text
stringlengths
0
136
‎۳٣٣۲۰‏ بهو پال په اتلسمه پېړۍ
‏کې يې ډېره اغېزه لرله په ‎٧۷٩۷‏ کال د ډسمبر پر۳۰ مه نېټه دا
دپردې تر شا کښېناستله او د مريد غوښتنه يې واورېده چې خپلې
ګاڼې او نغدې دې ورته وسپاري چې د مرهټو سره جنګ لپاره تياری
وکړي. عصمت بېګم په ځواب کې ورته وویل چې د مځکه والو نه
ماليه راټوله کړه. په دې ځواب مريد په قهر شو. پرده يې وشلوله او
پر عصمت بېګم يې برید وکړ. هغې منډې کړې خو په پوڼو يې راګېره
کړه او ويې وژله د هغه ملګريو د عصمت بېګم ساتونکی خواجه
سراګلاب هم ووژلو. دوی د عصمت بېګم ګاڼې. نغدې پيسې او
هرڅه چې په لاس ورتلل واخيستل او له هغه ځايه ولاړل. د حيات
محمد کورنۍ په دې پېښه هک پک پاتې شول او مرید په خپله دفاع
کې وویل چې ده ته غوث محمد ويلي وو چې دا ښځه دې مړه کړي.
خوهېچا په ده باور ونه کړ ده د حيات پر ضد د فتح ګړ کلا ونیوله او
مرهټو ته یې پيغام ورواستاوه چې د بهوپال په نیولو به دی ورسره
ملا وتړي په دې پېښه حیات محمد د مرید د غدارۍ اندازه ولګوله
او سمدستي يې وزیرمحمد راوبللو چې د مريد چاره دې وکړي.
وزیرمحمد ‎٠٠٠١‏ تنه پښتانه راټول کړل او بهوپال ته ورننوتل.
لومړی يې د هوشنګ آباد کلا له مرهټو ونیوله . مريد محمد د
ګواليار او ناګپور مرهټه راجه ګانو ته پیغامونه ورواستول چې د
بهوپال د نواب پرضد دده د بغاوت ملاتړ وکړي. د ګواليار جنرال
بالار او مرید ته خپل پوځ په دې شرط واستولو چې د بهوپال له دوو
لویو کلاګانو څخه به يوه ده ته ورکوي. مريد ورسره د اسلام نګر د
سپارلو ژمنه وکړه. دی پخپله د اسلام نګر پر لوري ولاړو چې دا کل
د مرهټو پوځ ته ورکړي. او د فتح ګړه په کلا کې يې د مرهټو يوه
ډلګۍ پرېښوده چې د حیات محمد او غوث د تېښتې مخه ونیسي
‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
بهوپال په اتلسمه پېړۍ ۰ ۳۷-
اسلام نګر ته په رسېدو مرید خبر شو چې دا کلا اوس د حیات محمد
خور موتي بېګم سمبالوي او هغې خپلو ساتندويانو ته امر ورکړی و.
چې پر مرید حمله وکړي له دې ځايه مرید په تېښته د رای سيین کلا
ته مخه کړه دا یې ونیوله او بالاراو ته يې تسلیم کړه له دې ځايه د
مرهټو له ‎٠٠۰‏ ۰ زره عسکرو سره د فتح ګړ کلا د محاصرې لپاره
روان شو. مريد سره دغه وخت د ګواليار. ناګ پور او د ټونک د
نواب امیرخان پنډاري جنګيالي ملګري وو. بلې خوا ته د حيات
محمدخان سره وزیرمحمد او د امباياني جاګیردار قلي ان ولاړ و
وزیر محمد د فتح ګړ په کلا کې ډېره مېړانه وښودله او اخر بالاراو
مجبوره شو چې خپل پوځ پر شا کړي. ډېر ژر بالاراو خبر شو چې مرید
ورته دروغ هم ويلي وو. نو هغه يې ونیولو او په سرونج کې يې بندي
کړو. مريد په بندي خانه کې د الماسو زرې وخوړلې او ځان یې په
خپله ووژلو. وزیرمحمد مرهټو ته د ماتې ورکولو وروسته په پورا
اعزاززد حيات محمد له خوا د بهوپال ديوان او د پوځ مشر وټاکل
شو. او په راتلونکو اوو کالو کې يې د بهوپال هغه سیمې چې نورو
ترې نیولې وې ډېر په سیاست بېرته واخیستې
ده له انګرېزانو سره هم خبرې اترې پيل کړې. چې د ده د قوي
ګاونډیانو په مقابله کې د بهوپال ساتنه وکړي. خو غوث محمد له
مرهټو سره بېل سازشونه پیل کړي وو. حيات محمدخان په ١٨۱۸م‏
کال د ۷۳ کالو په عمر مړ شو او غوث محمد د پنځم نواب په توګه
واک ترلاسه کړ. اوس هغه په ښکاره د وزیر محمد مخالفت پیل کړ او
وزیر د شخړې پر ځای بهوپال یو واري بیا پرېښود او د ګینور په کلا
کې مېشت شو. د وزیر له وتلو سره مرهټه بيا برلاسه شول او غشوث
محمد په خپله کلا کې لکه د نظربند پاتې شو د روغې لپاره يې خپل
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
6 00011653
۳۸۰ بهوپال په اتلسمه پېړۍ
زوی موعېز مرهټو ته وسپارلو چې ناګپور ته یې يوړو. وزیرمحمد یو
واري بيا د بهوپال ژغورنې ته راغی خو دا ځل مرهټه ځواکونو د
اوږدې مودې پلان سره بهو پال محاصره کړ
بهوپال تر يوه کاله پورې تر محاصرې لاندې و. نژدې ‎۸٨۲۰۰٩‏
‏پوځيان د دې چارچاپېره ولاړ وو. د وزیر ملاتړي. سکان. راجپوت د
-71777ر پنډارې پښتانه له کلا ووتل له وزیر سره
يوازې ‎٠۰٢‏ افغانان پاتې وو. غوث محمد خان د لوږې او محاصرې
سختو زغم نه لاره او وزير هغه ته اجازه ورکړه چې له خپلو
د سختوزشم نه لاره او وزو هغه ته اجازهمرگره چې له خپ و
یو کور کې مېشت شي عجيبه خبره دا وه چې محاصره کوونکیو هم د
نواب په راتلو باندې هېڅ غرض ونه کړ.د هغوی لپاره غوث محمد
خان اوسر یوه له کاره وتلې سیکه وه يوه بله عجیبه خبره دا وه چې
غوث محمد خان لومړۍ مېرمن زینت بېګم او د هغې ۱۴ کلنه لور
قد سیه په بهوپال کې پاتې شول او دا هوډ يې وکړ چې تر مرګه به د
بهوپال په دفاع کې هلته پاتې وي
د محاصرې شپږ میاشتې چې پوره شوې. نو په کلا کې د خوړو
لپاره هېڅ پاتې نشول مرهټو به هره شپه حمله کوله ګولۍ او بارود
په ختمېدو وو په دې موقع زینت بېګم له پردې راووتله. ټولې ښځې
ورپسې شوې او دوی د پوځ تر شا ودرېدلې. دوی به پوځيانو ته
خواړه رسول د توپونو او ټوپکو ډکول یې کول د سړیو په شان جامې
يې واغوستلې او له ياروده د کار ر اخيستو چل يې زده کړ يوه پلا
دوی په فلزي نغریو کې بار ود کېښودل او له کلا نه يې پر دښمن
ور ورويشتل چې په مځکه له لګېدلو سره به وچوېدل زیت پېګم په
ځوان ټولې ښځې راټولولې او ډوډۍ به يې ورکوله. يوه ورځً
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه -
00011953 ۲ 9٧
بهوپال په اتلسمه پېړۍ ‎-٣‏
‏هغې یوه خدمتګاره چې کور به یې جارو کولو رانغله زینت بېګم له