text
stringlengths 0
136
|
---|
سره همدردي کوله. ما ورته وويل چې زه خوشحاله يم چې |
ګورنر مسلم لیيګ له حکومت ورکړو. او د ډاکټر صاحب په |
ځای اورنګ زيب ځان يې مقرر که .هغه حيران شو او پوښتنه |
يې وکړه چې دا ولې؟ نو ما ورته ووې چې زه په دې خوشحاله |
يم چې دې قوم خو دا زمونږ حکومت وليدو نو دا ښه ده چې د |
مسلم ليګ حکومت هم ووينې او په کې تمیز وکړي. او بله دا |
چې د دې حکومت اختيارات هم ډېر کم دي اؤ زمونږ دې قوم |
ځو حکومت لیدلی نه واو نه د دې حکومت نه خبر دې»نو يو |
کار دی چې هغه مونږ کولی نه شو زمون د اختياره بهر دی. |
قوم وايي دا راله وکړه. مونږ که ډېر ورته وايو چې مونږ يې |
کولی نه شو دا زمونږ په اختيار کې نه دی ځو د ده تسلي نه |
کېږي. او رانه په شي. خپه څه چې بيا زمونږ مخالفت شروع |
کړي. او دويمه خبره دا ده چې مونږ دوه انې ګټلې دي او دوی |
رانه روپۍ غواړي نو مونږ روپۍ د کومه راوړو؟ نو دوی |
زمونږ حکومت هم ليدلی و. او اوس به د مسلم ليګ حکومت |
وويني نو په حقیقت به پوه شي او همدغه شان وشو. که |
چېرې دا حکومت مونږ پرېښودی نه وی. نو د راتلونکي |
الیکشن ګټل ګران و.دوی به کامياب شوي وو .خلکو وليدل |
چې مونږ ځو په روپۍ کې دوه انیز ځو ورکولو اوکوم کار چې |
به زمونږ په اختيار کې و. هغه به مو ورله کولو او مسلم لیګ |
خو ځان ته نزدې هم نه پرېښودل او نه ېې ورله څه کول يوه ورځ |
کرنيل سمته چې د پېښور د جېل سپرنټنډنټ و ايیټ اباد له |
په دوره ماله راغی نو زما ځای يې وليدو څه وخت چې بهر ته |
ووت .نو سپرنټنډنټ ته يې ووې چې تا باچاځان د کوترو په |
۵ |
00165 ٩۳0٨666 |
زما ژوند او جد و جهد |
کوټګۍ کې بند کړی دی؟ هغه سمته ته په ډېر ادب او غلی |
غوندې ځواب ورکړو چې د سرحد د حکومت دا حکم دی په |
دې زه څه کولی شم؟ . کرئيل سمته هغه وخت د هغه ځای |
- رنر ته ټیلیفون وکړو ورته يې ووې چې سرچ جارج څوک يو |
بهادر دښمن سره داسې سلوک کوي. څنګه چې تا باچاخان سره |
کړي دي' چې په يوه ور ړه کوټګۍ کې دې يوازې اچولی دی؟ |
ګورنر پخپل کار شرمنده شو او خپل حم يې و اپس واخيستو |
او و حکم يې وکه .چې ده له ښه ځای اوملګري ورکړئ کله چې |
مته ص خپ يب راغی | و ماته يې د ملګرو ووې چې څوک |
ړې ما ورته ووې چې ستا څوک خوښ وي هغه راکړه هه |
وا سره وي که ماسره؟ ما ورته ووې چې ماسره |
به وي. ده ووې چې بيا ځو په کار دي چې ته يې خوښ کړې.نو |
چې ستا څوک خوښ وي هغه راته ووايه نو ما ورته ولي او |
شېردل خان ياد کړل هغوی يې ماله را ولېږل چې هغوی راغلل |
نو د هغوۍ نه معلومه شوه چې سالار انځرګل په ډېره اسماعیل |
ځان جېل کې دی او ډېر نا جوړه دی نو ما سپرنټنډنټ ته ووې |
چې مونږ له د پخلي دپاره خپل سړی راکړه هغه وې چې څوک |
غواړې؟ ماوې انځرګل غواړم او هغه د ډېرو په جېل کښی دی |
هغه يې راوغښتو چې انځرګل جرنيل راغی نو دومره ناجوړه و |
چې د ګرځېدو هم نه و زمونږ په پوړو راختی نه شو ځو د |
خدای فضل و ډاکټرانو يې علاج وکړو او مونږ ورله ښه |
خوراک په ډاکټر مقرر کړو. نوورځ په ورځ ښه کېده. زما په |
هغه کوټنۍ کې په مشکله دوه کټه راتلل او نور ځا په کې د |
ملاستې هم نه و. تو سالارصاحب به زما د کټ د لاندې |
٧ |
زما ژوند او جد و جهد |
څملاستو او شېردل خان به د ولي دکټ د لاندې څملاستو. څه |
ورځې پس حکم راغی او ماته چې نزدې د هسپتال کومه کمره |
وه هغه يې ولې دوی له ورکړه زه پخپل ځای پاتې شوم او دوی |
درې واړه هغې کمرې له لاړل. |
مونږ جېلخانه کې وو چې خبر شو چې بنګال کې قحط دی |
او ډېر خلک د ولږې نه مړه شول. مونږ له چې حکومت کوم |
راشن راکولو نو نیم به مونږ خوړلو او نیم به مو هغه مصیبت |
زده خلکو له جمع کولو. او چې ډېر جمع شو نو مونږ حکومت |
ته وويل چې دا بنګال له ولېږئ خو نه حکومت هغه بنګال له |
ولېږه اونه يې مونږ ته واپس راکړو.په دغو ورځو کې د ولي |
سترګه خُوږ شوه دغه يوه سترګه يې وه. هغه بله يې په شري |
کې خرابه شوې وه. مونږ سره ډېر فکرو سپرنټنډنټ د فوج د |
سترګو ماهر راوغوښتو ځو څه فايده ونه شوه. مونږ دې |
سپرنټنډنټ ته ووې چې ته حکومت د دې حال نه خبر کړه. دی |
غواړي چې بمبۍ ته لاړ شي او په هغه خپل ډاکټر علاج |
وکړي. سرجارج بغير د څه شرط نه هغه رها کړو او د علاج |
اجازه يې ورکړه چې دی تلو نو ما ورته ووې چې ولي ته يې د |
علاج دپاره پرېښودې نو که علاج دې وشو نو بيا به هم د |
حکومت برخلاف څه کار تر هغې پورې نه کوې چې دا د قيد |
میعاد دې پوره شوی نه وي. |
زمونږ ډېر ملګري چې د قیدنه رها شول اوپه هریپور کې |
کوم پاتې شو نو زه يې د ايیټ اباد نه هریپورته بدل کړم. |
هریپور کې چې زمونږ ملګرې وو نو چېلوالاو ورته ووې چې |
هر سړی دفترته مه راځئ تاسو ځپل يو سړی مقرر کړئ او هغه |
٧ |
زما ژوند او جد و جهد 1 |
دې دفتر له د ځپل کار دپاره راځي نو دوی به غونډ شو او دوی |
به په اتفاق يو سړی مشر کړو هغه به د دوی د کارونو دپاره |
دفتر ته تلو او هغه کارونه به يې کول. دا خو ضروري خبره وه |
چې هغه به د دوی نماينده و. نو جېلوالاو به د هغه عزت کولو |
او د هغه عزت خو حقیقت کې د دوی عزت دی. نو چې هغه به |
د دوی د کار د پاره داروغه له ورغی هغه به ځان سره په کرسۍ |
کښېنولو .که ډاکټر له به د دوی د کار دپاره ورغی نو هغه به هم |