text
stringlengths 0
136
|
---|
واخيستی شي.او د هغوی نه دې دغه کمېټي جوړه شي.ځو |
شرط به داوي چې دغه کسان به د حکومت ملازمانو سره لیيدل |
کتل نه کوي او نه به د وزارت سره تګ راتګ کوي نه به د چا |
سفارشونه کوي. بلکې دوی به د وزارت دپاره د کارکولو |
پروګرام جوړوي او وزارت به د دوی د منظور شوي پروګرام نه |
خلاف کار نه کوي د دې کار د پاره ما د ټولې صوبې دوره وکړه |
او دغسې کسان مې هم پيدا کړل کمېټي مې ترې جوړه کړه خو |
افسوس دی چې هغوی دغه کار ونه کړو. ولې چې هغوی ځپل |
غرضونه نه پرېښوول نو دغه سکیم کامياب نه شو حقيقت دا |
دی چې مونږ کې لاداسې خلک پيداشوي نه دي او |
هغه چې مونږ ويل چې کومو سرکاري افسرانو د قانونء |
اخلاقو او سړیتوب خلاف په الیک شن کې د خدايي |
خدمتګارو خلاف کار کړی دی هغوی له به سزا ورکوو .هغه |
کار هم ونه شو. |
س سر |
00165 ٩۳0٨666 |
زما ژوند او جد و جهد |
د ائین ساز اسمبلۍ ممبران: |
اوس د دستور سازاقانون سان اسمبلۍ د پاره د انتخاب |
مسئله رامخکې شوه.د هغې په باره کې دا فېصله وشوه چې د |
هرې صوبې څومره ممبران په حصه کې رسي نو هغه به د |
صوبايي اسمبلود ممبرانو په ووټ جوړېږي. زمونږ درې |
ممبران رسېدل يو زه شوم» يو مو مولانا ابولکلام ازاد مقرر |
کړو.مسلم ليګ د هندوستان د مسلمانانو ذهنونه دومره بدل |
کړي وو. چې دده په شان باعمله عالم مسلمان او د قربانۍ |
مړنی سیاستدان په ټول هندوستان کې په مسلمانانو کې نه |
و .خو ده له چا ځای ورنکړو نو مونږ د ځپلې صوبې نه منتخب |
کړو. يو د مسلم ليګ رسېدو نو هغه د هزارې د ضلعې نه |
سردار بهادر منتخب شو.دا مرکزي اسمبلي هم وه او این |
سازه اسمبلي هم وه. مسلم ليګ د دې بايکاټ وکړو ما دې د |
مسلم ليګ مسلمانانو ممبرانو ته ډېر منت وکړو چې راځئ چې |
په دې کې شریک شو مون به هندوانو ته ووايو چې تاسو که |
«سوشلسټ جمهوريت» جوړوئ نو مونږ درسره په کې |
شریکېږو. په دې کې د مسلمانانو ډېره فايده ده. ولې چې |
مسلمانان په هندوستان کې غريبانان دي او هندوان اميران |
دي. په دې ائين کې دا خبره شته چې څه وخت دا ائین جاري |
شو او مرکزي حکومت جوړ شو نو هره صوبه چې په اکثريت |
سره فيصله وکړي چې زه د دې حکومت نه جدا کېږم.نو جدا |
کېدی شي. که چېرې مونږ پوه شو چې زمونږ دا خبره نه مني |
نو بيا زمونږ په صوبه سرحد کې اکثريت دی او ستاسو په . |
پنجاب.بنګال او سنده- کې اکثريت دی. زمونږ ټولې خپلې |
۷۳۵ |
٢۹ مھ |
زما ژوند او جد و جهد |
خپلې اسمبلۍ به قرارداد پاس کړي چې مونږ مرکز سره نه |
اوسېږو .با به مونر ټول په شريکه يو حکومت جو, ړ کړو. که |
چېرې مسلم ليګ ز زما دا خبره منلې وی نو نه به پنجاب تقسیم |
شوی وی نه ینګال. .خود د مسلم ليګ مسلمانان داسې لېوني |
وو چې څوک به مسلم لګ کي نه وو .هغه به يې د سره |
کرېس مشن |
چې دويم جنګ عظيم شروع شو.نو د امريکې سیاسي |
مشرانو وويل چې تر څو د هندوستان سیاسي مسئله حل شوې |
نه وي .نوهندوستان جنګ کې زمونٍ تائيد کولی نه شي. نو |
هغوی د برتانیې په حکومت دباو اچول شروع کړل. .چې |
هندوستان ته ازادي وركړي. پرزيډنټ روزويلټ دا خبره بيا بيا |
مسټر چرچل ته وړاندې کړه. نو انګرېزانو هم محسوسه کړه |
چې د امريکيانو په دې مطالبه غور وکړي. انګرېزانو د دې |
دپاره کرپس مشن هندوستان ته ولېږلو .خو دا مشن ناکام |
شو. د جنګ حالت ورځ تر ورځ خرابېدو نو امريکيانو بيا |
پیرنګيانو له مخ راواړولو. نو لارډويول لندن ته لاړ او د وزير |
هند سره يې مشوره وکړه چې د هندوستان د سیاسي مسئلې د |
حل دپاره يو ګول مېز کنفرانس راوبلي. په دې ګول مېز |
کنفرانس کې مسټر جناح ويل چې د مسلمانانو تمایندګان به |
صرف مسلم ليګ مقرروي او د هندوانو تمانيدګان به |
کانگرس. مولانا ازاد چې د کانګرس صدر و د دې سره اتفاق |
نه کوو .هغه به ويل چې کانګرس به د هندوستاني قوميت په |
قق |
7------ تا |
زما ژونداوجد و جهد |
حيثيت کنفرانس کې شاملېږي. په دې اختلاف دا کنفرانس هم |
فېل شو.دا ډېره د تعجب خبره ده چې پیرنګې په دې خبسره |
ټینګ ولاړ و .چې کانګرس دې مسلم ليګ د ټول هندوستان د |
ټولو مسلمانانو واحد نماینده جماعت تسليم کړي. ولې |
حقيقت داو چې کله په ٧٢٩١ ع کې هم دې پیرنګي په |
هندوستان کې انتخابات وکړل. نو هغې کې د یوولسو صوبو |
نه په اتو کې قطعې اکثريت کانګرس حاصل کړو باقي د |
مسلمانانو درې اکثريتي صوبې وې.چې هغه مقامي پارټو |
سره وې او مسلم لګ سره يوه صوبه هم نه وه. سنده کې د |
الهيي بخش سومرو حکومت و چې هغه يو قوم پرست سړی و |
او د کانګرس د ممبرانو حمايت هغه ته حاصل و . پنجاب کې د |
یونینسټو حکومت و چې هغې وزارت کې د مسلمانانو سره |
هندوا ن او سکهان هم شامل وو . هم دا شان بنګال کې حکومت |