text
stringlengths 0
136
|
---|
راغلی نو اقلیتونه په کوم اعتماد یقين کولی شي چې د |
انګرېزانو د وتلو نه پس به کانګرس بدل نه شي او د کانګرس |
نظريه به دغه شان نه شي دا کوم څه چې د جواهر لال په بيان |
کې ښکاره شوي دي.د دې سره سمدستي مسټر جناح يو |
اخباري بيان جاري کړو په هغه وخت کې يې وويسل: «د |
کانګرس د صدر ددې بيان سره هر څه بدل شول او اوس په هر |
څه د نوي سر نه دغور کولو ضرورت پیدا شو.» |
جناح صاحب لياقت علي ځان ته وويل چې د مسلم ليګ د |
کونسل اجلاس راوبله بل خوا له يې بيان ورکړو . چې د مسلم |
ليګ کونسل په ډیلي کې د کېبنټ مشن پلان ځکه منلی و. |
چې مونږ ته یقين راکړی شوی و.چې کانګرس دا سیکم منلی |
دی او د هندوستان د پاره چې به کوم د ستور جوړېږي دا سکیم |
به د هغې بنياد وې هر کله چې اوس د کانګرس صدر اعلان |
کړی دی چې کانګرس په دستور سازه اسمبلۍ کې د خپل |
اکثريت په زور په دغه پلان کې بدلون راوستی شي د دې دا |
معنا شوه چې اقلیتونه به د اکثريت رحم وکرم ته پاتې وي. |
جناح صاحب په دغه بيان کې وويل چې د جواهر لال د دې بيان |
ودددننننننن ۷۴۷ |
٢ ٢ ٢" تم |
زما ژوند او جد وجهد 1٧٧ |
مطلب دا دی چې کانګرس د کیبنټ مشن پلان مسترد کړی |
دی»نو ځکه وايسرای ته په کار دي چې مسلم ليګ دغه پلان |
منلی دی؛ نو ده ته دې د وزارت جوړولو دعوت ورکړي. |
انټرم حکومت: |
دغه شان په ستمبر ۱۹۴۷ کې عبوري حکومت جوړ شو. |
جناح صاحب خو اول د دې نه انکار وکړ خو بيا وروسته د |
لارډوېول سره د خبرو اتر و نه پس يې په ۱۵ اکتوبر ۱۹۴۷ |
کې عبوري حکومت ومانه او په هغې کې شریک شو. |
لارډوېول غوښتل چې زر تر زره انټرم حکومت جوړ شي. |
په دې وخت کې زه نا جوړه وم نو ګاندهي جي وويل چې تر |
څو چې دی راغلی نه وي او د ده رايه مومعلومه کړې نه وي |
مونږ عبوري حکومت نه جوړوو. لارډويول زمونږ د صوبې |
چيف منسټر ډاکټر خانصاحب ته ټیلفون وکړ چې زه خپل |
هوايي جهاز درلېږم. باچا خان په دې کې ډيلي ته راولېږه. زه |
ناجوړه وم. ماورته وويل زه په هوايي جهاز کې نه ځم او بيا په |
رېل ګاډي کې ډیلي ته لاړم. |
هلته په کانګرس کې په دوو مسئلو بحث و يوه دا وه چې |
جواهر لال نهرو ويل چې زه سردار عبدالرب نشتر په کابینه کې |
نه اخلم ځکه چې دی په انتخاباتو کې په خپله صوبه کې ناکام |
شوى دی. او دی د قوم نماينده نه دی. د جواهرلال دا اعتراض |
معقول و. چې کوم يو سړی په خپله کورنۍ حلقه کې د صوبې |
انتخاب نه شي ګټلی نو هغه د ټول هندوستان په مرکزي |
حکومت کې د کومې جمهوري نمايندګۍ حق لرلی شي. |
١ ود |
زما ژوند او جد و جهد |
کانګرس دا خبره هم وايسرای ته کړې وه چې په داسې |
حالاتو کې که باچا ځان وغواړي نو دا سردار عبدالرب نشتر |
عبوري حکومت کې اخيستی شي. ګني نو نه بله دا خبره وه |
چې کانګرس وې چې د مسلمانانو کوم حق چې و .هغه مسلم |
ليګ ته ورکړی شو. او کانګرس د هندوانو حق دی او د هغوی |
دا رايه وه چې مونږ د کانګرس د برځې نه مسلمان ته حصه نه |
وركوو.ما ورته وويل چې زمونږ په عبد الرب نشتر هېڅ |
اعتراض نشه.زماخیال و چې دی خو يو پښتون دی که دی را |
نه شي نو بل پښتون ته ځو دا موقع نشته.ماوې اخر پښتون |
خودی. دی به داسې لوبه ونه کړې لکه چې يې وکړه. دده په |
باره کې جواهر لال نهرو ماته دا ګيله وکړه چې دا سړی مونږٍ |
ستا په ځوله مقرر کړی دی»ځو داښه سړی نه دی.ما دا هم وې |
چې مسلمانانو په کانګرس کې ډېرې قربانۍ ورکړې دې او دا |
به ښه وي چې دوی ته د کانګرس له خوا يوه برخه ورکړی شي.د |
دې به په مسلمانانو ښه اثر وي. زما دا دواړه خبرې کانګرس |
ومنلې. لارډو ېول وويل چې مسلم ليګ ته داخله وزارت |
ورکړئ. خو سردارپټېل په دې ټينګ و. چې دا بل چا ته نه |
ورکوم. نو بيا جناح صاحب وويل چې ماله يو بل داسې د ذمه |
وارۍ وزارت راکړئ. نو کانګرس ورله فينانس منسټري |
ورکړه. سرد ارپټېل دا تجویز غنیمت وګڼه او د هغه يې ډېر |
زيات تائيد وکه. نو کانګرس لارډوېول ته وويل چې ليګ له |
فینانس منسټري ورکړه لارډوېول جناح صاحب ته ووېل چې |
وزارت ماليه واځله. هغه ورته وويل چې دوه ورځې پس به |
جواب درکوم غلام محمد چې «وروستو بيا د پاکستان ګورنر |
ات ۴۸ |
زما ژوند او جد و جهد |
جنرل شۍ محمد علي چودري او نورو مسلمانانو چې دې |
محکمې کې کار کولو مسلم لګ ته راغلل ډېره خوشحالي يې |
وکړه او ورته يې وويل چې دا ډېره اهمه محکمه وه په دې تاسو |
ته مبارکباد درکوو.او لیاقت علي ځان ته يې ووې چې ته هېڅ |
فکر مه کوه مونږ به په دې کې تاسره ډېر امداد وکړو .په دې |
خبره جناح صاحب وزارت اخيستلو ته تيار شو او لیاقت علي |
خان د مالیې وزیر شو. |
اخر کانګرس عبوري حکومت جوړکړو او چې څه وخت دا |
حکومت ج وړ شو نو پیرنګيانو د کانګرس د حکومت د |
بدنامولو دپاره په وزیرستان بمباري وکړه. چې زه خبر شوم نو |
زه لاړم او جواهر لال مې د دې کيسې نه خبر که.چې ته وزير |
اعظم يې او دا ستا د وزارت د قلمدان کار دی او ته ترې خبر نه |