text
stringlengths 0
136
|
---|
که دی چېري ناڅاپه مړ شي نو دده لور سکندر بېګم به نوابه وي او |
تر څو چې دا ځوانه شوې نه وي پخپله ګوهر بېګم (قد سیه به د دې |
سرپرسته او د بهوپال واکمنه وي. سکندر بېګم چې ځوانه شي نو د |
اورکزیو په کورنۍ کې به ودېږي او له واده وروسته به د هغې خاوند |
د بهوپال نواب شي. ' |
ګوهر بېګم دا دعوا هم وکړه چې په دې فیصله د بهوپال خلک هم |
خوشاله دي او ځينو مذهبي مشرانو دا فیصله لا پخوا منلې وه بيا |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
00011953 ۲ 9٧ |
د پښتنې مېرمنې دعو! -۴۷ |
يې ټولو ته وویل: که څوک په دې فیصله اعتراض لري نو راپورته دې |
شي او په ډاګه دې خپله خبره وکړي. |
په دربار کې ناست ټول خلک غلي وو. د اعتراض مانا دا وه چې |
دوی به د نذرمحمد د وژلو په سازش کې څه ناڅه لاس لري : |
نذرمحمد ته پتمنو څلورو سلاکارانو هم هغه وخت د قدسیه بېګم |
په فنیصله خوښي څرګنده کړه. نورو هم ورته سرونه ټيټ کړل. ډېر ژر |
په بهوپال کې د سکندر بېګم د نوابۍ او د هغې د مور قدسیه بېګم د |
سرپرسته کېدو خوشالي ولګېده. |
د خپلو مخالفینو د خولې بندولو لپاره قد سیې ډېر ژرهر چا ته |
مراعات او امتيازات وروسپارل. خپل لوی مخالف مشر ورور موعېز |
ته يې جاګیر ورکړو. پوځدار ځان وړوکی و هغه يې تر خپلو وزرو |
لاندې کړ. له خپل لېور امیرمحمد خان سره يې ژمنه وکړه چې د هغه |
زوی منیر محمد ځان ته به خپله سکندر بېګم ورکوي او دغه ډول به |
منير نواب هم شي. قد سیه پوهېده چې سکندر لا وړه ده او تر |
راتلونکیو ٢١ کلونو پورې به دا واکمنه وي. |
له دې هر څه سره قد سیه د انګرېزانو استازي مېجر هېنلی ته د |
تصویب لپاره خپله فبصله واوروله هغې د تذرمحمد د وصیت دليل |
ورته ورکړ |
د انګرېزانو لپاره د يوې ښځې مشري د تشويش وړ وه. دوی د |
بهوپال په ملګرتیا کې د مرهټه وو مخالفت منلی و. دوی فکر کاوه |
که په دې ریاست کې سړی واکمن وي نو د دوی دريځ به غښتلی او |
ټینګ وي خو په ولس او کورنۍ کې دننه د هغې ملاتړ انګرېزان دې |
ته مجبوره کړل چې هغه د نوابې په توګه ومني |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
00011953 ۲ 9٧ |
د پښتنې مېرمنې دعوا ۴۷- |
همدا وه چې قدسیه بېګم د خپلې ماشومې لور د سرپرستۍ په توګه |
د نوابۍ په تخت کښېناسته ددې لپار ره چې څوک د اسلامي اصولو له |
مخې د د هغې لار ره ونه نيسي دې يوه ف فتوا د بهوپال له مفتي او بله د |
قاضي لخوا تر لاسه کړه دغه سند هغې خپلو خپلوانو .امیرانو |
سردارانو ته هم ورکړ چې تصویب ورباندې وکړي. |
په هغه وخت کې داسې اوازه ګډه شوه چې قد سیه بېګم د خپل |
خاوند نذرمحمد په وژلو کې لاس لري ددې وخت د پرېشانیو یو |
تاوان دا وشو چې نازېږېدلی ماشوم ضایع شو او ددې خبرې امکان |
نور هم کم شو چې د دوست محمدخان د اولادونو وزیر محمد او د |
غوث محمد کورنۍ به بيا متحدې شي |
انګرېزانو په دې وخت کې د سکندربېګم او منیر محمد ځان د |
کوژدنې خبره ومنله! و میاشت وروسته يې ماشوم منير په رسمي |
توګه د نوابۍ په ګدۍ کښېنولو. خو شرط دا و چې قد سیه بېګم به |
یې سرپرسته وي او کله چې د دې لور سکندر ربېګم د ځوانۍ سن ته |
ورسېده او منیر ته واده شوه نو پخپله به نوابي هغه ته ورپرېږدي |
قدسیه بېګم د خپل خاوند د وصیت پرځای کولو. خپلو تربورانو |
سره سره د یو بل قام په استازي د خپلې خبرې د منلو لپاره له ډېرو |
ستونزو سره مخامځ وه. خو د هند په هغه اړي ګړي کې د ځان ساتنې |
لپاره یې ډېر په هنر او استقامت چلن کاوه. |
د اس د سورلۍ. پوځي تربيت او د جنګ د فن او په دې کې د |
بریاليتوب لپار ره يې زد ده کړه پيل کړه. دا په عقیده ټینګه مسلمانه |
مېرمنه وه. خو دا خبره يې نه منله چې ښځه د ریاست مشره کېدای |
شي هغې دا وویل چې د ښځې مخنيوي لپاره خلکو له اسلام نه ناوړه |
ګټه اخيستې د |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
00011953 ۲ 9٧ |
۰ ۴۸ د پښتنې مېرمنې دعوا |
د قدسیه بېګم لپاره د خپل پلار د عېش خوښونکي شخصیت او د |
مور مېړانه چې د جګړې په ډګر کې یې ښودلې وه ددې سوب شوه چې |
ځان ته خپله لاره وټاکی |
دا به د بهوپال په کلیو بانډو کې ګرځېده چې د عامو خلکو له حاله |
ځان خبر وساتي او په وړو پوځي مهماتو او معرکو کې به يې د |
عسکرو مشري کوله : : |
قدسیې بېګم چېرې هم د عېش وعشرت ژوند نه و تېرکړی. له |
ماشومتوب نه یې د جنګ سختې ليدلې وې د هغې د لارې مشال د |