text
stringlengths 0
136
|
---|
چې د هغې ځای نه واپس راتلل نو ډېر هډوکي يې له ځان سره |
راوړلء او په سرحد کې يې کلي په کلي وګرځول او زمونږ په |
خلاف يې لويه پراپېګنډه وکړه اومطلب يې دا و .چې په صوبه |
سرحد کې هم د هندو اومسلمان او سکه- په مینځ کې د نفاق |
لر ضسښسښسس "٩ ::10 |
٢هو ھت تت |
زما ژونداو جد و جهد : |
او فساد اور بل کړي. ولې فساد يې ونه کړی شو او په خپل |
مطلب کې کامياب نه شول. ولې چې دلته د خدايي خدمتګارو |
د تحريک په برکت د فساد او دښمنۍ جرړې اېستلی شوې |
وې. |
ځو چې لارډمونټ بيټن د هندوستان د تقسیم اعلان وکړو |
او دا يې هم وويل چې په صوبه سرحد کې به ریفرنډم کېږي؛ د |
دې زمونږ په صوبه ډېر خراب اثر وشو او دلته هم فسادونه |
شروع شول. نو بيا مسلم ليګيانو د پېښور په بازارونو او لارو |
کوڅو کې بېګناه خلک قتلول شروع کړل. د پېښور ښار |
بازارونه بند شولء هندوانء سکهان په خپلوکورونو کې قيد |
وو. بهر ته راوتی نه شولء په کورونو کې هم د دوی عزت. |
دولت او سرونه محفوظ نه وو. |
چې مونږ پوه شو چې سرکاري افسران زمونږ سره هېڅ قسم |
امداد ته تيار نه دي. بلکې هر څه زمونږٍ د وزارت د بدنامولو |
دپاره کوي. حکومت زمونږو خو افسرانو زمونږ خبره نه منله |
نو مونږ فېصله وکړه او امین جان سالار اعظم ته موحکم وکړو |
چې لس زره باوردي خدايي خدمتګار پېښور ته راولېږي. د |
حکم د رسېدو سره لس زره خدايي خدمتګار پېښور ته راغلل |
او د راتلو سره يې هندوان او سکهان د خپلو کورونو نه بهر |
راوښکل. دکانونه يې پرانيستل او کارونه يې شروع کړلء د |
دوی په دکانونو د خدایي خدمتګارو پيرې ولګېدې. چې |
مسلم ليګيان ورته ضرر پېښ نه کړي او د هندوانو. سکهانو |
مال. ځان او عزت محفوظ شو. دغه شان په ټوله صوبه کې |
چې کوم کوم ځای خدايي خدمتګار وو هلته د هندوانو. |
٧۷۵ |
٢هو ھت تت |
زما ژونداو جد و جهد : . |
سکهانو مال. ځان.عزت په امن و. په دوی کې بعضې انګرېز |
پرست هندوان هم وو چې د 17177-7-77 |
ګډېدل او دا مطالبه يې کوله چې د خدايي خدمتګارو |
حکومت دې لرې شي او صوبه کې دې ګورنر راج قایم شي. په |
دې نه پوهېدل چې دا ټوله کيسه چا جوړه کړې وه؟ دا |
ځوګورنر جوړه کړې وه خو چې څه وخت د لارډ لویې مونټ |
بيټن او کانګرس د مشرانو په مینځ کې زمونږ په سر سودا |
وشوه. سودا په دې وشوه چې لارډمونټ بيټن ورته وويل چې |
پنجاب او بنګال به زه درته تقسیم کړم خو تاسو د دې په بدل |
کې صوبه سرحد پرېږدئ او ریفرنډم ومنئ. بيا يې په دريم |
جون ۱۹۴۷ دهندوستان د تقسیم اعلان وکړو او دا يې هم |
وويل چې په سرحد کې به د خلکو نه تپوس کېږي. نو تاسوخو |
ددې پیرنګي دې ظلم او بې انصافۍ ته وګورئ چې پنجاب |
تقسیمېږي. بنګال تقسیمېږي. هلته د خلکو نه تپوس نه |
کېږي. بلکې د اسمبلۍ نه کېږي او دلته زمونږ په صوبه کې د |
اسمبلۍ نه څوک تپوس نه کوي او د خلکو نه تپوس کېږي. |
حال دا دی چې زمونږ الیکشن خو په هندوستان او پاکستان |
میاشتې مخکې شوى و. خلکو خو رايه ورکړې وه دوباره |
يې څه ضرورت و؟ که د کانګرس مشرانو زمونږ سره بې وفايي |
کړې نه وی او د تقسیم مسئله يې منلې نه وی نو په صوبه |
سرحد کې به د هندوانو. سیکهانو او مونږ ته دومره د سراو |
مال زيان نه وی رسېدلی او نه به سیکهان او هندوان دومره |
تباه او برباد شوي وی. |
دغه وخت مسلم لي ليګيان حکومت نيولي وو. او جېلونو کې |
4٢٨٨٨٢ |
زما ژوند او جد وجهد |
يې اچولي وو« لنډی د خُټو نه دی» دوی ځو د جېلځانو تېرولو |
نه دي. د دوی هغه قيد او جېلخانې خو نه قيد وونه |
جېلخانې. د دوی دپاره ريسټورانټ وو. څه عجیبه لوبه وه. د |
شپې به کور ته تلل. د ورځې به بازارونو کې ګرځېدلء خپلو |
خپلوانو او دوستانو سره به يې مجلسونه کول د دې وجه دا وه |
چې ګورنر زمونږ د وزارت سره تعاون نه کولو او زمونږ مخالف |
وو. |
دوی چې بيا د جېل نه را ووتل او ډیلي ته راغلل زه هم په |
ډيلي کې وم. هلته ما دوی وليدل او ثمین جان ځان ته مې |
وويل چې يه هلکه دا پاکستان چې جوړوئ نو لږ و فکر |
وکرئ. دې کې به د پښتون څه حال وي؟.اکثريت خو د پنجاب |
دی نو اقتدار به هم د پنجاب وي. نو ده راته وويل چې اوس |
يې جوړوو. او که بيا په کې زمونږ ځير نه وو نو بيا به يې وران |
کړو. افسوس دی چې ثمین جان خان اوس نشته ګني ما به ترې |
تپوس کړی وی چې راشه وګوره چې اوس پاکستان کې د |
پښتنو څه حال دی؟. |
د تقسیم اعلان: |
څه وځت چې مونټ بیټن د مۍ په ۳۰ ډيلي ته واپس راغی |
نو د جون په ٣ يې د هندوستان د تقسیم په باب د برتانوي |
حکومت له خوا د منظور شرې منصوبې اعلان وکړو. د دې |
منصوبې په اعلان کېدو سره د هندوستان د متحد پاتې کېدو |
ټول امیدونه ځتم شول. برتانوي حکومت د تقسیم د مسئلې په |
دومره زر منلو کې د هندوستان نه زيات د ځپلو مفادو خيال |
نوج ٩١/7 د وطسجنجحمی تش |