text
stringlengths
0
136
نورو پوښتنه وکړه نو هغو ورته وویل چې د خدمتګارې ماشومانو له
دوو ورځو هېڅ نه دې خوړلي. هغې ورته د املۍ «یو ډول بوټي پاڼې
وابشولې چې ویې خوري. زینت هغه خدمتګاره راوبلله او سمدلاسه
یې خپلې لور قدسیې ته وویل
هغه دوه چپاتي چې د خپل ورور فوځدار لپاره يې اېښي وو دې
ښځې ته ورکړي.
قدسیې هغې ته یو چپاتي ورکړ او بل هغه يې په خپلو جامو کې د
خپل وړوکي ورور لپاره وساته کله چې خدمتګاره روانه شوه نو زینت
هغه ودروله او چپاتی یې ولید. لور ته یې مخ ورواړاوه او په قهر یې
ورته وویل: زه خبره وم چې ته به درغلي کوې او یو چپاتی به ورور له
ساتي ما درته وویل چې دواړه ډوډۍ دې ښځې ته ورکړه
په یوه بله موقع د هغې زوی موعیز د کلا په څنډو د توپچي دنده په
غاړه لرله چې ناببره د ټوپک په يوې ګولۍ ټپي شو. زېنت په منډه
ورته ورغله. له خپلې لوپټې نه يې پټۍ ورته جوړې کړې د هغه
پرهارونه یې پرې پټ کړل او بيا دا خپله توپې ته ودرېده او د خپل
زوی د هوش تر راتلو پورې يې په خپله توپه چلوله. د محاصرې په
نهمه میاشت چې نور د خلکو حوصلې ماتې وې. وزیرالملک يو
جنګي مشاورت راوبللو. هغه اعلان وکړ چې دی به د ښځو او
ماشومانو د خونديتوب غوښتنه وکړي. او کله چې دوی له كلا
ووتل. نو ۳۰۰ تکړه ځوانان به يو وروستی یرغل په محاصره
کوونکیو وکړي او سرونه به بایلي
د وروستۍ حملې فیصله يوه ور رځ وځنډول شوه .هغه ځکه چې د
کلا له یوه دېوال سره نږدې د بارودي وسلو یوه زېرمه موندل شوې وه
بهوبال ‏ د هندوستان پښتانه
ی٢‏ ووو
م۴ بهویال په اتلسمه پېړۍ
ښځو د سړیو جامې واغوستې او د کلا پردېوال په کتار کې له سړیو
سره یو ځای اوږه پراوږه ودرېدې. چې بریدکوونکيو ته ځخپل شمېر
ډېر وښيي. دوی خبر نه وو چې د مرهټو په پوځ کې د کولرا وبا ګډه وه
او د دوی ځواک هم کمزوری شوی وو. له دې علاوه د ناګپور د پو
مشر صادق علي د ګواليار له مشر جاګوا باپو سره اختلافات پيدا
شوي وو او هغه خپل پوځ له محاصرې لرې کړی وو ځکه خو د
بهوپال له خوا د حملې په ورځ محاصره کوونکیو هېڅ مقاومت ونه
کړ کله چې د حملې لپاره د کلا لويه دروازه خلاصه شوه. نو د باپو د
پوځ ډېره وړه برخه هلته موجوده وه. د کلا له دېواله نه ښځُو د توپونو
ډزې پیل کړې او د وزیر محمد خان په مشرۍ يې په پوره زور باندې
حمله وکړه. او هغوی يې تېښتې ته اړ وېستل. د مرهټه وو مشر له
کولرا مړ شو او کومندان يې د الماسو زرې وخوړې او ځان يې په
خپله ووژلو. د بهوپال د دفاع اتل وز زیرمحمد شو او د دوست محمد
تر مړينې وروسته يو واري بيا د دوی مشري د يوه غښتلي کس په
لاس ورغله. خو وزیر په رسمي توګه د نوابۍله اخيستو انکار وکړ
هغه غوث محمد خان ته بيا هم د نواب په سترګه کتل خو په ښکاره
يې له واکه لرې کړی و عامو خلکو وزیر ته درناوی کاوه او غوښتل
یې چې دی د بهوپال د مشر په توګه پاتې وي د محاصرې ختمېدو
له موده وروسته د ګواليار ر یوه کلي پر بهوپال د خېټې اچولو هڅه
وکړه په ‎٥٣٨١‏ کې انګرېزانو په هند کې خپلې پښې کلکې کړې وې
او د مغول واک تر ډیلي پورې محدود و. دوی د ګواليار راجه ته په
سخته وویل چې بهوپال به د انګرېزانو تر تحفظ لاندې د يوې ازادې
نوابۍ په توګه پاتي وي
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه --- 08
00011953 ۲ 9٧
درېيم خبرکنی
د پښتنې مېرمنې دعوا
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011653
۴۲- د پښتنې مېرمنې دعوا
وزیر محمد خان نهه کاله د بهوپال نواب پاتې شو او په ‎۱۸٨١‏
‏عیسوي کال کې د ۰ کالو په عمر مړ شو دده دوه مېرمنې وې او له
دواړو نه یې یو یو زوی لاره. یو امیر محمد خان او بل نذرمحمد خان
نومېده. د نذرمحمد مور يوه راجپوته هندوه وه غوث محمدخان
خپله لور ګوهر بېګم «قد سیه نذرمحمد ته په نکاح کړې وه او
وزیرمحمد تر مرګ له مخه د خپل زوی امیرمحمد خان پر ځای
نذرمحمد د نوابۍ لپاره ځای ناستی ټاکلی و نذرمحمد چې نواب
شو. نو په ‎٢۸٨۷١‏ کې ګوهر بېګم ورته واده شوه په هغو ورځو کې دا
رواج و چې د پښتنو کورنيو تر منځ د نجلۍ او هلک د کوژدنې او
نکاح فیصله به په ډېر وړوکوالي کې کېده. دا د دې لپاره چې کورنۍ
يې خپلو کې یوه ټینګه خپلولي ولري. کله ناکله به د دوو کورنیو تر
منځ د تاو تریخوالي ورکولو لپاره هم دا کار کېدو د دښمنۍ او
تربورانو تر منځ يو بل ته د سازشونو مخنیوی هم په دې رشتو خېښیو
کېدو.
د نذر محمد ځان د نوابۍ دوره په بهوپال کې د امن او بيارغونې
یو زرین دور و. ده لکه د خپل پلار وزیرمحمد خان له انګرېزانو سره
ښه اړيکي ساتلي وو چې اوس یې ورو ورو د هندوستان له ساحلونو
ددغه هېواد مرکزي خاورې ته پښې غزولې وې هغه نوابۍ او
راجواړې چې انګرېزانو ته خواخوږي وو خپلې مځکې يې له ځان سره
وساتلي ې ې
نذرمحمد خان به د کال ۵۱ لکه روپۍ انګرېزانو ته ورکولې او په
بدل کې دوی ورته هغه پنځه پرګنې بېرته ورکړې. چې مرهټه وو