text
stringlengths
0
136
کې دا دومره جدوجهد او دلچسپي وليده نو زماخيال بدل شو.
الیکشن ته صرف يوه مياشت پاتې وه. نو ما کار شروع کړو. 1
دا د ۱۹۴۷ کال د متحده هندوستان اخري اليکشن و. دې
الیکشن ته مسلم ليګ داسې رخ ورکړو او خلکو ته به يې ويل
چې دا الیک شن په هندوستان او پاکستان دی. چې پاکستان
غواړئ که متحده هندوستان؟ په هندو اومسلمان دی.چې کفر
سره ځئ که اسلام سره ځئ؟ په مندر او په مسجد دی چې
جماعت له ووټ ورکوئ که درمسال له.
په دې الیکشن کې مونږ ميا جعفر شا او د ګلي ګړۍ
ارباب عبدالرحمان نه ودرول ځکه چې دوی د ډاکټرصاحب او
قاضي صاب په مینځ کې اختلافات پيدا کولو او ډاکټر
صاحب ته به يې زما په سر هم لمسون کولو چې باچا ځان دا
ځل تا نه وزیراعلی کوي او قاضي صاحب وزير اعلی کوي. د
دوی دا ټولې خبرې دروغ وې. مونږ ډاکټر صاحب وزير اعلی
کوو .مونږ صرف دومره ويل چې ډاکټر صاحب دې لا اينډ
ارډ نه اخلی.دا دې قاضي صاحب له ورکړي.ځکه چې ډاکټر
صاب له سرکاري افسران دوه ورکولی شي او قاضي
صاحب له يې نه شي ورکولی». خو ډاکټر صاحب ووې چې که
۳۱
زما ژوند او جد وجهد
جعفرشاه او ارباب عبد الرحمان نه ودروئ نو زه هم نه
ودرېږم»مونږ د ډاکټر صاحب نه مجبور وو. خو چې څه وخت
پاکستان جوړ شو او د قيوم وزارت راغی نو د ټولو نه اول د
ګلۍ ګړۍ ارباب عبدالرحمان را اولګېدو قيوم يې خپل ځای
کې مېلمه کړو .جعفر شاه يې هم راوغوښت او دوی مسلم لیګ
کې شامل شول اوورته يې وويل چې مونږ به کوشش کوو چې
نور خدايي خدمتګار هم په مسلم لیګ کې شامل کړو.
د هندوستان د نورو مسلمانانو په شان پښتانه جذباتیان نه
وو مونږ په دوی کې ډېر کار کړی و. په دوی کې سیاسي شعور
راغلی و. كور په کور.کلي په کلي.ورپسې ګرځېدلي وو.
دوی مو پوه کړي وو او په دوی کې پوهه او بيداري راغلي
وو د اسلام نه واقف شوي وو دوی د اسلام په نوم چا دوکه
کولی نه شو.دلته خدايي خدمتګارو ډېر کار کړی و.
هندوستان کې مسلمان غريب د اسلام نه چا خبر کړی و؟ په
اسلام چا پوه کړی و؟ سیاسي شعور او پوهه په کې چېرته
وه.د هغوی د پوهې څوک وو؟ او دا څیزونه ځو په يو قوم کې
پخپله نه پيدا کېږي او دا خو چې په کې څوک په قام او ملک
او اسلام مئين خلک پيدا شي نو په کې کار وکړي.هندوستان
کې داسې خلک تر اوسه مسلمانانو کې نه دي پيدا شوي.نو
ځکه د اسلام په نوم دوکه کېږي او خودغرضه خلک د اسلام
په نوم ترې فايدې اخلي.بله دا چې د هندوستان د مسلمانانو
ليډر به هغه سړی و.چې د پیرنګيانو خاص الخاص و. يا به سر
و .يا نواب. يا ځان بهادر. خدايي خدمتګارو شپه او ورځ په
دې يوه میاشت کې چې کار وکړو نو سره د دې چې پیرنګيانو
۷۴۲١ ‏ودنا‎
00165 ٩۳0٨666
زما ژوند او جد و جهد
او مسلم ليګ ډېره موده ډغرې وهلې وې. مسلم ليګ په دې
الیکشن کې شکست وخړړ او خدايي خدمتګار په يو لوی
اکثريت سره کامياب شول. پنځوس کې يو دېرش خدايي
خدمتګار وو .دوه سېټونه جمعية العلماء هند وګټل.باقي
اوولس سېټونه مسلم لیګ وګټل.
په صوبه سرحد کې شپږ ضلعې دي په پنځو ضلعو کې
کوهاټ.بنو .ډېره اسماعیل ځان. مردانء پېښور کې مون
کامياب شو او په هزاره کې هم ټول پښتانه دي ځو ژبه يې
پرېښې ده هلته چې په کومو علاقو کې پښتو وه. نو هلته
پښتانه کامياب شو او چا چې ژبه هېره کړې وه او هندکو يې
وې هلته مسلم لیيګ کامياب شو.حکومت او د حکومت پرزو
چې زمونږ برخلاف څومره کارکړی و. دومره مسلم ليګ نه و
کړی. د حکومت دا کار مونږ ته ډېر مکروه او د این خلاف
ښکارېده.نو مونږ کښېناستو او دا فېصله مو وکړه چې وزارت
نه اخلو او د وزارت د جوړولو نه مو انکار وکړو او ومو ويل
مونږ تر هغه وخته پورې د وزارت اخيستو ته تيار نه یو چې تر
کومه پورې حکومت مون له دا اجازه رانه کړي چې الیکشن
کې کومو ملازمانو زمونږ خلاف حصه اخيستې ده او د
قواعدو او ضوابطو خلاف ورزي يې کړې ده چې د هغوی
برخلاف مقدمې جوړې کړو او مجرمانو له مناسب سزا ورکړو.
زمون د دې فيصلې سه د ډاکټر خاتصاحب اتفاق نه
و .سعدالله. سردارپټېل د دې فيصلې نه خبر کړو سردارپټېل
چې خبر شو نو هغه مولاناابوالکلام ازاد د دې مسئلې
د حل کولو دپاره سرحد ته راولېږړه او پېښور کې زمونږ
نوف
0016/٩066
زما ژوند او جد و جهد
اجلاس وشو.
ما مولاناصاحب ته صفا او پاکه خبره وکړه چې کومو
سرکاري ملازمانو زمونږ برخلاف قدم وچت کړی دی .که مون
ته دا اختيار نه وي چې مونږ هغوی له سزا ورکړی شو نومونږ
داسې وزارت نه اخلو .مولانا صاحب واپس ډيلي ته لاړو او
هلته يې د وايسرای نه يو خط واخيستو او بيا راغی .په دې
خط کې وایسرای په څه ګول مول طريقه زمونږ شرط منلی و.
نو مونږ وزارت ځو واخيستو ځو په دې شرط چې د وزارت
اختيارات به يوې مرکزي کمېټۍ سره وي.زما دا رايه وه چې د
هرې ضلعې د خدايي خدمتګارو نه دې دوه دوه کسان