text
stringlengths 0
136
|
---|
به یې کله کله له نورو ښځو سره خپل غر ورګډ کړو. ددې د وروستیو |
کلونو يو انځور پاتې دی چې پکې دا يوه لوړه او نرۍ مېرمنه |
ښکاري په سریې لوپټه او په سترګویې عینکي دي |
په بهوپال کې د موتي مسجد په نامه د جامع جومات تر جوړېدو |
وروسته یې د پرانستنې مراسمو ته ولاړه خو په ټول وخت کې د دې |
لوی انګړ د یوې ونې سيوري ته ناسته وه او سترګې يې ټیټې نیولې |
وې. . وروسته چې له دې پوښتنه وشوه چې ولې يې د دې دومره ښکلي |
جومات منارونو او ګنبدې ته نه کتل. نو دې وويل: ''زه وېرېدم هسې |
نه ددې په لیدو سره به په ما کې غرور پيدا شي.'" |
دا به د ښار په لارو کوڅو کې پلې ګرځېده. د غریبو خلکو کورونو |
ته به ناڅاپه وردننه شوه چې د هغوی حالت له نژدې وګوري. د ماڼۍ |
په چمن کې يې یوه لویه ټلۍ اېښي وه او خلکو ته يې اعلان کړی و |
چې که هر څوک کومه ستونزه لري نو دا ټلۍ دې وغږوي. ددې د |
ماڼۍ په وره کې هر ورځ دوه منه ۰ کیلو غنم اېښودل کېده. د |
سهارلمانځه وروسته به ضرورتمندو ته وېشل کېدل. په لومړي ځل |
يې د څښلو اوبو لپاره په بهوپال کې يو نل «پایپ تېر کړ. د اورګاډي |
پټلۍ د غزولو لپاره یې له خپلو شخصي پیسو پانګه ورکړه. په مکه |
او مدینه کې يې د بهوپال د حاجيانو لپاره سرایونه واخيستل. .چې |
اوس هم شته په خپل باغ کې به یې له عامو خلکو سره لیدل د هغوی |
ستونزې به یې اورېدې او مرسته به یې ورسره کوله. د ریاست خزانه |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
00065١ 661٨ |
٣ د قدسبې بېګم واکمني |
او خپله شخصي پانګه يې بېله کړه له خپلې ماڼۍ يې د لاسي ګنډلو |
کار پيل کړ. ښځې یې په کې په کار ولګولې او د خبل پخلنځي خرڅ |
به یې له دې پیسو پوره کاوه ډېر ژر هغې د عامو خلکو زړونه وګټل |
خلکو به يې ډېر درناوی| و احترام کاوه |
په ۱۸۳۵م کې سکندر بېګم جهانګیر ته واده شوه او شپاړس کاله |
وروسته د امير محمد سره شوی لوز پوره شو. د دوی دواړو واده د |
دښمنو کورنیو تر منځ داسې یووالی و چې د مینې او محبت پر ځای |
په کې تربګني او رقابت ډېر و له واده سمدستي ور روسته انګرېزانو |
له قدسیې بېګم غوښتنه وکړه چې نوابي دې جهانګیر ته وسپاري. خو |
قدسیې وویل د هغې زوم لا تراوسه نوابۍ ته تيار رنه دی. سکندرې |
او جهانګیر چې ګډ ژوند پیل کړ. نو هغه خپل خاوند ته وفا وار شو |
او دې په خپله له موره وغوښتل چې واک دې د هغې خاوند ته |
وسپاري. د دواړو کورنیو ترمنځ اړیکي خړپړ وو امیر محمد په خپله |
دا باور درلود چې قد سیه به چېرې هم واک د هغه زوی ته نه پرېږدي |
ده يو واري بيا د بغاوت جنډه راپورته کړه د بهوپال له ښاره بهر |
سيهور نومي ځای کې يې مورچې ونیولې او پوځ يې وربرابر کړ |
قدسیې ډېر په مېړانه دا جنګ وګټلو. خو اوس انګرېزانو ورودانګل |
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر یو ليک قدسیې ته ورواستولو چې په |
کې يې په دې خبرې ټینګارکړی و چې هغه دې واک خپل زوم ته |
وسپاري. د قدسیې بې له دې نور وس ونه رسېد چې له بهوپال ښار نه |
د اسلام نګر کلا ته ولاړه شي برتانیا هغې ته اته سوه و شپاړس کلي |
په جاګیر کې ورکړل او د یولسو توپو د سلامي اعزاز یې هم ور په |
بهوبال د هندوستان پښتانه |
00011953 ۲ 9٧ |
د قدسیې بېګم واکمني ۵۷۰ |
٧ کې جهانګیر محمد په یوه ځانګړي دربار کې د بهوپال نواب |
وټاکل شو هغه له نواب کېدو سره سمدستي قدسیې بېګم ته پتمن د |
پوځ مشر بخشي بهادر محمدخان ته وړاندیز وکړ. چې که د قدسیې |
بېګم له ملاتړه لاس واخلي نو لویې مځکې به په انعام کې ور ي |
بهادرخان ورته په ځواب کې وویل |
"زه په بد وخت کې د خپل مریې سره نیمه وچه ډوډۍ خوړی شم خو |
د یوه ډارن او ناسیاله کس په خدمت کې د مال خاوند نشم کېدی." |
ده له خپلو دوو زامنو صدرخان او باقي خان سره یو ځای خپلې |
تورې د تیکو نه واېستلې او له هغې ډلې سره روان شول چې په کې |
قدسیه بېګم د اسلام نګر د کلا پر لوري روانه وه |
د جهانګیر د نواب کېدو سره سم د بهوپال فضا بدله شوه. په ماڼیو |
کې د رقص او سرود محفلونه شراب او د مېلمستاوو دوران پیل شو. |
دی په خپله یو شاعر و او ارام ژوند يې خوښېده. د زمري ښکار. د |
نورو ښځو سره روابط او د شرابو څښل ورته عیب نه ښکارېدل |
ده په بهوپال کې یوه نوې سیمه د جهانګیر اباد په نوم ودانه کړه. د |
پوځ لپاره یې چاوڼۍ او د ځان لپاره يې يوه نوې ماڼۍ جوړه کړه. |
سکندر بېګم به هره ورځ د خپلې مور قدسیې بېګم پوښتنې ته اسلام |
نګر ته ورتله. د جهانګیر نواب په دربار او مېلمستیا کې به انګرېزان |
هم شامل وو |
سکندر بېګم به په هره موقع له خپل خاوند سره مله وه. یوه ورځ د |
انګرېزانواستازي ویلکینسن چې هر وخت به د جهانګیر نه تاوېدو |
راتاوېدو. سکندر بېګم ته ورنږدې شو. د هغې د الماسو غوږوالي ته |
يې لاس يوړو او ویې ويل |
"بېګم صېب ستا کالي څومره ښايسته دي" |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
00011953 ۲ 9٧ |
۵۸٨۰ د قدسیې بېګم واکمني |