text
stringlengths 0
136
|
---|
کومه پورې زمونږ ګارډ راغلی نه دی مونږ نه ځو. زمونږ د |
۷۵۵ |
00165 ٩۳0٨666 |
زما ژونداو جد و جهد |
پولیس ګارډ او د ده يوه مشوره وه او هغه ځکه د شپې دپاره |
دلته نه و پاتې شوي او د دغه وخته پورې راغلي نه وو. ځو ده |
ډاکټر صاحب ته ووې چې راځئ ځوا که مونږ شو او که ډاکټر |
صاحب شو خو روان شود شیخ موټر مخکې و او زمونږ موټر |
ورپسې و .چې قلا له را ورسېدو نو د هغې نه يو څو انګرېزان |
راوتي وو. مونږ ته ولاړ وو .ده موټر ودرولو مونږهم ودرېدو |
مونږ د موټرنه کوز شو او د هغه انګرېزانو سره قلا ته |
ننوتلوء شیخ صاحب لاړ» مونږ يې يواځې پرېښو. څه ساعت |
پس مون د قلا نه راووتلوء مونږ چې لږ مخکې شو نو په سړک |
يوه لارۍ ولاړه وه. سړک يې بند کړی و او ډېر خلک د غره |
دپاسه ولاړ وو .د مرده باد د چغو سره يې په مونږ کاڼي را |
ورول شروع کړل. ډاکټر صاحب موټر کې مځکې ناس و او زه |
او جواهر لال وروسته ناست وو. زه ځو په يو کاڼي ولګېدم |
سترګې را باندې تورې شوې په جواهر لال ور پرېوتم. دی په ما |
را پرېوتو. ډاکټر صاحب سره مخکې د شيخ يو سړی ناست و. |
هغه هم د کاڼو نه سر ټيټ کړی و د هغه په ملا تماچه وه هغه |
ډاکټر صاحب ولیدله هغه يې د هغه د قاش نه را وايسته او د |
موټر نه يې لاس راوښکو او خلکو ته يې ووې چې لرې شئ که |
نه ګولۍ درغله خلک وروسته شو او لارۍ والا ته يې هم ووې |
چې لرې شه ګني ګولۍ درغله لارۍ هم لرې شوه دا هر څه د قلا |
خوا کې وشو او قلا د سړک په ځوا کې وه او دا د هندوستان |
وزير اعظم و. خو زمونږ مدد له نه هغه پیرنګيان او نه څوک |
سرکاري خلک راغلل. |
مونږ چې د ملکنډ د غاښي نه را کوز شو نو زمونږ هغه |
-٨۵٧۷ |
٢هو ھت تت |
زما ژوند او جد وجهد ٧ |
پولیس ګارډ او هغه دوه پیرنګيان مخې له راغلل بيا چې |
مونږهلته کوز شو ټول کنډ و کپر وو. دغو پیرنګيانو ته مې |
ووې چې تاسو زمونږ ښه ګارډ يئ وګورئ. مونږ په څه حال یو؟ |
زماخيال و چې محبوب علي به مخکې هم مونږ ته د مظاهرو |
دپاره خلک کښېنولي وي. نو تاسو ځو زمونږ د حفاظت دپاره |
يئ چې څه وشو هغه خو وشو خو اوس دومره مهرباني وکړئ |
چې تاسو دا يوه لارۍ زمونږ د موټر نه مخکې کړئ او يوه |
وروسته کړئ او چې په لاره سړک سره نزدې خلک ووينئ نو |
لارۍ ودروئ او دا د مخکې لارۍ خلک دې لارۍ نه کوز شي |
هغه خلکو ته دې ووايي چې لرې شئ. که نه لرې کېدل نو بيا |
دې پرې لاټې چارج وکړي. که په لاټي چارج لرې نه شو نو بيا |
دې پرې د وروستو لارۍ خلک هوايي ډزې وکړي. بيا مونږ |
روان شو چې درګۍ ته را ورسېدو دغلته ډېر خلک جمع وو. |
شيخ محبوب علي هم ولاړ و او بيا په مونږ د کاڼو باران شروع |
شو يو سړي خو په جواهرلال يوه ګټه را خلاصه کړه وما ورته |
لاس مخکې کړو. زما لاس مات شو خو جواهرلال مې بچ کړو |
يو بل سړی و چې د غولو کټوۍ يې را اخيستې وه او چې هغه |
يې په مونږ را خلاصه کړه نو زه او جواهر لال ځو بچ شو خو د |
ډاکټرصاحب مځ سراو ټول وجود په غولو ګنده شولء دلته |
شیخ محبوب علي پولټيکل اېجنټ ولاړ و او مونږ ته يې ووې |
چې په دې پوخ سړک مه ځئ چې کوم ځای تاسو له کچه سړک |
مخې له راشي. هغه نېغ چارسدې ته وتی دی په هغې لاړ شئ |
مځکې تاسو ته ډېر خلک ولاړ دي او سړک يې بند کړی دی. |
هسې نه چې لوی فساد وشي زه خو د دې مڅالف وم ما وې هم |
د د د 1 هرز101 |
00165 ٩۳0٨666 |
زما ژوند او جد و جحید |
په دې پوخ سړک ځو څو زمونږ هغه ګارډ نه تلو نو په هغه |
کچه سړک را روان شو او پېښور ته را ورسېدو. |
سردرياب: |
سبا له زمونږ دوره د خدايي خدمتګارو مرکز عاليه سر |
درياب ته وه ما ډاکټر صاحب ته ووې چې ستا پولیس او ستا |
پوځ هېڅوک مونږ ځان سره نه بيایو .ستا انتظام مو په کار نه |
دی مونږ خپل انتظام پخپله کوو. مونږ د تلو دپاره داسې |
انتظام وکړو چې د پېښور نه تر سر درياب پورې د سړک په |
دواړو غاړو خدايي خدمتګار په وردۍ کې قطار قطار ولاړ وو |
او دواړه غاړې محفو ظلې شوې. زمونږ نظريه خو د عدم تشدد |
وه خو چې خلک زمون د ملکنډ د واقعې نه خبر شوي وو. نو |
هغوی د خپلو خدایی خدمتګارو د مدد او حفاظت دپاره سره |
د وسلې راغلل او د خدايي خدمتګارو شاته په ډېر ګڼ تعداد |
کې په دې ټوله لاره ولاړ وو. کيرو ماڼکي صاحب ته ویلی و |
چې د مترې سړک چې کوم ځا کې د چارسدې پوځ سړک سره |
يو ځای شوی دی. دغلته دې د ملا ګورو شيخان تيار کړي. |
چې د دوی په موټرونو حمله وکړي. خو چې هغوی دغلته د |
خدايي خدمتګارو زور وليدهنو د حملې جرات يې ونه کړی |
شو دغه شيخان د ځلیلو سره په پوله د خیبر په اېجنسۍ کې |
د سردریاب مرکز عاليه ته نزدې ګل بېلې سره هم مسلم |
ليګيان په ګڼ تعداد کې را جمع شوي وو. ځو دوی هم جرات |
ونه کړی شو .د هشنغر پښتانه سره د لويو لويو ډلو باوسله |