text
stringlengths 0
136
|
---|
کې ښځه نشي واکمنه کېدای ددې په ځواب کې به قدسیې د برتانيا |
د ملکې ویکټوريه مثال ورکاوه چې د دومره لوی سلطنت د واکمنې |
په حيث انګرېزانو ته د منلو وړ ده نو ولې بيا په دې وړوکې نوابۍ |
کې د ښځې واکمني نه مني. په ۱۸۴۱١ کې ویلکینسن مړ شو. نو د |
هغه پر ځای د انګریزانو استازی هېنري ټریوليان په بهوپال کې |
وټاکل شو : |
نوي استازي له نژدې نه په بهوپال کې حالات وڅارل د دواړو غاړو |
خبرې يې واورېدې نو په خپل رپورټ کې يې وليکل چې دوی د |
جهانګیر په ملاتړ یوه ډېره غلطه تګلاره يا پاليسي خپله کړې ده ده |
وار په وار جهانګیر ته د هغه کمزورۍ په ګوته کړې او د اصلاح |
غوښتنه یې ترې وکړه |
په ۱۸۴۴ کې جهانګیر د پښته ورګي په ناروغۍ اخته شو او ډېر |
ژر يې حالت خراب شو ځپل مرګ ورته نزدې ښکاره شو او خپلې |
مېرمنې ته یې ليک ورواستولو د خپلې پخوانۍ مینې واسطه يې |
ورکړه او ورته یې وویل: که هغې ورسره ګډ ژوند کولی نو ده به د - |
بهوبال د هندوستان پښتانه ..-- : 80 |
00011953 ۲ 9٧ |
د قدسیې بېګم واکمني ۷٧٧ |
ښه نواب په توګه حکومت کړی وای. د هغه لور شاهجهان بېګم اوس |
د شپږو کالو وه |
سکندر ر بېګم چې د دا لیک تر لاسه کړ. نو هغې ځپل خاوند وبښلو |
د خپل قتل سازش یې هم هېر کړ | و له خپلې لور ر سره یو ځای له اسلام |
نګره بهوپال ته روانه شوه. |
دې نژدې يوه اوونۍ د خاوند له کټ سره تېره کړه ' هغه د خپلې |
ماشومې لور په ليدو ډېره خوشاله و ځو د اونۍ په پای کې د |
جهانګیر پلار او د هغه ماما له سکندر ربېګم نه غوښتنه وکړه چې له |
دې ځايه دې ولاړه شي. د جهانګیر د ژوند ور روستۍ شېبې وې او |
امیر محمد په دې پوهېدو که سکندر بېګم د جنازې پر وخت هلته |
موجوده وي نو د نوابۍ دعوه به وکړي. همدغه وجه وه چې خپله نږور |
او لمسۍ یې په زوره له ماڼۍ وویستلې مور او لور دواړه په سرو |
سترګو په ګاډي کې کښېناستې خو نیمايي لاره کې خبرې شوې چې |
جهانګیر ساه ورکړه. |
د هغه د مرګ سره سمدلاسه امیر محمد انګرېزانو ته دا ولیکل چې |
جهانګیر نارينه اولاد نه لري او حکومت د نارینه وو کارو. نو ځکه د |
نوابۍ حقدار او د خپل زوی وارث دی. دده له دې د عوې سره د |
اورکزیو په کورنۍ کې د دوست محمد نور لمسي هم راپورته شول او |
د خپل حق غوښتنه یې کوله. قدسیې بېګم یو واري بيا د خپلې لور د |
حق لپاره نوي استازي ته ليک ورواستاوه .د انګرېزانو له لیکنو |
دا سې ښکاري چې دوی هغه وخت کې سره له دې چې د انګلستان او |
ټول هند واکمنه ملکه ويکټوريا وه خو په بهوپال کې يې د يوې |
مسلمانې ښځې واکمني نه پرېښوده. دوی د نوابۍ لپاره د قدسیې |
بېګم د د ورور موعېز پوځدارخان پلوي کوله |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
000163 1٨۴6 |
د فد سيې بېګم و |
- ۷۳۲- اکمني |
په ۱۸۴۵ کې دوی اعلان وکړ چې د بهريال نوايه به اوه کلنه |
ماشومه شاهجهان بېګم وي چې د خپل پلار وارثه ده |
دا چې هغه د اوو کالو ماشومه وه. نو ځکه د هغې پر ځای د |
قدسیې بېګم تر ټولو کشر ورور موعېز پوځدا رخان به د هغې لپاره |
فیصلې کوي یانې عملا پوځدار خان واکمن و. خو سکند ربېګم به د |
خپلې لور سرپرسته وي او پوځدار به په حکومتي معاملو کې له هغې |
نه مشورې اخلي له دې فیصلې سره د امیرمحمد او د هغه د پلويانو |
دعوو ته د پای ټکی کېښودل شو. .خو د قدرت او حکومت تږي |
امیرمحمد په دې فیصلې بيا تورې ته لاس کړ لښکر يې جوړ کړ او |
بغاوت یې اعلان کړ خو په دې نه پوهېده چې اوس د هغه مقابله له |
ښځې سره نه بلکې انګرېزانو سره وه په یوه معمولي جنګ کې يې |
ماتې وخوړه او ګرفتار شو انګرېزانو دی په بندي ځانه کې واچاوه او |
هم هلته نهه کاله وروسته په ۱۸۵۴ کې مړ شو. قدسیه بېګم له خپلې |
لور او لمسۍ سره لکه د فاتح په ۱۸۴۵ کې د نوابۍ ګاډي کې یو |
واري بيا بهوپال ښار ته ورداخله شوه د سړک دواړو غاړو ته خلک |
ددې د هرکلي لپاره راوتلي وو |
په شاهي ماڼۍ کې د سکندر بېګم او د پوځدارخان تر سیوري |
لاندې حکومتي کارونه پيل شول. خو انګرېزانو ته ډېر ژر اندازه |
وشوه چې په یوه تېکه کې دوې تورې نه ځايېږي. سکندر انګرېزانو ته |
وليکل: دا کار کول غواړي خو اختيار نه لري. انګرېزانو همدا خبره |
معلومه کړه او پوځدارخان یې له خپلې دندې لرې کولو ته اړ کړ |
پرپزریر |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
00011953 ۲ 9٧ |
دل ت : ك |
د سکندر بېګم نوابي |
بهوپال د هندوستان پښتانه |