text
stringlengths 0
136
|
---|
سکندر بېګم د ټولو خلکو په وړاندې ویلکینسن ته پر مخ يوه |
څپېړه ورکړه او په قهر یې ورته وویل |
ِ1," ویلکینسن صېب ته نه یې خبر چې يوې پردۍ مسلمانې ښځې ته |
لاس ور ړل د هغې سپکاوی وي.'' : : |
امیر محمدخان او د هغه د ډلې له خوا اوس دا سازشونه کېدل چې |
څرنګه سکندر بېګم له مېنځه یوسي. ځکه له قانوني پلوه دا نوابه وه |
او سره له دې چې جهانګیر په نامه د بهوپال نواب و. خو عامو خلکو |
اوس ن هم د قدسیې بېګم او د د هغې د لور سکندر بېګم درناوی کاوه. د |
جهانګیر له لارې امیرمحمد خپله غوښتل چې واکمن شي. اخر يې |
خپل زوی دومره ولمساوه. چې خپله مېرمن ووژني دده د واده درې |
کاله شوي وو. سکندر بېګم اوس حامله وه او په څو ورځو کې دننه |
يې ماشوم کېده. دا به د شپې خپله کوټه کې يوازې ویدېده جهانګیر |
به د خپل عېش و نوش له محفلونو د شپې ناوخته ورتلو. |
یوه شپه سکندر ر بېګم د هرې ورځې په شان په خپل کې کټ ملاسته |
وه هغې بهر د اس د راتلو غْرٍ واورېدو. خوشاله شوه چې جهانګیر نن |
شپه د وخته کوټې ته ورروان و د پښو ښکالو یې تر غوږو کېده. .خو |
هغې د لوی کټ له پردو نه اندا زه لګوله. راتلونکی د د برنډې پر پونړو |
د ختلو پروخت د برنډې پر څنډو ب بلېدونکي ر روغني څراغونه هم یو |
یو مړه کړل نابیره سکندر بېګم پوه شوه چې د خاوند په جامه کې یې |
اجل راروان دۍ هغې د چپرکټ له پردو کتل چې د هغې ځاوند |
جهانګیر توره په لاس کوټې ته ورننوتو. دا ساه نیولې ملاسته وه |
مرګ ترېنه څو ګامه لرې و په دې وخت کې هغې ځان په څادر کې |
تاور راتاو کړ او یو غټ بالښت ېې په ځان کېښود جهانګیرد تورې یو |
زورور ګوزار وکړو او د هغې په تېره څوکه يې په ګوته د تودو وینو |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
00011953 ۲ 9٧ |
د قدسیې بې بېګم واکمني -۵۹۰- |
احساس وکړو نو پوه شو چې د هغه اندازه سمه وه ښځې له د تورې |
يو ګوزار کافي وي سمدلاسه يې پښې سپکې کړې او له کوټې |
ووتلو بهر پيرادارن حیرانه وو چې جهانګیر نن شپه بېرته په اس |
کښېناستو او په تلوار له ماڼۍ ووتلو خو ورسره د سکندر بېګم |
چیغې يې واورېدې او چې دوی دننه ورمنډې کړې نو ګوري چې د |
سکندربېګم کټ په وینو لړلۍ دی |
د تورې ګوزار نیم په بالښت او نيم د سکندربېګم په مړوند او ملا |
شوی و. هغې د ملهم پټۍ امر وکړ او چې سپېدې چاودېدې نو د |
خپلو ساتندويانو په بدرګه د خپلې مور قدسیې بېګم پر لوري اسلام |
نګر ته روانه شوه |
په بهوپال کې ډېر ژر دا خبر خپور شو چې جهانګیر د شپې د خپلې |
مېرمن ۵ وز ژلو هڅه کړې وه په دې پېښې سره د عام ولس له سکندر |
بېګم او قدسیې سره نور هم زړه سوی پيدا شو |
د امیر محمد او غوث محمد د کورنۍ تر منځ هغه معمولي رسمي |
اړیکي چې پاتې وو په دې کړنې او عمل سره هغه هم له مېنځه ولاړل |
اوس په جار دښمني پیل شوه |
په اسلام نګر کې د بختي بهادر. محمدځان اود سپې نور |
وفاداره اميران د مور او لور دواړو تر څنګ ود رېدل له حملې دو |
میاشتې وروسته د سکند بییګم لور وزېږېدله او نوم يې شاه ټیان |
بېګم ورباندې کېښود |
اوس بهوپال عملا په دوو برخو وېشل شوی و مور او لور په اسلام |
نګر او جهانګير له بهوپاله حکومت کاوه قد سیه بېګم يو وارې بيا |
فعالعه شوه او انګریزانو ته یې داسې پېغامونه ورلېږل چې د هغې پر |
لور له وژونکي بريد وروسته جهانګیر د واکمنۍ حق بایللی دی او |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
00011653 ۲ 9٧ |
انځورونه |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
څلور |
0001965 ۲ 9۷ |
بهوپال د هندوستان پښتانه |
انځورونه |
000193 ۲ 99٨ |
14 د قدسیې بېګم واکمني |
بايد چې سکندر بېګم د بهوپال واکمنه اعلان کړل شي خو د |
انګرېزانو استازي هم هغسې د جهانګیر ملاتړ کاوه. د وخت په |
تېرېدو سره د بهوپال وضعه په خرابېدو شوه د قدسیې هغه |
کارکوونکي چې د خلکو د ستونزو حلولو ته به تيار وو اوس د |
جهانګير خپلو خپلوانو په پيسو اخيستي وو. کله چې خزانه په |
تشېدو شوه نو ویلکینسن په دې وخت کې جهانګیر ته خبرداری |
ورکړ چې خپل چلن دې سم کړي |
انګراېزانو د قدسیې بېګم غوښتنې ته ځواب ورکاوه چې په بهوپال |