text
stringlengths
0
136
يې درې جوماتونه جوړکړل.
د حيدراباد د نظام او د مرهټو ترمینځ روانې شخړې نه یارمحمد هم
ګټه واخيسته او ځینې هغه کلي چې مرهټو نيولي وو بېرته یې ترې
واخيستل.
بهوېال ‏ د هندوستان پښتانه
000195 6
انځورونه اووه
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00019653 6
اته انځورونه
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00۳15١ 6
‎۸٨۰‏ هيل به اتلسمه پېړۍ
د حیدرآباد نظام بهوپال خپله طرفداره سیمه ګڼله او له مرهټو سره
چې يې جنګ وبایيللو ددې سیمې اختيار يې د دوی مشر پېشوا
باجي راو ته وسپارلو یارمحمد اوس مجبوره شو چې مرهټو ته باج
ورکړي. د بروکټ پښتانه په دې حالت خوشاله نه وو. او نږدې وه چې
مرهټو بهوپال نیولی وای. چې په ‎۱۷٧١‏ کې د ايران نادرشاه افشار
پر هند حمله وکړه.او په یوه ورځ کې يې د ډيلي ‎٠٢‏ زره کسان ووژل
مرهټۀ په دې حالت وېرېدل او فکر يې وکړو چې که نادرشا جنوب
لوري ته خپلې حملې جاري وساتلې نو ډېر ژر به د دوی سیمه هم
ونيسي.د یارمحمد لپاره د دوی حمله يوه خدايي مرسته وه په
۰م کال پېشوا باجي راو مړ شو او دده زوی دويم بالاجي د
جنګ پر ځای د سیاست لاره غوره کړه.او د یوه تړون له لارې او د باج
په بدل کې يې په بهوپال کې د یارمحمد نوابي په رسمي توګه
ومنله خو لږٍه موده وروسته د مرهټو نوي مشران يو واري بيا د خپلو
مځکو او کلیو د بېرته نیولو په هڅه کې شول
‏د یارمحمد د ۴ کالو په نوابۍ بهوپال يوڅه آرامي وليده خو د
مځکې ډېره برخه او پيسې يې ورو ورو مرهټو ته ور رکول. دی د ‎۳٣‏
‏کالو په عمر مړ شواو د اورکزیو په کور رنۍ کې د نوابۍ دعوې داران
بيا راپورته شول. د یارمحمد مېرني ورور سلطان محمد خان دويم
واري هڅه وکړه. ده له خپل ورور صدرمحمد سره يو ځای د فتح ګړ
کلا ونیوله او د نورو پر ضد يې له مرهټو مرسته وغوښته او ورته یې
د بهوپال له پنځو کلاګانو نه د یوې د ورکولو لوظ وکړ
‏په دې موقع د یارمحمد کونډې ماموله بايي د اسلام نګر په کلا
کې ددې بغاوت مخه ونیوله او ټولو ته يې دروغې جوړې لاره
وښودله د یارمحمد مشر زوی فیض محمد د ‎١١‏ کالو و دی يې د
‏بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه تب ست شت
00011953 ۲ 9٧
بهوپال په اتلسمه پېړۍ ‎-۲٢‏
‏یارمحمد ځای ناستی اعلان کړ او د دوست محمد د وفاداره بیجي
رام په مرسته یې د بهوپال عام ولس ځان سره کړو چې فیض محمد د
نواب په توګه ومني. بیجي رام پنځه زره پوځيان راټول کړل او د
عیدګاه په غونډۍ یې د سلطان محمد خان پر ضد مور چې ونیولې
په دې وخت کې مرهټو هم له سلطان سره غداري وکړه او دی يې په
ميدان پرېښود سلطان ماتې وخوړه او له ماموله بايي نه د بښنې
غوښتونکی شو
۷ کلنې ماموله بايي له دوی سره په دې شرط روغه وکړ ه چې
دوی به تر عمره د نوابۍ د عوا نه کوي او پاتې ژوند به په کوروايي
کې تېروي فیض محمدخان د ماموله بايي تر څارنې لاندې لوېدو
دی د یو مذهبي او صوفي ځوان په حیث رالوی شو. او څومره چې
وخت تېرېدو له قدر رت او د نیاوي کارونو نه یې زړه تورېدو ډېر ژر د
شاوخوا سیمو خلک دده د ديني زده کړو او د نرم طبعیت له کبله دده
زيارت ته راتلل
په بهوپال کې اوس هم د فیض محمد عرس هندوان او مسلمانان
دواړه لمانځي په دې وخت کې عملا ماموله بايي د بهوپال واکمنه
وه. او د مرهټو او راجپوتو علاوه ګاونډیو ریاستونو سره ټول
سیاست ددې په لاس کې و. خو په دې وخت کې د یارمحمد ورور
فاضل محمدخان له مرهټو سره پټې معاملې کولې او دا هله يې وه
چې دوی به يې د بهوپال نواب وټاکي. خوداسې ونشوه. ماموله بايي
د مرهټه وو په مرسته د رای سين هغه مشهور ره کلا محاصره کړه. چې 1
يو وارې دوست محمد نیولې وه. د 0007
مغولو په لاس کې وه په ۰م کې په ډیلي کې مغول واکمن دويم
عالمګیر وو. خو د هندوستان په پراخه خاوره اوس مغول. نظام او د
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
‎٧ َ‏ )6 بهويال په انلسمه -
راجپوت واکمني مخ په ختمېدو وه هغه مهال په هندوستان کې دوه
نور قوتونه ډېر په چټکۍ ددې خاورې په پوځي او سیاسي ډګر کې په
برلاسي کېدو وو . یو انګرېز او دويم مرهټه. خو هم په دې وخت کې د
هند شمالي برخه د يوه بل قدرت د حملو لاندې وه. دا قدرت د
احمدشاه ابدالی و انګرېز تر دا دمه د هند ټول ساحلي ښارونه لکه