text
stringlengths 0
136
|
---|
خدمتګار هم را ټول شول.چې په دې خبره غور او فکر وکړي |
چې پن دې وخت کې مونږ له څه کول په کار دي. کانګرس د |
هندوستان په هره صوبه کې د جدوجهد دپاره يو ډکټیټر مقرر |
کړی و .د غسې زه يې د دې خپلې صوبې ډکټېټر مقر ر کړی |
وم ما ته دې اجلاس کې حاجي فقيرا ځان ووې چې ته خو د دې |
صوبې ډکټېټر مقرر شوی يې. مونږ څه له راغواړې حکم کوه |
مونږ به د هغې تعمیل کوو .ما ورته ووې چې دا خبره ځو ټیک |
ده.ځو زما په طبیعت کې ډکټیټري نشتهزه به هر يو کار د |
ملګرو په مشوره باندې کومد يو دماغ په ځای به د ډېرو |
دماغونو فېصله غوره وي.په اجلاس کې د هزارې حاجي |
- ۳ |
زما ژوند او جد و جهد |
فقیراخان ووې. چې مونږ له په کار دي چې تارونه پرې کړو او |
پلونه وران کړو.ما ورته ووې دا تشده دی ځو بيا به هم تا له |
اجازه درکړم خو دومره وايم چې کوم سړی تار پرې کړي يا پل |
وران کړي. نونېغ به تاڼې له ورځې او رپوټ به کوي چې دا کار |
ماکړی دی. ځکه چې زه د پیرنګيانو حکومت نه غواړم د دې |
فايده به دا وي چې ددې کار په وجه به د دغه کلو عامو خلکو |
باندې تشدهد نه کېږي هر څه سزا چې وي دی به برداشت کوي |
اوکه داسې ونه کړئ. نو د کلو په خلکو به ډېر تشدد وشي او |
د هغوی چې مونږ سره کومه همدردي ده هغه به ختمه شي نو |
دغه تجویز په ځای پاتې شو بل تجویز ما وړاندې کړو چې |
مونږ له اول وفدونه هر يو عدالت او هر يو ديسي افسر له لېږل |
په کار دي چې دوی ته ووايو چې کوېټ انډیا قرار داد پاس |
شوی دی نو تاسو له په کار دي چې نوکري پرېږدئ. بل دا |
تجویز پاس شو چې د پیرنګيانو په عدالتونو به چپاوونه کوو |
او د کرسو نه به يې پاڅوو او عامو خلکو ته به وايو چې خپلې |
فېصلې کور کې پخپله کوئ پیرنګيانو له مه ځئ دا ځو زمونږ |
د قوم او ملک دښمنان دي.او پیرنګيان خپل حکومت په مونږ |
باندې هم د دې نوکرانو په ذريعه چلوي. ځو چې زمونږ |
وفدونو پوره نتیجه ورنه کړه نومونږ بیا چپاوونه شروع کول. |
جپاوونه: |
په پېښور.مردان. کوهاټ او بنو کې خدايي خدمتګارو د |
ضلعو په کچ رو باندې چپاوونه شروع کړل. اول اول خدايي |
خدمتګار چا نه ګرفتارول. بلکې په بې دردۍ سره به يې ووهل |
زا |
٢هو ھت تت |
زما ژوند او د و جهد |
دا وهل به پولیس کول او د پولیس سره به د خانانو او اربابانو |
ډنډه مار هم د کومک دپاره ملګرې وو.او څه مومند يې هم د |
خدايي خدمتګارو د وهلو او د سرکار د امداد دپاره را |
غوښتي وو په مردان کې هم دغه حال و .مګر هلته د ځانانو |
ډنډه مارنه وو. د سوات باچا میاګل صاحب ډېر سواتیان د |
دوی د وهلو دپاره د سرکار په امداد کې رالېږلسي وو. دې |
ظالمانو به په داسې ناترسئ وهل کول چې زه يې بيانولی نه |
شم د چا سر او پښه به يې نه کتل او اکثر به يې خدايي |
خدمتګار د غوبل د غوايانو په شان په نېغو وهل. اکثر |
خدايي خدمتګار به زخميان شولء دچا سر مات. د چا لاس او |
د چا پښې. څوک به په وهلو کې مړه شولء د پېښور د ډپټي |
کمشنر په دفتر چې خدايي خدمتګارو چپاو وکړو نو د نورو |
کوتک مارو سره ډپټي کمشنر مرزا سکندر پخپله کوتک په |
لاس راووتو او په خدايي خدمتګارو يې را باندې |
کړل.حالانکه پیرنګيانو مونږ پسې کوتک را اخستی نه |
دی.!ر نه يې پځپل لاس مونږ وهلي یو .خو دې مسلمان ورور |
مونږ پسې کوتک را اخستو او په دې وهلو ټکولو کې به |
خدايي خدمتګارو بياهم د ایډيشنل پولیس او انتظامي |
پولیس دايرې ماتې کړې او په کچرۍ به ورننوتل»او حاکم که |
به پیرنګی و.ورته به يې وويل چې پیرنګيه ته د اووزرو میلو |
نه راغلی يې. دا زمونږ ملک دی.دا مونږ ته پرېږده او ته ځپل |
ملک ته ځه او که ديسي به ونو ورته به يې وويل چې قوم |
فېصله کړې ده چې ته د پیرنګيانو نوکري پرېږده. سید اکبر |
خدايي خدمتګار د سکندر مزرا په ګذار په زړه ولګېدو او |
سرو ده پ8پ-. 011 |
سم وو ی 0/2 م١۸ ده نه |
زما ژوند او جد و جهد |
دغلته شهيد شو. پیرنګيانو پخپل لاس وهل نه کول. ددې |
چپاو لوی کمانډر د ګوجرو ګړۍ شاکرالله باچا و. چې دا |
چپاوونه يې دومره په بهادرۍ او هوښيارتیا منظم کړي وو چې |
هغه پیرنګیان چې ده سره یې مقابله کوله پر ې قایله وو. |
د مردان د چپاو کمانډر سالار منير ځان و او بيا عبدالعزیز |
ځان و هغه هم ډېر په بهادرۍ دغه چپاوونه چلولي وو.د |
چپاوونو زور په لويه پیمانه يا پېښور کې و يا مردان کې و. |
مردان کې به دهرې کچرۍ په وړاندې پولیس او ایډیشنل |
چاپیره کوتک په لاس ولاړوو. خدايي خدمتګار به |
راغللنعره تکبير الله اکبر. فخر افغان زنده باد چغې به يې |
ووهلې او د پولیس او ایډيشنل ګيره به يې ماته كړه او په |
کچرو به ورننوتل او دې پولیس اوکوتک مارو به پرې را |
باندې کړل مات ګوډ به يې کړل بيا به يې لارۍ کې واچول او |
چېرته لرې به يې وغورځول ما به د دې چپاوونو د حالاتو |
معلومولو او د سلا مشورې دپاره دورې کولې خو حکومت زه |
نه منع کولم؛ اخر د حکومت پاليسي بدله شوه اوکومو خدايي |
خدمتګارو چې به چپاوونه کول د وهلو نه علاوه د هغو نيول |
يې هم شروع کړل او د دې خبرې تجویز يې هم وکړو چې زه ترې |
څه کار ونه کړی شم. زه د کار دپاره مردان ته روان وم. د مردان |