text
stringlengths
0
136
لوی مصیبت کې وو. نو ځکه کانګرس ته لاړلو. که تاسو
پنجاب اوس هم مونږ سره ملګري کېږئ نو زه اوس کانګرس نه
استعفا ورکوم. ده ووې چې مونږ مشوره وکړو نو ځواب به
درکړم.
ليګيان د يونس بیرسټر په بنګله کې ناست وو.
خوړل. څکل يې کول او د پټني د ښارنه بهر وتی نه شول او د
بهار مسلمانان چې د کلو نه را تښتېدلي وو او په کیمپونو کې
وو د اکثرو نه خپل مال پخپل وکورونوکښې ښځ پاتې شوی و.
هغوی غوښتل چې مونږ سره څوک لاړ شي او د دغه مال
نن ‎۷۷١‏ 999ر0110
لر
زما ژونداو جد و جهد :
راوښکلوکښې مونږ سره مدد وکړي. خومسلم لیګ خو د
وېرې نه دښاره وتی ته شو دوی چې د مسلم ليګ نه مایوسه
شو نو بيایې ما ته ووې چې ته به مونږ سره لاړ نه شې؟ مونږ
پخپلو کورونو کې مالونه ښخ کړي دي چې هغه راوباسو ما
ورته ووې چې زه خو دلته ستاسو د خدمت دپاره راغلی يم څه
وخت چې وايئ درسره ځم نو هغوی به ما روزانه څه کسان
پخپل موټر کې خپلو کلو ته بوتلل او هغه خپل مالونه به يې
راوښکلء هندوانو به ورته بد بد کتلء ځو زما په وجه به یې
څه ويل نه » زه دوی پسې کېمپونو ته لاړم او ورته مې وویيل
چې برسات شروع کېدونکی دی راځئ چې زه مو اباد کړم خو
دوی زما دا خبره ونه منله ځکه چې دوی ځو مسلم ليګ بنګال
ته روان کړي وو. څو چې د بنګال د تللو په لاره کې ورته ډېر
تکلیفونه او مصیبتونه پېښ شول نو بيا ماله راغلل. بيا زه د
بهار حکومت ته ورغلم او هغه ټول وزيران ځو ما سره د هزارې
په جېلخانه کې پاتې شوي وو. هغوی ډېر زر د دوی د ابادولو
د هندوانو برخلاف ففسادونه شوي وو. نو ګاندهي جي هلته په
دوره و. ما چې ورته خبر وکړو نو هغه د نواکلي دوره پرېښوده
او دلته بهار ته د مسلمانانو د امداد دپاره راغشی. مهاتماجي
زما د خط په ليدو دلته راغی او هغه کار نور هم په تېزۍ روان
شو ما ته پياری لال ويل چې ګاندهي جي څه وخت نواکلي ته
راغی. نومونږ ته يې وول چې تاسو دلته دغه شان ناست يئ
او خپله هغه کښېنه ناستو او چې په کومو ځایونو زور زياتی
او ظلم شوى و دی به هلته تللو او د هغه ځای خلکو ته به يې
٥۴٣۴٣۴١٢0 ششظشظش-2:-01٧77-ر۷‎
زما ژوند او جد و جهد .
ډاډګیرنه ورکوله او خدمت به يې کولو د هغه په ليدومونږ کې
هم جرات او همت پيدا شو بيا مونږ هم د هغه په شان په هغو
مظلومانو ګرځېدو او سړي څه کوې چې ښځې به هم ګرځېدې
اونه به وېرېدې» په دې باندې هغو خلکو کې ډېرښه اثر وشو
ولې دلته پټنه بهار کې دا حال و. چې د مسلم ليګ ليډران د
وېرې نه د پټني ښار کې ګرځېدی نه شول. چې د کوم قوم
ليډران زړور وي هغه قوم کې هم زړورتيا پيدا شي. او چې د
کوم قوم ليډران بزدل وي هغه قوم کې بزدلي پيدا شي. ماته
پياري لال بله خبره داهم کړې وه چې پټېل په بهار کې زما د
ګرځېدو مخالف وو. خوګاندهي جي ورته وويل چې دا مناسب
نه دي.
مردولابهن هم ګاندهي جي سره ملګرې وه او هغه دغه وخت
د ګاندهي جي سکتري وه. د هغې هم مسلمانانو سره ډېره
همدردي وه. چې څومره مسلمانان به راغ لل نومردولابهن به
هغوی ګاندهي جي ته بوتلل او هغه ته به يې ځپل مصیبتونه او
تکلیفونه بيان کړل. دا خبره د کانګرس د مشرانو خوښه نه وه
هغوی کوشش وکړو چې دا«مردولابهن ګاندهي جي نه لرې
کړي او لرې کوله يې. نو هغه ما له راغله او ماته يې دا کيسه
بيان کړه او راته يې ووې چې اوس ځو ما ستاسو نه جدا کوي.
ما ورته وويل ته هېڅ پروا مه کوه. تا هېڅوک د ګاندهي جي
نه لرې کولی نه شي. نو زه لاړم او ګاندهي جي ته مې وويل او
هغه پاتې شوه زه په بهار کې وم. ما غوښتل چې بهاريان
سردوباره اباد کړم او ددې دپاره هلته دېره وم. خو چې څه
وخت په پنجاب کې فسادات شروع شولء نو ماسره فکر شو.
غه
"کت تت
زما ژونداو جد و جهد
بيا ګاندهي جي ما ته وويل چې دا کار به زه کوم» ځه ته سرحد
ته لاړ شه نو زه سرحد ته راغلم. په صوبه سرحد کې د خدایي
خدمتګارۍ د تحريک په وجه د مسلمانانو. هندوانو او
سیکهانو تعلقات ډېر ښه وو. ښه څه چې د وروڼو په شان وو.
دا تحريک د خدای د مخلوق د خدمت او انسانیت تحریک و.
دې تحريک په مسلمانانوء هندوانو سیکهانو کې د مینې
محبت او خدمت جذبه پيدا کړې وه. چې پخوا يې مشال نه و.
دا تحریک کليوال تحریک و. مرکز يې هم په کلي کې و. ځکه
چې اکثريت قوم په کلو کې اوسي.د دې تحریک فرق د نورو
تحريکونو نه دا و چې نور تحريکونه د ښارونو نه شروع کېږي
اوپه کلو کې خورېږي. مګر دا تحریک د کلو نه شروع شو او
په ښارونو کې خور شو.
تاريخ دا ښيي چې د ښارونو تحريکونه د حکومتونو د
لاسه خراب شوي او له منځه تللی دي مګر کليوال تحریيک
څوک په اسانۍ ختمولی نه شي. لکه زمونږ د خدایي
خدمتګارۍ تحريسک چې د ډېرو ظلمونو. کړاوونسو.
مصيبتونو باوجود چا ختم نه کړی شو او تر اوسه پورې جاري
دی په بهار کې چې کوم فسادونه وشول نو زمونږٍ د صوبې نه
دمسلم ليګ رضاکاران بهار ته لاړل. دوی خدمت له تللي نه
ووء دوی په هندو او مسلمان کې نفرت زياتولو له تللي وو. او