text
stringlengths 0
136
|
---|
چې د د دوست محد ځان پر کورنۍ حکومت وکړي کله چې ماموله |
بايي د فیض محمد ځای ناستی حيات محمدخان وټاکلو. نو صالحه |
بېګم ددې څرګند مخالفت ته ملا وتړله دې د فتح ګړه نه پنځه میله |
لرې په اسلام نګر کې د فیض محمد له قَ قبر قبر سره څنګ کې ديوه |
خپلواکه حکومت اعلان وکړو او سرکاري دربار به يې جوړاوه |
بهوپال اوس عملا په دوو برځو ويشل شوىیو. صالحه بېګم |
همدغسې درې کاله یو مساوي حکومت چلوو |
ماموله بايي ورته پېغامونه ولېږل چې که دا د یارمحمد هر یو ورور |
غواړي د هغه نوم دې د د واکمنۍ لپاره وړاندې کړي حيات |
محمدخان هم دې ته رضا شو چې د صالحه بېګم د خوښې واکمن ته |
به سر ټيټ کړي. خو هغې شریف محمد ته د جنګ د تياري لپاره |
وویل. شریف محمد د پنځه زره عسکرو د برابرولو لپاره له صالحه |
بېګم نه د پیسو غوښتنه وکړه. خو صالحه بېګم پیسې نه لرلې شریف |
محمد چې خبر شو نو هغې ته يې وويل "په تشه خېټه جنګ نه |
چهوټې ځان د بهوپال چارې هم هغسې پر مخ بوولې خو هغه اندازه |
ولګوله چې صالحه بېګم دومره زور نه لري څومره چې شریف محمد |
ورته خطر جوړېدای شي ده دوه وروڼه لرل او دده ځلمی او تکړه زوی |
وزیرمحمد لکه د دوست محمد د تورې مېړنی و |
د صالحه بېګم سره د لاس یوځای کولو لپاره دی دبغاوت په تور |
تورن او له بهوپاله وشړل شو. شريف محمدخان د راجپوت يو |
ګاونډي ریاست ته پناه يوړه ده سره د ده د ټبر خلک هم وو راجپو |
هندوانو د دوی تود هرکلی وکړو او د ګینور د لا د نیولو لپاره په |
جنګ کې ورسره ودرېدل. |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
00011953 ۲ 9٧ |
من بهوپال په اتلسمه پېړۍ |
دا د حيات محمدخان واک ته لومړی لوی ګواښ و چې په خپله |
پښتنو ورته ودرولی و : |
په ٧۷۸١ کې د بهوپال نه اته میله لویدیځ کې د پهندا په کلي کې |
د دواړو غاړو پوځونه جنګ ته راووتل ددې جنګ پر وخت حيات |
محمدخان په بهوپال کې پاتې وو دده د پوځ مشري چهوټې رام کوله |
او ورسره راجپوت. سیکان او د بهوپال سرکاري پوځو. شریف |
محمد سره دده وروڼه او راجپوت مله و. وزیر محمدخان د ښځو او |
ماشومانو د ساتنې لپاره په اشتا نومي کلي کې پاته شو. جنګ پيل |
شو. د تورو ټوپکو او توپو په درزا سخته مرګ ژوبله وشوه. شریف |
محمد سره د خپلو پنځو وروڼو ووژل شو. يوازې یو ورورکامل محمد |
ژوندی پاتې شو. چهوټې ځان د شریف او دده د وروڼو سرونه پرېکړل |
او په تورو ټومبلي حیات خان ته يې وړاندې کړل حيات خان په دې |
کار سخت ناکراره شو او په لومړي ځل د چهوټې خان د شخصیت |
منفي اړخ ورته څرګند شو د اورکزیو په ټبر کې دا پېښه يوه لويه |
غمیزه وه او په راتلونکو نهو کالو کې چهوټې خان د بهوپال ټول |
پښتانه د ځان پرضد راوپارول. دی لکه د يوه کاواکه اس د هېچا |
قابو کې نه راتلو. په ۱۷۹۲ م کې ماموله بايي د اتياو کالو په عمر |
مړه شوه. له دې څو میاشتې وروسته چهوټې ځان هم مړ شو |
د حیات محمد خان له شریف محمد کورنۍ سره شوی ظلم هیر نه |
وو. د هغه زوی وزير محمد د راجپوتو سره اوسېدو او حيات |
محمدخان چې خپل نالايقه رام طلبه زوی غوث محمد ته لیدل نو |
ددې خبرې احساس ورته زیاتېدو چې دی د نوابۍ وړ نه و. په |
۴م کال کې د بروکټ د پښتنو د يوه جنزال لور زینت بېګم یې |
غوث محمد ته واده کړه. د زینت پلار له مرهټو سره د سسې هور په |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
00011953 ۲ 9٧ |
بهوپال په اتلسمه پېړۍ ۳۵۰- |
جنګ کې وژل شوی و او مور عصمت بېګم یې د بل ماشوم په زېږون |
مړه وه د زینت بېګم نه د غوث محمد درې اولادونه وزېږېدل دوه |
زامن موعېز او پوځدار او یوه لور یې ګوهرآرا نومېده. اخوا د شریف |
محمد زوی وزیرمحمد د راجپوتو نه ولاړو او یو څه موده د حيدراباد |
د نظام دربار کې ملازم شو او په خپل استعداد ښه مقام ته ورسېدو |
خو حیات محمد غوښتل چې وزیر سره روغه وکړي. هغه ليدل چې |
غوث محمد د بهوپال د ساتنې نه وو ده وزیر محمد راوبللو او ده ته |
یې د دیوان او د پوځ د مشر د دندې پېشکش وکړ. خو غوث محمد د |
خپل پلار ددې فیصلې مخالفت وکړ. ځکه هغه د خپلو اختياراتو او |
اغېز لپاره وزير يو ګواښ وګڼلو. اخر وزير ته په بهوپال کې د |
استوګنې اجازه ورکړی شوه. او د دیوان د دندې لپاره مریدمحمدخان |
راوبلل شو مريد د سلطان محمدخان زوی و . چې دوه وارې يې د |
نوابۍ دعوا کړې وه مرید په ٧۷٩۲ د خپلو ٠٠٠١ تنو ملګریو سره |
بهوپال ته ورداخل شو او ژمنه یې وکړه چې يو وار رې بيا به د پښتنو |
واکمني پر ځای کړي. د مشر وزير«دیوان په حيث ده د پيسو په |
لګولو لاس پورې کړو. د پوځ تنخواګانې یې زیاتې کړې د ودانیو په |
جوړولو يې لاس پورې کړ او چې خزانه یې ځالي وليده نو پر مځکه |
والو یې زور راوړو چې مالیه ورکړي. کله چې به دوی انکار وکړو نو |
په بندي خانو کې به يې واچول په یوه کال کې دننه د مريد اصلي |
څېره راښکاره شوه. د د بهوپال ځینې مځکې یې پنډاریانو ته ورکړې او |
چې د پوځ د د تنخوا پیسې هم پاتې نه شوې نو پوځ بغاوت وکړو په |
دې وخت کې مرهټه یو وا ري بيا د بهوپال سرحدونو ته خطر ودروو |
مرید ته بله هېڅ لار ه«ښکا ره نه شوه نو د حيات محمد مېرمنې عصمت |
بېګم ته ورغلو دا مېرمنه په حيات محمد ډېره ګرانه وه او په دربار |
ٍِِ - - بهوپال د هندوستان پښتانه |
001653١676 |