text
stringlengths
0
136
4٢٨٨٨٢
‏زما ژوند او جد وجید‎
‏زمونږ د امداد دپاره مرکز عاليه له راغلل او ليګيانو چې د دې‎
‏خلکو زور او طاقت وليدو نو وتښتېدل.‎
سحر چې مونږ مرکز له د تللو اتتظام کولو زه د کمرې نه بهر
راووتم نو څه ګورم چې ډېر پیرنګيان په انګڼ کې ناست
دياو فوځ هم په سړک کې ولاړ دی ما هغو پیرنګيانو ته ووې
چې تاسوتکلیف مه کوئ. مونږ نن ځپل انتظام پخپله کړی دی
ښه به دا وي چې تاسو لاړ شئ او ځپل فوغ هم بوځئ او مونږ
پسې را نه شئ.
مونږ مرکز ته روان شو د خدايي خدمتګارو نه علاوه دومره
هجوم جمع شوى و. چې درته يې بيان کولی نه شم؛ مونږ په
ځیريت سره مرکز ته ورسېدو. مرک ز کې ډېر مخلوق راجمع
شوی وو. جلسه شروع شوه. نظمونه وویلی شول. جواهرلال
ډېر ښکلی تقرير وړو او ده ووې چې زه نن ډېر ځوشحاله يم
چې د پښتنو په مځکه زما د بدن يو څو څاڅکي وينه تویې
شوه او زه اميد کوم چې دا د مکر فرېب او ظلم نه ډک نظام به
ډېر زر بدل شي. د جواهر لال نهرو صاحب د تقریر نه پس ما هم
خپلو پښتنو وروڼو سره يو څو خبرې وکړې او دا مې ورته ووې
چې دنيا کې مشهوره ده چې پښتانه ډېر مهمان نواز دي خو د
ګورنر کيرو په لمسون هغه روايات پاتې نه شول دلته دوی
ځپل مېلمه سره دومره سپک سلوک وکړو چې دنيا به ترې
پوزه پټه کړي.دا هر څه کیرو د يو پښتون شیخ محبوب علي په
ذريعه وکړل شيخ ټول پښتانه په دنيا کې بد نام کړل. د جواهر
لال ګناه داوه چې ده وې چې زه د پښتنو قبایلو د خير دپاره په
دوره درځم او کيرو ورته وې چې مه راځه زمونږ پولټيکل نظام
- ۵٩۹ 01٩و‎
0016/٩06۱
زما ژونداو جد و جهد
کې دځل مه کوه نو ده ورته ووې چې زه به ځامځا درځم. زه د
دې ذمه وار يم دا زما مځکه ده او دی صوبه سرحد ته زمونږ د
پښتنو د ابادۍ. ترقۍ او د خير دپاره راغلی و. په سبا له
پنډت جواهر لال نهرو زمونږ نه ډیلي ته رخصت شو.
مولانا صاحب په خپل کتاب کې دا لیکلي دي: چې په
پښتنوکښې مهمان نوازي لوی اخلاقي صفت دی ولې دوی
کې داصفت نه و او دوی بڅل کولو» په دې ترېنه پښتانه بېزار
ووء دی وايي چې يو ځل د دوی ملګري زمامېلمانه وو چې ما
ورته چایو سره بسکټ راوړل نو هغوی ډېر خوشحاله شول او
ماته يې وويل چې د دې څه نوم دی؟ دا خو د ډاکټرصاحب
بنګله کې مونږ ليدلي وو خو هغه مونږ ته نه وو راکړي.
مولانا صاحب د دې خبرې تحقيق نه دی کړی او دا يې
لیکلې دي. زمونږ خو دا تهذیب نه دی چې يو يې ځورې او بل
له يې نه ورکوي. مونږ خو داسې يو چې اوس هم څه مونږ ځورو
هغه ځپلو مېلمنو او نوکرانو ته هم ورکوو او ورسره يو ځای
یې ځورو.
زمونږ مرکز کې هم زمون دا قاعده وه چې ډوډۍ ته به
کښېناستو او مونږ به د لسسو کسانو خوراک پوخ کړی
و .دپاسه به شل نور راغلل نو موتږ به کښېناستو هغه به مو
ټوکړه ټوکړه ځپل وکښې تقسیم کړه او په شریکه به مو وخوړه
او اوس هم دغه شان کوو.
زه حېران يم چې مولانا صاحب دا خبره د ډاکټر صاحب په
هکله کوي. چې هغه ځو دومره مهمان نواز و چې دا کيسه يې
افراط ته رسولې وه زه په دې نه پوهېږم چې دا مولانا صاحب
رد د وپ دض د د سپ تا
00165 ٩۳0٨666
زما ژوند او جد وجهد
ته کلکتې ته کوم کسان ورغلي وو؟
دغه شان دی دا خبره هم ليکي. چې د انتخاباتو وخت کې
کانګرس دوی ته ډېر رقم ورکړی و. ځو دوی ډېر لر خرڅ کړو.
نو ځکه ډېر اميدواران د خرڅ د کمي په وجه فېل شول. مونږ
خدايي خدمتګارو خو هېچرې د کانګرس نبه يوه پيسه هم
اخيستې نه ده بلکې په دې خبْره خو جواهر لال زما نه ځپه
شوى و او ډاکټر انصاري صاحټ تته ينې شکایت کړی و.چېې
دی ډېر مغرور دی. زه چې به د کانګرس د ورکنګ کمېټسۍ
اجلاس له تلم نو ټولو ممبرانو به چې د رېل د سیکنډکلاس
کوم خرڅ اخيستو. ما هېڅکله هغه هم اخيستی نه و. البته که
پارلیمنټري بورډ له دوی نه څه اخيستي وي نو هغه به
پارلیمنټري بورډ اخيستي وي. هغه ټول په ځای خرڅ شوي دي
او څومره کسان چې دوی ودرولي وو. هغه ټول کامياب شوي
دي او په لوی اکثريت مونږ الیکشن ګټلی دی. نو بيا دا سوال
څنګه پيدا کېږي؟ د حيرانتيا خبره دا ده چې مولانا صاحب دا
اعتراض کوي چې صوبه سرحدوالاو په انتخاباتو پيسې کمې
ولګولې. عام عقل خو دا وايي چې که صوبه سرحد کې خدايي
خدمتګارو مکمله کاميابي حاصله کړه او رقم يې هم کم
ولګولو. نو دا د هغوی يوه سیاسي کاميابي وه. مولانا
صاحب په دې هم اعتراض ضروري وګڼلو.
بجټ پېش کول:
خان د نوي کال بېجټ پېش کړو. دا ښکاره د کانګرس پاليسي
»و227 :ثظ:90::2ر/97-9ثظثظرثظرثرظ01111