text
stringlengths 0
136
|
---|
کې دوراها. سي هور. اچاور. اشتا او د شجال پور سیمې دده په |
کنټرول کې راغلې د ځینو سیمو د رانیولو لپاره په جنګونو کې د ده |
دوه وروڼه هم ووژل شول. |
په ۱۷۱۵ کې د ده پلار نورمحمدخان مړ شو. دوست محمد د |
سیمې د هندوانو او په تېره بیا د راجپوت قام سره خپل اړیکي هوار |
ساتل او له ځینو سره یې ملګرتیا هم کوله. د اوسني بهوپال حیثيت |
هغه وخت د یوه کلی وو او دا د ګېنور يوه برخه وه. د ګېنور شاوخوا |
هغه وخت د هندوانو دوه قامونه اوسېدل یو ګونډ او بل بهیل نومېده |
دوی قبيلوي ژوند کاوه. په وړو وړو ډلو ويشلي او خپل مشر یې |
لرلو. په دوی کې تر ټولو زورور د نظام شاه په نوم واکمن و. ده ډېرې |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
١ -٨٨۸ ملت محمد خان |
ښځې لرلې خو کملاپتي یې د خپل وخت يوه ډېره ښايسته. هوښياره |
او ځیرکه ښځه وه. ځايي خلکو به په سندر رو او متلونو کې ستایله. د |
عالم شاه په نوم د نظام شاه یو تربور د چین پور بارا د سیمې راجه وو |
یا خو په کملاپتي مین وو او یا یې د ګېنور واکمني غوښتله نو یوه |
ورځ يې نظا م شاه ته په ډوډۍ کې زهر ورکړو د هغه له مړینې وروسته |
ده پر کملایتي زور راوړ چې ورسره واده وکړي د هغې لپاره یوازينۍ |
لاره چې د خپل خاوند د مړینې بدل هم واخلي او د عالم شاه له خطره |
ځان هم خلاص کړي. یو زورور سړی پيدا کول و او په دې سیمه کې |
له وړاندې د دوست محمد د مېړانې او د هغه د چلند نغاره غږېده. د |
راکهي د لمانځلو پر وخت کملاپتي د سر د |
راکهي وتړله او دی يې ورور رکړ. د هندوانو د راجپوت قام په دې |
لمانځلو کې خویندې د خپلو وروڼو پر ښي مړوند یو زرین تار تړي. |
خواړه ورله ورکوي. ورور پر دې موقع پیسې يا تحفه د هغې په لاس |
اېږدي. دا رسم د ورور او ځور د يوه ابدي تړون نښه ګڼلی شي. کله |
کله به مېرمنو د خپل ناموس د ساتنې لپاره پردي سړي ته هم راکهي |
تړله |
کونډې کملاپتي په ډېره هوښیارۍ له دوست محمد ځان دا ژمنه |
واخيسته چې د ورور په حثيت به د هغې د ناموس ساتنه کوي او د |
هغې د خاوند قاتل به هم وژني. ددې په بدل کې راڼۍ ورله د یو لکو |
روپیو د ورکولو لوظ وکړ. دوست محمدخان له ژمنې سره سم عالم شاه |
ووژلو خو کملاپتي يو لک روپۍ نه لرلې هغې ورله پنځوس زره |
روپۍ پوره کړې او د نورو په بدل کې يې د بهوپال کلی وروسپارلو |
دا د دوست محمد د نوابۍ د پلازمېنې لومړی بنسټ و کملاپتي |
٠ کاله ښه په ارام ژوند وکړ. کله چې هغه په ۱۷۷۳م کال کې مړه |
بهوپال د هندوستان پښتانه تت |
00065١ 661٨ |
دوست محمد خان -. -۱٩٩ |
شوه. نو دوست محمدخان دا کلا او د دې ټوله شتمني تر ځخپل لاس |
لاندې راوستله په دې وخت کې د کملاپتي زوی نوال شاه وسله |
پورته کړه | 4 خو د دوست محمد د |
ځواکونو له خوا ووژل شو |
اوس چې دوست محمد ته پراخه سیمه پيدا شوه نو هغه خپلې پښې |
ټینګې کړې او د یوه خپلواک حکمران په توګه د بهوپال او شاوخوا |
سیمو واکمن شو. په دغو شپو ورځو کې د مغول دربار او مرهټه وو |
تر منځ د واک پر سر جنګ روان و نو دوست محمدخان په داسې حال |
کې یو خوا مغول دربار ته سوغاتونهو استول او هغوی ته يې خپله |
وفاداري څرګنده کړه. نو بل لور یې د مرهټه واکدار ته ماليه دچوت؛ |
چې د حاصل څلورمه برخه کېده ورکوله. خو مرهټه وو ته یې ماليه په |
دې شر ط ورکوله چې هغوی به دده چارو کې لاسوهنه نه کوي |
اسلام نګر |
په ۱۷۲۰ م کې بهوپال د یوه کلي غوندي و او دې کې تقریبا زرو |
کسانو ژوند کاوه. خو دوست محمد په اسلام نګر کې اوسېده ددې |
له لرغونې ماڼۍ سره جوخت هغه ځان له یوه ماڼۍ جوړه کړې وه. چې |
تر اوسه پاتې ده بهوپال له دې ځايه ۱۵ ميله جنوب ته دی |
د مرهټو او راجپوت سره په جنګ کې دوست محمدخان هېڅ ډول |
اصول نه منل.د اتلسمې پېړۍ په سر کې د هندوانو پر ځاوره داىېې |
ځان ځاني وه چې مسلمانان تر خپلو مینځو او هندوان تر خپلو مینځو |
په جنګ اخته وو له ١۱۷۱م کال نه تر ۵١۱۷م پورې دوست محمد |
د بهوپال شاوخوا څو ځلې د راجپوتو سره وجنګېدو. په پراسون |
نومي ځای کې دا جنګ څو ورځې روان و. په دې کې د هولي ورځې |
08:٨ : بهوپال د هندوستان پښتانه |
-٢۰٢- ی٢ کا خان |
شوې. دا هغه لمانځنې دي چې راجپوت هندوان پر یوه بل رنګ پاشي |
او د یوه بل کورونو ته ورځي. د راجپوتو مشر دوست محمد ته پیغام |
ورواستوو چې د دوی د مذهبي لمانځنو په وياړ دې څو ورځې جنګ |
بندي وکړي دوست محمد ورسره دا خبره ومنله خو دی پوهېدو چې |
د هولي په ورځو کې راجپوت نه يوازې لمانځنې کوي دوی بنګ هم |
څښې او خپله وسله یې| ېښي وي. يوه شپه دوست محمد خپل يو |
جاسوس د ګداګر په لباس کې د راجپوت پوځي کېمپ ته ورواستوو. |
چې حال راوړي هغه خبر راوړو چې ر راجپوت نشه دي. دوست محمد |
هم نور انتظار ونه باسلو او هم هغه شپه يې ورباندې چپاو وکړ او |
جنګ یې وګټلو د بېراسيه نه شل کیلو میټره لرې د جګدېش پور کلی |
و او د یو بل راجپوت ډلې مشر ناراسنګ راوچوهان دوست ته د خبرو |
اترو پيغام ورواستوو چې د سولې تړون ورسره وکړي. دوست دا |
وړاندیز ومنلو او له دواړو غاړو د ٢١ کسانو په بدرګه دوست او |
چوهان په جګدېش پور کې د تهال سیند په غاړه له یوه بل سره د ليدو |
فیصله وکړه د روغې جوړې لپاره ددې غونډې کوربه دوست محمد و |