text
stringlengths 0
136
|
---|
ځان سره په کرسۍ کښېنولو او دغه شان به سپرنټنډنټ هم |
کرسۍ ورکوله ځو چې دې ملګرو به وليده. نو ده پسې به يې |
کنځل کول يو بل ته به يې وې چې دی ځو سپرنټنډنټ سره او |
ډاکټر سره هم په کرسۍ ناست وي بل به وې چې دی تلی و |
صافي يې زما په نوم راوړه او ځان له يې واخيسته دا زمونږ د |
خدايي خدمتګارو د مشرۍ حال و. زه چې دې جېل ته لاړم او |
هلت ه خو اکثر قيدیان د سي کلاس وو او په مختلفنو |
بارکون وکښې وو او د يو بارک خلک به يې بل بارک ته نه |
پرېښودل ما جېلوالاو ته ووې چې د اتوار په ورځ دې زمونږ |
سیاسي قيدیانو ته اجازه وشي چې يو ځای کېږو. هغوی اجازه |
راکړه. مونږٍ به هر اتوار يو ځای کېدو په دې ځپل تحریک او |
په قومي معاملو باندې به مو بحثونه کول نو زمونږ به تجربه |
کېدله زمونږ يو جرنيل و. ډېر ښه سړی و.دوی ځپل مشر مقرر |
کړی و ځو دوی به ټوله ورځ هغه پسې خبرې کولې نو يوه ورځ |
ماراوغوښتو اوورته مې ووې چې جرنيل صاحب د دوی د |
مشرۍ نه استعفا ورکړه. هغه لاړو او دوی له يې استعفا |
ورکړه. نو د اتوار په ورځ چې مونږ يو ځای شو نو دوی راته |
۸ 0 |
زما ژوند او جد و جهد 1 |
ووې چې باچا ځانه ته زمونږ مشر شه او که ته نه کوې نو يو |
مشر را له خوښ کړه.ما څه ځواب ورنکړو او خبره مې بله خوا |
واړوله چې بل اتوار به بيا جمع شو نو دوی بيا ماپسې شو |
چې مونږ له يو مشر مقرر کړه. نو زه پاڅېدم او دوی کې مې هر |
سړي ته ښکته پورته وکتل چې ټولو ته مې په غور وکتل نو |
ورته مې ووې چې دوی کې ځو ماته داسې سپک او ذليل او |
بې غېرته سړی ښکاره نه شو چې ستاسو مشر يې کړم. تاسو |
عجیبه مخلوق يئ او ځان ته خدايي خدمتګار هم وايئ. |
قیدونه هم تېروئ. نو چې کوم سړی ځپل مشر مقرر کړئ نو بيا |
هغه ته کنځل کوئ. هغه سپکوئ. ډېره د افسوس خبره |
ده.دوی چپ شول او بیا يې ماته د مشرۍ خبره ونه کړه. |
مونږ چې د هریپور په جېلخانه کې وو نو يو قيدي ماله |
راغی چې اې باچاغانه چې ستا دې خدايي خدمتګارو زه |
جېلخانې ته د دريو میاشتو دپاره راوستی وم او راته يې وې |
چې بس مياشت نيمه کې رهایې ده.ما شپږ میاشتې تېرې کړې |
اوس زه ورته وايم چې ما پرېږدئ چې زه لاړ شم او دوی مې نه |
پرېږدي ما ورته وې زه دې پرېږدم»نېغ ځه دفتر ته. ما همېشه |
خدايي خدمتګار د دې کاره منع کړي دي. چې په زور او چل |
څوک جېل ته مه راولئ. دا تحریک ته د فايدې په ځای نقصان |
رسوي. |
خلک په زور جېلخانې له په تلو مه مجبوروئ او په |
خوشامندو. منت. دوکه خلک جېلخانې ته مه بيایئ. ستاسو |
خو دا خيال دی چې ډېر خلک جېلخانې ته لاړ شي نو زمونږ به |
په حکومت رعب قایم شي. لیکن د کمزورو خلکو په بوتلو |
٩ |
زما ژوند او جد و جهد |
تاسو سپک شئ. اوورسره تاسو ځپل تحریک بدناموئ. منم |
چې د ډېرو خلکو په تلو په حکومت رعب پرېوځي. خو چې |
هغوی مضبوط او بااصوله وي. ما په جېلخانه کې چرګان |
ساتلي وو. او هغوی له به ما په خپل لاس خوراک |
ورکولو .هغوی ما سره داسې اموخته شوي وو چې څه به زما |
غېږه کې ناست وو څه به زما په اوږو سورېدل. يوه ورځ مې |
اوړه کلک اغږلي وو .دوی له مې ورکول څوک زما په لاس. |
څوک زما په غېږ کې او څوک زما په سرناست وو .کرنیيل |
سمته- جېل ته په دوره راغلی و. چې ما له راتلو نو دا تماشه |
يې وليده نو د جېل افسران يې ټول واپس کړل او زما د چکو |
په شا .شا راغی . زه ترې خبر نه يم او دی زما شاته ولاړ دی. |
تماشه يې وکړه بيا يې ما ته وويل چې: (0/079 ٥ه) |
سحردې ښه شه. چې ما وکتل سمته-صاحب و. ماته يې وويل |
چې دا څه کوې؟ما ويل چې دا زه چې څه کوم په دې کې |
ستاسو دپاره سبق دی. ګوره دا معلومه ده چې مونږ دوۍ |
حلالوو او ځورو. خوچې زه ورسره مينه کوم او په ګېډه يې |
مړوم نو دوی زما په غېږه کې او څوک زما په اوږه. او څوک |
زما په سرناست وي. دوی نه تاسو له سبق اخيستل په کار دي. |
ګوره دا حېوان دی ځو چې زه ورسره مينه کوم نو زما د غېږړې |
نه» نه کوزېږي.او انسان خو اشرف المخلوقات دی که د هغه |
سره مینه وشي نو ولې دې د سړي دوست نه شي. |
کرنيل سمته يو بهادر سړیو او بهادران يې ځوښ و نو ده |
پخپله اقرار وکه چې ما جنګ په تاسو بایلود. بيا يې وروسته |
خدايي خدمتګارو سره ډېره مينه پيدا شوه اوښه سلوک يې و. |
ادد دض ۱۸١ |
00165 ٩۳0٨666 |
زما ژوند او جد وجهد |
او زما ځو پرې دومره اثر شو ىو او زما يې دومره قدر کولو |
چې په ۱۹۴۷ع کې چې زمونږ په سیکو ډېرۍ کې جلسه وهء |
چې ګورم چې کرنيل سمته- خپل زوىی دلاسه نيولی سټېج له |
راغی. د هر کلي نه پس يې ماته وويل چې زما د دې زوی په |
سرلاس راکاږه.ما هغه ځان ته رانزدې که او ده ته مې وویيل |
چې ته ماله جلسې له څه له راغلې ته خو سرکاري نوکر يې او |
که پاکستان جوړ شي نو تا به د نوکرۍ نه مات کړي. ده وځندل |
او ويې ويل چې پاکستان په کومه ورځ جوړ شي زه به دلته نه |
يم. د ده مسلم لیګ هم بدي شو.او د پېښور په جېلخانه کې |
يې ښه ډبولي و.ځکه چې بیرسټر قيوم پرې دباو کړی و که |
چېرې زمونږ حکومت شي بيا به څه کوې؟ رښتیا وه چې |
پاکستان په کومه ورځ جوړ شو نو دېخوا جنډې اوچتېدې او |
توپې خلاصېدې او هغه ځوا کرنيل سمته سره د ځپلې کډې |
په فرنټیر میل کې انګلستان ته روان و. |