text
stringlengths
0
136
زيات کومه بله منصفانه فېصله نه شی کېدلی. په هر حال هغه
ددې نه زيات مشن باندې نور شرطونه نه شو منلی .هغه
کونسل ته وويل چې کیبنټ مشن چې کوم سکیم وړاندې کړی
دی هغه د زيات نه زيات دی» په دې وجه هغه مسلم لیيګ ته
مشوره ورکړه چې دا سکیم ومنئ او کونسل په اتفاق سره د
دې په حق کې رایه ورکړه.
د کانګرس او مسلم ليګ له طرفه د دې پلان منل د
هندوستان د تاريخ يوه روښانه واقعه وه له دې نه دا ثابتېده
چې د هندوستان د ازادۍ سخته معامله د خبرو او مفاهمت له
لارې فېصله شوه نه د تشدد او جنګ له لارې.
د کانکگرس صدارت: :
تر دغه وخته مولانا ابوالکلام ازاد د ‎١٣٣٣٩٩‏ کال نه
مسلسل صدر راغلی و ځکه چې د دويم عالمي جنګ او ملک
کې د هغې په نتیجه کې د جدوجهد په وجه د نوي صدر
اتتخاب نه شو کېدی. هر کله چې جنګ ختم شو نو د کانګرس
د نوي صدر د انتخاب سوال پيدا شو په دغه وخت کې عام
رف
زما ژوند او جد و جهد : ‎٢‏
‏خيال دا و چې مولاناابوالکلام ازاد دې صدر پاتې شي ځکه
چې د ده په صدارت کې د برتانیې ليير حکومت او د
هندوستان د مشرانو خبرې اترې شوې وې او هم د ده د
صدارت په وخت کې د شملې کنفرانس وشو رايه د اوه چې ښه
به دا وي د نوموړي په صدارت کې د هندوستان د ازادۍ کار
ترسره شي ولې د صدارت په مسئله د کانګرس په مشرانو کې
اختلاف و د سردارپټيل او د هغه د طرفدارو دا خواهش و چې
دیرپټېل دې صدر شي.
مولاناابوالکلام ازاد ته دا ټولې خبرې معلومې وې هغه د
دې په رڼا کې د صدارت نه د استعفا ورکول او اينده صدارت
نه کولو فېصله وکړه ځو د هغه دا ځيال و.چې د هغه نه پس دې
يو داسې سړی صدر شي چې په هغو نازکو او اهمو حالاتو کې
د مولاناصاحجب د نقطه نظر مطابق کار وچلولی شي.د دې
دپاره هغه ته جواهر لال نهرو موزون سړی ښکارېدو او هغه
خپله رايه د جواهر لال نهرو د صدارت په حق کې په يو اخباري
بيان کې څرګنده کړه. ګاندهي جې هم د سردارپټېل په
صدارت خوشحاله و. خو د مولاناصاحب د دې بيان نه پس
هغه څه ونه ويل او جواهر لال نهرو صدر شو.
د جواهر لال بیان:
د«کیبنټ مشن پلان» د قبلولو نه پس په هندوستان کې
ډېره ښه فضا پيدا شوه. ځو د دې نه وروسته جواهرلال نهرو
په بمبۍ کې په يو پریس کنفرانس کې داسې بيان ورکړو چې
دا فضا یې ګډوډه کړه.
م۳
0016/٩٨6۱
زما ژوند او جد و جهد
د ۱۹۴۷ کال د جنورۍ په لسمه نېټه جواهر لال نهرو نه په بمبۍ
کې په دغه پرېس کنفرانس کې دا پوښتنه وشوه.چې ايا ال انډیا
کانګرس چې دغه تجویزمنظور کړو .نو د دې دا معنا شوه چې
کانګرس دغه پلان په پوره ډول تسلیم کړو؟ نو د دې په ځواب کې ده
اوویل «کانګرس چې په دستور ساز اسمبلۍ کې کښېني نو ځان به د
دې معاهدو پابند نه ګڼي او هغه وځت چې څنګه حالات پيدا کېږي»
د هغو مطابق به په ازادۍ سره فیصلې کوي. د دې وضاحت نه پس د
پریس نمایندګانو تپوس وکړو چې ایا د دې مطلب دا شو چې کیبنټ
مشن پلان کې ترمیم کېدی شي. جواهر لال نهرو د دې جواب کې
وويل چې کانګرس صرف په دستور ساز اسمبلۍ کې د شاملېدو
وعده کړې ده. او هغه ځان په کیبنټ مشن پلان کې د بدلون او کمي
زیاتی کولو مجاز ګڼي.
د مولانا ابوالکلام ازاد دا رايه وه چې دا ډېر غلط کار وشو
هغه پخپل کتاب کې وايي: زه په وضاحت سره د دې لیکلو
ضرورت محسوسوم چې د چواهر لال نهرو بيان غلط و دا وينا
صحيح نه وه چې کانګرس د ځپلې مرضۍ مطابق په پلان کې
څنګه چې وغواړي ترمیم کولی شي اصل خبره داوه چې مونږ
دا منلي وو .چې مرکز کې به وفاقي حکومت وي او د مرکز سره
به صرف درې محکمې وي نورې ټولې محکمې به د صوبو سره
وي او د هغو په اختيار کې به وي مونږ دا هم منلي وو چې
صوبې به په درې ګروپونو 3,۸ کې وېشلی کېږي په دې
شرطونو کې کانګرس د خپله طرفه د معاهدې د نورو
جماعتونو «فریقینوۍ د رضا نه بغير د هېڅ تبدیلي کولو حق نه
لري.
۷۴۵
۱7 8آ5۱ژ43٩ر3ر‏ تا
زما ژوند او جد و جهد
د جواهر لال په بیان عکس العمل:
په مسټر جناح د جواهر لال نهرو دغه بيان ډېر ځخراب تاثیر
وکړو. دغه بيان داسې و چې په هر چا يې ښه اثر نه شو کولی.
جناح صاحب دا موقف اختيار کړو چې د جواهرلال نهرو بيان
د کانګرس د ذهن ترجماني كوي. د ده دليل دا و چې که
کانګرس دومره زر خپله رايه بدلوي او حال دا دی چې انګرېز
لادلته موج ود دی او د ده«کانګرس؛»لاسو ته اختيار نه دی