text
stringlengths 0
136
|
---|
درېو ورځو کې دننه دننه دغه درې کسیز وفد انتځابوئ او |
مونږ ته به يې نومونه رالېږئ. مونږ لاړو او ګاندهي جي ته مو |
دا خبره وکړله مونږ چې درې ورځې پس اجلاس ته راتلو نو |
ګاندهي جي مونږ ته وويل چې «مسلم ليګ څه غواړي» هغه |
ورته ورکړئ ځو چې خبره ورانه نه شي؛. |
چې مونږ راغلو او کښېناستو نو لارډپیتک لارنس د جناح |
صاحب نه پوښتنه وکړه چې هغه کيسه مو څنګه کړه؟ جناح |
صاحب ورته وويل د څه کیسه؟ ما چې د جناحصاجب دا |
لفظونه واورېدل نو عبدالرب نشتر صاحب ته مې اشاره وکړه |
چې دلته راشها هغه ماته رای نو ما ورته وويل ای هلکه |
ورانوئ يې مها مونږ چې نن اجلاس ته راتلو نو ګاندهي جچې |
مونږ ته وويل چې مسلم ليګ چې څه غواړي هغه ورته ورکوئ |
نو تاسو چې څه غواړئ هغه يې درکوي د دې ځبرې ضمانت زه |
درکوم. نشترضصاحب لاړ او د جناح صاحب شاته ودرېدو. ډېره |
وځته پورې ولاړ وځو هغه ورته هېڅ توجه ونه کړه نو بيا لاړ |
پخپل ځای کښېناست او خبره ورانه شوه پیتک لارنس ورته |
وويل چې: ای جناح تا خو وعده کړې وه؟ مګر هغه هېڅ ونه |
ويل او جرګه ناکامه او ځوره شوه. |
س۰مىپيسس۰مست |
زما ژوند او جد و جهد 1 |
څه وخت چې د شملې کنفرانس ناکام شو او له هغه نه |
وروسته د انګلستان په باره کې مو چې څه اول ویلي وو هغه |
به سرته رسوو او عمل به پرې کوو. |
د وروسته واقعاتو نه دا خبره ثابته شوه چې د هغوی خبرې |
د زړه د اخلاصه وې. البته د کرپس مشن د ناکامۍ نه وروسته |
د چرچل حکومت دا فېصله کړې وه چې د جنګ تر غختمېدو |
پورې دې د هندوستان مسئله تاخ کې کېښودلی شي. |
کله چې مونږ پوه شو چې پیرنګيان هندوستان ته ازادي |
ورکولو باندې مجبور شول نو ماګاندهي جي ته وويل چې دا |
ځل حکومت راشي نو تا ته پخپله اخيستل په کار دي.ځکه |
چې تا خو وليدل چې داأ معمولي بې اختياره حکومت راغلی و |
نو وزیرانو به د چا نه منل. اوس خو پوره اختيارات را روان |
دي.نو په کار دي چې دا حکومت ته پخپل لاس کې واخلې. که |
چيرې ته يې وانه ځلې.نو دا درته وايم چې که دا خپل زوی |
دیويداس پرې هم کښېنوې.نو دا حکومت داسې يو څیز دی |
چې د انسان دماغ بدل کړي. نو دی به هم بيا ستا څبره نه |
مني.ښه به داوي چې ته لکه د لینن په شان حکومت پخپله |
واخلې. که ګاندهي جې حکومت اخيستی وی مکمل کړی يې |
وی که بيا يې خوښ نه و نو د ماو«د چین يو مس په شان به یې |
پرېښی وی. |
ځو نه پوهېږم چې هغه زما د دې خبرې سره په څه وجه |
اتفاق ونه كرو که چېرې ده حکومت اخيستی وى نو د |
هندوستان به دومره تباهي او بربادي شوې نه وه د لېبر |
۷۴۱ |
0016/۳060 |
زما ژونداو جد و جهد |
حکومت د اختيار حاصلولو نه پس ډېر زر يو پارلېماتي هيئت |
هندوستان ته راولېږه. |
د فروري په ۷- ٢٢٢۴۷ لارډپیتک لارنس وزير هند په |
پارلیمنټ کې دا اعلان وکړو چې برتانوي حکومت هندوستان |
ته يو کیبنټ مشن ليږي چې د هندوستان د نمایندګانو سره د |
ملک د ازادۍ په باره کې ځبرې وکړي. |
دغه وفد ۴۲-۱۹۴۵ په ژمي کې هندوستان ته رای او |
معلومه شوه چې دا مشن به په لارډپیتک لارنس وزير هند .د |
تجارتي بورډ پرېزيډنټ سر سټيفرډکرپس او د بحري محکمې |
اول لارډ اې. وي الکزانډر باندې مشتمل وي.د کېبنسټ مشن د |
پلان مطابق به صرف درې محکمې د مرکزي حکومت تر |
اختيار لاندې وي.دا درې محکمې د دفاع؛امور خارجه او |
مواصلاتي محکمې وې.مګر دې مشن پخپل پلان کې يو نوی |
تجویز وړاندې کړ. چې هندوستان يې په درې حصو تقسیم |
کړی و.(8,۵,)) ددې دپاره چې د مشن د ممبرانو دا خيال و |
چې د اقلیتونو په زړونو کې به اطمینان پيدا شي په 8 برخه |
کې پنجاب ب» سندهء صوبه سرحد او برتانوي بلوچستان چې دا |
د مسلم اکثريت علاقې وې. په عا برخه کې بنګال او اسام |
شامل وو. په برخو کې د مسلمانانو اکثريت يقیني و او هغو |
ته دا حق ورکړ شوی و .چې ځپل ټول اختيارات تر لاسه کړي. |
تر کوم ځايه پورې چې د مرکز سوال و د هغه سره صرف هماغه |
درې محکمې وې |
په دې پلان کې دا هم وه چې په يو زون کې کومه صوبه |
اوسېدل نه غواړي او په اکثريت سره فېصله وکړي نو د هغې |
نن ۷۴۳ |
سدپپسېیې0ګ1/1/0/:.0012600161660 00011651 |
زما ژوند او جد و جهد |
زون نه وتلی شي. د کیبنټ مشن پلان کانګرس او مسلم لیګ |
دواړو ومانه.په اول سر کې جناح صاحب د دې سکیم مخالف و |
خو څه وخت چې مشن په صفا الفاظو کې وويل چې نه مونږ د |
ملک تقسیم منو او نه د ازاد ریاست سفارش کوو نو بيا جناح |
صاحب مشن سکیم ومانه او په کې شریک شو. په اخري ورځً |
جناح صاحب دا خبره تسلي کړه.چې د اقلیتونو د مسئلې د حل |
دپاره چې دکېبنټ مشن پلان کوم حل پېش کړی دی.ددې نه |