text
stringlengths 0
136
|
---|
00165 ٩۳0٨666 |
زما ژوند او جد و جهد |
اېیټ اباد هسپتال له بوتلم او زما علاج وشو او جوړ شوم.نو |
واپس يې د هریپور جېلخانې له راوستم دغه وخت زمونږ د |
خدايي خدمتګارو چالانونه هریپور ته راشروع شو. په لاره به |
دوی چغې وهلې خو چې جېل ته به را دننه شو نو بيا به یې هم |
بارکونو کې احاطو کې چغې وهلې زمونږ خو دا اصول وو چې |
جېلخانه کې د جېل د قانون مخالفت نه کوو. سپرنټنډنټ |
جرنيل ته وليکل چې جېلخانه د دوی چغو په سر اخیتسې ده. |
جرنيل راغی ډېر ښه سړی و فوجي و.ما سره يې څبره وکړه ما |
ته يې ووې چې ځير دی نعره تکبير او فخر افغان چغې دې |
وهي خو دا دې نه وايي چې برتانيه برباد . زه دوی له ورغلم |
ټول مې کښېنول چې بهر چې تاسو هر څه کول.کول مو. خو |
جېلخانه کې دا چغې وهل ښه کار نه دی . بعضې ګرم مزاجه |
خدايي خدمتګارو ووې چې ولې به نه وهو. ما ووې تاسو له |
دې جېلوالاو څومره مراعات در کړي دي.ستاسو چای ازادې |
دي پۍ درکوي کټوئ ځان له پخولی شئ تالاشي مو نه کېږي |
دا هر څه په دې وجه تاسو سره کېږي چې زه دلته موجود يم نو |
که تاسو نه منع کېږئ او خامځا چغې وهئ. نوما به درنه بدل |
کړي. او ستاسو نه به دا ټول مراعات واخلي سختي به |
درباندې راولي تاسو که بيا هم دا ايجي ټیشن جاري ساتل |
غواړئ. نو دا خبره مې واورئ چې بيا يې پرې نه ږدئ او ټول |
چغې مه وهئ په يو بارک کې دې لس کسان چغې وهي. که |
هغوی چکو کې بند شي نو بيا دې نور لس کسان چغې وهي. |
چې دا تحریک درنه مړ نه شي خو دا خبره درته وم چې که |
اوس مو زما په ځوله دا سوله جېلوالاو سره وشي نو دا به د |
٧٢ |
00165 ٩۳0٨666 |
زما ژوند او جد وجهد |
عزت وي که ما درنه چالان کړي او تاسو تنګ کړي او بيا د |
سولې درخواست کوئ نو هغه به د بې عزتۍ او کوزو سترګو |
وي. ما دا خبرې ورسره وکړې زه ترې ځپل ځای له لاړم دوی |
چغې بندې نه کړې.دوه ورځې پس جمعدار ما پسې راغی چې |
سپرنټنډنټ دفتر ته غوښتی يې زه ورسره لاړم چې ډيوډۍ ته |
ورسېدم نو پولیس تيار ولاړ ووء موټر بهر ولاړ و .زه يې چالان |
کړم او دا يیټ اباد جېل له يې بوتلم او يوه تنګه کوټګۍ کې |
يې بند کړم. دغه کوټګۍ بالکل يوازې د ټول جېل نه جدا وه. |
ما سره د خبرو اترو قدرې څوک نه و. |
کله چې زه د هريپور جېل نه چالان شوم نو جېلوالاو په |
سیاسي قيدیانو توره شپه جوړه کړه. په دوی يې چای بندې |
کړې چا چې به نارې وهلې چکو کې يې واچول څه ورځې خو |
دوی چغې مغې ووهلې خو اخر يې چغې بندې کړې پخپل کار |
پښېمانه شولء, د دوی مشرانو چجېلوالاو ته ووې چې مونږ |
درسره سوله کوو. چېل والاو ورته ووې چې ډېره ښه ده چغې |
بندې کړئ. نو د دوی په منځ کې سوله وشوه که دوی زما خبره |
منلې وی »نو زه به يې هم ترې نه وم چالان کړی او دوی ته به هم |
دومره تکلیف نه و رسېدلی. او نه به د وزو سترګو په سوله |
مجبور شوي وی. ماله يې د اپیټ اباد جېل کې يو بوډا مشقتي |
را کړی و. هغه به ماله ډوډۍ پخوله.درې میاشتې قيد و. چې |
د هغه به کله ملاقات راغی او دۍ به ملاقات له لاړو نو چې به |
راغی ما به ترې تپوس کوو چې د کور او د بال بچ دې څه حال |
دی؟ نو ده به راته وې چې زه ملاقات له لاړ شم نو ښځې او واړه |
مې د جنګلې نه اخوا ولاړ وي ژاړې او زه د جنګلې نه دې خوا |
2 ۳٣ |
00165 ٩۳0٨666 |
زما ژونداو جد و جهد |
ژاړم څه خبرې ونه کړو. دی د هزارې و. ډېر ښه سړی و. يوه |
ورځ ترې ما تپوس وکړو چې زما د دې کوټنۍ لاندې چې دا |
بارکونه دي نو چې د نیمې شپې نه شپه واوړي دا قيدیان شور |
کوي چې دا څه کوي؟ ما د خوبه وباسي. ته ورته ووايه که |
وظیفې کوي نو ورو ورو دې کوي او ما دې د خوبه نه وباسي. |
نو هغه راته ووې چې دا شور ځکه وي چې دا ايیسټ اباد |
دی.دلته واوره پرسوځي.د دوی يخني کېږي. دوی له يې دوه |
زړې کمبلې ورکړې دي نو دا شور په دغه وجه وي. د دې |
جېلخانې د داروغه عمر بېګ نوم و. مسلمان و او په کوړي |
چود باندې مشهور و هغه چې سبا له ما له راغی ما ورته وويل |
چې د قيدیانو سره کمبلې نشته یځني يې کېږي ما د خوبه |
وباسي مهرباني وکړه کمبلې ورکړه.ده راته ووې چې کمبلې |
نشته ده به ډېر لمونځونه اودسونه هم کول. چې دی بدل شو نو |
د ده په ځای يو هندو داروغه راغی. د هغه د راتلو سره چې |
قيدیانو ورته شکایت وکړو. نو دوه دوه نوې کمبلې يې هر يو |
له ورکړې چې زه خبر شوم ما ترې تپوس وکړو چې دا کمبلې |
دې را وغوښتې؟ نو هغه وې نه دا ځو په ګودام کې پرتې وې. |
د دې ځای ډپټي کمشنر سکه و . او ډېرښه سړی و. دی چې |
جېلخانې ته راغی نو ماته يې دا خبره وکړه چې جارج کننګم به |
دا خبره کوله چې زه د ډاکټر خانصاحب نه د سرحد وزارت بل |
چا له نه ورکوم. خو څه موده پس يې مسلم لګ له ورکړو. |
اورنګ زيب خان وزير اعلی شو.يوه ورځې دا ډپټي کمشنر |
راغی ډېر خپه و او راته يې ووې چې ګورنر خو به وې چې بغير |
د ډاکټر خانصاحب نه بل سړی ؤزير نه مقرروم. ده يو قسم ما |
۴ |
00165 ٩۳0٨666 |
زما ژوند او جد وجهد |