text
stringlengths
0
136
کس غوښته نو سل کسه به ورته تيار شول او د قوم د ودانۍ
دپاره به يې چې کوم کار کولو نو په زرګونوخلک به ورته تيار
او حاضر وو.
مګر په صوبه سرحد کې چې مونږ څه کول نو هغه مونږ
يوازې د خولې په تبليغ او تشو لاسونو کول. ولې چې زمونږ
سره هېچا مالي مرسته نه ده کړې. او بعضې خلکو به لا زياتی
په مونږ دا الزام لګولو چې دوی څه تعميري کار نه دی کړی او
۴
00165 ٩۳0٨666
زما ژونداو جد وجهد
د قوم روپۍ یې وځوړې.
هرېجن کالوني په ډیلي کې وه او سېواګرام په وارده کې و
او چې څه وخت به پراتهنا «عبادت شروع شو نو د ټولو نه
مخکې به ما د قران شريف تلاوت وکړو. ځلکو ته به مې د
هغې ترجمه وکړه زما نه پس به يو جاپاني د بده مذهب
پیر و کار خپل مناجات بيان کړل او بيا به پراتهنا شروع شوه.
دګاندهي جي په زړه کې د ټولو مذهبونو يو شان احترام واو
هغه به دا ټول مذهبونه حق ګڼل؛او زما عقيده هم دغسې ده.د
قران شریف او د ګيتا مطالعه خو ما په ښه شان سره کړې ده. او
څه وخت چې زه په ډېره غازي ځان جېل کې سکهانو سره قيد
وم. نو د هغوی نه مې د ګرنته- صاحب زیاته حصه اورېد لې وه.
د بده مذهب مطالعې سره زما ډېر شوق و.ولې چې مونېځخلک
د اسلام نه مخکې د بده مذهب پیروکار وو. ځو د بد ه مذهب
کتاب ماله په لاس رانغې.انجيل مې د طالب علمۍ په زمانه
کې په مشن هائي سکول کې ویلی وو ولې چې زه د هغوی د
سکول طالب علم وم تورات مې لږ ډېر جېلخانه کې کتلی و .د
زردشت دپارسیانو د مذهب د کتابونو د کتلو مې هم ډېر شوق
وء ولې چې هغه خد ای مونږ له رالېږلی واو په بلخ کې پيدا
شوی دی.خدای په قران کې وايي چې ما هر قوم ته د هغوی نه
يو هادي لېږلی دی. لیکن تر دې وخته پورې ما د هغه متعلق
هېڅ لټریچر بيا نه مونده.ځورشید بهن او نورو پارسي
دوستانو ماته ویلی وو ځوهېچا د هغه يو کتاب ماته را ونه
لېه زما مذهب رښتياءمینه. محبت او د خدای د مخلوق
خدمت دی. مذهب همېشه دنيا ته د اخوت اومحبت پیغام
۷٢۲۵ ‏کت‎
زما ژوند او جد و جهد
راوړی دی.
د کومو ځلکو په زړونو کې چې د بني نوع انسان دپاره
رواداري.مينه. محبت نه وي او د کوم سړي په زړه کې چې
نفرت. بغض. کینه وي نو داسې سړی د مذهب نه ډېر لرې وي.
د الیکشن په وخت کې مسلم ليګ په صوبه سرحد کې د
پراپېګنډې دپاره يو پنجابی میجر ځورشيد رالېږړلی و. چې د
خپلې بد عملۍ په وجه د فوج نه موقوف شوى و. هغه يې د دې
غرض دپاره راولېېلو چې هغه پښتنو کې ځانه جنګي پيدا
کړي او داسې تقریرونه به يې کول چې د تشدد نه ډک وو. ده به
ويل چې دا يو څو خدايي خدمتګار ليډران دي چې دې قوم
کې د دوی رسوخ او اثر دی.دوی قتلول غواړي او داسې خلک
پيدا کړئ چې هغوی ته مونږ لس لس. شل شل زره روپسۍ
ورکړو چې هغوی دا ليډران مړه کړي.ځکه چې د دوی د مرګ
نه بغير زمونږ لاره ازادېدی نه شي.دا سړي د دې دپاره سرحد
ته راغلي وو چې پښتانه په کور کې وجنګوي او که چرې د
خدايي خدمتګارو رهنمايان قتل کړی شي. نو د قوم همدردي
خو خدايي خدمتګارو سره ده.نو د بدل اخيستلو به ضرور
شش کوي او د مسلم ليګ ليډران به قتلوي.او په دې طريقه
به پښتانه پخپل کورکښې په جنګ. جګړه اخته شي. او دوی
به برباد شي.میجر خورشید يواځې زمونږ تباه کول نه غوښتل
بلکې د پښتنو ټول قوم يې تباه کولو.
زلمی پښتون:
څه وخت چې زمونږ خلک د مېجر خورشيد د دې ارادې او
سکیم نه خبر شول نو هغوی د خدايي خدمتګارو د حفاظفشت
ددد 08888 ۰د 0 پس" ::0
زما ژوند او جد و جهد 1
دپاره نوی جماعت د غني په مشرۍ کې جوړ کړو. چې نوم يې
زلمی پښتون واو په دې کې هغه ځوانان شریک شول چې د
چا عقيده په عدم تشد د باندې نه وه.ولې چې هغوی په دې
غرض دغه جماعت جو ړ کړی و.چې خدايي خدمتګار خو
تشدد نه کوي.د دوی عقيده په عدم تشد د ده. د دوی خلاف د
تشدد سازشونه كېږي نو دوی اعلان وکړو چې دا جماعت
صرف د خدايي خدمتګارو د حفاظت دپاره دی.د دې په مقابله
کې مسلم لیګو د غازي پښتون په نوم يو جماعت جوړ کړو.
لیکن د پښتون قوم زلمي پښتون پسې و او مسلم ليګ کې
چې کوم ځانان د پیرنګيانو تالې څټ وو هغوی په دې نتیجه
ورسېدل چې قوم د خدايي خدمتګارو سره دی نو که د زلمي
پښتون او غازي پښتون جګړه جوړه شي نو مونږمسلم لیګو
کې به يو کس هم ژوندی پاتې نه شي» نو په دې وجه د مېجر
خورشید هغه سکیم کامياب نه شو او ما هم د دې خبرې ډېر
شش کولو او خدايي خدمتګارو ته به مې د صبر تلقين
کولو چې پښتنو کې ځانه جنګي ونه شي او د دوی بدخواهان
پخپل سکیم کې کامياب نه شي.د غازي پښتون خلک به
زمونږ کېمپ له راتلل او مونږ ته به يې بد رد ويل او کنځلې به
يې کولې ځکه چې دوی ويل چې خدايي خدمتګار تشدد نه
کوي.مګر زمونږ د مرکز نه چاپیر دي. دعلاقې ځانانوورته
وويل چې که بيا دلته راغلئ نو بيا به زمونږ نه ژوندي لاړ نه