text
stringlengths
0
136
چې سپرنټنډنټ راغی ما نه يې تپوس وکړو چې څنګه يې؟
۸
00165 ٩۳0٨666
زما ژوند او جد و جهد
پښتانه که ډېر تکليف کې وي چې څوک ترې تپوس وکړي نو
ورته وايي چې ښه يم ما هم ورته دغسې ووې. سپرنټنډنټ
حکومت له خبر ورکړو چې ښه دی. هغوی اخبار کې اعلان
وکړو چې هغه ښه دی. هسپتال کې یوهندو ډاکټر و هغه مشر
ډاکټر ته ووې چې ذمه داري په تا ده. بدنامي به ستا وي تا له
په کار دي چې حکومت خبر کړې هغه حکومت ته وليکل چې
دغه خبر غلط دی. دی جوړ نه دی حکومت سول سرجن را
ولېږه. هغه زما معاينه وکړه بيا يې ایبټ اباد ته فوجي هسپتال
ته بوتلم ايکسرې وشوه معلومه شوه چې زما دوه پښتۍ ماتې
دي. سول سرجن پخپله زما پښتۍ وتړلې او پلاسټر يې پرې
ولګول. په تړلو سره زه لږ په ارام شوم. څوورځې پس مې
اخبار کې وليدل چې د جېلخانې سپرنټنډنټ وايي چې هغه
روغ جوړ دی. سباله چې سپرنټنډنټ راغی هغه اخبار مې هغه
ته وښودلو نو هغه راته ووې چې تا راته ووې چې ښه يم ما
ورته ووې چې دا ځو د پښتنو اصطلاح ده. ستا خو سترګې وې
تانه لیدم چې زه څنګه یم؟
څه وخت چې مون د پیرنګيانو خلاف سول نافرماني شروع
کړه هغه وخت کې هغوى د افغانستان د حکومت په امداد د
ملايانو په ذريعه کار شروع کړو .عجیبه خبره ځو يې دا وه چې
پیرنګيانو په ما د کفر يوه فتوه تياره کړه.او په هغې باچاګل او
ماڼکي ملا دواړو د ستخطونه وکړل او د دواړو ډلو د ملايانو
تائيد و. عجیبه خبره خو دا وه چې مذهبي معاملو کې د ماڼکي
ملا او هډي ملا تعلقدار چيرې متفق شوي نه دي.او د يو بل
مخالف وو چې په يو بل به يې د کفر فتوې لګولې.لیکن زما
اق
00165 ٩۳0٨666
زما ژوند او جد و جهد
په فتوه د دواړو ډلو اتفاق و .ولې چې دا د کفر فتوه پیرنګي
لګولې وه.او بله خبره دا وکړه چې افغانستان هم پښتانه دي.د
صوبه سرحد خلک همء. په کار دي چې دا علاقه هم افغانستان
سره شي.او د دې خبرې اشتهارات يې په ملک کې تقسیم کړل
جلسې يې کولې او په هغو کې به يې دا تقریرونه کول چې د
ملک دې افغانستان سره شي ولې پير: نګيانو ورته هېڅ نه
وې.درېمه خبره يې دا وکړه چې حاجي محمد امین چې زمونږ
د دې پېښور علاقې نه تللی و او په هډه کې پير شوىی و.د
افغانستان د حکومت په مصلحت پیرنګيانو د باچاګل په
ذريعه پېښور ته را وغوښت. هغه دلته د دې خبرې کوشش
وکړو چې د پښتنو سیاسي توجه د پیرنګيانو نه بل خوا ته
واړوي. نو د ډمو په بازار باندې ده پکټنګ ولګاوه. دغه وخت
خدايي خدمتګار د پیرنګيانو برخلاف وو. . په دې کې حاجي
محمد امین ځان راغی. ملايان ورسره ملګري شول او ارباب
عبدالغفور د تهکال هم ورسره مُلا وتړله. او د خلکو توجه يې
د پیرنګيانو نه اړوله. دا هغه محمد امین دی چې په مسجد
نبوي'" کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حضور کې يې
ما سره وعده کړې وه چې زه به تاسره یو ځای د خدای دمخلوق
خدمت کوم چې دوی به پکټنګ له ورغلل نو ډمې به راووتې
او خلکو ته به يې وې چې وګورئ هلته خدايي خدمتګارو د
پیرنګيانو په کچرو پکټنګ لګولی دی. دوی راغلي
دي.زمونږ په «دغه» يې پکټنګ لګولی دی. دوی به سترګې
ښکته کړې. خو دوه درې ورځې پس مرزا سکندر هغه ډمې
پاڅولې چې د دوی نوم وشي. باچاګل او نورو چې زمونږ
٠۰
0٩016 ٧0۳6
زما ژوند او جد وجهد
برخلاف څومره کو شش سرعحداتو او دې م لک کې
وکړو. کامياب نه شود خلکو همدردي زمونږ سره وه. تجویز
دا پاس شو چې په دې وخت کې مونږ له په کار دي چې د
پیرنګيانو بر خلاف په ټوله صوبه کې جلسې وشي او په هغو
کې اعلان وشي چې مون ازاد يو.او د هغې نه پس دې وفدونه
جوړ شي. چې په ټولو کچرو. تحصیلونو. ضلعو. تاڼو کې د
دې وشن مسرګاري ملازمان له ورشي و اپل دې ورته کې
چې د پیرنګيانو نوکري دې پرېږدي او ځپل قام سره د قام»
ملک خدمت دپاره مُلا وتړي. او د ملک خدمت ته ځان وقف
کړي. زه په افسوس سره دا لیکم چې د ډېرو کوششونو سره د
دې وفدونو په وينا يوازې يو سړي نوکري پرېښوده چې يحیی
جان و.او د پېښور اسلامیه همائي سکول هېډماسټر و.
ملازمانو کې ډېر خدايي خدمتګاران وو چې د خدايي
خدمتګارو په وزارت کې نوکران شوي وو او د خدايي
خدمتګارو زامن وو. هغوی کې يو تن هم نوکري پرېنښوده او
د ټولو نه عجیبه خبره خو لا دا وه چې دا کوم خلک چې مونږ
بهرتي کړي وو هغوی به د پیرنګيانو د نوکرانو نه په خدايي
خدمتګارو ډېر زيات زور ظلم کولو او کله نا کله به يې پرې
ګولۍ هم وچلولې. د دې خبرو وجه دا وه چې دوی ځو د
پیرنګي نوکري غوښتنه او دوی ځو د خدايي خدمتګارو د
لاسه مقرر شوي وو د ځان د سپیناوي او اتبار دپاره يې په
خدايي خدمتګارو زيات ظلم کولو چې پير: نګيان پرې شکمن
نه شي.
په ۱۹۴۲ کال کې چې زه سول سرجن د هرې پور جېل نه د
١۱