text
stringlengths 0
136
|
---|
غازیان یا غرغره شوي او یا هم په جنګ کې شهيدان شوي دي. |
د د انګرېزانو هغه ډلګۍ چې د بهوپال خواو شا له حملو راتښتېدلې |
وې هغوی هم دغې سیمې ته کډه ه کوله سکندر بېګم خپلو سردارانو |
بهوپال . د هندوستان پښتانه - |
00011953 ۲ 9٧ |
د سکندر بېګم واکمني ۷۳- |
ته امر کړی و چې دوی دې په لویو کلاګانو کې وساتل ش شي او د دوی |
تر څارنې لاندې دې وي |
وروسته بیا یو چا له سکندربېګم نه پوښتنه وکړه چې که انګرېزانو |
په دې جنګ کې کامیابي نه وای ترلاسه کړې .نو با به يې څه کولو |
هغې ورته په ځواب کې وويل "په دې حالاتو کې د بهوپال پوځ دا |
خبره یقیني کوله چې د دوی ,انګرېزان بې وسلې شي ادا د دسکندر |
بېګم هغه صلاحیت ښيي چې په یو سخت وخت کې د راتلونکې په |
اړه د پلان او تدبیر خاونده وه.) |
د غدر یا د ازادۍ له جنګ وروسته د برتانیې سلطنت بهوپال ته نور |
مراعات هم ورکړل د مننې پيغامونه. امتيازات او بادرۍ يې ورته |
اعلان کړې په ۱۸۵۸ کې د شاهجهان بېګم او باقي محمد د واده |
درې کاله وروسته د دوی لور وزېږيده. چې سلطان جهان نوم یې ورته |
ورکړو. هغه وخت شاه جهان د شلو کالو وه. مور يې د ۴۰ او انا |
قدسیه بېګم يې د ۸ کالو وه. يو کال وروسته به دې د بهوپال د |
نوابي په توګه رسمي واک ترلاسه کاوه. خو سکندر بېګم غوښتل چې |
په خپله د واک په ګدۍ ناسته واوسي هغې د انګرېزانو استازي ته |
لیک ورواستاوه |
د هغې دلیل دا و چې سکندر بېګم د پنځلسو میاشتو وه چې د |
هغې پلار ووژل شو:او ددې تر ځوانۍ یې مور واکمنه وه بيا دا واده |
شوه نو ځاوند يې نواب شو او اوس چې دې په غدر کې خپل |
صلاحیتونه انګرېزانو ته ښودلي نو واک ددې پر ځاې د هغې لور ته |
سپارل کېږي. چې تر اوسه د سیاست او واکمنۍ تجربه هم نه لري. په |
دې خبره برتانویان په مشکل کې بند شول. يوې خوا ته د سکندربېګم |
قوي شخصیت او د هغې د انتظام ښه والی و او بل لوري ته د دوی |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
پام٧011001 ,۸۸م 00102 |
د سکند |
۴۰ سکندار ېم واکمني |
خپل تړون او شرایط وو چې شاه جهان ته د مکملو اختياراتو په |
ورکولو يې د ښځې پاچاهي منلې وه. هغوی سکندر ته د نوابې د |
سرپرستۍ لپا ره ټول عمري اختيار ورکاوه خو دې ورسره نه منل او |
پر دې به یې ټینګارکاوه چې دا به پخپله ټول عمري نوابه وي. |
د د انګرېزانو استازي رچمنډ شېکسپیېر بهوپال ته ورغلو او له شاه |
جهان بېګم سره يې يوازې د لیدلو غوښتنه وکړه. په دې غونډه کې |
شاه جهان هغه ته خپله فیيصله واوروله. هغه دا چې د خپلې مور د |
نوابۍ لپاره په خپله خوښه له واکه لاس اخلی په دې فېبصله د |
انګرېزانو ستونزه حل شوه. دا فیصله انګرېزانو په . ۰ کې په یوه |
رسمي دربار ر کې اعلان کړه ه او د لومړي ځل لپاره یوه مسلمانه ښځه |
سکندربېګم د بهوپال واکمنه او د هغې لور شاهجهان بېګم يې ځای |
ناستې شوه. |
له دې اعلان سره سکندربېګم سمدستي يو څه ارامه شوه و |
بهوپال کې اوس د هغې پښې ټینګې شوې. د دښمنانو له خوا هغه |
خطر کم شو چې هر وخت به ورسره و. اوس هغې کولای شو چې له |
بهوپاله بهر ووځي او د یو څه وخت لپاره اداري کارونه خپلې لور ته |
پرېږدي. د باقي محمد په موجودګۍ د پوځ له خوا هم بې غمه وه. هم |
دا حالات وو چې هغې د حج لپاره ملا وتړله. |
په ۱۸٨١ کال د نومبر په میاشت کې سکند ربېګم له خپلې مور |
قدسیې بېګم او ماما مویز پوځدار سره یو ځای د حج لپاره مکې ته |
روانه شوه دا سفر په دې لحاظ تاريخي دی چې تر دې وړاندې د |
هندوستان یو واکمن هم چې ښځې او نارینه دواړه په کې شامل وي. |
پخپلې واکمنۍ کې حج ته نه ووتللي. لههغې سره ۱۵۰۰ کسان مله |
وو. دا سفر لومړی په سړک بيا په اورګاډي او بيا په دریو سمندري |
بهوپال . د هندوستان پښتانه |
00011953 ۲ 9٧ |
د سکندر پېګم واکمنی ۵۰- |
بېړیو ترسره شو. ددې لپاره په میاشتو مياشتو تيارۍ شوې وې. په |
لویو سردارانو کې د هغې دیوان مولوي جمال الدین.د پوځ قومندان |
يو شمېروزيران. . جاګیردا ران. ډاکټران نرسانې .ساتندویان. |
خانسامان رډوډۍ پخوونکي؛ . نایان. دوبیان . ښځینه خدمتګاري |
پياده او قاصدا 7-7-77 1 |
کاروان په شکل د سړک له لارې په پیلانو او اسونو سپاره مهارګام ته |
ورسېدل هلته په اورګاډي کې ممبۍ ته ولاړل او په ۱۸٨۴ م کال د |
جنورۍ پر شپږمه نېټه د سمندر له لارې جدې ته روان شو. یوه بېړۍ د |
خاني او دوه بادباني وې. ٠٢ ورځې وروسته دوی جدې ته ورسېدل |
خو د دوی سفر له مشکلاتو او ستونزو ډک و |
جدې ته په رسېدو د ترکیې يوه والي (ګورنر» او د مکې معظمې |
شریف شيخ عبدالله بن محمد ابن عاون دوی ته د توپو په ډزو سره |
رسمي هرکلی وکړ. خو د دوی د دومره لویې ډلې راتلل او ځایول ګران |
کارو په بندر کې د سکندر بیګم د قیمتي سامانونو د تلاشي په |
پلمه د هغې د لرګي يوه پېټۍ ماته کړی شوه او له هغې نه کالي او |
ګاڼې غلا شوې د هغې په قیمتي سامان د مالیې غوښتنه وشوه د |