text
stringlengths 0
136
|
---|
په ۱۹۴۵ کښې زمونږ د بعضې ممبرانو په زړه کې دا خيال |
پيدا شو چې زمونږ په صوبه کې وزارت ښه دی که مونږ |
وزارت واخيستو نو د نورو کارونو نه علاوه دا سیاسي |
قيدیان چې د درې کالو نه را په دېخوا په جېلخانه کې پراته |
دي هم رها شي.زمونږ د اسمبلۍ په ممبرانو کې بعضې کسان د |
حکومت او وزارت ډېر شوقیان وو. دوی سول نافرماني کولو |
ته تيار نه وو. رېډونه يې کولی نه شول. دوی ځپل کارونه کول |
او خدايي خدمتګار په چپاوونو کې څه مړه. څه قيدیان او څه |
زخميان شولء نو خلکو دوی ته ښه نه کتل ځکه چې دوی |
پخپله هم کار کولو ته تيار نه وو. او نور يې هم کار ته نه |
٧۱ |
زما ژوند او جد و جهد 1 : |
پرېښودل. تر دې چې لعلي زما زوی يې هم چپاو کولو ته نه |
پرېښوده.دوی چې د وزارت جوړولو کوشش شروع که.نو د |
یک ه توت په کېمپ کې ساقي صاحب او کېمپ کمانډر سالار |
شېر علي خان د دوی مخالفت شروع كړو او ډاکټر صاحب يې |
هم د ځانه سره هم خيال که. دوی د اسمبلۍ ځپل ټول ممبران د |
صوبې نه يکه توت کېمپ له د اجلاس دپاره راوغوښتل چې |
دوی د ځانه سره د وزارت په جوړولو کې متفق کړي.ځو هغوی |
چې به راتلل نو ساقي صاحب به پوهول دغه اجلاس هم |
ناکاميابه شو .اخر چې ساقي صاحب تيراه ته لاړو نو دوی ته |
ميدان ځالي شو. ډاکټر صاحب يې رضا که .او ګاندهي جي له |
يې وفد ولېړه او هغه ته يې وويل چې د صوبه سرحد حالات د |
نور هندوستان نه مختلف دي.زمونږ د تحريک په وزارت کې |
فايده ده او سیاسي قيدیان به هم رها کړو .هغه وويل چې په |
دې مسئله کې د باچاخان سره خبرې وکړئ. نو بيا يې ماله د |
هریپور چېل له وفد راولېږه او دا ټوله قيصه يې راته وکړه. ما |
ورته وويل چې زه د ورپسې وزارت په حق کې نه يم چې پوره |
اختيار ورسره نه وي داسې وزارت قوم او تحریک ته د فايدې |
په ځای نقصان رسوي. پاتې شو د سیاسي قيدیانو د رهايۍ |
خبره نو زمونږ فکر مه کوئ. مونږ په جېل کې تنګ شوي نه |
يو دوی لاړل او څو ورځې پس خبر شوم چې دوی وزارت جوړ |
که. څه سیاسي قيدیان رها شول او څه يې په جېل کې پاتې |
شول زما رهايي چې راغله نو ما ويل چې څو پورې ټول |
سیاسي قيدیان رها شوي نه وي زه نه ووځم دوی بيا ماله |
راغلل او راته يې وويل چې په دوی حکومت سختې دفعې |
۲٢ |
۳-۳ تت تت |
زما ژوند او جد و جهد . |
لګولې دي مونږ کوشش کوو او څو ورځو کې به رها شي خو ته |
اوس راووځه.نو زه را ووتمء زه نا جوړه وم زه چې په جېلځانه |
کې يواځې يم. نو ناجوړه کېږم. نو دغو ورځو کې ګاندهي جي |
په بمبۍ کې و. |
د بمبۍ تگ: |
هغه ماته وليکل چې بمبۍ ته راشه »زه چې به هر کله بمبۍ |
يا سېواګرام ته تلمه نو یوه شپه به مې ډيلي کې د ګاندهي جي |
زوی دیويداس سره کوله د هغه ښځه د راجاګوپال اچاريه لور |
وه.دوی به زما ډېر خاطر او دارمدار کولو.ما ځو به اکشثر سفر |
په تهرډ کلاس کې کولو نه په رېل کې به زه ډېر په عذاب شوم |
دلته به مې ارام وکړو. |
سباله بمبۍ ته لاړم. ګاندهي جي د برلا په کور کې و. زه هم |
هلته لاړم او هغه سره اوسېدم. يوه ورځ يې د عدم تشده بحث |
شروع کړونو ما ورته ووې چې ګاندهي جي تا خو د ډېرې |
مودې نه په هندوستان کې د عدم تشدد سبق ورکړی دی. او |
زما خو ډېره لږٍه موده وشوه چې پښتنو ته مې دا سبق شروع |
کړی دی ما سره هغومره ذریعې اوکارکنان نشته څومره چې |
تاسو سره دي. ته وګوره چې د ۲ کال په جنګ کې |
هندوستان کې څومره تشدد وشو لیکن په صوبه سرحد کې |
باوجود د انګرېزانو د ډېر ظلم او اشتعال پښتنو تشدد ونه |
کړو.حالانکه هندوستان سره د تشدد هغومره سامان هم نشته |
څومره چې پښتنو سره دی. د دې په ځواب کې ګاندهي جي |
ووې چې عدم تشد د د بزدل سړي کار نه دی دا د يو بهادر سړي |
۳٣۳ |
زما ژوند او جد و جهد |
کار دی او پښتانه د هندوستانیانونه زيات بهادران دي. دغه |
وجه ده چې هغوی تشدد ونه کړو. |
يوه ورځ زه د ګاندهي جي سره ناست وم چې يو سړی راغشی |
چې د دوو پيسو جامې به يې اغوستې وې» جېب ته يې لاس |
کړ اوګاندهي جي ته يې نوټونه پېش کړل. هغه ورته وويل څو |
دي؟ ده ورته وويل چې اويا زره دي. هغه ورته وويل چې يو |
لک يې که هغه لاړ او په سباله يې يو لک روپۍ راوړې. دغه |
شان ګاندهي جي خپل سکتر ډيسائي ته وويل چې د بمبۍ |
خلکو ته وواه چې د هریجنو دپاره لس لکه روپۍ ماله |
راکړئ. دلته د ده سره درې کسان ناست وو هغوی ډيسایی ته |
وويل چې د بمبۍ خلکو ته اپيل مه کوه. يو ورته وويل چې |
دوه نیم لکه روپۍ به زه درکړم» بل ورته وويل چې دوه نیم لکه |
به زه درکړم او درېم ورته وويل چې دوه نیم لکه به زه درکړم. |
تاسو له يو بل سړی په کار دی نو ستاسو دا ضرورت به پوره |
شي. دغه شان په ابتدا کې چې ګاندهي جې د ازادۍ کيسه |
شروع کړه د قوم نه يې يو کروړ روپۍ وغوښتې. نو قوم ورله د |
کروړ نه زياتې ورکړې. او چې ده به د قومي خدمت دپاره يو |