text
stringlengths
0
136
نه بهر را ته پولیس ناست وو هغوی ونيولم او راته يې ووې
چې مردان ته ستا د تلو اجازت نشته په موټر کې يې کښېنولم
او بېرته پېښور ته يې راوستم د ښار نه يې بهر نه پرېښودم بل
ځل کوهاټ ته روان شوم؛. سپېنې تاڼې سره پولیس ناست وو.
مونږ يې د لارۍ نه کوز کړو ټوله ورځ يې را باندې سپینه تاڼه
۷۰۵
س د نن ن٢‏ یا
زما ژوند او جد و جهد
کې تېره کړه مازیګر يې په لارۍ کې پېښور ته راوستو او هلته
يې پرېښودو ما د حکومت دا طريقه مناسبه ونه ګڼله د قوم د
خبردارۍ دپاره مې د پېښور په چوک یادګار کې جلسه جوړه
کړه. په دې جلسه کې ما خلکو ته درې خبرې وړاندې کړې يوه
دا چې د حکومت دا زما سره کومه طريقه روانه ده. دا ما ته
ټوقه ښکاري ما سره دې دا ټوقې نه کوي يا دې ما ونيسي او
يادې ما پرېږدي. بله دا چې که چيرې مونږ له خدای ګټه راکړه.
اومونږ ازاد شو نو دا خبره زما ياده ولرئ.ملک زمونږ د ټول
قوم او د ټولو پښتنو شریک دی که جوار وي که غنم وي په
شریکه به يې خورو داسې به نه وي چې يو سړی به وږی وي او
بل به پولاوونه ځوري. دريم کار به زمونږ داوي چې کوم ځخلک
وږي دي اول به هغوی مړوو .نو بيابه د مړو حق پيداکېږي.
دریمه خبره دا ده چې يو سړی به نه ځان کوو او نه به بادشاه
کوو .يو سړي له به اختيار نه ورکوو اوکه يو سړی مو ځان
کړو. باچامو کړو اختیارمند مو کړو. نو بيا به ستاسو ځاورې
په سروي او هغه او د هغه خپلوان او دوستان به مزې کوي.
زمونږ د اقتدار په وخت کې به واک اختيار د قوم او د قوم د
جرګې وي.جلسه کې ما د دې خبرې اعلان هم وکړو چې د
اکتوبر په اووه ويشتم به د خدايي خدمتګارو د يوې ډلې سره
مردان ته ځم.
په اووه ويشتم مونږ د چارسدې اډه کې را غونډ شو او زه د
پنځوسو تنو خدايي خدمتګارو سره پياده روان شوم لاره کې
ځای په ځای زمونږ مخې له خلک راوتلې وو. شپه مو د ګل
اباد د درګۍ منګا د خدايي خدمتګارو سره يو ځای وکړه سبا
سیا
012116 م١١۸‏ ۵ه
زما ژوند او جد و جهد
له د دې ځای نه مردان ته روان شو د ميرویس غونډۍ نه قبلې
ته نهر بهېږي. ماسپښين لمونځ مو هلته وکړو او د خپلوملګرو
تالاشي مې واخيسته او که چا سره چاقو و. نو هغه مې ترې
واخيستو او د هغو خپلوانو له مې ورکړل چې مونږ روان وو په
دغه وخت کې د صوابۍ څو تنه خدايي خدمتګار د سالارمنير
خان سره زمونږ په ټولي کې شامل شول. د لمانځه نه پس مو
دعا وکړه او روان شو. زه د ملګرو په منځ کې وم او ملګري
مې د ځان نه چاپېره کړي وو د پړانګو سردار ځان ملا تړلې وه
او د ټولو نه مخکې روان و دا چغه به يې وهله چې پښتنو
وروښو خبر شئء پیرنګي سره د پښتنو پخپل حق جنګ دی.
تاسو زمونږ وروڼه يئ د پیرنګيانو دپاره مونږ سره مقابله مه
کوئ. پخپل قام او پخپل ملک ننګ وکړئ. مونږ چې
ميرویس ډېرۍ ته نزدې شو نو مونږ سره ځو ډېر خلک ملګري
وو ولي او ماسټرکریم او سالار منير خان او نور لک مو
رخصت کړل.چې ټول ګرفتار نه شي. ولي سره کېمره وه .وې زه
تصویر وباسم خو ما منع کړو. ما دې خلکو ته ووې چې ملک
کې کار وکړئ. مونږ چې د ميرویس ډېرۍ ته ورسېدو نو يو
پیرنګی ولاړو. يو شټ کوتک ورسره په لاس کې و. کوم
پولیس چې ورسره وو هغوی سره هم کوتکونه وو هغه پیرنګی
مونږ له راغی او پولیس يې زمونږ نه چاپېره کړل. د سردار ځان
تقرير په دې خلکو لږ ډېر اثرکړی و. مونږ يې نه وهلو خو چې
کله پیرنګي کوتک وچت کړو او دوی له يې حکم ورکړو چې
وهئ بيا يې په مون را باندې کړل او توره شپه يې راباندې
جوړه کړه. د چا پښه ماته شوه د چا لاس مات شو. زما يې هم
٧۷
0٩016 ٩0٨
زما ژوند او جد وجهد
دوه پښتۍ ماتې کړې. مونږ يو بل پورې نښتې وو د پښو نه به
يې نیولو او په سړک به يې راښکلو لنډه دا چې زه يې په موټر
کې واچولم او مردان کې د پولیس لاین کې يې په يوه کوټنۍ
کې وغورځولم. ددې کوټنۍ فرش د سيټو و او په دغه
کشمکش کې زما جامې ټولې شلېدلې وې په مځکه پروت
وم».چې وجود مې يځ شو نو ټول بدن مې دردونه کولء څه شېبه
پس هغه پیرنګی د هغه ډانګه سره زما کوټې ته راننوت.زه په
تکليف کې وم او ده په ما رعب اچوو ما چې ځواب ورکړو
غصه شو اووې ويل چې اتکړۍ ورته واچوئ زه حيران شوم
چې انسان چې انسان وي نو څومره همدرد وي او چې انسانیت
ترې لاړ شي نو بيا څومره بې رحمه شي. د هغه ځايه يې په لارۍ
کې واچولم او د نوښار چوڼۍ ته يې بوتلم هلته يو موټر ولاړ
و.دوه پیرنګيان په کې ناست وو. زه يې د لارۍ نه موټر کې
واچولم. خوشدل چې د پولیس اف سر و ډېر ظالم و. ما سره
موټر کې ناست و نو پیرنګيانو ته د ځان ښودلو دپاره يې ماته
ډېرې سپکې خبرې وکړې. زه پخپل ځان وم دومره مې ورته
ووې چې پښتانه داسې خبرې نه كوي. ستا مطلب وشو
پیرنګيانو ستا خبرې واورېدې ترقي به دې وشي.همدغه شان
وشوه زه يې د هریپور جېلخانې له بوتلم او چکۍ کې يې بند
کړم. ډاکټران وو او هسپتال هم و ځو هغه زما دپاره نه وو.
قيدیان خو څوک د خدای بندګان نه ګڼي. زما به ټول وجود
دړدونه کول او شپه ډېره سځته تېره شوه. سباله ډاکټر وکتم
هغه پرېشانه شو څه ملهم غوندې يې زما په پښتو پورې کړل.