text
stringlengths 0
136
|
---|
لور شاه جهان بېګم اتالیق و. په دې دور کې د بهوپال رسمي ژبه د |
فارسي پر ځای اردو وټاکل شوه |
-۷۷ |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
6666 0 090165 |
د سکندر پیګم واکمني ٧۷۰ |
د حکومت او ادارې په ډګر کې يې د بهوپال ښار سړکونه پراخه |
کړل. چې د اس ګاډي پکې تېرېدای شوی. د شپې په لارو کوڅو کې |
په هر پنځوس میټره واټن کې د تېلو څراغونه بلېدل د هندوانو او |
مسلمانانو لپاره یې بېل بېل سرایونه جوړکړل د يو لوی روغتون او |
بې شمېره وړوکلبنيکونو برسېره يې د وګړو د روغتيا لپاره قانون |
جوړکړو او حکیمانو ته امر وشو چې د هندوانو او مسلمانانو لپاره |
دې د هغوی د مذهبي حساسیت په احترام بېل بېل داروګان جوړکړي |
ددې په دور کې د لومړي ځل لپاره د پور ورکولو سیسټم پيل شو. |
خلکو به له حکومته پور واخيست او وروسته به يې په اسانو |
قسطونو پرې کاوه. د حکومت له خوا د ځنګلونو يوه څانګه هم |
پرانستل شوه چې د چاپېریال ساتنه وکړي او په ناقانونه توګه د ونو |
پرېکولو مخه ونیسي. په دې وخت کې له نور هند سره د بهوپال. د |
مځکې له لارې د نښلولو لپاره د اورګاډي پټلۍ په جوړېدو لاس |
پورې شو. خو هغه د اورګاډي لیدو ته ژوندۍ پاتې نه شوه. لومړی |
اورګاډی په ۱۸٨١ کې د خاني انجن سره راغی. |
د سکندر بېګم مشکلات |
د سکندربېګم کورنۍ ته وفاداره د پوځ مشر بخشي بهادر |
محمدخان مړ شو نو د ده مشر زوی صدر محمد د پوځ د قومندان |
وظيفه ترلاسه کړه. خو دوه کاله وروسته صدر محمد هم په ځوانه |
ځوانۍ کې مړ شو او د پوځ مشري د ده کشر ورور باقي محمد ته |
وسپارل شوه قدسیې او سکندر د نورو خپلوانو په پرتله د پښتنو په |
دې کورنۍ ډېر زيات اعتماد کاوه ددې کورنۍ غړيو د قدرت او |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
٢٣٢ نتا ته و واکمنی |
واک پر ځای مسلکی جنګ او د دوست محمد له کورنۍ سره د پت |
پاللو لاره خپله کړې وه |
د سکندر بېګم لور اوس د پېغلتوب په درشل کې وه سکندربېګم |
له انګرېزانو نه هم هغه ژمنه ترلاسه کول غوښتل چې يو وخت د دې |
مور قدسیه بېګم د خپل خاوند نذرمحمد له مړینې وروسته غوښتې |
وه |
دواړو مېرمنو انګرېزانو ته دا ښودله چې دوی د حکومت کولو |
وړتیا لري. سکندر بېګم لیدل چې د انګرېزانو استازی هومره مخالف |
نه وو. لکه ویلکینسن چې وو. تر ټولو مهمه خبره دا وه چې د برتانيا |
پر شاهي تخت يوه ښځه ناسته وه. په دې حالاتو کې سکندربېګم د |
لیک له لارې له انګرېزانو سره اړیکي ساتلی وو او د خپلې لور |
شاهجهان بېګم د نواب کېدو په لړ کې یې خپل شرايط وړاندې کړل. |
په دې کې تر ټولو مهم شرط دا و چې د شاهجهان بېګم له واده |
وروسته به د هغې خاوند نه يوازې دا چې نواب نه وي بلکې انتظامي |
اختيارات به هم نه لري. د بېلګې په توګه یې ورته د ملکې ویکټوریې |
د خاوند شهزاده البرټ نوم وليکلو دویمه دا چې د شاهجهان بېګم |
لپاره د یوه مناسب خاوند غوره کوله اختيار ر به يوازې د سکندربېګم |
په لاس کې وي او درېیم دا چې سکندربېگم به تر مرګ پورې د خپلې |
مځکې نوابه وي. په دې لیکونو کې سکندربېګم د ملکې ويکټوريه |
نوم بيا بيا ياداوه. مانا يې دا وه چې که انګرېزانو ته يوه ښځه |
واکداره عیب نه دی نو باید د بهوپال لپاره هم عیب ونه ګڼل شي |
په ۱۸۵۴ کې چې شاهجهان بېګم د ٢١ کلونو شوه. نو د هغې |
لپاره د خاوند په لټون سکندربېګم د ټول هند د بېلا بېلو پښتنو |
کورنیو او قبیلو ٢١ زلمیان هند ته راوبلل. د دوی ښې مېلمستیاوې |
بهوپال د هندوستان پښتانه : 0 |
00011953 ۲ 9٧ |
د سکندر پېګم واکمنې 0٠ |
وشوې او ځینې په کې د څو ورځو وروسته ولاړل. په اخر کې يوازې |
شپرٍ ځوانان پاتې شول چې ټول د دوست محمدخان د لمسو اولادونه |
وو سکندربېګم دوی هم رخصت کړل| وانګرېز استازي ته يې |
وليکل. په دوی کې یو ځوان هم زما د لور وړ نه دی. دا چې سکندر |
بېګم ولې دا کار ر وکړ لومړی خو دا چې هغې انګرېزانو ته ښودل چې |
دا د ځپلې لور شاهجهان خوښې ته هم ګوري کله چې دې ٢١ زلمي |
بهوپال ته راوبلل. نو انګرېزانو ته یې دا ولیکل چې هغه غواړي د دې |
لور په خپله ځان ته میړه خوښ کړي او په دې خبره کې يو څه حقيقت |
هم وو. ځکه له ځینو ځوانانو سره شاهجهان بېګم د لیکونو له لارې د |
مینې لنډمهالی تعلق هم پاتې شوی و. ډېر ځوانان یوازې په دې حرص |
بهوپال ته ورغلي وو چې له يوې ښکلې او ځوانې شهزادګۍ سره به |
هم واده وکړي او د مسلمانانو د یوې پراخې نوابۍ واکمن به هم شي. |
ان تر دې چې په دې ځوانانو کې د مغول واکمنې کورنۍ یو شهزاده |
هم شامل و. اورکزیو ځوانانو خو دا خپل حق ګاڼه. خو سکندر بېګم نه |
غوښتل چې هغه خونړی تاریخ بېرته تکرارشي. د واک پر سر د هغې |
په ځپل ژوند تېری د هغې ياد و .په ۱۸۵۴ کې سکندربېګم د د خپلې |
مور قدسیې سره د سلا مشورې وروسته د بهوپال د پوځي ځواک |
مشر سردارباقي محمدخان چې د بخشي بهادرمحمدخان زوی و خپل |
دربار ته راواباله او هغه ته یې امر وکړ چې له شپاړس کلنې شاهجهان |
سره دې واده وکړي. باقي محمد په دې خبره حیران پرېشان پاتې شو |
سکندر ته یې زارۍ وکړې چې دی د بهوپال یو خدمتګار دی او نشي |
کولای چې په شاهي کورنۍ کې وردننه شي. دويمه دا چې هغه لا |