text
stringlengths 0
136
|
---|
پیرنګي ته کښېناستل چې هغه اوس ددې لانجې څه حل |
راوباسي چنانچه مونټ بيټن د پیرنګيانو د طرفه ځپله د |
تقسيم هند منصوبه ورو ورو د کانګرس مشرانو ته وړاندې |
کوله او دا تاثر يې ورکوو چې اوس په موجوده حالاتو کې بې |
د دې نه بل هېڅ علاج نشته. |
مونټ بيټن ډېر ذهین او ځیرک سړی و. هغه به د خپلو ټولو |
هندوستاني ملګرو د زړونوحال معلومولو. هغه چې وليدل |
چې سردارپټېل د ده د نظريې منلو ته تيار دی نو د ده په لاس |
راواړولو دپاره يې د خپل شخصیت او دلفرېبۍ ټول طاقت په |
کار واچولو. په خپلو خبرو کې به هغه سردار پټېل د غوز سره |
مشابه کولو چې د هغه پوټکی کلک دی خو چې مات يې |
کړې. نو د نته يې چغزۍ راوځي. د سردارپټېل د تسخیر نه |
وروسته هغه جواهرلال ته متوجه شو. اول کې جواهرلال د |
تقسیم خبره نه اورېدله او عکس العمل به يې ډېر سخت و. |
لیکن مونټ بيټن ورپسې و تر دې چې ورو ورو د جواهرلال د |
مخالفت قوت هم مات شو څنګه چې دا حالت معلومېدل چې |
د سردارپټېل سره جواهر لال نهرو هم د مونسټ بپيټن دوی |
منصوبې سره مني» نو زه ډېر زهير شوم.ولې چې مون دا د هند |
تقسیم نه بلکې د مسلم تقسیم ګنلو. زما د پخوا نه هم دا فکر |
5000000۷50 |
4٢٨٨٨٢ |
زما ژوند او جد و جهد |
و او اوس هم دا فکر دی چې د کیبینټ مشن پلان په هر لحاظ |
زمونږ د مسایلو د حل ډېره ښه لاره ده. د دې نه د هندوستان يو |
والی او هرې فرقې ته د ازاد او با عزته ژوند موقع په لاس |
ورتلله. صرف د مسلمان د مفادو خيال چې يې په نظر کې |
وساتو نو د دې نه د بل بهتر صورت اميد نه شو کېدی. په |
کومو صوبو کې چې د دوی اکثریت و. هلته دوی ته په داځلي |
چارو کې پوره واک اختيار په لاس ورته. که د وفاقي |
هندوستان صوبو ته نظر وکړو. نو که مونږ بلوچستان له يو |
صوبايي حيثيت ورکړو نو بيابه په مرکزي حکومت کې هم د |
صوبو په تناسب مسلمانان د غير مسلمو سره قریبا مساوي |
حيثیت حاصل کړي. |
مولانا ازاد وايي چې «ما په دې ټولو مسلو ډېر غور وکه. |
ما سوچ وکړو چې ګاندهي جي دومره زر ځپله رايه څنګه بدله |
کړه؟ زماخيال دی چې دا د سردار پټېل د اثر نتیجه ده. پټېل |
به ښکاره ويل چې بې د تقسیم نه بله چاره نشته. د تجربې نه |
ثابته وه چې د مسلم لیګ سره يو ځا کار کول ممکن نه |
دي. کېدی شي سردار پټېل يوې بلې خبرې ته هم اهميت |
ورکوی وې چې لارډلویې مونټ بېټن ويل چې کانګرس د |
مرکزي حکومت په کمزورو ساتلو صرف د مسلم ليګ د |
اع تراض د جواب ورکولو دپاره راضي شوى و. او ددې په وجه |
صوبو ته د پوره داخلي خودمختارۍ حق ورکړل شوی و.مګر |
په يو داسې ملک کې چې هلته د ژبې.مذهب او تهذیب دومره |
اختلاف وي.دمرکز کمزوری اتحاد دښمنو نظريو ته قوت |
ورکوي. د ليګ نه چې ځان جدا کړی شي نو بيا د يو مظبوط |
0:٢٢ ٢۳ |
٢ ٢ ٢" تم |
زما ژوند او جد وجهد |
مرکزي حکومت انتظام کېدی شي او داسې قانون جوړېدۍ |
شي چې د هندوستان د متحد ساتلو دپاره به فايده مند وي. |
مونټ بېسټن دا مشوره ورکړه چې په شمال مشرق او شمال |
مغرب کې چې يو څو وړې ټوکړې مسلم ليګ له ورکړی شي نو |
د باقي هندوستان به يو مظبوط او مستحکم ریاست جوړ کړی |
شي. په سردارپټېل باندې د دې دليل زيات اثر وشو چې د |
مسلم ليګ سر ه د اتحاد په وجه به د هندوستان اتحاد او |
استحکام په خُطر کې پرېوځي. زماخيال دا دی چې يوازې |
سردارپټېل نه بلکې په جواهر لال نهرو هم د دې دليل اثر شوی |
ووء دغه دلیلونه چې سردارپټېل اومونټ بيټن دوباره وويل |
نو د تقسیم په مخالفت کې د ګاندهي جي په نظريه کې هم |
کمزوري راغله. څنګه چې دوی وليدل چې خلک د کیبنټ پلان |
سخت مخاألف دي نو د هغې په ځای يې د تقسیم د پلان د پېش |
کولو چې د بيان خيال سره برابر و تياري وکړه. هر کله چې د |
تقسیم مسئله په ښکاره ډول منځ ته راغله.نو د پنجاب او |
بنګال مسئلې لوی اهمیت پيدا کړ. مونټ بیټن وويل ځکه |
چې د تقسيیم بنياد د مسلمانانو د اکثريت علاقې وې او د |
پنجاب او بنګال په ځينو برخو کې د مسلمانانو اکثريت دی؛ |
په دې وجه په دې دواړو صوبو کې هم تقسیم کول په کار دي. |
خو دکانګرس ليډرانو ته يې مشوره ورکړه چې دغه سوال اوس |
مه پورته کوئ. او دوى ته يې یقین ورکړ چې په يو راتلونکي |
مناسب وخت کې به زه په خپله دغه سوال پورته کړم. په دې |
وخت کې مونټ بيټن د تقسیم په باره کې ځپل تجویز تيار |
کړی و. نو د برتانوي حکومت سره دخبرو اترو او د تجویز د |
00165 ٩۳0٨666 |
زما ژونداو جد و جهد |
منظورۍ د حاصلولو د پاره يې د لندن دتلو فېصله وکړه. ما د |
مۍ په ۱۴ د مونټ بيټن سره په شمله کې وليدل.یو ساعت |
مې ورسره خبرې وکړې. بيا هې ورته اپيل وکړ چې د کیبنټ |
مشن پلان په ځاورو کې مه ښځوئ. مونږ بايد د صبر نه کار |
واخلو ولې چې د دې پلان دکاميابۍ اميد اوس هم شته دی. |
که مونږ تقسیم په تلوار ومنلو نو هندوستان ته به ډېر نقصان |
ورسېږي.ما بيټن ته دا هم وويل چې تا له د تقسیم ممکنه |
نتايج هم په ذهن کې ساتل پۀ کار دي. د تقسیم نه مخکې هم |
په کلکته.نواکالي. بهاراو بمبۍ او پنجاب کې فسادونه |
وشول.هندوانو په مسلمانانو او مسلمانانو په هندوانو حملې |
رکړې. په داسې حال کې که ملک تقسیم شي نو د وینو لښتي |