text
stringlengths 0
136
|
---|
شئ او مونږ يې د دې لعنت نه خلاص کړو.د دې غازي پښتون |
مشر زمونږ د کلي د ځان بهادر عمر ځان زوی و. |
ېد بد بو |
٧ |
زما ژوند او جد و جهد |
الیکشن» کېبینټ مشن» |
عبوري حکومت |
الیکشن؛ د ائين ساز اسمبلۍ |
ممبران او سرحده کرېس مشن شمله |
کنفرانس د کانکگرس صدارات د جواهر لال |
بیان» د جواهر لال په بیان عکس |
العمل؛ انټرم حکومت د جواهر لال د قبایلي |
علاقو دوره» او وزیرستان خیبر» ملاکنډ» |
سردرباب کې لوبه جلسه» زما بمبۍ ته تگ» |
ډائرکټ ایکشن او فسادات» زه بهار کكښې» |
سرحد کې د مسلم ليک فسادات |
0016/۳066 |
زما ژوند او جد وجهد |
الیکشن: |
مخکې الیکشن را روان و نو ما دا فېصله وکړه چې زه په |
الیکشن کې په داسې حالاتو کې حصه نه اخلم.ځکه چې د |
الیک شن ګټه خو د وزارت جوړولو دپاره وي. زمونږ وزارت |
شته ځو د هغې دا حال دی چې د دوی بر خلاف پراپېګنډې د |
دوی ما تحت خلک کوي او دوی ورته لاس تر زنې ناست وي. |
په کلکته کې دورکنګ کمېټۍ او د پارلمینټري بورډ |
شریکه جلسه وه زه هم ورله تلی وم او په کې شریک وم.دا ټوله |
جلسه د الیکشن دپاره وه ما د هغوی په مخکې د صوبه سرحد |
حال بيان کړو او هغوی ته مې ووې چې الیکشن ځو د وزارت |
دپاره وي چې الیکشن وګټو او وزارت جور کړو. زمونږ |
وزارت شته او پیرنګيان او د هغوی ملګري زمونږ د وزارت |
برخلاف پراپيګنډې کوي او زمونږ دومره اختيار نشته چې |
دوی نه تپوس قدرې وکړو. نو زه تاسو خبروم چې زه په |
راتلونکي الیکشن کې حصه نه اخلم. پارلیمنټري بورډ وې چې |
په هره طريقه چې وي چې دی په الیکشن کولو راضي کړو خو |
زه يې اماده او رضا مند نه کړی شوم» چې د ورکنګ کمېټۍ |
اجلاس ځتم شو نو ما ګاندهي جي ته ووې چې تا ځو زما دا |
ټوله کيسه واورېده نو زه په دې الیکشن کې حصه نه اخلم نو |
هغه هم ماسره اتفاق وکړو. |
زه کلي ته را روان شوم کار مې کولو زما خو د الیکشن سره |
اتفاق نه و. کار سره مې اتفاق و .کور کې وزګار نه کښېناستم |
په ملک کې مې دورې شروع کړې حکومت په زور شور زمونږ |
مخالفت شروع کړی و. ما ته دا پته ولګېده چې حکومت |
٩ |
0016/۳0٨۳ |
زما ژوند او جد و جهد |
اسلاميه کالج بند کړو او دغه شان د صوبې ټول کالجونه او |
سکولونه بندوي او هلکان د مسلم ليګ د پراپېګنډې دپاره |
کلو او ښارونو ته لېږي دا راته هم معلومه شوه چې د |
پیرنګيانو ښځې هم په ملک کې ګرځي. او د ځانانو. ملکانو. |
ښځو ته وايي چې مونږ تاسو کره راغلي يو درنه لوپټه غواړو |
او زمونږ لوپټه ووټ دی. مونږ له به ووټ راکوئ. او د |
پراپېګنډې دپاره د بېګم شهنواز لوڼه او نورې له پنجاب نه |
ډېرې جینکۍ سرحد له راغلې وې.د پنجاب نه مسلم ليګيان د |
علیګٍ مسلم یونيورسټي هلکان او د کلکتې اسلاميه کالج |
طالب علمان او د هندوستان د نورو ځایونو نه کارکن ليډران |
په ډېر لوی تعداد سره سرحد ته راغلي وو.دوی نه علاوه |
حکومت اومسلم ليګ د سرحد او پنجاب پيران د کوټو نه |
راوښکي وو. وې چې دا وخت د کوټو نه دی راوځئ ميدان ته |
شئ او ماڼکي صاحب «د ماڼکي پير صاحب امین الحسنات» |
يې هم راوښکی واو مونږ ته يې مقابله کې ودرولي وو .دی |
ماسره واقف و.د ده د پلار فاتحې له هم زه تللی وم؛او کله نا |
کله چې به زه په دوره لاړم نو د ده سره به مې ليدل. نو ده ما |
پسې يو سړی را ولېږه. چې زه تا سره ملاقات له درځم. ما ورته |
وويل چې دی دې نه راځي زه به درشم.دی د پېښور په چوڼۍ |
کې اوسېده.يوه بنګله ورله حکومت ورکړې وه»زه ورغلم او |
دی مې وليد او ډېرې خبرې مو وشولې. ده ماله د جېبه يو |
کاغذ را وايسته او راته يې وويل چې دا ماله جناح صاحب |
راکړی دی.او په دې کې يې ليکلي دي چې که پاکستان جوړ |
شو نو په دې کې به اسلامي شریعت وي. ما ورته وويل چې |
۰ |
0016/۳066 |
زما ژوند او جد و جهد |
څټه يې دی حېران شو او راته يې وويل چې ولې؟ماورته |
وويل چې په اسلامي شریعت کې د جناح صاحب ځای شته؟نو |
تاله به يې څرنګه جوړ کړي. ما ورته وويل چې ته ځو بايد چې |
د اسلام نه واقف یې. نو ته پخپله فکر وکړه چې که سبا له دلته |
اسلامي شریعت جاري شي. نو چې د دې مسلم ليګ د مشرانو |
به څه حال وي؟ ما چې د پیرنګيانو او ميمانو زمونږ په مقابله |