text
stringlengths
0
136
به وبهېږي او د دې ځونریزۍ ذمه واري به د انګرېزانو په غاړه
وي. خومونټ بيټن راته فوري جواب راکړو چې زه تا ته پوره
یقين درکوم چې زه به هېڅوک فساد او وینو بېولو ته پرې نه
دم , 1
یو وار چې تقسیم اصولاً ومن شي.نو بیا به زه حکمونه جاري کړم
چې په ملک کې هېڅوک فرقه وارانه فساد ونه کړی شي. خو بيا
ټولې دنیا ته معلومه شوه چې د تقسیم د اعلان نه وروسته د ملک په
ټولو برخو کې د وینو لښتي وبهېدل او بېګناه ښځې او ماشومان قتل
شول او د مسلمانانو او هندوانو د قتل عام د مخنيوي دپاره هېڅ
سود مند تدبیر ونه کړی شو.
ډایرکټ اېکشن او مساواتټ:
پنجاب کې دهندو اومسلمان جګړه شروع شوې وه. دا
۶
0 - - -٨۸
زما ژوند او جد و جهد
خبرونه چې به په اخبارونو کې راتللنو د دې په وجه به د
هندو او مسلمان نفرت او ک شیدګي زیاتېده.لیکن چې په
کال کې په هندوستان کې کوم فسادونه شروع وو .نو
په کلکنه کې چې د مسلم ليګ له طرفه ډایرکټ ایکشن وشو
نو دغه اور ته يې د تیلو کار ورکړو. دکلکتې په ښار کې خو د
مسلم ليګ دلاسه ډېر لر هندوان مړه او تالاشو. خو هندوانو د
دې بدله په بهار کې واخیسته.مسلمانان منظم نه دي او
هندوان منظم دي.دوی په کلکته کې دومره خلک مړه او لوټ
نه کړلء چې څومره په بهار کې مړه کړل. لوټ يې کړل او يوه
لويه تباهي يې وکړه. زه پخپله دغلته د مسلمانانو د امداد
دپاره تللی وم. مونږ به کله نا کله سهروردي صاحب ته ویلی
چې دا په بهار کې چې د مسلمانانو دومره بربادي وشوه. د
مسلم ليګ د ډایرکټ اېکشن په وجه وشوه او تا وکړه نو هغه
به وې چې ما سره لیکلی خط شته که د رښتیاو وخت راغشی نو
هغه به ښکاره کړم.د کلکتې په ښار کې د بهار لک مړه شوي
وو. بيا د بهار د بدل د اخيستو په بانه په نواکلي کې په
هندوانو ډېر زور او ظلم وشو د پیرنګيانو دا پاليسي کامیابه
شوه چې: «پهوټ ډالو اور حکومت کرو انګرېزان د مسلم لیګ
په دغه کار ډېر خوشحاله وو ځکه چې د هندوستان په دې
خرمستو باندې انګرېز«نوکرشاهي» د انګلستان د مزدور
پارټۍ حکومت باندې دا واضحه کول او ثابتول غوښتل چې د
هندوستان خلک د ځُناورو په شان د يو بل وینو څکلو ته تږي
ناست دي | و د يو بل غوښو ځوړلو او څرمن وښکلو پسې دي
او دا چې د بنيادمو په شان د اوسېدوشعور خو په دوی کې
٩
0016/٩066
زما ژونداو جد و جهد
ورک دی د دې دپاره په دوی کې د انګرېزانو حکومت ضروري
دی. او دوی له خپل حکومت مه ورکوئ اوکه داسې ونه شوه
نو دوی به پخپلو کې یو بل تباه او برباد کړي.
زه بهار کې:
مسلم ليګ د انګرېزانو پيداوار وو. د دې د پاره هغوی د
صورت حال نه ناجایزه فايده اخيستل خوښ کړو او د امن او
سلامتۍ د خرابولو دپاره مسلم ليګ او پیرنګيان په يوه سلا
وو.
د دوی په دومره تباهۍ د مسلم ليګ زړه يخ شوی نه
و.هغوی په فرقه وارانه سازشونو کې لګيا وو. د هغو فساد
زپلو مظلومانو نه يې سیاسي فايدې اوچتولی او هغوی له يې
دا ترغيب ورکولو چې بنګال ته هجرت وکړي. زه ددې
مظلومانو په فکر کې ډوب وم چې دوی به بيا څنګه پخپلو
کلو او کورونو کې اباد کړم» ليکن هغوی مسلم ليګ داسې
تار باندې څېژولی وو .چې زما خبرې په هغوی ښې نه لګېدې.
ددې دپاره زه د مسلم ليګ ليډرانو له ورغلم دا خلک د محمد
يونس بیرسټر په يو عاليشان مکان کې دېره وو. چې کله زه
هغوی له ورغلی يم نو دوی په خوړلو او څکلو کې اخته وو او
ماته به يې وويل چې مونږ تاسره خبرې نه کوو او چې بيا ناظم
الدين ورته وويل چې مونږ له په کار دي چې ورسره خبرې
وکړو نو دوی زما خبرو اورېدو ته تيار شول ما هغوی ته ووې
چې تاسو له راغلی يم او تاسو ته دا عرض کوم چې د دې خلکو
ډېره تباهي شوې ده او اوس به ښه دا وي چې دوی معاف کړئ.
لل اخس 2 0
٢مهو‏ ھت تت
زما ژوند او جد وجهد اس
نور يې مه تباه کوئ او دا څومره تباهي چې د دوی وشوه دا لسږه
ده څه؟ دا تاسو چې دوی ته د بنګال د هجرت مشورې او
ترغيب ورکوئ نو که په حقيقي معنو کې دو ۍ هلته ابادوئ.
نوزما په دې هېڅ اعتراض نشته او که دوی د خپلو سیاسي
غرضونو ښکار کول غواړئ او که دوی نه سیاسي فايده
اوچتول غواړئ نو دا مناسب نه دي. دوی ډېر تياه او برباد
شوي دي. لیکن ددې مسلم لیګو په زړونو کې رحم نه و
ماخپل زوړ مهربان فيروز ځان نون هم دلته شپاړس کاله پس
وليدو. ما ترې نه پوښتنه وکړه چې تا ځو وې چې مونږ به
مشوره وکړو»نو تاله به ځواب درکړو نو تر اوسه پورې خو دې
ما له هغه ځواب نه دی راکړی؟ دی حیاناک سړی و. سترګې
يې ښکته کړې او څه ځواب يې رانکړو. حال دا دی چې د
شملې په دعوت کې ده زما نه شکایت کړی و. چې تاسو
کانګرس سره شوئ. ما ورته ویلی وو.مونږ ځو تاسو ته
درغلي وو. خوتاسو زمونږ امداد اونکړو. اومونږ ځو په يو