text
stringlengths
0
136
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
‏دوست محمد خان‎ ٧۳۲
غوښتنو سره سم له خپلې سیمې هندوستان ته ورغلی و او په ډيلي
کې يې یوه اسلامي مدرسه پرانستې وه دی يې له ځانه سره خپل
کورته بوتلو ډوډۍ یې ورله ورکړه ها و کله چې د هغه ساه صورت پر
ځای شو . نو دوست محمد ورته خپل مشکل وویلو دی نږدې یو کال
د ملا جمالي په کور کې پاتې شو
ملا جمالي د بدخشان اوسېدونکی و او په ډیلي کې د ده د مدرسې
او دینی تعليم له کبله ډېرو خلکو پېژندلو هغه وخت مغول پاچا
اورنګزېب د اتيا کالو و او زیاتره به د ملک په جنوب کې په جنګونو
بوخت و. په جنوب کې د ده زامنو پخپلو کې ناندرۍ اېرۍ وهلې چې
د پلار ر تر مړينې وروسته به یې څوک پر تخت کښېني اورنګزېب ته
وفاداره د ده واليان چې افغان. ترک. هند او د مرکزي اسيا
اوسېدونکي وو د خپل قدرت د ساتلو لپاره ځان - ځان ته لګيا وو
مغول سلطنت په ټوټې کېدو و او هر چا غوښتل چې په راتلونکي کې
د واکدارۍ لپاره سمه لاره غوره کړي. په دې وخت کې اروپايي
ملکونو هم اندازه لګولې وه چې هند یو مهم ځای دی او د دو له خوا
هم تجارتي او سفارتې ډلې پرله پسې راروانې وې چې خپلې اغېزې
قوي کړي. انګرېز خو د ايسټ انډیا کمپنۍ دفترونه په مدراس او
بنګال کې ښه پاخه جوړکړي وو. د حيد رآباد او اودهه غوندې نوابيو
کې يې پوځ هم ساتلی و په دې وخت کې دوست محمد خان چې د
تیرا غرونو کې يې ژوند کړی و. د هند د هغه وخت کلتور ته سترګې
وازې نیولې وې دغه وخت ډیلی د بېلا بېلو قامونو او کلتورونو په
ورګډېدو ډېر پرمختللی ښار و. هر ډول هنرمندان. لیکوال. شاعران
او عالمان دلته راټول وو. خو دوست محمد خان ددغه يوه کال په
موده کې له ملا جمالي نه ډېره زده کړه وکړه له ژبې پرته يې د
بهوپال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
دوست محمد خان ‎۳٣‏
‏بېلابېلو مذهبونو کلتورونو او د دو د اخلاقو مطالعه او مشاهده
کوله او ځان به یې ورته برابرولو. دی به مشاعرو ته ورتللو . د لوبو او
س ځغاستې په سیالیو کې به یې ونډه اخیستله او د نظام الدین په
درګاه کې به یې قوالي اورېدله .
خو له دي هرڅه سره له هغه خپل هدف هېر نه وو... د مغول په پوځ
کې نوکري اوس هم دده ارمان وو. ملا جمالي هڅه وکړه چې دوست
محمدخان دینی زده کړو ته پام وکړي او د ده غوندي عالم شي. خو
دوست محمد خان دا نه غوښتل. نو اخر ملا جمالي ورته يو اس او
پېنځه اشرفۍ ورکړې چې ځان په مغول پوځ کې ورګډ کړي. هغه
وخت د اورنګزېب د وسله تون مشر میر فضل الله و
په ۱۷۰۴ کې دوست محمد ځان خپل لومړي مسلکي جنګ ته
حاضر شو. دا جنګ په ګواليار کې د بندیل کنډ سیمه کې و. ددې
ځای والي تردي بېګ له پاچا بغاوت کړی و او هم د ده د مخنيوي
لپاره د مغول پوځ ورواستول شو. دوست محمد په لومړۍ دسته کې
شامل و. خو ډېر ژر مغول پوځ په ګونډو شو. د تردي بېګ قومندان
کاشکوخان نومېده او سخت جنګیالی سړی و... دوست محمدخان د
تورې ګوزا رونه وخوړل او ټپي هم شو. چې ویې لیدل د ده پوځ په
بدحال کې دی. . نو فیصله یې وکړه قومندان ته ځان ورسوي ده خپله
نېزه راواخیسته او په هغه هاتي يې یرغل وکړ چې کاشکوخان پرې
سپورو. خو د هغه ساتونکيو | وهاتیوان ورباندې ګوزارونه وکړل
دوست محمدخان په دې هم بې حوصلې نه شو او ځپلې حملې يې
جاري وساتلې. دی په ځپلې روزنامچې کې کاړي
یو وخت هاتي دی په خپل خړتم کې ونیولو خو ده ترې ځان ن خلاص کړ
او د خړتم په مټ لوړ وروخوت او په یو ګوزار یې کاشکوخان ووژ
بهوېال ‏ د هندوستان پښتانه
00011953 ۲ 9٧
‎-٢٣۴٣۰-‏ دوست محمد خان
‏د قومندان په وژنه د تردي بېګ پوځ وارخطا شو او د مغول پوځ
ماتې په بري واوښته. اورنګزېب ته خبر ورکړی شو او ورسره د دوست
محمدخان د مېړانې کيسه هم ډیلي ته ورسېده. میرفضل الله هغه
خپل دربار ته وروغوښت او تابيا یې وکړه چې اورنګزېب یې وویني
‏په ‎٧۷۰۵‏ کې اورنګزېب ‎١٢‏ کاله د مرهټه وو سره له جنګونو
وروسته بېرته ډیلي ته راغلۍ دوست محمدخان اوس د ‎۳٣‏ کالو و
دی په خپله روزنامچه کې کاږي
‏يوه ورڅ دده لښکر د مغول باچا د معاینې لپاره اورنګ آباد ته
وروغوښتل شو. دی ليکي که څه هم اورنګزېب پاچا ډېر زوړ او
ستړی ښکارېده ولې دده شخصیت داسې و . چې دی پرې اغېزمن
‏شو. اورنګزېب پر ټولو عسکرو | و د دوی پر قومندانانو یو ځغلنده
‏نظر واچاوه| و بيا یې سترګې پر دوست محمدخان ابسار رې شوې. پر
ده يې غر وکړ: "ې ځوان روهيله راوړاندې شه | وماته ځان حاضر
که"
‏بيا ده فضل الله ته مځ ورواړاوه او ورته ويې ويل چې دا ځوان
ښکلی. قوي او د اوچتې کور رنۍ ښکاري. د دې خبرې تابيا يې وکړه