text
stringlengths
0
136
نیولې وې د مرهټه وو مشر سندهيا د هوشنګ اباد او د اسلامنګر
بهوپال . د هندوستان پښتانه
00065١ 661٨
۴ ‏د پښتنې مېرمنې دعوا‎
‏کلاګانې هم بېرته بهوپال ته ورخوشې کړې همدغه وخت کې د‎
‏یرغلګرو یوه ډله چې په کې د هر نسل او مذهب خلک شامل وو په‎
‏وړو وړو نوايیو او راجواړو حملې کولې او چور تالان به يې پرې ګډ‎
‏کړ. دا یرغلګر پنډاري نومېده او تر ډېرې مودې يې د انګرېزانو پوځ‎
‏په مخه اخيستی و. د بهوپال پخوانی نواب غوث محمد خان لا‎
‏ژوندی و. خو په اصل کې نذرمحمد د بهوپال واکمن و چې په رسمي‎
‏کې نذرمحمد له‎ ۱٨٨١ ‏توګه يې نوابي نه وه اعلان شوې. په‎
‏انګرېزانو سره يو تړون لاسلیک کړ چې له مخې يې بهوپال د يوې‎
‏خپلواکې نوابۍ په توګه له نوابانو سره پاتې شو. د انګرېزانو لپاره له‎
‏بهوپال سره دا تړون په مرکزي هند کې د امنیت لپاره یو مهم ګام و‎
‏خو دا خپلواکي تر دې حده وه چې خپله په بهوپال کې نواب هر ډول‎
‏اختيار ولري. ولې د ګاونډي راجه ګانو او نورو ریاستونو سره د‎
‏انګرېزانو د اجازې پرته‌هېڅ تړون او بله معامله نشي کولای په دې‎
‏وخت کې انګرېزانو په بهوپال کې خپله چاوڼۍ هم جوړه کړه چې‎
‏اسونه به په کې ساتل کېدل. د نذرمحمد‎ ٠ ‏پلي عسکراو‎ ۰
‏او ګوهر بېګم «قدسیه يو ه لور وشوه چې دوی ورته سکندر ربېګم نوم‎
‏کې کله چې نذر محمد د اسلام نګر په کلا کې له‎ ٨١٨١ ‏ورکړ په‎
‏خپلې ماشومې لور سکند ر بېګم سره لوبې کولې د د ګوهربېګم‎
‏وړوکي ورور پوځدارخان چې اته کلن و له یوې تمانچې سره لوبې‎
‏کولې په خطايۍ کې يې ګولۍ وچلوله او نذرمحمدله ټپي کېدو‎
‏وروسته مړ شو یوه بله کيسه دا سې ده چې د نذرمحمد دښمنانو‎
‏پوځدار خان ته د تمانچې چلولو چل ورزده کړی و او دی یې پوه کړی‎
‏و چې پر خپل تربره دې ډز وکړي پښتانه هلکان له وړوکوالي د‎
‏وسلې په چلولو پوهېږي او کېدای شي چې دا خبره رښتیا هم وي‎
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
‏د پښتنې مېر منې دعوا‎ ۴٣م‎
پوځدار خان د غوث محمد زوی و او د نذرمحمد په وژلو کېدای شوه
چې غوث محمد بېرته د بهوپال واکمن شوی وای
د انګرېزانو استازي مېجر هېنلې د دې وژنې په اړه په خپل رپورټ
کې کښلي چې د تمانچې ډز ز له دومره نژدې شوى و چې د هغه ویښتان
و د مخ پوستکی یې سوځولي وو هغه په دې کې شک نه لاء ره چې
نذرمحمد په خطا ویشتل شوی و
د نذرمحمد وژنې د بهوپال لپاره بيا يو خطر راپيدا کړ
وزیرمحمد او نذرمحمد چې تر اوسه کوم ګامونه پورته کړي وو په
دې د بهوپال عام ولس او د دوست محمد کورنۍ یو څه ناڅه خوشاله
وو
له تيرا څخه له دوست محمد خان سره یو بل اورکزی چې له مېشتي
خېل قام نه و. د بایزید زوی کیليګ ځان نومېده. د دوست محمد
خان د مړیني وروسته د کېلیګ ځخان زوی عمرخان د خپل پلار په شان
د دوست محمد ځان کورنۍ ته پتمن پاتې شو دا هغه خلک وو چې د
نن سبا په الفاظو ورته مسلکي پوځيان ویلای شو
د عمرخان زوی الف خان د نواب فیض محمد خان د پوځ کومندان
«بخشي بهادر و او ده خپله دنده خپل زوی محمدخان ته وسپارله چې
د حيات خان د پوځ کومندان و د محمدخان زوی بهادرخان هم د
بهوپال په محاصره کې تورې برېښولې وې او د خپلې مېړانې لپاره
يې ښه نوم ګټلی و په راتلونکې کې بهادرخان او د هغه اولادونو د
بهوپال په تاریخ کې مهم رول ولوبولو
د نذرمحمد په مړینې د دوست محمد په کورنۍ کې د نوابۍ لپاره
ډېر دعوا داران راپورته شول د غوث محمد ۴۵ اولادونه وو. دده
مشر زوی موعېز چې د ګوهر بېګم سکه ورور هم و د نوابۍ قوي
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
د پښتنې مېرمنې دعوا ۴۵-
مدعي و. غڅوث محمد په خپله ژوندی و ځو دومره کمزوری او زوړ
شوى و چې د بېرته نواب کېدو امکان یې ډېر کم و
د وزیر محمد ځان مشر زوی امیر محمدخان هم په دې هیله و چې د
ګدۍ اصلي وارث دی دی.
د نذرمحمد د مړينې درېیمه ورځ وه. د اورکزيو ټول ټبر د هغه په
کور کې د دربار په لوی تالار کې یو ځای شوی و د نذرمحمد ځان د
پوځ کومندان بخشي بهادر هم هلته موجود و. له فاتحې او خيرات
ورروسته پر دې خبره بحث روان و چې د نوابۍ لپاره به مناسب کس
څوک وي؟
د نذرمحمد کونډه نولس کلنه ګوهر بېګم «قد سیه په بورقه کې پټه
ناسته وه په غېږ کې يې پنځلس میاشتنۍ لور سکندر بېګم نیولې
وه. .ويم ماشوم یې په نس و هغې په تالار رکې د ناستو پښتنو ترمنځ
له مخه پړونۍ لرې کړ او هغوی ته يې خپله وینا پیل کړه هغې د
خپلې کورنۍ د اختلافاتو او د بهوپال د تېرو سختو ورځو شپو د
ذکر نه وروسته خپله دعوا وکړه چې د د نوابۍ حقداره د هغې ماشومه
لور سکندر بېګم ده بيا يې د خپل مړه خاوند نذرمحمد ليکلی
وصیت ټولو ته ښکاره کړ چې په کې یې کښلي وو: