن ځای و. |
هم په دې وروستیو کلونو کې د فتح بي بي له مرګه وروسته دوست |
محمد صوفي لاره خپله کړه. |
دی په ۱۷۲۸م کې د ۵۲ کلونو په عمر کې مړ شو. ده له بېلا بېلو |
ښځو شپ. زامن یارمحمد . سلطان محمد . صدرمحمد . فاضل |
محمد. واصل محمد . خان بهادر او پنځه لوڼه درلودې |