text
stringlengths 0
136
|
---|
يې اونه ترې چا خبر کړی يې. د دې نه قبایلو ته ستاسو د |
حکومت متعلق ډېرې غلط فهمۍ پيدا کېږي. بله دا چې په |
سرحدي قبایلو د حکومت په کروړونو روپۍ لګي او هغه |
روپۍ پولټيکل او د قبایلو ملکان اخلي او اخو ادېخوا خرڅ |
شي او قبایلو له څوک هېڅ نه ورکوي او باوجود د دومره خرڅ |
هغه خلکو ته هېڅ فايده نه ده رسېدلې او اوس چې دغه |
اختيارات ستا په لاس کې راغلل تا له په کار دي او ستا فرض |
دي چې د دغې علاقې خلک پخپله ووينې او هغو خلکو سره |
يو ځای شې. دغه خلک ډېر ښه خلک دي او ډېر عاجزان |
اومظلومان دي او د هغوی اکثرملک غرونه دی او که دغو |
خلکو سره لږ احسان وشي او د هغوی د قوت لایموت دپاره څه |
ذريعه پيدا شي نو دا ګړ بړ چې کله کله پيدا کېږي دا به هم |
- سي ٢وو ببمو څ 202 می ههو هکک۳٢نسښپ١پپسسسیې |
زما ژوند او جد وجهد |
ختم شي ما جواهر لال په دې څبره رضا کرو او هغه ما سره |
وعده وکړه چې هغه به ضرور د دغې علاقې دوره کوي او دغه |
علاقه او خلک به ګوري.او دايې هم ووې چې څومره زمانه |
کېدی شو نو زه به یې د دغو خلکو دپاره کوم. |
خو چې څه وخت جواهرلال سرحد ته د تلو اراده وکړه. نو |
چې د صوبه سرحد ګورنر ولف کيرو خبر شو نو هغه ډيلي ته |
لاړ اول يې جواهر لال په ځپله وليدو ورته يې وويلې چې |
سرحد ته مه راځه »او چې هغه ونه منله نو بيا يې وایسرای ځبر |
کړ چې پنډت نهرو بايد صوبه سرحد ته رانه شي.وايسرای |
نهرو ته وويل چې ته سرحد ته مه ځه» نو هغه ورته وويل چې |
ضرور قبایلو له ځم او سرحد ته راغی» چې څه وخت کيرو د |
ډیلي نه واپس پېښور ته راغی نو ټول پولټيکل اېجنټان يې را |
وغوښتل او هغوی يې د هغه د دورې مخالفت ته تيار کړل.او د |
پولټيکل اېجنټانو نه علاوه مسلم ليګ يې هم په شا |
وټپاوه.جواهر لال چې پېښور له هوايي جهاز کې راغی او بيا |
چې د ډاکټر صاحب چې د صوبه سرحد وزير اعلی و.بنګلې ته |
تلو نو په چوڼۍ کې مسلم ليګ چیغې ووهلې حالانکه په |
چوڼۍ کې سیاسي سرګرمۍ بندې وې چا جلوس ويستی نه |
شو او نه چا چیغې وهلی شوې. تاسو لږ فکر وکړئ.چې ډاکټر |
صاحب د صوبې وزير اعلی و او جواهر لال د هندوستان وزير |
اعظم او په سرکاري دوره راغلی و.دا ټول د كيرو شرارت |
واو اففسرانو او پولیس او مسلم ليګ چې څه کړي دي نو د ده |
په ډاډ يې کړي دي. دا ټول مشکلات چې زمونږ په لاره کې |
حایل و دا ټول ګورنر کیرو پيدا کړي وو. |
فا |
تا |
زما ژوند او جد و جهد |
قبایلي علاقې او حواهر لال: |
مونږ اول دوره دوزیرستان نه شروع كړه او چې په دوره |
روانېدو نوکیرو په جواهر لال ډېر زور اچولو چې باچاخان ځان |
سره مه بيايه چې ډاکټر صاحب راسره دی نو د ده څه ضرورت |
دی؟. ځو جواهر لال راضي نه شو. او زه يې هم ځان سره روان |
کړم. د وزیرستان پولټيکل اېجنټان انګرېزان وو هغوی زمونږ |
مقابله په شریفانه توګه وکړه مونږ اول میرانشاه له لاړو د |
قبایلو جرګه د مخکې نه را غونډه وه او په مځکه ناست وو او |
د پولټيکل او زمونږ دپاره کرسۍ وې زه جرګې سره په مځکه |
کښېناستم څنګه چې دوی پولټيکل پوه کړي وو. څه وخت |
چې جواهر لال جرګې ته تقرير شروع کړو نو دا خلک ټول |
پاڅېدل او دا يې ووې چې مونږٍ د هندوانو حکومت نه منو. دا |
زمونږ قبايل وروڼه عجيبه خلک دي. جواهر لال خو د دوی د |
خير دپاره راغلی و او تقرير کې يې هم ورته دا خبره وکړه چې |
زه خو ستاسو د خير دپاره راغلی يم.د دې ځای نه بيا مونږ |
رزمک ته لاړو په رزمک کې هم دغه لوبه وشوه. خو دومره |
زیاته وه چې يو ملک جهانګیر چې ډاکټر صاحب ورله لاس |
ورکولو نوهغه لاس ورنه کړو او ويې ويل چې ته د هندوانو |
ملګری یې.تاله لاس نه درکوم.د رزمک نه چې روانېدو نو |
زمونږ سره د حفاظت دپاره چې کوم فوڅ و. هغه د هندوانو و. . |
دوی جواهر لال ته وويل چې مونږ ته يو تقرير وکړه نو جواهر |
لال ورته تقرير وکړو او د هغې نه پس هغوی د ګاندهي جي |
زنده باد او جواهرلال زنده باد او باچاخان زنده باد نارې |
ووهلې. چونکه په وزیرستان کې زمونږ د دورې انتظام د فوځ |
00165 ٩۳0٨666 |
زما ژوند او جد و جهد 1 |
په لاس کې و او هغه هندوان وو نودلته هېڅ قسم ګړبړی ونه |
شو. |
مونږ چې بېرته میرانشا ته راغلو نو دا ټول پولټيکل |
اېجنټان او ريزيډنټ موجود وو. نو جواهر لال ترې دا تپوس |
وکړو چې دا په کروړونو روپۍ په قبایلو باندې لګېږي نو |
تاسو د دې خلکو دپاره څه کړې دي؟ هغوی سره د دې خبرې |
ځواب نه و ولې چې هغوی د خلکو د پاره څه کړي نه وو. نو ما |
په کې مداحلت وکړ چې دوی حو د پښتنو دپاره ډېر څه کړي |
دي. انګرېزان زما په خبره خوشحاله شول خو چې ما ورپسې دا |
خبره وکړه چې دوی په دې پيسو په پښتنو کې داسې بد |
عادتونه او د پيسې محبت پيد اکړی دی چې پيسې ورته |
ونيسي نو بيا هر څه کوي او جایز ناجایز نه ګوري. په دې خبره |
پیرنګیان ځپه شول. |
بيا مونږ له میرانشا نه واڼې ته لاړو چې داهم وزیرستان و |
دلته پولټيکل اېجنټ هندو و. د هغه نوم ديوان شیو سرن لال |
و. دلته زمونږ ډېر لوی استقبال وشو زمونږ د مېلمستیا |
دپاره قبایلو راله ګډان راوستلي وو. د جواهر لال نهرو تقرير |
دلته خلکو په ډېر ښه شان واورېد او د هغه تائید یې وکړلو. |