text
stringlengths
0
136
کلکته او سورت کې ځان ته چاوڼۍ جوړې کړې وې خو مرهټه لکه د
سیلۍ هرې خوا ته ورتلل او د مسلمانانو ښارونه يې ورانول. په دې
وخت کې دوی ته احمدشاه ابدالی د خدای له طرفه یوه مرسته ښکاره
شوه. د جنورۍ په میاشت ۷۲۱٧م‏ کې د پنجاب د پاني پت په ميدان
کې چې د احمدشاه ځواکونو مرهټه وو ته ماتې ورکړه. نو د بهوپال
خلکو دا د فیض محمد د نېکۍ او د هغه د دعاګانو ثمر وګڼلو د هغه
لپاره د بهوپال د عام ولس په زړونو کې نور هم قدر زیات شو
‏په راتلونکو ۳۵ کالو کې فیض محمد د بهوپال واکمن و. خو عملا
حکومت د ماموله بايي او بیجي رام په لاس کې و
‏په ۱۷۲۲ م کې د وفاداره بیجي رام د مړينې سره د پښتنو لخوا یو
واري بيا د سازش ورونه پرانستل شول.د بیجي رام زوی ګهانسي رام
دیوان مقرر شو. خودی د خپل پلار په شان ايمانداره نه وو او د هندو
او مسلمان ترمنځ د کرکې او بې اعتبارۍ خبره يې په ډاګه کوله په
دې چلن هغه د یو پښتون له خوا ووژل شو. دده پر ځای يو مسلمان
پښتون عزت خان ديوان وګومارل شو. خو ده له زهر ورکړی شو
درېیم ديوان کيساري لال وو چې دده کور يو پښتون په بارودو
والوزو بهوپال اوس یو ډېر سخت دور کې ورداخل شو. اخر د شخړې
دختمولو لپاره ماموله بايي د فیض محمد کشر ورور یاسین ته د
دیوان دنده ورکړه. چې د ریاست انتظام دې په کورنۍ کې دننه پاتې
‏بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه -
090165 0 6666
بهوپال په اتلسمه پېړۍ - ‎-۳٣‏
‏شي د مرهټو نوميالي مشران څه د پاني پت په ميدان کې او څه
وروسته مړه شوی وو د بهوپال په ګاونډ کې د هولکر راجه ملهار راو
چې مړ شو نو د هغه کونډې اهليه بايي له دې مېرمنې سره ښه اړيکي
وساتل او څه موده د بهوپال شاوخوا سیمې آرامې شوې
په ۱۷۷۵ م کال کې مرهټه ریاستونه د ډیلي د واک د نیولو پر ځای
خپلو ریاستونو ته پام وګرځوو. ګواليار. ایندور. بړوده او ناګ پور
خپلې واکمنۍ ټینګې کړې خو په دوی کې د هر چا نظر په مالوه و
په ١۱۷۷م‏ کال کې مهاجي راو سیندهیا د مالوی د نیولو لپاره
بهوپال ته لښکر يووړ
ماموله بايي په دې وخت کې د جنګ پر ځای ورسره روغه وکړه او د
پنځو ولسوالیو سره یې د مالوی د هوشنګ آباد لرغوني کلا ورته
وسپارله
په ۷۷۷٧م‏ کې د ډسمبر پردولسمه نېټه د بهوپال صوفي نواب
فیض محمدخان د ۷ کالو په عمر کې له دې فاني نړۍ سترګې پټې
کړې
دی د خپلې ۳۵ کلنې نوابۍ دور کې یو واري د بهوپال نه بهر تللی
وو. ده اولاد نه لرلو او دده کونډې صالحه بېګم چې د بهو بېګم په نوم
پېژندل کېده د ماموله بايي سره د واک پر سر شخړه راپورته کړه
د فیض محمد څلوېښتي لا نه وه شوې چې ماموله بايي د پارمحمد
بل زوی د څلورم نواب په توګه اعلان کړو دی هغه وخت د ۳ کالو
وو او زیات وخت یې په ښکار او میلو کې تېروو. خو صالحه بېګم په
دې فیصله خوشاله نه وه او د دوست محمد د کورنۍ نور غړي يې
راولمسول چې د د ماموله باي مخه ونیسي اصلي کسه داسې وه چې
ماموله بايي کله د يارمحمد سره ژوند پیل کړو | و څه موده د ددې اولاد
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
‎٣٣۰‏ بھوبال په اتلسمه پېړۍ
ونشونوهغې څلورهندو هلکان په فرزندۍ واخيستل دوی يې
مسلمانان کړل او د خپلو اولادونو په شان یې د دوی روز زنه وکړه. په
دوی کې یو ماشوم د هندوانو د لوړې طبقې برهمن و او چهوټې خان
په نوم وپېژندل شول نوماموله بايي چهوټې ځان هم د دیوان په توګه
وروړاندې کړو صالحه بېګم په دې خبره خوشاله نه وه او ماموله
بېګم يې تورنه کړه چې د خپلو هندوانو لپاره د نوابۍ لاره پرانېزي
صالحه بېګم د فاضل محمد خان لور وه چې د خپل وراره فیض محمد
پرضد يې د مرهټو پېشوا سره په بهوپال د حملې سازش کړی و
وروسته چې مرهټو دی پر ميدان پرېښودو نوزړه ماتی مړ شو. ماموله
بايي د فاضل محمد کونډه عزت بېګم د خپلې اته کلنې لور صالحه
بېګم سره بېرته بهوپال ته راوستله. او د خپل سیوري لاندې يې
وساتل. داسې ښايي چې د صالحه بېګم په دې وخت کې د ماموله
بايي سره کینه پيدا شوه.
‏چهوټې ځان د دیوان په حيث ډېر ژر د بهوپال چارې په سمه لاره
روانې کړې. پوځ يې منظم کړو. د پولیسو محکمه يې جوړه کړه. د
تجارت او کاروبار لپاره ‏ يې اسانتیاوې برابرې کړې د ښار لاری
کوڅې یې جوړې کړې او په بهوپال کې 77-777
يې د پلونو د جوړولو پرته په بن ګنګا سیند يو بند هم جوړ کړو چې
اوبه د کر مځٌکو ته ور سېږي ده په ۱۴ کالو کې بهوپال د یوه کلي نه
په یوه ښکلي ښار واړاوه
‏صالحه بېګم د خپل خاوند له مړينې وروسته لیدل چې ماموله بايي
اوس زيات اختيارات چهوټې ځان ته سپارلي وو. يوه ورځ يې د
دوست محمد ان لمسي شریف محمدخان ته پېغور ور و چې که زه
سړی وای نو یوه برهمن غلام ته به مې دومره اختيار نه وای ورکړی
‏بهویال ‏ د هندوستان پښتانه ---- سښ للللللنلژټنن8 مث" 7هھظآ۴
00011953 ۲ 9٧
بهوپال په اتلسمه پېړۍ ‎٣٣‏